ټریټون (سپوږمۍ)

ټریټون د نېپتون سیارې تر ټولو لویه طبیعي سپوږمۍ او همدارنګه د نېپتون د سیارې لومړنۍ سپوږمۍ ده چې د ۱۸۴۶ زکال د اکتوبر په ۱۰مه د انګلیسي ستورپېژندونکي ویلیام لاسل له خوا کشف شوه. دا د لمریز سیسټم یوازنۍ لویه سپوږمۍ ده چې په چپه مدار او همدارنګه د خپلې سیارې د څرخېدو په مخالف جهت کې څرخي.د چپه مدار او همدارنګه پلوتون ته د ورته ترکیب لرلو له امله ټریټون ته د یوې کوچنۍ سیارې په سترګه کتل کېږي چې د کویپر کمربند څخه اخیستل شوې ده. [۱]

د ۲۷۱۰ کیلومتره (۱۶۸۰ مایله) قطر په لرلو د لمریز نظام اوومه لویه سپوږمۍ او د نېپتون یوازنۍ تر ټولو لویه سپوږمۍ ده چې د هغو د هایدروستاتیکي تعادل لپاره کافي ده، د خپلې سیارې په نسبت (د ځمکې له سپوږمۍ وروسته) دویمه لویه سپوږمۍ ده چې پلوتون سیاره ترې کوچنۍ راځي. ټریټون د لمریز نظام یو له هغو محدود شمېر سپوږمیو څخه ده چې د ځمک پوهنې له مخې فعاله ګڼل کېږي (نورې دغه ډول سپوږمۍ د مشتري سیارې آیو او اروپا او د زحل سیارې انسلادوس او تیتان سپوږمۍ دي). له همدې امله سطحه یې نسبتا ځوانه ده او څو دانې ژورغالي هم په کې شتون لري. د هغو یخ اتشفشاني پیچلی جوړښت او تکتونیکي برخې د دغې سپوږمۍ د پیچلې جیولوژیکي تاریخچې څرګندويي کوې. ټریټون د یخ وهلي نایټروجن یوه سطح، تر ډېره د یخ وهلو اوبو پوښ، یخي سیاروي پوست او د ډبرو او فلزاتو څخه جوړه پام وړ هسته لري. هسته یې د حجم دوه پر دریمه برخه جوړي. د کثافت منځنۍ کچه یې ۲.۰۶۱ ګرام/سانتي مترمکعب (2.061 g/cm3) ده چې ښيي له ۱۵ څخه تر ۳۵ سلنه د یخ وهلو اوبو ترکیب لري.

وویجر دوه په ۱۹۸۹ زکال کې ټریټون ته د خپل پرواز پر مهال د هغو سطحي تودوخه ۳۸ کلوین (-۲۳۵ سانتي ګراد درجې) وښووله؛ همدارنګه یې داسې فعاله چینې په کې کشف کړې چې د نایتروجن ګاز یې له ځانه استخراج کاوه چې له امله یې د سمندر په سطحه کې د ځمکې د اتومسفیر د (170,000) برخې په کچه نازک نایتروجني اتومسفیر رامنځته کاوه. وویجر ۲ یوازنی ستورمزلی دی چې له ټریټون څخه یې لیدنه کړې. [۲]

کشف او نوم اېښودنه سمول

ټریټون سپوږمۍ د نېپتون له کشف څخه یوازې ۱۷ ورځې وروسته د بریتانوي ستورپېژندونکي ویلیام لاسل له خوا د ۱۸۴۶ زکال د اکتوبر په ۱۰مه کشف شوه. هغه مهال چې جان هرشل د نېپتون د کشف خبر ترلاسه کړ هغه لاسل ته لیک ولیکه او ورته یې وړاندیز وکړ چې د هغو د احتمالي سپوږمیو لپاره لټون وکړي. اته ورځې وروسته لاسل ټریټون کشف کړه. لاسل همدارنګه د یوې مودې لپاره دا ادعا هم وکړه چې د هغو کړۍ یې کشف کړې دي. په داسې حال کې چې وروسته بیا تائید شوه چې نېپتون کړۍ لري، خو هغوی په دومره کچې پیکه او تیاره دي چې دا هیڅکله د منلو وړ نه ده چې هغه دې لیدلې وي. د بیرو (د وربشو د اوبو) سوداګر لاسل، ټریټون په خپل لاس باندې د جوړ فلزي آینه لرونکي انعکاسي تلسکوپ په مرسته چې ۶۱ سانتۍ (۲۴ انچه) اپارچر یا خوله یې لرله ولیدله (دغه تلسکوپ د «دوه پښو لرونکي» انعکاسي تلسکوپ په نوم پېژندل کېږي). یاد تلسکوپ په ۱۸۸۰مه لسیزه کې د ګرېنویچ سلطنتي رصد خانې ته ډالۍ ورکړل شو، خو بالاخره له کاري سیسټمونو وویستل شو. [۳]

د ټریټون نوم د یونان د سمندري خدای ټریټون (Τρίτων) له نامه اخیستل شوی چې د پوزیدون (رومي نېپتون ته اړوند یونانی خدای) زوی و. دغه نوم د لومړي ځل لپاره د کامیل فلاماریون له خوا په ۱۸۸۰ زکال کې د هغه په کتاب Astronomie Populaire کې وکارول شو او لسیزې وروسته په رسمي ډول ومنل شو. په ۱۹۴۹ زکال کې د نېپتون د دویمې سپوږمۍ نېریډ له کشف وړاندې ټریټون ته په معمول ډول د «نېپتون سپوږمۍ» ویل کېده. لاسل هم خپل دغه نوي کشف ته کوم نوی نوم وه نه ټاکه؛ هغه وروسته د هیپریون نوم چې جان هرشل دغې سپوږمۍ ته ټاکلی و د زحل سیارې په اتمې سپوږمۍ باندې د هغو له کشف وروسته کېښود.

