ويکيپېډيا:د امام حسین پاڅون

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

خوشال بابا وايي : سمول

خلافت د چــــــــار يارانو سمول

په دېرش کاله وو يــــــــارانو سمول

بيا د پسه بادشاهي شوه سمول

په سپېدې کې ســـــياهي شوه سمول

اول بغي راپيدا شـــــول سمول

څوک بادشاه څوک امر اشول[1] سمول

                   

حسيني پاڅون سمول

سبط اكبر امام حسن مجتبى رضى الله عنه پر ( 50 ) هجري كال د يوې طرحې له مخې خپلې ښځې ( جعده د اشعت بن قيس لور ) مسموم او شهيد کړ او د مسلمانانو مشري امام حسين رضى الله عنه ته ور پر غاړه شوه .

امام حسين (رضي الله عنه) د هغه وخت د ټولنيزو شرايطو او د امام حسن رضي الله عنه  او حضرت معاويه بن ابي سفيان د سولې تړون له مخې لس كاله پر زغم تېر كړل او وخت ناوخت يې څه د مخامخېدو پر مهال او څه د ليك له لارې واكمنو ته  لارښوونې كولې.

حضرت معاويه بن ابي سفيان پر 56 هجري كال د يزيد ځايناستي (ولايت عهدي) اعلان كړه اوله خپلو واليانو يې وغوښتل چې د يزيد لپاره بيعت واخلي  .

حضرت معاويه بن ابي سفيان،چې له خلكو خپل زوى (يزيد) ته بيعت واخست؛نو تردې وروسته د امت ټولنيز او سياسي شرايط واوښتل؛ځكه د زوى وګړه او چلن دود له پلاره بېخي بېل و.[2]

حضرت معاويه بن ابي سفيان د خپل عمر په وروستيو شېبو كې  ويل:

فياليتنى لم اعن فى الملك ساعه – و لم اسع فى لذات عيش نوافر= كاشكې  د يو ساعت لپاره هم پاچا نه واى.[3]

حضرت معاويه بن ابي سفيان د ژوند په وروستيو كې  پاچاهي يزيد ته وسپارله،چې واکمنۍ یې عبرتناکې ځانګړنې درلودې او پر دې پوهېدل به د كربلا پېښه، عاشورا او د پېغمبر اكرم د كورنۍ اسارت ښه راڅرګند كړي.

ارواښاد ابوالاعلي مودودي د پاچاهۍ زمانې اته ځانګړنې ښوولي چې دا دي:

( 1 ) _ د مشر ټاكنې په دود كې  بدلون.

( 2 ) _ د مشر ژوند دود اوښتې وه .

( 3 ) _ د بيت المال كيفيت اوښتى و؛ داسې چې بيت المال د مشر شخصي شتمني انګېرل كېده .

( 4 ) _ د بيان د آزادۍ پاى ته رسېدل.

" د پاچاهي په زمانه كې، وجدانونه بنديان شول ،ژبې وتړل شوې. دود شوه،چې خوله به يوازې غوړه مالۍ ته خوځي؛ خو وجدان ځواكمن و او حق يې نه شو پټولاى؛نو ځكه تړل، ازار، ربړونه او وژنه دود وه "[4]

لاندى بېلګو ته ځير شئ:

مروان بن حكم ( د مدينې واکمن)، مسور بن محزمه په دې تور په كوتكونو وواهه،چې ورته يې ويلي وو: " خبره دې بېځايه ده" او څه موده وروسته چې پر 75 هجرى كال عبدالملك بن مروان مدينې ته راغى، د پېغمبر اكرم پر منبر ودرېد او ويې ويل:

" يوازې توره د خلكو علاج دى،كه څوك راته اتق الله ( له خدايه ووېرېږه ) ووائي؛ نو څټ به يې ورپرې كړم " .

5 _ د قضا د آزادۍ پاى

د دويم خليفه (رضى الله عنه) په زمانه كې،علي ( ك ) خپه شو او خليفه ته يې وويل: تا ولې راسره په درناوي خبرې كولې؛خو زما مقابل لورى دې په عادي نوم ياداوه؟خليفه ورته وويل: په دې خپه يې چې له مقابل لوري سره يوځاى يې ؟

علي ( ك ) ورته وويل: نه! په دې خپه يم ، چې يو ډول چلن راسره نه كوې،ما په كنيه يادوئ او هغه بل نه.[5]

خو په پاچایۍ كې مالونه ،ځانونه او پت د پاچا په مزاج پورې تړلي وو،څوك يې وژل او څوك يې پرېښوول .

6 _ د شورايي حكومت پاى

يادونه: د يزيد د ځايناستۍ لپاره څه نمايشي مشورې شوې وې.[6]

  7 _ د توکميزو او ټبريزو تعصبونو راټوكېدل

8 _ قانون لتاړل .

په دې زمانه كې قانون او خلكو ته حرمت او درناوى له منځه تللي و ، "زياد" چې د بصرې او كوفې والي شو؛نو پر منبر يې وينا اوروله ، څو تنو پرې ډبرې وورولې،سملاسي يې حکم وكړ،چې د جومات ورونه وتړئ او په تورو يې بې له محاكمې لاسونه ورپرې كړل .[7]

دا وې د پاچاهۍ زمانې ځانګړنې.

حسن بصري ( رح ) ويلي:

طبري روايت كړى،چى حسن بصري ( رح ) ويلي: حضرت معاويه بن ابي سفيان څلور ځانګړنې درلودې، كه يوه يې هم درلوداى؛ نو د هلاكېدو لپاره يې بسيا وه:

( 1 ) _ سفهاء او  پرېوتي وګړي يې پر امت لاسبري كړل، هغه مهال ځينې اصحاب او د فضيلت خاوندان هم وو .

( 2 ) _ خپل زوى يې ځايناستى كړ، حال داچې تل نېشه او مست و ، ورېښمينې جامې يې اغوستې او ټنګ ټكور يې هم كاوه .

( 3 ) _ زياد بن ابيه ته يې خپل ورور ووايه ، سره له دې چې پېغمبر(ص) ويلي دي : اولاد د فراش د خاوند ( د ښځى مېړه ) دى او زناكار بايد سنګسار شي.

( 4 ) _ د حجر بن عدى او يارانو وژنه، پر حضرت معاويه دې د حجر بن عدى او يارانو د وژنې له امله افسوس وي، ... [8]

ارواښاد مودودي په خپله تاريخي څېړنه كې له "محمدى اسلام" نه كږلېچ او انحراف له دې ځايه بولي،چې خلافت پر ملوكيت او پاچاهۍ واوړېد او د "خلافت او ملوكيت" د كتاب شننه پر همدې موضوع ولاړه ده .اروښاد سيد قطب ( عدالت اجتماعي در اسلام ،بخش سيستم سياسي در اسلام) ،عبدالحميد جودة السحارة (ابوذر)، طه حسين (آشوب بزرګ  ) خوارج او زيديه شيعه ، كږلېچ د درېم خليفه (رض ) وروستي شپږ كاله خلافت بولي،چې لومړي شپږ كاله يې د شيخينو (رضى الله عنهما ) په دود تېر كړل او د خلافت پر اوم كال يې هغه دود ته شاكړه او موږ بايد دا شننې د مودوي له شننې سره پرتله كړو،چې د چا دلايل پیاوړي دي.

بله شننه هم شته او هغه داچې د پېغمبراكرم تر وفات وروسته د ځايناستۍ پر سر اړپېچ د نادودو پيلامه ده "اثنا عشريه" شيعه ځان د همدې شننې پلويان بولي،په دې باب اړوند كتابونه ولولئ او له پورته دوو شننو سره يې پرتله كړئ .

بله شننه هم شته،چې ارواښاد شاه ولي الله محدث دهلوي په " ازاله الخفاء " كې  اوڅار كړې او هغه دا چې د څلورګونو خلفاوو خلافت الهي تقدير و.

بايد ووايو چې د تاريخي مسايلو په شننه او څېړنه كې سړى له خپله عقله كار اخلي،سوچ او غور كوي او بيا وروسته دريځ نيسي او د مسايلو د څېړنې دا برخه په مذهبي فقهي اړخ پورې څه اړه نه لري او كېداى شي تاريخي دريځ نيونې له فقهي اړخ سره كوشير شي، د بېلګې په توګه:

سبط ابن جوزي حنفي ( 654 س مړ ) خوشال بابا ( 1100 س مړ )، د افغانستان ستر عالم ، شيخ ابراهيم بن سليمان قندوزي حنفي ( 1294س مړ ) او حمزه بابا ( ۱۳۷۲ – ۱۹۹۲ز مړ ) دوى له فقهي پلوه احناف دي؛خو تاريخي دريځنيونې يې "د دولس ګونو امامانو پر پلوۍ دي " .


يزيد سمول

علايلي د یزید د روزنې په اړه په خپل کتاب کې یو لو مسایل شنني،چې لوستل یې ګټور دي.[9]

د يزيد د اخلاقي شخصيت په باب مسعودي  ليكي:

" هغه سرمست ځوان و، شپه و ورځ يې شراب څښل ،ساز او سرود ته يې مخه وه ، بيزوګانې يې ګډولې او ژوند يې پر چټټیاتو تېراوه ".[10]

سبط ابن جوزي د يزيد يو شعر را اخلي،چې پښتو مفهوم يې دا دى: "اى نديمانو! راپورته شئ او د مطرب زړه راښكوونكى غږ واورئ، د شرابو پياله پورته كړئ،علمي او مانيزې خبرې پرېږدئ. د چنګ له نغمو د اذان غږ نه اورم او د جنتي حورو پر ځاى مې بوډۍ ساقي غوره كړې ده ".[11]

پلار يې يزيد ته ليك لېږلى،چې قلقشندي را اخستى دى: "ستا په باب رارسېدلو خبرنو خپه او نهيلى كړى يم . يزيده! ځان دې هلاك او بديو ته دې مخه شوې او فضايل دې پريښي،چې ډېرې ټكې درباندې كېږي. يزيده! كاشكې  نه واى پيدا شوى، چې درته هيلمن واى؛ خو اوس چې ځوان شوى يې؛نو پر مصيبتونو دې اخته كړي يو ، پر تا دې افسوس وي ...."[12]

يزيد له ګروهیز پلوه سمول

ابن اثير ليكي: " يزيد د سرجون رومي مسيحي په مشوره عبيدالله بن زياد كوفې ته ولېږه ".[13]

حال داچې قرآن كريم  وايي:

(('يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ[14]'= مؤمنانو! يهود او نصارى خپل پالندويان (دوستان او ملا تړي) مه نيسئ،چې دوى (ستاسې په مقابله کې) يو د بل پلوي دي او كه په تاسې كې څوك ورسره همژمنى (او ملګرى) شو؛ نو په واقع کې دى هم د هغوى له ډلې دى . هو! خداى ظالمانوته لار نه ښيي.))

يزيد ته يې چې د امام حسين (رض) سر كېښود؛ نو پر شونډو او غاښونو يې په همسا وواهه او شعر يې ووايه،چې ابن جوزي  را اخستى او پښتو مفهوم يې دادى:

" كاشكې اوس مې په بدر او احد كې  وژل شوي نيكونه واى، چې كتلي يې واى ،د هغوى غچ مې واخست ،څومره به رانه خوشحاله واى او آفرين به يې راته وايه . بني هاشمو له حكومت سره لوبې وكړې او نوم يې پرې دين كېښود ، حال داچې له آسمانه د وحې څه خبره نشته ".[15]

له مدينې نه يوه ډله شام ته ولاړه،چې له نژدې حالات وڅاري او هم د كربلا د پېښې په باب څېړنه وكړي ،چې راستنه شوه، ويې ويل :

له داسې چا راستانه شول، چې دين نه لري، شراب څښي، تمبور غږوي اوسپي هم جنګوي."

عبدالله بن "حنظله غسيل الملائكه" وويل :

" پر خداى قسم له يزيد راوتلي نه وو،چې پر ځان ووېرېدو، چې له اسمانه راباندې ډبرې ونه ورېږي،يزيد پر خپلې حيا اړ نه دى،شراب څښي او لمونځ نه كوي "[16]

يزيد د خپلې څلور كلنې واكمنۍ پر لومړي كال د پېغمبر اكرم د لمسي د وژنې حكم وكړ.

شهــادت د خپل نمسى يې د نيكه او ګڼه عين

دى حديث " حسيــــــن منى و انا من الحســــين "[17]

دوه كاله وروسته يې مدينې ته يو لښكر ولېږه او د " حره " زړه بوږنوونكې  پېښه يې رامنځ ته كړه، چې اصحاب او زيات شمېر تابعين پكې  شهيدان شول او له نورو يې د مريينې بيعت واخست.

يزيد د مدينې د پاڅون د ځپلو لپاره د "مسلم بن عقبه" په مشرۍ يو لښكر ولېږه، پاڅون يې وځپه او د لښكر مشر درې ورځې د مدينې ښار لښكر ته آزاد پرېښود، چې خلك ووژني او مالونه يې ولوټوي.[18]

د "حره" پر ورځ اوه سوه د قرآن قاريان او درې تنه د رسول اكرم اصحابان شهيدان شول.[19]

دومره يې ووژل،چې نژدي وو، په مدينه كې څوك ژوندى پاتې نشي. په روايتونو كې راغلي،چې پر هغه ورځ له زرو ښځو سره زنا شوې وه او دوه ځانې شوې وې او په بل روايت كى راغلي،چې په وژل شويو كې د مهاجرينو او انصارو اوه سوه تنه مشران او ازاد شوي مريان وو او پر دوى سربيره په لس ګونو زره نور هم وژل شوي ول .[20]

په روايت كې راغلي،چې لښكر مشر له خلكو داسې بيعت واخست، چې د يزيد بندګان او مريان به وسئ او چې هر څنګه غواړي ستاسې پر مالونو او ځانونه تصرف كولاى شي.[21]

په مدينه كې پاتې خلكو ورسره په همدې توګه بيعت وكړ، بې له "علي بن حسين" (ځكه په پاڅون كې نه و) او "علي بن عبدالله  بن عباسه" (چې ماما يې په لښكر كې و) او نور چا چې له بيعته سرغړاوه، ټول يې ووژل.[22]

پېغمبر اكرم ويلي: څوك چې مدينوال وډاروي،خداى دې هغه ووېروي او لعنت دې پرې وي او هېڅ کړه وړه یې نه منل كېږي".[23]

بل ځل يې په عبدالله بن زبير (رض) پسې مكې  ته لښكر ولېږه،د كعبې پرده يې څېرې كړه او خونه يې ړنګه کړه.

ارواښاد ګل پاچا الفت وايي:

مدينه كې  خونريزي كړي په مكه وړي يرغلونه

د عــــــلي او امـــامــانو كنځل ځاى شول منبرونه

قــــــرآن منــــــع مســــلمان كړ د كفارو له كنځــــــلو

خطــــيبان يزيــــد مجـــبور كړل علي ته په پوچ ويلو


او كه څو نور كلونه پاتې واى؛نو د امام حسين د وړاندوينې له مخې، معلومه نه وه، چې په دين كې  به څه پاتې واى كه نه ؟ [24]

د يزيد كورنۍ ځانګړنه

له كورني اړخ يزيد د حضرت معاويه زوى د ابوسفيان لمسى دى. ابوسفيان يوويشت كاله د پېغمبر اكرم پر ضد د مشركانو او قريشو مشري پر غاړه درلوده او د مكې  په سوبه كې  تسليم شو،چې بيا ورپسې زوى يې (معاويه) هم راغى او اسلام يې ومانه . د درېم خيلفه (رضى الله عنه) په زمانه كې  ابوسفيان وويل :  " د اميه زامنو ! خلافت چې د تيم او عدى ټبرونو ته ورغى؛ نو زه هم ورته په تمه شوم ! اوس چې دررسېدلى؛ نو تاسې يې د غونډسکی په څېر پخپلو كې لاس په لاس كړئ،پر خداى قسم،چې نه جنت شته او نه دوزخ !! " [25]

  په بل روايت كې  راغلي: پلار يې معاويه له هجري اتلسم كال راهيسې نولس كاله پر شام ( لبنان ، سوريه ، فلسطين ، اردن ) بې له كوم تشويشه واكمن و او علي ( ك )،چې خليفه شو ، له بيعته يې سرغړونه وکړه او يوسلولس ورځې په صفين كې د دواړو لوريو تر منځ جګړه وشوه او پايله يې منځګړتوب شو،چې بيا ورپسې نولس كاله درې مياشتې او څو ورځې پر ټولو مسلمانانو واكمن شو او حكم يې وكړ، چې پر منبرونو علي (ک) وكنځئ .[26]

حال داچې د مسلمان كنځل فسق او وژل يې كفر دى .[27] بلخوا په روايتونو کې راغلي دي،چې حضرت علي ته کنځل،پېغمبراکرم ته کنځل دي،لاندې روايتونو ته پام وکړئ :

حضرت عبدالله بن جدلي وايي: له ام سلمې رضي الله عنها كره ولاړم، راته يې وويل: په تاسو كې څوك رسول اکرم كنځي؟ ورته مې وويل: سبحان الله ! ( له خدايه پناه غواړم) ام سلمه راته وويل: (؛نو) ولې علي كنځئ؟ ما له رسول اکرمه اورېدلي: ((څوك چې علي كنځي؛نو ما کنځي.))[28]

ابوبكر بن خالد وايي: سعد بن مالك مې په مدينه كې وليد او راته يې وويل :خبر شوى يم ،چې علي(ک)كنځئ. ورته مې وويل : هو  همداسې ده ! راته يې وويل:په خيال مې،چې اوس به هم دا كار كوئ .ورته مې وويل: له خدايه پناه غواړم .راته يې وويل: هېڅكله علي(ک) مه كنځه،كه سر مې اره كړي ؛نو علي(ک)به ونه كنځم؛ځكه له رسول اکرم مې په دې باب اورېدلي : ((څوک چې علي وكنځي؛نو زه یې کنځلی یم.))[29]

ابن عبدالبر ليكي:

"امام حسن چې ومړ،حضرت معاويه تر حج وروسته مدينې ته راغى او غوښته يې چې د رسول اكرم صلى الله عليه و آله پر منبر علي (ك) ته سپكې سپورې ووايي. ورته وويل شو، چې دلته حضرت سعد بن ابي وقاص رضى الله عنه اوسي او فكر نه كوم، چې په دې كار به خوښ وي؛ نو څوك ورپسې ولېږه او نظر يې معلوم كړه،حضرت سعد،ورته په ځواب كې وويل: كه داسې دې وكړل؛ نو له جوماته وځم او بيا به هلته ګام كېنږدم؛ نو له ناچارۍ،تر هغه چې حضرت سعد وقاص ژوندى و، حضرت علي ته په مدينه كې كنځلې نه كېدې او چې حضرت سعد رضى الله عنه له نړۍ سترګې پټې كړې؛ نو د پېغمبر اكرم پر منبر به علي (ك) كنځل کېده او خپلو استازيو ته يې حكم وكړ، چې د مسلمينو پر منبرونو علي (ك) وكنځئ او استازیو یې هم حكم عملى كاوه."[30]

ابن عبدالبر زياتوى:" ام المؤمنين ام سلمه بي بي ،حضرت معاويه ته وليكل: تاسې په دې كار، پر منبرونو باندې خداى او رسول صلى الله عليه و آله كنځئ؛ ځكه تاسې علي بن ابيطالب او مينوالو ته يې سپكې سپورې وايئ او زه خداى ګواه نيسم،چې خداى او پېغمبر يې علي دوست ګڼي، حضرت معاويه دې ليك ته ارزښت ور نه كړ"

ابن ابي الحديد ليكي:"جاحظ راوړي، چې يو شمېر بني اميه ، حضرت معاويه ته ورغلل او ورته يې وويل: اميرالمؤمنيه! ته خو خپلو هيلو ته ورسېدې؛ نو څه كېږي، چې په علي پسې له سپكو سپورو لاس واخلې؟

ورته يې وويل: نه ! پر خداى قسم، تر هغه به دې كار ته دوام وركړم، چې ماشومان پر همدې باور ځوانان شي او مشران بوډاګان شي او داسې څوك پيدا نشي،چې د علي فضايل بيان كړي".[31]

علي(ک) ويلي :((قسم پر هغه خداى،چې دا نه رازرغونوي او هستي ترې راټوكېږي.اُمي پېغمبر راته وويل او سپارښتنه يې وكړه: (( بې له مؤمن به څوك ستا دوست نه وي او  بې له منافق به څوك درسره كينه نه لري.))[32]

د ترمذي په سننو كې  راغلي: "د مؤمن به له علي سره مينه وي او د منافق به بد ايسي."

حضرت عمرو بن ميمون وايي: له حضرت عبدالله بن عباس(رض) سره ناست وم،چې نهه ډلې ورته راغلې او ويې ويل: يا پاڅه او راسره راشه او يا مو له ابن عباس سره ځان ته پرېږده. دا پېښه هغه مهال وه،چې ابن عباس لا ړوند شوى نه و. ابن عباس ورته وويل: درسره ځم. هغوى يو كونج ته ولاړل او له ابن عباس سره په خبرو اترو شول. زه نه پوهېدم  څه خبرې يې كولې. لږ وروسته مې ليدل، چې ابن عباس راروان و او جامې يې څنډلې او غوسه لګيا و : تون لعنت دې پر هغه وي، چې داسې سړي كنځي او ورپسې خبرې كوي،چې لس ځانګړنې لري،چې نور څوك يې نه لري : (دلته په دې روايت کې د حضرت علي (ک )لس ځانګړنې راوړل شوي دي،چې له ويينې د وتو په موخه يې له راوړو ډډه کوو)[33]

د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله عليه (99-101ه ق) په زمانه كې په علي (ک) پسې د كنځلو مخنيوى وشو

دا و د نيكه او پلار له اړخه د يزيد كورنۍ ځانګړنه .

شپېته كاله مخكې د امام حسين نيکه (پېغمبراكرم) د مشركانو او د قريشو د مشرانو (چې يو يې ابوسفيان دى) له لاسه مكه پرېښوده او مدينې ته مهاجر شو؛ خو شپېته كاله وروسته د همدې پېغمبر لمسى (امام حسين) د ابوسفيان د لمسي (يزيد) له لاسه مدينه پريښوده او مكې ته راځي،ځير شئ ! څه هېښنده بدلون او اوښتون - انقلاب منځ ته راغلى حالات دومره اوښتي، چې يزيد ته د اميرالمؤمنين په نامه له امام حسين نه بيعت اخلي او هغه هم د مروان بن حكم له لارې، هغه چې پلار يي حكم بن عاص پر پېغمبر اكرم ملنډې وهلې او پېښې يې كولې،چې پېغمبر صلى الله عليه و آله بيا طايف ته وشاړه او د وليد بن عتبه پلار په بدر كې مجاهدينو وژلى و؛نو اوس له دغسې يوې ډلې سره واكمني ده، چې له اسلام، پېغمبر او نبوي كورنۍ سره اوږده ترخه دښمني لري .

د امام حسين د پاڅون لاملونه سمول

له تاريخي څېړنې څرګندېږي،چې امام حسين د درې دلايلو له مخې راپاڅېد :

(1) په نېكيو امر او له بديو منع او د اسلام پاسوالي: امام ځان د پېغمبر ځايناستى او د دين پاسوال ګاڼه او دا يې پر ځان فرض كړې وه،چې د پاچاهي او د جاهليت د پاسوالانو د راپرځېدو  لپاره به راپاڅي،كه سياسي او پوځي بريا يې په برخه شوه؛ خو ډېره ښه،كه نه په خپلو سپېڅليو سرښندنو به د "محمدي اسلام" رښتونې څېره له دوه  مخو بېله كړي او پخپلو وينو به د حق او باطل تر منځ تلپاتې كرښه وباسي.

  د كربلا په لار كې يې په "بيضه " كې د ُحر لښكر ته وينا كړه:

" طبري ليكي: " خلكو! رسول اكرم  ويلي: څوك چې ويني ظالم واكمن د خداى حرام حلال بولي ، الهي ژمنې نه تر سره كوي، د پېغمبر اكرم له سنتو سره مخالفت كوي او د خداى له بنده ګانو سره په ګناه او تېري چلن كوي او په لاس او ژبه پرې نيوكې نه كوي؛ نو له خداى سره ښيي، چې د ظالم واكمن پر برخليك یې اخته كړي. خلكو! پوه شئ، چې دوى "شيطان " ته غاړه ايښې او د لوراند ‏خداى له اطاعته يې مخ اړولى. فساد يې ښكاره شوى او الهي احكامو ته يې شا كړې ده . بيت المال يى د ځان کړی ‏‏او شخصي کڅوړه ‏يې ترې جوړه كړى ده، د خداى حرام يې حلال او حلال يې حرام كړي او زه له رسول الله صلى الله عليه و آله سره د خپلوۍ له امله د واكمنۍ او خلافت وړ يم...."[34]


د غزل بابا وايي :

د امام چې مكمل انسانيت و

يو عنصر پکې غالب ملكيت و

حق يې ځكه وراثت د امامت و

چې هم دى قائم مقام د رسالت و

بل د چا به بې د دوى نه دومره توان و

په ګردن يې چاړه تله او ثنا خوان و

چې يې نېت د تګ و كړى له يثربه

اصحابانو ورته وې عالي نسبه

ته چې درومې دا خبره ده عجبه

جوړ اجل دې اس نيولى له جلبه


(2) له يزيد سره يې بيعت نه كاوه :

يزيد ته يې پلار وصيت  كړى و،كه‏حسين بن علي درسره بيعت ونه كړ؛ نو كار پرې مه لره .[35]

خو د پلار وصيت یې ونه مانه او هم يوازي پر حكومت بسيا او قانع نه و؛نو د مدينې والي ته يې امر ولېږه،چې له حسين بن علي نه بيعت واخله. امام له يزيد سره بيعت د اسلام د بشپړ ټغر راټولول ګڼل؛نو ځكه يې مدينه پريښووله او مكې ته راغى.


ارواښاد الفت وايي :

اسلام نه مني هېڅكله د يزيد متابعت

حسين سر شي وركولى نه لاسونه د بيعت


(3) د كوفې خلك،چې مكې ته د امام له راتګه خبر شول؛ نو ليكونه يې ورولېږل،چې موږ دې ملاتړى يو او راشه؛نو دې كار په ظاهره د امام دلايل لا نور هم غښتلي كړل.

ارواښاد الفت وايي:

محـــــمد او مؤمنــــانو كول ځكــــه جهــــــادونه

چې د خداى پر لار سم كړي دا بې لارې قدرتونه

د اسلا م روح دى جهــــاد له ناروا سره عنــــــــــاد

حمايـــــــت د مظلومــــــــــانو وركول د هـــر فساد

هغه كله مسلمان دى چې خر كېږي د دجــــــــــال

وظيفه د مسلمان ده له دجـــــــــــــــال ســــره جدال

چاچـــــــــې يو قدرت منلى په جهـــــــان كې د الله

اصلي كار يې دى جهان كې جهاد في سبيل الله



د امام حسين د پاڅون بڼه سمول

(الف) _د شهادت وړاندوينه

(ب) _ د پېښي شرح

د شهادت وړاندوينه سمول

مهم ټكى،چې د عاشورا پاڅون ته يې ځانګړى ارزښت وركړى،دادى چې امام د خپل كار له پايلې، د ځان او يارانو له شهادته خبر و.سره له دې،چې ځينو به ويل كه امام د خپل كار له پايلې خبر واي؛ نو پاڅون يې نه كاوه او ځان يې نه هلاكاوه . اصلاً د عاشورا د پاڅون ارزښت په دې كې دى،چې د هر كار له پايلې خبر و او په ټولو شتو كې د خپلو يارانو او كورنۍ وينې د اسلام د پاسوالۍ لپاره نذرانه كړي.په واقع كې دا د شهادت منطق و، چې پاڅون يې الهي كړ او ټولو مسلمانانو او انسانانو ته بېلګه شو. د عاشورا پاڅون هلا كېدل نه؛بلكې د "محمدي اسلام" پاسوالۍ ته آګاهانه او ځانخبرۍ له ځانه تېرېدل وو.

د امام د شهادت داستان د زېږېدو له ورځې راهيسې په متواترو روايتونو سره څرګند دى.

د امام حسين د شهادت وړاندوينه سمول

١- د "راس الجالوت" روايت سمول

په طبري تاريخ، د بلاذري په انساب الاشراف، د طبراني په معجم او د ابن سعد په طبقاتو کې له "راس الجالوت" او دا يې له پلاره روايتوي چې:

هر وخت چې له "کربلا" تېرېدم؛ نو اس مې ځغلاوه،چې له دې سيمې ژر تېر شم. وايي، ومې ويل : ولې؟ ويې ويل : موږ روايتاوه،چې په دې ځاى کې د يو پېغمبر زوى وژل کېږي او زه ډارېږم، چې هسې نه هغه وژل شوى زه وسم او چې حسين ووژل شو، ومو ويل: دا هماغه و چې روايتاوه مو. تر دې وروسته چې دې ځاى ته رسېدم؛ نو په تېزه به ترې نه تېرېدم! [36]

٢- د "کعب" روايت سمول

ذهبي، هيثمي، عسقلاني، ابن کثير او نورو(چې ټول د خلفاوو د ښوونځي پوهان دي) له "عماردهني" روايتوي چې: "علي (ک) د کعب په مخ کې تېر شو او کعب وويل: ددې سړي يو زوى، په يوې ډلې کې وژل کېږي، چې يې د اسونو د خولو تر وچېدو مخکې محمد(ص) ته ورځي! حسن چې تېر شو، وويل شول: دا دى، و يې ويل: نه. حسين چې تېر شو، وويل شول: دا دى، و يې ويل: هو! [37]"

٣- د  حضرت "اسماء بنت عميس" حديث سمول

له امام سجاد علي بن الحسين زين العابدين روايتوي: "اسماء بنت عميس" خبر کړم: "د حسن او حسين په زوکړې کې مې ستا د نيا فاطمې داييتوب کاوه،حسين چې وزېږېد، رسول الله (ص) راغى او ويې ويل: اسماء! زوى مې راوله. په سپين روڼي کې مې راوست.په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ کې يې ورته اقامه وويله او بيا يې په غيږ کې کېښود او ويې ژړل."

اسماء وايي، ومې ويل: مورو پلار مې در ځار، پر څه ژاړې؟! و يې ويل: پر دې زوى مې! ومې ويل: دا خو نوى زېږېدلى! ويې ويل : اسماء! هغه سرغړاندې ډله يې وژني،خداى دې يې زما شفاعت په برخه نه کړي.

بيا يې وويل: اسماء! فاطمه له دې خبرو مه خبروه، چې نوى زېږون يې کړى دى [38].

٤- د حضرت "ام الفضل" حديث سمول

په مستدرک الصحيحين، د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل او نورو کتابونو کې د حارث له لور "ام الفضل" څخه روايتوي چې: رسول الله (ص) ته ورغلم او و مې ويل: "يا رسول الله(ص)! تېره شپه مې يو ناوړه خوب وليد! و يې ويل: څه و؟ ومې ويل: ډېر بد غونى و! و يې ويل: څه و؟ ومې ويل: ومې ليدل لکه چې له بدنه دې يوه ټوټه بېله شي او په لمن کې مې راپرېوځي! رسول الله (ص) وويل: ښه خوب دې ليدلى، انشاءالله د فاطمې به زوى وشي او ستا په لمن کې به پروت وي. تر دې وروسته (د رسول الله د وينا له مخې) فاطمې زما په غيږ کې حسين وزېږاوه."

يوه ورځ رسول الله(ص) ته ورغلم او حسين مې په غيږ کې ورکېښود. وروسته مې وليدل (بې له دې چې ما ته يې پام وي) ژړل يې. و مې ويل: يا رسول الله (ص)! موروپلار مې درځار،څه درباندې وشو؟!

و يې ويل: حبرئيل(ع) راغى او خبر يې کړم، چې ژر به مې امت د ا زوى ووژنې! و مې ويل: دا؟ و يې ويل: هو، په وينو کګړه خاوره يې هم را ته راوړه."

د مستدرک خاوند حاکم نيشاپوري وايي: "دا حديث د شيخينو (بخاري او مسلم) د شرايطو له مخې سم دى؛ خو په خپلو کتابونو کې يې راوړى نه دى. [39]"

٥- د خوارزمي د مقتل حديث سمول

"چې حسين يو کلن شو؛نو رسول الله (ص) ته دولس تنه سرې بښنې او په خپرو وزرونو پرښتې راغلى او ويې ويل:"محمده! چې څه پر هابيل تېر شو، ژر به ستا پر زوى حسين هم نازل شي او وروسته به يې د هابيل په خېر ورته بدله وي او د وژونکي ګناه به يې د قابيل په څېر وي."

وايي: پر رسول الله (ص) د اسمان ټولې پرښتې راکېوتې او د امام حسين د وير تسليت يې ورکړ او د هغه له بدلې يې خبر کړ او خاوره يې ورکړه او رسول الله(ص) هم وويل: خدايه! چا يې چې ملاتړ ونه کړ خوار يې کړه او چا چې وواژه،و يې وژنه او څه چې لټوي مه يې برخمنوه.

چې امام حسين پوره دوه کلن شو،رسول الله(ص) پر يوه سفر ووت او په لار کې ناڅاپه ودرېد او استرجاع (انالله و انا اليه راجعون) يې وويله او ويې ژړل.

وپوښتل شو،څه شوي؟ ويې ويل: دا جبرئيل دى؛ما د فرات د سيند پر غاړه له يوې سيمې خبر وي، چې کربلا ورته وايي،اولاد مې حسين د فاطمې زوى هلته وژل کېږي. وويل شو: يا رسول الله(ص)! څوک يې وژني! و يې ويل: يو تن چې يزيد ورته وايي او خداى دې يې نه برکتي کوي! او لکه چې د ښخېدو ځاى يې وينم  سر يې ډالۍ وړي او هغه به زما د اولاد د حسين سر ته خوشحالۍ ويني، چې زړه او ژبه يې دوه ګونې وي (يعنې پر څه چې ژبه ګواهي ورکوي؛پر زړه به يې نه وي)

راوي وايي: رسول الله(ص) له سفره خپه راستون شو او پر منبر يې يوه خطبه وويله او نصيحت يې وکړ،چې حسين او حسن يې مخې ته وو او وروسته يې د حسين پر سر خپل ښى لاس کېښود او ويې ويل: خدايه! زه محمد ستا بنده او نبي يم او دا دواړه د عترت سپيڅلي او د ځوځات غوره او د نبوت جوړې دي؛هغوى دي چې تر ځان وروسته يې پر ځاى پرېږدم [40].

"پالونکيه! حبرئيل خبر کړم،چې دا زوى مې وژل کېږي او بې ملاتړه کېږي. خدايه! وژنه يې را ته مبارکه او خپله يې د شهيدانو ښاغلى (سيد الشهداء) کړې، چې له وسې دې هر کار پوره دى.

پالونکيه! وژونکى، خاذل او ځانته پرېښوونکي يې له برکته بې برخې کړه. وايي: خلکو په جومات کې ناڅاپه چغې او نارې سوې کړې. رسول الله(ص)وويل: ژاړئ او ملاتړ يې نه کوئ؟! خدايه! ته يې ملاتړ وسه. [41]"

٦- د حضرت"زينب بنت جحش" روايت سمول

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو، مجمع الزوايد او نورو کې له "زينب بنت جحش" روايتوي چې: يوه ورځ رسول الله(ص) په کور کې و او حسين له ما سره و. نوى په درېدو راغلى و، چې يوه شېبه ترې غافله شوم او رسول الله (ص) ته ورغى. رسول الله(ص)وويل: پر خپل حال يې پرېږدئ –تر دې چې ويې ويل – رسول الله(ص) پاڅېد او پر لمانځه ودرېد او حسين يې په غيږ کې ونيو او په رکوع او ناسته کې يې پر ځمکه ايښووه. بيا کېناست او ويې ژړل. ورپسې يې لاسونه پورته کړل، چې لمونځ يې پاى ته ورساوه، و مې ويل: يا رسول الله (ص)! پر دې حال مې کله هم نه وې ليدلى؟! ويې ويل: جبرئيل راغى او خبر يې کړم چې امت مې دا وژني! و مې ويل: خاوره يې راوښيه، او سره بښنه خاوره يې راوړه . [42]"

٧- د حضرت "انس بن مالک" حديث سمول

د امام احمد حنبل په مسند، د طبراني په کبير معجم، د ابن عساکر په تاريخ او نورو کې له حضرت "انس بن مالک" څخه روايتوي:

"د باران پر ښتې له خپل پالونکي اجازه وغوښته،چې رسول الله(ص) وويني. خداى اجازه ورکړه او د حضرت "ام سلمې" د پاڼۍ پر ورځ راکېوته. رسول الله(ص) "ام سلمې" بي بی ته وويل: ور څاره چې څوک را نه شي. وايي: پر وره وم چې حسين بن علي راورسېد، بې له دې چې ما ته يې پام وي، ور يې پرانست او راننووت، رسول الله(ص) په غيږ کې ونيو او په موچو يې شو. پرښتې وويل: درته ګران دى؟ و يې ويل: هو. و يې ويل: دا امت به یې ووژني! که د وژنې ځاى يې وينې؛ نو درته يې ښيم. و يې ويل: هو. وايي: د وژني له ځايه يې يو موټى خاوره را واخسته او ور ويې ښووه او يوه اندازه شګه يا سره بښنه خاوره يې راوړه، چې "ام سلمې" بي بي واخسته او په خپلو جامو کې يې کېښوده. ثابت (راوي) وايي: موږ ويل، چې دا کربلا ده!.[43]"

۸- د حضرت " ابو امامة" حديث سمول

د ابن عساکر او ذهبي په تاريخونو، مجمع الزوايد او نورو کې له  حضرت"ابى امامة" روايتوي چې: "رسول الله(ص) خپلو مېرمنو ته ويل: "دا وړوکى- يعنې حسين- مه ژړوئ." وايي: پر هغه ورځ چې رسول الله(ص) "ام سلمه" بي بي کره و، جبرئيل راکېوت او راننووت. رسول الله(ص)ام سلمې بي بي ته وويل:"څوک مه پرېږده، چې راننووځي." حسين راغى او چې رسول الله(ص) يې وليد؛نو په ورننووتو شو،چې ام سلمې بي بي په غيږ کې ونيو، بوخت يې کړ،چې ارام يې کړي؛ خو ژړا يې ډېره شوه، هغه یې پرېيښود، ورننووت او د رسول الله(ص) په غيږ کې کېناست.جبرئيل، رسول الله(ص) ته وويل: امت دې ډېر ژر دا زوى وژني،رسول الله(ص) وويل: "پر ما به ايمان لري او دا به وژني؟!"ويې ويل: هو وژني يې. جبرئيل څه خاوره راواخسته او ويې ويل: په دغسې او هاغسې ځاى کې. رسول الله(ص) حسين په غېږ کې نيولى بهر راووت. ام سلمې بي بي چې وانګېرله د ماشوم په ورننووتو پرې غوسه دى، ويې ويل: اى رسول الله(ص)، درځار شم، تاسې پخپله ويلي: "دا کوچنى مه ژړوئ" او راته مو وويل چې څوک مه راپرېږدئ، هغه راغى او پرې مې ښـود. رسول الله(ص) څه ونه ويل او خپلو اصحابو کرامو ته ورغى او ويې ويل: "امت مې دا وژني." په دې ډله کې حضرت ابوبکر او حضرت عمر (رضي الله عنهما) هم وو او د حديث په وروستيو کې دي چې: "خاوره يې ورته ور وښووله. [44]"

٩- د حضرت "ام سلمې بې بې" روايت سمول

لومړى -  د " حضرت عبدالله بن وهب بن زمعه" له خولې:

په مستدرک الصحيحين، د ابن سعد په طبقاتو، د ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې وايي: "ام سلمه – رضى الله عنها – خبر کړم، چې يوه شپه رسول الله(ص) ويده شو او پرېشانه راوېښ شو،بيا ويده شو او تر لومړي حالته ډير لږ خپه راويښ شو. بيا ويده شو او چې راويښ شو سره بښنه خاوره ورسره وه او بويوله يې. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! دا د کوم ځاى خاوره ده؟ ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې دا (حسين) په عراق کې وژل کېږي. جبرئيل ته مې وويل: د هغې سيمې خاوره راوښيه چې پکې وژل کېږي! او دا د هغه ځاى خاوره ده."

حاکم وايي: دا حديث د شيخينو (بخاري او مسلم) د شرايطو له مخې سم حديث دى؛ خو په خپلو کتابونو کې يې راوړى نه دى [45] .

دويم – د حضرت "صالح بن اربد" له خولې: سمول

طبراني، ابن ابى شيبه، خوارزمي او نور ترې روايتوي چې : "ام سلمه – رضى الله عنها – وويل: رسول الله(ص) وويل: "د خونې پر وره کېنه او هېڅوک مه را پرېږده"؛ نو پر وره، ولاړه وم، چې حسين راغى، چې مې  نيوه را نه مخکې شو او خپل نيکه ته ورغى. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! خداى مې دې درځار کړي،ما ته دې وويل چې چا ته د ننووتو اجازه ور نه کړم،زوى دې راغى او چې د رانيوو هڅه مې وکړه رانه مخکې شو او چې وخت ډېر تېر شو او له وره مې کتل؛ نو ومې ليدې،چې دا کوچنۍ دې په غېږ کې نيولى او يو څه په خپلو لاسونو کې اړوې را اړوې او له سترګو دې اوښکې څاڅکي؟! و يې ويل: هو، جبرئيل راغى او خبر يې کړم چې امت مې هغه وژني او دهغه ځاى خاوره يې هم راوړه چې پرې وژل کېږي او دا هماغه ده چې په لاسونو کې يې اړوم را اړوم. [46]"

درېيم – د حضرت "مطلب بن عبدالله بن حنطب" له خولې سمول

د طبراني په معجم، ذخائر العقبى، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې ترې روايتوي چې: "ام سلمې بي بي  وويل: يوه ورځ رسول الله (ص) زما په خونه کې ناست و او راته يې وويل: "هیڅوک دې نه راځي." زه منتظره وم، چې حسين راغى، بيا مې د رسول الله (ص) د ژړا غږ واورېد، تر څار وروسته مې وليدل چې حسين يې په غيږ کې و او رسول الله(ص) يې مخ موږې او ژاړي. ومې ويل: پر خداى قسم پوه نه شومه چې حسين څه وخت ورننووت، ويې ويل: جبرئيل را سره په خونه کې دى او پوښتي: درته ګران دى؟ وايم: هو، تر ټولې نړۍ راته ګران دى، وايي: امت به دې ډېر ژر هغه پر يوه ځمکه چې کربلا ورته وايي ووژني." جبرئيل د هغه ځاى څه خاوره راواخسته او رسول الله (ص) ته يې وروښوده او حسين چې د شهادت پر مهال محاصره شو،ويې پوښتل: ددې ځاى نوم څه دى؟

وويل شول: کربلا! و يې ويل: خداى او رسول الله (ص)رښتيا وويل د کرب و بلا سيمه ده [47].

څلورم – د حضرت "شقيق بن سلمة" له خولې سمول

د طبراني په معجم،د ابن عساکر په تاريخ،مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له  حضرت "ابى وائل شقيق بن سلمة" روايتوي چې:

"ام سلمې بي بي وويل: په خونه کې مې حسن او حسين د رسول الله (ص) په مخ کې لوبې کولې چې جبرئيل راکېووت او و يې ويل: يا محمده! امت دې تر تا وروسته د ا زوى وژني – په لاس يې حسين ته اشاره وکړه – رسول الله (ص) وژړل او په غيږ کې يې ونيو،بيا يې وويل: دا خاوره دې له تا سره امانت وي. بيا يې هغه بوى کړه او ويې ويل: له کرب و بلا افسوس. وايي: رسول الله(ص) وويل: ام سلمې! چې دا خاوره وينه شوه؛نو پوه شه، چې زوى مې وژل شوى دى. وايي: ام سلمې بي بي دا خاوره په ښېښه يې لوښي کې واچوله او هره ورځ يې ورته کتل او ويل يې : په رښتيا، پر هغه ورځ چې ته پکې وينه کېږې؛ نو ډېره ستره ورځ به وي!"

پينځم – د حضرت "سعيد بن ابى هند" له خولې:

د ابن عساکر په تاريخ، ذخائرالعقبي، تذکرة خواض الامة او نورو کتابونو کې له حضرت "عبدالله بن سعيد بن ابى هند" له خپل پلار حضرت سعيد يې روايتوي چې:

"ام سلمې – رضى الله عنها – وويل: رسول الله (ص) مې په خونه کې ويده و،چې حسين راغى،پر وره کېناستم او پرېمېنښود چې هسې نه ورننووځي او رسول الله (ص) راويښ کړي. بيا مې يو څه ته پام شو او بې پروا شوم چې ټوپ يې کړ او ورننووت او د رسول الله(ص) پر خېټه کېناست،بيا مې د رسول الله(ص) د ژړا غږواورېد. سملاسي راغلم او ومې ويل: يا رسول الله(ص)! پر خداى قسم پوه نه شوم چې څنګه راغى،ويې ويل: جبرئيل راغى – چې حسين مې پر خېټه ناست و -  راته يې وويل: دا درته ګران دى؟ ومې ويل: هو، ويې ويل: امت دې ډېر ژر دا وژني! ايا هغه خاوره دروښيم،چې دا پرې وژل کېږي؟ ومې ويل: هو، پر ځمکه يې خپل وزر وواهه او دا خاوره يې راوړه. ام سلمې وويل: ناڅاپه مې وليدل چې په لاس کې يې سره بښنه خاوره ده،ژاړي او وايي: کاشکې پوهېداى، چې تر ما وروسته دې څوک وژني . [48]"

شپږم- د حضرت "شهر بن حوشب" له خولې: سمول

د امام احمد حنبل په فضايلو،د ابن عساکر په تاريخ، ذخائر العقبي اونورو کتابونو کې ترې روايتوي چې:

"ام سلمې بي بي وويل: حبرئيل له رسول الله(ص) سره و او حسين له ما سره، حسين وژړل او پرې مېښود، چې رسول الله(ص) ته ورشي.جبرئيل وويل: محمده! دا درته ګران دى؟ ويې ويل: هو، ويې ويل: امت دې ژر دا وژني! او ايا د هغې سيمې خاوره دروښيم، چې دا پکې وژل کېږي؟ بيا يې هغه خاوره وروښووه او معلومه شوه، چې هغې سيمې ته کربلا وايي . [49]"

اووم- د "داوود" له خولې: سمول

د ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې له داود څخه روايتوي چې :

"ام سلمې بي بي وويل: حسين،رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله (ص) خپه شو.ومې پوښتل: يا رسول الله(ص)!څه درباندې وشو؟ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې دا زوى دې وژل کېږي او پر وژونکي يې خداى سخت غوسه دى. [50]"

١٠- د حضرت "عايشې" بي بي روايات سمول

لومړى- د حضرت "ابى سلمة" له خولې: سمول

د ابن عساکر په تاريخ، د خوارزمي په مقتل، مجمع الزوايد او نورو کتابونو کې له حضرت "ابى سلمة بن عبدالرحمان" له عايشې بي بي روايتوي چې:

"رسول الله(ص) حسين پر خپل ورون کېناوه،چې جبرئيل راغى او ويې ويل: دا دې زوى دى؟ ويې ويل: هو. ويې ويل: پوه شه امت يې تر تا وروسته وژني! د رسول الله(ص) اوښکې توى شوى او جبرئيل وويل: که غواړې هغه سيمه دروښيم چې پکې وژل کېږي، ويې ويل: هو. جبرئيل د طف د سيمې څه خاوره ور وښووه."

په بل روايت کې وايي: جبرئيل په عراق کې د طف سيمې ته اشاړه وکړه او سره بښنه خاوره يې را واخسته او رسول الله(ص) ته يې وروښووه او و يې ويل: دا يې د شهادتځي خاوره ده . [51]"

دويم- د حضرت "عروة بن زبير" له خولې: سمول

د طبراني په معجم او نورو کتابونو کې له حضرت "عروة" له "عايشې" بي بي روايتوي چې: "حسين بن علي (رض) رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله(ص) د وحې موندنې پر حال و او ملا يې کړوپه وه،چې پر شا يې وروخوت او پر لوبو شو. جبرئيل، رسول الله(ص) ته وويل : دا درته ګران دى؟ ويې ويل: جبرئيله! زوى به راته ګران نه وي؟ و يې ويل: امت دې يې تا وروسته وژني! بيا نو جبرئيل لاس وغځاوه او سپينه خاوره يې راوړه او و يې ويل: دا زوى دې په دې سيمه کې وژل کېږي،چې طف نومېږي. جبرئيل چې له رسول الله(ص) ولاړ، له رسول الله (ص) سره په موټي کې خاوره وه ژړل يې او ويې ويل: عايشې! جبرئيل خبر کړم چې زوى مې حسين په طف سيمه کې وژل کېږي او تر ما وروسته امت مې په فتنه کې لوېږي. بيا په ژړا خپلو اصحابو کرامو ته ورغی چې حضرت علي،حضرت ابوبکر ،حضرت عمر،حضرت خذيفه،حضرت عمار او حضرت ابوذر (رضى الله عنهم) پکې وو،دوى وويل: رسول الله(ص)! څه ژړوي؟! ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې زوى مې حسين تر ما وروسته په طف سيمه کې وژل کېږي او دا خاوره يې راوړه او خبر يې کړم چې هلته يې شهادتځى دى [52]."

