ټولواکه سوسیالیزم

ټولواکه سوسیالیزم، یا له پاسه سوسیالیزم، یو اقتصادي او سیاسي نظام دی چې د سوسیالیستي اقتصاد له ځینو ډولونو ملاتړ کوي، پداسې حال کې چې سیاسي لیبرالیزم مردود ګڼي. دا د یوې اصطلاح په توګه د اقتصادي-سیاسي نظامونو د داسې یوې ټولګې استازیتوب کوي چې ځان سوسیالیست بولي او د څو ګوندي سیاسي نظامونو لیبرال دیموکراتیک لیدلوری، د غونډو ازادي، د محاکمو له خوا احضار، او د بیان ازادي ردوي، چې دا کار یا د انقلاب ضد ډار له امله یا د سوسیالیزم د پای له امله کوي. یو شمېر هېوادونه، په تېره بیا شوروي اتحاد، چین او د هغوی متحدین، د خبریالانو او پوهانو له لوري د ټولواکه سوسیالیستي دولتونو په نوم یاد شوي دي.  [۱][۲][۳][۴]

دا لیدلوری چې د غیر-ټولواکه، غیر-مرکزي او د سوسیالیستي غورځنګ د فردي آزادۍ څانگې سره توپیر لري، ټولواکه سوسیالیزم د افریقایي، عربو او د لاتینې امریکا د سوسیالیزم ځینې ډولونه له ځان سره لري. که څه هم د دولتي سوسیالیزم یو ټولواکه یا غیر لیبرال سیستم بڼه ګڼل ګېږي، زیاتره وختونه د منتقدینو له لوري سوسیالیزم ګڼل ګېږي او د کیڼ اړخو منتقدینو له لوري دولتي کپيټالیزم ګڼل کېږي، چې دا دولتونه له ایډیالوژیک اړخه مارکس – لینن پلوه وو او ځانونه یې د کارګرانو او بزګرانو یا د خلکو ولسواکه نظامونو ملاتړي ښودل. پوهانو، سیاسي مبصرینو او نورو عالمانو د ټولواکه سوسیالیستي او ډیموکراتیک سوسیالیستي دولتونو ترمنځ توپیر کړی دی. له دې دوو لومړی د شوروي بلاک استازیتوب کوي او وروستنی د لوېدیځ بلاک هېوادونو استازیتوب کوي چې په ډیموکراتیک ډول د سوسیالیستي ګوندونو لکه بریتانیا، فرانسې، سویډن او - په عمومي توګه د لوېدیځو ټولنیزو ولسواکه نظامونو له لوري اداره شوی دی. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په داسې حال کې چې دا لیدلوری د تخیلي سوسیالیزم نه ریښه اخلي چې د اډوارډ بیلامي له لوري ملاتړ شوی او د هال ډراپر له لوري له پاسه سوسیالیزم نومول شوی، دا نظام په پراخه کچه د شوروي ماډل سره تړاو لري او د ټولواکه لیبرالیزم سره توپیر یا پرتله شوی دی. ټولواکه سوسیالیزم په تیوري او عمل کې د کیڼ اړخو او ښي اړخو له لوري تر نیوکې لاندې نیول شوي دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سیاسي ریښې

