ټولیزه نقشه جوړونه

ټولیزه نقشه جوړونه، هر اړخېزه نقشه جوړونه، کارتوګرافیک عمومي کول یا د نقشې عمومي کول د هغه نقشې جوړولو ته ویل کیږي چي هر اړخېزه بڼه ولري، او دا هغه وخت رامینځته کیږي کله چې یو څوک د ستري نقشې یا نقشې له معلوماتو څخه وړوکې معلوماتي نقشه ترلاسه کوي.

کارټوګرافر یا عمومي نقشه جوړونکی ددې جواز لري ترڅو پخپله نقشه کي مینځپانګه تنظیم او یوه مناسبه او ګټوره نقشه رامینځته کړي چي ځایي معلومات وړاندي کوی. په عامه توګه ښه عمومي نقشې هغه دي چي د نقشې پر خورا اړینو عناصرو باندي ټینګار کوي.