ټولنيزه انسان پېژندنه

ټولنيزه انسان پېژندنه يا Social Anthropology په انساني ټولنو او کلتورونو کې د کړو وړو فردي ځانګړتياوې څخه بحث کوي. دا پوهه په ټول انګليسان او عامه شتمنۍ او د اروپا ډېره برخه کې د انسان پېژندنې ستره جوړونکې برخه ده، چې په يادو سيمو کې له کلتوري انسان پېژندنې څخه يوه بېله څانګه ده. ټولنيزه انسان پېژندنه په متحده ايالتونو کې په کلتوري انسان پېژندنه يا ټولنيز-کلتوري انسان پېژندنه کې په عام ډول ډلبندي شوې ده. [۱][۲]

ټولنيزه انسان پېژندنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخه د

له کلتوري انسان پېژندنې سره پرتله

سمول

د کلتوري انسان پېژندنې اصطلاح په عمومي ډول د توکم پالنې فعاليتونو باندې پلې کېږي، چې په معنا کې جامع دي، هغو لارو چارو ته متمايل دي چې کلتور په کې فردي تجربې اغېزمنوي يا د پوهې، دودونو او د يو قوم د بنسټونو د يو روڼ نظر چمتو کول په نښه کوي. ټولنيزه انسان پېژندنه د توکم پالنې پر هغو فعاليتونو باندې پلې کېدونکې اصطلاح ده، چې د ټولنيزو اړيکو د يو ځانګړي نظام څنډې يا ګوښې ته کولو هڅه کوي. لکه: هغه نظامونه چې کورنی ژوند، اقتصاد، قانون، سياست يا دين رانغاړي، د ټولنيز ژوند جوړښتي بنسټونو ته د شننې لومړيتوب ورکوي او کلتوري ښکارندو ته د ټولنيزې علمي پلټنې د اصلي مسئلو اړوند دويمې يا ثانوې کچه ورکوي. [۳]

د ټولنيز انسان پېژندونکو لپاره د پام وړ موضوعګانې دودونه، اقتصاد او سياسي تنظيم يا اداره، قانون او په کې د ټکر حل لارې، د مصرف او تبادلې نمونې، خپلوي او کورنی جوړښت، جنسيتي اړيکې، زېږون او ټولنيز کول او دين دي، په داسې حال کې چې د ټولنيزې انسان پېژندنې اوسني پوهان له نړيوال پلوۍ، توکميز تاوتريخوالي، جنسيتي څېړنو، څو مليتي اصالت او سيمه ايزې تجربې او د سايبري فضا کلتورونو راڅرګندېدل سره سروکار لري او له اقتصادي پرمختګونو سره د چاپيريالي اندېښنو د ټکر پر مهال د مخالفانو په يو ځای کولو کې هم مرسته کولی شي. د Gillian Tett او Karen Ho په ګډون برتانوي او امريکايي انسان پېژندونکو، چې Wall Street [پېښه] يې وڅېړله؛ له ۲۰۰۷-۲۰۱۰ مالي کړکېچ لپاره په اقتصادي او سياسي نظريه کې د نغښتې تخنيکې تشرېحاتو يوه ځايناستې تشرېح چمتو کړه. [۴][۵][۶]

د انګليستان، فرانسې او امريکا د ټولنيزې کلتوري انسان پېژندنو تر منځ توپيرونه په زياتېدونکو خبرو اترو او د دواړو نظريې او تګلارو په رانيولو سره لږ شوي دي. ټولنيز او کلتوري انسان پوهان او ځيني هغه پوهان چې دا دواړه سره يو ځای کوي، د انسان پېژندنې په زياتره بنسټونو کې موندل کېږي. په دې ډول د بنسټيزو واحدونو رسمي نومونه نور د روزنو يا سمونونو د دې پوښښ محتوا په بشپړ او اړين ډول نه راغبرګوي. لکه د ټولنيزې او کلتوري انسان پېژندنې بنسټ Institute of Social and Cultural Anthropolgy (اکسفورډ)، په جوړښت کې د بدلون منعکس کولو په موخه خپل نوم بدل کړ. ځيني نور لکه د Kent پوهنتون کې ټولنيزه انسان پېژندنه؛ په ساده ډول انسان پېژندنه شوه. زياتره يې هغه نوم ساتي، چې پر بنسټ يې رامنځته شوي دي. [۷][۸]

د متمرکز ساحوي څېړنو (د ګډونوال د کتنې مېتودونو باندې ټينګار کولو سره) په ګډون په ټولنيزه انسان پېژندنه کې اوږدمهاله کيفيتي څېړنه په دوديز ډول د اند ټولونو، پوښتنليکونو او لنډو ساحوي کتنو د کميتې څېړنې په پرتله هڅول شوې ده، چې کميتي څېړنه په نمونه يې ډول د اقتصادپوهانو، سياستپوهانو او زياتره ټولنپوهانو له لوري کارول کېږي. [۹]