سمول

له پاسه سوسیالیزم

سمول

ټولواکه سوسیالیزم د له پاسه سوسیالیزم څخه اخیستل شوی دی. هال ډراپر له پاسه سوسیالیزم د داسې فلسفې په توګه تعریف کړی چې د سوسیالیستي دولت ادارې لپاره یوه اشرافي اداره ګماري. د سوسیالیزم بل اړخ له لاندې څخه دی چې ډېر دیموکراتیک یا ولسواکه سوسیالیزم دی. له پاسه سوسیالیزم اند د له لاندې سوسیالیزم په پرتله په پراخه کچه په اشرافي کړیو کې بحث ګېږي - حتی که مارکسیستي خیال هم وي - ځکه چې دا یې ډېره عملي بڼه لري. ډراپر له لاندې سوسیالیزم د سوسیالیزم تر ټولو پاکه او ډېره مارکسیستي نسخه ګڼلې ده. د ډرایپر په وینا، کارل مارکس او فریدریش انګلز د هر هغه سوسیالیستي بنسټ سره په کلکه مخالف وو چې "د خرافاتي ټولواکۍ" ملاتړ وکړي. ډرایپر استدلال کوي چې دا وېش د "اصلاح پاله یا انقلابي، سوله ایز یا یاغي، ولسواکه یا ټولواکه، او نورو" ترمنځ وېش ته اشاره کوي او اشراف پالنه د له پاسه سوسیالیزم د شپږو لوی ډولونو څخه، چې " انسان پالنه، "اشراف پالنه"، "پانیزم"، "کمونیزم"، "کمال پلوي" او "له بهر څخه سوسیالیزم" دي، د یوې بڼې په توګه پېژني. [۲۰][۲۱][۲۲]

د ارتور لیپو په وینا، مارکس او انګلز د "د معاصر انقلابي ډیموکرات سوسیالیزم بنسټګر" وو، چې هغوی ته د "له لاندې سوسیالیزم" پلویان ویل شوي دي. دا سوسیالیزم چې "د لویې کارګرې طبقې د غورځنګ پر بنسټ ولاړ دی، د ولسواکۍ د پراختیا او د انسان د ازادۍ لپاره له لاندې څخه مبارزه کوي". دا ډول سوسیالیزم د "ټولواکه، غیر-ولسواکه لیدلوري" او "ډول ډول ټولنیز مالکیت له  نظریاتو سره، چې د سوسیالیزم د سرلیک ادعا کوي، توپیر لري". همدارنګه د "له پاسه سوسیالیزم زیاتره ډولونو" چې په شلمه پېړۍ کې رامینځته شوي، له هغه خوځښتونو او حکومتونو سره چې په کې د سوسیالیزم په نوم په طبقاتي اقتصاد باندې یوه ټولواکه 'نوې طبقه' واکمني کوي، توپیر لري. دا وېش "د سوسیالیستي خوځښت د تاریخ په اوږدو کې دوام لري". لیپو د سوسیالیستي خوځښت په تاریخ کې بیلامیزم او ستالینیزم د دوه مشهور ټولواکه سوسیالیستي خوځښتونه بولي. [۲۳]

