ويکيپېډيا:خوشال خان خټک او امام حسین

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


خوشال بابا وايي [1]:


په يزيد باندې لعنت شه په اعوان يې

چې په تېغ يې دنبي لمسى مظلوم دى

                                             

په اهلبیتو کې مو د حضرت علي (ک) او فاطمة الزهرا پر وګړه او ځانګړنو رڼا واچوله،اوس د ستر خوشال بابا په پورته شعر ښه پوهېدو ته د امام حسین پر وګړې او کړنو رڼا اچوو،چې د خوشال بابا د تاریخپوهنې په ژورتیا پوه شو. سمول

د امام حسین په باب مو د غزل بابا؛ امیر حمزه خان شینواري او په ځینو ځایونو کې د ګل پاچا الفت شاعري او مرثيې هم راخستي،چې لوستونکي ددې مشرانو د اندیزې لیکې په یووالي پوه شي .

امام حسين سمول

د امام حسين رضى الله عنه لنډه پېژندګلو سمول

نوم: حسين رضى الله عنه.

كنيه: ابو  عبد الله، ابو الشهداء.

مشهور القاب: سيد الشهداء، سيد شباب اهل الجنه، سبط پېغمبر صلى الله عليه و آله

نيكه: محمد رسول الله ( ص )

پلار : حضرت علي كرم الله وجهه.

مور: حضرت فاطمة الزهرا د پېغمبر اكرم لور.

تاريخ او د زوكړې ځاى: مشهوره ده،څلورم هجري كال، د شعبان پينځمه، مدينه منوره.

عمر: 57 كاله ( 4-61 ه )

د امامت وخت . لس كاله

د شهادت نېټه: 10/محرم الحرام / 61 هجري ( د عاشورا ورځ )

د شهادت لامل: د يزيد د چارواكۍ پر ضد پاڅون.

د شهادت او ښخېدو ځاى . د كربلا سوځنده بېدیا.

د امام حسين (رض) زوكړه سمول

دا مشهوره ده چې، امام حسين پر هجري څلورم كال د شعبان پر پينځمه ( او د شيعه و د روايت له مخې پر درېيمه ) په مدينه منوره كې زېږېدلى دى.[2]

(احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٣٩٩ مخ)، (ابن حجر؛اصابه : پينځم ټوک،٢٣١ مخ)، (ابن ماجه قزوىني؛صحيح : ابواب رويا ،٢٩٨ مخ) ، (حاکم؛مستدرک : درېم ټوک،١٧٣ مخ) ، (ابن سعد؛طبقات :اتم ټوک،٢٠٤ مخ) او همداراز د اتم ټوک په ١٧٣ مخ کې روايتونه راوړي دي،چې لنډيز يې دادى،ام الفضل (د پېغمبر د تره حضرت عباس مېرمن) خوب وليد،چې د خداى د رسول د مړي يوه ټوټه پرې شوه او لمنې ته یې راګوزاره شوه،چې نو دا خوب چې یې د خداى رسول ته ووايه؛ورته يې وويل :ښه خوب دې ليدلى ،د لور به مې زوى وشي او ته به ورته شيده ورکړې.همداسې وشول (تر حديث تر پايه) .

د اوښكو مولود سمول

حسين رضى الله عنه چې وزېږېد؛نو پر پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله يې زېرى وكړ آنحضرت سملاسي د فاطمې بي بي كره راغى او كوچنى يې له حضرت "سلمی بي بي" راواخست او په غېږ كې يې ونيو، ښكل يې كړ او ويې ژړل. اسماء بي بي ترې د ژړا وپوښتل او په ځواب كې يې وويل: ځكه مې وژړل،چې ظالمان به يې ووژني او خداى دې هغوى زما له شفاعته بې برخې كړي، بيا يې زياته كړه : " اوس دا خبره فاطمې ته مه كوه،چې نوی زېږون یې کړی دی."[3]

نوم ايښوونه سمول

حسين رضى الله عنه يې په روڼي كې،د پېغمبر اکرم په غېږ كې كېښود او آنحضرت (ص) په ښي غوږ كې اذان ورته وكړ او په كيڼ كې يې اقامه ورته وويله، د نوم په باب يې له علي (ک) او فاطمې بي بي سره خبرې وكړې او "حسين" يې پرې كېښود؛لكه چې پر مشر ورور يې "حسن" ايښى و ،هارون عليه السلام د موسى عليه السلام ورور او وصي و، د زامنو نومونه یې "شبر او شبير" وو؛نو پېغمبراكرم هم علي (ک) له هغه سره د ورته والي له امله د هغه د زامنو نومونه د علي پر زامنو کېښوول.

تاريخ پوهان وايي : دا نومونه په عربو كې دود نه وو او جنتي نومونه دي، چې له اسمانه را کېووتي وو .[4]

(ذخائر العقبى :١٢٠ مخ) له حضرت سلمی بنت عميس روايتوي : فاطمې حسن راوست، رسول الله راغى،و يې ويل :زوى مې راوله ،حسن مې په ژېړ روڼي کې ورکړ،ټوکر يې لرې کړ،ويې ويل : ويلي مې نه وو،چې يو ماشوم هم په ژېړه روڼي کې مه تړئ؟ بيا مې ماشوم په سپين ټوکر کې تاو کړ او ور مې کړ،آنحضرت په ښي غوږ کې ورته اذان او په کيڼ غوږ کې يې اقامه ورته وويله او علي (ک) يې وپوښت : څه نوم دې پرې ايښى دى؟ ويې ويل :په دې چار کې درڅخه نه مخکې کېږم.جبراييل راغى او پيغام يې راووړ: خداى دې درباندې تر سلام ويلو وروسته وايي،چې نوم يې د هارون د زوى نوم کېږده؛ځکه علي ما ته داسې دى؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو داچې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي .

رسول الله (ص) :وپوښتل : د هارون د زوى څه نوم و؟ ويې ويل : شبر ! د خداى رسول وويل :زما ژبه خو عربي ده (او دا خو عبري ټکى دى) حضرت جبراييل وويل : نوم يې حسن کېږده . يو کال وروسته حسين وزېږېد او همدا خبرې رامنځ ته شوې او جبراييل ورته حکم وکړ،چې نوم يې د هارون د بل زوى نوم؛شبير کېږده او د خداى رسول بيا هماغه نيوکه وکړه او حضرت جبراييل ورته وويل،چې نوم يې حسين کېږده او لکه څنګه چې پر درېم زوى يې مشبر؛يعنې محسن کېښود.

(اسدالغابه :دويم ټوک،٩ مخ) له ابو احمد عسکري روايتوي،چې د حسن او حسين نومونو په جاهليت کې بیخي مخينه نه درلوده او همداراز له مفضل نه روايتوي،چې : خداى د جاهلي عرب پوهه او ذهن له دې دوو نومونو پټ کړ،د يوه عرب ذهن ته هم دا رانه غلل،چې د خپل زوى نوم حسن يا حسين کېږدي، ترڅو چې د خداى رسول په خپلو زامنو کېښود .دا اعرابي وايي :ما مفضل ته وويل : په يمن کې مخينه لري؟ ويې ويل : نه! په يمن کې حسن د سين په سکون او حسين د ح په فتحه او د سين په کسره کارېده او له عمران بن سليمان يې نقل کړي دي : دا دوه نومونو د جنتيانو نومونه دي او په جاهليت کې يې مخينه نه درلوده .

