ويکيپېډيا:فاطمة الزهرا او د قيامت ورځ

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

فاطمة الزهرا او د قيامت ورځ سمول

حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده. په دې هكله حضرت علي له پېغمبر اكرمه روايتوي : ((لور مې فاطمه په قيامت کې په داسې حال كې پاڅېږي،چې د"آب حيات" كالي به يې اغوستې وي او ټول به ورته ګوري او د لوړ مقام په ليدو به يې حيران وي او وروسته به د ناوې په څېر د اويا زرو حورو په بدرګه د جنت پر لور بېول كېږي.[1]))

ام المؤمنين حضرت عايشه بي بي له پېغمبراكرمه روايتوي : ((د قيامت پر ورځ به غږ وشي:خلكو! سرونه ټيټ كړئ،چې فاطمه د محمد(ص) لور تېرېږي.[2]))

پېغمبراكرم: ((د معراج پر شپه يې،چې جنت ته بوتلم؛نو دا جملې پکې ليكل شوې وې:"بېشكه،چې خداى ايکې يو دى او شريك نه لري،محمد يې استازى دى،علي د پالونکي محبوب دى،حسن او حسين د خداى غوره دي،فاطمه خداى غوره كړې او پر دښمنانو دې يې لعنت وي.[3]))

((وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ . لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ [4] = (( او بېشكه چې د وزخ د د وى ټولو د وعدې ځاى دى . )) [( چې دا (دوزخ ) اووه ورونه لري اوله هغوى هر وره ته يوه ټاكلې برخه بېله شوې ده ( چې دا بې لاري به پكې ننوځي ) ].

پر  پېغمبر اکرم چې د عذاب دا آيتونه نازل شول؛ نو ډېر يې وژړل او ورسره ناستو اصحابو کرامو هم وژړل. حضرت فاطمې پېغمبر اکرم د ژړا په اړه وپوښت : (( پلاره! ځار دې شم،څه پر ژړا کړې؟)) پېغمبر اکرم ورته د عذاب نازل شوي آيتونه ولوستل . فاطمه  د خداى له وېرې پر ځمکه پرېوته او ويې ويل: (( پر هغه دې افسوس وي،چې د دوزخ په اور کې ولوېږي.[5]))

حضرت "سلمان فارسي" وايي: ((يوه ورځ مې حضرت فاطمه وليده، چې ساده او پيوندي ځړوکى يې پر سر دى، حيران شوم او و مې ويل:" د فارس او روم د پاچايانو لوڼې د سرو زرو پر تختونو کېني او له قيميتي ټوکرانو جامې جوړوي او د خداى د رسول لور نه د سرو زرو تخت او نه ښکلې او قيمتي جامې لري." فاطمې راته وويل:" سلمانه! خداى موږ ته په قيامت کې ښکلې جامې او د سرو زرو تختونه ساتلي دي." بيا حضرت فاطمه خپل پلار ته ورغله او د حضرت سلمان حيرانتيا يې ورته بيان کړه: "پلاره! سلمان زما د ساده جامو په ليدو ډېر حيران شو، پر هغه خداى قسم،چې تاسې يې پېغمبر کړي ياست، زموږ د کور ټغر د "پسه" له پوټکي دى، چې د ورځې پرې خپل اوښ ته واښه اچوو او د شپې پرې څملو او بالښت مو څرمن ده،چې د کجورو له پاڼو ډک دى.[6]"))

