ويکيپېډيا:فاطمة الزهرا جنتي مېوه ده

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

د فاطمة الزهرا زوکړه سمول

فاطمة الزهرا جنتي مېوه ده :

     حضرت جبراييل امین پر پېغمبراكرم نازل شو او ويې وويل: ((خداى درباندې سلام وايي او تر څلوېښتو ورځو پورې حضرت خديجې ته مه نږدې كېږه.))

په دې موده كې به پېغمبر اكرم  د ورځې روژه و او د شپې يې لمونځونه كول .پېغمبر اكرم د حضرت "عمار" (رض) له لارې حضرت خديجې ته خبر ولېږه،چې زما لرېوالى د خداى امر دى او په دې موده كې د "فاطمې بنت اسد" په كور كې يم.

له دې مودې وروسته پرښته نازله شوه او ويې وويل :((په دې جنتي مېوه روژه ماته كړه!))

پېغمبراكرم (ص)،چې غوښتل مستحب لمونځ وكړي؛خو پرښتې وويل: ((رسول الله ! نن مستحب لمونځ پرېږده او خپل كور ته ولاړشه.)) پېغمبراكرم له حضرت خديجې سره کوروالى وکړ او دا د حضرت فاطمة الزهرا څاڅکى شو.[1]

ارواښاد "محب الدين طبري شافعي" او ارواښاد "حافظ خطيب بغدادي" له "بغداد تاريخ" له حضرت عايشې بي بي روايت كړى،چې:((يوه ورځ مې رسول اكرم ته وويل:ولې فاطمه دومره ښكلوې؟ راته يې وويل : هو عايشې ! چې اسمان ته يې بوتلم؛نو جبراييل جنت ته دننه كړم او يوه مڼه يې راكړه او و مې خوړه،چې دا د فاطمې څاڅکى شو او چې راستون شوم؛نو له خديجې سره مې کوروالى وکړ او "فاطمه" له همدې څاڅکي ده؛نو فاطمه په انساني بڼه حوره ده  او زما،چې د جنت  بوى  ته شوق وشي؛ نو بويوم يې .[2]))

    ارواښاد "جلال الدين سيوطي" په "دارالمنثور" تفسير كې تر "معراج" آيت لاندې له "طبراني" له حضرت عايشې بي بي روايت كړى،چې: ((رسول اكرم ويلي: چې اسمان ته يې بوتلم او جنت ته يې دننه کړم؛نو تر يوې ونې لاندې ودرېدم،چې دغسې ښكلې ونه مې نه وه ليدلې،شنې پاڼې او ښايسته مېوه يې درلوده،مېوه مې راوشكوله او ومې خوړه او دا د فاطمې څاڅکى شو اوس،چې مې هغه بوى ته شوق راشي؛نو فاطمه بويوم.[3]))

ارواښاد "حاكم نيشاپوري" له "سعيد بن مالك" نه روايت كوي، چې دا مېوه "بهي" و.

"محب الدين طبري" وايي: ((پېغمبر اكرم ويلي: جبراييل را ته له جنته مڼه راوړه،چې ومې خوړه؛نو له خديجې سره مې کوروالى وکړ او په فاطمه "دوه ځانې" شوه او ويې ويل:"سپك حمل مې اخستى او پېغمبره  ته چې بهر وځې؛ نو دا راسره خبرې كوې."))

د قريشو ښځو له حضرت خديجې سره تګ را تګ نه كاوه او ويل يې،چې: (( تا زموږ خبره ونه منله او له يتيم (پلار مړي) سره دې واده وكړ))؛نو حضرت خديجه تر واده وروسته د حضرت محمد (صلی الله عليه و اله) په كوركې ځان ته وه او حضرت فاطمې  په خېټه کې ورسره خبرې كولې. [4]

د کوثر زېرى سمول

    د  پېغمبر اكرم دوه زامن؛ "عبدالله" او "قاسم" په كوچنيوالي كې مړه شوي ول. كفارو ورته ويل: (( د محمد زوی نشته؛نو تر دې وروسته به يې اولاد نه وي .))

پر هغه ورځ،چې درسول اکرم كوچنى زوى "عبدالله" ومړ؛نو يوكينه كښ "عاص بن وايل" ددې پر ځاى،چې له پېغمبر اكرم سره خواخوږي وكړي،د ټولو مخكې چغې كړې : ((محمد بې اولاده شو، ځوځات به يې نه وي، محمد ابتر دى .))

په دې خبرو پېغمبر اکرم او خديجه بي بي ډېر وځورېدل.حضرت جبراييل پر پېغمبر اکرم نازل شو او ويې ويل: ((رسول الله! د خديجې پر خېټه ماشوم لور ده،چې خداى به ستا ځوځات له همدې وغځوي او د ټولو امامانو مور به وي .))

پېغمبراكرم دا زېرى پر خديجې وكړ،چې په اورېدو يې ډېره خوشحاله شوه . [5]

خداى پر پېغمبر اکرم د كوثر سورت نازل كړ .

((إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ -فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ -إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ = په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړى دى؛نوخپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه اوقرباني وكړه؛[ ځكه ] يوازې ستاكينه كښ (دښمن ) بې سټې دى . ))

"کوثر" له کثرته اخستل شوى،چې د ډېرخير په مانا دى اوڅرګنده ده،چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛لکه وحې،نبوت، قرآن ،د شفاعت مقام،ډېر علم،ښه اخلاق؛خو د سورت وروستى آيت ددې ګواه دى ، چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم  ځوځات دى؛ځکه د پېغمبراکرم (صلی الله عليه و اله) بې سترګو او بې ادبه دښمن ورته "ابتر" ووايه او خداى هم د خپل پېغمبر په دفاع کې وويل : (( إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ ))؛ ستا دښمن په خپله ابتر دى؛نوکه له کوثره مراد ځوځات نه وى؛نو د لومړي او درېم آيت ترمنځ اړيکې او په زړه پورې مخونه اومانا  پيدا کولاى نه شو .

د((ابتر)) ټکى په اصل کې "پرې لکۍ" څاروي ته ويل کېږي او په څرګندنه-اصطلاح کې هغوى ته ويل کېږي،چې ځوځات ترې نه وي پاتې ( بې بنياده او ميرات) او داچې د پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله)زامن په ماشوم توب کې مړه شوي ول؛نو دښمنانو به ويل: ((هغه نور ځوځات نه لري او ابتر دى))؛ځکه په جاهلي  دود او فرهنګ کې نجلۍ ددې وړتیا نه درلوده،چې د خپل پلار نوم ژوندى وساتي؛نو د(إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ) جمله ښيي،چې له کوثره مراد د پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) ځوځات دى،چې بېشکه د حضرت "فاطمة الزهرا" له لارې وغځېدو. دا له برکته ډک ځوځات د حضرت خديجې بي بي له لارې د خداى رسول ته ورکړشو.

"فخر رازي" په "کبيرتفسير"کې وايي: ((د فاطمې څومره برکتي نسل دى،چې د "صادق"،"باقر" او "رضا" په څېر امامان ترې زېږېدلي اوسره له دې،چې د امويانو او عباسيانو د حکومت پر مهال د حضرت بي بي فاطمې ډېر نسل ووژل شو؛خو نن سبا يې په زياتره اسلامي هېوادوکې نسل شته.))

پر داسې وخت،چې پلار ته د لور د زوکړې خبر ورکول کېږي؛نو څېره يې له غوسې او شرمه توره اوښته او د ژوندۍ ښخولو په فکر کې به يې شو او په دې لټه کې و،چې څنګه له خلکو وتښتي؛خو پر دې وخت خداى لور ته د "کوثر" لقب ورکوي،چې جاهلي فرهنګ او دود پر الهي او انساني فرهنګ واړوي .

د روايتونوپه رڼا کې،د جنت يوه وياله يا حوض "کوثر" نومېږي ،چې جنتيانو ته به ترې اوبه ورکول کېږي ؛لکه چې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله ) د "ثقلينو"په متواتر روايتو کې ويلي: (("کتاب" او"عترت" له يو بله نه بېلېږي څو د قيامت پر ورځ د "کوثر"د حوض ترڅنګ راسره يوځاى شي.))

خداى د خپلو اولياوو ملاتړ دى،هغوى چې پېغمبر ابتر ګانه؛نو خداى ورته قولي او فعلي ځواب ورکړ. د فاطمې ورکړه فعلي ځواب او (هُوَ الْأَبْتَرُ) قولي ځواب دى . خداى نه يوازې د اولياوو؛بلکې د ټولومؤمنانو ملاتړ دى .

((إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ[6] ))

ډالۍ ورکوونکى خداى (ج) دى ،ډالۍ اخستونکى پېغمبر اکرم او ډالۍ شوې فاطمة الزهرا ده؛نو د(إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)عبارت کارول شوى، چې د خداى لويي او د ډالۍ سترتوب يې راښيي .

  پېغمبر اکرم ته يې ابتر ووايه ؛نوخداى ورته وويل :(إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)  

هغوى چې د مخلوقاتو اشرف ته ابتر وايي،ځواب يې دادى،چې خداى ورته کوثر ورکړي ،چې د ټولو عقل ورته حيران شي .

خداى په آيت کې کوثر ته مصداق رانه ووړ،چې همداسې مهم پاتې شي،کېداى شي دې ته اشاره وي،چې د ډالۍ شوي کوثر د برکت ژوروالى وي .

تاريخ ژوندى ګواه دى،چې دا الهي ورکړه کوثر و .په نړۍ  کې هېڅ نسل د بي بي فاطمة الزهرا د نسل هومره پرمختګ او وده نه ده کړې، په تېره بيا  هغوى چې د مور له اړخه هم "سيدان" دي او "سيدان" يې وګڼو؛نو په نړۍ کې د ساداتو شمېر ددې غيبي خبرمعجزه ده.

د پېغمبر اکرم  په څېر انسان ته د کوثر ورکول هغه وخت دا مانا لري،چې ورکوونکى يې د علم،حکمت،قدرت او حکمت سرچينه وي؛نو د کوثر ورکول، د خدايي  صفاتو اوکمالاتوښکارندوى دى .

وايي :((د فاطمې د زوکړې وخت چې راورسېد؛نو خديجې بي بي د قريشو له ښځو مرسته وغوښته؛خو ورته يې وويل:"چې زموږ دې ونه منله او له يتيم سره دې واده وكړ؛ځكه درسره مرسته نه كوو."خديجه پرېشانه شوه . دغه وخت څلور ښكلې او نوراني ښځې،چې ستايل كېداى نشي،  مرستې ته راغلې او ورته يې وويل: "مه پرېشانه كېږه ! موږ خداى ستا مرستې ته رالېږلي يو." يوې وويل: "زه ستا نيا "حوا" يم. دويمې وويل:زه "مريم" يم. درېمې وويل: زه "آسيه" يم او څلورمې وويل:زه "كلثوم" د حضرت "موسى" خور يم.[7]

فاطمه چې وزېږېده؛نو خدای ته پر سجده پرېوته او ګوتې يې اسمان ته ونيوې.[8]

    د بي بي فاطمې د زوكړې په باب د تاريخپوهانو ترمنځ اختلاف دى.ځينې وايي چې : (( له بعثته پينځه كاله مخكې(؛يعنې د كعبې د بياودانۍ پر كال) زېږېدلې ده.))

  ځينې[9] يې له بعثته پينځه كاله وروسته ليكي. ځينې[10] وايي: بي بي زهرا په 23 كلنۍ كې وفات شوه؛نو بايد چې زوكړه يې د بعثت پر كال وي او دا خبره د شيخ طوسي[11]  له وينا سره اړخ لګوي ،چې وايي : (( بي بي فاطمې له علي (ک) سره په ديارلس کلنۍ کې واده وكړ ( تر هجرته پينځه مياشتې وروسته ).

د حضرت فاطمة الزهرا لقبونه سمول

فاطمه په"راضيه"،"مباركه"،"مرضيه"،"محدثه"،"فاطمه"، "صديقه"، "طاهره"، "زكيه"،  "زهرا"،"سيدة النساء العالمين" ، "خير النساء" او "بتول" يادېده.كنيه يې "ام الحسن"،"ام الحسين" او "ام الاسمه" ده .

په راغليو روايتونو كې ويل شوي،چې په ځينو كې د "فاطمې " د تسميې وجه په "فاطمې" راغلې او په ځينو كې يې كنيه "ام ابيها" ؛ يعني د پلار مور راغلې ده .

د ((ام)) كلمه آر او منشا ته هم کارول کېږي؛لكه شرابو ته چې "ام الخبائث" وايي،چې د ټولو زيانو او بديو سر چينه ده. "ام القرى" مكې معظمې ته وايي؛نو "ام ابيها"؛يعنې د امامت د لړۍ سرچينه ، آر او منشا او د پېغمبر اكرم د نبوت له شواهدو ده .[12]

خوشال بابا وايي :

دوستداران د اهل بيت له اوره خلاص دي

بــــې دوستـــۍ يې عــالم کلــه مخــلص دى

فاطمه سمول

حضرت "امام صادق" روايت کړى،چې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله)حضرت علي(ک) ته وويل: ((علي! پوهېږې فاطمه ولې فاطمه نومول شوې ده؟حضرت علي وويل:نه؟پېغمبر اکرم وويل: داځکه،چې فاطمه او لارويان يې د دوزخ له اوره ژغورل شوي دي .[13]))

حضرت "ابن عبدالله عباس"(رض) روايت کړى: (( پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وويل:په رښتيا چې لور مې "فاطمه" پرښته ده او د نورو ښځو په څېر يې جامې نه راځي او ځکه فاطمه نومول شوې،چې خداى هغه او لارويان يې د دوزخ له اوره ژغورلي دي.[14]))

همدا شان روايت "سليمان بن ابراهيم قندوزي حنفي" په خپل کتاب "ينابيع المودة" کې له حضرت "جابر بن عبدالله" (رض) هم راوړى.

صديقه سمول

"صديق" په دې مانا دى،چې ډېر رښتيا وايي يا په رښتيا ويلو کې بشپړتيا ته رسېدلى وي او کله يې هم دروغ نه وي ويلي او يا داچې کړه وړه يې له خبرو سره پوره اړخ لګوي.

بيا هم ويل شوى صديق هغه دى،څه چې ورته خداى ويلي او څه،چې خداى(ج) خپلو پېغمبرانو ته امر کړى، ددې ټولو تصديقوونکى وي او د خداى (ج) له اړخه پر پېغمبرانو د وحې په هکله شکمن نه وي .

((وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ وَالشُّهَدَاء عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ[15] = او هغو کسانو،چې پر خداى او استازيو يې ايمان راوړى دى، هغوى د خپل پالونكي پر وړاندې رښتوني او ګواهان دي،چې اجر او (د ايمان) رڼا يې ورته (خوندي) ده او  هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي ،هغوى دوزخيان دي .))

((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا[16]= او څوك چې د خداى او پېغمبر اطاعت وكړي (د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي،چې خداى پرې خپل  نعمت لورولى دى (؛يعني) له پېغمبرانو او رېښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او هغوى ښه ملګري دي . ))

((مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلاَنِ الطَّعَامَ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ [17] =مسيح د مريمې زوى يوازې (د خداى) پېغمبر و،چې په يقين مخكې ترې (نور) پېغمبران (هم) تېر شوي وو او مور يې ډېره رښتينې وه، دواړو خواړه خوړل (؛نو څنګه د مسيح د الوهيت دعوا كوئ اومريم لمانځئ ؟) وګوره چې څنګه ورته موږ ( دتوحيد) دلايل څرګندوو!بيا وګوره،چې هغوى څنګه (له حقه) اړول كېږي! ))

  رسول اکرم هم فاطمه  "صديقه" نومولې ده. په معتبرو سرچينو کې راغلي،چې رسول اکرم،حضرت علي (ک) ته وويل: ((درې څيزونه درکړل شوي،چې ما او بل چا ته نه دي ورکړل شوي، چې دا دي[18] :١- ته مې زوم يې او د رسول الله په شان خُسر لرې او زه د داسې چا زوم نه يم،چې خُسر مې ستا په شان وي .٢- ته د صديقې په څېر مېرمن لرې،چې لور مې ده؛خو زه داسې مېرمن نه لرم.٣- تا ته د "حسن" او "حسين" په څېر زامن درکړل شوي؛خو زه يې په څېر زامن نه لرم؛خو بيا هم تاسې زما او زه ستاسې يم .

پورتنى روايت په لاندنيو کتابو کې هم راغلى دى.[19]

المبارکه سمول

برکت د سعادت،ودې او ډېروالى په مانا دى . په "تاج العروس" او  "مفردات راغب" فرهنګي سيندونو کې راغلي: (( هلته چې الهي خير او پېروزېنې د ساتلو،شمېرلو او تللو وړ نه وي؛نو ورته برکت وايي او مبارکې دي.)) سمول

د "ابن منظور" په لسان العرب دويم ټوک کې راغلي: (( برکت، وده ، ډېروالی او سعادت دى)) او په لسان العرب کې هم "مبارکة" "برکة" د ډېروالي،ودې او سعادت په مانا دى .

خداى پر فاطمې بي بي ډول ډول پېرزوېنې کړي او د پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) ځوځات يې د فاطمې  له لارې وګرځاوه.

د فاطمې تر مړينې وروسته دوه زامن او دوه لوڼې پاتې شوې. پر دې سربېره،په "کربلا" کې هم  بې له امام "سجاد زين العابدين" نه د حضرت امام "حسين" ټول زامن شهيدان شول او د حضرت امام "حسن" هم ډېرى زامن شهيدان شول او د حضرت "زينب" (د فاطمې بي بي لور) هم دوه زامن شهيدان شول او د فاطمې  بله لور حضرت "ام کلثوم" هم بې اولاده مړه شوې ده،که څه "ابن قتيبه[20]" وايي،چې حضرت "ام کلثوم" له حضرت عمر( رض) سره واده کړى و او يوه لور فاطمه (يا رقيه) او يو زوى "زيد" ترې زېږېدلي. فاطمې (يارقيه) له "ابراهيم بن نعيم النحام" سره واده وکړ او د ده په کور کې مړه شوه او کوم اولاد ترې پاتې نه شو او "زيد" هم د "عُويج" او "بني زراع" د ټبرونو په اخ و ډب کې ومړ او حضرت "عبدالله ابن عمر"(رضى الله عنها) يې جنازه وکړه.

"فخر رازي[21]" د "کوثر" تر آيت لاندې وايي: (( کوثر؛يعنې د پېغمبر اکرم اولاده او دا سورت هغه مهال نازل شو،چې يو تن پېغمبر اکرم ته د بې بنيادۍ پېغور ورکړ او خداى په دې سورت پېغمبر اکرم ته د ورکړ شوي پېغور ځواب ورکړ.))

له حضرت ابن عباس نه[22] روايت  شوى چې : "زه او پلار مې له رسول الله سره ناست وو،چې حضرت علي راننووت او سلام يې واچاوه. رسول الله ځواب ورکړ او په راتګ يې خوشحال شو، له خپل ځايه پاڅېد، لاس يې د حضرت علي پر اوږه کېښود،تندى يې ورښکل کړ او له ځان سره په ښي خواته کېناوه.عباس وويل:رسول الله!علي دې خوښ دى؟رسول الله (صلی الله عليه و اله)وويل: تره! تر ما يې خداى ډېر خوښوي؛دا ځکه خداى د هر پېغمبر ځوځات له پېغمبره غځوي؛خو زما ځوځات يې د علي له لارې غځولى دى  او د علي زامن زما اولاده ده.))پېغمبر اکرم وويل: ((خداى د هر پېغمبر ځوځات له هماغه ګرځوي؛خو زما ځوځات يې له علي ګرځولى دى.[23]))

له حضرت بن اسامة بن زيد نه روايت دى چې:

(( پېغمبر اکرم وويل: علي! ته مې زوم او زما د اولادونو پلار يې، زه ستا يم او ته زما يې.[24]))

له حضرت عمر (رض)روايت شوى چې: پېغمبر اکرم وويل: (( په قيامت کې به هر سبب او نسب غوڅېږي؛خوبې زما له سبب و نسبه،د هر مور اولاده خپل پلار ته منسوبه وي؛خوبې د فاطمې له اولادې،چې زه يې پلار يم.[25]))

طاهره سمول

د فاطمة الزهرا بل نوم طاهره دى،چې د پاک او سوتره په مانا دى.په دې موضوع به په راتلونکيو څپرکيو کې رڼا واچول شي.