درېيم- د  حضرت "مقبري" له خولې: سمول

د ابن سعد په طبقاتو او د ابن عساکر په تاريخ کې له حضرت "عثمان بن مقسم" له حضرت "مقبري" له "عايشې بي بي" روايتوي چې:

"رسول الله (ص) ويده و،چې حسين راغى او ورغى، لرې مې کړ او پر بل چار لګيا شوم؛ خو حسين ځان ور ورساوه او رسول الله (ص) ويښ او پر ژړا شو.

ومې ويل: ولې ژاړې؟ ويې ويل: جبرئيل هغه خاوره راوښووه،چې حسين پرې وژل کېږي،پر هغه خداى سخت غوسه دى، چې وينه يې تويوي؛بيا یې هغه موټى پرانست چې خاوره او شګه پکې وه او ويې ويل: عايشې! پر هغه مې قسم چې زما سا يې په واک کې ده،دا مې خپه کوي! دا مې کوم امت دى، چې تر ما وروسته حسين وژني؟ [53]"

څلورم- د حضرت "عبدالله بن سعيد" له خولې: سمول

له پلاره يې له عايشې بي بي روايتوي چې:

"حسين بن علي، رسول الله(ص) ته ورغى او رسول الله(ص) وويل: عايشې! نه حيرانېږې چې اوس داسې يوه پرښته راغله چې تر اوسه راغلې نه وه. راته يې وويل: دا زوى مې وژل کېږي او ويې ويل: که غواړې هغه خاوره درښيم،چې هلته وژل کېږي، پرښتې لاس اوږد کړ او سره بښنه خاوره يې را وښووله.[54]"

پينځم- د حضرت "سلمة" بي بي يا حضرت "عايشې" بي بي حديث سمول

د امام احمد حنبل په مسند کې او فضايلو، د ابن سعد په طبقاتو او د ذهبي په تاريخ الاسلام او سيرالنبلاء او مجمع الزوايد کې له حضرت "عبدالله بن سعيد" له پلار يې له "عايشې بي بي" يا "ام سلمې بي بي" (شک د عبدالله دې) روايتوي چې: "رسول الله (ص) په دې دواړو کې يو ته وويل: په کور کې داسې يوه پرښته را نازله شوه،چې تردې وړاندې راغلې نه وه،راته يې وويل: دا زوى حسين دې وژل کېږي،که غواړې چې د هغې سيمې خاوره در وښيم چې پکې وژل کېږي.ويې ويل: بيا يې سره بښنه خاوره راوايسته.[55]"

١١- د حضرت "معاذ بن جبل" روايت سمول

د طبراني په معجم،د خوارزمي په مقتل او کنزالعمال کې له حضرت "عبدالله بن عمرو بن عاص" روايتوي، چې حضرت "معاذ بن جبل" ورته روايتوي چې:

"رسول الله (ص) په غوسه راغى او ويې ويل: زه محمد يم، د کلام پيل او پاى يې را باندې لورولې ده؛ نو چې پر څو په تاسې کې يم لاروي مې وکړئ او چې له نړۍ ولاړم؛ نو د خداى عزوجل پر کتاب پابند وسئ، حلال يې حلال او حرام يې حرام وبولئ، چې مرګ مو راورسي او روح مو ومومي، دا د خداى حتمي حکم دى، چې فتنې به د تکې تيارې شپې په څېر در خپرې شي. چې پېغمبران ولاړل؛ نو ورپسې راغلل (تر دې چې) نبوت نسخ شي او پر حکومت واوړي.د خداى لورنه دې پر هغه وي،چې حق يې پوره کړي او پر کوم ډول چې ورننووتى ترې ووځي!

معاذه! ونيسه او وشمېره! حضرت معاذ (رض) وايي: چې پينځو ته ورسېدم، ويې ويل: "يزيد! خداى دې يزيد مبارک نه کړي!" ويې ژړل او و يې ويل: "د حسين له مرګه يې خبر کړم، خاوره يې راته راوړه او وژونکى يې را وپېژانده، پر هغه قسم چې ساه مې يې په واک کې ده،حسين به د هغه قوم په مخکې ووژل شي،چې خداى يې زړونه اړولي وي او شرير يې پرې برلاس وي او د اختلاف، درز او خپرېدو ورېدو جامې يې ور اغوستې وي! بيا يې ويل: له يوه سرغړانده خليفه د آل محمد پر ځوځات دريغ چې (په ناحقه مې) ځايناستى کېږي او زما د ځايناستي ځايناستى وژني...[56]"

١٢- د حضرت "سعيد بن جمهان" روايت سمول

ابن عساکر، ذهبي او ابن کثير په خپلو تاريخونو کې له حضرت"سعيد بن جمهان" روايتوي:"رسول الله (ص) ته جبرئيل د حسين د شهادتځي له څه خاورې سره راغى او ويې ويل: د هغه ځاى نوم کربلا دى او رسول الله(ص) وويل: کرب و بلا! [57]"

١٣- د حضرت "ابن عباس" روايت: سمول

لومړى- د حضرت الضحى" له خولې:

خوارزمي په مقتل کې له  حضرت الضحى" له حضرت "ابن عباس" څخه روايتوي: "موږ ګرد سره اهل البيت شکمن نه وو، چې حسين بن علي به د "طف" په سيمه کې ووژل شي.[58]"

دويم- د حضرت "سعيد بن جبير" له خولې: سمول

ابن عساکر په خپل تاريخ کې له دې له حضرت "ابن عباس" روايتوي چې:

"خداى تعالى وحې را ولېږله، چې محمده! د "يحيى بن زکريا" له امله مې اويا زره هلاک کړل او ستا د لور زوي له امله به اويا زره او اويازره هلاک کړم .[59]"

ددې روايت پاتې برخه به (د خداى په مرسته) د "امام حسين د شهادت" په باب کې راوړو.

د اهل البيتو د ښوونځي د لارويانو په کتابونو کې هم،ابن قولويه په "کامل الزيارات" کې له رسول الله(ص) اوه روايتونه راوړي دي [60].

١٤- د حضرت "علي (ک)" روايات سمول

لومړى- د حضرت "ابي حبرة" له خولې: سمول

طبرانې په معجم کې د امام حسين د حالاتو په شرح کې له حضرت "ابى حبرة"  روايتوي چې: له علي (ک) سره تر کوفې ملګرى وم. پر منبر يې د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: که په مخ کې مو ستاسې د پېغمبر ځوځات پر کړاو اخته شي؛ نو څرنګه به ياست؟ وويل شو: که داسې وشو، په اړه به يې دا الهي ازمېنه ښه تېره کړو. و يې ويل: پر هغه قسم چې زما ساه يې په واک کې ده، هرومرو ستاسې په مخ کې پر کړاو اخته کېږي او تاسې به پرې راپاڅئ او مسلماً چې وژنئ يې! بيا يې وويل:

په چل يې جګړې ته راوست او پخپله پر شا شول او سوکالي يې غوړه کړه حال دا چې دا جګړه نه کومه سوکالي ده او نه کوم عذر! [61]

دويم- د حضرت "هاني بن هاني" له خولې: سمول

د طبراني په معجم، د ابن عساکر په تاريخ، د ذهبي په تاريخ الاسلام او نورو کتابونو کې له حضرت "هاني بن هاني" له "علي" (ک) روايتوي چې: "حسین به په خورا سخته ووژل شي او زه د هغې سيمې خاوره پېژنم، چې پکې وژل کېږي، دوو نهرونو ته په ورنژدې سيمې کې وژل کېږي .[62]"

درېيم- د "خوارزمي په مقتل کې" سمول

"امير المؤمنين علي (ک)"صفين" ته پر لار په کربلا کې راکوز شو او ابن عباس(رض) ته يې وويل: دا سيمه پېژنې؟ و يې ويل: نه، ويې ويل: که دې پېژندله؛نو زما په څېر به دې ژړل! بيا يې سخت وژړل او ويې ويل: زما له آل ابوسفيان سره څه کار؟! بيا يې حسين ته پام شو او ويې ويل :" زويه زغمناک وسه،چې بابا دې له هغوى په څو ځل هماغه څه ليدلي چې وروسته يې ترې وينې .[63]"

څلورم- په صفين کې د حضرت "حسن بن کثير" له خولې: سمول

دا له خپل پلاره روايتوي چې:"علي (ک) "کربلا" ته راغى او تم شو. وويل شو: اميرالمؤمنينه! دا "کربلا" ده؟ ويې ويل: د کرب او بلا خاونده! بيا يې په خپل لاس هغه ځاى ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا يې وژنتون دى . [64]"

پينځم- د حضرت"اصبغ بن نباته" له خولې: سمول

په ذخائر العقبى او نورو کتابونو کې له حضرت"اصبغ" روايتوي چې:"له علي (ک) سره راغلو،چې د حسين د قبر ځاى ته راورسېدو. علي (ک) وويل: دا يې تم ځاى دی! دا يې د بار را کوزولو ځاى او دا يې وژنتون دى! د آل محمد ځوانان په دې ناو کې وژل کېږي او آسمان او ځمکه پرې ژاړي. [65]"

شپږم- د حضرت "غرفه ازدي" له  خولې: سمول

په اسدالغابه کې ترې روايتوي چې:

"د علي (ک) په اړه يو ډول شکمن شوم؛ځکه د فرات رود پر غاړه ورسره ملګرى وم،چې له لارې بېل شو او ودرېد او موږ هم ترې راچاپېره شو، بيا يې په خپل لاس اشاره وکړه او ويې ويل: دا ځاى يې د بار را کېوتو،تم ځاى او وژنتون دى! پلار مې له هغه ځار،چې بې له خدايه په ځمکه او اسمان کې هېڅ مرستندوى نه لري! نو هغه وخت چې حسين ووژل شو،د باندې راووتم او هغه ځاى ته ورسېدم چې پکې وژل شوى وو؛نو ومې کتل چې کټ مټ هماغه و،چې علي(ک) ويلى و! وايي: نو ځکه له خدايه مې د هغه شک په اړه بښنه وغوښته اوپوه شوم چې علي (ک) يوازې هغه څه کول، چې دنده ورکړاى شوې وه. [66]"

اووم- د حضرت "ابي جحيفه" له خولې: سمول

نصر بن مزاحم د "صفين" په کتاب کې ترې روايتوي چې:

"عروه بارقي، سعيد بن وهب ته ورغى او ما يې پوښتنې اورېدې: هغه داستان دې ياد دى،چې له علي بن ابيطالب دې راته ووايه؟ ويې ويل: هو،"مخنف بن سليم"، "علي" (ک) ته ولېږلم،په کربلا کې ورغلم. ومې کتل چې په خپل لاس اشاره کوى او وايي: دلته! دلته! يو تن ورته وويل: اميرالمؤمنينه! دلته به څه وي؟ ويې ويل: دلته د آل محمد عزتمن راکوزېږي،له تاسې دې پر هغوى افسوس وي او له هغوې دې پر تاسې افسوس وي! سړي وويل: ددې مانا څه ده؟ و يې ويل: له تاسې پر هغوى افسوس؛ دا ځکه چې هغوى وژنئ! او له هغوى پر تاسې افسوس؛ دا ځکه چې خداى مو له دې امله اور ته بوځي!"

دا کلام ترې په بل ډول هم هم روايت شوى دى:

"له هغوى پر تاسې افسوس او چې څه پرې تېرېږي پر تاسې افسوس! سړي وويل: له هغوى پر موږ افسوس پوه شو؛خو څه چې پرې تېرېږي پر موږ افسوس مانا پوه نه شو؟ ويې ويل: وژنه يې وينئ؛ خو مرسته يې کړاى نه شئ!"


اتم- د حضرت "عون بن ابى جحيفه" له خولې: سمول

ابن عساکر په خپل تاريخ کې ترې روايتوى چې:

د حضرت "ابى عبدالله جدلي" کور ته مخامخ ناست وو،چې حضرت "ملک بن صحار همداني" راغى او و يې ويل: د پلاني کور راوښيه. وايي ورته مو وويل: څوک به ورپسې ولېږو،چې راشي؟ چې راغى ورته يې وويل: ياد دې دي،چې حضرت "ابومخنف"،اميرالمؤمنين ته ولېږلو او هغه د فرات په غاړه راته وويل: دلته هرو مرو د آل محمد څه سپاره تمېږي او پرې تېرېږي او وژني يې؛نو له هغوى دې پر تاسې افسوس وي او له تاسې دې پر هغوى افسوس وي؟!"

نهم- د "ابن کثير تاريخ" روايت سمول

حضرت محمد بن سعد او  نور وايي:

"علي (ک) صفين ته پر لار، "کربلا" او د "اشجار الحنظل" سيمې ته ورسېد او ددې ځاى نوم يې وپوښت. وويل شو: کربلا. ويې ويل: کرب و بلا! نو تم شو او د هغه ځاى تر يوې ونې لاندې يې لمونځ وکړ او- يو ځاى ته یې په اشارې - وويل: دلته داسې کسان شهيدان کېږي (چې بې له اصحابو کرامو) غوره شهيدان دي او بې حسابه جنت ته ځي. دا ځاى یې په يوه څه نښه کړ او وروسته حسين هلته ووژل شو.[67]"

لسم- د "مسند احمد" روايت سمول

د احمد په مسند، د طبراني په معجم، ابن عساکر په تاريخ او نورو کتابونو کې له حضرت "عبدالله بن نجى" له پلاره يې روايتوي چې:"له علي (ک)سره صفين ته روان وو، چې "نينوا" ته ورسېدو. ناڅاپه علي (ک) چغه کړه: يا ابا عبدالله د فرات په غاړه زغمناک وسه: يا ابا عبدالله د فرات په غاړه زغمناک وسه! و مې ويل: څه ته؟ و يې ويل: يوه ورځ رسول الله(ص) ته ورغلم او ژړل يې. ومې ويل: يا رسول الله(ص)! چا غوسه کړى يې؟ولې ژاړې؟ ويې ويل: (نه) بلکې همدا اوس جبرئيل راسره و او خبر يې کړم چې حسين د فرات پر غاړې وژل کېږي او ويې ويل: غواړې چې خاوره يې بوى کړې؟ ومې ويل: هو. لاس يې وغځاوه او يو موټى خاوره يې راکړه او بې اختياره مې وژړل . [68]"

په بل روايت کې:

"صفين ته تلو، د "نينوا" اړخ ته چې ورسېدو،علي (ک) چغه کړه: يا ابا عبدالله له فرات سره زغم وکړه يا ابا عبدالله له فرات سره زغم وکړه! ومې ويل: ابو عبدالله څوک دى؟ - تردې چې و یې ويل: - غواړې چې خاوره يې بوى کړې؟.....[69]"

يوولسم- د حضرت "عامر شعبي" له خولې: سمول

د ابن سعد په طبقاتو، د ابن عساکر په تاريخ، د ذهبي په تاريخ الاسلام او په تذکرة الخواص الامه کې له "عامر شعبي" څخه روايتوي چې: "علي د فرات په غاړه وويل: ابا عبدالله زغم کوه! بيا يې وويل: رسول الله(ص) ته ورغلم او ژړل يې. ومې ويل: کومه ناوړه پېښه شوې؟ ويې ويل: جبرئيل خبر کړم چې حسين د فرات په غاړه وژل کېږي. وروسته يې راته وويل: خوښه دې ده،چې خاوره يې دروښيم؟ ومې ويل: هو. يو اورغوى خاوره يې را واخسته او زما په اورغوي کې يې کېښووه او بې اختياره مې وژړل.[70]"

دولسم- د حضرت "کديرالضبي" له خولې: سمول

ابن عساکر له حضرت "کدير خبي" روايتوي چې:

"له علي سره په کربلا او د سپېلنو په بوټو کې وو،ناڅاپه يې يوه پچه را واخسته، ويې موښله، بوى يې کړه او و يې ويل: خداى له دې ځايه يو قوم غوره کوي،چې بې حسابه جنت ته ځي. [71]"

ديارلسم- د حضرت "هر ثمه" له خولې: سمول

وايي: "له علي (ک) سره د "کربلا د نهر" پر غاړه وم؛ يو بوټي ته ورسېدو چې لاندې ترې د هوسۍ پچې وې. يو موټى يې ترې را واخستې، بوى يې کړې او و يې ويل: له دې اويا زره تنه محشورېږي،چې بې حسابه جنت ته ځي. [72]"

د "هرثمه" روايت او په کربلا او چاپېريال کې يې له علي (ک) سره ملګرتوب بېلابېلو وګړيو روايت کړى، چې هر راوي – لکه چې لولو يې – د بل راوي وينا تاييدوي:

الف- د هرثمه د خادم حضرت "نشيط" روايت: سمول

مولا مې هرثمه له صفين څخه راستون شو او کتو ته يې ورغلو،سلام مو پرې واچو،چې يوه مېږه تېره شوه او پچې يې وکړې. ويې ويل: دې مېږې يو کيسه راياده کړه: له علي (ک) سره له صفين څخه را ستنېدو چې کربلا ته ورسېدو. د ګهيځ لمونځ مو په بوټو کې وکړ او بيا يې د هوسيو څه اندازه پچې را واخستې، په لاس يې وموښلې، بوى يې کړې موږ ته يې وويل: په دې ځاى کې يو قوم وژل کېږي، چې بې حسابه جنت ته ځي![73]"

ب- د  حضرت"ابي عبدالله الضبي" روايت سمول

وايي: چې "هرثمه ضبي" له علي (ک) سره له صفين څخه راستون شو، ليدو ته يې ورغلوو، د خپلې هټۍ پر وره ناست و، چې مېږه يې راورسېده او پچې يې واچولې او خپلې ښځې "جرداء" ته يې [چې د علي(ک) له سر سختو پلويانو وه] وويل: دې پچو د علي داستان را ياد کړه! وويل شول: څه کيسه وه؟ ويې ويل: له صفين څخه په راستنېدو کې کربلا ته ورسېدو.علي(ک) د سپېلنو په ګڼو بوټو کې د ګهيځ لمونځ راکړ او بيا يې د هوسيو پچې را واخستې، بوى يې  کړې او ويې ويل: آه، آه! په دې بېديا کې يو قوم وژل کېږي،چې بې حسابه جنت ته ځي! راوي وايي: مېرمن يې "جردا" له کوره غږ کړ: کوم يو څېز يې نه منې؟څه يې چې ويلي تر تا ښه پوهېږي! [74]"

ج- د حضرت "ابي عبيده" له خولې: سمول

وايي: "هرثمه وويل: د "صفين" په جګړې کې د علي (ک) په ملګرتوب مو جګړه وکړه. کربلا ته چې را ورسېدو، لمونځ يې راکړ او چې سلام يې وګرځاوه، د هغه ځاى يو اورغوى خاوره يې را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: اى خاورې مزې دې وکړې، چې يو قوم به درنه راپاڅي، چې بې حسابه په جنت ته ولاړ شي! وايي: "هرثمه" چې له جګړې راستون شو خپلې مېرمن "جردا بنت سمير" ته يې (چې د علي لاروۍ وه) وويل: له مولا دې ابى الحسين هېښنده نه کړم؟ په کربلا کې چې تم شو، يو اورغوى خاوره يې را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: اى خاورې مزې دې وکړې، چې يو قوم درنه راپاڅي، چې بې حسابه جنت ته ځي! هغه له غيبو څه خبر دى؟ مېرمن يې وويل: سړيه، پر خپل حال مې پرېږده، چې امير المؤمنين يوازې حق ويلى دى!"

وايي: "هغه مهال چې "عبيدالله بن زياد" خپل لښکر د حسين او يارانو پر لور ورولېږه،زه هم پکې وم او چې د حسين او ملګرو تمځي ته يې راورسېدو،هغه ځاى چې له علي (ک) سره پکې کوز شوي وو او کوم ورغوى خاوره يې چې را اخسته او کومه خبره يې چې کړې وه، ټولې مې را يادې کړې او خپل راتګ مې ښه و نه باله؛ نو له اس سره مې حسين ته ورغلم، سلام مې پرې واچو او په دې ځاى کې چې د هغه له پلاره مې څه اورېدلي و، ورته مې وويل.

امام حسين وويل: ته له موږ سره يې يا پر ضد مو يې؟ ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه! نه له تا سره يم، نه دې پر خلاف يم. ښځه او اولادونه مې يوازې پرېښودي او له ابن زياده ډارېږم چې زيان ور ورسوي.

امام حسين وويل: وګرځه چې زموږ وژل کېدل ونه وينې،چې قسم پر هغه چې د محمد روح یې په واک کې دى،چې څوک نن زموږ وژنه ويني او ملاتړ مو و نه کړي، خداى به يې جهنم ته بوځي. وايي: او بېديا ته وتښتېدم، چې د دوى وژنه مې و نه ليده!" [75]


د- د حضرت "جرداء بنت سمير" له خولې:

وايي: مېړه مې "هرثمه" وويل: "له علي سره يو جګړې ته ولاړو او په لار کې کربلا ته ورسېد، تر يوې ونې لاندې کوز شو او لمونځ يې وکړ. بيا يې له ځمکې څه خاوره را واخسته، بوى يې کړه او و يې ويل: خاورې مزې دې وکړې! يو قوم درباندې وژل کېږي، چې بې حسابه جنت ته ځي! وويل: له دې جګړې راستانه شوو او علي (ک) ووژل شو او دا کيسه مې هېره شوه. وايي: زه په يوه لښکر کې وم،چې د امام حسين پر لور روان و. هغه ځاى ته چې ورنژدې شو،پر هغه ونه مې نظر ولګېدو او تېره کيسه مې راياده شوه. له اس سره مې حسين ته ورغلم او ومې ويل: د رسول الله (ص) د لور زويه يو زېرى درباندې وکړم! او کيسه مې ورته وکړه.امام حسين وويل: له ما سره يې يا مې پر ضد يې؟ ومې ويل: نه درسره يم او نه دې پر ضد يم! کورنۍ او څه مې يوازې پرېښودې دي. راته يې وويل: که له موږ سره نه يې؛نو وګرځه، پر هغه قسم چې د حسين سا يې په واک کې ده؛ چې څوک مو وژل وويني؛ نو دوزخ ته به ځي! نو په تېښته راوګرځېدم، چې د هغوى وژنه مې ونه ليده.[76]"

څوارلسم- د حضرت "شیبان بن مخرم" روايت سمول

دا د حضرت عثمان (رض) پلوى و او د علي (ک) دښمن و، وايي: "له علي (ک) سره "صفين" ته ولاړو، چې يو ځاى ته ورسېدو.و يې پوښتل: دا ځاى څه نومېږي؟ ومو ويل: کربلا. ويې ويل: کرب و بلا! وايي: بيا پر خپلې سپرلى سپور شو او ويې ويل: دلته يو قوم وژل کېږي،چې د ځمکې پر مخ غوره شهيدان دي، د رسول الله(ص) شهيدان نه دي! وايي ومې ويل: د کعبې پر خداى قسم چې دا يې له دروغو ځنې دي. بيا مې خپل مري ته وويل چې د هغه مړه خره د پښې هډوکې راوړه او په کوم ځاى کې چې ناست و، ومو ټومبه. چې امام حسين ووژل سو خپل يارانو ته مو وويل: راځئ چې ورشو او څېړنه وکړو. ولاړو او هغه ځاى ته چې ورسېدو؛نو ومو ليدل چې د حسين بن علي تنه د هماغه ټومبلي هډوکې تر څنګ وه او د اصحابو تنې یې په شاو خوا کې وې [77]"

ابن قولويه په "کامل الزيارات" باب: "قول امير الؤمنين فى قتل الحسين" کې څلور حديثونه راوړي دي . [78]

پينځلسم- د حضرت انس بن حارث روایت او ګواهي یې سمول

په بخاري تاریخ او ابن عساکر او نورو سرچینو کې راغلي،چې انس بن حارث، د نبیه لمسی، مخکې تر دې،چې کربلا ته روان شي او د امام حسین د یارانو په ډله کې ووژل شي، ویلي یې و: خپله مې له رسول الله (ص) څخه اورېدلي،چې ویې ویل: دا زوی (حسین) به مې د کربلا پر ځمکه ووژل شي، نو چې څوک پر هغه ورځ وي،باید یاري یې وکړي . د رسول الله(ص) د همدې سپارښتنې له امله انس بن حارث کربلا ته ولاړ او د امام حسین د یارانو په ډله کې شهید شو.

د "مثير الحزان" په کتاب کې وايي: "انس بن حارث کاهلي" دا رجز وايه او د جګړې ډګر ته ولاړ:

"د کاهل، ذوذان،خندف خېل او قيس عيلان ټبرونه پوه شوي چې زما قوم خپل سيالان نابود او ورکوي!

قومه!اوس د تېزو پنجو د زمريو په څېر دښمن ته مخه کړئ چې: "آل علي" د لورین خداى او "آل حرب" د شيطان لارويان دي.[79]"

١۵- د بني اسد د ټبرد  يوه تن روايت سمول

"عريان بن هيثم" وايي: پلار مې په یوه دښته کې اوسېده او هماغه يې د اوسېدانى ځاى و،چې وروسته د حسين د وژلو ځای شو او چې موږ هغې درې ته تلو؛نو هلته د"بني اسد د ټبر يو تن"و. پلار مې ورته وويل: تل دې ددې ځاى ملازم او څارن وينم؟ ويې ويل: خبر شوى يم چې حسين دلته وژل کېږي؛نو دلته راځم،چې ښايې ملاتړ يې شم او ورسره ووژل شم. چې حسين ووژل شو،پلار مې وويل: ورشئ او وګورئ چې هغه "اسدي سړی" هم په وژل شويو کې دى؟ او چې ورغلو تر لټې وروسته مو وليدل چې په وژل شويو کې وو.[80]"

چې څه وويل شوو،د خلفاوو او اهل بيتو په ښوونځيو او يا يوازې د خلفاوو په ښوونځي کې د امام حسين د شهادت وړاندوېنه وه،موږ د هغو رواياتو له راوړو ډډه وکړه،چې يوازې د اهل البيتو د ښوونځي په کتابونو کې وو[81]

د دواړو ښوونځیو له ګډو رواياتو څخه مو یوازې د خلفاوو د ښوونځي روایات دلته راوړل.(د خداى په مرسته) په راتلونکې بحث کې د امام حسين د شهادت لامل څېړو او د دواړو ښـوونځيو د کتابونو روايات را اخلو.

ام الفضل (رضى الله عنها) وايي: پېغمبر اكرم حسين په غېږ كې اچولى و او ژړل يې، و يې ويل : "جبرييل خبر كړى يم  چې امت دې حسين وژني او يو موټى سره خاوره يې راكړه."پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله د كربلا خاوره ام سلمه بي بي ته وركړه، چې په شيشه كې يې وساتي او ورته يې وويل: هر وخت چې دا خاوره پر وينو واوړېده؛ نو پوه شه،چې حسين به شهيد شوى وى.[82]

د حسين له زوكړې دوه كاله وروسته،پېغمبر صلى الله عليه و آله ته پرښته راغله او پېغمبر اکرم يې خبر كړ،چې حسين وژل كېږي،پېغمبر اکرم بيا وژړل او حاضرين يې خبر كړل، تردې چې ډېرو اصحابو دا خبر اورېدلې و.[83]

ابن عباس رضى الله عنه وايي: زه او نبوي كورنۍ په يوه خوله وو، چې حسين بن علي به د طف (كربلا) پر ځمكه شهيدېږي. (2)

د دې په څېر ډېر روايتونه شته دى.

حضرت علي (ك) د "صفين" پر لار،چې د "كربلا" سيمې ته ورسېده، دومره يې وژړل، چې پر اوښكو يې ځمكه لمده شوه او بيا يې د پېغمبر اكرم حديث ووايه چې:  " جبريېل راته راغى،ويې وويل: چې زوى دې (حسين) د فرات پر غاړه د كربلا پر ځمكه شهيدېږي ....

علي بيا ځينو ځايونو ته اشاره وكړه،ويې ويل :

" دا د اوښې د څملاستو ځاى دى ، دا يې د بار غورځولو ځاى دى ، دا يى د وينو تويېدو ځاى دى. د آل محمد ځينې ځوانان دلته وژل كېږي، چې ځمكه او اسمان به پرې ژاړي .

امام د خپل پاڅون په بهير كې له هغې ورځې،چې له مكې نه كوفې ته خوځېده په بېلابېلو فرصتونو، ويناوو،خبرو اترو او هم هغو ته چې د ورم – نصیحت په نامه به راتلل،چې له پاڅونه تېر شي،د خپل شهادت په باب خبرې كولې. سيد الشهداء چې له مكې خوځېده؛ نو "عبدالله بن عمر " رضي الله عنهما ورته راغى او ورنه يې وغوښتل،چې عراق ته مه ځه چې وژل كېږې،سيد ورته ونه ويل، چې زه نه وژل كېږم؛ بلكې ويې ويل: "من هوان الدنيا ان يحمل راس يحيي بن زكريا الي بغي من بغايا بني اسرايل؛يعنې د دنيا له پستيو همدا بس دى، چي د يحيى بن زكريا سريې د بني اسراييلو يوې بد لمني ته ډالۍ كړ".

ابن عمر رضى الله عنه ورته وويل ؛ اوس چي ځي؛نو هغه ځاي راښكاره كړه، چي پېغمبر به ښکلاوه، چې زه يى هم ښكل كړم.  سيد ورته لمن پورته كړه او ابن عمر رضى الله عنه يى زړه ښکل كړ. [84]

(صحيح ترمذي:دويم ټوک،٢٤٠ او ٣٠٧ مخونه) ،(صحيح ابن ماجه) ، (احمد بن حبنل؛مسند :پينځم ټوک،٣٦٩ مخ) ، (طيالسي؛مسند :لسم ټوک،٣٣٢ او ٣٢٧ مخونه)، (بيهقي؛سنن :دويم ټوک،٢١٣ مخ)  او (کنزالعمال :اووم ټوک،١٠٨ مخ) روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،حسين وړوکى ماشوم و،چې رسول الله (ص) به له لاسه نيوه،د هغه پښه به يې پر خپله خېټه ايښووه او تر اوږو به يې جيګاوه، ويل يې : (حزقه حزقه .ترق عين بقه –ماشومه !ماشومه ! راوخېژه اى د ماشي سترګې) او ځنې عالمان وايي،چې د پېغمبر اکرم دا خبره د امام حسين د شهادت او د بدن د سوري سوري کېدو وړاندوينه ده؛ځکه اوس رابرسېره شوې،چې د ماشي سترګې سورۍ سورۍ دي –په دې ټولو روايتونو کې راغلي دي،چې ويلي يې دي : (خدايه ! هغه مو ښه ايسي ستا دې هم هغه ښه و ايسي،چې دى يې ښه ايسي)

(ابن سعد؛طبقات :پينځم ټوک،١٠٧ مخ) له ابي عون روايتوي،چې امام حسين له مدينې نه د مکې په پلو عراق ته وخوځېد ؛نو په لار کې له ابن مطيع سره مخ شو،چې څاه يې کنله، و يې پوښتل :موروپلار مې در ځار چېرې ځې؟ امام حسین ورته د خپلو پلويان د بلنې کيسه وکړه او ابن مطيع ترې وغوښتل،چې د حجار خلک د خپل وجود له برکته مه بې برخې کوئ؛خو امام و نه منله.ابن مطیع وويل :دا څاه مې چې کنلې،نوې اوبه يې راوتلي دي،اوبه يې تروې دي؛له خدايه وغواړه،چې اوبه يې سړې او خوږې شي . امام حسین هم د دې څاه لومړۍ بوکه اوبه راواخستې،غړغړه يې کړې او په څاه کې واچولې او د څاه اوبه خوږې او سړې شوې .

همداراز ډېر قولي او فعلي قراين ښيي،چې امام د خپل كار له پايلې خبر و او اصولاً دا به سمه نه وي،چي عادي وګړي (لكه ناصحین چې امام يې له تګه منع كاوه) د كارله پايلې په تشويش كې وي؛خو خپله امام ظاهري بريا ته  ښوین - خوشبين وي او ځان يې تېر ايستلى وي.

د كربلا د پېښې له حيرانتياوو يوه هم داده چي امام يو شمېر وګړيو ته اجازه وركړه چې ولاړ شي او يو ډېر شمېر يې پاڅون ته رابلل، چې دا كار د عادي پاڅونونو له آرونو سره اړخ نه لګوي او دا راښيئ چي امام د خپلو يارانو د چارو له پايلو اګاهي درلوده.[85]


د غزل بابا وايي :


دا څنګه وخت دپاك نبي په خاندان راغلى

چې د جفا ورته لښكر لكه طوفان راغلى

دا بړبوكۍ دي كه فطرت په اسوېلو سر دى

چې د اسمان په لوري زغلي په سلګو سر دى

د كربلا هره ذره لكه بلا ښكاري

دى عافبت ورنه په تېښته وارخطا ښكاري

دعلمدار مټې پرې شوې، سر د تن نه جدا

په ډاګه پروت دى د امام شاه زمن نه جدا

مشك يې غلبيل سورى سورى په بيابان پاتې دى

د اوبو ګوت د سكينې د زړه ارمان پاتې دى

علي اكبر چې وه زلمى د زړه رڼا د حسين

په شهادت باندې يې ماته شوله ملا د حسين

چې په كړه وړه کې سراسر د پېغمبر غوندې وه

چې په يرغل او په ګوزار کې د حېدر غوندې وه

حورې غلمان يې چې ښائست وته اوبه اوبه وو

راغلو مېدان لره قاسم چې نن يې څه په زړه وو

د نيم پرانستي ګل پشان يې د ځوانۍ وخت وه

د دې غنچې نه د نكهت د روانۍ وخت وه

ښكلى پېكري د شقي په يو ګوزار اورژېد

جوړې يو ګل د نبوت دلاله زار اورژېد


د پېښې شرحه سمول

د امام حسين د شهادت لامل سمول

الف- ولې د امام حسین وژونکي، د امام پر وژنه لاس پورې کړ؟

ب- ولې امام حسین شهادت غوره کړ؟

طبري او نور تاريخپوهان ددې موضوع په څرګندولو کې وايي: "يزيد چې د ٦٠ س په رجب کې د خپل پلار تر مړينې وروسته خليفه شو؛نو لومړى او خورا مهم هوډ يې دا و،چې له هغو کسانو څخه بيعت واخلي،چې د پلار پر ژوندونې يې د ده د ځايناستۍ له منلو څخه سرغړولى و. له دې امله د مدينې والي "وليد بن عقبه" يې د ليک په ترڅ کې د حضرت معاويه له مړينې خبر کړ او د موږک د غوږ هومره په کوچني ليک کې يې ورته امر وکړ: "اما بعد؛حسين، عبدالله بن عمر او عبدالله بن زبير(رضي الله عنهم) بيعت کولو ته راوبوله او سخت زور پرې رواړه چې بې ځنډه بيعت وکړي. والسلام [86]"

وليد ته د يزيد ليک ور ورسېد او مروان ورته وړانديز وکړ:همدا اوس څوک ور ولېږه او بيعت ته يې راوبوله،که يې ونه منله غاړې يې ورپرې کړه؛ځکه که دوى د حضرت معاويه له مرګه خبرشي؛نو هر يو به يو خوا ته ولاړ شي او ښکاره مخالفت به وکړي او خلک به ځان ته راوبولي؛خو بې له عبدالله بن عمر(رض) څخه،چې له جګړې او شخړې ځان ساتي او بې له سرخوږۍ يې مني!"

وليد، عبدالله بن عمرو بن عثمان په امام حسين او ابن زبير(رض) پسې ولېږه.دوى يې په جومات کې وموندل او د واکمن پيغام يې ورته ووايه،چې په ګوښي ساعت کې (چې عام خلک نه وي) واکمن ته راشي. دواړو وويل: "ته ولاړ شه موږ به هم ژر درشو." بيا امام حسين، ابن زبير(رض) ته وويل: " زما په نظر چې د دوی مشر هلاک شوی او دا کس يې په موږ پسې رالېږلى،مخکې تر دې چې د مرګ خبر یې په خلکو کې خپور شي له موږه بيعت اخلي." ابن زبير وويل: "زما انګېرنه همدا ده." امام حسين پاڅېد او د خپل کور ملګري او وسلوال يې له ځان سره کړل او د وليد کور ته روان شو او دوى ته يې وويل: "زه يوازې ورځم؛خو که زما لوړ غږ مو وارېد؛ نو په زور به راننوځئ، که نه تر راستنېدو مې همدلته وسئ." بيا وليد ته ورغى.

له وليد سره مروان ناست و،چې امام حسين ته يې د يزيد ليک ولوست او بيعت يې ترې وغوښت.امام حسين استرجاع – انا الله و انا اليه راجعون – وويله او ويې ويل: "زما په څېر خو څوک پټ بيعت نه کوي؛لکه چې ته هم زما پټ بيعت کافي نه بولې؛خو دا چې په ډاګه د خلکو په مخ کې واخلې."

وليد وويل: "هو." امام حسين وويل: "چې خلک دې بيعت ته راوبلل؛نو ما هم ورسره راوبوله،چې چار يو ځل پاى ته ورسي."وليد چې جنجالي سړى نه و، ورته يې ويل: "د خداى په نامه ستون شه." مروان ورته وويل: "پر خداى قسم که بې بيعته درنه ووځي؛نو بيا به يې په جګړې بيعت ته رابولې،بندي يې کړه،چې بيعت وکړي يا يې غاړه ور پرې کړه!"

امام حسين چې دا حال وليد ويې ويل: "يا ابن الزرقاء![87] ما وژنې يا دا؟ پر خداى قسم چې دروغ دې وويل او د ګناه اور دې بل کړ! [88]"

د ابن اعثم په تاريخ، د خوارزمي په مقتل، مثيرالاحزان او لهوف کې راغلي :

يزيد،وليد ته وکښل او امر يې وکړ چې له ګردو مدينوالوعمومي بيعت او له حسينه  ځانته بيعت واخلي او خبر کړى يې و چې: "که بيعت يې ونه مانه؛نو سر يې ورپرې کړه!"تر دې چې وايي: حسين غوسه شو او مروان ته يې وويل: "د ززقاء زوکړې پر تا افسوس! ته امر کوې چې غاړه مې پرې کړي؟ دورغ دې وويل او پستي دې وکړه موږ د نبوت اهل بيت او د رسالت کان يو او يزيد فاسق شرابخور او آدمکش دى او په زما په څېر ورسره بيعت نه کوي .[89]"

وايي: "وليد جنجالي سړى نه و،امام حسين ته يې وويل: "د خداى په نوم او ياد ستون شه." وايي: بله ورځ مروان،امام حسين ته ورغى او ويې ويل: "خبره مې واوره،چې وژغورل شې!"امام حسين وويل: "ووايه." مروان وويل: "له اميرالمؤمنين يزيد سره بيعت وکړه،چې په دنيا او آخرت کې درته ښه ده!" او امام حسين وويل: "انالله و انا اليه راجعون! د اسلام دې خداى مل شي! چې امت ته د يزيد په څېر شپون راشي! [90]"

پر ابن زبير(رض) يې دباو راووړ؛خو پلمه يې وکړه او وليد ته ور نه رغى. بيا وليد،عبدالله بن عمر (رض) راوغوښت او ورته يې وويل: "له يزيد سره بيعت وکړه" عبدالله (رض) وويل: "چې خلکو وکړ؛نو بيعت به وکړم". د ښارونو د بيعت تر خبرېدو انتظار وايست،وليد ته راغى او بيعت يې ورسره وکړ [91].

په بل روايت کې وايي: امام حسين تر دې پېښې وروسته له خپل کوره راووت او د خپل نيکه قبر ته ورغى او  ويې ويل: "اى رسول الله (ص) السلام عليکم! زه حسين د فاطمې زوى او ستا لمسى يم؛هماغه ثقل (او دروند) چې په خپل امت کې دې ځايناستى کړى دى. اى رسول الله (ص)! پرې شاهد وسه،ځانته یې پرېښووم او زما ملاتړ يې و نه کړ! دا مې درته يوه ګېله وه،چې د لېدو کتو وخت مې راورسي، د خداى درود دې درباندې وي."

بيا يې لمونځ پيل کړ او تر سبا يې رکوع او سجدې کولې  [92].

په بل روايت کې وايي: له څو رکعتو نمانځه وروسته يې وويل: "خدايه! دا ستا د پېغمبر محمد (ص) قبر دى او زه ستا د پېغمبر د لور زوى يم او پر کوم کړاو چې اخته شوى يم ترې خبر يې.

خدايه! د ښېګڼو دوست او د بديو دښمن يم. اى ذى الجلال والاکرام!

ددې قبر په پار او د هغه په پار چې په دې قبر کې دى،له تا هغه غواړم چې ستا، ستا د پېغمبر او مؤمنانو خوښه او رضا پکې وي."ورپسې د قبر په خوا کې تر سهاره پر ژړا شو او سر يې پر قبر کېښود او ويده شو او ويې ليدل،چې له رسول الله(ص) څخه ګڼ شمېر پرښتې راتاوې دي او امام حسين يې په غېږ کې ونيو او خپلې سينې ته يې رانژدې کړ او وچولى يې ورښکل کړ او و يې ويل: ګرانه حسينه! لکه چې دې وينم ډير ژر به په خپلو وينو کې ککړ اولېت پېت شې،د کربلا په سيمه کې،زما د امت په يوې ډلې کې به سخت تږى يې او بې له دې چې اوبه وڅښې سر دې پرې کېږي او پر همدې حال زما د شفاعت هيلمن هم دي پر دوی څه شوي! خداى دې بيخي زما له شفاعته بې برخې کړي! د خداى پر وړاندې به څه برخمني و نه لري. ګرانه حسينه! مور و پلار او ورور دې راته راغلل او ستا د ليدو لېوال دي،په جنت کې درته داسې درجې دي چې يوازې په شهادت ورته رسې....[93]"

تر دې وروسته د مور او ورور قبرونو ته ورغى او وداع يې ورسره وکړه. [94]

عمر بن علي (رض) وايي: چې ورور مې حسين له يزيد سره له بيعته ډډه وکړه ورغلم او يوازې مې وليد او ورته مې وويل: ابا عبدالله درځار شم! ورور دې ابو محمد، حسن، ستا د پلار له خولې خبر کړم- په دې وخت کې مې په لپو لپو اوښکې راغلې-په غېږ کې يې ونيوم او ويې ويل: "ايا خبر کړى يې،چې وژل کېږم؟" ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه يوازې شوم!ويې ويل: "د پلار پر ياد مې قسم درکوم ايا پلار مې د وژنې خبر درکړى دى."ومې ويل: هو! اوس ولې "تاويل" نه کوې او په خپل بيعت دا (قضا) نه اړوې؟ ويې ويل: "پلار مې خبر کړم،چې رسول الله(ص) مې د پلار او زما له وژنې او دا چې قبر مې د هغه قبر ته ورنژدې دى خبر کړى يم! ته انګېرې پر څه چې پوهېږې،زه پرې نه پوهېږم؟! (نه) زه خوارۍ او ذلت ته بیخي غاړه نږدم! او په يقين چې مور مې فاطمه د خپل پلار ليدو ته ځي ؛نو له ځوځات سره به يې د امت له چلنه ګيله وکړي او هغه به بيخي جنت ته ولاړ نه شي،چې فاطمه یې دهغې د ځوځات د ځورولو له لارې ځورولى وي. [95]"

د تاویل په باب د اجتهاد ویینه ولولی. [96]

طبري،شيخ مفيد او نورو روايت کړى،چې امام حسين له مدينې څخه د وتو هوډ وکړ،محمد بن حنفيه(رض) ورته وويل: وروره! ته راته تر خلکو خورا ګران يې او خپل ورم- نصيحت مې يوازې تا ته سپما کړى چې ته يې وړ يې. اوس چې څومره دې له وسې پوره وي له يزيد سره له بيعت او ښارونو ته له تلو څخه ډډه وکړه.بيا دې خپل استازي خلکو ته ولېږه او خپل اطاعت ته يې راوبوله چې که خلکو بيعت درسره وکړ؛نو د خداى شاکر به وسې او که خلک په بل چا ولاړل؛نو خداى به يې له امله ستا له عقل او دين څخه څه کم نه کړي او فضل او مېړانه به دې زوال نه شي. له دې ډارېږم هسې نه چې يو ښار ته ورشې او خلک په دوو ډلو شي: يوه ډله ستا پلوۍ شي او بله دې پر ضد راپاڅي او په پايله کې ته يې د بلا ډال او د نېزو لومړۍ نښه شې او په دې حال کې د دې امت د غوره شخصيت او د غوره او اوچت موروپلار د خاوند وينه تويه او کورنۍ يې خواره شي! امام حسين ورته وويل: "وروره! چېرې ولاړ شم؟"ويې ويل: "په مکه کې تم شه،چې دې زړه ولګېد هملته پاتې شه او که په آرام یې پرېنښووې بېدياوو او د غرونو څوکيو ته ولاړ شه،سيمه په سيمه وګرځه چې ووينې ددې خلکو چار چېرې سر وهي؛ نو په دې بڼه کې به په سم او ټينګ نظر ورسره وچلېږې .[97]"

تردې وروسته د ابن اعثم په فتوح او د خوارزمي په مقتل کې راغلي چې: امام حسين ورته وويل: "وروره! پر خداى قسم که په نړۍ کې بيخي پټځى هم نه وي؛نو له يزيد بن معاويه سره خو بيعت نه کوم؛ځکه رسول الله (ص) ويلي: "خدايه! يزيد برکتي نه کړې!" په دې حال محمد بن حنفيه دا خبره پرې کړه او پر ژړا شو.امام حسين هم ورسره وژړل،بيا امام حسین وويل: "وروره! خداى دې زما په پار ثواب درکړي،چې نصحيت دې وکړ او سم نظر دې ووايه هيلمن يم چې که خداى وغواړي،نظر دې بريالى وي،زه اوس مکې ته روان يم،چې پخپله،ورونه، ورېرونه او لارويان مې ټول تګ ته چمتو شوي دي،غوښتنې يې زما غوښتنې او نظر يې زما نظر دى؛خو ته اى وروره! ته استثنا یې او په مدينه کې پاتې شه او په خلکو کې به زما د سترګو او غوږونو په شان یې او د دوی یوه ستونزه به هم راڅخه پټ نه کړې." بيا يې قلم او کاغذ راوغوښت او خپل ورور محمد ته يې دا نصحيت وکښه:"

د امام  حسين وصيت سمول

بسم الله الرحمن الرحيم

هذا، ما اءوصى به الحسين بن على بن اءبى طالب الى اءخيه محمد المعروف بابن الحنفيه .

ان الحسين يشهد اءن لا اله الا الله وحده لا شريك له ، و اءن محمدا عبده و رسوله ، جاء بالح من عند الحق . و اءن الجنه و النار حق ، و اءن الساعة آتيته لا ريب فيها و اءن الله يبعث من فى القبور.

و انى لم اءخرج اءشرا و لا بطرا و لا مفسدا و لا ظالما، و انما خرجت لطلب الاصلاح فى اءمة جدى (ص) .

اءريد اءن آمر بالمعروف و اءنهى عن المنكر، و اءسيره بسيرة جدى و اءبى على بن اءبى طالب .

فمن قبلنى بقبول الحق ، فالله اءولى بالحق ، و من رد على هذا، اءصبر حتى يقضى الله بينى و بين القوم بالحق ، و هو خير الحاكمين  .

و هذه وصيتى يا اءخى اليك . و ما توفيقى الا بالله ، عليه توكلت و اليه اءنيب .

"دا د حسين بن علي بن ابى طالب يو وصيت دى؛خپل ورور محمد ته چې په ابن الحنيفه مشهور دى.

حسين ګواهي لي،چې يوازې الله د نمانځنې وړ دى،ايکى يو او شريک نه لري او دا چې محمد د خداى بنده او استازى دى،چې په حق او له حق څخه راغلى دى او دا چې جنت او دوزخ حق دي او بېشکه چې قيامت راتلونکى دى او خداى ټول مړي راژوندي کوي او زه د سرغړاندۍ،مزو چړچو، فساد او تېري لپاره راپاڅېدلى نه يم؛بلکې د نيکه په امت کې مې سمونې ته پاڅون کړى.

لازم بولم چې پر نېکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل نيکه پر سيرت او د خپل پلار علي بن ابيطالب[98] پر لار ولاړ شم؛نو چې څوک زما مني په حق دې يې ومني،چې خداى د حق وړ دى او چې څوک دا دود نه مني، زغم باسم، چې خداى په حق زما او ددې قوم ترمنځ قضاوت وکړي،چې هغه غوره پرېکړه کوونکى دى.

وروره دا مې در ته نصيحت دى! توفيق مې يوازې د خداى په واک کې دى، پرې توکل کوم او پر لور يې ور ستنېږم."

