ويکيپېډيا:د شيعه وو څانګې

لیکوال: اجرالدین اقبال

خوشال خان خټک وايي:

د امت يې برګزين دي اثناعــــــشر

په بزرګۍ د همه جهان مخدوم دي

د شيعه وو څانګې سمول

د الميزان د تفسير مولف ارواښاد سيد محمد حسين طباطبائى په "شيعه در اسلام" (64-75 مخونه) كتاب كې د شيعه و څانګې ښوولې دي:

انشعاب څه ته وايي ؟ او د ځينو څانګو له منځه تګ ؟

هر مذهب يو لړ(لږ يا ډېر) مسايل  لري،چې د هماغه مذهب لومړني اصول ورته وايي او بې له دې نور مسايل په دويمه درجه كې وي.د يوه مذهب لارويان چې د اصلي مسايلو په څرنګوالي او په پېښېدو كې يې (د لومړنيو اصولو په پام كې نيوو سره) اختلاف پيدا كړي؛نو دې ته انشعاب وايي .

انشعاب په ټولو مذاهبو په تېره بيا اسماني اديانو او ان په څانګو كې يې هم شته. "شيعه مذهب" د اهل بيتو د لومړنيو درې مشرانو ( علي، حسن او حسين رضى الله عنهم ) په وخت كې هېڅ ډول انشعاب ونه كړ؛خو د درېم امام [حسن (رض)] له شهادت وروسته د شيعه و اكثريت په امام سجاد (علي بن الحسين) پسې ودرېدل او يو لږكي چې بيا وروسته د " كيسانيه" په نامه مشهور شول،د علي (ك) دويم زوى محمد بن حنفيه په امامت ومانه او ګروهن شول،چې محمد بن حنفيه څلورم امام دى،چې هماغه "موعود مهدي" دى چې په "رضوي" غره كې غايب دى او يوه ورځ به راښكاره شي.

د امام سجاد (رض) له وفات وروسته د شيعه و اكثريت د زوى يې امام باقر (رض) پر امامت يې ګروهن شول او يو لږكي په بل زوى شهيد زيد پسې ودرېدل چې د "زيديه" په نامه يادېږي.

د امام باقر (رض) له وفات وروسته لارويان يې په زوى امام جعفر صادق (رض) پسې ودرېدل او د امام جعفر (رض) له وفات وروسته اكثريت لارويانو زوى امام موسى كاظم په مشرۍ او امامت ونيو او يو شمېر د امام جعفر په مشر زوى اسماعېل (چې د پلار په ژوند كې وفات شوى و) پسې ولاړل او خپل امام يې وګاڼه او له اكثريت شيعه و بېل شول چې د "اسماعيليه و" په نامه مشهور دي. ځينې د امام صادق په بل زوى" عبدالله افطح" او ځينو په بل زوى"محمد" پسې ودرېدل او ځينو خو بيا هم خپله امام صادق وروستى امام وګاڼه او بل څوك يې په امامت ونه مانه. د امام موسى كاظم له شهادت وروسته اكثريت شيعه په زوى امام رضا پسې ولاړل او اتم امام يې وګاڼه او ځينو پر همد ې اوم امام (موسى كاظم) تم شول او توقف يې وكړ،چي د "واقفيه" په نامه يادېږي.

بيا نو شيعه و،له اتم امام څخه تر دوولسم امام پورې (چې اكثريت شيعه ورته موعود مهدي وايي ) د پام وړ انشعاب نه دى كړى او كه كومه پېښه شوي وي؛نو څو ورځې به وه، بيا به په خپله انشعاب له منځه ته، لكه د لسم امام زوى جعفر د خپل ورور يوولسم امام له وفات وروسته د امامت دعوا وكړه او يوه ډله ورپسې شوه؛خو له څو ورځو وروسته له منځه ولاړه او جعفر هم خپلې دعوا پسې ونه ګرځېد،همداراز د شيعه و د رجالو او عالمانو په منځ كې په علمي، كلامي او فقهي مسايلو كې اختلافات شته چې دې ته مذهبي انشعابات نه شو ويلاى .

پورته انشعابي ډلې چې له اكثريت شيعه و بېلې شوي،د وخت په تېرېدو له منځه تلي؛خو "زيديه" او "اسماعيله" پر خپل ځاې كې پاتې دي او په يمن،هند،لبنان،افغانستان،پاكستان او نورو ځايو كې اوسېږي؛ځکه موږ دلته پر همدې دوو څانګو (زيديه،اسماعيليه) او اكثريت شيعه و ( دوولس امامي) خبرو ته دوام وركوو:

زيديه شيعه سمول

" زيديه " د امام سجاد عليه السلام د زوى شهيد زيد لارويان دى. زيد پر 121 هجري د اموي چارواكي هشام بن عبدالملك پر ضد راپاڅېد او يوې ډلې ورسره بيعت وكړ. په كوفه كې د دوى او چارواكي ترمنځ نښته وشوه چې "زيد" په كې شهيد شو.