بتول سمول

((وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَاء فِي الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىَ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ [26] = او (د ښځو) د مياشتنۍ جامې په باب دې پوښتي،ورته ووايه : ((هغه يو رنځ دى؛نوځكه په حيض كې له ښځو بېل اوسئ او تر هغې مه ورنژدې كېږئ،چې پاكې شوې نه وي؛نو چې پاكې شوې؛نو له هغې لارې ورشئ،چې خداى درته امر كړى دى،چې د خداى توبه ګاران او (هم ) پاكان خوښېږي .))

مياشتنۍ جامې د ښځې په روحي او جسمي وضع کې بدلون راولي او يو ډول انفعالي حالت پکې رامنځ ته کېږي او د ښځې د جسم او روح د کمزورۍ لاملېږي؛نو ځکه په مياشتنو جامو کې پر ښځو د شرعي احکامو مکلفيت نشته او په جومات،مسجدالحرام او نبوي جومات کې پاتې کېداى نشي ؛خو فاطمة الزهرا له مياشتنو جامو پاکه وه. 

(( پېغمبر اکرم وويل: فاطمه بتول نومول شوې؛ځکه خداى (ج) ترې حيض او نفاس لرې کړی دى.[27]))

((پېغمبر اکرم وويل:فاطمه ځکه بتول نومول شوې،چې د ښځو له مياشتنيو جامو پاکه ده او پرې نه راځي.[28]))

په "ارجح المطالب" کې روايت شوى چې: ((پېغمبر اکرم د "بتول" کلمې په هکله وپوښتل شو.رسول الله! له تاسې مې اورېدلي،چې "مريم د عمران لور" بتول وه او فاطمه هم بتول ده. و يې وويل: بتول هغه ده چې مياشتنۍ جامې پرې  نه راځي او دا جامې د انبياوو لوڼو ته مکروه دي.))

له ابن عباس نه روايت دى چې : پېغمبر اکرم وويل: (( لور مې فاطمه د انسان په بڼه پرښته ده،چې له حيض او نفاسه پاکه ده.[29]

له حضرت انس بن مالکه روايت دى چې: (( پېغمبر اکرم وويل: فاطمې هېڅ کله د حيض او نفاس وينه نه  ده ليدلې .[30]))

له حضرت ام سلمه روايت کړى چې:((پېغمبر اکرم وويل: فاطمې تر لنګوال وروسته او ان د مياشتنو جامو پر مهال وينه نه ده ليدلې.[31]))

له حضرت "ام سلمى"  روايت دى،چې پېغمبر اکرم وويل:

(( پوه شئ زما محراب او جومات پر هرې حايضې او جنب (غسل اوخوتي) سړي حرام دى؛خو بې له اهلبېتو مې،چې علي، فاطمه،حسن او حسين دي.[32]))

د حضرت فاطمة الزهرا كوچنيوالى سمول

((وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ [33]= او چې كله د هغوى يو تن ته د لور (د زېږېدو) زېرى وشي؛نو مخ يې (له ډېر خپګانه) تک تور اوړي او (خپلې ښځې ته) له غوسې ډک وي (چې ولې دې لور راوړه!))

    پېغمبر اكرم د داسې ناسمو افكارو پر ضد په مبارزه لاس پورې کړ او خداى غوښتل،چې د فاطمې له لارې نړۍ ته د ښځې د عظمت او لوړوالي عملي بېلګه وروښيي؛ځكه  پېغمبر اكرم وايي:

((هر اولاد پلار لري،چې نسب يې ورته رسي؛خو بې د فاطمې له زامنو چې زه يې پلار يم او ما ته منسوب دي[34])) .

فاطمې بي بې د وحې په کور کې د خپل پلار تر سيوري لاندې د توحيد زده کړې وکړې،چې کله يې په پېغمبر اکرم سترګې پرانستې؛ نو پلار يې په ټولنه کې پر سترې دندې بوخت و او ليدل يې،چې خپل پردي ورسره د اسلام د تبليغ له امله کينه لري او له بېلابېلو لارو يې ځوروي.

ډېر داسې شوي،چې پېغمبر اکرم به په "مسجدالحرام" کې ناست و او قرآن کريم به يې لوسته او مشرکينو به ځوراوه؛خو فاطمې به په  بيړه ځان پېغمبراکرم ته رساوه او د پلار ملاتړ يې کاوه.

د حکمت او مصلحت له مخې، د فاطمې بي بي ټول ژوند له کړاوونو او سختيو سره اغږل شوى و.

حضرت فاطمه د "شعب ابوطالب" پر تودو شګو خاپوړې کړي او دغه وخت پېغمبر اكرم په ډاګه خلك اسلام ته رابلل. کفارو د پېغمبر اكرم ياران يو په بل پسې په تودو شګو كې ځورول، يو شمېر مسلمانانو حبشې ته هجرت وكړ. كفارو په ګډه وپتېيله،چې پېغمبر اكرم ووژني[35] . "ابوطالب" له دې دسيسې خبر شو او پېغمبر اكرم يې له نورو بني هاشمو سره د ابوطالب  درې (شعب) ته بوت . "خديجه" او كوچنۍ فاطمه هم ورسره ول.

"ابوجهل" له نورو كفارو سره تړون لاسليك كړ،چې پر بنسټ  يې له بني هاشمو او "بني عبدالمطلب" سره په تګ راتګ ، پېر و پلور او د خوراك څښاك پر وركړه  بنديز وي .

دوى په دره كې درې كاله ايسار ول. حضرت "حمزه"،"عباس" او نورو بني هاشمو به د شپې او ورځې څوکۍ كوله او په سختۍ او پټه يې بني هاشمو ته خواړه راوړل.

فاطمې په همدې سختو شرايطو كې د مور شيدې خوړې،چې له تي غوڅه شوه. دلته يې په تودو شګو كې خاپوړې او ګرځېدل زده كړل او په خبرو راغله .

بنديز درې كاله ټينګ و. يو كال وروسته حضرت "خديجه" وفات شوه،خاورو ته تر سپارل كېدو وروسته،چې پېغمبر كور ته راغى؛نو فاطمې په ژړغوني غږ پلار وپوښت :

((مور مې چېرته ده ؟))دغه مهال حضرت جبراييل نازل شو او ويې ويل: ((پېغمبره! فاطمې ته ووايه:مور دې د جنت د "زبرجدو" په ښكلې ماڼۍ كې ارام  کوي .))

فاطمة الزهرا د پېغمبراكرم ملاتړې وه سمول

     څه موده وروسته "ابوطالب" هم له دنيا سترګې پټې كړې. پېغمبراكرم او فاطمه يې پر مړينه ودردېدل او هغه كال يې پر "عام الحزن" يا "د وير او ماتم" پر کال ونوماوه. د ابوطالب تر مړينې وروسته كفارو خپل زور زياتى لا پسې زيات كړ. يوه ورځ پېغمبر اكرم په كوڅه كې روان و،چې چا پرې خاوره او خځلې واچولې؛خو پېغمبر اکرم ورته هېڅ ونه ويل او همداسې كورته راغى او فاطمې په ژړا د پلار سر ووينځه. پلار يې ورته وويل:

(( لورې! مه ژاړه، يقين وکړه، چې لوى خداى به دې پلار د دښمنانو له شره خوندي وساتي.[36]))

مسلم په صحيح کې راوړي ،چې پېغمبر اكرم په مسجد الحرام كې لمونځ كاوه،چې "ابوجهل" له خپلې ډلې سره راغى، چې د اوښ پچې هم ورسره وې . پېغمبر اکرم،چې سجدې ته ولاړ؛ نو پچې يې پر شا ورواچولې . "ابوجهل" او ډله يې په خندا شوه. حضرت فاطمه خبره شوه،چټك يې ځان پلار ته ورساوه او له چټليو يې پاك كړ؛خو دوى بيا هم خندل . پېغمبر اكرم پر "ابوجهل"،"عتبه" ، "شيبه"، "وليد" ، "اميه" او "عقبه" لعنت ووايه او دا ټول د "بدر" په جګړه كې هلاك شول .[37]

فاطمة الزهرا سمول

مدينې ته هجرت کوي سمول

    پېغمبر اكرم يارانو ته د مدينې پر لور د هجرت امر وكړ او په خپله له حضرت ابوبكر (رض) سره د شپې له مكې راووت .

فاطمه له خپلې مشرې خور "ام كلثوم" سره  له مكې روانه شوه . په لار كې يوه قريشي؛ "حويرث بن نقيذ" د حضرت فاطمې او حضرت "ام كلثوم" (رضي الله عنهما) پر اوښ بريد وكړ،چې دواړه له اوښه راپرېوتې او ټپي شوې؛مسلمانانو چې مكه فتح كړه؛نو پېغمبر اكرم اعلان وكړ: (( كه "حويرث بن نقيذ" د كعبې په پردو هم ځان نغښتى واى، بايد هلاك شي.))

حضرت علي(ك) د پېغمبر اكرم امر پلي كړ. په پاى کې ټول مدينې ته ورسېدل .پېغمبر اكرم له نورو يارانو سره په ګډه جومات او په څنګ كې يې ورسره کور جوړ كړ،چې ور يې جومات ته و. تر دې وروسته د اصحابو تر منځ د ورورۍ تړونونه وشول او پېغمبر اكرم اعلان وكړ:(( د خداى په لار كې دوه دوه تنه سره وروڼه شىء.))

پر فاطمة الزهرا مرکې سمول

د فاطمة الزهرا ځلانده څېره :

     فاطمې بي بي ډېره نوراني څېره درلوده. په رواياتو کې راغلي: لمونځ يې چې کاوه؛نو د اسمان اوسېدونکيو يې،له رڼا داسې ګټه اخسته؛لکه د ځمکې اوسېدونکي يې،چې له لمره اخلي.

حضرت فاطمه د خداى (ج) د رڼا له پرتمه پيدا شوې ده. امام حسين وپوښتل شو: ((فاطمې ته ولې زهرا ويل کېږي؟)) ويي ويل:(( خداى (ج) فاطمه د خپلې رڼا له عظمته پيدا کړه،حضرت فاطمه،چې پيدا شوه؛ نو ځمکه او اسمان يي رڼا کړل او پرښتې هم له ډېرې رڼا خداى(ج) ته پر سجده شوې او په حيرانتيا يي وويل:"خدايه! دا څرنګه رڼا ده؟"ورته وويل شو،چې دا زما له رڼاګانو ده او په اسمانو کې مې کېښووه، چې امامان ترې پيدا شي او حکمونه به مې پلي کوي ،خلکو ته به لارښيي او د وحې تر بندېدو وروسته به پر ځمکه زما ځايناستې وي.[38]))

د فاطمة الزهرا مخ سمول

د څوارلسمې سپوږمۍ په شان ځلېده سمول

     امام رضا وايي: ((سپوږمۍ به چې راښکاره شوه؛نو د حضرت فاطمې رڼا يې بر لاس ښکارېده او چا به د سپوږمۍ رڼا نه شوه ليداى او چې به تېره شوه؛ نو بيا به سپوږمۍ ليدل کېده.[39]))

ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: (( د حضرت فاطمې مخ به د شپې ډېره رڼا درلوده او موږ به يې په رڼاکې ګنډل او څرخه کوله،مخ يې ډېر ځلاند و؛ځکه ورته زهرا ويل کېږي .[40]

د مدينې خلک د حضرت فاطمې د مخ رڼا ته حيران ولاړ ول . چا امام صادق وپوښت : ((ولې فاطمې ته زهرا ويل کېږي؟)) ويې ويل: ((حضرت فاطمې به د ورځې درې وارې رڼا درلوده. يو سهار د مدينې د کورونو انګړونه رڼا شول، پېغمبر اکرم يې وپوښت : رسول الله! دا  مو څه وليدل؟ پېغمبر اکرم ټول د حضرت فاطمې کور ته ولېږل،و يې ليدل،چې لمونځ کوي او له لرې ځلېږي. ټولو وليدل ،چې دا د فاطمې رڼا ده؛خلک چې د ماسپښين لمانځه ته راتلل؛ نو کورونه يي په زېړې رڼا راڼه ول او د خلکو جامې هم ژېړې شوې،ټول پېغمبر اکرم ته راغلل او ویې پوښت . آنحضرت يوځل بيا د فاطمې کور ته ولېږل او و يې ليدل،چې حضرت فاطمه پر لمانځه ولاړه ده او ځلېږي؛نو پوه شول، چې د حضرت فاطمې رڼا ده . په لمر پرېواته کې د حضرت فاطمې مخ تک سورشو. دا سره رڼا د مدينې کورونو ته هم ورننووته. خلک بيا پېغمبر اکرم ته راغلل؛نو پېغمبر اکرم بيا د حضرت فاطمې کور ته ولېږل . ويې ليدل،چې حضرت فاطمه خداى ته پر سجده ده او سره رڼا ترې ځلېږي. دا رڼا ترې د امام حسين تر زوکړې پورې ځلېده. دا رڼا د هر امام په مخ کې وه او تر قيامته به ځلېږي .[41] ))

مرکه سمول

    په "مدينه" كې تر مېشتېدو وروسته،ډېرو اصحابو كرامو پر فاطمې بي بي ماركې وكړې . روايت دى چې :

(( لومړى حضرت ابوبکر او ورپسې حضرت عمر (رضي الله عنهما) پر فاطمې د مرکې په موخه پېغمبر اکرم ته ورغلي؛خو پېغمبر اکرم ورته وويل:"په دې اړه د خداى حکم ته پر تمه يم."[42]))

هيثمي په مجمع الزوايد کې راوړي چې :

((حضرت ابوبکر خپلې لور عايشې او حضرت عمر  خپلې لور حفصې بي بي ته وويل،چې :"موږ ته دې فاطمه له پېغمبراکرم نه وغواړي"؛خو دې دواړو ته هر ځل پېغمبراکرم ويل،چې په دې اړه د خداى حکم ته سترګې پر لار يم.))

ټول اصحاب كرام پوه ول،چې رسول الله غواړي، فاطمه حضرت علي (ك) ته وركړي؛خو د حضرت علي (ك) له لوري څه حرکت نه و. يوه ورځ حضرت عمر،حضرت ابوبكر او حضرت سعد بن معاذ (رضي الله عنهم ) په جومات كې ناست ول،چې حضرت ابوبكر وويل:

(( څه موده كېږي د رسول الله يارانو او شتمنو پر حضرت فاطمې مارکې وكړې؛خو پېغمبر اكرم وايي،چې په دې هكله د خداى امر ته منتظر يم. بلخوا حضرت علي (ك) تر اوسه پر مارکې نه دى ورغلى؛راځئ چې په ګډه علي ته ورشو،كه غواړي،چې واده وكړي او لاس يې تنګ وي؛نو چې لاسنيوى يې وكړو.[43]))

حضرت "سلمان فارسي" (رض) وايي :و مې ليدل، چې ټول پر همدې ژمنه د حضرت علي (ك) په لټه له جوماته راووتل.حضرت علي(ك) په كور كې يې پيدا نه كړ او خبر شول،چې د انصارو په باغونو كې کجورې خړوبوي .

حضرت ابوبكر (رض) حضرت علي (ك) ته وويل :"ته په ټولو كمالاتو كې تر نورو غوره يې او پېغمبر اكرم ته هم ځانګړى مقام لرې،د قريشو مشران او نور خلك ورته د حضرت فاطمې پر مارکه  ورغلي ول؛خو پېغمبر اكرم وايي ،چې  د فاطمې د واده په هكله د خداى امر ته منتظر يم ،ګومان كوم خدای او پېغمبر يې فاطمه درته غوره كړى او بل څوك يې وياړ نه  لري،نه پوهېږم ولې رسول الله ته د فاطمې پر مارکه نه ځې؟"

د حضرت علي (ك) په سترګو كې اوښكې راغلې او ويې ويل:"زه غواړم پر فاطمې  مارکه وکړم؛خو لاس مې تنګ دى ."

حضرت ابوبكر (رض) وويل:" دنيا او مال  د خدای او د رسول پر وړاندې هېڅ ارزښت نه لري . ژر تر ژره د فاطمې پر مارکه ورشه.[44]"

د حضرت علي مرکه سمول

حضرت علي كور ته  راغى، پاكې جامې يې واغوستې او د رسول الله كور  ته ولاړ او مخې ته يې كېناست او له شرمه يې سر ښکته کړى و. څو شېبې چوپ ناست و؛خو پېغمبر اكرم ورته وويل:((ګومان كوم كومې اړتيا ته راغلې يې؛خو له ويلو يې شرمېږې،مه شرمېږه و يې وايه.)) حضرت علي (ك) وويل: ((رسول الله! مور و پلار مې  درځار! زه ستا په كور كې ستا تر روزنې او څارنې لاندې لوى شوى يم او زما په روزنه كې مو خورا زيار اېستلى دى. رسول الله! تاسې زما دنيا او آخرت ياست؛نو زه پر فاطمې مارکه راغلى يم.))

پېغمبر اكرم ورته وويل:(( صبر وكړه،چې له فاطمې وپوښتم.))

پېغمبر اكرم له فاطمې وپوښتل: ((ګرانې لورې! ته علي ډېر ښه پېژنې،ستا په مارکه راغلى ايا ستا خوښه ده؟))

فاطمه له حيا او شرمه چوپ پاتې شوه او څه يې ونه ويل. پېغمبر اكرم يې چوپتيا خوښي او رضا وګڼله او په خوشحالۍ حضرت علي (ك) ته راغى او ويې ويل: (( واده ته څه لرې؟))

حضرت علي وويل: ((رسول الله! تاسې زما له وضع ښه خبر ياست؛يوه توره،اوښ او زغره لرم.))

پېغمبر اكرم وويل: (( دا چې ته مجاهد يې او پر اوښ كار روزګار چلوې؛ نو هماغه  زغره وپلوره.علي! پر تا زېرى وكړم، له تا مخكې جبراييل پر ما نازل شوى و او راته يې وويل:" محمده! خداى(ج) په ټولو مخلوقاتو كې ته خپل رسالت ته غوره كړې او علي يې ستا ورور کړ ،له علي سره د فاطمې نكاح وتړه، پرښتو په پاسنۍ نړۍ كې د نكاح ښادي ترسره کړې او خداى به ورته نېك اولاد وركړي."[45]))

د نکاح خطبه سمول

    پېغمبراكرم حضرت علي ته وويل :(( ته له ما مخكې جومات ته ولاړ شه! زه هم در روان يم، چې د خلكو پر وړاندې د نكاح خطبه ووايو.)) ټول مسلمانان په جومات كې راټول شول .

د  پېغمبر اكرم دا خطبه په روايتونوكې په بېلابېل ډول راغلې ده. صفوري په نزهة المجالس کې له حضرت انس بن مالکه او سيوطي هم په تخذير الخواص کې روايت کړي،چې رسول الله پر ممبر كېناست او تر حمد و ثنا وروسته يې وويل:

((خلكو! خبر اوسىء،چې جبراييل پر ما نازل شو او د خداى له اړخ يې پيغام راووړ،چې د علي او فاطمې د واده ښادي پرښتو په پاسنۍ نړۍ كې ترسره کړه او امر يې كړى،چې پر ځمكه يې هم وكړم او تاسې پرې ګواه نيسم.))

بيا يې حضرت علي (ك) ته وويل: (( ودرېږه او د نكاح خطبه ووايه.))

حضرت علي (ك) ودرېد او ويې ويل: ((د لوى خداى پر نعمتونو شكر كوم! بېشكه خداى يو دى او شريك نه  لري . درود دې وي پر محمد او پر آل يې؛ هغه درود، چې پېغمبر اكرم ته يې لوړ مقام وباښه . خلكو!خداى موږ ته د واده كولو امر كړى دى اوخداى زما او د فاطمې واده  مقدر كړى او امر  يې  پرې كړى. خلكو ! رسول الله، فاطمه ماته  په نكاح كړه او زما زغره يې د هغې مهر كړه. پېغمبر اكرم وپوښتئ او شاهد وسىء.))

مسلمانانو وويل : (( رسول الله! فاطمه دې حضرت علي ته نكاح كړې؟))

پېغمبر اكرم وويل: (( هو!))

بيا ټولو مسلمانانو لاسونه پورته كړل او دعا يې وكړه، چې خداى دې دا ښادي دربختوره كړي او ستاسې ترمنځ دې دوستي،مينه او محبت نور هم زيات كړي .

حضرت علي (ك) خپله زغره بازار ته يووړه او حضرت عثمان (رض) ترې واخسته . حضرت علي (ك) دا پيسې له حضرت ام سلمې (رضى الله عنها) سره كېښوولې[46] .

