ټولنیز جوړښت

ټولنیز جوړښت، په ټولنیزو علومو کې په ټولنه کې طرح شوی ټولنیز ترتیب دی چې هم وګړو د کړنو او هم د هغوی له پرېکړو څخه رامنځ ته کېږي. ټولنه د جوړښت له اړخه د اړوند ډلو یا ونډو ټولګه ده، چې بېلابېلې دندې، مفاهیم او موخې لري. د ټولنیز جوړښت په بېلګو کې کورنۍ، دین، قانون، اقتصاد او ټولنیزې طبقې راځي. ټولنیز جوړښت له "ټولنیز نظام" سره چې بنسټیز جوړښت ته اشاره کوي، توپیر لري چې په کې دا بېلابېل جوړښتونه ځای پرځای شوي دي. له دې امله، ټولنیز جوړښتونه په لویو ټولنیزو نظامونو باندې، لکه اقتصادي نظامونو، حقوقي نظامونو، سیاسي نظامونو، دودیزو نظامونو او داسې نورو د پام وړ اغېز لري او هم ټولنیز جوړښت هغه چوکاټ ته ویل کېدای شي چې پر بنسټ یې ټولنه رامنځ ته کېږي. دا جوړښت د ټولنې د بېلابېلو بنسټونو تر منځ د اړیکو اصول او بڼه ټاکي. [۱]

دې اصطلاح، د ۱۹۲۰ز کلونو راهیسې، په عمومي توګه په ټولنیزو علومو کې کارول کېږي، په ځانګړې توګه د داسې یو متحول په توګه چې فرعي برخې یې د ټولنپوهنې د نورو متحولینو سره په اړیکو او هم د رغاونوالي د زیاتیدونکي اغېز له امله په علمي څېړنو کې، باید توپیر شي. د نمونې په توګه: د "ټولنیزې طبقه بندۍ" مفهوم، د ټولنیز جوړښت له مفکورې څخه ګټه اخلي، ترڅو تشرېح کړي چې ډېری ټولنې په بېلابېلو طبقو (سطحو) وېشل شوې دي چې په ټولنیز نظام کې د بنسټیزو جوړښتونو په واسطه منځ ته راغلې (که چېرې یوازې په جزیي توګه وي). د بنسټونو په عصري مطالعه کې دا اړینه ګڼل کېږي، ځکه چې ښایي د یوه بنسټ جوړښت، د هغه انعطاف، د بدلون وړتیا او داسې نورو کې ونډه لري. جوړښت په دې مفهوم کې د مدیریت لپاره د اړینې موضوع په توګه لیدل کېږي.   [۲]

د ټولنپوهنې په ماکرو ( لویه کچه)، ټولنیز جوړښت په ټولنیزه اقتصادي طبقه بندي (په ځانګړې توګه په طبقاتو)، ټولنیزو بنسټونو، یا د لویو ټولنیزو ډلو ترمنځ د نورو اړیکو په را منځ ته کېدو پورې تړلی دی. د ټولنپوهنې په لویه کچه، ټولنیز جوړښت د وګړو یا بنسټونو ترمنځ د ټولنیزو شبکو له جوړښت سره اړه لري. "ټولنیز جوړښت" په کوچني کچه، هغه لارې تر پوښښ لاندې لري، چې په ټولنیز نظام کې معیارونه د وګړو چلند ته بڼه ورکوي. دا دواړه کچې تل جلا نه انګېرل کېږي. د مثال په توګه: جان لیوي مارتین داسې نظریه وړاندې کړه چې په لویه کچه جوړښتونه، د کوچنۍ کچې د دودیزو بنسټونو له ځانګړتیاوو څخه رامنځ ته شوي دي (دا "جوړښت" له هغه جوړښت سره ورته والی لري چې انسانپوه کلاډ لیوي سټراس کارولی و). په انتوګرافي (نژاد څېړنه) کې، یوه وروستۍ مطالعه ښیي چې، د پانامې په جمهوریت کې بومي ټولنیز جوړښت څرنګه لوی ټولنیز جوړښتونه بدل کړل او د پانامې د پلان شوي کانال د پراختیا خنډ شو. مارکسیستي ټولنپوهنه هم له تاریخي اړخه د ټولنیز جوړښت بېلابېل مفاهیم مختلط کړي دي، که څه هم نوموړي په دې کار سره په ساده توګه د ټولنیز جوړښت دودیزو اړخونو، د ټولنې د خارق العاده اقتصادي اړخونو په توګه په پام کې نیولي دي. [۳]

ټولنیز معیارونه کولای شي چې د اکثریت او اقلیت ترمنځ د اړیکو له لارې ټولنیز جوړښت اغېرمن کړي. په داسې ډول هغه کسان چې د اکثریت په لیکه کې وي، 'معیاري یا عادي' ګڼل کېږي او هغه څوک چې د اقلیت په لیکه کې وي 'غیر معیاري یا معمولي' ګڼل کېږي، د اکثریت - اقلیت اړیکې، په ټولنیزو جوړښتونو کې د مرتبو د لړۍ په بڼه طبقه بندي رامنځ ته کوي چې د ټولنې په ټولو اړخونو کې د اکثریت ملاتړ کوي.

