ويکيپېډيا:حضرت بابا آدم علیه السلام- پښتو داستان
حضرت آدم عليه السلام
سمولچې"انسان" لا پيدا شوى نه و؛ نو مهربان څښتن لومړى ځمكه او اسمان پيدا كړل او بيا يې غرونه، سيندونه او سمندرونه او ورپسې شنې ونې او بوټي رازرغون شول او شنې او ښکلې دښتې،ځنګلونه او چمنونه ترې جوړ شول . حشراتو او الوتونکيو الوتل پيل كړل، ډول ډول کبانو په سمندرونو او سيندونو كې ژوند پيل كړ، بيديا او ځنګلونه له ډول ډول څارويو ډك شول بيا څښتن پرښتو ته چې پخوا يې پيدا كړې وې او د څښتن پر عبادت بوختې وې، وويل :" پرښتو! ټولې را ټولې شئ ! د يوې مهمې موضوع په هکله درسره خبرې کول غواړم .
كوچنۍ،لوى، لرې او نږدې پرښتې ټولې په وېره د "عرش" پر لور ور والوتې،چې څو شېبې وروسته د څښتن ځلاند او ښکلي تخت ته و رسېدې .
لورين څښتن وويل : "ډېر ژر به يو بل موجود پيدا كړم،چې پر ځمكه ژوند وكړي او هلته مې استازى شي ."
د پرښتو د زړه لوى ارمان و،چې څښتن يې پر ځمكه استازې كړي؛نو په خپګان يې يو بل ته وويل : "چېرته خطا خو به مو نه وي كړې او تېروتي خو به نه يو يا د دندو په سرته رسولو كې خو به مو ناغېړي نه وي كړې،چې څښتن غواړي د ځمكې لپاره يو بل موجود پيدا كړي!؟"
بيا ټولو پرښتو يوه خوله وويل :" خدايه! بيا يو داسې مخلوق پنځوې،چې د ځمكې خاوره په وينو ولړي؟ حال دا چې موږ خو دې په ډېره مينه او پاكۍ پر عبادت بوختې يو."
څښتن هم داچې د پرښتو اشتباه لرې شي او له ذهنه يې وسوسې ووځي؛ځواب يې وركړ:
"پر داسې څه پوهېږم،چې پرې نه پوهېږئ . ډېر ژر به هغه موجود وپنځوم او خپل استازى به يې كړم؛ نو په خپلو سترګو به ووينئ چې پرې نه پوهېږئ."
بيا څښتن حكم وكړ،چې څه خاوره او اوبه راوړئ او خټه ترې جوړه كړئ،چې له دې خټې يې "آدم" او "حوا" جوړ كړل،چې بيا يې پکې خپله ساه واچوله او خپل علم يې ور زده كړ او بيا يې د نړۍ د ټولو موجوداتو نومونه ور وښوول او حضرت"آدم" هم ټول زده كړل .
حضرت "آدم" يې،چې وپنځاوه، څښتن پرښتو ته حکم وكړ: آدم ته سجده وكړئ،چې ټولو پرښتو په مينه،عاجزۍ او تواضع،پر ځمكه تندى كېښود او حضرت "آدم" ته يې سجده وكړه؛ خو په دوى كې "ابليس" (شيطان) د څښتن له حکمه سرغړونه وکړه او حضرت "آدم" ته يې سجده ونه کړه.
څښتن شيطان وپوښت : ولې دى سجده ونه کړه؟ ايا مغرور او ځانمنى شوى يې؟
شيطان وويل : زه تر "آدمه" غوره يم، زه دې له اوره جوړ كړى يم او "آدم" دې له خټې، زه به هېڅكله سجده ورته ونه کړم .
خداى(ج) هم شيطان ددې سرغړونې له امله له خپل درشله وشاړه او سزا يې وركړه .
شيطان وويل : خدايه! اوس چې دې له خپل درشله وشړلم؛نو اجازه راكړه تر قيامته ژوندى پاتې شم .
څښتن د شيطان دا هيله ومنله؛خو شيطان د خداى(ج) ددې لورنې شكر ادا نه کړ؛بلكې په ګستاخۍ او بې شرمۍ يې وويل : " اوس چې داسې شوه،چې له خپل درشله دې وشړلم؛ نو "آدم" او زامنو ته به يې په لار كې پټ شم،چې بې لارې يې كړم .
لورين څښتن وويل : څوك چې دې خبرې ته غوږ ږدي؛ نو ځاى به يې په دوزخ كې وي .