واده سمول

تر كوژدنې ډېر موده وروسته حضرت "ام سلمه" او حضرت "ام يمين" (رضى الله عنهما)،  پېغمبر اكرم ته راغلې او و يې ويل:

((رسول الله! كه خديجه ژوندى واى؛نو د فاطمې پر واده به ډېره خوشحاله شوې واى.))

د حضرت خديجې د نوم په اورېدو د رسول الله په سترګو كې اوښكې راغلې او و يې وويل:((هېڅوك به راته د هغې په شان نشي، هغه وخت،چې  ټولو دروغجن ګڼلم؛نو هغې رېښتينى وبللم او خپله ټوله شتمني يې د خداى د دين په لار كې ولګوله.خديجه هغه ښځه ده،چې خداى يې راته په هكله په جنت كې د زمردو د ماڼۍ زېرى راكړى و.))

- ((رسول الله! حضرت علي (ك) غواړي كه اجازه وركړئ،فاطمه خپل كور ته يوسي او نوى ژوند پيل كړي .))

پېغمبر اكرم وويل: ((ولې علي را ته په خپله ونه ويل؟))

حضرت ام ايمين وويل: ((شرمېده.))

پېغمبر اكرم وويل: ((علي ته غږ كړىء.))

حضرت علي د پېغمبر اكرم  مخې ته كېناست او سر يې له شرمه  ټيټ کړى و. رسول الله ورته وويل : ((غواړې فاطمه خپل كور ته يوسې.)) حضرت علي وويل : (( هو!))[47]

جهېز سمول

     پېغمبر اكرم حضرت ابوبكر،حضرت سلمان او حضرت بلال (رضي الله عنهم) راوبلل او څه پيسې يې حضرت بلال او حضرت سلمان رضي الله عنهما ته وركړې،چې زما لور ته پرې عطر واخلىء او نورې پيسې يې حضرت ابوبكر (رض) ته وركړې،چې جهېز  پرې برابر كړه.

"شيخ طوسي په امالي" كې د حضرت فاطمې جهېز داسې ښوولى دى :

يو کميس،پړونى،كټ چې د خرما له پاڼو بڼل شوى و،دوه توشكه ، څلور بالښته، پوزى، مېچن، لګن،د اوبو ژى،کټورى،د شيدو كاسه او څو  خاورين لوښي .

حضرت ابوبكر (رض)  چې دا راوړل؛نو  پېغمبر اكرم وويل: ((خدايه ! دا واده هغو ته مبارك كړې،چې ډېرى لوښي يې خاورين دي.))

پېغمبر اكرم  په خپلو لاسونو خوړه (وليمه) ورکوي سمول

     پېغمبر اكرم  وويل: (( په واده كې بايد خوړه وركړاى شي، خوښ يم،چې امت مې هم په ودونو كې وليمه وركړي.))

وروسته حضرت علي (ك) ته يې وويل: ((څوک چې غواړې،بلنه وركړه.))

حضرت حمزه (رض) دوه اوښان حلال كړل او ټول اصحاب كرام يې راوبلل . پېغمبر اكرم  په خپلو لاسو خواړه اچول او حضرت علي(ك)، حضرت حمزه او حضرت عقيل رضي الله عنهما د مېلمنو چوپړ ته ولاړ ول.

د پېغمبر اكرم په مباركو لاسو رابللي ماړه شول . پاتې خواړه هغو ته واستول شول،چې واده ته نه ول راغلي. د پېغمبر اكرم په امر په يوه لوښي كې خواړه فاطمې اوحضرت علي (ك) ته ولېږل شول. د پېغمبر اكرم مېرمنو فاطمه ناوې كړه.رسول الله حضرت علي (ك) خپل ښي او حضرت فاطمه کيڼ لوري ته كېنول . دواړه يې سينې ته نږدې او تندي يې ښكل كړل،بيا يې حضرت علي (ك) ته وويل: (( فاطمه ښه او غوره مېرمن ده)) او حضرت فاطمې ته يې وويل: (( علي ښه او غوره مېړه دى.)) پېغمبر اكرم ښځو ته امر وكړ، چې فاطمه په ښادۍ‌‌‌‌‌‌‌خپل كور ته يوسئ او په لار كې داسې ښادي وكړئ،چې خداى پرې ناراض نشي. ام المؤمنين عايشې بي بي دا شعرونه ويل : ((ښځو! ځانونه پټ كړئ،په خپلو ژبو يوازې ښې خبرې وکړئ،د پالونکي نوم واخلـىء،چى موږ يې د اسلام په دين خپل بندګان كړو. ستاېنه لوى بښونكي او وسمن خداى ته ده، خداى دا نجلۍ پاك او ښه مېړه ته غوره كړې ده.))

د واده شپه سمول

پېغمبراكرم د فاطمې كوټې ته راغى او امر يې وكړ،چې په لوښي كې اوبه راوړئ،لږې يې پر حضرت علي وشيندلې،په نورو حضرت علي  اودس وكړ .  بيا يې د حضرت علي او حضرت فاطمې مخونه ښكل كړل او لاسونه يې اسمان ته پورته كړل : خدايه! ښادي يې بختوره كړه. نېك او صالح اولاد وركړې . خدايه! دا دواړه زما دي او زه د دوى يم، دوى له چټليو پاک کړه؛لکه چې زه دې له چټليو پاک کړى يم.

پېغمبر اكرم چې له كوټې وته؛نو حضرت فاطمه پر ژړا شوه. پېغمبر اكرم  ورته وويل: ((لورې ته مې داسې سړي ته وركړې يې،چې په ايمان،پوهه،تقوى او صبر كې تر ټولو غوره دى .))

بيا يې د كوټې ور په دواړو لاسو ونيو او و يې ويل: (( خداى دې تاسې او ستاسې نسل پاك او صالح كړي.))

پېغمبر اكرم امر وكړ،چې ټولې ښځې دې ولاړې شي؛خو حضرت سلم بنت عميس پاتې شوه[48].پېغمبر اكرم ترې د پاتې كيدو پوښتنه وكړه.و يې وويل: (( رسول الله!خديجې د مړينې پر وخت راته وويل:"هر نجلۍ‌د واده پر شپه يوې ښځې ته اړتيا لري او رازمنه يې وي،زه له دې نړۍ ځم او وېرېږم،چې فاطمه هغه مهال څوك و نه لري "ما ورته وويل : كه ژوندۍ وم؛ نو زه به دا كار وكړم.))

دحضرت خديجې د نامه په اورېدو د رسول الله په سترګو كې اوښكې وګرځېدې او حضرت سلم بنت عميس ته يې وويل: په خپله ژمنه دې وفا وكړه.[49]

روايت شوى[50] چې: د واده پر شپه پېغمبر اکرم  فاطمې بي بي ته نوى کميس ورکړ.پر دې وخت يو بېوزلي "ور" وواهه:

(( د رسول  الله کورنۍ! زړې جامې غواړم.)) فاطمې بي بي ورته خپلې نوې جامې ورکړې. دا وخت جبراييل پر پېغمبر اکرم نازل شو او ويې ويل :(( رسول الله! خداى درباندې سلام وايي او راته يې امر کړى،چې پر فاطمې هم سلام ووايم او زما له لارې يې ورته جنتي جامې رالېږلي دي.))    

د واده پر شپه حضرت علي، فاطمه پر ژړا وليده،ويې پوښتل: (( ولې خپه يې؟)) ويي ويل : (( د خپل چلن په هكله مې فكر كاوه، د پلار له كوره ،چې راوتم او ستا كور ته راتلم؛نو د خپل عمر پاى او قبر راياد شو،بله ورځ به له دې ځايه د قبر او قيامت پر لور خوځم؛نو پر خداى قسم دركوم،راځه چې لمونځ او د خداى عبادت وكړو.[51]))

ام يمين پېغمبر اکرم  ته راغله او په ژړغوني غږ  يې ويل: ((رسول الله! په  انصارو کې يوه نجلۍ واده شوه او په واده کې يې پر سر شکرې او غوزان ورېدل، ما ته د فاطمې په واده کې هغه نجلۍ راياده شوه،و مې لیدل،چې تاسې د فاطمې پر سر هېڅ هم ونه شيندل.))

پېغمبر اکرم وويل: (( پر هغه خداى قسم،چې زه يې پېغمبر کړى يم ، خداى چې د فاطمې او علي د واده امر  وکړ ؛نو خپلو نږدې پرښتو ته يې امر وکړ،چې د عرش پر شاوخوا راټولې شئ،په دې کې "جبراييل"،"ميکائيل" او "اسرافيل" هم ول،بيا يې مرغانو ته امر وکړ،چې نغمې وواياست، بيا يې د "طوبى" ونې ته امر وکړ،چې پر هغوی ځلانده "لوءلوء" (مرغلرې) له سپينو زرو،سرو ياقوتواو شنو زبرجدو سره يوځاى وشيندئ.[52]

له حضرت جابر روايت شوى دى :

(( موږ د علي او فاطمې په واده کې ګډون وکړ او ددې په څېر بل پاک او برکتناک واده مو ونه ليد او ډېره خوشبويي پکې وه.[53]))

"احمد بن يوسف دمشقي" په خپل کتاب "اخبار الدوله او آثار لاول" کې وايي:

((فاطمې تر خپل واده وروسته پېغمبر اکرم  ته وويل:" رسول الله! د نورو خلکو لوڼې هم ودېږي او مهر ورته ټاکل کېږي؛نو زما او د هغوى تر منځ به څه توپير وي؟ هيلمنه يم دا مهر به بېرته علي ته ورکړې او له خدايه وغواړه،چې زما مهر دې ستا د امت د ګناهونو  شفاعت وګرځوي ."

پر پېغمبر اکرم جبراييل نازل شو او يو کاغذ يې راووړ،چې پکې ليکل شوي ول : "خداى د فاطمې مهر د هغې د پلار د امت د ګناهونو شفاعت ټاکلى دى ."

فاطمې وصيت وکړ،چې دا کاغذ دې ورسره په کفن کې کېښوول شي. فاطمه په دې هکله وايي:"په قيامت کې،چې راپاڅېږم،دا کاغد به راسره وي او د خپل پلار د امت د ګناهونو شفاعت به کوم."[54]))

فاطمة الزهرا سمول

د پېغمبر اكرم ځیګر ټوټه ده سمول

   پر څلورمه ورځ پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته راغى او و يې پوښتل: (( مېړه دې څنګه سړى دى؟))

ويې ويل: ((خداى مې غوره سړى په برخه كړى؛ خو د قريشو ښځې د مباركۍ پر ځاى وايي:"پلار دې يو نشتمني ته وركړې،حال دا چې شتمنو هم پر تا مرکې كړې وې."))

پېغمبر اكرم وويل: ((ګرانې لورې!پلار او مېړه دې فقيران نه دي، پر لوى خداى قسم، د ځمكې ټولې خزانې يې راته وړاندې كړې؛ خو ما د اخرت نعمتونه غوره کړل.ګرانې لورې! ما درته داسې سړى خوښ كړ، چې تر ټولو لومړى يې ايمان راووړ،د پوهې او عقل له پلوه پر ټولو غوره دى،خداى ښه مېړه دركړى،درناوى يې كوه او له خبرې يې سر غړونه مه کوه .))

بيا يې حضرت علي ته وويل :((له مېرمنې سره دې په مهربانۍ او ورين تندي چلېږه،پوه شه چې "فاطمه" زما د وجود ټوټه ده،چا چې ازار كړه ؛نو زه يې ازار كړي يم او چا چې خوشحاله كړه؛نو زه يې خوشحاله كړى يم . [55]))


د فاطمة الزهرا

غوسه د خداى خپګان دى سمول

    پېغمبر اكرم وايي: (( فاطمه زما د وجود يوه ټوټه ده،چا چې غوسه كړه؛نو زه يې غوسه كړى يم، په رښتيا،چې خداى يې پر خپګان خپه كېږي او پر خوشحالۍ يې خوشحالېږي .[56]))

پېغمبر اكرم وايي: ((علي!خداى درته فاطمه غوره كړه او ټوله ځمكه يې د هغې مهر كړه، كه څوك ورسره دښمني او كينه ولري او پر ځمكه ګرځي؛نو ګرځېده به يې حرام وي.[57]))

پېغمبر اكرم وايي:((که خداى علي نه واى پيدا کړى؛نو بل څوک به د فاطمې انډول نه و.[58]))

بيا يې فاطمې ته وويل : (( په رښتيا،چې خداى د ځمکې پر مخ دوه کسان غوره کړل،چې يو يې ستا پلار او بل ستا مېړه علي [59].

پېغمبر اكرم وايي : ((فاطمه پاکلمنې ده او خپله لمن يې له هر راز چټليو پاکه وساتله؛نو خداى پر هغې او اولادې  يې د دوزخ اور حرام کړ.[60]))

خوشال بابا وايي :

مرتضى  ددې شوهر دى سمول

چې تربور د پېغمـــــــــــــــــبر دى[61] سمول

حضرت فاطمة الزهرا سمول

د مېړه په كور كې سمول

     د نوي ژوند په پيل كې حضرت فاطمه او حضرت علي، پېغمبر اكرم ته راغلل او و يې ويل : ((پر موږ د كور چارې ووېشه.))پېغمبر اكرم كورنۍ چارې حضرت فاطمې او بهرنۍ يې حضرت علي (ك) ته وسپارلې. حضرت فاطمه وايي: (( داچې د كور بهرنۍ چارې را و نه سپارل شو، ډېره خوشحاله شوم .[62]

حضرت فاطمه  د پلار ملاتړې ده سمول

حضرت   فاطمه د پېغمبر اكرم لور او د اسلام د ستر مېړني او بولندوى مېرمن وه؛نو بې د كور له چارو،د بهر له جريانو هم خبره وه. د اُحُد په جګړه كې،چې ورته د پېغمبر اكرم د ټپي كېدو خبر ورسېد؛نو په منډه يې ځان ورورساوه.حضرت علي (ك) به اوبه اچولې او حضرت فاطمې يې په وينو سور مخ  وينځه،بيا يې يو ټوټه وسېځله او ايره يې پر ټپ كېښووه او وينه بنده شوه.

په يو بل روايت كې راغلي : پېغمبر اكرم او حضرت علي ،چې د احد له جنګه راستانه شول؛نو خپلې تورې يې وينځلو ته حضرت فاطمې ته وركړې. [63]

حضرت فاطمه به كله هم د حضرت علي (ك)له اجازې پرته له كوره نه وته او نه يې خپل مېړه غوسه كاوه. په دې خبره پوهېده كه ښځه خپل مېړه غوسه كړي او څو يې مېړه پخلا شوى نه وي، خداى يې لمونځ او روژه نه قبلوي .

حضرت علي (ك) د حضرت فاطمې په هكله وايي: ((پر لوى خداى قسم  ما داسې كوم عمل و نه كړ،چې فاطمه پرې غوسه شي او فاطمې هم داسې عمل ونه كړ، چې زه پرې غوسه شم .[64]))

حضرت فاطمه له پېغمبر اكرم نه روايتوي : ((غوره مو هغه دى،چې له خپلو مېرمنو سره په مهربانـۍ چلېږي.))

څرنګه چې حضرت فاطمه په كوچنيوالي كې له خپل پلار سره په سختيو او كړاوونو كې څنګ تر څنك ولاړه وه، د مېړه په كور كې هم د نړۍ ښځو ته ستره بېلګه ده.

پېغمبر اكرم(ص) سمول

د فاطمې لرېوالى نشي زغملاى سمول

  تر واده وروسته حضرت علي (ك) او حضرت فاطمه د  پېغمبر اكرم له كوره لرې د "قبا" له جومات سره نژدې مېشت شول . حضرت فاطمه پردې سربېره،چې پر خپل پلار ګرانه وه،د غوره انساني ځانګړنو له كبله يې هم ډېره ستايله؛ نو غوښتل يې چې له ځان سره يې نژدې مېشته او و اسوي .

حضرت "حارث بن نعمان" (رض) د پېغمبر اكرم له دې هوډه خبر شو او ورته يې وويل: (( له نورو زما کور تاسې ته نږدې دى، هر څه مې له تاسې ځار دي.))

پېغمبر اكرم ورته وويل:(( خداى دې اجر دركړي.))

حضرت فاطمه او حضرت علي (ك) د پېغمبر اكرم د كور تر څنګ مېشت شول او د پېغمبراكرم  د كور په څېر د دوى ور هم د جومات پر لور پرانستل کېده.[65]))


حمزه بابا وايي:

ورور د علي که و،نبي،نبي و، ورور د عـلي

کــــــور د عــــلي و،د نبـــي د نبــي کور د علي


حضرت فاطمة الزهرا؛ سمول

د کور زیارکښه سمول

      حضرت فاطمې په كور كې ډېر كار كاوه.حضرت علي (ك) وايي: ((فاطمې به دومره اوبه كور ته راوړې،چې د اوبو د ژي خاپې يې پر ملا ښكارېدې،دومره مېچن يې كوله،چې لاسونه يې تڼاكې شول،د كور په پاكوالي كې يې  زيار اېست . يوه ورځ مې ورته وويل:((پېغمبر اكرم ته ووايه،چې په چارو كې دې مرستې ته يو خادم دركړي.))

بله ورځ حضرت فاطمه پېغمبر اكرم  ته راغله ،هغه (ص) له  نورو اصحابو كرامو سره خبرې كولې؛بېرته ستنه شوه. پېغمبراكرم پوه شو، چې فاطمه به كومه اړتيا لري . په سبا په خپله د فاطمې كور ته ورغى،ورته يې ويل : (( لورې! څه ته راغلې وې؟)) حضرت فاطمې له شرمه څه ونه ويل؛ نو ما وويل : (( رسول الله ! فاطمه په كور كې ډېر زيار باسي،لاسونه يې تڼاكې او پر ملا يې د اوبو د ژي خاپونه دي، زما په وينا ستاسې حضور ته درغلې وه،چې مرستې ته يو خادم وركړې.))

پېغمبر اكرم ورته وويل :(( غواړئ  يو عمل دروښيم،چې تر خادمه ډېر غوره دى؟؛د ويدېدو پر مهال او هر سهار (33) ځله ((سبحان الله))،(33) ځله ((الحمدالله)) او (34)ځله ((الله اكبر)) وايئ؛ نو خداى به دې د دنيا او اخرت په چارو كې بركت واچوي.))

يوه ورځ پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته ورغى؛حضرت علي او حضرت فاطمې دواړو مېچن كوله او و يې ويل: (( په تاسې كې څوك ستړى دى؟))

حضرت علي وويل:(( رسول الله! فاطمه .))

  پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې پر ځاى كېناست او مېچن يې ګرځوله.[66]

حضرت فاطمه په عبادت كې داخلاص په هكله وايي: (( څوك چې د زړه له كومې د خداى عبادت وكړي؛نو لوى خداى به پرې ستر مصلحت نازل كړي .[67]))

او د اخلاقو او انساني اړيكو په باب وايي: (( ورين تندى مؤمن جنت ته وړي.[68]))

خوشال بابا وايي :

له اوله تر اخره په جهان کې

د سيد غوندې څوک نشته معراجي

د حسنينو زوكړه سمول

    د هجرت پر درېم  كال په روژې مياشت كې د پېغمبر اكرم لومړى لمسى"امام حسن"وزېږېد،چې زيات پرې خوشحاله شو او په خوشحالۍ د حضرت فاطمې كور ته ورغى،په غېږ كې يې واخست او ښكل يې كړ،په غوږ كې يې ورته اذان وكړ او د ويښتانو د تول هومره يې د مدينې بېوزليو ته د خداى په رضا سپين زر وركړل.

د هجرت پر څلورم كال د "شعبان" په مياشت كې د پېغمبر اكرم بل لمسى "امام حسين " وزېږېد.

د محب طبري[69] په روايت کې، سلم بنت عميس ( د اسماء خور او د حضرت حمزه سيدالشهداء مېرمن وه) ( کشف الغمه:١/٣٦٨)په حيرانتيا رسول اکرم وپوښت :((چې حسن،له فاطمې وزېږېد نه مې ترې نفاس او نه استحاضه وليده ؟))

  آنحضرت راته وويل : (( لورمې "طاهره" او"مطهره" ده .))

    يوه ورځ حضرت علي (ك) وويل : (( د خوړو څه شته؟))

حضرت فاطمې ورته وويل: (( دوه ورځې كېږي،چې زه حسن او حسين وږي يو.))