     حضرت "جابر بن عبدالله انصاري" روايتوي : (( د مازيګر لمونځ مې له رسول اكرم سره وكړ،ټول اصحاب ورسره ناست ول،يو نيمزالى سوالګر راغى،چې شلیدلې جامې يې پر غاړه وې او ويې ويل: "وږى يم، كالي مې نشته،څه راكړئ ." رسول اكرم ورته وويل:"اوس څه نه لرم،د فاطمې كور ته ولاړ شه، اړتيا به دې پوره شي ." حضرت بلال يې ورسره ولېږه. سوالګر وويل : " فقير يم،كالي نه لرم او وږى يم،لومړى دې پلار ته تللى وم،تاته يې راولېږلم."حضرت فاطمې خپله غاړكۍ فقير ته وبښله او ورته يې وويل:"دا وپلوره او خپله اړتيا دې پوره كړه." فقير پېغمبر اكرم ته راغى او تېره کيسه يې ورته ووايه. پېغمبر اكرم وژړل او و يې ويل:"و يې پلوره او زما د لور د بـښنې له بركته خپل اړتيا پوره كړه."حضرت عمار(رض) له فقيره غاړكۍ واخسته،فقير پېغمبر اكرم ته وويل: "اړتيا مې پوره شوه خداى دې فاطمې ته دومره اجر وركړي،چې نه چا په سترګو ليدلى وي اونه چا په غوږونو اورېدلى وي ." حضرت عمار(رض) غاړكۍ په يوه دستمال كې له خپل مريي سره يو ځاى پېغمبر اكرم ته وبښله. پېغمبر اكرم غاړكۍ او مريى حضرت فاطمې ته وبښل. حضرت فاطمې مريي ازاد كړ.مريي په ازادۍ وخندل او ويې ويل:" دې غاړكۍ يو وږى موړ، بربنډ پټ او بنده ازاد كړ او بيا هم د خپلې خاوندې پر غاړه ده.[7]"))

پلار راته وايه سمول

چې زړه مې خوشحالوي سمول

     ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: (( دا آيت [( لا تجعلوا دعا رسول الله بينكم كدعا بعضكم بعضا)پېغمبر اكرم ته؛لكه د نورو په څېر غږ مه كوئ] چې نازل شو؛نو بيا مسلمانانو پېغمبر اكرم  ته د "يا محمد"! پر ځاى د "يا رسول الله !" او "يا ايها النبي !" غږ كاوه؛ نو فاطمه  وايي:" بيا مې زړه و نه كړ،چې پلار ته مې"يا ابتاه" يا د پلار غږ كړى واى او پېغمبر اكرم ته به مې "يا رسول الله" وايه . دوه ځله مې دا خطاب تكرار كړ؛ و مې ليدل،چې پېغمبر اكرم رانه خپه شو او مخ يې واړاوه. پر درېم  ځل يې راته وويل :" فاطمې! دا آيت ستا او ستا د کورنۍ او اولاد په هكله نه دى نازل شوى، ته زما يې او زه ستا يم، دا د نورو په هكله نازل شوى؛پلار راته وايه!،چې زړه مې ژوندى كوي او خداى خوشحالوي .[8]"))

همداراز ام المؤمنين عايشه بي بي زياتوي : (( تر پېغمبر اكرم او فاطمې مې بل څوك رښتنى ونه ليد.[9]))


د حضرت فاطمة الزهرا ژړا

     د بغداد شيخ المحدثين، د خپل كتاب په لسم ټوك په خپل سند له "اسماء بن واثله" نقل كړى،چې وايي:(( له فاطمې مې اورېدلي،چې و يې ويل:علي راته يوه شپه راغى؛ نو په بستره كې يې وژړولم،و مې ويل: ولې؟ راته يې وويل: وا مې ورېدل،چې ځمكه ورسره خبرې كوي او هغه شپه مې په ژړا او زاريو تېره كړه،دا پېښه مې خپل پلار ته وويله؛نو پلار مې اوږده سجده وكړه اوچې سر يې راپورته كړ؛راته يې وويل: فاطمې! تا ته د سپېڅلي ځوځات زېرى دركوم؛ځكه خداى تعالى ستا مېړه تر ټولو غوره ګڼلى او فضيلت يې وركړى او ځمكې ته يې امر كړى،چې ورسره خبرې وكړي،خپل احوال او څه، چې ورباندې په لر او بر كې تېرېږي، ووايي.[10]))


[1] . وګورئ :(١)الصواعق المحرقه : ٢٨٩ مخ.(٢)ذخايرالعقبى:٤٨ مخ.(٣) الاصابة : ٨ ټوک.

