ويکيپېډيا:صحیفه سجادیه- د امام سجاد د دعاوو ټولګه

صحفیه سجادیه سمول

د امام سجاد زین العابدین (رض) د دعاوو ټولګه سمول

د لوراند او لورین الله په نامه[1]

ستاینه د نړۍ پنځګر څښتن ته ځانګړې ده او درود او سلام دې د حق استازي او د پېغمبرانو پر روستي، آل یې او رښتینو یارانو یې وي.تر ستاینې او درود روسته، صحیفه سجادیه د هغو دعاوو ټولګه ده، چې له امام زین العابدین رارسېدلي دي. امام زین العابدین د حضرت امام حسین بن علي بن ابیطالب (رض) زوی او د نبوي کورنۍ له امامانو ځنې یو امام دی، چې خدای له هر ډول چټلۍ پاک کړی او په هره پاکۍ یې پسوللی دی.

امام سجاد زین العابدین د نبوي کورنۍ له امامانو ځنې څلورم یې دی. نیکه یې علي بن ابيطالب، د خدای د استازي وصي او ړومبی تن و، چې ایمان یې پرې راووړ؛ هغه چې د رسول الله د وینا له مخې، اړیکه یې ورسره؛ لکه له  حضرت موسی علیه السلام سره د حضرت هارون علیه السلام اړیکه ده.

بختوره مور یې فاطمه الزهرا، د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) لور او ځیګر ټوټه یې ده او د خپل پلار د وینا له مخې یې، د نړۍ د مېرمنو اغلې ده.

پلار یې امام حسین، د جنت له دوو ښاغليو ځنې یو، د رسول الله له دوو زامنو ځنې یو، د رسول الله د بڼ له دوو خوږبویه ګلانو ځنې یو؛ هغه چې نیکه یې په باب ویلي دي : ((حُسَيْنٌ مِنِّي وَأَنَا مِنْ حُسَيْنٍ))؛ هغه چې په کربلا کې د عاشورا پر ورځ له اسلام او مسلمینو په دفاع کې شهید شو.

هغه په خپله له دولس ګونو امامانو ځنې یو امام دی، چې پېغمبراکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) یې په باب – د صحیح مسلم، صحیح بخاري او نورور صحیحیونو د وینا له مخې- ویلي دي : ((الخلفاء من بعدی اثنا عشر کلهم من قریش)).

امام علي بن الحسین پر ۳۸ هجري کال او یا ترې دوه کاله روسته زېږېدلی او شاوخوا ۵۷ کاله عمر یې کړی دی. څو کاله یې له خپل نیکه امام علي بن ابیطالب (رض) سره تېر کړل او بیا د خپل تره؛ امام حسن (رض) او بیا د خپل پلار؛ امام حسین په ښوونځي کې وروزل شو او د نبوت له علومو او د خپلو سپېڅلیو پلرونو له لاس ته راوړنو یې خورونه – تغذیه وکړه، تردې چې په علمي او دیني چارو کې تکړه او د خدای د دین امام شو، د علم او حکمت څراغ او د حلالو او حرامو مرجع شو. هغه په زهد، تقوا او خدای نمانځنه کې د خپل وخت بېلګه شوه او ټولو مسلمانانو یې په پوهه، استقامت او غوره والي ایمان راووړ او هوښیاران یې مشرۍ، فقاهت او مرجعیت ته ورتسلیم شول.

زهري وايي: (( په بني هاشمو کې مې تر علي بن الحسین بل غوره او ښه فقیه و نه موند.)) او په بل ځای کې وايي: ((ما یو قرشي هم غوره ترې و نه لید.))

سعید بن مسیب وايي : (( ما هېڅکله د علي بن الحسین په څېر بل و نه موند.))

امام مالک (رح) وايي : (( هغه ته یې د خدای د ډېر عبادت کولو له لامله زین العابدین وایه))

سفیان بن عیینه وايي : (( تر زین العابدین مې بل غوره بني هاشم و نه لید.))

امام شافعي (رح) د مدینې تر ټولو پوه شمېرلی دی .

او دا خبره یې همپېرو بني امیه وو واکمنانو هم سره له دې چې خورا بدخواهان یې ول، منلې وه. د بېلګې په توګه: عبدالمالک بن مروان، امام سجاد زین العابدین ته وايي : ((( خدای داسې دین او تقوا درکړې، چې تر تا مخکې بل چا ته هم خدای بې له پلرونو دې یې نه وه ورکړې))

په دې باب عمر بن عبدالعزیز وايي : (( زین العابدین د دنیا څراغ او د اسلام ښکلا ده.))