زيد خپلو لارويانو ته د اهل بيتو پينځم امام دى او وروسته زوى يې (يحيي بن زيد) د اموي واكمن وليد بن يزيد پر ضد راپاڅېد او شهيد شو،چې د پلار ځايناستى بلل كېده او له ده وروسته "محمد بن عبدالله " او "ابراهيم بن عبدالله" (چې د عباسي واكمن منصور دوانقي پر ضد راپاڅېدل او شهيدان شول ) په امامت منلي دي.

تر دې وروسته تر يو وخته  د "زيديه" چارې نامنظمې وې تر دې چې "ناصر اطراوش" (د زيد د ورور له ځوځاته و ) په خراسان كې راښكاره شو او د وخت د حكومت د تعقيب او پلټنې له امله تېښتې ته اړ شو او مازندران (چې تراوسه پورې لامسلمان شوى نه و ) ته راغى او له 13 كلو بلنې وروسته يې يو زيات شمېر اسلام ته راوبلل او د زيديه مذهب لارويان يې كړل،بيا يې د دوى په لاس نيوي او ملاتړ د طبرستان سيمه ونيوه او پر امامت بوخت شو او له ده وروسته تر ډېره وخته  يې په نسل كې د امامت لړۍ روانه وه.

"زيديه" ګروهن دي،چې د فاطمي بي بي له ځوځاته چې هر سخي،زاهد او مېړنى عالم د حق لپاره راپاڅېږي،كېداى شي چې امام وي.

"زيديه" په لومړيو وختو كې د خپله زيد (رض) په څېر دوه لومړي خلفا (ابوبكر او عمر رضى الله عنهما) په امامانو كې شمېرل؛خو له څه مودې وروسته يو شمېر يې د دوى نومونه د امامانو له شمېره وايستل او د امامت لړۍ يې له علي (ك) پيل كړه دهغه څه له مخې چې د " زيديه " و په باب ويل شوي،دوى د اسلام په اصولو كې معتزله او په فروعاتو كې د امام ابوحنيفه د فقهې لارويان دي په ځينو مسايلو كې ترمنځ يې سرسري او لنډ شان اختلافات هم شته[1].

اسماعيليه شيعه او څانګې يې سمول

"باطنيه": د امام جعفر صادق (رض) مشر زوى اسماعيل د پلار پر ژوند مړ شو امام جعفر د اسماعيل پر مړينې شاهدان ونيول ان د مدينې والي. په دې باب يو شمېر ګروهن ول،چې اسماعيل مړ نه؛بلكې غيب شوى او راښكاره كېږي چې هماغه موعود مهدي به وى او شپږم امام يوازې د منصور عباسي واكمن له وېرې پر مړينې يې شاهدان ونيول  دا يو ډول تعميد او په لوی لاس د يوه كار كول و اويو شمېر ګروهن شول چې امامت د اسماعيل حق دى او له مړينې وروسته زوى يې محمد ته لېږدول كېږي او ځيني ګروهن شول سره له دې چې اسماعيل د پلارپه ژوند كې وفات شوى؛خو امام دى او له هغه وروسته امامت په محمد بن اسماعيل او ځوځات كې يې دى او لومړنۍ ډلې له لږ وخته وروسته له مينځه ولاړې؛خو درېمه ډله تر اوسه پاتې ده او انشعابونه يې هم كړي دي. په ټول کې "اسماعيليه" ستوريو لمانځونکيو ته ورته فلسفه لري،چې له هندي عرفان سره اخږل شوې ده او په معارفو او اسلامي احكامو كې د هر ظاهر لپاره پر باطن او د هر تنزيل لپاره پر تاويل قايل دي،ګروهن دي، چې ځمكه كله هم له حجته نه خالي كېږي او " الهي حجت " په دوه ډوله دې؛ ناطق او صامت. ناطق "پېغمبر" او صامت "ولي او امام" دى، چې د پېغمبر وصي دى او پر هر حال حجت د ټول ربوبيت ښكارندوى دى .

د حجت بنسټ پر له پسې پر اوو څرخي. په دې توګه چې يو " نبي " معبوث كېږي چې نبوت (شريعت) او ولايت لري او تر دې وروسته اووه وصيان يې د وصايت خاوندان دي او د ټولو مقام يو دى؛ خو په يوه توپير چې اووم وصي د نبوت مقام هم لري؛ يعنې درې مقامه او مرتبې لري " نبوت،وصايت او ولايت" بيا تردې وروسته اووه وصيان دي چې اووم يې درې مرتبي لري او په همدې توګه دا لړۍ جاري وي.