بيا يې خپله ليکنه راتاوه کړه،په خپله ګوته يې مهر کړه او خپل ورور محمد ته يې وسپارله،خداى پاماني يې ورسره وکړه او په شپه کې روان شو. [99]

مکې ته د امام حسين تګ سمول

طبري او مفيد روايتوي چې: وليد د امام حسين تر تلو وروسته په عبدالله بن زبير(رض) پسې يو تن ولېږه، پلمه يې وکړه،د شپې شپې بې لارې مکې ته روان شو. ګهيځ يې يوه ډله ورپسې ولېږله او تر مازيګره يې ولټاوه؛خو و يې نه موند،چې مازېګر شو،په امام حسين پسې يې څوک ولېږل.امام ورته وويل: "سبا ته هوډ کوم." ګوذاره يې وکړه او امام پر هماغه شپه مکې ته روان شو او د وتو پر مهال يې دا آیت ولوست :

))فَخَرَجَ مِنْهَا خَائِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ [100]= نو موسى په وېره او اندېښنه، چې د هرلوري څارنه يې کوله، له ښاره وووت او دعا يې وكړه چې: ((پالونكيه! له ظالمانو مې وژغوره.))                                                      

او د ابن زبير (رض) په څېر بې لارې ولاړ نشو او د مکې اصلي لار يې ونيوه. [101]

طبري او نورو ويلي دي: په لار کې عبد الله بن عمر(رض) له امام حسين او ابن زبير(رض) سره مخ شو او دواړو ته يې وويل: "له خدايه وډار شئ او د مسلمانانو په جماعت او ټولي کې درز مه اچوئ!"[102]

او هم عبدالله بن مطيع د امام کتو ته ورغى او ويې ويل: درځار شم چېرې ځې؟ ويې ويل: "اوس خو مکې ته ځم او وروسته يې له خدايه خير غواړم." ويې ويل: خداى دې خير درکړي او ما دې درځار کړي،که مکې ته ځې نو پام چې د کوفې سپېرې سيمې ته ولاړ نه شې. هلته دې پلار ووژل شو او ورور دې بې ملاتړه شو ګوذار يې پرې وکړ او نژدې و،چې سا ورکړي. د حرم ملازم شه چې د عربو ښاغلى يې او حجازيان دې څوک سيال نه بولي او خلک له هرې لورې درته بلل کېږي. تره او ماما مې درځار، له حرمه مه بېلېږه،که ووژل شې، تر تا وروسته ټول مريانېږو.

امام حسين روان و، چې د جمعې پر ورځ د شعبان پر درېيمه مکې ته ورسېد او په ننووتو کې يې دا آیت لوسته : ((وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَاء مَدْيَنَ قَالَ عَسَى رَبِّي أَن يَهْدِيَنِي سَوَاء السَّبِيلِ[103]= او چې يې مدين ته مخه كړه؛نو و يې ويل: ((هيله من يم، چې پالونكى مې راته سمه لار وښيي.))

ابن زبير(رض) هم مکې ته ورغى او د کعبې ملازم شو او تر څنګ يې ګرده ورځ نمونځ او طواف کاوه او کله له خلکو سره امام حسين ته تله او نظر يې ورکاوه؛خو په مکه کې د امام حسين شتون پرې خورا سخت پرېوت؛ ځکه پوهېده چې مکيان د امام حسين په شتون کې ورسره بيعت نه کوي او خلکو ته امام حسين تر هغه خورا ټولمنلى او ستر دى.[104]

تر دې وروسته مکيان عمره کوونکي او مسافر د امام حسین استوګنځي ته تلل راتلل . [105]

بلخوا، يزيد،وليد لرې کړ او "عمرو بن سعيد" يې د مکې او مدينې پر واکمنۍ وګوماره. [106]

کوفې ته د حضرت معاويه د مړينې خبر ورسېده او هم د امام حسين، ابن زبير او ابن عمر (رضی الله عنهم)  له نه بيعت کولو څخه خبر شول؛نو کوفيانو غونډه وکړه او په يوه ليک کې يې امام حسین ته وکښل: ".... اما بعد؛ د خداى شکر چې خداى ستاسې جبار او سرغړاندۍ دښمن هلاک کړ؛هغه دښمن چې پر دې امت یې يرغل وکړ او واکمني يې وتښتوله او پر ظلم  يې ورباندې حکومت وکړ....... نو د ثمود د قوم په څېر دې لرې او ورک وي.

اوس (پوه شه چې) موږ امام او مشر نه لرو،موږ ته راشه،هيله ده چې خداى مو په تا په حق يو لاس کړي او دا نعمان بن بشير (د کوفې ولسوال) د ولسوالۍ په ماڼۍ کې دى او په يوه جمعه او اختر کې هم ورپسې لمونځ نه کوو، او که خبر شو چې راځې، شړو یې،چې شام ته ولاړ شي." دا ليک يې دوو تنو ته ورکړ،چې د رمضان پر لسمه امام حسین ته راغلل.

کوفيانو دوه ورځې درنګ وکړ او بيا يې له دري پينځو سو ليکونو سره درې تنه نور ولېږل،چې خورا مهمو شخصیتونو کښلي وو.دوه ورځې وروسته دوه تنه نور یې هم ولېږل او ويې کښل: ".......... حسين بن علي ته، د مؤمنو او مسلمانو پلویانو له خوا یې،اما بعد، بېړه وکړه چې خلک درته سترګې پر لار دي او بې له تا بل نه غواړي؛ نو بېړه وکړه، بېړه او پر تا دې سلام وي."

بيا د کوفې يو شمېر مشرانو امام حسین ته يو ليک وکښه چې پکې راغلي وو:

"هغه لښکر ته راشه چې درته چمتو شوى دى او پر تا دې درود وي." [107]

او په بل روايت کې وايي: "کوفيانو ورته وکښل: يو لک تنه دې ملاتړ دي." [108]

کوفې ته د حضرت مسلم بن عقيل (رض) لېږل سمول

په دې توګه،پرله پورې د کوفيانو استازي راغلل او امام حسین ته يې ګڼ شمېر ليکونه ورکړل او امام حسین په ځواب کې ورته وليکل:

"مؤمنانو او د مسلمانانو ډلې  ته! اما بعد ........ په کښل شويو مو پوه شوم،غټه خبره مو دا ده چې: "موږ امام  نه لرو،موږ ته راشه،چې ښايي خداى، مو ستا له لارې پر حق او ښیون - هدايت راټول کړي." دا دى ورور، د تره زوى او د خپلې کورنۍ ډاډمن مې درولېږه او لارښوونه مې ورته کړې،چې ستاسې د سيمې له حالاتو،چارو او نظرياتو مې خبر کړي، که خبر يې کړم،چې ټولیز اندونه او د عقلمنو وګړیز نظرونه هماغسې دي،لکه چې په راستول شويو ليکونو کې مو دي؛نو (انشاء الله) در به شم او پر ځان مې قسم،چې امام، يوازې، هغه دى چې پر کتاب الله عمل کوونکى، عدل کوونکی او د حق پوره کوونکى وي او ځان د خداى پر لار ټينګ وساتي، و السلام". او مسلم بن عقيل (رض) يې ورولېږه. [109]

مسلم (رض) کوفې ته ورغى. د امام حسین مینوال ورغلل او د امام حسين ليک ته یې غوږ کېښود او ويې ژړل او (١٨) زرو تنو بيعت ورسره وکړ [110] او مسلم  بن عقيل (رض) ،امام حسين ته وکښل :"اما بعد؛ څارن خپلو کسانو ته دروغ نه وايي. تر اوسه (١٨) زرو تنو بيعت ورسره کړى؛نو د ليک په رسېدو،بې ځنډ را روان شه، چې ټول خلک درسره دي او له آل معاويه يې مخ ګرځولى دى. والسلام" [111]                                                                                            

او په بل روايت کې وايي: (٢٥) زرو تنو له مسلم بن عقيل (رض) سره بيعت وکړ او په بل کې وايي: (٤٠) زرو تنو.[112]  ليکوال وايي: ښايي امام حسین ته د مسلم (رض) د ليک تر لېږلو وروسته کوفيانو خپل بيعت ته دوام ورکړى وي،چې شمېر يې (٢٥) يا (٤٠) زرو تنو ته رسېدلى وي.

طبري وايي: د بصرې يو شمېر وګړي راټول شول او د امام حسين پېښه يې رامخې ته کړه او ځينې يې له امام حسين سره يو ځاى شول او شهيدان شول.

امام حسين بصريانو ته هم ليک لېږلى و او مرسته يې غوښتې وه. [113]

وايي: يزيد، نعمان بن بشير د کوفې له واکمنۍ لرې کړ او عبيدالله بن زياد ته يې پر بصرې د امارت سربېره د کوفي ولسوالي هم ورکړه او حکم يې ورته وکړ،چې مسلم بن عقيل (رض) ولټوي او ويې وژني. ابن زياد کوفې ته راغى او د امام حسین مینوال يې تعقيب کړل او مسلم بن عقيل (رض) يې پر ضد راپاڅېد؛خو  بيعت کوونکيو ځان ته پرېښود او ځانته د ابن زياد له پوځيانو سره وجنګېد او ګوذار يې وخوړ چې پاس شونډه يې وچاوده او مخکيني غاښـونه يې ولوېدل،بيا يې د کوټو له پاسه په ډبرو ايشته او تر بريد لاندې يې ونيو. بيا محمد بن اشعث ورپسې ورغى او ويې ويل: "تا ته امان دى، ځان مه وژنه!" حال دا چې په ډبرو سخت لګېدلى و، له جګړې ستړى شوى و او د کوټې يوې څنډې ته يې ډډه وهلې وه، ابن اشعث ورنژدې شو او ويې ويل: "ته په امان کې يې." مسلم (رض) وويل: "زه په امان کې يم؟" ويې ويل: هو. پوځيانو هم وويل: "ته په امان کې يې." مسلم (رض) وويل: "باخبر که امان مو راکړى نه و؛نو لاس مې نه درکاوه." بيا يې را ايسار کړ او توره يې دهغه له غاړې را وايسته او مسلم (رض)  وويل: "دا مو لومړۍ ټګي وه! امان مو څه شو؟ او ابن اشعث ته يې وويل: "پر خداى قسم وينم،چې ته راته د امان راکولو وس نه لرې،ايا څه خير در کې شته؟ ايا کړاى شې چې څوک د ځان له لوري واستوې،چې پيغام مې امام حسين ته ورسوي؟ وينم چې هغه نن يا سبا له خپلې کورنۍ سره راځي او دا غم او تروري مې له همدې امله ده.يو څوک ولېږه، چې امام حسين ته ووايي:"مسلم بن عقيل په داسې حال کې درته رالېږلى يم،چې پخپله هغه قوم نيولى او ګومان نه کوم تر سبا به ژوندى پاتې شي،له خپلو اهل بيتو سره وګرځه. کوفيان دې و نه غولوي چې د پلار هغه اصحاب دې دي،چې ترې زړه چاودې و، کوفيانو تا او ما ته دروغ ويلي وو او دروغ اورېدلې ته څه تدبير نه وي!" ابن اشعث وويل: "پر خداى قسم دغسې کوم او ابن زياد ته وايم،چې ما امان ورکړى دى."

مسلم (رض) يې پر همدې حال ابن زياد ته بوت او ترمنځ يې څه خبرې وشوې او ابن زياد ورته وويل: پر ځان مې قسم چې ته وژل کېږي! مسلم (رض) وويل: همداسې ده! ويې ويل: هو. ويې ويل: نو مهلت راکړه، چې يو خپلوان ته مې وصيت وکړم. بيا يې د ابن زياد شاوخوا کسانو ته وکتل او عمرسعد بن وليد ته يې وويل: عمره! ته مې خپلوان يې او زه درته اړين يم او پر تا لازم ده، چې زما د يوه راز غوښتنه پوره کړې. عمر سعد يې له منلو ډډه وکړه او عبيدالله بن ابن زياد ورته وويل: د تره د زوى د غوښتنې له منلو ډډه مه کوه،عمر سعد پاڅېد او له مسلم سره په يوه څنډه کې کېناست چې ابن زياد څارل او مسلم (رض) ورته وويل: "چې کوفې ته راغلى يم؛ نو تر اوسه اوسوه درهمه پوروړى يم؛ ته زما لخوا دا پور ورکړه، جنازه مې له ابن زياد وغواړه او ښخ مې کړه او يو تن په امام حسين پسې ولېږه، چې ستون يې کړې؛ځکه ورته مې ليکلي و، چې کوفيان دې پلويان دي او هغه اوس پر لار دى." عمرسعد، ابن زياد ته د مسلم راز رابرسېره کړ او ابن زياد وويل: "امين کس هېڅکله خيانت نه کوي؛ خو کله خاين کس هم امين ګڼل کېږي" او حکم يې وکړ، چې مسلم (رض) ماڼۍ ته وخېژوئ او سر يې پرې کړئ.

مسلم (رض) محمد بن اشعث ته وويل: "باخبر! پر خداى قسم که امان دې نه واى راکړې؛نو بيخي نه تسلېمېدم، پاڅه او په خپله توره له ما دفاع وکړه، چې له امانت سره دې خيانت وکړ! بيا يې د ماڼۍ سر ته وخېژاوه، تکبير يې وايه، استغفار يې غوښـته او پر پرښتو او الهي استازيو يې درود وايه او و يې ويل: "پالونکيه! زما او هغو خلکو ترمنځ قضاوت وکړه،چې يې وغولولم،دروغ يې راته وويل: او ځانته يې پرېښووم!" او د ماڼۍ پر بام يې غاړه ورپرې کړه او سر او تنه پر ځمکه راولوېده.

ابن زياد حکم وکړ "هاني بن عروه" (رض) هم بازار ته بوځى او غاړه يې ورپرې کړئ او د دواړو سرونه يې له يوه ليک سره يزيد ته ولېږل او يزيد ورته په ځواب کې وکښل: "اما بعد؛په رښتيا هماغه يې چې مې ښه ايسې،چې په ځيرکۍ او ځواکمنۍ دې عمل وکړ،زړوز،بې باکه او مېړانى يې،په رښتيا چې پوره چار دې وکړ او ستا په اړه مې يقين رښتيا شو ......" [114]

عراق ته د امام حسین ورتګ سمول

لکه چې وويل شول، مسلم بن عقيل (رض) شهيد شو او امام حسین د مسلم (رض) د ليک تر رارسېدو وروسته عراق ته د ورتګ لپاره چمتو شو. ابن زبير (رض) د امام حسین له موخې خبر شو او ورته يې وويل: "که هلته مې ستا په څېر لارويان درلودل؛نو ترې نه تېرېدم" (او دا چې ووېرېد، هسې نه چې تورن شي) ويې ويل: "خو که په حجاز کې پاتې شې او همدلته ددې چار په لټه کې وسې؛ نو انشاء الله مخالفت به درسره و نه شي. " چې له امام حسین څخه ولاړ؛نو امام حسين وويل : "هغه ښه پوهېږي،چې په شتون کې مې له واکمنۍ څخه برخمنېداى نه شي او خلک يې راسره نه برابروي؛نو خوښه یې وه چې له دې ځايه ولاړ شم، چې مخه ورته خوشې شي." [115]

د ترويه پر ورځ – د ذيحجې اتمه – هم د حجر او د کعبې د وره تر منځ سره مخ شول او ابن زبير(رض)، امام حسین ته وويل: "که پاتې کېږې او واکمني غواړې؛نو ملاتړ دې کوم او بيعت درسره کوم."امام حسين ورته وويل : "پلار مې راته ويلي و،چې هلته ( په مکه کې) يو مشهور او نامتو سړی دی او په بې پروایۍ د خدای د کور درناوۍ له منځه وړي او خوښه مې نه ده،چې هغه زه وسم!"

ابن زبير (رض) وويل: "نو که پاتې کېږي، حکومت راوسپاره، چې اطاعت دې وشي او سرغړونه ونه وينې." امام حسین وويل: نه يې غواړم. وروسته يې خپلې خبري پټې کړې [116] او په يوه روايت کې وايي: "ابن زبير (رض)،امام حسين ته يو راز ووايه او امام حسين موږ ته وويل: ابن زبير(رض) وايي: "دې جومات کې پاتې شه، چې خلک درباندې راټول کړم." بيا يې وويل: "پر خداى قسم، که له حرم څخه بهر وژل کېږم؛نو دا ډېره غوره ګڼم،چې  يوه لوېشت په حرم کې دننه ووژل شم! پر خداى قسم! که په سوړه کې يو خوځنده وسم؛ نو راوباسې مې او خپلې غوښتنې راباندې پوره کوي! پر خداى قسم! په حقيقت کې هاغسې تېرى راباندې کوي لکه يهودو، چې د شنبې پر ورځ وکړ!" [117]

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو کې وايي: "که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم؛ نو تر دې مې ښه ايسي چې په ما د حرم حرمت او درناوى مات شي.[118]"

امام حسين تردې وروسته د کعبې طواف وکړ، د صفا او مروه په سعې پسې يې څه برخه ويښتان لنډ کړل او له احرامه راووت او "عُمره" یې کړه. [119]

له ابن عباس (رض) سره د امام حسین خبرې اترې سمول

په طبري تاريخ او نورو کتابونو کې وايي: چې امام حسين وتو ته چمتو شو؛نو ابن عباس (رض) ورته راغى او د خبرو په ترڅ کې يې ورته وويل:"په همدې هېواد کې پاتې شه؛ځکه ته د حجازيانو مشر يې او عراقيانو ته وکښه که (لکه چې انګېرلې يې ده) تا غواړې؛نو لومړى دې د هغه ځاى واکمن او خپل دښمن وباسي، بيا ورشه او که له تلو دې چاره نه وي؛نو "يمن" ته ولاړ شه؛نو هلته کلاګانې او درې دي،پراخ سيمه ده او د پلار مینوال دې هلته دي او د دې قوم له لاسرسۍ به هم لرې يې،بيا نو خلکو ته ليکونه لېږه او بلونکي دې هرې خوا ته استوه او هيلمن يم، چې په دې کړنو به پر خپلو موخو بريالى شې."

امام حسين ورته وويل: "د تره زويه! پر خداى قسم پوهېږم،چې ته ناصح او مهربان يې؛خو ما خپل هوډ کړی او لار مې ټاکلې ده."

ابن عباس (رض) وويل: "نو که تلونکى يې،دا ښځې او اولادونه دې مه بوځه، ډارېږم،چې هسې ووژل شي لکه حضرت عثمان (رض)،چې ووژل شو او ښځو او اولادونو يې ورته کتل."

په اخبار الطوال کې وايي :امام حسين وويل: "د تره زويه! دې خوځښت ته هله خوځښت وايم، چې کورنۍ او اولادونه مې راسره وي! [120]"

او په يوه روايت کې وايي :امام حسين وويل: "که په پلاني او پلاني ځاى کې ووژل شم،تر دې خورا ښه ده، چې په مکه کې ووژل شم او په مايې حرمت مات شي."

او ابن عباس (رض) په ژړا شو[121]. او په بل روايت کې يې وويل: په دې خبرو يې ارام کړم [122].

بنى هاشمو ته د امام حسین ليک سمول

په کامل الزياره کتاب کې وايي: " امام حسين له مکې څخه محمد بن علي (رض) ته وکښل: "بسم الله الرحمن الرحيم .......... د حسين بن علي له لوري، محمد بن علي اود بني هاشمو خپلوانو ته يې. اما بعد، چې څوک راسره يو ځاى شي؛نو شهيدان کېږي او چې پاتې شې بريا نه مومي. و السلام [123]".

ابن عساکر وايي :امام حسين مدينې ته يو استازى ولېږه او د عبدالمطلب يو شمېر لمسي ورسره يو ځاى شول ......... او محمد بن حنفيه (رض) هم ورپسې مکې ته راغى [124].

له خپل ورور محمد بن حنفيه (رض) سره د امام حسين خبرې اترې سمول

په لهوف کې وايي: امام حسين،چې پر سبا له مکې وته؛نو پر شپه يې محمد بن حنفيه (رض) ورغى او ويې ويل: "وروره! ښه پوهېږې چې کوفيانو مو له پلار او ورور سره ټګي وکړه او ډارېږم چې هسې نه ته هم پر هماغه برخليک اخته شې،که همدلته پاتې شې؛نو خوندي او د حرميانو عزتمن به يې." امام حسین وويل: "وروره! ډارېږم چې يزيد مې په ترهګريز بريد کې په حرم کې ووژني او بيا به هماغه وسم، چې ددې کور حرمت پرې ماتېږي . [125]"

له مکې څخه د امام حسین یون او د چارواکيو مخنيوى سمول

امام د سې شنبې پر ورځ د ذيحجې پر اتمه له مکې څخه ووت  . [126]

د مکې د واکمن "عمرو بن سعيد" استازيو ورته لار ونيوه او چار شخړې،لاس اچونې او کوړو وهلو ته ورسېد. امام حسين او يارانو يې ستنېدو ته غاړه نه ايښووه او خپله لار يې وهله او مخالفينو يې غږ کړ چې : "حسينه! له خدايه نه ډارېږې؟ له ټولي وځې او په امت کې درز اچوې!" او امام حسين دا آیت ورته ولوست [127].

((وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنتُمْ بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَاْ بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ [128]= او كه تا دروغجن وګني؛ نو ووايه :(( زما کړه وړه زما لپاره دي او ستاسې كړه وړه ستاسې لپاره دي،څه چې كوم تاسې يې مسؤول نه ياست او څه چې تاسې كوئ، زه يې مسوول نه يم .))

له عبدالله بن جعفر(رض) سره د امام حسین خبرې اترې سمول

عبدالله بن جعفر(رض)، امام حسین ته يو ليک له خپلو زامنو عون او محمد سره ولېږه او پکې يې کښلي وو: "اما بعد؛ درنه غواړم چې د خداى په پار د ليک په ليدو مې (له هوډه دې) واوړې؛ ځکه کومه لار چې دې غوره کړې پر تا او ستا د اهل بيتو پر بندیتوب ډارېږم، که په دې پېر کې ووژل شې د ځمکې رڼا مړه کېږي؛ ځکه ته د هدايت لټوونکيو بيرغ يې؛ نو په تلو کې دې بيړه مه کوه،چې په ليک پسې مې در روان يم، والسلام" . وروسته "عمرو بن سعيد" ته ورغى او ترې يې وغوښتل چې امام حسين ته امان ليک وکښي او په ستاينليک او د ډالى له ورکړې يې خبر کړي او پخپله دې له ليک سره ورشي. او دغسې يې وليکل:

"اما بعد؛ له خدايه غواړم، چې له هغه څه دې واړوې چې نابود او ورکوې دې او د ودې او رشد لار در وښيي،خبر شوى يم چې عراق ته ځې، له خدايه درته له جګړې او درزه پناه غواړم، زه پر دې ډاېږم، چې لار دې د هلاکت لار وي اوس مې عبدالله بن جعفر او يحيى بن سعيد (د واکمن ورور) در ولېږل، ورسره راشه، چې امان مې درکړى او له زړه سوي،ډالۍ، ښه ګاونډه او ښه چلنه برخمن يې....." عبدالله او يحيى امام ته ليک يووړ.

يحيى ورته ليک ولوست او په خبرو اترو شو او امام حسین ورته يو عذر ووايه چې: "يو خوب مې وليد چې رسول الله (ص) پکې و او له خوبه مې يو ماموريت وموند، چې و به يې کړم، که پر تاوان يا ګټه مې وي!"

وويل شوو: "خوب دې ووايه؟ و يې ويل: "چا ته مې ويلى نه دى او له خپل پالونکي سره د ليدو کتو تر وخته به يې و نه وايم . [129]"

امام حسین د "عمرو بن سعيد" د ليک په ځواب کې وکښل: "اما بعد؛ په يقين څوک چې د خداى عزوجل لوري ته بلنه کوي او وايي چې له مسلمانانو ځنې يم؛ نو ښکاره ده،چې له خداى او رسول الله (ص) سره يې دښمني او شخړه کړې نه ده، زه دې امان، نېکۍ او ډالۍ ته رابللى يم، حال دا چې غوره امان، د خداى امان دى او خداى به هغه ته په اخرت کې امان ور نه کړي،چې په نړۍ کې ترې بيخي ډارېدلى نه وي؛ نو په نړۍ کې ترې الهي ډار غواړو، اوس که په ليک  دې د زړه سوي، ډالۍ او نېکۍ هوډ کړى وي؛ نو ښه بدله به ومومې.[130]"

د عبدالرحمان د لور عمرې ليک سمول

د ابن عساکر په تاريخ کې وايي: عمرې د عبدالرحمان لور هم امام حسين ته يو ليک وکښه او د امام حسين موخه يې ستونزمنه او پرې نه برلاسېدونکې ګڼله او ترې يې وغوښتل چې د حکومت مطيع او له جماعت سره مل وي او خبر يې کړ،چې يوازې او يوازې وژنتون ته ورشړل کېږي او ويل يې: "ګواهي ورکوم چې عايشې بي بي راته وويل،چې له رسول الله (ص) يې اورېدلي،چې ويې ويل: "حسين د بابل په سيمه کې وژل کېږي." امام حسین يې د ليک په لوستو وويل: " ناچار يم، چې وژنتون ته مې ورشم!" او ولاړ.[131]"

له عبدالله بن عمر(رض) سره دامام حسين خبرې اترې سمول

او هم وايي: عبدالله بن عمر(رض) په خپل شخصي جايداد کې و،چې عراق ته د امام حسين له تګه خبر شو. درې ورځې لار يې ووهله او ځان يې ور ورساوه او عراق ته له تلو يې منع کړ.امام حسين و نه منله او ابن عمر(رض) ورسره غاړه وکړه او و يې ويل: "پر خداى دې سپارم، چې وژل کېږې![132]"

د ابن اعثم په فتوح،د خوارزمي په مقتل،مثير الاحزان او نورو کتابونو کې وايي: ابن عمر(رض) چې عراق ته د امام حسين له تګه خبر شو،ځان يې ور ورساوه او واکمنۍ ته یې د غاړې ورايښوو وړانديز ورته وکړ. امام حسين ورته وويل: "عبدالله! د دنيا له پستۍ هم دا بس دي،چې د يحيى بن زکريا سر يې د بني اسرائيلو يو بد چارې ته ډالۍ کړ؟! تردې چې ويې ويل: او خداى يې د سزا په ورکړې کې بيړه و نه کړه؛بلکې وروسته يې سخته درنه سزا ورکړه! بيا يې وويل: ابا عبدالرحمانه! له خدايه وډار شه او بې ملاتړه مې مه پرېږده. [133]"


عراق ته د امام حسین روانېدل سمول

او د امام حسین خطبه سمول

په مثير الاحزان کې تر تېرو خبرو وروسته وايي : امام حسین خطبې ته پاڅېد او ويې ويل: "

الحمدلله ، ماشاءالله ، و لا قوة الا بالله. بنيادم ته مرګ یو حتمي چار دی او زه مې له مخکینیو تېرو سره ليدو ته دومره شور او ځوږ لرم،لکه حضرت يعقوب ،چې د حضرت يوسف ليدو ته درلود،يو وژنتون را ته ټاکل شوى چې ور رسم، لکه چې وينم د بدن غړي مې د نواميس او کربلا تر منځ د بېديا لېوان ټوټې ټوټې کړي،خپلې وږې ګېډې او تش ګوډي ترې ډکوي. هو! د تقدير په قلم له کښل شوي څخه تېښته نشته،د خداى خوشحالي زموږ د اهل بيتو خوشحالي ده.پر کړاوونو يې زغم کاږو او زموږ د زغمونو بدله راکوې. د رسول الله د تن ټوټې بيخي سره جلا کېږي نه او د خدای په جنت کې سره راټولېږي.سترګې يې پرې روښانېږي او خپلې ژمنې به ورسره پوره کړي. (اوس نو) چې چا ځان سرښندنې او خداى ته وررسيدو ته چمتو کړى را دې راشي، چې زه انشاء الله ګهيځ مهال خوځم.[134]"

* ټکى

‏دا دې له پامه و نه غورځي،چې ددې خبرو او خطبو په راوړو کې زموږ موخه دا نه وه،چې دا خبرې په کوم وخت او ځای کې ترسره شوي،چې په باب یې ویینه وکړو او څه چې ددې ویینې له څېړنې لاس ته راځي؛نو هماغه شان یې اوډون  کړو؛بلکې موخه دا ده،چې په دې ویینه کې د امام حسین د شهادت په باب  پخپله د امام حسین او د ملګرو له لید لوري یې یو رښتینی انځور را وړاندې کړو ،چې په دې توګه د امام د شهادت حکمت او اغېز يې راته پر ډاګه شي او پر موخې يې د پوهېدو لپاره همدا را ته بسيا وي.

د يزيد فرمانونه سمول

يزيد د امام حسین له حرکته خبر شو او ابن زياد ته يې وکـښل: "خبر شوى يم،چې حسين د کوفې پر لور در روان شوى دى. بې شکه ستا وخت، حکومت او  ستا د واکمنۍ ځای تر ټولو وختونو، ځایونو څخه لا ډېر په یوې بلا ککړ شوی او زما په دې ټولو چارواکیو کې یوازې ته په داسې ستر ازمېښت اخته شوی یې. اوس له داسې پېښې سره په پېښېدو کې دوه لارو ته وررسېدلی یې: يا به د آزاد شویو کسانو لار غوره کوې او بله دا چې عبودیت او مريتوب ته به ورګرځې![135]"

ليکوال وايي: ښايي چې يزيد په خپل ليک کې زياد (د عبيدالله پلار) ته اشاره کړي وي، چې مور وپلار يې (سميه او عبيد) دواړه مريان وو، چې بيا حضرت معاويه په خپل پلار ابوسفيان پورى وتاړه او په جاهلي ټبريز دود کې،اموى او ازاد وشمېرل شو [136] او په کنايه يې تر غوږ ورتېروي، که د امام حسين د وژنې په دنده کې ناغېړي وکړې؛ نو د آل ابى سفيان له نسبه به يې وشړي او بيا به مريي شي!

او په بل روايت کې وايي: عمرو بن سعيد د همدې ليک په څېر ابن زياد ته ليک ورلېږلى و. [137]

امام حسین او فرزدق شاعر سمول

امام حسین په لار کې "صفاح" ته ورسېد او شاعر فرزدق ورسره مخ شو او و يې وويل: "د رسول الله (ص) اولادې مور و پلار مې درځار! څه شوي چې له حج څخه په بيړه لرې وځې؟ امام حسین وويل: " که بيړه مې کړې نه واى؛ خو نيول شوى به واى!" بيا يې ترې د کوفيانو احوال وپوښت، و يې ويل: "زړونه يې له تا سره او تورې يې له امويانو سره دي او وروستۍ پرېکړه خو له اسمانه راکېوځي." امام حسین ورته وويل: "رښتيا دې وويل،هر څه د خداى دي او چې څه غواړي کوي يې،پالونکى هم هر ورځ پر يوه کار بوخت دى که (الهي) قضا مو پر خوښۍ راکېوته؛نو خداى يې د نعمتو له امله ستايو او پخپله هم د شکر ايستو ته مرستندوى دى او که (الهي) قضا مو د خوښې پر خلاف وه؛نو هغه ،چې نيت یې حق او جامه يې تقوا او ځان ساتنه وي؛نو د کینې او دښمنې پر لار به روان نشي." بيا یې له فرزدق سره وداع وکړ او سپرلۍ يې په ځغاسته کړه [138] او چې د "حاجز" [139] سيمې ته ورسېد؛ نو کوفيانو ته يې يو ليک ولېږه او خبر يې کړل چې پر "ترويه ورځ" له مکې راوتى او در رځي[140]."

امام حسین او حضرت عبدالله بن مطيع سمول

امام حسین د لارې په يوه چينه کې له "عبدالله بن مطيع عدوي"[141] سره مخ شو او عبدالله ورته وويل: "د رسول الله (ص) زوکړې مورو پلار مې درځار! دلته څه ته راغلي يې؟" امام حسين له خپلې پېښې خبر کړ او عبدالله وويل: "د رسول الله (ص) زويه! د اسلام حرمت در يادوم،چې لتاړ نه شي! پر خداى قسم درکوم چې د رسول الله(ص) حرمت مات نه کړې! پر خداى قسم درکوم چې د عربو حرمت مات نه کړې! ځکه پر خداى قسم، چې څه د امويانو په لاس کې دي او ترې يې اخلې؛ نو په يقين چې وژنې دې او که ته يې ووژلې؛ نو تر تا وروسته به يې بيخي له چا سترګه نه سوځي او پر خداى قسم، بيا نو دا د اسلام حرمت دى چې لتاړ او ماتېږي او هم د قريشو او عربو؛نو مه کوه او کوفې ته مه ځه او پر امويانو غرض مه کړه!"؛خو امام حسین و نه منله او خپل تګ ته يې دوام ورکړ.

او په بل روايت کې وايي: حسين دا آيت ولوست :

))إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُواْ قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّواْ وَّهُمْ فَرِحُونَ [142]= كه كومه ښېګنه (بريا يا غنيمت) درورسي؛ نو دوى ځورېږي او كه پر تا كومه سختي راځي، وايي :(( موږ خو له مخه د خپل كار چاره سنجولې وه )) او په خوشحالى درنه بېلېږي ((

امام حسین ورسره خداى پاماني وکړه او ولاړ[143].

چا باور درلود،چې امام حسین به نه وژل کېږي! سمول

د تېرو نظریو پر خلاف،چې وویل شوې،حضرت عبدالله بن عمروعاص،.چې خپله د رسول الله (ص) له اصحابو و، خلک یې دې ته هڅول،چې: د امام حسين لاروي وکړئ. فرزدق له امام حسين سره تر ليدو کاتو وروسته وايي: "پر لار چې د حرم چاپېريال ته ورسېدم او ښکلې خيمه مې وليده او ورنژدې شوم او پوه شوم چې د حضرت عبدالله بن عمروعاص ده،ويې پوښتم او له امام حسين سره له ليده کاتو مې خبر کړ او ويې ويل: "پر تا افسوس! ولې يې ملګرى نه شوې! پر خداى قسم چې هغه مالک او بريمنېږي او وسله پر هغه او يارانو يې اغېز نه کوي!" فرزدق وايي: " پر خداى قسم هوډ مې کړی،چې له امام حسين سره يو ځاى شم او د حضرت عبدالله خبره مې پر زړه کېناسته،بيا د پېغمبرانو پر ياد او وژنو يې بوخت شوم او دې را يادونې مې له يو ځاى کېدو ورسره مخه ونيوه .....[144]"

امام حسین او حضرت زهير بن قين سمول

امام حسین خپله لار وهله، چې "زرود" ته ورسېد او هلته له  " حضرت زهير بن قين" [145]سره مخ شو. راوي چې د حضرت زهير له ملګرو څخه و وايي: موږ له مکې د امام حسين پر لار راووتو او بيخي مو نه غوښتل چې په يوه ځاى کې ورسره تم شو؛ داسې چې که امام حسين به حرکت کاوه؛نو حضرت زهير تمېده او چې درېده به نو حضرت زهير به لار وهله،تر دې چې له ناچارۍ په يو ځاى کې سره تم شوو.امام حسين په يوه څنډه کې ځاى ونيو او موږ په بله څنډه کې. پر خوړو بوخت وو،چې ناڅاپه د امام حسين استازى راغى تر سلام وروسته يې وويل: "زهير بن قينه! اباعبدالله حسين بن علي رالېږلى يم، چې ورشې!" وايي: وچ کلک او هک پک شوم، داسې چې څوک هر څه له لاسه وغورځوي، لکه چې مارغه مې پر سر ناست و. مېرمن يې ورته وويل: د رسول الله (ص) زوى دې غواړي او ته نه ورځې؟ سبحان الله! کاشکې ورشې او خبره يې واورې! حضرت زهير، امام حسين ته ورغى او ډېر وخت تېر نه و،چې خوشحال راستون شو او حکم يې وکړ،چې خيمه او وزلي يې د امام حسين له کاروان سره يو ځاى کړي. بيا يې خپلې مېرمن ته وويل: ته ازاده يې،له خپلې کورنۍ سره دې يو ځاى شه چې ښه مې ايسي،نېکي مې در ورسي. وروسته يې خپلو ملګرو ته وويل: د چا چې خوښه وي له ما سره دې ولاړ شي که نه دا مې وروستي ليده کاته دي.

په بل روايت کې، ويې ويل: چې څوک شهادت غواړي را پا دې څي او چې نه يې غواړي ولاړ دې شي. [146]اوس درته يوه کيسه کوم. په بلنجر کې مو جګړه وکړه او خداى بريالي کړو او غنیمت مو تر لاسه کړ. سلمان باهلي را ته وويل: له خداى درکړې بريا او له تر لاسه شويو غنیمتونو څخه خوشحاله يې؟ ومو ويل: هو، و يې ويل: که د آل محمد ځوانان دې وموندل – او په بل روايت کې: که د آل محمد د ځوانانوښاغلى دې وموند[147]؛نو له هغوى سره په ملګرتوب کې له جګړې او کوم غنیمتونه چې تر لاسه کوئ؛ نو خورا پرې خوشحاله وسئ! او اوس مو پر خداى سپارم[148].

مېرمن يې ورته وويل: خداى دې خير درکړي،هيلمنه يم چې د قيامت پر ورځ مې د امام حسين نيکه ته ورياده کړې.

امام حسین د حضرت مسلم او حضرت هاني له وژنې خبر شو

چې امام حسین "ثعلبية" ته ورسېد،د اسدي ټبر دوو تنو خبر کړ چې د ټبر يو تن يې وايي، له کوفې راغلم او د مسلم بن عقيل او هاني بن عروه وژنې مې وليدې،چې جنازې يې په بازارونو کې ګرځولې!

امام حسین وويل: "انالله و انااليه راجعون" خداى دې پرې ورحمېږي.

او دا غونډله يې څو ځل وويله. دواړو اسدي سړيو وويل: "پر خداى قسم درکوم،چې ځان او خپل اهل بيت دې ومومې او له همدې ځايه ستون شې،چې په کوفه کې نه کوم ملګرى لرې او نه کوم مینوال؛بلکې ډارېږم چې هسې نه کوفيان دې پر خلاف وي." په دې وخت کې د عقيل زامن پاڅېدل او و يې ويل: "نه پر خداى،مقاومت کوو،چې خپله وينه وغواړو،يا چې څه مو ورور څښلي ويې څښو!" امام حسين اسدي وګړيو ته وکتل او ويې ويل: "تر دې وروسته په ژوند کې هېڅ خير نشته." وايي: پوه نشو چې د خپلې لارې پر دوام هوډمن دى ومو ويل: خدى دې خير درکړي او امام حسين وويل: خداى دې درباندې ورحمېږي[149]

د ابن اشعث او ابن سعد استازي سمول

د ذهبي په تاريخ الاسلام کې راغلي : عمر سعد يو تن پر اوښ سپور امام حسين ته ولېږه، چې د حضرت مسلم بن عقيل له وژنې يې خبر کړي. د دينوري په اخبارالطوال کې راغلي : چې حسين "زبالې" ته ورسېد د محمد بن اشعت او عمر سعد استازي ورسره مخ شول او د ابن شعث او عمر سعد ليکونه يې ورسپارل؛هغه ليکونه چې حضرت مسلم له ابن اشعث او عمر سعد څخه غوښتي و،چې د کوفیانو له بې وفایۍ او له بیعت ماتونې یې امام حسین خبر کړي.امام حسین ددې ليک په لوستو مخکینی خبر بيخي رښتيا وباله [150].

په طبري تاريخ کې وايي: محمد بن اشعت،"اياس بن عثل طائي" ولېږه او ورته يې وويل: "امام حسين ووينه او دا ليک ورکړه" او د حضرت مسلم غوښتنه يې پکې کښلې وه. اياس په "زوباله" کې له امام حسين سره مخ شو او ليک يې وروسپاره او امام حسين وويل: "چې څه مقدر شي، هغه نازلېږي،موږ خپله دنده عملي کوو او د خداى په محضر کې به خپله غوښتنه او د امت فساد راوړاندې کړو. "

امام حسین خپل ملګري د حضرت مسلم او حضرت هاني له شهادته خبروي سمول

طبري او نور وايي: چې امام حسين به د اوبو له هرې چينې تېرېده؛نو د هغه ځاى خلک به ورسره يو ځاى کېدل،تر دې چې "زباله" نومې ځاى ته ورسېد او د حضرت عبدالله بن يقطر له شهادته خبر شو،چې ابن زياد وژلى او امام حسین  نوموړى کوفيانو ته استولى و،په دې وخت کې یې لاندې ليکنه راوايسته او خلکو ته يې ولوسته :

"بسم الله الرحمن الرحيم. اما بعد، اوس د مسلم بن عقيل، هاني بن عروه او عبدالله بن يقطر د وژنې  ناوړه خبر راورسېد، څرګنده شوه چې پلویانو او مینه والو مو ملاتړ ونه کړ؛نو هر څوک پخپله خوښه ستنېداى شى،چې زما له لورې کومه ژمنه درباندې نشته." خلک هم ترې کيڼ او ښي لوري ته خپاره واره شول او امام حسين او هغه ياران يې پاتې شول،چې له مدينې ورسره راغلي وو! امام حسين دا چار ددې لپاره وکړ،چې پوهېده بېديا مېشتي پر دې باور دي،چې دوی هغه هېواد ته ځي،چې هلته به واکمن شي او دهغه ځای خلک به ورسره درېږي؛نو ځکه د امام حسین ښه نه اېسېده،چې دا ډله ورسره وي؛خو دا چې پوه شې چېرې ځي او امام حسين ښه پوهېده که موخه ورته څرګنده شي،څوک يې نه ملګري کېږي؛خو دا چې پخپله خوښه د امام حسین ملګري شي.

د بني عکرمه له يو تن سره لیدل سمول

راوي وايي: چې ګهيځ شو امام حسین خپلو ځوانانو ته وويل چې ښې ډېرې اوبه را واخلئ،بيا روان شو،چې د "عقبې" نومې ځاى ته ورسېد. دلته د "بني عکرمه" د ټبر يو تن د امام حسین کتو ته راغى او و يې پوښتل: چېرې ځې؟ امام حسين ورته پېښه وويله او هغه وويل: "پر خداى قسم درکوم،چې ستون شه،پر خداى قسم، يوازې له نېزو او تېرو تورو سره مخ کېږې؛ځکه دوى چې پيغام دراستولى،که داسې وه، چې پخپله يې جګړه کړې واى او لار چاره يې درته چمتو کړې واى او بيا ورغلی وای؛ نو دا ښه چار و؛خو تا چې کوم شرايط وويل زه سلا مشوره نه درکوم چې دغسې يو چار وکړې." امام حسین ورته وويل: "د خداى بنده!چې څه دې راته وويل،راته ښکاره و او معقوله لا هماغه ده،چې وړاندېز دې وکړ؛خو خداى په خپل چار کې نه مغلوبېږي.[151]"

په اخبارالطوال کې وايي: "دې سړي امام حسين خبر کړ،چې ابن زياد د قادسيې او عذيب ترمنځ ورته لښکر چمتو کړى دى او رسېدل دې څاري او هم يې وويل: چا چې ليکونه در استولي،پرې مه ډاډمنېږه؛ځکه دا به لومړۍ ډله وي،چې جګړه به درسره پيل کړي ........[152]"

او په بل روايت کې وايي : امام حسين تر دې وروسته وويل: "پر خداى تر هغې مې نه پرېږدي،چې زړه مې له ګوګله راوباسي،چې له دې چار وروسته به پرې خداى داسې يو تن برلاسى کړي،چې خوار او سپک به يې کړي، داسې چې په امتونو کې به خورا ټيټه او پسته ډله وي![153]"

يو بل ګواښنګرى سمول

د ابن عساکر او ابن کثير په تاريخونو کې، راوي وايي : په بېديا کې مې يوه کېږدۍ وليده او ومې ويل: دا به د چا وي؟ وويل شول: د امام حسين ده. وايي: ورنژدې شوم او يو ستر شخصيت مې وليد،چې قرآن کريم يې لوست او پر مخ او ږيرې يې اوښکې بهېدې. ومې ويل: د رسول الله (ص) زويه! کوم څيز اړ کړې چې دې بېديا ته راشې؟ امام حسین وويل: دا د کوفيانو ليکونه دي،چې رالېږلي یې دي او يقين لرم،چې همدوى مې وژونکي دي او چې داسې يې وکړل؛نو د خداى هر حرمت به مات او خداى به داسې يو تن پرې لاسبری کړي،چې ذليل او خوار به يې کړي،داسې چې د ښځو مياشتیني عادت ته ورایښوول شوي ټوکره به هم خورا ناڅيزه وي![154]

ځينې روايات چې يو تر بله پرتله شي؛نو څرګندېږي،چې امام حسین په درېيو ځايونو کې له درېيو تنو سره په خبرو اترو کې ويلي، ژر به يې ووژني او خداى به دا کسان خوار کړي او د (ناکسانو) په منګولو کې به راګېر کړي او په څرګنده يې دا خبرې کولې.

امام علي بن الحسين رضى الله عنه وايي: "له حسين سره ووتو،چې چېرې به تمېدو يا ترې خوځېدو؛نو د يحيى بن زکريا خبرې يې کولې او يوه ورځ يې وويل: د خداى پر واړندې د نړۍ يوه پستي دا ده، چې د يحيى بن زکريا سر د بني اسرائيلو يوې بدچارې ته ورډالۍ کېږي.[155]"

له ُحر سره د امام حسین چلن سمول

امام حسین خپله لار وهله،چې په اشراف (له واقصی څخه دوه ميله لرې پروت د او درې سترې څاګانې لري) کې دمه شو او ګهيځ مهال يې خپلو ځوانانو ته وويل: چې ښې ډېرې اوبه واخلئ.

امام حسين له "اشرافه" تېر شو او چې غرمه شوه، ناڅاپه يې يو ملګري د تکبير غږ وکړ. امام حسین ورته وويل: "ولې دې تکبير ووايه؟" ويې ويل: "د کجورو بڼونه مې وليدل!" د بني اسد ټبر دوو تنو وويل: په دې سيمه کې خو بيخي کومه د کجورو ونه نشته! امام حسين وويل: نو څه دي؟ وويل شول: په ګومان مې چې د دښمن د څار ټولى دى. امام حسین وويل: زه يې هم دغسې وينم او دواړو ته يې وويل: ايا دلته کوم لوړ ځاى شته،چې ور شو او ورته مو شا شي او له لښکر سره له يوې لورې مخامخ شو؟ وويل شوو: هو، په څنګ کې مو "ذوحسم" دی. امام حسین یې په لارښوونه پر لور ور روان شو او تر ډېر لږ وخت وروسته د دښمن لښکر ښکاره شو او په يوه ليکه کې ورسره شو؛خو امام حسين ترې مخکې غره ته ورسېد او ځاى پر ځاى شو. د ُحربن يزيد په مشرۍ زر تنېز لښکر ما سپښين مهال د امام حسين او ملګرو پر وړاندې يې په يوه ليکه ودرېدل.امام حسين خپلو يارانو او ځوانانو ته وويل: "دې ډلې ته اوبه ورکړي او خړوب يې کړئ! او پر سپرليو يې هم اوبه وڅښئ!" په اوبو يې ښه ماړه کړل.ورپسې يې درې څلور وارې په لګنونو کې اسونو ته اوبه ورکړې.علي بن طعان محاربي وايي: زه د ُحر وروستى پوځي وم چې راورسېدم،امام حسين چې زما او د اس سخته تنده وليده و يې ويل:" اءنخ الراوية،يعنې سپرلۍ دې سموله" راويه؛ موږ د اوبو ژي ته وايو (نو ځکه پوه پرې نه شوم) بيا يې وويل: "وراره! سپرلۍ څملوه"هغه مې څملوله. ويې ويل: وڅـښه،چې اوبه مې څښلې؛نو له ژي اوبه راوتې. امام حسين وويل: د ژي خوله وتړه. وايي: سرګردانه شوم او نه پوهېدم چې څه وکړم،چې امام حسين راپاڅېد او خوله يې وتړله او سپرلۍ مې وڅښلې. [156]

ارواښاد مرتضي عسکري وايي: ايا د امام حسين د خوځښت پلټونکى دې حیرانوونکي چار ته کوم علت نه مومې؟ دا چې امام حسین  زر تنه له سپرليو سره خړوبوي او تر دې واړندې خپلو يارانو او ځوانانو ته ووايي،چې ښې ډېرې اوبه واخلئ؟! ايا شونې نه ده،چې امام حسين په دې ځانګړې ځاى کې له خپل نيکه څه خبرې اورېدلې وي؛هغه خبرې چې رسول الله(ص) له علايم الغيوب تر لاسه کړې وې؟ طبري او نور وايي: ُحر د حصين بن نمير په امر له زرو تنو سپرو سره له قادسيې راغلى و؛ځکه عبيدالله بن زياد د امام حسين د حرکت په خبرېدو خپل امنيه قومندان "حصين بن نمير" ته امر وکړ،چې په "قادسيه" کې لښکر ځاى پر ځاى کړي او له "قطقطانه" څخه تر "خفان" څارونکي وګوماري او حصين د امام حسين مقابلې ته ُحر ورولېږه.ُحر د امام حسين تر څنګ و،چې د ماسپښين لمانځه وخت شو او امام حسين خپل مؤذن ته وويل،چې اذان وکړي،تر اذان وروسته امام حسين مخامخ ورته ودرېد او د خداى تر ستاېنې وروسته يې وويل: "خلکو! دا مې د خداى او ستاسې پر واړندې عذر دى،زه ستاسې د ليکونو او استازيو له امله راغلى يم،چې په يوه غږ مو ويل: "راشه چې امام نه لرو، ښايي خداى په تا موږ ښیون- هدايت پلو ته راټول کړي" که پر هماغه ژمنه ولاړ ياست؛ نو راغلى يم، نو که ژمنه راسره کوئ، چې پرې ډاډمن شم؛نو ښار ته مو درننوځم او که داسې مو ونه کړل او درتګ مې نه خوښوئ؛ نو مخ در نه اړوم او د خپلې پيلامې ځاى ته ورستنېږم."