حضرت علي وويل : (( ولې مو خبر نه کړم))

ويې ويل: (( له خداىه مې حيا وكړه،چې هغه څه درنه وغواړم،چې په وس كې دې نه وي.))

حضرت علي له كوره ووت او څو ديناره يې پور كړل؛ ډېره ګرمه ورځ وه،حضرت "مقداد بن اسود" (رض) سره مخ شو، وارخطا ښكارېده،حضرت علي (ك) وپوښت : (( ولې له كوره راوتلې يې؟)) حضرت "مقداد" له خبرو ډډه وكړه؛ خو د حضرت علي (ك) په ټينګار يې وويل: (( لوږې له كوره را اېستلې يم، د خپلو وړو بچو ژړا مې نه شوه زغملاى))؛نو حضرت علي (ك) ورته پور كړي دينار وركړل . [70]

د نړۍ د ښځو بي بي سمول

    حضرت "عمران حصين" (رض) له  پېغمبر اكرم سره يو ځاى د حضرت فاطمې كور ته ولاړ . پېغمبر اكرم وويل: (( فاطمې! اجازه ده،چې له دې سړي سره درننوځم.))

بيا پېغمبر اكرم  ورته د پردې كولو امر وكړ. حضرت فاطمې وويل : ((درد،زغم او لوږه لرم.))

پېغمبر اكرم ورته وويل: (( خوښه نه يې،چې د دنيا د ټولو ښځو بي بي اوسې؟))

فاطمې وويل: (( ايا مريم د خپل وخت د ښځو بي بي نه وه؟))

پېغمبر اكرم ورته وويل : (( حضرت مريم د خپل وخت بي بي وه او ته د ټولو ښځو بي بي يې،ستا مېړه په دنيا او اخرت كې ستر او غوره دى.[71]))

يوه ورځ پېغمبراکرم د فاطمې بي بي په کور کې اودس کاوه،و يې پوښتله : (( لورې! څنګه يې ؟))

ويې ويل: (( پر خداى قسم غمونه راباندې پېټى کېږي او لاسونه مې تش دي او خواشيني مې اوږده ده او اخرت ته مې توښه نه  ده چمتو کړې.[72]))


فاطمة الزهرا سمول

د زهد او بښنې بېلګه سمول

      پېغمبر اكرم به چې له سفره راستنېده؛نو لومړى به د حضرت فاطمې كور ته ته او ډېر وخت يې ورسره خبرې كولې.يو ځل له سفره راستون شو،ويې ليدل،چې فاطمې ځان ته د سپينو زرو بنګړى او والۍ اخستي او د كور پر وره يې هم نوې پرده را ځوړند ده. پېغمبر اكرم لږ كېناست او خپه له كوره ووت.فاطمه  د پېغمبر اكرم پر خپګان پوه شوه،خپلې ګاڼې يې پلار ته ولېږلې او ويې ويل : (( دا د خداى په لاركې ولګوه.))

پېغمبر اکرم وويل : (( پلار دې له فاطمې ځار شي،هغه كار يې،چې بايد كړى واى،وكړ، دنيا "د محمد آل" ته نه ده .[73]))

له حسنينو سره  د پېغمبراكرم(ص) مينه سمول

پېغمبراكرم د حضرت فاطمې كور ته ولاړ.حضرت علي (ك) او حضرت فاطمه ويده ول. "امام حسن"ژړل او وږى و. پېغمبر اكرم،چې دا حالت وليد؛و يې نه غوښتل،راويښ يې كړي .په انګړ كې ولاړه مېږه يې ورو ولوشله او "امام حسن"ته يې شيدې وركړې .

حضرت "اسامه بن زيد بن حارثه" وايي: (( يوه ورځ د رسول الله كور ته ولاړم ور مې وواهه، پېغمبر اكرم راووت،راسره يې خبرې كولې، ومې ليدل،چې د رسول الله د چپنې (عبا) شا ته "امام حسن"او "امام حسين "(رضي الله عنهما) پټ ول. رسول الله په خوشحالۍ را ته وويل"دا دواړه مې اولاد دى او د لور زامن مې دي . لويه خدايه! زه ورسره مينه كوم؛ ته هم ورسره مينه ولره او څوك چې ورسره مينه لري هم مينه ورسره ولره.[74]"))

پېغمبر اكرم په جومات كې جمع وركوله او سجده يې اوږده شوه؛ اصحابو كرامو داسې فكر وكړ،چې څه پېښ شوي او يا پر پېغمبر اكرم وحې نازله شوې؛خو پېغمبر اكرم تر لمانځه وروسته وويل : (( په كور كې "حسين" زما پر اوږو او شا سپرېږي؛نو چې سجدې ته ولاړم د عادت له مخې،زما پر اوږو سپور شو،و مې نه غوښتل وارخطا شي؛صبر مې وكړ،چې په خپله كوز شي؛ځكه مې سجده اوږده كړه.[75]))

پېغمبر اكرم به چې له كوره ووت، دواړه لمسي يې له ځان سره وړل . يوه ورځ پر ممبر ناست و او خلكو ته يې وينا كوله او "امام حسن"او "امام حسين "د جومات په انګړ كې لوبې كولې،چې راوغورځېدل او بېرته جګ شول او نګوښي  (ګوډ ګوډ) روان ول. د رسول اکرم چې ورته پام شو،خبرې يې پرېښووې،په منډه يې ځان ورورساوه او په غېږ كې يې واخستل، ښکل يې كړل، ممبر ته يې راوستل او له ځان سره يې كېنول او خلكو ته يې وويل : (( زما لمسي نګوښي روان ول؛ نو زړه مې صبر و نه كړ،ورغلم او دلته مې له ځان سره كېنول .[76]))

د فاطمة الزهرا عبادت سمول

د "امام حسين "له لمسي امام "محمد باقر" څخه روايت دى: (( خداى فاطمه په علم او پوهې له بدۍ او فساده پاكه كړې ده.[77]))

"امام حسن"وايي : (( مور مې فاطمه د جمعې پر شپه تر سبا پر عبادت بوخته وه؛ وا مې ورېدل، چې ټولو مؤمنانو ته دعا كوي؛خو ځان ته يې دعا ونه کړه.ورته مې وويل:مور جانې ولې ځان ته دعا نه كوې؟ راته يې وويل :"لومړى ګاونډي او بيا ځان دى .[78]"))

حضرت "حسن بصري" وايي: (( فاطمې به دومره عبادت كاوه،چې پښې به يې تڼاكې شوې.[79]))

له حضرت "سلم بنت عميس" روايت دى: (( يوه ورځ  پېغمبر اكرم  د حضرت فاطمې كور ته ولاړ؛ نو "امام حسن"او "امام حسين "په كور كې نه ول،حضرت فاطمې ورته وويل :" په كور كې د خوړو څه نه وو،علي بهر ته؛نو حسن او حسين يې هم له ځان سره بوتلل او راته يې وويل:ځكه يې وړم چې ونه ژاړي او خواړه ونه غواړي ."پېغمبر اكرم د حضرت علي په لټه كې له كوره راووت،علي يې د يوه يهودي د کجورو په باغو كې وليد،چې ونې خړوبوي،"امام حسن"او "امام حسين "لوبې كولې او لږې کجورې هم ورسره وى،حضرت علي ته يې وويل:" حسن او حسين له تيارې نه مخکې كور ته نه وړې؟" راته يې وويل :"رسول الله! له كوره،چې راوتم؛ نو په كور كې خواړه نه وو،څه ځنډ به وکړم،چې لږې کجورې فاطمې ته يوسم،له يهودي سره مې ژمنه كړې،چې د هرې ونې اوبه كولو راته يوه کجوره راكړي"؛نو چې څه كجورې برابرې شوې، د "امام حسن"او "امام حسين "په لمن كې يې واچولې ا و كور ته راستون شو.[80]))

پېغمبر اكرم د حضرت فاطمې كور ته ورغى او پر غاړه يې غاړكۍ وليده،په ليدو يې خپه  شو، فاطمې غاړكۍ پېغمبر اكرم ته وركړه، پېغمبر اكرم وويل: (( فاطمې جانې! ته زما يې.))

بيا يو بېوزلى راغى او پېغمبر اكرم  ورته غاړه كۍ وركړه او ورته يې وويل: (( څوك چې زموږ وينه تويه كړي او څوك مې كورنۍ ازار كړي؛ نو خداى به پرې غضب نازل كړي.[81]))

پېغمبر اكرم "امام حسن" ښکلاوه. پردې مهال "اقرع بن حاصين" وويل: (( زه لس اولادونه لرم، تر اوسه مې يو هم لا نه دى ښکل كړى.))

پېغمبر اکرم پر غوسه وويل : (( كه خداى ستا له زړه مينه اخستې؛ نو زه څه وكړم. څوک چې پر كوچنيانو و نه لورېږي، له موږه نه دی .[82]))

بله ورځ رسول الله د حضرت فاطمې له كوره تېرېده؛نو "امام حسين "ژړل،ژړا يې چې واورېده؛نو فاطمې ته يې وويل: (( نه پوهېږې،چې د حسين ژړا مې ځوروي .[83]))

حضرت "ابوهريره" (رض) روايتوي: ((يوه ورځ رسول اکرم "امام حسين "او "امام حسن"پر اوږو سپاره كړي ول؛كله يې "امام حسن" ښکلاوه او كله يې امام حسين. يوه سړي ورته وويل:" رسول الله (ص)! ورسره مينه لرې؟" پېغمبر اكرم وويل :"څوك يې،چې دښمن وي ؛ نو زما به هم دښمن وي."[84]))

  رسول اكرم"امام حسن"او "امام حسين" د ګل په څېر بويول . حضرت ابوبكر(رض) روايتوي : (( يوه ورځ له رسول اکرم سره ناست وم، كله يې "امام حسن"ته كتل او كله خلكو ته او ويل يې:" زوى مې حسن غوره دى،كېداى شي له بركته يې زما امت اصلاح شي."))

له حضرت "جابر" (رض) روايت دى،چې : ((رسول اکرم له "امام حسن"او "امام حسين "سره لوبې كولې،پېغمبر اكرم به په پښو او لاسونو روان و او هغوى پر شايې سپاره ول.[85]))

حضرت "يعلي عامري" (رض) روايتوي : (( پېغمبر اكرم يوه ورځ "امام حسين "له نورو ماشومانو سره په كوڅه كې پر لوبو وليد، پېغمبر اكرم غوښتل "امام حسين "راونيسي؛خو منډې يې كړې؛نو ويې وويل:"زه د حسين او حسين زما دى.څوک چې ورسره مينه او دوستي ولري؛نو خداى به ورسره دوستي او مينه ولري.[86]"))

د جنت ښاغلي سمول

حضرت فاطمې"امام حسن"او امام حسين، رسول الله ته راوستل او ويې ويل:((پلارجانه!حسن او حسين ستا اولاد دى، ورته څه وبښه.))

پېغمبر اكرم وويل: (( خپل هيبت او سيادت مې حسن ته، زړورتيا او شجاعت مې حسين ته و بښله.[87]))

پېغمبر اكرم وايي: (( فاطمه د جنت د ښځو بي بي ده او حسن او حسين د جنت زلمي دي .[88]))

پېغمبر اكرم :(( حسن او حسين مې په دنيا کې د سترګو تور دي .[89]))

حضرت ابو هريره (رض) روايتوي: (( يوه ورځ پېغمبر اكرم ملاست و، "امام حسين "او "امام حسن"يې پر پښو ګرځېدل؛نو رسول الله ورته وويل:" د فاطمې د سترګو تور او د زړه ټوكړو! پاڅئ  او دواړه يې ښکل كړل."))

همداراز حضرت ابوهريره (رض) په يو بل روايت كې وايي: (( "امام حسن"او "امام حسين "د پېغمبر اكرم په مخ كې په غېږه ورغلي ول، پېغمبر اكرم "امام حسن"ډېر پرملا ټپاوه؛نو حضرت فاطمې وويل: "رسول الله! د حسن ځكه ننګه كوې،چې مشر دى ." پېغمبر اكرم وويل:" دا چې حسين تر حسنه كوچنى دى؛خو زړورتيا او زور پكې ډېر دى ."))

له حضرت امام رضا (رح) روايت دى : (("امام حسن"او "امام حسين "د شپې تر ناوخته د پېغمبر اكرم په كور كې لوبې كولې پېغمبر اكرم ورته وويل :"خپل كور ته ولاړشىء"، چې له كوره ووتل؛ نو د برېښنا په څېر رڼا ښكاره شوه او تر هغې وه،چې ورسېدل؛ نو پېغمبر اكرم وويل: "د خداى ډېر شكر دى، چې موږ اهل بيت يې غوره كړي يو."))

په بل روايت كې راغلي: ((پېغمبر اكرم فاطمې ته وويل :" ګرانې لورې! خداى تعالى د ځمكې پر لور پام وكړ او زه يې تر ټولو غوره وګرځولم . په دويم ځل يې پام وكړ او ستا مېړه يې پر نورو غوره وګرځاوه. په درېم ځل يې پام وكړ او حسن اوحسين يې د جنت له ځوانانو غوره كړل .[90]))

پېغمبر اكرم (ص):(( حسن او حسين د جنت دوه زلمي او ښاغلي دي.[91]))

د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ سمول

     د هجرت پر لسم كال د "نجران" مسيحيان د بحث لپاره پېغمبر اكرم  ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو "سيد"،"عاقب" او "ابوحارثه" له پېغمبر اكرم ډول ډول پوښتنې وكړې . دا وخت دا آيت نازل شو:

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [92] = (د مسيح په باب) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه له تا سره شخړه كوي؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل خپلوان راوبلو او تاسې هم،موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ ؛نو مباهله (او دعا) به وكړو،چې كه څوك دروغجن وي؛نو وبه وايو،چې پر هغوى دې د خداى لعنت وي .))  

پېغمبر اكرم د خداى له امر سره سم د "نجران" مسيحيانو ته د مباهلې بلنه وركړه؛خو دوى وويل : ((مباهله دې سبا تر سره شي.)) نصاراوو پردې خبره په خپل منځ كې سلا مشورې وكړې.

"ابو حارثه" وويل: (( ګورو كه سبا پېغمبر اكرم له خپلې كورنۍ سره راغى؛ نو په خپله خبره به پوخ باوري وي؛نو په داسې حال کې موږ ته نه ښايي،چې مباهله ورسره وكړو او كه بې  كورنۍ ورسره بل څوك راغلل؛نو مباهله به ورسره وكړو.))

د مباهلې پر ورځ مسلمانان راټول شوي ول . پېغمبر اكرم له يو ځوان،يوې ښځې او دوه ماشومانو سره راغى. د نصاراوو مشرانو وپوښتل: (( داځوان څوك دى ؟))

مسلمانانو وويل : (( هغه حضرت علي، د پېغمبر اكرم زوم او د تره زوى دى . ښځه يې د پېغمبر اكرم لور؛فاطمه ده او دوه كوچنيان "امام حسن"او "امام حسين " يې لمسي او د فاطمې او علي زامن دي.)) پېغمبر اكرم له دې څلورو كسانو سره يو ځاى د نصاراوو مخې ته كېناست.د نصاراوو مشرانو او"ابو حارثه"، چې دا حالت وليد؛نو دوستانو ته يې وويل : (( پر خداى قسم  محمد؛ لكه د نورو  پېغمبرانو په شان په ډاډ مباهلې ته راغلى ،زه په خپل مخ کې داسې څېرې وينم، كه له خدايه وغواړي؛نو دا ټول غرونه دړي وړي كېږي،وېرېږم نفرت راباندې ووايي؛د ځمكې پر مخ به ټول مسيحيان هلاك شي؛نو مصلحت دادى،چې له مباهلې ډډه وكړو.))

له پېغمبر اكرم سره يې جوړجاړی وغوښت او پېغمبر اكرم هم ورسره ومنله.

په پورتني آيت كې له "ابنائنا" څخه مطلب حسن او حسين، له "نسائنا" څخه مطلب فاطمه او له "انفسنا" څخه مطلب علي دى.[93]

"ابي نعيم" په "حلية الاولياء" كې راوړي :

د (فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ) آيت،چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم حضرت علي، فاطمه، "امام حسن" او "امام حسين "راوغوښتل او ويې ويل : ((پالونکيه! دوى زما اهلبيت دي . ))

همداسې په "حلية الاولياء" كې له "جابر" رانقل شوي دي.حضرت جابر وويل: ((دا آيت د هغوى (پېغمبر اکرم،حضرت علي،فاطمه ، "امام حسن" او امام حسين) په هکله نازل شوى دى. حضرت جابر وويل:"انفسنا"؛يعنې پېغمبر اکرم او حضرت علي،"ابناء نا"؛يعنې "امام حسن" او "امام حسين "او "نساء نا"؛يعنې حضرت فاطمه .))

خوشال بابا وايي : سمول

فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى سمول

تر شماره ترحســـاب تېر دى سمول

که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه سمول

غواړې ګوره آيـــــــــــتونه[94] سمول

                                                 

نبوي کورنۍ او "هل اتى" سورت سمول

     يوه ورځ "امام حسن" او "امام حسين "ناروغه شول،پېغمبر اكرم له يو شمېر يارانوسره پوښتنې ته ورغى،چې حضرت ابوبكر او حضرت عمر(رضى الله عنهما) هم ورسره ول . پېغمبر اكرم،علي (ك) ته وويل: ((ابوالحسنه! ښه به وي، چې د حسنينو شفا ته دې نذر منلى واى.)) حضرت علي (ك) او حضرت فاطمې په ګډه نذر ومانه، چې درې ورځې به روژه وي.حسنين لږ وخت وروسته ښه شول .دا مهال د حضرت علي (ك) په كور کې د خوړو څه نه ول . "شمعون بن حارث خبيري" ته ورغى او درې منه اوربشې يې ترې پور واخستې او فاطمې ترې پینځه ډوډۍ پخې كړې . علي (ك)،چې له جوماته راستون شو؛ دسترخوان يې وغواړوه،حضرت علي (ك) او نورو،چې لومړۍ مړۍ پورته كوله؛نو مسكين ورته ودرېد او ويې ويل : ((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) مسلمان غريب يم، څه چې خورئ،ما ته يې هم راكړئ،خداى به جنتي خواړه دركړي.

علي (ك) وويل : (( زما برخه ډوډۍ او نګولې وركړئ))

د كور ټولو غړيو د حضرت علي په پر پله مسكين له ځانه ړومبى كړ او هغه شپه يې اوبه وڅښلې او پر سبا روژه شول.په دويمه ورځ فاطمې يو من نورې اوربشې اوړه كړې، ډوډۍ يې ترې پخه كړه. علي (ك)،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛ نو په وره كې د يتيم غږ پورته شو او ويې ويل : ((السلام عليكم يا آل محمد)) پلار مې شهيد شوى او د مهاجرينو يتيم يم، څه خواړه راكړئ . د كور غړيو دا ځل خپل خواړه پلارمړي( يتيم) ته وركړل  او بيا يې په اوبو يې روژه ماته او پر سبا روژه شول . په درېمه ورځ فاطمې بل من اوربشې هم اوړه كړې،ډوډۍ يې پخه كړه،حضرت علي،چې له جوماته راستون شو او خواړه يې ورته كېښوول؛نو همدا مهال يو اسير (بنديوان) د وره خولې ته راغى او ويې ويل :((السلام عليكم يا اهل بيت محمد!)) ما بندي کوئ؛خو خواړه  نه راكوئ .

كورنۍ په دې ورځ هم خپل خواړه بندي ته وركړل او پوره درې ورځې وږي پاتې شول او يوازې اوبه يې څښلې .پېغمبر اكرم،چې وليدل له لوږې لړزېږي؛نو ويې ويل: ((حالات مو راباندې سخت تېرېږي)) بيا را روان شو او فاطمې بي بي ته ولاړ، چې پر عبادت بوخته وه او له لوږې يې خېټه ننووتې او سترګې يې لوېدلې شوې وې؛نو پېغمبر اكرم ډېر خپه شو؛پر دې وخت جبراييل راغى او ويې ويل : (( محمده! دا سورت واخله، خداى پاك درته د دغسې كورنۍ مباركي وايي بيا يې د "اهل اتى" سورت ووايه :" هل اتى على الانسان خير من الدهر"تر دې چې وايي : (( لانريد منكم جزاء ولا شكورا)) ځينو ويلي،چې له ((ان الابرار)) نه تر ((كان سعيكم مشكورا)) پورې ټول اتلس آيتونه پر همدې اړه نازل شوي دي[95] .

