ويکيپېډيا:سقیفه بني ساعده

سقیفه د پيغمبر اکرم (ص) تر وفات وروسته د حکومت جوړونې د بڼې څېړنه

ليکوال: علامه سيد مرتضى عسکري (عراقی عالم)

د ليکوال يادداشت

سقيفه، په لغت کې څپرګي ته وايي او د ټبر د مشر دېره ده، او هم د خپل ټبر وګړي يې پکې راټولېږي، چې د ټبريزو چارو په هکله پکې خبرې اترې کېږي. د پيغمبر اکرم )ص( انصار د اوس او خزرج له دوو ټبرونو ځنې ول، چې په آر کې يمنيان وو، او نيکونه يې د خاتم النبيين )ص( د درک لپاره يثرب ته راغلي ول. په تاريخ کې مشهوره سقيفه، د خزرج ټبر د راټولېدو څپرګى و، او مشر يې سعد بن عُباده )رض( و، چې پر هغه مهال بيعت ته ورته راټول شوي ول، حال دا، چې د پيغمبر اکرم )ص( مبارکه تنه په خپل کور کې وه او کورنۍ يې غسل ورکاوه. او دا، چې د ابوبکر او عمر )رضى الله عنهما( ډله په سقيفې کې له راټولېدو خبره شوه، نو په بېړه يې ځانونه ور ورسول. په څپرګي کې د راټولېدو له امله تر نبي اکرم )ص( وروسته اسلامي شريعت واوړېد. په څپرګي کې د راټولېدو له امله، د فاطمې )س( وره ته يې اور يووړ او هغه وشول، چې وشول. په څپرګي کې د راټولېدو له امله، امام حسن )رض( په زهرو شهيد شو. په څپرګي کې د راټولېدو له امله، امام حسين )رض( شهيد، زينب )س( او د پيغمبر اکرم )ص( لمسيانې اسيرانې )بنديانې( شوې. په څپرګي کې د راټولېدو له امله، د بشريت تاريخ واوړېد. په څپرګي کې د راټولېدو اغېز، له هغې ورځې تر ننه او د حضر موعود مهدي )عج( تر راښکاره کېدو پاتې دى. سيد مرتضى عسکري د ١٤٢١ س ذى قعده






لومړۍ برخه (١)

د پيغمبر اکرم )ص( پر ژوندونې د سقيفې طرح )پى ريزي(

د نبي کريم )ص( پر ژوندونې د سقيفې د طرحې د شننې لپاره بايد لاندې آيتونه وڅېړو:

خداى تعالى د تحريم سورت په لومړيو آيتونو )١_٤( کې وايي: ))يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ 1 قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلاَكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ 2 وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَن بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ 3 إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا وَإِن تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلاَهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمَلاَئِكَةُ بَعْدَ ذَلِكَ ظَهِيرٌ((.

د آيتونو شان نزول: په دې آيتونو کې درې چارې ويل شوې دي: )الف( پيغمبر )ص( د خپلو مېرمنو د خوشحالۍ لپاره څه، چې خداى ورته حلال کړي ول، پر ځان يې حرام کړل. او دا، چې خداى د قسمونو د )غاړې( خلاصولو لار څرګنده کړې. )ب( کوم راز، چې پيغمبر )ص( خپلې يوې مېرمنې ته ويلى و، او دې هاغې بلې ته ويلي و، نو خداى خپل پيغمبر )ص( ته دا پېښه وربرسېره کړه. )ج( خداى تعالى، د پيغمبر )ص( دا دواړه مېرمنې وګواښلې، د سورت تر پايه. تر دې وروسته څرګنده شوې نه ده، چې پيغمبر )ص( د خپلې مېرمنې خوشحالۍ ته پر ځان کوم حلال حرام کړي و او مېرمن يې کوم راز رابرسېره کړى و او تر دې وروسته څه شوي، چې خداى تعالى هومره په ګواښ خبرې کوي. وړ ده، چې ووايو خداى تعالى وايي: نحل_ ٤٤ ))وَالزُّبُرِ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ(( د قرآن په چار کې، پر پيغمبر )ص( دوه ډوله وحې نازلېده: )١( قرآني وحې، چې د قرآن نص دى، چې د پيغمبر )ص( له پيره تر ننه ټول لاسرسى ورته لري. )٢( بياني وحې، چې په دې قرآن تفسيرېده. د لومړي آيت په تفسير کې، په روايت کې راغلي، چې پيغمبر )ص( د حفصې بي بي په وار کې، له خپلې مينزې ماريه سره کوروالى وکړ نو، چې حفصه بي بي خبره شوه، پيغمبر )ص( يې پخلا کېدو ته، ماريه پر ځان حرامه کړه . په دويم آيت کې، خداى دا تحريم لرې کوي. په درېيم آيت کې ويل شوي پيغمبر )ص(، چې حفصې بي بي ته کوم راز ويلى و، خو دې برسېره کړى و، خداى خپل پيغمبر له دې چاره خبروي. حفصه پوښتي چا له دې پېښې خبر کړې؟ ورته وايي: ))پوه ]او[ خبر )خداى( ترې خبر کړم! (( . په څلورم آيت کې د آيت لحن اوړي او دواړه ميرمنو ته وايي: ))که تاسې دواړه )له خپل کاره( توبۀ وباسئ )ستاسې پرګټه ده، ځکه( زړونه مو کاږه شوي دي او که د پيغمبر )ص( پر خلاف لاس يو کړئ )نو څه زيان وررسولاى نشئ( ځکه خداى يې مرستندوى دى او تر ده وروسته يې جبراييل او د مؤمنانو صالح (=علي ) )٣( او پرښتنې )يې هم( ملاتړې دي((. د پيغمبر )ص( په کور کې څه پېښ شوي و، چې لرې کولو ته يې دغسې سختې ګواښنې ته اړتيا وه، تر دې، چې وايي: پيغمبر يوازې نه دى، خداى، جبراييل، پرښتې او صالح المؤمنين )علي( يې مرستندوى او له دې دسيسو ساتونکى دى؟ ايا څه و، چې خداى په راوروسته آيتونو کې، په ګواښ وايي: عَسَى رَبُّهُ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُّؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا (تحریم/۵) = كه (پيغمبر) مو طلاقې كړي،هيله ده،چې خپل پالونكى به يې ستاسې پر ځاى، تر تاسې غوره مېرمنې وركړي،چې مسلمانې،مؤمنې، منونكې، توبه ايستونكې، نمانځونكې، روژه تيانې، کونډې او پېغلې به وي! يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ( تحريم/۶) = مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ،چې سون به يې خلك او ډبرې وي،پر هغه (اور) غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې (ګومارل شوي) دي او هېڅکله د خداى له فرمانه سرغړونه نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛(پوره يې) ترسره كوي . يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (تحريم/۷) = كافرانو! نن (= د قيامت پر ورځ) عذرونه مه كوئ؛ځکه بېدو كړنو ته مو جزا دركول كېږي . يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ نُورُهُمْ يَسْعَى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (تحریم/۸) = مؤمنانو! خداى ته سوچه توبه وكاږئ، هيله ده چې(په دې كار) پالونكى مو ګناهونه درنه ورژوي او داسې (جنتي) باغونو ته مو ورننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، پر هغه ورځ خداى (خپل) پېغمبر او هغوى چې له ده سره یې ايمان پرې راوړى،نه خواروي؛ رڼاګانې به يې مخې مخې او ښۍ غاړو ته ځغلي (او) وايي (به) : (( پالونكيه! رڼا مو راپوره كړه او ومو بښه! (ځكه) چې ته د هر څه وس لرې .)) يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (تحريم/۹) = پېغمبره! له كافرانو او له منافقانو سره جهاد وكړه او سخت ورسره وچلېږه، چې هستوګنځى يې دوزخ دى او څه ناوړه هستوګنځى دى!

د پيغمبر )ص( په کور او چاپېريال کې څه فتنې راولاړې شوې وې، چې ځينې يې وويلې او ځينې نه؟ د پيغمبر )ص( دواړو مېرمنو او همکارانو يې څه دسيسې درلودې، چې اخطار ورکولو ته يې هومره ګواښونه او د نوح او لوط )عليهما السلام( د دوو مشرکو مېرمنو د کار پايلو څرګندولو ته اړتيا شوه په دې څرګندنه، چې هغو دواړو مېرمنو له دواړو پيغمبرانو سره منافقت او خيانت وکړ او په پايله کې دواړو ته امر وشو، چې دوزخ ته ورننوځئ؟ په دې اړه په خلفاوو ښوونځي کې مو موندلي، چې: )) پيغمبر اکرم )ص( د حضرت عمر لور حفصې )بي بي( ته ويلي و، چې تر ما وروسته ستا پلار او د عايشې )بي بي( پلار )ابوبکر( واکمنۍ اخستو ته راپاڅېږي. پيغمبر )ص( دا خبره په راز ورته کړې وه، خو حفصې )بي بي( دا راز عايشې )بي بي( ته ووايه او عايشې )بي بي( هم دا خپل پلار ته ووايه، او حضرت ابوبکر هم حضرت عمر ته ووايه، عمر (رض) حفصه وپوښته، څه خبره ده؟ ووايه )چې چمتو شوو ( او دې د پيغمبر )ص( راز خپپل پلار ته راوسپړه(( ]وګورئ: کابلى تفسير[. پيغمبر )ص( د پېښې يوه برخه )؛ يعنې، چې مېرمنو يې راز راسپړلى و( وويله او د بلې برخې له ويلو يې ډډه وکړه، نو دا راز بل څه کېداى شي، چې پلرونو يې تر پيغمبر )ص( وروسته واکمنۍ اخستو ته بډې راوهلې وې؟ ابن عباس )رض( ددې لپاره، چې د دويم خليفه )رض( له خولې د سورت شان نزول روايت کړي، په ځيرکۍ ورته وايي: يو کال کېږي، چې دې وپوښتم، خو له هيبته دې ډارېږم. عمر )رض( ورته وويل: څه پوښتنه ده؟ ويې ويل: د قرآن د يوه آيت په اړه دې پوښتم. خليفه وويل: ابن عباسه! پوهېږې، چې د قرآن څه پوهه راسره ده او نه مې پوښتې؟ دلته ابن عباس ترې وپوښتل: د تحريم سورت د چا په هکله نازل شوى دى؟ عمر )رض( وويل: د عايشې او حفصې په باب . د سيوطي په الدرالمنثور )٦/٢٤١( کې راغلي: و اذا اسرا النبى الى بعض ازواجه حديثا. قال اسرا الى حفصه بنت عمر ان الخليفه من بعده ابوبکر و من بعد ابى بکر عمر. له دې داستانه مونداى شو، چې ابوبکر )رض( او عمر )رض( واکمنۍ ته د وررسېدو لپاره نخچه ايسته، يوه نخچه د نبي کريم ) ص( پر ژوندونې او بله يې تر وفات وروسته. څه، چې اوس زموږ په اوسنۍ ويينې پورې اړوند دي. د نبي اکرم )ص( تر وفات وروسته د دواړو نخچه ده، چې دا چار په خپله د سقيفې بيخ بنا شوه. نخچه دا وه، چې ابوبکر، عمر، ابو عبيده جراح، سالم دا بى حذيفه مريى او عثمان )رضى الله عنهم( راټول شول او تر پيغمبر اکرم )ص( وروسته يې د واکمنۍ لاس ته راوړو لپاره قسم وکړ او دا تړون يې په يو ليک کې وکښه او له ابو عبيده جراح سره يې امانت کېښود ، نو ځکه عمر )رض( ويل: ))ابوعبيده ددې امت امين دى (( او درېيم خليفه تل ددې تړون له مخې ويل: ))که ابوعبيده يا د ابي حذيفه مريى سالم ژوندي واى، خلافت مې ورپرېښووه. ((. دا پيښه د دويم خليفه په ټاکنه کې رابرسېره شوه: ))ابوبکر )رض( په مرګونې ناروغۍ کې، عثمان )رض( راوغوښت، ويې ويل: وليکه: بسم الله الرحمن الرحيم، دا مسلمانانو ته د ابو بکر بن ابى قحافه وصيت دى. اما بعد..... په دې وخت کې ابوبکر )رض( بې هوښه شو.عثمان )رض( وکښل: اما بعد، عمر بن الخطاب مې درباندې خليفه کړ او خپل خير مې درباندې ولوراوه، چې ابو بکر )رض( په هوښ شو، ويې ويل: ولوله: عثمان )رض( ليکلى ولوستل. ابوبکر )رض( وويل: الله اکبر، وډارشوې، چې مسلمانان تر ما وروسته په اړپېچ اخته شي. هو، همدا مې غوښتل(( )٩(. عثمان )رض( له کومه خبر و، چې ابوبکر )رض( تر ځان وروسته څوک خپل ځايناستى کوي؟ څرګندېږي، چې ترمنځ يې يو تړون و، چې په )ترتیب ابوبکر، عمر، سالم، ابو عبيده او عثمان )رضى الله عنهم( يو په بل پسې خليفه کېږي. دا چار د دويم خليفه له دوو کارونو څرګندېږي : )١( چې کله د ابو لؤلؤة له خوا حضرت عمر )رض(ټپي شو. دا، چې سالم او ابوعبيداه له نړۍ تللي ول نو عمر )رض( د خلافت شورا داسې جوړه کړه، چې عثمان )رض( خليفه کېدو ته راى راوړي . )٢( لاندې پېښه څرګندوي، چې د عمر )رض( پر ژوندونې، درېيم خليفه ټاکل شوى و: ابن سعد )د طبقاتو خاوند( له سعيد بن عاص اموي روايتوي، چې د خپل کور پراخۍ ته يې له عمره )رض( د کور تر څنګ ځمکه وغوښته، ځکه عمر )رض( ځينو ته دغسې ورکړې کولې. خليفه ورته وويل: تر ګهيځ لمانځه وروسته راشه، چې کار دې وکړم. سعيد هم دغسې وکړل او مطلوبې ځمکې ته ورغلل: خليفه )رض( په خپله پښه د ځمکې پر مخ ليکه وکاږله، ويې ويل: دا هم ستا شوه. سعيد بن عاص وايي: ومې ويل، امير المؤمنينه! عيال مې ډېر دى، لږه ډېره راکړه. عمر )رض( وويل: دا ځمکه درته بس دى. خو يو راز درته وايم، خو چاته به يې نه وايې تر ما وروسته يو څوک واکمنېږي، چې خپلوي به درسره پالي او اړتيا به دې درپوره کړي. سعيد وايي: د عمر بن خطاب په خلافت کې مې صبر وکړ. تر دې، چې عثمان )رض( خليفه شو او څنګه، چې عمر )رض( ويلي و، خپلوي راسره وپاله او زما اړتيا يې راپوره کړه . له دې روايته څرګندېږي، چې دويم خليفه )رض( د خپلې نخچې له صحنې پوهېده، چې تر ځان وروسته يې د سعيد اموي خپلوان، يعنې عثمان )رض( خليفه کېږي. پر دې سربېره، له لاندې پېښې هم څرګندېږي، چې د دويم خليفه په پام کې وه، چې تر عثمان )رض( وروسته عبدالرحمن بن عوف )رض( او تر ده وروسته معاويه بن ابو سفيان واکمن شي. ددې مطلب دليل دا دى، چې عثمان )رض( پر ))عام الرعاف(( کال، پر داسې ناروغۍ اخته شو، چې له پزې يې وينه بهيده او د مړينې وېره يې وه. پټ يې، په يو ليک ې عبدالرحمن بن عوف )رض( تر ځان وروسته خلافت ته وټاکه. عبدالرحمن )رض( خپه شو، ويې ويلل: ما دا ښکاره خليفه کړ، خو دا مې په پټه خلافت ليکي . نو ځکه ترمنځ يې سخته دښمني راپيدا شوه او د حضرت علي )ک( ښېرا پرې ولګېده، چې ويلي يې و: ))خداى دې ستاسې ترمنځ درز واچوي ((. عثمان )رض( له ناروغۍ روغ شو او عبدالرحمن )رض(د عثمان )رض( په خلافت کې ومړ . البته حضرت علي )ک( پر هماغه ورځ، چې عبدالرحمن بن عوف )رض( له عثمان )رض( سره بيعت وکړ او د خلافت لامل يې شو، ورته يې ويلي و: )) والله ما وليت عثمان الا ليرد الامر اليک: پر خداى قسم، عثمان دې ځکه خليفه کړ، چې يوه ورځ )بېرته( دروسپاري ((. دا، چې د عمر )رض( خوښه وه، چې معاويه خلافت ته ورسي پر دې به راوروسته ويينه ولرو، دلته ددې ټکي پر يادونې بيانيه کوم، چې له آره حضرت عمر )رض( غوښتل، خلافت پر قريشو کې لاس په لاس شي، خو بني هاشمو ته ونه رسي، دا او ياران يې نه يوازې په خپلو زمانو کې ان تر ځانونو وروسته يې هم نه غوښتل، چې بني هاشم واکمن شي .











  دويمه برخه (٢)

د سقيفې د جوړېدو څرنګوالى

الف_ د پيغمبر اکرم )ص( ناروغي او وفات: پيغمبر اکرم )ص( پر يولسم سپوږميز د صفرې په وروستۍ لسيزه کې ناروغ شو، په ناروغۍ کې يې اُسامه د زيد زوى_ د پيغمبر د ازاد کړاى شوی _چې اتلس کلن و ، د يو لښکر مشر وټاکه، چې شام ته ولاړ شي او د ختيځ روم له نصاراوو سره وجنګېږي. امر يې وکړ، چې په لښکر دې ابوبکر، عمر، ابو عبيده جراح، سعد بن عباده (رضی الله عنهم) او د مهاجرينو او انصارو نور مشران ګډون وکړي ، او ټينګار يې وکړ، چې له دوى دې څوک له لښکر سره له ورتلو ډډه نه کوي او ويې ويل: )) لعن الله من تخلف عن جيش اُسامة: پر هغه دې د خداى لعنت وي، چې د اسامه له لښکره ډډه کوي ) او ورسره نه درومي( ((. تر دې وروسته، د پيغمبر )ص( ناروغي سخته شوه. له مدينې دباندې د اسامه لښکر خبر شو، چې د پيغمبر )ص( د ژوند وروستۍ شېبې دي. غوښتل يې، چې د خلافت په چار کې دخالت وکړي، نو مدينې ته راستانه شول او د دوشنبې پر ګهيځ له پيغمبر )ص( راټول شول. پيغمبر )ص( وويل: )) اتونى بدواة و قرطاس اکتب لکم کتابا لن تضلوا بعده ابداً(( يعنې: قلم و کاغذ راوړئ، چې )وصيت( پاڼه درته وليکم، چې تر ما وروسته بيخي بېلارې نشئ. عمر (رض) وويل: )) ان النبى غلبه الوجع و عندکم کتاب الله، حسبنا کتاب الله (( يعنې پر پيغمبر ناروغي ورزياته شوې _کنايه ده، چې نه پوهېږي څه وايي_ او د خداى کتاب درسره دى او د خداى کتاب راته بس دى. يوې ډلې وويل: د پيغمبر )ص( امر ومنئ، خو هغه ډله بريالۍ شوه، چې نه يې غوښتل امر يې ومنل شي . په بل روايت کې، د ابن سعد په طبقاتو کې راغلي، چې پر هغه مهال، له حاضرينو يو تن وويل: ))ان نبى الله ليهجر (( يعنې په واقع کې )العياذ بالله( پيغمبر )ص( پرتې وايي. آسمان دې د وينو ژړا وکړي! يو صحابي، د نورو اصحابو پر وړاندې خاتم پيغمبر )ص( ته دغسې ناروا وويل. که څه په دې روايت کې يې ويونکى ښوولى نه دى، خو د صحيح بخاري روايت ته په پاملرنې _چې تر دې وړاندې مو راووړ_ بې له حضرت عمر بل څوک دغسې جسارت او سپين سترګتوب کړاى شي؟ هو، ويونکى هغه و، چې ويې ويل: ))حسبنا کتاب الله((. ستر څښتنه، تر دې به هم ستر کړاو وي! تر دې شخړې وروسته، نورو غوښتل، چې قلم و کاغذ راوړي، خو پيغمبر )ص( وويل: ))او بعد ماذا ؟!(( يعنې تر دې چارو وروسته؟! که تر دې خبرې وروسته يې، قلم و کاغذ راوړه او پيغمبر )ص( يو وصيتپاڼه ليکله، چې د علي نامه پکې وه، نو مخالفينو څو تنه راوړاى شول، چې شاهدي ورکړي، چې پيغمبر )ص( دا وصيت د پرتې ويلو په حال کې ليکلى دى. د شخړې پر مهال، پيغمبر )ص( ورته وويل: )) قُوُموا عَنّي لا ينبَغي عِندَ نَبّي تَنازُعُّ (( يعنې رانه پاڅئ، چې د پيغمبر )ص( پر وړاندې شخړه کول نه ښايي . د دوشنبې ورځې پر ګهيځ څه تېر شول؟ بلال )رض(، چې به اذان کاوه، نو د پيغمبر )ص( په وره کې يې ويل: ))الصلاة الصلاة يا رسول الله((. د دوشنبې پر ګهيځ راغى او خپل همېشنى غږ يې وکړ. پيغمبر )ص( د عايشې )بي بي( په کور کې د بې هوښۍ پر حال و او سر يې د علي (ک) پر زنګانه و. عايشه بي بي د وره تر شا بلال )رض( ته وويل: پلار ته مې ووايه، چې راشي او د جماعت لمونځ وکړي. ابوبکر (رض) راغى او د ګهيځ لمانځه امامت ته ودرېد. پيغمبر )ص( په هوښ شو او پام يې شو، چې په جومات کې جماعت ولاړ دى په داسې حال کې، چې علي (ک) يې سر ته ناست دى. پيغمبر)ص( پاڅېد، اودس يې وکړ او د فضل بن عباس (رض) او علي (ک) پر وليو يې ډډه وهلې وه. پيغمبر )ص( يې په داسې حال کې جومات ته راوست، چې له سختې ناروغۍ يې پر ځمکه پښې راښکودې. ابوبکر (رض) پر جماعت ولاړ و. پيغمبر )ص( د ابوبکر(رض) مخې ته شو او د ده لمونځ يې مات کړ او په ناسته يې لمونځ وکړ او اصحابو په پيغمبر )ص( پسې اقتدا وکړه او د ګهيځ لمونځ يې وکړ . پاتې پېښې د همدې دوشنبې پر ورځ وشوې او پر همدې ورځ، نبي کريم )ص( له نړۍ سترګې پټې کړې. ب: د نبي کريم )ص( لمبول او تجهيزول: هغه کسان، چې د رسول اکرم )ص( سپېڅلې تنې ته يې غسل ورکړ او د ښخولو په مراسمو کې يې هم ګډون درلود دا دي: على بن ابي طالب (ک)، عباس د پيغمبر تره، فضل د عباس زوى، او صالح ) د پيغمبر ازاد کړاى شوى(. په دې توګه، اصحابو د رسول اکرم )ص( جنازه د ده کورنۍ ته ورپرېښووه او يوازې دا څوتنه يې د جنازې په چمتو کولو لګيا وو . د بل روايت له مخې علي، د عباس له زامنو؛ فضل وقُثَم او شقران )د پيغمبر له ازاد کړاى شوي( سره او د بل روايت له مخې اسامة بن زيد، د پيغمبر )ص( د جنازې چمتو کولو ټول مراسم ترسره کړل . په دې وخت کې عباس، علي ته وويل: )) يا ابن اخى هلم لا با يعک فلا يختلف عليک اثنان (( يعنې وراره! راوړاندې شه، چې بيعت درسره وکړم، چې تر دې وروسته څوک مخالفت درسره ونه کړي. علي ورته وويل: ))لنا بجهاز رسول الله شغل (( اوس د رسول اکرم )ص( د جنازې پر چمتو کولو لګيا يو. په دې وخت کې، انصار د بني ساعده وو په څپرګي کې راټول شول، چې له انصارو يو مشر وټاکي . له دې خبرې يو شمېر مهاجرين، ابوبکر، عمر، ابوعبيده (رضي الله عنهم) او ملګري يې خبر شول او په بيړه يې ځانونه ورورسول . په دې توګه، د پيغمبراکرم له مړي سره يوازې خپلوان يې پاتې و، چې دا دي: علي بن ابي طالب، عباس بن عبدالمطلب )تره يې( فضل بن عباس، قثم بن عباس )د تره زامن يې(اسامه بن زيد )د پيغمبر ازاد کړاى شوى(صالح) د پيغمبر ازاد کړاى شوى(او) له انصارو ځنې( اوس بن خولي او يوازې همدوى ول، چې د پيغمبر )ص( د غسل او ښخولو چارې يې ترسره کړې . په مدينه کې پر ګردو مسلمانانو فرض عين و، چې د پيغمبر )ص( د جنازې )لمونځ( وکړي، يعنې پر يو يو مسلمان فرض و . د پيغمبر د جنازې لمونځ کول، د نورو د جنازې د لمانځه په څېر نه و، او د جماعت امام يې لازم نه و. لکه، چې علي ويل: د ګردو امام، پخپله پيغمبر )ص( دى. نو ځکه مسلمانان پينځه تنه، شپږ تنه راتلل او علي په لوړ غږ لمونځ کاوه او دوى ورسره بدرګه کاوه. په پيل کې نارينه و لمونځ وکړ، ورپسې ښځو او بيا نابالغو اولادونو. دا کار د دوشنبې پر ورځ پيل او د سې شنبې پر مازيګر پاى ته ورسيد . د پيغمبراکرم )ص( سپېڅلې تنه، د چهار شنبې پر شپه، د څو تنو پر شتون کې، په هماغې کوټه کې خاورو ته وسپارل شوه، چې پکې وفات شوى و . يوازې خپلوانو يې په ښخولو کې ګډون درلود او د بني غنم ټبر په خپلو کورونو کې پراته ول، چې د بېلچو اوازونه يې واورېدل . ام المؤمنين عايشه وايي: )) د پيغمبر )ص( له ښخولو هله خبر شوو، چې د چهارشنبې په شپه کې مو د بېلچو غږونه واورېدل (( .

ج: علي ته د رسول اکرم )ص( وصيت: علي ته د پيغمبر )ص( تر وصيت کولو وړاندې، د مسالې د ښه پوهېدو لپاره، غوره ده، چې يوه سريزه ووايم. خداى تعالى د آل عمران په ١٤٤ آيت کې وايي: ))وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ = او محمد (ص) يوازې د خداى استازى دى او تر هغه مخكې هم (نور) استازي وو؛ نو كه (هغه) ومري يا ووژل شي؛ تاسې پر شا ګرځئ ؟! (او اسلام پرېږدئ،جاهليت او كفر ته ورستنېږئ ؟!) او څوك چې (له خپلې ګروهې) واوړي (؛نو پوه دې شي،چې) خداى ته هيڅ زيان وررسولاى نشي او خداى به ډېر ژر شكر ايستونكيو (او د زغم خاوندانو) ته بدله وركړي . لکه، چې مخکې مو وويل، پر پيغمبر )ص( د اسلام شريعت په دوه ډوله وحې نازلېده: )الف( قرآني وحې، د همدې قرآني متن دى، چې د پيغمبر )ص( له زمانې تر اوسه راپاتې دى او ټول الفاظ يې د خداى دي او د اسلام د شريعت ټول آرونه پکې ښوول شوي دي، يعنې د خالق توحيد، د قانون ايښوونکي پالوونکي توحيد، معاد، حشر، حساب، ثواب، سزا، د رسولانو رالېږل او له آدمه )ع( تر خاتمه )ص( يې د اطاعت وجوب، د اسلامي احکامو او آدابو ټوليزوالى، لکه لمونځ، حج، جهاد، روژه، زکات، خمس، پر نېکيو امر او له بديو منع له غيبت کولو ډډه کول او... پکې ويل شوي دي. )ب( بياني وحې، هغه وحې وه، چې له قرآني وحې سره نازلېده او په واقع کې يې تفسير او څرګندوله. لکه د خم غدير پر ورځ، چې د )) يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ (( آيت )مائده _٦٧( نازل شو، دا بياني وحې راغلې، چې: )) يا ايها الرسول بل ما انزل اليک فى على(( نو ځکه ))فى علي(( هم د خداى وحې وه. پيغمبر )ص( له ځانه څه نه ويل. لکه، چې خداى تعالى يې په اړه وايي: نجم: ٣- ٤: )) وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى 3 إِنْ هُوَ إِلاَّ وَحْيٌ يُوحَى:(( حاقة_ ٤٤_ ٤٧: )) وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الأَقَاوِيلِ 44 لأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ 45 ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ 46 فَمَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ:(( په دې توګه، قرآني وحې د قرآن متن دى، چې ټول الفاظ يې د خداى دي او څوک يې يو سورت که څه هم د کوثر سورت په څېر کوچنى وي، راوړاى نشي )بقره: ٢٣_٢٤(، نو ځکه دا د پيغمبر )ص( پاتې معجزه ده، چې خداى يې د ساتنې ژمنوال دى: )) إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ: (( )حجر_ ٩(. خو بياني وحې، مانا يې د خداى ده، خو لفظ يې د پيغمبر )ص( په خوله ويل شوى او د تحدى او اجاز شرط پکې شوى نه دى او موخه يې په پيغمبر )ص( د قرآني آيتونو مانا کول دي. لکه، چې خداى وايي: )) وَالزُّبُرِ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ:(( )نحل: ٤٤( پيغمبر )ص(، چې په وحې هر يو قرآني آيت ترلاسه کاوه، نو چاته يې، چې وايه، نو د خداى له لوري ده ته وحې شوې مانا ي هم ورته ويله او په دې توګه يې تبليغ پوره کاوه. ستر صحابي، عبدالله بن مسعود )رض( وايي: ))د پيغمبر )ص( له خولې مې اويا سورتونه زده کړي(( لکه، چې دا آيت )) وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ(( )اسرا: ٦٠( نازل شو، پيغمبر )ص( ورته وويل، چې له شجره ملعون مطلب امويان دي . د امام احمد حنبل په مسند کې، د پيغمبر )ص( له اصحابو روايت شوى، چې: ))انهم کانوا يفتروون من رسول الله )ص( عشر ايات، فلا ياخذون فى العشر الاخرى حتى تعلموا ما فى هذه من العلم والعمل (( يعنې اصحابو له پيغمبره )ص( لس لس آيتونه زده کول او په نويو لسو آيتونو يې هله لاس پورې کاوه، چې تېر لس آيتونه به يې په علم او عمل کې زده کړي ول. لکه که د تېرو پيغمبرانو کيسه پکې ياده شوې وه، حضرت رسول )ص( يې داستان ورته وايه، يا که آيت په قيامت پورې اړوند و، د قيامت ورځې څرنګوالى يې ورته وايه، يا که د اودس، لمونځ او تيمم په څېر احکامو په اړه و، ددې احکامو دقيق عملي کول يې ورښوول. نو پيغمبر )ص(، چې هر قرآني آيت تبليغاوه، بياني وحې يې هم ورسره ويله. لکه د )) إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (( )احزاب_ ٣٣( آيت په ښوونه کې يې وويل: د محمد )ص( اهل بيت على، فاطمه، حسن وحسين دي. . همدغسې د )) إِن تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا (( )تحريم( آيت په تبليغ کې يې ويل، چې دا دواړه د پيغمبر مېرمنې ام المؤمنين حفصه او ام المؤمنين عايشه وې. . پيغمبر )ص( ددې ډول آيتونو په ښوونه کې، مانا هم ورښووله او د عمل ښوونه داسې وه، چې کله لکه د ))أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا(( )اسرا/٧٨( آيت نازل شو، د پينځګونو لمونځونو څرنګوالى او اذکار يې ورزده کول او په هغه آيت کې، چې وايي: )) فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَـكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (( )مائده_ ٦( په عملي ډول يې د اودس کولو دود ورزده کاوه او دا، چې په کوم ډول اوبو وي. په دې ګردو مواردو کې څه، چې پيغمبر )ص( اصحابو ته ورښوول، هر يو صحابي به، چې ليکوال و، د قرآن آيت به يې له پيغمبره )ص( له اورېدلي تفسير سره کښه. نو ځکه، ټولو ليکوالو اصحاب، ټول قرآن له پيغمبره يې، چې پخپله د هر آيت تفسير اورېدلى و، ليکلى و. البته د هر يو ليکوالو اصحابو په قرآنونو کې، د ګردو آيتونو تفسير نه و، خو کوم قرآن، چې د پيغمبر )ص( په کور کې و، دغسې و، يعنې د قرآن پوره متن، د ګردو آيتونو له پوره تفسير سره مل و. څرګندنه دا، چې پر پيغمبر )ص( به کله هم د قرآن آيت او مانا يې وحې کېده، نو کوم ليکوال صحابي به، چې ورسره ناست و. ورته يې وويل، چې ويې ليکه، که به کاغذ و، يا دړو يا هډوکى يا د پسه چاري او په څېر يې او پيغمبر )ص( دا ليکنې په خپل کور کې درلودې. د مړينې پر مهال، پيغمبر اکرم )ص( علي ته وصيت وکړ: زما تر ښخولو وروسته تر هغې دې څادر مه پر اوږو کوه او له کوره مه وځه، چې دا قرآن دې راټول کړى نه وي . علي د قرآن آيتونه، چې له تفسير سره پر پوټکي، دړه، کاغذ او نورو کښل شوي ول، سوري کول او تار يې پکې اچو او په دې توګه يې د هر سورت آيتونه او تفسير راټول کړ. دا چار پر چهارشنبې) د نبي اکرم د ښخولو پر سبا( پيل او د جمعې پر ورځ پاى ته ورسيد. حضرت علي، دا قرآن له خپل ازاد کړاى شوي، قنبر سره جومات ته راووړ. مسلمانان په نبوي جومات کې د جمعې ورځې لمانځه ته راټول شوي ول علي (ک) ورته وويل: دا قرآن د پيغمبر )ص( په کور کې و، چې درته مې راووړ. دوى وويل: اړتيا ورته نه لرو، موږ خپله قرآن لرو! علي (ک) وويل: نور به دا قرآن ونه وينئ . . دا قرآن د ټولو آيتونو له تفسير سره، تر علي (ک) وروسته يولسو زامنو ته يې لاس په لاس شوى او اوس له حضرت مهدي عليه السلام سره دى، چې د خپل راښکاره کېدو پر مهال به يې راښکاره کړي . دا کوم قرآن، چې له موږ سره دى، هماغه د پيغمبر )ص( د زمانې قرآن دى، خو بې تفسيره، يعنې يوازې قرآني وحې ده او له بياني وحې تش دى . خو ولې يې هغه قرآن ونه مانه، چې علي (ک) راټول کړى و او د آيتونو پر متن سربېره، د پيغمبر )ص( هر آيت تفسير هم پکې و؟ مطلب يې دا و، چې پر پيغمبر باندې په بياني وحې )حديث( کې داسې مطالب ول، چې د سياستوال له سياست سره يې اړخ نه درلود او د حکومت خنډ يې و. لکه، تر )) وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي القُرْآنِ (( آيت )سراء_ ٦٠( لاندې يې ويلي و، چې مطلب امويان دى او دا په مصاحفو کې کښل شوي و، نو ددغسې روايت په شتون کې خو حضرت عثمان، معاويه، يزيد، وليد او په څېر يې واکمنېداى نشول. يا د تحريم سورت تر سخت ګواښوونکيو آيتونو لاندې راغلي و، چې مطلب ترې دوه مېرمنې، عايشه بي بي او حفصه بي بي وې. يا دا آيت )) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلاَ تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تَشْعُرُونَ (( )حجرات دويم(، چې د ابوبکر (رض) او عمر(رض) په باب نازل شوى دى . يا هغه مهال، چېې د توبې سورت لومړي آيتونه )١_١٠( نازل شو، پيغمبر )ص( دا آيتونه ابوبکر (رض) ته ورکړل، چې مکې ته يې يوسي او د حج په موسم کې يې مشرکانو ته ابلاغ کړي. غير قرآني )بياني( وحې راغله، چې دا ابلاغ بايد يا په خپله وکړې يا هغه، چې له تا څخه وي. نو پيغمبر )ص(، علي د ابي طالب زوى ولېږه، آيتونه يې له ابوبکر(رض) واخستل او په خپله علي (ک) مکې ته يووړل او د حج پر مهال يې مشرکانو ته ابلاغ کړل . يا هغه آيتونه، چې د پيغمبر )ص( او اهل بيتو په باب يې نازل شول لکه د سپېڅلتيا آيت )احزاب _٣٣( د مباهلې آيت )آل عمران _٦١( هغه آيت، چې د غدير په پېښه پاى ته ورسيد )مائده_ ٦٧(، تر غدير ورځې وروسته )مائده_ ٣(، د ولايت آيت) مائده_ ٥٥(، د نجوى آيت) مجادله _١٢( او... )٣٣( نو ځکه نه يوازې يې د علي (ک) قرآن ونه مانه، بلکې هڅه يې وکړه، چې بې له بياني وحې قرآن وليکي . او د پيغمبر )ص( د احاديثو د کښلو، خپرولو او ويلو مخه يې ونيوه او اړولو ته يې ملا وتړله .

د: د خلافت نوماندان  : )الف( علي بن ابي طالب، چې د خداى له لوري ددې امت مشرۍ ته ټاکل شوى و او پيغمبر اکرم )ص( مسلمانانو ته دا چار ابلاغ کړى و. )ب( سعد بن عباده (رض)، چې د ډېرى انصارو نوماند و، نه د ټولو. )ج( ابوبکر (رض)، چې د يو شمېر مهاجرينو )قريشو( نوماند و، نه د ټولو.

هـ: د سقيفې شعارونه: )الف( د انصارو شعارونه: 1. انصارو د اسلام مرسته کړې ده . 2. انصارو د پيغمبر په لار کې جګړې کړي . 3. د مدينې ښار، د انصارو ښار دى . )ب( د مهاجرينو) قريشو( شعارونه . 1. پيغمبر د قريشو له ټبره دى. 2. عربان نه مني، چې واکمن يې له بل ټبره وي او بايد د پيغمبر ځايناستى له قريشو ځنې وي.

و: د سقيفې پېښه او د ابوبکر (رض) بيعت: د رسول اکرم )ص( تر مړينې وروسته، انصار د بني ساعده وو په څپرګي کې راټول شول. خزرجيانو غوښتل، چې سعد بن عباده (رض) د پيغمبر )ص( ځايناستى کړي . دوى، د پيغمبر )ص( ځايناستى او وصي پيژانده، خو د ټبريز توکم او تبعيض له مخې يې دا کار وکړ په دې وخت کې يو شمېر مهاجرين هم ورسره يو ځاى شول . د پيغمبر )ص( جنازه يې د کورنۍ څو تنو غړيو ته ورپرېښووه، ورغلل او د پيغمبر )ص( د ځايناستۍ په اړه يې په شخړه لاس پورې کړ. اوسيان له سعد بن عباده (رض) سره جوړ نه وو او په خزرجيانو کې بشير بن سعد (رض) _چې يو خزرجي مشر و_ له سعد بن عباده (رض) سره په مشرۍ کې سيالي کوله او جوړ ورسره نه و .