راوي وايي: خلک چوپ شول او مؤذن ته يې وويل: اقامه ووايه او تر اقامې وروسته امام حسين، ُحر ته وويل: "ايا غواړې چې له خپلو ملګرو سره دې لمونځ وکړې؟"ويې ويل: "نه؛ بلکې په تاسې پسې لمونځ کوم" او امام حسين لمونځ ورکړ.

بيا خپلې خېمې ته ورننووت او ياران يې پرې راټول شوو او ُحر هم خپل ځاى ته ورغى؛خپلې خېمې ته ورننووت او يوه ډله ياران يې ورغلل او پوځيان يې هم خپلو ليکو ته ورستانه شول او هر يو د خپلو سپرليو پړي ونېول او تر سيورې لاندې کېناستل،چې ماذيګر شو او امام حسين امر وکړ چې تلو ته چمتو شئ،بيا راووت او خپل مؤذن ته يې وويل چې د ماذيګر لمانځه ته اذان او اقامه ووايې،د جماعت لمونځ يې ورکړ او وروسته يې د خداى تر ستاېنې وروسته وويل:

"اما بعد؛ خلکو!که "ځان ساتي" شئ او حق خپل وړ ته يې (په رسميت) وپېژنی؛نو خداى به خوشحاله کړئ او موږ اهل بيت تردې مدعيانو چې په ناروا او تيرې درباندې واکمني کوي، ستاسې ولايت او مشرۍ ته خورا وړ يو، که مو نه خوښوئ او حق مو (په رسميت) نه پېژنئ او اند مو د خپلو ليکونو او استازيو پر خلاف دى؛ نو درنه تېريږم!"

ُحر وويل: "پر خداى قسم موږ خو له دې ليکونو ناخبره يو!"

امام حسين وويل: عقبه بن سمعان! [157]له ليکونو ډکې خورجينې راوړه،رايې وړې او ليکونه يې ورته په مخ کې خپاره کړل.

ُحر وويل: "موږ له دوى نه يو،چې ليکونه يې درلېږلي؛بلکې مؤظف يو چې تر ليدو وروسته جلا در څخه نه شو او عبيدالله بن زياد ته دې بوځو."

امام حسين وويل: "تر هغه خو مرګ رانژدې دى." بيا يې خپلو يارانو ته وويل:"پاڅئ او سپاره شئ" سپاره شول او ودرېدل،چې ښځې يې هم سپرې شي؛ بيا يې خپلو يارانو ته وويل: "ستنېږو!"

او چې سنتېدل؛نو د ُحر لښکر يې مخه ونيوه او امام حسين،ُحر ته وويل: "مور دې بوره شه، څه غواړې؟" ُحر وويل: "پر خداى قسم،که بې له تا بل راته دا خبره کړې واى او ستا اوسنۍ حال يې درلوداى؛ نو کټ مټ مې داسې ځواب ورکاوه،چې مور يې بوره شوې واى؛نو چې هر څوک و، و به؛خو پر خداى قسم! زه حق نه لرم چې د مور نوم دې په ناوړه ياد کړم!" امام حسين ورته وويل: "نو څه غواړې؟" ُحر وويل: "پر خداى قسم،عبيدالله بن زياد ته دې بوځم." امام حسين وويل:" پر خداى قسم ستا نه منم."ُحر وويل: "پر خداى قسم زه دې هم نه پرېږدم" او دا خبرې چې درې ځل وويلې او چې خبرې اترې ډېرې شوې،ُحر ورته وويل:"له تا سره د جګړې دنده راکړاى شوې نه ده؛ يوازې مؤظف يم،چې بېل درنه نشم،چې کوفې ته دې بوځم، که يې نه منې؛ نو يوه لار ونیسه،چې نه دې کوفې ته بوځي او نه دې مدینې ته ستون کړي ، داسې لار چې زما او ستا په خوښه نه وي،چې زه عبيدالله بن زياد ته ليک وکښم او ته يې يزيد بن معاويه ته او که دې خوښه وه عبيدالله بن زياد ته هم،چې ښايې خداى مې پردې چار وژغوري او ستا له چاره پر څه اخته نشم." او درېيمنۍ لار يې وروښووه او ويې ويل: له دې لوري ولاړ شه او د "عذيب" او د "قادسيه" له لارې کيڼ لوري ته مخه کړه.امام حسين له خپلو يارانو سره روان و او ُحر ورسره ملګرى و.

لښکرو ته د امام حسین وینا سمول

او چې "بيضې" ته ورسېدل؛ نو امام حسين د خداى تر ستاېنې وروسته خپلو او د ُحر يارانو ته وويل: "خلکو! رسول الله (ص) وويل: "چې څوک ظالم واکمن وويني،چې د خداى حرام حلالوي، د خداى ژمنې ماتوي،د رسول الله (ص) له سنتو سره مخالفت کوي او د خداى له بندګانو سره په ګناه او تېري چلېږي او دا سړى يې په لاس او خوله مخالفت ته پانڅي،پر خداى ده، چې د ظالم مقام ته يې وردننه کړي! باخبر،چې دې ټولي د شيطان اطاعت ته غاړه ايښې او د لوراند خداى اطاعت يې پرېښى دى. فساد يې ښکاره،الهي حدود يې پرېښي،بيت المال يې مصادره کړى،د خداى حرام يې حلال او حلال يې حرام کړي او زه له دوى سره مخالفت ته خورا وړ او مناسب يم. په تېره چې ستاسې ليکونه راورسېدل او استازي مو راسره بيعت کولو ته راغلل،چې نه مې تسليم کړئ او نه مې يوازې پرېږدئ. اوس که پر خپل بيعت ټينګ پاتې شئ؛نو خپلې ودې او رشد ته وررسئ، چې زه حسين د علي زوى او د رسول الله (ص) د لور فاطمې زوى يم. په ځان او خپلې کورنۍ به  ستاسې د کورنۍ ملاتړ وکړم او تاسې مې هم ملاتړ وکړﺉ او که داسې مو ونه کړل او خپله ژمنه او بیعت مو راسره مات کړ؛نو پر ځان مې قسم،چې ستاسې دا کار څه نوی نه دی،ځکه همدا چلن مو زما له پلار، ورور او د تره زوۍ مسلم سره هم وکړ او څوک به ډېر غولیدلی وي،چې ستاسې ملاتړ ته زړه خوشحالوي، خپله ګټه مو په وړیا له لاسه ورکړه او خپله برخه مو تباه کړه ،هو! چا چې ژمنه ماته کړه، يوازې په خپل تاوان يې ماته کړې ده او خداى به مې ژر درنه مړه خوا او بې نيازه کړي. والسلام عليکم ورحمة الله و برکاته!"

د امام حسین بله وینا سمول

امام حسین په "ذى حسم" کې هم وينا وکړه او د خداى تر ستاېنې وروسته يې وويل: "چې څه راباندې راکېوتي، ښه يې وينئ،په رښتيا چې دنيا ناوړه شوې،ښو یې شا کړې او څه ترې پاتې نه دي ،خو د ژوند  ډېر لږ او ناڅیزه مزې چړچې ،چې بې له کړخت او کړاو بل څه نه دي. ايا نه وینئ چې پر حق عمل نه کېږي او له باطلو مخه نه نيول کېږي؟! حق ده، چې مؤمن بايد د لقاء الله هيله وکړي! او زه مرګ يوازې نېکمرغي او له ظالمانو سره ژوند پړه او ملامتي ګڼم."

ورپسې حضرت زهير بن قين پاڅېد او د امام حسین يارانو ته يې وويل: "تاسې خبرې کوئ يا يې زه وکړم؟" وويل شوو: همدا ته خبرې وکړه.حضرت زهير د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: "يا ابن رسول الله(ص)،خداى دې هدايت کړه!ستا خبرې مو واورېدې،پر خداى قسم که دنيا راته همېشه او موږ پکې تلپاتې واى او بېلتون ترې يوازې ستا په ملګرتوب واى ستا ملګرتوب مو پر ژوند غوره ګاڼه. امام حسین ورته دعا وکړه او په ښو خبرو يې ځواب کړ."

په دې وخت کې : ُحر د امام حسین تر څنګ ودرېد او ويې ويل: "حسنيه! خداى درياد کړه او ځان مه وژنه، وينم که جګړه وکړې درسره جنګېږي او که جګړې ته راښکوول شوې؛ نو په يقين چې وژل کېږې!"

امام حسين ورته وويل: " له مرګه مې داړوې؟! ګومان کوﺉ که ومې وژني؛نو هر څه به سم شي؟! نه پوهېږم چې څه درته ووايم! خو هماغه درته وايم،چې هغه اوسي سړي (چې له رسول الله سره د ملاتړ هوډ درلود) خپل د تره زوى ته وويل: چې يې ترې وپوښتل: چېرې ځې؛ ته خو وژل کېږې؟!"

و يې ويل:

ساءمضى و ما بالموت عار على الفتى

اذا ما نورى حقا و جاهد مسلما

وآسى الرجال الصالحين بنفسه

و فارق مثبورا يغش ويرغما


ځم، چې مرګ ځوانمرد ته ننګ نه دى.چې حق نيت وکړي او په ايمان جګړه وکړي او د صالحينو په لار کې سرښندنه وکړي او له ذليل چلي نابود شوي څخه جلا شي.

له کوفې د یارانو رارسېدنه سمول

ُحر د دې خبرو په اورېدو له امام حسينه بېل شو او له خپلو يارانو سره يې د امام حسين لار بدرګه کوله، چې "عذيب الهجانات" ته ورسېدل او پام يې شو چې د کوفې له لوري څلور سپاره ورته را روان دي او د هلال بن نافع زين کړى اس په ځان پسې را کاږي او "طرماح بن عدى" یې لارښوونه کوله،چې ویې ويل:

يا ناقتى ! لا تذعرى من زجرى

وشمرى قبل طلوع الفجر

بخير ركبان و خير سفر

حتى تحلى بكريم النجر

الماجد الحر رحيب الصدر

اءتى به الله لخير اءمر


زما سپرلۍ! له ځغلولو مې مه اندېښمنېږه

او هڅه وکړه، چې تر ګهيځ وړاندې

غوره سپرو او اوچتو مسافرو ته ورسې

چې د عزتمنو په عزت ووياړې

هغه د پراخې سینې خاوند

چې خداى يې خپل غوره چار ته را بوتلی

او هلته یې همېش تلپاتې لري.

راوي وايي: چې امام حسين ته راورسېدل دا بيتونه يې ورته وويل او امام حسین ورته وويل: "هيلمن يم، چې څه خداى راته غوښتي، خير وي، که ووژل شم يا بريالي شوم."

دلته ُحر ورغى او امام حسين ته يې وويل: "دا نوي راغلي کوفيان دي او له تاسې سره له راغليو ځنې نه دي؛ نو ځکه يې نيسم يا يې منع کوم."امام حسین ورته وويل: "چې په څه له ځانه ملاتړ کوم له هغوى هم ملاتړ کوم، هغوى مې مرستندويان دي او تا راسره ژمنه کړې،چې د ابن زياد د ليک تر رارسېدو مې بيخي مزاحم نه شې." ُحر وويل: "هو! خو دوی درسره نه وو." امام حسین وويل: "دوى مې ياران دي او راسره د راغليو په څېر دي، اوس که ته مو ترمنځ تړون ته ژمن يې او عمل پرې کوې؛نو ډېره ښه که نه مبارزه درسره کوم." ُحر (چې دغسې وليدل) هغوى يې پرېـښوول. بيا امام حسین راغليو ته وويل: "د کوفيانو حال راته ووياست."يو تن يې حضرت مجمع بن عبدالله عائذى وويل: "د خلکو مشرانو ته يې ښې ډېرې بډې ورکړي،کڅوړې يې ورډکې کړي، ځان ته يې رامات کړي او نږه مشورې ورکوي؛نو دوى ټول ستا يو لاس دښمنان دي؛خو د نورو خلکو زړونه درسره دي؛خو سبا تورې درباندې وروي!"

امام حسين وويل: "کوفې ته مې له استازي خبر ياست؟"وويل شو:څوک و؟ويې ويل: "قيس بن مسهر صيداوى." وويل شوو: هو!حصين بن نمير هغه ونيو او ابن زياد ته يې واستاوه او ورته يې وويل چې تا او پلار دې وکنځې؛خو هغه درباندې درود ووايه او هغه ابن زياد او پلار يې وکنځه او خلک يې ستا ملاتړ ته راوبلل او ستا له راتلو يې خبر کړل او ابن زياد امر وکړ،چې د ماڼۍ له بامه يې راګوذار کړئ.

د امام حسين له سترګو اوښـکې وبهېدې او دا آيت يې ولوست:

((مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [158]= په مؤمنانوكې داسې سړي شته، چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې ( لا ورته) سترګې پر لار دي او له  سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله. ))

امام حسین بیا وويل: "خدايه! جنت مو هستوګنځى کړې او موږ او هغوى د خپلې لورونې په سيورې او ثوابونو کې راټول کړه."

بيا "طرماح بن عدى" امام حسين ته ورنژدې شو او ورته يې وويل: "پر خداى قسم، وينم دې چې څوک درسره ملګرى نشته او يوازې همدا څارن پوځيان دې جګړې ته بسيا دي،حال دا چې له کوفې څخه له راوتو مخکې مې له ښاره دباندې يو ګڼ شمېر ټولى وليد،چې سارى يې ليدل شوى نه و او چې ومې وپوښتل؛نو وويل شول: دوى چمتو شوي،چې د حسين پر لور ورشي،اوس نو پر خداى دې قسم درکوم،چې يو ګام هم مه وراخله او که غواړې يوې بلې سيمې ته ولاړ شې او د خداى په پناه کې نوى هوډ وکړې؛نو راسره ولاړ شه،چې خپلې سوق الجيشي سيمې "اُجاء" ته دې بوځم،چې پر خداى قسم موږ هلته د "غسان" او "حمير" د پاچايانو په څېر او له "نعمان بن منذر" او بل هر ظالمه خوندي وو او پر خداى قسم چې بيخي ذليل او خوار شوي نه يو. زه درسره ځم، چې هلته ولاړ شو او بيا به د "طى" د ټبر د "اجا" او "سلمى" په سړيو پسې څوک ولېږو، چې پر خداى قسم، تر لسو ورځو په لږه موده کې د "طى" د ټبر سپاره او پياده ټول درته راځي،بيا نو تر خپلې خوښې له موږ سره وسه او که کومې پېښې اندیښمن کړې؛نو ژمنه کوم،چې ځايي شل زره جنګيالي دې په چوپړ کې دي،چې ملاتړ ته دې تورې ووهي.

هو! پر خداى قسم، چې يو تن يې هم پاتې وي، پر تا به يې لاسبري نه وي."

امام حسین ورته وويل: "خداى دې تا او ستا قوم ته خير ورکړي،زما او د دې قوم ترمنځ يوه ژمنه ده،چې ناليدلې يې ګڼلاى نه شم او نه پوهېږم، چې سر به يې چېرې وځي."

امام حسين خپله لار وهله،چې د "بني مقاتل ماڼۍ" ته ورسېدل او تم شول او هلته يې يوه خيمه وليده، ويې پوښتل: دا د چا خيمه ده؟ وويل شول: د "عبيد الله بن حرجعفي" ده. امام حسین وويل: را ويې غواړئ. يو تن يې ورپسې ولېږه او استازي ورته وويل: حسين بن علي دې غواړي.

عبيد الله بن ُحر وويل: "انالله و انااليه راجعون": زه يوازې له دې امله له کوفې راووتم، چې ښه مې نه اېسېدل چې زه په کوفه کې واى او امام حسين راننووتى واى! پر خداى قسم نه غواړم چې ومې ويني يا يې ووينم! استازى راستون شو او پېښه يې وويله.امام حسين څپلۍ پر بښو کړې او ورغى، تر سلام اچولو وروسته يې ملګرتوب او پاڅون ته وباله. عبيدالله بيا خپلې خبرې ورته وويلې. امام حسین ورته وويل: "که ملاتړ مو نه کوې؛نو له خدايه وډار شه او زموږ له دښمنانو سره مه وسه،چې پر خداى قسم، چې څوک مو فرياد واوري او ملاتړ مو و نه کړي؛نو هلاکېږي."عبيدالله وويل: "خو انشاء الله چې دا چار به بيخي ونه شي." او امام حسين ترې راپاڅېد او خپل ځاى ته راستون شو.

عسکري وايي: ښايي چې د امام د پاڅون پلټونکى د خپلې پلټنې په پيل کې د امام ددې دريځ او په "زباله" کې يې د دريځ تر منځ يو ټګر وويني،چې امام هلته د خپل شاوخوا خلک خپاره واره کړل او دلته يې د "عبيدالله بن حر" د ملګرتوب هڅه وکړ او تر دې وړاندې يې حضرت زهير بن قين جذب کړ او بې له دوى،ځينې يې ځانته او ځينې يې ډله ييز خپل ملاتړ ته راوبلل! خو که په بېلا بېلو ځايونو کې جلا جلا خلکو ته د امام خبرو ته پام وکړﺉ؛نو مومې چې امام د داسې وګړيو په لټه کې دى چې تر بيرغ لاندې يې راټول شي او "پر نېکيو امر او له بديو منع" لپاره ورسره بيعت وکړي او د "يزيد" په څېر د ضلالت له مشرانو سره بیعت و نه کړي . داسې ياران وي چې د دنيا د ټګيو برګيو پر واړندې ټينګ ولاړ وي او د ظلم له واکمنۍ سره جګړه وکړي او په دې لار کې ووژل شي!

بيا اوبه راخستنه سمول

طبري او نور د "عقبة بن سمعان" له خولې وايي: امام حسين د شپې په وروستيو کې امر وکړ،چې اوبه واخلئ او بيا يې د روانېدو حکم وکړ.وايي : چې له "بني مقاتل ماڼۍ" ځنې لرې شو او څه لار مو ووهله؛نو امام حسين يوه شېبه وېده شو او چې راويښ شو، ويې ويل: "انالله و انا اليه راجعون، والحمدلله رب العالمين" او دا غونډله يې دوه يا درې ځل وويله.

وايي: په دې حال کې يې زوی "علي بن الحسين" ورغى او و يې ويل: پلار جانه! در ځار شم ،څه شوي،چې د خداى ستاېنه او استرجاع دې وويله؟ امام حسین وويل: "زويه! يوه شېبه ويده شوم او يو سپور راښکاره شو او ويې ويل: "دا ډله روانه ده او مرګ یې هرکلي ته ورروان دی" او پوه شوم، چې د مو د مرګ خبر دی." علي بن الحسين وويل: "پلار جانه! خداى دې بیخي بدي راښکاره نه کړي؛ خو ايا موږ پر حق نه يو؟" امام وويل: "هو، پر هغه قسم چې بندګان يې پر لور ورګرځي، موږ پر حق يو."ويې ويل: "پلار جانه! نو ددې خو څه باک نشته، چې پر حق مرو."امام وويل: " خداى دې بدله درکړي، هغه بدله چې وړ زوى يې له خپل پلاره اخلي. [159]"

د کربلا سیمې ته د رسول الله (ص) د کورنۍ ورننووتل سمول

ابو مخنف وايي: چې ګهيځ شو، ټول کاروانیان راښکته شول او لمونځ يې وکړ او بیا په بيړه سپاره شول او امام حسین خپل ياران کيڼ لوري ته کاږه کړل،چې د ُحر له لښکره جلا شي؛خو ُحر يې د لارې د اوړېدو مخه نيوه،چې دوى هم د ُحر لار اړوله او کوفې ته له ورتګه يې سخته ډډه کوله او روان وو،چې "نينوا" ته ورسېدل؛ هغه سيمه چې حسين پکې تم شو

د کربلا سیمه سمول

وايي: ناڅاپه يې وليدل چې يو وسلوال له کوفې را روان دى،ټول ورته منتظر شول او چې ورته ورورسېد، پر ُحر بن يزيد او يارانو يې سلام واچو او پر امام حسين او يارانو يې نه.بيا يې ُحر ته د عبيدالله بن زياد ليک ورکړ،چې پکې راغلي وو: "اما بعد؛چې ليک مې درورسېد او زما استازى دې وليد؛نو حسين په وچه بې اوبو او بې وښو هوار ډاګ کې راکوز کړه! خپل استازي ته مې امر کړى چې تر هغې درسره وي،چې حکم مې عملي کړې او ما ترې خبر کړي. والسلام"

وايي: ُحر ليک ولوست او امام حسین ته يې وويل: "دا د امير عبيدالله بن زياد ليک دى.حکم يې راته کړى، چې په کوم ځاى کې يې ليک رارسي،هملته مو کېباسم ،دا يې استازى دى او امر يې ورته کړى،چې د حکم تر عملي کولو راڅخه بېل نه شي. په دې وخت کې د امام حسین د یو ملګري "يزيد بن زياد مهاصر کندي" د ابن زياد استازى ته ورپام شو چې د کندي له ټبرځنې و، ورته يې وويل: "ته مالک بن نسير يې؟" ويې ويل: هو. ويې ويل: مور دې بوره شه! دا څه ليک دې راوړى؟! ويې ويل: څه مې راوړي،د خپل امام خبره مې منلې او پر بيعت مې وفا کړې. يزيد ورته وويل: "له خپل پالونکي دې سرغړونه کړې او د خپل مشر دې منلې،چې ورک شې؟! ننګ او اور دې په برخه شوى!خداى تعالى وايي: "و جعلنا هم ائمة يدعون الى النار و يوم القيامة لاينصرون؛ هغوى يې داسې مشران کړى چې (خلک) جهنم ته بولي اود قيامت پر ورځ مرسته ورسره نه کېږي" او ستا مشر همدغسې دى!"

وايي: ُحر، امام حسين او ياران يې په تنګسه کې ونيول،چې په بې اوبو ډاګ کې يې تم کړي.ويې ويل: پرېږده، چې په همدې آبادۍ (يعنې نينوا) يا غاضريه يا بلې ابادۍ (يعنې شفيه) کې  پلي شوو او ُحر وويل: نه، پر خداى قسم، کړاى نه شم! دا سړى راغلى چې څاري مې! حضرت زهير بن قين وويل: "يا بن رسول الله (ص)! له دوى سره جګړه تر هغوى خورا اسانه ده،چې را وروسته جګړې ته روان دي،په ځان مې قسم په ګانده - راتلونکې کې له داسې لښکر سره مخامخ کېږو،چې د مقابلې وس ورسره نه لرو!" امام حسين ورته وويل: "زه به د جګړې پيلوونکى نه يم!"

په "اخبار الطوال" کتاب کې وايي: حضرت زهير وويل: دلته راته نژدې يو کلى دى،چې طبيعي خنډونه لري او فرات ترې هم راچاپېر دى،چې يوازې له يوې لارې ورننووتل شونې دي. امام حسين وويل: "د کلى نوم څه دى؟" و يې ويل: "عقر". امام حسين وويل: له "عقر" څخه خداى ته پناه وړم!" امام حسين، ُحر ته وويل: "لږ مخکې ځوو او تمېږو" او چې روان شول،کربلا ته ورسېدل، بيا ُحر او لښکر يې د امام حسين د تلو مخه ونيوه او ُحر وويل: همدلته تم شه چې فرات درته نژدى دى.

امام حسين وويل: "دا ځاى څه نومېږي؟"[160] وويل شول: "کربلا". امام وويل: د کرب و بلا زڼى! پلار مې "صفين" ته د تلو پر لار له دې ځايه تېر شو او زه ورسره وم،چې ودرېد او په اړه يې وپوښتل او چې نوم يې واورېد، ويې ويل: "دا يې د رکاب د راکېوتو ځاى دى، دا يې د وينو د توييدو ځاى دى!" او چې په اړه يې وپوښتل شو،ويې ويل: "دلته به د آل بيت محمد عزتمن تم شي. [161]"

او يوه موټى خاوره يې راواخسته او بوى يې کړه او ويې ويل: "پر خداى قسم دا هماغه خاوره ده،چې جبرئيل رسول الله (ص) ته وويل چې زه پکې وژل کېږم!"

له دې موضوع "ام سلمې" خبر کړى يم او ويې ويل: "جبرئيل له رسول الله (ص) سره و او ته له ما سره وې او ودې ژړل،رسول الله (ص) وويل: "زوى مې پرېږده" ما خوشې کړې او و يې نېوې او په غيږ کې يې کېنولې. جبرئيل وويل: "درته ګران دى؟" ويې ويل: "هو." جبرئيل وويل: "امت دې ژر هغه وژني؛نو که غواړې هغه ځمکه درښيم چې پکې وژل کېږي!" ويې ويل: "هو" جبرئيل خپله وزر د کربلا پر ځمکې خپور کړ او پيغمبر ته يې ور وښووله [162]"

په بل روايت کې وايي: "چې حسين بن علي محاصره شو،ويې پوښتل : "دا سيمه څه نومېږي؟" وويل شو: "کربلا"  ويې ويل: "رسول الله (ص) څه رښتيا ويلي،چې په حقيقت کې دا د کرب وبلا سيمه ده! [163]"

تاريخپوهان وايي: بيا يې امر وکړ چې پېټي پر ځمکه واړوئ او هغه د ٦١ س د محرم د میاشتې لومړۍ چهارشنبه يا دویمه پنجشنبه وه [164].

چې امام حسين په کربلا کې واړول؛ نو "محمد بن حنفيه" او يو شمېر بني هاشمو ته يې وليکل: "اما بعد فكاءن الدنيا لم تكن و كاءن الاخرة لم تزل؛ لکه چې دنيا بيخي نه وه او لکه چې آخرت تل جوت دى .[165]"

کربلا ته د عمر سعد راتګ سمول

طبري او نور وايي: بله ورځ "عمرسعد" له څلورو زرو تنو سره ورغى. وايي: هغه لومړى بايد د همدې لښکر په مشرۍ د "دستبا"بيرته نيوو ته تللى واى،چې ديلميانو نيولې و. ابن زياد، عمر سعد ته د "رۍ" د ولايت د واکمنۍ حکم کښلى و او ورته یې حکم وکړ،چې د دستبا نیونې ته دې روان شي.عمرسعد  په "رعين حمام" کې واړول،چې کوفې ته د امام حسين د راتلو خبره رامخې ته شوه او ابن زياد هغه را وغوښت او ويې ويل:"حسين ته ورشه،چې له چار يې بې غمه شو،بيا خپلې دندې ته ځه."عمرسعد وويل: "خداى دې درباندې ورحمېږي که شونې وي؛نو معاف مې کړه!" عبيدالله وويل: "هو، په دې شرط چې حکم مې بېرته راکړې!"

عمرسعد ددې خبرو په اورېدو وويل: "نن مهلت راکړه،چې سوچ وکړم"او ولاړ، چې له خپلو ناصحانو سره مشوره وکړي او چې له چا سر يې مشوره کوله ؛نو له امام حسين سره یې له مقابلې منع کاوه،تر دې چې خپل خوري "حمزه بن مغيرة بن شعبه" ورته وويل: "ماما جانه! پر خداى قسم درکوم چې امام حسين ته مه ورځه چې له خپل پالونکي سرغړونه کوې او د خپلې خپلوۍ اړيکې پرې کوې.پر خداى قسم که له دنيا او خپلې شتمنۍ تېر شې او که د ګردې ځمکې له واکمنۍ (که په اختيار کې دې وي) سترګې پټې کړې؛نو دا تر دې درته خورا غوره ده، چې د امام حسين په وينو د خداى ليدو کاتو ته ورشې!" او عمر سعد ورته وويل: انشاءالله د غسې کوم."

عبيدالله بن يسار جهني وايي: عمر سعد ته چې له امام حسين سره د مقابلې دنده ورکړاى شوه؛نو ورغلم،راته يې وويل:"امير مې را ته حکم کړى،چې د حسين مقابلې ته ورشه او ما و نه مانه." ورته يې وويل: "خداى دې لارښود وسه او خداى دې هدايت کړه. هو!مه کوه او مه ورځه."

وايي: له کوره يې راووتم، چې يو راغى او ويې ويل: "عمر سعد،خلک له حسين سره مقابلې ته رابولي!" ورستون شوم،چې يې وليد مخ يې وګرځاوه او پوه شوم چې د تلو هوډ لري او ترې راووتم.

طبري وايي: عمر سعد،ابن زياد ته ورغی او ورته یې وویل:"خداى دې روغ رمټ لره، تا زه د "رۍ" پر حکومت ګومارلی یم او دهغې حکم دې هم لیکلی دی او خلک هم ترې خبر دي،اوس که دې خوښه وي او اجازه راکوې،چې خپل ګومارل شوي ځای ته روان شم او ته هم له کوفې څخه یو بل کس ددې چمتو شوي لښکر مشر کړه او له حسین سره جګړه ته یې واستاوه او ما له حسین سره جنګېدو ته مه استوه او رانه تېره شه ." او څو تنه يې وروښوول،ابن زياد وويل: "د کوفې مشران مه راښيه،ما حکم نه دى درکړى، چې بولندويي راوښيې! له لښکر سره مې ولاړ شه که نه ليک راکړه." او عمرسعد يې چې ټينګار وليد ويې ويل: "نو پخپله ځم!" او له څلورو زرو تنو سره روان شو او په "نينوا" کې چې حسين تم شو، پر سبا يې کربلا ته ورسېد[166].

عمر سعد د امام حسین د راتګ علت پوښتي سمول

وايي: عمر سعد ،"عزرة بن قيس" وغوښت او ورته يې وويل: "حسين ته ورشه او ویې پوښته،چې څه ته راغلى يې او څه غواړې؟"غزره چې پخپله له هغو کسانو څخه و،چې امام حسین ته یې لیک وراستولې و،چې راشه؛نو  حيا يې وکړه او له تلو يې عذر وغوښت،عمرسعد دا دنده د لښکر نورو مشرانو ته (چې د حسين رابلونکي وو) وروړاندې کړه؛خو دوى هم ورسره و نه منله.په پاى کې کثير بن عبدالله (چې يو بې باکه او زړور او له هېڅ چار يې مخ نه ګرځاوه) را پاڅېد او و يې ويل: "زه ورځم او پر خداى قسم که غواړې نو وژنم يې!" عمر وويل: نه غواړم، چې يې ووژنې؛خو ورشه او ویې پوښته چې څه ته راغلى يې؟" کثير ورروان شو او "ابو ثمامه ساعدي"،چې کثیر وليد؛نو امام حسين ته يې وويل: "ابا عبدالله! خداى دې په امان کې لره،چې د ځمکې خورا شري،بې باک او وژونکى درځي!" ثمامه خپله پاڅېد او کثیر ته ورغى او و يې ويل: " که د امام لیدنې ته راغلې یې ؛نو توره دې راکړه! هغه وويل: "نه، پر خداى قسم چې دا خو يوه بې حرمتي ده.زه يوازې يو پيغام لرم، که غوږ ږدئ، پيغام مې درته وايم او که يې نه منئ؛نو ګرځم!" ابو ثمامه ورته وويل: " توره دې نيسم او ته دې خپله غوښتنه ووايه."

و يې ويل: "نه، پر خداى قسم چې لاس به راوړندې نه کړې!"ويې ويل: پيغام دې راته ووايه،چې ستا پر ځاى يې امام ته ورسوم؛ځکه ته بد چارى يې او نه دى پرېږدم، چې ورنژدې شې! راوي وايي: "په پاى کې يې يو بل وکنځل او عمر سعد ته ورستون شو او پېښه يې ورته تېره کړه."

عمر سعد،"قرة بن قيس" راوغوښت او ورته يې وويل: "قرة پر تا افسوس!د حسين ليدو ته ورشه او ویې پوښته چې ولې راغلى يې او څه غواړې؟" ورغى او چې له لرې پرې د امام حسين سترګې ولګېدې؛نو امام وويل: "دا پېژنئ!"حبيب بن مظاهر وويل: "هو، دا مو له خپلوانو ځنی دی او د تميمى او حنظله له پرګې دى او زما خورى دى او نېک اندی او عقلمن مې ګاڼه او باور مې نه و،چې چار يې تر دې ځار راورسي!" قرة راغى، پرامام  حسين يې سلام واچو او د عمر سعد پيغام يې ور ورساوه.

امام حسين ورته وويل: "ستاسې د ښار خلکو،همدې ښار راته کښلي وو،چې راشه اوس که نه غواړي او نه مې خوښوي؛نو ګرځم."

وايي: وروسته حبيب بن مظاهر ورته وويل : قرة بن قيس،پر تا افسوس! چېرې ځې؟دې ظالم قوم ته ځې؟!ددې سړي ملاتړه وکړه،چې خداى ددې په پلرونو موږ او تاسې عزتمن کړي يو!" قرة وويل: "خپل بولندوى ته ځم او د پيغام ځواب يې وررسوم او هوډ کوم ." او عمر سعد ته ورغى او پيغام يې ورورساوه او عمر سعد ورته وويل: "هيلمن يم، چې خداى مې ترې له جګړې وژغوري."

د عمر سعد او ابن زياد لیک لیکاني سمول

عمر سعد، ابن زياد ته وکښل! "بسم الله الرحمن الرحيم. اما بعد؛ چې څنګه حسين را ورسېد،ما خپل استازى ور ولېږه او ومې پوښتل: څه ته راغلى يې او څه غواړې؟ حسين وويل: ددې ښار خلکو ليکونه رالېږلي او استازي يې راغلي او له ما يې غوښتي وو،چې راشه او راغلم. اوس که مې نه غواړي او له خپلو پيغامونو پښېمانه وي،؛نو ستنېږم"

چې ابن زياد ته دا ليک ولوستل شو و يې ويل:

الان اذ علقت مخالبنا به - يرجو النجاة ولات حين مناص "اوس چې زموږ په منګولو کې دى؛نو د ژرغورنې هيلمن دى؛ خو د ژغورنې لار يې نشته!"

او عمر سعد ته يې وکـښل: "بسم الله الرحمن الرحيم. ليک دې راورسېد او پر پيغام دې پوه شوم،حسين ته وړانديز وکړه،چې پخپله او ګرد ياران يې له يزيد بن معاويه سره بيعت وکړي،که داسې يې وکړل،خپل هوډ به وکړم. والسلام"

عمر سعد ددې ځواب په ليدو وويل: " انګېرله مې،چې عبيدالله جوړ جاړي ته غاړه نږدي."

ابن زياد ټولبلنه ورکوي سمول

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: ابن زياد،عمر سعد کربلا ته ولېږه او ټولبلنه یې وکړه،چې ټول خلک دې په "نخيله"غونډ کې راټول شي،چې د کوفې لښکرتون و او هېڅوک دې سرغړونه نه کوي.پر منبر يې حضرت معاويه وستايه او پر سرحدي ځواکونو يې د هغه لورنې او دهغه د پېر مينه، يووالى او همغږۍ يادې کړې او ويې ويل: "يزيد يې زوى دى او د خپل پلار خوى لري او پر لار يې روان دى! اوس يې سل په سلو کې ستاسې معاش زيات کړى دى؛نو په ښار کې هېڅوک؛کار پوهان، مشران، کسبګر او ښارمېشتي پاتې نشي او ټول دې راووځي او له ما سره دې غونډ ته ولاړ شي او چې سبا مې هر څوک وليد،چې سرغړونه يې کړې؛نو خوندي به نه وي!"

بيا له ښاره ووت او غونډ يې جوړ کړ او "حصين بن تمیم "يې راوغوښت چې له څلورو زرو تنو سره په قادسيه کې و او لښکر يې "نخيله" ته ورغى.

تر دې وروسته يې كثير بن شهاب حارثى،محمد بن اشعث بن قيس ،قعقاع بن سويد، د عبدالرحمان منقرى لمسی او اسماء بن خارجه فزارىراوغوښتل او ويې ويل: "په خلکو کې وګرځئ او اطاعت او استقامت ته يې راوبولئ او د فتنې او سرغړونې له پايلو يې وډار کړئ او راويې هڅوئ چې غونډ ته راشي.

دوى کوفې ته ورغلل او پر ګرځېدو بوخت شول او يو شمېر يې ورټل او وروسته له ابن زياد سره يو ځاى شول او يوازې "کثير بن شهاب" پاتې شو چې په ځواک په کوفه کې ګرځېده او خلک يې غونډ ته بلل او له فتنې او له امام حسين سره له ملاتړه يې منع کول.!!

ابن زياد، دوه ورځې وروسته "حصين بن تمیم" له څلورو زره تنېز لښکر سره د امام حسين پلو ته ولېږه او ورپسې يې "حجار بن ابجر" له زرو تنو سره ور ولېږه.

په دې ترڅ کې "شبث بن ربعي" ځان په ناروغۍ وواهه؛خو ابن زياد داړ کړ،چې له زرو تنو سره د امام حسين په لور ورشي او و يې منله او داسې وه،چې هر بولندوى له زرو تنو سره حرکت کاوه، له درې سوو يا څلورو سوو تنو يا لږو سره خپل مطلب ته رسېدل؛ځکه لاره سمه وه. همدغسې ابن زياد "يزيد بن حرث" له زرو تنو يا لږو ځواکونو سره ولېږه. بيا يې "عمرو بن حريث" په کوفه کې خپل ځايناستى کړ او "قعقاع بن سويد" ته يې امر وکړ چې له خپلو سپرو سره په کوفه کې وګرځي او د "همدان" د ټبر يو تن چې د ميراث اخستلو لپاره کوفې ته راغلى و،ونيوه او ابن زياد ته يې بوت او ويې واژه! او داسې شو چې يو بالغ هم په کوفه کې پاتې نشو او ټول د "نخيله" غونډ ته ورغلل.

ابن زياد تر دې وروسته له ګهيځه تر شپې،شل تنيزې،دېرش تنيزې، پنځوس تنيزې او سل تنيزې ډلې له "نخيلې" څخه عمر سعد ته ولېږلې،په مثير الاحزان کې وايي: د محرم پر شپږمه د دښمن د لښکر شمېر شل زره تنه و[167].

بلاذري په انساب الاشراف کې وايي: ابن زياد د کوفې په ورونو څارونکي وګومارل،چې هسې نه کوم يو جنګيالى ترې تېر شي او د امام حسين ملاتړ ته ورشي او د کوفې پر چاپېريال يې وسلوال ودرول او ددې قومنداني يې "زحر بن قيس" ته ورکړه او د ځان او عمر سعد د لښکر ترمنځ يې تکړه سپاره مؤظف کړل،چې شېبه په شېبه يې له پېښو خبروي[168]!

د رسول الله (ص) پر ځوځات يې اوبه بندې کړې سمول

طبري د حميد بن مسلم له خولې وايي: ابن زياد،عمر سعد ته وکښل: "اما بعد؛حسين او ياران يې اوبو ته له لاسرسۍ بې برخې کړه،نه ښايي چې يو څاڅکى ترې وڅښي.لکه چې له هغه پاک مظلوم تقى،اميرالمؤمنين عثمان بن عفان سره چې چلن وشو!" وايي: عمر سعد هم "عمرو بن حجاج" له پينځوسو سپرو سره د فرات غاړې ته ولېږه،چې امام حسين او ياران يې له اوبو ان يو څاڅکى هم و نه څښي!او دا کړنه د امام حسين له وژنې درې ورځې مخکې وه.

په دې وخت کې "عبدالله بن حصين" چغه کړه: "حسينه! دا اوبه نه ګورې چې د پراخ اسمان په څېر (رڼې او پراخ) دي؟ پر خداى قسم يو څاڅکى ترې څښلاى نه شې،چې ومړې!" امام حسين وويل: "خدايه! تږى يې مړ کړه او ويې نه بښې!"

حميد بن مسلم وايي: پر خداى قسم د کربلا تر پېښې وروسته په ناروغۍ کې يې پوښتنې ته ورغلم، پر ايکي يو او بې سياله خداى قسم ومې ليدل چې اوبه څښي او پرې پړسېږي،بېرته يې راګرځوي،بيا اوبه څښي،چې موړ شي؛ خو نه مړېده او دې حال دوام درلود،چې ومړ!

د اوبو پر سر نښته سمول

وايي: چې امام حسين او ملګرى يې تندې راګېر کړل؛نو خپل ورور عباس يې له دېر شو تنو سپرو، شلو تنو پلي او شلو ژیو سره په اوبو پسې ولېږل. دوى د شپې ولاړل،چې اوبو ته ورنژدې شول."نافع بن هلال" له بيرغ سره مخکې ولاړ او عمرو بن حجاج  وويل: "څوک يې، راوړاندې شه چې و دې وينم، چې څه ته راغلى يې" نافع وويل: "راغلى يم،چې اوبه وڅښم چې دې راباندې بندې کړي دي." عمرو وويل: "په خوند يې وڅښه" نافع وويل: نه، پر خداى قسم،چې حسين او ياران يې تږي دي،يو څاڅکى يې هم نه څښم او ناڅاپه ټول پرې راټول شول. عمرو وويل: "نه، دوى بايد اوبه ونه څښي،موږ يې دلته درولي يو،چې اوبو ته يې پرېنږدو"مخکې ولاړل او پلي کسانو ته يې وويل: "خپل ژي ډک کړئ" او په بيړه يې ژي ډک کړل او عمرو بن حجاج او ملګرو يې پرې بريد وکړ او عباس بن علي او نافع بن هلال ورسره پر مقابله لګيا شو و او تر شايې له ډکو ژیو سره را ستانه شوو.

امام حسین تر جګړې مخکې غاړه خلاصوي سمول

له هاني بن شبيب (چې د امام حسين د شهادت لیدوونکی وه) روايتوي:

امام حسين،"عمرو بن قرضه"،عمر سعد ته ورولېږه او ويې ويل: " د شپې د دوو لښکرو ترمنځ راسره وګوره" عمر سعد له شلو تنو سپرو او امام حسين هم پر همدې شمېر بهر راووتل او چې سره مخ شول؛نو امام حسین خپلو يارانو ته وويل چې ترې لرې شي او عمر سعد هم همدغسې وکړل. وايي : دومره لرې شول،چې موږ يې خبرې نه اورېدې او د شپې تر يو وخته اوږدې شوې.بيا هر يو خپل ځاى ته ستانه شول. بيا خلک وپه ګومانو پيل وکړ،چې امام حسين،عمرسعد ته ويلي: "راځه چې دواړه يزيد بن معاويه ته ورشو او دا دواړه لښکرې پرېږدو.عمرسعد ويلي دي: "کور مې راويجاړوي او امام حسين ويلي دي: "زه يې در ته جوړوم." عمر سعد ويلي دي: "شتمني مې اخلي." امام حسين ورته ويلي: "په حجاز کې تر دې ښه شتمني درکوم." نو عمرسعد ورسره و نه منله.

وايي: په خلکو کې دا خبرې خپرې شوې وې؛ خو اورېدلې يې نه وې.

او له "عقبة بن سمعان" وايي: له امام حسين سره ملګرى شوم،له مدينې څخه تر مکې او له مکې څخه تر عراقه ورسره وم او تر وژنې ترې جلا نه شوم او له خلکو سره يې خبرې مې اورېدلي دي او داسې غونډله به نه وي،چې په مدينه،مکه يا پر لار يا عراق يا په لښکر کې يې ويلي وي او ما به اورېدلي نه وي. باخبر! پر خداى قسم چې څه خلک وايي او انګيري،چې غوښتل يې، يزيد بن معاويه ته لاس ورکړي يا يې د مسلمانانو يوې پولې ته وشړي!نه، دغسې وړانديز يې کړى نه دى؛بلکې ويې ويل: "ما پرېږدئ، چې په دې پراخ هېواد کې وګرځم او ددې خلکو د چار پايله ووينم".

ابن مخنف روايتوي: امام حسين او عمر سعد درې يا څلور ځل سره وليدل او عمر سعد،زياد ته وکښل: "اما بعد؛ خداى ددې فتنې اور مړ کړ او خبره مو يوه شوه او د امت چار يې سم کړ.حسين راته وړانديز وکړ،چې (يا) له راغلي ځايه بېرته ورشي يا يې په خپله خوښه د مسلمانانو يوې پولې ته وشړو او د يو مسلمان په څېر وي، چې په ګټه او تاوان کې ورسره ګډ وي يا اميرالمؤمنين يزيد ته ورشي او لاس ورکړي او چې څه يې په نظر و، هماغسې وشي! دا وړانديز ستاسې د خوشحالۍ لامل او د امت په صلاح دى".

وايي : ابن زياد ليک ولوست او ويې ويل: "دا د هغه چا ليک دى،چې د خپل قومندان خير غواړي او پر خپلو وګړيو يې زړه سوځي.هو منم يې"

په دې وخت کې "شمر بن ذى الجوشن" پاڅېد او ويې ويل: "دا يې منې،چې دا دى ستا په سيمه او تر څنګ دې تم شوى دى؟! پر خداى قسم که ستا له چاپېرياله ووځي او لاس دې پر لاس کېنږدي،چې البته هغه وسمن او د عزت وړ او ته ډېر کمزورى يې! نو دا موقعيت مه ورکوه،چې دا چار له ناغیړۍ راولاړ شوى دى؛بلکې هغه او ياران يې بايد ستا حکم ته غاړه کېږدي : اختيارمن يې که سزا ورکوې او که بښې يې! پر خداى قسم خبر شوى يم چې حسين او عمر سعد د شپې د دواړو لښکرو تر منځ کېني او خبرې اترې کوي!"

اين زياد ورته وويل: "ډېر ښه پوه شوى يې، نظر دې سم دى!"

ابن زياد د امام حسین د ستنېدو مخه نيسي سمول

وايي: عبيدالله بن زياد،شمر راوغوښت او ورته يې وويل: "دا ليک عمر سعد ته يوسه،هغه بايد حسين او يارانو ته يې وړانديز وکړي،چې زما حکومت ته تسليم شي،که يې ومنله روغ او رمټ يې راولېږه او که يې ونه منله جګړه ورسره وکړه. که دا چار یې وکړ،امر يې واوره او اطاعت يې وکړه او که يې ونه منله جګړه ورسره وکړه، چې ته د لښکر بولندوی يې، بيا نو يرغل پرې وکړه، غاړه يې ور پرې کړه او سر يې راولېږه!"

وايي: ابن زياد بيا عمر سعد ته وکښل: "اما بعد! ما ته د حسين پاسوالۍ ته ورلېږلۍ نه يې،چې مهلت ورکړې او سلامتۍ او پايښت ته يې هيلمن کړې او شفاعت يې وکړې! ووينه، که حسين او يارانو يې دا حکومت ومانه او تسليم شول؛نو روغ رمټ يې راولېږه او که ویې نه مانه،يرغل پرې وکړه،چې ټول ووژنې او مثله يې کړې چې د همدې وړ دي! او که حسين ووژل شو؛نو پر سينه او شا يې اسونه وخېژوه،چې سرغړاند، لار وهونکى او ظالم دى! او په دې چار کې مې انګېرنه داسې نه ده،چې هغه تر مرګ وروسته کوم تاوان ويني؛بلکې له ځان سره مې ژمنه کړې، چې که مې وواژه،ورسره به دغسې وکړم!اوس نو که دې ومنله او زما حکم دې عملي کړ د مطيع اورېدونکې بدله اخلې او که دې و نه منله،زما له چاره او له لښکره مې ګوښه شه او لښکر شمر بن ذى الجوشن ته وروسپاره،چې ما امر ورکړى دى، والسلام."

شمر،عباس او وروڼو ته يې امان ورکوي سمول

طبري وايي : چې شمر له ابن زیاده ليک واخېست او له "عبدالله بن ابى المحل [169]"سره پاڅېد ؛نو عبدالله وويل: خداى دې امير روغ جوړ لري،زما خورين له حسين سره دی؛که صلاح وينئ امان ليکونه ورته وکښئ،ابن زياد وويل: "هو، په سترګو!"او خپل ليکوال ته يې امر وکړ،چې امان ليک وکښه او عبدالله دا ليک خپل مريي "کزمان" ته ورکړ، چې ورسېد ور غږ يې کړ:"دا يو امان دى،چې ماما مو رالېږلى دى!" او هغو ځوانمردو وويل: "ماما ته مو سلام ووايه او ورته ووايه: امان ته مو اړتيا نه لرو،د خداى امان د "سميه" د زوى تر امانه اوچت دى!"

وايي: شمر بن ذى الجوشن د ابن زياد ليک عمر سعد ته راووړ او ورته يې ولوست عمر سعد ورته وويل: "پر تا افسوس! څه درباندې شوي!خداى دې کور وران او قدمونه دې ځلبلانده کړه! پر خداى قسم يقين لرم،چې د ابن زياد نظر دې اړولى،چې زما وړانديز و نه مني،پر موږ دې سم چار را وران کړ!پر خداى قسم حسين غاړه نږدي، خټه يې غاړه نه اېښوونکې ده!" شمر ورته وويل: "را ته ووايه څه کوې؟ ايا د امير حکم دې منې او دښمن وژنې؟ که نه؛زما او د لښکر ترمنځ لرې شه!"عمر سعد وويل: "نه، ستا پکې څه نشته! زه يې پخپله کوم، ته د پلي لښکر بولندوی وسه!"