دوى وايي : آدم عليه السلام مبعوث شو، چې د نبوت او ولايت څښتن و، او اووه وصيان يې درلودل ، چې اووم يى نوح عليه السلام د نبوت، وصايت او ولايت خاوند و او ابراهيم عليه السلام د نوح اووم وصي و او موسى عليه السلام د ابراهيم اووم وصي و، عيسي عليه السلام د موسي اووم وصي و او محمد عليه السلام د عيسي اوم وصي و او محمد بن اسماعيل د محمد عليه السلام اووم وصي و او په دې توګه محمد، علي، حسين،امام سجاد (علي بن الحسين) محمد باقر،جعفرصادق،اسماعيل او محمد بن اسماعيل (دويم امام حضرت امام حسن بن علي ته امام نه وايي) او له محمد بن اسماعيل وروسته له ځوځاتو يې اووه تنه چې نومونه يې پټ دي او له دې اوو تنو وروسته لومړى تن " عبيد الله مهدي " د مصر د فاطميانو د واكمنۍ بنسټګر دى .

" اسماعيله " ګروهن دي چې پر "الهي حجت" سربېره تل پر ځمكه دلته دوولس تنه نقيبان( چې د الهي حجتو حواريون او خواص دي) هم شته او په دوى كې د باطنيه وځينې ډلې ( لكه دروزيه ) شپږ تنه نقيبان له امامانو رااخلي او شپږ تنه له نورو!

پر 278 س ( په افريقا كې د عبيدالله مهدي له راښكاره كېدو مخكې ) يو خوزستانى سړى د كوفې په شاو خواكې راپيدا شو، چې چاته به يې خپل نوم او نښه نه ښووه او ځان يې نه معرفي كاوه،ده  به د ورځې روژه نيوه او د شپې پرعبادت بوخت و او په خپله به يې كار هم كاوه او روزي به يى ګټله او خلك يې اسماعيليه مذهب ته رابلل او په دې توګه ډېر خلك يې ځان ته رامات كړل او له دوى يې دولس تنه د نقيبانو په توګه غوره كړل او خپله د شام پر لور ولاړ او له كوفي ووت او بياڅوك پر حال يې خبر نه شو.

له دې ناپېژندل شوي وروسته "احمد" په "قرمط" مشهور په عراق كې پر ځاى يې كېناست او د باطنيه ښووني يې خپرولي او لكه څنګه چې تاريخپوهان وايي،هغه د اسلام د پينځه وخته لمانځه پر ځاي نوى لمونځ رامنځ ته كړ د جنابت غسل يې له منځه يووړ او شراب يې روا كړل او له دې سره جوخت يى له "باطنيه و" نور مشران پاڅون ته راوبلل او يوه ډله خلك په ځان پسې يې ودرول.

څوك چې له دوى سره په باطنيه لار كې نه ول مالونه او ځانو ته يې په احترام قايل نه ول؛ځکه د عراق،بحرين،يمن او شاماتو په ښارونو كي يې پر لوټ او يرغل لاس پورې كړ د خلكو ويني يې توي كړې  د حاجيانو د كاروانو مخه يې نيوه او په زرګونو يې وژل او مالونه يې لوټول .

"ابوطاهر قرمطي" د باطنيه و يو مشر و،چې پر 311 س يې بصره ونيوه،ويني يې توى کړې او د خلكو مالونه يې لوټ كړل بيا په 317س كې د باطنيه و پر ملاتړ د حج په وخت كي مكې ته روان شو او د وخت د چارواكو د لنډ شان مقاومت له ماتولو وروسته د مكې ښار ته ننووتل د ښار اوسېدونكي او نوي راغلي حاجيان يې ووژل او په مسجدالحرام او د كعبې په دننه كې يې د وينو لښتي وبهول،د كعبې پرده يې پر خپلو يارانو ووېشله د كعبې ور يې وتړه او حجرالاسود يې له خپله ځايه راوايسته او يمن ته يى يووړ او 22 كاله له "قرامطه" سره و.

د دې کړنو له کبله اكثريت او عام مسلمانان له باطنيه و بېزاره شول او هغوى له اسلامه يې ايستل او ان عبيدالله مهدي (فاطمي پاچا چې په افريقا كي راښكاره شوى و او ځان يې موعود مهدي او د اسماعيليه و امام ګاڼه ) له قرامطه خپله بېزاري څرګنده كړه.

د تاريخپوهانو د ويناوو له مخې د باطنيه و مذهبي ځانګړنه دا ده ،چې د اسلام ظاهري احكام او مقررات پر عرفاني او باطني مقاماتو تاويلوي او د شريعت ظاهر په كم عقلو او هغوى چې په هغه پورې ځانګړي بولي له مانيز كمالاتو بې برخې وي ؛نو ځکه د امامت د مقام ځينې لارښوونې له ځانه جوړوي او نورو ته يې ورښيي.

