يهوديا (رومي ولايت)

يهوديا له 6 څخه تر 132ز کال پورې د روم يو ولايت و، په کوم کې چې د شام يهوديا، سامره او ايدوميه سيمې شاملې وې، او د يهوديا د حشموني او هيروډي سلطنتونو تر پخوانيو سيمو پورې خپور و. د يهوديا نوم د يهودا د وسپنې د عصر له سلطنت څخه اخيستل شوی دی.

په 63 مخزېږديز کې د د رومي جمهوريت له خوا د يهوديا له نيولو راهيسې، يهودیا نيمه خپلواک تابع نظام جاري ساتلی و. د «هيروډ ارکيليس» د ناسمې واکمنۍ پر ضد د ولس له غوښتنې وروسته، د رومي ولايت الحاق د لومړي رومي سترواک «اګسټس» له خوا نافذ شو. د نېغ په نېغه واکمنۍ په پيل سره، د رومي سوريې د والي «Publius Sulpicius Quirinius» له خوا دولتي سرشمېرنه پيل شوه، له کوم څخه چې کړکېچ پیدا شو، او د ګيليلي د جوډاس (Judas of Galilee يو یهودي مشر و) د پاڅون لامل وګرځېد. په شا او خوا 30-33 زېږديز کې په صليب د عيسی ځړول (د کوم له امله چې مسيحيت منځ ته راغی) او په 37 زېږديز کې د سترواک «کيليګولا» له خوا په يهودي معبد کې د خپلې يوې مجلسمې د درولو حکم د دې سيمې د يادولو نورې پېښې دي.

په رومي واکمنۍ کې مخ پر زياتېدونکی ناخوښي په 66-73ز کې د لومړي يهودي-رومي جګړې د پيل او بالاخره د اورشليم د محاصرې او په 70ز کې د معبد د ويجاړېدو لامل وګرځېده، او په دې ډول د دويم معبد پړاو پای ته ورسېد. په 44ز کال کې، ګيليلي او «پيريه» په دې ولايت کې شامل کړای شول. په 132ز کال کې، د سرچينو په وينا د «ګيليلي» او يهوديا د يوځای کېدو په پايله کې يو پراخه ولايت جوړ شو چې د سوريه فلسطينيه نوم ورکړل شو.[۱][۲][۳][۴]

مخينه

سمول

دې سیمې ته د روم لومړۍ مداخلې تاریخ په 63 مخزېږديز کال کې د درېيمې «ميتريډيټس» جګړې له پای ته رسېدو وروسته ته رسېږي، په کومه کې چې «پومپي» د «ميتريډيټس» شپږم ايوپاټور ته ماتې ورکړه، اورشليم يې لوټ کړ، او د سوريې ولايت يې جوړ کړ. د رومي تسلط ادعا او د روم سياسی او کلتوري اغېز هلنستي فلسطين ته د پای ټکی کېښود.

پومپيو د حشموني شهزادهه «هايرکانس دويم» د واکمن او اسرائيلو د عالي پادري په توګه وټاکه، نه د پاچا په توګه. څو کاله وروسته جوليس سيزر د «اينټيپاس» په نوم مشهور ادومي اينټيپيټر د لومړي رومي استازي په توګه وټاکه. د «اينټيپټر» زوی «هيروډ» په څلوېښت مخزيږديز کال کې د روم د سنا مجلس له خوا د يهوديانو د پاچا په توګه ټاکلی و، خو هغه تر اوه دېرشم مخزېږديز پورې پوځي واک نه و تر لاسه کړی. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال، وروستي حشموني استازي پای ته ورسول شول، او د قيصريه لوی بندر ماريتيما جوړ شو.[۵][۶]

هيروډ په څلورم مخزيږديز کال کې ومړ، او پاچايي يې د درې زامنو تر منځ ووېشل شوه، چې دوه يې (هر يو فيليپ او هيروديس انتيپاس) پاچايان شول (ّد يو په څلورمې برخې واکمن). د ارکيليس په نوم درېيم زوی يې واکمن وګرځېد او د خپل پلار په نيمايي پاچايې يې واکمني وکړه. له دې امارتونو څخه يو يې يهوديا و، چې د تاريخي يهوديا تر څنګ د سامريه او ادوميه له سيمې سره مماثل و.[۷]