(تهذيب التهذيب :دويم ټوک،٢٩٨ مخ) له حضرت ابوهريره روايتوي : خداى شاهد دى،چې د خداى له رسول سره بهر ووتو،چې د حسن او حسين د ژړا غږ يې واورېد،چټک د فاطمې د کور پر لور روان شو،وا مې ورېدل،چې پوښتي : زامن مې ولې ژاړي؟ و يې ويل : تږي دي.رسول الله راغى،چې له زاړه ژي اوبه راواخلي،پکې نه وې؛نو ټولو ته يې وويل :په تاسې کې له چا سره اوبه شته ؟ له چا سره ان يو ګوټ اوبه هم نه وې،بيا يې وويل :يو ماشوم راکړه .فاطمې يو ماشوم ورکړ او د خداى رسول په خپلې سينې پورې کړ او خپله ژبه يې ورته په خوله کې کېښووه او ماشوم هم ژبه وروله،چې ارام شو؛ دا ماشوم يې ورکړ او هغه بل يې راواخست او موړ يې کړ .

دې روايت ته ورته (هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٨٠ مخ)، (کنزالعمال : اووم ټوک،١٠٥ مخ) او (ذهبي؛ميزان الاعتدال :لومړى ټوک،٩٧ مخ) هم راوړى دى .

عقيقه او صدقه سمول

د زوكړې پر اوومه ورځ،پېغمبر اکرم وويل: پسه حلال كړئ او غوښه يې عقيقه كړئ" او پر نشتمنو يې ووېشله او يو رون يې "قابلې" ته وركړ.

بيا يې د آنحضرت په حکم د حسين سر وښراوه او د وېښتانو په تول يې سپين زر صدقه كړل .[5]

د امام حسين څېره سمول

حسين رضى الله عنه خپل نيكه ته ورته و. محمد بن ضحاك رضى الله عنه وايي: د حسين تنه د پېغمبر اکرم د تنې په څېر وه . او ځينو ويلي، چې له نامه تر پښو د پېغمبر په څېر و .

د كربلا تر پېښې وروسته،كله يې چې د امام حسين سر د عبيدالله ابن زياد مخې ته كېښود؛نو هغه د حسين ښكلې څېرې ته هك پك شو، و يې ويل: دومره ښايسته څېره مې نه وه ليدلې! 

انس بن مالك رضى الله عنه راپورته شو،ويې ويل: هو! هغه پېغمبر اکرم ته ډېر ورته و .

د امامت رڼا يې په تندي كې ځلېده او څېرې يې د پېغمبرانو څېره انځوروله. د ابن زياد يو جلاد ويلي: "نوراني څېرې او د ښكلا هيبت يې دوه زړى كړى وم، چې وژلى مې واى که نه؟ "

عبيدالله بن حسر جعفي یې د نوراني او زړه راښكوونكې څېرې تر كتو وروسته وويل: " تر حسينه مې بله ښكلې او زړه راښكوونكې څېره نه وه ليدلې"[6]

امام حسين د قرآن له نظره سمول

د "نبوي كورنۍ" د فضيلت او ځانګړنو په باب د قرآن مجيد ډېر آيتونه تنزيل يا تاويل شوي،د ځينو محدثينو له نظره "د قرآن څلورمه برخه د اهل بيتو او نبوي كورنۍ په باب ده"  او امام حسين، چې د نبوي كورنۍ ځلانده څېره ده؛ نو طبعاً دا آيتونه هم پرې تطبيقېږي. [7]

د بېلګې په توګه:

1 _ د مودت آيت (د مينې آيت) .

((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عليهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى [8]= زه له تاسې په دې چار (رسالت) هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم)))

مفسرينو ليكلي : دا آيت چې نازل شو؛ نو اصحابو کرامو، پېغمبراکرم وپوښت:خپلوان دې څوک دي،چې مينه يې راباندې فرض شوه ؟

ورته يې وويل. "علي، فاطمه، او دوه زامن يې"

په دې آيت كې په څرګنده پر امت د "حسين رضى الله عنه " مينه فرض شوې ده.[9]

( امام احمد بن حنبل؛ مسند: 6ټوک، 323 مخ ) په خپل سند له شهر بن حوشب له ام سلم څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : رسول اکرم، بي بي فاطمې ته وويل :  (( مېړه او دوه زامن دې راوړه )). بي بي فاطمې راوړل؛بيا رسول اکرم    فدکي څادر پرې خپور کړ او خپل لاس يې پرې ورکېښود او و يې ويل : ((خدايه ! دا آل محمد دي؛نو درود او برکت پر محمد او  آل يې راولېږه، چې ته بادبدبه ستایل شوی يې )) حضرت ام سلمه بي بي وايي:  ما ترې د څادر يوه څنډه راکښوده، چې زه هم تر څادر لاندې ځان ځاى کړم، رسول اکرم راڅخه کش کړ او و يې ويل :ته پر خير يې .

دا روايت طحاوي؛مشکل الاثار: لومړي ټوک،108 مخ ،متقي هندي ؛ کنزالعمال :7ټوک، 103 مخ او سيوطي په درالمنثور کې د  د احزاب د سورت تر تطهير آيت لاندې  راوړى دى .

د تطهير آيت سمول

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[10]= بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))

که موږ يو او همدا آيت او همدا برخه؛نو و به وايو،چې خورا روښانه مفاد لري : خداى اراده کړې او کوي يې،چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ مو سپېڅلي كړي، ((وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا )) په ځانګړې بڼه مو پاک کړي. کوم تطهير،چې خداى يادوي؛څرګنده ده،چې  دودیز او طبي تطهير نه دى،چې دا يې په پام کې وي،چې ناروغۍ درنه لرې کړي او بدن مو له مېکروبونو پاک کړي. نه وايم،چې دا د تطهير مصداق نه دى؛خو څرګنده ده کوم تطهير،چې آيت وايي،په لومړۍ درجه کې له هغو څيزونو پاکوالى دى،چې پخپله قرآن يې "رجس= پليتي" ګڼي . په قرآن کې "رجس"  او "رُجز" او دې ته ورته څيزونه؛يعنې څه چې په قرآن کې ترې منع کوي؛هر څه چې ګناه ګڼل کېږي،که ګروهیز وي که عملي او که اخلاقي؛دا رجس او پليتي ده. نو ځکه: ددې آيت مفاد د اهلبيتو عصمت دى؛يعنې له هر ډول پليتۍ يې پاکوالى .