راوي وايي: شمر راغى او د امام حسين د يارانو په مخ کې ودرېد او و يې ويل: "خورين مو چېرې دی؟" عباس، جعفر، عثمان (د علي زامن) ورغلل او و يې ويل: "پر تا څه شوې او څه غواړې؟" شمر وویل : تاسې په امام کې یاست. دوی ورته وويل: " د خداى لعنت دې درباندې وي! موږ ته امان راکوې؛خو د رسول الله زوکړې ته څه امان نشته؟!"

د عاشورا شپه سمول

وايي: عمر سعد د محرم پر نهمه د پنجشنبې پر ماذېګر د بريد حکم وکړ او غږ يې کړ: "يا خيل الله ارکبى وابشري؛ د خداى لښکره، سپاره شئ او خوشحالي وکړئ!"

بيا يې د امام حسين د خيمو پر ځاى بريد پيل کړ،حضرت زينب د اسونو د غږونو په اورېدو ورور ته ورغله او امام حسين په ناسته وېده و، راويښ يې کړ او و يې ويل: "وروره! دا غږونه نه اورې چې شېبه په شېبه رانژدې کېږي؟" امام حسين سر راپورته کړ او ويې ويل: "رسول الله (ص) مې په خوب کې وليد، چې راته يې ويل: " راته راځې" حضرت زينب چې دا واورېدل خپل مخ يې وواهه او ويې ويل: "افسوس راباندې!" امام حسين وويل: خورې! افسوس دې درباندې نه وي چوپ شه!د بښوونکي خداى بښنه دې درباندې وي" او عباس بن علي وويل: وروره! د دښمن لښکر راورسېد" او امام پاڅېد او ويې ويل: "عباس وروره! در ځار شم، سپور شه او مقابلې ته يې ودرېږه او ورته ووايه: "څه درباندې شوې،څه پېښه شوې،ولې را وخوځېدئ؟" عباس د شلو تنو په شاو خوا کې سپرو سره چې"زهير بن قين" او "حبيب بن مظاهر" هم ورسره وو، ورغلل او پر واړندې يې ودرېدل او ويې ويل: "څه پېښ شوي،څه غواړئ؟" هغوى وويل: "د امير حکم را رسېدلى، چې ورته يې وايم: يا يې حکم ته غاړه کېږدئ يا مو تسليموم!" عباس وويل: "بيړه مه کوئ،چې ابى عبدالله ته ورشم او ستاسې پيغام ور ورسوم" هغوى ودرېدل او ويې ويل: "ولاړ شه او ځواب يې راوړه."عباس ورغى چې امام حسين خبر کړي او ملګري یې ودرېدل چې د مقابل لوري سره خبرې وکړي. حبيب بن مظاهر،زهير ته وويل: که غواړې نو خبرې ورسره وکړه که نه زه يې کوم. زهير وويل: خبرو ته دې دوام ورکړه.

حبيب ورته وويل: "باخبر! پر خداى قسم، چې څوک د رسول الله (ص) ځوځات،اهل بيت، د خداى صالح بندګان او د شپې لمونځ کوونکي ووژني،سبا چې په قيامت کې خداى ته ورځي؛نو د خداى پر واړندې به ډېر ناوړه خلک وي!" "عزرة بن قيس" ورته وويل: "څومره ځان پاک ښيې!"زهير ورته وويل: "عزرة! خداى هغه پاک او هدايت کړى دى.عزرة! له خدايه وډار شه چې زه دې خير غواړم .عزرة! پر خداى قسم درکوم،چې هسې نه له هغوى وسې،چې د سپېڅليو په وژنه کې د ضلالت او بې لارۍ مرستندوى کېږي!"عزرة وويل: "زهيره! (څه شوي؟) زما په نظر خو ته د دې کورنۍ له لارويو ځنې نه وې؛ته خو عثماني وې!"زهير وويل: ايا ته پخپله دا استدلال نه کوې،چې زه په دې موقعيت کې له هغوى (عثمانيانو) وم؟ باخبر! پر خداى قسم ما خو بيخي ليک ورته کښلى نه و او نه مې څوک ورپسې لېږلى و او نه مې د ملاتړ ژمنه ورسره کړې وه؛بلکې دې لار،سره يو ځاى کړو او چې امام حسين مې وليد؛نو رسول الله (ص) او پر وړاندې يې د امام حسين مقام راياد شو او په اړه يې ما د دښمن اوستاسې د ګوند کړلار ومونده او ملاتړ ته مې یې ملا وتړله او د ګوند غړى يې شوم او هوډمن شوم چې ترې ځار شم، په دې هيله چې د خداى د حق او د رسول الله د حق (چې تباه کړى مو دى) پاسوالي وکړم."

امام حسين مهلت غواړي سمول

راوي وايي: عباس د عمر سعد له وړانديز سره امام حسين ته ورغى او امام حسين ورته وويل: "ورشه او که دې وکړاى شو کړنې يې تر سبا وځنډوه او نن شپه يې رانه لرې کړه،چې ښايي (نن شپه) خپل پالونکي ته لمونځونه وکړم ويې بلم او دعا وکړم،چې خداى پخپله پوهېږي چې مې ښه ايسي لمونځ ورته وکړم،قرآن ولولم او ډېره دعا وکړم."

عباس ورستون شو او ويې ويل: "قومه! اباعبدالله درنه غواړي،چې نن شپه ستانه شئ،چې ددې موضوع په اړه غور وکړي؛ځکه په دې اړه مخکې مو ترمنځ څه خبرې اترې شوې نه دي.سبا به انشاءالله سره وګورو او چې څه غواړئ او وړانديز يې کوئ يا يې منو يا يې نه منو." د عباس (رض) موخه دا وه، چې دښمن د شپې ستون کړي، چې امام په خپلو چارو بوخت شي او خپلې کورنۍ ته لازمې سپارښتنې وکړي. لنډه دا چې عباس (رض) د امام غوښتنې وويلې او عمر سعد وويل: "شمره! ستا څه نظر دى؟" شمر وويل: "چې څه ته وايې؛ځکه بولندوی يې او راى دې رايه ده." عمرسعد وويل: هوډ مې کړی چې (يوازې) نه وسم، بيا يې خلکو ته وويل: "ستاسې څه نظردى؟"عمرو بن حجاج وويل: "سبحان الله! پر خداى قسم که هغوى د يليمان وو او دا غوښـتنه يې درلوداى؛ نو ښه وه چې غوښتنه يې دې منلې واى" او قيس بن اشعث وويل: "غوښتنه يې ومنه،چې پر ځان مې قسم ګهيځ درسره جګړه کوي!"عمر سعد وويل: "پر خداى قسم که پوه شوم داسې کوي، همدا نن شپه مهلت نه ورکوم!"

له "علي بن الحسين" روايت شوى: "د عمر سعد يو استازى راغى او ويې ويل: "تر سبا مو مهلت درکړ، که تسليم شوئ، تاسې اميرعبيدالله بن زياد ته لېږم او که و مو نه منله، نه مو پرېږدم!"

د عاشورا پر شپه د امام حسین خبرې سمول

له علي به الحسين روايت شوى: د عمرسعد له ستنېدا وروسته،ماښـام ته نژدې امام حسین خپل ياران راټول کړل او زه چې ناروغ وم، نژدې ورغلم او وامې ورېدل چې ورته يې ويل :" خداى تبارک و تعالى په غوره ستاینو ستاېم او په سوکالۍ او تنګسه کې يې شکر کاږم.خدايه ستاېم دې،چې په نبوت دې غزتمن کړو، له قرآن کریم سره دې اشنا کړو،په دين کې دې فقيه کړو، اورېدونکي غوږونه،سترګورې سترګې او جذاب زړونه دې راکړل او له مشرکانو دې نه کړو. اما بعد؛ زه تر خپلو يارانو اوچت او تر خپلو اهلبيتو غوره نه پېژنم. خداى دې زما له لوري تاسې ټولو ته ښه ثواب درکړي،باخبر! يقين لرم،چې څه مې له دې دښمنانو وليدل،سبا يې تر سره کوي؛ نو ځکه تاسې ته مې يو تدبير سنجولى دى:

ټول ازاد یاست او ولاړ شئ (او پوه شئ) چې زما له لوري کومه ژمنه درباندې نشته.دې شپې رانغاړلي ياست،خپله سپرلۍ يې کړئ او هر يو نارينه مو،زما د اهل بيتو د يوه نارينه لاس ونيسئ بيا په بېديا او ښارونو کې خپاره واره شئ،چې خداى پراخي راولي،چې دا قوم يوازې ما غواړي او که ما ووژني، بې له ما له نورو لاس اخلي."

د اهل بيتو او يارانو ځواب یې سمول

په دې وخت کې يې،وروڼو،زامنو،ورېرونو او د عبدالله بن جعفر دوه زامنو،امام حسین ته وويل: "څه ته دا چار وکړو؟چې تر تا وروسته پاتې شو؟ خداى مو دې بيخي نه پاتې کوي!"عباس بن علي دا خبرې پيل کړې او نورو ورسره ويلې او امام حسين وويل: "د عقيل زامنو! د مسلم وژنه مو درته بسيا ده،ولاړ شئ، چې زما له خوا درته اجازه ده."هغوى وويل: "خلک به څه وايي؟ چې موږ خپل مشران او د تره زامن چې غوره ترونه دي، پرېښوول!نه مو دهغوی پر دښمن يو غشى ورګوذار کړ او نه مو دهغوی په جنګ کې کومه نېزه ووهله او نه مو په لار کې یې کومه توره راواېسته او پوه نه شو چې څه يې وکړل! نه، پر خداى قسم، چې دغسې نه کوو! بلکې خپل ځان مال او عيال در ځاروو او تر څنګ دې جنګېږو،چې څه در رسي،موږ ته هم راورسي،چې خداى دې تر تا وروسته ژوند بدرنګ او ورک کړى!"

بيا "مسلم بن عوسجه اسدي" پاڅېد او ويې ويل: "موږ دې يوازې پرېږدو؟!" خداى ته به ستا د حق د پوره کولو څه پلمه او عذر کوو، خپله نیزه به یې په سينو کې ورماته کړم او په خپله توره به يې تر هغه ووهم،چې د تورې مې یوازې لاسکی راسره پاتې شي او بيا به هم جلا درڅخه نشم او که وسله راسره پاتې نه شوه؛ نو په ډبرو يې ولم او دفاع درنه کوم،چې درسره ووژل شم"

وروسته "سعد بن عبدالله حنفي" پاڅېد او ويې ويل: "پر خداى قسم،چې يوازې دې نه پرېږدو،چې خداى پوه شي،د رسول الله(ص) په غيابو کې مو وساتلې . پر خداى قسم که پوه شم چې وژل کېږم،بيا ژوندى کېږم او ژوندى سوځول کېږم او اېرې مې خپرې ورې کېږي او دا چار راسره اويا ځل وشي،جلا به درڅخه نشم،چې ستا په مخ کې مې سا ووځي او ولې دغسې و نه کړم، حال دا چې دا خو يوازې يو ځل وژل کېدل دي او ورپسې پايله یې عزت دى!"

او "زهير بن قين" وويل: "پر خداى قسم،ښه مې راځي چې ووژل شم او بيرته ژوندى شم، بيا وژل شم (او ژوندى شم) او دا وژنې زر وارې وشي او خداى په دې وژنو، له تا او د اهل بيتو له دې ځوانانو څخه کړاوونه لرې کري."راوي وايي: د حسين ټولو يارانو په ورته عباراتو او يوه دريځ وويل: " پر خدى قسم،در څخه نه جلا کېږو؛ بلکې ځانونه در ځاروو او په خپل ټول وس درنه دفاع کوو،چې ووژل شوو؛نو موږ به خپله ژمنه پوره کړې وي!"

دې روايت ته يو بل سند سمول

طبري  له ((ضحاک بن عبدالله  شرقي)) څخه  ددې روايت لنډيز راوړى ، چې وايي : زه له ((مالک  بن نضر)) سره حسين ( ع) ته ورغلوو،سلام واچاوه،کېناستو او سلام يې واخست او ښه راغلاست يې  راته ووايه اوو يې پوښتل: (( څنګه  راغلي ياست ؟)) وموويل : (( سلام ته دې راغلي يو او داچې له خدايه  غواړو،چې عاقبت دې ښه کړي او يوه ژمنه درته څرګنده او ددې خلکوله هوډه دې خبرکړو. موږ درته وايو،چې دا ټول خلک درسره  جګړې ته چمتو شوي .  نظر دې څه دى؟)) حسين (رض) وويل : ((حسبى الله ونعم الوکيل= خداى مې راته بسيا او ښه ملا تړى دى )) وايي خجالت شو،تر دعا وروسته خداى پاماني مو ورسره وکړه او راته يې وويل : (( ولې مې له ملاتړه لاس اخلئ ؟ )) مالک بن نضر وويل : ((زه پوروړى او عيال واريم )) ما هم وويل: (( زه هم پوروړى او عيال وار يم ؛خو که ومنئ،چې  ترڅو درته ګټور يم درسره يم او چې دې ځواک او وس پاى ته ورسېد؛نو د ستنېدو اجازه به درلودلاى شم؛نو درسره پاتې کېږم او دفاع درنه کوم )) امام (رض) وويل : (( ته ازاد يې )) او ورسره پاتې شوم او ورپسې ، همدې ((ضحاک ))، د هغه حديث لنډ يزروايت کړى،چې مخکې مو د امام سجاد(رض) له خولې راوړه .

امام د شهادت خبرې کوي او خپله خور زغم ته رابولي سمول

طبري له علي بن الحسين (رض) وايي : (( پر هغه شپه مې له پلار سره ناست وم،چې پر سبا يې وژل کېږي او ترور مې زينب  هم راسره  وه او زما د ناروغۍ پالنه يې کوله ،چې پلار مې له خپلو ملګرو جلا خپلې کېږدۍ ته ولاړ او د ابوذرغفاري (رض) ازاد شو مريي  ((حویّ )) هم ورسره و ( چې جګړې ته یې توره  تېزوله)؛ نو پلار مې دابيتو نه ترنم کړل:

يادهر اف لک من خليل

کم لک بالاشراق و الاصيل

من صاحب او طالب قتيل

والدهر لايقنع بالبديل

وانما الامر الى الجليل

و کل حى سالک السبیل


يعنې : اى روزګاره ! پر تادى اف وي ، چې هر ګهيح او ماښام،ډېرى ياران او پلويان وژنې ! سکه ،چې زمانه په بدیل او سيال نه قانع کېږي ! خو د چارو پايلې يوازې د جليل خداى په لاس کې دي او هر ژوندى ددې  لارې لاروى دى !

وايي : امام (رض) دا دوه يا درې ځل وويل، او زه پرې پوه شوم اوپه مراد ېې ورسېدم،له خپګانه مې ستونى بند شو؛خو اوښکې مې کلکې کړې او چوپ شوم او پوه شوم ،چې کړاو راکښته شوى دى.خو ترور مې ،چې ماڅه اورېدلي وو اورېدل ( او داچې ښځه وه او ښځې پر زړونو نازکې او بېوسې وي) ځان يې ونشو ساتلاى او يو دم پاځېده ،لمن يې په ځان پسې راښکوده او سر لوڅې يې ورور ته ورمنډه کړه او و يې ويل : (( پر ما افسوس! کاشکې مړه واى . نن ته واچې مور مې فاطمه او پلار مې علي او ورور مې حسن له نړۍ تللي دي! او اى د تېرو ځايناستيه  او اى د پاتې شونو پناه ځايه! حسين (رض)  ورته وکتل او و يې ويل : (( خورې ! شيطان دې بې زغمه نه کړي)) زينب وويل : ابا عبدالله ،موروپلار مې درځار، وژنه دې غوره کړه؟! درځار شم )) امام(رض) خپل غم وزغمه او ژړغونى شو او ويې ويل : (( که يوه شپه يې د قطا مارغه  (= ءاسفرود) ارام پرېښى واى ؛نو هرومرو ويدېده !))

زينب وويل : پر ما افسوس ! اياپه زور او ظلم وژل کېږ ې ؟! دا خو مې لا نوره هم ځوروي ! )) بيا يې مخ وواهه، ګرېوان يې څېرې او پر ځمکه بې سده ولوېده. امام (رض) پاڅېد او پر مخ يې اوبه ورواچولې او ورته يې وويل : (( خورجانې ! له خدايه وډارشه ! او د خداى په مرسته زغم وکړه او پوه شه ،چې ځمکوال مري او اسمانوال نه پاتېږي او هر څه له منځه ځي؛خو يوازې د الله تعالى ذات پاتې دى،چې  ځمکه يې په خپل قدرت پنځولې او هغه ايکي يو او بې سارى  دى . پلار مې تر ما غوره و، مور مې تر ما غوره وه،ورور مې تر ما غوره، بايد زه ، هغوى او هر مسلمان رسول الله (ص) خپله بېلګه کړي )) او په دې خبرو يې ډاډګېرنه ورکړه او ورته يې وويل : (( خورجانې ! قسم درکوم او قسم مې عملي کړه : په پار مې ګرېوان مه څېر وه، مخ مه وهه او،چې ووژل شم چغې مه وهئ ! ))

امام سجاد (رض) وايي : بيا يې زينب  راوسته او مخې ته مې کېناسته او حسين (رض) خپلو يارانو ته ورغى او ورته يې وويل : ځينې کېږدۍ سره نژدې  کړئ او ځينې طنابونه سره ونښلوئ او پخپله يې په منځ کې شئ او يوازې له  دښمن سره د مقابلې لار پرانستې  پرېږدئ .

د الهي نارينه وو شپه سمول

ضحاک بن عبدالله مشرقي وايي : حسين او ياران يې ګرده شپه ويښ وو،پر لمانځه،دعا،زاريو او استغفار بوخت وو . حسين (رض) دا آيتونه لوستل :

((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ  . مَّا كَانَ اللّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىَ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى الْغَيْبِ وَلَكِنَّ اللّهَ يَجْتَبِي مِن رُّسُلِهِ مَن يَشَاء فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَإِن تُؤْمِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ [170]= او هغوى چې كافران شوي دي (او د سرغړونې لار يې نيولې ده) ګومان و نه کړي،چې زموږ وركړى مهلت يې په ګټه دى .موږ ځكه مهلت وركوو،چې يوازې د خپلو ګناهونو پېټى دروند كړي او ورته سپكوونكى عذاب (چمتو شوى) دى . خداى نه غواړي مؤمنان پر همدغه حالت پرېږدي،چې (اوس پرې تاسې) ياست؛خو داچې پاك له ناپاكانو بېل كړي او (همداراز) خداى نه غواړي له غيبو مو خبر كړي (چې مؤمنان او منافقان وپېژنئ،چې دا د الهي دود (سنت ) پر خلاف چار دى)؛خو( د غيبو د ښوونې لپاره ) پخپله خوښه له خپلو استازيو ځينې غوره کوي ( او يوه برخه هغه پټ رازونه ورښيي،چې د مشرۍ مقام ته يې لازم وي)؛نو( اوس،چې دا دنيا د پاكانو او ناپاكانو ازمېښتځى دى) پر خداى او رسولانو يې ايمان راوړئ او که ايمان راوړي او (ځانونه) وساتي؛نو ستر ثواب مو په برخه دى .))                                                              

د عمر سعد د لښکر يو پاسوال،چې څارلو يې،آيتونه يې واورېدل او و يې ويل : (( د کعبې پر خداى قسم،چې  موږ هغه پاکان يو ،چې (خداى) درنه جلا کړي يو! )) 

ضحاک وايي: و مې پېژانده او (( برير بن حضير)) ته مې وويل : پوهېږې ،چې دا څوک دى؟ ويې ويل : نه، ومې ويل: دا (( ابوحرب سبيعي عبدالله بن شهر) دى، چې شوخ، سخت زړى،مېړنۍ او بې باکه دى،چې د جرم او جنايت له امله يې څه موده د ((سعيد بن قيس)) په بند کې تېره کړې وه.

برير ورته وويل : ((اى فاسقه ! خداى تا له پاکانو کوي ؟!))  ويې پوښتل : ((ته څوک يې؟)) ويې ويل : ((زه برير بن حضير يم )) ويې ويل : (( انالله . راباندې سخته ده ! پر خداى قسم هلاک شوې ! پر خداى قسم اى بريره هلاک شوې!) برير وويل : ((اى اباحربه ! ايا غواړې ،چې له سترو ګنا هونو دې د خداى  لوري ته ور وګرځې اوتوبه وکاږې ؟!  پر خداى قسم ،چې پاکان خو موږ يو او ناپاکان تاسې ياست، ته يې!)) ويې ويل : (( زه هم پرې ګواهي ورکوم !))  ضحاک وايي : ما ورته وويل : (( پر تا افسوس ! ايا دا پېژندنه دې درته ګټوره نه شوه؟ ! و يې ويل : درځار شم ؛نو څوک به مې د ملګري (( يزيد بن غدره  عنزي )) ملګرى وي ؟ برير وويل : خداى دې نظر په مرغۍ لره،ته بې عقله يې!))  او له ما يې مخ واړاوه،د هغې ډلې بولندوى ،چې پر هغې  شپه يې زموږ پاسوالي کوله ((عزرة بن قيس احمسي )) و.

د عاشورا ورځ سمول

عمر سعد د جمعې پر ورځ  د محرم لسمه، د ګهيځ تر لمانځه  وروسته له خپل لښکر سره جګړې ته چمتو شو، حسين (رض) هم خپل ياران تيارسئ کړل او د ګهيځ لمونځ يې ورسره وکړ.

د امام (رض) ملګري دوه دېرش تنه سپاره او څلوېښت تنه پلي وو ،چې امام (( زهيربن قين)) د ښي لوري ، ((حبيب بن مظاهر)) يې د کيڼ لوري او خپل ورور يې ((عباس بن علي )) د لښکر بيرغچي کړ او ټول د کېږديو په مخ کې ليکه شوو او ويې ويل : د کېږ ديو شا ته چې په ايستل شوي خندق کې خس او لرګي پراته دي ،اور ورواچوئ ،چې دښمن له شاير غل و نه کړي .

راوي وايي : عمر سعد هم  خپل لښکر تيارسئ کړ او خپل بولندويان يې وټاکل ؛ ((عمروبن حجاج )) يې په ښي لوري کې ، (( شمربن ذى الجوشن)) يې په کيڼ لوري کې او ((عزرة بن قيس )) يې د سپرو بو لندوى او (( شبث بن ربعي )) يې د پليو بولندوى او بېرغ يې خپل مريي (( ذويد )) ته ورکړ.

د شهادت زېرى سمول

د عبدالرحمان انصاري مريى وايي: له خپل مولا سره وم او ومې ليدل ،چې د دښمن لښکر د حسين ( ع) لوري ته  راغى ؛نو امام امر وکړ،چې کېږدۍ ورته هسکه کړي،عطر او د نظافت درمل يې ورته راوړل او د ځان نظافت ته کېږدۍ ته ورننووت . په دې حال کې زما مولا عبدالرحمان او برير بن حضير د خېمې خولې ته ولاړ وو،چې يو له بله مخکې  شي . برير له عبدالرحمان سره ټوکې کولې، عبدالرحمان ورته وويل :(( لاس واخله ،چې اوس  د ټوکو وخت نه د ى!)) برير ورته وويل : (( پر خداى  قسم ! قوم مې پوهېږي ،چې زه په ځوانۍ او زړښت کې د باطلو مینوال نه وم ؛خو پر خداى قسم  ،چې له څه سره ليده کاته کوم، پرې خوشحال يم . پر خداى قسم زما او د(( حورالعين )) ترمنځ واټن يوازې همدا دى ،چې دا قوم په تورو ګوزارونه راباندې پيل کړي او ښه مې ايسي،چې په تورو راباندې راپر ېووځي ! )) وايي : اوچې حسين ( ع) راووت ، موږ ور دننه شو او هغه درمل مو ووهل ،چې د بدن ويښتان رژوي .بيا نو حسين ( ع) پر خپلې سپرلۍ سپور شو او قرآن  يې وغوښت اومخې ته یې کېښود او ياران يې پر وړاندې سخت وجنګېدل او زه يې ،چې پر شهادت شاهد وم،وتښتېدم او هغوى مې پرېښوول .

د عاشورا پر ورځ د امام عليه السلام دعا سمول

طبري روايتوي او وايي : ګهيځ ،چې د عمرسعد لښکر،له امام حسين (رض) نه راتاو شو؛نو امام لاسونه اسمان ته پورته کړل او و يې ويل :(( خدايه ! په هر غم کې مې  د ډډې وهلو ځاى يې ، په هرې سختۍ کې مې هيله يې، يوازې ته يې،ته يې،چې هر څه راباندې راځي؛نو مرستندوى مې يې . ډېر داسې خپګانونه دي،چې زړونه پکې سستېدل او فکرونو پکې نه چلیدل او دوستانو يوازې پر ېښوول، دښمنانو ټپسوري کوله او دا مې ستا درشل  ته راوړي او له دې مې شکايت درته وکړ،چې يوازې ته مې هېله وې او تا يوې خواته کړل او پراخي دې راوسته ؛نو يوازې ته يې،چې د هر نعمت ولي  او د هر ې نېکۍ خاوند او د هرې هيلې پاى يې ))

او له ضحاک مشرقي، وايي : هغه مهال ،چې د عمر سعدلښکر راباندې يرغل وکړ او د خېمو شاوخوا ته يې اور وليد،چې د راننووتو لار يې بنده وه؛نو يو سنبال سپور ېې رامخې ته شواو بې له دې،چې خبرې راسره وکړي،خېمې يې تر سترګو تېرې کړې او داچې يوازې د اور لمبې يې وليدې ،په بيړه پر شا شو او په لوړ غږ يې وويل : (( حسينه ! له قيامته  مخکې په دنيا کې دې جهم ته په ورتلوکې بيړه وکړه ؟!)) امام وپوښتل : (( دا څوک دى ؟ لکه چې شمر بن ذى ا لجوشن دى ! )) ورته وويل شول : هو ! هماغه دى . و يې ويل : (( د وزو څرونکې ښځې زويه ! ته ورته ( = جهنم ) وړ يې.مسلم بن عوسجه وويل : (( د رسول الله زويه! درځار شم ،په يوه غشي  يې و نه ولم ؟ په نښه کې مې دى او خطا به نشي ، دا فاسق خو له سترو ظالمانو ځنې د ی! )) حسين (رض) ورته وويل : ((مه يې وله ، ښه مې نه ايسي ،چې پيلوونکى وسم .))

د امام ړومبۍ وينا سمول

راوي وايي : هغه مهال ،چې د دښمن لښکر را نژدې شو؛نو حسين (رض) خپله سپرلۍ وغوښته او سپور شواو په لوړغږ يې وويل : (( خلکو! خبره مې واورئ او بيړه مه کوئ او يو حق را باندې لرئ،چې نصيحت درته وکړم او دلته د راتلو علت درته ووايم ،بيا که زما عذر مو ومانه او زما خبره مو تصديق کړه او منصف مو وګڼلم ؛نو نېکمرغي به شئ او د تېري لار به راباندې و نه مومئ او که زما عذر مو و نه ما نه او منصف مو و نه ګڼلم ، (( په خپل چار کې له خپلو شريکانو سره يو لاس شئ،چې  چار مو درنه پټ پاتې نشي ، بيا مې په اړه هوډ وکړئ او مهلت مه راکوئ،چې بېشکه ولي مې هغه خداى دى ،چې داقرآن  يې رالېږلى او هماغه د نېکانو مينوال دى [171]))

راوي وايي: داخبرې،چې د امام خویندو او لوڼو واورېدې ،په چغو چغو يې وژړل ، امام (رض) خپل  ورور عباس او زوى يې علي ورولېږل او ويې ويل : (( چوپ يې کړئ، پر ځان مې قسم ،چې ډېر به وژاړي)) او چې چوپ شوې، خداى يې وستايه،پر محمد (ص)،پرښتو او الهي پېغمبرانو يې درود ووايه او داسې خبرې يې وکړې ،چې خداى پوهېږي او بس! پر خداى قسم ، تر اوسه مې نه تر دې له مخه او نه وروسته ،له هېڅ چا داسې څرګندې او رسا خبرې اورېدلې نه وې .

بيا يې وويل : (( امابعد ؛ نسب مې درياد کړئ،چې څوک يم؛بيا په خپل ګرېوان کې سر کښته کړئ او ښه سوچ او غور  وکړئ،چې ايا وژنه او بې حرمتى مې درته روا ده ؟!

ايا زه ستاسې د پېغمبر د لور زوى،د وصي يې زوى او د تره د زوى، زوى يې نه يم؟ هماغه،چې پر خداى ړومبى مؤمن  و او څه چې رسول الله (ص) د پالونکي له لوري راوړي وو، تصديق يې کړل؟ ايا "حمزه؛ سيدالشهداء" مې د پلار تره نه دى ؟ ايا "جعفرطيار شهيد ذوالجناحين" مې تره نه دى ؟ ايا دا مستفيض حديث در رسېدلى نه دى ،چې رسول الله (ص) زما او زما د ورور په اړه ويلى دى : (( دوى د جنتي ځوانانو ښاغلي دي؟)) اوس که خبرې مې منئ،چې همداحق دى (او حق مو غوره کړى) او زه پر خداى قسم ،له کومې ورځې ،چې پوه شوم،چې خداى پر دروغجن غوسه کېږي او دروغو تاوان دروغجن ته وررسي! هېڅ دروغ مې ويلي نه دي او که دروغجن مې وګڼئ،په يقين ،چې په تاسې کې داسې کسان دي،چې که ترې وپوښتئ،خبر به مو کړي : له جابر بن عبدالله  انصاري (رض) وپوښتئ يا له ابو سعيد خدري (رض) يا له سهل بن سعد ساعدي يا له زيدبن ارقم(رض) يا له انس بن مالک (رض) وپوښتئ ،چې خبر مو کړي ،چې زما او زما د ورور په باب يې داخبره له رسول الله (ص) اورېدلې نه ده ؟!))

دلته شمربن ذى الجوشن وويل : (( مابه خداى په شک لمانځلى وي،که ستاپه خبره به پوه شوى يم ! )) حبيب بن مظاهر ورته وويل : ((پر خداى قسم ، زه دې داسې وينم ،چې خداى اويا ګرايه (چې څه دې وويل ) په شک نمانځې! او زه ګواهي ورکوم ،چې ته رښتيا وايې  او نه پوهېږې ،چې هغه څه وايي؛ځکه خداى دې پر زړه ټاپه وهلې ده ! ))

بيا حسين (رض) ورته وويل : (( که په دې اړه شکمن ياست ،ايا په دې کې هم شکمن ياست ،چې زه ستاسې د پېغمبر د لور زوى يم؟ پر خداى قسم ،چې (د دې نړۍ)په ختيځ او لويديځ کې ستاسې او د نورو د کوم پېغمبر زوى نشته، يوازې زه مو د پېغمبر زوى يم. راته ووياست: ايا څوک مې درنه وژلى،چې کسات يې رانه اخلئ ؟ يا څه مالي زيان مې دراړولى؟ ياڅه کسات مو راباندې پاتې دى؟)) او دوى ټول چوپ شول !

بيا يې وويل : ((اى شبث بن ربعي ! اى حجار بن ابجر! اى قيس بن اشعث! ااى يزيد بن حارثه! آيا ليکلي مو نه وو چې : مېوې پخې شوې، باغونه ښېرازه دي ،ويالې ډکې شوي او ته به دې تيارسئ لښکر ته راشې ؛ نو راشه؟!)) ويې ويل : (( موږ خو داچار کړى نه دى ! )) امام وويل: ((سبحان الله! ولې نه، پر خداى قسم ،چې کړى مو دى !)) او وروسته يې وويل : ((خلکو ! چې اوس مې نه خوښوئ؛ نو پرېږدئ ،چې درنه لرې شم او له دې  سيمې يو امن ځاى ته ولاړ شم ! )) قيس بن اشعث ورته وويل : (( ولې دې د تره زامنو خبره نه منې،چې په خوښه دې درسره وچلېږي او څه نادوده هم درسره ونه کړي!)) او حسين (رض) ورته وويل: ((په رښتيا چې د خپل ورور،ورور يې!ايا غواړې ،چې بني هاشم د مسلم بن عقيل له کساته ډېر څه درنه وغواړي؟ نه ! پر خداى قسم ،چې ،نه د خوارۍ لاس  وروغځوم او نه د مريانو په څېر غاړه ورته ږدم! ((داچې ومې شړئ،خپل او ستاسې پالونکي ته پنا وړم (هو) زه له هر کبرجنه،چې د حساب پر ورځ ايمان نه راوړي، خپل او ستاسې پالونکي ته پنا وړم [172]))

بيا يې خپله سپرلۍ څملوله او عقبة بن سمعان ته يې وويل ،چې يې وتړئ . او دښمنان يرغل ته چمتوشول .

د زهير بن قين وينا سمول

له عبدالله بن کثير شعبي روايت دى ،چې وايي: چې پر حسين (رض) مو يرغل وکړ، زهير بن قين وسلوال سپور رامخې ته شو او يې ويل : (( کوفيانو! له الهي عذابه مو ډاروم ،سخت ډار! په يقين ،چې پر هر مسلمان واجب دي،چې د بل مسلمان ناصح وسي. موږ تردې شېبې او تردې،چې تورې مو يو د بل پر وړاندې راايستلې نه وې، يو له بل سره وروڼه يو او پر يوه دين اوملت يو او تاسې مو نصيحت ته وړ ياست.

خوکه تورې وکارېږي،تړاونه شلېږي .موږ جلا امت کېږو او تاسې جلا.خداى موږ او تاسې د خپل پېغمبر محمد (ص) په ځوځات از مېښتوي،چې وويني موږ او تاسې څه کوو. زه مو بلم ،چې له دوى ملاتړي شئ او د سرغړاند؛عبيدالله بن زياد لورى ورخوشې کړئ. داسې زوى او پلار،چې د واکمنۍ په ترڅ کې مو بې له ناوړه چلن بل څه ترې ليدلي نه دي : سترګې يې درنه را وايستې! لاس وپښې يې درپرې کړې! مثله يې کړئ،د ونو پر ډډونو يې راځوړند کړئ او د ((حجر بن عدى)) او ((هاني بن عروه )) او يارانو په څېر ممتازان او مفسران يې درنه ووژل ! ))

راوي وايي: کوفيانوکنځلې ورته وکړې، عبيدالله بن زياد يې وستايه او دعا يې ورته وکړه او ويې  ويل : پر خداى قسم تر هغې به ولاړ نشو،چې ستا مشرا او ملګري يې مو وژلي نه وي ، يا داچې هغه او ملګري يې راتسليم  شي او امير عبيدالله  ته يې ولېږ و ! )) زهير وويل: ((د خداى بند ګانو! په يقين ،چې د فاطمې اولاده (رضى الله عنهم) خو د سميه تر او لادې دوستۍ او ملاتړ ته وړ ده. پر خداى قسم درکوم،چې يې مه وژنئ او ددې سړي او د تره د زوى (يزيد بن معاويه ) ترمنځ يې لار پرانستې پرېږدئ ،چې پرځان مې قسم يزيد بې د حسين له وژنې هم ستاسې له اطاعته خوشحالېږي ! ))

ناڅاپه (( شمربن ذى الجوشن)) يو غشى ورخوشې کړ او ويې وويل : (( چوپ شه ! غږ دې وچ شه ، په ډېرو خبرو دې ستړي کړو! )) زهير ورته وويل : ((د هغه زويه ،چې شاته يې متيازې کولې ! له تاسره مې خبرې کړې نه دي . ته يو څاروى يې! پر خداى قسم ،چې د کتاب الله پر دوو آيتونو به هم ټينګ پاتې نشې ! ته د قيامت د ورځې په خوارۍ او دردناک عذاب يې خوشحال وسه ! ))

شمر وويل : (( خداى به ډېر ژر تا او ستامشر ووژني! ))

زهير وويل : (( ما له مرګه ډاروې ؟ پر خداى قسم له هغه سره مرګ له تاسره له همېشه توبه راته ګران دى !))  بيا يې خلکو ته مخ کړ او په لوړ غږ يې ويل : (( د خداى بندګانو! دا تش کدو او په څېر يې، له خپل دينه مو وا نه ړوي ،چې پر خداى قسم محمد (ص) به دهغه قوم شفاعت ونه کړي،چې د محمد (ص) د ځوځات،اهل بيتو اومرستندويانو وينه یې تويې کړي )) په دې وخت کې يو سړي ورته غږ کړ:

اباعبدالله درته وايي : (( راشه،چې  پر ځان مې قسم ،که نصيحت او بلنه ګټور ه وي؛لکه څنګه ،چې د آل فرعون مؤمن خپل قوم ته نصيحت  وکړ او د بلنې پيغام يې پوره ور و رساوه، تا هم نصيحت ورته وکړ او بلنه دې پاى ته ورسوله ! )) .

د حُر توبه سمول

له ((عدى بن حرمله )) روايت دى ،چې وايي : چې عمر سعد جګړى ته چمتو شو ((ُحر بن يزيد)) ورته وويل : (( خداى دې سلامت ولره، ته له دې سړي سره جنګېږې؟ عمرسعد وويل:هو! پر خداى،هغه جګړه خورا اسانه يې د سرونو پرې کول او د لاسونو غوڅول وي!)) ُحر وويل: (( ايا يو وړانديز يې هم نه منې ؟)) عمر سعد وويل : (( پوه شه ،پر خداى قسم ، که واک راسره واى، منل مې؛خو ستا امير و نه منل !))  حُر چې  دغسې وليدل، څنډې ته شو او ورسره خپلوان ؛"قُرة بن قيس" ته يې وويل: (( قُره! نن دې اس اوبه کړى ؟ )) ويې ويل : نه ! حُر وويل : (( اوبه نه ورکوې ؟ )) وايي : ګومان مې وکړ،چې ځان له جګړې څنډې ته کوي او ښه يې نه راځي،چې په هغه حال کې يې ووينم او ډارېږي ،چې افشا او رابرسېره به يې کړم؛نو ورته مې وويل : اوبه مې ورکړي نه دي او دادى ځم ،چې اوبه ورکړم او پر کوم ځاى،چې حُر ولاړ و، ترې لرې شوم .حال داچې پر خداى قسم  که يې له خپل هوډه خبرکړى واى. زه هم ورسره حسين ته تلم .

راوي وايي: حر، ورو ورو حسين ته ورنژدې کېده : په دې وخت کې يې يو خپلوان ((مهاجر بن اوس)) ورته وويل : د يزيد زويه څه غواړې؟ بريد کوې؟ ُحر چوپ و او د تبې په څېر يې يو څیز تن تود کړى و او مهاجر ورته وويل :د يزيد زويه ! پر خداى قسم ، چې چار دې عجيبه دى ! پر خداى قسم په يوې جګړې کې مې داسې ليدلى نه وې !ۤکه پوښتل  شوى واى ،چې څوک په کوفيانو کې ښه ميړنى دى؟ ته مې ورښوولې : دا پر څه حال دې وينم ؟ ُحر وويل :(( پر خداى قسم،ځان د جنت او دوزخ ترمنځ وينم او پر خداى قسم،چې يو څيز هم پر جنت غوره نه ګڼم ،که څه ټوټې ټوټې او وسوځول شم )) بيا يې خپل اس وځغلا وه او له حسين (رض) سره يو ځاى شو او ويې ويل :(( يابن رسول الله ! خداى مې درځارکړه،زه هماغه يم ،چې ستا دستنېدو مخه مې ونيوه اوپردې لار مې وګومارلې او دلته مې راکوز کړې . پر يوازېني معبود ((الله )) ،چې  ما بيخي نه انګېرله ،چې داقوم به دې وړانديزونه و نه مني اوپه دې حالاتو کې به دې راګېر کړي . له ځان سره مې وويل:څه باک خو نه دى ،چې ددې قوم ځينې غوښتنې ومنم ،چې و نه انګېري ، له اطاعته يې وتلى يم؛ځکه په پاى کې به د حسين يو وړانديز ومني ، پر خداى قسم ! که ګومان مې کاوه ،چې يو هم نه مني ، هېڅکله مې  داسې  درسره نه کول ! دادى راغلى يم، چې خداى ته  د خپلو کړنو توبه وکاږم او ځان درځارکړم اوپه مخکې دې ووژل شم ،ايا دا مې  توبه ګڼې؟)) حسين (رض) وويل :((هو! خداى دې ستا توبه قبوله کړي او تا دې وبښي ، نوم دې څه دى ؟

ويې ويل :زه ُحر بن  يزيد يم !

امام  وويل :(( په رښتيا،ُحر يې؛لکه چې خپلې مور دې نومولى يې . ته انشاء الله په دنيا اوآخرت کې ُحر يې ، پلى شه! ))

ُحر وويل : تر پلي له سپرو درته ښه يم ؛ تر يو وخته پر خپل اس سپور ورسره جنګېږم اوپلي کېدل د خپل کار پاى ته سپارم . حسين (رض) ورته وويل : (( د خداى رحمت  درباندې ،چې څنګه دې خوښه وي، هماغسې وکړه ))

ُحر کوفيانو ته ورم - نصيحت کوي سمول

ُحر کوفيانو ته مخامخ ودرېداو ويې ويل: (( قومه ! ايا د حسين يو وړانديز هم نه منئ ،چې خداى مو له جګړې وژغوري ؟ ))

ويې ويل : زموږ له بولندوى عمر سعد سره خبرې وکړه.

حر،چې مخکې ورسره خبرې کړې وې، له وروستۍ خبرې مې له سره بيا ځلي ورته وکړه .

عمرسعدوويل : زما هم خوښه وه ،چې د هواري يو لار ورته ومومم ! .

او ُحر وويل : (( کوفيانو!ميندې مو بورې شه! هغه مو راوباله،چې درشي او خبره يې ومنئ او باوري وئ،چې ځانونه ور ځارکړئ ! اوس يې پر ضد را پاڅېدلي ياست او وژنئ يې ! هغه مو را ايسار کړى ، د وتو لار نه لري ،چې له خپلو اهل بيتو سره  د خداى يو ښار ته پناه يوسي او داسې مو بندي کړى ،چې ځان ته د ګټې رسولو او تاوان لرې کولو وس نه لري،راګېرکړى مو دى ،چې هغه،ښځې،کوچنيان،اهل بيت او ياران يې د فرات اوبو ته نه ورپرېږدئ! هغه اوبه،چې يهود،مجوس او نصراني يې ترې څښي او د بېديا خوکان او سپي هم پکې لامبو وهي ! حال داچې دوى د تندې له لاسه بېسده دي! محمد (ص) ته يې د اولادونو په اړه څه بد ځايناستي وئ ! خداى مو د تندې پر ورځ خړوب مه کړه ، که همد اوس له خپله دريځ وانه وړئ اوتوبه و نه کاږئ!)) ناڅاپه پلي دښمن پرې د غشي ګوذار وکړ،ستون شو او د حسين(رض) مخې ته ودرېد.

د امام حسين دويمه وينا سمول

سبط بن جوزي وايي: حسين (رض) پر خپل اس سپور شواو پرانستى قرآن يې پر سر کېښود او هغه قوم ته مخامخ  ودرېداو و يې ويل : ((قومه ! زموږ او ستاسې ترمنځ دې منځګړى د خداى کتاب او زما د نيکه رسول الله (ص) سنت وي ! ))

خوارزمي وايي: چې عمرسعد له امام حسين (رض) نه خپل لښکر راتاو کړ، امام  دباندې راووت او ورته يې وويل ،چې چوپ شئ او چې د امام خبره يې و نه منله ، ورته يې وويل : ((پر تاسې افسوس !څه کېږي،چې چوپ شئ او خبرې مې واورئ ؟ زه مو يوازې د ودې او سمونې لارې ته رابولم !)) د عمر سعد پوځيانو يو بل ټپسوري کړل او په خپلو کې يې وويل : چوپ شئ !))

امام (ع) وويل : اى ټوليه ! مرګ درباندې ! په شور وځوږ مو وبللم او په بيړه مې ستاسې بلنه ومنله ، اوس هغه تورې ،چې زما په پار مو د نورو پر وړاندې راايستلې وې،زماپه مقابل کې مورا و ايستې او کومه جګړه مو،چې ګډ دښمن ته چمتوکړې وه،له ماسره يې کوئ،د خپل دښمن دوستان او د خپلو دوستانو دښمنانان شوي ياست،بې له دې ،چې ترمنځ مو عدل اوانصاف وکړي، يا يې خير ته هيلمن وسئ ؟! ورک شئ او لعنت درباندې ! ولې موپر هغه ورځ پر خپل حال پرېنښودو،چې تورې په تېکو کې وې ، زړونه آرام او فکرونه پر ځاى وو؟! بلکې د بېديا د ملخانو په څېر مو هغې بلنې ته وځغاستل او د سرګردانو پتنګانو په څېر ترې راتاو شوئ اوبيا مو بلنه تر پښولاندې کړه ! نو اى د مريانو مرياو ! مرګ درباندې ! اى د احزابو خپروونکيو! اى د قرآن پرېښوونکيو! اى د خبرو اړوونکيو ! اى ګناهکارانو ،اى د شيطان  وسوسو، اى دسنتو تتو ونکيو! پر تاسې افسوس ! له ((هغوى)) سره مرسته کوئ او ((موږ)) پرېږدئ ؟! هو،پر خداى قسم ، دا يو ډېر پايښتى او د جرړو والا چل ول او دوکه ده ،چې ډډ مو ترې راوتلې او ښاخونه مو پرې ورخپاره شوي دي ! تاسې ډېرې خبېثې اوناپاکې مېوې ياست ، داسې مېوه ،چې د باغوان په ستوني کې نښتې اوغاصب ته خوندوره ده!

باخبر! دادى د حوموني حرموني د تورې او ذلت ترمنځ  درولى يم : اوهيهات مناالذله = او ذلت رانه څومره لرې دى ! نه يې خداى رانه مني ،نه يې رسول الله (ص) او مؤمنان ، او نه هغه لمنې،چې پاکې سوتره پاتې شوې او نه غيرتي نارينه او نه تسلېمېدونکي انسانان! دوى يې بيخى راسره نه مني ،چې د عزتمنو پر شهادتځي په لئيمانو پسې تلل غوره وبولو ! باخبر،چې زه پر همدې لږ ځواک ، بې څه مرستندوى، جګړې ته چمتو يم ! بيا د (( فروة بن مسيک[173])) پر اشعارو لګيا شو :

که لاسبري شوو؛نو لاسبري موڅه نوې نه ده، اوکه ماتې وخورو ؛نو نه تښتوو.

له ډاره نرم نه چلېږ و؛بلکې  موږ خپلې هيلې ته رسوو او نور خپل دولت ته !

زموږ ټپسوريو کوونکيوته ووايه : راويښ شئ ،چې  څه راور سېدل ، ژړ هغوى ته هم ور رسي !

که مرګ څه موده  د نورو له سره بچ شو، (په يقين پوه شئ ،چې ) نور پر ځمکه راڅملوي !

هن پوه شئ! پر خداى قسم ،په دې پېښې پسې پر اس د ورسپرېدو هوموه درنګ کوئ، تردې ،چې د ژوند چورليز مو  وچورلوي او وښوييوي! دا يو راز دى ،چې پلار مې له نيکه رسول الله (ص) راته سپارلى دى . (( نوپه خپل چار کې له خپل ګډونوالو سره يو لاس شئ،چې چار مو درنه پوښين او پټ  نشي ، بيا مې په اړه هوډمن شئ او مهلت مه راکوئ ، ما پر خداى،خپل او ستاسې پر پالونکي توکل کړى . د هر خوځنده واګې يې په لاس کې دي ، په رښتيا ،چې پالونکى مې پرسمه لاردى  [174]))

بيا يې لاسونه  اسمان ته پورته کړل او ويې ويل :(( خدايه ! داسمان باران پرې مه وره ، او د يو سف (ع) په څېر کلونه پرې راوله،د ثقيف مريى پرې لاسبرى کړه ،چې د تراخو يو شرنګ پرې وڅکي (داکله) ،چې موږ يې دروغجن وګڼلو او ځان ته يې پر ېښوولو. يوازې ته مو پالونکى يې ، پر تا مو توکل کړى او لوري ته دې درګرځوو[175] ))

د امام ښېرا قبوله شوه سمول

طبري وايي: د بني تميم د ټبر يو تن (( عبدالله بن حوزه)) رامخې ته شو او حسين ته مخامخ ودرېد او ويې ويل : (( حسينه ! حسينه !))  حسين وويل : ((څه غواړې ؟)) ويې ويل : ((د جهنم  زېرى درباندې!)) حسين وويل: (( نه داسې  نه ده؛بلکې  زه لوراند او مطاع شفيع پالونکي ته ورځم) بيا يي وپوښتل: (( دا څوک دى؟)) يارانو يې وويل: ابن حوزه دى . حسين وويل : (( پالونکيه په اور کې يې وغورځوه )) راوي وايي : ناڅاپه يې اس توري شواو په يوه کنده کې يې وغورځاوه، پښه يې په رکاب کې نښتې وه او سر يې پر ځمکه و او هرې لوري ته يې راښکه اوسر يې پر هر ډبرې او لرګي لګېده ، چې هلاک شو .