ز: سقيفه د بخاري په روايت: د صحيح بخاري د روايت له مخې، حضرت عمر د سقيفې دغسې کيسه کړې ده: )) چې پيغمبر )ص( له نړۍ ولاړ، نو له رارسېدلو خبرونو يو راته دا و، چې انصار د بني ساعده و په څبرګي کې راټول شوي دي. ابوبکر (رض) ته مې وړانديز وکړ، چې راځه موږ هم انصارې وروڼو ته ورشوو. ابوبکر(رض) ومنله او دواړه څپرګي ته ورغلو. علي (ک) او زبير (رض) او ملګري يې راسره نه ول. چې ورورسېدو، ورپام مو شو، چې انصارو يو تن په شړۍ کې راتاو کړى او ويل يې، چې سعد بن عباده دى او تبې نيولى. په څنګ کې يې کيناستو، ويناوال يې پاڅېد او د څښتن تر ستاينې وروسته يې وويل: موږ انصار الله او د اسلام مضبوطې ليکې يو، خو تاسې مهاجرين او شمېر مو ډېر لږ دى او... ما )عمر( غوښتل، چې په ځواب کې يې څه ووايم، خو ابوبکر (رض) له لستوڼې راښکوم ويې ويلل: زغم وکړه، پاڅېد او په خبرو ليګا شو. پر خداى قسم، زما د زړه خبرې يې وکړې يا يې ترې غوره. ويې ويل: انصارو! څه مو، چې وويل همداسې اوسئ، خو خلافت يوازې د قريشو له ټبر سره وړ دى، ځکه د مشهور شرافت، حسب او نسب خاوندان دي او په عربي ټبرونو کې ځانګړى ټبر دى. نو دا دى ستا په خير له دې دوو تنو د يوه تن وړانديز درته کوم، چې هر يو غواړئ خلافت ته وټاکئ او بيعت ورسره وکړئ. دا يې وويل او زه او عبيده يې له لاسه ونيو او ور ويې ښودو، يوازې همدا وروستۍ خبره يې زما ښه رانغله، په دې وخت کې يو تن انصاري پاڅېد، ويې ويل: )) انا جذيلها المحلک و عذيقها المرجب...(( يعنې په تاسې انصارو کې د هغه لرګي په څېر يم، چې د اوښانو ملا پرې ګروي او هغه ونه يم، چې سيوري ته يې کېني. اوس، چې دغسې ده، نو تاسې مهاجرين ځان ته واکمن غوره کړئ او موږ به يې ځان ته. په دې خبرې پسې له هرې خوا غږونه راپورته شول، خبرې ډېرې شوې او سخت اختلاف راولاړ شو، له دې موقعيته په ګټه اخستنې مې ابوبکر (رض) ته وويل، لاس دې راوغځوه، چې بيعت درسره وکړم، لاس يې را اوږد کړ، بيعت مې ورسره وکړ، نو له ابوبکر (رض) سره، چې له بيعته وزګار شوم، پر سعد بن عباده مو وربريد وکړ... تر دې ټولو خبرو اترو وروسته، که څوک له يوه سړي سره بې د مسلمانانو له سلا مشورې د خلافت لپاره بيعت وکړي، مه ورپسې ځئ او نه د بيعت اخستونکي منئ، چې دواړه د وژلو وړ دي . ((

ح: سقيفه د طبري تاريخ په روايت: طبري په خپل تاريخ کې د سقيفې داستان او د ابوبکر (رض) بيعت داسې راوړى: د انصارو ټبر، د رسول اکرم )ص( جنازه خپلې کورنۍ ته يې ورپرېښووه، چې د ښخولو مراسم يې تر سره کړي او خپله د بني ساعدو په څبرګي کې راټول شول، ويې ويل: موږ تر محمد )ص( وروسته، سعد بن عباده خپل واکمن ټاکو. سعد يې دلته راوستلى و، چې ناروغ )هم( و... سعد د څښتن تر ستاينې وروسته په دين کې د انصارو مخينه او په اسلام کې د دوى د غوراوي، پيغمبر )ص( او يارانو ته يې ددوى د احترام او په جګړو او غزاګانو کې يې له ګډونه يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې پيغمبر )ص( په داسې حال کې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې له انصارو راضي او خوښ و او په پاى کې يې وويل: دا دى، يوازې تاسې انصار د چارو واګې په لاس لکې واخلئ او بل چاته يې مه ورپرېږدئ. ټولو انصارو په لوړ غږ ورته وويل: فکر دې پوره سم او خبره دې رښتيا او په تول تللې او مضبوطه ده او پر خلاف به دې بيخي کوم کار ونه کړو او خپل واکمن دې ټاکو. تر دې پرېکنده موافقې وروسته يو بل مطلب رامخې ته شو او خبرې پرې وشوې اوپه پاى کې يې وويل: که قريشي مهاجران زموږ خبره ونه مني او ووايي، چې موږ مهاجرين او د پيغمبر )ص( ړومبي ياران او خپلوان يې يو او حق نه لرئ، چې زموږ د پيغمبر )ص( په حکومت کې په مخالفت لاس راسره پورې کړئ، نو دوى ته به مو څه ځواب وي؟ يوې ډلې يې وويل: په حال کې موږ ځان ته امير ټاکو او هغوى دې يې ځان ته وټاکي. سعد بن عباده، چې تر دې وخته چوپ و، وويل: او دا به مو د ماتې او پرشا تګ ړومبى ګام وي . ابوبکر(رض) او عمر(رض)، چې له دې راټولېدو خبر شول، په بيړه له ابوعبيده جراح (رض) سره سقيفې ته راغلل. اُسيد بن حُضير (رض) ، عُويم بن ساعِدَة (رض) او د بني عجلان له ټبره، عاصِم بن عَدِىَ (رض) د کينې له مخې د سعد بن عباده (رض) د خلافت پلوي نه ول، نو له دوى سره يوځاى شول، دغسې مُغيره بن شعبه (رض) او عبدالرحمن بن عوف (رض) هم هلته پلتۍ وهلې وې. ابوبکر(رض) د عمر(رض) د خبرو کولو مخه ونيوه، پخپله پاڅېد او د څښتن تر ستاينې وروسته يې د مهاجرينو مخينه او دا، چې په ګردو عربانو کې د پيغمبر اکرم )ص( د رسالت په تصديق کې مخکښان ول، يادونه وکړه، ويې ويل: مهاجرين، ړومبي خلک وو، چې د ځمکې پر مخ يې خداى ولمانځه او د خداى پر استازي يې ايمان راووړ، دوى د پيغمبر خپلوان دي، نو په همدې دليل تر پيغمبر )ص( وروسته واکمنۍ ته وړ دي او په دې چار کې يوازې ظالمان ورسره شخړه کوي. ابوبکر(رض) تر دې وروسته د انصارو فضيلت او ځانګړنې يادې کړې ويې ويل: البته په اسلام کې له مهاجرينو او مخکښانو وروسته موږ ته به بل څوک د انصارو مقام او منزلت ونه لري، امارت دې زموږ او وزارت دې ستاسې وي. ورپسې حباب بن مُنذِر(رض) پاڅېد، انصارو ته يې وويل: انصارو! خپله واکمن شئ، چې دا مهاجرين ستاسې په ښار، تر سيوري لاندې مو ژوند کوي او يو سرغړاند هم وس نلري، چې سرغړونه درڅخه وکړي. نو له درز او اختلافه ډډه وکړئ، چې کار مو تباه کوي او ماتې به وکړئ او حکومت به مو له لاسه ووځي. که دوى زموږ خبره ونه منله او يوازې يې هغه خبرې کولې، چې ترې مو واورېدې، نو په دې حال کې موږ ځان ته امير ټاکو او دوى دې ځان ته وټاکي. دلته عمر(رض) پاڅېد ويې ويل: دغسې يو څيز بيخي ناشونى دى او دوه توري په يوه تېکې کې نه ځاييږي. پر خداى قسم عربان به مو واکمنۍ ته غاړه کېنږدي، حال دا، چې پيغمبر يې بې له تاسې دى، خو عربان به د هغه چا له واکمنۍ سره مخالفت ونه کړي، چې د نبوت له کورنۍ وي. څوک، چې مخالفت ته مو راپاڅي پر وړاندې يې پرېکنده دليل لرو او هغه دا، چې څوک د محمد (ص) واکمني راڅخه اخلي او پر سر يې مخالفت راسره کوي. حال دا، چې موږ يې خپلوان يو ؟ خو هغه، چې بېلاريتوب خپل کړي يا په ګناه اخته شوى وي يا د هلاکت په زخمه کې راګېر شوى وي؟ حباب بيا پاڅېد، ويې ويل: انصارو! يو بل ته لاسونه ورکړئ، ددې سړي او ملګرو خبرو ته يې غوږ مه ږدئ، چې واکمني به له لاسه ورکړئ، که دوى ستاسې خبره ونه منله، له خپله ټاټوبي يې وشړئ او خپله خبره عملي کړئ او د چارو واګې ترلاسه کړئ، چې پر خداى قسم، تر دوى واکمني ته وړ ياست، ځکه کافران ستاسې په تورو سرونه کييښول او دې دين ته رامات شول. زه په تاسې کې د هغه لرګي په څېر يم، چې د اوښانو ملا پرې ګروي [ کنايه ده، چې په سختيو کې مې خبره منئ] او لکه د هغه پراخې ونې په څېر يم، چې بېوزلي ور لاندې کېني، په اند مې، پر خداى قسم، يوازې هوډ مو کافي دى، چې جګړه له سره پيل کړو . عمر(رض) وويل: په دغسې يو اند دې خداى هلاک کړه. حباب (رض) وويل: بلکې خداى دې تا هلاک کړي. ابوعبيده(رض)، چې دا حال وليد، انصارو ته يې وويل : انصارو! تاسې ړومبي خلک وئ، چې د رسول الله )ص( ملاتړ او ددين دفاع ته پاڅېدئ، نو ړومبي کسان مه اوسئ، چې په دين او د مسلمينو د يووالى په بنسټ کې ادلون بدلون راولئ! د ابوعبيده (رض) تر ځيرکو )او پخو( خبرو وروسته بشير بن سعد خزرجي (رض) پاڅېد، ويې ويل: انصارو! پر خداى قسم، موږ له مشرکانو سره په جهاد او د اسلام د دين په منلو کې لوړ مقامي شوي يو او په دې چار کې يوازينۍ هيله مو د خداى رضا، د پيغمبر )ص( اطاعت او ځانسازي وه، نو د دومره فضايلو په درلودو، راسره نه ښايي، چې پر خلکو سرغړاندي شوو، منت ورباندې کېدو او د خپلې وينا وزله يې کړو. خداى مو ))ولې نعمت(( دى او هغه په دې هکله منت راباندې ايښى. خلکو! پوه شئ، چې محمد )ص( له قريشو ځنې دى او د ټبر وګړي يې ورنژدې دي او تر نورو يې واکمني او حکومت ته وړ دي او زه له خدايه غواړم، چې په داسې حال کې مې هډو ونه ويني، چې د حکومت په اړه شخړه ورسره وکړم، نو تاسې هم له خدايه وډار شئ، مخالفت ورسره مه کوئ او د حکمت په باب له شخړې ورسره لاس پر سر شئ او دښمني مه کوئ. د بشير(رض) په خبرو پسې، ابوبکر(رض) پاڅېد ويې ويل : دا عمر(رض) او دا هم ابوعبيده(رض)، هر يو، چې غواړئ ويې ټاکئ او بيعت ورسره وکړئ. خو عمر(رض) او ابوعبيده(رض)، په يو غږ وويل: پر خداى قسم، ستا په شتون کې ددغسې يو څيز مسول کېدای نشو. عبدالرحمن بن عوف(رض) هم پاڅېد او د خبرو په ترڅ کې يې وويل: انصارو! که څه تاسې لوړ مقامي ياست، خو په تاسې کې د ابوبکر(رض)، عمر(رض) او علي(ک) په څېر کسان نه موندلېږي. مُنذِر بن ابي الارقم (رض) هم پاڅېد او عبدالرحمن بن عوف (رض) ته يې وويل: د کومو کسانو، چې دې نامې واخستې، له غوراوي يې منکر نه يو، په تېره، په دوى کې يو تن دى، چې که واکمنۍ اخستو ته رامخکې شوى واى، چا مخالفت ورسره نه کاوه ]مطلب يې )) علي (( و. [ . بيا ځينو انصارو غږ کړ، چې: موږ يوازې علي (ک) غواړو. عمر(رض) په خپله وايي: له هر لوري شور ځوګ شو او نامفهومه خبرې کېدې، تر دې، چې وډار شوم، کار به مو بې پايلې شي، نو ځکه ابوبکر(رض) ته مې وويل لاس دې راوغځوه، چې بيعت درسره وکړم . خو مخکې تر دې، چې عمر(رض) خپل لاس ورکړي، بشير بن سعد(رض) ورمخکې شو او لاس يې د ابوبکر(رض) پر لاس وواهه او بيعت يې ورسره وکړ . حُباب بن مُنذِر(رض)، چې دا پېښه کتله، پر بشير يې ورغږ کړ: بشيره! اى د کورنۍ لعنتي خپلوي دې ونه کړه او د کينې له مخې دې پرېښود، چې د خپل تره زوى دې واکمن شي؟ بشير وويل: نه، پر خداى قسم، ومې نه غوښتل د هغو کسانو حق لتاړ کړم، چې خداى ورپر برخه کړى دى. د اوس ټبر وليدل، چې بشير بن سعد(رض) څه وکړل او قريش څه ادعا لري، او بلخوا د خزرج ټبر د سعد بن عباده (رض) له واکمنۍ څه مطلب لري، ځينو يې د خپل ټبر نورو وګړيو _چې يو مشر يې اسيد بن حُضير (رض) هم پکې و_ ته وويل: پر خداى قسم، که خزرجيان واکمن شي، تل به يې وياړ پر برخه شي او پر اوسيانو به وياړېږي او بيخي به په حکومت برخه درنکړي، نو پاڅئ او له ابوبکر(رض) سره بيعت وکړئ، نو ټول پاڅېدل او له ابوبکر(رض) سره يې بيعت وکړ او په دې چار يې د واکمنۍ تر لاسه کولو ته د سعد بن عباده(رض) او د خزرجيانو هڅې خاورې ايرې کړې. خلکو، له هرې خوا، له ابوبکر(رض) سره د بيعت لپاره جهت کړ او نژدې و، چې نارو سعد بن عباده(رض) تر جهت لاندې شي، او يو خپل يې چغه کړه: خلکو! پام، چې سعد مو تر پښو لاندې نشي، عمر(رض) وويل: ويې وژنئ خداى دې يې ووژني! بيا يې خلک شاته کړل او خپله د سعد(رض) پر سر ودرېد، ويې ويل: غوښتل مې، چې دومره درباندې وخېژم، چې ټول هډوکي دې مات کړم! قيس بن سعد(رض)، چې د خپل پلار سرته ولاړ و، عمر(رض) يې له ږيرې ونيو، ويې وي: پر خداى قسم که د سر يو ويښته يې وباسې، ټول غاښونه به دې درمات کړم! ابوبکر(رض)، عمر(رض) ته وويل: ارام شه! دا د ګوذارې او نرمۍ وخت دى، تاوتريخوالى او توندي نه چلېږي. عمر(رض)، چې دا خبرې واورېدې، قيس(رض) ته يې ورشا کړه او ترې لرې شو. خو سعد(رض) عمر(رض) ته وويل: پر خداى قسم، که ناروغ نه واى او د پاڅېدو وس مې واى، نو د مدينې پر سړکونو او کوڅو کې به دې رانه دومره غږونه او غرهار اورېدئ، چې ته او ملګري به دې له ډاره پټېداى، او په هغه حال کې، پر خداى قسم، هغو کسانو ته مې ورلېږلې، تر پرونه يې تر لاس لاندې وې، نه ورباندې ښاغلى او لاس برى! بيا يې خپلو يارانو ته وويل: له دې ځايه مې بوځئ، او خپل کور ته يې بوت. ابوبکر جوهري په خپل کتاب سقيفې کې راوړي دي: ))عمر(رض)، د بني ساعده و د سقيفې پر ورځ، پر هماغه ورځ يې، چې له ابوبکر(رض) سره بيعت وکړ، خپله ملا يې تړلې وه او د ابوبکر(رض) په مخ مخ کې ځغلېده او چغې يې وهلې: پام! پام! خلکو له ابوبکر(رض) سره بيعت وکړ . په دې توګه هغه ډله، چې له سقيفې څخه د ابوبکر(رض) ملګري ول. هر څوک، چې به پر مخه ورغى، راښکوده يې، راوسته يې او بيعت يې ترې اخسته((. طبري په خپل تاريخ کې غځوي: د بني ساعده و د سقيفې پر ورځ د اَسْلَم د ټبر ټول وګړي د خوراک ترکيو پېرنې لپاره مدينې ته راغلي وو او په ښار کې يې ازدحام دومره و، چې په کوڅو کې خلک په سختۍ تېرېدل. عمر(رض) يې په اړه وويل: )) ما ايقنت بالنصرحتى جاءت اسلم فملات سکک المدينه((، يعنې په بريا ډاډمن نه وم. خو، چې د اسلم ټبر راغى او د مدينې کوڅي يې ډکې کړې .

ط: له ابوبکر(رض) سره په بيعت کې د اسلم ټبر ونډه: شيخ مفيد په ))جمل کتاب(( کې دا داستان دغسې راوړى دى: په هغو وختونو کې، بانډيڅي عربان، په ټبريز ډول د خوراکي توکيو پېرته، ښار ته راتلل، ځکه بېديا نا امنه وه، که لږ شمېر به يې راتلل، د لارو لوتمارو پېټي ترې اخستل او پخپله يې وژل، نو ځکه د ټبر ټول وګړي، يوځاى خوراک توکيو پېر ته راتلل . د اسلم ټبر وګړي له بېديا ځنې مدينې ته راغلي ول، چې خوراک توکي چمتو کړي. په داسې وخت کې مدينې ته راننوتل، چې په سقيفه کې له ابوبکر(رض) سره بيعت شوى و، عمر(رض) او نورو ورته وويل: راشئ مرسته راسره وکړئ، چې د پيغمبر )ص( خليفه ته بيعت واخلو، بيا به وړيا خوراکي توکي درکړو، دوى خوښ شول ړومبى په خپله ورغلل بيعت يې وکړ او بيا د ابوبکر(رض) ډله شوه، خپلې عربي لمنې يې تر ملاګانو راتاوې کړې او د مدينې کوڅي يې ډکې کړې. چېرې چې به تلل او په بازار کوڅه او... هر څوک مخې ته ورتله، له ابوبکر(رض) سره يې بيعت ته راوسته. په دې توګه ابوبکر(رض) د اسلم ټبر په مرسته خليفه شو .

ى: د ابوبکر(رض) د ټاکنې دليل: مهاجرينو، انصارو ته د ابوبکر(رض) د ټاکنې دليل دغسې ووايه: دا، چې پيغمبر )ص( له قريشو ځنې دى، نو ځايناستى يې هم بايد له قريشو ځنې وي . )همدا د عربانو قانون و(. بل دليل يې دا، چې ابوبکر(رض) د پيغمبر صحابي او په اسلام کې له مخينه وو ځنې دى . حضرت علي په دې اړه ويلي: ))احجتوا بالشجره واضاعوا الثمرة ((،يعنې د نبوت په ونه يې )چې له قريشو ځنې و( دليل وړاندې کړ او مېوه يې) چې د پيغمبر د تره زوى او زوم و(ناليدلې وګڼله. هغوى حجت راووړ، چې د پيغمبر له ونې ځنې دي، حال دا، چې ددې ونې مېوه، چې بني هاشم دي، ورکه کړه. د خرما، يا انګورو د ونې ارزښت په لښتو او پاڼو کې يې نه دى، بلکې په ميوه يې دى . دا، چې ويې ويل ابوبکر(رض) د پيغمبر )ص( صحابي دى، په اړه يې حضرت علي وويل: دوى وايي دا، چې ابوبکر صحابي دى، نو بايد د پيغمبر )ص( ځايناستى شي. که خلافت په صحابيتوب وي، نو څنګه هغه نه خليفه کېږي، چې ))صحبت او قرابت(( سره يوځاى شوي وي )يعنې د علي بن ابي طالب په اړه، چې هم د پيغمبر صحابي دى او هم د تره زوى(. ټول پوهېږو، چې علي(ک) لا کوچنى و، چې پيغمبر )ص( د ابوطالب له کوره خپل کور ته راووست. حضرت علي په دې اړه وايي: پيغمبر )ص( خواړه ژول او په خوله کې يې راته ايښوول، د پيغمبر د بدن خوږ بوى مې بوياوه، په حراء غره کې ورسره وم . علي (ک) د پيغمبر )ص( تر وفاته تل او په هر ځاى کې ورسره و . دا هم د پيغمبر )ص( صحابي و او هم يې ذوى القربا )خپلوان( او تل د سيوري په څېر ورسره و. ک: سراسري بيعت: په سقيفه کې له ابوبکر(رض) سره تر بيعت وروسته هغوى، چې بيعت ورسره کړى و، لکه شاوو، چې کورته بوځي، په خوښۍ يې نبوي جومات ته بدرګه کړ . دا، چې ابوبکر(رض) او لارويان يې جومات ته ورننوتل، نو د خلافت چار تثبيت شو. نبوي جومات دارالحکومت و، د بيرغ تړلو ځاى، د لښکر لېږل د پيغمبر د ليدو کتو ځاى او د مسلمانانو د اختلافاتو د لرې کېدو ځاى په واقع کې پر هغه مهال د مسلمانانو د ټولنې ټولې چارې په ))مسجد النبي(( کې ترسره کېدې. د پيغمبر )ص( منبر د ننني راديو تلويزيون په څېر و. کودتاچيان، د هر انقلاب په پيل کې هڅه کوي، چې راديو تلويزيون ونيسي، دا دواړه يې، چې ونيول؛ نو دولت يې نيولى دى. د سې شنبې پر ورځ، د هغې ورځې پر سبا، چې د نبي ساعده و په ټبر کې له ابوبکر (رض) سره بيعت وشو، ابوبکر(رض) د رسول الله )ص( پر منبر کيناست. عمر(رض) مخکې تر دې، چې ابوبکر(رض) خبرې وکړې، پاڅېد او د څښتن تر ستاينې وروسته يې وويل، چې پرونۍ خبره يې _د رسول اکرم )ص( له وفاته نټه_ نه د کتاب الله پر بنسټ او نه د پيغمبر )ص( له لوري کوم دستور و، بلکې داسې مې انګېرله، چې پيغمبر )ص( به پخپله د چارو په سنبالنه بوخت شي او حضرت )ص( به وروستى تن وي، چې له نړۍ سترګې پټوي  ! او د خبرو په پاى کې يې وويل: خداى خپل کتاب په تاسې کې پرېښى، چې د خپل پيغمبر د هدایت او لارښوونې وزله يې وه. که منګولې پرې ولګوئ، نو خداى به مو پر هماغه لار هدایت کړي، چې خپل پيغمبر يې هدایت کړى و، اوس خداى تاسې له يو داسې چا سره همغږي کړي ياست، چې ډېر مو غوره او د رسول الله )ص( د غار ملګرى دى، نو پاڅئ او بيعت ورسره وکړئ . په دې توګه عموم خلک، په سقيفه کې د ځينو وګړيو تر بيعت وروسته، له ابوبکر(رض) سره بيعت وکړ. په صحيح بخاري کې راغلي: وروسته تر هغې، چې يوې ډلې له ابوبکر(رض) سره د بني ساعده وو په سقيفې کې بيعت وکړ، عمومي بيعت ورسره د پيغمبر)ص( پر منبر وشو . انس بن مالک (رض) وايي: پر هغه ورځ مې په خپلو غوږونو اورېدل، چې عمر(رض) پرله پسې ابوبکر(رض) اړ ايسته، چې منبر ته ورپورته شي. تر دې، چې پر منبر کېناست او حاضرانو ټولو بيعت ورسره وکړ. بيا ابوبکر(رض) يوه خطبه وويله : ))خلکو! که څه غوره درڅخه نه وم، پر تاسې چارواکى شوم، نو که زما چلن مو ښه او چار مو ښه وموند، مرسته راسره وکړئ، او که بد مې وکړل او وښويدم، نو لارې ته مې ورسيخ کړئ... نو راپاڅئ، لمونځونه مو وکړئ ، چې خداى درباندې ولورېږي . (( وروسته يې پر امامت، د جماعت لمونځ وشو او خپلو کورونو ته ورستانه شول. د مدينې خلک له دوشنبې څخه د سه شنبې تر ماښامه، له خپل پيغمبره نا خبره ول! په دې موده کې په لاندې چارو بوخت وو: ړومبى د بني ساعده وو په څپرګي کې يې ويناوو ته غوږ نيولى و، ورپسې يې د مدينې په کوڅو کې ابوبکر(رض) ته بيعت اخسته او بيا په نبوي جومات کې عمومي بيعت ورپسې د عمر بن الخطاب(رض) او ابوبکر(رض) پر خبرو بوخت و، او په پاى کې ابوبکر (رض) د جماعت لمونځ وکړ!   درېـيمه برخه (٣)

له ابوبکر(رض) سره د بيعت په اړه د پيغمبر (ص) د اصحابو قضاوت

)١( حضرت فضل بن عباس: بني هاشم د پيغمبر )ص( پر تجهيزولو بوخت وو، چې له ابوبکر(رض) سره له بيعته خبر شول. فضل بن عباس له کوره راووت، ويې وي: قريشو! په پټه او اغفال خلافت ستاسې نه دى، موږ د خلافت وړ يو، نه تاسې، موږ او خاوند مو تر تاسې خلافت ته وړ يو.

)٢( حضرت عُتبة بن ابى لَهَب: دا هم، چې له ابوبکر(رض) سره له بيعته خبر شو، دا اشعار يې وويل: ما کنت احسب هذا الامر منصرفا عن هاشم ثم منها عن ابى الحسن

عن اول الناس ايماناً و سابقة و اعلم الناس بالقرآن و السنن

و آخر الناس عهداً بالنبى و من جبريل عون له فى الغسل والکفن

من فيه ما فيهم لا يمترون به و ليس فى القوم ما فيه من الحسن

پښتو مفهم يې دا دى: هډو نه مې انګېرله، چې خلافت به د هاشم له کورنۍ په تېره له ابو الحسنه واخستل شي. ځکه ابوالحسن هماغه دى، چې تر ټولو وړاندې يې ايمان راووړ او په اسلام کې څوک ښه مخينه ترې نه لري. تر ټولو خلکو پر قرآن او نبوي سنتو ښه پوه دى او يوازينى تن دى، چې د پيغمبر )ص( د عمر تر پايه يې په چوپړ کې و، تر دې، چې د جبرييل په مرسته يې د پيغمبر د غسل او کفن چارې ترسره کړې، دا په يوازې ځان د نورو د ښو او معنوي ځانګړنو درلودونکى و، خو نورو د ده معنوي کمالات او اخلاقي ځانګړنې نه درلودې . )٣( حضرت سلمان: ابوبکر جوهري روايت کړى دى: حضرت سلمان، حضرت زبير او انصار لېوال ول، چې له حضرت علي سره بيعت وکړي، چې له ابوبکر سره بيعت وشوو سلمان فارسي (رض) وويل: لږ خير مو تر لاسه کړ او خلافت مو تر ګوتو کړ، خو د خير کان مو له لاسه ورکړ. بوډا مو وټاکه او د پيغمبر کورنۍ مې پرېښووه. که خلافت مو په نبوي کورنۍ کې پرېښى واى، ان دوه تنه هم نه بې اتفاقه کېدل او ددې ونې له مېوې مو ډېره او خوندوره ګټه اخسته . د سلمان فارسي (رض) بله وينا دا وه: ))کرديد و نکرديد(( يعنې ومو کړل او ومو نه کړل يعنې که کړى مو نه واى، نو ښه وه او سم کار مو ونه کړ. که مسلمانانو له علي سره بيعت کړى واى، له هرې لوري پرې الهي لورنې او برکتونه راورېدل او هر اړخيزه نيمکرغي او مشري يې تر لاسه کوله . )٤( حضرت ابوذر: هغه مهال، چې نبي کريم )ص( سا ورکړه، حضرت ابوذر په مدينه کې نه و، چې راورسيد ابوبکر(رض) واګې تر لاسه کړې وې، په دې باب يې وويل: يو لږ څيز مو تر لاسه کړ او قناعت مو پرې وکړ او نبوي کورنۍ مو له لاسه ورکړه، که دا کار مو د خپل پيغمبر اهل بيتو ته ورسپارلى واى، ان دوو تنو ستاسې په زيان مخالفت درسره نه کاوه .

)٥( حضرت مقداد بن عَمْرو: راوي وايي: يوه ورځ مې په نبوي جومات کې پر يوه سړي سترګې ولګېدې، چې پر ځمکه ناست و، داسې په خپګان اسوېلي يې ايستل، چې ته وا ټوله دنيا دده وه او له لاسه يې ورکړې، او ويل يې: قريشو، چې عجیبه کار وکړ، چې چار يې د خپل پيغمبر )ص( د اهل بيتو له لاسه لرې کړ حال دا، چې ړومبى ايمان راوړوونکى په اهل بيتو کې و .

)٦( حضرت نُعمان بن عَجلان: نعمان بن عجلان، د سقيفې په داستان کې د عمرو بن العاص د بيتونو په ځواب کې يوه قصيده ويلې، چې څو بيته يې راوړو  : و قلتم حرام نصب سعدٍ و نصبکم و کان هواناً فى علىٍ و انه وصى النبى المصطفى و ابن عمه فلولا اتفاء الله لم تذهبوا بها عتيق بن عثمان حلال ابابکرٍ لاهل لها يا عمرو من حيث لا تدرى و قاتل فرسان الضلالة و الکفر و لکن هذا الخير اجمع للصبر

پښتو مفهوم يې دا دى: تا وويل، چې خلافت ته د سعد )بن عباده( ټاکل حرام دي او د ابوبکر سم او حلال دي. زموږ غوښتنه علي و، علي دې کار ته وړ و، ځکه د پپيغمبر وصي او د تره زوى و، د کفر او بې لاريتوب مشران يې وژلي ول، نو که له خدايه ډار نه و، هډو ددې چار نه خاوندېدائ، خو دا خير )= اسلام( له صبر سره مناسب دى.

)٧( حضرت امِ مِسْطَحِ بن اُثاثَه: ده د پيغمبر )ص( د مبارک قبر تر څنګ دا اشعار وويل: قد کان بعدک انباء و هنبثة انا فقدناک فقد الارض و ابلها لو کنت شاهدها لم تکثر الخطب فاختل قومک فاشهدهم ولا تغب

پښتو مفهوم يې دا دى: پيغمبره! تر تا وروسته، تا ويلې ما ويلې او مهمې خبرې رامخې ته شوې، که ته ژوندى وې، هډو دا ستونزې نه رامنځ ته کېدې، د وچې شوديارې په څېر، چې باران پرې نه اوري او مړاوې شوې وي، ته رانه ولاړې او خلک فاسد شول، پيغمبره! دوى ووينه او شاهد اوسه .

)٨( د بَني نَجار يوه ښځه: له ابوبکر(رض) سره د بيعت کار، چې پای ته ورسيد، له بيعت الماله يې د مهاجرو او انصارو ښځو ته يوه برخه وټاکله. د بنى عدى بن النجار د يوې ښځې برخه يې زيد بن ثابت (رض) ته وسپارله، چې ور يې کړي. زيد دې ښځې ته ورغى او برخه يې وروړاندې کړه. ښځې وپوښتل: دا څه دي؟ زيد وويل: له هغو برخو ده، چې ابوبکر(رض) ښځو ته ټاکلې ده. ويې ويل: دين مې په بډو او رشوت راڅخه اخلي؟ پر خداى، څه به ترې ونه منم، بيا يې دا برخه ابوبکر(رض) ته ورستنه کړه .

)٩( ابوسفيان: پيغمبراکرم )ص(، ابوسفيان د يوه کار لپاره له مدينې بهر لېږلى و، نو د نبي کريم )ص( د مړينې پر مهال په مدينه کې نه و، په راستنېدا کې يې د مدينې پر لار له يو تن سره مخ شو، ويې پوښتل: ايا محمد ومړ ؟. سړي وويل: هو. ويې پوښتل: څوک يې ځايناستى شو؟ ويې ويل: ابوبکر(رض). ابوسفيان وپوښتل: ))فما ذا فعل المستضعفان على و عباس؟(( يعنې: نو، علي و عباس دې د دوو بېوزله کړاى شو يو څه غبرګون وښود؟ سړي وويل: کور ناستي دي. ابو سفيان وويل: پر خداى قسم، که ژوندى ورته اوسو، پښې به یې لوړوته ورورسوم: ))لار فعن من اعقبهما((. زياته يې کړه: ))انى ارى غبرة لايطفيها الادم(( يعنې: داسې دوړې وينم، چې يوازې د وينو باران يې کېنولاى شي. نو، چې مدينې ته را ورسېد، په کوڅو کې ګرځېده او دا اشعار يې ويل: بنى هاشم لا تطمعوا الناس فيکم فما الامر الا فيکم و اليکم ولا سيماتيم بن مرة او عدى و ليس لها الا ابو حسن على

پښتو مفهوم يې دا دى: بني هاشمو! د خلکو تمه پرې کړئ، چې حکومت وکړي، په تېره د تَيْم او عَدى ټبرونه )د ابوبکر(رض) او عمر(رض) ټبرونه دي(. دا حکومت يوازې ستاسې دى او ستاسې و، بيا هم بايد درستون شي. بې له ابو الحسن علي څوک د چارواکۍ وړتيا او لياقت نه لري . يعقوبي تر دې دوو بيتونو وروسته، نور دوه لاندې بيتونه هم روايت کړي دي: ابا حسنٍ فاشدد بها کف حازمٍ و ان امرءاً يرمى قصى وراءه فانک بالامر الذى يرتجى ملى عزيز الحمى والناس من غالبٍ قصى

پښتو مفهوم يې دا دى: ابو الحسنه! په کار پوه او ځواکمن لاس حکومت ونيسه، ځکه ته پر هغه څه بر لاس او وسمن يې، چې هيله ورته کېږي او البته هغه سړى، چې ))قصى (( يې ملاتړى دى، حق يې لتاړېدونکى نه دى او يوازې د قصى )اخلاف( له لاسبري ځوځاته دي . د طبري په روايت ابوسفيان رامخې ته شو او ويل يې:... د عبد مناف اولادې، ستاسې په کارونو کې د ابوبکر (رض) څه کار؟ چېرې دي علي و عباس، هغه مظلم او خوار کړاى شوي ؟ بيا علي (ک) ته ورغى ويې ويل: ابو الحسنه! لاس دې راوغځوه، چې بيعت درسره وکړم، علي (ک) ډډه وکړه او ويې نه منله، ويې ويل: که څلوېښت تنه هوډمن ]يعنې هغوى، چې د علي پر وصايت ايمان ولري[ مې درلودل، مقابله مې کوله، خو ملاتړ نه لرم .

)١٠( حضرت خالد بن سعيد )اموي(: حضرت خالد بن سعيد بن عاص له ړومبنيو مسلمانانو ځنې و . حبشې ته د مهاجرينو په ډله کې هم و. چې اسلام ځواکمن شو، نو پيغمبر )ص( له خپلو دوو وروڼو )آبان و عمرو( سره د مَذْ حج د ټبر د زکات راټولولو مامورين کړل، وروسته د يمن په صنعا کې د حضرت )ص( مامورين شول. د پيغمبر )ص( د وفات پر مهال په مدينه کې نه ول، چې مدينې ته راستانه شول، ابوبکر(رض) ته يې وويل: موږ د اُحَيْحه اولاده به، تر رسول الله )ص( وروسته، د نورو مامورين نشوو ، خالد(رض) حضرت علي ته ورغى ويې ويل: علي! لاس دې راوغځوه، چې بيعت درسره وکړم، چې پر خداى قسم، چې په خلکو کې يوازې ته د محمد )ص( مقام ته وړ يې . هغه مهال، چې بني هاشمو له ابوبکر(رض) سره بيعت وکړ، خالد (رض) هم بيعت ورسره وکړ .

)١١( حضرت عمر بن الخطاب: حضرت عمر بن الخطاب، د ژوند په وروستي کال کې، په حج کې خبر شو، چې عمار (رض) ويلي: ))د ابوبکر (رض) بيعت يوه ښويېدنه وه، چې په وروستيو کې وشوه، که عمر (رض) ومري، موږ له علي (ک) سره بيعت کوو (( عمر(رض)، ډېر خپه شو، چې مدينې ته راغى، پر لومړۍ جمعه يې په نبوي جومات کې پر منبر وويل: له ابوبکر(رض) سره بيعت يوه تېروتنه او ښويېدنه وه، چې تېره شوه، هو، همدغسې وه، خو خداى يې خلک له شره وساتل )٢٢(.

)١٢( معاويه: معاويه، محمد بن ابوبکر (رض) ته په يو ليک کې کاږلي و: ما او پلار دې )ابوبکر( د ابوطالب د زوى فضيلت او ځانګړنې پيژندې او پر ځان مو د هغه حق لازم ګڼه، نو خداى له خپل پيغمبر سره کړې ژمنې پوره کړې، بلنه يې ښکاره کړه، خپل حجت يې په ډاګه کړ او د هغه روح يې ځان ته راوغوښت، ستا پلار او فاروق يې عمر، ړومبي کسان ول، چې د علي حق يې غصب کړ او مخالفت يې ورسره وکړ، دې دواړو لاسونه يو کړل، بيا يې علي خپل بيعت ته راوباله، علي ډډه وکړه او له بيعت کولو يې انکار وکړ، ناروا هوډونه يې ونيول )غوښتل يې علي ووژني( او خطرناکې دسيسې ورته په پام کې وې )؛خو( په پايله کې علي بيعت ورسره وکړ او غاړه يې ورته کېښووه .

)١٣( حضرت سَعد بن عُبادَة: حضرت سعد يې، د سقيفې تر پېښې وروسته، څو ورځې پر خپل حال پرېښود بيا يې يو تن ورولېږه، چې راشه بيعت وکړه، چې ټولو خلکو او خپلوانو دې له ابوبکر(رض) سره بيعت کړى دى، حضرت سعد ورته وويل: ))پر خداى قسم، هله به بيعت درسره وکړم، چې راسره ټول غشي درباندې ووروم او نيزه مې ستاسې په وينو رنګ کړم، څه مو انګېرلي؟ تر هغه وخته، چې توره مې په لاس وي تاسې به په ککره ورباندې وهم او د خپلې کورنۍ او پلويانو په ملاتړ، تر وسې وسې به درسره جنګېږم او د بيعت لاس به درونه غځوم. پر خداى قسم، که ستاسې په حکومت کې ټول پېريان او انسانان يو موټى شي، سره به درکښته نه کړم، تاسې پر رسميت نه پېژنم او بيعت نه کوم، تر دې، چې په الهي محکمه کې حساب راسره وشي((. ابوبکر(رض) ته يې د سعد(رض) خبرې وکړې، عمر(رض) ورته وويل: سعد مه پرېږده، چې بيعت درسره وکړي، خو بشير بن سعد(رض) ورته وويل: ځېل يې کړى او بيعت درسره نه کوي، که څه خپل سر ورکړي، وژل يې هم څه اسان چار نه دى، ځکه هله به ووژل شي، چې ګرده کورنۍ اولادونه او يو شمېر خپلوان يې ورسره ووژل شي، پر خپل حال يې پرېږدئ ،چې پرېښوول يې زيان نه درسوي، ځکه ) په دې دريځ کې( ځان ته دى. دوى د بشير مشوره ومنله او له سعد (رض) يې لاس واخيست او پر خپل حال يې خوشې کړ. سعد (رض) په يوې غونډې کې هم برخه نه اخسته او د دوى د جمعې ورځې او جماعت لمونځونو کې ګډون نه کاوه او د حج په مراسمو کې له دوى سره او ترڅنګ يې نه ليدل کېده! دې حالت د ابوبکر (رض) تر مړينې دوام موند او د عمر (رض) خلافت راورسېد .







