ويکيپېډيا:دوتنې لارښود

(له ويکيپېډيا:د رسنيو مرسته نه مخ گرځېدلی)

په ويکيپېډيا کې دوتنې

د ويکيپېډيا ځينې ليکنې ليدنيزې يا غږيزې دوتنې لري.

د ويکيپېډيا ځينې ليکنې ليدنيزې يا غږيزې دوتنې لري، د دې لارښود موخه د داډول دوتنو د کارولو څرنګوالی دی. د ويکيپېډيا ټول ملټي مېډيا دوتنې په هر ډول کمپيوټر او موبايل کې د کارونې وړ دي، که ستاسو موبايل يا کمپيوټر يې نشي پرانيستلی، نو تاسو بايد له اېنټرنېټه د اړتيا وړ پوستغالی او کاريال راډونلوډ او نصب کړئ.

د ويکيپېډيا غږيزې دوتنې معمولاً آگ/وربیس (ogg/vorbis) وي او وېډيويي دوتنې يې آگ/تئورا (ogg/Theora) بڼه لري. دا بڼه معمولاً د Mp3 او MPEG چې د غږيزو او وېډيويي دوتنو د چلولو لپاره دي، سره يو شان کار کوي. يوازې توپير يې دومره دی چې آگ (ogg) يو وړيا او ازادې منځپانګې لرونکې بڼه ده.

ځينې وختونه دا دوتنې MIDI بڼه لري. دا ډول دوتنې په خپله د هماغې بڼې سره پرانيستل کيږي، د بل اضافي سافټوير نصبولو ته اړتيا نشته.


د دې لپاره چې پوه شئ چې څنګه غږونه، وېډيوګانې او انځورونه جوړ کړئ، په ويکيپېډيا کې له ويکيپېډيا:د دوتنو جوړول او کارول وګورئ. .


کينډۍ:ويکيپېډيا تخنيکي لارښود