ویب براوزر

ویب براوزر (په انګلیسي: Web Browser) یو داسې پوستغالۍ (Software) دی چې د متن ، انځورونو او نورو معلوماتو د ښودلو لپاره کارول کیږي؛ دا ټول معلومات په ورلډ وایډ ویب یا انټرنیټ په هرې ویب پاڼې کې شتون لري. او متن یا عکسونه چې په ویب پاڼه کې ښکاري هایپر لینکونه لري چې دا د بلې پاڼې یا بلې ویب پاڼې سره نښلوي. یو ویب براوزر په دې توګه کاروونکي ته وړتیا ورکوي چې په اسانۍ او چټکۍ سره هغه معلوماتو ته لاسرسی ومومي کوم چې د نړۍ پراخه ویب کې په مختلفو پاڼو کې خپریږي.

ځینې براوزرونه سمول

ګوګل کروم ، اوپیرا ، موزیلا فایرفوکس ، انټرنیټ اکسپلورر ، ایپل سفاري او نور د بیلابیلو او جلا ځانګړتیاو سره شتون لري.