يواکيم ګاوک

يواکيم ويليم ګاوک (جرمني: [joˈʔaxɪm ˈɡaʊk]؛ زوکړه: د ۱۹۴۰ ز کال جنوري ۲۴ مه) يو الماني سياستپوه او د مدني حقونو فعال و، چې له ۲۰۱۲ ز کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې يې د المان د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی چې پخوانی لوتري پادري (Lutheran pastor) و، په ختيځ المان کې د کمونيست ضد او مدني حقونو د فعال په توګه نومياليتوب ته ورسېد. [۲][۳][۴][۵]

يواکيم ګاوک
يواکيم ګاوک

د شخص مالومات
پيدايښت
تابعیت ختيځ جرمني

جرمني   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه جرمني ژبه ،  انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
يواکيم ګاوک

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

نوموړی په ۱۹۸۹ ز کال کې د سوله یيز اوښتون (Peaceful Revolution) پر مهال ختيځ المان کې د نوې جرګې يا فوريم (New Forum) د مخالف خوځښت مرستيال بنسټګر و، چې د المان د سوسياليست يووالي ګوند (Socialist Unity Party of Germany (SED)) په پرېوتنه کې مرسته وکړه او وروسته يې له دوو نورو خوځښتونو سره په ګډه د ۹۰ اتحاد (Alliance 90) ټاکنيز لښتليک جوړ کړ. نوموړی په ۱۹۹۰ ز کال کې په ۹۰ اتحاد/د شنو (Alliance 90/The Greens) کې د خلکو د خونې (People’s Chamber) د ختيځ المان د يوازينۍ ټاکل شوې ډلې غړی و. د المان له بيا يو ځای کېدنې څخه وروسته ګاوک په ۱۹۹۰ ز کال کې د خلکو خونې له لورې د Bundestag د غړي په توګه وټاکل شو، مګر د Bundestag له لورې د Stasi ثبتونو لپاره د لومړني فدرالي مامور په توګه له ټاکنې څخه يوازې يوه ورځ وروسته يې له دندې څخه لاس واخيست. نوموړی د خپل دې کار له امله د Bundestag د تر ټولو لنډې دورې غړی ګڼل کېږي. Gauck له ۱۹۹۰ ز کال څخه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د فدرالي مامور په توګه خدمت وکړ، چې نوموړي په کې د کمونيسټو پټو پوليسو د جرمونو په رابرسېره کولو سره، د «Stasi ښکاري» او «د ديموکراسۍ پلوي نه ستړي کېدونکي ساتندوی» پېژندنه تر لاسه کړه. [۶][۷][۸][۹]

نوموړی د SPD او Greens ډلو د نوماند په توګه د ۲۰۱۰ ز کال ټاکنو کې ولسمشرۍ لپاره نوماند و، مګر د حکومت يووالي نوماند Christian Wulff ته يې په درېيمه برابرۍ کې وبايلله. د نوموړي نوماندي د نفوس او رسنيو د پام وړ تاييد سره مخامخ شوه. Der Spiegel [مجله] نوموړی د «غوره ولسمشر» په توګه ياد کړ او Bild [] نوموړی د زړونو ولسمشر وګاڼه. څه موده وروسته له هغې چې Christian Wulff له واکه ښکته شو، ګاوک د ۲۰۱۲ ز کال ټاکنو کې په فدرالي جرګه کې له ۱۲۲۸ ز کال څخه د ۹۹۱ رايو په تر لاسه کولو سره د ولسمشر او د CDU، CSU، FDP، SPD او Greeens ډلو د بې پلوه ټولمنلي نوماند په توګه وټاکل شو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ګاوک چې د شوروی Gulag د يوه ژوندي پاتې شوي وګړي زوی و، سياسي ژوند يې له ټولواک پلوۍ سره د خپلې کورنۍ د تجربو له مخې جوړ شوی و. نوموړی له Vaclav havel او نورو سياستپوهانو سره يو ځای، د اروپايي شعور او کمونيزم په اړه د پراګ اعلاميې او د کمونيزم د جرمونو په اړه د اعلاميې بنسټګر لاسليک کوونکی و. هغه په اروپا کې د کمونيست جرمونو د پراخه پوهاوي او د کمونيستي دورې د نامشروع کولو د اړتيا لپاره د پراخه عامه پوهاوي غوښتنه کړې ده. Gauck د ولسمشر په توګه «د کمونيست ضد روښانتيا» ملاتړ کوونکی و او په ختیځ المان کې يې د کمونيست نامشروعيت ته پام کړی دی. نوموړی د «د کمونيزم تور کتاب: The Black Book of Communism) په ګډون د بېلابېلو کتابونو ليکوال يا مرستيال ليکوال دی. د «خپلواکي: يوه پلمه (Freedom: A Plea)» په نوم د نوموړي د ۲۰۱۲ ز کال کتاب په ټوله نړۍ کې د خپلواکۍ او انساني حقونو د ساتنې غوښتنه کوي. ګاوک د لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل (Angela Merkel) له لورې د يو «د ديموکراسۍ د رښتيني ښوونکي» او «د خپلواکۍ، ديموکراسۍ او عدالت د نه ستړي کېدونکي ساتندوی» په توګه ذکر شوی دی. د وال سټريټ جورنال (The Wall Street Journal) نوموړی «د يو جنس د وروستي په توګه بيان کړی دی: د اوسپنې پردې (Iron Curtain) [يو خيالي خنډ چې پخوانی شوروی او ختيځ بلاکونه يې يو له بله بېلول] تر شا د پروټسټ خوځښتونو مشران، چې له ۱۹۸۹ زکال څخه وروسته يې د خپلو هېوادونو مشرۍ ته دوام ورکړ». نوموړي د ۱۹۹۷ Hannah Arendt Prizeز کال  په ګډون ګڼې سرلوړۍ تر لاسه کړي دي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ماشومتوب او ختيځ المان کې ژوند (۱۹۸۹-۱۹۴۰ز کلونه)

سمول

يواکيم ګاوک په Rostock کې د ماڼوانو (بېړۍ چلوونکو) په يوه کورنۍ کې وزېږېد. د اولګا Olga (nee Warremann؛ زوکړه: ۱۹۹۰) او Joachim Gauck Sr. (زوکړه: ۱۹۰۷) زوی و. پلار يې د بېړۍ يو تجربه لرونکی مشر يا کپتان او ځانګړی سمندري پوځي و، چې له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته يې په Neptun Werft د بېړۍ جوړونې شرکت کې د پلټونکي په توګه خدمت وکړ. دواړه مور او پلار د نازي ګوند (NSDAP) غړي وو. د دويمې نړيوالې جګړې په پای کې د شوروي له نيواک څخه وروسته کمونيستان په واک کې ځای پر ځای شول، چې همدا د المان ديموکراتيک جمهوريت (ختيځ المان) جوړېدل وو. هغه وخت چې په ۱۹۵۱ ز کال کې يواکيم ګاوک يوولس کلن و، پلار يې د شوروي نېواک ځواکونو له لورې ونيول شو او تر ۱۹۵۵ ز کال پورې بېرته راخوشې نه شو. نوموړی له لويديځ څخه د يوه ليک د تر لاسه کولو له امله د شوروي پوځي محکمې له لورې په جاسوسۍ او همدارنګه د سمندري چارو په اړه د لويديځ ژورنال په ملکيت کې د اوسېدلو لپاره د شوروي ضد د خلکو په تېرايستنه تورن و او په سايبريا کې Gulag سيمې ته ولېږدول شو. له نوموړي سره په ياده سيمه کې دومره ناسم چلند وشو، چې د زوی په وينا يې، له يو کال څخه وروسته په فزيکي ډول معلول وګڼل شو. د نږدې درې کلونو لپاره يې کورنۍ د هغه د ژوند او مرګ او همدارنګه هغو پېښو په اړه په هيڅ نه پوهېدله، چې له نوموړي سره شوې وې. هغه په ۱۹۵۵ ز کال کې له مسکو څخه د Konrad Adenauer له دولتي کتنې څخه وروسته خوشې (خپلواک) شو. Adenauer د جګړې د هغو زرګونو الماني بنديانو او ملکي وګړو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړې، چې شړل (تبعيد) شوي وو. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