"خذيفه" رضي الله عنه وايي: ((پېغمبر اكرم ته راغلم،د ماسپښين، مازيګر،ماښام او ماسخوتن لمونځونه مې ورسره وكړل،بيا چې خپلې يوې خونې ته ته،زه هم ورسره ملګرى شوم او ورپسې روان وم؛لکه چې پېغمبر اكرم  له چا سره خبرې كولې، راته يې وويل : پوهېږې چې څوک راسره دى ؟ ومې ويل : نه.و يې ويل: جبراييل راغى او راته يې زېرى راكړ،چې حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.خذيفه وويل :ځان مې ور ياد كړ،چې ما او مور ته مې هم بښنه وغواړه، و يې ويل : خذيفه ! خداى تعالى دې تا او ستا مور وبښي.))

ابن محمد روايت كړى: (( رسول الله وويل:حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي او پلار يې تر دواړو غوره دى .))

يو وږى په نبوي جومات کې ودرېد او و يې ويل: (( مسلمانانو! زه سختې لوږې راخستى يم، ما مېلمه کړئ.پېغمبر اکرم وويل: دا به څوک نن شپه مېلمه کړي؟ حضرت علي وويل: يا رسول الله! زه .کور ته راغى او فاطمې يې وپوښتله : په کور کې ډوډۍ شته چې مېلمه راسره دى. فاطمې وويل : په کور کې يوازې د يوې کوچنۍ نجلۍ د خوراک ډوډۍ شته دا به ورکړو، خير دى موږ به نن شپه پر ځان سخته تېره کړو.[96]))

بله ورځ يو تن په جومات کې له خلکو مرسته وغوښته، پېغمبر اکرم خپلو اصحابو ته وکتل. حضرت "سلمان فارسي" پاڅېد او ولاړ؛خو تش لاس راستون شو.سترګې يې د حضرت فاطمې پر کور ولګېدې،له ځان سره يې وويل: " فاطمه د نېکيو چينه ده.)) ور يې وواهه او د نشتمن عرب ټوله کيسه يي ورته وکړه. فاطمې وويل: ((سلمانه! پر هغه خداى قسم،چې محمد يې پېغمبر کړى، درې ورځې کېږي،چې ډوډۍ مو نه ده خوړلې او زامن مې حسن او حسين له ډېرې لوږې ناارامه دي او ستړي ستومانه ويده شول؛خو نېکۍ زموږ ور وهلې،تش لاس دې نه لېږم)) وروسته يې خپل يو کميس حضرت سلمان ته ورکړ،چې د يهودي په دوکان کې يې ګاڼه کېږدي او څه کجورې او وړه دې ترې پور کړي.

حضرت "سلمان فارسي" زياتوي : چې بيا د فاطمې کور ته ولاړم او ورته مې وويل: (( د رسول الله لورې! له دې څه خپلو وږيو بچو ته واخله؛خو راته يې وويل : سلمانه! دا کار مې يوازې خداى ته وکړ او څه ترې نه اخلم.[97]))

يوه ورځ سهار پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي کور ته راننووت، تر سلام اچولو وروسته يې وپوښتل: (( لورې! شپه دې څنګه وه؟)) ويې ويل : ((پر خداى قسم ! ټوله شپه مې پر لوږه تېره کړه.[98]))

فاطمه پېغمبر اکرم ته راغله، تر سلام وروسته يې وويل: (( پینځه ورځې کېږي،چې خوراک څښاک مو نه دى کړى، نه پسه لرو او نه اوښ.[99]))

پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي کور ته راننووت او پرېشانه يې وليده، ويې پوښتله :((لورې! ولې پرېشانه يې؟))

ويې ويل :(( حال مو په خپله وينې،يوه چپنه لرو،چې هم يې اغوندو او هم پرې کېنو.))

حضرت "سلمان بن بريده" روايتوي،چې فاطمې په ځواب کې وويل: ((خوارځواکۍ او زياتې ناروغۍ پرېشانه کړې يم.[100]))

حضرت "عمار بن حصين" روايتوي : (( يوه ورځ له پېغمبر اكرم سره ناست وم،چې فاطمه راغله،له ډېرې لوږې يې مخ زېړ اوښتى و ، له ځان سره يې كېنوله او خپل لاس يې ورته پر سينه كېښود او و يې ويل:"خدايه! ته وږي،مړوې او د بېوزليو لاسنيوى كوې،فاطمه د محمد لور وږې مه كړې.)) د پېغمبر اكرم  په دعا د فاطمې د مخ زېړوالى  لرې شو.[101]

      حضرت علي کور ته راغى او فاطمه يې وپوښتله : (( خواړه لرې؟)) و يې ويل: ((نه! دوه ورځې کېږي،چې حسن او حسين ته پلمې کوم،چې نا ارامه نشي.[102]))

    پېغمبر اکرم د فاطمې له کوره تېرېده،"امام حسن" او "امام حسين "ور منډې کړې،پېغمبر اکرم پر خپلو اوږو سپاره کړل او پېغمبر اکرم ته يې وويل: ((رسول الله! وږي يو،مور ته مې ووايه،چې ډوډۍ راکړي.))

پېغمبر اکرم فاطمې ته وويل: ((لورې! زامنو ته مې ډوډۍ ورکړه.)) ځواب يې واورېد: ((په کور کې بې د رسول الله له شتونه بل څه نشته.[103]))

    حضرت "اسماء بنت عميس" وايي: (( پېغمبر اکرم د فاطمې بي بي د کور ور وواهه او ويې ويل:" حسن او حسين مې چېرې دي؟" فاطمې وويل: "شپه مو سبا کړه؛خو څه نه لرو،چې و يې خورو ؛خو په هر حال د خداى شکر دى ."

لوږې د پېغمبر اکرم کورنۍ ځوروله، فاطمې بي بي اودس وکړ، دوه رکعته لمونځ يي وکړ او لاسونه يي اسمان ته پورته کړل او و يې ويل:"خدايه!؛د بني اسراييلو په څېر له اسمانه يوه مايده (دسترخوان) نازله کړه؛خو بني اسراييلو وخوړه او ناشکري يي وکړه.زما خدايه! هغه مايده راکوزه کړه،چې پرې مؤمنان يو.

"ناڅاپه له جنتي خوړو ډک لوښى راکوز شو، چې خوږ بوى يې درلود او په ټول کور کې خپور شو.

حضرت علي وپوښتل:"دا خوږبويه خواړه له کومه راغلي؟"

ويې ويل:"د خداى له لوري دي ."

پېغمبر اکرم وويل : "د خداى ستاېنه او شکر کوم، چې د مريم په شان لور يې راکړې، "زکريا" چې د عبادت محراب ته ورته؛نو خواړه يې ورسره ليدل او ويل يې: "دا له کوم ځايه دي؟"مريم به ويل: "د خداى له لوري."[104]))

يوه ورځ پېغمبر اکرم وږى و او د فاطمې بي بي کور ته راغى او ويې ويل: ((خواړه شته؟))

فاطمې وويل: (( نه پلاره.))

پېغمبر اکرم ستون شو؛خو پر فاطمې دا حالت ګران پرېووت او لاسونه يې اسمان ته پورته کړل،سم له لاسه جنتي خواړه را نازل شول او ويې ويل : (( پر خداى قسم ! پېغمبر اکرم به تر ځانه غوره وګڼم.))پېغمبر اکرم ته يې د خوړو لوښى ولېږه. پېغمبر اکرم وپوښتله :(( دا له کومه راغلي؟)) فاطمې ځواب ورکړ: (( دا د خداى له رحمت او فضله دي،په رښتيا خداى،چې وغواړي هر چا ته بې حسابه روزي ورکوي.[105]))

وږي د حضرت علي د کور ور وواهه او مرسته يې وغوښته،چې حضرت علي د خوږ شعر په ترڅ کې فاطمې ته د وږي غوښتنه واورله. که څه مناسبه مرسته ورسره وشي او فاطمې هم ځواب په شعر ځواب ورکړ :

١_ د تره زويه! حکم به دې پر سر سترګو ومنم او پردې وړانديز به دې ملامت نه کړم .

٢_ همدا اوس به دې وږي ته خواړه ورکړم او د راتلونکې فکر به ونه کړم او په وږې خېټه به د خداى په لارکې سر وښندم.

يو ځل بيا چې حضرت علي د وږي په مړولو ټينګار وکړ؛ نو په ځواب کې يې حضرت فاطمې وويل :

١_ ژر به دې وږي ته خواړه ورکړم،په خپله لوږه مې پروا نشته، د خداى لپاره به يې له خپلو زامنو مخکې کړم .

٢_ زامنو مې بېګا شپه پر لوږه سبا کړې؛هغه زامن، چې کوچنى يې حسين دى او د جنګ په ډګر کې به ووژل شي.

٣_ زوى به مې په کربلا کې په چل ووژني،دردوونکى او خواروونکى عذاب دې پرې وي .

٤_ هغوى چې په خپل جنايت به د دوزخ په تل کې وي او هره شېبه به يې خداى خواروي.

حضرت علي د حضرت فاطمې بي بي دا سرښندنه وستايله،مننه يې وکړه؛ خو له حضرت فاطمې يې ځواب واورېد:

څه چې مو په کور کې زېرمه کړي ول،ډېر لږ ترې‌پاتې دي او په مېچنې مې لاسونه تڼاکې شوي،پر خداى قسم ! زامن مې لا تر اوسه وږي دي. خدايه! ورباندې پام وکړې،چې له منځه ولاړ نشي. پلار يې علي په سخاوت او ښه والي کې سارې نه لري او څه چې لاس ته راوړي، نورو ته يې وربښي،د خپل کور ټول خواړه يوه وږي ته ورکوم،چې بې له يوه زاړه ځړوکي (څادر)،چې په خپلو لاسو مې ګنډلى، بل څه نه لرم و او په ډېرو پيوندونو خراب شوى دى.[106]

يوه ورځ پېغمبر اکرم فاطمې بي بي ته وويل: ((شهات ورکوم، چې ته زما د وجود ټوټه يې.[107]))

حضرت علي وايي: (( يوه ورځ له پېغمبر اکرم سره ناست وو،و يې پوښت : ښځو ته څه څيز غوره او روا دى؟ فاطمې ورته وويل: چې بې له اړتيا نامحرمو ته ونه ګوري او هغوى هم ور ونه ګوري .[108]))

پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره ناست و او ويې پوښتل: (( ښځه په کومه شېبه کې خداى ته نږدې وي؟ چا ورته مناسب ځواب ورنه کړ فاطمې بي بي د خپل پلار پوښتنه واورېده او ويي ويل: په هغه شېبه کې،چې په خپل کور کې پاتې شي او اولاد وروزي.))

حضرت ابوهريره (رض) له  پېغمبر اكرم څخه روايتوي : (( خداى چې آدم پيدا كړ او خپل روح  يې ورپوه كړ؛نو حضرت آدم خپل ښي خواته وليدل،چې پينځه رڼاګانې د ركوع او سجدې په حالت كې دي . حضرت آدم وپوښتل:"خدايه ! آيا له ما دې مخكې هم څوك پيدا كړي ؟" خداى وويل :" نه." حضرت ادم وويل :" نو دا پينځه رڼاګانې د څه دي؟" خداى وويل :"هغه ستا ځوځات دى،كه هغوى نه واى؛نو ته به مې نه واى پيداكړى او خپل پينځه نومونه مې ورباندې كېښوول او كه دوى نه وى؛نو جنت، دوزخ، عرش، اسمان، ځمكه، پرښتې، انسانان او پيريان به مې نه ول پيدا كړي؛نو زه "محمود" يم او دا "محمد" دى . زه "عالي" يم او دا "علي" دى،زه "فاطر" يم او دا "فاطمه" ده،زه "احسان" يم او دا "حسن" دى او زه "محسن" يم او دا "حسين" دى. پر خپل عزت مې قسم ! د قيامت پر ورځ به داسې څوك راته رانشي، چې په زړه كې يې ورسره مينه نه وي او كه دچا ورسره کرکه او كينه وه؛ نو د دوزخ په لمبو كې به يې واچوم . آدمه! دا زما غوره كړاى شوي دي،په خپل مخلوق كې به د ژغورنې وړ خاوندان په دوى وژغورم او همداراز په دوى به د هلاكېدو وړ كسان هلاك كړم؛نو كه تا له ما څه غوښتل؛پر دوى وسيله سازي (توسل) كوه."

پېغمبر اكرم زياتوي:"موږ  ژغورنده بېړۍ يو؛كه څوک راکې سپاره شو؛نو و به ژغورل شي اوكه چا مخ  واړاوه؛نو هلاك به شي،كه څوك له خدايه څه غواړي؛نو زموږ له لارې دې يې وغواړي.[109]"))

حمزه بابا وايي :

موسوم شو په طه او په يسين اوپه لولاك

سرخم يې په قدم شول عرش كرسى لوح او افلاك

رڼا وه که تياره چې د ازل  او د ابد وه

مقدار او اندازه که څه د حد که د لاحد وه

منشاء که له نقطې تر الفه که تر مد وه

په دې کې وه موجوده دا جلوه د محمد

خوره شوه لا خورېږي لا به لاپسې خورېږي

ورېږي زرغونېږي لا به لا پسې ورېږي

ادم يې له منشاء د سړيتوبه خبردار کړ

مرکب حيوانيت يې کړ انسان يې پرې سوار کړ



رحمان بابا وايي :

كه صورت د محمد نه واى پيدا سمول

پيدا كړې به خداى نه واى دا دنيا سمول

نور هاله د محمد و پيدا شوى سمول

چې نه عرش و نه كرسي وه نه سما سمول

بوى هاله د محمد و په جهان كې سمول

چې بوى نه و دآدم او دحوا سمول

د تطهير آيت او نبوي کورنۍ سمول

"صفيه د شيبه لور" له حضرت عايشي ام المؤمنين (رض) نه روايتوي، چې: (( يو سبايي  پېغمبر اكرم توره او نقشي چپن "كساء" پر اوږو اچولې،له ځايه راپورته شو،لږه شېبه وروسته "حسن بن علي" راننووت او پېغمبر اكرم  پرې چپن واچوله،بيا "حسين" راغى او چپنې ته ورننووت،وخت لا تېر نه و،چې "فاطمه" راغله او پېغمبر اكرم پرې چپنه واچوله،وروسته "علي" (ك) راغى او پېغمبر اكرم هغه هم په "كساء" كې ننه ايست، بيا يې وويل: (( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا= بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" چټلۍ او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))

لاندې اصحابو كرامو(رضى الله عنهم) ددې آيت شان نزول روايت كړی دى :

1_ حضرت "سعد بن ابي وقاص" 2_ حضرت "انس بن مالك"3_ حضرت "ابن عباس"

4_ حضرت "ابو سعيد خدري" 5_ حضرت "عمر بن ابي سلمه" 6_ حضرت "عبدالله بن جعفر" 7_ حضرت "ابو  صمراء هلال"8_ حضرت ام المؤمنين "ام سلمه" 9_ ام المؤمنين "عايشه" 10_ حضرت "ابوهريره" 11_ حضرت "جابر بن عبدالله"12_ حضرت "مقدار بن اسود" 13_ حضرت "معتل بن سيار" 14_ حضرت "واثله بن اسقع" 15_ حضرت "ابو الطفيل" [110]

له حضرت ام سلمې بي بي روايت دى: ((د تطهير آيت زما په كوركې نازل شو او د نزول پر مهال يې دا اووه تنه په كوركې ول: حضرت "جبراييل"، "ميكائيل" (او پېغمبر ) "علي"،"فاطمه"،"حسن" او "حسين" او زه د وره په څنګ كې ولاړ وو؛و مې ويل:"رسول الله! آيا زه له اهل بيتو نه يم؟" پېغمبر اکرم وويل:" ته غوره يې؛خو د پېغمبر د ښځو په ډله كې راځې." ))

"ثعلبي" په خپل تفسير كې له حضرت "ام سلمى" رانقلوي :

((پېغمبر اکرم  په كور كې و،چې فاطمې ورته پټو راووړ.پېغمبر اکرم  ورته وويل:"مېړه او زامنو ته دې غږ كړه،چې راشي"؛ولاړه او ورته يې غږ كړ؛راغلل ا و تر ډوډۍ خوړو وروسته پېغمبر اکرم ورباندې پټو واچاوه او ويې ويل :"خدايه! دوى زما اهلبيت دي، له هر ډول چټلۍ يې پاك كړې ."همدا مهال و، چې د(( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" چټلۍ او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي."آيت نازل شو؛ومې ويل :"رسول الله! آيا زه هم درسره يم؟" پېغمبر اکرم وويل : "انك على خير".))

نورو عالمانو؛لكه "ترمذي"،"حاكم" او "بيهقي" په دې باب لاندې روايت نقل كړى دى :

له حضرت ام سلمى روايت دى : ((د "تطهير آيت" زما په كور كې پر پېغمبر نازل شو او د نزول پر مهال يې "فاطمه"،"علي"،"حسن" او "حسين" په كور كې ول. بيا رسول الله  پټو پرې هوار كړ او و يې ويل:" (خدايه) دوى زما اهلبيت دي؛هر ډول چټلي ترې لرې كړه."))

ددى آيت تر نازلېدو وروسته پېغمبر اكرم وپوښتل شو:" دا آيت د چا په شان كې نازل شوى دى ؟" و يې ويل:"زما،علي، فاطمې او د حسنينو په هكله.[111]"

ددې آيت تر نازلېدو وروسته،چې پېغمبر اكرم له كوره جومات ته تله؛نو ويل يې : [السلام عليكم يا اهل البيت؛ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)[112] ]

حمزه بابا وايي :

سلام دې پر هغه وي چې رحمت دى د کونينو

درود پر هغه پاک چې دى آقا د ثقلينو

سلام دې پر هغه  وي چې صاحب دى د دارينو

درود پر هغه پاک چې و، بابا د حسنينو

سلام دې تل تر تل وي پرې بابا چې د زهرا دى

درود پر هغه ښکلي چې اخي د مرتضى دى

غم خور دى دامت آل اطهار د محمد

تفسير دوالضحى شو سپين رخساردمحمد

سلام پر هغه ذات شه،چې محبوب دكبريا دى

درودپر هغه پاك دې وي بابا چې دزهرادى

صلوات پر هغه نورشه چې اخي دمرتضى دى

سلام دې پر هغه وي چې نيكه دمجتبى دى

چې هر څوک د پنج تن نه لري ياري

مرګ د روح يې دې له دغې بيماري

د كور خلك برابر دپردو نه دي

زه اول يم "پنج تني" بيا "چار ياري"

چى احمد،علي، زهرا حسنين واړه

اولى نه ګڼي عبث كوي خواري

پس له دې مې پسند واړه اصحاب دي

چې لري په تابعينو سرداري

زه حمزه د بوتراب د در تراب يم

چې يې فيض تر قيامته دى جاري

نبوي کورنۍ او "مرج البحرين" آيت سمول

((مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ - بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا يَبْغِيَانِ -يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ[113]= دوه (بېلابېل) سيندونه (تريو او خوږ، تود او سوړ) يې [داسې] بهولي دي،چې سره يو ځاى کېږې،- چې ترمنځ يې پرده ده،چې يو هم ترې نه تېرېږي (او له يو بل سره نه ګډېږي)-له هغو دواړو (سيندونو) ملغلرې او مرجانونه راوځي.))

څوك چې ددې آيت ظاهر ته ګوري؛كومه مانا يې،چې ذهن ته راځې؛هماغه ظاهري مانا به وي، چې سمندرونه به وي،چې د ځمكې دوه پر دويمه برخه يې نيولې ده؛خو بايد پوه شو،چې له دې  آيته بل مطلب هم دى او هغه د علم دوه سمندرونه؛يعنې "حضرت فاطمة الزهرا او حضرت "علي " دي، چې دوه ګران بيه ګوهرونه؛يعنې "امام حسن" او "امام حسين" ترې زېږېدلې دي.

علامه "سبط ابن جوزي" او  همداراز"ثعلبي" په خپلو تفسيرونو کې ددې آيت تر تفسير لاندې له "سفيان ثوري" او "سعيد بن جبيره" روايت کړى،چې وايي: ((له "دوو سيندونو" موخه حضرت علي اوحضرت فاطمه، له "برزخ" موخه پېغمبر اکرم او هغه "مرجان"،چې له دې دوو سيندونو راوځي، امام حسن او امام حسين دي.))

