ټرانسکرپشن (بیولوجي)


RNA ته د DNA د یوې برخې کاپي کولو بهیر ته ټرانسکرپشن ویل کېږي. داسې ویل کېږي چې RNA مالیکولونو ته د DNA ټرانسکرپ شوې برخې چې کولای شي پروټینونو کوډ کړي، پیغام‌رسوونکې RNA (mRNA) تولیدوي. RNA مالیکولونو ته د DNA نورې کاپي شوې برخې د غیر-کوډ کوونکو RNAګانو (ncRNAs) په نامه یادېږي. په منځنۍ توګه، په یوه ځانګړي نسج کې د حجرو په څوګونو ډولونو کې، د mRNA مقدار د ncRNA د مقدار پرتله له لس برابره هم زیات دی (که څه هم د حجرو په ځینو ځانګړو ډولونو کې کېدای شي د ncRNAګانو شمېر له mRNAګانو څخه زیات وي). په حجرو کې د mRNA ټولیز غوره‌والی معتبر دی، که څه هم له ۲ سلنې څخه لږ د انسان جېنوم mRNA ته ټرانسکرپ کېدلای شي، په داسې حال کې چې کېدای شي د تي‌لرونکو لږ تر لږه ۸۰ سلنه جېنومي DNA په فعاله توګه ټرانسکرپ شي (د حجرو په یو یا څو ډولونو کې) او ګومان کېږي د دغې ۸۰ سلنې له جملې څخه ډېري یې ncRNAګانې دي.[۱][۲]

DNA او RNA دواړه نوکلیک اسیدونه دي، چې د نوکلوتیدونو د قاعده جوړې، د مکمِله ژبې په توګه کاروي. د ټرانسکرپشن پر مهال، د DNA لړۍ د یوې RNA پولیمیرایز له‌خوا لوستل کېږي، چې د «اصلي ټرانسکرپت» په نامه د RNA یوه مکمِله، غیرموازي څانګه رامنځ‌ته کوي.

ټرانسکرپشن په لاندې ټولیزو پړاوونو کې ترسره کېږي:

  1. د RNA پولیمیرایز، د ټرانسکرپشن له یوه یا څو عمومي فکټورونو سره یوځای، پروموترې DNA سره وصل کېږي.
  2. د RNA پولیمیرایز د ټرانسکرپشن یو حباب رامنځ‌ته کوي، چې د DNA مارپېچ دوه څانګې سره جلا کوي. دا د مکمِله DNA د نوکلوتیدونو ترمنځ د هایدروجني اړیکې په پرې کولو سره ترسره کېږي.
  3. د RNA پولمیرایز د RNA نوکلوتیدونه اضافه کوي (چې د یوې DNA څانګې د نوکلوتیدونو مکمِل دي).
  4. د فاسفېت قند د RNA استقامت، د RNA پولیمیرایز په مرسته، د یوې RNA څانګې جوړولو لپاره رامنځ‌ته کېږي.
  5. د RNA–DNA د مارپېچ هایدروجني اړیکې شلېږي او د RNA نوې ترکیب شوې څانګه ازادوي.
  6. که چېرې حجره یوه هسته ولري، کېدای شي RNA لا زیاته پروسس شي. په‌دې پروسس کې کېدای شي پولي‌ادینالېشن، خولۍ کېښودنه او اتصال شامل وي.
  7. RNA کېدای شي په هسته کې پاتې شي او یا د هستوي منفذونو د کمپلکس له‌لارې سایتوپلازم ته ننوځي.