مسلمانانو په امام پورې سخت عاطفي تړاو درلود او د زړه له کومي یې مینه ورسره کوله. د امام (رض) د منلي پایګاه جرړې په ټوله اسلامي نړۍ کې غځېدلې وې او لکه څنګه چې هغه مهال هشام بن مالک په حج کې ګډون کړی و او د کعبې د طواف پر مهال یې غوښتل، چې توره ډبره استلام کړي؛ خو د خلکو د ډېروالي له لامله یې و نه شول کولای؛ نو یو ممبر یې ورته جوړ کړ، چې کېناست پرې او په تمه و، چې ناڅاپه امام زین العابدین د جومات په وره کې راڅرګند شو او د کعبې په طواف بوخت شو(هشام او خلکو یې ننداره کوله)؛ نو امام به چې کله حجرالاسود ته ورنږدېده؛ نو خلکو به لار ورکوله او له حجرالاسوده به لرې کېدل، چې هغه وکولای شي، چې حجرالاسود استلام کړي؛ ځکه ټولو خلکو ښه پېژنده او مینه یې ورسره درلوده، سره له دې چې له بېلابېلو سیمو راغلي ول. مشهور شاعر فرزدق دا حقیقت د قصیدې په بڼه هم ویلی دی.

له امام سره د خلکو مینه یې یوازې د دیني پوهې او اروايي ځانګړنو له کبله نه وه؛ بلکې هغه د ژوند په ټولو چارو او ستونزو کې خپل مشر او پناه ګڼله؛ ټول به ورتلل، چې د خپلو پاکو پلرونو په څېر ستونزاواری ورته وکړي.

نو ځکه هغه مهال، چې اموي خلیفه؛ عبدالمالک له روم سره شخړه پیدا کړه او د روم پاچا د مسلمانانو د هغه وخت له اړتیا ګټنه وکړه او هغه یې وګواښه، چې د مسلمانانو د سپکاوي لپاره له روم نه د مسلمانانو نقدینګي را واردې کړي او پر وړاندې هر قرارداد، چې یې خوښه وي، ورسره به یې وکړي؛ نو دلته عبدالمالک وارخطا او سرګردانه شو، ژوند پرې راتنګ شو او له ځان سره یې وویل : په ګومان مې چې زه به تر اوسه خورا ناوړه زوی وسم، چې په اسلام کې زیږېدلی یم؛ نو مسلمانان یې د سلامشورې لپاره راټول کړل. چا هم ګټوره سلا ور نه کړه؛ په غونډه کې خلکو ورته وویل : ته خپله پوهېږې، چې ددې ستونزې وتلار له چا سره ده. په چغو یې وویل : څوک دا ستونزه هوارولای شي؟ ورته وویل شول : د خدای د استازي د اهلبیتو پاتوړی – وارث . و یې ویل : رښتیا ویاست. او همداسې هغه ستونزاواري ته امام زین العابدین ته مراجعه وکړه.

حضرت امام زین العابدین خپل زوی محمد بن علي الباقر له لازمو لارښوونو سره شام ته واستاوه او هلته امام محمد باقر د مسلمانانو د پانګې د اوډون – ترتیب لپاره نوې کړلار ورکړه او اسلامي هېواد یې له زبېښاکه وژغوره.

داسې ټاکل شوې او مقدر وه، چې حضرت امام زین العابدین د خپل پلار تر شهادت روسته یې د مشرۍ او ورحاني پازوالي په لاس کې واخلي او دې سپېڅلي مقام ته د لومړۍ پېړۍ په دویمه نیمايي کې په داسې حال کې ورسېد، چې مسلمانان له خورا نازکو شرایطو سره لاس و ګرېوان ول؛ هغه مهال، چې اسلامي سوبو یو لړ پایلې له ځان سره درلودې.

سره له دې چې دې پراخه واکمنۍ، له سیاسي او پوځي پلوه د مسلمانانو لپاره په نړیواله کچه یو ستر ځواک جوړاوه؛ مسلمانان یې له خپلو سیاسي او پوځي بریدونو بهر له دوو سترو خطرونو سره مخ کړل او د اړتیا غوښتنه وه، چې له هماغه پیله ددې دوو خطرونو پر وړاندې په پرېکنده توګه ودرېدل شي

د صحیفې راویان سمول

ابوعبدالله جعفر بن محمدالحسني موږ ته رانقل کړي، چې عبدالله بن عمر بن خطاب الزیات رانقل کړي، چې زما ماما، علي بن نعمان اعلم وویل : عمیر ابن متوکل ثقفي بلخي له خپل پلار متوکل بن هارون رانقل کړي، چې بادار مې حضرت امام صادق علیه السلام ویل او ما لیکل او امام صادق وویل : صحیفه زما نیکه علي بن الحسین زما په شتون کې زما پلار امام محمد باقر ته وویله او پلار مې ولیکله .

ژباړه: استاد اجرالدین اقبال

https://andyal.com/%d8%b5%d8%ad%d9%81%db%8c%d9%87-%d8%b3%d8%ac%d8%a7%d8%af%db%8c%d9%87-%db%b1-%d8%af%d8%b9%d8%a7/