ويکيپېډيا:ويکي زده کړه (چېرته څه دي)
(له ويکيپېډيا:ويکي زده کړه (څه چېرته دي) نه مخ گرځېدلی)
پيل وکړئ! | څه چېرته دي | ليکنه وکړئ | لومړۍ مخبڼه | دوهمه مخبڼه | تړنه |
خبرې اترې | نوم ليکنه او غړيتوب | اضافي مالومات |
لومړی مخ
د انګليسې هوم پېج ته په پښتو کې لومړی مخ يا کورپاڼه وايي، د ويکيپېډيا په لومړي مخ کې به تاسو د بېلابېلو مهمو مخونو تړنې ومومئ، د دې لپاره چې تاسو وګورئ چې په کومه تړنه کې کومه ليکنه پرته ده، بايد په هره تړنه بېلابېل کلېک وکړئ، د دې کړنې په ترسره کولو سره به تاسو له پښتو ويکيپېډيا سره اشنايي پيدا کړئ.
کله چې تاسو په خپل کمپيوټر کې پښتو ويکيپېډيا لومړی مخ پرانيزئ، نو د ښي لوري په سر کې يوه څنګپټه موجوده ده، چې په سر کې يې د ويکيپېډيا نښان دی چې لومړی مخ ورسره تړلی دی، ورپسې بيا د لاندې پاڼو تړنې لري: