ويکيپېډيا:د يووالي بنسټيز لار

د يووالي بنسټيز لار سمول

     زما په نظر د يووالي غوره لار دا ده،چې شته وهمونه، بد کڅۍ او لرېوالې له منځه ولاړشي او يا لږ ترلږه کابو شي او په اسلامي هېوادو کې دشيعه او سني داسې مدرسې جوړې شي،چې په کې د شيعه او سني طالبان په ګډه د فقې،حديث،تفسير او عقايدو زده کړې وکړي. له دې لارې به دديني علومو زده کوونکي په غوره توګه يو بل وپېژني د يو بل له عقايدو به خبر شي او يو بل ته به رانږدې شي.د ادب،منطق او نورو علومو کتابونه بايد يو شي.د ديني علومو زده کوونکي بې له دې،چې د خپل مذهب څلور ګوني علوم وايي د نورو مذهبونو څلور کتابونه (عقايد،تفسير ،فقه او حديث) هم بايد د پرتلنې په توګه ووايي او همدا ديني زده کونکي به د مسلمانانو راتلونکي مشران وي او خلک به د يووالي خوا ته رابولي او د پرديو له لاسوهنې،د بې خبره او نالوستو ملايانو او له دننني تعصبونو به په ټينګه مخه ونيسي.

د امامت له پلوه د شيعه و ډلې سمول

    شيعه دامامت له پلوه درې فرقې دي:(۱) اماميه اثناعشريه شيعه،چې د شيعه و غټه برخه ده،(۲) زيديه شيعه څلور امامان مني او له څلورم امام (علي بن الحسين عليه اسلام) وروسته د زيد بن علي امامت مني(۳)، اسماعيليه شيعه شپږ امامان مني او له امام جعفرصادق(ع) وروسته د اسماعيل او يا د زوى محمد امامت يې مني.د اسماعيليه و او د ځينو نورو څانګو په هکله ډېرې نورې خبرې هم شته.

[څېړونکى : په دې باب په همدې کتاب کې لاندې عنوان ولولئ .]

    له فقهې اړخ شيعه  دوه مسلکه لري:اصولي او اخباري( اهل حديث)،چې د دوی ترمنځ ناڅيز توپيرونه شته او اخباري مطلق لږکي دي.

    سنيان دعقايدو له پلوه دوه ډلې دي:اشاعره،چې ډېرى دي او معتزله ،چې اوس ښايي ډېر لږ وي او دوى عقلي احکام مني. البته يوه درېمه ډله هم بايد پرې ورزياته شي،چې وهابيان دي.

له فقهې پلوه سنيان پر څلورګونو مذهبونو (حنفي، مالکي، شافعي، حنبلي) وېشل شوي،چې په اسيايي هېوادو کې حنفي مذهب ډېرى دی او ډېرې يې له مذهبه بهر اجتهاد هم مني.

ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاعبدون

روڼ اندو ته وړانديز سمول

    که په هېواد کې ملي يوالى او ټولنيز عدالت پلي نه شي او کار اهل او وړ ته ونه سپارل شي؛نو پرمخ به ولاړ نه شي.د ملي يووالي له سترو عواملو يو دا دی،چې په هېواد کې د شيعه او سني په منځ کې ناوړه تفاهم له منځه ولاړ شي،چې د بهرنيو لاسوهنو،دنننيو ناپوهانو او د متعصبه او کم علمه ملايانو له کبله پر کړکېچ اوړېدلی دی؛نو ددې نادودې د هواري لار دا ده،چې په اصولي توګه يو بل وپېژني د يو بل له اندونو او عقايدو خبر شي ،چې په ديني او اسلامي ګډو ټکيو کې دواړه لوري قناعت وکړي او پوه شي،چې په منځ کې يې د اختلاف ټکي فرعي او نا څيزه دي.پوهېږو،چې پرعاطفي او اخلاقي لارو د دواړو مذهبونو د لارويانو نږدې کېدل به د لنډ وخت لپاره وي؛نو اړينه ده،چې دا کار له منطقي او معقولو لارو ترسره شي،چې دوام ومومي او په لومړي ګام کې بايد د دواړو لوريو مذهبي عالمان سره رانږدې شي او په خپل منځ کې خوږلنې،مېنه او قناعت پيدا کړي،چې بيا دوی خلکو ته قناعت ورکړي.