او په بل روايت کې وايي: چې عبدالله بن حوزه له اسه سرچيه شو،چپه پښه يې په رکاب کې ونښته او ښۍ پښه يې پورته ته شوه ، اس يې توري شو اوسر يې د تېږو او ونو پر ډډونو ولګېد ،چې ومړ.

له (( عبدالجبار بن وائل حضرمي)) او دې يې له خپل ورور ((مسروق بن وائل )) څخه روايتوي،چې  وايي : زه د هغو پوځيانو په ړومبۍ ليکه کې وم ،چې د حسين پر لور ورتلل او له ځان سره مې ويل : (( که په ړومبۍ ليکه کې وسم ،چې ښايي د حسين سر تر لاسه کړم ،چې د ابن زياد پر وړاندې څه مقام وموم)) وايي: حسين ته چې ورنژدې شوو، (( ابن حوزه )) ورنژدې شواو و يې پوښتل : (( آيا حسين درکې د ى؟)) حسين چوپ و. بيايې خپله خبره وکړه اوحسين چوپ و؛خو په درېيم ځل يې وويل : (( ورته ووياست ، هو! دا حسين دى،څه غواړې؟ )) ويې ويل :((حسينه ! د دوزخ زېرى درباندې ! ))حسين وويل :(( دروغ دې وويل؛ بلکې زه لوراند او مطاع شفيح پالونکي ته ورځم .ته څوک يې؟))ويې ويل : ((ابن حوزه،حسين هومره لاسونه پورته کړل،چې تخرګونه يې مې وليدل،او ويې ويل :(( پالونکيه! په اور کې يې وغورځوه!))

ابن حوزه غوسه شو او غوښتل يې،چې خپل اس د حسين خواته وروځغلوي،خو له يوې کندې سره مخ شو او پښه يې په رکاب کې ونښته او سرچپه شو،اس يې توري شو او هرې خوا ته يې راښکوده،چې پښې ، ورون او پنډ ۍ يې جلا شوې او نيم نور په رکاب کې نښتى و ))

راوي وايي: مسروق ،چې دا وليد،د ابن زياد له لښکره جلاشو اوچې علت يې ترې وپوښت ويې ويل : (( له دې اهل بيتو مې داسې څه وليدل ،چې هېڅکله به ورسره و نه جنګېږم ! [176]))

د حسين پر خيمو يرغل سمول

طبري د (( حميد بن مسلم )) له خولې وايي : عمرسعد پرې يرغل وکړ او چغه يې کړه :(( ذويده ! ببرغ دې رامخې ته کړه)) بېرغ يې رامخې ته کړ او عمرسعد په ليندۍ کې غشې کېښود او ويې ويل : (( شاهد وسئ،چې زه ړومبى غشى ايشتونکى يم!))او د مقريزي په روايت کې،ويې ويل:(( د امير په مخ کې ګواهي ورکړئ،چې زه ړومبى غشى ايشتونکى وم ! ))

طبري او مفيد وايي:(( بيا يې پوځيانو خيمې په نښه کړې او جګړې ته چمتو شول او د زياد مريى ((يسار)) او عبيدالله بن زياد مريى ((سالم)) ډګر ته راوو تل اوسيالان يې وغوښتل.حبيب بن مظاهر او برير بن حضير له ځايه ورپاڅېدل ،چې حسين دواړو ته وويل : کېنئ . بيا (( عبدالله بن عمير کلبي)) راپاڅېد [ دا له خپلې مېرمن (( ام وهب)) سره له کوفې راووتي ول، چې په ((نخيله )) کې د خلافت له لښکر سره مخ شو، ده ته يې وويل ،چې دا لښکر د رسول الله (ص) د لور فاطمې له زوى حسين سره جګړې ته چمتو کېږي او عبيدالله وويل : پر خداى قسم زه له مشرکانوسره جګړې ته حريص او لېوال وم او دا دى هليمن يم ، دوى ،چې  د پېغمبر د لور  زوى سره جګړته ځي، پر وړاندې يې د جهاد ثواب له مشرکانو سره د جهاد تر ثوابه کم نه وي ؛نو خپلې  مېرمنې ته ورغى ،چې څه يې اورېدلي وو او هم يې له خپل هوډه خبره کړه.مېرمن يې وويل: (( سمه لار دې غوره کړه . خداى درته خورا غوره لار درمخې ته کړه، همدغسې وکړه او ماهم درسره بوځه)) راوي وايي: د شپې شپې له خپلې مېرمنې سره ورغلل او له حسين سره يو ځاى شول] لنډه دا چې یسار او سالم، سیالان وغوښتل،عبدالله بن عمیر کلبي راپاڅید اوويې ويل: (( يا ابا عبدالله! د خداى لورنې درباندې ! اجازه راکړه ،چې ورشم ))

حسين ،چې وليدل، عبېدالله غنم رنګى،دنګ ،مټې يې غښتلې او اوږې يې پلنې دي؛نو له ځان سره يې وويل : (( په يقين ،چې همدايې سيال دى )) اوورته يې وويل : (( که خوښه دې وي ؛نو ورشه ))

راوي وايي: عبدالله ډګر ته ورغى او دواړو وويل: ته څوک يې؟ عبدالله ځان وروښود،ویې ويل : نه دې پېژنو! بايد زهيربن قين يا حبيب بن مظاهر يا برير بن حضير راسره سيالي او مبارزه وکړي! په دې وخت کې ((يسار)) د ((سالم)) په مخکې و او عبدالله ورته وويل: ((حرمونيه! ته له يوه سره له مبارزې مخ اړوي او تر خپل ځان اوچت سره يې غواړې )) بيا يې بريد پرې وکړ او د تورو تر ګوذارونو لاندې يې ونيو، چې يې بې حاله کړ او همدغسې ورباندې لګيا و ،چې ((سالم )) بريد پرې وکړ او د امام له سنګره پرې ورغږ شو (( هغه مريي ته دې پام وي!)) راوي وايي : د عبدالله پام نشو،چې سالم ور ورسېداو له واره يې ګوذار پرې وکړ او عبدالله په کيڼ لاس دفاع کوله او د کيڼ لاس ګوتې يې پرې شوې .بيا عبدالله ورباندې بريد وکړ په ګوذارونو يې هلاک کړ.بيا يې د دواړو تر وژنې وروسته، دا رجز پيل کړ :

ان تنکر ونى فانابن کلب

حسبى ببيتى فى عليم حسبى

انى امرو ذومره و عصب

ولست بالخوار عنداللنکب

انى زعيم لک ام وهب

بالطعن فهيم مقدما و الضرب

ضرب غلام مؤمن بالرب


که مې نه پېژنئ، زه د کلب له ټبره يم .

د کورنۍ په شرافت کې مې همدابس، چې د عليم له کوره يم . زه وسمن ، غښتلى  اوتل ټينګ ولاړ سړى يم

او په سختيو کې سست اوبې وسې نه يم

اى ام وهب ! زه دې کفيل (هم) يم؛ په ځپنه،پرمختګ او ورباندې په ګوذارونو کې د هغه ځوان ګوذار،چې پر پالونکى  ايمان لري .

په دې وخت کې يې مېرمن ((ام وهب)) د خيمې ستن راواخسته او د خپل مېړه خوا ته ورغله او ويې ويل : ((موروپلارمې در ځار! هو، د محمد د سپېڅلي ځوځات په مخ کې وجنګېږه )) .

عبدالله ورغى،چې خيمو ته يې ورستنه کړي؛خو مېرمن يې لمن ونيوه او و يې ويل : (( نه دې پرېدم ،چې درسره ووژل شم ! )) ؛خو حسين ( ع) ور غږکړ: ((تاسې کورنۍ حق پوره کړ، د خداى لورنې دې درباندې وي ، ښځو ته ورستنه شه او ورسره وسه ،چې ښځې له جګړې معاف دي )) او ((ام وهب)) خيمه تون ته ورستنه شوه .

                     

د عمرسعد او د ښي اړخ يرغل او... سمول

راوي وايي : عمروبن حجاج ،چې د ميمنه بولندوى و ، يرغل يې وکړ او چې د حسين پوځيانوته ورنژدې شو ؛نو دوى ورته زنګون کيش شوو او نېزې يې ورته ونيوې؛نوځکه سپاره يې په ټپه ودرېدل او پر شا شول او د حسين يارانو په غشيو و ايشتل ،يو شمېر يې ووژل شوو او يو شمېر يې ټييان شوو.

وايي: د حسين پوځيانو په سختۍ ورسره جګړه وکړه او سپاره يې ،چې دوه دېرش تنه وو،يرغل یې پرې کاوه او په هر يرغل کې يې د کوفيانو په لښکر کې ليکه ايسته او مخې ته تلل. په دې وخت کې د کوفيانو د سپرو بولندوى (( عزرة بن قيس)) ،چې وليدل ځواکونه يې زيانمندونکي دي ،"عبدالرحمان بن حصن" يې په عمر سعد پسې ولېږه او ويې ويل : (( ايا نه وينې ،چې سپاره مې له دې کوچنۍ ډلې څومره په تکليف کې دي ؟ پلى ځواک او غشي ايشتونکي دې راولېږي!)) او هغه ((ثبث بن ربعي)) ته وويل : ((نه ورځې؟ ))

ثبث وويل :(( سبحان الله! د ښار مشر او ټول  ښاريان دې په نښه کړي؟غشي ايشتوونکيو ته يې ورلېږې؟ زما پر ځاى دې بل پيدا نه کړ،چې په کار دې شي ؟!))

راوي وايي: او ليدل يې ثبث له حسيــــــن سره له جګړې ښه نه ايسېدل.

ابوزهير عبسي وايي : د((مصعب بن زبير)) په واکمنۍ کې مې له ثبـــث واورېدل ،چې يې ويل :((خداى دې کله هم  ددې ښار خلکو ته څه خير نه وررسوي! او پښه دې يې پر لوټه ونه لګي :ايا تعجــب نه کوئ،چې موږ  له علي  بن ابيطالب او بيا يې له زوى سره  پينـــځه کاله د آل ابوسفيان پر ضد وجنګېدو،بيا يې مو له بل زوى سره( چې غوره انسان  و) دښــمني وکړه او د آل معاويه او د سميه له زوى سره ملاتړي شوو او جــګړه مو ورسره وکړه؟! بېلارېتوب او څه ستر بې لارېتوب !))

راوي وايي : عمر سعد حصين بن تميم راوغوښت او له زرې پوښواو پينځو سوو غشي ايشتوونکيو سره يې ولېږه، د حسين پوځيانو ته ،چې ورنژدې شوو؛نو د حسين سپاره يې په نښه کړل اوپه ډېر لږ وخت کې يې اسونه له کاره ورته وغورځول او ټول پلـــــي شوو.

وايي : ايوب بن مشرح خيواني ويل:(( پرخداى قسم ما د حُر بن يزيد اس له پښو راوغورځاوه او داسې غشي مې پرې وار کړل،چــــــــــــې ولړزېد، تاو راتاو شو او راولوېد؛خو حُر ترې راټوپ کړ او د زمري په څــېر يې توره په لاس وويل :

ان تعقروا بى فانا ابن الحر

اشجع من ذى لبد هزبر


که زما اس مو وواژه ،پوه شئ ،چې زه له ازادې پيداشــــــوى يم، د زمريو تر زمرياليو مېړنۍ !

وايي: په رښتيا،چې بل مېړنۍ مې ترې ليدلى نه دى .

راوي وايي : د حى ټبر څو مشرانو ورته وويل : (( تا وواژه؟ و يې ويل : نه،پر خداى قسم ماو نه واژه؛بلکې بل چل وواژه،او ښه مې نه راتلل ،چې وژلى مې واى ! "ابووداک" وويل :ولې ؟

ايوب وويل : ځکه له صالحانو ځنې و او که هغه کار ګناه وي، پر خداى قسم ،د ټپي کولو او هلته د شتون په ګناه د خداى ديدار تر هغه ديداره يې راته ښه دى ،چې يو مې پکې وژلى وي!

"ابووداک" ورته وويل : داسې دې وينم،چې ژر به له خداى سره په داسې حال کې ديدار وکړې،چې د هغوى ټولو د ګناه پېټى به دې پر اوږو وي ، ووايه،چې پوه شم،که تا غشى نه واى ايشتلى او اس دې له پښو راغورځولى نه واى او بل دې په نښه کړى نه واى او کمين دې نه نيوه او يرغل دې پرې نه واى کړى او خپل ياران دې ورباندې نه راپاڅول او داچې پر تا يې بريد وکړ، تښتېدلى واى او يارانو دې هم دغسې کړي واى.اياهغه او ملګري يې وژل کېدل؟! تاسې ټول يې په وژنه کې شريک ياست !

ايوب وويل : ((ابووداکه !ته مو د خداى له لورنې نهيلى کوې، که ته مو د قيامت د ورځې حسابګر وسې او ومو بښې، خداى دې يې نه بښي !))

او هغه وويل (( حق هماغه و،چې مې ووايه )) .

د کيڼ اړخ ير غل او د کلبي او د مېرمنې شهادت یې سمول

راوي وايي : شمربن ذى الجوشن د امام (رض) د لښکر پر کيڼ اړخ يرغل وکړ،د حسين پوځيانو مقاومت وکړ؛ خو حسين او ياران يې د دښمن په نښه کې وو. په دې حال کې  حسين او ياران  يې له هرې خوا تر بريد لاندې وو او ((کلبي)) ( چې دوه ځل يې پر يزيديانو بريد کړى و. په هرځل يې ترې دوه تنه وژلي وو)، شهيد شو او وژونکي يې (( هاني بن ثبيت حضرمي )) او (( بکير بن حى تميمي )) وو. کلبي د حسين د پوځيان دويم شهيد و .

مېرمن يې له خېمې راووته او ورغله او سر ته بې کېناسته او له مخ يې دوړې ترې لرې کړې او ويې ويل : ((جنت دې درخوندور شه)) په دې وخت کې شمربن ذى لجوشن د رستم په نامه يو ځوان ته وويل ،چې ددې ښځې سر په ستن وواهه، چې ددې ښځې سر په ستن وواهه ، او ځوان همدغسې وکړل او ځاى پر ځاى يې شهيده کړه .

د ښي اړخ يرغل او د مسلم بن عوسجه شهادت سمول

راوي وايي : د عمر سعد د لښکر د ښي اړخ بولندوى ؛عمروبن حجاج د فرات  له لوري د حسين پر پوځيانو يرغل وکړ ،تر يو وخت نښته روانه وه ،چې د حسين د يارانو مخکښ ((مسلم بن عوسجه)) له پښو راولوېد. بيا نو عمروبن حجاج او ياران  يې پر شا شوو، دوړې کېناستې او مسلم يې پروت وليد. حسين ورغى،چې  وروستۍ شېبې يې وې،ورته يې وويل :((مسلم بن عوسجه! پالونکى دې تا وبښي(( ځينې شهيدان شول او ځينې سترګې پر لار دي او بيخي له خپلې  ژمنې  اوښتي نه دي[177] ))

ورپسې حبيب بن مظاهر ورغى او ورته يې وويل : ((مسلمه !مرګ دې راباندې خورا ستونز من دى،په جنت خوشحال وسه ))

مسلم په کمزوري غږ وويل : ((خداى دې د خير زېرى درکړي))

او حبيب وويل : ((پوهېږم ،چې زه ډېر ژر درسره يو ځاى کېږم،که نه خوښه مې وه،چې وصيت دې راته کړى واى ،چې مې پلى کاوه))؛ځکه ته د خپلوۍ او دين په پار وړ يې ))

مسلم وويل : ((د خداى لورنې دې درباندې وي ؛بلکې ددې ( په لاس يې حسين (رض) ته اشاره وکړه) سپارښتنه درته کوم ،چې په مخکې يې ووژل شې ! ))

حبيب وويل : (( د کعبې پر پالونکي قسم ،چې دغسې  کوم )) او ډېر لږ  وروسته يې په مخکې  له نړۍ ولاړ.

په دې وخت کې (ثبث بن ربعي)) خپلو ملګرو ته وويل:(( ميندې مو بورې شه ! ځانونه په خپل لاس وژنئ او د نورو ذليلېږئ اوخوشحالي کوئ،چې د ((مسلم بن عوسجه)) په څېر وژل کېږي!

باخبر!پر هغه قسم ،چې د هغه اسلام مې منلى،ما مسلم بن غوسجه په ډېر و ځايونوکې د عزتمنو او درونو مسلمانانو په مخ کې ليدلى و،په خپلوسترګومې ليدلى،چې د آذربايجان د ((سلق)) په جګړه کې يې د مسلمانانو د لښکر تر رارسېدو مخکې شپږ تنه مشرکان وژلي وو! ايا په څېر يې له تاسې وژل کېږي او خوشحاليږئ ؟!)) 

د مسلم بن عوسجه وژونکي ،مسلم بن عبدالله خبابي او عبدالرحمان بجلي وو .

يزيد بن زياد؛توبه ګار غشى ايشتونکى سمول

طبري وايي : يزيد بن زياد له کوفې  نه د عمر سعد په ملګرتوب له حسين سره جګړې ته راووت او چې د حسين شرايط يې ونه منل؛ نو د امام پلوى شو او ترڅنګ يې وجنګېد. يزيد د حسين په مخکې په ګونډو شو او پر دښمن يې سل د غشيو  ګوزارونه وکړل ،چې يوازې پينځه يې په نښه ونه لګېدل.يو ځيرک غشى ايشتونکى و او چې هر غشى يې ايشته ويل يې : ((زه د بهدله زوى او د عرجله ميړنى يم )) او حسين ويل : ((خدايه غش يې په نښه وولې او ثواب يې جنت کړه ))،چې ټول غشي يې ګوزار کړل ، پاڅېد او ويې ويل : (( يوازې پينځه غشي مې  خوشې ولاړل او پوهېږم ،چې پينځه تنه مې وژلي دي )) يزيد بن  زياد د شهادت له مخکښانو ځنې و او دا رجز يې وايه :  زه يزيد يم او پلارمې مهاجر، په  ځاله کې له پروت زمري خورا ميړنى . پالونکيه ، زه د حسين ملاتړى يم ، او له ابن سعده مې لار بېله کړې ده. 

په يوه ځاى د څلورو تنو شهادت سمول

طبري وايي : عمر بن خالد، جابر بن حارث ، سعد د عمر بن خالد مولا او مجمع بن عبدالله په تورو د عمر سعد پر لښکر يرغل وکړ او وجنګېدل او دا چې  په جګړه کې تاوده شوو؛نو کوفيانو يو يو را ايسار کړ او يو له بله يې جلا کړل .په دې وخت کې عباس بن علي پر دښمن يرغل وکړ او له محاصرې يې وژغورل؛خو دا چې سخت ټييان شوي وو او د دښمن پر وړاندې يې په ټول وس مقاومت کړى و ؛نو په يو ځاى کې شهيدان شوو.

د بُرير شهادت سمول

طبري له عفيف بن زهير [چې د حسين (رض) د شهادت  يو شاهد و ] روايتوي : يزيد بن معقل ډګر ته راووت او ويې ويل : (( برير بن حفيره ! د خداى چار درسره څرنګه وينې ؟ ))

برير وويل : (( پر خداى قسم ، چې خداى راسره ښه وکړل او ته يې ګناهکار کړې ! ))

يزيد وويل : (( درغ دې وويل : او ته خو وړاندې دروغجن نه وې . ياد دې دي ،چې د بني لوزان په ټبر کې ګرځېدو او ويل دې : ((حضرت عثمان بن عفان پر ځان  تېرى وکړ او حضرت معاويه بن ابو سفيان، بې لارې او بې لارې کوونکى دى؛او د هدايت او حق امام ؛علي بن ابى طالب دى؟)) برير وويل: ((ګواهي ورکوم ،چې همدا مې ګروهه او اند دى؛او زه ګواهي ورکوم ،چې ته له بې لاريو ځنې يې ! ))

برير وويل : (( ايا مباهلې او ښېرا ته چمتو يې ،چې  له خدايه وغواړو دروغجن لعنت کړي او باطل پالى ووژني ، بيا راميدان ته شوو او جګړه درسره وکړم ؟ ))

راوي وايي : ډګر ته راغلل او لاسونه يې پورته کړل ،چې خداى دروغجن لعنت کړي او رښتين برلاس . بيا يې يو پر بل بريد وکړ ، ګوزارونه يې وکړل ، يزيد پر برير سپک  ګوزار وکړ او برير په کاري ګوزار د يزيد ککره وچوله او را ګوذار يې کړ ، ته وا چې همدا اوس يې وينم ، چې برير يې له ککرۍ خپله توره را باسي . بيا نو رضى بن مفقذ پر برير بريد وکړاو څه موده سره نښتي وو ،چې برير يې پرسينه کېناست او رضي وويل : (( ملاتړي مې چېرې دي ؟!))

راوي وايي : کعب بن جابر ازدى پر برير ورټوپ کړ او ماوويل : (( دا هماغه  برير بن حضيرر د قرآن قاري او مفسر دى ،چې جومات  کې يې قرآن را ښووه ؟!))

او کعب په نېزې ورباندې بريد وکړ او په ملا کې يې وروټومبله او برير،چې د نېزې په درد پوه شو،پر دښمن يې ورټوپ کړ،مخ يې ورڅېرې او پوزه يې ورغوڅه کړه او کعب هم په نيزه وواهه،چې له رضي يې جلا کړ،حال داچې نېزه يې په ملاکې ټومبل شوې وه ، د تورو په ګوذارونو يې شهيد کړ.

عفيف وايي : ته وا ماتې خوړلى رضى بن مفقذ وينم ،چې له خپل ځايه پاڅېدلى او لمن څنډي او وايي : ((ازدي وروره ! داسې يو احسان دې راسره وکړ ،چې بيخي يې هېروم نه ! ))

وايي : ورته مې وويل : (( تاپخپله  دا پېښه وليده ؟ ))

ويي ويل : ((هو، سترګو مې وليده او غوږونو مې واورېده ))

او کعب بن جابر،چې راستون شو، مېرمن يا خور يې ورته وويل : (( د فاطمې د زوى په وژنه کې دې مرسته وکړه او د قرآن د قاريانو او مفسرانو ښاغلى دې وواژه؟! په رښتيا ،چې ستره ګناه دې وکړه.پر خداى قسم،چې تردې وروسته به بيخي درسره خبره و نه کړم ! ))

او د عبدالرحمان بن جذب له خولې وايي : د ((مصعب بن زبير)) د واکمنۍ پر مهال مې د کعب بن جابر له خولې واورېدل: ((پالونکيه!)) موږ خو په حقيقت کې په خپله ژمنه وفا وکړه،خدايه دهغوى په ليکه کې مو ونه شمېرې،چې ټګي يې وکړه!))

پلارمې ورته وويل: (( رښتيا دې وويل،وفا دې وکړه او  ځان ته دې شر وپېره ! ))

ويې ويل : (( داسې نه ده ! شر مې نه دې پېرلى؛بلکې خير مې تر لاسه کړى ! ))

د عمر وبن قرظه انصاري شهادت سمول

راوي وايي :بيا نو عمروبن قرظه انصاري ډګر ته راووت او د حسين په مخکې يې په جګړې لاس پورې کړ او ويې ويل : قد علمت کتيبة الانصار

انى ساحمى حوزة الذمار

ضرب غلام غير نکش شارى

دون حسين مهجتى و دارى


د انصارو لښکر ښه پوهېږي،چې زه  د دروند چاپېريال دفاع کوم؛ مړنۍ ،ټينګه او سرښندونکې دفاع،چې وينه او کور مې له حسينه ځار.

لنډه داچې عمروبن قرظة بن کعب د حسين تر څنګ شهيد شو .او ورور يې ((علي بن قرظة))،چې د عمر سعد په لښکر کې و ، چغه کړه : ((حسينه! د دروغجن زويه دروغجنه ! زما ورور دې بې لارې کړ او وغولاوه او ودې واژه؟!))

امام ورته وويل : خداى دې ورور بې لارې نه کړ؛بلکې هدايت يې کړ او ته يې بې لارې کړې ! ))

او  علي وويل : (( که دې ونه وژنم ؛نو خداى مې دې ووژني يا دې په مخکې ونه وژل شم ! پر حسين (رض) يې ور بريد کړ،چې نافع بن هلال مرادي يې مخه ونيوه او ګوذار يې پرې وکړ او هغه يې راوغورځاوه؛خو ملاتړي يې راورسېدل او له جګړې يې و ايست او وروسته يې د ځان درمل وکړل او روغ شو.

د يزيد بن سفيان او حُر مقابله سمول

طبري د ابو زهيرعبسي له خولې وايي : چې ُحر بن يزيد له حسين (رض) سره يو ځاى شو، يزيد بن سفيان وويل : پر خداى قسم که ُحربن يزيد ووينم؛نو په نېزې ورپسې ورځم ،بيا دواړه لښکرې ونښتې،ولیدل شول،چې ُحر بن يزيد پر دښمن بريدونه کوي او وايي : ما زلت ارميهم بثغرة نحرة     ولبانه حتى تسربل بالدم

  (سره له دې ،چې اس مې ټپي او په وينو لړلى دى؛خو شړم يې،چې پر هر ځاى کې يې د وينو څاڅکي پراته وي) او اس يې په غوږونواومخ ټپي شوى و او وينه ترې بهېده .

په دې وخت کې حصين  بن تميم ( د ابن زياد د ساتندوى ځواک بولندوى) يزيد بن سفيان ته وويل :

(( دا ُحر بن يزيد دى،چې ليدو ته یې هيلمن وې ))

يزيد وويل : هو ! او د ُحر خوا ته ورغى او ويې ويل :((ُحره ! د جګړې سړى يې؟))

ُحر وويل :((هو! همدا مې غوښتل)) او ورغى .

راوي وايي : وامې ورېدل ،چې حصين بن تميم  ويل :((پر خداى قسم داسې يې ورمنډه کړه،چې ته وا ساه يې په لاس کې وه)) او ډېر وخت  تېر نه و،چې ُحر وواژه .

راوي وايي : تر غرمې سخته جګړه روانه وه او دښمن بې له يوې خوا،د حسين لښکر ته د ورنژدېدو وس نه درلود؛ ځکه خېمې يې يو له بل سره ښه نښلو لې وې.عمرسعد،چې دغسې حالت وليد ؛نو يو شمېر پوځيان يې ولېږل ،چې پر خېمو له ښي او کيڼ اړخ بريد وکړي،جلا يې کړي او د حسين (رض) لښکر را ايسار کړي . د امام لښکر و هم درېيو تنېزو او څلورو تنېزو په خيمو کې کمين نيولى و او يرغلګران (چې پر څېرولو او لوټ بوخټ وو) او تر بريد لاندې وو،چې له پښو يې راوغورځول .

د خيمو سوځول سمول

وايي : عمر سعد،چې دغسې وليدل، د خېمو سوځولو امر يې وکړ؛خو وردنننه مه شئ . بيا يې اور راووړ او د اور په لګولو لګيا شوو. حسين(رض) وويل: پرېږدئ،چې اور ورو اچوي،که داسې وکړي،دننه به درپسې درتلاى نشي او همدغسې وشو او بيا هم يوازې له يوې خوا د امام له لښکر سره ونښتل .

وايي : شمر بن ذى الجوشن بريد وکړ او رامخې ته شو ،چې د حسين خيمو ته ورورسېد، غږ يې کړ: ((اور راوړئ،چې دا خيمه يې له مېشتو سره وسېځم ))،چې ښځوچغې کړې او له خېمو راووتې او حسين (رض) غږ کړ: ((دذى الجوشن زويه ! ته مې له اهل بيتو سره خېمې ته اور اچوې ؟! خداى دې په اور وسوځوه)) حميد بن مسلم وايي : شمربن ذى الجوشن ته مې وويل:((سبحان الله! دا کار درسره نه ښايي. ايا غواړې چې ځان  ته د دوه (ناروا) خويونو مخه پرانځې : په  الهي عذاب يې عذاب کړې اوکوچنيان او ښځې ووژنې؟ پر خداى قسم د نارينه و همدا وژنه دې د خپل بولندوى خوشحالۍ ته بسيا ده ))

شمر وويل : ته څوک يې ؟

ومې ويل : درته نه وايم ،چې څوک يم ؛ځکه پر خداى قسم وډارشوم،که مې وپېژنې؛نو د واکمن په مخکې به زيان راورسوې .

وايي : په دې حال کې شبث بن ربعي ورغى اوويې ويل : ((په رښتيا،چې ستا تر خبرې مې بدتره خبره او ستا تر چلن مې بدتر چلن ونه ليد ! ښځې ډاروې ؟ !))

او ومې ليدل ،چې شمر خجالت شو او څټ ته شو، په دې حال کې زهيربن قين له لسوتنو ملګر وسره پرې يرغل وکړ او پر شمر اوملګرو يې چار ورسخت کړ او له خېمو يې لرې کړل اوابا عزه خبابي يې ،چې له ملګرو ځنې و، ويې واژه ، چې د دښمن لښکر ترې راتاو شو او يو يو د حسين ياران شهيدانېدل او داچې يو يا دوه تنه يې شهيدانېدل،اغېز يې د امام (رض) پرلښکر څرګندېده .حال داچې  دښمن ګڼ شمېر و، چې څومره وژل کېدل ، معلومېدل نه .

د ډارنمونځ سمول

وايي : ابو ثمامه صائدي ،چې دغسې وليدل،حسين(رض) ته يې وويل : (( اباعبدالله ! درځار شم وينم ،چې دوى درنژدې شوي وي . پر خداى تر هغې په ( انشاء الله ) و نه وژل شې،چې په مخکې دې ونه وژل شم ؛نو ځکه ښه مې راځي، په داسې حال کې ،چې د خپل پالونکي ليده کاتو ته ورځم، د نمانځه وخت رارسېدلى دى ))

او امام سر راپورته کړ او ويې ويل :(( نمونځ  دې ياد کړ،خداى دې په لمونځ کوونکيو او ذاکرانو کې وشمېره ! هو ، اوس يې لومړى وخت دى)) بيا يې وويل : (( ترې وغواړه لاس راځنې واخلي،چې لمونځ وکړو ))

حصين بن تميم يې په ځواب کې وويل : لمونځ مو نه قبلېږي !

حبيب بن مظاهر ورته وويل : ((نه قبلېږي ؟! اى خره ! ګڼلې دې ده ،چې د آل رسول الله (ص) نه قبلېږي او ستا لمونځ قبلېږي ؟!))

حصين بن تميم پرې بريد وکړ او حبيب بن مظاهر يې مخه ونيوه او د اس مخ يې ور په نښه کړ ،اس يې را پرېووت او دا ترې راولوېد اوملګرو يې وژغوره .

د حبيب بن مظاهر شهادت سمول

حبيب بن مظاهر د کوفې پر لښکر بريد وکړ او ويل يې :

اقسم لوکنالکم اعدادا

اوشطرکم وليتم اکتادا

يا شر قوم حسبا وآدا


سوګند که ستاسې هومره ياپه نيمايي مو وو،ټول تښتېدئ، اى په ټبر او کړو وړو کې خورا بدترينو خلکو !

اوهم يې ويل :

انا حبيب و ابى مظاهر

فارس هيجاء و حرب تسعر

انتم اعدا عدة و اکثر

و نحن او فى منکم و اصبر

و نحن اعلى حجة و اظهر

حقا و اتقى منکم او اعذر


زه حبيب يم او پلار مې مظاهر دى،د جګړې د ډګر او بلې جګړې جنګيالى تاسې تر موږ په شمېر او امکاناتو کې ډېر ياست اوموږ تر تاسې  ښه پتیالي او زغمناک يو.  دليل مو اوچت او څرګند دى او تر تاسې ښه باتقوا او معذور يو.

بيا جګړه ونښته او د بني تميم د ټبر يو تن پرې ګوزار وکړ او چې پاڅېده؛نو حصين بن تميم په توره په ککره وواهه او ولوېد او تميمي سړى پلى شو او سر يې ترې رابېل کړ او حصين بن تميم ورته وويل : په وژنه کې يې درسره شريک يم او بل وويل : پر خداى قسم بې له مابل وژلى نه دى .

حصين  وويل : ماته يې راکړئ ،چې د اس پرغاړه يې ځوړند کړم ،چې خلک وويني او پوه شي،چې په وژنه کې يې ګډونوال وم ،بيا يې واخله او عبيدالله بن زياد ته ورشه ،چې زه هغه انعام ته اړتيا نه لرم ،چې د هغه  وژنې ته يې اخلې .

راوي وايي : سړي ونه منله ؛خو قوم منځګړيتوب وکړ او د حبيب بن مظاهر سر يې حصين بن تميم ته وسپاره او د خپل اس پر غاړه يې ځوړند کړ او په لښکر کې راوچورلاوه او بېرته  يې وروسپاره.

او دا چې کوفې ته ورسېدل؛نو يو بل تن د حبيب سر راواخست او د خپل اس پر سينه يې راځوړند کړ او د ابن زياد ماڼۍ ته رهي شو،چې د حبيب بن مظاهر زوى (چې بلوغ ته ورنژدې و) وليد او ورسره ملګرى شو،ماڼۍ ته په ورننوتو او وتو کې ورسره يو ځاى و. سړى پرې شکي شو او و يې ويل : (( زويه ولې مې څارې ؟ ))

ويې ويل : (( څه خبره نشته ! ))

ويې ويل : (( ولې  نه، زويه راته ووايه ))

ويې ويل : (( دا درسره سر زما دپلار دى،نه يې راکوې ،چې يې ښخ کړم ؟ ))

ويې ويل : (( زويه د امیر خوښه نه ده ،چې ښخ شي او هليمن يم ،چې امير يې د وژنې په پار ښه انعام راکړي))

  زوى وويل :((خو خداى يې په پار بدترينه سزا درکوي! هن ،پر خداى قسم ،چې تر ځان غوره دې وژلى دى )) ويې ژړل او صبر يې وکړ،چې د بلوغ او ځوانۍ منګ ته ورسي او د خپل پلار د کسات وس ومومي او وژونکی ته يې سزا ورکړي،تردې،چې د ((مصعب بن زبير)) زمانه راورسېده او د ((مصيبت)) له لښکر سره ((اجميرا)) ته ولاړ او ناڅاپه يې دهغه په خيمه کې د خپل پلار وژونکى وليد،څاره يې او د غرمني خوب پر مهال يې هلاک کړ ... حسين(رض) د حبيب بن مظاهر په شهادت خورا خپه شو او ويې يل : (( د خداى په حضور کې ځان او خپل باو فايارن وينم )) .

راوي وايي : ُحر بن يزيد ډګر ته ورغى او ويې ويل :

آليت لا اقتل حتى اقتلا

ولن اصاب اليوم الا مقبلا

اضربهم بالسيف ضربا مقصلا

لانا کلا عنهم ولا مهلا


سوګند مې کړى،چې مې وژلي نه وي ،ونه وژل شم او مخامخ ګوذار وخورم، په توره يې وځپم ، په تيز او توند ګوذار ،نه ترې مخ واړوم اونه وتښتم . او ويې ويل :

اضرب فى اعراضهم بالسيف

عن خير من حل منى والخيف

مخونه يې په توره ووهم او له هغه غوره وګړي دفاع وکړم ،چې په  منى او ضيف کې يې احرام پرانستى دى .

او د زهير بن قين په ملتيا يې سخته جګړه پيل کړه او ،چې يو به راايسارېده،بل به يې مرستې ته وردانګل تر يو وخته يې همدغسې وکړل،چې حربن يزيد د دښمن پلي ځواکونو را ايسار کړ او ويې واژه اوهم ابوثمامه صائدى يې د خپل تره زوى (،چې  د دښمن په لښکرکې و ) وواژه . بيا يې د امام حسين په امامت د ماسپښين نمونځ (د ډارنموځ ) وکړه .

د سعيد حنفي شهادت سمول

جګړه تر لمانځه وروسته سخته شوه او امام (رض) ته ورنژدې شو او سعيد حنفي ځان د امام ډال کړ او له هرې لوري پرې د غشيو ګوذارونه کېدل ،چې شهيد شو .

خوارزمي وايي: رجز يې وايه :

اقدم حسين اليوم تلقى احمدا

و شيخک الخير علياذا الندى

و حسنا کالبدر وافى الاسعدا

و عمک القرم الهجان الاصيدا

و حمزة ليث الاله الاسدا

فى جنة الفردوس تعلو صعدا


حسين جانه مخ پر وړاندې ،چې نن به له احمد (ص) سره وينې او هم له خپل مشر علي غوره نېکچاري سره .

او له حسن؛لکه د څلوارلسم سپوږمۍ او له خپل تره طيار سره ،چې ټينګ او په شمار وتلى و او له حمزه اسد الله سره او په فردوس جنت کې به کښته پورته کېږې .[178]

د زهيربن قين شهادت سمول

بيا زهيربن قين  په جګړه لاس پورې کړ او ويل يې :

انا زهير و انا بن اليقين

آذودهم بالسيف عن حسين


زه زهير او د قين زوى يم ، په دې توره يې ځپم او له حسينه دفاع کوم . حسين (رض) يې پر اوږو واهه او ويل يې :

اقدم هديت هاديا مهديا

فاليوم تلقى جدک النبيا

و حسنا و المرتضى عليا

و ذالجنا حين الفتى الکميا

و اسدالله الشهيد الحيا


مخ پروړاندې،چې هدايت دې وموند، اى هادي اى مهدي !ۤ نن دې خپل نيکه ګورې او حسن او علي مرتضى او د دوه وزرونو خاوند ،هغه بې لاسه مېړنى شهيد (= جعفر طيار)او د خداى زمرى ( = حمزه) هغه ژوندى شهيد.

بيا کثير بن عبدالله شعبي او مهاجربن اوس ترې راتاو شول او شهيد يې کړ.

د نافع بن هلال جملي شهادت سمول

وايي : نافع بن هلال د غشي په لکۍ خپل نوم ليکلى و او پر له پورې يې ګوذارول او ويل يې : زه هلال جملي يم او دين مې د علي دين و . خوارزمي وايي : غشي يې ايشتل اوويل يې :

ارمى بها معلمة افواقها

و النفس لا ينفعها اشفاقها

مسمومة يجرى بها اخفاقها

لتملان ارضهار شاقها


په دې نښه شوي غشي،نښه نيسم،چې پرې ولګي،زړه سوى پرې چټي دى. زهرين غشي،چې لنيدۍ يې ورګوذاروي،چې سيمه يې  له جنازو ور ډکه کړي . او ويل يې :

اضربکم بمنصلى

تحت عجاج القسطل


په دې راپورته دوړو کې د تورو ګوذارونه درباندې کوم . [179]

غشي يې تر پاى ته رسېدو وورول،بيا يې توره له تيکي  راوايسته او بريد وکړ او ويې ويل :

انا الغلام اليمنى الجملى

دينى على دين حسين و على

ان اقتل اليوم فهذا املى

و ذاک رايى والاقلى عملى


زه يمني جملي ځوان يم ،چې  دين مې د حسين او علي دين دى . که نن ووژل شم ،دامې هيله او هم ګروهنه ده ،چې کړه وړه مې ووينم .

او ديارلس تنه يې هلاک کړل ...[180]

بيا يې پرې بريد وکړ او و يې واژه، ناڅاپه ((عمروبن حجاج )) پر لښکر ورچغه کړه: ((احمقاتو! پوهېږئ ،چې له چا سره جنګېږئ؟ د ښار ميړني!مرګ غواړي! يو هم ځان ته ورسره جګړه مه کوئ! چې دوى ډېر لږ دي او ډېر لږ پاتېږي !پر خداى قسم که يوازې يې په ډبرو وولئ ټول وژنئ ))

او عمرسعد وويل : ((رښتيا دې وويل خبره دې سمه ده))او امر يې  وکړ،چې پوځيان دې يې تن په تن جګړې ته نه ورځي. وايي : عمرو بن حجاج د حسين پوځيانوته ورنژدې شو او ويې ويل:(( کوفيانو! پر خپل اطاعت او زړورتیا ټينګ وسئ او په وژنه کې  یې شکمنېږئ مه،چې له دينه وتلى او د مسلمانانو له امام سره يې مخالف کړى ! ))

حسين ورته وويل :((عمروبن حجاجه! خلک مې وژنې ته راپاروې ؟! ايا زه له دينه وتلى يم او تاسې پرې ټينګ پاتې ياست ؟! باخبر! پر خداى قسم  که په دې کړو وړ  دې ساه ووځي او ومرئ ،په يقين به پوه شئ ،چې په موږ کې کوم يو له دينه وتلى اوڅوک د جهنم وړ دى ! ))

طبري وايي: نافع بن هلال، د عمر سعد د لښکر دولس تنه ووژل او يو شمېريې ټپيان کړل،وجنګېد څومټې يې ماتې او ونيول شو. وايي: شمر بن ذى الجوشن او ملګرو يې ونيو او ابن سعد ته يې راوست. عمر سعد ورته وويل:((نافع افسوس درباندې ! ولې دې پر ځان دغسې وکړل ؟))

نافع وويل:(( پالونکى مې پوهېږي ،چې څه مې غوښتل )) پرمخ يې وينه بهېده او ويل يې :(( پرخداى قسم له تاسې مې دولس تنه وژلي او يو شمېرمې ټپيان کړي او ځان په دې هڅه  نه ټپسورم  او که مټې مې روغې پاتې واى ؛نو نيواى مونه شوم !))

شمر،عمر سعد ته وويل : ((خداى دې سلامت لره، ويې وژنه !))

عمرسعد وويل:(( تا راوستى،که يې وژنې ! )) .

راوي وايي : شمر خپله توره را وايسته . نافع ورته وويل :((پر خداى قسم که له مسلمانانو ځنې واى ؛نو درته خورا درنه وه، چې زما په وينو لړلى له خداى سره ملاقات وکړې؛نو هغه پالونکى د ستاېنى  وړ دى ،چې زما مرګ يې د خپل پيدا کړي شر له لاسه کړ )).

او شمر وواژه او ورپسې يې د حسين پر لښکر بريد وکړ او ويې ويل: د خداى دښمنانو، لار پرانځئ،د شمر لار پرانځئ ،چې په خپله توره مو ځپي او نه تښتي .هماغه ،چې پر تاسې راکېوتى کړاو او تاسې ته مهلک  زهر او ټينګ (دښمن) مو دى!

وايي : د حسين يارانو وليدل،چې د دښمن پوځيان زيات شول او د امام د ساتنې وس نه لري؛نو د امام په مخکې يې وژنې ته يوله بل سره سيالي کوله .

دوه سرښندونکي غفاريان سمول

په دې حال کې،امام حسين ته د "عزره غفاري" دوه زامن ؛عبدالله او عبدالرحمان  ورغلل او ويې ويل : (( ابا عبدالله ! پر تا دې سلام وي. دښمن موږ او تاسې را ايسار کړي يو،زموږ د دواړوخوښه ده ،چې دفاع درنه وکړواو ستاپه مخ کې شهيدان شو ))

امام وويل : (( پرتاسې درود، نژدې راشئ )) وروړاندې شوو او د امام ترڅنګ پر جګړې ونښتل او يو يې ويل :

د غفار،خندف او بني نزار کورنۍ ښه پوهېږي، چې  بد چارې ډله په لغړو تورو ځپوو.

قومه ! د شريفو ازادو له پیاوړو منګولو لرې شئ !

دوه جابري او حنظله سمول

راوي وايي : بيا "سيف بن حارث" او"مالک بن عبدسريع"، په ژړا حسين ته ورنژدې شوو،امام (رض) وويل : ((ورېرونو ولې ژاړئ؟ پر خداى قسم ،چې ډېر ژ به مې د سترګو تور شئ))

ويې ويل : (( خداى دې مو در ځار کړي، پر خداى قسم ځانونو ته نه ژاړو؛بلکې پر تا ژاړو ،چې محاصره شوى يې او دښمن درنه پر څټ کولاى نشو))

امام وويل : ((ورېرونو! خداى دې د پرهېزګارانو خورا غوره بدله درکړي،چې دا ډول ياران او سرښندونکي مې ياست))

وايي : په دې حال کې (( حنظة بن اسعد شامي )) راغى او د حسين مخې ته ودرېد او غږ يې کړ : (( قومه ! پر تاسې د احزابود ورځې په څېر له یوه عذابه ډارېږم، داسې یو عذاب ،چې د نوح قوم ، عاد ، ثمود او تر دوى وروسته کسانو ته ورورسېد ، (که نه) خداى پر خپلو بندګانو  ظلم نه غواړي . قومه ! زه پر تاسې له هغې ورځې ډارېږم ،چې خلک يو بل مرستې ته رابولي ، هغه ورځ ، چې مخ پر څټ به تښتئ او هېڅوک به نه وي،چې تاسې (د خداى له عذابه ) وژغوري او چې څوک خداى بې لارې کړي ؛نو هېڅ لارښود ورته نه وي [181]))

قومه! حسين مه وژنئ،چې خداى مو سخت په عذابوي او هر چا چې دروغ وويل،په يقين ،چې نهيلي شو)) حسين (رض) ورته وويل : ((د اسعد زويه ! د خداى رحمت درباندې،دوى هغه وخت د عذاب وړ شوو،چې ستا حق بلنه يې ونه منله او هوډمن شوو،چې تا او ياران دې ووژني، دا خو لا څه ،چې ستا صالح ورونه يې ووژل)) حنظله وويل:(( ځار دې شم،رښتيا دې وويل.ته تر ما پردې مانا ښه پوه يې . ايا آخرت ته ورنشو او له خپلو وروڼوسره يوځاى نشوو؟))

امام وويل :(( ځه د هغه پر لور ولاړ شه ،چې تر دنيا او چې څه پکې دي،غوره دي .د نه فنا کېدونکي ملک پر لور))

  او حنظله وويل:(( ابا عبدالله ،د خداى په امان ! پر تا او اهل بيتو  دې د خداى درود وي . هماغه موږ او تاسې  په جنت کې يو ځاى کړو ))

امام وويل : ((آمين ، آمين )).حنظله جګړې ته وروړاندې شو،وجنګېد څو شهيد شو.بيا دوه جابري ځوانانو،ځانونه حسين (رض) ته ورورسول او ويې ويل : (( يا ابن رسول د خداى په امان ! ))

امام وويل : (( خداى موپه امان  او د هغه رحمتونه دې درباندې وي)) او تر شهادته يې جګړه وکړه .

د عابس او شوذب شهادت سمول

وايي : عابس بن ابى شبيب شاکري د خپل پلار(شاکر) له ازاد شوي ؛شوذب سره رامخې ته شو او ورته يې وويل : (شوذبه! په څه خيال کې يې ؟ ))

شوذب وويل : ((څه به مې په خيال کې وي؟ له تاسره يو ځاى د پېغمبر د لور د زوى په مخ کې جنګېږم، چې ووژل شم!))

عابس وويل : (( همدا انتظار درنه لرم . نو د ابي عبدالله پر وړاندې ودرېږه ، چې تا يې د نورو يارانو او بلکې د ځان په څېر ووينم؛ځکه په دې حال کې که څوک مې تر تا ځان ته ډېر نژدې ليدلاى ؛نو  ښه يې راتلل ،چې تر ما مخکې شي او د خداى په لار کې يې ځار کړم او د آخرت زېرمه مې وي . نن موږ ته يو فرصت  رامخې ته شوى ، چې تر وسې وسې بدله ترلاسه کړو؛ځکه تردې وروسته  د عمل لار بندېږي او د حساب ورځ رارسي .

وايي : رامخې ته شو او پر حسين ( ع) يې سلام وکړ ، ولاړ، وجنګېد اوشهيد شو .

بيا عابس بن ابى شبيب وويل: (( اباعبدالله !هن په دې نړۍ کې تر تا بل څوک راته ګران نشته او که تر ځان او وينې بل څه لوړ واى ؛نو هرومرو مې پرې دفاع درنه کوله! د خداى په امان يا اباعبدالله ! خداى شاهد نيسم ،چې زه ستا او ستا دپلار پر هدايت يم )) بيا په لغړه توره د دښمن مخې  ته شو.

او له ربيع بن تميم همداني (چې پر هغه ورځ و، روايت دى ،چې وايي : چې را روان و ؛نو ومې پېژانده؛ځکه په جګړو کې مې باتور ليدلى و، ومې وويل : (( خلکو! دا د زمريانو زمرى دى، دا د ابى شبيب زوى دى.يو هم جګړې ته مه ورځئ!)) او غږ يې کړ: ((څوک تن په تن جګړې ته نه راځي؟ ))

عمر سعد وويل : ((په تېږو يې وولئ !))

وايي : ناڅاپه له هرې لوري پرې تېږې ورېدې  او چې دا حالت يې وليد ، زرې يې له تنه راوايسته، خولۍ يې له سره لرې کړه اوپر دښمن يې يرغل وکړ اوپر خداى قسم،چې ومې ليدل،چې له دووسوو ډېر د عمر سعد پوځيان ترې وتښتېدل . بيا له هرې لوري پرې راتاو شوو،چې شهيد شو.

وروسته يو شمېر کسانو يې سر راواخست او هر يو ويل : ما وژلى دى او عمرسعد وويل : ((شخړه مه کوئ دا په يوې نېزې وژل شوى نه دى!)) او سره يې بېل کړل .

