ټاټرا ۸۱۷
Tatra 815-7
هېواد چېک جمهوريت
د موټر جوړونکي Tatra, a. s.
د موټر ډول باروړونکي موټر
ویب http://www.tatra.cz/

ټاټرا ۸۱۷ (په چېکي: Tatra 817) یو پوځي باروړونکي موټر دي چی د ۲۰۰۸ کال راهیسی د چېک په جمهوریت کی جوړېږي او کولای شی ۴x۴ ، ۶x۶ ، ۸x۸ او ۱۰x۱۰ د چوکاټ اندازې درلودلای شی. دغه موټر د څې-۱۳۰ هېرکولېس په الوتکې کی وړلای شی. په اوس وخت کی د ټاټرا ۸۱۷ د اوروژني عملو لخوا هم کارېږي.

اور وژونکي موټر

توصیف

د ټاټرا ۸۱۷ باروړونکی موټر په ۲۰۰۲ کال کی طرح شو او لمرني موډل یی په ۲۰۰۴ کال کی جوړ شو. دغه موټر د ۸ سلننډره ډیزلي ماشین لري چی د هوا لخوا سړېږي. حجم یی ۱۲۶۶۸ سانتیمتر مکعب دی او قدرت یی ۲۳۰/۳۰۰ کیلو واټ ته رسېږي. د ټاټرا باروړونکي موټر لاسی گیربکس لري چی ۱۴ درجې لري. د موټر سرعت ۱۱۰ کیلو مټرو په ساعت کی ته رسېدلای شی.