ټولنيزه نابرابري


ټولنيزه نابرابري هغه وخت پېښېږي، چې په يوه ټولنه کې سرچينې په نمونه يي ډول د معيارونو ځانګړي کولو له لارې په نابرابر ډول وېشل کېږي، چې په ټولنيز ډول د اشخاصو د پېژندل شويو ډولونو په اوږدو کې مشخصو نمونو ته وده ورکوي. دا په ټولنه کې د ټولنيزو توکو د لاسرسي د لومړيتوب توپير دی، چې د ځواک، مذهب، خپلوۍ، نوم يا اعتبار، نژاد، توکم، جنډر، عمر، جنسيتي تمايل او پوړ يا ټولګي له مخې منځته راغلی دی. ټولنيزه نابرابري په عمومي ډول د وتنۍ د برابرۍ د نه شتون معنا لري، مګر ښايي موکې يا فرصت ته د لاسرسي د برابرۍ د نه شتون په اصطلاحاتو کې هم په نوبتي ډول د يو بل پر ځای نظر کې ونيول شي. ټولنيز حقونه د کار بازار، د دننۍ سرچينه، روغتيا پالنه او د بيان، زده کړو، سياسي استازولۍ او ګډون ازادۍ دي. [۱][۲]

ټولنيزه نابرابري په اقتصادي نابرابرۍ پورې تړلې ده، چې په عمومي ډول د شتمنۍ يا وتنۍ د نابرابر وېش پر بنسټ روښانه شوې ده او د ټولنيزې نابرابرۍ پرله پسې څېړل شوی ډول دی. که څه هم د اقتصاد او ټولنپوهنې لارې چارې د اقتصادي نابرابرۍ د تشرېح کولو او ازمايلو په موخه په عمومي ډول له بېلابېلو نظرياتي لارو څخه کار اخلي، دواړه برخې د دې نابرابرۍ څېړنه کې په فعال ډول ښکېلې دي. که څه هم د سوچه اقتصادي سرچينو په پرتله ټولنيزې او طبيعي سرچينې هم په زياتره ټولنو کې په نابرابر ډول وېشل شوي دي او ښايي ټولنيز دريځ سره مرسته وکړي. د ځانګړي کولو اصول هم د حقوقو او امتيازاتو، ټولنيز ځواک، عمومي يا دولتي توکو لکه زده کړو يا قضايي نظام ته د لاسرسی، د مناسب کور لرلو، لېږد رالېږد، کرېدت يا اعتبار او مالي خدمتونه لکه بانکولۍ او نورو ټولنيزو توکو او خدمتونو وېش اغېزمنولی شي.

په نړيواله کچه زياتره ټولنې د وړ اشخاصو پر لاس د چارو د اداره کولو يا مېرېتوکراس اوسېدلو ادعا کوي؛ په دې معنا چې د دوی ټولنې په ځانګړي ډول د وړتيا پر بنسټ سرچينې وېشي. د ميرېتوکراسۍ “meritocracy” اصطلاح په ۱۹۵۸ز کال کې د “Michael Young” له لورې د «د غوريزواکۍ راپورته کېدنه: The Rise of the Meritocracy» تر سرليک لاندې ديستروفي مقاله کې وکارول شوه، چې موخه يې د هغو ټولنيزو نيمګړتياوو په ګوته کول وو، چې د نوموړي د تمې له مخې په هغو ټولنو کې راپورته کېږي، چې روښانفکران په کې باور لري چې دوی د وړتيا پر بنسټ په بشپړ ډول بريالي دي؛ نو له منفي مفهوم څخه پرته انګليسي ژبه کې د دې اصطلاح خپلول پيغور بخښونکي دي. يانګ “Young” اندېښمن و چې د زده کړو د درې اړخيز نظام “Tripartite System” چې د نوموړي د مقاله ليکنې پر مهال انګليستان کې پلی کېده، وړتيا يا لياقت داسې بولي: «ځېرکتيا او هڅه چې د دې درلودونکي په کم عمر کې مشخص شوي او د مناسبو پياوړو زده کړو لپاره غوره شوي وي» او دا چې «د ځانګړتياوو له مشخص کولو، ازموينه کې د نمرو اخېستلو او تحصيلي وړتياوو سره د نوموړي اندېښنه چې دا يې ملاتړ کوي، د کارګر پوړ د زده کړې په لګښت به يوه لوست منځنی پوړ ممتازه پرګنه جوړه کړي، چې په اړين ډول د عدالت او په پای کې د اوښتون پايله لري. [۳][۴]