بې له مذهبي عالمانو او خلکو،درېم ګړې ډله هم شته،چې کړاى شي د خپل مذهب لارويانو ته قناعت ورکړي،د شيعه او سني په نږدېوالي،د ديني ورورولۍ په ټينګښت او د هېواد په سياسي، ټولنيز او بيارغاونه کې د پام وړ ونډه واخلي او هغه د شيعه او سني روڼاندي او د لوړو زده کړو خاوندان دي؛ځکه مذهبي عالمان او له پوهنتونو فارغ شوي بايد د خپل مذهب له اصولو او عقايدو خبر وي او پوه شي،چې د اسلام ټينګښت او د هېواد د ملي ګټو لپاره تر منځ يې ديني ورورولي،دوستي او ګډ کار د اسلام له نظره روا دی او ښې پاېلې درلوداى شي او دواړه مذهبونه اسلامي دي او د تشيع او تسنن لارويان دواړه مسلمانان دي. دواړه ډلې پر خداى عقيده لري او قرآن د خداى کلام او واجب الاتباع ګڼي او د اسلام پر اصولو(توحيد-نبوت او معاد) ګروهن دي او پر پېغمبرانو، رسولانو،اسماني کتابونو او پرېښتو ايمان لري او د دين ضروريات لکه لمونځ،روژه،حج، جهاد،زکات، خمس، پرنېکيو امر او له  بديو منع کول مني او څه،چې په قرآن او سنتو کې حرام شوي،حرام يې ګڼي لکه شراب، د سرکوزي غوښه خوړل،سود خوړل،ځان ښوونه، زنا او لواط او په فروعاتو کې اختلاف هغه څه دي،چې د مجتهدينو له اړخ د اجتهادي کچو پر بنسټ منځ ته راغلي او د دين لارويانو ته کوم زيان نه رسوي. که مجتهد د واقع له مخې فتوى ورکړې  وي او يا تېرتى وي؛نو د اجر خاوند به وي او نيوکه پرې کېداى نه شي. هر انسان پر خپل وس پړ دى او له خپلې وسې پورته څه کړاى نه شي.

ناصبي،غالي او کفار سمول

     کوم مذهبونه،چې کله نا کله د شيعه او سني پر ځلانده فضا تپې تېرې راولي؛نو په شيعه او اهل سنت کې نه شمېرل کېږي. شيعه او سني دعقايدو په اصولو او د شريعت په ټوليزو کې يو خوله دي. د سني او شيعه ستونزه له بهره تپل شوې ده.د شيعه او سني عالمانو او پوهانو ته پکار دي،چې ورته د هوارۍ لار پيدا کړي. هو! دا ستونزه لکه دسرطان ددانې په شان په منطق او علم بايد عمليات شي،چې د مسلمانانو بدن پوره روغ رمټ شي.

په پايله کې د ځينو بې خبره شيعه وو او اهلسنتو دښمني او تربګني دننني او بهرني لاملونه لري:

بهرني لاملونه : سمول

بهرني لاملونه،کفار او د اسلام دښمنان دي،چې د اسلام د کمزورتيا او د اسلامي هېوادو د ښکېلولو او د شتمنيو د زبېښلو په موخه يې په ډول ډول نومونو نېغ په نېغ او يا هم دناپوهه،سست او کمزوري ايمان ملايانو او يا هم د مزدور ګوندونو او ډلو له لارې،مسلمانان يو له بله بېل کړي او د د نفاق او بدکڅۍ تخمونه يې په کې شيندلي او لا يې شيندي؛ځګه په مسلمانانو کې دا متل ډېر مشهور دی ،چې" تفرقه واچوه او حکومت وکړه ". له دې عامل سره مبارزه او ډغره وهل ډېر ستونزمن دى؛ځکه بهرنيان ډېرې پېسې لري،چې داخلي بې دينانو او د کمزوري ايمان خاوندانو ته يې ورکوي او دوی هم جاسوسۍ او ان د باطلو اديانو د خپرولو او له ملي ګټو سره د خيانت لپاره چمتو ناست دي،دوى تشکيلات لري ,خپرونې لري, خپل اربابان يې پر ملا ټپوي حال دا چې خپل ټول شرف يې پر پيسو پلورلی دی.

دنننې لامل : سمول

په دې لامل کې درې ډلې دي،چې مسلمانان له يوبله بېلوي،چې دا دي:

١- ناپوهه،ساده،متعصبه د ګېډې نوکران او ځانمي ملايان،چې د نوم او ډوډۍ لپاره په ناحقه مذهبي تعصبونو ته لمن وهي او بې خبره عوام بې لارې کوي او دين،چې د مسلمانانو په منځ کې د مينې او محبت لامل دی پر دښمنۍ او فساد يې اړولی دى.د کفارو له شره ددوى شر ډېر اغېزمن دى.

