يهوديان د غوره شويو خلکو په توګه

په يهوديت کې «انتخاب» (غوراوی) يوه عقيده ده چې يهوديان د لرغونو اسرائيلیانو د نسل له لارې، غوره شوي خلک دي، دا معنا چې له خدای سره په ژمنه کې د پاتې کېدو لپاره غوره شوي دي. د خدای له خوا د اسرائيلو د غوره کېدو فکر تر ټولو زيات نېغ په نېغه د کتاب استثناء (سفر تثنيه) د فعل «بحر» (عبراني)، په توګه موندل کېږي او په عبراني بايبل کې دې ته په نورو اصطلاحاتو اشاره شوې ده لکه «سپېڅلي خلک». په «ربانيک» ادب کې د دې موضوعاتو په اړه ډېر څه لیکل شوي دي. د یهوديانو درې سترې فرقې – ارتوډوکس يهوديت، محافظه کار يهوديت او اصلاحي يهوديت – دا باور لري چې يهوديان د خدای له خوا د يو هدف لپاره غوره شوي دي. کله کله دې انتخاب ته د يهودي خلکو د يوې ځانګړې دندې د مسئولیت سپارلو په سترګه کتل کېږي – چې د ملتونو لپاره رڼا و اوسي او د خدای سره د ژمنې بېلګه و اوسي، څنګه چې په تورات کې بیان شوي دي.[۱][۲]

دا نظریه هغه عقيده له منځه نه وړي چې خدای له نورو خلکو سره هم اړيکه لري – بلکې، یهوديت په دې باور دی چې خدای له ټول بني نوع انسان سره يوه ژمنه کړې او دا چې يهوديان او غېر یهوديان ټول له خدای سره اړيکه لري. بايبلي حوالې او تر څنګ يې «ربانيک» ادبيات (حخامي ادبيات) د دې نظريې ملاتړ کوي: موسی «د ټول جسم د روحونو د خدای» پر لور اشاره کوي»، تاناخ (عبراني بايبل) همدا راز له اسرايلي ټولنې بهر د پيغمبرانو پېژندنه کوي او پیغمبر «يونا» (يونس) ته په څرګند ډول ويل شوي وو چې د «نينوا» د غېر يهودي خلکو لپاره د تبليغ په موخه ولاړ شي. د دې څرګندونو او نکلونو پر بنسټ، د «ناتانيل الفيومي» په ټکو چې د دولسمې پېړۍ يو يمني الاهيات پوه و، ځينو ربيونو (مذهبي خلکو) دا نظریه وړاندې کړې چې، «خدای هر چاته يو څه روا کړي چې ځينو نورو ته يې حرام کړي وو ... او خدای ټولو خلکو ته د هغوی د ژبې سره سم يو پيغمبر استوي».(لوين، ۱۹۰۷/۱۹۶۶) ميشناه وايي چې «بشريت له يو انسان څخه زېږېدلی چې هغه ادم و، څو د خدای لوی والی وښيي. کله چې یو انسان په يوه مطبعه کې يوه سکه غورځوي، هره سکه يو شان وي. خو کله چې د پاچايانو پاچا، سپيڅلی يو، سپېڅلی دې وي، خلک د ادم په بڼه پيدا کوي، نو يو بل ته ورته نه دي» (مشناه سنهدرين ۴:۵). توسفتا، څوک چې د مشناه يو مهم ملاتړی دی، همدا راز وايي، «د ټولو قومونو نیک خلک په راتلونکې نړۍ کې برخه لري» (سنهډرين ۱۰۵a)[۳]

د اسرايلو د ديموکراسۍ انستيتيوت له مخې، د اسراييلي یهوديانو نږدې دوه په درې برخه په دې عقيده لري چې يهوديان «غوره شوي خلک دي».[۴]

په بايبل کې سمول

د سفر التثنيه له مخې، کله چې رب اسرائيل په ځمکه خوشې کوي، نور ملتونه به و ايستل شي او «ته مه له هغوی سره کومه ژمنه کوه او مه په هغوی رحم کوه»، سفر التثنية ۷:۴-۷:۵،[۵]

«بلکې ته له دوی سره داسې چلند وکړه؛ چې د هغوی مذبح ځايونه ويجاړ کړه، او د هغوی مجسمې ماتې کړه، او د دوی باغونه پرې کړه، او د هغوی توږل شوې مجسمې په اور وسوځه. ځکه ته د خپل رب د خپل الله مقدس ملت يې: ته خدای غوره کړې يې چې د هغه لپاره غوره کړای شوی ملت شئ، د ټولو هغو خلکو د پاسه، کوم چې د ځمکې پر مخ شته».[۶]

دې ته ورته يوه فقره، په کومه کې چې اسرائيل د غوره شويو خلکو په توګه لوړ کړای شوي دي، د سر کلولو د حراموالی متابعت کوي او د غم پر مهال خپل سرونه کلوي، «ځکه چې ته يو سپېڅلی ملت يې».[۷][۸] تورات همدا راز وايي

«اوس له همدې امله، که چېرې په رېښتيني توګه ته زما خبره منې، او زما په ژمنه درېږې، نو بیا به ته په ټولو ملتونو کې زما لپاره يوه ځانګړې خزانه وې، ځکه چې ټوله ځمکه زما ده».[۹]

خدای ژمنه کوي چې هغه به هېڅکله خپل خلک له نورو سره بدل نه کړي:

«او زه د خپل ځان او ستاسو تر منځ او له تاسې وروسته ستاسې د اولادونو تر منځ او د هغوی له نسلونو سره خپله ژمنه وساتم، د يوې تلپاتې ژمنې لپار، کومه به چې ستاسې او له تاسې وروسته ستاسې د اولاد لپاره به خدای وي».[۱۰]

