وېرنه ( عربي : مرثیه ) د جدي انعکاس یو ډول شعر دی، چي په پښتو ادب کي په ټولییزه توګه د مړو لپاره د غمرازۍ په ډول ویل کیږي. په پښتو ادب کي تر ټولو پخوانۍ وېرنه یا مرثیه د 425 هجري په شاوخوا کي د پښتون شاعر شېخ اسعد سوري له لوري د امیر محمد سوري د مړيني پر مهال ولیکل سوه. امیر محمد هغه واکمن وو چي د سلطان محمود غزنوي سره یې تر جګړې وروسته د هغه په بند کي ساه ورکړه.