و نه و يو شپون و

د سعدالدین شپون په مړینه عبدالعزیز غیرت د ارواښاد استاد شپون شخصیت په لاندې نظم کې بیان کړی.

و، نه و، يو شپون و

يو عاجز غوندې پښتون و

ماتو زړونو ته پايه وه

يوه لويه سرمايه وه

يو له مينې ډک انسان و

خوش اخلاقه مهربان و

په ادب کې ستر ماهر و

يو ليکوال و، يو شاعر و

له قلم سره يې کار و

زبردست ناول نګار و

دهيواد په حال غمجن و

سخت د سولې ارمانجن و

بس غيرته افلاطون و

و، نه و، يو شپون و !!!

عبدالعزيز غيرت (۱۱/۹/۲۰۱۷) ننګرهار ــ هجرت کلی