د سوسیالیستي خوځښت په اوږدو کې د ټولواکه – د فردي آزادۍ مبارزې او شخړې په ۱۸۷۲ کال د انارشیستانو د کارګرانو له لومړي نړیوالې ټولنې او د هغوی له شړلو پیلېږي. دې انارشیستانو چې د ټولواکۍ ضد نړیوال خوځښت مشري یې په غاړه درلوده او وروسته یې د انارشیست سېنټ امییر انټرنشنل تر نوم لاندې د فردي آزادۍ نړیوال بنسټ تاسیس کړ. فرد پالونکي انارشیست بنیامین، چې په ۱۸۸۸ کال کې یې ځان د ټولواکه دولتي سوسیالیزم او اجباري کمونیزم په مخالفت کې انارشیست سوسیالیست او د فردي آزادۍ سوسیالیست اعلان کړ، د ارنسټ لیزین د "سوسیالیستي لیک" تر نوم لاندې د اثر بشپړ متن یې د "دولتي سوسیالیزم او انارشیزم" تر نوم لاندې په خپله مقاله کې شامل کړ. د لیزین له قوله، سوسیالیزم په دوه ډوله دی: "یو یې دیکتاتوري او بل یې د فردي ازادی غوښتونکی دی". د توکر په اند له دوه سوسیالیست لیدلوري یو ټولواکه دولتي سوسیالیزم و چې هغه یې د مارکسیستي ښوونځي او د فردي آزادۍ د انارشیستي سوسیالیزم، یا په ساده ډول انارشیزم ګڼي، چې هغه یې پلوي کوله. توکر وایي چې دا حقیقت چې ګواکي ټولواکه "دولتي سوسیالیزم د سوسیالیزم نور ډولونه تر سیوري لاندې را وستلي دي، د سوسیالیستي اند انحصار ته حق نه ورکوي". د توکر په وینا، هغه څه چې د سوسیالیزم دوه مکتبونو په کې ګډ لیدلوری درلود، د کار د ارزښت تیوري او موخې وې، چې د هغوی پر مټ انارشیزم مختلفې لارې تعقیبوي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د جورج ووډکاک له قوله، د کارګرانو دوهمه نړیواله ټولنه "د فردي آزادۍ او ټولواکه سوسیالیزم تر منځ د ستونزو له امله د جګړې په ډګر بدله شوه. دوی نه یوازې په اغېزمنه توګه ځانونه د لږکیو د حقونو د اتلانو په توګه وړاندې کړل؛ بکله دوی آلمان مارکسیستان هم وهڅول چې د دیکتاتوري نه زغم څرګند کړي چې د مارکسیستي لارښوونو څخه د برتانیې د کارګر غورځنګ د مخنیوي لپاره یو عامل و چې د اچ ام هېنډمن په څېر د مشرانو له لوري ورته اشاره شوې وه". د انارشیستانو په اند، لکه د An Anarchist FAQ د لیکوالانو پر بنسټ، د له پاسه سوسیالیزم ډولونه لکه ټولواکه سوسیالیزم یا دولتي سوسیالیزم اصلي متضاد کلمات دي او له لاندې نه د فردي آزادي سوسیالیزم د ریښتیني سوسیالیزم استازیتوب کوي. د انارشیستانو او نورو ټولواکه ضد سوسیالیستانو لپاره، سوسیالیزم "یوازې د یو بېطبقې او غیر ټولواکه (یعنې د فردي آزادۍ) د ټولنې معنی لري چې په کې خلک یا په فردي په توګه یا د یوې ډلې په توګه (له وضعیت سره سم) خپلې چارې پخپله اداره کوي. په بل عبارت، دا د ژوند په ټولو اړخونو کې، د کارځای په ګډون، د خپلواکه مدیریت معنی لري. تاریخپوه هربرټ ایل اوسګود انارشیزم د ټولواکه کمونیزم او دولتي سوسیالیزم د "نهایي تضاد" په توګه بیان کړی. [۲۹][۳۰][۳۱]

په عموم کې سوسیالیستانو او سوسیالیست لیکوالانو، لکه د ډیمیتري ولکوګونوف، دا ومنله چې د ټولواکه سوسیالیستي مشرانو کړنو "د اکتوبر د انقلاب پر مټ د سوسیالیزم پراخه رامنځ ته شوو غوښتنو" ته زیان رسولی دی. په داسې حال کې چې ځینو ښي اړخو لیکوالانو د پلار-ډوله محافظه کاره سیاست او ښي اړخي سیاست د نورو ډولونو له ډلې، محافظه کاره سوسیالیزم، فاشیزم او پروسیایي (جرمني) سوسیالیزم، د ټولواکه سوسیالیزم په توګه تشرېح کړي، پوهانو د دوی طبیعت د سوسیالیستي پر ځای د پرېکنده کپیتالیست او محافظه کار ګنلی دی. [۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې

سمول
  1. Draper, Hal (1970) [1963]. Two Souls of Socialism (revised ed.). Highland Park, Michigan: International Socialists. Archived from the original on 20 January 2016. نه اخيستل شوی 20 January 2016.
  2. Huntington, Samuel P. (1970). Authoritarian Politics in Modern Society: The Dynamics of Established One-party Systems. Basic Books. ISBN 978-0465005697.
  3. Lowy, Michael (1986). "Mass organization, party, and state: Democracy in the transition to socialism". Transition and Development: Problems of Third World Socialism (94): 264.
  4. Amandae, Sonja (2003). Rationalizing Capitalist Democracy: The Cold War Origins of Rational Choice Liberalism. University of Chicago Press. ISBN 978-0226016542.
  5. Mushkat, Marion (June 1972). "African Socialism Reappraised and Reconsidered". Istituto Italiano per l'Africa e l'Oriente. 2: 151–153.
  6. Gregor, A. James (July 1967). "African Socialism, Socialism and Fascism: An Appraisal". The Review of Politics. 29 (3): 324–353. doi:10.1017/s0034670500032745.
  7. Posusney, Marsha Pripstein (2005). Authoritarianism in the Middle East: Regimes and Resistance. Boulder: Lynne Rienner Publishers. ISBN 978-1-58826-317-9.
  8. Rogers, Tim (11 April 2014). "Does Ecuador's leader aspire to a perpetual presidency?". The Christian Science Monitor. نه اخيستل شوی 22 April 2020.
  9. Nation, R. Craig (1992). Black Earth, Red Star: A History of Soviet Security Policy, 1917-1991. Cornell University Press. pp. 85–6. ISBN 9780801480072. نه اخيستل شوی 19 December 2014.
  10. Barrett, William, ed. (1 April 1978). "Capitalism, Socialism, and Democracy: A Symposium". Commentary. Retrieved 14 June 2020. "If we were to extend the definition of socialism to include Labor Britain or socialist Sweden, there would be no difficulty in refuting the connection between capitalism and democracy."
  11. Heilbroner, Robert L. (Winter 1991). "From Sweden to Socialism: A Small Symposium on Big Questions". Dissident. Barkan, Joanne; Brand, Horst; Cohen, Mitchell; Coser, Lewis; Denitch, Bogdan; Fehèr, Ferenc; Heller, Agnès; Horvat, Branko; Tyler, Gus. pp. 96–110. Retrieved 17 April 2020.
  12. Kendall, Diana (2011). Sociology in Our Time: The Essentials. Cengage Learning. pp. 125–127. ISBN 9781111305505. "Sweden, Great Britain, and France have mixed economies, sometimes referred to as democratic socialism—an economic and political system that combines private ownership of some of the means of production, governmental distribution of some essential goods and services, and free elections. For example, government ownership in Sweden is limited primarily to railroads, mineral resources, a public bank, and liquor and tobacco operations."
  13. Li, He (2015). Political Thought and China's Transformation: Ideas Shaping Reform in Post-Mao China. Springer. pp. 60–69. ISBN 9781137427816. "The scholars in the camp of democratic socialism believe that China should draw on the Sweden experience, which is suitable not only for the West but also for China. In post-Mao China, the Chinese intellectuals are confronted with a variety of models. The liberals favour the American model and share the view that the Soviet model has become archaic and should be abandoned. Meanwhile, democratic socialism in Sweden provided an alternative model. Its sustained economic development and extensive welfare programs fascinated many. Numerous scholars within the democratic socialist camp argue that China should model itself politically and economically on Sweden, which is viewed as more genuinely socialist than China. There is a growing consensus among them that in the Nordic countries the welfare state has been extraordinarily successful in eliminating poverty."
  14. Lipow, Arthur (1991). Authoritarian Socialism in America: Edward Bellamy and the Nationalist Movement. Berkeley: University of California Press. ISBN 978-0520075436.