فرض کړئ،چې نه شيعه يو او نه سني او يو مسيحي مستشرق يو،چې له مسيحي نړۍ راغلي يو او غواړو وګورو،چې د مسلمانانو کتاب څه وايي.دا جمله په قرآن کې وينو او بيا په تاريخ،سنت او احاديثو پسې ځو؛نو ګورو،چې نه يوازې شيعه،چې ځان د اهلبيتو لاروۍ ګڼي؛بلکې هغه ډله،چې له اهلبيتو ځانګړې لاروي نه کوي،په کتابونو کې يې ددې آيت د شان نزول د اهلبيتو ستاينه ګڼلې او وايي،چې ددې آيت د نزول پر مهال حضرت علي (ک)،حضرت فاطمة الزهرا،حضرت امام حسن، حضرت امام حسين او پخپله رسول اکرم و. د اهلسنتو په روايتونو کې راغلي : دا آيت،چې نازلېده؛نو حضرت ام سلمه بي بي( د پېغمبر اکرم مېرمن) هم په کور کې وه،رسول اکرم ته یې وويل : رسول الله ! آيا زه  هم په اهلبيتو کې شمېرل کېږم که نه ؟ رسول اکرم ورته وويل: ته نېکه ښځه يې؛خو په اهلبيتو کې نه شمېرل کېږې .دا خبره د اهلسنتو په ډېرى روايتونو کې راغلې ده.

ګورو،چې همدا آيت در نورو آيتونو په ترڅ کې دى او مخکې او وروسته ترې د پېغمبر اکرم د مېرمنو په اړه دى. مخکې ترې دادي : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء [11]=   د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د(نورو) ښځو غوندې نه ياست)) (البته نه وايي،چې امتياز لرئ) ګناه مو دوه ګرايه ده؛ځکه که ګناه وکړئ؛لومړى داچې ګناه مو کړې او دويم داچې د مېړه د مقام سپکاوى مو کړى دى؛نو دا دوه ګناوې دي او د خير کړنې مو هم دوه ګرايه ثواب لري؛ځکه د خير کړنې مو دوه کړنې دي او لکه څنګه چې ويل کېږي،چې د ساداتو د ښه کړنو او ګناه ثواب او عذاب دوه ګرايه دى ؛ددې لپاره نه دى،چې يوه ګناه د دوى په اړه له نورو سره توپير لري؛بلکې يوه ګناه يې دوه کېږي .د ساري په ډول : که يو "سيد" شراب وڅښي؛نو بې له دې،چې شراب يې څښلي؛يو بل کار يې هم کړى دى او هغه داچې د پېغمبراکرم ځوځات دى؛نو د پېغمبراکرم سپکاوى يې هم کړى دى؛نو څوک چې ګوري،چې پخپله د پېغمبراکرم ځوځات داسې له پېغمبره سرغړونه کوي؛نو په روحيه يې خورا ناوړه اغېز کوي.

په دې آيت کې ضميرونه هم مؤنث دي : (( لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ = د(نورو) ښځو غوندې نه ياست؛كه پرهېزګاري كوئ؛)) څرګنده ده،چې مخاطب يې د پېغمبراکرم مېرمنې دي. تر دوو يا درې آيتونو وروسته يودم ضمير مذکرېږي او همدې آيت ته را رسو((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ [نه وايي : (عنکُن)] الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) بيا ځلي ضمير مونثېږي . قرآن خو يو کار هم بېځايه نه کوي . لومړى يې دلته د ((اهلبيت)) لفظ راوړى او مخکې ترې ټول ((نساءالنبي)) دى : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ))؛يعنې د ((نساءالنبي)) عنوان د پېغمبراکرم د اهلبيتو په عنوان واوړېد او ترڅنګ يې مؤنث ضمير په مذکر ضمير واوړېد.دا خو څه بېځايه خبرې نه دي .په آيتونو کې پر شته مطلب سربېره بل څه ويل غواړي.تردې آيت مخکې او وروسته د پېغمبراکرم د مېرمنو په اړه ټول مکلفيت، ګواښ، ډارول ، رجاء او امر دى : ((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ= او پخپلو كورونو كې اوسئ او د ړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ)) ټول امر،حکم،ګواښ او ترڅنګ يې ډارول او رجاء دى؛که ‌ښه کار وکړئ داسې کېږي او که بد کار وکړئ؛هغسې کېږي.

خو د تطهير آيت تر ستاينې اوچت دى؛له ګناه د پاکوالي او پاکلمنۍ خبره يې کوي.ددې آيت مفاد له مخکېني او وروستني آيت سره توپير لري. دلته مخاطب ((اهلبيت)) دي او هلته ((نساء النبي)) دلته ضمير مذکر دى او هلته مؤنث؛خو همدا آيت چې مفاد يې له مخکني او وروستني آيت سره دومره توپير لري،په هغو آيتونو کې ځاى په ځاى شوى دى؛لکه څوک چې د خپلو خبرو په ترڅ کې بل مطلب وايي او بيا خپلې خبرې ته دوام ورکوي؛نو ځکه زموږ په روايتونو کې امامانو خورا ټينګار کړى،چې د قرآن د آيتونو پيل يو مطلب،منځ يې بل مطلب او پاى يې بل مطلب دى؛نو ځکه د قرآن تفسير ته پر دومره ارزښت قايل دي .

نه يوازې زموږ روايتونو او امامانو ويلي،چې د ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) آيت مخکېنى او وروستنى مطلب سره توپير لري او مخاطب او مضمون يې بې له دوى او په دوى پورې اړوند دى،چې دا کيسه يې په اړه ده؛بلکې ټولو اهلسنتو هم دا مطلب روايت کړى دى.

د مباهلې آيت سمول

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ علي الْكَاذِبِينَ [12]=( د مسيح په باب ) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه درسره شخړه كوي ؛ نو ورته ووايه:((راځئ،چې موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم خپل زامن، موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به پخپله راشو او تاسې هم پخپله راشئ ؛نو بيا به مباهله (او دعا) وكړو او پر دروغجنو د خداى لعنت وغواړو.))                                                                               سمول

پېغمبر اكرم صلى الله عليه و آله د نجران مسيحيان مدينې ته راوبلل، چې له نږدې له "اسلامي دعوت" سره بلد شي، پېغمبر اکرم ورسره ډېرې خبرې اترې وكړې؛خو حق ته يې غاړه نه اېښووله او بېلابېلې پلمې يې كولې، پېغمبر اكرم ورته د حق تعالى په امر د مباهلې بلنه ورکړه او هغوى هم ورسره ومنله، پېغمبر اكرم حسن، حسين، فاطمې بي بي او علي "ك" سره دوعدې ځاى ته راغلل.

مسيحيانو چې دا ځلاندې څېرې وليدې له مباهلې يې ډډه وكړه او مشر يې وويل: داسې څېرې وينم،چې كه له خدايه وغواړي، چې غرونه راونړېږي؛ نو دا چار به وشي .

بيا يې جوړ جاړى وكړ او ژمنه يې وكړه،چې پېغمبر اکرم ته به كلني ماليات وركوي، چې د اسلامي حكومت په سيوري كې  په امن او امان و اوسي.