نزاريه،مستعليه،دروزيه او مقنعه سمول

عبيدالله مهدي پر 296 س په افريقا كي راښكاره شو او پر اسماعيليه دود يې خلك خپل امامت ته راوبلل او فاطمي سلطنت يې جوړ كړ،بيا ورپسې وروستنيو يې مصر دارالخلافه كړ او تر اوو پښتو پورې په كې كوم انشعاب رانه غى او د اسماعيليه و امامت او سلطنت همداسې روان و، له اووم امام (مستنصربالله، سعد بن على) وروسته د دوو زامنو يې؛" نزار او مستعلي" ترمنځ پرامامت شخړه پيل شوه،له ډېرو خونړيو جګړو وروسته "مستعلي" پر "نزار" بريالى شو بندي يې كړ څو ومړ.د شخړو پايله دا شوه،چې فاطميان دوه ډلې شول يوه يې "نزاريه " او بله يې "مستعليه".

(الف) نزاريه: دا د "حسن صباح" پلويان دي،چې د مستنصر له نږدې ملګرو ګڼل كېده او له مستنصر وروسته له "نزار" يې پلوي كوله، چې د "مستعلي" په پرېكړه له مصره وشړل شو او ايران ته راغى او څه موده وروسته يې د ايران په قزوين ولايت كې له "قلعه الموت" سر راپورته كړ . قلعه الموت او څو نږدې كلي يې ونيول او سلطنت يې جوړ كړ د كار په پيل كې "نزار" ته بلنه كوله او د حسين له مړينې (518 س) وروسته "بزرګ اميد رود باري" او بيا يې زوي كيا محمد د حسن صباح په دود حكومت وكړ،له ده وروسته زوى يې "حسن علي ذكرۍ السلام" د الموتي څلورم پاچا د حسن صباح طريقه پرېښووه (يعنې د نزاري لارې ته يې شا كړه) او باطنيه طريقه يې ونيوه تر دې چې مغول هلاكو خان پر ايران يرغل وكړ او د اسماعيليه و كلا يې ونيوه او ټول اسماعيليان يې ووژل كلا ګانې يې له خاوروسره سمې كړي او تر دې وروسته په 1255 س كې اغا خان محلاتي چې نزاريه و په ايران كې د محمد شاه قاجار پر ضد ياغي شو او په كرمان كې راپاڅېد؛خو بريالى نه شو او بمبيي ته يې مخه كړه او په خپلې مشرۍ يې د نزاري باطني بلنه پيل كړه چې لا تر اوسه روانه ده او نزاريه فعلاً د "اغاخانيه" په نامه يادېږي.

(ب)_"مستعليه": د مستعلي لارويان فاطميان ول،چې امامت يې د مصر په فاطمي خلفاوو كې پاتې شو او په 557 س له منځه ولاړل او بيا له څه مودې وروسته همدا مذهب په هند كې د "يهر" په نامه راښكاره شو چې اوس هم شته.

(ج) _ "دروزيه": دروزيه يو ټبر دى چې د شاماتو په غرونو كې مېشت دي، په پيل كې د مصر د  فاطمي خلفاوو لارويان ول د فاطمي شپږم خليفه په وخت كې د " نشتګين دروزي" پر بلنه يې باطنيه لار ونيوه.       "دروزيه و" پر "الحاكم بالله" توقف كړى،چې د نورو پر عقيده مړ شوى او دوى وايي چې غايب شوى او آسمان ته ختلى او بيا به راستون شي!

(د)_"مقنعه":په پيل كې د "عطا مروي" په مقنع مشهور لارويان ول،چې مقنع د تاريخ پوهانو په وينا د ابو مسلم خراساني له لارويانو ول او له ابو مسلم وروسته ادعا يې وكړه چې روح يې په كې حلول كړى بيا د پېغمبرۍ او ورپسې يې د خدايۍ دعوا هم وكړه په پای کې په 162 س كې د ماورالنهر د كېش په كلا كې محاصره شو او چې يقين يې راغى وژل كېږي؛نو اور يې بل كړ او له څو تنو يارانو سره يې ځان وسوځاوه د " مقنع " لارويانو څه موده وروسته د اسماعيليه مذهب ونيو او د باطنيه طريقې لارويان شول.


خوشال بابا وايي :


د امت يې برګزين دي اثناعــــــشر

په بزرګۍ د همه جهان مخدوم دي

دوولس امامي شيعه؛ سمول

او له زيديه او اسماعيليه و سره يې توپير

اكثريت شيعه (چي دا نور ترې بېل شوي) پر "اماميه شيعه و يا دوولس امامي شيعه و" يادېږي.

دوى د پېغمبر د ښوونې له مخې په دوو اسلامي مسلو كې له نورو بېل شول او هغه دا چې اسلامي حكومت او علمي مرجعيت د پېغمبر اكرم د اهل بيتو حق او ځانګړنه ده .