که څه هم وړتيا په زياتو ټولنو کې تر يوې کچې اهميت لري، مګر څېړنه ښيي چې ټولنو کې د سرچينو وېش زياتره وخت تر هغې کچې د اشخاصو د ټولنيزو ډلبنديو د مراتبو سلسله څاري، چې دې ټولو ته د ميريتروکراتيک ويلو د باوري کولو لپاره خورا مهم دي، ځکه چې ان استثنايي هوښيارتيا، وړتيا او د وړتيا نورې بڼې ښايي د هغو ټولنيزو زيانونو لپاره زیان رسونکي نه وي، چې خلک ورسره مخامخ کېږي. په زياتو حالتونو کې ټولنيزه نابرابري په نژادي او توکميزې نابرابرۍ، د جنډر له مخې نابرابرۍ او د ټولنيز دريځ له نورو بڼو سره تړلې ده او دا بڼې په فساد پورې تړاو درلودلی شي. په بېلابېلو هېوادونو کې د ټولنيزې نابرابرۍ د پرتلنې لپاره د اندازه کولو عمومي واحد د ګيني “Gini” ضريب دی، چې په يو هېواد کې له صفر (په عادلانه ډول وېشل شوې شتمنۍ او وتنۍ) څخه تر ۱ (يو شخص ټوله شتمني او وتنۍ لري) پورې د شتمنۍ تمرکز اندازه کوي. دوه هېوادونه ښايي کټ مټ ګیني ضريب ولري، مګر د نکل په توګه به بېل اقتصاد (وتنۍ) او يا د ژوند کيفيت لري؛ نو ګيني ضريب  ته بايد د ګټورو پرتله کولو په موخه له حالتونو سره سم سمون ورکړل شي. [۵][۶]

ټولنيزه سمول

ټولنيزه نابرابري نږدې هره ټولنه کې موندل کېږي. دا نابرابري له يو لړ جوړښتي عواملو لکه جغرافيوي موقعيت يا د تابعيت دريځ څخه بڼه غوره کوي او زياتره وختونه يې د کلتوری خبرو اترو او پېژندنو په واسطه (لکه: ايا بې وسه يا غريب مستحق دي او که نه) ملاتړ کېږي. په ساده ټولنو کې هغوی چې لږې ټولنيزې ونډې او دريځونه يې د غړو له لورې نيول شوي وي، ټولنيزه نابرابره په کې ښايي خورا ټيټه وي. په قبيلوي ټولنو کې د بېلګې په ډول يو قومي مشر ښايي ځيني امتيازونه ولري، ځيني وسايل وکاروي يا د دندې يا دفتر هغه لباس واغوندي، چې نور ورته لاسرسی نه لري، مګر د دې قومي مشر ورځنی ژوند د قوم د بل هر غړي له ژوند سره خورا ورته دی. انسان پېژندونکي دا ډول لوړ برابري غوښتونکي کلتورونه د «خپلوۍ ته مايل» په توګه مشخص کوي، چې د شتمنۍ يا دريځ په پرتله ټولنيزې همغږې ته ارزښت ورکونکي ښکاري. دا کلتورونه په مادي ډول د متمايلو کلتورونو سره توپير لري، چې دريځ او شتمني په کې ستايل کېږي او سيالي او نښته په کې عامه ده. خپلوۍ ته متمايل کلتورونه ښايي له پرمختګ څخه د ټولنيز سلسله مراتبو د مخنيوي لپاره کار وکړي او دا ځکه چې دوی باور لري، چې دا به ښايي د نښتې او بې ثباتۍ لامل شي. په ننۍ نړۍ کې زموږ ډېری نفوس د ساده ټولنو په پرتله په يو څه پېچلو ټولنو ژوند کوي. دا چې ټولنيزه پېچلتيا ورځ تر بلې زياتېږي، ټولنيزه برابري هم د ټولنې د خورا بې وسه او خورا شتمنو غړو تر منځ له پراخېدونکي درز سره يو ځای د زياتېدلو هڅه کوي. د ټولنيزو ټولګيو او مليتونو ځانګړي ډولونه ځانونه په سخته سيمه کې مومي، چې پر مټ يې دوی په يو ټولنيز نظام کې برابرېږي او د همدې له امله ټولنيزه نابرابري ازمايي (تجربه کوي). [۷][۸][۹]