د مباهلې داستان د قرآن مجيد له هېښنده داستانونو دى او پردې سربېره،د پېغمبراكرم له غوڅو معجزو او پر خپل رسالت باندې يې د ټينګ ايمان ښووونكى دى. بلخوا دا داستان د خداى په نزد د "نبوي كورنۍ" مقام او درناوى راښيي، چې دعا يې منل كېږي او د هر يو شتون د "محمدي اسلام" د حقانيت نښه ده.[13]

صحيح مسلم د فضايل الصحابه د کتاب د ( من فضايل علي بن ابيطالب ) په باب کې په خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص (رض) له خپل پلار روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت معاويه بن ابوسفيان حضرت سعد ته امر وکړ،چې حضرت علي وکنځي .حضرت سعد ورته وويل : چې د علي په باب مې د خداى د استازي درې ويناوې یادې وي؛نو کله به یې هم ونه کنځم او که په هغو دريو خبرو کې يوه هم زما په هکله وه؛نو تر هغه څه به راته ښه واى،چې پر ځمکه پرې لمر لګي :1_  په يو جګړه کې د خداى استازي،علي خپل ځايناستى کړ او جګړې ته يې له ځان سره بو نه تله ؛ نو علي خپه شو او ګيله يې وکړه، چې ښځو اوماشومانو ته يې پرېږدې  او د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې؛نو د خداى استازي ورته وويل : خوښ يې ،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون،چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته به خداى بل استازى نه رالېږي.

2_د خيبر پر ورځ مې واورېدل،چې رسول اکرم وويل : سبا به د جګړې بېرغ هغه چا ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو ټول پر تمه ول، چې پېغمبر اکرم به هغوى ښيي؛خو چې سبا شو؛نو وا مې ورېدل،چې علي ته يې غږ کړ او چې علي يې ورته راوست سترګې يې خوږېدې؛نو پېغمبراکرم یې پر سترګو کې خپلې توکاڼې وروموږلې  او د جګړې بېرغ يې ورکړ اوکلا هم د علي په لاس سوبه شوه .

3_ چې د (فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ)آيت نازل شو؛نو د خداى استازي علي،فاطمه ،حسن او حسين راوغوښتل او ويې ويل : خدايه ! دوى زما اهلبيت دي .

دا روايت ترمذي؛صحيح :2 ټوک،300 مخ ، احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک،185 مخ ،سيوطي په درالمنثور:کې د آل عمران د سورت د مباهلې تر آيت لاندې  او درېمه غونډله يې صحيح ترمذي :2ټوک،166 مخ پر خپل سند له عامر بن عباس بن سعد بن ابي  وقاص له پلار او حاکم ؛مستدرک:3ټوک،150 مخ ( هغه دا حديث د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلې،چې  مسلم او  بخاري يې د حديث د سموالي لپاره غواړي )  بيهقي؛سنن :7ټوک،63 مخ او زمخشري په کشاف کې او فخر رازي دواړو د مباهلې تر آيت لاندې  او شبلنجي؛ نورالابصار: 100 مخ  کې  راوړى دى او د شبلنجي عبارت دا دى: (( مفسرينو ويلي دي : رسول اکرم چې دا آيت له نجرانه  راغلي مسيحي پلاوي ته ووايه او مباهلې ته یې را وبلل؛نو دوى ورته وويل : موږ به په خپل کار کې سوچ وکړ او سبا به ځواب درکړو؛نو يو له بل سره تر سلا مشورې وروسته خپل مشر ته ورغلل،چې هغه ورته څه وايي؛نو ده ورته وويل : نصاراوو ! تاسې ښه پوهېږئ،چې محمد پېغمبر دى او که مباهله مو ورسره وکړه؛نو هلاک به شو ))

او په يوه بل روايت کې يې ويلي دي : پر خداى چې هېڅ قوم له هېڅ پېغبر سره مباهله و نه کړه ؛خودا چې تر وروستي تن پورې هلاک شول ؛ نو که زما منئ ؛نو ايمان پرې راوړئ  او که زما خبره نه منئ او وياست چې مباهله کوئ ؛ نو لږ تر لږه دا خبره خو مې واورئ،چې ولاړ شئ او له هغه سره خداى په اماني وکړئ او بيا خپلې سيمې ته ستانه شئ . د نجران پلاوى پېغمبر ته ورغلل؛و يې ليدل چې حسين يې په غېږ کې راخستى او حسن يې له لاسه رانيولې او فاطمه په پېغمبر پسې او علي هم په فاطمې پسې را روان دى؛نو د خداى استازي وويل : چې دعا مې وکړه ؛نو تاسې آمين ووايی. د نجران اسقف،چې دا حالات وليدل ويې ويل: د نجران نصاراوو ! کومې څېرې،چې وينم که له خدايه وغواړي غر ورته له ځايه را ونه ړوي؛نو خداى به دا کار وکړي؛ نو مباهله و نه کړئ،چې هلاک به شئ او د قيامت تر ورځې به يو نصارا هم پر ځمکه پاتې نشي؛نو نصاراو له مجبورۍ نه وويل : ابا القاسمه ! خوښه مو پر دې راغله،چې مباهله و نه کړو او تا پر خپل دين پرېږدو او ته هم موږ پر خپل دين پرېږدې. رسول اکرم ورته وويل : اوس چې حاضر نه ياست،چې اسلام راوړئ او مباهله وکړئ ؛نو په ګټه او تاوان کې له مسلمانانو سره شريک شئ؛خو نصاراوو ورسره و نه منله؛ نو رسول اکرم ورته وويل : بايد جګړې ته چمتو شئ . نصارارو ورته وويل : موږ له عربو سره د جګړې وس نه لرو؛ خو سوله به درسره وکړو او ددې لپاره چې راسره  و نه جنګېږې او ومو نه وېروې  او ومو نه ګواښې او له خپل دينه مو وا نه ړوې؛نو موږ به هر کال دوه  زره توپه ټوټه درکوو،چې زر توپه به يې د صفر په مياشت او نوره به يې د رجب په مياشت کې ( او په يوه نقل کې راغلي)، 33 زره ،33 نر اوښان ، 34 جنګي اسونه  به درکوو، چې رسول اکرم يې دا وړانديز ومنه او سوله يې ورسره وکړه او ويې ويل : پر هغه خداى قسم،چې ژوند مې یې په لاس کې دى،چې عذاب تر نجرانه را رسېدلى و او که سوله يې نه وه کړې؛نو ټول به د بيزو او خوک پر بڼه شوي ول او دښته به ورته سور اور شوې وه او خداى به ان د نجران ونې او چرګان هم له منځه وړي واى او په کال کې دننه دننه به پر ځمکه ټول نصارا له منځه تللي واى .

زمخشري ددې آيت تر رانقلولو وروسته وايي : دا آيت د اهل کساء د فضيلت ښکارندوى دى، چې هېڅ دليل يې قوت ته نه وررسي او همداراز د رسول اکرم د نبوت يو ښکاره دليل دى؛ځکه نه مخالف او نه  موافق داسې کوم روايت رانقل کړى،چې د نجران نصاراو مباهله وکړه .

فخر رازي هم ددې روايت تر رانقلولو وروسته وايي : دا آيت دلالت کوي،چې حسنين د خداى داستازي زامن دي؛ځکه  کله چې رسول اکرم ته دنده ورکړه شوه، چې خپلو زامنو ته په مباهله کې ګډون ورکړي؛نو د خداى استازي دوی دواړه راوړل؛نو فرضېږي،چې ووايو دوی دواړه د رسول اکرم زامن دي .

