ويکيپېډيا:د شيعه وو په روايتونو کې د ا صحابو کرامو مقام

د شيعه وو په روايتونو کې سمول

د ا صحابو کرامو مقام سمول

موږ له امام جعفر صادق (ع) د اصحابو کرامو په هکله دوه روايتونه را اخلو،چې سندونه يې صحيح دي،چې زموږ اهل سنت ورورنه دې پوه شي کوم تورونه او دروغ چې په شيعه و پورې تړل شوي،له واقعيت سره اړخ نه لګوي او دواړه لوري سره وروڼه دي او بايد يو له بل سره دوستي او ګډ کار وکړي،چې د اسلام عظمت خوندي شي،چې د دواړو لوريو موخه هم ده. 

(١) منصور ابن حازم له امام صادق (ع) د حديث په هکله وپوښتل: راته ووايه:څه،چې د رسول اکرم اصحابو ترې روايت کړي،رښتيا دي او که دروغ يې ورپورې تړلي دي؟ ويې وويل: رښتيا دي . و مې ويل:نو په حديثونو کې ولې اختلاف را پيدا شو؟ ويې ويل: ايا نه پوهېږې،چې يو صحابي به آنحضرت (صلی الله عليه و اله) ته راتله او د څه په باب به يې پوښته او آنحضرت به يې ځواب وايه بيا يې ورته داسې ځواب وايه،چې لومړۍ ځواب يې نسخ کاوه[1].

له دې حديثه موخه مې د نسخ بحث نه دى،چې دا بايد د فقې د اصولو د علم په برخه کې وڅېړل شي؛بلکې موخه مې دا ده،چې امام صادق هغه اصحاب،چې له آنحضرت (صلی الله عليه و اله)بېلابېل روايتونه روايت  کړي،تصديق کړي دي او د حديثونو د اختلاف علت دروغوالى يې نه؛بلکې نسخ  يې ګڼلې ده. هو! ددې حديث پربنسټ صحابه کرام بايد رښتني وګڼو.

(٢) امام صادق (ع) دهشام بن سالم په معتبره کې وايي: د رسول الله (صلی الله عليه و اله) ياران دولس زره تنه ول،اته زره تنه د مدينې،دوه زره د مکې او دوه زره طلقاء (ازاد شوي) ول او په دې ټولو کې نه قدري ول،نه مرجي،نه حروري،نه معتزلي  او نه د رای خاوند او ټولو به د شپې او ورځې ژړل او له خدايه يې غوښتل، مخکې له دې،چې پخه ډوډۍ وخوري ساه يې واخلي[2].

اوس چې موږ  د اهل بيتو او اصحابو پر مقام پو شو؛نو پوهېږو کوم دروغ،چې په شيعه او سني پسې تړل کېږي،ټول بې بنسټه او بې ارزښته دي. په شيعه و پورې داسې دروغ تړل شوي،چې دوى بې له څلورو اصحابو نور ټول (نعوذ بالله) کافر ګڼي. دا دروغ هغه وخت رسوا کېږي،چې ډېر شمېر اصحاب د صفين،جمل او نهروان په جنګونو کې د حضرت علي (ک) د مخالفينو پر ضد له حضرت علي سره ولاړ ول او دتاريخ او د مخورو عالمانو په ګواهۍ دا اصحاب په همدې جنګونو کې شهيدان هم شول. ايا دا به معقوله وي،چې شيعه دا کافر وګڼي؟

وګورئ،چې څنګه ړوند تعصب انسان پر دروغجنو او خوشې خبرو اخته کوي؟ په اهلسنتو پورې تړل شوي،چې د اهل بيتو دښمنان دي او يا يې له فضايلو منکر دي. دا ټول دروغ د تېرو حديثونو په راوړلو سره په څرګنده باطل شول؛ځکه سني او شيعه د قرآن د وينا له مخې (انماالمؤمنون اخوه) بايد ديني ورونه وي. او د قرآن د حکم له مخې (ولاتنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحکم) بايد له خپلمنځي شخړو ډډه وکړي،چې کمزوري نه شي او د قرآن د حکم له مخې (وتعاونوا على البر و التقوى) بايد په پرهيزګارۍ او ښو چارو کې يو له بل سره ګډکار وکړي.

ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاتقون

د همداسې ورځې په هيله

والسلام کابل سمول

د ۱۳۸۲ل د وري (  ۲۹) مه

د محترم محسني د خبرو پاى


[1] وګوریء: (اصول کافى ١/٦٥)

[2] وګوریء:(البحار ٢٢/ ٣٠٥ له الخصال نه را اخستل شوی دی)