٢- ناصبيان:دوى د حضرت پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) په اهل بيتو او لارويانو پسې هر ډول دروغ او سپکې سپورې وايي. د شيعه و ځينې بې خبره خلک ګومان کوي،چى ټول اهل سنت به همدا شان وى؛نو ځکه مطلق اهل سنتو ته بد ګوري،حال دا چې ناصبيان ډېر لږ دي او اهل سنت د پېغمبر اکرم د اهل بيتو درناوې کوي او د دوستۍ پر واجبوالي يي يوه خوله دي،چې موږ به په دې لېکنه کې دا موضوع ثابته کړې.

٣- غاليان: دوى د اهل بيتو د امامانو مرتبه د الوهيت (نغوذ بالله) تر پولې پورته وړي او قهراً د اصحابو کرامو بې احترامي کوي.

شيعه بايد پوه شي،چې هر سني ناصبي نه دى، ناصبيان يوه کوچنۍ ډله ده،چى ډېر يې دم ګړۍ په يو عربي هېواد کې اوسېږى او افراطي فعاليتونو يې اسلامي نړۍ ته ډېر زيانونه رسولي او سنيان هم بايد پوه شي،چى په شيعه مذهب کې غاليان پر کفر تورن دي.

لکه څرنګه،چى ناصبيان په اهل سنتو پورې اړه نه لري،غاليان هم په شيعه و پورې اړه نه لري.که موږ (مسلمانان) دا دوه ډلې له ځانه  لرې کړو او وسوسو ته يې غوږ ونه نيسو؛نو ښه به رانږدې شو.

راپارونکې او بنسټيزه موضوع سمول

    الحمدلله په شيعه او سني کې د دين په اصولو [توحيد،نبوت او معاد] کې اختلاف نه شته؛خو په څه کې،چى اختلاف دى او مسلمانان يې په دوو برخو[سني او شيعه] وېشلي، د اهل بيتو او صحابو مسئله ده.

    اهل سنت د صحابه کرامو(رض) لاروي کوي او د آنحضرت (صلی الله عليه و اله) احاديث يې دا صحابو کرامو له لارې راوړي دي.

    شيعه د اهل بيتو لاروي کوي او د آنحضرت (صلی الله عليه و اله) حديثونه يې د اهل بيتو د امامانو له لارې راوړى،چې د شيعه او سني توپير همدا دى.

په دې هکله لاندې ټکيو ته پام وکړئ.

١- د دواړو ډلو ډېر حديثونه په الفاظو او مانا کې يو شان دي؛ځکه اصلي سرچينه يې يوه ده او هغه آنحضرت(صلی الله عليه و اله) دى او توپير يوازې د نقل (او روايتونو) په طريقه کې دى،چى دا خو کومه ستونزه نه ده.

٢- ټول حديثونه په قطعي او غوڅه توګه نه دي رارسېدلي او د راويانو تېروتنې او دروغ د توپير لامل شوی يې دی؛ځکه په راټول شويو حديثو او ان د شيعه او سني د عملي فروعو په کتابونو کې هم د حديثونو توپير (او تعارض) تر سترګو کېږي.

٣- که په يو مذهب کې وي او که په دواړو کې،د راويانو وثاقت ،ډاډمني ، ناپوهي او کمزوري د حديث په اعتبار او نه اعتبار کې د پام وړ اغېز لري او دا هم يو ډول نظري او علمي بحث دى چې بايد ډېر ټينګار پرې ونه شي.

٤- د سنت د راخست و په طريقه کې بايد د نظراختلاف د بدکڅۍ لامل نه شي،انسانان په بېلابېلو مسايلو کې د نظر اختلاف لري. په تېره بيا چې کله په ټولېزه توګه د دين په اصولو او فروعو کې په يو اند وي؛نو عقل دا وايي،چى بايد د يو بل د اند درناوى وکړو.

څه چې د شخړې او لرېوالي لامل ګرځي دا دی،چې يو لوری د بل لوري د مقدساتو سپکاوى وکړي او مخکې مو وويل،چې دا د غاليانو او ناصبيانو کار دی،چې پرلږيدلي اور تېل اچوي،چې دا له اسلام،مسلمانانو او افغانستان سره خيانت دى.

[1] ( توبه ۱۰۰ ايت)

[2] (احزاب/٣٣)