ټولنيز درېځ د ټولنيز ارزښت هغه کچه ده، چې یو شخص يې تر لاسه کوي. په يو څه مشخص ډول ټولنيز درېځ د درناوي، درنښت، د خلکو، ډلو او ټولنه کې د بنسټونو سره په سمون انګېرل شوې سيالۍ او ساتنې مناسبې کچې ته وايي. د درېخ بنسټ په پراخه ډول ګډو باورونو کې اېښودل شوی دی، چې په اړه يې د يوې ټولنې د غړو فکر په پرتليز ډول لږ يا زيات ټولنيز ارزښت په پام کې نيول کېږي. هغوی چې دوی يې د سيالۍ يا اخلاقي کړو وړو اصطلاحاتو کې په غوره اوسېدلو باور لري. درېځ يا موقف په کلتوري ډول د باور کړای شويو راز راز ځانګړتياوو د ملکيت له مخې مشخص کېږي، چې لوړوالی يا ټيټوالی (لکه د وينا يا سيالۍ ډاډمن سلوک) په ګوته کوي. په دې ډول خلک د سرچينو، مشرۍ موقفونو او د ځواک نورو بڼو د ځانګړي کولو په موخه د درېځ لړۍ له مراتبو څخه ګټه پورته کوي. په دې ډول کولو کې دا ګډ کلتوري باورونه د سرچينو نابرابر وېش رامنځته کوي او ځواک په کې طبيعي او مناسب ښکاري، چې د ټولنيزې ډلبندۍ نظامونو ملاتړ کوي. د درېځ د مراتبو لړۍ، په انساني ټولنو کې طبيعي ښکاري، چې هغو خلکو ته ارزښتناکې ګټې برابروي چې لوړې پوړۍ په واک کې لري، لکه: غوره روغتيا، ټولنيز تاييد، سرچينې، اغېز او خپلواکي. [۱][۲][۳][۴]

پېژندنهسمول

ټولنپوه Max Weber په يوه ټولنه کې د ډلبندۍ درې مرکزي اړخونه په نښه کړي دي: ټولګی، درېځ او ځواک. د نوموړي په نمونه کې چې تر اوسه د پام وړ ده، خلک د درنښت په حس کې درېځ تر لاسه کوي، ځکه چې دوی د ژوند په بې ساري ډولونو او لومړيتوبونو سره په ځانګړو ډلو پورې اړه لری. معاصرو ټولنپوهانو او ټولنيزو روانپوهانو د درېځ دا ادراک د يو شخص د درناوي وړتيا کچې او درنښت ته په يو څه عمومي ډول پراخ کړی دی. [۵][۶]

ځينې ليکوالان يې په ټولنيز ډول يوه ارزښتناکه ونډه يا ډول بولي، چې يو شخص يې د «درېځ» (لکه: جنس، ټولنيز پوړ، توکم، د يو جرمي تور لرل، د ذهني ناروغۍ لرل او ...) په توګه خپلوي. د ټولنې شبکې د شننونکو په توګه Stanley Wasserman او Kathrine Faust Stanley خبرداری ورکړ چې د د ټولنيز حالت، ټولنيز درېځ او ټولنيزې ونډې اړوند مفاهيمو د پېژندنو په اړه د ټولنپوهانو تر منځ د پام وړ سمون نه شته. دوی ليکي چې: که څه هم زيات پوهان ذکر شوي اصطلاحات يو له بله بېلوي، مګر دوی يې په داسې اصطلاحاتو کې راپېژني چې د يو بل پوه له پېژندنې سره ټکر کوي. دوی د بېلګې په ډول وايي چې: [Ralph Linton] د status يعنې درېځ اصطلاح په داسې يوه لاره کاروي، چې کټ مټ زموږ د position يعنې حالت يا حيثيت له کارونې سره يو شان دی. [۷][۸]

