ويکيپېډيا:پر زمانې پوهېدنه دیني اړتیا ده

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

پر زمانې پوهېدنه دینې اړتیا ده سمول

څېړنه : اجرالدين ( اقبال) سمول

په قرآن مجيد کې د يو سورت نوم ((عصر)) دى ، چې ددې سورت پر منځپانګې تر پوهېدو روسته ، ټولو هېوادوالو ته جوتېږي ، چې څنګه موږ د ملي ، سيمه ييزو او نړيولو شرايطو له سمې ګټنې، په هېواد کې ټیکاو راولو او غونډال - نظام ټينګ کړو . دا څه چې لولئ له ګروهیز - عقيدتي اړخ هېوادوال دې ته اړباسي ،چې څنګه د چاروپه باب دريځ ونيسي !


د نېکمرغۍ څلور ګونې برنامې: سمول

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالْعَصْرِ -إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ-إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ

د لوراند او لورين څښتن په نامه

   1    پر زمانې قسم!
   2    بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى.
   3    خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په  زغم سپارښتنه  کړې وي.


١ _ د قرآن سوګندونه، له هغه مطلب سره تناسب لري، چې له لامله يې سوګند ياد شوي وي.

٢ _ د بشر تاريخ او زمانه ارزښتمنه ده،چې خداى پرې سوګند يادوي؛ نو بايد له عبرتونو يې پند واخلو

(والعصر) "علامه محمد اقبال لاهوری، تاريخ د پوهېدو يوه سرچينه بولي نو ځکه پر دین د پوهېدو لپاره پر تاریخ پوهېدل خورا اړین دي.

٣ _ انسان، له هرې لوري په زيان کې دى (لفی خسر) که وغواړي او که نه غواړي خپله وجودي پانګه له لاسه ورکوي، د عمر ساعتونه، مياشتې او کلونه يې په بيړه تېرېږي، توکیز او مانیز - مادي او معنوي قوت يې کمزورى کېږي، زړه د وينې د پمپولو لپاره ټاکلى استعداد او قوت لري او چې د دې قدرت وخت يې پوره شي نو درېږي، دغسې نور غړي هم دي، همدا راز د انسان روغتيا ، عقل ، ايمان او ثواب هم په زيان کې دي.

٤   _  مطلق انسان، چې د انبياوو د روزنې په کړۍ کې نه وي،نو د زيان په حال کى دى ( ان الانسان لفى خسر) 

د اسلامي نړی ليد له مخې، دنيا د سوداګرۍ يو بازار دى، چې ځينې په کې ګټه کوي او ځينې زيان، انسان خپله پانګه بازار ته راوباسي او په زړه پورې خو داده، چې د دې خداى ورکړې پانګې پېرودونکى په خپله خداى دى، چې ان ډېر لږه يې هم اخلي او کله خو له لسو نه تر اوو سو ګرايه پورې يې اخلي، چې په دې ډول راکړه ورکړه کې انسان ګټه کوي او هغه په کې زيان مومي،چې خپله پانګه د "غير الله" ( ځاني غوښتنو، مقام، ميلو چړچو، مادي خوندونو او....) په لار کې لګوي.

٥ _ د زيان د مخنيوۍ يوازېنۍ لار "ايمان" او "عمل" دى ( امنوا و عملوالصالحات) ايمان د انسان د ټولو کړنو بيخ بنا ده او په مطلق ډول ياد شوى؛ يعنې پر خداى او صفاتو يې ، قيامت، حساب، جزا، آسماني کتابو، الهي پېغمبرانو او خلفاوو يې ايمان او د دين پر ټولو اجزاو ايمان درلودل، نه دا چې پر ځينو ايمان ولرو او پر ځينو نه او ورپسې جوخت "صالح عمل" يې ياد کړى او راښيي، چې ايمان پر "عمل" ړومبى دى، لکه چې ځان جوړونه له ټولنې جوړونې ړومبى ده او صالح عمل يعنې هر کوچنۍ او ستر چار،چې په هر اړخيزه توګه د انساني ټولنې د تکامل، اخلاقي روزنې او "قرب الى الله" لامل وګرځي؛ دا نو په لار کې د پرتې ډبرې له لرې کولو نيولي، په ګردې نړۍ کې د عدالت او حق تر خپرولو او نړيوال له "ضالين" او "مغضوب عليهم" له لارو تر ژغورلو پورې دى؛ يعنې ګرد صالح کړه وړه به ترسره کوې، نه دا چې ځينې کوي او ځينې نه.