تمرکز او پرله پسې عمل کول

سمول

ټولنيزه انسان پېژندنه د خپلې پراخه لړۍ، په ټوله نړۍ کې د ټولنو او کلتورونو پرتليز توپير ته د پاملرنې او د اروپايي الاصل امريکايانو د انګېرنو د بيا ازمايلو په موخه يو سمون يا روزنې ته د دې پوهې له لوري د ورکول کېدونکې وړتيا له مخې له ځينو مضامينو لکه اقتصاد او سياسي پوهې څخه بېله شوې ده. ياده پوهه له ټولنپوهنې څخه د خپلو اصلي لارو چارو (د ګډونوال د اوږد مهاله کتنې او د ژبپوهنې وړتيا پر بنسټ) او د مايکرو څېړنو له لارې د چمتو شوي مناسبتوب او روښنايۍ په اړه د ژمنتيا له مخې بېله شوې ده. ټولنيزه انسان پېژندنه کلتور، هنر، شخصيت او ادراک ته د رسېدلو لپاره د سختو ټولنيزو ښکارندو تر شا پراختيا کوي. د ټولنيزې انسان پېژندنې زيات پوهان کميتي مېتودونه هم کاروي، په ځانګړي ډول هغوی چې څېړنه يې له سيمه ايز اقتصاد، احصايې، انساني ايکولوژي، د پوهې ځواک يا روغتيا او ناروغتيا ته ورته موضوعګانو سره اړيکه لري. [۱۰][۱۱]

کاري ځانګړتياوې

سمول

په ټولنيزه انسان پېژندنه کې کاري ځانګړتياوې ځکه بدلېږي، چې د څېړنې شيانو بڼه بدله کړې او نوې معنوي نمونې رامنځته کېږي. موسيقي پېژندنه او طبي انسان پېژندنه د اوسنيو په ښه ډول راپېژندلو شويو ځانګړتياوو بېلګې دي.

يو څه وروستی او د اوسمهال ادراکي پرمختګ له ډلې د غېر عادي ټيکنالوژيو ټولنيز او توکميزې پوهېدنې، د کورنۍ راپورته شوې بڼې او د خپلوۍ په اړه نمونه شوي نوي ټولنيزتوبونه، د دولتي ټولنپالنې د برم داوم لرونکې غورځېدنه، د بيا راپورته کېدونکي مذهبي تعصب سياست او د Audit کلتورونو او ځواب وينې وړتيا شننې يادولی شو.

ياد مضمون ته له ځينو نورو پوهو څخه ژوند ورکول شوی او لکه د فلسفې (اخلاق، ښکارندپوهنه، منطق)، د پوهې تاريخچې، رواني شننې او ژبپوهنې له لارو چارو سره يې مرسته کړې ده.

مضمون اخلاقي

سمول

ياد مضمون اخلاقي او انعکاسي دواړه اړخونه لري. په دې برخه کې کار کوونکو د هغه حس يو پوهاوی رامنځته کړی دی، چې پوهان په کې د خپلې څېړنې شيان او هغه لارې چارې جوړوي، چې کېدای شی انسان پېژندونکي په خپله په کې د دوی له لوري څېړل کېدونکو ټولنو کې د بدلون پړاوونو سره مرسته وکړي. د دې يوه بېلګه د Hawthorne [اصل کې يو ډول غرنۍ ونه ده، چې ابي خوشبويه ګلان نيسي] اغېزه ده، چې په واسطه يې څېړل کېدونکي شيان کېدای شي هغه پوهې ته په ځواب ويلو کې خپل کړه وړه بدل کړي، چې کتل کېږي او څېړل کېږي.

سرچینې

سمول
  1. Dianteill, Erwan, "Cultural Anthropology or Social Anthropology? A Transatlantic Argument", L’Année sociologique 1/2012 (Vol. 62), p. 93-122 Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine..
  2. "Benchmark Statement Anthropology (UK)" (PDF). QAA (UK). Archived (PDF) from the original on 2013-09-21. نه اخيستل شوی 2012-01-09.
  3. "Anthropology for beginners: Social and cultural anthropology". نه اخيستل شوی 18 March 2014. Academic blog post explaining the similarities/differences between social and cultural anthropology.
  4. "The Department of Anthropology at Harvard University". Fas.harvard.edu. Archived from the original on 2011-04-08. نه اخيستل شوی 2011-03-27.
  5. Hendry, Joy.1999. An Introduction to Social Anthropology: Other People's Worlds. London: Macmillan Press Ltd
  6. Ho, Karen (2009): "Disciplining Investment Bankers, Disciplining the Economy: Wall Street’s Institutional Culture of Crisis and the Downsizing of American Corporations." American Anthropologist, Vol. 111, No. 2.
  7. "School of Anthropology and Conservation". Archived from the original on 2012-02-14.
  8. "Institute of Social and Cultural Anthropology". Archived from the original on 2012-02-24.
  9. Bernard, R. 2006. Research Methods in Anthropology. Lanham: Alta Mira Press
  10. "Nanjunda, D.C.(2010) Contemporary Studies in Anthropology: a reading. Mittal Publications: New Delhi, India. p.8">
  11. Ingold, T. (1985) Who Studies Humanity? The Scope of Anthropology. Anthropology Today, 1:6:15-16