ويکيپېډيا:د قرآن سورتونه

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

د قرآن سورتونه سمول

په نهمو او لسمو زده کړو کې مو وويل،چې د قرآن سورتونه پر دوو برخو ويشل شوي دي؛يعنې ١- مکي .٢-مدني سورتونه .

د اوږدوالي او لنډوالي له اړخه د قرآن سورتونه : سمول

هغوى چې وايي؛نو ليدلي به يې وي،چې د قرآن ځينې آيتونه اوږده او ځينې يې لنډ دي؛د بېلګې په توګه : د قرآن تر ټولو اوږد سورت د بقرې سورت دى،چې ٢٨٦ آيتونه لري او د قرآن لنډ سورتونه "والعصر،نصر او کوثر دي،چې هر يو درې آيتونه لري .اهل فن د سورتونو د لنډوالي او اوږدوالي په پامنيوي د قرآن سورتونه څلور برخې کړي دي.

١- سبع الطول (اوه اوږده سورتونه) :

د قرآن اوه سورتونه؛لکه :١-بقره .٢-آل عمران .٣-نساء.٤- مائده .٥- اعراف .٦-انعام  او اعراف اوږده سورتونه دي .

٢- سور المثالي (نه اوږده او نه لنډ سورتونه) :

دا سورتونه نه د بقرې او آل عمران په څېر اوږده او نه د والعصر او کوثر په څېر لنډ دي؛بلکې منځني دي او ډېرى خلک همدا سورتونه په خپلو لمونځونو کې وايي .

٣-سور المضعلات (لنډ سورتونه او د فصل سورتونه)

داسې سورتونه په قرآن کې د فصل فصل په بڼه ليدل کېږي .

د قرآن د سورتونو په باب توضيح سمول

د قرآن ځينې آيتونه په (حم) پيل شوي دي،چې دې سورتونو ته "حواميم" ويل کېږي . هغه سورتونه،چې په (الف،لام،ميم) پيل شوي وي ورته د(الف،لام،ميم) سورتونه ويل کېږي ،چې دادي :١- بقره .٢-آل عمران .٣-اعراف .٤-عنکبوت .٥-روم .لقمان او سجده .

هغه سورتونه،چې پر (سبح) او يا  (يسبح) پيل شوي دي،ورته (مسبحات) ويل کېږي،چې دادي :١-اسراء .٢-حديد .٣-حشر .٤_صف  . ٥- جمعه .٦- تغابن .٧-اعلى .

هغه سورتونه،چې په (الف،لام ،را) پيل کېږي،ورته د (الف،لام ،را) سورتونه ويل کېږي،چې دادي : ١-يونس .٢-هود .٣-يوسف .٤-رعد .٥- ابراهيم .٦-حجر .

د غدايم سورتونه :

هغه سورتونه،چې واجبه سجده لري : ١-سجده .٢-فصلت .٣-علق .٤-نجم .

په دې سورتونو کې مو چې له آيت سره د سجدې ټکى وليد؛نو بايد سجده يې پر ځاى کړو .

د څلور قل سورتونه :

په قرآن کې څلور سورتونه دي ،چې د (قُل)په ټکي پيل شوي دي ،چې د "څلورقُل"سورتونه ورته ويل کېږي،چې دادي :١-کافرون .٢-توحيد .٣- فلق .٤-ناس .

د طواسين سورتونه :

هغه سورتونه،چې په پيل کې يې "طس" يا "طسم" راغلي وي،چې دادي : ١- شعراء.٢- نمل .٣-قصص .

د معوذتين سورتونه :

د "فلق" او "ناس" سورتونه پر "قل اعوذ" پيل شوي دي،چې معوذتين ورته ويل کېږي؛يعنې انسان ددې سورتونو په ويلو له خدايه پناه غواړي .