ټولټاکنې د ډله ییز تصمیم نیوونې هغه بهیر دی چې له مخې یې خلک د دولتي څوکیو د تصاحب لپاره یو کس یا څو کسان ټاکي.

ټولټاکنې هغه معمول میکانیزم دی چې له مخې یې نیابتي ډیموکراسي له ۱۷مې پېړۍ راهیسې فعالیت کوي. د ټولټاکنو له لارې په مقننه قوه، اجرائیه قوه او قضايي قوه کې او د ملي او سیمه ییزو حکومتونو د دفترونو او څوکیو لپاره خلک ټاکل کېږي. دا بهیر په زیاترو شخصي او کاروباري موسساتو کې له کلپونو نیولې تر داوطلبانه ټولنو او شرکتونو پورې کارول کېږي.

په نړیواله توګه له ټولټاکنو څخه په نوي ډیموکراسۍ کې د استازو د ټاکنو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي، چې دا د لرغوني یونان له پخوانۍ دیموکراسۍ سره چې په هغه کې به د یوه الیګارشي نهاد ټولټاکنې په پام کې نیول کېدي او زیاتره سیاسي دفترونه (څوکۍ) به د ډلبندي له مخې پرې ډکېدلې او د مشاغلو صاحبان به پکې د پچې اچونې له مخې ټاکل کېدل، سره په ټکر کې ده.

ټاکنیز اصلاحات د عادلانه ټاکنیزو سیستمونو د پېژندنې بهیر په هغو ځایونو کې تشرېح کوي، چېرې چې شتون نه لري یا په موجوده سیستمونو کې د عادلانه ښه والي یا اغېزمنتیا لپاره کار کوي. پسفولوژي (Psephology) د ټولټاکنو اړوند پایلو او نورو ارقامو مطالعه ده (په تېره بیا د راتلونکو پایلو د پیش بیني په موخې سره). ټولټاکنې هغه حقیقت دی چې یو څوک په کې ټاکل کېږي.

ټاکل په دې معنی ده چې «یو څوک وټاکل شي یا تصمیم ونیول شي» او له همدې امله ځینې وختونه د رای ورکولو نور ډولونه لکه ریفرانډوم هم د ټولټاکنو په نوم یادیږي په تېره بیا په متحده ایالاتو کې.

تاریخچه سمول

ټولټاکنې په لرغوني یونان او لرغوني روم کې کاریدلې دي او بیا په منځنیو پېړیو کې د حاکمانو د ټاکنې لپاره کاریدې لکه د روم مقدس سترواک او پاپ.[۱]

د هند په ویدې دوره کې، د ګانا (قومي موسسې) راجا (پاچا) د ګانا له خوا ټاکل کېده. راجا به تل د کشاتیریا وارنا (جګړه ییزې ډلې) اړوند و او معمولاً به د یوه پخواني راجا زوی و. خو بیا هم، د ګانا غړو به د هغه په ټاکنو کې وروستۍ خبره کوله. ان د سنګم په دوره کې خلکو خپل استازي د رایو په صندوقانو (معمولاً دیګ) کې د خپلو رایو په کارولو سره ټاکل، چې دا دیګونه به په پړو او مومو سره تړل شوي وو. له ټاکنو وورسته به رایې را واېستل شوې او و به ګڼل شوې. د پالا پاچا، ګوپال (چې له مېلاد را وروسته له ۷۵۰ تر ۷۷۰ کال پورې) د منخنۍ پېړۍ په لومړیو کې په بنګال واکمن و د یوې ډلې فیوډالي قومي مشرانو له خوا وټاکل شو.دا ډول ټاکنې د همدې سیمې په معاصرو ټولنو کې خورا عامې وي. د کولا په سترواکۍ کې، د ۹۲۰ ز کال شاوخوا په اوتیرامیرور (ننني تامیل نادو کې)، د کجورو پاڼې د کلي د کمېټې د غړو د ټاکنې لپاره کارېدې. په دغو پاڼو کې به د نوماندانو نومونه لیکلي و او بیا به په یوه خاورین دیګ کې اېښودل کېدل. د دې لپاره چې د کمېټې غړي وټاکل شي، نو له یو ځوان هلک نه به غوښتنه کېده چې د کمېټې د غړو د شمېر په اندازه پاڼې را وباسي، چې دا سیستم به د کوډولای په نوم یادیده.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دولتي مناصبو ته لومړنۍ ثبت شوې ټولټاکنې چې د اکثریت رایو له مخې تر سره شوې او په کې ټولو اتباعو چې د رای ورکولو په شرایطو برابر و، له زېږد وړاندې ۷۵۴ کال کې د سپارتان د اساسي قانون د مختلط حکومت سپارتا افورونو ته ورګرځي. د اتن د خلکو دیموکراتیکو ټولټاکنو، چې په کې ټولو وګړو کولای شول چې دولتي مناصب ولري، د کلیستنس تر اصلاحاتو یعنې تر ۲۴۷ کلونو پورې، بیا تر سره نه شوي. د سولوني د اساسي قانون له مخې (۵۷۴ زېږد وړاندې کال شاوخوا پورې)، د اتن ټول اوسېدونکې په مشهورو اسامبلیو کې د قانون او پالیسي په برخو کې د رای ورکولو لپاره په شرایطو برابر و، خو یوازې دریو د لوړو پوړیو خلکو کولای شول چې په ټولټاکنو کې رایه ورکړي. د سولون د اصلاحاتو له مخې، د اتن د اوسېدونکو له څلورو طبقه خلکو څخه تر ټولو ټيټې طبقي خلکو (چې د زوکړې د ځای پر ځای د هغوی د پانګې او شتمني له مخې تعریف کېدل) د دولتي مناصبو د لرلو لپاره په شرایطو برابر نه و. له همدې امله، د ایفورانو د سپارټن ټولټاکنې هم په اتن کې د سولون له اصلاحاتو نه نږدې ۱۸۰ کاله وړاندې موجود و.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ټولټاکنو زمینې سمول

