ويکيپېډيا:ليکنه ورگډول/موضوع

د چېټنگ (chating) په لاره لارښود

2. موضوع
3. معروفیت
4. سرچينې
5. مواد
6. پای

ايا دا موضوع کوم چې تاسې غواړئ د وړاندې څخه شته؟

په پښتو ويکيپېډيا کې دا وخت ۱۹٬۰۰۵ ليکنې دي، کومې چې په بېلابېلو موضوعگانو ليکل شوي دي۔ نو کېدای شي چې تاسې په کوم موضوع ليکنه کول غواړئ هغه له مخکې څخه په ويکيپيډيا کې په دغه يا په بل نوم ليکل شوې وي، نو وړاندیز دا دی چې د يوې ليکنې کولو څخه وړانډې تاسې هغه وپلټئ (سرچ کړئ).

که تاسې هغه موضوع په کومه چې ليکنه کول غواړئ، تر اوسه نه وي پلټلي نو لر ورکړی شوي باکس کې هغه وپلټئ

ايا ستاسې موضوع د ويکيپېډيا په معيار سمه ده؟

ايا پدې پوهېږې۔۔
کومې لکينې چې د ويکيپېډېا په معيار سمې نه وي هغه رڼگول (ډيلټ) کېږي، نو هڅه وکړئ چې د داسې خبرو څخه لاس ونيسئ

که ستاسې ليکنه چې تاسې یې ليکل غواړئ د وړاندې څخه ويکيپيډيا کې نه وي، خو بيا هم دې خبرې ته پام نيسئ چې هره موضوع د ويکيپېډيا په معيار سمه نه وي لکه مثال په توگه د خپلې کمپنۍ سوداگري کول، د بل قوم يا انسان په اړه خرابې خبرې ليکل او دا ډول نور ډېر موضوع دي چې ويکيپېډيا يي نه خوښوي۔ مهرباني وکړئ په لاندې ورکړی شوي موضوعگانو ليکنې مه کوئ:

  • خپل ځان په اړه ليکنه مه کوئ (خو که چېرې خپل ځان په اړه څه ليکل غواړئ نو د خپل کارن په مخ يي ليکئ)،د خپلې کمپنۍ يا سوداگرۍ په اړه هم ليکنې مه کوئ.
  • هره ليکنه بې پرې/غېرجانبدارانه کوئ، يعني د خپلو خلکو يا ټولنې ډله مه کوئ او د مخالفينو په اړه د ځانه خبرې مه ليکئ، بلکې چې کوم رښتيا وي هم هغه ليکئ.



بل قدم