ويکيپېډيا:زغمناک؛ ایوب علیه السلام

حضرت ایوب علیه السلام سمول

*لکه څنګه چې په روایتونو کې راغلي دي: حضرت ایوب علیه السلام خورا شتمني، اولاد او شونتیاوې درلودې او تل د الله منندوی و. شیطان، الله ته وویل، که ایوب دې منندوی دی؛ نو د هغو پراخو نعمتونو په پار دی، چې ورکړي دې دي، که دا نعمتونه ترې واخستل شي؛ نو هغه به دې منندوی بنده نه وي.الله، شیطان ته اجازه ورکړه، چې د حضرت ایوب پر ژوند ولکه ولري؛ نو شیطان لومړی د آنحضرت مالونه، پسان او کروندې په بلا او آفت کړې؛ خو پر حضرت ایوب یې اغېز و نه کړ؛ بیا د حضرت ایوب پر بدن مسلط شو او دومره رنځور شو، چې له ډېر رنځه په بستره کې شو؛ خو بیا هم هماغسې د الله منندوی بنده و.داچې حضرت ایوب له دې ستونزمنې الهي ازمېینې بریالی راووت، الله ورته بېرته خپل نعمتونه ورکړل او روغ رمټ یې کړ.[1]

*د ځینو روایتونو له مخې، خلکو ګومان کاوه،چې له حضرت ایوب نه کومه ګناه شوې،چې پر داسې بلاوو اخته شوی دی؛ نو راټه یې؛ حال داچې بلاوې او کړاوونه، د الهي اولیاوو د ودې او درجې لاس ته راوړو لامل دي[2].


[1]  – نمونه تفسیر

[2]  - بحار،ج 12،ص 351.