بيا وايي : او هغه آيت چې پردې مانا ټينګار کوي، د انعام د سورت دا آيت دى : ( و من ذريته داود و سليمان _ تردې چې وايي : و زکريا و يحيى ) چې معلومه ده،عيسى علیه السلام د مور له پلوه ابراهيم ته منسوب دى؛نه پلار ته؛نو جوتېږي،چې د لور زامن هم د انسان خپل اولاد ګڼل کېږي او وروسته وايي : روايت شوى، چې ابا جعفر باقر له حجاج بن يوسف سره پردې آيت استدلال کړى دى .

او همداراز د بقرې د سورت د ( وعلم آدم الاسماء کلها) آيت په تفسير کې يې ليکي: له شعبي نقل شوي،چې ويلي دي :زه له حجاج سره وم،چې خراساني فقيه "يحيى بن يغمر" يې پر زولونو تړلى له بلخ نه راوست،ورته يې وويل : تا ويلي،چې حسن او حسين د خداى د استازي زامن دي . و يې ويل : هو !. حجاج وويل : يا بايد د خپلې خبرې لپاره د خداى له کتابه څرګند دليل راوړى او يا به دې د بدن يو غړى غوڅوم . يحيى ورته وويل: حجاجه ! د خداى له کتابه به داسې څرګند دليل درته راوړم،چې ورته حيران شې. حجاج يې جرات ډېر زيات حيران کړ،چې په نوم يې ورته غږ وکړ او و يې ويل، چې د ((فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ )) په  آيت استدلال و نه کړې . يحيى : تر دې به هم روښانه دليل راوړم او ويې ويل : ( و نوحاهدينا من قبل و من ذريته داود سليمان_ تردې چې وايي _ و زکريا و يحيى و عيسى ) چې په دې آيت کې عيسى د نوح ځوځات او ذريه ښوول شوې؛نو راته ووايه، چې د عيسى پلار څوک و،حجاج څو شيبې غلى شو او بيا يې وويل : لکه چې دا آيت مې تر اوسه نه و اورېدلى او حکم یې ورکړ، چې زولنې يې له پښو او لاسونو خلاصې کړئ او دومره انعام هم ورکړئ .

دا کيسه سيوطي هم په درالمنثورکې د انعام د سورت (( و وهبناله اسحاق و يعقوب کلا هدينا و نوحا هدينا من قبل ومن ذريه داود و سليمان) په آيت کې له دوو لارو،  چې يو يې ابن ابي  حاتم له ابي  حرب بن اسود او بل يې له ابي  الشيخ ،حاکم ،او بيهقي له عبدالملک بن عميره نه رانقل کړى دى .

( تفسير ابن جرير طبري :3ټوک ،212 مخ ) له زيد او بيا په 212 مخ کې له سدى نه او په 213 مخ کې  له علباء بن ، احمر يشکري او بيا په هماعه مخ کې له زيد نه په دې هکله روايت رانقلوي، چې رسول اکرم ، علي،فاطمه،حسن او حسين په مباهلې کې ګډون کړى و.

( سيوطي په درالمنثور کې د آل عمران د سورت د مباهلې د آيت په تفسير کې ) وايي : حاکم ( هغه دا حديث صحيح ګڼي) او ابن مردويه او ابو نعيم په دلايل کې له جابر څخه روايت کړى،چې ويې ويل : عاقب او سيد، رسول اکرم ته راغلل ؛نو د خداى استازي دواړه اسلام ته راوبلل،دواړو ورته وويل : محمده ! موږ اسلام راوړى دى . د خداى استازي ورته وويل: دروغ وياست او که زړه مو غواړي ؛ نو درته به ووايم، چې ولې اسلام نه راوړئ . ورته يې وويل : ووايه. رسول اکرم ورته وويل : کومه مينه، چې له صليب،شرابو او د خوک له غوښې سره لرئ ؛ نو نه مو پرېږدي،چې اسلام راوړئ  او بيا رسول اکرم د مباهلې بلنه ورکړه او دوى دواړو د سبا وعده ورکړه،چې بله ورځ رسول اکرم علي ،فاطمه ،حسن او حسين  راوستل او پيغام يې ورولېږه،چې راشئ ؛ خو هغوی دواړه را نه غلل او د رسول اکرم پر نبوت يې منښته وکړه.د خداى استازي وويل : قسم پر هغه خداى،چې زه يې استازى رالېږلى يم که منښته يې نه وه کړې؛نو خداى به پرې په بېدیا کې اور راورلى و .

حضرت جابر وايي : د ((فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ)) آيت په دې  پېښه کې نازل شوى او همداراز وايي : له ( انفسنا ) نه مراد پېغمبر اکرم او علي او له ( ابنا ئنا ) نه مراد حسنين او (نسائنا) نه مراد فاطمه ده .

( صواعق محرقه :93 مخ )وايي : دار قطني روايت کړى،چې علي د شورى پر ورځ هغه کسانو ته،چې هلته ناست ول، وينا وکړه : پر خداى قسم درکوم، چې په تاسې کې تر ما رسول اکرم ته بل نږدې شته ؟ او څوک شته،چې خداى هغه د رسول اکرم ځان (نفس) او زامن يې د رسول اکرم زامن کړي وي او د هغې ښځه يې د خداى داستازي ښوولې وي ؛ نو ټولو منښته وکړه، چې شهد الله ،نه ( د حديث تر پايه )

د هل اتى سورت د حضراتو علي ،فاطمه ،حسن او حسين رضى الله عنهم په هکله نازل شوى دى سمول

(اسد الغابه : 5ټوک،530 مخ ) په خپل سند د فضه نوبيه په ژوند لیک کې له مجاهد او حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چى د : (يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا . وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا ) آيت په تفسير کې يې ويلي دي: حسن او حسين ناروغ شول؛نو پېغمبراکرم يې پوښتنې ته راغى او بيا نور خلک هم پوښتنې ته ورغلل،رسول اکرم، حضرت علي ته وويل : ابالحسنه ! څومره به ښه شي، چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې . حضرت علي ورته وويل :که خداى دا دواړه روغ کړل؛نو د خداى لپاره به درې ورځې روژه ونيسم او دا خبره بي بي فاطمې هم واورېده ؛نو هغې هم همدا نذر وکړ. د فضه په نامه یې يوه وينځه درلوده،چې د نوبه (افريقا ) وه ؛نو هغې هم وويل : که خداى مې دې دوو بادارانو ته شفا ورکړه؛نو زه به هم روژه ونيسم . حسن او حسين روغ شول،خو  له "آل محمد" کره هېڅ  څه هم نه وو؛ نو علي (ک) خيبري شمعون ته ورغى او درې منه د اوربشو اوړه يې ترې راوړل،چې بي بي زهرا ترې يو من واغږل او پاخه يې کړل ،چې علي (ک) کور ته راغى؛نو فاطمې بي بي ډوډۍ علي (ک) ته کېښووه،چې په همدې مهال يو مسکين يې د وره مخې ته ودرېد او ويې ويل : سلام دې د محمد پر اهلبيتو وي ! مسکين مسلمان يم ؛ خواړه راکړئ ،خداى دې تاسې ته له جنتي دستر خوانه خواړه درکړي .علي (ک) چې واورېدل؛ نو و يې  ويل : خواړه مسکين ته ورکړئ ؛ نو "آل محمد" پر هغه ورځ او شپه وږي  پاتې شول او روژه ماتي ته يې بې له اوبو هېڅ څه نه درلودل،چې بله ورځ شوه؛نو بي بي زهرا له هغه اوړو يو من نور واغږل او پاخه يې کړل . علي د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ او چې کور ته راغى او خواړه يې ورته مخې ته کېښوول؛نو د وره له خولې غږ راغى : سلام دې پر تاسې وي د محمد اهلبيتو ! زه د مهاجرينو د شهيد پلار مړى يم ؛پلار مې شهيد شوى ؛ څه خواړه راکړئ . آل محمد پر هغه ورځ خپل خواړه پلارمړي ته ورکړل او په خپله يې په اوبو روژه ماتى وکړ . پر درېمه ورځ بي بي زهرا يو من اوړه واغږل او پاخه يې کړل .علي چې د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ ؛ نو کور ته راغى .بي بي زهرا ورته خواړه مخې ته کېښوول، چې په همدې وخت کې يو اسير راغى او و يې ويل : سلام دې پر تاسې وي نبوي کورنۍ ! موږ اسيرانوئ او بندیانوئ او خواړه هم نه راکوئ . پر هغه ورځ نبوي کورنۍ خپل خواړه اسير ته ورکړل او په پايله کې پرله پورې درې ورځې وږي پاتې شول او بې له اوبو يې هېڅ څه هم و نه خوړل، چې دا مهال پېغمبر اکرم ورته راغى او د هغوى لوږه يې وليده او له کيسې خبر شو او پر هماغه مهال جبراییل دا آيت را واست : (هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا ) سمول