بيا څښتن ددې لپاره،چې پرښتو ته جوته كړي،چې "آدم" ترې غوره دى؛ نو د عالم موجودات يې پرښتو ته ور وښوول،ورته يې وويل : كه پوهېږئ؛ نو ددې څيزونو نومونه واخلئ؟
پرښتو،چې څومره پر خپل ذهن زور راووړ، و يې نه شو کولاى د څښتن د پوښتنې ځواب وکړي، و يې ويل : "خدايه! ته حکيم او پوه يې؟"
بيا څښتن "آدم" ته حکم وكړ ،چې پرښتو ته ددې موجوداتو نومونه واخلي او همدلته وو،چې د "آدم" غوره والى جوت شو او د "آدم" د پيداېښت په راز يې سرونه خلاص شول .
بيا مهربان څښتن حضرت "آدم" او بي بي "حوا" جنت ته وردننه کړل،ورته يې ويل : په پوره ازادۍ څه مو چې خوښه وي،د جنت له خوړو وخورئ؛خو پام كوئ ،چې بېخي دې شنې ونې ته لاس ور نه وړئ او هېر مو نشي، چې شيطان مو دښمن دى .
حضرت "آدم" او بي بي "حوا" ته خداى(ج) ډول ډول نعمتونه وركړل، هغوى په جنت كې خوندور خواړه او خوږې اوبه څښلې او په جنت كې يې خورا هوسا ژوند درلود.
شيطان له دې،چې حضرت "آدم" او بي بي "حوا" په جنت كې وو،خورا خپه و او د څښتن له درشله د شړل كېدو لامل يې هم دوى ګڼل؛ نو هوډ يې وکړ هر څنګه چې وي، د جنت له دې ښايسته ژوند او نعمتونو يې بې برخې كړي؛ نو يوه ورځ په غلا او پټه جنت ته ورننووت او په چل ول له حضرت"آدم" سره په خبرو شو.
شيطان ورته ځان داسې وښود،چې ګنې د زړه سوي له امله ورته دا خبرې كوي او خير او صلاح يې غواړي؛ نو په زړه سوي يې حضرت"آدم" ته وويل : خبر يې ،چې ولې درته خداى(ج) وايي،چې هغې ونې ته مه ورنږدې كېږئ ؟ دليل يې دادى،چې كه مېوه يې وخورئ؛ نو پرښتې به شئ او تل به په جنت كې مېشت شئ .
څو ورځې پرله پسې شيطان له "آدم" او "حوا" سره خبرې وكړې . شيطان به پر خپلو خبرو خورا ټينګار كاوه، قسم يې خوړلى و او پر تېرايستو يې بوخت شو،چې بالاخره د "شيطان" خوږو او غوړو خبرو حضرت"آدم" او بي بي "حوا" تېر ايستل او له هغې ونې يې وخوړل او همدا وو،چې ناڅاپه يوې زلزلې ټول جنت وخوځاوه او ورپسې برېښنا، تندر او توپان راغى ،چې د حضرت" آدم" او بي بي "حوا" له تنه يې د جنت جامې هم وايستې او لوڅ بربنډ پر ډاګه پاتې شول او له خداى(ج) يې بښنه وغوښته.
مهربان څښتن ورته وويل : ايا تاسې مې د هغې ونې د مېوې له خوړو نه وئ منع كړي؟ مګر تاسې ته مې نه وو ويلي،چې پام مو وسه،چې شيطان مو دښمن دى .
بيا مهربان څښتن د حضرت "آدم" او بي بي "حوا" توبه ومنله ورته يې وويل : اوس ولاړ شئ او پر ځمكه نوى ژوند پيل كړئ؛خو هلته مو هم پام اوسه ،چې "شيطان" مو تېر نه باسي .
حضرت "آدم" او بي بي "حوا" پر ځمكه نوى او له ستونزو ډك ژوندپيل كړ. اوس ورته دا ژوند د جنت د شپو ورځو په څېر هوسا نه و. څو موده وروسته، د بي بي"حوا" په خېټه ماشوم شو،چې د "حوا" يو زوى "قابيل" او د هغه هم زولې خور " لوا" وزېږېدل . څو موده وروسته "هابيل" او خور يې "اقليما" هم وزېږېدل ،چې دې وروڼو او خويندو له خپل مور و پلار سره ژوند كاوه، تردې چې لوى شول .
"قابيل" پر "كرهڼه" او ورور يې پر "شپونولۍ" بوخت شو او داچې له هماغه پيله د څښتن اراده او خوښه داسې وه ،چې پر ځمكه د حضرت"آدم" ځوځات ډېر شي؛ نو حضرت "آدم" ته يې وويل : د "هابيل" همزولې خور "قابيل" ته او د "قابيل" همزولې خور "هابيل" ته واده كړه .
