وېلیم کېنګډن کلېفورډ

وېلیم کېنګډن کلېفورډ، د شاهي ټولنې غړی (FRS) (د ۱۸۴۵ کال د مې له ۴ – د ۱۸۷۹ کال د مارچ تر ۳) یو انګلیسي ریاضي پوه او فیلسوف و. نوموړي د هرمن ګراسمن د کار پر بنسټ، هغه څه وړاندې کړل چې اوس د هندسي الجبر په نوم یادېږي، چې د کلېفورډ دا د الجبر یوه ځانګړې قضیه ده او د هغه په ویاړ نومول شوې ده. د هندسي الجبر عملیې د هغو هندسي اجسامو د انعکاس، څرخښ، لېږد، او شکل نتیجه لري چې نویو موقعیتونو ته نمایش کېږي په عمومي توګه د کلېفورډ الجبر او په ځانګړې توګه د هندسي الجبر د ریاضیکي فزیک، هندسې، او کمپیوټر په برخه کې همېشه خورا زیات اهمیت لري. کلېفورډ لومړی کس و چې وړاندیز یې وکړ چې جاذبه ښایي یوه اساسي هندسي بڼه وي. نوموړي په خپلو فلسفی لیکنو کې د بیان ذهنی-اجسام اصطلاح وړاندې کړه.  [۱][۲][۳]

وېلیم کېنګډن کلېفورډ
وېلیم کېنګډن کلېفورډ

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل نری رنځ   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی نری رنځ   ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه الجبر   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
وېلیم کېنګډن کلېفورډ

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

بیوګرافي

سمول

نوموړی چې په اکسټر ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ښوونځي کې لوی تعهد وړاندې کړ. هغه (په ۱۵ کلنۍ کې) د لندن کینګز کالج او د کمبرېج ترینیتي کالج ته لاړ، چې نوموړي هلته وروسته له دې چې په ۱۸۶۷ کال کې په ریاضیاتو کې دوهمه درجه او د سمیټ په جایزه کې دوهم کس شو، په ۱۸۶۸ کال کې د علمي ټولنې غړی وټاکل شو. دوهمه درجه هغه برخلیک چې نوموړي له هغو کسانو سره شریک کړ چې مشهور ساینس پوهان شول، لکه وېلیم تامسن (لارډ کیلوین) او جیمز کلرک میکسویل. نوموړي په ۱۸۷۰ کال کې د ۱۸۷۰ کال د ډسمبر د ۲۲ د لمر نیولو د پېښې په موخه ایټالیې ته د سفر یو غړی و. د دې سفر په ترڅ کې هغه د سیسیلین په ساحل کې د یوې کښتۍ له ډوبېدو ژوندی پاتې شو. [۴][۵][۶]

نوموړي په ۱۸۷۱ کال کې د لندن په پوهنتون کې د ریاضیاتو او میخانیک پروفیسور وټاکل شو او په ۱۸۷۴ کال کې د شاهي ټولنې غړی شو. هغه د لندن د ریاضیاتو د ټولنې او د میټافزیک ټولنې غړی هم و.[۶]

کلېفورډ د ۱۸۷۵ کال د اپرېل په ۷ نیټه له لوسي لین سره واده وکړ، چې ثمره یې دوه ماشومان وو. کلېفورډ د ماشومانو له لوبو څخه خوند اخیست او د، کوچنی مخلوق، تر نوم لاندې یې د افسانوي کیسو ټولګه ولیکه.  [۷][۸]

مړینه او میراث

سمول

کلېفورډ په ۱۸۷۶ کال د مغزي سکتې سره مخ شو، چې ښایې د ډیر کار له امله وه. هغه د ورځې له خوا تدریس او اداري کارونه ترسره کول، او د شپې له خوا لیکنې کولې. الجزایر او هسپانیې ته یو نیم کلنې رخصتۍ هغه ته لاره هواره کړه چې د ۱۸ میاشتو وروسته خپلې دندې بیا پیل کړي، چې وروپسې یې بیا سکته وکړه. هغه د رغیدو په موخه د مادیرا ټاپو ته لاړ، خو څو میاشتې وروسته د نري رنځ له امله مړ شو او یوه کونډه یې له دوه ماشومانو سره پرېښوده.

کلېفورډ او میرمن یې د کارل مارکس د قبر شمالي لوري ته د جورج ایلیوټ او هربرټ سپینسر قبرونو ته نږدې د لندن په های ګیټ ګورستان کې ښخ شوي دي.

په کاربردي کلېفورډ الجبر کې پرمختګ علمي مجله، د کلېفورډ په میراث کې په سینماتیک فزیک (یوازد حرکت مطالعه) او عصري الجبر کې خپرونې کوي.