(٤) تذکرة الاخواص. د فاطمة الزهرا د حالاتو برخه.(٥)فرايد السمطين : ٢\٩.(٦)کنزالعمال : ١٢ ټوک . (٧)مجمع الزوايد : ٩\٢١٢. (٨)اعلام النساء : ٤ ټوک.(٩)حاکم؛ مستدرک: ٣ټوک.(١٠) بغداد تاريخ : ٨\١٤١.(١١)ينابيع المودة : ٥٥باب.(١٢)اسدالغابة :٥\٥٢٤.(١٣) مستدرک الصحيحين :٣\١٥٣.(١٤)لسان الميزان :٣\٢٣٧.(١٥)فصول المهمة :١٢٧ مخ.(١٦)د دمشق تاريخ : ١٢\٨٦. (١٧) ابن عساکر؛تهذيب : ٤\٢٣٦.(١٨)ابن مغازلي؛مناقب : ٤٠٦،٤٠٧،٣٧٥، ګڼه احاديث.

[2] . وګورئ :(١)بغداد تاريخ : 8/141.(٢)الصواعق المحرقة :٢٨٩مخ.(٣)مستدرک : د معرفة الصحابة کتاب.(٤) ذخاير العقبى :٤٨مخ. (٥)الاصابة :٨ ټوک.(٦)تذکرةالخواص : د فاطمې د حالاتو برخه.(٧) فرايد السمطين :٢\٩.(٨)کنزالعمال : ١٢ټوک ٦\٢١٨. (٩)اعلام النساء : ٨ ټوک، د فاطمې بنت محمد(ص) برخه.(١٠)ذهبي؛ميزان الاعتدال.(١١) لسان الميزان.(١٢)مجمع الزوايد :٢\٢١٢.(١٣)اسدُالغابة:٨\٥٢٣. (١٤)خوارزمي؛مقتل :د فاطمې د فضايلو برخه.(١٥)ينابيع المودة : ٥٥ باب.(١٦)مستدرک الصححين :٣\١٥٣. (١٧)نورالابصار :٥٣مخ.(١٨)کفاية الطالب :٢١٢مخ.(١٩)فصول المهمة :١٢٧مخ. (٢٠)نسايي؛خصايص :٢\٢٦٥. (٢١)ابن ابي الحديد؛ د نهج البلاغې شرح.(٢٢)تاريخ دمشق :١٢\٨٦.(٢٣)ابن عساکر؛ تهذيب :٤\٢٣٦.(٢٤)ابن مغازلي؛مناقب:د ابن عباس له قوله ٤٠٦او ٤٠٧ ګڼه احاديث.(٢٥)حاکم؛ مستدرک :٣\١٥٦.(٢٦)بيضاوي؛انوارالتنزيل تفسير: ١\١٥٨ د ١٣٨٨ س=١٩٦٥ز چاپ. (٢٧)الشيخ اسماعيل برسوي؛روح البيان تفسير: ٢ ټوک ٢٩ مخ د بيروت چاپ.(٢٨)جلال الدين سيوطي؛درالمنثورتفسير: ٢\٢٢ . (٢٩) رشيدالدين ميبدي؛ کشف الاسرار تفسير.(٣٠)زمخشري؛ الکشاف تفسير:١\٣٥٨.

[3] . وګورئ : د بغداد تاريخ 1/259.

[4] . (حجر\٤٣-٤٤)

[5] . وګورئ :(١) بحار الانوار : ٨/٣٠٣، ٦٢ حديث او٤٣/٨٨، ٩ حديث .(٢) رياحين الشريعة : ١/١٤٨  حديث)

[6] . وګورئ :(١)بحار الانوار: ٧/٣٠٣ .(٢) کوکب الدري : ١/١٧٥ .(٣) تفسير برهان : ٢/٣٤٦ .

[7] . وګورئ : بحارالاانوار 43/56.

[8] . وګورئ :  ابن شهر آشوب؛ مناقب : 3/320.

[9] . وګورئ :(١) كشف الغمة : 2/81.(٢)ذخاير العقبى : 42.

[10] . وګورئ : ابن طاووس؛طرايف : 111مخ .