ګاوک په Rostock کې د Innerstadtisches په نوم ښوونځي څخه د منځنيو زده کړو سند په ترلاسه کولو سره فارغ شو. د نوموړي په وينا:  د نوموړي سياسي فعاليتونه د هغه د خپل د سختې ازموينې له مخې هڅول شوي وو او نوموړي څرګنده کړه، چې هغه په ښه ډول د رامنځته شوي کمونيزم ضد مفکورې سره وده وکړه. نوموړي وار له مخه په ختيځ المان کې د ښوونځي په موده کې خپل د کمونيزم ضد دريځ پټ نه کړ او د خپلواک المان ځوانانو (Free German Youth) په نوم د کمونيستي ځوانانو خوځښت کې يې له ګډون څخه په ټينګه انکار وکړ. ګاوک غوښتل الماني ژبه ولولي او يو ژورنالېست شي، مګر دا چې کمونيست نه و، له امله يې د دې کار کولو اجازه ور نه کړل شوه. د ژورنالېزم پر ځای يې وغوښتل، ديني پوهه تر لاسه او په Mecklenburg کې د پروتستانت کليسا کې يو پادري يا کشيش شي. نوموړي يادونه کړې ده چې: لومړنۍ اراده يې کشيش يا پادري جوړېدل نه وو، مګر د دين پوهنې زده کړې ورته د فلسفې لوستنې موکه برابره کړه او ياده کليسا په المان کې يو له هغو په شمېر بنسټونو څخه وه، چې کمونيستي مفکوره په کې حاکمه نه وه. سره له دې هم نوموړی بايد په پای کې يو پادري جوړ شوی وی. په ختيځ المان کې د پادري په توګه فعاليت يې د کليسا پر وړاندې د کمونيست نظام د دښمنۍ له امله، خورا ستونزمن و او نوموړی د زياتو کاونو لپاره تر سختې کتنې لاندې او د Stasi (پټو پوليسو) له لورې وځورول شو. يادو پټو پوليسو د ګاوک په اړه خپله دوسيه کې نوموړی د «نه سمېدونکي کمونيست ضد» ("unverbesserlicher Antikommunist") په توګه بيان کړ. د ګاوک په وينا: هغه په نهه کلنۍ کې پوهېده، چې سوسياليزم يو بې عدالته نظام و. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

هغه په خپلو يادښتونه کې ليکي چې:«زموږ د پلار بخت داسې و، لکه يوه د زده کړې لکړه. ياده لکړه د کورنۍ پر وړاندې د ناتړلې ژمنتيا د حس لامل شوه، چې له نظام سره يې د ورورولۍ نظریې هر ډول د باندې پرېښود.  [۳۶]