دا روايت ابوموسى رانقل کړى او زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د ( و جزيهم بما صبروا جنة و حريرا ) آيت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي،چې واحدي هم دا روايت رانقل کړى او همداراز فخر رازي هم دا آيت ددې سورت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي : واحدي، چې زموږ له اصحابو ځنې  دى، د سبط په کتاب کې يې ويلي : دا سورت د حضرت علي په باب نازل شوى او زیاتوي،چې د کشاف خاوند،چې په خپله معتزلي دى،دا روايت يې له حضرت ابن عباس څخه رانقل کړى دى .

(واحدي ؛اسباب النزول:331 مخ ) د : ((وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا)) آيت د نزول د شان په هکله ويلي : عطاء له حضرت ابن عباس څخه روايت رانقل کړى،هغه مهال،چې حضرت علي د کجورو يو بڼ ته د اوبو ورکولو  ټېکه واخسته،چې په بدل کې به ورته د اوربشو اوړه ورکول کېږي،چې د اوربشو اوړه یې کور ته راوړل؛نو د حريره په نامه خواړه یې ترې پاخه کړل،چې حريره پخه شوه؛نو يو مسکين د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ . سبا يې بيا اوړه پاخه کړل،چې پاخه شول؛ نو يو پلار مړي يې د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ،چې د نن ورځې دا خواړه يې پلار مړى ته ورکړل او بله ورځ هم،چې خواړه پاخه شول؛ نو اسير ته يې ورکړل او نبوي کورنۍ درې ورځې وږې پاتې شوه،چې بيا دا آيت يې په هکله نازل شو

مولف: دا روايت محب طبري؛رياض النضره :2ټوک،227 مخ او په خپل بل کتاب کې ؛يعنې د ذخاير په 102 مخ کې ،سيوطي په درالمنثور کې د ( يطعمون الطعام) د آيت تر تفسير لاندې  ،ابن مردويه او شبلنجي؛ نورالابصار: 102 مخ د شيخ اکبر له مسامرات نه دا راويت رانقل کړى دى او په مسامرات کې راغلي،چې حسن او حسين،چې ناروغ شول؛ نو پېغمبر اکرم يې پوښتنې ته ورغى او علي ته يې وويل : اباالحسنه ! څومره به ښه شي،چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې،علي وويل: زه به يې د روغتيا لپاره درې روژې  ونيسم . بي بي زهرا وويل : زه به هم درې روژې ونيسم . زامنو يې وويل : موږ به هم روژه شو او وينځې يې هم وويل : زه به هم درې ورځې روژه شم او ماشومان،چې خداى روغ کړل؛ نو سبا ته ټول روژه شول او دا چې روژه ماتي ته يې څه نه درلودل؛نو علي(ک) له خپل ګاونډي شمعون کره،چې يو يهودي  و،ولاړ او وړۍ يې ترې راوړې،چې ویې ورېشي او په بدل کې یې درې منه د اوربشو اوړه واخلي،چې فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل،چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛نو خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او چې روژه ماتې یې کاوه؛نو يو مسکين يې دکور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو!  سلام دې پر تاسې وي، مسکين مسلمان يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي په لاس کې کپ کېښود  او ويې ويل :

فاطمې ! د مجد او يقين خاوندې ! په خلکو کې د تر ټولو غوره انسان لورې ! نه وينې چې دا مسکين مو د کور وره ته راغلى، زړه سوځه غږ لري او ایا  داسې نه ده، چې هر په خپلو کړنو کې راښکېل دی.

بي بي فاطمې هم ورته وويل : د تره زويه ! حکم دې پر سر سترګو او هېڅ ګيله نه لرم  او هيلمنه يم، چې د يو وږي د مړولو په بدله کې له ابرار سره يو ځاى شم او په شفاعت يې جنت ته ورننوځم.

وايي : بيا فاطمې دستر خوان ته لاس کړ او هغه څه چې پکې ول، ټول يې مسکين ته ورکړل او په خپله وږي ويده شول . پر سبا يې هم د روژې نيت وکړ،سره له دې چې په روژه ماتي او پيشنمي کې يې بې له اوبو څه نه درلودل. فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يو روټه رسېده . علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛ نو  يو پلار مړى يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، پلار مړى يم او د مسلمانانو پلار مړى  هم يم؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

د کريم سيد لورې ! خداى دا پلار مړى را استولى؛نو نن چې څوک د لورين څښتن خوښي وغواړي؛نو موعد به يې سبا  له نعمتونو په  ډک جنت کې وي .

بي بي زهرا ځواب ورکړ :

ژر به مې خپل او د زامنو خواړه پلار مړى ته ورکړم او هېڅ باک هم نه لرم او خپل خداى به له خپلو هغو زامنو مخکې کړم، چې له پرونه تر اوسه وږي دي؛هغه زامن چې وړوکى (حسين ) به يې د خداى په لار کې وژل کېږي .

او هغه مهال څه چې په دسترخوان کې ول، پلار مړي ته يې ورکړل  او پر هغه شپه هم وږي ويده شول او بې له اوبو يې څه هم و نه خوړل ؛ نو سبا فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يوه روټه رسېده . علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همدا چې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو يو اسير  يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، اسير يم، اسير يې کړم؛خو خواړه يې را نه کړل؛ نو له خپلو خوړو ما ته هم  راکړئ، خداى دې جنتي خواړه درکړي  علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :

فاطمې د احمد نبي لورې ! د هغه پېغمبر لورې،چې په خپله ستر دې او بشر يې ستر کړى دى،داچې ګورئ د کور وره ته دې ولاړ دى؛هغه اسير دى چې له دې ځايه بل ځاى نه لري او اوس يې زولنۍ په لاس کې دي او له  لوږې  تنګ شوى او موږ ته يې ګيله راوړې او نن که چا خواړه ورکړل؛نو سبا به یې ومومي. هو ! هغه به د علي له ایکي یو خداى سره ومومي او څوک چې نن څه وکري سبا به یې رېبي .