  څلورمه برخه (٤)

له مدينې دباندې مخالفينو سره د خلافت د نظام چلن

د حضرت مالک بن نُوَيْرَة وژل: مالک بن نويره يو مېړنى، شاعر د بني تميم د ټبر د يو خېل مشر، د پيغمبر اکرم )ص( صحابي او د خپلې سيمې د حضرت )ص( مامور هم و. مالک (رض)، چې کوم صدقات راټول کړي وو، د نبي کريم تر وفات وروسته يې مدينې ته ونه لېږل او بېرته يې خپلو خاوندانو ته ورکړل او دا شعر يې ووايه: فقلت خذوا اموالکم غير خائفٍ فان قام بالدين المحقق قائم ولا ناظرٍ فى ما يجىء من الغد اطعنا و قلنا الدين دين محمدٍ

پښتو مفهوم يې دا دى: ومې ويل، بې له دې، چې له راتلونکيو پېښو په اړه څه انديښمني ولرئ، مالونه مو بېرته واخلئ، که څوک پر پښو ولاړ دين ته راپاڅي، ورپسې ځوو، وايو دين، د محمد )ص( دين دى . ټولو تاريخپوهانو، طبري، ابن اثير، ابن کثير او يعقوبي دې داستان ته اشاره کړې، چې: ابوبکر(رض)، خالد بن وليد(رض) هغو قبايلو ته له يوه لښکر سره ولېږه، چې د نبي کريم )ص( تر وفات وروسته يې له ابوبکر(رض) سره بيعت کړى نه و او يا يې د ده ګومارل شويو ته زکات نه ورکاه، چې دوى زکات ورکولو ته اړ کړي. عمر(رض)، ابوبکر(رض) ته وويل: اوس صبر وکړه. ابوبکر(رض) وويل: )) نه، پر خداى قسم، کوم اوښ يې، چې پيغمبر ته ورکاوه او را يې نه کړي، جګړه ورسره کوم((. د مالک بن نويرة (رض) سيمې ته يې ))بُطاح(( ويله. ابوقتادة (رض) يو صحابي روايتوي: ))پر دې سيمې يې غلچکى بريد وکړ )حال دا، چې پيغمبر )ص( کله هم دا چار نه کاوه(. دا، چې لښکر، دوى دشپې شپې را ايسار کړل، د مالک (رض) ټبر وترهېدل. وسلوال مقابلې ته راووتل. ابوقتاده (رض) وايي: ورته مو وويل، چې موږ مسلمانان يو راته يې وويل: موږ هم مسلمانان يو. د لښکر بولندوى ورته وويل: نو ولې مو وسله راخستې؟ ويې ويل: ولې تاسې راخستې؟ ابوقتاده (رض) وايي: ومو ويل: که رښتيا واست، خپله وسله پر ځمکه کېږئ. وسله يې کيښووه. بيا مو لمونځ وکړ او دوى هم لمونځ راسره وکړ (( . په بل روايت کې راغلي: ))همدا، چې وسله يې کيښووه، د نارينه وو لاسونه يې وروتړل او د بنديانو په څېر يې خالد (رض) ته وربوتلل . له مالک (رض) سره يې خپله مېرمن هم وه. دلته ابوقتاده (رض) او عبدالله بن عمر (رض) د خالد (رض) په مخ کې شاهدي ورکړه، چې دوى مسلمانان دي او ومو ليدل، چې لمونځ يې وکړ. ټولو تاريخپوهانو ليکلي، چې د مالک (رض) مېرمن ډېره ښکلې وه. خالد (رض)، ضرار بن از ورته وويل: د مالک سر ورپرې کړه! مالک (رض)، په شارې خپلې مېرمنې ته وويل: دې ښځې ووژلم. خالد(رض) وويل: خداى ووژلې، ځکه له اسلامه وتلى وې. مالک (رض) وويل زه مسلمان او د اسلام پابند يم. خالد(رض) ضِرار ته وويل: سر يې ورپرې کړه، نو ده هم سر يې ورپرې کړ . نور مسلمانانو يې هم ووژل او خالد (رض) پر هماغه شپه د مالک (رض) له مېرمنې سره کوروالى وکړ ! ابوقتاده (رض) له دې ځايه مدينې ته راستون شو،ابوبکر(رض) يې له پېښې خبر کړ او قسم يې وخوړ، چې نور به د خالد (رض) تر بيرغ لاندې جهاد ته ولاړ نشي، ځکه مالک (رض)، چې مسلمان و، ويې واژه .عمر(رض)، ابوبکر(رض) ته وويل: خالد(رض) زنا کړې او بايد سنګسار شي، ابوبکر(رض) وويل: نه يې سنګساروم، ځکه اجتهاد يې کړى، که څه په اجتهاد کې تېروتى دى . عمر (رض) وويل: خالد وژونکى دى او يو مسلمان يې وژلى، بايد قصاص يې کړې. ابوبکر(رض) وويل: هډو وبه يې نه وژنم، په خپل اجتهاد کې تېروتى دى. عمر(رض) وويل: لږ تر لږه له دندې يې لرې کړه. ابوبکر(رض) وويل: هغه توره به کله هم په تېکې کې ورننباسم، چې خداى ورته له تېکې را ايستلې . خالد (رض) ته د ))سيف الله(( لقب له همدې ځايه راپيدا شو. بيا، چې خالد(رض) مدينې ته راغى، بيا هم عمر(رض) ورته د مدينې په جومات کې سخت غبرګون وښود. خالد (رض)، ابوبکر(رض) ته ورغى او د خالد (رض) عذر يې ومانه، خالد (رض) راوګرځېد او عمر (رض) ته غوسه شو . دا و له مدينې دباندې د بيعت له مخالفينو سره د خلافت د ډلې د چلن طریقه. بله بېلګه يې: په يمن کې د ابوبکر (رض)عامل، زياد بن لبيد(رض)، صدقات راټول کړي ول. هغه وخت يې له اوښو والاوو ځنې اوښ اخسته. په دې صدقاتو کې يې جونګى و. د جونګي خاوند يو تنکى ځوان و، د ابوبکر (رض) مامور ته يې وويل: دا جونګى مې خوښ دى رانه يې مه اخله، په عوض کې يې بل اوښ درکوم. عامل ورته وويل: نه، دا د زکات برخه شوې او نه درستنول کېږي. تنکي ځوان د ټبر مشر، حارثه بن سراقه ته شکايت وکړ. حارثه د ابوبکر(رض) عامل ته وويل: ددې تنکي ځوان جونګى خوښېږي، پر ځاى يې يو اوښ واخله. ويې ويل: نه. دلته خبرو اترو زور واخست او نښته وشوه . د ))دبا(( ښاريان، چې له پېښې خبر شول، د ابوبکر(رض) عامل يې له ښاره وشړه. زياد بن لبيد د نورو ټبرونو په ملاتړ، د ))دبا(( له ښاره راتاو شول. دوى او هغه ړومبى مخالف په يو لاس، د ابوبکر(رض) له عامل سره وجنګېدل،خو دواړه مغلوب او سر په سر شول. د دبا اوسيدونکيو قلاګانې درلودې او ورننوتل، خو ماتې يې وکړه. په پاى کې يې د ابوبکر (رض) مامور ته وويل: زکات درکوو، او تسلېمېږو. عامل وويل: په دې شرط درنه تېرېږم، چې اقرار وکړئ، چې موږ پر حق او تاسې پر باطل ياست. زموږ وژل شوي په جنت کې او ستاسې په دوزخ کې دي او، چې ستاسې په اړه مو هره پرېکړه وکړه منئ به يې. بيا يې دوى ته امر وکړ، چې بې وسلې له ښاره ووځئ. دوى هم ووتل. ورپسې لښکر ښار ته ورننووت، د دوى مشران يې يو يو وواژه، ښځې او کوچنيان يې بنديان، او د دوى مالونه يې ولجه کړل او ابوبکر(رض) ته يې مدينې ته ورولېږل. وروسته يې، له دې ځايه د ))کِنَده(( پر ټبر بريد وکړ. د ټبر د مشرانو سرونه يې ورپرې کړل او پاتې يې مدينې ته ورولېږل. ابوبکر(رض) غوښتل، چې نارينه يې ووژني او ښځې يې مينزې کړي، خو عمر(رض) پرېنښود. دا بنديان د عمر(رض) تر زمانې اسيران ول، بيا عمر(رض) آزاد کړل او خپل ټبر ته يې ورولېږل . د خلافت نظام ، د خپلو مخالفينو په هکله، د مسلمان او مرتد ترمنځ توپير نه کاوه او له ټولو سره يو رنګ چلېده، هماغه د جاهلې عربانو چلن، په جاهليت کې به، چې جګړه شوه او لاسبري به شول، نارينه يې مريانول، ښځې يې مينزې کولې او مالونه يې لوټول. هو، حکومت، دې ټولو وګړيو ته، مرتدان ويل او د تاريخ په کتابونو کې، لا تر اوسه په مرتدانو يادېږي .  

پينځمه برخه (٥)

د مدينې په دننه کې له مخالفينو سره د خلافت د نظام د چلن طریقه

)الف( د حضرت سعد بن عباده وژنه: عمر(رض) تر خليفه کېدو وروسته، يوه ورځ سعد بن عباده (رض) د مدينې په يوې کوڅې کې وليد، ورته يې وويل: هن سعده! هم بې درنګه وويل: هن عمره! خليفه وپوښتل: ته نه وې، چې دغسې او هاغسې دې ويل؟ سعد (رض) وويل: هو، ما ويلي او اوس واکمن شوى يې. پر خداى قسم ملګرى دې تر تا راته ګران و. پر خداى، چې ستا ګاونډيتوب مې بدې ايسي. عمر(رض) وويل: د چا، چې خپل ګاونډ ښه نه راځي، ځاى بدلوي! سعد (رض) وويل: )هو( دې ته مې ور پام دى او تر تا غوره ګاوندتوب ته ورځم. ډېر وخت تېر نه و، چې سعد(رض) لا د عمر(رض) د خلاافت په لومړيو کې شام ته ولاړ، چې يماني ټبرونه پکې مېشت ول . بلا ذري په خپل کتاب انساب الاشراف کې کاږي: ))سعد بن عباده(رض) له ابوبکر (رض) سره بيعت ونه کړ او شام ته ولاړ، عمر(رض) يو تن شام ته ورولېږه، ورته يې وويل: سعد(رض) په هر چل ول، چې کېږي بيعت ته اړ کړه او که ويې نه منله، نو د خداى په مرسته يې ووژنه!((.

سړى شام ته ورغى او سعد (رض) يې په حُوارين  کې وليد، او بې درنګه يې، د بيعت موضوع ورسره مطرح کړه، چې يې ومني. سعد(رض) ورته وويل: له قريشو سره بيعت نه کوم. استازي په مرګ وګواښه، ويې ويل: که بيعت ونه کړې، وژنم دې. سعد(رض) وويل: ان که مې ووژنې! استازي يې، چې ټينګار وليد، ويې ويل: له دې امت سره له همغږى وتلى يې؟ سعد (رض) وويل: هو، د بيعت په موضوع کې مې تر نورو بېل چلن دى! استازي، چې دا غوڅه خبره واورېده، غشى يې ورګوذار کړ او رګ يې ورپرې کړ .

په تبصرة العوام کتاب کې راغلي: هغوى محمد بن مسلمه انصاري دې چار ته مامور کړى و. محمد شام ته ورغى او سعد بن عباده (رض) يې په غشي وواژه. او هم ويل شوي، چې په همدې وخت کېې خالد بن وليد (رض) په شام کې و او د سعد (رض) په وژنه کې يې د محمد مرسته وکړه . مسعودي په مروج الذهب کې ليکي: )) سعد بن عباده (رض) بيعت ونه کړ. له مدينې ووت او شام ته ولاړ او هلته پر پينځلسم هجري کال ووژل شو ((. همدا راز ابنُ عَبْد رَبه وايي: سعد بن عباده (رض) يې، په داسې حال کې وموند، چې په زړه کې يې غشى ورټومبل شوى او مړ و. او ډنډوره يې کړه. دا، چې سعد (رض) په ولاړه ميتيازې کولې، پېريانو په دوو غشيو پر زړه وايشت او دا شعر يې ووايه: قــد قتلنا سيد الخزرج سعد بن عباده ورميناه بسهمين فلم نخطئ فواده پښتو مفهوم يې دا دى: د خزرج ښاغلى، سعد بن عباده مو وواژه، په دوو غشيو مو وايشت، چې سم پر زړه ولګېد. او يو انصاري ددې اپلتو په ځواب کې لاندې دوه بيتونه وويل: يقولون سعد شقت الجن بطنه وما ذنب سعدٍ انه بال قائماً الا ربما حققت فعلک بالغدر ولکن سعداً لم يبايع ابابکرٍ


پښتو مفهوم يې دا دى: وايي پېريانو د سعد خېټه څيرې کړه. با خبر، چې خپل کار دې په خورا چل ول کړى وي. د سعد ګناه دانه وه، چې په ولاړه يې متيازې کولې، ګناه داوه، چې له ابوبکر(رض) سره يعت ونه کړ. په دې توګه د سعد بن عباده(رض) ژوند پاى ته ورسېد. دا، چې د حکومت له لوري ددغسې ځېلي او بې باکه مخالف شخصيت وژنه پوښتنې راولاړوي، نو د تاريخپوهانو ددغسې پېښو ليکل او څرګندول ښه نه ايسېدل، يو شمېر له دې سترې پېښې په ناګارۍ تېر شوي او ناليدلې يې ګڼلې ده . او يوې ډلې يې _لکه، چې وويل شول_ د وژنې څرنګوالى له خرافي چارو سره ورډ کړى او پر پېريانو يې وراړولى دى . خو دې تاريخپوهانو، چې مساله دغسې خرافي مطرح کړې، ويلي يې نه دي، چې له سعد (رض) سره د پېريانو د سختې دښمنى علت څه و او د مهاجرينو او اصحابو په دې ټولو اصحابو کې يې غشيو د سعد (رض) زړه نښه کړى و!

د پيغمبر )ص( د تره، عباس (رض) د خولې ټپول: ابوبکر(رض) له حضراتو عمر بن الخطاب، ابو عبيده بن جراح او مغيره ابن شعبه يوه شورا جوړه کړه، چې هوډ وکړي، له هغو کسانو سره څه وکړي، چې بيعت يې کړى نه دى. شورا نظر وکړ: غوره لار داده، چې عباس ووينو او ده او اولاد ته يې په حکومت کې يوه برخه ورکړو، په دې توګه علي (ک) ماتې کوي او د عباس راماتېدل به، د علي پر زيان، يو دليل درته وي . ابوبکر(رض)، د شورا له غړيو سره، د شپې د عباس (رض) کور ته ورغلل. ابوبکر(رض)، د خداى تر ستاينې وروسته وويل:

))خداى پيغمبر راولېږه، چې د مؤمنانو نبي او ولي و، تر هغه وخته پکې و، چې خداى آخرت ورته غوره کړ، او ده هم، تر ځان وروسته، څوک ونه ټاکه ، چارې يې خلکو ته ور پرېښووې. دوى هم زه وټاکلم، او زه بې له خدايه نه ډارېږم، چې په کار کې به سستي ولرم. هغوى، چې بيعت راسره کړى نه دى له عموم مسلمانانو سره مخالفت کوي او تاته پناه دروړي. تاسې يا له ټولو خلکو سره ملګري شئ او بيعت وکړئ، او که نه ملګري کېږئ، نو يو کار وکړئ، چې دوى راسره ونه جنګېږي. ]د ابوبکر (رض) دا خبره، خپله، ددې دليل دى، چې د پيغمبر ټولو اصحابو بيعت کړى نه و[. غواړم په حکومت برخه درکړم، چې تر تا وروسته پاتې کسانو ته دې هم وي، ځکه د پيغمبر )ص( تره يې که څه خلک دې مقام پېژني _چې د پيغمبر )ص( تره يې_ او د علي هم پېژني، خو دا چار ]خلافت[ يې درنه واړو ]تاسې ونه غوښتئ[. خو له دې سره سره، موږ برخه درکوو. بني هاشمو! آرام اوسئ، چې رسول الله )ص( زموږ او ستاسې دى. ]موږ هم قريش يو او پيغمبر )ص( هم له قريشو دى ځنې[. بيا عمر (رض)، ګواښنې خبرې وکړې: موږ په دې پار راغلي نه يو، چې درته اړمن وو، بلکې ښه مو ايسې په يوه کار کې، چې ټول مسلمانان يوه خوله شوي وي، ستاسې له لوري يو مخالفت وشي او په پايله کې زيان او کړاو تاسې او هغوى ته ورسي، نو خپلو کړنو ته مو پام وي. ورپسې، عباس (رض) د خدای تر ستاينې وروسته وويل: لکه، چې دې وويل، خداى محمد )ص( راولېږه، چې پيغمبر وي او مؤمنانو ته مرستندوى، او خداى د پيغمبر )ص( د شتون په برکت، پر دې امت منت کيښود، تر دې، چې ځان ته يې وباله او خپله پيرزوينه يې پرې وکړه او د مسلمانانو چارې يې په خپله همدوى ته ورپرېښووې، چې حق ومومي او ځان ته يې غوره کړي. نه دا، چې له ځاني غوښتنې په راولاړ شوي بې لاريتوب، له حقه جلا شي او بله خوا ونيسي . که دا کار )خلافت( دې د پيغمبر )ص( په نامې اخستى وي، نو په واقع کې زموږ حق دې اخستى _ځکه موږ د پيغمبر خپلوان يو او تر تا ورته وړ يو_ او که په دې پار دې اخستى وي، چې پر پيغمبر دې ايمان راوړى نو موږ هم ورباندې له مؤمنانو ځنې يوو. نو کوم کار، چې دې کړى، موږ درسره پکې نه يو او نيوکه پرې کوو، او که د مؤمنانو د بيعت له امله حکومت درته واجب او وړ شوى يې، نو دا، چې موږ هم له مؤمنانو ځنې يو، په دې کار کې مو خوښه درسره نه وه او بدې مو ايسي، نو ځکه دا حق درته واجب او ثابت شوى نه دى. دا دوه خبرې دې څومره لرې دي: يو خوا وايې، چې خلکو مخالفت درسره کړى او د حکومت مخالفت يې درسره کړى او بلخوا وايي، چې خلکو حکومت ته ټاکلى يې. او کومه نامه، چې دې پر ځان ايښې _د رسول الله خليفه_ دا درنه ډېره لرې ده! ]يعنې هغه، چې پيغمبر خپل ځايناستى ټاکلى دى[ دا، چې وايې، پيغمبر )ص( د خلکو چار خپله خلکو ته ورپرېښى، چې څوک يې خوښ وي، ويې ټاکي او دوى هم ته وټاکلې ]نو په دې توګه، ته د خلکو خليفه يې نه د پيغمبر، خلکو ټاکلى يې نه پيغمبر )ص([. دا، چې دې وويل )که بيعت درسره وکړم( يوه برخه به درکړم: که څه راکوې او دا د مؤمنانو حق وي، نو ته خو دغسې حق نه لري، ځکه ته له ځانه د نورو حق بل ته ورکولاى نشې او که زموږ حق وي، نو بايد ټول يې راکړې، د خپل حق يوه برخه نه اخلم، چې څه يې راکړې او بله پاتې شي. خو دا، چې دې وويل پيغمبر مو ګډ دى او د دواړو دى، په واقع کې پيغمبر )ص( له هغې ونې ځنې دى، چې موږ يې څانګې او ښاخونه يوو او تاسې يې ګاونډيان ياست . خو عمره ستا خبره، چې ودې ويل د خلکو له مخالفته رانه ډارېږې، نو دا مخالفت خو لومړى تاسې راسره پيل کړ. تر دې خبرو اترو وروسته پاڅېدل او د عباس له کوره ووتل .

د حضرت زهرا )س( په کور کې له پلتۍ وهوونکيو سره چلن: ١_ د حضرت زهرا )س( په کور کې پلتۍ وهنه. عمر بن الخطاب (رض) وايي: )) د پيغمبراکرم )ص( تر وفات وروسته، موږ ته په رارسېدلو خبرونو کې يو دا و، چې علي، زبير او ملګري يې رانه بېل شوي او د خپل مخالفت ښوولو لپاره د فاطمې په کور کې راټول شوي دي ((. تاريخپوهانو د هغو کسان نامې اخستي، چې له ابوبکر(رض) سره یې له بيعته سرغړونه کړې وه او له علي (ک) او زبير(رض) سره د فاطمې )س( په کور کې راټول شوي ول، چې دا دي: عباس بن عبدالمطلب، عتبه بن ابي لهب، سلمان فارسي، ابوذرغفاري، عمار بن ياسر، مقداد بن اسود، براء بن عازب، ابي بن کعب، سعد بن ابي وقاص، طلحه بن عبيدالله، يو شمېر بني هاشم، مهاجرين او انصار )رضى الله عنهم( . له ابوبکر(رض) سره د بيعت او د فاطمې په کور کې د علي (ک) او ملګرو يې راټولېدل، د سيرت، تاريخ، صحاح، مسانيد، ادب، کلام او د رجالو او مشهورو کسانو د حالاتو په کتابونو کې د تواتر تر پولې دي او په سموالي کې يې څه شک نشته، خو ددې کتابونو د ليکوالو ښه نه راتلل، چې د پلتۍ وهوونکيو او بريالي ګوند ترمنځ ټولې راپېښې شوې پېښې رابرسېره کړي، خو بيا هم په ناخبرۍ کې يې قلمونو څه ليکلي دي. اوس د بېلګې په توګه د بلاذري خبره را اخلو: )) هغه وخت، چې علي(ک) له ابوبکر(رض) سره بيعت ونه کړ، ابوبکر(رض)، عمر بن خطاب (رض) ته حکم وکړ، چې په زور يې ورته راولي! عمر(رض) خبره ومنله او په پايله کې د ده او علي (ک) ترمنځ خبرې واوړېدې، تر دې، چې علي (ک) ورته وويل د خلافت او ښه ښه ولوشه، چې نيمه به يې ستا وي! پر خداى قسم نن، چې د ابوبکر حکومت ته کومې منډې ترړې کوې، په دې پار دي، چې سبا تا تر نورو ړومبى وګڼي او خلافت دروسپاري (( .

٢_ د فاطمې پر کور بريد:

تاريخپوهانو د هغو کسانو نامې راوړي، چې د ابوبکر(رض) په حکم يې د فاطمې (رض) پر کور بريد وکړ، چې دا دي:

عمر بن الخطاب، خالد بن وليد، عبدالرحمن بن عوف، ثابت بن قيس ابن شماس، زياد بن لبيد، محمد بن مسلمه، زيد بن ثابت، سلمه بن سلامه ابن وقش، سلمه بن اسلم، اسيد بن حُضَير)رضى الله عنهم( او... . د فاطمې پر کور د بريد او ورننوتو او له پلتۍ وهوونکيو سره يې د چلن د څرنګوالي په اړه راوړي دي: يو شمېر مهاجرين، چې حضرت علي بن ابي طالب او حضرت زبير هم پکې ول، له ابوبکر (رض) سره يې له بيعت ډډه کړې وه، نو وسله وال او خپه د فاطمې په کور کې راټول شوي وو . حضرات ابوبکر او عمر خبر شول، چې يوه ډله مهاجرين او انصار د فاطمې (رض) په کور کې له علي (ک) راتاو شوي او نيت يې دى، چې د خلافت لپاره بيعت ورسره وکړي . ابوبکر (رض)، عمر (رض) ته امر وکړ، چې د فاطمې کور ته ورشي او دوى راوباسي او غونډه يې خپره وره کړي او که مقاومت يې وکړ، ورسره دې وجنګېږي. عمر (رض)، د ابوبکر (رض) د حکم عملي کولو ته، لمبه په لاس د فاطمې کور ته ورغى او هوډ يې درلود، چې کور ورته وسېځي، فاطمه(رض) د وره شاته ودرېده، عمر (رض) ته يې وويل: د خطاب زويه! راغلى يې، چې کور مې وسېځې؟ عمر(رض) ورته وويل: هو، خو دا، چې له امت سره يوځاى شئ ]او له ابوبکر (رض) سره بيعت وکړئ[. بَلا ذُري ليکلي: ))ابوبکر (رض)، د بيعت لپاره يو تن علي (ک) ته ورولېږه، خو بيعت يې ونه کړ، بيا عمر(رض) له لمبي سره کور ته يې ورغى، د وره په مخ کې فاطمه (رض) ورسره مخ شوه، ويې ويل: د خطاب زويه! راغلى يې، چې ور مې وسېځې؟ عمر(رض) وويل: هو... دا کار دې د پلار راوړى دين پياوړى کوي ((. په کنز العمال کې راغلي: )) عمر(رض)، زهرا (رض) ته وويل: ته تر هر چا پلار ته دې ډېره ګرانه وې، خو دا چار مې نه منع کوي، دا ډوله، چې دې په کور کې راټول وي، نو حکم کوم، چې کور دې در وسوځوي ((. په الامامه والسياسة کتاب کې راغلي: ))عمر (رض) راغى او علي (ک) او نور کسان يې، چې په کور کې ول، ورته غږ يې کړ، چې دباندې راووځئ، خو ويې نه منله. عمر(رض) وويل: پر هغه خداى قسم، چې سا يې زما په واک کې ده،دباندې راوځئ يا کور له هر څه سره سېځم. عمر(رض) ته وويل شول: فاطمه (رض) په کور کې ده. ويې ويل: وي دې، کور سېځم . مصري شاعر، حافظ ابراهيم دا پېښه داسې انځور کړې ده: و قولةٍ لعلىٍ قالها عمر حرقت دارک لا ابقى عليک بها ما کان غير ابى حفصٍ يفوه بها اکرم بسامعها اعظم بملقيها ان لم تبايع و بن المصطفى فيها امام فارس عدنانٍ و حاميها

پښتو مفهوم يې دا دى: عمر، علي ته يوه خبره وکړه، چې ويوونکى او اورېدونکى دواړه عزتمن دي. عمر وويل: که بيعت ونه کړې کور دې درباندې سېځم او يو تن هم ژوندى نه پرېږدم، که څه د مصطفى لور پکې ده. دا خبره بې له عمره د عدنان د جنګياليو مشر او مخکښ ته بل چا نشوه کړاى . يعقوبي په خپل تاريخ کې راوړي: )) له يوې ډلې سره يې د علي (ګ) پر کور بريد وکړ... په دې نښته کې د علي (ک) توره ماته شوه او بريد ګر زړه ور شول، چې کور ته ورننوځي ((. طبري په خپل تاريخ کې کاږي: ))عمر (رض) د علي (ک) کور ته ورمخه کړه، چې پکې حضرات طلحه، زبير او يو شمېر مهاجرين راټول شوي ول. حضرت زبير )علي د ترورزى( په لغړه توره مقابلې ته ورمنډه کړه، خو پښه يې وښوييده او توره يې له لاسه ولوېده، نو بريدګرو بريد وکړ او ويې نيو ((. نن دا شبهه مطرحوي، چې د پيغمبر )ص( په زمانه کې کورونو ورونه نه درلودل، چې عمر (رض) د فاطمې (رض) کور وسېځي، خو دا ناسمه ده. د خلفاوو ښوونځي د معتبرو کتابونو په روايت او د حضراتو ابوبکر او عمر په اعتراف، دوى د فاطمې وره ته اوراچولى و او په زور ورننوتي وو، په اړه يې دوه دلايل وايو: )١( لومړى دليل: ابوبکر (رض) د مرګ پر مهال ويل: )) اما انى لا آسى على شىءٍ من الدنيا الا على ثلاثٍ فعلتهن وددت انى ترکتهن... فاما الثلاث اللاتى وددت انى ترکتهن فوددت انى لم اکشف بيت فاطمة عن شىءٍ و ان کانوا قد غلقوه على الحرب ... پښتو مفهوم يې دا دى: د نړۍ پر هيڅ څيز خپه او غمناک نه يم، خو درې چارې مې کړي او کاشکې کړې مې نه واى... کاشکې د فاطمې ور مې پرانستى نه واى، که څه له ما سره يې جګړې ته بند کړى و((. يعقوبي په خپل تاريخ کې، د ابوبکر (رض) خبره دغسې راوړې ده: )) کاشکې، د پيغمبر )ص( د لور فاطمې ور مې پرانستى نه واى او نارينه مې يې کور ته ورننه ايستي نه واى، که څه د کور ور زما د جګړې لپاره بند شوى و ((. )٢( دويم دليل: علي (ک) ته د عمر بن خطاب (رض) خبره ده، چې په کنز العمال کې راغلې ده: ))... ان امرتهم ان بحر قوا عليک الباب((. يعنې امر مې ورته کاوه، چې ور دې وسېځي. دا جمله د مدعا جوتولو ته بسيا ده. د فاطمې (رض) د وره سوځولو داستان دومره مشهور دى، چې له دې پېښې د کلونو کلونو تر تېرېدو وروسته، هغه وخت، چې عبدالله بن زبير په مکه بني هاشم په تنګسه کې ونيول، چې بيعت ورسره وکړي، خو دوى ونه منله، نو امر يې وکړي، چې د غره په يوه چاود کې يې راټول کړي او ډېر خس راټول کړي او ټول وسوځوي. عُروة، د عبدالله بن زبير ورور د خپل ورور د کار د مخونې لپاره، د ابوبکر(رض) د بيعت په داستان کې د عمر(رض) په چلن د فاطمې (رض) د کور په وره سځولو استناد وکړ، ويې ويل: ورور مې د مسلمانانو د اختلاف مخنيوي ته دا کار وکړ. لکه، چې عمر بن خطاب (رض) هم دا چلن له بني هاشمو سره وکړ، چې له ابوبکر(رض) سره يې له بيعته ډډه وکړه، نو ده هم خس راوړل، چې په کور کې يې وسېځي .

٣_ له علي (ک) سره چلن: ابوبکر جوهري روايتوي،هغه مهال يې، چې علي (ک) جومات ته بوته، چې له ابوبکر (رض) سره بيعت وکړي او د ده خوښه نه وه ، ويل يې: ))انا عبدالله و اخو رسول الله )ص((( يعنې: زه د خداى بنده او د رسول الله )ص( ورور يم. په پاى کې يې ابوبکر(رض) ته وربوت او وړانديز يې ورته وکړ، چې بيعت ورسره وکړه، علي(ک) ورته وويل: )) تر تاسې حکومت ته وړ يم، نو ځکه بيعت درسره نه کوم، تاسې بايد بيعت راسره وکړئ. حکومت مو له پيغمبر )ص( سره د خپلوۍ په استناد له انصارو واخست او دوى په همدې دليل حکومت درکړ، زه هم د انصارو پر وړاندې ستاسې دليل، همدا تاسې ته وايم، نو که د خپلو ځاني غوښتنو یا هوای نفس لاروي نه کوئ او له خدايه ډارېږئ، نو زموږ ]اهل بيتو[ په اړه په انصاف وچلېږئ او په واکمنۍ کې حق مو _لکه، چې انصارو دا حق درکړ_ په رسميت وپېژنئ، که نه دا په لوى لاس ظلم مو، چې راباندې کړې، ددې وبال به مو له ګرېوانه ونيسي((. عمر(رض) وويل: چې دې بيعت کړى نه وي خوشې کېږې نه. علي (ک) وويل: عمره! هغه شيدې رالوشې، چې نيمه به يې ستا برخه وي. نن ددې ]=ابوبکر[ د حکومت بنسټ ټينګ کړه، چې سبا يې درکړي. پر خداى قسم، نه دې خبره منم او نه په ده )=ابوبکره( پسې ورځم. ابوبکر(رض) وويل: که بيعت راسره نه کوې، ورته دې نه اړ باسم. ابوعبيده جراح (رض) وويل: ابو الحسنه! ته ځوان يې او دوى ستا سپین ږیري قريشي خپلوان دي! ته نه د دوى تجربه لرې او نه پر چارو په څېر يې اشنايي او تسلط. زه، ابوبکر تر تا ددې مهم چار لپاره خورا وسمن، زغمناک او کار پوه وينم، نو ته هم موافقه وکړه او د حکومت چار ورپرېږده او که پاتې شوې او عمر دې اوږد شو، نو تر ټولو دې مقام ته وړ يې، ځکه هم ځانګړېې او فضايل لرې او هم د رسول اکرم )ص( خپلوان يې، هم په اسلام کې ړومبى يې او د دين د ټينګښت په لار کې دې ډېرې هڅې کړې دي. علي (ک) وويل: ))مهاجرينو! خداى په پام کې ونيسئ او حکومت د محمد )ص( له کوره خپلو کورونو او ټبرونو ته مه وروړئ او د محمد )ص( کورنۍ، چې په خلکو کې کوم مقام لري، مه يې ورڅنډې ته کوئ او حق يې مه لتاړئ. مهاجرينو! پر خداى قسم، موږ د پيغمبر اهل بيت _تر هغه وخت، چې په موږ کې د قرآن لوستونکى، پر ديني چارو پوه، د پيغمبر پر سنتو آشنا او درعيت پر چارو خبر شتون لري_ تر تاسې ددې امت چارواکۍ ته وړ يو، پر خداى قسم، چې دا ټولې نښې راکې شته، نو په ځاني غوښتنو پسې مو مه ځئ، چې ګام پر ګام به د حق له بهيره لرې شئ((. بشير بن سعد (رض)، چې د علي (ک) خبرې واورېدې، ويې ويل: که انصارو له ابوبکر(رض) سره تر بيعت وړاندې ستا خبرې اورېدلې واى، نو ستا د حکومت په منلو کې، ان دوو تنو يې هم اختلاف نه کاوه، خو څه کړاى شو، چې دوى له ابوبکر (رض) سره بيعت کړى او اوبه له ورخه تېرې دي! هو، علي (ک) په دې وخت کې بيعت ونه کړاو خپل کور ته ستون شو . همدغسې ابوبکر جوهري روايتوي: دا، چې فاطمې وليدل، له علي (ک) او زبير(رض) سره يې څه وکړل، د خپلې کوټې پر وره ودرېده او ابوبکر (رض) ته يې وويل: ))ابوبکره! څنګه ژر دې د پيغمبر له کورنۍ سره ټګي وکړه! پر خداى قسم، چې د ژوند تر پایه به له عُمَر سره خبرې ونه کړم ((. يعقوبي په خپل تاريخ کې کاږي: ))فاطمه له خپله کوره راووته او نيواکګرو بريدګرو ته يې وويل له کوره مې ووځئ، که نه پر خداى قسم، په سر تور سر ښېرا درته کوم. په دې ګواښ بريدګرو او نور، چې په کور کې وو راووتل او دا ځاى يې پرېښود (( . مسعودي په خپل تاريخ کې ليکي: )) په سقيفه کې، چې له ابوبکر (رض) سره د بيعت چار پاى ته ورسېد او د سې شنبې پر ورځ، په جومات کې له سره بيعت ورسره وشو، نو علي (ک) له کوره راووت او ابوبکر (رض) ته يې وويل: )) زموږ د مسلمانانو چارې دې پوپنا کړې، هيڅ سلا مشوره دې ونه کړه او زموږ حق دې ناليدلى وګنه ((. ابوبکر (رض) وويل : هو، سمه ده، خو زه د فتنې او اړو دوړ له راولاړېدو ډارېدم .

تر سقيفې وروسته د اهل بيتو غبرګون: يعقوبي وايي: يو شمېر له علي (ک) راتاو شول، چې بيعت ورسره وکړي. علي (ک) ورته وويل: )) سبا دلته ګهيځ سر خريلي راشئ((، خو په ګهيځ شو په دوى کې يوازې درې تنه يې راغلل . تر دې وروسته، علي (ک) د شپې فاطمه (رض) پر يوې سپرلۍ سپروله او د انصارو ورونو ته يې بوتله او د خپل حق په راستنولو کې يې مرسته ترې غوښته. فاطمې (رض) هم دوى د علي (ک) ملاتړ ته رابلل، خو انصارو ورته ويل: د پيغمبر )ص( لورې! له ابوبکر(رض) سره مو بيعت کړى او اوبه له ورخه تېرې دي. که د تره زوى دې تر ابوبکر(رض) وړاندې د خلافت اخستو ته راوړاندې شوى واى، نو البته موږ ابوبکر (رض) نه مانه. علي (ک) ورته وويل: )) أكنت أترك رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم) ميتاً في بيته لا أجهزه وأخرج إلى الناس أنازعهم في سلطانه؟ ((. يعنې )پر تمه وئ(، چې د پيغمبر )ص( جنازه مې بې غسله او بې کفنه، په کور کې يې پرېښې واى او د ده د حکومت تر لاسه کولو لپاره مې له خلکو سره لانجه کوله؟! فاطمې هم وويل: ))ابو الحسن ښه او مناسب کار وکړ، خو خلکو داسې کار وکړ، چې خداى به کلونه کلونه راوروسته حساب ورسره وکړي او بايد خپلې کړنې وځوابوي (( . معاويه، علي (ک) ته په يو ليک کې، همدى موضوع ته اشاره کړې او کاږي: پرون رايادوم، هغه مهال، چې له ابوبکر صديق سره بيعت وشو، نو خپله سترمنه )فاطمه( دې دشپې پر سپرلۍ کينوله او حسن و حسين دې له لاسه نيولي و او هر بدري او د اسلام مخکښ دې خپلې مرستې ته رابله، له خپلې مېرمنې سره ورونو ته يې ورتلې او دواړه زامن دې سند ورښووه او دوى دې د پيغمبر د صحابي )ابوبکر( پر وړاندې خپل ملاتړ ته رابلل، خو په پاى کې يوازې څلور، پينځه تنو دې بلنه ومنله، ځکه پر ځان مې قسم که حق ستا واى، نو بېشکه ستا ملاتړ يې کاوه او ستا بلنه يې منله، خو ادعا دې بې ځايه او باطله وه او داسې خبره دې کوله، چې چا باور پرې نه درلود او يو ناشوني چار کولو ته دې لاس ورغځولى و که څه هيروونکى او سم، خو ابوسفيان ته دې خبره _چې ته يې پاڅون ته راپارولې_ زما نه هيرېږي، چې ورته دې وويل: که څلوېښت هوډمن او ولاړ نارينه مې درلوداى، نو پر وړاندې يې راپاڅېدم . پيغمبر )ص( تر ځان وروسته د مسلمانانو د لارښوونې لپاره، دقيقه کړنلار ښوولې، چې تر دې غوره نشته، چې يوه يې د سپېڅلتيا آيت د نزول داستان دى. په دې اړه ام المؤمنين ام سلمه روايتوي: يوه ورځ پيغمبر راکره و، چې د الهي پيرزوينو نښې يې وموندې، ويې ويل: ))اهل بيتو ته مې وواست، چې راشي(( ومې پوښتل: څوک مو اهل بيت دي؟ ويې ويل: ))علي، فاطمه، حسن و حسين((. چې دوى راغلل، نو پيغمبر حسن و حسين په غيږ کې او علي او فاطمه يې خپلې مخې او شاته کينول، بيا له کټه يماني کِسا )=پټو( راواخسته او پر ځان او دوى ورخپره کړه، ويې ويل: ))خدايه! دوى مې اهل بيت دي(( په دې وخت کې دا آيت نازل شو: )) إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ((: خداى يوازې غواړي له تاسې ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) چټلي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي )) ((. ]ام سلمه وايي:[ ومې ويل: يا رسول الله، زه ستاسې له اهل بيتو نه يم؟ ويې ويل: ته ښه مېرمن يې، خو له اهل بيتو مې نه يې، د پيغمبر له مېرمنو ځنې يې .

پيغمبر )ص( ددې آيت تر نازلېدو وروسته، د ورځې پينځه ځل، د هر لمانځه پر وخت، د علي او فاطمې وره ته ورتله، لاس يې پر وره ايښووه، ويل يې: ))السلام عليکم يا اهل البيت(( او بيا يې تېر آيت لوست او ورپسې يې دوى لمانځه ته رابلل او ويل يې: ))الصلاة الصلاة (( .

دا، چې د فاطمې د کور ور په نبوي جومات کې و، نو ګردو اصحابو د ورځې پينځه ځل ددې کور او کور والاوو سره د پيغمبر دا کړنه ليده، د پيغمبر )ص( دا کړنه د روشنګرۍ لامل شو، خو له دې کور او کور والاو سره مو د اصحابو بدرنګ چلن )هم( وليد . شپږمه برخه (٦)

له اهل بيتو سره اقتصادي جګړه

د خلافت نظام،له مدينې څخه دباندې قبايلو د بيعت اخستو لپاره لښکر کشۍ ته اړين و، نو د خپلو چارو د کولو لپاره يې، شتمنۍ او مالونه ته اړتيا درلوده. بلخوا، هغوى، چې په مدينه کې دننه او له حضرت علي راتاو ول، د خلافت نظام ته خطرناک وو. په واقع کې دلته حقيقي خطر و، نو ځکه يې د دوى خپرولو ته د اهل بيتو شتمني _چې فدک، د خمس برخه او د پيغمبر اکرم )ص( ميراث و_ غصب کړه.

د پيغمبر )ص( د شتمنيو سرچينې او د ملکيت څرنګوالى يې:

د پيغمبر )ص( او اهل بيتو د مالي سرچينو په اړه دوو آيتونو ته پاملرنه کوو: )١( حشر ٧ آيت: )) مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ : څه، چې خداى ددغو کليو له اوسېدونکيو خپل استازي ته وراړوي، نو دا دى خداى، استازي يې، خپلوانو، پلار مړيو، مسکينانو او پپردېسيانو لپاره دي((. فئ څه ته وايي؟ فى د کفارو هغه شتمنۍ دي، چې مسلمانان يې بې جګړې ترلاسه کوي ، لکه فدک )البته يوازې فدک نه و (. دا مالونه د پيغمبر )ص( حق وو، او حضرت پيغمبر )ص( له دې خپلو خپلوانو او هم پلار مړيو، مسکينانو )يعنې فقيرانو( او د بني هاشمو پرديسانو ته ورنفقه کول. )ابن السبيل هغه ته ويل کېږي، چې په خپل ښار کې شتمن وي، خو په سفر کې د يو دليل له مخې _لکه، چې پيسې يې غلا شوې وي_ مرستې ته اړين وي( هغوى، چې د رسول اکرم )ص( خپلوان نه وو، نو دې ډول پرديسانو )ابن سبيل( ته يې له صدقاتو )زکات( نفقه ورکوله. )٢( انفال_ ٤١ آيت: )) وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُمْ بِاللّهِ : يعنې: او پوه شئ که هر ډول ګټه تر لاسه کوئ: نو پينځمه يې د خداى، استازي يې او )د ده بني هاشمو( د خپلوانو، پلار مړيو، مسکينانو او مسافرو ته ده، که پر خداى ايمان لرئ((. نو ځکه د اهل بيتو لارويان، چې څه ګټه تر لاسه کوي، پينځمه يې د خمس په توګه ورکوي. )٣، ٤ او ٥( د خيبر له کلاګانو درې کلاګانې وې. د خيبر اوه يا اته کلاګانې وې، چې درې يې يوازې د پيغمببر )ص( وې . )٦( فدک: د خيبر له کلاګانو يوه کلا وه، د فدک اوسېدونکي هم بې جګړې راغلل او پيغمبر )ص( ته يې غاړه کېښووه . )٧( وادى القرى: د مدينې او شام ترمنځ پرتو کليو ته يې وادى القرى ويله، چې اويا کلي وو او اوسېدونکي يې ټول يهوديان وو. دوى ښورښ کړى و، او، چې پيغمبر )ص( ورغى، ټولو غاړه کېښووه او له حضرت )ص( سره يې تړون وکړ، چې ددې سيمې درېيمه برخه محصول به ددوى او دوه برخې به يې د پيغمبر )ص( يا هغه وي، چې پيغمبر )ص( ورته سپارلې وي . )٨( هغه شوديارې ځمکې، چې انصارو پيغمبر )ص( ته ورکړې وې ، او ټولې د پيغمبر )ص( ملک وې .

د ))واتِ ذالقربى حقه(( آيت شان نزول: پيغمبر )ص( له خپلو ځمکو، )څه برخې( حضراتو ابوبکر، عمر، عثمان، عايشې بي بي او حفصې بي بي ته ورکړې وې او نورو ته هم، او په وادى القرى کې يې خپل يو تن اصحابي ته وويل: ودرېږده، غشى ګوذار کړه، چېرې، چې پرېوت، هومره ځمکه دې شوه . خو پيغمبر )ص( حضرت زهرا بي بي ته څه ورنه کړل، آيت نازل شوى، چې: )) وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ: يعنې د خپلوانو حق دې ورکړه(( )اسراء_ ٢٦ آيت(. د زهرا )س( مور، حضرت خدیجې رضى الله تعالى عنها، خپله ټوله شتمني د اسلام په لار کې لګولې وه، نو پيغمبر )ص( ته د خداى له لوري امر وشو، چې ددې سرښندنو په بدله کې، فدک زهرا )س( ته ورکړه، پيغمبر )ص( هم زهرا )س( راوغوښته او فدک يې ورکړ .

چارواکيو فدک له فاطمې )س( واخست: لکه، چې وويل شو، پيغمبر )ص( خپل مالونه مسلمانانو ته ورکړي وو او په تصرف کې يې وو، د شرعي حکم له مخې، مال چې له چا سره وي، له شرعي اړخ يې مالک او خاوند دى، دا حکم ))ذواليد قاعده(( نومېږي . فدک، پېغمبر )ص( حضرت زهرا )س( ته ورکړى و او د ده په تصرف کې و، نو ځکه ))ذواليد(( و . خو بيا هم ابوبکر (رض) ترې واخست. زهرا )س( وويل: ))فدک راکړئ، چې پيغمبر )ص( راکړى و(( ورته يې وويل: شاهد راوله، خو له نورو يې )يعنې هغوى، چې پيغمبر )ص( پر ژوندوني څه مالونه درکړي ول( شاهدان ونه غوښتل! زهرا )س( وويل: علي او ام يمن شاهدان ول، چې پيغمبر )ص( فدک راکړ (( . ابوبکر (رض) وويل: دا شاهدي نه کېږي! بايد په شاهدي ورکولو کې يا دوه تنه سړي يا يو تن سړى او دوه ښځې وي . په بل روايت کې راغلي، چې خليفه د شاهدانو تر شهادت وروسته، د پوټکي په يوه ټوټه کې، د زهرا په نامې د فدک قباله وکښله، خو عمر (رض) راورسېد او قباله يې څيرې کړه .

د پيغمبر )ص( د ميراث غصبول: له اهل بيتو يې د پيغمبر )ص( ميراث هم واخيست . زهرا )س( ابوبکر (رض) ته وويل: ))د پيغمبر )ص( ميراث مې راکړه(( ابوبکر (رض) وويل: د کور سامان غواړې يا د پيغمبر کرنيزې ځمکې او باغونه؟ زهرا )س( ورته وويل: ))دواړه. دا راته د پيغمبر )ص( ميراث دى. لکه، چې لوڼې دې ستا تر وفات وروسته، ميراث درنه وړي(( ابوبکر (رض) وويل: پر خداى قسم، پيغمبر )ص( تر ما غوره و، ته هم تر لوڼو مې غوره يې، خو څه وکړم، چې پيغمبر )ص( ويلي: څوک له موږ انبياوو ميراث نه وړي. څه، چې پرېږدو صدقه ده، .

په جومات کې د حضرت زهرا )س( وينا: د پيغمبر )ص( تر وفات لس ورځې وروسته ، فاطمې بي بي، چې د خپل حق غوښتلو لپاره ټول شهود او دلايل وښوول او ابوبکر (رض) يې له منلو ډډه وکړه او د رسول اکرم )ص( له ))ماترک(( او بخششه يې څه ورنه کړل، نو هوډ يې وکړ، چې دا موضوع له ټولو مسلمانانو سره مطرح کړي او د خپل پلار اصحاب او ياران مرستې او لاسنيوي ته راوبولي، نو ځکه د حديثپوهانو او تاريخپوهانو په وينا، نبوي جومات ته يې ورمخه کړه. دا موضوع د ابوبکر جوهري په سقيفه کتاب )د ابن ابي الحديد د روايت له مخې( او د احمد ابن ابي طيفور بغدادي په بلاغات النساء کتاب کې راغلې ده . موږ د ابوبکر جوهري خبره را اخلو، چې ويلي یې دي: ))چې فاطمه پوه شوه ابوبکر(رض) فدک بېرته نه ورکوي، نو د هاغې زمانې په دوديز ستر کې، له خپلو ملګرو او خپلوانو ښځو سره جومات ته ولاړه، چې د پيغمبر )ص( په څېر يې قدمونه اخستل او پښې يې اوږد کميس پټې کړې وې، په جومات کې ابوبکر(رض) د ماهجرينو او انصارو له يوې ډلې سره ناست و، له مخې يې خپله پرده لرې کړه، خپل خپګان يې ښکاره کړ، چې خلکو سخت وژړل او غونډه متشنجه او تريخجنه شوه، لږ زغم يې وکړ، چې د غونډې جوش کېني، بيا د خدای تر ستاينې او پر پيغمبر تر درود ويلو وروسته یې وويل: زه فاطمه د محمد لور يم... ))په رښتيا، چې په خپله له همدا تاسې ځنې يو استازى درغلى، چې ځورونې مو پرې سختې ورپرېوځي او دا ستاسې پر لارښوونې ټينګار کوي، پر مؤمنانو خواخوږى او زړه سواندى دى(( ]توبه_ ١٢٨[ که ځوځات ته يې ووينئ، نو زما پلار يې مومئ نه خپل او زما د تره زوى ورور دى نه ستاسې نارينه و... )تر دې چې ويې ويل:( او اوس انګېرئ، چې ميراث ترې نه وړم؟ )) د جاهليت پېر قوانينو او احکامو ته مو ورمخه کړې؟ او يقينوالو ته يوازې الله پاک غوره پرېکړه کوونکى دى(( ]مائده_ ٥٠[. د ابوقحافه زويه! ته دې له پلاره ميراث وړې، خو زه يې له خپله پلاره نه وم؟ په واقع کې يوه عجیبه ادعا دې کړې! دا دى فدک دې د سنبال او کته شوي اوښ په څېر درپېرزو شي، چې د آخرت پر ورځ دې ليدو کتو ته درشي، چې خداى د قيامت په محکمه کې ښه قاضي او پيغمبر يې وړ څارنوال دى او پر هغه ورځ ګنهګاران زيانمن وي. بيا يې د خپل پلار قبر ته ورمخ کړ او دا بيتونه يې وويل: قــــــد کـان بـــعـدک انـــبـاء وهـنـبـئـة لــوکنت شــاهدهـا لـم تکـــبر الـخـطـب انـــا فــــقدنـاک فـــقد الارض و ابـــلها و اختل قومک فاشهدهم و قد نيکبوا ]راوي وايي، تر دې ورځې مې، دا خلک، که نارينه و که ښځينه، دغسې ژړاندي او فريادي ليدلي نه وو[ بيا زهرا بي بي انصارو ته وويل : غوره ډلې! د ملت مټو او د اسلام پاسوالانو! ولې مې په ملاتړ کې سستي کوئ او لاسنيوى مې نه کوئ؟ ولې مې له حقه سترګې پټوئ او له حق دعوا مې غفلت کوئ؟ ايا رسول الله )ص( ويلي نه دي، چې د اولاد درناوى يې د پلار درناوى دى؟ څومره ژر مو د خداى دين واړو او په بيړه مو بدعتونه او نوښتونه رادبره کړل، اوس، چې پيغمبر )ص( له نړۍ تللى، نو دين يې مو هم له منځه وړى دى؟! پر ځان مې قسم، چې مړينه يې يو ستر مصيبت )او غم( دى او دومره ژور چاود دى، چې همداسې پراخېږي او کله به هم ونه رغېږي. تر پيغمبر )ص( وروسته، نهيلي شوه، ځمکه تکه تياره شوه او غرونه خپاره واره شول. تر ده وروسته حدود عملي نه شول او د احترام پرده څيرې شوه او امن او خونديتوب له منځه ولاړ، او قرآن د پيغمبر تر مرګ وړاندې ترې خبر کړي يو: آل عمران: ١٤٤ آيت: )) وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ :(( د قبيلې اولادې! ستاسې پر وړاندې مې د پلار ميراث غصبوي او د داد چغې مې هم اورئ، او يو کار هم نه کوئ! حال دا، چې ځواکمن ياست او له درناوي هم برخمن! وتلي خلک ياست او غوره کړاى شوي نېکان. له عربانو سره مو جګړه وکړه، سختي درباندې تېره شوه او د ستونزو سره لاس و ګرېوان شوئ او له منځه مو يووړل، تر دې، چې ستاسې په مټ د اسلام ژرنده وچورلېده، برياوې تر لاسه شوې، د جګړې لمبې کيناستې، د شرک او بوتپالنې ځوږ کېناست ګډوډي له منځه ولاړه او ددين نظام ټينګښت وموند. نو دا دى تر دې ګردو مخکښيو وروسته، پر شا ولاړئ او تر دې ټولو مېړانو وروسته، مو ماتې وکړه او تر دې ټولو زړه ورتوبونو وروسته له يو لږ شمېر شا تګ پالو _چې هغه ايمان ته يې ورشا کړه، چې د وفا ژمنه يې ورسره کړې وه_ وډار شوئ او په يوه کونج کې پراته ياست؟ ))نو د کفر له مخکښانو سره وجنګېږئ، ځکه دوى پر ژمنو نه درېږي ښايي )د تورې په زور له وعدې ماتولو( راوګرځي(( ]توبه_ ١٢[. خپله وينا مې درته وکړه، که څه له خوارۍ، ذلت او شاتګه مو با خبره وم. دا دى دا )فدک( دې درپېرزو شي، چې رسوا يې له هغه بل اور سره مله ده، چې لمبې يې له زړونو را اوچتېږي، خداى مو پر چارو څارن دى او ))ظالمان به ډېر ژر پوه شي، چې کوم ځاى ته ورګرځي(( ]شعراء_ ٢٢٧[. راوي وايي: محمد بن زکريا )له محمد بن ضحاک(، له هشام بن محمد، عوانة بن الحکم نه روايتوي، چې ابوبکر(رض) ته د فاطمې وينا پاى ته ورسېده، نو ابوبکر(رض) د خدای تر ستاينې او پر استازي يې تر درود وروسته وويل: اى غوره ښځې او د غوره پلار لورې! پر خداى قسم، د رسول الله )ص( د نظر پر خلاف کوم چار مې کړى نه دى او يوازې مې دده حکم عملي کړى دى. مخکښ کاروانيانو ته دروغ نه وايي. خپله وينا دې وکړه، او پر خپل مطلب دې پوه کړو، په غوسه دې خبرې وکړې او مخ دې واړو، نو خداى دې پر ما او تا ولورېږي. اما بعد؛ علي (ک) ته مې د پيغمبر )ص( جګړيزې وزلې، سپرلۍ او څپلۍ ورکړي دي! خو بې له دوى، خپله مې له رسول الله )ص( اورېدلي، چې ويل يې: موږ پيغمبران، سره سپين، ځمکه، شتمني، غوښتنې او کوم کور په ميراث نه پرېږدو، بلکې ميراث مو ايمان، حکمت، پوهه او سنت دى! د حضرت )ص( حکم مې عملي کړى او په دې لار کې يوازې د خداى توفيق راسره دى، توکل پرې کوم او د خپلې اړتيا پوره کول ترې غواړم! د بلاغات النساء کتاب )٢٥( د روايت له مخې، فاطمې بي بي د ابوبکر(رض) تر خبرو وروسته وويل: خلکو! زه فاطمه يم او پلار مې محمد دى. لکه، چې تر دې مخکې مې وويل: )) لقد جائکم رسول من انفسکم...((... په لوى لاس مو د خداى کتاب شا ته وغورځاوه او لارښوونې يې مو ناليدلې وګڼلې، حال دا، چې خداى وايي: )) وورث سليمان داود(( ]نمل_ ١٦[ او د يحيى بن زکريا په داستان کېې د زکريا له خولې وايي: )) فَهَبْ لِي مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا 5 يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ:(( ]مريم: ٥ او ٦[ او هم وايي: )) أُوْلُواْ الأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللّهِ:(( ]انفال_٧٥[ او هم يې ويلي: )) يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ (( ]نساء_ ١١[ او وايي: )) إِن تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالأقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ (( ]بقره_ ١٨٠[، خو له دې ټولو سره سره، بيا هم وايئ، چې له پلاره مې کوم ميراث او حق راته نشته او ترمنځ مو هيڅ تړاو نشته؟! ايا خداى په ځانګړي آيت ځانګړي کړي ياست او خپل پيغمبر يې ترې بېل او مستثنا کړى دى؟ يا وايئ، چې د دوو ملتونو ]=دين[ لارويان يو، چې يو له بله ميراث نه وړو؟! ايا زه او پلار مې د يو ملت لارويان نه يو؟ ايا تاسې تر پيغمبر )ص( د قرآني آيتونو په خصوصو او عمومو ډېر پوهېږئ! ايا د جاهليت پير د قوانينو په راژوندي کولو پسې ياست؟... څه مې، چې بايد ويلى واى، ومې ويل، پوهېږم، چې څومره سست ياست او نه غواړئ مرسته مې وکړئ، د نيزو لرګي مو پڅ او يقينونه مو کمزوري شوي دي. دا ]فدک[ دې همدا ستاسې وي. پر کوم اوښ، چې سپاره شوي ياست پښه يې ټپي ده ]او منزل ته به ونه رسئ[ دا ننګ به مو پر تندي پاتې وي، د قيامت پر ورځ به د خداى له اور سره يوځاى شي او خداى مو کړنې ويني، )) وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ (( ]شعرا_ ٢٢٧[. ابن ابي الحديد ليکي: )) د نبي کريم )ص( تر وفات لس ورځې وروسته د فدک داستان او ابوبکر (رض) ته د فاطمې )س( د ورتګ وخت و او سمه ده، چې ووايو، فاطمه )س(، چې له دې غونډې ووته، نو هيچا که نارينه و که ښځينه، ددې مېرمن د ميراث په اړه _ان يوه کليمه_ خبره هم ونه کړه ((.

له حضرت علي سره د زهرا بي بي خبرې اترې: زهرا )س( له جوماته تر راستنېدو وروسته، علي (ک) ته وايي: )) یَا ابْنَ أَبِی طَالِبٍ اشْتَمَلْتَ شَمْلَةَ الْجَنِینِ، وَ قَعَدْتَ حُجْرَةَ الظَّنِینِ ((: د ابي طالب زويه! لکه، چې د مور په خېټه کې پټ شوى يې، ځان دې )له خلکو( پټ کړى او په داسې کوټه کې پټ شوى يې، چې تورن پکې پټېږي. )) نَقَضْتَ قَادِمَةَ الْأَجْدَلِ، فَخَانَکَ رِیشُ الْأَعْزَلِ،((: )د مرو بن عبدود په څېر( ښکاري پسه دې مات کړ، خو بې بڼکو مرغه)د وخت واکمن( خيانت درسره وکړ. )) اَضْرَعْتَ خَدَّکَ یَوْمَ اَضَعْتَ حَدَّکَ ((: چې خپله توره دې کيښووه، نو ځان دې خورا کړ. )) اِفْتَرَسْتَ الذِّئابَ وَ افْتَرَشت التُّرابَ، ((: لېوان دې ښکار کړل او ودې څيرل او دا دى اوس پر خاورو ناست يې. )) هذا اِبْنُ اَبی‏قُحافَهَ یَبْتَزُّنی نِحْلَهَ اَبی وَ بُلْغَهَ ابْنَىَّ! ((: دې د ابو قُحافه زوى، په زوره هغه څه رانه واخستل، چې پلار مې راکړي ول، چې دواړو زامنو ته مې د يو قانع د ژوند وزله وي (( . )) اَجْهَرَ فی خِصامی ((: ښه دښمني يې راسره وکړه. )) اَلْفَیْتُهُ اَلَدَّ فی کَلامی ((: او راسره په خبرو اترو کې مې ډېر غليم وموند. )) حَتَّى حَبَسَتْنی قیلَهُ نَصْرَها ، ((: تر دې، چې انصارو مې له ملاتړه پرشا شول. )) وَ الْمُهاجِرَهُ وَصْلَها ((: او مهاجرينو )چې بايد د خپلوۍ په پار يې خپلوي کړى واى( له خپلوۍ لاس واخيست. )) وَیْلاىَ فی کُلِّ شارِقٍ، ((: په هر ګهيځ دې افسوس راباندې وي. )) وَیْلاىَ فی کُلِّ غارِبٍ، ((: پر هر ماښام دې افسوس راباندې وي. )) ماتَ الْعَمَدُ ((: ستنه او ملاتړ مې)پيغمبر( ولاړ. )) وَ وَهَنَ الْعَضُدُ ((: مټ مې سست شو. )) غَضَّتِ الْجَماعَهُ دُونی طَرْفَها، ((: د مسلمانانو ټولې سترګې رانه پټې کړې. )) فَلا دافِعَ وَ لا مانِعَ، ((: )اوس( نه څوک رانه دفاع کوي او نه څوک دښمنان مې رانه لرې کوي. )) خَرَجْتُ کاظِمَهً، وَ عُدْتُ راغِمَهً ((: )له کوره(غوسه ووتم، خو پوزه ماتې راستنه شوم. )) وَ لا خِیارَ لی، لَیْتَنی مِتُّ قَبْلَ ذَلَّتی ((: کاشکې تر خواررېدو وړاندې مړه واى. )) عَذیرِىَ اللَّهُ مِنْکَ عادِیاً وَ مِنْکَ حامِیاً ((: )اى( داړن زمريه، خداى دې ستا د ملاتړ پر ځاى، زما ملاتړى شي. )) وَ عَدْواىَ اِلى رَبّی ((: خپل پالوونکي ته مې شکايت کوم. )) شَکْواىَ اِلى اَبی ((: او پلار ته مې خپل حال ووړاندې کوم. )) اَللَّهُمَّ اِنَّتَ اَشَدُّ قُوَّهً ((: خدايه! ته)د فدک او خلافت تر غاصبانو( خورا ځواکمن يې. حضرت علي په ځواب کې ورته وويل: لا وَیْلَ لَکِ، بَلِ الْوَیْلُ لِشانِئِکِ، نَهْنِهْنی عَنْ وُجْدِکِ، یا اِبْنَهَ الصَّفْوَهِ وَ بَقِیَّهَ النُّبُوَّهِ، فَما وَنَیْتُ عَنْ دینی، وَ لا اَخْطَأْتُ مَقْدُورى، فَاِنْ کُنْتِ تُریدینَ الْبُلْغَهَ فَرِزْقُکِ مَضْمُونٌ، وَ کَفیلُکِ مَأْمُونٌ، وَ ما اُعِدَّ لَکِ اَفْضَلُ مِمَّا قُطِعَ عَنْکِ، فَاحْتَسِبِی اللَّهَ. فقالت: حَسْبِیَ اللَّهُ، و أمسکت. )) لا وَیْلَ لَکِ ((: افسوس درباندې نشته. )) بَلِ الْوَیْلُ لِشانِئِکِ ((: بلکې پر غليمانو دې افسوس دى. )) نَهْنِهْنی عَنْ وُجْدِکِ ((: له دې خپګانه ډډه وکړه. )) یا اِبْنَهَ الصَّفْوَهِ ((: اى د خداى د غوره کړالى شوې لورې. )) وَ بَقِیَّهَ النُّبُوَّهِ ((: او د نبوت) د يادګار(پاتې شونې. )) فَما وَنَیْتُ عَنْ دینی ((: له خپل دينه مې ناغيړي کړې نه ده. )) وَ لا اَخْطَأْتُ مَقْدُورى ((: او څه مې، چې په وس و، لنډون مې پکې کړى نه دى. )) فَاِنْ کُنْتِ تُریدینَ الْبُلْغَهَ فَرِزْقُکِ مَضْمُونٌ ((: نو که د لږ معاش پر تمه يې، نو په واقع کې روزي دې ضمانت شوې ده. )) وَ کَفیلُکِ مَأْمُونٌ ((: او خداى دې کفيل دى. )) وَ ما اُعِدَّ لَکِ خیرُ مِمَّا قُطِعَ عَنْکِ ((: څه، چې خداى درته چمتو کړي، تر هغه غوره دي، چې درسره يې پرې کړل. )) فَاحْتَسِبِی اللَّهَ ((: څه، چې درباندې تېر شول، نو له خداى سره يې حسابي وکړه. بيا حضرت زهرا )س( وويل: )) حسبى الله و نعم الوکيل((: خداى راته بسيا دى، چې غوره وکيل دى ((.   اومه برخه (٧)

د حضرت زهرا (س) مرګونې ناروغي

حضرت زهرا )س( ناروغه شوه : ام سلمة )بي بي( لومړۍ تن وه، جې پوښتنې ته يې راغله، ويې ويل: د رسول الله )ص( لورې، شپه دې څنګه وه؟ ويې ويل: زړه مې ډېر خپه دى، دا ځکه، چې پيغمبر له نړۍ تللى، پر وصي يې تېرى شوى او د علي (ک) پردې ته يې سپک وکتل ]د حضرت زهرا پر وړاندې سپين سترګتوب ته يوه کنايه ده[، د ده مشرتوب يې غضب کړ، حال دا، چې خداى په قرآن کې نازل کړي و او پيغمبر )ص( په خپلو سنتو کې بيان کړي و، لامل يې په بدر کې له علي(ک) سره کينه او په احد کې د بهېدلو وينو کسات اخستنه وه .دې منافقانو علي (ک) ته په زړونو کې پټه کينه درلوده او، چې خلافت يې ترلاسه کړ او هدف ته ورسېدل، نو يو دم بلاګانې راباندې راپرېوتې، ايمان يې له سينو څخه والوت، او ددنيا د غرور له امله يې، څنګه يې، چې غوښتل ويې ځورولو او ددې ټولو وجهه دا وه، چې علي (ک) يې په جګړو کې پلرونه وژلي وو .

د زهرا )س( د بلال )رض( اذان خوښېده: د پيغمبراکرم )ص( تر مړينې وروسته، بلال(رض) اذان ونه کړ، يوه ورځ يې د بلال(رض) اذان اورېدو ته شوق وشو، بلال (رض) خبر شو او اذان يې وکړ. د اذان اورېدو په ترڅ کې د خپل پلار وخت ورياد شو، چغه يې کړه او پړمخ پر ځمکه راولوېده. خلکو وويل: بلاله! بس کړه، چې د پيغمبر )ص( لور مړه شوه. انګېرله يې، چې فاطمه له نړۍ ولاړه. بلال (رض) اذان بس کړ. چې کله فاطمه په هوښ شوه ورته يې وويل چې اذان پوره کړي، خو ويې نه منله، ويې ويل: ډارېږم، چې بيا پر هماغې حالت اخته شې، په دې توګه زهرا له اذان ويلو معاف کړ .

د مهاجرينو او انصارو ښځې د زهرا )س( پوښتنې ته ورځي: زهرا )س(، چې مرګونې ناروغه شوه، د مهاجرينو او انصارو ښځې يې پوښتنې ته ورغلې، ورته يې وويل: د رسول الله )ص( لورې! ناروغي دې څنګه ده؟ زهرا )س( د خدای تر ستاينې او پر خپل پلار تر درود ويلو وروسته وويل: له دنيا مو مړه شوى يم، تر ازمېښت وروسته ستاسې نارينه مې بد ايسي او له نظره مې لرې اچولي دي . ناغېړي يې بدرنګه، تورې يې ماتې. نيزې يې پڅې او نظريات يې تباه کوونکي دي. ددوى د ګناهونو پړي مې ورترغاړې کړل او ددوى د کار ننګ مې پر همدوى ورواچاوه . ظالم قوم دې هلاک او خړ سترګى وي! د پيغمبر ځايناستوب يې له خپل مقامه راوايسته او د رسالت له اصلي ځايه يې لرې کړ، د غرونو په څېر د پيغمبر له لوړې دنګې او ټينګې کورنۍ، د پيغمبر له کوره، چې د وحې راکېوتو ځاى او له هغو، چې د دنيا او دين پر چارو پوهېدونکي دي، په رښتيا، چې دا يو څرګند زيان دى . پر ابو الحسن يې څه نيوکه درلوده؟ هو، د علي تېره توره، سخته ځپنه، په چارو کې څارنه او د خداى په لار کې يې سختګيري، چې دا يې له علي سره د دښمني لاملين وو. پيغمبر )ص(، چې د مشرۍ کوم پړى ورسپارلى و، که دا يې ترې اخستى نه واى، نو دوى به يې په نرمۍ ځغلول ]يعنې ملايم حکومت به يې درلود[او د حکومت د اوښ پزه به نه ټپي کېده او سپرلۍ به ورباندې ټکان نه خوړ ]يعنې په هر حال کې به سوله او په راحت کې ول[ . او دوى يې د اوبو خوندورو ګودرونو ته وربوتلل او د ځمکې او اسمان برکتي ورونه به ورپرانستل کېدل ]خو، اوس، چې داسې ونه شول[، نو خداى به دوى په خپلو کړنو ونيسي ، نو رامخې ته شه او واوره! که ژوندۍ وې، نو روزګار به عجيبه چارې دروښيي، که تعجب کوونکی يې، نو له دې شوي کاره تعجب وکړه. پر څه ډاډ ځاى يې ډډه ووهله ]پر ابوبکر[ کوم پړى يې ونيو! د څاروي د سر پر ځاى يې د ده لکۍ ونيوه ]دا يو عربي متل دى[. د هغې ډلې دې پزه غوڅه وي، چې ګومان کوي سم کار يې کړى دى . هن، دوى فساد چاري دي، خو نه پوهېږي.)) ايا هغه د لاروي وړ دي، چې د حق پر لور هدایت کوي يا هغه، چې هدایت نشي کړاى، خو دا، چې ړومبى په خپله لار وروښوول شي؟ نو څه درباندې شوي او څرنګه قضاوت کوئ؟(( پر خداى قسم دا چار مو د فتنې او فساد راولاړېدو لامل شوى، لږ صبر وکړئ، چې پايله يې درڅرګنده شي. د شيدو په دې کاسه کې به، وينې ولوشئ، نو پاتې شونې به وپوهېږي، چې تېرو څه کړي دي . فتنو ته چمتو اوسئ. د لغړو تورو داسې اړو دوړ زېرى درباندې، چې ټول به راونغاړي او همداراز د ظالمانو ظلم، چې څه لرئ درنه به يې واخلي. څه مو، چې وکرل راتلونکي ]يعنې اولاده مو[ يې ريبي ]دلته اشاره کوي، چې تر دې وروسته انصارو سره مخېږي[، نو افسوس درباندې، کومې لوري ته ياست؟ د حق لار او د خداى رحمت درنه ورک شوى دى. ايا زه مو د خداى لورنې ته اړ کړم، حال دا، چې خپله مو بد ايسي؟ . د مهاجرينو او انصارو ښځو، چې څه واورېدل، خپلو مړونو ته يې وويل: بيا د مهاجرينو او انصارو يوه ډله مشران د عذر غوښتنې په توګه زهرا )س( ته ورغلل، ويې ويل: اي د مېرمنو سردارې! مخکې تر دې چې له ابوبکر (رض) سره مو بیعت او تړون کړی وای که ابوالحسن راته دا خبره را اور ولى واى؛ نو هډو مو نه پرېښووه او بل ته مو نه مخه کوله. زهرا )س( ورته وويل: ))اليکم عنى، فلا عذر بعد تعذير کم ولا امر بعد تقصيرکم((: يعنې: رانه لرې شئ، چې له دروغجنو عذر غوښتو وروسته څه عذر نه پاتې کېږي او ستاسې ددې )ګناه( او کوتاهۍ چې چار نشته ] يعنې وروسته تر دې، چې لنډون مو وکړ، علي (ک) مو کورناستى کړ او د پيغمبر پر اهل بيتو مو سترګې پرنډې کړې او د ابوبکر(رض) مامور، ستاسې د بيعت په مټ، د رسول الله د لور د کور سوځولو ته اور راوړاو... نو تر ورخ اوبه تېرې دي او عذر نه منل کېږي او د ظلم او هلاکت وخت پيل شوى دى[.

حضرت ابوبکر او حضرت عمر د حضرت زهرا )س( پوښتنې ته ورځي

د حضرت زهرا ناروغي، چې سخته شوه، نو حضرت ابوبکر او حضرت عمر يې پوښتنى ته ورغلل او موخه يې دا وه، چې ځان ته ښه مخينه جوړه کړي او ووايي، چې پوښتنې ته يې ورغلي يو، په پاى کې مو جوړ جاړى وکړ او زهرا وبښلو، نو له علي (ک) يې وغوښتل، چې له زهرا )س( څخه د پوښتنې اجازه ورته واخلي.

د زهرا )س( خوښه نه وه، خو حضرت علي ټينګار وکړ، زهرا ورته وويل )) کور ستا کور دى او ]د کور[ ميرمن هم ستا مېرمن ده ((. ابوبکر(رض) او عمر(رض) راغلل، زهرا )س( بي بي دېوال ته مخه او دوى ته ورشا کړه، دوى وويل: ستا پخلاينې ته راغلي يو . زهرا )س( ورته وويل: ))خبرې په دې شرط درسره کوم، چې ژمنه وکړئ څه، چې وايم، که رښتيا وي، په رښتيا توب يې ګواهي ورکړئ ((ورسره يې ومنله. زهرا )س( وويل: يادېږي مو، چې رسول اکرم )ص( وويل: ))د فاطمې رضا، د خداى رضا ده او خداى د فاطمې د غوسې له امله ، غوسه کېږي((. دوى وويل: هو. زهرا وويل: خدايه! ګواه اوسه، چې زه پر دې دوو تنو غوسه يم! او له دې دواړو راضي نه يم ! حضرت ابوبکر وژړل، خو حضرت عمر ټپسورى کړ، پاڅېدل او ولاړل. دا يو وروستى چار و، چې دې دواړو ترسره کړ .

د زهرا )س( وصيت او د شپې شپې يې ښخول: زهرا )س( وويل: وصيت درته کوم، چې حضرات ابوبکر او عمر مې د خبازې لمونځ ونه کړي او جنازې ته مې رانشي، او جنازه مې د شپې شپې خاورو ته وسپارل شي . حضرت علي يې وصيت عملي کړ او په خپل کور کې يې ښخه کړه . بيا يې په بقيع کې د څو نويو قبرونو په څېر قبرونه جوړ کړل، اوبه يې پرې وروشيندلې، چې نوي قبرونه معلوم شي  . ګهيځ، مدينه وال خبر شول، چې د پيغمبر )ص( لور يې د شپې شپې ښخه کړې ده. ګومان يې وکړ، چې په بقيع کې يې ښخه کړې ده ]حضرت عمر او ياران يې[ راغلل، ويې ويل: ښځې راولو، چې دا قبرونه راوسپړي، چې زهرا په کوم يوه کې ده، چې د جنازې لمونځ يې وکړو. علي(ک)، غوسناک راغى، ويې ويل که څوک دې قبرونو ته لاس وروړي، ځمکه به يې په وينو ورسره کړم، دوى د علي (ک) د غوسې په ليدو، له بقيع څخه ولاړل . اصبغ بن نباته له علي (ک) څخه پوښتنه کوي، چې ولې يې زهرا )س( د شپې شپې ښخه کړه؟ علي (ک) ورته وويل: )) إنّها كانت ساخطة على قوم كرهت حضورهم جنازتها، و حرام على من يتولاّهم أن يصلّي على أحد من ولدها : دا، چې زهرا پردې قوم غوسه وه، ښه يې نه ايسيده، چې دوى يې جنازې ته راشي او څوک، چې په دې قم پسې ځي، نو ورته حرام دي، چې د زهرا په کوم اولاد د جنازې لمونځ وکړي (( . هو، د پيغمبر )ص( د لور د قبر پټول، له څو تنو د فاطمې ناخوښي او خپګان راښيي او څرګنده ده، چې فاطمې غوښتل په دې کار، نور هم له دې خپګان باخبر کړي.

د حضرت زهرا تر مړينې وروسته د مدينې وضعيت او د وړاندوينو يې عملي کېدل: د حضرت زهرا )س( تر وفات وروسته، د خلافت نظام، چې له مدينې دباندې له حضرت ابوبکر سره بيعت کړى نه و او يو شمېر يې له مرتدو قبايلو ځنې هم وو، لښکر ورولېږه. په دې لښکرکشيو کې يې څوک له انصارو سر لښکر نه کړ او د حکومت نظام، يو مخې قريشي شو . په هر څيز کې يې قريش پر نا قريشو ړومبى ګڼل. په سوبه شويو ښارونو کې يې د لښکر مشران او د ښارونو واليان ګرد سره قريش وګومارل . په دې توګه، انصار نيستمن شول او شاته پاتې شول، تر دې، چې د شپې ډوډۍ يې نه درلوده. دا، چې د حضرات سجاد، باقر او صادق عليهم السلام په سيرت کې لولو، چې دوى به د شپې د مدينې پر کورنو ګرځېدل، پيسې او ډوډۍ به يې ورکولې، چې دا فقيران د هماغو انصارو اولاده وه. د امام صادق يو تن يار معلى بن خُنَسِ وايي: امام مى وليد، چې په تياره شپه کې له کوره راووت او څه يې پر شا کړي ول. ومې ويل: د رسول الله زويه! اجازه ده، مرسته دې وکړم. ويې ويل: دا پېټى بايد په خپله يوسم. روان شو، زه هم ورپسې شوم. له پېټي څه ولوېدل، امام ټيټ شو، ويې ويل: خدايه! را پيدا يې کړې، څيز پيدا شو او پر خپل شا پېټې کې يې واچو او د بني ساعده و سقيفې ته ولاړ او د هر ويده پر سر يې دوه ټيکلې ډوډۍ کيښووه. په راستنېدا کې معلى بن خنيس ترې وپوښتل: د رسول الله )ص( زويه! دوى د امامت حق پېژني؟ ويې ويل: که حق يې پېژنداى، نو موږ به د خپل کور مېده مالګه ورسره ويشلې واى، نه، دوى حق نه پېژني . حضرت سجاد هم کورونو ته خواړه وړل. د کور خاوندان به له وره سره په انتظار ولاړ ول، چې د شپې به يو سړى ورتله او خواړه به يې ورکول. د غسل ورکولو پر وخت يې د امام سجاد بدن ولید، چې سپین خاپونه ورباندې وو، له امام باقره يې علت وپوښتل شو. ويې ويل: دا د هغو پېټو نښې دي، چې د شپې يې پر شا وړل کله، چې امام سجاد وفات شو له خلکو سره د شپې مرستې هم بندې شوې، نو خلک هله پوه شول، چې دا تن، خو امام سجاد و، چې د شپې يې راته خواړه راوړل . دا ټول فقيران انصار وو، خو قريش د ثروت، مقام، مينزو خاوندان وو او په عيش و عشرت کې يې ژوند کاوه. د حضرت عثمان پر مهال، چې حضرت عبدالرحمن بن عوف ومړ، نو ددې سره زر يې راوړل، چې حضرت عثمان يې پر وارثينو وويشي. د خلافت په مجلس کې دومره سره ډېرى شول، چې د مجلس دواړه خواوې ډکې کړې، چې يوې خوا بله ليداى نشوه . دا له هغو مواردو ځنې وه، چې حضرت زهرا يې د انصارو ښځو ته وړاندوينه کړې وه، چې کار يې تر دې ځايه رسي. کار يې تر دې هم بدتر شو. د حَرّه په پېښه کې د يزيد لښکر په مدينه کې ټول وژنه وکړه، يزيد امر ورته کړى و، چې لښکر دې، درې ورځې، چې څه غواړي وکړي . انصار يې قتل عام کړل. داسې، چې په نبوي جومات کې وينې وبهېدې، کورونه يې لوټ شول او تر پېښې وروسته يو زر پېغلې دوه ځانې شوې .