د ضحاک مشرقي تېښته سمول

وايي : عبدالله مشرقي وويل : ،چې مې وليدل د حسين ياران ووژل شوو او د حسين او اهل بيتو وار يې راورسېد او يوازې  ((سويد بن عمرو)) او ((بشيربن عمرو)) ورپاتې دي ،ورته مې وويل : (( يا بن رسول الله ! زما او ستا تر منځ شوې خبره دې ياده ده ،چې درته مې وويل : (( تر هغې درنه دفاع کوم ،چې کوم جنګيالى درسره وي اوچې مې ونه ليد ، په تښتېدو او له جګړې په لاس اخستو کې ازاد وسم او تا راته وويل : (( هو)) و دې منله .

امام وويل : (( رښتيا وايې؛خو څنګه ځان ژغورې ؟ که کړاى شې ، ځه ،چې ازاد يې ! ))

وايي : اس ته مې ورغلم ، هغه اس (چې ليدل مې د يارانو اسونه مې پرله پورې ټپي کېږي) ، چې په يوه خېمه کې مې درولى و او پخپله پلى جنګېدم ، دوه تنه مې ووژل او يومې بې لاسه کړ او پر هغه ورځ حسين تحسين کړم :  خداى دې د پېغمبر د اهل بيتوله لوري بدله درکړي .

لنډه داچې : اجازه مې واخسته  او اس مې له خېمې رابهر کړ، پر شا يې پرېوتم، په ځغاسته د دښمن له منځه راووتم او فرات ته ورنژدې تر ((شفيه)) کلي پينځلس  تنه راپسې وو، ورغلم،چې ((کثيربن عبدالله)) ، ((ايوب بن مشرح)) او (( قيس بن عبدالله)) وپېژندلم، ويې ويل : (( د اضحاک مشرقي دى ، دامو د تره زوى دى ، د خداى لپاره يې خوشې کړئ ، په دې حال کې د بني تميم د ټېر درېيو تنو ورسره ملګر ويې هم وويل :  ((هو،پر خداى قسم موږ  خپل وروڼه او ملګري منو او د دوستۍ لپاره يې خپلوان ازاد پرېږدو )) او داچې تميميانو مې له خپلوانوسره ملګرتوب وکړ ؛نورو هم لاس رانه واخست او خداى وژغورلم .

ليکوال (علامه سيد مرتضى عسکري) وايي : تردې ځايه مو د حسين د يارانو د شهادت په هکله د طبري تاريخ روايات راوړل ؛خو د هغه سياق او اوډون مې مرعات کړى نه دى ؛ځکه څرګنده ده ،چې هغه د پېښې يادونې ته لکه څنګه ،چې پېښې شوي اهميت نه دی ورکړى؛که څه زموږ اوډون هم بې د طبري په رواياتو کې د يوې علمي ویینې پايله نه ده ؛بلکې يوازې هغو قراينو ته مو پام وراړولى،چې دهغه په رواياتو کې وو او چې نور روايات مو پرې ورزيات کړي، سرچينې يې  مو ښوولې دي او  داچې طبري په خپل تاريخ کې د حسين د يارانو ټولې پېښې او روايات راوړي نه دي؛ نو ځکه په نورو سرچينو کې ددې رواياتو يوه برخه چې د حسين د شهادت سبب څرګندوي او پر مساله مو ښه پوهوي؛نو دادى لږ يې راوړو :


نورشهيدان سمول

١-عمرو بن خالد  سمول

خوارزمي وايي :  عمر و بن خالد ازدي جګړې ته ورغى اوويې ويل :

اليوم يا نفس الى الرحمان

تمضين بالروح و بالريحان

اليوم تجزين على الاحسان

قد کان منک غابر الازمان

ما خط باللوح لدى الديان

فاليوم زال ذاک بالغفران

لا تجزعى فکل حى فان

و الصبرا حظى لک بالامان


اى نفسه ! نن د لوراند خداى پر لور ځې او د روح او ريحان پر لور الوځې . نن ددې احسان په پار بدله اخلې او څه،چې په تېر پېر کې درنه شوي وو،هماغه ،چې د ديان خداى پر وړاندې پر تخته کښل شوي وو، نن ټول د خداى په بښنه له منځه ولاړل(؛نو) بې قراري او تلولي مه کوه ، چې هر ژوندی مري او زغم درته غوره او ارام دى.

٢- سعد بن حنظله سمول

وايي : ترده وروسته سعد بن حنظله تميمي ډګرته ورووت اوويې ويل :

صبرا على الاسياف و الاسنة

صبرا عليها لدخول الجنة

و حور عين ناعمات هنة

لمن يريدالفوز لابالظنة

يا نفس للراحة فاطرحنه

و فى ‌طلاب الخير فارغبنه


پردې تورو او نېزو زغم وکړه،چې صبر پرې جنت ته د ورننووتو لار ده ؛ او (هم) ښېرازو مبارکو حورالعين ته د ورسېدو لار،هغه ته چې يقيني نېکمرغي غواړي نه خيالي .اى نفسه ! دې هوساېنې ته ، دنيا لرې وارتوه او ددې خير په لټه کې مخ ترې واړه . بيا يې پر دښمن ورودانګل او جګړه ونښته او شهيدشو [182].


٣-عبدالرحمان بن عبدالله يزني  سمول

وايي : بيا عبدالرحمان بن عبدالله يزني ډګرته ولاړ او و يې ويل :

انا ابن عبدالله من آل يزن

دينى على دين حسين و حسن

اضربکم ضرب فتى من اليمن

ارجو بذاک الفوز عند المؤتمن


زه د عبدالله يزني زوى او د حسين او حسن پر دين يم . تاسې د يمني ځوانمرد په ګوذار په نښه کوم .اوپه دې چار له مؤتمن  خدايه بريا غواړم .

بيا يې بريد وکړ ،جګړه يې وکړه او شيهد شو.

٤- قرة بن ابي قرة سمول

بيا نو قرة بن ابي قرة  غفاري ډګرته ورغى او و يې ويل :

قد علمت حقا بنوغفار

و خندف بعد بنى نزار

باننى الليث الهزبر الضارى

لاضربن معشر الفجار

بحد عضب ذکر بتار

يشع لى فى ظلمة الغبار

دون الهداة السادة الابرار

رهط النبى احمد المختار


غفاريان ، خندقيان او نزاريان ښه پوهېږي ،چې زه داړن اوماتوونکى زمرى يم، چې د ډګر د دوړو تياره مې رڼا ده . د خداى  د غوره پېغمبر احمد، د کورنۍ د لارښودونکيو،ښاغليو او نېکچارو په مخ کې .

بيايې بريد وکړ، وجنګېد او  شيهد شو.

٥-عمرو بن مطاع سمول

ورپسې عمروبن مطاع جعفي ډګرته ورغى او و يې ويل :

انا ابن جعفى و ابى مطاع

و فى يمينى مرهف قطاع

و اسمرسنانه لماع

يرى له من ضوئه شعاع

قد طاب لى فى يومى القراع

دون حسين و له الدفاع


  زه د جعفي زوکړه او پلار مې مطاع دى او په ښي لاس کې مې ښه  تېزه توره ده،چې له تېزۍ پړق وهي اوځلېږي .

نننۍ برخه مې خورا خوندوره ده،چې د حسين پر وړاندې وسم او دفاع ترې وکړم .

بيا يې جګړه پيل کړه ، وجنګېداو شهيد شو . [183]

٦- جون د ابوذرغفاري (رض) مريى سمول

په مثيرالاحزان او لهوف کې وايي : بيا ( جون ) ،چې د ابوذر(رض) تور پوټکى مريى و،د جګړې اجازه يې وغوښته  امام ورته وويل : ته ازاد يې ځکه په موږ پسې ژوند اوسوکالۍ ته راغلى يې ؛نو زموږ پر لار مه اخته کېږه !

جون وويل : يابن رسول الله ! خو په نعمت او پراخۍ کې دومره وم او په سختۍ او تنګۍ کې مو پرېږدم ؟( نه) پر خداى قسم بوين يم . ټبر مې ټيټ او رنګ مې تور دى ،دادى جنتي  مې کړه ،چې بوى مې ښه ، ټبر مې شريف او مخ مې سپين  شي. نه ،پر خداى قسم  درنه جلاکېږم نه ،چې دا توره وينه مو له وينې سره ګډه نه کړم ! بيا يې ترشهادته جګړه وکړه . [184]

د خوارزمي په مقتل کې وايي : جون پر دښمن  ور بريد کړ او ويې ويل :

کيف يرى الفجار ضرب الاسود

بالمشرقى القاطع المهند

احمى الخيار من بنى محمد

اذب  عنهم باللسان واليد

ارجو بذاک الفوز عند المورد

من الا له الواحد الموحد


فاجران ، ددې تورګو ذار څرنګه ويني ؟،چې  په ښه تېزه توره يې ځپي .زه د آل محمد له غورو ځنې ملاتړ کوم ،او په خوله اوزور دښمن ترې شړم اوپه دې چار په قيامت کې د "ايکي يو خداى" د ځانګړې بريا په هيله يم  .[185] بيا يې پينځه ويشت تنه هلاک کړل او پخپله هم شهيد شو.حسين يې سر ته ودرېد او ويې ويل : ((پالونکيه ! مخ يې سپين ،بوى يې ښه او له محمد(ص) سره یې راپاڅوې او دده او آل محمد ترمنځ اشنايي کړې)) [186]

٧- انيس بن معقل  سمول

د خوارزمي په مقتل کې وايي :  بيا انيس بن معقل  ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انا انيس و انا ابن معقل

و فى يمينى نصل سيف فيصل

اعلو به الهامات بين القسطل

حتى ازيل خطبة فينجلى

عن الحسين الفاضل المفضل

ابن رسول الله خير مرسل


زه انيس يم ،د معقل زوى،په ښي لاس مې تېره توره ده ،چې په سختيو کې د سرغړاندو ککرې پرې وهم ، چې د غوره رسول  د زوى،غوره حسينه نادودې لرې شي .

٨- حجاج بن مسروق سمول

وايي : حجاج بن مسروق د حسين (رض) مؤذن و، ډګر ته ورغى او ويې ويل :

اقدم حسين هاديا مهديا

اليوم تلقى جدک النبيا

ثم اباک  ذالعلا عليا

والحسن الخير الرضا الوليا

و ذالجنا حين الفتى الکميا

و اسدالله الشهيد الحيا


  مخ پر وړاندې اى حسينه ! اى لارښوده ! اى  مهدي! چې نن دې خپل نيکه د خداى نبي وينې او خپل لوړ مقامى پلار علي دې او غوره نېکچارى ولي حسن او د دوو وزرونو خاوند، هغه مېړنۍ پتمن جعفر طيار او هغه ژوندى شهيد ،د خداى زمرى (حمزه ) .

بيا يې بريد وکړ ، وجنګېد او شهيد شو .

٩- جنادة بن حرث  سمول

وايي : بيا جنادة بن حرث انصاري ډګر ته ورغى او ويې ويل :

انا جنادة انا ابن الحارث

لست بخوار و لابناکث

عن بيعتى حتى يقوم وارثى

من فوق شلوفى الصعيد ماکث


زه جناده يم، د حارث زوى، نه ډارن يم ،نه وعده ماتى .پر خپل بيعت ټينګ يم ، تردې ،چې وارث مې بې ساه تنه پر ځمکه لوېدلې ومومي .

بيا يې بريد وکړ،جګړه  یې وکړه،چې شهيد شو.

١٠-عمروبن جناده  سمول

بياعمروبن جناده ډګر ته ورغى او و يې ويل :

اضق الخناق من ابن هندو ارمه

فى عقره بفوارس الانصار

و مهاجرين مخضبين رماحهم

تحت العجاجة من دم الکفار

خضبت على عهد النبى محمد

فاليوم تخضب من دم الفجار

واليوم تخضب من دماء معاشر

رفضوا القرآن لنصرة الاشرار

طلبوا بثارهم ببدروانثنوا

بالمرهفات و بالقناالخطار

و الله ربى لا ازال مضارباً

للفاسقين بمرهف بتار

هذا على اليوم حق واجب

فى کل يوم تانق و حوار


د انصارو په زړورو د هندې د بچي او کورنۍ مرۍ راتاوې کړه او د مهاجرينو په نېزو ،چې په هغه هياهوکې د کفارو په وينو ککړې شوې (پر هغه ورځ ) د محمد رسول الله په پېر کې (د هغوکفارو په وينو) ککړې شوې او نن د دې فاجرانو په وينو ککړېږي .نن د هغې ډلې له وينو ککړېږي،چې قرآن  يې د اشرارو د ملاتړ په پار، څنډې ته کړى،هغه اشرار، چې نن د ((بدر جګړې)) د ننګينو وينو او ماتې کسات اخلي : د هغو د وينوکسات،چې د مجاهدينو په ځپنده نېزو اوتېرو تورو راولوېدل!پر پالونکي مې قسم ، چې پردې فاسقانو د تېرو تورو ګوذارونه کوم .نن دا چار تر هغې راباندې  واجب حق دى ، چې ساه اوخوله مې وي .

بيا يې پر دښمن بريد وکړ،وجنګېد ،چې شهيد شو.

١١- پلارمړی تنکى ځوان سمول

بيا هغه تنکى ځوان ،چې پلار يې شهيد شوى و او د خپلې مور ترڅنګ و، ډګر ته ورغى. مور يې ورته وويل : (( زويه ! ډګرته ورشه او د رسول الله (ص)له زوى تر شهادته دفاع وکړه.))

زوى وويل : همدغسې کوم او ډګر ته ورغى .

حسين وويل : (( دا تنکى  ځوان دى،پلار يې وژل شوى ، ښايي د مور يې خوښه نه وي ))

تنکي ځوان وويل : (( يا ابن رسول الله ! مور مې را ته ويلي)) ډګر ته ورغى او ويې ويل :

اميرى حسين و نعم الامير

سرور فواد البشير النذير

على و فاطمة والداه

فهل تعلمون له من نظير


بولندوى مې حسين دى او څه ښه امير،هغه بشيراو نذير پېغمبر د زړه خوشحالي .علي او فاطمه يې موروپلار دي . ايا سارى يې پېژنئ ؟

بيايې جګړه وکړه او شهيد شو.سر يې ترې جلا کړاو د حسين لښکر ته يې وروغورځاوه.مور يې سر راواخست او ورته يې وويل : ((آفرين زويه ! لېمه مې ! د زړه خوشحالي مې ! )) بيا يې سرګوذار کړ او يو دښمن يې پرې وواژه او د خېمې لرګى يې راواخست او بريد يې پرې وکړ اويې ويل :

انا عجوز فى النساء ضعيفة

بالية خالية نحيفه

اضربکم بضربة عنيفة

دون بنى فاطمة الشريفه


زه کمزورى بوډۍ،له ډنګرو کار لوېدليو بوډيو،چې په سختو ګوذارونومو ځپم او د شريفې فاطمې له اولادونو دفاع کوم . بيا يې د دښمن دوه تنه ووژل او حسين (رض) يې د راستنېدو  امر وکړ او دعايې ورته وکړه . [187]

خوارزمي وايي : د حسين ياران په يو بل پسې ډګر ته د تلو لپاره امام ته ورتلل او ويل يې : (( السلام عليک (= خداى په امان ) يا ابن رسول الله ! )) او د امام ځواب و (( عليک السلام ( = خداى په امان ) موږ درپسې يو او د آيت  يې لوست :

[مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا[188] - په مؤمنانوكې داسې سړي شته، چې له خداى سره پركړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي،ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او په لار كې يې شهيدان شوي دي) او ځينې (لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله.]

  او په دې توګه جګړه وغځېده ،چې ټول شهيدان شوو . [189]


د رسول الله (ص) د اهلبيتو شهادت

خوارزمي وايي : چې د حسين ياران ټول شهيدان شول او يوازې اهل بيت یې پاتې شول؛نو راټول شول او يو له بل سره يې خداى پاماني وکړه او جګړې ته چمتو شو . [190]

علي اکبر؛د آل البيت لومړى شهيد سمول

طبري وايي : پر هغه ورځ د آل ابى طالب ړومبى شهيد د حسين زوى ؛((علي اکبر)) و ،چې مور يې ((ليلي )) د ((ابوسفيان )) د لور ((ميمونې)) لمسى  و (؛ يعنې علي اکبر د ابو سفيان د کړوسۍ زوى و [191]) ؛نو ځکه يې ((امان ليک )) ورته راوړى و او د ((مصعب زبيرى)) د وينا له مخې یې ورته وويل: (( ته د اميرالمؤمنين- يزيد بن معاويه – خپلوان يې او غواړو،چې خپلوي دې وپالو ؛نو که غواړې امان مو درکړى دى !))

علي اکبر وويل :(( د رسول الله (ص) د خپلوۍ پالل خورا وړ دى [192]))

خوارزمي وايي :  چې حسين وليد؛ نو ږيره يې اسمان ته ونيوه او ويې ويل : (( پالونکيه !پردې خلکو شاهد وسه . دا دى يو ځوان ورغى ،چې په بڼه،خوى او خبرو کې ستا پېغمبر محمد (ص) ته ډېر ورته دى او چې د پېغمبر مخ به مو راياد شو؛نو دده مخ ته به موکتل .خدايه ! د ځمکې برکتونه ترې واخلې ،خپاره واره يې کړې او ډله ډله يې کړې او واکمن ترې بیخي خوښ نه کړې؛ځکه ويې بللو،چې ملاتړ مو شي ؛خو زموږ لار يې ونيوه او جګړې ته مو راپاڅېدل!)) بيا يې ((عمرسعد)) ته ور غږ کړ : (( څه درباندې شوي؟! خداى دې ستا د خپلوۍ اړيکې وشلوي او له چاره دې برکت واخلي او داسې يو تن دې درباندې لاسبرى کړي ،چې سر دې په بستره کې درجلا کړي؛لکه چې زما پيوند او تړاو دې څېرې کړ او له رسول الله (ص) سره دې زما د خپلوى تړاو مراعات نه کړ!)) بيا يې په لوړ غږدا آيتونه ولوستل: [إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ. ذُرِّيَّةً بَعْضُهَا مِن بَعْضٍ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ [193] - خداى، آدم او نوح او آل براهيم،اوآل عمران  پر نړ يوالوغوره كړي وو. دوى يوه لړۍ وه،چې (د تقوا،سپېڅلتيا او فضيلت له اړخ) ځينې يې د ځينو نورو له ځوځاته منځ ته راغلي وو،او الله اورېدونكى (او) ډير پوه دى. (او د خپل رسالت په بهېر كې دهغو پر هڅو پوه دى) ]

وايي : علي اکبر پردښمن بريد وکړاو و يې ويل:

انا على بن الحسين بن على

نحن و بيت الله اولى بالنبى

والله لا يحکم فينا ابن الداعى

اطعنکم بالرمح حتى ينثنى

اضربکم بالسيف حتى يلتوى

ضرب غلام هاشمى علوى


زه علي د حسين بن علي زوى يم ،پر بيت الله قسم، چې پېغمبر ته ډېر ورنژدې (خپلوان) يو.پر خداى قسم،چې حرمونى واکمني راباندې نه کوي؟ ددې نېزې ترکږېدو موځپم او ددې تورې تر پڅېدو مو وهم ،چې دا د هاشمي علوي ځوان ګوذار دى .

ترې دې يې جګړه وکړه،چې کوفيان يې ستړي کړل،بيا دسخت ټپ پر حال خپل پلار ته ورستون شو او ويې ويل : ((پلارجانه !تندې وارخطا کړى يم او جګړې وزلې مې راباندې درنې دي،څه غړپ اوبه شته،چې دمه مې سازه شي او بيا پر دښمنانو ورودانګم؟))

حسين وژړل او ويې ويل : (( زويه ! پر محمد ، پر علي او پر پلار دې خورا ستونزمنه ده،چې ويې بولې؛خو ځواب درنه کړي او مرسته ترې وغواړې څو لاسنيوى دې ونه کړي!))

بيا يې خپله ګوته ورکړه او ويې ويل : (( دا ګوته په خوله کې کېده او جګړې ته ورشه،هيلمن يم خپل نيکه رسول الله ( ص) به دې له خپل ډک جامه مړوخ کړى ؛داسې څښاک ،چې وروسته  به ترې کله هم تږى نشې )) او علي اکبر ډګر ته ورستون شواو ويې ويل :

الحرب قد بانت لها حقايق

و ظهرت من بعدها مصادق

والله رب العرش الانفارق

جموعکم او تغمد البوارق


دې جګړې خپل حقايق څرګند کړل او تردې وروسته، دلايل يې ښکاره شول . پرخداى ، د عرش پر پالونکي قسم، چې درنه جلا نشم ،چې (ووژل شم ) يادا توري په تېکوکې شي . [194]

طبري وايي : علي اکبر خپلې جګړې ته دوام ورکړ؛خو ((مرة بن منقذ عبدي)) ،چې وليد، ويې ويل : (( د ټولو عربو ګناه دې راپرغاړه وي ،که له څنګه مې تېر شو او دغسې يې دوام ورکړ؛نو پلار به يې پر وير ورته کېنوم )) او لږ وروسته يې کمين ورته ونيو او ګوذار يې پرې وکړ او چې پر ځمکه ولويد، د دښمن لښکر ترې راتاو شو او د تورو ګوذاونه يې پرې پيل کړل .

خوارزمي وايي: مرة بن منقذعبدي پر ککرۍ وواهه،چې پر ځمکه لوېده نور په تورو ورباندې لګيا شول،ځان يې د اس پر غاړه راځوړند کړ او اس يې د دښمن منځ ته پر ځغاسته کړ، دښمن په خپلو تورو ټوټه ټوټه کړ او د عمر په وروستيو شېبوکې يې په لوړغږ وويل : (( پلار جانه دامې نيکه رسول الله (ص) دى ،چې په ډک جام يې مړوخ کړم، داسې څښاک ،چې بیخي به تږى نشم . هماغه درته وايي : بيړه وکړه ،چې تاته هم جام زېرمه شوى دى ...[195]))

طبري د حميد بن مسلم له خولې وايي : لا تر اوسه د حسين د هغې ورځې غږ په خپلو غوږونو ننګېرم - احساسوم ،چې يې ويل : (( زويه! خداى دې ستا وژوونکي ووژني ،چې دغسې ګستاخ او بې پروا له لوراند خداى سره جګړه کوي او د رسول الله حرمت ماتوي! (زويه ) تر تا وروسته دې پر دنيا خاورې وي !)) او هم وايي : (( ته وا وينم ،چې يوه ښځه  د ځلانده لمر په څېر په بيړه راوتلې او چغې وهي : (( وروره ! وراره !)) ومې پوښتل : څوک ده ؟ ويې ويل : دا زينب د رسول الله د لور د فاطمې لور ده. راغله ،چې پر شهید شوي وراره ځان وروغورځوي؛خو حسين راغى ، له لاسه يې ونيوه او خيمو ته يې ور دننه کړه او پخپله په خپل زوى پسې ورغى او هاشمي ځوانان ترې راتاو وو او ويې ويل : (( ورور مو خيمو ته بوځئ)) او جنازه يې له وژن ځایه کېږديو ته بوتله .

عبدالله  بن مسلم بن عقيل سمول

تردې وروسته "عبدالله  بن مسلم بن عقيل" (مور يې "رقيه" د حضرت علي لور وه [196]) ډګر ته ورغى او ويې ويل:

اليوم القى مسلما و هوابى

و فتية بادوا على دين النبى


نن مې له پلار مسلم سره وينم  او هغه ځوانمردان ،چې د پېغمبر پر دين له نړۍ تللي دي . [197]

طبري وايي : عمرو بن صبيح  يو غشې پرې ورخوشې کړ او عبدالله لاس پر تندې کېښود ، غشي يې لاس له تندي سره ورونښلاوه .[198] او بل غشى په زړه وايشت .

جعفر بن عقيل بن ابى طالب سمول

خوارزمي او ابن شهر آشوب وايي: جعفر بن عقيل بن ابى طالب په دې رجز ډګر ته ورغى :

انا الغلام الابطحى الطالبى

من معشر فى هاشم من غالب

و نحن حقا سادة الذوائب

هذا حسين اطيب الاطايب


د هاشم له کورنۍ د غالب له ځوځاته زه هماغه ابطحي طالبي ځوان يم، موږ په حق د مشرانو مشر يو،او دا حسين خورا سپېڅلى دى . [199]

او تر شهادته يې جګړه وکړه او قاتل يې ((بشربن سوط همداني )) و. طبري وايي: قاتل يې ((عبدالله بن غوره خثعمي )) و .

عبدالرحمان بن عقيل بن ابىطالب سمول

ورپسې عبدالرحمان بن عقيل ډګر ته ورغى  او دا رجز يې وايه :

ابن عقيل فاعرفوا مکانى

من هاشم و هاشم اخوانى

کهول صدق سادة الاقران

هذا حسين شامخ البنيان

و سيد الشباب فى الجنان


پلار مې عقيل دى ؛نو مقام مې وپېژنئ،چې هاشمي يم او وروڼه مې هم هاشميان دي .دا حسين د رښتونو مشر،د ښاغليو ښاغلى،خورا لوړمقامى او د جنتي ځوانانو ښاغلى دی .

تر شهادته يې جګړه وکړه او وژوونکى يې ((عثمان بن خالد جهني )) و . طبري وايي : عثمان بن خالد او بشر بن سوط پرې بريد وکړ اوشهيد يې کر .

محمد بن عبدالله بن جعفر سمول

خوارزمي او ابن شهر آشوب وايي: بيا محمد بن عبدالله بن جعفر ډګر ته ورغى او و يې ويل :

اشکوالى الله من العدوان

فعال قوم فى الردى عميان

قد بدلوا معالم القرآن

و محکم التنزيل والتبيان

واظهرو الکفر مع اطغيان


ددې ټولو دښمنيو له لاسه خداى ته شکايت کوم؛د هغه قوم له کړو وړو،چې ړوند او په هلاکت کې دى : د قرآن نښې ، د تنزيل محکم آیتونه او څرګندتوب يې واړو او خپل کفراو سرغړونه يې رابربنډه کړه .

بيا يې په جګړې لاس پورې کړ او شهيد شو. وژونکى يې ((عامل بن نهشل تميمى )) و.

عون بن  عبدالله بن جعفر سمول

ورپسې يې ورور عون ډګر ته ورغى اوو يې ويل :

ان تنکرونى فانا ابن جعفر

شهيد صدق فى الجنان ازهر

يطير فيها بجناح اخضر

کفى بهذا شرفا فى محشر


که مې نه پېژنئ ، زه د جعفر زوى يم ، په غوره جنت کې رښتين شهيد ،چې په شنو وزرونو کې الوځي  او په محشر کې همدا شرافت راته بسيا دى .

تر شهادته وجنګېد . وژونکى يې ((عبدالله بن قطبه طائي)) و .[200]

د امام حسن د دوو زامنو شهادت سمول

ورپسې عبدالله بن حسن بن علي ډګړ ته ورغى او و يې ويل:

ان تنکرونى فانا فرع الحسين

سبط النبى المصطفى المؤتمن

هذا حسين کلاسير المرتهن

بين اناس لاسقوا صوب المزن


که مې نه پېژنئ زه د حسن زوى يم ، هماغه ،چې د غوره امين پېغمبر لمسى و.دا حسين  دى ،چې د بندي په څېر په تاسې کې راګېر دى ( چې هيلمن يم ) خوندورې اوبه ونه څښئ .

تر شهادته يې جګړه وکړه . وژونکى يې ((هاني بن ثبيب  حضرمي )) و.[201]

بيا يې ورور قاسم بن الحسن ،چې لا د ځوانۍ منګ ته رسېدلى نه و تلو ته چمتو شو. حسين (رض) ،چې وليد په غېږ کې يې ونيو او ويې ژړل، دې تنګي ځوان د جنګېدو اجازه غوښته ؛خو تره يې حسين اجازه نه ورکوله.پر له پسې يې د امام لاس وپښې ښکلولې او اجازه يې غوښته ،چې په پاى کې حسين راضي شو،ډګر ته ورغى اوښکى يې پر اننګو بهېدې [202] او يوازې جامې يې پر تن او پڼې يې پر پښو وې او د سپوږمۍ په څېرځلېده اوويل يې :

انى انا القاسم من نسل على

نحن و بيت الله اولى بالنبى

من شمر ذى الجوشن و ابن الدعى


(( په واقع کې زه قاسم يم ،د علي له ځوځاته . پر بيت الله قسم ،چې موږ پېغمبر ته ډېر ورنژدې يو، تر شمرذى الجوشن يا حرموني ( = ابن زياد)[203] 

طبري د حميد بن مسلم له خولې وايي : تنکي ځوان ،چې څېره يې د نرۍ مياشتې په څېر وه، توره په لاس، جامې يې پر تن او کړاوې (چپه پياړمه يې شلیدلې وه ) يې پر پښو وې . عمرو بن سعد بن نفيل راته وويل : (( پر خداى قسم بريد پرې نه کوم !))

ومې ويل : سبحان الله ! ولې ؟ همدا چې راايسار کړي يې دي ، وژنې ته يې درته بسيا دي .

ويې ويل :پر خداى قسم بريد پرې کوم . بريد يې پرې وکړ او لږ وروسته يې په توره پر ککره وواهه او تنکى ځوان پړمخ راولوېد او ويې ويل : ګرانه تره! او حسين  د ښکاري باز په څېر ورورسېد او د غوسناک زمري په څېر يې په توره پر عمرو بن سعد ورودانګل او بې سارې  دفاع يې وکړه او د حسين ګوذار يې لاس ترڅنګل ورجلا کړ او داسې چغه يې کړه،چې ګردو پوځيانو واورېده .[204]

يو شمېر کوفيان يې ژغورنې ته راغلل،چې د حسين له بريده يې بچ کړي او په ناخبرۍ کې یې تر پښو لاندې کړ ،چې هلاک شو. دوړې کېناستې او ما وليدل ،چې حسين پر تنکي ځوان ولاړ دى او لاس وپښې وهي او حسين وايي : ((لعنت پر هغوى ،چې ته يې ووژلې،د قيامت پر ورځ به دې نيکه ( رسول الله ص) ستا په اړه ورسره دښمني کوي)) بيا يې وويل : ((پر خداى قسم پر تره دې ډېره سخته ده،چې په چغه يې وبلې او لاسنيوى دې ونه کړي، يا دې مرستې ته دروځغلي ؛خو ګټور درته نشي ! هغه فرياد،چې پر خداى قسم دښمنان يې ډېر اومرستند ويان يې لږ دي ! )) 

بيا يې له ځمکې راپورته کړ. ته وا وينم  ،چې حسين  په سينې پورې نيولى و او پښې يې ورته راښکودې . له ځان سره مې وويل : څه ورسره کوي؟ ومې ليدل ،چې خپلې خيمې ته يې بوت او د خپل زوى علي بن الحسين او د اهل بيتو له نورو شهيدانو سره يې  يو ځاى کړ. چې بيا مې د دې تنکي ځوان نامه وپوښتله،وويل شول : هغه (( قاسم بن حسن بن علي بن ابى طالب ))و.

د امام حسين د وروڼو شهادت[205] سمول

١- د ابوبکر بن علي  شهادت سمول

بيا د حسين (رض) وروڼه شهادت ته چمتو شوو او ړومبى يې ((ابوبکر بن علي))د ((عبدالله )) په نوم ډګر ته ورغى اوو يې ويل :

شيخى على ذوالفخار الاطول

من هاشم الصدق الکريم المفضل

هذا الحسين ابن النبى المرسل

نذود عنه بالحسام الفيصل

تفديه نفسى من اخ مبجل

يارب فامنحنى الثواب المجزل


  علي مې سرلوړى وياړلى ښاغلى دى ،د رښتين دروند او لوړ مقامي هاشم له ځوځاته.دا حسين د مرسل نبي زوى  دى ،چې په تېرو تورو ترې دفاع کوو. له دې ستر وروره  ځار يو. پالونکيه (په دې لار کې ) ډېره بدله راکړه.

((زحر بن قيس نخعي )) د ((ابوبکر بن علي )) وژونکى و.

٢- د عمر بن علي شهادت سمول

بيا يې ورور ((عمربن علي )) ډګر ته ورغى او و يې ويل :

اضربکم ولا ارى فيکم زحر

ذاک الشقى بالنبى قد کفر

يازحر يا زحر تدان من عمر

لعلک اليوم تبوء بسقر

شر مکان فى حريق وسعر

فانک الجاحد يا شر البشر


  ګوزارونه درباندې کوم او ((زحر)) درکې نه وينم ؛هغه بدمرغه ،چې پر پېغمبر کافر شو.

زحره ! زحره ! له عمره بدله اخلې،په دې هيله ،چې نن جهنم ته په بدترين ځاى کې ورننوځې : اور او ژبغړ اندۍ ته  يې ،چې يې سخت منکر يې اى د بشر شره! بيا د خپل ورور په وژونکي پسې ګرځېده او سخته توره يې وهله اوويل يې :

خلوا عداة الله خلوا من عمر

خلوا عن الليث العبوس المکفهر

يضربکم بسيفه و لا يفر

و ليس يغد و کالجيان المنجحر 


د خداى دښمنانو يوې خواته شئ، د عمرله لارې لرې شئ، له غوسناک توندخويه زمري له لارې څنډې ته شئ،چې په توره مو وهي او نه تښتي او د ډارنو په څېر په سوړوکې نه پټېږي!

او د شهادت تر وخته يې جګړه وکړه.

٣-عثمان بن علي سمول

وروسته ((عثمان بن علي )) ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انى انان عثمان ذوالفاخر

شيخى على ذوالفعال الطاهر

صنو النبى ذوالرشاد السائر

مابين کل غائب و حاضر


زه پخپله عثمان د وياړنو درلودونکى يم (چې ) پلار مې علي پاک کرداره دى؛ دهغه پېغمبر زوم،چې وده او ښیون يې هر حاضر او غايب ته ورورساوه .

بيا يې جګړه وکړه او شهيد شو.

٤- جعفربن علي سمول

بيا يې ورور ((جعفربن علي )) ډګر ته  ورغى او ويې ويل :

انى انا جعفر ذوالمعالى

نجل على الخير ذوالنوال

احمى حسينا بالقنا العسال

و بالحسام الواضع الصقال


زه پخپله شريف جعفر د شريف زوى يم، د نېکچاري خير علي زوى، له حسينه په دې نېزې او لغړه توره ملاتړ کوم .

بيا يې جګړه وکړه او شهيد شو.

٥-عبدالله بن علي سمول

او ورپسې يې ورور ((عبدالله بن علي)) ډګر ته ورغى او و يې ويل :

انا ابن ذى النجدة و الافضال

ذاک على الخير فى الفعال

سيف رسول الله ذوالنکال

وکاشف الخطوب والاهوال


  زه د هغه زړور فاضل سړى زوى يم،هماغه ښه نېکچارى علي،د رسول الله توره، (د کفارو) سزا ورکوونکى او د سختيو او کړاوونو لرې کوونکى .

او تر شهادته يې جګړه وکړه . [206]

طبري  د((حميد بن مسلم)) له خولې وايي : پر هغه ورځ مې واورېدل ،چې حسين ويل : (( خدايه اورښت پرې مه وره، د ځمکې برکتونه ترې واخله. خدايه! که تر يو وخته دې برخمن کړل؛نو (اوس) يې په سختۍ خپاره واره او ډلې ډلې او واکمن ترې خوشحال مه کړې ،چې يې راوبللو،چې مرسته مو وکړي؛خو راباندې راپاڅېدل او ويې وژلو))

وايي : چې له حسين سره يوازې درې يا څلور تنه ياران پاتې شوو؛نو يو کلک کميس يې وغوښت او څو ځايه يې سورى او څېرې کړ،چې لغړ يې نه کړي . يو يار يې ورته وويل :که ورلاندې ترې يو پرتوګى واغوندې . امام وويل : پرتوګى د ذلت جامه ده او راسره نه ښايي او چې شهيد شو ((بحر بن کعب)) ترې کميس راوايست او لغړ يې کړ.

ابومخنف وايي :

عمروبن شعيب له محمد بن عبدالرحمان راته وويل :  په ژمي کې د ((بحر بن کعب )) لاسونو اوبه کولې او په اوړي کې د لرګيوپه څېر وچېدل .

٦- د عباس بن علي شهادت سمول

په مقاتل الطالبيين کې وايي : عباس بن علي ښکلى سړى و . پر تېز اس سپرېده اوپښې يې ترځمکې رسېدې، د ((بني هاشمو سپوږمۍ )) يې ورته ويله ،پر کومه ورځ، چې شهيد شو ؛نو د حسين (رض) بيرغچي و. عباس د (ام البنين) مشر زوى او د خپلو سکه وروڼو وروستى شهيد و.[207]

د خوارزمي په مقتل کې وايي : عباس د دې رجز په ويلو ډګر ته ورغى :

  اقسمت بالله الاعز الاعظم

و بالحجون صادقا و زمزم

و بالحطيم و الفنا المحرم

ليخطبن اليوم جسمى بدمى

دون الحسين ذى الفخار الاقدام

امام اهل الفضل و التکرم


پر ځواکمن او ستر خداى او پر حجون[208] ،زمزم ، حطيم  او د حرم په فنا[209] په رښتيا قسم خورم ،چې نن مې تن په وينو لړل کېږي .د حسين پر وړاندې،چې وياړن ،مخکى او د فاضلا نواو عزتمنو مخکښ دى .[210]

او هم وايي : اوبو راوړو ته يې مخه کړه ،چې دښمن پرې بريد وکړ، چې  ده هم پرې بريد وکړ او ويې ويل :

لا ارهب الموت اذا الموت رقى

حتى اوارى فى المطاليت لقا

نفسى لنفس المصطفى اطهروقا

انى انا العباس اغدوا بالسقا

ولا اخاف الشر يوم الملتقى


له مرګه نه ډارېږم،چې دا مرګ (مې) پورته بوځي ، تردې ،چې له مخکېنيو سره مې يوځاى کوي او ځان مې د سپېڅلي متقي مصطفى (ص) له ځان سره يوځاى کېږي ،زه هماغه عباس يم ،چې اوبو راوړو ته ځم. او د قيامت پر ورځ له شر او بدۍ بچ يم .

بيا يې له ځانه دښمنان وشړل،چې (( زيد بن ورقاجهني )) او((حکيم بن طفيل)) د کجورو د ونو تر شا ورته پټ ناست وو او په ښي لاس يې وواهه ؛خو عباس توره په کين لاس ونيوه  او بريد يې وکړ او و يې ويل :

و الله ان قطعتم يمينى

انى احامى ابدا عن دينى

و عن امام صادق اليقين

نجل النبى الطاهر الامين


پر خداى قسم،که څه زما ښى لاس مو وواهه،( خوپوه شئ ،چې ) له دينه مې دفاع کوم  او له رښتوني امامه، چې بېشکه د امين  او پاک پېغمبر لمسى دى .

او تردې يې جګړه وکړه ،چې زور يې کېناست او ((حکيم بن طفيل)) ،چې د ونې تر شاورته ناست و ، کيڼ لاس يې هم ترې غوڅ کړ او عباس وويل :

يا نفس لا تخشى من الکفار

و ابشرى برحمة الجبار

مع النبى السيد المختار

قد قطعوا اببغيهم يسارى

فاصلهم يارب حرالنار


عباسه! له دې کفارو مه ډارېږه  او د جبار خداى په لورنې خوشحال وسه ، له هغه ستر غوره شوي پېغمبر سره. په ظلم يې کيڼ لاس رانه پرې کړ، زما خدايه ! د خپل دوزخ په اور کې يې وغورځوه .

په پاى کې هماغه ملعون د خيمې په ستن شهيد کړ .[211]

د خوارزمي په مقتل کې وايي : حسين (رض) ( د عباس تر شهادت وروسته ) وويل :

((الان انکسر ظهرى وقلت  حيلتى: اوس مې ملا ماته او تدبير مې کم شو! [212]))

د اهل البيتو د ماشومانوشهادت سمول

د تي خور شهادت سمول

د خوارزمي په مقتل او نورو کې وايي : حسين  د خېمې خولې ته راغى او ويې ويل : کوچنى علي راولئ ، چې خداى پاماني ورسره وکړم.ماشوم يې ورکړ،په ښکلولو يې لګيا شو او ويې ويل : (( افسوس پردې قوم،چې ستا نيکه يې دښمن دى))،چې ناڅاپه ((حرمله کامل اسدي)) تي خور په غشي وايشت او د حسين په غېږ کې يې شهيد کړ. حسين هم د تي خور د ستوني له وينو ورغوى ډک کړ او اسمان ته يې وشينده او ويې ويل : ((خدايه ! که (نن) دې بريا رانه اخستې؛نو هغه مو د غوره ورځې کړه او له دې ظالمانو کسات واخلې)) بيا له اسه راکوز شواو د تورې په غلاف يې قبر ورته وکنه جنازه يې وکړه، په وينو لړلى تي خور يې پکې ښخ کړ . [213]

د بل ماشوم شهادت سمول

طبري وايي: عبدالله بن عقبه غنوي ،ابابکر بن حسين په غشي وايشت او شهيد يې  کړ؛نو ځکه ((ابن عقب)) شاعر وايي:

و عند غنى قطرة من دمائنا

وفى اسد اخرى تعد و تذکر


يوه برخه وينه مو د ((غني)) پر ټبر ده او بله يې د ((اسد)) پر ټبر شمېرل او يادېږي .

د فرات پر لار نښته سمول

طبري د هغه له خولې وايي،چې حسين او ياران يې څارل : چې حسين خپل ياران په تنګسه کې وليدل،پر اوښ سپور  شو،چې له فراته اوبه راوړي . وايي په دې حال کې د (( بني ابان بن دارم ))  د ټبر يو تن وويل : (( پر تاسې افسوس ، له اوبو يې منع کړئ،چې لارويان يې يو ځاى ورسره نشي)) او خپل اس يې وځغلاوه او خلک ورپسې شو او د حسين او فرات ترمنځ يې ليکه جوړه کړه او حسين وويل:((خدايه! تږي يې کړه!)) وايي : دې اباني سړي په غشي د حسين  اوږه په نښه کړه.

په يوه روايت کې وايي : حصين بن تميم امام (رض) په نښه کړ او په خوله يې وايشت ... او په بل روايت کې وايي : حسين غشى راوکښه او ورغوى يې له وينې ډک کړ او اسمان ته يې  وشينده . بيا يې خداى  وستايه، لاسونه يې پورته  کړل او و يې ويل : (( خدايه ! څه چې ستا د پېغمبر د لور له زوى سره کېږي ، يوازې تا ته يې شکايت کوم، خدايه شمېر يې کم کړه، ساه ګانې يې واخلې ، او يو يې هم پر ځمکه پرېنږدې!))

طبري وايي : حسين غشى راوکښه او په وينو لړلي لاسونه يې پرانستل او ويې ويل : ((خدايه! څه چې ستا د پېغمبر د لور له زوى سره کېږي ، تا ته يې شکايت کوم!))

راوي وايي : پر خداى قسم ،وخت تېر نه و،چې خداى هغه  (خبيث) سړى تږى کړ، داسې ،چې بيخي نه مړېده . قاسم بن اضبغ وايي : کتو ته يې له يوې ډلې سره ورغلم ، ساړه شربتونه ، له شملو ډک ژي او د اوبو ډکې کوزې مې وليدې او وامې ورېدل ،چې ويى ويل : (( پر تاسې افسوس! را ويې څښئ ، چې له تندې مړ  شوم ! او بيا يې د اوبو کوزه يا د کورنيو شمولو ژی ورکاوه او ټول يې څښه او چې خوله به يې له ژی لرې کړه او ډېر لږ به ارام شو بيا به يې چغې وهلې : (( افسوس درباندې! راويې څښئ ،چې له تندې مړ شوم! )) او پر خداى قسم ، ډېر لږ وروسته  يې ګېده  د اوښ د ګېډې په څېر وشلېده.

د پرېشانه تنکي ځوان شهادت سمول

طبري د ((هاني حضرمي )) له خولې وايي : د حسين پر وژنې  په  لس تنيزو سپرو کې  له حاضرينو ځنې وم ،چې پوځيان وخوځېدل او مغلوبه جنګ شو، ناڅاپه له آل حسينه يو تنکى ځوان ،پرېشانه له خيمې راووت ،چې جامې  يې پر تن او يو لرګى ورسره و او ښي اوکيڼ لور يو ته يې وکتل ... ،چې يو سپور ځان وروساوه ، له سپرلۍ کوز شو، هلک يې ونيو او په توره يې نيم کړ.

راوي وايي :د تنکي ځوان وژونکى  پخپله ((هاني حضرمي)) و؛خو داچې  ټپسورى شو ، وژنه يې په بل پورې وتړله .

د امام حسن  د تنکي ځوان شهادت سمول

طبري وايي : بيا(( شمربن ذى الجوشن )) په پلي ځواک پر حسين(رض) يرغل وکړ،حسين دفاع وکړه او يرغلګران پر څټ شوو؛خو بيا يې سخت را ايسار کړ.

ناڅاپه ((عبدالله بن حسين)) چې تنکى ځوان و، حسين ته ورغى .حسين خپلې خور ته وويل: مه يې را پرېږده،زينب هڅه  وکړه؛خو هلک نه منله او په منډه د حسين ترڅنګ ودرېد.

په دې حال کې ((بحر بن کعب)) په توره پر حسين ورټوپ کړ او تنکي هلک وويل :(( پليده! تره مې وژنې؟)) بحر بن کعب د تورې ګوذار وکړ او دې هلک ځان د خپل تره ډال کړ،په ګوزار يې لاس پرې شو او يوازې  پوټکى يې پاتې و او چغه يې کړه : مورې! حسين په سينې پورې راونيو او ويې ويل : (( وراره! چې څه در رسېدلي ،زغم پرې وکړه او ثواب ته هيلمن وسه ،چې خداى دې خپلو ښو پلرونو؛رسول الله (ص) ،علي بن ابى طالب ، حمزه ، جعفر او حسن بن علي ته وررسوي[214] ))

د امام حسين شهادتځى سمول

طبري وايي : حسين په خپل وژنځي کې اوږد وخت پاتې شو او چې د دښمن هر يو تن به ور نژدې کېده،له وژنې يې لاس پر سرکېده ،چې ستره ګناه يې ورتر غاړې نشي . تردې ،چې ((مالک بن نسير)) ورغى او په توره يې پر سر وواهه،تورې اوسپنيزه خولۍ ماته کړه او ګوذار تر ککرۍ ورسېد،سر او خولۍ يې په ونيو شوه حسين ورته وويل : (( له دې چاره نه وخورې او نه وڅښې ! او خداى  دې له ظالمانو سره راپاڅوه ))

راوي وايي: امام خولۍ راواخسته او بله خولۍ يې راوغوښته او پر سر يې کړه؛حال داچې سخت کمزورى شوى و،خپله پګړۍ يې پرې وروتړله.هغه سړى رامخې ته شو او دا خولۍ يې راواخسته اوچې د کربلا تر پېښې وروسته خپلې مېرمنې؛((ام عبدالله )) ته ورغى او خولۍ يې له وينو وينځله،مېرمن يې ورته وويل : د پېغمبر د لور د زوى ،لوټ شوې خولۍ دې کور ته راوړې ؟! زما  له کوره يې وباسه، او ملګرو يې ويلې،چې  نوموړى ترمرګه بدمرغه نشتمن و. [215]

د آل رسول پر خيمو د پلي ځواک يرغل سمول

ابومخنف وايي : په دې حال کې ((شمربن ذى الجوشن)) د لسو تنو په شاوخوا کې د کوفې له پلي ځواک سره د حسين د خېمو پر لور ورروان شو او حسين وويل : (( افسوس درباندې : که دين نه لرئ او له قيامته نه وېرېږئ، لږ تر لږه  په خپل دنيوي چار کې ازاد او اصيل وسئ، قافله او عائله مې ستاسې له بې عقلو بچ کړئ!))

شمربن ذى الجوشن وويل : ((د فاطمې زويه! خبره دې سمه ده)) او له پلي ځواک سره ،چې : عبدالرحمان جعفي ، قشعم بن عمرو جعفي،صالح بن وهب يزني، سنان بن انس نخعي او خولي بن يزيد ورسره  وو،حسين ته ورغلل او شمر دوی د حسين وژنې ته هڅول او عبدالرحمان جعفي ته يې ،چې پوره پر وسله سنبال و وويل : (( کار يې ترسره کړه !))

ورته يې وويل : ((ولې يې پخپله نه کوې ؟!))

شمر وويل :(( ايا داسې راته وايې؟))

  ويې ويل : ((او ته داسې راته وايې؟))

او يو بل يې وکنځل او عبدالرحمان ،چې بې باکه او زورور و،شمر ته يې وويل :(( پرخداى قسم ،چې دا نېزه دې په سترګو کې ومنډم ! ))

  راوي وايي : شمر ترې مخ واړاوه، ويې ويل :

(( پر خداى قسم که مې کړاى شول ؛نو هرومرو مې زيان  دررساوه .[216]))

د امام وروستۍ جګړه سمول

طبري  د ابي مخنف له خولې وايي :حجاج بن عبدالله بن عمار  وويل ،چې عبدالله  بن عمار د حسين په وژنه کې دګډون له امله ټپسورى شو.