بي بي زهرا ورته وويل:

څه چې کور ته راغلي ول، يوازې يو من ترې پاتې دى او لاسونه مې پر څرخۍ او مېچنه ستړي شوي او پر خداى قسم، چې دا درې ورځې مې زامن وږي دي. پالونکيه !هلاک یې مه کړې او هغه مهال په دستر خوان کې یې هر څه اسير ته ورکړل او سبا يې د روژې نيت و نه کړ؛خو نن روژه ماتي ته يې هم څه نه درلودل؛نو علي، حسن او حسين رسول اکرم ته ورغلل او دواړه ماشومان د چورګوړو په څېر له لوږې رپېدل .رسول اکرم چې وليدل ؛ نو ويې ويل : حال مو ډېر خپه کوونکى دى ،پاسئ چې لور ته مې ورشو او بيا له بي بي فاطمې کره راغلل ،ويې ليدل چې په خپل محراب کې پر عبادت بوخته ده او له ډېرې لوږې يې ګېډه په ملا پورې نښتې ده او سترګې يې ژورې شوې دي؛نو همداچې رسول اکرم وليده ؛ نو په غېږ کې يې را ونيوه او ويې ويل : وا  غوثاه ! جبراييل راغى او ويې ويل : محمده ! خداى د اهلبيتو د مېلسمتيا په هکله آيت را لېږلى دى : (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا).


خوشال بابا وایي :

د جهان دولس امام دي سمول

په حديث کې نام په نام دي سمول

يوعلي دويم حســـن دى سمول

بل حسين پاکيزه تــــــــن دى [14] سمول

امام حسن او امام حسين له رسول الله ځنې دي او دوه سبطه يې دي سمول

په تېره ویینه کې مو د علي (ک) ځانگړنې ولوستې اوس د رسول اکرم د دوو لمسيو امام حسن او امام حسين په هکله روايت څېړو، چې يو يې د "منى" کلېمه ده.

د امام احمد حنبل په مسند کې له "مقدام بن معدى کرب" روايتوي چې:

رسول اکرم، حسن رضى الله عنه په غيږ کې ونيو او و يې ويل: "هذا منى": "دا له ما څخه دى[15]".

او له "براء بن عازب" څخه روايت دى چې وايي: "پېغمبر حسن يا حسين ته وويل":"دا له ما څخه دى"[16]

بخاري، ترمذي، ابن ماجه، احمد او حاکم له "يعلى بن مره" څخه روايتوي:

پېغمبر اکرم وويل: "حسين منى و انا من حسين، احب الله من احب حسينا، حسين سبط من الاسبط": "حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم ، خداى دحسين مينوال، ښه گڼي، حسين له "اسباطو" يو سبط دی .[17] "

او په بل روايت کې وايي: "حسن او حسين له  "اسباطو" دوه سبطه دي."[18]

او له "ابو رحثه" روايت دى: رسول اکرم وويل: "حسين له ما څخه دى او زه له هغه څخه يم او هغه له "اسباطو" يو سبط دى.[19]"

او له "براء بن عازب" روايتوي چې: رسول اکرم وويل: "حسين له ما څخه دى او زه له حسين څخه يم، مينوال يې خداى ښه گڼي. حسن او حسين له "اسباطو" دوه سبطه دي."[20]

رسول اکرم چې د امام حسن او امام حسين په باب د "منى" کلېمه کارولې هماغه ده، چې د دوى د پلار په باب يې ويلې وه او مراد ترې دا دى چې دوى د تبليغ په مقام کې د پېغمبر اکرم په څېر دي.

او دا چې رسول اکرم وايي: "انهما سبطان من الاسباط" مانا يې دا نه ده، چې دوى د نورو بشري لمسيو په څېر؛ يوازې دوه لمسي يې دي، دا يوه جنتي خبره ده او د "الاسباط" په کلېمه کې "الف و لام" د ذهني عهد لپاره او هغه اسباط ته اشاره ده، چې د قرآن کريم په آيتونو کې راغلې ده؛ لکه:

((قُولُواْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ [21] = ووايئ چې : (( موږ  پر الله او پر هغه  لارښوونو ايمان راوړى،چې راته راغلي دي او هغه چې د ابراهيم او اسماعيل او اسحاق او يعقوب ځوځات ته راغلې وې او هغه چې موسى او عيسى او نورو پېغمبرانو ته د هغو د پالونكي له لوري وركول شوې وې،موږ د دوى د يوه ترمنځ هم توپير نه كوو او يوازې خداى ته تسليم يو،(او نژادي توپيرونه او شخصي هيلې ددې لاملېداى نشي،چې ځينې لارښوونې ومنو  او ځينې پرېږدو).))

((أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَـقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطَ كَانُواْ هُودًا أَوْ نَصَارَى قُلْ أَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَادَةً عِندَهُ مِنَ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ [22]= يا ستاسې د كتابيانو وينا داده : (( ابراهيم او اسماعيل او اسحاق او د يعقوب ( دولس ګونى) ځوځات ټول يهوديان يا نصرانيان وو!)) ورته ووايه :((تاسې ښه پوهېږئ كه خداى؟!)) (كه څه هم ښه پوهېږئ،چې هغوى نه يهوديان او نه نصرانيان وو؛نو ولې حقيقت پټوئ) تر هغه به بل لوى ظالم څوك وي،چې خداى ورته د يوې شاهدۍ ذمه واري ور تر غاړې كړې وي (؛خو) پټه يې كړي ؟ او خداى مو له كړنو ناخبره نه دى.))

((قُلْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ [23]= ووايه : (( پر خدا ى مو ايمان راوړى دى او پر هغو ښوونو (هم) چې  پر موږ، ابراهيم ،اسمعيل،اسحق،يعقوب او د يعقوب پر ځوځات نازلې شوې وې او پر هغو لارښوونو هم ايمان لرو،چې موسى،عيسى او(نورو) استازيو ته د هغو د پالونكي له لوري وركړاى شوي دي، موږ د هېڅ يوه ترمنځ یې توپير نه کوو او (فرمان) ته يې تسليم يو.))

((إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإْسْحَقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا [24]=په رښتيا موږ تاته هماغه وحې کړې ده؛لكه څنګه چې نوح او تر هغه وروسته پېغمبرانو ته مو کړې وه او (همداراز) موږ ابراهيم،اسماعيل،اسحاق،يعقوب او اسباط[=بني اسرائيل] او عيسى او ايوب او يونس او هارون او سليمان ته وحې کړې وه او موږ داوود ته زبور وركړ.))

