ويکيپېډيا:د قرآن د نزول پر تاريخ پوهېدنه

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې سمول

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي سمول

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال سمول

د قرآن د نزول پر تاريخ پوهېدنه سمول

  پر تاريخ پوهېدنه،پر پخوانيو پېښو د پوهېدنې غوره لار ده .ځينو مشرانو، تاريخ له موروپلار سره تشبيه كړى دى او انسان بايد خپل موروپلار وپېژني . موروپلار د انسان بنسټ او جرړه ده او تاريخ هم د ټولو پېښو او بهيرونو بنسټ او جرړه ده او پر تاريخ له سمې پوهېدنې پرته د مسايلو د سمې شننې او څېړنې امكان نشته دى .

دا تاريخ دى،چي موږ د پخوانيو پر برخلېك،پېښو او د هغوى د بري او ماتو له  رازونو خبروي او څوك چې غواړي ځان پر قرآن پوه كړي؛نو د پېغمبر اکرم "ص" د بعثت ، دعوت،بلنې،هجرت او جنګونو پر تاريخ بايد ځان پوه كړي؛ نو څومره به ښه وي ،چې په قرآن كې پر راغليو آيتونو د پوهېدو لپاره  ټولې  هغه  پېښې، چې پېغمبر اکرم" ص" ته له وړوكتوبه تر ځوانۍ پورې راپېښې شوي، تر كتنې لاندې ونيسو.

د قرآن يوه مهمه برخه هم د حضرت محمد (ص) د بعثت  وخت دى؛يعنې هغه وخت،چې زموږ پېغمبر اکرم "ص" په څلوېښت كلنۍ كې پېغمبر شو او تر دې وروسته دي،چې حضرت محمد "ص" ډول ډول پېښو ته  ورغاړې وځي او په  همدې  پېښو كې هم الهي آيتونه د وحې  په بڼه  راغلل .

د اسلام له دښمنانو سره د پېغمبر اکرم"ص" د جګړو پر علت ځان پوهول هم  خورا اړين دي،چې دا جګړې او لاملونه يې په قرآن شريف كې راغلي دي .

د حضرت محمد "ص" د وخت د خلكو په اقتصادي او فكري وضعې هم ځان پوهول به راسره د قرآن په پوهه كې خورا مرسته وكړي،د هغه وخت د خلكو پر دودونو پوهېدل هم پر قرآن د پوهېدو لپاره اړين دي او كه خپله خبره رالنډه كړم؛نو داسې  به ووايم : پر قرآن شريف د سمې پوهېدنې لپاره د اسلام پر تاريخ ځان پوهول اړين دي، چې د قرآن د نزول تاريخ يې هم يوه برخه ده،چې د آيتونو د نزول په برخه كې او هم هغه بېلابېلې  پېښې،چې هغه وخت راپېښې شوي، پرې پوه شو .