شيعه و وويل : اسلامي خلافت(چې البته باطني ولايت او مانيز مشرتوب ورپورې تړلى دى) د پېغمبر اكرم د څرګند نص او د اهل بيتو د نورو امامانو په وينا د دوولسو تنو دى او ويل يې: د قرآن ظاهري ښوونې ( احكام او د شريعت قوانين ) په عين حال كې چې له بشپړ مانيز ژونده هم برخمن دي،تر قيامته اعتبار لري او لرې كېداى نه شي او پردې قوانينو بايد د اهل بيتو له لارې پوه شول.

او له دې ځايه د "اماميه شيعه و " او "زيديه" شيعه و په عمومي توپير پوهېداى شو او هغه دا چې "زيديه شيعه" غالباً امامت په اهل بيتو پورې ځانګړى نه بولي او د امامانو شمېر هم په دوولسو پورې تړلى نه ګڼي او په فقهي چارو كې د اهل بيتو له فقهې لاروي نه كوي. د دوولس امامي شيعه و او "اسماعيليه شيعه و" توپير دا دى چې اسماعيليه ګروهن دي چې امامت پر اوو دورو ګرځي او نبوت پر حضرت محمد (ص) ختم او پاى ته نه دى رسېدلى او د شريعت په احكامو كې د باطنيه و په وينا د ځانګړيو مكلفيتونو لرې كونه تغيير، بدلون، اوړېدنه او را اوړېدنه څه ممانعت نه لري !

اماميه شيعه (دوولس ګوني امامي) حضرت محمد (ص) خاتم الانبيا ګڼي او پر دولسو ځايناستو او وصيانو ورته قايل دي او د شريعت ظاهر معتبر ګڼي او قرآن مجيد ته په ظاهر او باطن دواړو قايل دي .

د بحث پاى:په دوو وروستيو پيړيو كې چې په دوولس امامي شيعه و كې دوه ډلې "شيخيه او كريمخانيه" پيدا شوي دا چې له نورو سره د يو شمېر نظري مسايلو په توجيه،مخونه او تفسير كې اختلافات لري ( نه د اساسي مسايلو په نفې او ثبات كې؛) نو دهغوى بېلتون ته مې انشعاب نه دى ويلى.

همداراز په دوولس امامي شيعه و كې "علي اللهي" ډله چې غلات هم ورته وايي او د باطنيه (اسماعيليه شيعه) په څېر يوازې پر باطن قايل دي؛نو دا چې منظم منطق نه لري يو مخى ترې تېر شوم .

ارواښاد زمخشري (رحمة الله عليه) سمول

له زمانې سره د ناجوړۍ شاعرانه انځور سمول

ارواښاد محمود زمخشري د خراسان د شپږمې پېړۍ ستر اديب او د كشاف تفسير مولف دى . د دې تفسير د درېم ټوك په پاى كې هغه ته منسوب څو شعرونه كښل شوي، چې پښتو مضمون يې دا دى :

1 _ كه څوك مې د مذهب په باب وپوښتي،چې پر كوم مذهب يې؟ نو زه خپل مذهب پټوم او ويلاى يې نه شم؛ ځكه د مذهب پټونه مې پر ګټه ده .

2 _ كه ووايم چې حنفي يم؛نو وائي چې د "سرو زرو" په نامه شراب حلال ګڼې،حال دا چې شراب حرام دي .

3 _ كه ووايم چې شافعي يم؛نو وايي چې له خپلى لور سره ( چې له زنا زېږېدلې وي) نكاح روا بولي.

4 _ كه ووايم چې مالكي يم ؛نو وايي چې د سپي غوښه روا بولي .

5 _ كه ووايم چې حنبلي يم،وايي چې دروند دى،حلولي دى مبغوض دى او خداى جسم ګڼي .

6 _ كه ووايم چې اهل حديث او اخباري يم؛نو وايي چې وزه ده، څه نه پېژني او نه پر څه پوهېږي.

7 _ زه د دې زمانې له اوسېدونکيو حيران يم او د ژبې له شره يې بچ نه يم .

8 _ زمانې شاته وغورځولم او يوه ډله رامخې ته يې كړه،حال دا چې هغوى ناپوه او زه پوه وم .

9 _ له هغې ورځې چې ناپوهان نېكمرغه شول؛نو زه پوه شوم چې د " ميم " په څېر يم چې "افلح" او "اعلم" مې نه شي ويلاى.

(يعنې ميم له شفوى ټکيو دى،د چا چې پورته شونډه پړقه شلیدلې وي ورته "افلح" وائي او د چا چې كښته شلیدلې وي ورته "اعلم" وائي،چې طبعاً داسې سړى "ميم" نه شي ويلى؛نو ارواښاد زمخشري هم له زمانې سره ناجوړي دغسې انځور كړې ده)

    سمول

امامت او خلافت سمول

ارواښاد علامه سيد محمد صالح حايري مازندراني د خپلې زمانې د " اماميه شيعه و " ستره مرجع ، يوه اوږده مقاله كښلې،چې ځينې برخې يې په "همبستګى مذاهب اسلامي" كتاب كې خپرې شوي او موږ د خپلې موضوع له موخو سره په اړه،پښتو ژباړه يې را وړاندې كوو .