ټولنيزه نابرابري په برابرۍ غوښتونکو ټولنو، ډلبندي شويو ټولنو او ډلبندي شويو ټولنو او د ايدګار واتسن په پيرسي مکتب “Perse School” باندې وېشل کېدلی شي. د برابرۍ غوښتونکې ټولنې هغه دي، چې د برابرو موکو او حقونو او په پای کې د نه توپيري چلند له لارې د ټولنيزې برابرۍ ګټندويي کوي. د ځانګړو مهارتونو درلودونکي وګړي د پاتې وګړو په پرتله غوره نه ګڼل کېدل. مشران د واک پر ځای يوازې نفوذ لري. هغه اصول او باورونه چې برابري غوښتونکې ټولنې يې په پام کې نيسي، په برابر ډول او برابر ګډون لپاره دي. په ساده ډول پوړونه يا ټولګي نه لري. درجه ورکړل شوې ټولنه زياتره وخت هغه کرنيزې ټولنې دي، چې د سلسله مراتبو له مخې د هغه مشر له لورې ډله يا ګروپ شوي دي، چې په ټولنه کې د دريځ درلودونکی ګڼل کېږي.  په دې ټولنه کې خلک واک او سرچينو ته د لاسرسي پر ځای دريځ او نوم يا حيثيت ته په پام سره ډله شوي دي. مشر په کې تر ټولو اغېزناک شخص دی، چې خپل خپلوان او کورنۍ يې پيروي کوي او هغوی چې لرې اړيکه ورسره لري، ټيټه رتبه ورکول کېږي. ډلبندي شوې ټولنې هغه دي، چې په ولاړ ډول په پورتنۍ ډله، منځنۍ ډله او ښکتنۍ ډله وېشل شوې دي. ياده ډلبندي شتمنۍ، ځوړاک او نوم يا حيثيت ته په پام سره شوې ده. پورتنۍ طبقه يا ډله زياتره وخت د ټولنې مشران او تر نورو زيات نفوذ لرونکې وي. دې ډول ټولنه کې د يو شخص لپاره له يو پوړ يا رتبې څخه بل ته تګ شونی دی. ټولنيز دريځ هم په کې له يو نسل څخه بل يا راتلونکي نسل ته د ميراث وړ دی. [۱۰][۱۱]

سرچينې سمول

  1. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415252256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Wade, Robert H. (2014). "The Piketty phenomenon and the future of inequality" (PDF). Real World Economics Review (69–7): 2–17. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 28 June 2001 باندې). Down with meritocracy.
  4. Todd, D. D. (1 December 1984). "The Fontana Dictionary of Modern ThoughtBullockAllan and StallybrassOliver, editors London: Fontana/Collins, 1978. Pp. xix, 684. $12.95 C.F". Dialogue: Canadian Philosophical Review. 23 (4): 738–740. doi:10.1017/S0012217300046461. ISSN 1759-0949. S2CID 170868907. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 27 January 2014 باندې). Wealth gap: A guide to what it is, why it matters. AP News.
  6. "Reports | Human Development Reports". hpr.undp.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Walker, Dr. Charles. "New Dimensions of Social Inequality". www.ceelbas.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Deji, Olanike F. (2011). Gender and Rural Development. London: LIT Verlag Münster. د کتاب پاڼې 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3643901033. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Collins, Patricia (2016). Intersectionality. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Osberg, L. (2015). Economic inequality in the United States. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wade, Robert H. (2014). "The Piketty phenomenon and the future of inequality" (PDF). Real World Economics Review (69–7): 2–17. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)