ارکيليس په يهوديا داسې بد حکومت وکړ، چې نوموړی په شپږم زېږديز کال کې د لومړي رومي سترواک اګسټس له خوا د خپل ولس له غوښتنې وروسته ګوښه کړای شو. هيروډ اينټيپاس چې له څلورم مخزېږديز راهيسې د ګيليلي او پيريا واکمن و، د سترواک کيليګولا له خوا په نهه دېرشم زېږديز کال کې ګوښه کړای شو. د هيروډ زوی فليپ د خپل پلار د پاچايۍ په شمال ختيځې برخې واکمني وکړه.[۸]

يهوديا د رومي ولايت په توګه

سمول

بغاوت او د هيروډ ارکيليس ګوښه کول

سمول

د ستر هيروډ له مړينې وروسته، د يهوديا هيروديايي پاچايي په هيروډيايي څلورګونو واکمنيو ووېشل شوه، چې په شریکه د هيروډيس زامنو او خور ورباندې واکمني کوله: هيروډ ارکيليس (چې په يهوديا، سامريه او ادوميه يې واکمني وکړه)، هيورډ فليپ (چې په بتانيا، ټريکونايټس او ارونايټيس يې واکمني وکړه)، هيروډ انټيپاس (چې په ګيليلي او پيريا يې حکومت وکړ) او اول سلوم (چې د لنډې مودې لپاره يې په جمنيا واکمني وکړه).

د ارکليس د بې کفايتۍ له امله په څلورم مخزېږديز کال کې په يهوديا کې يو مسيحي بغاوت سر راپورته کړ، دا بغاوت د سوريې د استازي «پبليوس کوينټيليس وارس» له خوا په وحشيانه ډول وځپل شو، چا چې اورشلم  ونيو او 2000 یهودي باغيان يې په دار کړل.[۹][۱۰]

په سم ډول په يهوديا حکومت کولو کې د ناکامۍ له امله، ارکيليس د سترواک اګسټس له خوا په شپږم زېږديز کال کې له دندې ګوښه کړای شو، په داسې حال کې چې يهوديا، سامريه او ادوميه نېغ په نېغه د رومي ادارې لاندې راغلل.[۱۱][۱۲][۱۳]

د يو څارونکي لاندې (6-41ز)

سمول

په لومړي سر کې په يهوديايي ولايت کې ګيليلي، ګاولانايټس (ننی ګولان) او پيريا يا ډيکاپولس شامل نه و. د دې عوايدو د رومي خزانې لپاره کم اهميت درلود، خو د مصر د ډوډۍ تر ټوکرۍ پورې د ځمکنيو او ساحلي سمندري لارو واک يې په لاس کې درلود، او دا د اشکاني سترواکۍ په وړاندې يو حايل و. پلازمېنه يې له اورشليم څخه قيصريه ماريټيما ته ولېږدول شوه.[۱۴]

د اګسټس له خوا «Publius Sulpicius Quirinius» د سوريې د لپاره د استازي په توګه وګومارل شو، او نوموړي په شپږم زېږديز کال کې د سوريې يهوديا د مالياتو سرشمېرنه وکړه، کوم چې د ګيليلي د جوډاس د بغاوت لامل وګرځېد؛ دا بغاوت ډېر ژر د Quirinius له خوا وځپل شو.[۱۵]

يهوديا يو سناتوري ولايت نه و، او نه شاهي ولايت و، بلکې د دې پر ځای د سوريې تابع و، چې د يو څارونکي له خوا به اداره کېدو، څوک چې د سپېڅلي مزار د فرقې يو اسپ سپور و (څه ډول به چې د رومي مصر لپاره و)، دا به يو کونسل يا پخوانی قاضي نه و چې د سنا مجلس غړيتوب ولري. Coponius د Quirinius له خوا د يهوديا د لومړي څارونکي په توګه وټاکل شو.[۱۶][۱۷]

بيا هم، په دې ولايت کې اوسېدونکو يهوديانو تر شا اوخوا اته ويشتم زېږديز کال پورې يو ډول خپلواکي درلوده، او کولای يې شول چې د اعدام په سزا د محکوميت د جرونو په ګډون، مجرمان د خپلو قوانينو سره سم محاکمه کړي. په ابتدايي رومي پړاو کې يهوديا په پنځو اداري ولسواليو وېشل شوی و، چې مرکزونه يې په اورشليم، ګدارا، ماتس، جيريکو او سيفورس کې وو.[۱۸][۱۹]