  15. Berger, Mark T. (August 1997). "Singapore's Authoritarian Capitalism: Asian Values, Free Market Illusions, and Political Dependency by Christopher Lingle". "Book Reviews". The Journal of Asian Studies. Cambridge University Press. 56 (3) 853–854. doi:10.1017/S0021911800035129. کينډۍ:Jstor.
  16. Lingle, Christopher; Owens, Amanda J.; Rowley, Charles K., eds. (Summer 1998). "Singapore and Authoritarian Capitalism". The Locke Luminary. I (1).
  17. Budhwar, Pawan S., ed. (2004). Managing Human Resources in Asia-Pacific. Psychology Press. p. 221. ISBN 9780415300063.
  18. Bhasin, Balbir B. (2007). "Fostering Entrepreneurship: Developing a Risktaking Culture in Singapore". New England Journal of Entrepreneurship. 10 (2): 39–50. کينډۍ:ISSN. Retrieved 23 April 2020.
  19. Barrett, William, ed. (1 April 1978). "Capitalism, Socialism, and Democracy: A Symposium". Commentary. Archived PDF. Retrieved 17 July 2020.
  20. Draper, Hal (1970) [1963]. Two Souls of Socialism (revised ed.). Highland Park, Michigan: International Socialists. Archived from the original on 20 January 2016. نه اخيستل شوی 20 January 2016.
  21. Young, James D. (1988). Socialism Since 1889: A Biographical History. Totowa: Barnes & Noble Books. ISBN 978-0-389-20813-6.
  22. Draper, Hal (1970) [1963]. Two Souls of Socialism (revised ed.). Highland Park, Michigan: International Socialists. Archived from the original on 20 January 2016. نه اخيستل شوی 20 January 2016. We have mentioned several cases of this conviction that socialism is the business of a new ruling minority, non-capitalist in nature and therefore guaranteed pure, imposing its own domination either temporarily (for a mere historical era) or even permanently. In either case, this new ruling class is likely to see its goal as an Education Dictatorship over the masses — to Do Them Good, of course — the dictatorship being exercised by an elite party which suppresses all control from below, or by benevolent despots or Savior-Leaders of some kind, or by Shaw's 'Supermen,' by eugenic manipulators, by Proudhon's 'anarchist' managers or Saint-Simon's technocrats or their more modern equivalents — with up-to-date terms and new verbal screens which can be hailed as fresh social theory as against 'nineteenth-century Marxism.'
  23. Lipow, Arthur (1991). Authoritarian Socialism in America: Edward Bellamy and the Nationalist Movement. University of California Press. p. 1. ISBN 9780520075436.
  24. Hahnel, Robin (2005). Economic Justice and Democracy. Routledge Press. p. 138. ISBN 0-415-93344-7.
  25. Lesigne (1887). "Socialistic Letters" Archived 2020-08-07 at the Wayback Machine.. Le Radical. Retrieved 20 June 2020.
  26. Tucker, Benjamin (1911) [1888]. State Socialism and Anarchism: How Far They Agree and Wherein They Differ. Fifield.
  27. Tucker, Benjamin (1893). Instead of a Book by a Man Too Busy to Write One. pp. 363–364.
  28. Brown, Susan Love (1997). "The Free Market as Salvation from Government". In Carrier, James G., ed. Meanings of the Market: The Free Market in Western Culture. Berg Publishers. p. 107. ISBN 9781859731499.
  29. Woodcock, George (1962). Anarchism: A History of Libertarian Ideas and Movements. Melbourne: Penguin. p. 263.
  30. McKay, Iain, ed. (2008). "Isn't libertarian socialism an oxymoron?". An Anarchist FAQ. Vol. I. Stirling: AK Press. ISBN 978-1-902593-90-6. OCLC 182529204.
  31. Osgood, Herbert L. (March 1889). "Scientific Anarchism". Political Science Quarterly. The Academy of Political Science. 4 (1): 1–36. doi:10.2307/2139424. کينډۍ:Jstor.
  32. Volkogonov, Dimitri (1991). Stalin: Triumph and Tragedy. Translated by Harold Shukman. London: Weidenfeld and Nicolson. p. 173. ISBN 9780297810803.
  33. Huerta de Soto, Jesús (2010). Socialism, Economic Calculation and Entrepreneurship (4th ed.). Edward Elgar Publishing. pp. 79–80. ISBN 1-849-80500-8.
  34. Landa, Ishay (2012). The Apprentice's Sorcerer: Liberal Tradition and Fascism. Haymarket Books. pp. 60–65.