ټلګرافي له لرې څخه پیغام لېږلو ته وايي چې لېږونکی په کې له هغو کوډونو څخه کار اخلي چې اخیستونکی په هغو پوهېږي د دې پر ځای چې پیغام لرونکې فزیکې تبادله ترسره کړي. له دې امله د بیرغ په واسطه پیغام لېږل هم د ټلګرافي په ډول کې راځي په داسې حال کې چې د کفترې په واسطه پیغام لېږل په هغو کې نه راځي. ورته مهال د سیګنال لېږولو پخواني سیسټمونه، لکه د چین ډېر پیچلي، خو عام و؛ چې ځینې مهال یې نه شو کولای متني پیغامونه په سمه توګه ولېږدوي. له دې امله چې احتمالي پیغامونه تر ډېره ثابت او له وړاندې ټاکل شوي و، نو دغه ډول سیسټمونه د تلګراف په واقعي ډولونو کې نه راتلل.

لومړنی واقعي ټلګراف چې په پراخه کچه ترې ګټنه وشوه د کلود کپه نوري ټلګراف و چې د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې یې اختراع کړ. له دغه سیسټم څخه په پراخه کچه په فرانسه او د ناپلیون د واکمنۍ پر مهال د فرانسې تر اشغال لاندې اروپايي هېوادونو کې کار واخیستل شو. په ۱۹ مه پېړۍ کې برېښنايي ټلګراف د نوري ټلګراف ځای ونیو. د لومړي ځل لپاره د کوک او ویټسټون له ټلګراف څخه په بریتانیا کې ګټنه شوه چې په پیل کې د اوسپنې د پټلۍ لپاره د مرسته کوونکي سېګنال ورکوونکي په توګه کارول کېده. دغه سیسټم په چټکۍ سره په متحده ایالاتو کې د ساموئل مورس له خوا د یو توپیر لرونکي سیسټم په مرسته پراختیا ومونده. په فرانسې کې د برېښنايي ټلګراف پراختیا د نوري ټلګراف له امله کراره وه، خو د کپه له نوري ټلګراف سره د برابر کوډ لرونکي برېښنايي ټلګراف څخه کار واخیستل شو. د مورس سیسټم ته په ۱۸۴۸ زکال کې په جرمني کې د مورس له اصلاح شوو کوډونو څخه په ګټنې پراختیا ورکړل شوه او په ۱۸۶۵ زکال کې د نړیوال معیار په توګه ومنل شو.  [۱]

هلیوګراف هم د ټلګراف سیسټم و چې د لمر د انعکاس کېدونې رڼا څخه یې د سګنال ورکولو په موخه ګټنه کوله. له دغه سیسټم څخه تر ډېره په هغو ځایونو کې ګټنه کېدله چې هلته برېښنايي ټلګراف شتون نه درلود خو له مشابه کوډونو څخه یې ګټنه کوله. تر ټولو لګښتمنه د هلیوګراف شبکه د اپاچي جګړو پر مهال په اریزونا او نیو مکسیکو کې رامنځته شوه. هلیوګراف د دویمې نړیوالې جګړې تر وروستیو پورې د معیاري پوځي تجهیزاتو په کتار کې راتله. بې سیمه پرمختللی تلګراف بیا د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د سمندري چلن لپاره مهم شو چې د برېښنايي تلګراف په سیال واوښت او د نړیوالو اړیکو په موخه یې د سمندر لاندې ټلګرافي لینونو څخه ګټنه کوله.