سرچينې

سمول
  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm2458206/ — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵
  2. Robert Coalson, Longtime Anticommunist Activist To Become Germany's Next President, Radio Free Europe/Radio Liberty, 20 February 2012
  3. "German Presidential Nominee’s Background Seen as an Asset", The New York Times, 20 February 2012
  4. "A crucial test for Angela Merkel". FRANCE 24. 30 June 2010. نه اخيستل شوی 21 February 2012.
  5. "Gauck's civic engagement wins him wide support". DW.DE. 17 February 2012. نه اخيستل شوی 21 February 2012.
  6. "German media roundup: Little excitement for Wulff presidency". thelocal.de. 4 June 2010. نه اخيستل شوی 30 June 2010.
  7. "Politik Inland : Joachim Gauck, der Stasi-Jäger – Archiv – Westfälische Nachrichten" (په جرمني). Wn.de. 30 June 2010. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
  8. Gathmann, Florian (20 February 2012). "Germany's Next President: 'I'm No Superman' – SPIEGEL ONLINE – News – International". Spiegel Online. Spiegel.de. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
  9. "Merkel Names Gauck as Unity Candidate for German Presidency". Businessweek. 8 December 2009. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
  10. "DER SPIEGEL 23/2010 – Inhaltsverzeichnis". Spiegel.de. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
  11. "Profile: Joachim Gauck, Germany's 'President of Hearts' – The Local". Thelocal.de. 1 January 2012. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
  12. "Joachim Gauck: Der "Kandidat der Herzen" – Politik Inland" (په جرمني). Bild.de. 19 February 2012. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
  13. "Vom Sieger der Herzen zum Bundespräsidenten?". MDR.DE. Archived from the original on 6 September 2012. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
  14. Online, FOCUS. "Das Geheimnis um den Onkel". نه اخيستل شوی 10 January 2017.
  15. "Joachim Gauck: Anti-communist pastor who could turn out to be Angela Merkel's nemesis – World news, News". Belfasttelegraph.co.uk. 30 June 2010. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
  16. Connolly, Kate (20 June 2010). "Joachim Gauck: the dissident hero who holds the destiny of Germany in his hands". The Guardian. London.
  17. Feldenkirchen, Markus (29 June 2010). "Eastern Inspiration: Gauck the Therapist Wants to Put Germany On the Couch – SPIEGEL ONLINE – News – International". Spiegel Online. Spiegel.de. نه اخيستل شوی 20 February 2012.
  18. "Rival candidate for president new headache for Merkel". Reuters. 6 June 2010.
  19. Sturm, Daniel Friedrich (14 June 2013). "Gedenken: Gauck wirbt für "aufgeklärten Antikommunismus"". Die Welt – via www.welt.de.
  20. "German president slams communism in provocative speech to Shanghai students on his China visit". 23 March 2016.
  21. "Gauck-Buch: Plädoyer für Freiheit und Menschenrechte". Volksstimme.de. Archived from the original on 14 September 2012. نه اخيستل شوی 21 February 2012.
  22. "Angela Merkel backs 'German Nelson Mandela' for president". Globalpost.com. نه اخيستل شوی 21 February 2012.
  23. "Presidential Vote 'Could Turn into a Disaster for Merkel'". Der Spiegel. 7 June 2010. نه اخيستل شوی 30 June 2010.
  24. The Gauck File, The Wall Street Journal, 22 February 2012, p. 14
  25. "Das Geheimnis um den Onkel". Focus Online. 28 June 2010.
  26. "Der Herr der Akten erzählt sein Leben". ZDF (په جرمني). 16 October 2009. نه اخيستل شوی 30 June 2010.
  27. "Profile: Joachim Gauck, Germany's 'President of Hearts' – The Local". Thelocal.de. 20 February 2012. نه اخيستل شوی 20 March 2012.
  28. Gauck 2009, p. 37
  29. Witt, Jan. "Joachim Gauck – Oppositionskandidat für das Amt des Bundespräsidenten". randomhouse.de (په جرمني). Archived from the original on 24 July 2010. نه اخيستل شوی 30 June 2010. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  30. „Wir Deutsche können Freiheit", Interview, Ostseezeitung Rostock, 23/24 January 2010
  31. Eckhard Jesse, Eine Revolution und ihre Folgen: 14 Bürgerrechtler ziehen Bilanz, 2000
  32. "Joachim Gauck: Vom Bürgerrechtler zum Staatsoberhaupt". otz.de. 21 February 2012. Archived from the original on 31 October 2017. نه اخيستل شوی 20 March 2012. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  33. Baring, Arnulf (8 November 2009). "Unbelehrbarer Antikommunist". Die Welt (په جرمني). نه اخيستل شوی 30 June 2010.
  34. Cammann, Alexander (24 January 2010). "Joachim Gauck: Eine Freiheitslehre". Die Zeit (په جرمني). نه اخيستل شوی 30 June 2010.
  35. Nachrichten. "Joachim Gauck – eine patriotische Ich-AG". News.de.msn.com. نه اخيستل شوی 30 June 2010.[مړه لينکونه]
  36. Kate Connolly, Joachim Gauck: the dissident hero who holds the destiny of Germany in his hands, The Guardian, 20 June 2010