ويکيپېډيا:گڼون ولې جوړ کړم؟

د ویکيپېډیا لیکنو لوست لپاره اړینه نه ده چې یو ګڼون جوړ یا ولرو. آن تردې چې په لیکنو کې تر ډېره د ګڼون شتون هم شرط نه دی! په لاندې توګه په ویکيپېډیا کې د سمونونو او نویو لیکنو اضافه کولو لپاره ولې کارن حساب ولرو، ددې ښېګڼه د ویکي کارنانو ته ورپېژنو!

لاسرسی پرې کول سمول

په ځینو مواردو کې کارنان په ورانکارۍ لاسپورې کوي. چې په دې حال کې د لنډې مودې او یا هم د تل لپاره د کارن حساب له ویکي کارونې څخه بندول کېږي. په بل حالت کې، نا رجسټره کارنان په ویکي کې ورانکاری پیلوي. که چېرې دا حالت دوام وکړي، د ویکي پازوالان، د اړوندو ورانکارو لاسرسی ویکيپيډیا ته د IP پته یا پتو په پرې کولو سره د هغوي د ورانکارۍ مخه نیسي.

  • له هغې باوري ملګري وغواړئ چې تاسو ته د ویکي کارن حساب جوړ کړي، او د کارن نوم او پاسورډ تاسو ته در وښايي. تاسو کولای شئ چې ویکي ته له ننوتو وروسته خپل پاسورډ بدل کړئ.

د کارن حساب لرونکو کارنانو وړتیاوې چې څه ترسره کولای شي سمول