حضرت "آدم" د څښتن حکم خپلې مېرمنې او زامنو ته ووايه .
"قابيل" د خپل پلار په خبرو غوسه شو، ويې ويل : د څښتن دا حكم نه منم او د "هابيل" له خور سره واده نه کوم؛ ځكه زما خور د "هابيل" تر خور ښکلې ده او د هغه خور بدرنګه ده.
څومره چې حضرت "آدم" او حوا "قابيل" ته نصيحت كاوه ،چې و هلكه! د څښتن حکم دى ويې منه؛ خو "قابيل" ورسره و نه منله؛نو له ناچارۍ حضرت"آدم" له خدايه وغوښتل،چې د راپېښې ستونزې لار ور وښيي.
مهربان څښتن ورته وويل : ستا دواړه زامن دې راته قرباني وكړي د چا قرباني مې،چې په خپل اور كې وسوځوله؛ نو د ټاکنې حق به هماغه لري.
"هابيل" د قربانۍ ځاى ته تر ټولو ښه اوښ راوست او له څښتنه يې بښنه وغوښته :" خدايه! و مې بښې ،چې تردې اوښ بل څه ښه نه لرم،چې قرباني يې كړم . "
"قابيل" وويل : "هسې هم دا قرباني سوځوي؛ نو څه توپير كوي،راځه او همدا وراسته غنم د قربانۍ ځاى ته يوسه ."
څښتن د "هابيل" قرباني ومنله او "هابيل" د "قابيل" له همزولې خور سره واده وكړ .
"قابيل" له دې امله چې د څښتن په ازمېينه كې پاتې راغلى و،غوسه يې خپل ورور ته وويل :" وبه دې وژنم او يوه ورځ به دې هم ارام ژوند ته پرې نه ږدم ."
"هابيل" ورته وويل : "ورور جانه! پر كږه لار قدم مه ږده! غوره به وي،چې له خدايه بښنه وغواړې ."
ددې ورځ پر سبا "قابيل" له خوبه راپاڅېد، هغه چې د خپل ورور د وژلو نقشه په سر او ماغزو كې درلوده؛ نو د بيديا پر لور روان شو.
"قابيل" هم هغه ځاى ته ورغى،چې "هابيل" به پکې د ورځې ګډې څرولې او خپل شاو خوا ته يې وكتل، ويې ليدل ،چې ورور يې د يوې ونې تر سيوري لاندې ويده دى. "قابيل" يوه لويه ډبره راواخسته او د خپل ورور سر يې پرې چكني كړ او و يې واژه .
"قابيل" نه پوهېده ،چې اوس به له دې مړي سره څه كوي،خپه او ناکراره يې هاخوا او دې خوا منډې وهلې ، چې څه وكړي؟ په دې وخت كې څښتن يو "كارغه" راولېږه،چې په خپلو پښو ځمكه وكني او "قابيل" ته وروښيې ،چې څنګه خپل ورور ښخ كړي .
"قابيل" چې له كارغه د ښخولو چل زده كړ ، پر خپل كړي كار خورا پښېمانه و،اوښكې يې له سترګو را روانې وې او چغې يې وهلې: زه د خپل ورور په ښخولو کې تردې كارغه هم عاجز او بېوسه يم .
هغه ورځ ،چې لمر ډوب شو؛ نو "قابيل" چې كور ته راغى؛ حضرت"آدم" د "هابيل" په اړه وپوښت .
"قابيل" ورته وويل : خبر نه يم؛خو حضرت "آدم" په زړه كې ويل ،چې يو څه خو شوي،چې تر پلټنې وروسته پوه شو ،چې زوى يې وژل شوى دى .
حضرت"آدم" ډېر خپه شو او همداسې يې په خپګان كې خپلې شپې ورځې تېرولې،چې د څښتن له اړخه ورته وحې راغله : مه خپه كېږه! زه به د "هابيل" پر ځاى بل زوى دركړم .
څه موده وروسته بيا د بي بي "حوا" خېټه شوه او يو ښکلى زوى يې وشو،چې نوم يې پرې "شيث" كېښود .
شيث؛ يعنې د څښتن ډالۍ.
"حضرت آدم" (ع) تر كلونو ژوند وروسته ومړ. څوك وايي : د حضرت "آدم" عمر 930 كاله او څوك وايي : 1040 كاله و.
لیکوال: اسماعیل هنرمندنیا
ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال
پته:www.andyal.com