د زهرا )س( تر وفات وروسته د حضرت علي بيعت او دليل يې: په صحيح بخاري کې زُهْري له حضرت عايشې يو حديث روايتوي، چې پکې د رسول اکرم )ص( د ميراث په اړه د فاطمې )س( او حضرت ابوبکر د پېښې يادونه شوې او حضرت عايشه په پاى کې وايي: ))فاطمې له ابوبکرڅخه مخ واړو او، چې ژوندۍ وه، خبرې يې ورسره ونه کړې. فاطمه د پيغمبر )ص( تر وفات وروسته شپږ مياشتې ژوندۍ وه او، چې له نړۍ ولاړه، مېړه يې علي د جنازې لمونځ وکړ او خاورو ته يې وسپارله او ابوبکر يې خبر نه کړ. فاطمه )س( د علي د وياړنې او درناوۍ لامل و. د فاطمې تر ژونده خلکو د علي احترام کاوه او، چې ومړه خلکو ترې مخ واړو((.

دلته چا زُهري وپوښت: علي په دې شپږو مياشتو کې له ابوبکر سره بيعت ونه کړ؟ زهري وويل: نه ده او نه هم د بني هاشمو یو کس له ابوبکر سره بیعت ونکړ، خو چې کله علي له ابوبکر سره بیعت وکړ نو دوی ټولو بیا له ابوبکر سره بیعت وکړ . له مدينې دباندې يو شمېر خلک له حضرت ابوبکر سره په بيعت کولو کې مخالف وو. يو شمېر، چې د پيغمبر )ص( له وفاته خبر شول، له اسلامه ووتل، چې په تاريخ کې ورته ))مرتدين(( ويل شوي. مهمترين يې په يمامه کې، مسيلمة و، چې د پيغمبرۍ دعوا يې کوله. يمن ته ورنژدې څلويښت زره تنه چمتو شول، چې پر مدينه يرغل وکړي، که راغلي واى، نو مدينه يې له منځه وړه. يعنې مساله د خندق تر جګړې ستره وه، ځکه په خندق کې لس زره تنه راغلي ول، خو دوى څلويښت زره تنه وو، که بريد يې کړى واى او مدينه يې سوبه کړې واى، د اسلام هيڅ نه پاتېدل، ان د پيغمبر )ص( قبر يې هم ويجاړاوه، نو ځکه حضرت عثمان، حضرت علي ته راغى، ويې ويل: د تره زويه !، چې بيعت ونه کړې، څوک له دې غليمانو سر جګړې ته نه ځي او... او پر دې مطلب يې دومره ټينګار وکړ، چې حضرت علي يې حضرت ابوبکر ته بوت او بيعت يې ورسره وکړ. مسلمانان له دې چاره خوشال شول او له مرتدينو سره يې جګړې ته ملا وتړله او لښکر له هرې خوا په خوځېدو شو .

په نهج البلاغه کې هم راغلي، چې علي وويل: ((لاس مې ونيو [څه مخالفت مې ونه کړ]، حال دا، چې يقين مې درلود، تر هغوى د محمد )ص( مقام ته وړ يم، چې تر دده وروسته يې حکومت تر لاسه کړ. نو په دې حال کې مې درنګ وکړ، تر هه وخته، چې خداى وغواړي. تر دې، چې ومې ليدل يوه ډله له اسلام ځنې واوړېدل او مرتدان شول، او خلک د خداى او پيغمبر د دين منځه وړو ته رابولي، نو وډار شوم که د اسلام او مسلمانانو ملاتړ ته را ونه دانګم، نو په اسلام کې يو درز وينم، چې له دې دواړو راولاړ شوي مصيبتونه، پر تاسې له لاسه وتلې واکمنۍ خورا ستر دي، هغه واکمني، چې د څو ورځو ده او څه، چې ترې تر ګوتو کېږي، له منځه ځي. لکه سراب يا وريځ، چې خپرېږي. نو په دې وخت په خپلو پښو، ابوبکر ته ورغلم، بيعت مې ورسره وکړ او ددې پېښو په درشل کې راپاڅېدم، چې باطل له منځه ولاړ شي وکلمة الله ]اسلام[ څنګه، چې لوړه وه،هماغسې پاتې شي، که څه د کافرانو بد ايسي)).




  اتمه برخه (٨)

د اسلامي سيمو وضع او د امامانو کړچارې

اسلامي سيمو څو آريز مرکزونه درلودل، چې خليفه والي ورته ټاکه. اسکندريه له دې يوه سيمه وه، چې د افريقا ټول مسلمان شوي ښارونه يې تر واکمنۍ لاندې وو. د اسکندريې والي، ټولې افريقا ته قاضي ټاکه، پر ښارونو يې واليان ګومارل، د ښارونو ماليات ورغونډېدل، د ښارونو سوبې ته يې لښکر ورلېږه او... له دې مراکزو يو بل، کوفه وه، چې کله ويل کېږي وليد د کوفې والي شوى و، په دې مانا نه ده، چې يوازې د کوفې ښار والي و؛ نه، د کوفې والي، د کوفې ښار يې د حکومت مرکز و، خو عراق تر اوسني مداينه، بغداد تر موصله، کرمانشاه، رى، خراسان او د مرکزي اسيا ځينې ښارونه _چې ختيځ اسلامي ښارونه يې ورته ويل_ يې تر واکمنۍ لاندې وو. وليد دې ښارونو ته، واليان ټاکل، د جمعې ورځې امام ټاکه اسلامي سرحدي ښارونو ته يې لښکرې ورلېږلې. د بصرې د والي د حکومت مرکز هم بصره وه، خو د ايران د جنوب غرب ښارونه، د فارس خليج اوسني هيوادونه، بې له سعودي عربستانه، د ننني سعودي عربستان پراخه سيمې بې له مکې او مدينې، جدي او رياضه د بصرې تر واکمنۍ لاندې وېې د بصرې والي پر سمندر هم تر هنده واکمني درلوده. د هند ښارونه، چې سوبه کېدل د بصرې تر واکمنۍ لاندې شمېرل کېدل. بصرې ته به يې د هند بندر وايه، ځکه له همدې بندره يې هند سره اړيکه وه. شام دوه حکومتي مراکزه درلودل: يو دمشق او بل حِمصْ. شام يعنې اردن، لبنان، فلسطين او نننۍ سوريه. دا ټول ددې دواړو مراکزو په قلمرو کې وو، دې سيمې ته يې ختيځ روم وايه. په دې ټولو سيمو کې، پينځه ښارونه د مسلمانانو لښکرتونونه وو: کوفه، بصره، دمشق، حمص او اسکندريه. دا ښارونه پر دې سربېره، چې حکومتي مراکز وو، د اسلمي لښکرتون مراکز هم وو. د پاموړ ده د حضرت ابوبکر، حضرت عمر او حضرت عثمان په وختونو کې، چې کومې لښکرکشۍ شوي، د اهل بيتو امامانو پکې ګډون نه درلود، نه حضرت علي، نه حضرت حسن او نه امام حسين، ورپسې امامانو هم يعنې امام سجاد تر امام حسن عسکري پورې، پر همدې دود )سنت( او د خپلو صالح سلفو پر سيرت چلېدل.




نهمه برخه (٩)

د حضرت ابوبکر وصيت او د حضرت عمر خلافت

حضرت ابوبکر پر ١٣ س په جمادى الثاني کې ناروغ شو. په مرګوني ناروغۍ کې يې حضرت عثمان راوغوښت، چې خپله وصيت پاڼه وليکي. حضرت ابوبکر وويل: )) وليکه: بسم الله الرحمن الرحيم. دا مسلمانانو ته د ابوبکر بن ابى قحافه وصيت دى(( تر دې جملې وروسته د ناروغۍ له شدته بې هوښه شو، حضرت عثمان، وصيت پاڼه دغسې پوره کړه: ))ما عمر بن خطاب خپل ځايناستى او پر تاسې خليفه وګوماره او په دې لار کې مې خپل خير درپېرزو کړ((. په دې وخت کې، حضرت ابوبکر سترګې پرانستې او حضرت عثمان ته يې وويل: ولوله،څه دې ليکلي، حضرت عثمان څه، چې ليکلي وو، حضرت ابوبکر ته ولوستل. حضرت ابوبکر د حضرت عثمان د ليکلو مطالبو په اورېدو وويل: څه دې، چې ليکلي ورسره موافق يم، خداى دې د اسلام او مسلمانانو )له اړخه( خير درکړي، بيا يې همدا ليکنه لاسليک کړه . طبري ليکي: ((له حضرت عمر سره د کجورې د ونې يو لرګى و، په نبوي جومات کې په خلکو کې ناست و، شديد د حضرت بوبکر ازاد کړاى شوي مريي د ولايتعهدى فرمان ورته راووړ، حضرت عمر خلکو ته وويل: خلکو! د رسول الله )ص( د خليفه خبرو او سپارښتنې ته غوږ شئ، فرمان يې ومنئ، او وايي، چې ستاسې په نصيحت او خير غوښتنې کې مې لنډون کړى نه دى )) . د پيغمبر )ص( د وفات پر مهال، هغه وخت، چې رسول الله )ص( وويل: (( اتوني بدوات و قرطاس اکتب لکم کتابا لن تضلوا بعده ابدا‌ ))؛ نو وويل شول: د پيغمبر ناروغۍ ورزياته شوې ده. حضرت عمر وويل: ))حسبنا کتاب الله((. ځينو غوښتل ولاړ شي، قلم او دوات راوړي. حضرت عمر وويل: ))ان الرجل ليهجر(( دا سړى پرتې وايي ! دلته ووينئ، چې د حضرت عمر د دريځ ترمنځ څومره توپير دى، هغه وخت، چې پيغمبر تر خپل وفات وړاندې وصيت کاږي خبرې يې څرنګه وې او اوس، چې حضرت ابوبکر په خپلې بېهوښى کې وصيت پاڼه ورته کاږي څه خبرې کوي!   لسمه برخه (١٠)

د حضرت عمر په زمانې کې د حکومت وضع

د حضرت عمر حکومت، يو عربي حکومت و او په مدينه کې يې _چې د اسلام پلازمېنه وه_ د نا عربو مېشتېدل منع کړى و، يوازې دوو تنو ته يې د مېشتېدو اجازه ورکړې وه: يو هُرمُزان د شوش او شوشتر [تُستَر] پخوانى پاچا، چې مسلمان شوى و او حضرت عمر ته يې د ايران ښارونو د سوبو لپاره جنګي نخچې جوړولې . بل ابُو لُؤلُؤَة د مُغيره بن شُعبَه مريي و. دا يو ماهر کارګر و، په رنګمالۍ، اهنګرۍ او بخارۍ ښه پوهېده، او مغيره له حضرت عمر اجازه ورته اخستې وه . هو، عربي تعصب تر دې برېده و. د اسلام په مرکز کې نا عربو د مېشتېدو اجازه نه درلوده . همداراز حضرت عمر منع کړي و، چې ناعرب به له عربو نجلۍ نه کوي، يا نا قريش عرب به له قريشو نجلۍ نه کوي . په دې توګه، حضرت عمر اسلامي ټولنه يوه طبقاتي ټولنه کړه. د امام مالک په مُؤطاء کې راغلي، چې حضرت عمر حکم کړى و _چې حکم يې د خلکو له نظره شرعي حکم و_ که يو عربي له عجمه [=نا عربه] ښځه وکړي او په عربي ښار کې يې اولاد وزېږي، نو له پلاره ميراث وړاى شي او که په ناعربه سيمه کې يې اولاد وزېږي، ميراث وړاى نشي ! د حضرت عمر حکومت، يو عربي قريشي حکومت و، هيڅ ناقريشي والي او بولندوى يې نه ګوماره. البته يوه استثنا يې درلوده، چې د قريشو په خېلونو کې به يې، بني هاشمو ته ولايت نه ورکاوه. په دې اړه له طبري تاريخه د حضرت عمر او حضرت ابن عباس ترمنځ درې خبرې اترې را اخلو .

له حضرت عمر سره د ابن عباس )رض( خبرې اترې: )١( يوه ورځ حضرت عمر، حضرت ابن عباس ته وويل: ولې قريشو واکمنۍ ته پرېنښودئ؟ حضرت ابن عباس وويل: نه پوهېږم. حضرت عمر وويل: زه پوهېږم، د قريشو ستاسې واکمني بدې ايسېده. حضرت ابن عباس وويل: ولې؟ موږ خو ورته ښه و _دا خبره يې په دې دليل وکړه، چې پيغمبر )ص( له بني هاشمو څخه و_ حضرت عمر وويل: ښه يې نه ايسېدل، چې نبوت او خلافت دې د بني هاشمو وي او پر قريشو وياړنه وکړئ. ښايي وواست دا د حضرت ابوبکر کار و؛ نه، پر خداى قسم، حضرت ابوبکر په خپل نظر ډېر عقلمن کار وکړ . )٢( په بل روايت کې، حضرت عمر حضرت ابن عباس ته وايي: پوهېږې ولې قوم مو )قريش( تر محمد )ص( وروسته حکومت درنه دريغ کړ؟ حضرت ابن عباس وايي: ښه مې نه راتلل، چې ځواب ورکړم، ومې ويل: نه پوهېږم، ته مې خبر کړه؟ ويې ويل: د قريشو ښه نه راتلل، چې نبوت او خلافت دې دواړه په تاسې کې وي... [مخکې مو وويل، چې د قريشو سياست دا و، چې ويل يې: حکومت د قريشو په خېلونو کې لاس په لاس کړئ، چې ټول پکې راونغاړل شي. رښتيا يې ويلي وو. دا، چې خلافت يې له نبوي کورنۍ واخست، نو د تَيم، عَدى او بني اميه کورنۍ پکې راونغاړل شوې]. حضرت عمر وويل: قريشو ځان ته دغسې کار غوره کړ، چې سم او بريالى و. حضرت ابن عباس وايي، ومې ويل: يا اميرالمؤمنين، که اجازه دې وي او نه غوسه کېږي، خبرې کوم، که نه چوب به يم. حضرت عمر وويل: خبرې وکړه. ومې ويل: يا اميرالمؤمنين دا، چې دې وويل قريشو [خلافت] ځان ته غوره کړ او بريالي ول، نو قريشو به هله بريمن وو، چې هغه [يعنې علي] يې ټاکلى واى، چې خداى ټاکلى و، خو دا، چې دې وويل د قريشو ښه نه راتلل، چې نبوت او خلافت دې په موږ کې وي، نو خداى خو په قرآن کې دا قوم داسې ستايلى: محمد _ ٩ آيت: (( ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ : دا، ځکه چې دوى د خداى نازل شوي څيزونه بد ګڼل [چې تر پيغمبر وروسته د صي ټاکنه وي]؛ نو خداى (هم) کړنې يې تس نس کړې)) حضرت عمر وويل: ستا په اړه له ځينو خبرو خبرېدم، خو نه مې منلې، چې دا به ستا خبرې وي، ځکه هسې نه، چې مقام دې راته راټيټ شي. حضرت ابن عباس وويل: که حق خبره مې کړې وي، نو لار يې دا نه ده، چې ستا پر وړاندې بې مقامه شم او که خبره مې په دروغو دررسېدلې وي، نو ځان سپينولاى شم. حضرت عمر وويل: خبر شوى يم، چې دې ويلي: ((خلافت يې رانه په ظلم او کينې ونيو)) حضرت ابن عباس وويل: دا، چې ظلم راباندې شوى په دې خو پوه او ناپوه دواړه پوهېږي . خو دا، چې وايې ويلي مې دي کينه راسره وشوه، نو ابليس هم له آدم سره کينه وکړه او موږ هم له آدم اولاده يو . حضرت عمر وويل: ستاسې د بني هاشمو زړونه خو له کينو ډک دي او يوازې کينې ترې راخوټېږي او تل به همداسې پاتې وي. حضرت ابن عباس وويل: يا امير المؤمنين، چوپ شه، وايې چې بني هاشم دغسې دي، پيغمبر )ص( خو له بني هاشمو څخه دى او خداى ويلي: احزاب_ ٣٣: (( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا: سکه، خداى يوازې غواړي، له تاسې اهل بيتو چټلي او ګناه لرې کړي او پوره مو سپېڅلي کړي)) حضرت عمر وويل: ابن عباسه، رانه لرې شه. ابن عباس وويل: ښه درنه به لرې شم، نو پاڅېد، چې ولاړ شي. حضرت عمر خجالت شو، ويې ويل: ابن عباسه، کينه . پر خداى قسم، حق دې مراعاتوم او پر څه، چې خوشحالېږې، زه يې هم غواړم. ابن عباس وويل: يا اميرالمؤمنين، زه پر تا او هر مسلمان حق لرم، چې څوک مې حق وساتي نېکمرغي او، چې ورک يې کړي بد مرغه شوى دى. حضرت عمر زغم ونشو کړاى، پاڅېد او ولاړ . )٣( بل روايت داسې دى، حضرت عمر په ابن عباس پسې يو تن ورولېږه، چې راغى ورته يې وويل: د حِمصْ والي ښه سړى و او ومړ. نيت مې دى، چې هلته دې ولېږم، خو ډارېږم. ابن عباس وويل: ولې؟ ويې ويل: ډارېږم، چې وموم، خو ته هلته اوسې [چې يو لښکرتون دى] او خلک تر ما وروسته ځان ته [بني هاشمو] راوبلئ. نبايد خلک درپسې درشي، غواړم له دې [اندېښمنې] بې غمه شم. ابن عباس وويل: غوره ده هغه والي کړې، چې اندېښمني ترې ونلرې . هو، د حضرت عمر په زمانه کې د حکومت ټوليز سياست دا و، چې حکومت عربي او قريشي وى او بني هاشم هم له حکومته ګوښې وي .

معاويه د حضرت عمر پر پېر: يو وخت حضرت عمر شام ته ولاړ، معاويه د کسروي نظام په دبدبه ښه راغلاست ورته ووايه. حضرت عمر، چې له لرې دا حالت وليد، ويې ويل: دا د عربو کِسرا دى، او چې ورنژدې شو، ورته يې وويل: دا دې وضع ده او خبرېږم، چې اړمن دې په ماڼۍ کې ځنډېږي، ولې دغسې کوې؟ معاويه عذر ورته وکړ، ويې ويل: موږ په يوه داسې ښار کې يو، چې د دښمن )روميانو( ځري ډېر دي، نو اړتيا ده، چې د خپل سلطنت دبدبه څرګنده کړو، چې رانه وډار شي .

معاويه د حضرت عمر په زمانه کې، له روميانو سره د مسلمانانو په يوې جګړې کې برخه درلوده. جګړه د مسلمانانو په بريا پاى ته ورسېده او غنیمتونه تر لاسه شول په غنیمتونو کې يو مقدار د سپينو زرو لوښي وو، چې د معاويه په امر پلور ته ور وړاندې شول، چې پيسې يې پر خلکو وويشل شي. خلک د سپينو لوښو پېرولو ته راغلل. ددې لوښو يو مثقال يې )د سپينو د سکې( له دوو مثقالو درهمو سره بدلول، چې دا يوه حرامه رَبَوي او د سود راکړه ورکړه وه. په شام کې د پيغمبر )ص( ستر صحابي حضرت عباده بن صامت )رض( اوسېده او له دې معاملې خبر شو. پاڅېد، ويې ويل، چې له رسول الله )ص( مې اورېدلي: ))چې د سرو سپينو پېر پلور به په مساوي توګه په سرو سپينو کوئ، او څوک، چې په دې ډول راکړه ورکړه کې زيات ورکړي يا واخلي، نو ربا به يې کړي وي((.

خلکو ددې خبرو په اورېدو څه، چې اخستي وو، بېرته يې ورکړل. چې معاويه خبر شو، په خپګان يې يوه خطبه وويله: دا څه شوي،چې خلک له رسول اکرم )ص( نه احاديث وايي، او موږ چې حضرت )ص( ليدلى او مصاحَب يې وو، کله مو هم دغسې خبرې ترې اورېدلې نه دي؟ عباده (رض) پاڅېد او خپلې تېرې خبرې يې بياځلي کړې زياته يې کړه. څه مې، چې له پيغمبره )ص( اورېدلي، بيا به يې هم ووايم که څه معاويه پرې خپه کېږي. معاويه عُباده (رض) له لښکره وشړه او مدينې ته يې راولېږه، حضرت عمر ترې وپوښتل، ولې راغلې؟ )ځکه دا يې شام ته د قرآن ښوونې لپاره لېږلى و(. عباده (رض) د معاويه ناوړه کړنې وربربنډې کړې. حضرت عمر وويل: خپل ځاى ته ورشه. خداى دې هغه سيمه تور مخې کړي، چې ته او ستا په څېر پکې ونشي اوسېداى! او معاويه به کله هم امر درباندې ونه کړي . عباده (رض) شام ته ورستون شو، خو حضرت عمر معاويه ته څه ونه ويل.

د حضرت عمر اعترافونه، شورا او د حضرت عثمان بيعت: په وروستي کال، چې حضرت عمر حج ته تللی و، حضرت عمار ياسر په مِنى کې خپلو دوستانو ته وويل: له ابوبکر سره بيعت يوه ناڅاپي ښويېدنه وه، چې وشوه، نو که عمر ومري، له علي سره بيعت کوو .

په مِنى کې حضرت عمر هله له دې خبرې خبر شو، چې مدينې ته راتله. په نبوي جومات کې يې پر لومړۍ جمعه د اوږدې خطبې په پاى کې وويل: له ابوبکر سره بيعت يوه ناڅاپي ښويېدنه وه، چې وشوه او خداى يې مسلمانان له شره وژغورل؛ بايد تر دې وروسته )له خليفه سره( بيعت په سلا مشوره وي، او که څوک بې مشورې له چا سره بيعت کوي، بايد د دواړو غاړې پرې شي .

پر هغه مهال، چې ابو لؤلؤه حضرت عمر په خېټه کې په خنجر وواهه، او چې اوبه يې ورکړې، نو له ټپي ځايه يې راووتلې او معلومه شوه، چې کولمې يې څيرې شوي او وبه مري، ورته يې وويل: تر ځان وروسته څوک وټاکه. ويې ويل: که ابوعبيده جراح ژوندى واى، ټاکه مې، او که خداى يې په اړه دليل رانه غوښته، ويل مې، چې پيغمبر دې ويل، چې دا د امت امين دى! او که د ابو حُذَيفة ازاد کړاى شوى مريي، ژوندى واى، بې شکه، پر خپل ځاى مې ټاکه، او که خداى يې په اړه پوښتلم، ويل مې، چې ستا له پيغبره مې واورېدل، چې ويل يې: سالم ته خداى دومره ګران دى، که له خدايه هم نه ډارېده، سرغړاوى يې ترې نه کاوه. ورته يې وويل: يا اميرالمؤمنين، په هر حال، يو دې خپل ځايناستى کړه. ورته يې وويل: هوډ مې درلود، چې يو سړى پر واکمنۍ دروټاکم، چې په رښتيا يې د حق و عدالت لوري ته یې هدایت کولی[علي ته اشاره ده]، خو ومې نه غوښتل، چې پر ژوندوني او مرګ مې، ستاسې چار را تر غاړې وي ! بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: پر هغه ورځ، چې حضرت عمر ټپي شو، ويې ويل: علي، عثمان، طلحه، زبير، عبدالرحمن بن عوف او سعد بن ابى وقاص دې حاضر شي. بيا يې يوازې له علي او عثمان سره خبرې وکړې، علي ته يې وويل: علي! ښايي دا ډله )د شورا غړي( له پيغمبر )ص( سره دې خپلوي او دا، چې زوم يې يې او خداى پوهه او فقاهت درپېرزو کړى په پام کې ونيسي او خپل واکمن دې کړي، نو په دې حال کې خداى مه هېروه! بيا يې عثمان ته وويل: عثمانه! ښايي دوى د پيغمبر )ص( زومتوب او بوډاتوب دې په پام کې ونيسي [او پر خلافت دې وټاکي]؛ نو که واکمن شوې، نو له خدايه وډار شه او آل ابو مُعَيط د خلکو پر اوږو مه سپروه. بيا یې امر وکړ، چې صهيب حاضر کړي، چې راغى ورته يې وويل: ته درې ورځې خلکو ته د جماعت لمونځ ورکړه او دوى هم په يوه کور کې راټولېږي او د خليفه د ټاکنې په باب سلا مشوره کوي. نو که په خپلو کې يې يو تن خليفه کړ، نو چا، چې مخالفت ترې وکړ، سر يې ورپرې کړئ! او، چې دا ډله د حضرت عمر له غونډې بهر شوه، حضرت عمر وويل: که خلک اجُلَح پر خلافت وټاکي، نو سمې لارې ته به يې ورسيخ کړي .

بلاذري، په انساب الاشراف کې، د واقدي له خولې ليکي:

حضرت عمر د خپل ځايناستي په اړه له شاوخوا وپوښتل، چې څوک خلافت ته وټاکي. ورته يې وويل: د عثمان په هکله څه وايې؟ ويې ويل: که يې وټاکم، نو آل ابو مُعيط ]=بني اميه[ به د خلکو پر اوږو سپاره کړي! ورته وويل شول: زبير څنګه دى؟ ويې ويل: دا د خوشحالۍ پر وخت مؤمن او د خپګان پر وخت کافر زړى دى! وويل شول: طلحه څنګه؟ ويې ويل: دا کبرجن او ځانخوښى دى، چې سپږمې يې پورته نيولي او نشیمنګاه يې په اوبو کې ده ! سعد بن ابي وقاص څنګه؟ ويې ويل: پر جنګي سپرو يې بولندوينه ښه ده، خو د يوه کلي او آبادۍ اداره کول ورته زيات او درانه دي. ويې پوښتل: د عبدالرحمن بن عوف په اړه څه وايې؟ ويې ويل: همدا ورته بس ده، چې يله خپله کورنۍ وچلوي !. بلاذري په بل ځاى کې کاږي: )) حضرت عمر، چې ټپي شو، صُهيب د عبدالله بن جدعان ازاد کړاى شوي ته يې امر وکړ، چې د مهاجرينو او انصارو مشران راحاضر کړي، چې دوى راغلل، حضرت عمر ورته وويل: ما ستاسې د خلافت چار د ړومبنيو مهاجرينو شپږ تنيزې شورا ته وسپاره، چې د نبي کريم )ص( د وفات پر مهال ترې راضي و، دوى به په خپلو کې د امت يو تن مشر ټاکي. بيا يې د شورا د هر غړي نامه واخسته، ورپسې يې ابو طلحه زيد بن سهل خزرجي ته وويل: ځان ته دې پنځوس تنه انصار ملګري وټاکه، چې درسره وي او، چې وفات شوم، نو دا څو تنه اړ کړه، چې يوازې په درېيو ورځو، نه زياتو کې، په خپلو کې امت ته يو تن مشر وټاکي. بيا يې صهيب ته امر وکړ، چې د مشر تر ټاکنې خلکو ته جماعت لمونځ ورکوه((. هغه مهال طلحه بن عبيدالله په مدينه کې نه و او په خپل جايداد په سُراة کې و. حضرت عمر وويل: که طلحه په دې درېيو ورځو کې راغى ښه، که نه مه ورته منتظرېږئ او په ټينګه د خليفه ټاکنې ته مټې رابډ وهئ او پر کوم يو، چې يوه خوله شول، بيعت ورسره وکړئ او چا، چې مخالفت وکړ څټ يې ورپرې کړئ . حضرت عمر د شورا غړيو ته حکم وکړ، چې تر درېيو ورځو د خليفه ټاکنې ته مشوره وکړي. که دوه تنه د يو تن د خلافت پر خوا او دوه تنه نور د بل پر خوا شول، نو بل وار له سره سلا مشوره وکړئ، خو له څلورو تنو له يوه سره موافقه وکړه او يو تن مخالف و، نو د څلورو تنو ومنئ او که راى يې درې په درې شوې، د هغې ډلې رايه ومنئ، چې عبدالرحمن بن عوف پکې دى، ځکه دين او صلاح يې ډاډمنه او رايه يې مسلمانانو ته د ډاډ وړ ده .

متقي هندي هم، په کنز العمال کې، له محمد بن جبير له پلاره يې روايتوي، چې حضرت عمر وويل: که عبدالرحمن بن عوف، د بيعت په توګه يو لاس يې پر بل لاس وواهه، حکم يې ومنئ او بيعت ورسره وکړئ  .

له دې مطلبه پوهېداى شو، چې حضرت عمر د يوه سياست له مخې د خليفه ټاکلو واک حضرت عبدالرحمن بن عوف ته ورکړى و، او له ځانګړي امتيازه يې برخمن کړى و، چې د تقاضا په موقع کې يې وکاروي. او معلومېږي، چې له حضرت عبدالرحمن بن عوف سره يې څه خبره کړې وه، چې د شيخينو د چلن منل د خلافت منلو يو شرط ورځاى کړي. او له مخې پوهېده که حضرت علي ته د کتاب الله او نبوي سنتو په کتار کې د شيخينو سيرت منل وروړاندې کړي، نه يې مني، خو حضرت عثمان يې ورسره مني او په پايله کې خلافت ترلاسه کوي، نو ځکه يې له وړاندې، د حضرت علي د مخالفت حکم صادر کړى و. ددې خبرې دليل، پر مخکينيو څرګندنو سربېره، هغه مطلب دى، چې ابن سعد، په طبقاتو کې د سعيد بن عاص )اموي( له خولې راوړى دى، چې: ))سعيد بن عاص له حضرت عمر څخه غواړي، چې د کور پراخۍ ته څه ځمکه ورکړي، خليفه ورته وايي، چې د ګهيځ لمانځه وروسته به دا کار ورته وکړي، حضرت عمر پر ژمنه وفا وکړه او ګهيځ د سعيد کورته ورغى او... ]سعيد وايي:[ خليفه په پښه يو کرښه وکاږله، چې تر دې ځايه دې کور پراخه کړه، خو ما ورته وويل: اى امير المؤمنينه، ډېره راکړه، چې ډېر کوچنيان او لويان لرم. حضرت عمر وويل: اوس دې همدا بس دى او دا خواله درسره وساته، چې تر ما وروسته يو تن خلافت ته رسي، چې د خپلوۍ حق به دې وپالي او اړتيا به دې درپوره کړي! سعيد وايي: ډېره موده تېره شوه او د حضرت عمر خلافت هم پاى ته ورسېد او حضرت عثمان د حضرت عمر د شورا له لارې خليفه شو. حضرت عثمان د کار له پيله، زما اړتيا په ښه شان پوره کړه... ((. له دې خبرو اترو څرګندېږي، چې حضرت عمر پر ژوندوني د حضرت عثمان د خلافت منشور جوړ، لاسليک کړى او پرېکنده کړى و، چې حضرت عثمان به خليفه وي او د شپږ تنيزې شورا ټاکنه يوازې يو پوښښ و،چې وښيي د خلافت نظام د راتلونکي خليفه په ټاکنه کې بې پرې دى او دا يوه ټولمنلې طريقه ده. پر دې سربېره، يو بل مهم مطلب دا دى، چې داسې نخچه يې کاږله، چې وګړي يې د حضرت علي وژنې ته راپارول، بيا ابن سعد، په طبقاتو کې، د همدې سعيد بن عاص له خولې راوړي، او ليکي: ))يوه ورځ حضرت عمر بن خطاب سعيد بن عاص ته وويل: ولې رانه لرې لرې ګرځې او مخ اړوې؟ ښايي انګېرې، چې پلار دې ما وژلى وي. ما دې پلار وژلى نه دى؛ پلار دې علي بن ابى طالب وژلى دى ((. ايا په دې خبره، عمر هڅه نه کوله، چې سعيد راوپاروي، چې د خپل پلار له وژوونکي )علي( غچ واخلي؟   د حضرت عثمان خلافت ټاکنې دود: بلاذري د ابو مخنف له خولې کاږي: )) د حضرت عمر د ښخولو پر ورځ، د شورا غړيو څه کار ونکړ. حضرت ابو طلحه، د حضرت عمر په امر د جماعت لمونځ وکړ او کومه پېښه ونشوه، سبا ګهيځ يې دوى د بيت المال په ځاى کې راټول کړل، چې سلا مشوره وکړي، د حضرت عمر د ښخولو مراسم د يکشنبې پر ورځ او د ترور پر څلورمې ورځ يې و او حضرت صُهيب بن سِنان يې د جنازې لمونځ وکړ. دا، چې حضرت عبدالرحمن د شورا د غړيو خبرې اترې او خپلمنځي پسپسکې مشاهده کړې او دا، چې هر يو يې هڅه کوله، چې خپل سيال له ډګره وباسي او ځان د خلافت مقام ته ورنژدې کړي، نو ورته يې وويل: ووينئ، زه او سعد څنډې ته کېږو، په دې شرط، چې زه به په تاسې څلورو تنو کې يو ټاکم، ځکه پټې خبرې مو اوږدې شوې او خلک منتظر دي، چې خپل خليفه او امام وپېژني. او له لرې ځايونو راغلي خلک هم، د معلوماتو لپاره په مدينه کې پاتې دي او تمېدل يې وځنډېدل، بايد ژر خپلو سيمو او کورونو ته ورستانه شي. ټولو د حضرت عبدالرحمن وړانديز ومانه، خو حضرت علي و نه مانه او ويې ويل: چې ووينو. په دې وخت کې حضرت ابو طلحه راننوت حضرت عبدالرحمن د خپل وړانديز په اړه، چې څه تېر شوي وو او بې له حضرت علي د ټولو موافقت يې ورته ووايه. حضرت ابوطلحه، حضرت علي ته وويل: ابو الحسنه! پر عبدالرحمن ټول مسلمانان ډاډمن دي، ولې مخالفت ورسره کوې؟ ځان يې درنه څنډې ته کړې او د بل لپاره هم د ګناه پېټى نه وړي! دلته حضرت علي، حضرت عبدالرحمن بن عوف ته قسم ورکړ، چې په خپلې هيلې پسې به نه ځي، حق دې ړومبى وبولي او د امت خير و صلاح ته دې هڅه وکړي او د خپلوي اړيکه دې يې د حق له لارې وانړوي. حضرت عبدالرحمن دا ټولې ومنلې او قسم يې وخوړ، نو حضرت علي ورته وويل: اوس په ډاډ ټاکنه وکړه((. دا پېښه د بيت المال په ځاى کې يا د يوې وينا له مخې، د مِستور ابن مَخْرمة په کور کې پېښه شوه )٣٠(، نو حضرت عبدالرحمن رامخې ته شو او د حضرت علي لاس يې پر خپل لاس کېېښود، ورته يې وويل: له خداى سره ژمنه وکړه، که ما بيعت درسره وکړ، نو بني عبدالمطلب به د خلکو پر اوږو نه سپروې او سوګند ياد کړه، چې د رسول اکرم )ص( او شيخينو )ابوبکر و عمر( له سيرته به سرغړونه نکوې. حضرت علي وويل: له تاسې سره به تر وسې وسې د کتاب الله او نبوي سنتو له مخې چلېږم. بيا حضرت عبدالرحمن حضرت عثمان ته وويل: خداى دې زموږ پر ګټه درباندې ګواه وي، که واکمن شوې، نو بني اميه به د خلکو پر اوږو نه سپروې او له موږ سره به د کتاب الله، نبوي سنتو او د ابوبکر و عمر پر سيرت چلېږې. حضرت عثمان وويل: زه به د کتاب الله، نبوي سنتو او د ابوبکر و عمر پر دود درسره چلېږم. بل ځل حضرت عبدالرحمن، حضرت علي ته خپله ړومبۍ خبره وکړه او حضرت علي هم د لومړي ځل په څېر وځوابوله. بيا يې حضرت عثمان يوې څنډې ته کړ او له سره يې خپله ړومبۍ خبره ورته وکړه او له ده يې لومړى مساعد ځواب واورېد. حضرت عبدالرحمن، درېيم ځل حضرت علي ته ړومبى وړانديز ووايه، په دې ځل حضرت علي ورته وويل: کتاب الله او د پيغمبر )ص( سنت بل دود او سيرت ته څه اړتيا نلري؛ هڅه کوې، هرڅنګه، چې کېږي خلافت رانه لرې کړې. حضرت عبدالرحمن د حضرت علي نيوکې ته څه پام ونه کړ، حضرت عثمان ته يې د درېيم ځل لپاره خپله ړومبۍ خبره وکړه او له حضرت عثمان څخه يې هماغه ړومبى ځواب واورېد، نو بې درنګه يې لاس يې د حضرت عثمان پر لاس کېښود او بيعت يې ورسره وکړ . همدا راز، طبري او ابن اثير، د ٢٣ ل د پېښو يادولو په ترڅ کې ليکي: )) دا، چې پر درېيمه ورځ حضرت عبدالرحمن له حضرت عثمان سره بيعت وکړ، حضرت علي، حضرت عبدالرحمن ته وويل: دنيا دې پر خوله ورومنډله، دا ړومبۍ ورځ نه ده، چې تاسې يو د بل پر ملاتړ زما پر ضد راولاړ شوي ياست. ))فصبر جميل و الله المستعان على ما تصفون(( پر خداى قسم، عثمان دې ددې لپاره خليفه کړ، چې تر ځان وروسته تا خليفه کړي، خو هرې ورځې ته يو الهي تقدير وي . له حضرت عثمان سره د حضرت عبدالرحمن تر بيعت وروسته، د شورا نورو غړيو هم بيعت ورسره وکړ. حضرت علي، چې په ولاړه بهير څاره کيناست. حضرت عبدالرحمن ورته وويل: بيعت وکړه، که نه څټ دې پرې کوم! او پر هغه ورځ په دوى کې له چا سره توره نه وه. او هم ويل شوي، چې حضرت علي په غوسه د شورا له ځايه راووت، د شورا نور غړي ورغلل، ورته يې وويل: بيعت وکړه، که نه درسره جنګېږو، نو ورسره ولاړ او له حضرت عثمان سره يې بيعت وکړ . د حضرت عمر په شپږ تنيزه شورا کې د حضرت علي د ګډون لامل حضرت علي ښه پوهېده، چې خلافت نه ورکوي، خو ددې لپاره يې ګډون وکړ، چې ونه وايي، پخپله يې، خلافت نه غوښته. بلاذري په انساب الاشراف کې ليکلي دي: ))د شورا تر ناستې وړاندې، حضرت علي خپل تره حضرت عباس ته شکايت وکړ، ويې ويل: خلافت مو له لاسه ولاړ. حضرت عباس وويل: په کوم دليل؟ ويې ويل: سعد د خپل تره زوى عبدالرحمن سره مخالفت نه کوي، عبدالرحمن هم د عثمان زوم دى، دا درې واڼه سره يو موټى دي. که طلحه او زبير هم راسره وي، نو دا، چې عمر ويلي، عبدالرحمن، چې له چا سره وي، هماغه خليفه دى، نو څه ګټه نلري. نو ځکه حضرت علي پوهېده او که په شورا کې يې ګډون نه کاوه، تر حضرت عثمان وروسته يې هم بيعت ورسره نه کاوه، ځکه د پيغمبر )ص( خبرې له منځه تللې وې او د حضرت عمر خبرې پاتې وې. حضرت عمر دومره ستر شوى و، چې دوى ته يې مقام تر ګردو پيغمبرانو ستر شوى و )العياذ بالله( ((.   يولسمه برخه (١١)

د حضرت عثمان خلافت

د ابوسفيان خبرې: حضرت عثمان پر خلافت تر ټاکل کېدو وروسته، پر ړومبي ورځ، ابوسفيان، چې ړوند شوى و، خليفه ته ورغى، ويې ويل: دلته بې له اميه و څوک شته؟ وويل شول: نه. ويې ويل: امويانو! هغه مهال، چې خلافت د تَيْم او عَدِى خېلونو ته په لاس ورغى، تمه مې پيدا شوه، چې تاسې ته به هم درورسي. اوس، چې دررسېدلې؛ نو د کوچنيانو په څېر، چې په لوبه کې غونډوسکه يو بل ته ورګوذاروي، خلافت په خپلو کې لاس په لاس کړئ او پرېنږدئ، چې له لاس مو ووځي، ځکه نه جنت شته او نه دوزخ! هو، سوګند يې وخوړ، چې )تر مګ وروسته( هيڅ خبره نشته! حضرت عثمان ورباندې غوسه شو. خو امويانو يې سپارښتنه عملي کړه . په بل روايت کې راغلي: ))ابوسفيان، په بوډاتوب کې هله وخت، چې ړوند شوى و، حضرت عثمان ته ورغى، چې دمه يې جوړه شوه، ويې پوښتل: دلته خو به څوک پردى نه وي، چې خبره مو دباندې يوسي؟ حضرت عثمان وويل: نه. ابوسفيان وويل: دا خلافت، يو دنيوي چار دى او دا حکومت، تر اسلام وړاندې ]د جاهليت پېر[ حکومتونو په څېر دى. نو ته د اسلام په پراخو سيمو کې امويانو واليان او چارواکي کړه . په همدې وختونو کې، ابوسفيان يوه ورځ د اسلام د ستر شهيد، حضرت حمزه رضى الله عنه قبر ته ورغى او د ده قبر يې په پښه وواهه ويې ويل: ابو عُمارَة! پرون مو، چې د څه پر سر جګړه کوله، نن زموږ د کوچنيانو په لاس کې دى او لوبې ورباندې کوي .

