ويکيپېډيا:د قرائت له علم او تجويد سره آشنايي

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

_____________________

د قرائت له علم او تجويد سره آشنايي سمول

د څښتن تعالى   استازي،چې الهي آيتونه يې خلكو ته ورسول او خلكوهم حفظ كړل؛نو پېغمبر اکرم د قرائت  د علم او تجويد بنسټ كېښود. پېغمبر اکرم(ص) حکم وكړ،چې د تجويد د علم  له مخې  د قرآن د ويلو لپاره  اعراب (حركات اود قرآن علامتونه) كېږدىء.

هغه مهال،چې د څښتن تعالى استازي  د قرائت  بنسټ كېښود؛ نو په خلكو كې50 ډولوقرائتونه دود و، چې ددې  علم پوهانو ترې (14) ډوله راواخستل او نور يې پرځاى پرېښوول  .

د قرائت او د تجويد د علم علمي  بنسټ  د پېغمبر اکرم (ص) پر مهال كېښوول شو او حضرت ابن مسعود (رض) هغه په ځانګړې توګه راټول كړ.

پېغمبر اکرم(ص)وويل: څوك چې غواړي قرآن په ترتيل قرائت كړي ؛ نو د ابن مسعود له  ترتيله  دې كار واخلي.

د مزمل د سورت  په 4 آيت كې وايي : ((أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا =يا پر هغې (نيمايي)يو څه زياته كړه او قرآن په ځير،کراره کراره او واضح لوله؛))

امام صادق وايي: په ښايسته غږ قرآن ته ښكلا وركړئ؛ځكه د غږ ښكلا د قرآن  ښكلا لا نوره هم  زياتوي .                                              

پېغمبر اکرم (ص)وايي:د وقفونو مراعاتول او له  سمو مخرجونو څخه د ټكيو ادا كولو ته  ترتيل وايي .

                                                             

تجويد هرمرو زده كړئ سمول

  شك  نشته،چې د تجويد علم د قرآن د سم او ښكلي قرائت لپاره  اړين دى .

د پېغمبر اکرم (ص)اهل بيتواواصحابو به  قرآن  په ښايسته غږ او تجويد لوسته تردې،چې هغوى، چې له لارې تېرېدل؛ د قرآن د غږ خوږلني به درول  او قرائت به چې پاى ته ورسېد،بيا  يې خپله لار نيوه .

  تجويد په خپله يو علم دى، چې موږ دلته د بحث د نه اوږدې لپاره نه دى راوړى او ګران  لوستونكي كولاى شي، چې اړوند كتابونو ته مراجعه وكړي .