"خوارزمي" همدا روايت له "مردويه" او له حضرت "انس بن مالک" څخه داسې روايت کړى: (( له "بحرين" څخه مراد علي او فاطمه او ددې دوو سيندونو تر منځ "برزخ" پېغمبر اکرم  دى او له دې دوو سيندونو دوه مرجانه امام حسن او امام حسين راوځي.))

ابن مردوديه له ابن عباس روايت کړى، چې :(("لؤلؤ" او "مرجان"، چې له دوه  سيندونو راوځي[114]، حسن او حسين دي.[115]))


حمزه بابا وايي :

علي او فاطمه څه دي قرآن وګوره

مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ وګوره

زامن يې امامان وو،چې روښانه يې کړو دين

يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ وګوره


    پېغمبر اكرم،امام حسن او امام حسين له لاسه نيولي ول او و يې وويل: د چاچې له ما  او دې دواړو سره او همداراز د دوى له مور و پلار سره مينه او دوستي وي؛نو په قيامت کې به راسره يو ځاى او زما په شان د درجې خاوند وي [116].

پېغمبر اكرم وايي: (( زما د اهلبيتو مثال د "نوح" د بېړۍ په شان دى،که څوک پکې سپاره شول (لاروي يې وشوه)؛ نو و به ژغورل شي او که چا ترې مخ واړاوه؛نو لاهو به شي.[117]))

پېغمبر اكرم وايي : (( زه درته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم،يو د خداى کتاب او بل خپله کورنۍ،تر هغه مو،چې پرې منګولې لګولې وي؛ نو تر ما وروسته به بې لارې نشئ، ترې مه مخکې کېږئ،چې خوار به شئ او شاته ترې هم مه پاتې کېږئ،چې بدمرغه به شئ،څه ورته مه ورښيه؛ځکه له تاسې ښه پوهېږي.[118]))

    پېغمبر اكرم وايي : (( زه تاسې ته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم، که تر ما وروسته مو پرې منګولې ولګولې؛نو هېڅکله به بې لارې نشئ،لومړى "د خداى کتاب" او دويم زما "عترت"؛يعنې زما کورنۍ ده او دا دواړه هېڅکله له يو بله نه بېلېږي،څو د کوثر د حوض پر غاړه راسره يو ځاى شي.[119]))

  "امام ثعلبي[120]"  وايي : (( "رقاشي" له "انس بن مالک" روايتوي،چې ويلي يې دي: رسول اکرم راته د سهار لمونځ راکړ،تر لمانځه وروسته یې جمعې ته مخه کړه او و يې  ويل:"د مسلمانانو ټوليه! څوک، چې "لمر" له لاسه ورکړي؛بايد "سپوږمۍ" مې هم له لاسه ورکړي؛نو بايد د "زهرى" له رڼا ګټه واخلى او که دا يې هم له لاسه ورکړه؛نوپه "فرقدينو" ستوريو پسې دې ولاړ شي." خلکو وپوښتل : "رسول الله ! له لمر،سپوږمۍ، زهرى  او فرقدينو مطلب مو څه دى؟"

ويې ويل :" زه  "لمر"  يم ، علي "سپوږمۍ" ،فاطمه "زهره" حسن او حسين "فرقدين" دي او دوى له "کتاب الله" سره مل اوجوړه دي او يوله بله نه بېلېږي،څو ما د "حوض" تر غاړې وويني.))

پېغمبر اكرم وايي:((اهل بيت مې له الهي عذابه زما د امت ژغورونکي دي.[121]))


حمزه بابا وايي :

افسانه ده خداى ويلې دا عالم چې د امکان دى

محمداو اهل بيت يې هم کردار دى هم عنوان

وسيله مې محمد او اهل بيت دي

شته اميد چې عاقبت مې شي محمود


      پېغمبر اكرم (ص)،حضرت علي،حضرت فاطمې،امام حسن او امام حسين ته وويل: (( څوک چې درسره په جنګ وي؛نو زه به هم ورسره په جنګ يم او څوک،چې درسره په سوله کې وي؛ نو زه به هم ورسره په سوله کې يم.[122]))

له حضرت سلمان فارسي (رض) روايت دى،چې وايي : (( د  پېغمبر اكرم حضور ته ورغلم او حسين يې پر مبارک زنګانه ناست و او پېغمبر اكرم  يې سترګې او خوله ښکلول ،و يې ويل: "ته سيد (ښاغلى) د سيد زوى او د ساداتو پلار يې، ته امام او د امام زوى او د امامانو پلار يې، ته "الهي حجت" ، د الهي حجت زوى يې او نهه تنه به ستا له ځوځاته امامان وي.[123]))

فاطمې بي بي به له خپلو زامنو سره لوبې کولې او پر همدې مهال به يې ورته د روح او جسم د روزنې په هکله ډېر څه ويل:((حسنه! د خپل پلار په شان دې اوسه او د حق له اورمېږه زندۍ لرې کړه.احسان خداى ولمانځه او له دښمنانو او کينه کښو سره پر يوه چرګۍ مه کېنه . حسنه! ته دې د نيکه په څېر يې او په څېره کې پلار ته نه يې.))

يوه ورځ پېغمبر اکرم د راتلونکيو پېښو په هکله له فاطمې سره خبرې کولې او د امام حسين د شهادت په هکله يې ورته وويل. فاطمې وپوښت : (( پلاره! څوک زما د سترګو تور شهيدوي؟))

ويې ويل: (( د امت تر ټولو ناوړه.))

ویې پوښت : (( پلاره! زما حسين به چېرته شهيد کړي؟))

ويې ويل: (( پر يوې ځمکه، چې "کربلا" نومېږي.

په يو بل روايت کې راغلي،چې فاطمې وويل: (( پلاره! زه د خداى امر ته تسليم او پرې راضي يم او پر خداى توکل کوم.[124]))

      فاطمه "دوځانې" وه او پلار يې  ورته وويل : (( جبراييل ستا د يو زوى په هکله خبر راکړ، چې په "کربلا" کې به شهيد شي.))

فاطمه غمجنه شوه او ويې ويل: (( پلاره! داسي ماشوم مې نه دى په کار.))

پېغمبر اکرم وويل : (( لورې!ستا ددې زوى نوم "حسين" دى او نهه امامان به ترې پيدا شي،چې د خداى د دين د بقا او پاېنې لامل  به شي .))

فاطمې وويل: ((رسول الله! له خدایه راضي يم او شکر يې باسم.[125]))

فاطمه د امام حسين د شهادت په هکله وايي: (( زامنو مې بېګا شپه پر لوږه سبا کړه او حسين به مې د جنګ په ميدان کې مړ شي.په "کربلا" کې به مې زوى په ټګۍ شهيد کړي، قاتلان دې يې خداى په عذاب کړي .[126]))

      له حضرت "جابر بن عبدالله انصاري" (رض) روايت دى،چې رسول اكرم په "عرفات" كې علي (ك) ته وويل: (( علي! رانژدې شه! زه او ته له يوې ونې پيدا يو؛زه يې بيخ او ته يي ډډ يې،حسن او حسين يى څانګې دي؛څوك چې يې پر يوه ښاخ منګولې ولګوي؛ خداى به يې جنتي كړي .))

نبوي کورنۍ او قربى آيت سمول

((ذَلِكَ الَّذِي يُبَشِّرُ اللَّهُ عِبَادَهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ[127] =دا (هماغه) څه دي،چې خداى يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي،چې ايمان يې راوړى وي او ښې (چارې) يې كړي وي، ووايه : ((زه له تاسې پر خپل رسالت هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم))) او څوک چې نېكې چارې وكړي،پر نېكيو به يې  ورزيات كړو،په رښتيا چې خداى ډېر بښونكى (او) منندوى دى . ))

پېغمبراکرم، چې مدېنې ته راغى او حکومت يې جوړ کړ؛نو انصارو ورته وويل:((که مالي ستونزې مو درلودې؛نو زموږ هر څه ستاسې په چوپړ کې دي.))

پېغمبر اکرم په دې اړه د خداى امر ته په تمه و،پردې مهال د "شورى ٢٣ آيت" نازل شو او انصار په ډېره خوشحالۍ ستانه شول .

ډېرى مفسرين،متکلمين او محدثين وايي،چې دا آيت "د اهل بېتو د پینځو تنو" په هکله نازل شوى دى .

حضرت ابن عباس (رض) وايي:[د ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ،چې نازل شو؛ خلكو پېغمبر اكرم وپوښته:ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه؟ ورته يې وويل:"علي،فاطمه او دواړه زامن يې." دا خبره يې درې ځل وکړه.]

"امام احمدبن حنبل"  په "فضائل الصحابه" كتاب كې روايت کړى دى،چې:[ د(( قل لا اسئلكم عليه اجرا)) آيت،چې نازل شو؛نو اصحابو پېغمبراکرم ته وويل :"د څښتن رسوله!ستا خپلوان (اهلبيت) څوك دي،چې مينه يې پر موږ واجبه ده؟پېغمبر اکرم وويل:((علي،فاطمه او دوه زامن يې.)) او د څښتن رسول دا خبره درې ځل وکړه.]

"سيوطي"  په "الدرالمنثور" تفسير كې، تر پورتني آيت لاندې له "ابن عباس"(رض) نه روايت كړى:[پېغمبر اکرم د "مودت" د آيت په هکله وويل:"كه زما حق ادا كوئ؛نو له اهلبيتو سره مې مينه  ولرئ."]

"زمخشري" د"كشاف" په تفسير كې، "فخر رازي" او "قرطبي" په خپلو تفسيرونو كې روايت کړى چې :

((پر آل محمد" عاشق مړ به شهيد له دنيا تللى وي.

خبر اوسئ! پر "آل محمد" عاشق مړ به له توبې سره له دنيا تللى وي. خبر اوسئ!پرآل محمدعاشق مړ به په پوره ايمان له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ! د "آل محمد عاشق پر مړ به د مرګ پرښته د جنت زېرى كوي او بيا پرې د "نكر او منكر" پرښته هم د جنت زېرې كوي .

خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق مړ به د ناوې په څېر په درناوي جنت ته وړل كېږي .

خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ ته به په قبر كې د جنت پر لور دوه ورونه پرانستل کېږي .

خبر اوسئ! پر آل محمد عاشق د مړي قبر به د پرښتو زيارت وي .

خبر اوسئ ! پر آل محمد عاشق مړ  پر "سنت" او "جماعت" له دنيا تللى وي .

خبر اوسئ!څوك، چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا ولاړ شي؛نو د قيامت پر ورځ به يې ورته پر تندي ليكلي وي:"د څښتن له رحمته نهيلى."

خبر اوسئ! څوك چي له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې له دنيا تللاى وي؛ نو كافر به ومرى وي .

خبر اوسئ څوک چې له آل محمد سره په كينه او دښمنۍ کې مړ شي؛نو د جنت بوى به پرې و نه لګي. ))

"امام فخر رازي" د "آل محمد" په هکله وايي :

(("آل محمد" هغه دي،چې له پېغمبر اکرم  سره يې اړيكې ټينګې وي او په دې كې شك نشته،چې فاطمه،علي (ک)،امام حسن او امام حسين تر ټولو زيات له پېغمبر اکرم سره ټينګ پيوند او تړاو لري . د بېلابېلو احاديثو په استناد ويلاى شم،چې دا خبره د كاڼي كرښه ده؛نو په کار ده، چې ورته "آل محمد" ووايو.))

بيا "امام فخر رازي" د خپلې خبرې د لا پخلي لپاره لاندې روايت د "كشاف" له تفسيره رانقل كړى دى.دا آيت چې نازل شو؛نو خلكو رسول الله ته وويل:

((ستا خپلوان څوك دي،چې مينه يې راباندې واجب شوې ده.)) پېغمبراکرم وويل : ((علي،فاطمه،حسن او حسين )) .[128]

حضرت فاطمه د پېغمبر اكرم او حضرت علي په هكله وايي: (( محمد او علي د اسلام د امت دوه پلرونه دي،چې كوږوالى يې سموي،كه خلك يې لاروي وكړي؛نو له همېشني عذابه به يې وژغوري او د خداى د همېشنيو نعمتونو خاوندان به شي.[129]))


خوشال بابا وايي :

كه په كار دې ده د خداى پېژندګلوي

پيروي د "محمد" كړه د "علي"

"محمد"،"علي" چې دوه ويني په سترګو

په دا كار كې احولي ده احولي


حمزه باباوايي :

دا همه علمونه ټول يوه نقطه ده

د هستۍ ونه فقط يوه دانه ده

محمد کې هم ددې نقطې تفصيل دى

او علي ددې علمونو دروازه ده

د اذا تلها څه نور تفسير شته

نمر د علم محمد قمر علي دى

چې يې سترګې د نبي پر مخ پرانستې

په تېرو د ضلالت سحر علي دى

حمزه چې نقطه نه لري د چا نامه ده

نامه د محمد او د "الله" نامه ده

سويمه له دې دوو چى په يو حرف ده کمه

هغه مې د "علي" مشکل کشا نامه ده


خوشال بابا وایي :

سرحلقه د اولياوو هغه شــــــــــماره

'چې شيطان يې بند کړى په قفس دى[130]'

شفاعت د محمد ثابت په نـــــص دى

دا په داچې د درست جهان آخص دي

د موسى دعيسى کله دا ضـــــــفت وو

'د لولاک نعت پرده باندې مختص دى[131]'

نبوي کورنۍ سمول

او د حضرت آدم عليه السلام توبه سمول

     حضرت پېغمبراكرم وپوښتل شو: ((دا چې حضرت آدم (ع) له پالونکي "كلمات" واخستل او توبه يې ومنل شوه؛ نو دا "كلمات" څه ول؟))ورته يې وويل:((سئاله بحق محمد و علي و الحسن والحسين الاتبت علي فتاب الله عليه انه هوا التواب الرحيم))؛يعنې خداى پاك ته يې د محمد،علي،فاطمې،حسن او حسين په د مخ قسم وركړ،چې توبه يې ومني او خداى هم توبه يې ومنله.[132]))

"سيوطي" په  "درالمنثور" کې د ((فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ)) په تفسير کې وايي :

"ابن نجار" له "ابن عباس" څخه روايت کړى : ما د خداى استازى وپوښت : (( د ا ټکي څه ول،چې آدم له خدايه تلقي کړل او خداى د هغو ټکيو د درناوي له امله هغه وباښه؟)) ويې ويل: ((پر محمد،علي، فاطمه ،حسن او حسين قسم و.))

له حضرت علي روايت[133] دى : (( د خداى  استازى مې وپوښت : د (فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ) آيت کې د "کلمات" له ټکي مراد څه دى؟)) د خداى استازي راته وويل : ((خداى آدم په "هند" کې او "حوا" په "جده" کې له اسمانه راکوزه کړه او آدم په هند کې پر خپله کړې ګناه سل کاله وژړل،چې جبراييل راغی او د خداى له لوري يې ورته وويل:" آدمه ! خو ته مې په خپل لاس جوړ کړى او خپله سا مې در کې پو نه کړه ؟  او پرښتې مې درته پر سجده نه کړې؟" آدم د ټولو پوښتنو ځواب  "هو!" ورکړ؛نو خداى ورته وويل :" دا دومره ژړا د څه لپاره؟" آدم وويل:" ددې لپاره چې د خداى له رحمته لرې شوى يم." حضرت جبراييل ورته وويل:" درته په کار دي،چې پردې کلماتو خداى ته قسم ورکړې او هغه توبه منونکى او بښونکى دى،چې دادي:(اللهم اني اسئلک بحق محمد و آل محمد ،سبحانک لا اله الا انت عملت سو و ظلمت نفسي فتب على انک انت التواب الرحيم ) دا څو ځل ووايه،چې خداى دې وبښي.))

د "کنزالعمال"  خاوند وايي :((دا روايت "ديلمي" هم راوړى دى .)

"سيوطي" هم په "درالمنثور" کې تر همدې آيت لاندې  دا روايت راوړى  او ويلي يې دي : (("ديلمي" په "مسند الفردوس" کې دا روايت له علي په يو سند روايت کړى او بيا يې د ديلمي روايت په لږ توپير راخستى دى .))


حمزه بابا وايي :

په دعا کې د آدم اثر علي دی

په لېمه کې د یعقوب نظر علي دی


       يوه ورځ حضرت فاطمه رنځوره شوه. پېغمبراكرم يې له اصحابو سره يوځاى پوښتنې ته ورغى . له وره يې غږ وكړ : (( لورې! پرده وكړه،ځينې اصحاب دې پوښتنې ته راغلي دي .)) پېغمبر اكرم خپله چپنه د پردې لپاره وركړه او تر پوښتنې وروسته اصحاب كرام له پېغمبراكرم سره بهر ولاړل او اصحابو كرامو د حضرت فاطمې پر ناروغۍ خواخوږي څرګنده كړه؛نو  پېغمبر اكرم وويل: (( پوه شئ،چې هغه په قيامت كې د ټولو ښځو بي بي ده.))

     له ام المؤمنين حضرت عايشې بي بي روايت دى: (( يوه ورځ حضرت فاطمه،پېغمبر اكرم ته راغله،چې تګ يې كټ مټ د پېغمبر اكرم په څېر و؛نو پېغمبر اكرم خپلې ښۍ يا كېڼې خوا ته كېنوله او په غوږ كې يې ورته څه وويل او فاطمه په ژړا شوه؛نو ما ورته وويل :" ولې ژاړې؟"وروسته بيا رسول الله ورته په پټه نور څه وويل؛نو فاطمه په خندا شوه،تر اوسه مې داسې ښادي نه وه ليدلې،چې له غم سره نږدې وي،له فاطمې مې د دې خبرې لامل وپوښته ؟ فاطمې وويل:" د رسول الله راز نه ښكاره كوم"،رسول الله چې رحلت وكړ؛ نو بيا مې وپوښتله، راته يې وويل : په لومړي ځل يې راته وويل:"جبراييل راباندې هر كال يو ځل قرآن نازلاوه؛خو سږكال يې دوه ځل او فكر كوم دليل يې دادى،چې اجل مې رانژدې شوى او ته به لومړنۍكس يې،چې راسره يو ځاې كېږې"؛نو چې دا خبره مې واورېده؛په ژړا شوم او بيا يې راته وويل:" آيا خوښه نه يې،چې د جنت د ښځو بي بي او له ايمانوالو ښځو شې؟" دا خبره مې،چې واورېده؛ نو په خندا او خوشحاله شوم.)) (صحيح بخارى)

     له حضرت ابن عباس نه روايت دى، چې رسول الله وويل: (( څلور ښځې د جهان د ښځو سردارې دي : "مريم د عمران لور"،"آسيه د مزاحم لور"،"خديجه د خويلد لور" او "فاطمه د محمد لور" او په ټولو كې فاطمه غوره ده.[134]))

ام المؤمنين عايشه بي بي په يو بل روايت كې وايي: (( فاطمه په خبرو كې پېغمبر اكرم ته ډېره ورته وه،چې رسول الله ته به راتله؛ نو رسول الله يې درناوي ته ودرېده او ورته يې ښه راغلاست وايه؛لاس يې ورته ښكلاوه او پر خپل ځاى يې كېنوله.[135]))

په يو بل روايت كې راغلې،چې رسول الله به د حضرت فاطمې د سر وېښته ډېر ښكلول. (كنز العمال)

حضرت فاطمه خداى ته هم ځانګړى مقام لري،په دې هكله پېغمبر اكرم وايي: (( خداې ستا پر غوسه غوسه کېږي او پر رضا دې راضي كېږي.[136]))

پېغمبر اكرم وايي: ((فاطمه زما د بدن ټوټه ده؛څوك چې يې وځوروي او خواشينې يې كړي؛ نو زه يې ځورولى او خواشينى كړى يم او څوک چې يې په زحمت كړي؛ نو زه به يې په زحمت كړى يم.[137]))

ګټوره مينه سمول

     حضرت سلمان فارسي له  پېغمبر اكرمه روايتوي : (( سلمانه! كه څوك زما له لور فاطمې سره مينه ولري؛ نو په جنت كې به راسره وي او كه ورسره كينه ولري؛ نو ځاى به يې دوزخ وي، سلمانه!انسان ته له فاطمې سره مينه په سلو ځايو كې ګټه رسوي: په مړينه،قبر،د کړنو په تللو،حشر او په پل صراط كې به انسان ته اسانتياوې وي.كه لور مې فاطمه له چا راضي وي؛ نو زه به ترې راضي يم او له چاچې زه راضي يم؛ نو خداى به ترې راضي وي او كه چا مې لور غوسه كړه؛نو زه يې غوسه كړى يم او پر چاچې زه غوسه شم؛ نو خداى به پرې غضب وكړي  سلمانه! پر هغه دې افسوس وي،چې پر فاطمې،مېړه يې علي او لارويانو يې تېرى وكړي .[138]))

حضرت فاطمه د امامانو په هكله وايي: (( موږ د رسول الله اهل بيت او له مخلوق سره د خداى د اړيکې وسيله يو. موږ د خداى غوره كړاى شوي يو او د شپېڅلتيا چينه يو. موږ د خداى څرګند دلايل او د الهي پېغمبرانو وارثان يو.[139]))

داحديث په څرګنده د"آل محمد" مقام او ورسره د مينې ارزښت او اهميت بيانوى :

(( رسول اکرم (ص) ويلى دي :"څوک چې له "آل محمد"سره په مينه کې مړ شي؛بښلى مړ شوى دى . پوه شئ څوک چې له " آل محمد" سره په مينه کې مړ شي؛نو له توبې سره ومړى دى.څوک چې له "آل محمد"سره په مينه کې مړشي ؛نو په پوره ايمان مؤمن ومړى دى. څوک چې له "آل محمد" سره په مينه کې مړ شي؛د مرګ پرښته او ورپسې نکير او منکر ورته د جنت زېرى ورکوي.څوک،چې له "آل محمد" سره په مينه کې مړشي،داسې جنت ته بېول کېږي؛لکه ناوې، چې مېړه کره وړل کېږي .څوک چې له "آل محمد" سره په مينه کې مړ شي،خداى د خپلې لورنې له مخې،پرښته ورته د قبر زيارت کوونکې ټاکي.څوک چې له "آل محمد" سره په مينه کې مړ شي؛نو زما پر سنتو به له نړۍ تللى وي .پوه شئ څوک،چې له "آل محمد"سره په دښمنۍ کې مړ شي؛د قيامت پر ورځ به په داسې حال کې محشر ته راځي،چې د سترګوپه منځ کې به يې ليکل شوي وي:((دخداى له رحمة نهيلى.))پوه شئ څوک،چې له "آل محمد" سره په دښمنۍ کې مړ شي؛هېڅکله به د جنت بوى و نه سږي [140].


