ويلزي ملتپالنه

ويلزي ملتپالنه د ويلز د کلتور (هڅوب) او د يوملت يا هېواد په توګه د ويلز په بې ساري توب ټينګار او د هغې لمانځنه کوي. شونې ده چې ويلزي ملتپالنه کې د زياتې خپلواکۍ او خپل اختيارۍ غوښتنې شاملې وي، په کومه کې چې ويلز ته د زیات واک سپارل شامل دي، دا معنا چې د «سينيډ» (د ويلز پارلمان) لپاره زيات واکونه يا بشپړه ويلزي خپلواکي.

تاريخ

سمول

په ويلز کې د انګلستان واکمني

سمول

د انګلو-نورمان له نېواک مخکې، د دې سيمې د تاريخ په ډېره برخه کې، ويلز په ګڼو پاچاييو وېشل شوی و. وخت په وخت، د «هاول ډا، ګروفوډ اپ کلايويلين» او «ستر روډري» په څېر واکمنو وکولای شول چې ډېرې پاچايۍ سره يوځای کړي، خو د دوی په مړينې د دوی سيمې سره ووېشل شوې.[۱]

په لومړي ځل په ۱۰۵۵ز کال کې ويلز د يو واحد خپلواک هېواد په توګه د ويلز د يواځيني پاچا په مشرۍ کې راڅرګند شو، چا چې د ويلز ټولې سيمې په واک کې درلودې، نوموړی « ګروفوډ اپ کلايويلين» او واکمنۍ يې تر ۱۰۶۳ پورې دوام وکړ. درې کاله وروسته د نورمان بريد پيل شو، کوم چې د لنډې مودې لپاره د ويلز ډېره سيمه په واک کې درلوده، خو تر ۱۱۰۰ پورې انګلو-نورمانز واکمني تر کمې سيمې «ګوينت، ګلامورګن، ګوير» او «پيمبروک» پورې راښکته شوه، دا هغه سيمې وې چې د پام وړ انګلو-نورمان نېواک يې تجربه کړ، په داسې حال کې چې د سرحدي سيمو پر سر د ويلز د شهزاده ګانو او انګلو-نورمان مشرانو تر منځ شخړې د «ويلزي مارچيز» په نوم پېژندل کېږي.[۲][۳]

د انګليسي او نورمانز له خوا بريدونو هم د پاچاييو تر منځ وېش زيات کړ. په دولسمه پېړۍ کې، نورماني پاچا د انګلستان «دويم هينري» د درې ډېرو پياوړو ويلزي پاچاييو تر منځ له اختلافاتو څخه ګټه واخيسته چې هغه درې پاچايان هر يو «ګوينيډ، پوايز» او «ديهيبارت» وو او له «هينري» سره یې مرسته وکړه چې په ويلز کې سترې لاسته راوړنې ولري. هغه لومړی د «پوايز» «ماډاګ اپ ماريډوډ» ته ماتې ورکړه او بيا یې ورسره په ۱۱۵۷ز کال کې اتحاد وکړ او دا اتحاد يې د «اوين ګونيډ» ته د ماتې ورکولو په لار کې وکارولو. نوموړي له دې وروسته د «ډيهيبارت» د «ریس اپ ګروفيډ» لور ته مخه کړه، څوک چې بالاخره په ۱۱۷۱ز کال کې هغه ته تسليم شو، په دې ډول يې د ويلز ډېره برخه د «هينري» د «انګيوين» سترواکۍ ته په برياليتوب سره تسليم شو.[۱]

يه درلسمه پېړۍ کې، د ويلز وروستي شهزاده وروستي «کليويلين» له پاچا «هينري» سره په ۱۲۶۷ز کال کې د «مونټوګوميري» معاهدې د تړون پر بنسټ په ويلز کې خپل حقوق تر لاسه کړل. د «هينري» ځای ناستي، لومړي «ايډوارډ» له «سايمون ډي مونټفورټ» سره د «لايويلاين» اتحاد لغوه کړ، چا چې د انګليسي پاچا په وړاندې د نورو مشرانو سره په شريکه د ۱۲۶۴ او همدا شان په ۱۲۶۷ز کال کې د مشرانو په دويمه جګړه کې پاڅون وکړ، د «ايډوارډ» ځواکونو «لايويلاين» يو تړون ته اړ کړ، د کوم په پايله کې چې «کليويلين» يواځې له «ګوينيډ» څخه خپل ځواکونه وايستل. په ۱۲۸۲ز کال کې، هغه مهال کله يې چې د ويلز د «بولټ» سره نږدې په «کليميري» کې د ځواکونو راټولولو هڅه کوله، «کليويلين» د «ايډوارډ» د يو سرتيري له خوا ووژل شو. د «کليويلين» ورور، «ډافيډ اپ ګروفايډ» په ويلز کې د لنډې مودې لپاره د ځواکونو مشري وکړه، خو د «ايډوارډ» له خوا ونيول شو، ورسته اعدام او بيا يې بدن څلور ټوټې کړای شو، په دې ډول د ويلز خپلواکي پای ته ورسېده.[۴][۵]