ټاکنې په بېلابېلو سیاسي، تشکیلاتي او شرکتي چاپېریالونو کې تر سره کېږي. زیاتره هېوادونه ټاکنې د دې لپاره تر سره کوی چې په حکومت کې د خدمت لپاره خلک وتاکي، خو د موسساتو ځینې نور ډولونه هم په دې ډول ټاکنې تر سره کوي. د بېلګې په توګه، زیاتره شرکتونه د خپلو سهم لرونکو تر منځ د مدیره پلاوي د ټاکنې لپاره ټولټاکنې تر سره کوي، چې دا ډول ټاکنې د شرکت د قانون له مخې تر سره کېږي. په زیاترو ځایونو کې، په دولت کې ټاکنې په معمول ډول د هغو کسانو تر منځ سیالي ده چې پخوا یې په یوه سیاسي ګوند کې لومړنۍ ټاکنې ګتلې وي.په شرکتونو او نورو موسساتو کې ټاکنې زیاتره هغه کړنلارې او قوانین لري کوم چې په دولتي ټاکنو کې کارول کېږي.   [۱۴][۱۵][۱۶]

ټاکونکي سمول

د رای ورکولو حق سمول

په ټولټاکنو کې دا موضوع چې څوک رایه ورکولای شي، له اصلي پوښتنو څخه ده. په معمول ډول په ټاکونکو کې ټول وګړي نه شاملیږي؛ د بېلګې په توګه، زیاتره هېوادونه هغو وګړو ته د رای ورکولو حق نه ورکوي چې تر قانوني عمر لاندې وي او ټولې قضايي حوزې د رای ورکولو لپاره یوه حداقل عمر ته اړتیا لري.

په اسټرالیا کې، تر ۱۹۶۲ ز کال پورې بومي خلکو ته د رای ورکولو حق نه و ورکړل شوی (د ۱۹۶۷ ز کال ریفرانډوم وګورئ) او په ۲۰۱۰ ز کال کې فډرال حکومت د هغو زندانیانو د رای ورکولو حق هم لري کړ چې په زندان کې یې له ۳ کلونو نه زیات وخت وتلی وي (چې زیات شمېر یې بومي اسټرالیایان و).

د رای ورکولو حق په معمول ډول یوازې د هېواد د وګړو لپاره ده، که څه هم په دې برخه کې کېدای شي زیات محدودیتونه وضع شي.

خو بیا هم، په اروپايي ټولنه کې،  که چېرې کوم کس د یوې ښاروالۍ اوسېدونکی وي او د اروپايي تولنې وګړی وي، نو کولای شي د ښاروالۍ په ټاکنو کې رایه ورکړي؛ چې دلته د اوسېدو د هېواد ملیت الزامي نه ده.