[1] . وګورئ: بحارالانوار٦\٧٨.

[2] . (١)ذخایر العقبی: ۳۶ مخ.(٢) بحارالانوار: 43/5.(٣)درالمنثور: د اسراء تر لومړي آیت لاندې. معجم الکبیر، ۲۲/ ۴۰۱، مجمع الزواید ۹/ ۲۰۲

[3] . وګورﺉ:  (١)د بغداد تاریخ 5/87.(٢)ینابیع الموده 2/24 او ۱۹۷مخونه.(٣)بحار الانوار 43/4.(٤)احقاق الحق 10/ 5 او ۱۲.(٥) مستدرك حاكم 3/ 169.(٦)محاضره الاوائل:88 مخ. (٧)میزان الاعتدال ۱/ 38.(٨)مجمع الزوائد: 6/ 202.(٩)لسان المیزان:5/ 97.(١٠)ارجح المطالب:239مخ .(١١)وسیلة المآل 78 مخ.

[4] . وګورﺉ:(١)فرايد السمطين: ٢\ ٦١ ٣٨٦ ګڼه حديث.(٢)حاکم مستدرک: ٣\١٥٦.(٣)مقتل الحسين خوارزمي: ١\٦٤ پينځم څپرکى.(٤)ابن مغازلي ٤٠٦،٤٠٧ ګڼه حديث.(٥) فيض القدير ٥\ ٨٧.(٦)کنزالعمال ٧\١١١-١٢\٣٤٢٢٨ ګڼه حديث.(٧) مجمع الزوايد هيثمي:٩\٢٠٢.(٨)ميزان الاعتدال: ٢\٥١٨ ،٤٦٧٢ګڼه حديث.(٩)ذخاير العقبى ٤٣ مخ.(١٠)تاريخ بغداد: ٥\٨٧ .(١١) ينابيع المودة١١٧،١١٨ مخونه.(١٢) نورالابصار له ٥١ نه تر ٥٤ مخونو پورې.(١٣) لسان الميزان : ٥\ ١٦٠. (١٤)صاحب التلخيص المستدرک ٣\١٥٦)

[5]  . وګورﺉ: (١)عبد الرحمان صفوري شافعي؛ نزهه المجالس: 2/ 227. (٢)قندوزي حنفي؛ینابیع الموده:۱۹۸ مخ.(٣)حسن بن مولوی : تجهیز الجیش: 99 مخ. (٤)شعیب ابو مدین بن سعد مصري؛روض الفائق : ۲۱۴ مخ.(٥) احقاق الحق: 10/ 12)، مجمع البیان ۱۰ / ۵۴۹،

[6] . (حج\٣٨)

[7] . (محب الدين طبري؛ذخاير العقبى: ٤٤ مخ)

[8] . وګورئ: (١) صفوري شافعي؛نزهة المجالس.(٢)ذخايرالعقبى :٤٤،٤٥ مخ.(٣)ينابيع المودة ١٩٨،  ١٩٩مخونه. (٤) نورالابصار: ٥٤ مخ. (٥) الاصابة : ٨ ټوک.(٦)ترمذي :٥ ټوک.(٧) د ملا موصلى سيرة: اسعاف الراغبين، 227.(٨) احقاق الحق : 10/13

[9] . (كليني؛اصول كافي: 1/458)

[10] . (يعقوبي؛تاريخ 1/512)

[11] . (مصباح المتهجد 56 مخ )

[12] . وګورئ :  (١)ذخايرالعقبى 44 مخ .(٢) صحيح ترمذي 2/319 مخ .(٣) كننر العمال  2/752 )

[13] . وګورئ: (١)ينابيع المودة:١٩٤مخ.(٢)ذخاير العقبى :٢٦مخ.(٣)فرايد السمطين ٢\٥٨ ، ٣٨٤ حديث.(٤)کنز العمال١٢\١٠٥ – ١١٢ مخونه ٣٤٢٢٧ حديث.(٥)نورالابصار ٥١،٥٤ مخونه.(٦) مناقب اهل البيت : ١\٢٠٨.(٧)الاصابة :٨ټوک.(٨) اعلام النساء : ٤ ټوک.(٩) تذکرة سبط ابن جوزي : ٢٧٥،٢٨٥ مخونه .(١٠) صحيح ترمذي : ٥ ټوک: د فاطمې د فضايلو برخه.

[14] . وګورئ :(١) فرايد السمطين : ٢\٥٨ ، ٣٨٤.(٢) محب الدين طبري؛ ذخاير العقبى : ٢٤ مخ.

[15] . (حديد\١۹)

[16] . (نساء\٦٩)

[17] . ( مايده\٧٥)

[18] . (الرياض النضره٢\٢٠٢) او په (شرف النبي)

[19] . (١)د بغداد تاريخ : ٢\٢٥٩. (٢) مستدرک حاکم : ٣\١٦٠.(٣) استيعاب : ٢\٧٥١.(٤) حلية اولياء ٢\٤١. دا څلور واړه کتابونه د بيروت چاپ دي .

[20] . (المعارف ١٨٥-١٨٨ مخونو)

[21] . "کبير تفسير" (٣٢\١٢٤)

[22] . په بغداد تاريخ ( ١\٣١٦) او په ينابيع المودة ( ٢٦١،٢٦٦،٣٠٠.٣٠٩ مخونو) کې

[23] . وګورئ:(١)مناقب خوارزمي:(٢٢٩ مخ)(٢)ذخاير العقبى:(١٢١ مخ).(٣) فرايد السمطين:(٢\٦٩ ،٣٩٣ حديث).(٤)بغداد تاريخ:( ١١\٦٨٥، ٦٠٥٤ حديث).(٥) کنزالعمال:( ٦\٢٢٠).(٦) مستدرک: مناقب حسن و حسين . (٧) دمشق تاريخ:( ٣٤\١٣١).

[24] . "ابن حجر هيثمي" په "صواعق المحرقه" کې له ((فمن حاجک فيه من بعد ما جاءک)) د مباهلې تر وروستي  آيت پورې، "قندوزى": ( ٥٧ باب)،حموي:(فرايد السمطين ٢ ټوک)،متقي هندى:(منتخب کنزالعمال)،زرقاني:(شرح المواهب الدنية)او نسايي:( خصايص امير المؤمنين)

[25] . ينابيع المودة ( ٥٧\٢٦٦،٢٦٧) او په فرايد السمطين (٢\٧٧ – ٣٩٧،٣٩٨ حديث)،مقتل خوارزمي: ( ٦\٨٩)،معجم الکبير:(١\١٢٤- ١٠٤ حديث)،کنزالعمال:(٦\٢٢٠) او ذخاير العقبى:( ١٢١ مخ) کې هم  پورتنى روايت، "جرير بن عبدالحميد" له "شيبة بن نعام" نه روايت کړى دى .

[26] . (بقرة\٢٢٢)

[27] . (ينابيع المودة:٢٦٠ مخ):

[28] . وګورئ:(١)ذخاير العقبى:(٢٦مخ).(٢)صواعق المحرقة او الاصابة:( ٨ ټوک).(٣)اعلام النساء د فطم کلمه.(٤)جامع ترمذي:(٥ ټوک)(٥) محمد صالحي کشفي حنفي:مناقب.

[29] . (حافظ ابوبکر شافعي؛تاريخ بغداد: ١٣\٣٣١ ) پورتنى حديث متقي په کنزالعمال ١٢(\١٠٥-١١٢، ٣٤٢٢٦ حديث) هم راوړی دى.

[30] . (کبير تفسير)

[31] . (الاصابة:٨ ټوک) او(جامع ترمذي: ٥ ټوک د فاطمې د فضايلو برخه) (امام احمد بن حنبل؛مسند) او (تذکرة الخواص د فاطمې د حالاتو برخه)

[32] . په (ذخاير العقبى :٢٤ مخ نزهة المجالس له حضرت سلمى بنت عميس)(کنزالعمال :١٢ ټوک) (الاصابة:٨ ټوک د الفاء ټکى) (نورالابصار: ٥٢ مخ)  او (تذکرة الخواص: فاطمې د حالاتوبرخه)کې

[33] . (نحل/58)

[34] . وګورﺉ:(١)بغداد تاريخ : 11/285 .(٢) كنزالعمال : 6/226 ، 220 .(٣)محب طبري؛ ذخايرالعقبى: 121 .(٤)هيثمي؛مجمع الزوايد: 9/179 .(٥)فرايد السمطين: ٢\٧٠.(٦) ترمذي؛ سنن: ٥\٤٥٦.(٧)خصايص: ٣٦ مخ ١٣٤ ګڼه حديث.(٨) د دمشق تاريخ : ٩٤ مخ.(٩)ابن مغازلي؛مناقب :٤٧٣ مخ ٤٢١ ګڼه حديث.(١٠) معجم صغير ١\١٩٩.

[35] . (ابن هشام سيرة 12/34 ، الكامل في التاريخ 2/51 )

[36] . (ابن شهراشوب مناقب 1 / 71 )

[37] . ( صحيح بخاري 5/8  او صحيح مسلم )

[38] . (بحارالانوار: ٤٣ټوک)

[39] . (بحارالانوار ٣/٥٦ – ٤٩)

[40] . وګورئ :(١) فاطمه الزهرا–بهجة قلب المصطفى ١٨٠ . (٢)حقاق الحق: ١٩/١٦.

[41] . وګورئ:بحارالانوار: ٤٣/٢١١ (له علل الشرايع څخه .)

[42] . (سنن ابوداود له انس بن مالکه،ينابيع المودة : ٥٥ باب ،١٧٤ مخ،مناقب احمد بن حنبل، کنزالعمال ٢\٩٩)

[43] . ( ابن سعد طبقات 8/11 )

[44] . وګورئ : (١)بحار الانور : 43/ 125 .(٢) الطبقات الكبرى 8/12 .(٣) الصواعق محرقة : 162.(٤) انصاب الا شراف : 452 .

[45] . وګورئ:بحارالانوار: ۳۶/۲۶ او ناسخ التواريخ:3/46-48 مخونه.

[46] . وګورئ :(١) کاتب واقدي : 8/22-20.(٢) ابن عبدالبر :4/448. (٣)ابن­اثيرجزري :7/216.

(٤)عسقلاني:8 263.(٥) بحار:43/129 او 43/130. (٦)داکتر جعفر شهيدي؛زندګاني فاطمه زهرا: ٤٤ مخ

[47] وګورئ:فاطمة الزهرا من المهد الى الحد:186 مخ)

[48] . (کشف الغمه:1/386)

[49] . وګورئ:  (١)ينابيع المودة: ٥٥\١٧٤.(٢)ذخايرالعقبى :٣٣مخ.(٣)نورالابصار٥٣ : مخ.

(٤) الاصابة : ٨ ټوک.(٥)اعلام النساء د فطم کلمه.(٦) تذکرة الخواص : ٢٧٩ مخ.

[50] . (تذکرة الاخواص او د صفوري شافعي په نزهة المجالس٢\٢٢٦)

[51] . (مفيد؛ارشاد:1/270)

[52] . وګورﺉ: (١)شيخ مفيد ارشاد : 1/270.(٢)ينابيع المودة : ٥٥ باب ١٧٥،١٧٦ مخونه.(٣)سنن ابي داود : د فاطمه الزهرا فضايل.(٤)مسند احمد حنبل : د اهل بيتو مناقب.

(٥)نورالابصار :٥٣ مخ. (٦)اعلام النسا ٤ ټوک.(٧)جامع الترمذي :٥ ټوک.(٨) کنزالعمال :١٢\٥.(٩)تذکرة لاخواص : ٢٧٥ مخونه.(١٠) ذخاير العقبى  :٣٢ ٢٩ مخ.

[53] . (ذخاير العقبى : ٣٣ او ٣٤ مخونو،ينابيع المودة : ٥٥ باب، الاصابة : ٨ ټوک،اعلام النساء : ٤ ټوک،تذکرة الخواص او مجمع الزوايد)

[54] . وګورئ :(١)بهجة القلب المصطفى:464 مخ.(٢)فاطمة الزهرا من المهد الى الحد:684 مخ.(٣) احقاق الحق:19/29 او همداسې10/367.(٤)سفينة النجاة : 217 مخ

[55] . وګورﺉ :(١)صحيح بخاري،د اهلبيتو د فضايلو برخه.(٢)صحيح مسلم ،،د اهلبيتو د فضايلو برخه.(٣)صحيح ترمذي٢\٣١٩.(٤)مستدرک الصحيحن ٣\١٥٩-١٥٨.(٥)كشف الغمه ج 1 .(٦) المستدرك 3/158 .(٧) مسند احمد بن حنبل 4/5-٣٢٣-٣٣٢ .(٨) الترمذي 10/371 .(٩) تذكرة الخواص سبط ابن جوزي .(١٠)ابن هشام سيرة .(١١)مناقب خوارزمي .(١٢) مسند احمد حنبل ٥\ ٢٦.(١٣)رياض النضره ٢\١٩٤.(١٤)مجمع الزوايد ٩\١٠١، ١١٤.(١٥) ذخاير العقبى : ٧٨ مخ .(١٦)کنزالعمال : ١٢\له ١١٢ څخه تر ١١٥ مخونو پورې .(١٧)الصواعق المحرقه: ٢٨٩ مخ .(١٨)سنن بيهقي : ٧\٦٧.(١٩)حلية الاولياء : ٢\٤٠-١٧٤.(٢٠)خصايص نسايي :٣٦ مخ .

[56] . وګورﺉ :(١) مسند احمد بن حنبل :  2/223 ،٧\٣٢٨.(٢)صحيح بخاري :  5/92 .(٣)صحيح مسلم :4/1902 .(٤)سنن ابي داود:2/226.(٥)سنن ترمذي :  5/688 .(٦) معجم كبير طبري :2/52 .(٧)مستدرك حاكم :3/154 .(٨) السنن الكبرى : 7/307 .(٩) شرح السنه  7/232 .(١٠)مقتل خوارزمي :2/53 .(١١) فرايد السمطين : ټ 245.(١٢)کنزالعمال: ٧\١١١. (١٣)صواعق :١٩٥مخ . (١٤)نزهةالمجالس :٢\٢٢٨. (١٥)کفايةالطالب :٢١ مخ. (١٦)نورلابصار:٤٥مخ. (١٧)خصايص نسايي :٣٥ مخ.(١٨)ذخاير العقبى : ٣٩ مخ.(١٩)ينابيع الموده : ١٧١مخ، ٥٥ باب.

[57] . وګورئ :١- مقتل خوارزمي 2\66 . ٢- فرايد السمطين  2\95.

[58] . وګورئ :(١)کنوزالحقايق :١٢٤مخ.(٢)ينابيع المودة:٥٦،٥٥ باب.(٣) ذخاير العقبى : ٣١ مخ.(٤)الاصابة : ٨ ټوک.(٥)اعلام النساء: د فطم کلمه .

[59] .  وګورئ :(١)مستدرک حاکم :/١٥٣.(٢)تاريخ بغداد : ٤/١٩٥.(٣)نزهة المجالس :٢/٢٢٦.

[60] . وګورئ:(١)مستدرک حاکم :٣ /١٥٢.(٢)تاريخ خوارزمي : ٣/٥٤.(٣)ذخاير العقبى :٤٨ مخ.(٤)کفاية الطالب : ٢٢٢مخ.(٥)سيوطي؛احياءالميت :٢٥٧مخ.(٦) نورالابصار : ٤٥مخ. (٧)صواعق المحرقه : ١١٢مخ.

[61] .   ارمغان- ٨٠٤مخ

[62] . وګورئ: بحار الانوار 43/81

[63] . (ابن هشام سيرة 3/106 )

[64] . وګورئ : (١)کشف الغمه:1/363.(٢)بحار:43/133-134.(٣)مناقب خوارزمي:353 .

[65] . وګورئ : (١)امام احمد حنبل؛مسند:4/369-2/26.(٢)خصايص نسايي:14 مخ.(٣)ذخاير العقبى:77 مخ .

[66] . وګورﺉ :  (١)مسند احمد بن حنبل : 2/362-٣\١٥٠.(٢)ذخاير العقبى :٥٠- ٥١ مخونه.(٣)صحيح بخاري د فصل ان الخمس النوائب رسول الله باب. (٤)مستدرک حاکم: ٣\١٥٢.(٥)عسقلاني شافعي؛الاصابة :٨\١٥٩.(٦)صحيح ابوداود: ٣٣ټوک: د تسبيح عند النوم باب. (٧) صحيح مسلم: د ذکر او دعا کتاب.(٨)کنزالعمال :٦\٢٩٥-١٥ څلورم باب.(٩) صحيح ابوداود: ٤١٢٦٨ ګڼه حديث.(١٠)صحيح مسلم ٤١٢٧١_٤١٢٧٢ ګڼه حديثونه. (١١) السيوطي؛ الدر المنثور:٦\٣٦١.(١٢)کشف الاسرار:١٠\٥٢٤.(١٣)تفسير روح البيان: ١٠\٤٥٥.

[67] . وګورئ:(بحار الانوار :67/949 –70/249 –71/184)

[68] . وګورئ: (تفسير امام حسن عسكري /354 مخ )

[69] . ( ذخائرالعقبى:٤٤ مخ)

[70] . (کشف الغمه:1/469_بحار:37/103)

[71] . وګورئ :(١)بخاري :مناقب فاطمه : 7/83 .(٢) مستدرك الصحيحين : 3/151 .(٣) صحيح مسلم : 22/127 .

[72] . ( احقاق الحق  ٤/١٥٠ – بحار الانوار ٣٨/١٩)

[73] . وګورئ:(١)مسند احمد بن حنبل: حديث 472.(٢)مناقب : 2/472 .

[74] . وګورئ : د ترمذي سنن 5/322 .

[75] . (ذخاير العقبى: 132/133 مخونه)

[76] . وګورئ : د ترمذي سنن 5/324 .

[77] . وګورئ: (كشف الغمه 2/89)

[78] . وګورئ :(١) كشف الغمه: 2/94(٢) دلايل امامه 56. 

[79] . وګورئ : بحار الانوار 43/71.

[80] . وګورئ : ذخاير العقبى 49مخ .

[81] . وګورئ:كشف الغمه: 2/97.

[82] . وګورئ : بحار الانوار 43/392

[83] . وګورئ :(١) ذخاير العقبى/ 143 مخ .(٢) نورالانوار/ 109  مخ .