شيعه و د "امامت" ليكه نيولې او اهلسنتو د "خلافت" حال دا چې د انتصابي امامت (چې خداى او پېغمبر غوره كړې وي) او انتخابي خلافت ( چې مسلمانان خپل مشر غوره كوي ) توپير يې هېر كړى؛خو ترمنځ يې هېڅ ډول منافات او ضديت نه شته او دا دواړه منصبونه (امامت او خلافت) له پيله تر پايه  يو له بل سره اړخ لګوي؛خو يوازې اړو دوړ  اچوونكي سوله او تفاهم  له منځه وړي چې زيان يې دواړو لوريو ته رسېدلى او نن هېڅ دليل نه لرو،چې "اسلامي امت " بيا دا تېروتنه وكړي.

"توضيح": د شيعه و له نظره امامت په عصمت او د خداى او د رسول په ټاكنې پورې اړه لري او له خلفای راشدين او تابعينو يو هم د دې آسماني مقام د درلودلو ادعا نه ده كړې او په دې باب ټول يوه خوله يو او همداراز هغوى يوه هم له دې مقام انكار نه دى كړى او نه د حكومت په جوړښت او تداوم كې نمښتې (انكار) ته يې اړ شوي او همداراز د امامت مقام يو ناشونى مقام نه دى، چې څوك ورته د نه رسېدو له امله،ترې منكر شي او يا د امامت دلايل تاويل كړي همداراز د پېغمبر په كورنۍ كې دا يو غير معقول او بې سابقې عمل نه و، چي د دواړو مقامونو (خلافت او امامت) ترمنځ يې همغږى راوړه او دواړه لورې رضا شوې او بيا موږ په خپلو كې په باب يې په شخړو بوخت او دښمنان شول او د دوو متضادو لوريو په توګه يې ومنو،چې راټولیدل يې ناشونى دي چې حتماً يو بايد وي او هغه بل له منځه ولاړ شي.

د شيعه و له نظره د امامت شرط دا نه دى،چې منصوص او معصوم امام دې د مسلمانانو ظاهري چاروكې (خليفه) وي؛بلكې يوازې د خلافت صلاحيت او اهليت به لري او په دې باب ټول شيعيان په يوه خوله دي. د شيعه و په نزد؛ بلكې د ټولو عاقلانو له نظره د خلافت او مشرولۍ لپاره د امام ړومبيتوب او استحقاق د عقل ، شرع او عرف له اړخ څرګند دى. اوس نو كه بل څوك راپاڅېږي او له عدالت ، زهد ، امانت او حسن تدبيره كار واخلي او خلك ملاتړ يې وكړي او معلوم هم نه وي چې ظالم به وي،پردې سربېره دا هم  شونې ده،چې امام ته د چارو د برلاسۍ لپاره اسباب او لارې برابرې نه وي او دا وېره هم وي كه راپاڅېږي؛نو فتنه به جوړه شي؛نو غاړه ږدي او په دې فرض چې دا ټولې چارې په ظاهره هم پېښې شوي وي.

د خلفاى راشدينو خلافت بل مقام دى چې هېچا كله هم په باب يې اختلاف نه دي كړى،امام علي (ك) په 25 كلو كې ترې منكر نه شو او نه يى باطل اعلان كړى څو خلافت ورته خپله مخه كړه (بې له دې چې وې غواړي) او خلكو ورسره بيعت وكړ،حال دا چې د بيعت له منلو يې ښه نه ايسېدل او په دې راضي و چې بل څوك يې پر ځاي كېني.

ځكه د شيعه و په قاموس كې امامت له خلافت سره معارض نه دى او د خلافت په اثبات كې د امامت انكار ته اړه نه ليدل كېږي  له دې به  ستر ټولنيز جنايت چېرته وي چې د " منصوص امام " او " عادل خليفه " ترمنځ سوله،تفاهم او رضايت وي؛خو خلك په خپلو كي په شخړه او جګړه كې اخته وي اوبې د "امام" او "خليفه " له رضا او خوښۍ په ملت كې بې اتفاقي غورځوي!