وليد، په کوفه کې د حضرت عثمان والي: وليد، د عُقْبَة بن ابى مُعَيْط زوى دى. مکه ، چې مسلمانانو سوبه کړه او د نبي اکرم )ص( په واک کې شوه او مشرکانو ته د تېښتې څه ځاى ورپاتې نه و، اسلام يې راووړ. څه موده وروسته پيغمبر اکرم د بني المصطلق ټبر زکات راټولولو ته مؤظف کړ. وليد يې سيمې ته ورغى او راستون شو، ګزارش يې ورکړ، چې ددې ټبر وګړي مرتدان شوي او زکات نه ورکوي. ددې دروغ خبر د راوړو دليل دا و، چې د بني المصطلق د ټبر يوه ډله د وليد مخې ته وروتلې وه، چې د رسول الله )ص( استازي ته ښه راغلاست ووايي، خو وليد پر ځان وډار شو او ويې انګېرله، چې دسيسه يې راته جوړه کړې ده، نو ځکه بې له دې، چې ورسره مخ شي او خبرې وکړي، په بېړه مدينې ته راستون شو او هغه د دروغو ګزارش يې ورکړ. رسول الله )ص(، خالد بن وليد نوموړي ټبر ته ورولېږه، چې پېښه وڅېړي او خبر راوړي. خالد په خپل ګزارش کې ټينګار وکړ، چې نوموړى ټبر پر اسلام ولاړ دى او هډو مرتد شوى نه دى په دې حال کې، چې لاندې آيت د وليد او پېښې په اړه يې نازل شو او خداى فاسق معرفي کړ  : حجرات- ٦ آيت: )) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ ((.

دا دى حضرت عثمان، د مسلمينو خليفه، چې ځان د رسول الله )ص( خليفه بولي، دغسې مشهور او بد نامى فاسق، يوازې د خپلوۍ په پار د کوفې والي ټاکي.

وليد پر کوفې پينځه کاله واکمني وکړه، او په دې ترڅ کې يې په آذربايجان کې له مشرکانو سره جګړه وکړه. خو دا، چې ټينګ ايمان يې نه درلود، په دې نازک موقعيت کې يې يوه ګناه وکړه، چې بايد حد پرې عملي شي ! د قوم مشران راټول شول، چې شرعي حد پرې عملي کړي، خو حذيفه په دې دليل ورباندې د حد له عملي کولو سره مخالفت وکړ، چې د غليم پر وړاندې د اسلامي لښکر بولندوى دى .

د وليد شرابخوري: ابو الفرج په اغاني او مسعودي په مروج الذهب کې ليکي: وليد، ټوله شپه تر ګهيځه، له خپلو ملګرو او سندرغاړيو سره شراب څښل. يو ځل، چې د ګهيځ اذان وشو، نشه د شرابخوري په جامو کې جومات ته راغى او په محراب کې لمانځه ته ودرېد. د ګهيځ لمونځ يې څلور رکعته وکړ او خلکو ته يې وويل: خوښه موده، چې د ګهيځ پر لمانځه څو نور رکعتونه ورزيات کړم! او په همدې حال يې خوړلي شراب قى کړل. عتاب ثقفي، چې د وليد شاته په لومړي صف کې ناست و، ور چغه کړه: خداى دې خير درنه کړي، څه درباندې شوي؟ پر خداى قسم، د مسلمانانو له خليفه حيران يم، چې ته يې راباندې واکمن او والي کړى يې. په جومات کې ناستو، وليد د جومات په ګاټو وايشت. وليد په بد حالت ځان دارالامارې ته راورساوه او دا بيتونه يې ويل: )) زه هډو له شرابو او ښکلې مينزې مخ نه اړوم، او ځان يې له خير او خوندونو نه بې برخې کوم، بلکې هومره شراب څښم، چې خپل ماغزه پرې ماړه کړم او بيا په خپلو خلک کې دامن کشانه تېر شم ((.

خلکو په خپګان وويل: ځئ، چې خليفه )حضرت عثمان( ته ورشو او له دې حالته يې خبر کړو. يو ورغى، او خبر يې کړ، خو  حضرت عثمان وواهه . بل ځل څلور تنه د شپې وليد کره ورغلل، او دا پر شرابخوري بوخت او نشه و، نو د ده ګوته يې له ګوتې راوايسته  او ورباندې پوه نشو. ګوته يې خليفه ته يو وړه. حضرت عثمان وويل: څه پوهېږئ، چې وليد شراب څښلي؟ ويې ويل: دا هماغه شراب دي، چې موږ هم په جاهليت کې څښل، وليد شراب څښلي او دا يې هم ګوته. حضرت عثمان، چې سخت ورخطا شو، نو شهود او شاکيان يې وګواښل، پر سينو يې ووهل او ويې شړل.

هغه شاکيان، چې حضرت عثمان ډبولي ول، حضرت علي ته ورغلل او د ستونزې هوارى يې وغوښت. حضرت علي، حضرت عثمان ته ورغى او د دوى په اړه يې خبرې ورسره وکړې او نيوکه يې وکړه، چې: الهي حدود نه عملي کوې او د خپل ورور ) وليد او حضرت عثمان سکه وروڼه وو( پر ضد شاهدان ډبوې او د خداى قانون اړوې ؟ شاهدان، ام المؤمنين عايشې رضى الله عنها ته هم ورغلي وو او عايشې نيوکه پرې وکړه: شرعي حدود نه عملي کوې او ګواهان دې رټلي ؟ دې ډلې د حضرت عثمان د مجازاتو له ډاره، د عايشې بي بي کور ته پناه وروړه او دا، چې ګهيځ مهال، حضرت عثمان د حضرت عايشې له خونې يې توندې خبرې واورېدې بې واکه يې وويل: يوازې د عايشې کور د عراق د سرغړاندو او فاسقانو پناه ځاى دى. عايشې بي بي، چې دا سپکې سپورې واورېدې، د رسول الله )ص( څپلۍ يې په لاس پورته کړې او په لوړ غږ يې وويل: څنګه ژر دې، ددې څپليو د خاوند، رسول الله )ص( سنت او دود پرېښود؟ د حضرت عايشې دا خبره، په بيړه، په ټول جومات کې خوله په خوله شوه، يوې ډلې ويل: )) احسنت عائشة (( عايشې ښه وکړل. بلې ويل: د ښځو له چارو سره څه کار؟ تر دې، چې ترمنځ يې شخړه شوه، يو بل يې په ټبرو او څپليو وايشتل . دا تر پيغمبر اکرم )ص( وروسته، د مسلمانانو ترمنځ ړومبۍ شخړه وه . تر دې پېښې وروسته، حضرات طلحه او زبير، خليفه ته ورغلل او په ټپسورۍ يې ورته وويل: موږ په پيل کې وړانديز درته وکړ، چې وليد د مسلمانانو پر چارو مه ګوماره، خو زموږ خبره دې بابيزه وګڼله او اهميت دې ورنه کړ. اوس هم سرې وخت دى او يوې ډلې يې، چې پر شرابخورى ګواهي ورکړې، ستا پر ګټه ده، چې له کاره يې لرې کړې. حضرت علي هم ورته وويل وليد له کاره لرې کړه او که شاهدان مخامخ د شرابخورۍ ګواهي ورباندې ورکړه، نو شرعي حد ورباندې وچلوه .

د وليد لرې کونه: خليفه ناچار شو، چې وليد پن عُقَبه د کوفې له ولايته لرې کړي او مدينې ته يې راوغواړي او کوفې ته نوى والي وټاکي. سعيد بن عاص يې والي کړ او امر يې ورته وکړ، چې وليد مدينې ته راولېږي. سعيد، چې کوفې ته ورغى د کوفې پر منبر کيناست، ويې ويل: د کوفې جومات منبر چټل او نجس دى او بايد ومينځل شي. دارالاماره هم بايد په اوبو ومينځل شي. د امويانو يو شمېر مشران، چې له سعيد سره کوفې ته تللي وو، ترې وغوښتل د منبر له مينځلو ډډه وکړي، په تېره ورته يې وول که بل چا دا کار کړى واى، نو دا يې بايد مخه ونيسي، ځکه دا وليد ته يو ابدي ننګ و. په پاى کې سعيد امر وکړ، چې منبر او دارالاماره ومينځي او وليد ته يې وويل، چې مدينې ته ورځه. وليد، چې مدينې ته راغى او ګواهانو پرې مخامخ د شرابخورۍ شاهدي ورکړه، نو حضرت عثمان اړ شو، چې حد پرې وچلوي، نو يوه پېړه چپن يې ورواغوسته، چې کوړې اغېز پرې ونه کړي، چې هر يو به په کوړه واهه، وليد ورته وويل: خپلوۍ ته مې ګوره، خپلوي مه پرېږده، حد راباندې مه چلوه او اميرالمؤمنين عثمان پر ځان مه غوسه کوه، نو کوړه به يې غورځوله او تله به، ځکه د خليفه عثمان خپګان يې نه غوښت. چې حضرت علي دا حال وليد او زوى يې امام حسن هم ورسره و، په خپله يې کوړه راوخسته . وليد وويل: ستا دې پر خداى قسم وي، چې د خپلوي په پار مې مه وهه! حضرت علي وويل: وليده! چوپ شه، بني اسراييل په دې پار هلاک شول، چې د خداى حدود يې نه عملي کول .... وليد د حضرت علي له لاسه يوې خوا او بل خوا تښتېده. حضرت علي ونيو او راسملاوه يې. خليفه عثمان نيوکه ورباندې وکړه. حضرت علي وويل: فسق يې کړى، شراب يې څښلي او ځان نه نيسي، چې الهي حد پرې ولچېږي . بيا يې په ډبله کوړه، د اتيا ځل وهلو پر ځاى، څلويښت کوړې وواهه. حضرت علي لاس دومره نه پورته کاوه، چې تخرګ يې معلوم شي ، يعنې سخت يې نه واهه. دا دود، چې پر چا حد چلېده، سر يې ورخرايه. خليفه عثمان ته يې وويل: د وليد سر وخرايه، خو ويې نه منله ، بيا، حضرت عثمان، وليد د کلب او بلقين د ټبرونو د زکات راټولو مامور وټاکه !

د حضرت عثمان په زمانه کې د کوفې حالت:

د حضرت عثمان په زمانه کې، مسلمانان په ډېر خپګان اخته شول. خپل ورور يې وليد  د کوفې والي وټاکه. د کوفې واکمني تر مداين، د ايران شاهنشاهي پايتخت، کرمانشاه، رى، مرکزي ايران يعنې قم و کاشان، د ايران ختيځ تر منځنى اسيا هېوادونو غځېدلې وه. کوفه د اسلام له پينځو پوځي مرکزونو، يو مرکز و، حضرت عثمان پر دې ټولو هېوادونو واکمني وليد ته ور پرېښې وه!

حضرت عثمان، حضرت سعد وقاص د کوفې له حکومته لرې کړ. حضرت سعد په اسلام کې له مخکينيو اصحابو کرامو او مدينې ته له ړومبنيو مهاجرينو څخه و. د دويم خليفه )رض( په زمانه کې توظيف شو، چې په دې سيمه کې يو لښکرتون جوړ کړي. حضرت سعد وقاص کوفه جوړه کړه او له دې وخته، د عمر )رض( په امر، د کوفې والي شو. همدا راز دويم خليفه، سعد )رض( د خلافت په شپږ تينزه شورا کې د خلافت يو نوماند کړى و، په همدې دليل په مسلمانانو کې د حضرت سعد درناوى ډېر شو. له خلکو سره ښه چلېده او کوفيان ترې خوښ وو. چې کله وليد کوفې ته راغى او د حضرت سعد د لرې کونې امر يې راووړ، سعد )رض( په تعجب ورته وويل: نه پوهېږم، ته تر ما وروسته ځيرک، سياڼه او ښه سړى شوى يې يا موږ احمقان شوي يو؟ ]ځکه قرآن وليد فاسق معرفي کړى، هلته، چې وايي: ))ان جاءکم فاسق بنباء فتبينوا(( حجرات: ٦[ وليد وويل: مه خپه کېږه، ))انما هوالملک يتغداه قوم ويتعشاه اخرون((: واکمني، خو همداسې وي، يو شمېر يې سبنارى خوري او يو شمېر يې ماښامنى. حضرت سعد وويل: پر خداى قسم، داسې وينم، چې دا ولايت پر مسلمانانو پاچاهي کوئ، بيا له کوفې ځنې مدينې ته ورستون شو .

د ابن مسعود )رض( داستان: حضرت ابن مسعود‎ لومړى اصحابي و، چې په بيت الله کې يې د قريشي مشرکانو پر وړاندې په لوړ غږ قرآن ولوست. ورته وويل شول: څه لولې؟ ويې ويل: هماغه، چې محمد )ص( راوړي دي. ور نه راټول شول او ويې واهه. پيغمبر )ص( ته ورغى او حضرت )ص( ورته وويل: بيا يې ولوله او ويې لوست. ابن مسعود (رض) له هغو مسلمانانو ځنې و، چې جعفر بن ابى طالب (رض) سره يې حبشې ته هجرت کړى و. په بدر غزا کې و. حضرت ابن مسعود دويم خليفه اِقرا او د بيت المال خزانه دار کوفې ته ولېږه. حضرت ابن مسعود د بيت المال امين و او کونجي يې ورسره وه. حضرت عمر، چې کوفې ته ولېږه، کوفيانو ته يې وليکل تاسې مې پر ځان ړومبى کړئ او حضرت ابن مسعود مې درولېږه . وليد، چې د کوفې والي شو له بيت الماله يې سل زره )يو لک( درهمه پور واخست. بې له حضرت علي، خلفاوو دا کار کاوه، او د بيت المال امين به د پور په ورکړې کې سند ترې اخست. چې د پور اخستو وخت راورسېد، حضرت ابن مسعود له وليده پور وغوښت. وليد، حضرت عثمان له دې پېښې خبر کړ، حضرت عثمان ،ابن مسعود(رض) ته وليکل: ته زما خزانه وال يې، پر وليد کار مه لره، چې پيسې يې اخستې، نو اخستې يې دي. ابن مسعود(رض)، د خليفه په ځواب کې وويل: ګومان مې کاوه، چې د مسلمانانو خزانوال يم او خزانه د مسلمانانو مال دى، نو که بيت المال ستا مال وي، زه دې خزانوال نه يم او کونجيګانې يې ورګوذارې کړې . ابن مسعود (رض) په کوفه کې پاتې شو، خو د حضرت عثمان په اړه يې اشواګري پيل کړه. وليد حضرت عثمان ته وليکل، چې ابن مسعود نيوکې کوي او خوګانې لټوي. حضرت عثمان امر ورته وکړ. مدينې ته يې راولېږه، چې وليد ورته له کوفې وتلو حکم وکړ، کوفيان ترې راټول شول، ويې ويل: دلته پاتې شه، دفاع درنه کوو. ابن مسعود (رض) وويل: تر دې وروسته به فتنې پيدا شي او نه غواړم ړومبى تن اوسم، چې د فتنو ور يې پرانستى وي. کوفيانو بدرګه کړ، دوى ته يې د پرهيزګارۍ او د قرآن لوستنې وصيت وکړ او خلکو هم ده ته دعا وکړه، ويې ويل: زموږ ناپوه ته دې ښوونه وکړه، زموږ پوه دې پايښتى کړ، د قرآن زده کړه دې راکړه. ابن مسعود(رض)، مدينې ته ولاړ او نبوي جومات ته ورننوت، خليفه عثمان پر منببر خطبه ويله. په جومات کې اصحاب کرام هم وو، چې حضرت عثمان سترګې پر ابن مسعود(رض) ولګېدې، ويې ويل: دا دى يوه پست خويه او بې ارزښته حشره درته راغله، که خوراک ته يې لاس وروغځوي څه يې، چې خوړلي قى کوي يې. ابن مسعود(رض) يې په ځواب کې وويل: نه، عثمانه! داسې نه يم، بلکې زه د رسول الله )ص( له اصحابو يم او په ))بدر غزا(( او ))رضوان بيعت(( کې د ګډون وياړ لرم . ام المؤمنين عايشې غږ کړ: ها عثمانه! ته د رسول الله )ص( ملګرى او صحابي ابن مسعود ته دغسې وايې؟ عثمان، د ام المؤمنين په ځواب کې وويل: چوپ شه! بيا يې امر وکړ، چې ابن مسعود له جوماته وباسي. سپک او رټلى يې له جوماته وشړه. يَحمُوم، د حضرت عثمان مريي ځان د عبدالله ابن مسعود (رض) د دواړو پښو تر منځ واچو، پورته يې کړ او سخت يې پر ځمکه راګوذار کړ، چې پښتۍ يې ماته شوه. په دې وخت کې حضرت علي، چې پر پېښې شاهد و، حضرت عثمان ته وويل: عثمانه! يوازې د وليد په خبره د پيغمبر )ص( صحابي سره دغسې چلېږې؟ بيا حضرت علي، ابن مسعود (رض) خپل کورته بوت، د ده درمل يې وکړل، چې روغ شو، خپل کورته ستون شو. ابن مسعود )رض( تر دې پېښې وروسته، په مدينه کې ميشت شو او حضرت عثمان له مدينې بهر د وتو اجازه ورنه کړه، چې پښتۍ يې جوړه شوه، اجازه يې ترې وغوښته، چې له روميانو سره په جهاد کې برخه واخلي، خو اجازه يې ورنکړه او له بيت المال يې معاش هم وربند کړ. په دې توګه، مسعود (رض) تر ژوندونې له مدينې ونه ووت او په حقيقت کې تر څارنې لاندې و، تر دې، چې د حضرت عثمان تر وژنې دوه کاله وړاندې وفات شو. په مدينه کې په دې موده کې تمېدنه درې کاله. چې ابن مسعود (رض) ناروغ شو، حضرت عثمان يې پوښتنې ته ورغى، ويې ويل: له څه کړېږې؟ _ له ګناهونو مې. _ څه غواړې؟ _ د حق لورنه. _ طبيب درته راوغواړم؟ _ زه، خو طبيب ناروغه کړى يم. _ امر وکړم، چې معاش دې درکړي ؟ )دوه کاله کېدل، چې معاش يې نه ورکاوه(. _ د اړتيا پر وخت دې رانه کړ. نن، چې ورته اړتيا نلرم، راکوې يې؟ _ اولادونو ته به دې پاتې شي. _ روزي يې پر خداى ده. _ له خدايه وغواړه، چې له تاسې سره مې له کړنو راتېر شي. _ له خدايه غواړم، چې له تا مې حق واخلي. ابن مسعود (رض) وصيت وکړ، چې عمار ياسر (رض) به يې د جنازې لمونځ کوي او حضرت عثمان به يې جنازې ته نه راځي، وصيت يې پلى شو او د حضرت عثمان په ناخبرۍ کې په بقيع کې خاورو ته وسپارل شو. حضرت عثمان، په دې خبره په غوسه وويل: خبر مو نه کړم او ښخ مو کړ؟ عمار (رض) ورته وويل: خپله يې وصيت کړى و، چې ته يې د جنازې لمونځ ونه کړې. عبدالله بن زبير، په يو شعر کې دا حالت انځور کړى دى:

لا عرفنک بعد الموت تند بنى وفـى حياتى ما زود تنى زادى ته مې تر مرګ وروسته ستايې او را پسې ژاړې. حال دا، چې پر ژوندونى دې زما توښه رانه کړه. دا د وليد بن عقبه په زمانه کې د ستر اصحابي حضرت عبدالله بن مسعود رضى الله عنه زړه بګنوونکې پېښه وه، خو د وليد د حکومت محصول، يوازې دا پېښه نه وه، بلکې په کوفه کې يې فتنه راولاړوونکې چارې کړي، چې له ابو زبيد نصراني شاعر او يهودي کوډګر سره يې چلن ته اشاره کوو.

وليد او شرابخور ابو زُبَيد نصراني: وليد ځان شرابخور ښوده. ابو زبيد نصراني يې شرابي ملګرى و. وليد د عقيل بن ابى طالب کور، چې د جومات وره ته ورنژدې و، ابو زبيد ته ورډالۍ کړ. ابو زبيد به دشپې له کوره راوته. د والي کور ته به ورته د شپې شپې به کيناستل او شراب يې څښل. د والي د کور ور جومات ته پرانستل کېده. نصراني به نشه په زنګېدا له جوماته تېرېده. وليد له شام څخه تر کوفې کرنيزې ځمکې هم دې شرابخور نصراني ته ورکړې. ابو زبيد، په بدل کې په يو شعر کې وستايه . بلاذري په انساب الاشراف کې ليکي: ))وليد، ابو زبيد ته د مسلمانانو له بيت الماله معاش ټاکلى و، چې ځان ته پرې هره مياشت شراب او خوک یا سرکوزی وپېري. وليد د مسلمانانو والي و، خو حضراتو ابوبکر او عمر داسې کار کړى نه و، په پايله کې د مسلمانانو نيوکې ډېرې شوې، وليد ناچار شو، څومره شراب او سرکوزي يې، چې ابو زبيد ته ورلېږل پيسې يې حساب کړې، چې څو ديناره کېږي، نو دا يې د ابو زبيد پر مياشتني معاش ورزياتې کړې، چې پخپله شراب او سرکوزي - خوک وپېري او مسلمانان ورته مياشتيني شراب او سرکوزي ونه پېري((.

د حضرت جُندَب الخير داستان: وليد يې خبر کړ، چې يو تن يهودي د زُراره په نامې )په نَطْرَوي مشهور( ))جسر بابل(( ته په ورنژدې يوه کلي کې اوسي، چې په کوډو کې ښه مهارت لري. وليد حکم وکړ، چې کوفې ته يې راولي، چې له نژدې يې کوډې وويني. کوډګر راغى او وليد امر وکړ، چې د کوفې په جومات کې دې خپلې کوډې ننداره کړي. له نندارې يې يوه دا وه، چې د شپې په تياره کې يې، پر اس ناست ستر فيل ښوده. بل دا، چې خپله د اوښ په بڼه کېده، چې پر رسۍ به روان و. بل يې يو خر ښوده، چې په خپله به يې پر خوله ورننوته او له کونې به يې وته. په پاى کې، يو نندارچې يې را مخې ته کړ او بې پروا يې په توره سر ور پرې کړ! وروسته يې، د نندارچيانو پر وړاندې، توره راوايسته او وژل شوى، روغ رمټ پاڅېد. په کوفې کې د جندب بن کعب ازدي په نامې يو سړى و، چې پر شپني عبادت مشهور و، جندب، چې دا ننداره وليده، د تورو سازوونکيو بازار ته ورغى او په امانت يې يوه توره واخسته، راغى او کوډګر يې وواژه ويې ويل: که رښتيا وايې، ځان دې راژوندى کړه! وليد سخت غوسه شو او حکم يې وکړ، چې د يهودي کوډګر په کسات کې جندب ووژل شي، خو د اَزْد د ټبر خپلوانو يې ملاتړ وکړ او د وژنې يې مخنيوى وکړ. وليد په چل ول جندب بندي کړ، چې پټ په پټه يې ووژني، په زندان کې پاسوال وليدل، چې جندب ټوله شپه تر ګهيځه پر عبادت بوخت وي، ويې نه ګنله، چې لاس يې ددغسې مؤمن او زاهد په وينو ککړ شي، نو وړانديز يې ورته وکړ: لار درته پرانيزم، وتښته. جندب وويل: که وتښتم، وليد دې وژني. پاسوال وويل: وينه مې د خداى د رضا او د يو ولي الله د ژغورنې لپاره څه ارزښت نه لري. وليد، چې د جندب له تېښتې خبر شو،حکم يې وکړ، چې پاسوال ووژنئ. جندب، ځان پټ په پټه مدينې ته ورساوه او دلته و، چې حضرت علي بن ابى طالب يې په اړه له حضرت عثمان سره خبرې وکړې او دده شفاعت يې وکړ، حضرت عثمان ومنله او وليد ته يې په ليک کې وکښل، چې په جندب پورې کار مه لره او په دې توګه جندب کوفې ته راستون شو .

د عبدالله بن سعد بن ابى سرح داستان: عبدالله، د حضرت عثمان رضاعي ورور و، چې د مکې تر سوبې وړاندې يې اسلام راوړى او مدينې ته يې هجرت کړى و، د پيغمبر )ص( په ليکوالانو کې هم و، خو څه موده وروسته مرتد شو او مکې ته ورستون شو او د قريشو مشرانو ته يې وويل: محمد مې د ځان تابع کړى و، څه مې، چې ويل کول يې لکه راته يې ويل ))عزيز حکيم(( وليکه، پوښتل مې ))عليم حکيم(( وليکم؟ راته يې ويل توپير نه لري دواړه ښه دي. بيا يې خداى په اړه دا آيت نازل کړ:

انعام- ٩٣: (( وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا أَوْ قَالَ أُوْحِيَ إِلَيَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَيْءٌ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثْلَ مَا أَنَزلَ اللّهُ وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلآئِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ )) 			 

چې کله مسلمانانو سوبه کړه، رسول اکرم )ص( مکيانو ته عمومي بښنه وکړه، خو امر يې وکړ، چې عبدالله ووژني که څه ځان يې د کعبې په پرده کې رانغاړلى وي. عبدالله وډار شو او حضرت عثمان ته يې پناه يووړه. حضرت عثمان پټ کړ، او بيا يې پيغمبر )ص( ته راوست او امان ورته وغوښت. رسول اکرم )ص( ډېر وخت چوپ و او سر يې راپورته نه کړ، چې په پاى کې يې موافقت وکړ. چې حضرت عثمان ستون شو، حضرت رسول اکرم )ص( ناستو ته وويل: ځکه چوپ وم، چې په تاسې کې يو پاڅي او سر يې ور پرې کړي. ورته وويل شول: يوه اشاره به دې راته کړې واى. رسول اکرم )ص( وويل: له پيغمبر سره نه ښايي، چې د سترګو په کونجونو اشارې وکړي. حضرت عثمان، چې خليفه شو، دغسې يو معلوم الحال سړى يې، په دې پار، چې ورور يې دى پر ٢٥س د عمروعاص په ځاى د مصر والي وټاکه او عمرو عاص يې لرې کړ . عبدالله، د افريقا ځينې برخې سوبې کړې، او حضرت عثمان ددې جګړې د غنیمتونو پينځمه ور ډالۍ کړه .

د حَکَم بن ابى العاص داستان: حضرت عثمان ځان ته د خلافت تخت جوړ کړى و او څلورو تنو ته يې اجازه ورکړې وه، چې ورسره کيني: عباس د پيغمبر تره، ابوسفيان، حکم بن ابى العاص خپل تره يې او وليد بن عقبه )مورنى ورور يې( حکم بن عاص، د پيغمبر )ص( په زمانه کې پر نفاق مشهور و، په مدينه کې به د پيغمبر تر شا ور روان و او ملنډې به يې ورباندې وهلې. د پيغمبر پېښې يې کولې، لاسونه يې خوځول، خپل سر يې خوځاوه، خپله ژبه يې را ايسته، خپلې سترګې يې کږولې. يو ځل پيغمبر )ص( ورشا کړه، ورته يې وويل: ))کن کما انت(( همدغسې شې. حکم د عمر تر پايه، چې پر لار تله لاس وپښې يې خوځولې. يوه ورځ پيغمبر له حضرت علي سره په يوه کور کې ناست و. حکم يې په غلا خبرې اورېدې. حضرت رسول )ص( علي ته وويل: ورشه او رايې وله. علي ولاړ او حکم يې د وزې په څېر له غوږه نيولى راښکوده او وردننه يې کړ، پيغمبر لعنت ورباندې ووايه او طايف ته يې وشړه. په قرآن مجيد کې د اسرا شپېتم آيت )) وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي القُرْآنِ (( د حکم بن ابى العاص بن اميه د اولادې يا د ګردو امويانو په اړه دى . حضرت عثمان د حضرت ابوبکر په زمانې ترې وغوښتل، حکم او اولاده يې مدينې ته راستانه شي، خو حضرت ابوبکر ورسره ونه منله. او د پيغمبر پر وخت هم حضرت عثمان يې شفاعت کړى و، خو حضرت )ص( ورسره يې ونه منله. خو، چې حضرت عثمان پخپله خليفه شو، نو مدینې ته يې راستانه کړل . حکم، چې د حضرت عثمان کور ته راغى نو يوازې يوه جوړه زړې جامې يې اغوستې وې او يوه وزه يې درلوده. خو، چې د حضرت عثمان له کوره راووت قيمتي چپن يې اغوستې وه . حضرت عثمان به له ځان سره د خلافت پر تخت کيناوه. يوه ورځ حکم راننووت، خليفه وليد )ورور يې( لرې کړ او خپل تره يې کيناوه. کله، چې حکم ووت، نو وليد، حضرت عثمان ته وويل: خولې ته مې دوه بيتونه راغلي، ويې وايم. حضرت عثمان وويل: ووايه. وليد وويل: پښتو مفهوم يې دا دى: ))چې مې وليدل يو سړي ته تره يې ورته خورا ګران او د درناوي وړ دى، چې ورور يې ورته داسې نه دى، نو هيله مې وکړه، چې خالد او عمرو دواړه زامن دې غټ شي او د قيامت پر ورځ تره راته ووايي(( د عثمان زړه پر وليد وسوځېد او د مات زړه د ټکور لپاره يې ورته وويل: د کوفې والي به دې کړم .

د سعيد بن حکم بن ابى العاص او مالک اشتر داستان: حضرت عثمان، وليد لرې کړ، او پر ځاى يې سعيد بن عاص د کوفې والي کړ او دستور يې ورکړ، چې له خلکو سره ښه چلن وکړي. سعيد، چې کوفې ته راغى منبر او دارالاماره يې پرېمينځله او د وليد اپوټه يې له ))قراء و(( سره ملګرتوب او د شپې ناستې پاستې درلودې، له مالک اشتر، عدى بن حاتم طايي او نژدې د کوفيانو څوارلس تنو د ټبر مشرانو او لويانو سره. دوى، سربېره پر دې، چې د کوفيانو قاريان ول، د ټبرونو مشران هم وو. يوه ورځ د سعيد امنیه بولندوى وويل: کاشکې د عراق سواد د امير واى او تاسې ترې ښه د کرنې ځمکې او بڼو نه درلوداى مالک اشتر ورته وويل: امير ته دې زموږ تر کرنيزو ځمکو او باغونو د ورغوره وهيله وکړه، چې تر لاسه يې کړي او زموږ د شتمنۍ ورته مه هيلمنېږه او دا موږ ته راپرېږده. بولندوى وويل: دا هيله څه درته زيانمنه وه، چې تر یوټندى شوې؟ پر خداى قسم، که سعد بن عاص وغواړي ددې ځمکو او باغونو خاونېداى شي. اشتر ورته وويل: پر خداى قسم، که د نيوو هوډ يې وکړي، له لاسه به يې ونشي. سعيد، د مالک پر خبرې غوسه شو، ناستو ته يې وويل: د عراق د سواد د کرنې ځمکې او باغونه د قريشو شتمني ده [له قريشو يې مطلب، د امويانو، تيم او عدى او .... ټبرونو مشران وو، چې په مکه کې اوسېدل، د انصاررو پر خلاف، چې په آر کې يمنيان وو او مالک اشتر او ډېرى کوفيان له دې ټبرونو ځنې وو]. اشتر ورته وويل: غواړې زموږ د جګړو ګټه او ثمره او څه، چې خداى را پر برخه کړي، د ځان او خپل قوم پر برخه يې کړې؟ پر خداى قسم، که څوک ددې سيمې ځمکو او باغونو ته بد نظره وي داسې وځپل شي، چې ډارن او ذليل شي. په دې خبرې پسې يې پر امنيه قومدان ور بريد کړ، خو ورنه يې بچ کړ. سعد بن عاص، حضرت عثمان ته وليکل: د مالک اشتر او د ده د يارانو _چې قرا ورته وايي خو سفهاء دي_ په شتون کې خو زه د کوفې والي نه يم. حضرت عثمان وويل: له کوفې يې وشړه. سعيد شام ته ولېږل او په يوه ليک کې يې مالک اشتر ته وليکل: وينم، چې په زړه کې دې يو څه شته که راښکاره يې کړې، نو وينه دې حلاله ده، شام ته ولاړ شه. مالک اشتر د کوفې له ټولو قاريانو سره شام ته ولاړل. معاويه يې عزت وکړ. څه موده وروسته د اشتر او معاويه تر منځ توندې خبرې اترې وشوې. معاويه وويل: که بشري ټول وګړي د ابوسفيان اولاده واى، نو ټول به عقلمن او حکيمان وو. مالک وويل: حضرت آدم تر ابوسفيانه غوره و، خو بيا هم د آدم )ع( اولاده دغسې نه وه. معاويه تر دې خبرو اترو وروسته، مالک اشتر بندي کړ. بيا د معاويه او عمرو بن زرارة تر منځ هم خبرې اترې وشوې او په پايله کې يې ټول قاريان بنديان کړ. عمرو له معاويه بښنه وغوښته، معاويه وبښه او ټول يې له بنده خوشې کړل. شاميانو اسلام د معاويه په کړو وړو پېژنده، د پيغمبر )ص( اصحاب يې ليدلي نه ول، نو ځکه د دوی د ژوند حالات تر اسلامه وړاندې له حالاتو سره توپير نه و کړى. د معاويه نظام هم، د روم د قيصر د دربار په څېر و، چې تر معاويه مخکې يې پر شام واکمني درلوده. حال دا، چې د پيغمبر )ص( اصحاب، لکه ابوذر (رض) او عُباده بن صامت (رض) او بې له دوى تابعين او د کوفې قاريان هم په شام کې اوسېدل، له خلکو سره يې ناسته پاسته وه او د پيغمبر )ص( سيرت يې ورته تبليغاوه. معاويه، حضرت عثمان ته وليکل، په شام کې د دوی شتون، شاميان خرابوي دوى خلکو ته داسې څيزونه ورزده کوي، چې خلک اشنا يې ورسره نه لري او شاميان فاسدوي! حضرت عثمان ورته وليکل، چې حمص ته يې ورولېږه. دوى يې حمص ته ولېږل . په حِمص کې د خالد بن وليد زوى والي و، دا به پر آس سپور و او دوى به يې پر ځان پسې راځغلول او ويل يې: تاسې ته يې درښيم کوم کارونه مو، چې له سعيد او معاويه سره کړي ول، له ما سره يې کړاى نشئ! د خالد زوى، چې ډېر وځورول ورته يې وويل: يا بني الشيطان )د شيطان اولادې(! او دوى، په پاى کې، غاړه کېښووه او توبه يې وايسته، او کوفې ته يې راولېږل . پر دوى سربېره، د کوفې نور لويان او مشران هم له خپلو واليانو ناراضي وو. په واقع کې، د کوفيانو ټول قبايل د حضرت عثمان او واليانو له حکومتي دوده ناراضي ول !

عبدالله بن عامر د بصرې والي: عبدالله بن عامر د حضرت عثمان د ماما زوى و. يوه ورځ شِبل بن خالد د زياد بن ابيه مورنى ورور او د مشهورې سميه زوى، په داسې حال کې د حضرت عثمان غونډې ته ورغى، چې د امويانو مشران ورنه راټول شوي وو، نو شِبل ورته وويل: ايا په تاسې کې کوم نېستمن نشته، چې د شتمنۍ هيله يې ولرئ؟ ايا په تاسې کې کوم ورکنامى نشته، چې هسکنامى يې کړئ، عراق مو د ابو موسى اشعري )چې قريش او د مُضَر له ټبره نه دى او د يمن له قبايلو دى( ته مو د عراق واکمني ورتر غاړې کړې ده؟ حضرت عثمان د شبل د خبرو تر اغېز لاندې راغى او د خپل ماما شپاړس کلن زوى، عبدالله ابن عامر ابن کُرَيز ته يې د بصرې واکمني ور ډالۍ کړه او ابو موس اشعري يې ترې ګوښه کړ! عبدالله يو سخي او لاس پرانستى انسان و، يوه ورځ يې د جمعې خطبه ونشوه لوستى، ويې ويل: دوه خويونه راکې راټولېداى نشي د خطبې لوستو وسه او کنجوسي، د رمې بازار ته ورشئ او هر يو، يو پسه وپېرئ، پيسې يې ورکوم، او د ټولو پيسو يې له بيت الماله ورکړې. بيا یې حضرت عثمان ته وليکل، چې د بيت المال پيسې ورته بسيا نه دي. حضرت عثمان اجازه ورکړه، چې فتوحاتو او سوبو ته دې ولاړ شي او د سوبو غنیمتونه دې خپل لګښت کړي ،حضرت عثمان، چې ووژل شو، عبدالله د بصرې بيت المال مکې او مدينې ته راووړ او پر خلکو يې وويشه .