مدار او څرخېدل سمول

ټریټون د لمریز نظام د ټولو نورو لویو سپوږمیو سره پر خلاف د خپلې سیارې په چاپېر د چپه څرخ له امله ځانګړې بلل کېږي (یعنې دا چې د خپلې سیارې د څرخ پر خلاف په چپه لور څرخېږي). د مشتري او زحل ډېری نامنظمې سپوږمۍ د اورانوس د بېرونیو سپوږمیو په څېر چپه څرخي مدارونه لري. ورته مهال ټولې دغه سپوږمۍ له خپلو لومړیو سپوږمیو څخه په ډېره لرې فاصله کې موقعیت لري او د هغو په پرتله کوچنۍ دي؛ د دغو تر ټولو لویه فوبه سپوږمۍ ده چې د ټریټون د قطر سره په پرتله د هغو ۸٪ قطر (او ۰.۰۳٪ حجم) لري.

فزیکي ځانګړنې سمول

ټریټون د لمریز نظام اوومه لویه سپوږمۍ او شپاړلسم لوی جسم دی چې د پلوتون او اریس له کوچنیو سیارو څخه لویه ده. دا همدارنګه په لمریز کې نظام چپه مدار لرونکې لویه سپوږمۍ ده چې د نېپتون په چاپېر باندې د څرخېدونکو ټولو حلقو او دیارلسو سپوږمیو د ټولیز حجم ۹۹.۵ سلنه برخه جوړوي. همدارنګه د لمریز نظام د ټولو سپوږمیو په پرتله تر ټولو درنه او د خپلې سیارې د نورو جوړښتونو په پرتله سپکه ده. همدارنګه د نېپتون د ۵.۵ سلنه قطر په لرلو سره د قطر له مخې د خپلې سیارې په پرتله تر ټولو لویه ګازي سپوږمۍ ده، په داسې حال کې چې د حجم له مخې له زحل هم لویه ده ( د نېپتون د حجم په پرتله د ټریټون حجم شاوخوا ۱: ۴۷۸۸ دی). دغه سپوږمۍ یوه شعاع، 2.061 g/cm3 کثافت، او د پلوتون په څېر کیمیاوي جوړښت او تودوخه لري.

د ټریټون سطح د منجمد انیل (بېرته پوخ) شوي نایتروجن په یوه شفاف پوښ پوښل شوې. تر اوسه پورې د ټریټون یوازې ۴۰ سلنه برخه لیدل شوې او ارزول شوې، خو کېدای شي په بشپړه توګه د یخ نایتروجن په څو نازکو لایو باندې پوښل شوې وي. د پلوتون د پوښ په څېر د ټریټون پوښ له ۵۵ سلنه یخ نایتروجن جوړ شوی چې نور یخونه هم ورسره په ترکیب کې شتون لري. یخ شوې اوبه د دغه پوښ ۱۵ تر ۳۵ سلنه برخه او یخ کاربن ډای اکساید (وچ یخ) د هغو پاتې ۱۰ تر ۲۰ سلنه پاتې برخه جوړوي. په کمیابو یخونو کې یې ۰.۱٪ میتان او ۰.۰۵ سلنه کاربن مونوکساید شاملېږي. همدارنګه کېدای شي د هغو په سطح باندې یخه امونیا هم شتون ولري ځکه چې په لیتوسفیر کې یې د آمونیاک ډي هایډرېټ نښې شتون لري. د ټریټون اوسط کچه کثافت ښيي چې په ډېر احتمال سره له ۳۰ څخه تر ۴۵ سلنه پورې د اوبو له یخ (چې د تېښته کوونکو یخونو ډېره لږ کچه هم په کې شاملېږي) جوړه شوې او پاتې نور مواد یې ډبرې دي. د ټریټون د سطحې مساحت ۲۳ میلیون کیلومتر مربع دی چې د ټولې ځمکې د مساحت ۴.۵ سلنه او د ځمکې د وچې برخې له ۱۵.۵ سلنې برخې سره برابرېږي. ټریټون په غیرمعمول بڼه په لوړه کچه روڼتیا (البېډو) لري چې هغو ته د رسېدونکې لمر رڼا ۶۰- ۹۵ سلنه برخه بېرته منعکس کوي او تر اوسه پورې یې د خپلو لومړنیو مشاهداتو په پرتله ډېر لږ توپیر لرلی دی. ورته مهال د ځمکې سپوږمۍ بیا یوازې ۱۱٪ د لمر رڼا منعکس کوي. سره رنګ ته مایل د ټریټون رنګ د یخ میتان ګاز له امله دی چې په هغو باندې د ماورا بنفش وړانګو د لګېدو له امله په تولین بدلېږي.

سرچينې سمول

  1. (په 18 October 2014 باندې). Dark Spots in Our Knowledge of Neptune. New York Times.
  2. "In Depth | Triton". NASA Solar System Exploration. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۰. NASA's Voyager 2―the only spacecraft to fly past Neptune and Triton―found surface temperatures of −391 degrees Fahrenheit (−235 degrees Celsius). During its 1989 flyby, Voyager 2 also found Triton has active geysers, making it one of the few geologically active moons in our solar system. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The Royal Observatory Greenwich – where east meets west: Telescope: The Lassell 2-foot Reflector (1847)". www.royalobservatorygreenwich.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)