عزمسمول

د درېځ د مراتبو سلسله، په لومړني ډول پر ملکيت او د درېځ نښو کارونې باندې تکيه کوي. دا هغه نښې يا ځانګړتياوې دي، چې په يوه ټولنه کې موافق وګړي په ګوته کوي، چې يو شخص څومره درېځ تر لاسه کوي او څه ډول سلوک بايد ورسره وشي. دا ډول نښې د ارزښتناکو ونډو ملکيت رانغاړلی شي؛ لکه: له عادي دود سره سم ښکلي اوسېدل يا يوه حيثيت لرونکې درجه لرل. د درېځ نورو نښو کې شتمني او د څرګند استهلاک له لارې د هغې ښکاره کېدل شاملوي. درېځ په مخامخ غبرګون يا تعامل کې د اداره کولو وړ کړو وړو، لکه: مثبتې وينا، حالت او احساساتي څرګندونو له مخې لېږدېدلی شي. د ټولنيزې شبکې شنونکو هم ښودلي دي، چې د يو شخص تړون يا نسب ټاکنه هم د درېځ سرچينه کېدلی شي. ډول ډول څېړنې مستند کوي، چې نامتو اوسېدل يا پر ښاغلو باندې اداري واک د يو شخص درېځ لوړوي. د شخصي شرکتونو شننې هم مومي، چې بنسټونه په ښه ډول د پالل شوي شرکت شريکانو يا پانګه اچوونکو لرلو له مخې درېځ تر لاسه کولی شي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دا چې درېځ تل په نورو پوړې تړلی دی، دا معنا چې يو شخص کولی شي، په خپل ټول ژوند يا ان يوې ورځ کې زياتو هغو حالتونو ته ننوتلی شي، چې دوی په کې د چاپيريال وګړو له مخې لوړ، برابر يا ټيټ درېځ تر لاسه کوي. د بېلګې په ډول: يو ډاکتر له ناروغ سره د تعامل کولو پر مهال لوړ درېځ غوره کوي، له ملګرو ډاکترانو سره په ناسته کې برابر درېځ او کله چې د خپل روغتون له مشر سره مخامخ کېږي، ټيټ يا ښکته درېځ غوره کوي. يو شخص «په يو کوچني ډنډ کې لوی کب اوسېدلی شي»؛ داسې چې دوی په خپل سازمان کې د بل هر چا په پرتله لوړ درېځ لري، مګر په خپله ټوله څانګه کې د مسلکيانو اړوند ټيټ يا برابر درېځ لري. [۱۵]

د درېځ په اړه ځيني ........... د دې د پرتلنې وړ ثابت او بهاندو اړخونو باندې ټينګار کوي. نسبت ورکړای شوي درېځونه په زېږېدنه کې د يو شخص لپاره ثابت دي، په داسې حال کې چې کسبي يا ترلاسه شوی درېځ د هغو ټولنيزو بدلونونو له مخې مشخص کېږي، چې يو شخص يې د خپل ژوند پرمهال د وړتيا او يا ټينګار د تمرين د پايلې په توګه ترلاسه کوي. د نسبت ورکړای شوي [ورپورې تړلي] درېځ بېلګې ارثي ډلې، توکم او د نورو له منځه ښکلا دي. په همدې حال کې کسبي درېځونه د يو شخص د زده کړې باورليکونو يا مسلک سره يو شان دي: دا شيان له يو شخص څخه د هڅې کولو غوښتنه کوي او زياتره وختونه کلونه روزنه زغمي. د ماسټر درېځ اصطلاح، په يوې ټاکل شوې برخه (لکه: د ذهني ناروغۍ لرل) کې د يو شخص د مقام يا حيثيت د مشخص کولو لپاره د تر ټولو مهم درېځ د روښانه کولو په موخه کارول کېږي. [۱۶][۱۷][۱۸]

که څه هم د واکمن يا ماهر ښوونکي درېځ مفهوم جنجالي دی. د درېځ د ځانګړتياوو نظريه بحث کوي، چې د يوې کاري ډلې غړي به هر هغه چا ته غوږ ونيسي، چې پر باور يې له دوی سره د ستونزې په حل کې غوره مرسته وکړي. په ټولنه کې د يو شخص باندينی درېځ (لکه توکم يا جنس) په کوچنيو ډلو کې اغېز مشخص کوي، مګر په يو کار کې (لکه د موټر خرابېدلو پر مهال د ميخانيکي وړتيا) د شخص پېژندل شوې وړتيا هم ورته عمل کوي. دا دلالت کوي چې څرګنده يا پېژندل شوې وړتيا به د بانديني درېځ اغېز لږ کړي. د يوه ټاکلي بانديني درېځ ځانګړتيا راایستل يو واکمن درېځ نه دی. د څېړنې خپرونه مومي چې: د واکمنو درېځونو اوسېدلو لپاره ځينې ځانګړتياوې، لکه: ذهني ناروغي  چې په حقيقت کې د پېژندل شوې ښکارندې په واسطه کمرنګه شوې ده. له دې اخوا درېځ يوازې هغه مهال د ډلې د غړو مثبتيت اغېزمنوي، چې ځانګړتياوې د ډلې غړي سره بېلوي (لکه: ايا ډلې ګډ توکم يا ګډ جنس څخه دي). جنډر يا جنس ته په پام سره ازمېښتي ازموينو په پرله پسې ډول موندلې ده، چې ښځې يوازې د نارينه د شتون پر مهال په لوړ ډول د درنښت وړ دي. که څه هم د ناوړه ډلو د درېځ ناوړتوب د ارزښتناکو ځانګړتياوو په واسطه په بشپړ ډول نه دی منفي شوی، د دوی ټولنيز درېځ د هېڅ ډلې پر غړيتوب باندې زياته تکيه نه کوي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينېسمول

  1. Sauder, Michael; Lynn, Freda; Podolny, Joel (2012). "Status: Insights from Organizational Sociology". Annual Review of Sociology 38: 267–283. doi:10.1146/annurev-soc-071811-145503. https://semanticscholar.org/paper/179d1112570d10ba3be476b0e00bb9e19d67aaa9. 
  2. Anderson, Cameron; Hildreth, John; Howland, Laura (2015). "Is the Desire for Status a Fundamental Human Motive? A Review of the Empirical Literature". Psychological Bulletin 141 (3): 574–601. doi:10.1037/a0038781. PMID 25774679. https://semanticscholar.org/paper/48cd8f785a2ea53b3e537dbc7268cbfbe62b6042. 
  3. Sedikides, C.; Guinote, A. (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". ""How Status Shapes Social Cognition: Introduction to the Special Issue,"The Status of Status: Vistas from Social Cognition"]. Social Cognition 36 (1): 1–3. doi:10.1521/soco.2018.36.1.1. 
  4. Ridgeway, Cecilia L.; Correll, Shelley (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Consensus and the Creation of Status Beliefs."]. Social Forces 85: 431–453. doi:10.1353/sof.2006.0139. 
  5. Weber, Max. 1946. "Class, Status, Party." pp. 180–95 in From Max Weber: Essays in Sociology, H. H. Gerth and C. Wright Mills (eds.). New York: Oxford University.
  6. Ridgeway, Cecilia (2014). "Why status matters for inequality". American Sociological Review 79: 1–16. doi:10.1177/0003122413515997. http://inequality.stanford.edu/sites/default/files/Cecilia%20L.%20Ridgeway%20-Why%20Status%20Matters%20for%20Inequality.pdf. 
  7. Pescosolido, Bernice; Martin, Jack (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Stigma Complex"]. Annual Review of Sociology 41: 87–116. doi:10.1146/annurev-soc-071312-145702. PMID 26855471. 
  8. Stanley Wasserman; Katherine Faust; Stanley (University of Illinois Wasserman, Urbana-Champaign) (25 November 1994). Social Network Analysis: Methods and Applications. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 348. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-38707-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mazur, Allan (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Biosocial Model of Status in Face-To-Face Groups"]. Evolutionary Perspectives on Social Psychology. Evolutionary Psychology: 303–315. doi:10.1007/978-3-319-12697-5_24. ISBN 978-3-319-12696-8. 
  10. Veblen, Thornstein (1899). The Theory of the Leisure Class: An Economic Study of Institutions. MacMillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Mazur, Allan (2015), "A Biosocial Model of Status in Face-To-Face Groups", Evolutionary Perspectives on Social Psychology, (په انګلیسي ژبه کي), Springer International Publishing, د کتاب پاڼي 303–315, doi:10.1007/978-3-319-12697-5_24, د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319126968 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Tiedens, Larissa Z. (2001). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Anger and advancement versus sadness and subjugation: The effect of negative emotion expressions on social status conferral."]. Journal of Personality and Social Psychology 80 (1): 86–94. doi:10.1037/0022-3514.80.1.86. ISSN 0022-3514. PMID 11195894. 
  13. Lynn, Freda; Simpson, Brent; Walker, Mark; Peterson, Colin (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Why is the Pack Persuasive? The Effect of Choice Status on Perceptions of Quality"]. Sociological Science 3: 239–263. doi:10.15195/v3.a12. 
  14. Faris, Robert (2012-06-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Aggression, Exclusivity, and Status Attainment in Interpersonal Networks"] (in en). Social Forces 90 (4): 1207–1235. doi:10.1093/sf/sos074. ISSN 0037-7732. 
  15. Frank, Robert H. (1985). Choosing the right pond : human behavior and the quest for status. New York: Oxford University Press. OCLC 11089364. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-503520-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Linton, Ralph (1936). The Study of Man. Appleton Century Crofts. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Robert Brym; John Lie (11 June 2009). Sociology: Your Compass for a New World, Brief Edition: Enhanced Edition. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 88. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-59893-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ferris, Kelly, and Jill Stein. "The Self and Interaction." Chapter 4 of The Real World: An Introduction to Sociology. W. W. Norton & Company Inc, Dec. 2011. Accessed 20 September 2014.
  19. Berger, Joseph; Norman, Robert Z.; Balkwell, James W.; Smith, Roy F. (1992). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Status Inconsistency in Task Situations: A Test of Four Status Processing Principles"]. American Sociological Review 57 (6): 843–855. doi:10.2307/2096127. ISSN 0003-1224. 
  20. Lucas, Jeffrey; Phelan, Jo (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Stigma and Status: The Interrelation of Two Theoretical Perspectives"]. Social Psychology Quarterly 75 (4): 310–333. doi:10.1177/0190272512459968. PMID 25473142. 
  21. Johnson, Cathryn (1994). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Gender, Legitimate Authority, and Leader-Subordinate Conversations"]. American Sociological Review 59 (1): 122–135. doi:10.2307/2096136. 
  22. Johnson, Cathryn; Clay-Warner, Jody; Funk, Stephanie (1996). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Effects of Authority Structures and Gender on Interaction in Same-Sex Task Groups"]. Social Psychology Quarterly 59 (3): 221–236. doi:10.2307/2787020. 
  23. Johnson, Cathryn (1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Gender and Formal Authority"]. Social Psychology Quarterly 56 (3): 193–210. doi:10.2307/2786778.