البته هغوى دا خيانت پيل كړى،چې  له امامت او نص  منكر ول او پر امامت له  ګروهنو سره يې دښمني پيل كړه تر دې چې دې ته يې اړ كړل خلافت په نامناسبه او ناسزا څيزونو وستايي!خو اهل بيتو او  لارويانو يې پر دواړو ويناوو (له انتصابي امامت انكار او د خلافت د مفام سپكاوى) د ابطال ګوته راښكوده او كه په دې باب د افكارو او اقوالو تبادله شوې وي بې د دې دوو مقامونو(امامت او خلافت) له اصله به وي او دې مسلې ته په اشاره د "اسلامي مذاهبو د پيوستون" بنسټګر او عمومي منشي استاد ميرزا محمد تقي قمي وايي :"له پېغمبر(ص ) وروسته مشرانو او صالحينو پر عاقلانه اندازخپل اختلافات وساتل،چې له دې اختلافاتو داسې اغېزې را ونه وتې،چې اسلامي يووالى  زيانمن كړي،چې د اسلام دښمنان ترې ناوړه ګټه پورته كړي او په حقيقت كې دا د راى او نظر اختلاف و، نه شخړه او جګړه ".

او زما په اند، ان د "خلاف" نوم هم پرې نه ږدو،شخړه او كشمكش خو لا څه كوې؛ځكه هغه مهال د امام له منزلت،نص خلافت ته اهليت،صلاحيت او له فاضله ملكاتو انكار يې مطرح نه و؛بلكې امام علي (ك) يوازى ګيله وكړه چې ولې  بې له ګډونه يې د خليفه د ټاكنې اقدام وشو او ان امام علي (ك)  منښته (اعتراف) كوي چې د خليفه د ټاكنې په باب د بيړي لامل  حضرت سعد بن عباده انصاري رضي الله عنه و .

او همداراز د شيعه و په كتابو كې د امامت د نصوصو او منزلت يادونه د دې له امله ده،چې دا نصوص هېر نه شي او يا له منځه ولاړ نه شي او دې ته بايد د راي او نظر اختلاف و نه ْ وايو؛ځكه دا دكيسانيه، جاروديه او فطحيه شيعه ډلو په څېر اختلاف نه دى چې دوى يې له " اثني عشري اماميه و " سره لري او بحث يې دا دى،چې د امامت بحث په ځانګړې مانا دى او كه په عامې؛ځكه اماميه شيعه د خلافت لپاره راپاڅېدل د امامت شرط نه ګڼي كه څه  امام د خلافت لپاره ړومبيتوب لري او دا حالت په دې پوري اړه لري چې ظاهري اسباب ورته راټول شي او د خداى حكمت داسې دى ،چې چارې بې له اسبابو سرته نه رسوي .

او دا خواشيني (چې ګنې ولې د امام لپاره اسباب برابر نه ْ شول چې چاروا كى شوى واى ) امام ته هېڅ ګټه نه شي رسولاى دا خو لا څه كوى، چې دښمني هم ورته وكړو او كه دا اختلافات بنسټيز واى؛نو لازم و چې په جزيرة العرب كې د صليبي جګړو په څېر جګړې پېښې شوې واى حال دا چې د علي (ك) او خلفاى راشدينو د ښه تدبير،درايت او كارپوهۍ له امله يوه پېښه هم ونه شوه[2].

دا چې موږ د امامت او خلافت په باب دلايل راوړو د دې لپاره دي ،چې په " سپېڅليواو غوره شويو اهل بيتو " كې د امامت روحاني منصب وساتل شي،هسې نه چې په تېر سره له سلطنت او حكومت سره يو شان وګڼل شي او ځينې داسې وګڼي چې دا مذهبي او اسماني مقام او منزلت نه دى؛بلكې سياسي اړخ يې درلود چې ځان يې سلطنت او چارواكۍ ته رساوه ،حال دا چې امامت اسماني مقام دى چې د قرآني او نبوي علومو پاسوال،  د خلكو د مذهبي ستونزو هوارونكى او د نبوت د دروغجنو مدعيانو د ادعا ردونكى دى،مخكې هم وويل شو،چې منصوب امام ته لازم نه دي،چې د هېوادنيو چارو او سياست لپاره راپاڅېږي؛ځكه دا چارې په  نور څه پوري اړه لري او د  امامت شرط نه دي او داسې هم كېږي،چې امام يو بل څوك د خلافت د پرمخ وړلو لپاره توظيف كړي او يا داچې وسايل او اسباب ورته برابر نه وي او يا د فتنې د مخنيوي لپاره او يا د قرآن د راټولولو او يا داچې د خلافت لپاره يو بل عادل سړى پيدا كړي او چارې وروسپاري،چې دا ټولې خبرې يوه هم الهي منزلت او مقام يې نه شي راټيټولاى؛بلكې كله خليفه او پاچا په دې شرط چې وړتيا او صلاحيت ولري د پېغمبر ځايناستى كېږي لكه چې حضرت پېغمبر (ص) په خپل ژوند كې د لرو بر واكمن نه و ؛ بلكې له ځينو هېوادو سره يې سوله وكړه او ځينې يې د لنډ مهال لپاره ازاد پرېښودل او دا آيت پرې نازل شو:[وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ = كه ته څومره ټينګارهم وكړې؛نو ډېرى خلك ايمان نه راوړي.[3]]

او خداى تعالى فتح او برياوې له وفات وروسته يې پر برخه كړې حال دا چې ټول مسلمانان په يوه خوله دي،چې د پېغمبر(ص) رسالت د بعثت له پيله ټول بشريت ته و،نه دا چې واكمن شي او بريا يې په برخه شي .