که چېرې د DNA غځونه د RNA داسې یو مالیکول ته ټرانسکرپ شي چې یو پروټین کوډ کوي، نوموړې RNA ته پیغام‌رسوونکې RNA (mRNA) ویل کېږي؛ mRNA په خپل وار سره د ټرانسلېشن له‌لارې د پروټین سنتیز لپاره د یوې نمونې په توګه عمل کوي. د DNA نورې غځونې کېدای شي د انزایمي RNA مالیکولونو (ریبوزیمونه)، کوچنۍ ذروي RNA (snRNA)، کوچنۍ هسته لرونکې RNA (snoRNA)، لېږدوونکې RNA (tRNA) او مایکروRNA په څېر کوچنیو غیر-کوډ کوونکو RNAګانو او همدا راز د ریبوزومي RNA (rRNA) او اوږدې غیر-کوډ کوونکې RNA (lncRNA) په څېر لویو غیر-کوډ کوونکو RNAګانو ته ټرانسکرپ شي. په ټوله کې، RNA د پروټینونو په سنتیز کولو، تنظیم او پروسس کولو کې مرستندوی واقع کېږي؛ نو له‌دې امله د یوې حجرې دننه بنسټیزه وظیفوي ونډه لري.[۳]

په ویروس‌پوهنه کې، د ټرانسکرپشن ګړنه کېدای شي د یوه RNA مالیکول، د mRNA سنتیز د نومولو لپاره وکارول شي (یعنې، د RNA تکرار سره معادله ګړنه). د بېلګې په توګه، د یوې منفي حس لرونکې یوڅانګیزې RNA (ssRNA) د ویروس جېنوم کېدای شي د یوې مثبت حس لرونکي یوڅانګیزې RNA (ssRNA+) لپاره یوه الګو وي. دا په‌دې معنی ده چې په مثبت حس لرونکې څانګه کې د ویروسي تکثیر لپاره اړین ویروسي پروټینونو د ټرانزلېشن په موخه د لړۍ معلومات خوندي دي. دغه پروسه د یوه ویروسي تکرار (کاپي‌اخېستنې) له‌لارې ګړندۍ کېږي.[۴]

په RNA کې له ټرانسکرپشن وروسته بدلونونو کې د RNA پولیمرایز ونډه سمول

 
The Image shows how CTD is carrying protein for further changes in the RNA

د RNA پولیمرایز، په RNA کې له ټرانسکرپشن وروسته بدلونونو په څېر په ټولو پړاوونو کې ستره ونډه لري. څرنګه چې په شکل کې ښودل شوې ده CTD (یا C Terminal Domain) هغه غځېدنه ده چې خپله بڼه بدلوي؛ دغه غځېدنه به د اتصال، پوښولو او پولي‌ادینال کولو لپاره وکارول شي.[۵]

سرچينې سمول

  1. Liu SJ, Nowakowski TJ, Pollen AA, Lui JH, Horlbeck MA, Attenello FJ, He D, Weissman JS, Kriegstein AR, Diaz AA, Lim DA (April 2016). "Single-cell analysis of long non-coding RNAs in the developing human neocortex". Genome Biol. 17: 67. doi:10.1186/s13059-016-0932-1. PMC 4831157. PMID 27081004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Li J, Liu C (2019). "Coding or Noncoding, the Converging Concepts of RNAs". Front Genet. 10: 496. doi:10.3389/fgene.2019.00496. PMC 6538810. PMID 31178900. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Eldra P. Solomon, Linda R. Berg, Diana W. Martin. Biology, 8th Edition, International Student Edition. Thomson Brooks/Cole. کينډۍ:ISBN
  4. Koonin EV, Gorbalenya AE, Chumakov KM (July 1989). "Tentative identification of RNA-dependent RNA polymerases of dsRNA viruses and their relationship to positive strand RNA viral polymerases". FEBS Letters. 252 (1–2): 42–6. doi:10.1016/0014-5793(89)80886-5. PMID 2759231. S2CID 36482110. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cramer, P.; Armache, K.-J.; Baumli, S.; Benkert, S.; Brueckner, F.; Buchen, C.; Damsma, G.E.; Dengl, S.; Geiger, S.R.; Jasiak, A.J.; Jawhari, A. (June 2008). "Structure of Eukaryotic RNA Polymerases". Annual Review of Biophysics. 37 (1): 337–352. doi:10.1146/annurev.biophys.37.032807.130008. ISSN 1936-122X. PMID 18573085. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)