له نېواک راهيسې په ويلز کې د انګلستان واکمنۍ په وړاندې ويلزي بغاوتونه موجود وو. تر ټولو وروستی او تر ټولو مهم بغاوت يې په ۱۴۰۰-۱۴۱۵ز کلونو کې د «ګلاينډر» پاڅون و، کوم چې د لنډې مودې لپاره خپلواکي تر لاسه کړه. «اوين ګلاينډر» په ۱۴۰۴ز کال کې لومړی ويلزي پارلمان «سينيډ» په «ماچيدليت» کې جوړ کړ، په کوم کې چې هغه د ويلز د شهزاده په توګه او د خپلواکۍ لنډه موده اعلان شوه، تر ۱۹۹۹ز کال پورې د ويلز قانون جوړونکې هسته بيا د ويلز د ملي اسامبلۍ په توګه جوړه نه شوه، خو په ۲۰۲۰ ز کال کې همدې هستې ته د «سينيډ» سامور/ويلز پارلمان نوم ورکړل شو.[۶][۷]

په شپاړسمه پېړۍ کې، د «توډور» واکمنې کورنې «اتم هينري» (کوم چې د ويلزي توکم شاهي کورنۍ وه) او د انګلستان پارلمان د ويلز په لايحو کې قوانين تصويب کړل، کوم ته چې د «د اتحاد قانون» نوم هم ورکول کېږي، دې قانون ويلز په بشپړ ډول د انګلستان په پاچايۍ کې داخل کړ. [۸]

د اتم «هينري» د واکمنۍ پر مهال، د کوم ډول ديموکراتيکي لارښونې پرته د ويلز د لایحو ۱۵۳۵ او ۱۵۴۲ قوانين تصويب شول او ويلز يې د انګلستان له حقوقي سيستم سره ضم کړ. د ويلز پر ضد هغه ځپونکي اقدامات لرې کړای شول، کوم چې د «اوين ګلاینډر» د بغاوت راهيسې پوه پېړۍ مخکې لګول شوي وو. د دې قوانينو د تصويب په پايله کې، له ويلزي ژبې په ويلز کې رسمي حيثيت او دنده  واخيستل شول. د ويلز حقوقي سيستم هم په خپل وار سره لغوه کړای شو، په دې موخه چې ويلز په حقوقي ډول د انګلستان په حقوقي سيستم کې داخل کړي. دې قوانينو همدا راز ويلز ته د «ويسمينيسټر» په پارلمان کې سياسي استازولي ورکړه. [۹]

نولسمه پېړې

سمول

د ويلز په ځينو سيمو او په ځانګړي ډول په «ميرتير ټايډفيل» او نږدې سيمو کې چټک صنعتي کېدو د ويلزي کارګرې طبعې سخت دريځي او پیاوړی خوځښتونه پیدا کړل، کوم چې د ۱۸۳۱ز کال د «ميرټير» د پاڅون ، کوم چې د قانونيت پراخه ملاتړ کاوه او د ۱۸۳۹ز کال د «نيوپورټ» د پاڅون لامل وګرځېدل. [۱۰]