كه خداى تعالى نه واى غوښتي،چې پېغمبر (ص) واكمن او سوبمن شي او له هجرته ړومبى او يا په مكه كې له عمومي بلنې او دعوت وروسته شهيد يا وفات شوى واى او بې له مكي سورتونو نور آيتونه پرې نازل شوي نه واى د عمومي رسالت له نظره په منزلت او مقام كې يې نيمګړتيا نه راتله،چې د دين والو د بريا او ډېرښت په بڼه كې مقام او منزلت يې بشپړ شي،همداراز كه امام، خليفه او چارواكى نه شي او خلك د خلافت لپاره يې ونه ټاكي او يا په بيعت كې يې تاخير او وروستوالى راولي؛د امامت له مقامه يې څه نه كمېږي .

همداراز نه ښايي چې "خلفاى راشدين" له خلافته ممنوع وګڼو په تېره بيا چې امام علي (ك) ورسره جوړ و،او د زړه له اخلاصه يې ورسره دوستي درلوده په پټه او ښكاره يې ورسره لاس يو و، مشوره او لارښوونه يې ورته كوله او مسلمانان بايد د علي او زامنو طريقې ته  وګورى،چې خلكو ته په سوله او امنيت كې د ګډ ژوند،نرمښت،پيوستون او يووالي درس وركوي او د امامت او خلافت ترمنځ يې پيوستون رامنځ ته او په امت كې يې خپور كړ .

او د شيعه و لپاره (د علي او زامنو په لاروي ) بيخي شونې ده،چې (مخكې مې ورته اشاره وكړه ) د خلافت په سموالي قايل شي او د امامت پر مقام بسياېنه وكړي دا مقام چې د پېغمبر پر ژمنو وفا، صبر، زغم او پاسوالي داسې مسايل دي،چې د بل چا له وسې پوره نه دي (لكه د رسول اكرم د نبوت پر خاتميت  د حقانيت دلايل،پر نورو اديانو د اسلام د لوړتيا اثبات او داسي نور مسايل چي بې له پېغمبر(ص) يا وصى بل څوك يې كړاى نه شي)

همداراز اهل سنتو وروڼو ته امكان لري،چې د علي او زامنو انتصابي امامت  ومني دغسې د پېغمبر اكرم اصحابانو كله هم د پېغمبر ( ص ) له دستوره سرغړاوى نه دى كړى چې ابطال او دروغ يې ګڼلي وي،يوازې د ځينو مصالحو او ملحوظاتو په پام كې نيوو سره يې پرې عمل ځنډولى دى.او اهل سنت دې د شيعه و په ويناوو راضي شي،چې په دې باب اهل سنتو ته هېڅ زيان نه رسي ؛ځکه د علي د ځوځات د امامت په پرېښودو او له شيعه و سره شخړه کول،ورته لږه ګټه هم نه لري. همداراز لكه څنګه چې د خلافت منل او ورسره دښمني پرېښودل د اهل سنتو د خوښۍ لامل ګرځي او شيعه و ته به د بوسو هومره هم زيان ونه رسېږي او همداراز د اهل بيتو امامانو په خوله او ژبه په خلفاوو پسې له سپكو سپورو ويلو منع كړي او سپارښتنه يې كړې،چې د اسلام د يووالي لپاره درناوى يې وكړي .

(( او په دې توګه د امامت او خلافت ترمنځ سوله او پخلاينه راتلاي شي چې خليفه د ځمكو د زېرمو امين او پاسوال وګڼو او امام د الهي او نبوي علومو د زېرمو پاسوال ! ))

څېړونکى : د مخلصو او زړه سواندو پوهانو له نظره :سني شيعه دى او شيعه سني دى او په حقيقت کې دواړه د يو خداى بندګان او د "محمدرسول الله" په امت کې ګڼل کېږي؛نو ښه ده،چې په هر اړخيز ډول سره يووالى او تفاهم وکړي او دې تاريخي پېښې ته د پاى ټکى کېږدي او په خپلو کې يو بل د مسلمانانو په نوم وپېژني نه يو ځانګړى مذهب .


[1] [وګورئ:1 _شهرستاني ملل و نحل،2_ ابن اثير،الكامل في التاريخ ]

[2] [ څېړونکى: په دې باب " علي از ديدګاه خلفا" کتاب ولولئ،چې په پښتو هم ژباړل شوى .]

[3] (يوسف/۱۰۳)