معاويه د حضرت عثمان په زمانه کې: د حضرت عثمان د خلافت پر مهال، ستر صحابي حضرت عُبادَة بن صامت )رض( په شام کې و. يوه ورځ يې وليدل، چې ډک خيږونه پرې وربار د اوښانو يو ليکه د معاويه ماڼۍ ته ور روان دي. ويې پوښتل څه پرې وربار دي؟ د زیتون غوړي دي؟ [ځکه شام خو، د زیتون له ونو ډک دى] ورته وويل شول: نه، دا شراب دي، راوړي يې دي، چې پر معاويه يې وپلوري. له بازاره يې يوه چاړه واخسته، ټول خيږونه يې څيرې کړل او شراب توى شول. حضرت ابوهريره په شام کې و، حضرت عباده ته يې وويل: په معاويه پورې دې څه کار؟ ګناه يې پر خپله غاړه ده. عباده (رض) وويل: ته پر هغه مهال نه وې، چې له پيغمبر )ص( سره مو بيعت وکړ، چې ))پر نېکيو امر او له بديو منع(( به کوو او په دې لار کې به له پړې نه ډارېږو. ابوهريره چوپ شو. معاويه حضرت عثمان ته وليکل: يا عباده له شامه دربوځه، يا شام ورپرېږدم او درځم. عباده(رض) مدينې ته راغى او يوه وينا يې وکړه: له پيغمبره )ص( مې واورېدل، چې تر ما وروسته ستاسې چار او درباندې واکمني د داسې خلکو کېږي، چې ))بدو(( ته ))ښه(( او ))ښو(( ته ))بد(( وايي. د دوى اطاعت مه کوئ څوک، چې د خداى له حکمه سرغړونه کوي، اطاعت يې نشته، حضرت عثمان څه ونه ويل .

بل صحابي، حضرت عبدالرحمن بن سهل بن زيد انصاري (رض)، د حضرت عثمان په زمانه کې په جهاد کې برخه درلوده، له شام څخه فتوحاتو ته تلل، دا هم په شام کې و، چې د اوښانو يوه ليکه يې وليده، چې معاويه ته د شرابو خيږونه وروړي، په نيزه يې يو يو ورسورى کړ او شراب توى شول. د معاويه له مامورينو سره لاس و ګرېوان شو. معاويه وويل خوشې يې کړئ، چې بې عقله شوى دى. ده ته يې، چې د معاويه خبره وکړه، ويې ويل: د معاويه په اړه مې له پيغمبره داسې څه اورېدلي  که ويې وينم، پر خداى قسم، هله به پر ځمکه کينم، چې خېټه يې ورڅيرې کړم .

هو، خلک د حضرت عثمان د خلافت په وروستيو کې، دغسې يې پر واليانو زړه ور شوي ول.

له حضرت عمار )رض( سره د حضرت عثمان چلن: د عثمان د خلافت په وروستيو کې، اصحاب کرام )رضى الله عنهم( راټول شول؛ مقداد، عمار ياسر، طلحه، زبير او... او په يوه ليک کې يې دده خلافت چارې وليکلې، ورته يې وويل: که له دې چارو دې لاس وانخلې، پر ضد دې راپاڅېږو. چا حضرت عثمان ته د ليک وروړو جراءت ونه کړ، خو عمار (رض) يووړ. حضرت عثمان، چې ليک ولوست، ويې ويل: په دې ټولو کې ته مې پر ضد راپاڅېږې؟ عمار (رض) وويل: زه درته نصيحتګر يم، حضرت عثمان خپلو مريانو ته وويل، چې يې سملوئ او بيا يې په خپله پر لغتو وواهه. دا، چې عمار (رض) بوډا و، له سختو وهلو، بې هوښه شو .

په بيت المال کې د حضرت عثمان کړ چارې: حضرت عثمان ويل: ))لو ان بيدى مفاتيح الجنة لا عطيتها بني اميه حتى يد خلوا من اخرهم: که د جنت د کونجيګانو واک راسره واى، نو امويانو ته مې ورکولې، چې وروستى تن يې هم جنت ته ورننوځي(( . خو د جنت د کونجيګانو پر ځاى، د بيت المال کونجيګانې ورسره وې او امويانو ته يې د بيت المال ورونه بې حسابه پرانستل او د بيت المال شتمني يې ور ډالۍ کړې، چې ځينې يې دا دي: )١( ابوسفيان بن حرب: ٢٠٠٠٠٠ )دوه لکه( درهمه . )٢( مروان بن الحکم: ٥٠٠٠٠٠ )پينځه لکه( ديناره . )٣( عبدالله بن خالد: ٣٠٠٠٠٠ )درې لکه( درهمه . او ددې هر يو خپلوان ته: ١٠٠٠ )زر( درهمه. )٤( سعيد بن عاص: ١٠٠٠٠٠ )يو لک( درهمه . )٥( حارث بن حکم بن ابى العاص: ٣٠٠٠٠٠ )درې لکه( درهمه )نارينه و ته يې( . د مدينې د بازار له صدقاتو سره، چې د پيغمبر په ملکيت کې يوه ځمکه وه، چې حضرت )ص( مسلمانانو ته ور پرېښې وه، خو حضرت عثمان دا بازار خپل د تره زوى ته ورکړه او ده )حارث( له هرې هټۍ کرايه اخسته . )٦( حکم بن ابى العاص: ٣٠٠٠٠٠ )درې لکه( درهمه . )٧( وليد بن عُقبه: ١٠٠٠٠٠ )يو لک( درهمه . )٨( عبدالله بن خاليد بن اُسَيْد: يو ځل: ٣٠٠٠٠٠ )درې لکه( درهمه او بل ځل: ٦٠٠٠٠٠ )شپږ لکه( درهمه . )٩( حضرت زيد بن ثابت انصاري: ١٠٠٠٠٠ )يو لک( درهمه . )١٠( حضرت زبير: ٥٩،۸٠٠،۰۰۰ درهمه . )١١( حضرت طلحه: ٢٠٠٠٠٠ )دوه لکه( ديناره . )١٢( حضرت سعد وقاص: ٢٥٠٠٠٠ )دوه نيم لکه( درهمه . )١٣( حضرت عثمان )خليفه(: ٣٥٠٠٠٠ درهمه . )١٤( عبدالله بن سعد بن ابى سرح: ١٠٠٠٠٠ )يو لک( ديناره، چې د افريقا د غنیمتونونو پينځه )خمس( و . )١٥( حضرت زيد بن ثابت انصاري: ١٠٠٠٠٠ )يو لک( ديناره . )١٦( حضرت عبدالرحمن بن عوف: ٢٥٦٠٠٠٠ ديناره . د حضرت عمر په زمانه کې، د ايران په يوه سوبه کې يې، د سلطنتي جواهراتو او ګاڼو يوه ټوکرۍ راوړې وه، او د حضرت عمر په امر يې په بيت المال کې ايښې وه. حضرت عثمان دا ټوکرۍ راواخسته او پر خپلې مېرمنې او لوڼو يې وويشله. حضرت ابو موسى اشعري د بصرې والي و، له جنګي غنیمتونو يې، سره سپين له ځان سره راوړي ول، حضرت عثمان دا راواخستل او پر خپلې مېرمنې او اولادونو يې وويشل . . دا هغه لنډيز و، چې حضرت عثمان د مسلمانانو پر بيت المال مزې چړچې وکړې .



دولسمه برخه (١٢)

پر حضرت عثمان (رض) د خلکو راپاڅېدل او د علي (ک) ونډه

د مصريانو شورش: مسلمانان په سختو حالاتو کې ول. مصريان نبوي جومات ته راغلل او له خپل والي عبدالله بن سعد بن ابى سرح يې خليفه ) حضرت عثمان( ته شکايت وکړ، چې چا به له والي شکايت کاوه، نو خليفه ورسره نه منله. په نبوي جومات کې يو شمېر مهاجرينو او انصارو له مصريانو وپوښتل: ولې له مصره مدينې ته راغلي ياست؟ ورته يې وويل: د خپل والي له ظلمه شکايت ته راغلي يو. علي )ک( ورته وويل: په خپل کار او قضاوت کې بيړه مه کوئ، خپل شکايت خليفه ته وکړئ او له چاره يې خبر کړئ، ځکه، شونې ده، چې د مصر والي په خپله خوښه او بې د خليفه له امره، درسره )بد( چلېدلى وي. خليفه ته ورشئ او خپلې مسالې ورته بربنډې کړئ، که خليفه وپلټه او له کاره يې ګوښۀ کړ، نو موخې ته به رسېدلي ياست، که نه شکايت ته راستنېداى شئ. مصريانو له حضرت علي وغوښتل، چې خليفه ته ورسره ورشي، خو حضرت علي وويل: تلو ته مې اړتيا نشته. مصريانو وويل: که څه، همدا موضوع ده، خو ښه ده، چې ته هم راسره يې او پر پېښه شاهد وسې، حضرت علي وويل: هغه به پر تاسې شاهد او څارن وي، چې تر ما پياوړى، پر ګردو مخلوقاتو لاسبرى او پر بندګانو خورا زړه سواندى دى. د مصر مشران د حضرت عثمان کور ته ورغلل او د ورننوتو اجازه يې وغوښته. حضرت عثمان وويل: ولې بې اجازې مې له مصره دلته راغلي ياست؟ ورته يې وويل: راغلي يو له تا او چارو دې شکايت درته وکړو. تر منځ يې خبرې اترې اوږدې شوې او جومات ته راووتې. ام المؤمنين عايشې او حضرت طلحه مداخله وکړه او تر دې وروسته يې د خليفه د مخالفانو مشري تر لاسه کړه . بيا، حضرت علي پيښې ته ورودانګل او له خليفه سره له خبرو اترو وروسته حضرت عثمان يو ليک وليکه: ))بسم الله الرحمن الرحيم. دا يو تړون دى، چې د خداى بنده عثمان يې هغو مسلمانانو او مؤمنانو ته ليکي، چې ترې کړېدلي. عثمان ژمنه کوي، چې تر دې وروسته، د کتاب الله او نبوي سنتو له مخې به چلېږي، د هغو کسانو حقوقو چې بند شوي بېرته به ورکول کېږي، هغوى،چې له غوسې يې ډارېږي، امان ورکوي او ازادي يې خوندي کوي، شړلي به خپلو کورنيو ته راستانه شي، جنګي غنیمتونه به بې استثنا پر ګردو مجاهدينو ويشي. على بن ابى طالب د عثمان له لوري، د مؤمنانو او مسلمانانو پر وړاندې ددې ګردو ژمنو د پلي کولو ضامن دى. لاندې ګواهان هم ددې ژمنو پر سموالى ګواهي ورکوي: زبير بن العوام، سعد بن مالک ابى وقاص، زيد بن ثابت، طلحه بن عبيدالله، عبدالله بن عمر، سهل بن حُنيف، ابو ايو خالد بن زيد ) د ليک وخت، د ٣٥ س ذ يقعده( ((. له کوفې او مصره راغليو ډلو، ددې تړون يوه يوه نسخه واخسته او ولاړل . حضرت علي، خليفه ته وويل: ښه ده، چې دباندې راووځې، خطبه ووايې او خلک چوپ او رام کړې او خداى شاهد کړې، چې توبه دې کړې ده. خليفه راغى او دا وينا يې واوروله: ))... خلکو! پر خداى قسم، کومې نيوکې، چې مو راباندې کړي، پر ټولو يې پوهېدم، او کړې چارې مې په پوهه کړي، خو په دې ترڅ کې ځاني غوښتنو او دنننيو هيلو سخت وغولولم او حقايق يې راته اپوټه وبرېښول، په پاى کې يې بېلارې کړم او د حق له لارې يې واړولم. په خپله مې له پيغمبره )ص( واورېدل، چې ويې ويل: ))څوک، چې وښويېږي، بايد توبه وکاږي او څوک، چې ګناه وکړي، بايد توبه وباسي او ډېر دې ځان په بېلاريتوب کې نه سرګردانوي، او که ظلم ته دوام ورکړي، نو له هغوى شمېرل کېږي، چې يو مخې د حق او حقيقت له لارې اوړېدلى دى((. زه، خپله ړومبى تن يم، چې له دې فرمانه مې پند اخستى. اوس، چې مې څه کړي، له ستر خدايه بښنه غواړم او توبه کاږم او زما په څېر سره ښايي، چې له ګناه لاسونه ووينځي او توبه وباسي او بښنه وغواړي، چې څنګه له منبره راکوز شوم، نو ستاسې مشران او اشراف دې راشي او خپل وړانديزونه دې راته ووايي. پر خداى قسم که د حق غوښتنه دغسې وي، چې زه يو زر خريده بنده شم، په خورا ښه دود به، د خداى د بندګانو دود خپل کړم او په څېر به يې ذليل شم((. حضرت عثمان په ژړا شو. راوي وايي: ومې ليدل، چې له ډېرې ژړا يې ږيره لمده شوه او پر حال او خبرو يې د خلکو زړونه وسوځېدل او ان يو شمېر هم پر ژړا شول او له خجالت او توبې يې اغېزمن شول. په دې وخت کې، سعيد بن زيد خليفه ته وويل: امير المؤمنينه! ځان دې تر هرچا درباندې زړه سواندى دى، پام، پام! له ځان سره سوچ وکړه او پر کړې ژمنې دې عمل وکړه.

د مروان لاسوهنې: خليفه، چې له منبره راکوز شو او خپل کور ته ورننووت، نو مروان، سعيد او يو ډله امويان هلته ناست وو. حضرت عثمان، چې کيناست، مروان ورته وويل: خبرې وکړم؟ ويې ويل: هو. مروان وويل: که دا خبرې د خپل قوت پر وخت ويلې واى، نو ښۀ وه، خو اوس، چې کمزورى او ذليل شوى يې دا خبرې دې د ماتې پر مانا دي، نبايد دا کار دې کړى واى او ځان به دې د خلکو پر وړاندې دغسې نه خواراوه. خلک، د حضرت عثمان د کور مخې ته راغلل، چې د کړو وعدو عملي کول تر وپوښتي. مروان حضرت عثمان ته وويل: خلک د غرونو په څېر راټول شوي. حضرت عثمان وويل: خجالت وباسم، چې ورشم ته ورشه. مروان راغى او خلکو ته يې وويل: ))څه خبره ده؟ لوټ تالان ته راغلي ياست؟ مخ مو تورشه! هر يو وينم، خپل ملګرى يې له غوږه نيولى او راغلى دى، خو بې له هغو کسانو، چې ليدو ته سترګې پر لار يم. څه خبره ده، چې غاښونه مو تېره کړې دي؟ په دې ټېل ما ټېل او هجوم واکمني راڅخه راخلئ؟ څه احمقان ياست، کورونو مو ورستانه شئ. تېروتي ياست، موږ هډو پر وړاندې شا تګ کړى نه دى او خپله واکمني به له لاسه ورنکړو((. تر دې پېښې وروسته، يو شمېر، حضرت علي ته ورغلل او شکايت يې وکړ. حضرت علي، په غوسه حضرت عثمان ته ورغى، ويې ويل: ))تر اوسه دې له مروانه لاس نه دى اخستى؟ مروان هم لاس درڅخه نه اخلي، څو يو مخې دې له خپل دين او شعوره واړوي او تا هم د خوار اوښ په څېر سر ځوړند کړى او ورپسې روان يې! مروان نه نظر لري او نه دين، وينم، چې هلاکوي دې، تر دې وروسته نور دې په چارو کې اقدام نه کوم((. حضرت علي، چې ووت. د حضرت عثمان مېرمنې )نائلې( ورته وويل: علي، نور درته نه راځي. مروان خبرې دې واورېدې او د زړه په غوښت دې په ځان پسې راکاږي. حضرت عثمان وويل: څه وکړم؟ نائلې وويل: له بې سياله خدايه وډارشه او تر وړاندې د دوو ملګرو سنت دې خپل کړه، که د مروان ومني، نو د وژنې خولې ته به دې ورکړي، ځکه مروان په خلکو کې قدر، ارزښت او محبوبيت نلري او تا د مروان په پار خلک له لاسه ورکړي. يو څوک په علي پسې ورولېږه، چې راشي ورسره پخلا شه، ته خو يې خپلوان يې او خلکو ته هم ټولمنلى دى او هرڅوک يې خبره بې چون و چرا مني. حضرت عثمان يو تن ولېږه، خو حضرت علي رانغى ويې ويل:))ورته مې ويلي، چې نور نه درځم. (( خليفه تر دې پېښې وروسته، د جمعې پر ورځ پر منبر څښتن وستايه او مخکې تر دې، چې خبرې وکړي، د جومات له منځه يو تن ورته راپاڅېد، ويې ويل: عثمانه! پر کتاب الله عمل وکړه. حضرت عثمان وويل: کينه. دا پېښه درې ځل وشوه په پاى کې په جومات کې ناست کسان دوه ډلې شول: يو ډله د حضرت عثمان مخالف او بله يې موافق، اختلاف ډېر شو او پر يو بل يې ډبرې وورولې او پر منبر يې حضرت عثمان هم په ډبرو وايشته، چې بې هوشه شو، او کور ته يې بوت. علي )ک( يې پوښتنې ته ورغى. امويان ترې راتاو وو. حضرت علي، چې ورننوت امويانو بريد ورباندې وکړ، چې: دا ستا کار و، تا دا کار کړى دى، او پر خداى قسم، که حکومت تر لاسه کړې، نړۍ به درباندې راپاڅو. علي غوسه راپاڅېد . دا د مدينې دننه حالت و. يوه ډله د خليفه مخالفين له مدينې دباندې په ذاخُشُب کې ول او منتظر وو، چې څه کېږي. مُغِيره بن شعبه، حضرت عثمان ته وويل: اجازه راکړه، چې له مدينې دباندې راستانه کړم. حضرت عثمان وويل: ورشه. چې ورغى، ورته وويل شول: فاجره! وګرځه، فاسقه ورستون شه، ړوند وګرځه. مغيره راستون شو. حضرت عثمان، عمرو بن العاص راوغوښت، ورته يې وويل: خلکو ته ورشه او کتاب الله ته يې راوبله او دا، چې څه وايي عملي کوم يې. عمرو عاص ورغى، چې ورنژدې شو، سلام يې ورباندې واچو، ورته وويل شول: د خداى دښمنه ستون شه ؛ د نابغې زويه ورګرځه ؛ نه امين يې او نه موږ درنه په امان يو. حضرت عبدالله بن عمر او نور، چې د حضرت عثمان په ناسته کې وو، وويل: دوى بې له علي نور څوک ارامولاى نشي. حضرت عثمان، حضرت علي راوغوښت، راغى. ورته يې وويل: دا قوم کتاب الله او نبوي سنتو ته راوبوله. حضرت علي وويل: په دې شرط، چې ژمنه راسره وکړې او خداى شاهد ونيسې. څه، چې ورته ووايم، ته به يې عملي کوې، حضرت عثمان ومنله. حضرت علي ذا خُشُب ته ورغى. شورشيانو، چې حضرت علي وليد، ورته يې وويل: ستون شه. حضرت علي وويل: درځم. ورسره يې ومنله. حضرت علي، د حضرت عثمان خبرې ورته وکړې. حضرت علي ته يې وويل: ته يې ضامنېږې، چې دا کارونه وکړي؟ حضرت علي وويل: هو. وويل شول: راضي شوو، او وروسته مشرانو او اشرافان له حضرت علي سره حضرت عثمان ته ورغلل . دا هماغه مصريان وو، چې له خپل والي عبدالله بن سعد بن ابى سرح يې شکايت درلود. مخکې، چې دوى د حضرت عثمان د ليک په ځواب کې د مصر والي ته ليک وړى و، نو له دوى يې يو وژلى و . بې له حضرت علي، حضراتو طلحه، زبير او عايشې بي بي هم مداخله وکړه. شورشيانو حضرت عثمان ته وويل: د مصر والي تبديل کړه. ويې ويل: څوک غواړئ؟ وويل شول: محمد بن ابوبکر. محمد بن ابوبکر يې د مصر والي وټاکه او د مصريانو په ملګرتوب د حضرت عثمان له خوا د مقررى له ليک سره، مصر ته روان شول ، تر دې ځايه د مصري شورشيانو کيسه وه‎ .

د خليفه دريځ: دننه په مدينه کې هم شورش شوى و. بيا حضرت علي منځګړتوب وکړ او دا ځل بيا حضرت عثمان ژمنه وکړه، چې وعدې به عملي کوي. حضرت عثمان وويل عدالت راوستو او د خلکو حقوقو ورستنولو ته وخت لازم دى. حضرت علي وويل: په مدينه کې مهلت ته اړتيا نشته، له مدينې دباندې تر هغې، چې ليکونه دې ورسي، وخت لرې. حضرت عثمان وويل: مهلت غواړم. حضرت علي وويل: درې ورځې دې درته مهلت وي . هغه مهال، چې محمد بن ابوبکر _چې حضرت عثمان د مصر والي کړى و_ له مصريانو سره له مدينې څخه مصر ته ور روان وو، ناڅاپه يې په لار کې د حضرت عثمان مريي وليد، چې پر اوښ سپور دى او ځغلوي يې، تالاشي يې کړ، وپوښتل شو: چېرې ځې؟ ويې ويل: مصر ته. ورته وويل شول: څه درسره دي؟ ويې ويل: څه راسره نشته. وويل شول: داسې نه ده. راکوز يې کړ. وچ خيږ ورسره و. خيږ يې هم راکوز کړ، څيرې کړ او په دې کې يوه سربي لوله وه، چې پکې د مصر والي عبدالله بن سعد بن ابى سرح ته د حضرت عثمان يو ليک و او د حضرت عثمان مهر او ټاپه هم ورباندې وه. په ليک کې ورته کښل شوي و: )) دوى، چې درغلل، محمد بن ابوبکر، پلانى او پلانى په دار وځړوه او پر خپل ځاى اوسه )او ټول هغه کسان، چې ستا له لاسه شکايت ته درته درځي، زما تر دستور درسېدو يې بنديان کړه(. ټولو ليک ولوست، له محمد بن ابوبکر سره مدينې ته راستانه شول او حضرت علي يې خبر کړ . حضرت علي، حضرت عثمان ته ورغى، ورته يې وويل: دا ليک څه دى؟ حضرت عثمان وويل: ما نه دى ليکلى. خلکو وويل: ستا رسمي استازى او ستا پر اوښ سپور و او ليک ستا د کاتب )منشي( ليک دى او ستا مهر او ټاپه ورباندې ده. حضرت عثمان وويل: اوښ يې غلا کړى. ليک هم زما د کاتب ليک ته ورته دى، مهر يې هم ښايي زما د مهر په څېر جوړ کړى وي! حضرت عثمان ته وويل شول: له خلافته لاس واخله، که نه يا لرې يا وژل کېږي. ويې نه منله. ورته وويل شول: ډېرې ناوړه چارې دې کړي، چې دريادوي يې، توبه وباسي، خو ته پر ژمنه نه درېږې. هغه ځل دې توبه وکړه او ودې ويل، چې له تېرو چارو لاس اخلم، محمد بن مسلمه هم ضمانت وکړ، بيا دې دغسې وکړل. اوس نو، يا بايد ځان لرې کړې يا وژل کېږې. حضرت عثمان وويل: له خلافته لاس نه اخلم، پر خداى قسم، کومې جامې، چې خداى را اغوستې هډو وبه يې نباسم ...!

د حضرت عثمان )رض( د وژنې فتوا: حضرت عثمان ته د ام المؤمنين عايشې بي بي زړه خورا ډک و او په ماغزو کې يې د خپل تره زوى حضرت طلحه ته د خلافت باد چلېده، د خلکو له ښورښ او د حضرت عثمان له محاصرې يې له ډېرو نه ډېر وګټه واخسته او د حضرت عثمان د وژنې تاريخي فتوا يې ورکړه. حضرت عايشې وويل: ))عثمانه! د مسلمانانو بيت المال دې خپله کڅوړه کړى او د خلکو پر مالونو او ځانونو دې د امويانو لاسونه ورغځولي او واکمنان کړي دې دي، او په دې توګه دې د محمد (ص) اُمت په تنګسه کې راګېر کړى دى؟ خداى دې د اسمان و ځمکې برکت درنه واخلي. داسې، چې د نورو مسلمانانو په څېر پينځه وخته لمونځونه کوي، که نه د اوښ په څېر يې حلال لولې ((. حضرت عثمان، چې د عايشې بي بي خبرې واورېدې، د تحريم سورت لسم آيت، چې د حضرت عايشې او حضرت حفصې په اړه نازل شوى وه ولوست: )) ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلاَ النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ: (( عايشه بي بي توند مزاجې وه، او له هغه ليکه هم خبره شوې وه، چې حضرت عثمان د ده د ورور محمد بن ابوبکر د وژنې فتوا يې ورکړې وه. حضرت عثمان ددې آيت په لوستو ام المؤمنين عايشه _چې د خپلوانو لپاره له سره تېره وه_ دومره غوسه او راوپاروله، چې بې پروا او ډانګ پېيلې يې د خليفه د وژنې فرمان صادر کړ او دده د کفر فتوا يې ورکړه: ))اُقتلوا نعثلاً فقد کفر ((. يعنې: نعثل ووژنئ، چې کافر شوى دى. حضرت عثمان يې له نعثل سره ورته کړ او په دې حکم يې د خلافت حرمت ورمات کړ. البته د اموي مشرانو او واليانو، مروان، حکم بن ابى العاص، وليد، سعيد، او عبدالله بن سعد بن ابى سرح بدۍ پر خپل ځاى اغېزمنې وې او هم مسلمانان، چې کړول کېدل، د بيت المال لوټ، دا ګرد سره په دې پاڅون کې ډېر اغېزمن وو.

د جَهجاه غفاري خبره: حضرت عثمان )رض( خطبه ويله او پر هغه لکړه يې ډډه وهلې وه، چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر پرې وهله. جَهجاه غفاري، چې يو انصاري و، پاڅېد، ويې ويل: نعثله! پاڅه او له منبره راکوز شه . او په بل روايت: راشه، چې پر اوښ دې سپور کړم او يو اور غورځي غره ته دې وربوځم او پکې دې وروغورځوم! هيچا يې د خبرې ځواب ورنه کړ، حضرت عثمان امويانو له منبره راکوز کړ او کور ته يې بوت .

د حضرت عثمان )رض( د کور محاصره: ډېرى وګړي، چې د حضرت عثمان له کوره راتاو شوي وو، مصريان ول. انصارو هم مرسته ورسره کوله. مصريان، چې د حج په نيت راغلي ول، له کوفيانو او بصره والو سره يې مکې ته د ورتلو ژمنه کړې وه. دوى له مدينې دباندې راغلل او مدينوالو هم لاسنيوى ورسره وکړ او دعثمان )رض( له کوره راتاو شول. په دې ترڅ کې ښارونو ته د عايشې ام المؤمنين ليکونه هم وررسېدلي وو او په دې شورش کې يې خورا اغېز درلود خليفه يې محاصره کړ، او د حضرت طلحه په امر يې اوبه ورباندې بندې کړې . عايشې بي بي، چې کار تمام شوى وليد، ويې نه غوښتل، چې دا په مدينه کې وي او حضرت عثمان ووژل شي، نو حج ته چمتو شوه، حضرت عثمان، مروان او عبدالرحمن بن عتاب ته وويل: ورشئ او له عايشې وغواړئ، چې پاتې شي، ښايي د خلکو مخه ونيسي او پرېنږدي چې ووژل شم. ورغلل ورته يې وويل: حج ته مه ځئ او پاتې شئ، ښايي خداى په تاسې دا شورش کينوي او حضرت عثمان بچ شي . عايشې بي بي وويل: نه، پېټي مې تړلي او حج مې پر ځان فرض کړى دى. نه کېږي، چې ولاړه نشم. ورته يې وويل: څومره لګښت، چې دې کړى دوه ګرايه يې درکوو، خو ويې نه منله . مروان دا شعر ووايه: و حــرق قــيس عـلى البلاد فلما اضطرمت احجما قيس پر ښار اور ولګاوه، چې لمبې يې اوچتې شوې او خلک يې راګېر کړل، نو لاس يې رانه واخيست. عايشې د مروان په ځواب کې وويل: مروانه! انګېرې، چې د ملګري په اړه دې شکمنه يم ؟ پر خداى قسم، هيلمنه يم، چې په يوه انډي کې يې ورځاى کړم او د وړو وس ولرلاى شم ]وژنې ته يې[ او په سمندر کې يې وغورځوم . تر دې وروسته مکې ته ور روانه شوه. پر دې کال، خليفه، عبدالله بن عباس امير الحاج کړى و. د صُلصُل په سيمه کې حضرت عايشې ته ور ورسېد، حضرت عايشې ورته وويل: ))پر خداى دې قسم، په دې خوله وره او غوڅه ژبه دې خلک پردې راپاڅېدلي سړي )حضرت عثمان( مه خپروه او ددې ځانمني او سرغړاندي په باب يې مه شکمنوه، خلک پر خپل چار پوه او سترګور شوي او سمه لار يې موندلې او پاڅون ته، له ښارونو خلک ډلې ډلې يو ځاى شوي. په خپله مې طلحه وليد، چې د بيت المال کونجيګانې يې تر لاسه کړې وې! که واکمن شي، نو بېشکه، چې د خپل تره زوى ابوبکر دود به خپل کړي((. ابن عباس، د حضرت عايشې په ځواب کې وويل: مورې ! که پر دې سړي بلا راکوزه او ووژل شي، نو خلک بې زموږ له مشره علي، بل ته غاړه نږدي. عايشې بي بي په بيړه وويل: بحث درسره نه کوم.

حضرت طلحه د بيت المال کونجيګانې تر لاسه کړې وې: حضرت طلحه د بيت المال کونجيګانې ترلاسه کې وې، نو ځکه کور يې له خلکو دومره ډک و، چې د ستنې ځاى پکې نه و. دا چې د حضرت عثمان د محاصرې کړۍ ښه راتنګه شوه، نو څوک يې په حضرت علي پسې ورولېږه مخکې حضرت علي، حضرت عثمان ته ويلي و، چې نور ورته نه راځي، خو راغى. حضرت عثمان ورته وويل: له څو وجهو درباندې حقوال يم، د اسلامي ورورۍ او خپلوۍ حق او د رسول اکرم د زومولۍ، که دا ټول ناليدلي وګڼې او ځانونه په جاهليت کې فرض کړو، بيا هم د عَبدِ مناف اولادې ته شرم دى، چې واک ترې د تيم ټبر يو وګړى ]= حضرت طلحه[ تر لاسه کړي. حضرت علي ورته وويل: خبر به شې. د حضرت عثمان له کوره راووت او نبوي جومات ته راغى. دلته يې حضرت اسامة )د زيد زوى، د پيغمبر اکرم ازاد کړاى شو( وليد، پر اوږه يې لاس ورکېښود او دواړه د حضرت طلحه کور ته ورغلل. حضرت علي، حضرت طلحه ته وويل: طلحه! دا څه جړه دې پيل کړې؟! حضرت طلحه ورته وويل: ابو الحسنه! ډېر ناوخته راغلې، چې اوبه له ورخه تېرې شوي دي . حضرت علي، چې وليدل له حضرت طلحه سره خبرې کول بې ګټې دي، څه يې ونه ويل او له کوره يې رابهر شو او بيت المال ته ورغى. ويې ويل: د بيت المال ور پرانځئ. ورته وويل شول: کونجي يې نه لرو او له حضرت طلحه سره دي. په امر يې د بيت المال ور مات کړ او د سرو سپينو د سکو او هم د ډېريو شويو سرو او سپينو په ويش يې پيل وکړ. د حضرت طلحه په کور کې راټول شوي، يو يو يې له کوره راوته، حضرت علي ته ورغلل او له بيت المال برخمن شول. حضرت طلحه يوازې پاتې شو. حضرت عثمان ته ورغى، ويې ويل امير المؤمنينه! له کړنو مې له خدايه بښنه غواړم، يوه هيله مې درلوده! خو خداى مې د هيلې خنډ شو. حضرت عثمان ورته وويل: پر خداى قسم، توبې ته نه يې راغلي، بلکې په دې پار راغلى يې، چې په منځومال کې دې ماتې وکړه! ددې کار کسات دې خداى ته ورپرېږدم . حضرت طلحه پر حضرت عثمان )رض( اوبه وربندوي، خو علي يې ور رسوي طبري ليکي: حضرت عثمان څلويښت ورځې محاصره و، او په دې موده کې حضرت طلحه خلکو ته جماعت لمونځ ورکاوه . له حضرت عثمان سره په مخالفت کې د رسول اکرم )ص( يو صحابي هم د حضرت طلحه کچې ته نه ور رسېده . حضراتو طلحه او زبير د چارو واګې په لاس کې نيولې وې. حضرت طلحه د حضرت عثمان کور ته د اوبو ور رسولو مخه ډب کړې وه او د څښلو اوبه يې نه ور پرېښودې. حضرت علي، حضرت طلحه ته وويل: دا څه کار کوې. پرېږده، چې دا سړى له خپلې څاه اوبه وکاږي. حضرت طلحه وويل: نه، او موافقه يې ونه کړه . طبري ليکي: محاصره کوونکيو، چې کړۍ ښه ټينګه کړه او د خليفه کور ته يې اوبه نه ورپرېښووې، نو حضرت عثمان په حضرت علي پسې يو تن ورولېږه او د اوبو رسولو مرسته يې ترې وغوښته. حضرت علي له حضرت طلحه سره خبرې اترې وکړې، خو حضرت طلحه به ځان تېراوه، حضرت علي سخت غوسه شو او حضرت طلحه ناچار شو، چې څه قدرې اوبه ورپرېږدي . خو بيا يې اوبه ورباندې بندې کړې. حضرت عثمان د بام سر ته پورته شو او خلکو ته يې وويل: علي درکې شته؟ ورته وويل شول: نه. ويې ويل: سعد شته؟ وويل شول: نه. حضرت عثمان څه وخت چوپ شو، بيا يې سر ځوړند کړ، ويې ويل: څوک شته، چې علي ته ووايي، اوبه راته راوړي؟ حضرت علي، چې خبر شو، درې ډک خيږه اوبه يې ورولېږلې، د بني هاشمو او امويانو مريان يې ورسره کړل، چې ښورښيان د اوبو مخه ونه نيسي او يا يې ترې توى نه کړي، خو څو چې اوبه يې ور رسولې څو تنه پکې ټپيان شول په دې بهير کې، مجمع بن جاريه انصاري پر حضرت طلحه ور تېر شو، حضرت طلحه ترې وپوښتل: مجمع! ارباب دې عثمان څه کوي؟ ورته يې وويل: پر خداى قسم، ګومان کوم، چې وژنئ یې. حضرت طلحه په پيغور ورته وويل که ووژل شي، نه کوم مرسل پيغمبر وژل شوى نه کومه مقربه پرښته . عبدالله بن عياش بن ابى ربيعه وايي: د حضرت عثمان د محاصرې پر مهال، يوه ورځ ورغلم او څه ساعت مې خبرې ورسره وکړې. د خبرو پر وخت، له لاسه يې ونيوم او اړ يې کړم، چې د وره شاته يې کېدونکيو خبرو ته غوږ کېدم. وامې ورېدل، چې يو وويل: څه ته منتظر ياست؟ بل وويل: زغم وکړئ، ښايي له خپلو کارونو لاس پر سر شي. ما او عثمان غوږ نيولى و، چې طلحه بن عبيد الله تېر شو، ودرېد او ويې پوښتل: ابن عديس چېرې دى؟ وويل شول: دلته دى. ابن عديس ورغى او طلحه په غوږ کې څه ورته وويل، ابن عديس ستون شو او خپلو يارانو ته يې وويل: تر دې وروسته مه پرېږدئ، چې څوک د خليفه کور ته راشه درشه ولري. حضرت عثمان وويل: خدايه! ته په خپله مې د طلحه له شره وساتې، چې خلک يې راباندې راپاڅول او ښورښ يې راباندې وکړ... زما د احترام پرده يې څيرې کړه او حال دا، چې دغسې حق يې نه درلود! عبدالله وايي: چې د خليفه له کوره راوتم، د ابن عديس د امر له مخې يې زما د راوتو مخه ونيوه، خو محمد بن ابوبکر له دې ځايه تېرېده، ويې ويل: څه ورته مه واست، نو يې پرېښووم.

د خليفه )رض( وژنه او د علي )ک( غبرګون: حضرت علي يې خبر کړ، چې حضرت عثمان وژني. خپلو زامنو حسن او حسين ته يې امر وکړ: تورې مو را واخلئ او د عثمان پر وره ودرېږئ او څوک مه پرېږدئ، چې پر خليفه لاسبرى شي. زامنو يې ځانونه د خليفه کور ته ور ورسول. د خليفه د کور په شاوخوا کې عجيبه هنګامه وه او خلکو د حضرت عثمان د کار پاى ته رسولو لپاره ټينګار درلود. په پاى کې وهل ډبول پيل شول او حسنين د خليفه په دفاع کې ټپيان شول د حسن مخ په وينو شو او د حضرت علي د مريي، قنبر سر مات شو او سخت ټپي شو. محمد بن ابوبکر وډار شو، که بني هاشم د حضرت علي د زامنو د حالاتو پر ليدو غوسه شي، نو فتنه به راولاړه شي، نو دوه تنه بريدګر يې رامخې ته کړل ورته يې وويل: که بني هاشم دا وضعيت وويني په تېره د حسن پر مخ وينه، نو ويره ده، چې خلک د عثمان له شاوخوا په خپلو تورو وشړي او موخې ته به ونه رسو. چاره يې دا ده، چې د دېوال تر شا د عثمان کو رته ور واوړو او پټ په پټه يې ووژنو . ابن ابى الحديد ليکي: طلحه، چې په يوې ټوټې مخ پټ کړى و، چې خلک يې ونه پېژني، د خليفه پر کور يې غشي ورول . محمد بن ابوبکر له دوو تنو سره د حضرت عثمان د ګاونډيانو له دېواله ورواوړېدل او ځانونه يې ور ورسول. محمد بن ابوبکر وويل: زه عثمان نيسم او تاسې را شئ ويې وژنئ، دا درې تنه ولاړل او پر حضرت عثمان لاسبري شول، محمد بن ابوبکر يې پر سينه کېناست. عثمان )رض( ورته وويل: که پلار دې ابوبکر ليدل، چې پر سينه راته ناست يې خپه کېده، د محمد بن ابوبکر لاسونه سست شول، هغه دوه نور کسان راغلل او ويې واژه . چې خليفه ووژل شو، پر حضرت طلحه يې زېرى وکړ. خو، چې حضرت علي خبر شو غوسناک راووت، چې د حضرت طلحه سترګې پرې ولګېدې، ويې ويل: ابو الحسنه! څه درباندې شوې، چې دومره غوسه يې؟ ورته يې وويل: د خداى لعنت دې درباندې وي! ايا د رسول الله )ص( يو تن اصحابي وژنې؟! حضرت طلحه وويل: که مروان يې له ځانه لرې کړى واى، نه وژل کېده . په بل روايت کې راغلي، چې حضرت طلحه وويل: دا نه مقربه پرښته ده، نه مرسل نبي . له علي )رض( سره د خلکو بيعت او د حضرت عثمان )رض( ښخول

د حضرت عثمان جنازه درې ورځې پر ځمکه پرته وه او څوک يې ښخولو ته نه ورپرېښوول، تر دې، چې خلکو له حضرت علي سره بيعت وکړ. بيا امويانو له حضرت علي سره خبرې وکړې، چې د حضرت عثمان )رض( کورنۍ ته د ښخولو اجازه ورکړي.  حضرت علي د ښخولو اجازه ورکړه. د ماښام تر لمانځه وروسته، پينځو تنو جنازه راواخسته او بوتله يې: مروان، د عثمان )رض( پينځمه لور او د عثمان )رض( درې تنه مريان، چې خلک خبر شول، لمنې يې له تيږو ډکې کړې او د جنازې پر لار کيناستل، چې جنازه راورسېده، خلکو يې تابوت په تيږو ايشته او چپه کولو ته يې هجوم ورباندېې وکړ. حضرت علي يې له پېښې خبر کړ.حضرت علي يو شمېر کسان مؤظف کړ، چې ددې کار مخه ونيسي او جنازه وساتي. دې کسانو جنازه ونيوه او مقصد ته يې ورسوله او په دې توګه يې حضرت عثمان په ))حش کوکب(( کې _چې يهوديانو پکې خپل مړي ښخول او د بقيع تر څنګ وه_ خاورو ته ور وسپاره.
د حضرت عثمان لور، د پلار ښخولو پر مهال وير کاوه، خو په همدې حال کې خلکو ډبرې پرې ورولې او چغې يې وهلې: نعثل، نعثل .

