تپل شوی څو پوړیز ژوند تل دا خبره اورم چې ناامیدي ګناه ده خو دلته حالت هیڅ نه جوړیږي. ټولو ته خپلې ګټې مطلوبی دي نه د ولس په حال د ژړا څوک شته او نه یې د پوښتنې څوک شته. د نن څخه څو پیړۍ وړاندې مسلمانانو سوکاله او بې تکلفه ژوند درلود او بر عکس ټوله اروپا له طبقاتي ژوند څخه کړېدله خو که تاسې متوجه شی نن هغه حالت په اسلامي نړۍ کې موجود دي او ټوله اسلامي نړۍ له طبقاتي ژوند څخه زوریږي. زه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د ١٣٩٩ه ل کال د پیل کرونایې موسم وړاندې کووم هغه داسې چې د افغان حکومت ولسمشر محمد اشرف غني خپله د قرنطین د شروع په وخت کې اعلان وکړ چې هر څوک د خپل مړي جنازه کوي نو د روغتیا د نړیوال سازمان ټولې هغه سپارښتنې دې عملي کړي چې د کرونا څخه مو ممکن د خلاصون لاره وي مثلاً د ګڼې ګوڼې له جوړلو څخه ډډه وکړی، خپل منځي 2 متره فاصله مراعت کړی، ماسکونه استعمال کړی او داسې نور... نو ما په خپله د کابل ښار په زیاتره هدیرو کې د عامو خلکو له خوا د خپلو مړو د خښولو مراسم ولیدل چې زیاتره یې په لږ تعداد کې خلک راغلي ول او د قانون مراعت نوي سلنه شوی وه خو د حکومت له خوا بیا هم په بار بار ددې لس سلنه د قرنطین د مواردو نه عملي کولو باندې نیوکې کولې او ویل به یې چې کرونا جدي ونیسﺉ. خو داسې ډیرې پیښې مې ولیدلې چې د لویو څوکیو خلکو د خپلو مرحومو د جنازې مراسم د نور وخت په پرتله لا په پرتمین شان او شوکت ولمانځل او د روغتیا د نړیوال سازمان ټولې هغه ویناوې تر خپو لاندې کړې چې د کرونا د سرایت مخنیوی یې کاوه. ددې خبرې لپاره زه د ١٣٩٩ د سرطان د میاشتې په څوارلسمه نیټه د ولسمشر د ځانګړي استازي یوسف غضنفر مړینه د ثبوت په ډول یادولای شم چې نوموړې مرحوم یې د حضرت علي رض نومي هدیره کې چې په مزارشریف کې ده خاورو ته وسپارل شو خو د کرونا د مخنیوي لپاره هیڅ نوعه تدابیر نه وو نیول شوي که څه هم لږ لږ تدابیر نیول شوي وه خو هغه په هیڅ حساب وه دلته د حکومت توپیري چلند ښکاره په ډاګه ښکاري، دا حالت په اروپا کې د څوارلسمې او پنځلسمې میلادي پیړۍ سره پرتله کولای شو یعنې په اروپا کې هغه وخت دوه ډوله قوانین جوړیدل چې د دواړو قوانینو د تطبیق ځای صرف او صرف عوام ول او اشراف او روحانیون د قانون د تطبیق څخه مستثنی ول. هغه قوانین چې جوړیدل یو ډول یې Legs په نوم یادیدل چې د اشرافو او روحانیونو له خوا به رامنځته کیدل او په عوامو به تطبیق کیدل او بل ډول یې د Plebest په نوم یادیدل چې د عوامو له خوا جوړیدل او بیرته د تطبیق ساحه یې هم عوام ول. ددومره لوی بحث څخه وروسته غواړم چې په افغانستان کې د طبقاتي ژوند یو معقول او قانع کوونکی ثبوت وړاندې کړم او زه خپله اوس افغان ملت په درې طبقو ویشم. ١: د حکومت په چارو کې دخیل او له هرڅه مستثنی خلک یعنې چارواکي. پارلمان، د وزیرانو عالي شورا، ستره محکمه او داسې نور چې د قانون جوړلو مراکز دي او په دوي کې شته چارواکي چې قوانین جوړوي او همغه په خپله ددوي له خوا تر خپو لاندې کیږي. ٢: دیني علم لرونکي علماء چې یو څه د لومړې طبقې خلکو څخه لږ کم واک لري خو د عوامو له خوا یې پوره پوره درناوی کیږي. ٣: عام ولس چې د هر رنځ د زغملو باوجود هم دوي د همدې رنځ زغملو وړ ګڼل کیږي نن سبا چې کومې سختی دي د همدوی په سر دي او له حالاتو یې مست په پیسو مینان چارواکي ځان نه خبروي او لا یې ورته په زخمونو مالګې دوړوي او د ذره تخطی نه وروسته په سزا رسول کیږي. نو اوس خبره صرف د عقل خاوندانو ته پریږدم چې ووایي چې رښتیا هم په افغانستان کې تپل شوی څو پوړیز ژوند شته او کنه؟ لیکوال محمد نثار انصاري