نو ويې ويل : (( پر بني هاشمو مې يو حق دى ! ))

ورته مې وويل : (( څه حق پرې لرې ؟))

ويې ويل : (( پر حسين مې په نېزه بريد کاوه ،چې ورورسېدم . پر خداى قسم ،چې ګوذار مې پرې کړاى شو، خو لږ ترې پر شا شوم او ومې ويل : ولې يې وژونکى وسم، پرېږده ،چې بل يې ووژني !))

بيا پلي ځواک له ښي او کيڼ لوريو راايسار کړ ؛خو حسين له ځانه وشړل، ورېښمين کميس يې اغوستى و او پګړۍ يې  پر سر وه. پر خداى قسم کله مې هم  داسې يو راايسا شوى ليدلى نه و ،چې اولاد،اهل بيت او ياران يې وژل شوي وي ؛خو په خورا زړورتوب ،زغم او مړانه دفاع وکړي ! پر خداى قسم مخکې  او وروسته  مې يې سارى ليدلى نه دى ،چې  راتاو پلي کسان ترې د لېوه داړلي وزو په  څېر خپاره واره کېدل!

د حضرت زينب  فرياد سمول

راوي وايي : پر خداى قسم،همدغسې وه ،چې بيا د فاطمې لور او د امام خور؛ زينب له خېمې راووته او ويې ويل : (( کاشکې اسمان راولوېږي !)) بيا يې عمر سعد ته ،چې حسين ته ورنژدې شوى و، وويل: ((عمرسعده ! ايا ابو عبدالله  وژل کېږي او ته ورته ګورې ؟!)) او اوس ته وا  وينم ، چې د عمر سعد اوښکې پر مخ او ږيره يې بهېږي او له زينب مخ اړوي ! [217]

خوشال بابا وايي :      

  په يزيد باندې لعنت شه په اعوان يې

'چې په تېغ يې د نبي لمسى مظلوم دى [218]'

د امام حسين شهادت سمول

ابومخنف له صعقب بن زبير او دى له  حميدبن مسلم څخه وايي :حسين (رض) ورېښمينې جامې اغوستې وې،پګړۍ  يې پر سر وه او نکرېزې يې  کړې وې ،د ميړني جنګيالي په څېر جنګېده او د دښمن مخه يې  نيوه او ويل يې :

((زما وژنې ته هڅونه کوي؟ هن ! پر خداى قسم،چې تر ما وروسته هر څوک ووژنئ ، خداى زما د وژنې هومره پرې نه خپه کېږي! پر خداى قسم،هيلمن يم ،چې خداى مې ستاسې په خوارۍ درنښت وکړي او زما کسات داسې درنه واخلي،چې پوه هم نشئ ! هن ! پر خداى قسم که ما ووژنئ، خداى به مو په خپلمنځي اړپېچ اخته کړي او يو د بل  وينه به تويې کړئ او په دې چار به مو خداى خوشحال نشي، تردې ، چې درناک عذاب مو درزيات کړي !))

وايي: بيا يو څه ورځ تېره شوه ،که خلکو يې د وژنې هوډ درلوداى ؛نو واژه يې ؛خو هر يو بل ته سترګې نيولې وې او ښه يې  ايسېدل ،چې بل دا چار وکړي،چې شمر چغه کړه : (( افسوس درباندې ! څه ته مو سترګې نيولي ؟ ويې وژنئ ! ميندې مو بورې شه ))

وايي : خلکو له هر لوري بريد پرې وکړ او تميمي ګډونوال يې کيڼ لاس په نښه کړ،بل يې غاړه په نښه کړه . بيا ستانه شوو او امام پاڅېده او رالوېده ،چې (( سنان بن انس)) پرې بريد وکړ او په نېزه يې وواهه او  ((خولى بن يزيد)) ته يې وويل : ((سر يې جلا کړه )) اوچې دا يې کول، غړي يې ولړزېدل .

سنان ورته وويل : خداى دې مټې ماتې او لاسونه پرې کړه  او پخپله  پلى شو او د امام سر يې غوڅ کړ او ((خولي)) ته يې ورکړ. [219]

ابومخنف له جعفر بن محمد بن علي [امام صادق (رض)] روايتوي: ((چې حسين شهيدېده؛نو پر بدن يې د نېزې دري دېرش او د تورې څلور دېرش ټپونه وو)) او وايي: سنان بن انس ، چاته اجازه نه ورکوله،چې حسين ته ورنژدې شي ،هسې نه ،چې د حسين سر ترلاسه کړي تردې ،چې پخپله  يې د امام سر جلا کړاو ((خولي)) ته يې وروسپاره.

د اهل بيتو شتمني لوټېږي سمول

وايي : د امام جامې يې لوټ کړې.کميس يې ((بحربن کعب)) يووړ،ورېښمينه چپن يې ((قيس بن اشعث)) او پڼې يې ((اسود)) او توره يې ((بني مهشل)) يووړه ،چې بيا د((حبيب بن بديل)) د کورنۍ  لاس ته ولوېده . بيا خلک د جامو،ګاڼو او اوښانو پر لوټ شوو او ټول يې ولوټل او بيا د اهل بيتو په ښځو، وزلو او په شته سامان پسې ورغلل ، تردې ،چې د ښځو پڼوني يې هم لوټ کړل!

وروستى شهيد سمول

وايي : ((سويد بن عمر)) ،چې د امام له يارانو ځنې و، ټپي، په وژل شويو کې پروت و،چې وايې ورېدل : ((حسين ووژل شو))؛نو داچې لږ ښه شوى و،په چاړه يې پر دښمن بريد وکړ او څه وخت وجنګېد،چې شهيد شو. وژونکي يې (( عروة بن بطار)) او(( زيدبن رقاد )) وو او دا وروستى شهيد و .

او د حميد بن مسلم له خولې وايي : علي بن الحسين بن علي اصغر [220]  ته ورسېدم او ليده مې،چې ناروغ په بستره کې پروت دى او شمربن ذى الجوشن او پلى ځواک يې وايي: (( ايا دا و نه وژنو؟))

وايي ، ومې ويل :سبحان الله ! ايا کوچنيان وژنو؟!دا کوچنى دى .

او د خطر لرې کولو ته مې دا خبره  ټينګه ونيوه ،چې عمرسعد راغى او ويې ويل :(( پوه شئ ،چې هېڅوک دې د ښځو ځاى ته نه ورننووځي اوهېڅوک دې  ناروغ ته زيان ونه رسوي او چې چا څه ترې اخستي ور دې يې کړي .))

  وايي : پر خداى قسم چا هم څه ورنه کړل  او علي بن الحسين وويل : (( خداى دې خير درکړي،چې پر خداى قسم په خبره دې، خداى له يوه ستر شره بچ کړو .[221]))

د حسين وژونکی انعام غواړي! سمول

راوي وايي : خلکو سنان بن انس ته وويل :(( تا حسين بن علي د پېغمبر د لور د فاطمي زوى دې وواژه ! تا د عربو يو ستر او شريف نارينه وواژه! راغلى و،چې دوى له واکمنۍ راوپرځوي؛ نو خپلو بولندويانو ته دې ورشه ،چې د حسين د وژنې په پار څومره شتمني هم درکړي ،بيا هم لږه ده !))

او سنان ،چې بې باکه او احمق  ښکارېده،سپور د عمرسعد خېمې ته ورغى او په لوړ غږ يې وويل :

او فر رکابى فضة و ذهبا

انا قتلت الملک المحجبا

قتلت خير الناس اما و ابا

و خيرهم اذ ينسبون نسبا


رکاب مې له سرو سپېنو ډک کړئ، چې لوړ مقامى سلطان مې وژلى دى .داسې يو تن مې وژلى ،چې موروپلار يې غوره خلک او خورا اوچت  حسب او نسب يې درلود.

عمر سعد وويل : (( ګواهي ورکوم ،چې ته لېونى يې او بيخي روغ نه يې!))  او ويې ويل: (( دلته يې راولئ . )) او چې  راغى په خپله همسايې پرې ګوذار وکړ او ويې ويل : (( لېونيه !داڅه خبره کوې ! پر خداى قسم که ابن زياد يې واوري ، غاړه به دې پرې کړي ! ))

د امام تنه لتاړېږي سمول

راوي وايي : بيا عمرسعد په خپل لښکر کې غږ وکړ : (( څوک حاضر دى ، چې د حسين تنه د خپل اس تر پښو لاندې  کړي ؟ ))

لس تنه چمتو شوو ،چې يو يې (( اسحاق بن حياة  حضرمي )) د امام حسين  د کميس تښتونکى و ،چې تردې وروسته  پر پيس ناروغۍ اخته شو او ((احبش بن مرشد)) ،چې راغلل او د حسين تنه يې د اسونو  تر پښو لاندې کړه او د امام ملا او سينه يې ورماته کړه ! او خبرشوم ،چې څه موده وروسته (( احبش بن مرشد))  په غيبي غشي پر زړه وايشتل شو او هلاک شو . [222]


[1] . ارمغان ٨٢١مخ

[2] . ( 1 ) _ ابن اثير ،كامل 3/315 ، ( 2 ) _ حديث وليكل شى او هم د سولى د تړون مادې ، ( 3 ) _ ابن اثير، كامل 2/503 ، طبرى ،تاريخ الامم و الملوك 4/224

[3] . (البدايه و النهايه 8/141-142)

[4] . (خلافت وملوكيت 194مخ)

[5] . الامام على صوت العداله الانسانيه ، 1/71 )

[6] . العقدالفريد 3/131-129-ابن اثير 3/216 – تهذيب ابن عساكر 6/155-طبرى 6/171-ابن اثير 3/218-ائن كثير 8/80-79-ابن اثير 3/218-216 العقدالفريد 3/131-130

[7] .  تاريخ الامم و الملوك 4/174-175 )

[8] . 1 _ د طبرى تاريخ ، د 51 كال پېښې ، 2 _ د ابن اثير، كامل 202-309 مخونه .

3 _ د ابن عساكر تاريخ 2/379   ، 4 _ ابوريه ، شيخ المضيره ، 184-185 مخونه

[9] . ( الامام الحسين ، 66 مخ )

[10] . ( مروج الذهب ، 3/77 او سبط ابن جوزي حنفي (تذكره الخواص 286-292 )

[11] . ( تذكره الخواص / 291 مخ)

[12] . ( صبح الاعشى 6/387 )

[13] . ( كامل  3/268 )

[14] (مائده/51 )

[15] . (تذكره الخواص، 261)

[16] .  ابن جوزي ، پر يزيد د لعن د جواز رساله .

[17] . د حمزه شينوارى كليات 4/337 مخ

[18] . طبرى تاريخ 117، ابن اثير تاريخ (الكامل) 3/47 د ابن كثير تاريخ 8/220

[19] . د ابن كثير تاريخ 6/234 .

[20] . د ابن كثير تاريخ 8/22

[21] . طبري تاريخ 7/13

[22] . التنبيه والاشراف، 264مخ،مروج الذهب 3/71

[23] . قاضى زنګه زورى، تاريخ آل محمد 30مخ.

[24] ( الف ) ابن قتيبه الدينورى ، الاامامه و السياسه 1/179-185 او 2/11 نه وروسته ، ( ب ) مروج الذهب 3/72-73 ، ( ج ) يعقوبى تاريخ 2/ 251-252 ، ( د ) – تذكره الخواص 289 ، ( ه ) تاريخ الخميس 2/303 ، ( ز ) سيوطى ، تاريخ الخلفا، 9 مخ.

[25] .  الاغانى 6/356-355 ،  الاستيعاب 690 ، النزاع والتخاصم 20 ، شرح نهج البلاغه ( ابن ابى الحديد ) ، 3/451

[26] . (الكامل 3/472 د 51ه پېښې، ابن ابى الحديد، شرح نهج البلاغه 4/56-57 مخونه).

[27] . (مسند امام حنبل 1/ 385، 411، 433، 446) 

[28] . مصنّف ابن ابي شيبه : ج 2 ، ص 374 ، ح 32104 ؛ مسند احمد : ج 2 ،‌ص 323 ، ح  ؛ فضائل احمد : ص 90 ، ح 133 ؛ الانساب الاشراف : ص 91 ، ح 219 ؛ مسند ابو يعلي : ج 12 ، ص 444 ، ح 7013 ؛ معجم كبير طبراني : ج 23 ، ص 322 ، ح 737 او  ص 323 ، ح 738 ؛ معجم اوسط طبراني : ج 6 ، ص 389 ، ح 5828 ؛ معجم صغير طبراني : ج 2 ، ص 21 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 121 ؛ تاريخ بغداد : ج 7 ، ص 401 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 171 ـ 172 ، ح 664 ـ 665 او  ص 182 ـ 184 ، ح 667 ـ 671

[29] . مصنّف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 375 ،‌ح 3211 ؛ مسند ډبو يعـلي : ج 2 ، ص 114 ، ح 777 ؛ مناقب كوفي :‌ج 2 ، 548 ، ح 1057 ؛ عقد الفريـد : ج 5 ، ص 114 ؛ ترجمة الامام علـي من تاريخ دمشق : ج 3 ، ص 71 ، ح 1103 ؛ تهذيب الكمال : ج 12 ، ص 555 ، ح 2768 .

[30] . (عقدالفريد 3/ 127)

[31] . (شرح نهج البلاغه، د 57 خطبې شرحه)

[32] . مصنف ابن ابي شيبه :‌ج 6 ، ص 368 ، ح 32055 ؛ صحيح مسلم : ج 1 ، ص 86  ( باب 33 ) ، ح 131 ؛ سنن ابن ماجه : ج 1 ، ص 114 ؛ كتاب السنه : ص 584 ، ح 1325 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 5 ،‌ص47 ، ح 8153 ؛ صحيح ابن حبّان : ج 15 ، ص 376 ، ح 6924 ؛ منـاقب كوفـي : ج2 ، ص 479 ، ح 978 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 195 ، ح 689 او  690 .

[33] . سيره ابن هشام : ج 2 ، ص 334 ؛ طبقات ابن سعد : ج 2 ، ص 110 ؛ مصنف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 372 ، ح 32091اوج 7 ، ص 392 ، ح 36863 ؛ مسند احمد : ج 5 ، ص 178 ، ح 3062او6063 ( ج 4 ، ص 51 ، ط قديم )اوج 17 ، ص 197 ، ح 11122 ( ج 2 ، ص 26 ، ط قديم) ؛ فضائل احمد : ص 74 ، ح 111اوص 119 ، ح 176اوص 149 ، ح 216اوص 211 ، ح 291 ؛ كتاب السنه : ص 551 ، ح 1188اوص 588 ، ح 1351 ؛ صحيح مسلم : ج 3 ، ص 1433اوج 4 ، ص 1872 ؛ مناقب كوفي : ج 2 ، ص 457 ، ح 951اوص 496 ، ح 977او996اوص 500 ، ح 1002 ؛ مسند روياني : ج 2 ، ص 172 ، ح 1172اوص 166 ، ح 1149 ؛ معجم كبير طبراني : ج 12 ، ص 77 ، ح 12593 اوص 114 ، ح 12722 ؛ سنن بيهقي : ج 9 ، ص 131 ؛ البداية و النهاية : ج 7 ، ص 342 او . . . 

[34] . (تاريخ 4/304)

[35] . (ابن شهر اشوب، مناقب 4/88)

[36] .طبري تاريخ،د اروپا چاپ، دويم ټوک،٢٨٧ مخ؛ د طبراني معجم کبير،٦١ حديث،١٢٨ مخ، د امام حسين د حالاتو په شرح کې . د حالاتو دا شرح د مرحوم سيد عزيز طباطبايي په تنظيم او ټاکنه د "الحسين و السنة" په نامه  د امام احمد حنبل له "فايل الحسين" له برخې سره يو ځاى د قم په مهر چاپخانه کې چاپ شوى دى او همداراز ابن عساکر،٦٤١ حديث،چې عبارت يې داسې دى : او چې کله حسين ووژل شو؛نو زه له خپلې معمولې کړنلارې تېرېږم ."

[37] . طبراني معجم الكبير، 85 حديث ؛ ابن سعد طبقات 277 حديث، د امام حسي د حالاتو شرح ؛ ابن عساكر تاريخ، 639 او 640 ګڼې احاديث ؛ ذهبي تاريخ الاسلام )3\111 مخ( ؛ سير النبلاء )3\195 مخ( ؛ مجمع الزوايد )9\139 مخ( ؛ خوارزمي مقتل )1\165 مخ( ؛ تهذيب التهذيب )2\347 مخ (؛ الروض النفير د مجموع الفقه الكبير شرح.

سره له دې چې موږ پر « كعب ډاډ نه لرو، دا روايت مو ځكه راوړى چې د امام حسين د شهادت روايت يو متواتر روايت دى او ښايي كعب له هغو كسانو اورېدلى وي، چې له رسول الله (ص) يې اورېدلى و او هم كېداى شي، چې د كتابيانو په كتابونو كې يې له مطالعې وي.

[38] . خوارزمي مقتل 1\87-88 مخونه؛ذخائر العقبى 119 مخ.

په اصطلاح دا چې: دا روايت له تاريخي واقعيت سره اړخ نه لګوي، ځكه « حضرت اسماء بنت عميس» له خپل مېړه حضرت جعفر طيار سره د خيبر تر فتح وروسته له حبشې راستانه شوي وو او امام حسن تر دې له مخه نړۍ ته راغلي وو، سمايي « حضرت سلمى بنت عميس» د حمزه سيدالشهداء مېرمن ده، چې د حالاتو شرح يې په «اسدالغابه 5 \479 كې راغلې ده.

[39] . حاكم مستدرك الصحيحين 3\176 مخ  لنډيز يې په 179 مخ كې راغلى دى؛ ابن عساكر تاريخ 631 حديث او ورته يې په 630 حديث كې؛ مجمع الزوايد 9\179 مخ؛ خوارزمي 1\159 او په 162 مخ كې په بل عبارت؛  ابن كثير تاريخ  2\230 مخ ( او ) 8\199 مخ ؛شجري امالي، 188 مخ؛ ابن صباغ مالكي، الفعول المهمة، 145 مخ ؛ الروض النفير؛1\89 مخ ؛ المواعق 115 مخ او بل چاپ كې يې 190 مخ؛ كنزالعمال، پخوانى چاپ 3\223 مخ؛ النخصائص الكبرا )2\152 مخ.

د اهل البيتو په كتابونو كې وګورئ: مثير الاخزان 8 مخ ؛ ابن طاووس الهوف، 16 و 17 مخونه. راوي وايي: پيغمبر (ص) له دې سفره خپه راستون شو او پر منبر يې خطبه وويله چې امام حسين او امام حسن يې په مخ كې وو، تر موعظې وروسته يې ښي لاس د امام حسين پر سر كېښود او اعان ته يې سر پورته كړ او ويې ويل: خدايه! زه محمد ستا بنده او نبي يم او دا دواړه زما د ځوځات، ځان او جرړې دي، چې تر ځان وروسته يې پر ځاى پرېږدم!

[40] . خوارزمي مقتل  1\163-164 مخونه  چې موږ يې لنډيز راوړى دى .

[41] . خوارزمي مقتل 1\163-164 مخونه،چې موږ يې لنډيز راوړى دى .

[42] . ابن عساكر تاريخ، 629 حديث؛ مجمع الزوايد 9\188 مخ؛ كنزالعمال 13\112 مخ؛ ابن كثير تاريخ )8\199 مخ

د اهل البيتو د لارويانو په كتابونو كې وګورئ : شيخ طوسي امالي 1\323 مخ؛مشير الاخزان 7-10مخونه؛ لهوف 7-9  مخونه .

[43]. احمد مسند 1 \242 او 265 مخونه؛ ابن عساكر تاريخ 615 او 617 ګڼې احاديث؛ ابن عساكر، تهذيب 4\325 مخ، چې د عبارت متن له همدې سر چينې دى؛طبراني معجم الكبير، 47 حديث د امام حسين د حالاتو شرح؛ خوارزمي مقتل ؛ 1\161-162 مخونه؛ ذهبي تاريخ الاسلام )3\10 مخ؛سير النبلا 3\194 مخ؛ ذخائر العقبى 146 او 147 مخونه؛مجمع الزوايد 9\187 مخ  او په 190 مخ كې په بل سند وايي: د دې روايت سند «احسن او ښه دى» په ابن كثير تاريخ 6\199 مخ  د حسين د وژنې د رواياتو په باب كې وايي: «اورېدل مو، چې په كربلا كې وژل كېږي او هم 8\199مخ؛كنزالعمال 16\226 مخ؛الصواعق 115 مخ؛حافظ ابونعيم الدلائل3\202 مخ؛ابوبكر هيثمي، موارد الظمان بزوائد صحيح ابن حبان: 554 مخ د اهل بيتو د ښوونځي لارويانو په كتابونو كې وګورئ :

شيخ طوسي، امالي )22 مخ، چې پكې راغلي: «ان عظيماً من عظمأ الملائكة» د سترو پرښتو يوه ستره.

[44] . ابن عساكر تاريخ، 618 حديث؛ ابن عساكر تهذيب 4\325 مخ؛ ذهبي الزوايد 9\189 مخ؛ ابن كثير تاريخ 8\199 مخ؛شجرى احالي 186 مخ او روض التفسير 1\93-94 مخونه  وايي: اسناد يې حسن او ښه دي او دلته له « ابوامامه» مطلب «صدى بن عجلان دى .

[45] . حاكم مستدرك الصحين 4\398 مخ؛طبراني معجم الكبير، 55 ګڼه حديث؛ابن عساكر تاريخ 619 او 621 ګڼې احاديث؛ ابن سعد طبقات 267 ګڼه حديث د امام حسين د حالاتو شرح؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\11 مخ؛ذهبي سيرالنبلاء 3\194-195 مخونه؛خوارزمي مقتل 1\158-159 مخونه؛محب طبري د ذخائر العقبى لنډيز 16\266 مخ؛ ابن كثير تاريخ 6\230 مخ؛متقي هندي كنزالعمال )16\226 مخ.

[46] . طبراني معجم الكبير، 124 مخ، 54 ګڼه حديث، د امام حسين د حالاتو شرحه؛ابن سعد 268 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\158 مخ؛متقي هندي، كنزالعمال 6\226 مخ  دا روايت په بل عبارت  «ابن ابى شيبه هم په خپل مصنف كې راوړى دى .

[47] . طبراني معجم، 125 مخ  53 ګڼه حديث؛مجمع الزوايد 9\188-189 مخونه؛ كنزالعمال )16\265 مخ؛ذخائر العقبى 147 مخ؛حافظ جمال الدين زرندي، نظم الدار، 215 مخ .

[48] . ابن عساكر تاريخ، 626 ګڼه حديث؛ذخائر العقبى 147 مخ؛ الفصول المهمة، 154 مخ؛ ابن جوزي تذكره خواص الامة 142 مخ، له امام حسين څخه روايت دى؛ شجري، امالي، 163، 166 او 181 مخونه .

[49] . امام احمد بن حنبل فضايل، فضايل الحسن و الحسين، 44 ګڼه حديث؛ ابن سعد 272 حديث؛ ابن عساكر تاريخ، 624 ګڼه حديث؛ ذخائر العبقى 147 ؛ په «لعقد الفريد فى الخلفاء و تواريفهم كتاب كې يې د «ام سلمې بي بي تر سنده روايت كړى دى .

[50] . ابن عساكر تاريخ، 623 مخ؛ ابن عساكر تهذيب 4\325 مخ ؛متقي هندي، كنزالعمال 23\112 مخ؛ الروض النضير 1\93 مخ .

[51] . ابن سعد طبقات، 269 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تاريخ، 627 ګڼه حديث د امام حسين د حالاتو شرحه؛خوارزمي مقتل 1\159 مخ؛مجمع الزوايد 9\187-188 مخونه؛ كنز العمال؛13\117 مخ؛الصواعق المعرقة 115 مخ؛ خصايص السيوطي 2\125 او 126 مخونه؛جوهرة اكلاح 117 مخ؛الشجري امالي، 177 مخ .

او د اهل البيتو د ښوونځي د لارويانو په كتابونو كې : شيخ طوسي، امالي 1\325 مخ.

[52] . طبراني معجم، 48 ګڼه حديث، د امام حسين د حالاتو شرحه؛ مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ماوردي، اعلام النبوة، 83 مخ؛ شجري امالي 166 مخ .

[53] . ابن سعد طبقات، 270 ګڼه حديث، د امام حسين دحالاتو شرحه؛ ابن عساكر تاريخ 628 ګڼه حديث .

[54] . ابن عساكر تاريخ، 628 ګڼه حديث؛طبراني معجم، 49 ګڼه حديث؛ كنزالعمال 13\113 مخ ؛ ابن كير تاريخ 8\199 مخ .

د اهل البيتو د لارويانو په كتابونو كې: مشير الاخزان، 8 مخ، د دې حديث راوي «عبدالله بن سعيد ابوهند فزاري مدني 147 س مړ د خلفاوو د ښوونځي د صحاحو د كتابونو له رجالو څخه دى .

[55] . امام احمد مسند 6\294 مخ؛ امام احمد فضائل 10 ګڼه حديث؛ ابن عساكر 625 ګڼه حديث؛ ذهبي په تاريخ الاسلام كې وايي: د دې حديث اسناد سم دى؛ ذهبي، سير النبا3\195 مخ؛مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ كنزالعمال 13\111 مخ؛ الصواعق المحرقه 115 مخ؛ الروض التفسير 1\94 مخ؛شجري امالي، 184 مخ .

[56] . طبراني معجم، 140 مخ، 95 ګڼه حديث؛ خوارزمي 160-161 مخونه؛ كنزالعمال 13\113 مخ؛شجري امالي، 169 مخ؛مجمع الزوايد 9\189-190 مخونه.

[57] . ابن عساكر تاريخ، 632 ګڼه حديث؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\11مخ؛ ابن كثير 8\200 مخ.

[58] . خوارزمي مقتل 1\160 مخ .

[59] . ابن عساكر تاريخ 684 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تهذيب 4\342؛شجري امالي 160 مخ .

[60] . كامل الزيارات، 22 باب: «قول رسول الله: ان الحسين تقتله امته من بعد: 68-171 مخونه.

[61] . طبراني معجم، 57 ګڼه حديث؛مجمع الزوايد 9\191 مخ؛ بلاذري النساب الاشراف، 38 مخ د مجاهد له خولې لنډيز..

[62] . ذهبي تاريخ الاسلام )3\11 مخ؛ذهبي سير النبلاء؛3\195 مخ؛مجمع الزوايد 9\190 مخ؛ كنزالعمال )16\279 مخ .

او د اهل بيتو د ښوونځي د لارويانو په كتابونو كې كامل الزيارات، 72 مخ.

[63] . خوارزمي مقتل 1\162 مخ .

[64] . نصر بن مزاحم، صفين كتاب، 142 مخ؛ ابن ابى الحديد، د نهج البلاغې شرح  1\278 مخ .

[65] . ذخائر العقبى 7\97 مخ؛ابونعيم دلائل النبوة؛3\211 مخ؛ابن جوزي تذكره خواص الامة، 142 مخ، چې په كې راغلي: «دا د هغه ستر نارينه شهادتځى دى، بيا يې ژړا زياته شوه .

[66] . اسد الغابه 4\164 مخ: د حالاتو په شرح كې يې وايي: «عرفه ازدى، وايي، له پيغمبر (ص) سره يې خبرې كړي او له كوفيانو ځنې دى ابو صادق ترې روايت كړى او ويلي يې دي: د رسول الله له اصحابو كرامو او د "صفې" له اصحابو ځنې و او هماغه دى، چې پيغمبر ورته دعا وكړه، چې پر كسب وكار دې بركت شي او...»

[67] . مجمع الزوايد 9\191 مخ .

[68] . امام احمد حنبل مسند1\85 مخ او په لمنليك كې يې وايي: د دې روايت اسناد سم دي؛ طبراني معجم، 45 ګڼه حديث؛ابن عساكر تاريخ 611 او 612 ګڼې احاديث؛ ابن عساكر، تهذيب 4\325 مخ؛مجمع الزوايد 9\187 مخ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\10 ابن جوزى تذكرة خواص الامة 142 مخ په بل عبارت  خوارزمي مقتل 1\170 مخ؛ الصواعق المحرقة 115 مخ؛ ذخائر القبى 148 مخ؛ الخصائص الكبرى 2\126 مخ؛شجري امالي، 150 مخ او د اهل بيتو د ښوونځي د لارويانو په سرچينو كې: مشير الاخزان 9 مخ .

[69] . د ابن كثير تاريخ او الروض النضير په احاديثو كې همدغسې دى.

[70] . ابن سعد طبقات،173 ګڼه حديث؛ ابن عساكر تاريخ 614 ګڼه حديث؛ ذهبي تاريخ الاسلام 3\10 مخ؛ذهبي سير النبلا 3\194 مخ؛ابن حوزي تذكره خواص الامه، 142 مخ؛ ابن كثير تاريخ )8\199 مخ .

[71] . ابن عساكر تاريخ، 638 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\326 مخ .

[72] . د طبراني معجم .... ګڼه حديث.

[73] . خوارزمي مقتل 1\165-166 مخونه .

[74] . ابن سعد طبقات 276 مخ؛ ابن عساكر تاريخ 636 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\165 مخ .

[75] . نصر بن مزاحم، وقعه حفين 140-141 مخونه؛ابن عساكر تاريخ 636 ګڼه او په 638 ګڼه كې يې نچوړ دى .

[76] . ابن عساكر تاريخ، 677 ګڼه حديث؛شجري امالي 184 مخ. داهل البيتو په كتابونو كې: صدوق، امالي، 136 مخ، د 1394 س د تهران اسلاميه چاپ.

[77] . ابن سعد طبقات، 275 حديث، د امام حسين د حالاتو شرح؛ ابن عساكر تاريخ، 675 ګڼه حديث او په تهذيب كې يې 4\337-338 مخونه؛طبراني معجم، 60 ګڼه حديث؛خوارزمي مقتل 1\161 مخ؛كنزالعمال )16\265 مخ؛ مجمع الزوائد 9\190-191 مخونه .

[78] . كامل الزيارات، باب: 23، 71-72 مخونه .

[79] . رازي الجرح والتعديل 1\287 مخ  د «انس بن حارث" د حالاتو شرح؛ بخاري، تاريخ كبير 1\30 مخ  1583 ګڼه حديث؛ ابن عساكر 680 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\338 مخ؛الاستيعاب 1\123 مخ؛الاصابه1\159-160 مخونه؛ ابن كثير تاريخ 8\199 مخ؛ الروض التفسر 1\93 مخ .

[80] . مشير الاخزان 46-47 مخونه .

[81] . ابن سعد طبقات، 280 مخ؛ ابن عساكر تاريخ، 666 ګڼه حديث. ؛لكه له ميثم څخه په امالي 112 مخ  كې د شيخ صدوق روايت ،د نجف په چاپ كې او د تهران په چاپ كې يې 126 او 727 مخونه؛شيخ طوسي امالي 1\323-324 مخونه؛ مثير الاخزان 9-13 مخونه .

[82] . معجم الطبرانى، 51 حديث، 124 مخ، دابن عساكر تاريخ 622 حديث، مجمع الزوايد 9/189، سيوطى، حصائص كبرى، 2/ 152،الرياض النضره 1/ 92-93 ؛حافظ عراقى طرح التشريب، 1/ 42 ،المواهب الدنيه 2/ 195، شيمانى مدنى، الصراط السوى، 93 مخ ،جوهره الكمال فى الادعيه، 120 مخ

[83] . مرتضى عسكرى، معالم المدرستين 3/ 16، دويم چاپ.

[84] . ابن اعثم كوفي، فتوح 5/42 _43 / ابن نماحلى مثير الاحزان   26 مخ، ابن طاووس، اللهوف في قتلى الطفوف /13 مخ.

[85] . مستدرك الصحيحين 3/176 او 179 (3) _ الصواعق المحرقه 192 او 193 (4) او (5) الصواعق المحرقه 193 (6) طبري تاريخ 4/292 خوارزمي مقتل 187 ، 191 او 192 مخونه.

[86] . طبري تاريخ )6\188 مخ، باب: د يزيد بن معاويه خلافت.

[87] . ابن اثير، الكامل )4\160مخ اروپا چاپ: مروان او اولادونو ته يې د رټنې لپاره «بنو الزقاء» د زرقا بچي- ويل، ځكه زرقاء د موهب لور د مروان بن حكم نيا يوه بد چارې بدلمنه ښځه ده، چې پركور يې د بدچاريو د بلنې لپاره جنډه هم درولې وه.

[88] . طبري تاريخ )6\190مخ .

[89] . ابن طاووس حسيني 614 س مړ اللهوف فى قتلى الطفوف، 9-10 مخونه د بيروت چاپ ؛ ابن اعثم فتوح 5\10 مخ ؛خوارزمې 1\180-185 مخونه.

[90] . طبري تاريخ 6\190-190 مخ

[91] . مثيرالاخزان 14-15 مخونه ؛ لهوف 9-10 مخونه او همدا راز وګورئ: ابن اعثم فتوح ؛ خوارزمي مقتل

[92] . خورزمي مقتل 1\186 مخ

[93] . ابن اعثم فتوح 5\29 مخ ؛ خوارزمي مقتل 1\187 مخ.

[94] . لهوف، 11 مخ

[95] . لهوف، 11 مخ

[96] . مرتضی عسکري ، معالم المدرستین ، دویم ټوک د اجتهاد ویینه

[97] . شيخ مفيد، ارشاد، 183 مخ

[98] . د قوم اړوونكيو د امام حسين خبرو كې په دې جمله د نيكه او پلار علي بن طالب سيرت پسې دا جمله او د راشدينو خلفاوو رضى الله عنهم سيرت ور زياته كړې! حال دا چې د «راشدينو خلفاوو» اصطلاح د امويانو تر خلافت وروسته جوړه كړاى شوې او په مخكېنيو نصوصو كې موندل شوى نه ده او له «راشدينو خلفاوو" مراد هم هغوى دي، چې تر رسول اكرم  وروسته پرله پسې واكمن شوي، چې يو يې حضرت علي ك دى او پر امام د «راشدين»عطف سم نه دى. دا ټول را ښيي چې دا جمله د امام حسين پر خبرې ور زياته كړاى شوې ده.

[99] . ابن اعثم فتوح 5\34 مخ ؛ خوارزمى مقتل 1\188 مخ

[100] . (قصص/۲۱)

[101] . طبري تاريخ 6\190 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد 184 مخ

[102] . طبري تاريخ 6\190 مخ

[103] (قصص/۲۲)

[104] .پورته سرچينه 6\196-197 مخونه

[105] .پورته سرچينه .

[106] .هماغه سرچينه .

[107] .پورته سرچينه 6\197 مخ ؛ انساب الاشراف: 157-158 مخونه

[108] .پورته سرچينه 6\221 مخ ؛ مثير الاخزان، 16 مخ.

[109] .پورته سرچينه .

[110] .پورته سرچينه مثير الاخزان 21 مخ ؛ لهوف، 10 مخ

[111] .پورته سرچينه .

[112] . ابن عساكر تاريخ، 649 ګڼه حديث

[113] . طبري تاريخ، 6\198-200 مخونه

[114] . طبري تاريخ 6\199-215 مخونه ؛ شيخ مفيد 99-200 مخونه.

[115] . طبري تاريخ 6\216 مخ.

[116] .پورته سرچينه؛؛ ابن كثير الكامل 4\16مخ

[117] . دا جمله : «تېرى به راباندې وكړي» په دې سرچينو كې راغلې: ابن سعد طبقات 278 حديث ؛ ابن عساكر تاريخ 664 حديث ؛ ابن كثير 8\166 مخ.

[118] . ابن عساكر تاريخ، 648 ګڼه حديث ؛ ابن كثير تاريخ 8\166 مخ.

[119] . شيخ مفيد ارشاد، 201 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\16 مخ .

[120] . طبري تاريخ 6\216-217 مخونه ؛ ابن كثير تاريخ 4\16 مخ ؛ اخبار الطول 244 مخ

[121] . ابن عساكر تاريخ، 642- 644 ګڼې احاديث ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ ؛ ذخائر العقبى 151 مخ ؛ خوارزمي مقتل 1\219 مخ .

[122] . طبراني معجم، 93 ګڼه حديث ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ

[123] . كامل الزياره، 75 مخ، باب: 75 په لهوف كې له كليني روايتوي چې: دا ليك يې هغه مهال ورته وكښه، چې له مكې وتلى و او عبارت يې دادى: «چې هر يو راسره يوځاى شئ، نو شهيدېږئ او چې څوك پاتې شي، بريانه مومي. لهوف، 25 مخ ؛ مثير الاخزان 27 مخ»

[124] . ابن عساكر تاريخ د امام حسين د حالاتو شرح ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ.

[125] . لهوف: 24-25 مخونه

[126] . طبري تاريخ 6\211 مخ

[127] . طبري تاريخ 6\217-218 مخونه ؛ ابن الثير تاريخ 4\17 مخ ؛ ابن كثير تايخ 8\166 مخ ؛ انساب الاشراف 164 مخ.

[128] . (يونس/۴۱)

[129] . طبري تاريخ 6\219-220 مخونه ؛ ابن اثير تاريخ 4\17 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\167 او لنډيز يې په 163 مخ كې ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد، 202 مخ .

[130] . د طبري، ابن اثير او ابن كثير په تاريخونو كې د مخكښې روايت پاتې برخه

[131] . ابن عساكر تاريخ، 653 حديث وروسته. په تقريب التهذيب 2\607 مخ كې وايي: عمره بنت عبدالرحمن له عايشې بي بي ډېر احاديث روايت كړي او ډاډمنه ده. د سلم هجري كال وړاندې مړه شوې ده.

[132] . ابن عساكر تاريخ، 645 او 646 ګڼې احاديث او د تاريخ تهذيب يې 4\329 مخ چې لنډيز يې مو راوړى دى ؛ انساب الاشراف 163 مخ، 21 ګڼه حديث.

[133] . ابن اعثم فتوح 5\42-43 مخونه ؛ خوارزمي 1\192-193 مخونه ؛ مثير الاخزان، 29 مخ ؛ لهوف 13 مخ.

[134] .پورته سرچينه؛ لهوف 23 مخ.

[135] . ابن عساكر تاريخ، 657 ګڼه حديث ؛ تهذيب يې 4\332 مخ ؛ طبراني معجم، 80 حديث ؛ انساب الاشراف 160 مخ، 180 حديث د امام حسين د حالاتو شرح ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\344 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ.

[136] . علامه سيد مرتضى عسکرى، عبدالله بن سبا لومړى ټوك د زياد د استلحقاق برخه.

[137] . ابن عساكر تاريخ 653 ګڼه حديث او تهذيب يې 4\326 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\165 مخ ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\343 مخ.

[138] . طبري تاريخ 6\218 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\16 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد 201 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\167 مخ انساب الاشراف 165-166 مخونه

[139] . معجم البلدان: ماده: خبر

[140] . طبري تاريخ 6\223-224 مخونه ؛ دنيوري اخبار الطول 245 مخ؛ انساب الاشراف 166 مخ.

[141] . په تقريب التهذيب 1\45 مخ كې وايي: عبدالله بن مطيع بن اسود عدوى مدني. پېغمبرص يې يو ځل ليدلى او «صره» ورسره ووژل شو. احاديث يې بخاري او مسلم روايت كړي دي.

[142] . (توبه/۵۰)

[143] . طبري تاريخ 6\224مخ ؛ مفيدارث 203 مخ ؛ انساب الاشرف 100 مخ.

[144] . طبري تاريخ 6\218-219 مخونه

[145] . بلاذري، انساب الاشراف 165-168 مخونه، ؛ ابن اثير تاريخ 4\17 مخ وايي: زهير د حضرت عثمان پلوى و.

[146] . دنيوري اخبار الطوال 246-247 مخونه ؛ انساب الاشراف 168 مخ.

[147] . ابن اثير تاريخ 4\17 مخ.

[148] . طبري تاريخ 6\224-225 مخونه. تېر سليمان په روايت كې سليمان بن ربيعه باهلي دى، چې حضرت عثمان رض د آذربايجان د «آران" جګړې ته لېږلى و او دريمې يې په سولې او جګړې فتح كړې او د بلنجر د سنيد شاته ووژل شو. په اسد الغابه 2\225 مخ كې يې حالاتو شرح راغلې ده ؛ فتوح البلدان 240- 242 مخونه.

[149] . طبري تاريخ 6\225 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\171 مخ ؛ دنيوري اخبار الطوال 247 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\168 مخ.

[150] . ذهبي تاريخ الاسلام 2\270 او 344 مخونه ؛ دنيوري الطوال 248 مخ.


[151] . طبري تاريخ 6\226 مخ ؛ انساب الاشراف 168 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\168-171 مخ ؛ ابن اثير 3\17-18 مخونه.

[152] . اخبار الطوال، 248 مخ.

[153] . شيخ مفيد، ارشاد 206 مخ. د امام حسين داخبره نورو هم راوړې خو ځاى يې ښوولى نه دى لكه طبري تاريخ 6\223 مخ ابن اثير 3\16 مخ او ابن كثير تاريخ 6\169 مخ او د دوو وروستيو په عباراتو كې راغلي: «داسې چې تر هغې ټوټې خورا ټيټ او بې ارزښته وي، چې ښځې يې د مياشتيني عادت پر مهال كاروي» او هم د ابن سعد په طبقاتو كې 268 روایت.

[154] . ابن عساكر تاريخ، 665 ګڼه حديث ؛ ذهبي تاريخ الاسلام 2\345 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\169 مخ.

[155] . شيخ مفيد ارث 236 مخ ؛ اعلام الورى 218 مخ.

[156] . طبري تاريخ 6\227 مخ ؛ ابن اثير تاريخ 4\21 مخونه ؛ ابن كثير 8\172-174 مخونه ؛ دينوري اخبار الطوال 248-253 مخونه ؛ بلاذري انساب الاشراف 169-176 مخونه ؛ شيخ مفيد ارشاد 205-210 مخونه ؛ اعلام الورى 229-231 مخونه. موږ په لنډو د طبري عبارت غوره كړ.


[157] . بلا ذري انساب الاشراف 205 مخ د امام حسين د حالاتو شرح وايي: عقبة بن سمعان د امام حسين د لور د سكينې د مور رباب خادم و.

[158] (احزاب/۲۳)

[159] . دوې برخې سر چينې، تېرې سر چينې دي، چې «هر سره د امام د مخامېدو» د څېر كي په لومړيو كې مو راوړي: طبري، ابن اثير او ابن كثير تاريخونه او...

[160] . دينوري، اخبار الطوال 252-253 مخونه ؛ تاريخ الخميس 2\297 مخ ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ.

[161] . اخبار الطوال 252- 253 مخونه.

[162] . دا روايت مو له سبط بن جوزي تذكره خواص الامه 142 مخ څخه راوړى.

[163] . طبراني معجم، 46 حديث، د امام حسين د حالاتو شرح ؛ كنزالعمال 260-266 مخونه ؛ مجمع الزوايد 9\192 مخ.

[164] . اخبار الطوال، 253 مخ ؛ طبري تاريخ 6\232 مخ ؛ ابن كثير تاريخ 8\174 مخ ؛ انساب الاشراف 176 مخ ؛ شيخ مفيد ارشاد، 210 مخ.

[165] . كامل الزيارت، باب: 23، مخ: 75

حسن بصري تر امام حسين وروسته دا جمله كارولې او لكه چې څرګندېږي كټ مټ دا غونډله يې عمر بن عبدالعزيز ته كښلې ده. وګورئ: اغاني، د ساسي چاپ 8\105 مخ.

[166] . طبري تاريخ 6\232-270 مخونه ؛ ابن اثير تاريخ 19-38 مخونه ؛ ابن كثير تاريخ 8\172-198 مخونه ؛ اخبار الطوال 253-261 مخونه ؛ انساب الاشراف 176-227 مخونه، چې سياق يې د طبري له سياق سره يو رنګ نه دى ؛ شيخ مفيد ارشاد 210-236 مخونه ؛ اعلام الورى 231-250 مخونه.


[167] . مثير الاحزان 36-37 مخونه ؛ الهوف، 33 مخ.

[168] . انساب الاشراف، 33 حديث،د امام حسين د حالاتو شرح


[169] . ام البنين د امير المؤمنين علي ك مېرمن وه، چې عباس، عبدالله، جعفر او عثمان بن علي يې زامن وو.


[170] . ال عمران : ١٧٨ – او ١٧٩  آيتونه

[171] .د يونس سورت له ٧١ او اعراف سورت له ١٩٦ آيته اقتباس

[172] . د دخان سورت له ٢٠ او غافر سورت له ٢٧ آيته اقتباس

[173] .ابن حجر د اصابه د درېيم ټوک په ٢٠٥ مخ کې د فروه د حال په شرح کې وايي : پر نهم هجري کال د مذحج له ټبر سره پېغمبر (ص) ته راغى او آنحضرت د مراد،مذحج او زبيد د ټبرونو مشر کړ او په استعياب کې وايي : د حضرت عمر پر مهال په کوفه کې مېشت شو .

[174] . د يونس سورت له ٧١ او هود سورت له ٥٥ آيته اقتباس

[175] .د ابن عساکر تاريخ،٦٧٠ حديث؛ تهذيب،دويم ټوک،٣٣٤ مخ . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٧ مخ؛لهوف،٥٦ مخ .

[176] .د شجري امالي،١٦٠ مخ؛ د ابن عساکر تاريخ،٧١٦ ګڼه حديث،لنډيز يې؛طبري تاريخ،د اروپا چاپ، دويم ټوک،٣٣٨ مخ.

[177] .د احزاب سورت له ٢٣ آيته اخستنه

[178] . د خوارزمي مقتل،دو يم ټوک،٢٠ مخ

[179] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٤-١٥ مخونه

[180] .هماغه سرچينه،دويم ټوک،٢٠-٢١ مخونه

[181] .د غافر سورت له ٣٠-٣٣ آيتونو پورې اقتباس

[182] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٤ مخ

[183] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٧-١٨ مخونه

[184] .مثير الاحزان،٤٧ مخ؛لهوف،٤١ مخ .

[185] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٩ مخ

[186] .مقتل العوالم،٨٨ مخ

[187] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،١٩-٢٢ مخونه

[188] .د احزاب سورت ٢٣ آيت

[189] . .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٥ مخ

[190] . .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٦ مخ

[191] .مقاتل الطالبينن،٨٠ مخ. د قريشو نسب،٥٧ مخ، الاصابه،څلورم ټوک،١٧٨ مخ

[192] . د قريش نسب،٥٧ مخ

[193] .آل عمران،٣٣ او ٣٤  آيتونه

[194] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٣٠-٣١ مخونه

[195] .هماغه سرچينه

[196] .طبري يې شهادت د علي اکبر تر شهادت وروسته راوړى دى . طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٥٧ مخ؛ نسب قريش،٤٥ مخ؛مقاتل الطالبيين،٩٤ مخ .

[197] .د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢٠ مخ؛د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٦ مخ .

[198] .په عباراتو کې دا ډېروالى د مفيد د ارشاد په ٢٢٣ مخ کې راغلى دى .

[199] .دا رجزونه مو د خوازمي له مقتل او ابن شهر آشوب له مناقبو راخستي دي او طبري يې رجزونه حذف کړي دي .

[200] .د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢٠ مخ؛ د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٧ مخ .

[201] .هماغه سرچينه

[202] .د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٧ مخ .

[203] . د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢١ مخ .

[204] . طبري تاريخ،دويم ټوک،٣٥٨ مخ؛د مفيد ارشاد،٢٢٣ مخ

[205] .ددې څپرکي عبارتونه مو تر پايه د خوارزمي له مقتله( دويم ټوک،٢٨-٢٩ مخونه)راوړي دي .

[206] .طبري او لارويانو يې د حسين د وروڼو شهادت په لنډو راوړى دى؛خو ابن شهر آشوب په خپل مناقب کې د عباس د مورني ورونو رجزونه راوړي دي؛خو څه چې موږ دلته راوړي د خوارزمي د مقتل له( دويم ټوک،٢٨-٢٩ مخونو) څخه راوړي دي .

[207] .مقاتل الطالبيين،٨٤ مخ

[208] .په لسان العرب کې وايي : جحون د بيت الحرام او خطيم د کعبې د دېوال يوه برخه ده

[209] . له "فنا" مراد ظاهرا د مسجدالحرام انګړ يا د حرم ټول مساحت دى .ژباړن

[210] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٢٩-٣٠ مخونه .

[211] . د ابن شهر آشوب مناقب،دويم ټوک،٢٢١-٢٢٢ مخونه.

[212] . د خوارزمي مقتل،دويم ټوک،٣٠ مخ

[213] . هماغه سرچينه،دويم ټوک،٣٢ مخ او طبري تاريخ د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٠ مخ،د ابن کثير تاريخ،اتم ټوک،١٨٨ مخ .

[214] .د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٣ مخ؛ د مفيد ارشاد،٢٢٥ مخ

[215] .د طبري تاريخ،د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٥٩-٣٦٠ مخونه او د مصر د دارالمعارف چاپ، پينځم ټوک،٤٤٨ مخ .

[216] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٢-٣٦٣ مخونه.

[217] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٤-٣٦٥ مخونه.

[218] .   ارمغان ٥مخ

[219] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٥-٣٦٨ مخونه.

[220] .آنحضرت علي اصغر نه و؛بلکې علي اوسط و او هغه مهال يې زوى (امام) محمد باقر زيږېدلى و .

[221] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٧ مخ .

[222] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٨ مخ .