د انتخاب (غوراوي) په اړه د تورات نور ايتونه

  • «او تاسې به زما لپاره د پادریانو پاچاييو يو سپېڅلی قوم وئ».[۱۱]
  • خدای پر تاسې خپله مينه نه ده پيرزو کړې او نه يې تاسې د دې لپاره غوره کړي يئ چې تاسې په شمېر کې له ټولو خلکو زيات وئ؛ بلکې تاسې په ټولو خلکو کې تر ټولو کم وئ؛ خو خدای له تاسې سره مينه کوله، او د دې لپاره هغه به هغه سوګند پوره کوي، کوم سوګند (لوړه) چې هغه ستاسې د پلرونو نېکونو سره کړی و».[۱۲]

هغه مسئولیت چې په اسرائيلو اېښودل شوی و، «عاموس» پيغمبر په هغې ټينګار کړی و:[۱۳]

«ما د ځمکې په ټولو کورنيو کې یواځې تاسې غوره کړي ياست: له همدې امله زه به پر تاسې ستاسې ټول ګوناهونه وګورم».

حاخامي نظریات سمول

کله کله دې انتخاب ته يهودو ته د يوې ځانګړې دندې د سپارلو په نظر کتل کېږي – تر څو د قومونو لپاره رڼايي شي او له خدای سره د هغې ژمنې بېلګه وړاندې کړي چې په تورات کې تشريح شوې ده. خو دا اند د تل لپاره دا باور له منځه نه وړي چې خدای له نورو خلکو سره اړيکه لري – بلکې، يهوديت په دې باور دی چې خدای له ټول بني نوع انسان سره يوه ژمنه کړې او یهوديان او غېر يهوديان په يو شان له خدای سره اړيکه لري. بايبلي حوالې او همدا راز رباني ادبيات د دې اند ملاتړ کوي: موسی «د ټول جسم د روحونو د خدای» پر لور اشاره کوي»، او توناخ همدا راز د اسرايلو له ټولنې دباندې هم د پيغمبرانو شتون مني. د دې بيانونو پر بنسټ، د «ناتانيل الفيومي» په وينا، څوک چې د دولسمې پېړۍ يو يمني الاهيات پوه و، ځينو «ربيونو» دا نظريه وړاندې کړې چې «خدای د ټولو خلکو لپاره ځينې هغه شيان روا کړي چې د نورو لپاره يې حرام کړي دي... او خدای هر چاته د دوی له ژبې سره سم يو پيغمبر استولی». ميشناه وايي چې «بني نوع انسان له يو انسان څخه چې ادم دی پیدا شوی، تر څو د خدای لوی والی وښيي. کله چې یو انسان په يوه مطبعه کې يوه سکه غورځوي، هره سکه يو شان وي. خو کله چې د پاچايانو پاچا، سپيڅلی يو، سپېڅلی دې وي، خلک د ادم په بڼه پيدا کوي، نو يو بل ته ورته نه دي». توسفتا، کوم چې له تلمود څخه وروسته د مهمو بحثونو ټولګه ده، دا هم وايي چې: « «د ټولو قومونو نیک خلک په راتلونکې نړۍ کې برخه لري».[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ډيری يهودي متنونه (نصوص) دا نه وايي چې «خدای خپله يهوديان غوره کړي». بلکې، په عام ډول دا له يوې دندې يا موخې سره تړل شوي دي، لکه د ټولو ملتونو په منځ کې د خدای د پيغام لپاره تبليغ کول، حال دا چې که چېرته يهوديان له خپلې دندې څخه لرې شي، نو هغوی «نا غوره شوي» نه ګرځي. د دې موخه يوه ځانګړې دنده ده، کومه چې له هغې عقيدې څخه راوځي چې یهوديانو د هغې ژمنې په مټ لوز کړی ، کومه چې خدای د بايبل د مشر ابراهيم، د دوی له پلرونو او نيکونو او يو ځل بيا د ټول يهودي ملت سره د سينا په غر کړې ده. په دې نظریه کې، په يهوديانو د خدای د پادريانو په توګه د سپېڅلي ژوند تېرولو مسئوليت اېښودل شوی دی.[۱۹]

سرچينې سمول

  1. Clements, Ronald (1968). God's Chosen People: a Theological Interpretation of the Book of Deuteronomy. In series, Religious Book Club, 182. London: S.C.M. Press
  2. The Jews as a Chosen People: Tradition and Transformation, S. Leyla Gurkan p. 9
  3. کينډۍ:Bibleverse
  4. 2013 Democracy Index, "We asked: “To what extent do you believe that the Jews are the ‘chosen people’?” As shown in Figure 34, roughly two thirds of the Jewish respondents (64.3%) believe “very strongly” or “quite strongly” that the Jews are indeed the chosen people, while one third (32.7%) do not share this view."
  5. کينډۍ:Bible verse
  6. کينډۍ:Bible verse
  7. See concordance qarach (קָרַח); qorchah or qorcha (קָרְחָה)
  8. کينډۍ:Bible verse
  9. کينډۍ:Bible verse
  10. "(Genesis 17:7)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Bible verse
  12. کينډۍ:Bible verse
  13. کينډۍ:Bibleverse
  14. Sanhedrin 105a)
  15. Mishnah Sanhedrin 4:5
  16. Levine, 1907/1966
  17. Hebrew Bible
  18. کينډۍ:Bibleverse
  19. "Chosen people." Encyclopedia Britannica. 20 February 2018.