نو ځکه رسول اکرم چې د امام حسن او حسين په باب د "الاسباط" کلېمه کار ولې نو "الف و لام" يې هغه دى چې مسلمانان له دې ايتونو په خپل ذهن او ياد کې ولري او چې رسول اکرم يې په حق کې څه ويلي، هماغه دي چې د هغوى د پلار په باب يې ويلي دي چې: "هغه رسول الله ته داسې و لکه هارون چې موسى ته و" او موسى ته د هارون مقام، خداى تعالى  د موسى له خولې داسې شرح کوي:

(( قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي. وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي .وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي .يَفْقَهُوا قَوْلِي .وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي . هَارُونَ أَخِي . اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي .وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي .كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا .وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا .إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًا .قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى'[25]' = (موسى) وويل :(( پالونكيه!سينه مې پراخه كړه؛ او كار مې راته  اسانه كړې ؛او له ژبې مې غوټه پرانځه؛چې  زما په خبرو پوه شي او له كورنۍ مې يو وزير(مرستيال) راته وټاكه؛هارون،چې ز ما ورور دى . ملا مې پرې ټينګه كړه؛ او په كار كې يې راسره برخوال كړه؛چې ډېره پاکي دې ووايو؛او ډېر دې ياد كړو؛ ځكه ته تل زموږ د حالاتو څارونکى يې.)) (خداى) وويل : ((موسى! په يقين غوښتنې دې دركړل شوې . ))

او هم يې ويلي:

((وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ . قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَانًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِآيَاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَكُمَا الْغَالِبُونَ[26] =   او زما د ورور هارون ژبه ترما ښه روانه ده؛نو ته هغه راسره مرستيال ولېږه،چې ما تاييد كړي؛[ځكه] وېرېږم چې ما به دروغجن وګڼي .)) ويې ويل : (( ژر به ستا مټ ستا په ورور ټينګ (او پياوړى)كړو او تاسې دواړو ته به برلاسي در پر برخه كړو او زموږ د نښو په بركت به هېڅ زيان در ونه رسولاى شي،تاسې او ستاسې لارويان بريالي دي .))

او هم يې ويلي:

((وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلاَثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ [27]= او موږ له موسى سره د دېرشو شپو وعده ايښې وه، بيا مو پر هغې لس شپې (نورې) پوره كړې او په دې توګه له هغه سره د خپل پالونكي ټاكلې موده پوره څلوېښت شپې شوه  او موسى (د تلو پر وخت) خپل ورور هارون ته وويل :(( ته مې په قوم كې زما ځايناستى وسه او(چارې يې) سمې کړه او د ورانکارو پر لار مه ځه .))

او ويلي يې دي:

((وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا  [28] =  او په يقين،چې موږ موسى ته (اسماني) كتاب وركړى و او ورور مو يې هارون د هغه مرستيال كړ))

((ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَى وَأَخَاهُ هَارُونَ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ [29]=  بيا مو موسى او ورور يې هارون له خپلو آيتونو او څرګند دليل سره ولېږل ))

خداى تعالى په دې آيتونو کې د هارون د موسى مرستندوى او په نبوت کې يې وزير او برخوال کړى دى او موسى هم هغه په خپل قوم کې خپل ځايناستى کړى و. او دا چې خاتم الانبياء په ډاگه ويلي چې "علي ورته داسې دى لکه هارون چې موسى ته و" او يوازې نبوت يې ترې استثنا کړى دى، او هغه هم په دې علت چې تر انحضرت وروسته به بل پېغمبر نه وي؛ نو څه چې علي (ک) ته پاتې کېږي؛ د پېغمبر ملاتړ او د پېغمبر په زمانه کې ورسره د الهي احکاموو د تبليغ په چارو کې گډون او تر رسول اکرم وروسته په امت کې يې خليفه او ځايناستى او د تبليغ د روند پټي پر اوږد کول دي.

همدغسې دوه زامنو "حسن او حسين" ته يې چې په دې امت کې د "اسباط" په مقام کې دي او چې څه هغوى ته و، دوى ته هم ثابت دي؛ خو بې د نبوت له مقامه، چې تر رسول اکرم وروسته به بل پېغمبر نه وي؛ خو، د خداى له لوري د الهي احکامو د تبليغ مسووليت به ور تر غاړې وي.


[1] .     ارمغان ٥مخ

[2] . اسدالغابه 2/18 ، مقاتل الطالبيين، 78

[3] . د امام زيد مسند /468 مخ

[4] . مستدرك الصحيحين 3/179 ، اسدالغابه 2/18 تاريخ الخلفا 6/188 ،  د امام زيد مسند /468 مخ .

[5] . ذخائرالعقبى، 120 ،مستدرك الصحيحين 3/179

[6] . المعجم الكبير 1/36 ،د ترمذى سنن 5/325 ،انساب الاشراف 5/291  .

[7] . ابن مغازلي شافعي، مناقب على بن ابيطالب 328 مخ ، 375 حديث ، حاكم حسكاني حنفي، شواهدالتنزيل 1/44 ، 45 ، 47 ، شيخ سليمان قندوزي حنفي، ينابيع الموده 126 مخ، د اسلامبول چاپ .

[8] (شورى/٢٣)

[9] .  امام سيوطي، الدارالمنثور 5/7 ،  ابن حجر هيثمي شافعي، الصواعق المحرقه 170 .

[10] (احزاب/٣٣)

[11] (احزاب/٣٢)

[12] ( آل عمران/٦١)

[13] . تر همدې آيت لاندې د طبري، بيضاوي، نيشاپوري، كشاف، الدارالمنثور، او د واحدي اسباب النزول تفاسير.

[14] . ٨٠٥ ارمغان خوشحال .

[15] . امام احمد حنبل مسند (٤/١٣٢ مخ)؛ کنز العمال (١٣/٩٩-١٠٠ مخونه) او (١٦/٢٦٢ مخ)؛ منتخب کنزالعمال (٥/١٠٦ مخ)؛ جامع الصغير (٣/١٤٥مخ)

[16] . کنزالعمال (١٦/٢٧٠ مخ)

[17] . بخاري الاباب المفرد، باب معانقة الصبتى، ٣٦٤ حديث ؛ ترمذي سنن (١٣/١٩٥ مخ) ؛ ابن ماجه سنن، کتاب المقدمه: باب١١ ، ١٤٤ گڼه حديث ؛ امام احمد حنبل مسند (٤/١٧٢)؛ حاکم مستدرک (٣/١٧٧مخ) چې حاکم او ذهبي دواړو دا حديث سم گڼلى دى ؛ اسدالغابه (٢/١٩) او (٥/١٣٠ مخ).

[18] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)

[19] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)

[20] . کنز العمال (١٦/٢٧٠ مخ) او (١٣/١٠١ او ١٠٥ مخونه)

[21] . بقره: ١٣٦ آيت:

[22] . بقره: ١٤٠ آيت:

[23] . آل عمران: ٨٤ آيت

[24] . نساء ١٦٣ آيت:

[25] . طه: ٢٥-٣٦ آيتونه

[26] . قصص: ٣٤-٣٥ آيتونه:

[27] . اعراف: ١٤٢ آيت

[28] . فرقان: ٣٥ آيت

[29] . مؤمنون: ٤٥ آيت