په 30-33ز کلونو کې، رومي څارونکي «پونټيس پيليټ» عيسی ناصري د فتنې په تور په دار وځړولو، دا يو داسې عمل و چې د مسيحيت د زېږېدو لامل وګرځېد. په 36ز کال کې، له جبل جرزيم سره نږدې يو بل مسيحي باوره يهودي بغاوت سر راپورته کړ، چې مشري يې يو سامري کوله، او ډېر ژر د بيلاطس له خوا وځپل شو؛ سامريانو د پيلاطس د بربريت په وړاندې د سوريې څارونکي «مشر لوسيس وټيليس» ته شکايت وکړ، چا چې پيلاطس له خپلې دندې ګوښه، او روم ته يې د محاسبې لپاره واستاوه، د هغه پر ځای يې يو سرپرست څارونکی وګوماره چې «مارسيلس» نومېدو.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په 37ز کال کې، سترواک کيليګولا د اورشليم په يهودي معبد کې د خپلې یوې مجلسمې د درولو حکم وکړ، هغه غوښتنه چې د يهودي وحدانيت پر ضد وه. د سوريې والي «پبليس پيټرونيس» د کورنۍ جګړې د وېرې په پام کې نيولو سره په دې حکم عمل کولو کې شا اوخوا تر يو کال ځنډ وکړ. پاچا «لومړي هيروډ ايګريپا» بالاخره کيليګولا چمتو کړ چې خپل حکم بېرته واخلي. وروسته کيليګولا يو بل حکم صادر کړ، چې د هغه مجسمه دې د ايروشلم په معبد کې ودرول شي، خو اورشليم ته د هغه د مجسمې له رسېدو مخکې نوموړی ووژل شو، او د هغه ځای ناستي کلاډيس دا حکم منسوخ کړ. کيليګولا تر واکمنۍ لاندې بحران د روم او يهوديانو تر منځ د لومړي پرانيستي درز په توګه وړاندې شوی دی. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې

سمول
  1. Clouser, Gordon (2011). Jesus, Joshua, Yeshua of Nazareth Revised and Expanded (په انګليسي). iUniverse. ISBN 978-1-4620-6121-1.
  2. Spolsky, Bernard (2014-03-27). The Languages of the Jews: A Sociolinguistic History (په انګليسي). Cambridge University Press. ISBN 978-1-107-05544-5.
  3. Brand, Chad; Mitchell, Eric; Staff, Holman Reference Editorial (2015). Holman Illustrated Bible Dictionary (په انګليسي). B&H Publishing Group. ISBN 978-0-8054-9935-3.
  4. Westwood, Ursula (2017-04-01). "A History of the Jewish War, AD 66–74". Journal of Jewish Studies. 68 (1): 189–193. doi:10.18647/3311/jjs-2017. ISSN 0022-2097.
  5. "Founded in the years 22–10 or 9 B.C. by Herod the Great, close to the ruins of a small Phoenician naval station named Strato's Tower (Stratonos Pyrgos, Turns Stratonis), which flourished during the 3d to 1st c. B.C. This small harbor was situated on the N part of the site. Herod dedicated the new town and its port (limen Sebastos) to Caesar Augustus. During the Early Roman period, Caesarea was the seat of the Roman procurators of the province of Judea. Vespasian, proclaimed emperor at Caesarea, raised it to the rank of Colonia Prima Flavia Augusta, and later Alexander Severus raised it to the rank of Metropolis Provinciae Syriae Palestinae." A. Negev, "CAESAREA MARITIMA Palestine, Israel" in: Richard Stillwell et al. (eds.), The Princeton Encyclopedia of Classical Sites (1976).
  6. Jewish War 1.14.4: Mark Antony "... then resolved to get him made king of the Jews ... told them that it was for their advantage in the Parthian war that Herod should be king; so they all gave their votes for it. And when the senate was separated, Antony and Caesar went out, with Herod between them; while the consul and the rest of the magistrates went before them, to offer sacrifices [to the Roman gods], and to lay the decree in the Capitol. Antony also made a feast for Herod on the first day of his reign."
  7. Josephus, De Bello Judaico (Wars of the Jews) 2.6.3; Antiquities 17.11.4 (17.317).
  8. Josephus, De Bello Judaico (Wars of the Jews) 2.6.3; Antiquities 17.11.4 (17.317).
  9. Josephus, The Jewish War, Book 2, Chapter 56
  10. Josephus, Antiquities of the Jews, Book 17, Chapters 271-272
  11. Millar, Fergus (1995). The Roman Near East: 31 BC–AD 337. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. p. 44. ISBN 978-0-674-77886-3.
  12. Malamat, Abraham; Tadmor, Hayim (1976). A History of the Jewish People (په انګليسي). Harvard University Press. ISBN 978-0-674-39731-6. When Archelaus was deposed from the ethnarchy in 6 CE, Judea proper, Samaria and Idumea were converted into a Roman province under the name Iudaea.
  13. Millar, Fergus (1995). The Roman Near East: 31 BC–AD 337. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. p. 44. ISBN 978-0-674-77886-3.
  14. A History of the Jewish People, H. H. Ben-Sasson editor, 1976, page 247: "When Judea was converted into a Roman province [in 6 CE, page 246], Jerusalem ceased to be the administrative capital of the country. The Romans moved the governmental residence and military headquarters to Caesarea. The centre of government was thus removed from Jerusalem, and the administration became increasingly based on inhabitants of the Hellenistic cities (Sebaste, Caesarea and others)."
  15. "Josephus, Antiquities Book XVIII". earlyjewishwritings.com.
  16. H. H. Ben-Sasson, A History of the Jewish Peoples, page 247–248: "Consequently, the province of Judea may be regarded as a satellite of Syria, although, in view of the measure of independence left to its governor in domestic affairs, it would be wrong to say that in the Julio-Claudian era Judea was legally part of the province of Syria."
  17. Josephus, Antiquities 17.355 & 18.1–2;
  18. Gabba, Emilio (2008). "The social, economic and political history of Palestine 63 bce – ce 70". In William David Davies; Louis Finkelstein; William Horbury (eds.). The Cambridge History of Judaism: The early Roman period. Cambridge University Press. p. 98. ISBN 978-0-521-24377-3.
  19. Babylonian Talmud, Avodah Zarah 8b; ibid, Sanhedrin 41a; ibid, Shabbat 15a; Jerusalem Talmud, Sanhedrin 1:1 (1b)
  20. Josephus, Antiquities of the Jews, Book 18, Chapter 3, Paragraph 3
  21. Tacitus, Annals, Book 15, Chapter 44
  22. Eddy, Paul Rhodes; Boyd, Gregory A. (2007). The Jesus Legend: A Case for the Historical Reliability of the Synoptic Jesus Tradition (په انګليسي). Baker Academic. p. 172. ISBN 978-0-8010-3114-4. ...if there is any fact of Jesus' life that has been established by a broad consensus, it is the fact of Jesus' crucifixion.
  23. Josephus, Antiquities of the Jews, Book 18, Chapter 4, Paragraphs 1-2
  24. Philo of Alexandria, On the Embassy to Gaius XVI.115.
  25. Philo of Alexandria, On the Embassy to Gaius XXX.203.
  26. Philo of Alexandria, On the Embassy to Gaius XXXI.213.
  27. Josephus, Antiquities of the Jews XVIII.8.1.
  28. Josephus, Antiquities of the Jews XVIII.8.
  29. H. H. Ben-Sasson, A History of the Jewish People, Harvard University Press, 1976, ISBN 0-674-39731-2, The Crisis Under Gaius Caligula, pages 254–256: "The reign of Gaius Caligula (37–41) witnessed the first open break between the Jews and the Julio-Claudian empire. Until then – if one accepts Sejanus' heyday and the trouble caused by the census after Archelaus' banishment – there was usually an atmosphere of understanding between the Jews and the empire ... These relations deteriorated seriously during Caligula's reign, and, though after his death the peace was outwardly re-established, considerable bitterness remained on both sides. ... Caligula ordered that a golden statue of himself be set up in the Temple in Jerusalem. ... Only Caligula's death, at the hands of Roman conspirators (41), prevented the outbreak of a Jewish–Roman war that might well have spread to the entire East."