هغه مهال چې د ټلګراف بیه په کافي اندازه راولوېده، ټلګرام د پیغام لېږلو پر تر ټولو مشهورې وسیلې واوښت. بیروبار یې تر دې کچې زیات و چې د ټلي پرینټر او پنچ پیتې د اتوماتیک سیسټم پراختیا یې تحریک کړه. دغه سیسټمونه د ټلګراف د نوو کوډونو لامل وګرځېدل چې پیل یې له بودوت کوډ څخه وشو. له دې سره تلګرام د لګښت په برخه کې له پستي لیک سره سیالي نه شوی کولای او تلیفون هم د هغو د چټکتیا ځانګړنه له منځه یووړه او له ۱۹۲۰ زکال وروسته ټلګراف د زوال پر لور شو. د ټلګراف د پاتې شوو محدودو پروګرامونو ځای د شلمې پېړۍ تر پایه پورې په اینټرنټ کې د هغو د ځای نیونکو سیسټمونو له خوا ونیول شو.

لومړنۍ سیګنالي تبادلې

سمول

د سیګنال ورکولو له لارې د پیغام لېږل یوه لرغونې چاره ده. د هغو له لرغونو نمونو څخه یوه هم د چین د لوی دیوال د سګنالونو برچونه دي. له میلاد څخه ۴۰۰ کاله وړاندې سیګنالونه د اور لګولو او همدارنګه د ډول وهلو په مرسته لېږل کېدل. له میلاد څخه په وړاندنی ۲۰۰ کال کې د بیرغ کارونې پیچلې سګنالي تبادلې د هان لړۍ (له میلاد څخه وړاندې ۲۰۰ کاله څخه تر ۲۲۰ زکال پورې) د سګنال تبادله کوونکو له خوا د څراغ، بیرغ او یا له ډز څخه په کار اخیستو وده وکړه. د تانګ لړۍ (۶۱۸-۹۰۷ زکال) د واکمنۍ پر مهال په ۱۱۰۰ کیلومتره (۷۰۰ مایل) فاصله کې پیغام په ۲۴ ساعتونو کې رسېد. د مینګ لړۍ (۱۳۶۸-۱۶۴۴ زکال) بیا توپخانه هم په احتمالي سیګنالونو کې ور زیاته کړه. په داسې حال کې چې د سیګنالونو تبادله پېچلې وه (د بېلګې په توګه د مختلف رنګ لرونکي بیرغ څخه د دښمن د ځواک ښوولو په موخه ګټنه کېدله)، خو یوازې له وړاندې ټاکل شوي پیغامونه لېږل کېدلای شول. په چین کې د سیګنالونو د تبادلې سیسټم د چین له دیوال وړاندې پراختیا موندلې وه. له دیوال څخه لرې د سیګنال ورکولو برج د برید د لومړني خبر ورکولو په موخه کارول کېده؛ یو شمېر نور د سوداګریزو مسیرونو په ځانګړې توګه د ورېښمو د لارې څخه د ساتنې په موخه جوړ شوي و. [۲][۳]

له سیګنال ورکوونکي اور څخه تر ډېره پورې په اروپا او نورو ځایونو کې د پوځي اهدافو په موخه کار اخیستل کېده. د روم پوځ او د هغو دښمنانو په مکرر ډول له هغو ګټنه کوله چې تر اوسه پورې یې د ځینو مرکزونه شتون لري. د اروپايي/مدیترانه یي سیګنالي تبادلې د سیسټمونو او د هغو د ثبت شو احتمالي پیغامونو اړوند ډېر لږ جزیات شتون لري. یو له هغو معدودو مواردو چې جزیات یې شتون لري هغه سیسټم دی چې د ائنئاس تاکتیکوس له خوا اختراع شوی (له میلاد څخه په وړاندنۍ څلورمه پېړۍ کې). د تاکتیکوس په سیسټم کې د سیګنال ورکولو په دوه مرکزونو کې له اوبو ډک دوه ګلدانونو شتون درلود چې هم مهاله به خالي کېدل. د یو لوري د اوبو درېدل به په دې معنی و چې پیغام لېږل شوی یا رسېدلی. لېږل شوی سیګنال به بیا د رڼا په واسطه ښوول کېده چې څه مهال تخلیه پیل او څه مهال ودرول شي. [۴]