ریاضیات

سمول

"کلیففورډ له ټولو پورته او له ټولو مخکې هندسه پوه و." – هنري جان سټیفن سمېټ[۶]

د غیر اقلیدیسي هندسې کشف د کلېفورډ په عصر کې په هندسه کې تازه شونتیاوې پرانستې. د ‌ذاتی تفاضلي هندسې (دیفرانشیل هندسې) ساحه رامنځ ته شوه، چې ورسره د انحنا مفهوم په پراخه کچه په فضا او همدارنګه په منحني کرښو او سطحو کې پلي شو. کلېفورډ د بېرنارد ریمن د ۱۸۵۴ کال مقالې، چې "د هغه فرضیو په اړه چې د هندسې په اساساتو کې پرتې دي" تر نوم لاندې وه، ډېر اغېزمن شو. نوموړي  په ۱۸۷۰ کال کې د کیمبرج فیلسوفي ټولنې ته د ریمان د منحني فضا د مفکورې په اړه راپور ورکړ او د جاذبې په واسطه د خلا د انحنا په اړه اندونه په کې شامل وو. د ریمن د مقالې په اړه د کلېفورډ اند په ۱۸۷۳ کال کې په نیچر (Nature) کې خپره شوه. د نوموړي د "د فضا په اړه - د مادې تیوري" راپور په کیمبرج کې په ۱۸۷۶ کال کې خپور شو، چې د البرټ انشټاین د عمومي نسبت تیوري په ۴۰ کلونو کې اټکل کوي. کلېفورډ بیضوي فضایي هندسه تشرېح کړه او هغه یې د خطي فضا غیر اقلیدیسي هندسه وګڼله. په بیضوي فضا کې د مساوي واټن منحني خطونه اوس د کلېفورډ موازي خطونو په نوم یادېږي.  [۹][۱۰][۱۱]

د کلېفورډ هم عصرو هغه ځېرک او نوښتګر، شوخ او صمیمي ګڼه. نوموړي زیاتره د شپې تر ناوخته کار کاوه، چې دې کار ښایي د هغه مرګ یې ګړندی کړی وي. نوموړي د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې خپرې کړې، چې په کې الجبري شکلونه او تصویري هندسه او د ډینمامیک عناصرو کتاب ګډون لري. د نامتغیر تیوري ته د نوموړي د ګراف تیوري پلي کول د وېلیم سپوټیس ووډ او الفریډ کیمپ لخوا تعقیب شوه. [۱۲]

سرچينې

سمول
  1. Doran, Chris; Lasenby, Anthony (2007). Geometric Algebra for Physicists. Cambridge, England: Cambridge University Press. p. 592. ISBN 9780521715959.
  2. Hestenes, David (2011). "Grassmann's legacy". Grassmann's Legacy in From Past to Future: Graßmann's Work in Context, Petsche, Hans-Joachim, Lewis, Albert C., Liesen, Jörg, Russ, Steve (ed). Basel, Germany: Springer. pp. 243–260. doi:10.1007/978-3-0346-0405-5_22. ISBN 978-3-0346-0404-8.
  3. Dorst, Leo (2009). Geometric Algebra for Computer Scientists. Amsterdam: Morgan Kaufmann. p. 664. ISBN 9780123749420. Archived from the original on 2020-05-04. نه اخيستل شوی 2022-08-29. {{cite book}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  4. کينډۍ:Acad
  5. Chisholm, M. (2002). Such Silver Currents. Cambridge: The Lutterworth Press. p. 26. ISBN 978-0-7188-3017-5.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Chisholm 1911، م. 506.
  7. Stephen, Leslie; Pollock, Frederick (1901). Lectures and Essays by the Late William Kingdon Clifford, F.R.S. Vol. 1. New York: Macmillan and Company. p. 20. Archived from the original on 2008-03-03. نه اخيستل شوی 2022-08-29. {{cite book}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  8. Eves, Howard W. (1969). In Mathematical Circles: A Selection of Mathematical Stories and Anecdotes. Vol. 3–4. Prindle, Weber and Schmidt. pp. 91–92.
  9. Riemann, Bernhard. 1867 [1854]. "On the hypotheses which lie at the bases of geometry" (Habilitationsschrift), translated by W. K. Clifford. – via School of Mathematics, Trinity College Dublin.
  10. Clifford, William K. 1873. "On the hypotheses which lie at the bases of geometry." Nature 8:14–17, 36–37.
  11. Clifford, William K. 1882. "Paper #9." P. 55–71 in Mathematical Papers.
  12. Biggs, Norman L.; Lloyd, Edward Keith; Wilson, Robin James (1976). Graph Theory: 1736-1936. Oxford University Press. p. 67. ISBN 978-0-19-853916-2.