تاریخچه سمول

پخوانی تاریخ   سمول

د ټولنیزو جوړښتونو لومړنیو مطالعاتو په پراخه کچه د بنسټونو، دود او تګلارې، ټولنیزې ناستې ولاړې او تاریخي څېړنو ته د پام وړ معلومات چمتو کړل.

ویل کېږي چې، الیکسس دي توکویل لومړی کس و چې د "ټولنیز جوړښت" اصطلاح یې کارولې ده. وروسته، کارل مارکس، هربرټ سپنسر، فردیناند تونیز، ایمیل دورخیم او ماکس وېبر ټولو په خپل وار سره په ټولنپوهنه کې د جوړښت مفهوم ته وده ورکړه. د نمونې په توګه: ماکس وېبر د معاصرې ټولنې بنسټونه: بازار، بیوروکراسي (شخصي مالکیت او عامه اداره) او سیاست (د بیلګې په توګه ډیموکراسي) تر څېړنې او شننې لاندې ونیول.

د ټولنیز جوړښت له لومړنیو او خورا پراخو تشرېحاتو څخه یوه د کارل مارکس له خوا وړاندې شوه، چې سیاسي، دودیز او دیني ژوند یې د تولید له توګې (یو بنسټیز اقتصادي جوړښت) سره تړلی ګاڼه. مارکس په دې باور و چې اقتصادي بنسټ په پراخه توګه د یوې ټولنې دودیز او سیاسي جوړښت ټاکي. ورپسې مارکس پلوه توضیحاتو، لکه: د لوئس التوسر په څېر، د ډېرو پېچلو اړیکو وړاندیز وکړ چې دودیز او سیاسي بنسټونو یې په نسبي ډول خپل اختیاري وښودل چې په عمومي توګه د اقتصادي لاملونو له خوا یوازې "په وروستۍ مرحله کې" تر اغېز لاندې راځي. [۴]

آلماني ټولنپوه فردیناند تونیز په ۱۹۰۵ ز کال کې خپله څېړنه چې د ټولنیز جوړښت اوسنۍ ستونزې تر عنوان لاندې وه، خپره کړه چې په هغه کې نوموړي استدلال وکړ چې، یوازې یو ګڼ شمېر وګړي یووالي ته راوستل "ټولنیز جوړښت" رامنځ ته کوي. نوموړی خپل لیدلوری د ټولنیزې ارادې پر بنسټ دروي. [۵]

ایمیل دورخیم، د بیولوژیکي او ټولنیزو نظامونو چې د هربرټ سپنسر او نورو له خوا مشهور شول، تر منځ ورته والی سپړي او داسې نظریه يې وړاندې کړه چې ډول ډول ټولنیز بنسټونه او کړنې په یوه متحده او ځان ودې ټولګې کې د متنوع برخو د یوځای کولو له لارې د ټولنې د فعال ادغام په را منځ ته کولو کې ونډه لوبوي. دورخیم په دې مفهوم کې د دوه ډوله جوړښتي اړیکو تر منځ توپیر وکړ: اتومات پیوستون او عضوي پیوستون. اتومات پیوستون هغه جوړښتونه تشرېح کوي، چې مشابه برخې د ګډ دود له لارې یووالی ولري (اتوماتیک)، په داسې حال کې چې په عضوي پیوستون کې د مادي متقابل تړاو او ټولنیزې راکړې ورکړې پر بنسټ د ډول ډول برخو له اتحاد څخه ټولنیز جوړښت را منځ ته کېږي (د عضوریت پر بنسټ). [۴]

د مارکس او وېبر له کړنو سر سم جورج سمیل، په عمومي توګه یوه پراخ لیدلوری را منځ ته کړ چې د برلاسۍ او اطاعت، سیالي، د کار وېش؛ د ګوندونو را منځ ته کېدل، استازیتوب کورنی پیوستون او بهرنۍ ځانګړیتوب او د دولت، دیني ټولنو، اقتصادي ټولنو، هنري ښوونځیو او د کورنۍ او خپلوانو د اړیکو د زیاتره ورته ځانګړتیاوو په اړه یې مشاهده او لیدلوری وړاندې کړ، خو هغه ګټې بېلې ګڼې چې دې اړیکو ته وده ورکوي، هغه بڼې چې په کې درک شوې ګټې ښایې لا هم مشابهت ولري.  [۶]