 ٦   _  يوازې د ځان په باب فکرکول بس نه دي، مؤمن د نورو د ودې اوسمونې په سوچ او فکر کې هم دى. ( تواصو بالحق)

"حق" يعنې "واقعيت" يا له "واقعيت سره اړخ لګول".

"وجوه قرآن" کتاب په قرآن مجيد کې "حق" ته دولس ماناوې او د کارولو ځايونه ياد کړي دي، لکه، خداى ، قرآن، اسلام، توحيد، عدل، صدق، څرګندتوب، فرضتوب او... نور
"تواصوا بالحق" ډېره پراخه مانا لري، چې " پر نېکيو امر او له بديو منع"، "د ناپوه پوهلو او لار  ورته ښوول" د "غافل تنبيه کول" ، "هڅونه" ا ود ايمان او صالح عمل "تبلېغول"

نوڅوک چې يو بل ته په حق سپارښتنه کوي، په خپله بايد د حق پلوي او عامل وي.

٧ _ څومره چې د حق سپارښتنه لازم ده، هومره په زغم او صبر هم ده. (تواصوا بالحق – تواصوا بالصبر) له پوهېدو او اګاهۍ وروسته، څوک چې د عمل ډګر ته ورودانګي؛ نو په هر ګام کې له خنډونو سره مخېږي؛ نو که زغم و نه لري؛ نو حق، ځاى ته نه شي رسولاى او نه څه صالح عمل کړاى شي او نه خپل ايمان ساتلاى شي.

په ټولنه کې حق هله اجرا کېږي، چې ډله ييز هوډ، خوځښت او د خنډونو پر وړاندې زغم وي.

دلته "صبر" په مطلق ډول ياد شوى او پراخه مانا لري؛ يعنې د خداى پر بنده ګۍ او اطاعت به صبر کوئ، د ګناه د انګېزو په باب به صبر کوئ، د لاس ته راوړو پانګو او قوتونو په له لاسه وتو به صبر کوئ او همدا راز د هغو کړاوونو پر وړاندې به صبر کوئ، چې د الهي قضاء او قدر له لوري در رسېږي.

په ټولنيزه توګه وايی، چې: بې له زغمه حق نه شي پلي کېداى .

که پردې څلورګونو اصولو ځان پوه او عمل پرې وکړو؛ نو دا مو د نېکمرغۍ هر اړخيزه برنامه ده.

د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ياران به، چې يو له بله جلا کېدل؛ نو د "والعصر" سورت به يې لوسته.

نچوړ: سمول

انسان په زيان کې دى او له دې زيانه به هله وژغورل شي، چې دا څلور ګوني اصول (ايمان، صالح کړه  وړه، د حق سپارښتنه، پر زغم سپارښتنه) له يو بل سره په همغږۍ پر مخ بوزي.

د فرهنګي فعاليتونو زيار کښانو ته لازمه ده، چې د پېغمبر اکرم (ص) د اصحابو کرامو په لاروي، له يوبل سره له خداى پاماني ړومبى دې د "والعصر " سورت وايي:

"والعصر": پر انساني عمر قسم

"امنوا": پر توحيد، نبوت، معاد او د دين پر ټولو اجزاوو ايمان درلودل او ځان جوړونه.

"و عملوالصالحات": له ځان جوړونې وروسته د ايمان له مخې له کوچني نيولي، تر ستر کار پورې هغه فعاليتونه کول،چې د انساني ټولنې د تکامل او ژغورنې لامل ګرځي.

"تواصوابالحق": ځان پر حق پوهول او بيا نورو ته يې سپارښتنه کول.

"تواصوا بالصبر": بې له زغمه د حق اجراکول ناشوني دي.

سرچينې : په دې ليکنه کې له الميزان ، نور، نمونه اوتفهيم القرآن تفاسېروګټنه شوې ده .

پر زمانې پوهېدنه دیني اړتیا ده