[84] . وګورئ : بحار الانوار43/281 .

[85] . وګورئ: ذخاير العقبى : 130/ نور الانوار 109 .

[86] . وګورئ: د ترمذي سنن: 5/324.

[87] . وګورئ :(١) طبراني؛ الاوسط .(٢) هيثمي؛مجمع الزوايد.  

[88] . وګورئ :(١)صحيح ترمذي ٢/٣٠٦.(٢)مستدرک حاکم٣/١٥١.(٣)مسند احمدحنبل: ٥/٣٩١. (٤) حلية الاولياء :٤/١٩٠. (٥) اسدالغابه: ٥/٥٧٤.(٦)کنزالعمال:٦/٢١٧.

[89] . وګورئ :(١)مسند امام احمدحنبل :٣\٨٥،٩٣،١١٤،١٥٣.(٢)صحيح ترمذي:٢\٣٠٦.(٣)مسند طيالسي : ٨\١٦٠ .(٤)حلية اولياء : ٥\٧٠. (٥)خصايص نسايي :٣٧مخ.(٦) فتح الباري:٨\١٠٠ .(٧)کنوزالحقايق : ١٦٥مخ.(٨)مجمع الزوايد : ٩\١٨١.

[90] . وګورئ :كشف الغمه 3/91 .

[91] . وګورئ : (١)مسند امام احمدحنبل٣\٦٢،٨٢.(٢)صحيح ترمذي١٣\١٩١.(٣)مشکل الاثار ٣\٩٣٩.(٤)مستدرک حاکم  ٣\١٦٦.(٥)حلية الاولياء ٥\٧١.(٦)بغداد تاريخ  ٤\٢٠٤.(٧)فصول المهمه/١٣٦مخ .(٨)تذکرة سبط بن جوزي :٢٤٣مخ .(٩)خصايص نسايي :٣٦مخ .

(١٠)المعجم الکبير:١٣١مخ .(١١)مصابيح السنة:٢٠٧مخ .(١٢)ابن عساکر؛ تاريخ : ٢\٥٦.(١٣)کنزالعمال ١٣\٦٠٠.(١٤)صواعق المحرقه١٣٥مخ.(١٥)اسدالغابة :٢\١١.

[92] . ( آل عمران\٦١)

[93] . وګورئ :(١)مجمع البيان 2/452 .(٢)الكامل في التاريخ  2/23 .(٣)روح البيان  2/44 . (٤)زمخشري؛الكشاف  1/434 .(٥) فخر رازي ؛ تفسير كبير 8/85 .(٦) د امام ثعلبي تفسير: 95 مخ.(٧) امام سيوطي .دارالمنثور  4/38 .(٨)ابن مغازي الشافي؛ المناقب  263 مخ.(٩) صحيح مسلم  ٧\١٢٠.(١٠)مسند امام احمد حنبل  ١\١٨٥.(١١)تفسير طبري  ٣ ټوک. (١٢)مستدرک ٣\١٥٠.(١٣)معرفة علوم حديث : ٥٠مخ.(١٤)دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ. (١٥)اسباب النزول ٧٤ مخ.(١٦)معالم التنزيل :١\٣٠٢.(١٧)مصابيح السنة ٢\٢٠٤.(١٨)تذکرة الخواص :١٧ مخ.(١٩)قرطبي؛جامع الاحکام القرآن ٣\١٠٤.(٢٠)تفسير بيضاوي  ٢\٢٢.(٢١)ذخاير العقبى : ٢٥ مخ .(٢٢)تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦.(٢٣)البحر المحيط  ٢\٤٧٩. (٢٤) د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير ١\٣٧٠.(٢٥)الاصابة  ٢\٥٠٣.(٢٦)خلاصة الصواعق : ٨٩ باب.(٢٧)ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه.(٢٨)احقاق الحق ٣\٥٩.(٢٩) فتح القدير :٣١٦ مخ. (٣٠)تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧.(٣١)الجواهر في تفسير القرآن الکريم ١\١٢٧-١٢٦.(٣٢)د کشف الاسرار تفسير ٢\١٤٧-١٥١.

[95] . وګورئ:(١)کشاف : ٤\٦٧٠.(٢)تفسير الخازن :٧\١٥٩.(٣)سبط ابن جوزي؛تذکرة الخواص : ٢٨١-٢٨٣ مخونه.(٤)القرطبي؛جامع لاحکام :١٩-١٣١ تر١٣٤ مخونه.د بيروت چاپ. (٥)تفسير روح المعاني :٢٩\١٥٧.(٦)د علامه نيشابوري تفسير: ٢٩\١١٢.(٧)تفسير الدرالمنثور :٦\٢٢٩.(٨)تفسير فتح القدير : ٥\٣٣٨.(٩) بحرالمحيط : ٨\٣٩٥.(١٠) تفسير خازن : ٧\١٥٩.(١١)مناقب مرتضوي : ٦٤ مخ. (١٢)تفسير انوار التنزيل و اسرارالتاويل : ٢\٥٢٦.(١٣)فخر رازي؛تفسير کبير:١٥\٢٤٤_٣٠ جز.(١٤)الجواهر في تفسير القرآن الکريم : ١٢\٣٢٤-٣٠ جز.(١٥)خواجه عبدالله انصاري؛تفسير کشف الاسرار: ٢\له ٣١٩ څخه تر ٣٢١ مخونو پورې.(١٦)سنن ابن ماجه .(١٧) مستدرك نيشابوري

[96] . وګورئ : (١)تفسيربرهان :٤/٣١٧ .(٢) امالي طوسي : ١/١٩٠ .(٣) بحار الانوار ٣٦/٥٩.

[97] . وګورئ : (١) احقاق الحق : ١٠/٣٢١ .(٢) بحارالانوار :  ٤٣/٧٣ .(٣) عوالم :  ١١/١٦٨.

[98] . وګورئ : (١)احقاق الحق : ٤/٣٤٨ .(٢)حلية الاولياء :  ٢/٤٢ .(٤) الاستيعاب :  ٢/٧٥٠.

[99] . وګورئ: (١) احقاق الحق :  ١٧/٢٣ .(٢) دلائل الامامة: ٣ او٤ مخونه.(٣) مناقب ٣٨٠ مخ .

[100] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٣٧/٤٤ .(٢)امالي شيخ طوسي/٢٥٩ .(٣) امالي طوسي : ٢/٢٠ (٤)مناقب خوارزمي : ١٠٦ مخ .(٥) بحار : ٣٨/١٩ .(٦) د دمشق تاريخ :  ١/٢٤٢.

[101] . وګورئ : فرايدالسمطين : 191.

[102] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٤١/٢٥٧ .(٢) کشف اليقين :١٧٣/١٧٤ .(٣)ابن شهراشوب؛ مناقب : ٢/٧٤ 

[103] . وګورئ :(١)بحارالانوار: ٣٥/٢٥٢ .(٢) تفسير فرات: ٥٢٧ .

[104] . وګورئ : (١)بحار الانوار :٣٥/٢٥١.(٢)فرات بن ابراهيم؛ تفسير: ١٩١ مخ .(٣)احقاق الحق : ١٠/٣٢٢ .

[105] . وګورئ : (١)بحار الانوار :٤٣/٢٧ .(٢)المناقب : ٣/١٢٥ .(٣) رياحين الشريعه:  ١/١٢٥.  

[106] . وګورئ : (١)امالي : ٢١٣ مخ ، ١١ حديث.(٢) عوالم : ١١/٥٨٨ .(٣) بحار : ٣٥/٢٤٠ – ٢٣٨

[107] . (١) مناقب : ٣٨٠مخ ، ٤٢٨ حديث .(٢) بحار الانوار : ٤٣/٩١ او ١٠١/٣٨.

[108] . (١)کشف الغمة : ٢/٢٣ .(٢)مکارم الاخلاق : ١/٢٦٧ .(٣) بحار الانوار : ١٠١/٣٦ .

[109] . (١)فرايد السمطين : 36،37مخونه.

(٢) غاية المرام : 15،16مخونه  او  رياض النضره:2/164.

[110] . وګورئ:(١)حافظ حسكاني؛ شواهد التنزيل : 2ټوك، 56 مخ او همداسې: 2ټوك ، 31مخ .(٢) هيثمي؛مجمع الزوايد:باب مناقب اهل بيت، 9ټوك، 169مخ او بل چاپ؛ 9ټوك ، 119مخ.(٣)ابن مغازلي  شافعي؛مناقب اميرالمؤمنين: 301مخ، 345 حديث، لومړى  چاپ.

(٤)خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :د سعد بن محمد بن الامام حسن الغومى شرح؛ 4743ګڼه ، 9ټوك، 126مخ.(٥)ګنجي  شافعي؛كفاية الطالب:62باب،243 مخ او همداسې: 100باب، 371مخ. (٦)حاكم؛المستدرك:3 ټوك، 133،146،172مخونه او همداسې: 2ټوك، 416مخ.(٧)ابن كثير په خپل تفسير كې: 3 ټوك، 483مخ.(٨)البدايه النهايه: 7ټوك، 339مخ،باب فضائل علي. (٩)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة: 33باب، 124مخ او همداسې: 127مخ .(١٠)فخر رازي په خپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې: 25ټوك، 209مخ.(١١) زمخشري؛تفسير كشاف:لومړى ټوك، 369مخ.(١٢)سيوطي؛تفسير الدرالمنثور: 5ټوك، 215مخ كې تر پورتني آيت لاندې .(١٣) ابي عمر  يوسف بن عبدالله؛ استيعاب:3ټوك، 1100مخ.(١٤) ذهبي؛تاريخ اسلام: د 61 – 80 كال پورې د امام حسين د شرح  باب، 96مخ .(١٥)حافظ ابن عساكر؛ تاريخ دمشق: 98 حديث او؛ د امام حسين د شرح  باب، 13ټوك، 67مخ.(١٦) ابن جرير طبري؛ په خپل تفسير كې تر پورتني آيت لاندې، 22ټوك، 6 – 7 .

[111] . وګورئ:(١)تفسير طبري 22/5 .(٢) شواهد التنزيل : 2/769 .(٣) فرايد السمطين:2/10 .

(٤)مجمع الزوايد :9/67 .(٥)سيوطي؛درالمنثور: 5/198 .(٦)ينابيع المودة : 214 مخ .(٧) صواعق المحرقة : 221 مخ .(٨) تفسير ابن كثير : 3/485 .(٩) مختصر تاريخ دمشق : 7/13.

[112] . وګورئ :(١)معجم كبير:3/56 .(٢)مسند امام احمد بن حنبل :3/259.(٣) مشكل الاثار :  2/338.(٤)شواهد التنزيل : 2/637.

[113] . (رحمن ١٩\٢٠\٢۲)

[114] . وګورئ :(١)سيوطي؛الدرالمنثور تفسير:6ټوك، 158مخ او بل چاپ: 6ټوك، 142مخ .(٢)حافظ حسكاني؛شواهد التنزيل:2ټوك،209مخ،919حديث، لومړى چاپ او دويم چاپ 2ټوك: 212مخ.(٣) ابن مغازلي؛مناقب اميرالمؤمنين:339مخ، 390حديث.(٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة: 39باب، 138مخ.(٥)ثعلبي؛په خپل تفسير كې:4ټوك، 289مخ.(٦)حافظ ابونعيم اصبهاني؛ما نزل من القرآن فى علي" : تر پورتني آيت لاندې . (٧)شبلنجي؛نور الابصار: 101مخ.(٨)خوارزمي؛مقتل الامام حسين:112مخ.(٩)كراجكي؛ كنز الفوائد: 366مخ .

[115] . (تفسير روح المعاني٢٧\٩٣ )

[116] . وګورئ :(١)صحيح ترمذي : ٢/٣٠١.(٢) بغداد تاريخ : ٢/٢٨٧.(٣) تهذيب التهذيب : ١٠/٤٣٠.

[117] . وګورئ: (١)مستدرک حاکم:٢/٣٤٣.(٢)کنز العمال : ٦/٢١٦.(٣)مجمع الزوايد :٩/١٦٨.

(٤)حلية الاولياء : ٤/ ٣٠٦.(٥)ينابيع المودة: ٤،٤٤،٥٦باب.(٦)صواعق المحرقة : ١٨٤ مخ .

(٧)مغازلي؛مناقب : ١٧٣-١٧٧ مخ.(٨) ذخاير العقبى: ٢٠ مخ .

[118] . وګورئ : (١)صحيح مسلم : ٧/١٢٣.(٢)صحيح ترمذي : ٥/٦٢١.(٣)امام احمد حنبل؛مسند: ٣/١٤.(٤) صواعق ا لمحرقه : ١٢٦ مخ.(٥)کنزالعمال:١/١٨٥.(٦)درالمنثور :٢/٢٨٥.(٧)المعجم الکبير: ٣/٦٣،٦٤،٦٥.(٨)ابن سعد؛طبقات : ٢/ ١٩٤.(٩)ابن اثير؛ النهاية : ١/٢١٦.

[119] . وګورئ :(١)احمدحنبل؛مسند:٣/١٤،١٧،٢٦،٥٩.(٢)صحيح ترمذي :٢/٣٠٨.(٣)اسدالغابة: ٢/١٢.(٤)حاکم؛مستدرک: ٣/١٠٩، ١٤٨. (٥)کنزالعمال :١/٤٨.(٦)نسايي؛ خصايص: ٢١ مخ .(٧)مجمع الزوايد :٩/١٦٣.(٨)صواعق ا لمحرقة : ١٣٦ مخ .(٩)ابن سعد؛ طبقات: ٢/٢.(١٠)فيض القدير: ٣/١٤.(١١) ينابيع المودة : ٢ باب.(١٢)فخر رازي؛ تفسير: تر واعتصمو ا بحبل ا لله (آل عمران /١٠٣) آيت لاندې .(١٣)مغازلي؛ مناقب: ٢٨١ مخ .

[120] . قصص الانبياء" په ١٤ مخ کې

[121] . وګورئ : (١)حاکم؛ مستدرک: ٣/٤٥٨ .(٢)کنزالعمال:٧٦/،٢١٧١١٦ .(٣)صواعق المحرقة:١١١مخ.(٤)مجمع الزوايد :١٧٤.(٥) فيض القدير: ٦/٢٩٧.(٦) ذخايرالعقبى: ١٧مخ.

[122] . وګورئ : (١)احمدحنبل؛مسند: ٢/٤٤٢.(٢) صحيح ابن ماجه: ١٤مخ.(٣)حاکم؛ مستدرک: ٣/١٤٩ .(٤) ذخايرالعقبى: ٢٥ مخ .(٥)صحيح ترمذي : ٢/٣١٩.(٦)تاريخ بغداد:٧/١٣٦،١٣٧_ ٤/٢٠٨.(٧)اسدالغابه:٥/٥٢٣.(٨)کنزالعمال :٦/٢١٦.(٩) سيوطي؛جمع الجوامع:٦/٢١٦.(١٠)کفاية الطالب: ١٨٩ مخ.(١١)خوارزمي؛مناقب:٩٠ مخ .(١٢)فصول المهمه: ١١ مخ .(١٣)صواعق ا لمحرقه : ١١٢ مخ.(١٤)ابن عساکر؛ تاريخ: ٤/٣١٦.(١٥)ابن کثير؛ تاريخ: ٢/ ١٨٩.

[123] . وګورئ : خوارزمي؛مفتل الحسين: 145 مخ .

[124] . وګورئ :(١) بحار الانوار : ٤٤/٢٦٤ .(٢)الکوفي؛تفسير فرات: ٥٥ مخ .

[125] . وګورئ :(١)علل الشرايع: ٧٩ .(٢)کمال الدين: ٢/٨٧.

[126] . وګورئ :(١)امالي: /٢٠٨ .(٢) عوالم : ١١/٥٨٨ .

[127] . ( شورى\٢٣)

[128] . وګورئ :(١)فخر رازي؛ كبير تفسير: 27ټوك، 166مخ كې تر پورتني آيت لاندې .

(٢)ګنجي  شافعي؛كفاية الطالب :86 باب.(٣) د امام احمد حنبل مسند.(٤)محب طبري؛ ذخاير العقبى : 25 مخ .(٥) ابن معازلي شافعي؛ المناقب : 309 مخ .(٦) قرطبي؛استيغاب : 8/43  ، 58 مخونه .(٧)بخاري؛صحيح:٦\ ٢٩.(٨)طبري؛تفسير: ٢٥\١٤ .(٩) الصواعق المح رقه .(١٠)حاکم؛مستدرک: ٣\١٧٢.(١١)زمخشري؛کشاف : ٣\٤٠٢.(١٢) مقتل الحسين.(١٣)جامع الاصول : ٢\٤١٥.(١٤)ابن کثير دمشقي؛تفسير : ٤\١١٢.(١٥)تفسير الدر المنثور: ٦\٧ .(١٦) الفصول المهمه : ١١ مخ .(١٧) اسعاف الراغبين : ١١٥ مخ . (١٨)تفسير فتح ا لقدير : ٤\٢٢ .(١٩)فلک النجاة :٣٧ مخ .(٢٠)احقاق الحق :٣ \١٦.(٢١)رشفة الصادي :٢١ مخ.(٢٢)حافظ حسكاني؛شواهدالتنزيل:2ټوك،130مخ،822 حديث ، لومړى چاپ .(٢٣) بيضاوي؛ تفسير:2ټوك، 362مخ كې تر پورتني آيت لاندې (٢٤)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ ينابيع المودة:32باب، 123 او 444 مخونه .(٢٥)عبدالله بن احمد بن حنبل؛ الفضايل:باب فضائل اميرالمؤمنين علي،187مخ،263 حديث،لومړى چاپ.(٢٦)هيثمي؛مجمع الزوايد: باب فضايل اهل بيت :9ټوك، 168مخ. (٢٧)حمويي؛ فرائدالسمطين: 2ټوك، 26باب، 120مخ. (٢٨)ابن اثير؛ اسدالغابه :5ټوك، 367 مخ  .

[129] . وګورئ :(١)تفسير امام حسن عسكري /330 مخ . (٢)بحار الانوار : 23/529. [130] > ارمغان ٦٢٣مخ [131] > ارمغان ٦٢٣مخ

[132] . وګورئ :(١) ابن مغازلي شافعي؛ المناقب:63 مخ .(٢)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينا بيع المودة : 97 مخ .

[133] . (کنز العمال  1/224)

[134] . وګورئ : (١)ذخاير العقبى : 44.(٢)سيوطي؛الدرالمنثور .(٣)صحيح ترمذي :٢\٣٠٦-١\٣١.(٤)صحيح بخاري : ٨ ټوک.(٥)نسايي؛خصايص :٣٣ مخ .(٦)ترمذي؛ سنن : ٥ ټوک. (٧) مستدرک الصحيحين٣ :\١٨٥-٢\٤٩٧.(٨)کنزالعمال : ١٢\له ١٠٥ څخه تر ١١٢ مخونو پورې .

[135] . وګورئ : مستدرك الصحيحين 3/154.

[136] . وګورئ : مستدرك الصحيحين : 2/ 153.

[137] . وګورئ: صحيح بخاري،خصايص نسائي،فيض القدير، كنزالعمال، مسند احمد بن حنبل، صحيح ابي داود،حلية اولياء، صحيح ترمذي: 2/319)

[138] . وګورئ :(١)خوارزمي؛مقتل : 1\ 64 .(٢)درالمنثور : 4\153 .(٣)ميزان الاعتدال : 2\518 .(٤) تاريخ بغداد : 5\87 .

[139] . وګورئ : شرح ابن ابي الحديد : 16/201."زمخشري" په "کشاف" ( ٤/٢٢٠ – ٢٢٠ -٢٢١ مخونه) تفسير کې يو حديث نقل کړى،چې بيا "فخر رازي" ( ٢٧/١٦٥-١٦٦مخونو) او "قرطبي" ( ٨/٤٣- ٥٨ مخونه ) هم له هغه اخستى.

[140] . وګورئ : (١)امام فخررازي؛تفسير٢٧\١٦٥.(٢)ابن عربي؛تفسير ٢\٢١٩. (٣) قرطبي؛ تفسير١٦\٢٢ .(٤)ثعلبي؛تفيسر ٥\١٥٧.(٥) مقريزي؛ فضل آل البيت : ١٢٨مخ.(٦)شيخ سليمان قندوزى؛ينابيع المودة  ٢\٣٣٢.(٧)ابن صباغ مالکي؛الفصول المهة ١\٥١٣. (٨) زمخشري؛الکشاف  ٣\٤٦٧.