وړونکی یا بیم(په انګرېزۍ: Beam) یو ودانیزه جوړ شوی عنصر دی چې په ځانګړې توګه د هغې بهرنۍ قوې په وړاندې چې د هغه په محور باندې زور اچوي، ټینګار ښيي. د قوې له وجې د وړنکي په بار ټکیو (هغه ټکي چې وړونکی په ستنو او یا دېوالونو بار یا اېښودل شوی وي) غبرګون راڅرګندېږي. د غبرګون له امله په وړونکي کې د غبرګون قوې راپارېږي. د غبرګون په قوه کې څرخۍ قوه او د ټیلوهلو قوه ونده لري. دغې قوې د دې لامل کېږي چې وړونکی کوږ شي. خو دا ټولو سره به د وړونکي کوږوالی تر حساب شوي نه ډېرېږي او په بڼه کې به یې بدلون نه رادرومي. که بدلون تر حساب شوي وراوړي نو وړونکی به د بهرنۍ قوې تر اغېزو لاندې مات او ویجاړ شي. د وړونکو کارون (د کار ساحه) ډېره غټه ده. د بېلګه په توکه کولای شو. کورونه، پولونه، ګاډي، اورګاډي، الوتکې او داسو نورو یاد کړو.

وړونکی د بهرنۍ قوې تر اغېزو لاندې د کږېدو په اکر کې

د وړونکو ځانګړنې سمول

د وړونکو په ځانګړنو کې دغه ټکي اړین ګڼل کېږي:

  • د جوړونې توکونه او د جوړښت کړنلاره
  • د بار ټکیو شمېر او د هغوی سره د ټینګولو ډول
  • د وړونکي انډول
  • د وړونکي کچې (بر، لوړتیا) او اوږدوالی


د وړونکو توکونه سمول

وړونکي د لرګي، پولاد او د کنګرېت څخه وي. د لرګي وړونکي ته په وګړزه ژبه دستک یا تیر هم وایي. کله کله د سینګار او د ښکلا په پار په بیه لوړ لرګي هم لکه وړونکي کارېږي. کانګرېت د سیمټو او د پولادو د سیخونو څخه جوېږي. په وروستیو وختونو کې د کږې کاږل شوی کانګرېت د وړونکو څخه کار اخلي. دا هغه کانګرېت دی چې مخ کې له دې چې سیمټ غالب ته وراچوي ، سیخونه کښوي. بیا کله چې سیمټ کلک شي نو سیخونه خوشي کړي. دې سره د کانګرېټ پیاوړتیا ډېرېږي. د پولادو د وړونکو بڼې ډېرې دي چې کولای شو د بېلګې په توګه: L ,UNP ,HEA ,IPE, ټیوب (څلورۍ)او هر ډول یو ځای شوي یاد کړو. دغو وړونکو ته په ځینو هېوادونو کې یوازې د سر ټکی (U, H, I) لکه د وړونکي نوم کاروي.

د وړونکو پرتله سمول

د لرګي پیاوړتیا تر پولادو او تر کانګریت لږ ده او ډېرو بار ټکیو ته اړتیا لري. دې سره به د ویلو وړ وي چې د اوبو او لنډبل په وړاندې هم تکړه نه دی. د اوبو په وړاندې د کنګرېتو وړونکو ښه دي او د اوبو سره کومه ستونزه نه لري. د پولادو وړونکو ته هم د پیاوړتیا په پار پوښ ورکول کېږي. که چېرته وړونکي په همدغه توګه ستنې په ودانۍ کې کارېږي نو بیا د هغې د اور پیاوړتیا ته پاملرنه کېږي. د لرګي او پولادو وړونکو ته د اور ضد تختې ورکوي او کانګرېت بیا د اور د ستونزې سره کومه ربړه نه لري او تر ۹۰ دقیقو پورې پیاوړی وي.

سرچينې سمول

  • ЛВВИСКУ - Учебник Сопротивление материалов
  • د ویکيپدیا پاڼې