په ځینو هېوادونو کې، رایه ورکول د قانون له مځې حتمني ده؛ که چېرې د رای ورکولو کوم په شرایطو برابر کس رایه ور نه کړي، نو کېدای شي هغه جریمه شي. په لویدیځه اسټرالیا کې، کله چې یو مجرم د لومړي ځل لپاره رایه ور نه کړي، نو ۲۰ ډالره جریمه کېږي، خو که چېرې هغه بیا و نه غواړي چې رایه ورکړي نو جریمه یې ۵۰ ډالرو ته لوړیږي.[۱۷]

د رای ورکولو وګړي سمول

له تاریخي اړخه، په شرایطو د برابر رای ورکوونکو شمېر د ټولنې د اشرافو او د یوه ښار د اوسېدونکو (ښاریانو) له مخې ډېر کوچنی و.

له ښارونو څخه بهر د بورژوايي د ښاريتوب د حقونو درلودونکو کسانو د شمېر په زیاتوالي سره او د ښاروندي د اصطلاح په پراخېدو سره، د رای ورکوونکو کسانو شمېر څه باندې زرګونو ته ورسېد. د روم د جمهوریت په وروستیو لسیزو کې د رای ورکوونکو شمېر سلګونو زرو ته هغه مهال ورسېد کله چې له روم څخه بهر نورو وګړو ته هم د رای ورکولو حق ورکړل شو او دا شمېره له زېږد نه ۹۰ کاله وړاندې د Lex Julia پر مهال د هغو وګړو شمېر چې په ټاکنو کې یې برخه اخیستې وه ۹۱۰۰۰۰ وګړو ته ورسېد، چې دا شمېره بیا د امریکا د متحده ایالاتو په لومړیو ټاکنو کې د پرتلې وړ وه. په ورته وخت کې د سترې بریتانیا پاچاهي په ۱۷۸۰ ز کال کې د خپلو ټولو وګړو نه ۳ سلنه رایه ورکوونکې یعنې ۲۱۴۰۰۰ د رای ورکولو په شرایطو برابر و. [۱۸][۱۹]

سرچینې سمول

  1. "Election (political science)". Encyclopædia Britannica. Retrieved 18 August 2009
  2. Eric W. Robinson (1997). The First Democracies: Early Popular Government Outside Athens. Franz Steiner Verlag. د کتاب پاڼي 22–23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-515-06951-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Agananooru. Chennai: Saiva Siddantha Noor pathippu Kazhagam. 1968. د کتاب پاڼي 183–186. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nitish K. Sengupta (1 January 2011). "The Imperial Palas". Land of Two Rivers: A History of Bengal from the Mahabharata to Mujib. Penguin Books India. د کتاب پاڼي 39–49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-341678-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Biplab Dasgupta (1 January 2005). European Trade and Colonial Conquest. Anthem Press. د کتاب پاڼي 341–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84331-029-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. VK Agnihotri, المحرر (2010). Indian History (الطبعة 26th). Allied. د کتاب پاڼي B-62–B-65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8424-568-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Pre-Independence Method of Election". Tamil Nadu State Election Commission, India. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Ephor | Spartan magistrate". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Herodotus. The Histories. Project Gutenberg. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Ancient Greek Democracy". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Birth of Democracy: Solon the Lawgiver". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Aristotle. The Constitution of Athens. Project Gutenberg. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Solon | Biography, Reforms, Importance, & Facts". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Cai, J.; Garner, J. L.; Walkling, R. A. (2009). "Electing Directors". Journal of Finance. 64 (5): 2387–2419. doi:10.1111/j.1540-6261.2009.01504.x. S2CID 6133226. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sandri, Giulia; Seddone, Antonella (11 September 2015). Party Primaries in Comparative Perspective. Routledge. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781472450388. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Glazer, Amihai; Glazer, Debra G.; Grofman, Bernard (1984). "Cumulative Voting in Corporate Elections: Introducing Strategy into the Equation". South Carolina Law Review. 35 (2): 295–311. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Failure to Vote | Western Australian Electoral Commission". www.elections.wa.gov.au. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Vishnia 2012, p. 125
  19. "Exhibitions > Citizenship > The struggle for democracy > Getting the vote > Voting rights before 1832". The National Archives. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)