معاويه، چې خليفه شو، امر يې وکړ، چې د ))حش کوکب(( دېوال ويجاړ کړي او دا برخه دې د بقيع هديرې سره ونښلوي او هم امر يې وکړ، چې مسلمانان دې خپل مړي د حضرت عثمان د قبر شاوخوا ته ښخوي، چې په په دې توګه د عثمان )رض( قبر د مسلمانانو په قبرونو کې راشي.

د سقيفې پاى: د حضرت عثمان )رض( تر وژنې وروسته، سقيفه پاى ته ورسېده. په سقيفه کې يې داسې کړلاره جوړه کړې وه، چې يو په بل پسې خليفه شي. که عثمان )رض( وژل شوى نه واى، يو تن يې ټاکه او علي )ک( نه خليفه کېده، خو په سقيفه کې يې، چې کومه کړلاره سنجولې وه، د حضرت عثمان )رض( پر ضد د خلکو په پاڅون او وژنه يې، پاى ته ورسېده او خلک ازاد شول. او دا، چې مسلمانان د سقيفې له بنده خوشې شول، مهاجرين، انصار او د رسول الله )ص( اصحاب کرام رضی الله عنهم د حضرت علي کورته ورغلل او جومات ته يې راوست او خلکو بيعت ورسره وکړ .



حضرت علي )ک( د خپل خلافت په وروستيو ورځو کې، يوه ورځ د يوې خطبې په ترڅ کې _چې په ))شقشقيه (( مشهوره شوې ده_ په لنډو د ابوبکر )رض( خليفه کېدل او له ده سره د خلکو د بيعت څرنګوالى او ورپسې پېښې يادوي، د څېړنې په پاى کې، مناسبه ده، چې دا خطبه رانقل کړو.

دا خطبه په شقشقيه خطبې مشهوره ده،چې امام د خلافت پر مسلې ړنا اچولې ده

١ _ د حضرت ابوبکر (رض) خلافت : باخبر! پر خداى قسم! چې پلاني د خلافت جامې واغوستې، حال دا چې پوهېده، خلافت ته زما مقام د مېچنې تيرک، چې پرې ګرځي،علوم او معارف زما د علم او معرفت له سرچينې په څپو دي او ( د پوهې او علم په ترڅ کې ) يو الوتونکى هم زما لوړى څوکې ته الوتاى نشي. (خير) خو بيا مې هم سترګې پټې کړې او له دې کاره (خلافته) مې مخ واړاوه، بیا مې سوچ وکړ،چې په تش لاس خپل حق اخستو ته راپاڅم؟ له زغمه کار واخلم؟چې پوخمنګی بوډاګانوي،ځوانان زړوي او مؤمنان به تر قيامته او له خپل پالونکي سره تر کتو پکې تکليف ګالي! نو تر سمې ارزونې وروسته مې وکتل چې په دې حالاتو کې زغم عقلمني ده؛ نو صبر مې وکړ؛ حال دا چې د هغه چا په څېر وم، چې په سترګو کې يې ازغی او په ستوني کې يې هډوکى نښتى وي، په خپلو سترګو مې کتل، چې پاتوړی- ميراث مې لوټوي! تردې چې هغه "لومړى" بلې نړۍ ته ولاړ او خلاف يې بل ته وروسپاره. ٢ _ له خلافت سره چلن بيا امام د اعشى يو شعر ووايه: زما د جابر د ورور "حيان" سره څه ورته والى دى؟ ( ما به کرۍ - ګرده ورځ يې په ګرمۍ کې کار کاوه او هغه اسوده په کور کې و!" څومره هېښنده خبره ده؛هغه خو په خپل ژوند له خلکو بښنه غوښته ؛خو د مړينې پر مهال يې بل ته د خلافت وصيت وکړ؟ ٣ _ د حضرت عمر (رض) خلافت : وګورئ،چې دواړو څرنګه د خلافت تيونه په خپلو کې په وېش ورودل او خلافت يې داسې چا ته وروسپاره، چې د تاوتريخوالي،سختچارۍ، تېروتنې او بښنې غوښتنې ټولګه وه. چارواکى لکه پر سرکښ اوښ سپور که قېضه يې راکاږي؛ نو سپېږمې يې څيرې کېږي او که ازاد يې پرېږدي؛نو په ګړنګ کې لوېږي. قسم پر خداى چې خلک له حق لرې شوي،لارې يې بدلې کړي او بېلارې شوي او ما تر ډېرې مودې په دې کړمنو شرايطو کې له زغمه کار اخسته،تردې چې هغه هم له نړۍ سترګې پټې کړې . ٤ _ د حضرت عمر (رض) له شورا ګيله : بيا هغه د خلافت پرېکړه يو "ټولي" ته وروسپارله، چې انګېرله يې زه يې سيال يم؟ خدايه! په دې شورا کې له تا مرسته غواړم! د لومړي په اړه مې خلک په اړه شکمن ول او خبره تردې راورسېده،چې د شورا له غړيو سره يې په يوه تول وتللم او د دوى په څير مې ګڼي؟او په يوه لیکه يې ورسره ودرولم؟ له ناچارۍ مې صبر وکړ او ورسره همغږى شوم،په شورا کې يو تن راسره د کينې له امله، راځنې مخ واړاوه او بل خپل زوم پر حقيقت غوره کړ او د هغو دوو نورو نامې راوړل ناوړه دي . ٥ _ د حضرت عثمان (رض) خلافت : تردې چې درېیمي خلافت ته ورسېد او پلرني خپلوان (امويان) ورسره يو لاس شول او بيت المال يې داسې په خپلو منګولو کې ونيو؛ لکه وږی اوښ، چې د پسرلۍ واښه رانغاړي، تردې چې د رسۍ ولونه يې خلاص شي او د ډېر خوراکۍ له امله پړمخ پرېوځي، کړنو يې خلک راپاڅول او له امله يې ووژل شو. ٦ _ له اميرالمؤمنين سره د خلکو عمومي بيعت : د بيعت پر ورځ رانه دومره خلک راټول شول؛لکه د کوږ د څټ ويښتان له هرې لوري يې را ايسار کړى وم، تردې چې د ډېر شور ځوږ له امله نژدې ول حسن او حسين تر پښو لاندې شي او څادر مې وشلېد،خلک رانه لکه د پسونو د رمې راچاپېر شول؛ خو چې د خلافت په چارو لګيا شوم، يوې ډلې خپله ژمنه ماته کړه او بله زما له مننې سرغړانده شوه او له دينه ووته او يوه ډله د حق له لارې واوړېده لکه چې د خداى دا کلام يې اورېدلى نه و چې وايي: ((تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ = (هو) دا د اخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى،چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د (ځان ساتيو) پرهېزګارانو ده.)) هو! پر خداى قسم چې ښه يې اورېدلي او زده کړي (هم) وه؛ خو د دنيا ناوې او سينګار يې ډېر خوښ دى (؛نو ځکه یې له حق مخ واړاو او سرغړاندي يې خپله کړه او نړۍ يې پر فتنه او فساد اخته کړه) ٧ _ ټولنيز مسووليتونه : او بالکل خلکو! پر هغه خداى قسم،چې دانه يې وچوله او ساکښ يې پيدا کړ،که د پرېمانه بيعتګرو شتون نه واى او د يارانو د راغونډېدو غاړه خلاصول راباندې نه واى او که له عالمانو سره د خداى دا ژمنه نه واى،چې د ظالمانو د ډکې خېټې (ظلم) او د مظلمانو د لوږې ( مظلوميت) پر وړاندې به چوپ نه واى؛ نو د خلافت د اوښې قيضه مې پرېښووله او په پاى کې مې هماغه ورسره کول، چې په پيل کې مې کړي ول، نو هلته به درڅرګنده شوې واى،چې دا دنيا د وزې د پزې تر خړينګه هم راته سپکه او بې ارزښته ده . [خبره چې تردې ځايه راورسېده، يو عراقى راپاڅېد او امام ته يې يو ليک ورکړ، د ليک تر لوستو وروسته ابن عباس (رض) ورته وويل: اميرالمؤمنينه! که له هماغه ځايه پرې خبرې پيل کړې،امام ورته ويل:] د عباس زويه! د زړه د سوز يوه لمبه و، چې ژبغړاندې شوه او کېناسته.

   


کتابښود

١_ الاتقان فى علوم القرآن و بهامشة کتاب اعجاز القرآن ابوبکر باقلانى: سيوطى، جلال الدين عبدالرحمن بن ابى بکر بن نار الدين محمد شافعى )ت: ٩١١ هـ(، مصر، بى تا. ٢_ الاجابة لا يرادما استدرکته عائشة على الصحابة: زرکشى، بدرالدين، تحقيق سعيد افغانى، دمشق، ١٣٥٨ هـ. ٣_ الاحتجاج: طبرسى،، احمد بن على بن ابى طالب، مشهد، ١٤٠٣ هـ. ٤_ احراق بيت فاطمه )س( فى الکتب المعتبرة عند اهل السنة: شيخ حسن غيب غلامى، ط/اول، ١٤١٧ هـ. ق. ٥_ الاحکام السلطانية: ماوردى، ابو يعلى محمد بن حسين حنبلى )ت: ٤٥٠ هـ(، تصحيح محمد حامد الفقى، مطبعة مصطفى الحلبى، مصر، ١٣٥٦ هـ. ٦_ الاحکام السلطانية: قاضى، ابو يعلى )ت: ٤٥٨هـ(، مصر ١٣٥٧ هـ. ٧_ الادب المفرد: بخارى، ابو عبدالله محمد بن اسماعيل )ت: ٢٥٦ هـ(، قاهره، ١٣٧٩هـ. ٨_ البدء والتاريخ: مقدسى، مطهر بن طاهر، زير نظر کلمات هوار، پاريس، ١٩٠١- ١٩٠٣ م. ٩_ التنبيه والاِشراف: مسعودى، ابو الحسن على بن الحسين بن على شافعى )ت: ٣٤٦ هـ(، مصر، ١٣٤٦ هـ. ١٠_ الاخبار الطوال: دينورى، ابو حنيفه احمد بن داود )ت: ٢٨٢ هـ(، مصر، وزارة الشقافة والارشاد القومى. ١١_ ارشاد: شيخ مفيد )ت: ٤١٣ هـ(، ترجمه سيد هاشم رسولى محلاتى، انتشارات علميه اسلاميه. ١٢_ اسباب النزول: واحدى نيشابورى، ابو الحسن على بن احمد )ت: ٤٦٨ هـ(، دارالکتب العلميه، لبنان، بى تا. ١٣_ الاستيعاب: ابن عبدالبر القرطبى الاشعرى، ابو عمر و يوسف بن عبدالله )ت: ٤٦٣ هـ(، مصر، ١٣٥٨ هـ؛ و حيدر آباد، ١٣٣٦ هـ. ١٤_ اسد الغابة فى معرفة الصحابه: ابن اثير جزرى، عزالدين على بن محمد بن عبدالکريم شيبانى )ت: ٦٣٠ هـ(، قاهره، ١٢٨٠ هـ. ١٥_ اعلام النساء فى عالمى العرب والاسلام: عمر رضا کحالة، مؤسسة الرسالة، چ ٣، ١٣٩٧ هـ. ١٦_ اعلام الورى باا علام الهدى: طبرسى، ابو على فضل بن حسن )ت: ٥٤٨ هـ(، تصحيح على اکبر غفارى، بيروت، دارالمعرفة للطبعة والنشر، ١٣٩٩ هـ. ١٧_ الاغانى: ابو الرج اصفهانى، على بن حسين بن محمتد بن موسى )ت: ٣٥٦ هـ(، مصر، ١٣٢٣ هـ؛ بيروت، دارالثقافة و چاپ دوساسى. ١٨_ امالى: شيخ مفيد )ت: ٤١٣ هـ(، تصحيح حسين استاد ولى با شراف استاد على اکبر غفارى، نشر صدوق، تهران، ١٤٠٣ هـ. ق. ١٩_ الامامة والسياسة: دينورى، ابو محمد عبدالله بن مسلم بن قتيبه )ت: ٢٧٠ يا ٢٧٦ هـ(، مصر، ١٩٠٠م. ٢٠_ امتاع الاسماع: مقريزى، تقى الدين احمد بن على بن عبدالقادر بن محمد شافعى )ت: ٨٤٥ هـ(، مطبعة لجنه التاليف، مصر، ١٩٤١ م. ٢١_ الاموال: ابو عبيد، قاسم بن سلام )ت: ٢٢٤ هـ(، تصحيح محمد حامد الغافقى، ١٣٥٣ هـ، و بيروت، دار احياء التراث العربى، چاپ سوم، ١٤٠٣ هـ. ٢٢_ انساب الاشراف: بلا ذرى، ابو جعفر احمد بن يحيى بن جابر بغدادى )ت: ٢٧٩ هـ(، جزء يکم، دارالمعارف مصر، ١٩٥٩م، پينځمه برخه، اورشليم پوهنتون، ١٩٣٦. ٢٣_ بحار الانوار: علامه مجلسى، محمد باقر بن محمد تقى )ت: ١١١١هـ(، اصفهان، د کمپانى چاپ، ١٣٠٣- ١٣١٤ هـ، دار احياء التراث العربى، بيروت، درېيم چاپ، ١٤٠٣ هـ. ٢٤_ بلاغات النساء: ابن ابى طيفور، احمد بن ابى طاهر مروزى )ت: ٢٨٠ هـ(، نجب ١٣٦١هـ. ٢٥_ تاج العروس: زبيدى، سيد محمد مرتضى حسينى واسطى حنفى )ت: ١٢٠٥ هـ(. ٢٦_ تاريخ ابن اثير )الکامل فى التاريخ(: قاره، ١٣٤٨- ١٣٥٦ هـ، قاهره، ١٢٩٠- ١٣٠٣ هـ، اروپا. ٢٧_ تاريخ ابن شحنه )روضة المناظر فى اخبار الاوائل و الاواخر(: عبدالغى، ابن شحنه حنفى )ت: ٨١٥ هـ(، طبع بهامش تاريخ کامل ابن اثير، ج ٧-٩ قاهره، ١٢٩٠- ١٣٠٣ هـ. ٢٨_ تاريخ ابن عساکر )تاريخ مدينة دمشق(: مجلد اول و نيمه اول از مجلد دوم و مجلد دهم، دمشق، مجمع علمى عربى، و مخطوطات آن در کتابخانه ظاهريه دمشق. ٢٩_ تاريخ ابن کثير )تاريخ البداية والنهاية(: اسماعيل بن عمر بن کثير قرشى دمشق بصرى شافعى )ت: ٧٧٤ هـ(، مطبعة السعادة، ١٣٥١- ١٣٥٨ هـ. ٣٠_ تاريخ الاسلام: ذهبى، ابو عبدالله محمد بن احمد بن عثمان قيماز ترکمانى مصرى شافعى )ت: ٧٤٨ هـ(، قاهره، ١٣٦٧- ١٣٥٨ هـ. ٣١_ تاريخ الخلفاء: سيوطى، جلال الدين عبدالرحمن بن ابى بکر بن ناصر الدين محمد شافعى )ت: ٩١١ هـ(، مصر، ١٣٥١ هـ. ٣٢_ تاريخ الخميس: شيخ حسين بن محمد بن حسن ديار بکرى مالکى )ت: ٣١٠ هـ(. ٣٣_ تاريخ طبرى )تاريخ الامم والملوک(: ابو جعفر محمد بن جرير بن يزيد )ت: ٣١٠ هـ(، تحقيق محمد ابو الفضل ابراهيم، مصر، اروپا )ليدن(. ٣٤_ تاريخ يعقوبى: احمد بن ابى يعقوب بن جعفر بن وهب بن واضح )ت: ٢٩٢ هـ(، نجف، ١٣٥٨ هـ، بيروت، دار صادر. ٣٥_ تبصرة العوام فى مقالات سيد الانام: سيد مرتضى حسينى رازى )قرن هفتم هـ(، تصحيح عباس اقبال، چاپ مجلس، طهران. ٣٦_ تذکرة الحفاظ: ذهبى، ابو عبدالله محمد بن احمد بنن عثمان قايماز ترکمانى )ت: ٧٤٨ هـ(، حيدر آباد، ١٣٧٥ هـ. ٣٧_ تذکرة خواص الامة: سبط ابن جوزى ابو المظفر يوسف بن قزاو غلى ابن عبدالله بغدادى حنفى )ت: ٦٥٤ هـ(، نجف، ١٣٦٩ هـ. ٣٨_ تفسير طبرى: ابو جعفر محمد بن جرير بن يزيد )ت: ٣١٠ هـ(. ٣٩_ تفسير قرطبى )الجامع لاحکام القرآن(: ابو عبدالله محمد بن احمد انصارى قرطبى )ت: ٦٧١هـ(، چاپ سوم، مصر، ١٣٧٨ هـ. ٤٠_ تفسير کشاف: ز مخشرى، ابو القاسم محمود بن عمر )ت: ٥٣٨ هـ(، انتشارات آفتاب، تهران بى تا. ٤١_ تفسير نيشابورى )غرائب القرآن و رغائب الفرقان(: نظام الدين حسن بن محمد بن حسين قمى نيشابورى )ت: ٧٢٨ هـ(، تحقيق ابراهيم عطوه عوض، چاپ اول، مصر، ١٣٨١ هـ. ٤٢_ تقريب التهذيب: ابن حجر عسقلانى، احمد بن على )احمد بن على )ت: ٨٥٢هـ( چاپ اول، قاهره، ١٣٨٠ هـ. ٤٣_ التنبيه والاشراف: مسعودى، ابو الحسن على بن حسين بن على شافعى )ت: ٣٤٥ يا ٣٤٦ هـ(، تصحيح الصاوى، مصر، بيروت، مکتبة خياط. ٤٤_ تهذيب تاريخ ابن عساکر: عبدالقادر بن احمد بن بدران )ت: ١٣٤٦ هـ.ق(، چاپ اول، دمشق، ١٣٢٩- ١٣٣٠ هـ. ٤٥_ تهذيب التهذيب: ابن حجر عسقلانى مصرى شافى )ت: ٨٥٢ هـ(، چاپ حيدر آباد، ١٣٢٥- ١٣٢٧ هـ. ٤٦_ تيسير الوصول الى جامع الاصول من حديث الرسول: ابن الدبيع الشيبانى الزبيدى الشافعى )ت: ٩٤٤ هـ(، مصر ١٣٤٦ هـ. ٤٧_ جامع الاصول من احاديث الرسول )ص(: ابن اثير جزرى )ت: ٦٠٦ هـ(، تصحيح محمد حامد الفقى، چاپ اول، مصر، ١٣٦٨ هـ. ٤٨_ الجمل: شيخ مفيد، ابو عبدالله محمد بن محمد بن نعمان بغدادى )ت: ٤١٣ هـ(، چاپ دوم، دار المفيد، لبنان، ١٤١٤ هـ. ٤٩_ حلية الاولياء: ابو نعيم احمد بن عبدالله اصفهانى )ت: ٤٣٠ هـ(، قاهرهر، مطبعة السعادة، ١٣٥١- ١٣٥٧ هـ. ٥٠_ خصائص الکبرى: سيوطى، جلال الدين عبدالرحمن بن ابى بکر شافعى )ت: ٩١١ هـ(، حيدر آباد، ١٣١٩ هـ. ٥١_ الدرامنشور فى التفسير بالماثور: سيوطى، جلال الدين عبدالرحمن شافعى )ت: ٩١١هـ(، قاهره، ١٣١٤ هـ. ٥٢_ دو مکتب در اسلام )ترجمۀ معالم المدرستين(: علامه سيد مرتضى عسکرى، ترجمۀ سردارنيا، چاپ اول، بنياد بعثت. ٥٣_ دول الاسلام: ذهبى، شمس الدين ابو عبدالله محمد بن احمد بن عثمان قايماز ترکمانى مصرى شافعى )ت: ٧٤٨ هـ(، تحقيق فهيم محمد شلتوت و محمد مصطفى ابراهيم، مصر، ١٩٧٤ م. ٥٤_ ديوان حافظ ابراهيم: چاپ مصر، ١٩٧٨ م. ٥٥_ ذخائر العقبى فى مناقب ذوى القربى: ابو جعفر احمد بن عبدالله محب الدين طبرى شافعى )ت: ٦٩٤ هـ(، قاهره، ١٣٥٦ هـ. ٥٦_ الرياض النضرة: ابو جعفر احمد بن عبدالله محمد الدين طبرى شافعى )ت: ٦٩٤ هـ(، مصر، مطبعة الدار، دويم چاپ، ١٣٧٢ هـ. ٥٧_ زهر الآداب: ابو اسحاق الحضرى ابراهيم بنعلى بن تميم قيروانى )ت: ٤٥٣ هـ(، شرح و تحقيق دکتر زکى مبارک، لبنان، دارالجيل، څلورم چاپ، بى تا. ٥٨_ سنن ابن ماجة: ابو عبددالله محمد بنيزيد بن عبدالله بن ماجه قزوينى )ت: ٢٧٣ هـ(، تحقيق محمد فؤاد عبدالباقى، قاهره، ١٣٧٣ هـ. ٥٩_ سنن ابو داود سجستانى: سليمان بن اشعث بن اسحاق بن بشير بن شداد ابن عمرو بن عمران ازدى حنبلى )ت: ٢٧٥ هـ(، لکنهو، ١٣٢١ هـ. ٦٠_ سنن بيهقى )سنن الکبرى(: ابوبکر احمد بن حسين بيهقى شافعى )ت: ٤٥٨ هـ(، حيدر آباد،١٣٤٤- ١٣٥٥ هـ. ٦١_ سنن ترمذى: ممحمد بن عيسى بن سورة بن موسى بن ضحاک سلمى )ت: ٢٧٩ هـ(، بولاق، ١٢٩٢ هـ، المطبعة المصرية، ١٣٥٠- ١٣٥٢ هـ. ٦٢_ سنن دارمى: ابو محمد عبدالله بن عبدالرحمن دارمى) ت: ٢٥٥ هـ(، دمشق، الاعتدال؛ و محمد احمد دهمان. ٦٣_ سنن نسائى: ابو عبدالرحمن احمد بن شعيب )ت: ٣٠٣ هـ(، قاهره، ١٣١٢ هـ. ٦٤_ سير اعلام النبلاء: شمس الدين ذهبى مصرى شافعى )ت: ٧٤٨ هـ(، قاهره دارالمعارف، ١٩٥٧ م. ٦٥_ السيرة الحلبية )انسانالعيون فى سيرة الامين المامون(: على بن برهان الدين حلبى شافعى )ت: ١٠٤٤ هـ(، ١٣٥٣ هـ. ٦٦_ سيرة ابن هشام )السيرة النبوية(: ابو محمد عبدالملک بن ههشام حميرى )ت: ٢١٣ يا ٢١٨ هـ(، تحقيق محمد محيى الدين، و تحقيق مصطفى السقا، ابراهيم الابيارى و عبددالحفيظ الشبلى، دويم چاپ، ١٣٧٥ هـ. ٦٧_ شرح نهج البلاغه: ابن ابى الحديد، عز الدين ابى حامد عبدالحميد بن هبة الله بن محمد بن حسين مدائنى معتزلى )ت: ٦٥٥ يا ٦٥٦ هـ(، مصر، مطبعة الحبلى، لومړى چاپ، و تحقيق محمد ابو الفضل ابراهيم، لومړى چاپ، د ايران د سنګي چاپ. ٦٨_ شرح نهج البلاغه: محمد عبدده، مصر. ٦٩_ شرف اصحاب الحديث: خطيب بغدادى )ت: ٤٦٣ هـ(، تحقيق دکتر محمد سعيد خطيب اوغلى، دار احياء السنة النبوية، بى تا. ٧٠_ شواهدالتنزيل لقواعد التفضيل فى الآيات النازلة فى اهل البيت صلواټ الله و سلامه عليهم: حسکانى عبيد الله بن احمد معروف به حاکم حسکانى حنفى نيشابورى )ت: اواخر قرن ٥ هـ(، تحقي محمد باقر محمودى، چاپ اول، لبنان، ١٣٩٣ هـ. ٧١_ صبح الاعشنى فى صناعة الانشاء: قلقشندى احمد بن على )ت: ٨٢١ هـ(، لبنان، دارالفکر. ٧٢_ صحيح بخارى: ابو عبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن مغيرة )ت: ٢٥٦ هـ(، مصر، ١٣٢٧ هـ. ٧٣_ صحيح ترمذى: )ت: ٢٧٩ هـ(، مصر، بولاق، چاپ اول. ٧٤_ صحيح مسلم: ابو الحسين مسلم بن حجاج قشيرى نيشابورى )ت: ٢٦١ هـ(، مصر، ١٣٣٤ هـ. ٧٥_ صفوة الصفوة: ابن جوزى، ابو الفرج عبدالرحمن بن على بن محمد بکرى حنبلى )ت: ٥٩٧ هـ(، حيدر آباد، ١٣٥٧ هـ. اين کتاب در بيروت در سال ١٣٩٩ هـ تحت عنوان صفة الصفوة با تحقيق محمود فاخورى نيز به چاپ رسيده است. ٧٦_ صواعق المحرقة فى الرد على اهل البدع والزندقه: ابن حجر هيتمى شافعى )ت: ٩٧٤هـ(، مصر، ١٣٢٤ هـ. ٧٧_ ضحى الاسلام: احمد امين، دارالکتاب العربى، لبنان، بى تا. ٧٨_ طبقات ابن سعد )طبقات الصحابة والتابعين والعلماء(: ابو عبدالله محمد ابن سعد بن منيع الزهرى بصرى )ت: ٢٣٠ هـ(، ليدن، و بيروت. ٧٩_ عبدالله بن سبا: علامه سيد مرتضى عسکرى، چاپ افست، ١٣٩٣هـ، و ترجمۀ آن در ٣ جلد، تهران، مجمع علمى اسلامى، چاپ پنجم، ١٣٧٥ ش. ٨٠_ عثمانية: ابو عثمان عمرو بن بحر جاحظ )ت: ٢٥٥ هـ(، تحقيق و شرح عبدالسلام محمد هارون، مصر، ١٣٧٤ هـ. ٨١_ عقائد الاسلام من القرآن الکريم: علامه سيد مرتضى عسکرى، جلد اول، مجمع علمى اسلامى، چاپ اول، ١٤١٤هـ. ٨٢_ العقد الفريد: احمد بنن محمد بن عبد ربه اندلسى، تحقيق على شيرى، ٦ جلد، بيروت، داراحياے التراث العربى، چاپ اول، ١٤٠٩ هـ، مصر، محمد سعيداالعربان، ١٣٧٢ هـ. ٨٣_ عمدة القارى شرح صحيح البخاري: ابو محمد محمود بن احمد بن موسى معروف به البدرالعينى )ت: ٨٥٥ هـ(، لبنان، ناشر محمد امين دمج، بى تا. ٨٤_ الغدير فى الکتاب والسنة والادب: علامه امينى، عبدالحسين بن احمد )ت: ١٣٩٠ هـ(، تهران، دارالکتب الاسلامية، چاپ دوم، ١٣٦٦ ش. ٨٥_ الفتح الکبير فى ضم الزياده الى الجامع الصغير: سيوطى جلال الدين )ت: ٩١١ هـ(، تحقيق و تنظيم يوسف النبهانى، بيروت، بى تا. ٨٦_ فتح البارى فى شرح البخارى: ابن حجر عسقلانى )ت: ٨٥٢هـ(، شرکة المصطفى البابى الحلبى، مصر، ١٣٧٨- ١٣٨٢هـ. ٨٧_ فتوح: ابو محمد احمد بن اعثم کوفى )ت: ٣١٤ هـ(، حيدر آباد، ١٣٨٨هـ، بيروت، دارالکتب العلمية. ٨٨_ فتوح البدان: بلاذرى )ت: ٢٧٩ هـ(، قاهره، ١٣١٩ هـ، و تحقيق المنجدد، چاپ اول. ٨٩_ فوات الوافيات: محمد بن شاکر الکتبى )ت: ٧٦٤ هـ(، تحقيق دکتر احسان عباس، بيروت، ١٩٧٣ م. ٩٠_ القاموس المحيط: فيروز آبادى، محمد بن يعقوب شيرازى شافعى )ت: ٨١٧ هـ(. ٩١_ القرآن الکريم و روايات المدرستين: علامه سيد مرتضى عسکرى، ٢ جلد، مجمع علمى اسلاامى، چاپ اول، ١٤١٧ هـ. ٩٢_ کافى: ثقة الاسلام کلينى، ابو جعفر محمد بن يعقوب بن اسحاق کلينى رازى )ت: ٣٢٩ هـ(، تصحيح و تعليق على اکبر غغفارى، ٨ جلد، تهران، دارالکتاب الاسلاميية، چاپ سوم، ١٣٨٨ هـ. ٩٣_ الکامل: مبرد، ابو العباس محمد بن يزيد )ت: حدود ٢٦٧ هـ(، چاپ ليدن. ٩٤_ کتاب سليم بن قيس هلالى: )ت: ٩٠ هـ(، تحقيق محمد باقر انصارى زنجانى، ايران، قم، نشر الهادى، ١٤١٥ هـ. ق- ١٣٧٣ ش. ٩٥_ کشف الغمه اربلى: ابو الفتح على بن عيسى اربلى )ت: اواخر قرن ٧ هـ(. ٩٦_ کفاية الطالب فى مناقب امير المؤمنين على بن ابى طالب )ع(: ابو عبدالله محمد بن يوسف ابن محمد قرشى ګنجى شافعى )ت: ٦٥٨ هـ(، نجف، ١٣٥٦ هـ. ٩٧_ کنزالعمال فى سنن الاقوال والافعال: علاء الدين على بن حسام الدين عبدالملک متقى معروف به هندى، )سال ختم تاليفش ٩٥٧ هـ. است(، حيدر آباد، ١٣٦٤ هـ. ٩٨_ لسان العرب: ابن منظور )ت: ٧١١ هـ(، بيروت. ٩٩_ لسان الميزان: سبط ابن جوزى )ت: ٦٥٤ هـ(، چاپ اول، حيدر آباد، ١٣٢٩ هـ. ١٠٠_ مجمع الزوائد: ابو الحسن بن ابى بکر هيتمى )ت: ٨٠٧ هـ(، چاپ دوم، بيروت، ١٩٦٧م. ١٠١_ محاورة حول الامامة والخلافة: مقاتل بن عطيه، دار البلاغ، بيروت. ١٠٢_ المحلى: ابو محمد على بن احمد بن سعيد بن حزم اندلسى )ت: ٤٥٦ هـ(، تحقيق احمد محمد شاکر، بيروت، بى تا. ١٠٣_ المختصر فى اخبار البشر: عماد الدين ابو القداء اسماعيل بن على شافعى )ت: ٧٣٢ هـ(. ١٠٤_ المراجات: علامه عبدالحسين شرف الدين، ترجمۀ محمد جعفر امامى. ١٠٥_ مرآة الزمان: سبط ابن جوزى شمس الدين يوسف بن قزاوغلى )ت: ٦٥٤ هـ(، بيروت، دار الشروق، چاپ اول، ١٤٠٥ هـ، تحقيق دکتر احسان عباس. ١٠٦_ مروج الذهب: ابو الحسن على بن حسين بن على مسعودى شافعى )ت: ٣٤٦هـ(، تحقيق محمد محيى الدين، عراق، و بهامش تاريخ الکامل، مصر، ١٣٠٣ هـ. ١٠٧_ المستدرک على الصحيحين: ابو عبدالله محمد بن عبدالله حام نيشابورى )ت: ٤٠٥ هـ(، حيدر آباد، ١٣٣٤ هـ. ١٠٨_ مسند احمد: احمد بن حنبل )ت: ٢١٤ هـ(، قاهره ١٣١٣ هـ، و شرح احمد محمد شاکر. ١٠٩_ مسند طيالسى: ابو سليمان بن داود بن جارود طيالسى )ت: ٢٠٤ هـ(، حيدر آباد، ١٣٢١ هـ. ١١٠_ المعارف: ابن قتيبه دينورى )ت: ٢٧٦ هـ(، تحقيق محمد اسماعيل عبدالله الصاوى، لبنان، چاپ دوم، ١٣٩٠ هـ. ١١١_ معالم المدرستين: علامه سيد مرتضى عسکرى، ٣ جلد، تهران، بنياد بعثت، چاپ دوم، ١٤٠٦ هـ. ١١٢_ معجم البلدان: ابو عبدالله ياقوت بن عبدالله الحموى الرومى البغدادى )ت: ٦٢٦ هـ(، چاپ اروپا. ١١٣_ معجم رجال الحديث: مرحوم آية الله العظمى خوئى، دارالزهراء، لبنان. ١١٤_ معجم الشعراء: ابو عبيدالله محمد بن عمران بن موسى مرزبانى )ت: ٣٨٤ هـ(، تحقيق عبدالستار احمد فراج، مصر، ١٣٧٩ هـ. ١١٥_ المعجم الکبير طبرانى: ابو القاسم سليمان بن احمد طبرانى )ت: ٣٦٠ هـ(. ١١٦_ معجم ما استعجم: عبدالله بن عبدالعزيز البکرى )ت: ٤٧٨ هـ(، قاهره ١٩٤٥- ١٩٤٩ م. ١١٧_ معرفة القراء الکبار على الطبقات والاعصار: ابو عبدالله شمس الدين ذهبى )ت: ٧٤٨ هـ(، تحقيق محمد سيد جاد الحق، مصر، چاپ اول، بى تا. ١١٨_ المغازى: محمد بن عمر واقدى )ت: ٢٠٧ هـ(، تحقيق دکتر مارسدن جونس، لندن، دانشګاه اکسفورد، ١٩٦٦م. ١١٩_ مفاتيح الاسرار و مصابيح الابرار فى تفسير القرآن: شهرستانى، نسخه اى خطى از اين تفسير در کتابخانۀ مجلس شوراى اسلاامى به شماره ))٧٨ ب(( موجود است. ١٢٠_ المفاخرات: زبير بن بکار بن عبدالله بن مصعب بن ثابت بن عبدالله بن زبير بن عوام )ت: ٢٥٦ هـ(، به روايت ابن ابى الحديد در شرح نهج البلاغه، چاپ اول. ١٢١_ مقاتل الطالبين: ابو الفرج اصفهانى، قاهره، ١٣٢٣ هـ، و ترجمۀ آن توسط سيد هاشم رسولى محلاى با مقدمه و تحصحي على اکبر غفارى، تهران، کتابفروشى صدوق. ١٢٢_ مقتل خوارزمى: ابو المؤيد موفق بن احمد اخطب خوارزمى )ت: ٥٦٥ هـ(، نجف. ١٢٣_ الملل والنحل شهر ستانى: ابو الفتح محمد بن عبدالکريم اشعرى )ت: ٥٤٨ هـ(، ليدن. ١٢٤_ مناقب ابن شهر آشوب: ابو جعفر محمد ببن على مازندرانى )ت: ٥٨٨ هـ(، قم، علميه. ١٢٥_ من لا يحضره الفقيه: شيخ صدوق )ت: ٣٨١ هـ(، تصحيح على اکبر غفارى، چاپ دوم، تحقيق السيد حسن الخرسان، چاپ پنجم. ١٢٦_ المواهب اللدنية: احمد بن محمد ابوبکر قسطلانى، بيروت، دارالکتب العلمية. ١٢٧_ المؤطا: مالک بن انس )ت: ١٦٩ هـ(، قاهره، دار احياء الکتب العربية، ١٣٤٣ هـ. ١٢٨_ الموفقيات: زبير بن بکار بن عبدالله بن مصعب بن ثابت بن عبدالله بن زبير بن عوام )ت: ٢٥٦ هـ(، به روايتت ابن ابى الحديد در شرح نهج البلاغه، بغداد، چاپ اول، ١٣٩٢ هـ. ١٢٩_ ميزان الاعتدال فى نقد الرجال: ابو عبدالله محمد بن احمد بن عثمان ذهبى )ت: ٧٤٨ هـ(، تحقيق على محمد البجاوى، دار احياء الکتب العربية، چاپ اول، ١٣٨٢ هـ. ١٣٠_ نقش ائمة در احياء دين: علامه سيد مرتضى عسکرى، ١٤ جلد، تهران، مجمع علمى اسلامى. ١٣١_ نقش عائشه در تاريخ اسلام: علامه سيد مرتضى عسکرى، ٣ جلد، تهران، مجمع علمى اسلامى. ١٣٢_ نهج البلاغه: دکتر صبحى صالح، بيروت، چاپ اول، ١٣٧٨ هـ. ١٣٣_ وفاء الوفاء: نور الدين على بن احمد سمهودى )ت: ٩١١ هـ(، بيروت، دارالکتب العلمية. ١٣٤_ وقعة صفين: نصر بن مزاحم منقرى )ت: ٢١٢ هـ(، تحقيق و شرح عبدالسلام محمد هارون، قم، چاپ دوم، مصر. ١٣٥_ ينابيع المودة: سليمان بن ابراهيم معروف به خواجه کلان حسينى بلخى قندوزى )ت: ١٢٩٤ هـ(، بيروت، مؤسسة الاعلمى.

پاى

پيل: ١١/عقرب/١٣٩٣ وخت: ٤٦: ٥ شب پاى: ١٤/عقرب/١٣٩٣ وخت: ١٨: ١٢ بعد از ظهر