هیڅ یو له دغو سیسټمونو څخه په پورتني بحث کې د ټلګراف په واقعي معنی نه و چې وکولای شي په خوښې وړ فاصله کې پیغام ولېږدوي. د سیګنالونو د ریلي کولو مراکزو کولای شول په هره فاصله کې چې اړتیا وه پیغام ولېږي، خو ټول دغه سیسټمونه یوازې د هغو پیغامونو په محدوده کې چې کېدلای شو ولېږل شي تر یوه بریده محدود و. د بیرغ سمافور سیسټم د یو الفبايي کوډ په لرلو سره کولای شول هر پیغام واستوي خو دغه سیسټم د دوه نفرو ترمنځ د نږدې ارتباط لپاره طراحي شوی و. د ماشین د تنظیم تلګراف چې د بېړۍ د چلونکي له ځای څخه یې د ماشین خونې ته پیغام رساوه، خو دواړه شرایط یې نه شوای پوره کولای؛ په لنډه فاصله کې یې پیغام ووړ او یوازې د ډېرو ساده پیغامونو لپاره تنظیم شوی و.د سګنال د تبادلې په لرغونو سیسټمو کې یوازنی سیسټم چې دغه دوه شرایط یې پوره کولای شو؛ هغه سیسټم و چې د پولیبیوس د مربع له مخې د الفبا له کوډونو څخه یې ګټنه کوله. پولیبوس (له میلاد څخه په وړاندنۍ دویمه پېړۍ کې) د رڼا له دوه ټولګو څخه د انتقال په حالت کې د الفبا حروفو د مختصاتو د پېژندنې په موخه د ګټنې وړاندیز وکړ. له یادو شوو رڼاوو څخه هغو چې په پورته کې یې ځای درلود د شبکه یي مربع څرګندولو په موخه کار اخیستل کېده چې پیغام یې درلود. له دغه سیسټم څخه د ګټې اخیستنې هېڅ مشخص سوابق شتون نه لري خو په لرغونو متنونو کې څو موارد شتون لري چې یو شمېر باور لري په دغه سیسټم دلالت کوي. [۵]

د ډول وهنې ټلګراف

سمول

د نړۍ په ډېرو برخو کې له یوه کلي څخه بل کلي ته د پیغام رسولو په موخه د ډول وهلو سیسټم پراختیا ومونده. دغه سیسټم په ځانګړې توګه په افریقا کې ډېره وده لرله. په افریقا کې د دغه سیسټم د کشف پر مهال له دغه سیستم څخه په ګټنې د پیغام د لېږد چټکتیا د اروپايي نوري ټلګراف له چټکتیا زیاته وه. د افریقايي ډول وهلو سیسټم الفبايي نه و، بلکه د ډول ضرباتو د ژبې له ټون څخه پیروي کوله. دغې چارې پیغامونه پېچلي کول او د هغو سم تفسیر ته یې اړتیا رامنځته کوله. [۶]

سرچينې

سمول
  1. "History and technology of Morse Code".
  2. Christopher H. Sterling, "Great Wall of China", pp. 197–198 in, Christopher H. Sterling (ed), Military Communications: From Ancient Times to the 21st Century, ABC-CLIO, 2008 ISBN 1851097325.
  3. Morris Rossabi, From Yuan to Modern China and Mongolia, p. 203, Brill, 2014 ISBN 9004285296.
  4. David L. Woods, "Ancient signals", pp. 24–25 in, Christopher H. Sterling (ed), Military Communications: From Ancient Times to the 21st Century, ABC-CLIO, 2008 ISBN 1851097325.
  5. Gerard J. Holzmann; Björn Pehrson, The Early History of Data Networks, IEEE Computer Society Press, 1995 کينډۍ:Isbn.
  6. James Gleick, "Drums that talk", ch. 1 in, The Information: A History, a Theory, a Flood, Fourth Estate, 2011 کينډۍ:Isbn.