ورستۍ پراختیا سمول

په شلمه پېړۍ کې د ټولنیز جوړښت نظر، د رغاونوالي د لیدلورو چې د کلاډ لیوی – سټراس د تیوریو په بنست را منځ ته شوي وو، همدارنګه د فیمینیسټ، مارکسیست، فعالیت پلوه (د بېلګې په توګه: هغه لیدلوري چې د تالکوټ پارسن او د هغه د پیروانو له خوا رامنځ ته شوي) او ګڼ شمېر نورو تحلیلي لیدلورو په ونډې سره په لویه کچه پراختیا و موندله. ځینې د مارکس پیروي کوي او هڅه کوي چې د ټولنې هغه بنسټیز اړخونه وپېژني، چې نور ابعاد تشرېح کوي، چې زیاتره په اقتصادي تولید یا سیاسي ځواک ټینګار کوي. نور په کلتوري جوړښتونو کې د منطقي نظم په لټه کې د لیوی سټراس پیروي کوي. همدارنګه، نور، په ځانګړې توګه پیټر بلو، له ليوي ستراتس پیروي کوي او هڅه کوي چې د ټولنیز جوړښت تیوري د اړیکو – شننې د عددي بڼو په بنسټ، د بېلګې په توګه: هغه لارې چې په کې لاملونه، لکه: د ډلې کچه د ډلې اړیکو ته بڼه ورکوي، را منځ ته کړي.[۴] [۷][۸]

د ټولنیز جوړښت مفهوم، په ټولنیز ساینس کې له بېلابېلو اساسي موضوعاتو سره، د جوړښت او تګلارې د اړیکې په ګډون نږدې اړیکه لري. له تګلارې سره د ټولنیز جوړښت د مفکورې د یوځای کولو ترټولو اغیزمنې هڅې د انتوني ګیډنس د جوړښت د تیوري او د پیری بوردیو د کړنې د تیوري ګڼل کېږي. ګیډنس د جوړښت او تګلارې په دوه ګونیتوب ټینګار کوي، یعنې جوړښتونه او تګلارې له یو بل څخه جلا انګېرل کېدای نشي. دا لیدلوری هغه ته اجازه ورکوي چې استدلال وکړي چې جوړښتونه، نه له لوبغاړو څخه خپلواک دي او نه د هغوی چلند ټاکي، بلکې هغه قواعد او وړتیاوې ټاکي چې لوبغاړي یې پر مټ پرېکړه کوي او په ټولیزه توګه، دوی دا کړنې تکراوروي. په دې اړه د ګیډنس شننه د جاکوس دیریدا له دوه ګونو د تفکیک سره ډېر ورته والی لري، چې د کلاسیکې ټولنپوهنې او انسانپوهنې د استدلال (په ځانګړې توګه د لیوی- سټراس د رغاونوالي عمومي لېوالتیا) تر پوښښ لاندې راځي. د بوردیو د کړنې تیوري هم د ټولنیز جوړښت د یوې ډېرې کره شرحې په لټه کې ده چې په انفرادي چلند کې ځای لري، نه دا چې د دې چلنډ ټاکونکې وي.  [۴]

نور ورستي کارونه، د مارګریټ آرچر (د مورفوجینسیز تیوري یا د جوړښت د را منځ ته کېدو تیوري)، ټام آر بړنز او هیلینا فلام (د لوبغاړو-نظام ډینامیک تیوري او د ټولنیز واک د نظام تیوري) او ایمانویل والرسټین (د نړیوال نظام تیوري) په جوړښتي ټولنپوهنه کې د ټولنپوهنې د کلاسیکې بڼې توضیحات او کارونې وړاندې کوي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سرچینې سمول

  1. Olanike, Deji (2011). Gender and Rural Development By. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783643901033. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Merton, Robert. 1938. "Social Structure and Nominate." American Sociological Review 3(5):672–82.
  3. Muller-Schwarz, Nina K. (2015). The Blood of Victoria no Lorenzo: An Ethnography of the Solos of Northern Coco Province. Jefferson, NC: McFarland Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ Calhoun, Craig. 2002. "Social Structure." Dictionary of the Social Sciences. Oxford: Oxford University Press.
  5. Tönnies, Ferdinand. 1905. "The Present Problems of Social Structure." American Journal of Sociology 10(5):569–88.
  6. Crothers, Charles. 1996. Social Structure. London: Routledge.
  7. Blau, Peter M., ed. 1975. Approaches to the Study of Social Structure. New York: The Free Press.
  8. Lopez, J. and J. Scott. 2000. Social Structure. Buckingham: Open University Press. کينډۍ:ISBN. کينډۍ:OCLC. p. 3.
  9. Archer, Margaret S. 1995. Realist Social Theory: The Morphogenetic Approach. Cambridge: Cambridge University Press.
  10. Burns, Tom R., and H. Flam. 1987. The Shaping of Social Organization: Social Rule System Theory with Applications. London: SAGE.
  11. Flam, Helena, and Marcus Carson, eds. 2008. Rule System Theory: Applications and Explorations. Frankfurt: Peter Lang Publishers. کينډۍ:ISBN.
  12. Wallerstein, Immanuel. 2004. World-Systems Analysis: An Introduction. Durham: Duke University Press.