د ويلز د «پريسبيټري» کليسا په جوړېدو سره، په ويلز کې د انګلستان د رسمي کليسا سره مخالفت بريالی شو او په کرار کرار په کليسا کې د محافظه کارو پخوانيو اکثريت رايو د «باپټيسټانو» او «کانګريګيشنليستانو» (جماعت پلوو) کليساو په پخوانیو مخالفو کليساوو کې د زياتو سخت دريځو او ليبرال رايو سره اتحاد وکړ. دا سخت دريځۍ بېلګه د «کانګريګيشنليستانو» مذهبي مشر د «لانيلي» «ډيويډ ريس» ورکړې ده، چا چې له ۱۸۳۵ څخه تر ۱۸۶۵ر کال پورې د « Y Diwygiwr » (سمونپال) په نوم مجلې مديريت وکړ. خو هغه يواځينی غږ نه و: «وليام ريس» (چې د ګويلام هارايتونګ په نوم پېژندل کېږي) په ۱۸۴۳ز کال کې د «Yr Amserau» (The Times) په نوم مجله جوړه کړه او په همدې کال «سمويل رابرټس» هم يوه بله سخت دريځه مجله جوړه کړه چې د « Y Cronicl » (The Chronicle) په نوم وه. دواړه« کانګريګيشنليستي» پادريان وو.[۱۱]

د شنو کتابونو درغلي

سمول

ويلزي ملتپالان په ۱۸۴۷ز کال کې په ويلز کې د پوهنې د وضعيت په اړه د څېړنو کميشنرانو د راپورونو له امله په غوصه وو. دې راپورنو شين پوښونه درلودل او د « Brad y Llyfrau Gleision » په توګه يا په انګليسي کې «د شنو کتابونو دليل» په بڼه مسخره شول. د دوی موندنه دا وه چې په ويلز کې د زده کړې حالت ډېر ناوړه دی؛ دوی ويلزي ژبې او د انګلستان د کليسا مخالف دين وغندل. د کميشنرانو راپور د وحشيانو او بې اخلاقو په توګه په ويلزي ژبه د خبرې کونکو د بللو له امله پېژندل کېږي. «رالف لينګين» د ۱۸۴۶ز کال د شنو کتابونو مسئوليت په غاړه درلود. د دې په مقابل کې «ريورينډ هينري لانګويويلي جونز»، څوک چې د ۱۸۴۸ او ۱۸۶۵ز کلونو تر منځ د اعظمې ملکې له خوا په ويلز کې د کليیسا د ښوونځيو ناظر و، د هغه مخالفت مشري وکړه چې د «لينګن» تر مشرۍ لاندې د زده کړې د ديپارټمينټ ماتحت شي. د «جونز» راپورونو په دوه ژبو د ښوونې ملاتړ وکړ او د ډېرو کليسايي ابتدايي ښوونځيو د کارونو ستاينه یې وکړه. به وايټ هال کې پر دوی بريد وشو. جونز په ويلز کې د بشپړ ملاتړ تر لاسه کولو کې ناکام شو، لامل يې له انګليسي کليسا څخه د ملاتړ او په ډېرو تاييد شويو ښوونکو د هغه اعتراضونه وو.[۱۲][۱۳]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Carpenter, David (2003). The Struggle for Mastery. Oxford University Press. pp. 213–.
  2. "Gruffudd ap Llywelyn, the First and Last King of Wales". Historic UK (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2022-02-08.
  3. Davies, R. R. (2000). The age of conquest : Wales, 1063-1415. Oxford: Oxford University Press. pp. 5–7, 21. ISBN 978-0-19-820878-5.
  4. "Kings and Princes of Wales". Historic UK (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2022-02-08.
  5. "BBC Wales - History - Themes - Chapter 8: The end of Welsh independence". www.bbc.co.uk. بياځلي په 2022-07-06.
  6. "OwainGlyndwr - Parliaments". www.owain-glyndwr.wales. بياځلي په 2022-02-08.
  7. "Welsh assembly renamed Senedd Cymru/Welsh Parliament". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2020-05-06. بياځلي په 2022-06-13.
  8. "Wales under the Tudors". History. UK: BBC. 2010-10-15. بياځلي په 2010-12-29.
  9. Williams, G. Recovery, reorientation and reformation pp. 268–273
  10. D. J. V. Jones, "The Merthyr riots of 1831." Welsh History Review= Cylchgrawn Hanes Cymru 3#2 (1966): 173.
  11. Richard Carwardine, "The Welsh Evangelical Community and ‘Finney's Revival’." Journal of Ecclesiastical History 29#4 (1978): 463–480.
  12. H.G. Williams, "Longueville Jones, Ralph Lingen and inspectors’ reports: a tragedy of Welsh education." History of Education 25#1 (1996): 19–36. online
  13. Gareth Elwyn Jones, "Education and nationhood in Wales: An historiographical analysis." Journal of educational administration and history 38.3 (2006): 263–277. online