ويکيپېډيا:وهابیت د قرآن او سنتو په رڼآ کې


د کتاب مشخصات : د کتاب نوم : د اولياوو الله کرامت ليکوال :شيخ جعفر سبحاني ژباړن :ولي الله کرامت د چاپ کال :١٣٨٩ ل شمېر :١٠٠٠ ټوکه

شيخ محمد بن عبدالوهاب

شيخ محمد پر ١١١٥ هجري قمري کال د عينيه په ښار کې زېږيدلى،پلار يې د هغه ښار قاضي و. شيخ له وړوکتوبه د تفسير،حديث او عقايدو دکتابونو له مطالعې سره مينه لرله،حنبلي فقه يې له پلار او نورو علماوو زده کړه. شيخ له نجد نه بصرې ته تللى او هلته يې د خلکو له ډېرو اعمالو سره مخالفت پيل کړ؛ خو بصريانو له ښاره وشاړه. له بصرې نه د زبير د ښار په لاره کې د لوږې، ګرمۍ او تندې سره مخ شو او نژدې وو،چې ومري؛ خو د "زبير" يو هستوګن يې مرسته وکړه اوبه يې پرې وڅښلې او له ځان سره سپور کړ او زبير ته يې ورساوه، له دې ښاره "احساء" ته او بيا "حريمله" ته ولاړ. دا مهال ١١٣٩ کال و او پلار يې مرحوم عبدالوهاب له عينيه نه حريمله ته راغلى و،شيخ محمد له پلاره سره د کتابونو په لوستو پيل وکړ او د نجد د خلکو پر عقايدو يې نقد پيل کړ،چې د ده او پلار ترمنځ يې شخړه ونښته او څو کاله يې دوام لره تر هغې چې پلار يې په ١١٥٣ کال کې وفات شو. شيخ محمد د پلار تر مړينې وروسته د خپلو عقايدو په خپرولو او د خلکو د مذهبي اعمالو د يوې برخې په انتقاد لاس پورې کړ او د حريمله يو شمېر خلکو يې ملاتړ وکړ او دعوت يې مشهور شو. نومړى له دې ښاره عينيه ته ولاړ. په هغه وخت کې د عينيه امير عثمان بن حمد و. عثمان شيخ په خورا احترام ومانه او په پام کې يې وه، چې ورسره همکاري وکړي. په مقابل کې شيخ محمد هم ورته وويل چې ټول نجد به د عثمان بن حمد اطاعت ته راوبولي. د شيخ محمد د دعوت خبر د احساء امير ته ورسېد، امير عثمان ته ليک ولېږه او نتيجه يې دا شوه، چې عثمان بن حمد شيخ محمد ځان ته راوغوښت او بخښنه يې ترې وغوښته؛خو شيخ د هغه په ځواب کې وويل : که زما لاسنيوى وکړي،د ټول نجد خاوند به شي؛ خو عثمان دا خبره ونه منله او شيخ يې له عينيه وشاړه. شيخ محمد په ١١٦٠ کاله تر عينيه نه وروسته "درعيه" ته (چې د نجد مشهور ښار و) ولاړ، په هغه وخت کې د "درعيه" امير محمد بن سعود ( د سعوديانو نېکه) و. هغه د شيخ ليدو ته ورغى او د عزت او نېکۍ زيرى ورکړ. په مقابل کې شيخ محمد هم د نجد پر ټولو ښارونو د غلبې زيرى ورکړ او په دې توګه د شيخ محمد او محمد بن سعود اړيکې پيل شوې. شيخ په دعوت پيل وکړ او چاچې به يې دعوت نه مانه؛نو د کفر او شرک فتوى په يې پرې لګولې او د جنګي کافر په حيث به يې ورسره چلن کاوه، د دوى مال يې غنيمت ګاڼه او ښځو يې ورته د مينځو حيثيت درلود. په نجد، يمن، حجاز او د عراق او سوريې په شاوخوا کې يې ډېرې جګړې وکړې او ډېر مسلمانان يې شهيدان کړل،د هغوى مالونه يې په غنيمت ونيول او ډېره شتمني په لاس ورغله. شيخ محمد په ١٢٠٦ کال وفات شو ( د شيخ د پيدايښت او وفات په کلونو کې له ١١١٥ او ١٢٠٦ څخه پرته نور اقوال هم شته) او پيروانو يې لارې ته دوام ورکړ. د شيخ محمد د فعاليتونو له امله په مسلمانانو کې يوه نوې فرقه پيدا شوه،چې له ځان پرته نورو ټولو مسلمانانو ته يې مشرکان ويل او د انګلستان او نورو قدرتونو سره يې لاس يو کړ. د مسلمانانو مرکزيت د ( عثماني خلافت) يې له منځ يووړ او عربي هېوادونه يې د وخت د سترو طاقتونو ترمنځ وويشل او چې کله پر مکه او مدينه باندې برلاسي شول؛نو ټول اسلامي اثار يې له منځه يووړل. د شيخ محمد افکار د شيخ ابن تيميه له عقايدو سرچينه نيولې. ابوالعباس احمد بن عبدالحليم په ابن تيميه مشهور، د اسلامي عمومي فرقو پر خلاف نظريات او عقايد لرل،چې په هماغه وخت کې د علماوو له سخت مخالفت سره مخ شو،چې د هغه عقايد په لاندې کتابونو کې نقد شوي دي. ١ _ شفاء السقام فى زيارة قبر خير الانام د تقى الدين سبکي لکينه ٢ _ الذرة المضية فى الرد على ابن تيميه د پورته مولف ٣ _ المقالة الموضية د تقى الدين ابى عبدالله احنايي مالکي ليکنه ٤ _ نجم المعندى ورجم المقتدى د فخر بن معلم قرشي ليکنه ٥ _ دفع الشبهة د تقى الدين الحصنى ليکنه ٦ _ التحفة المختارة فى الرد على منکر الزيارة د تاج الدين ليکنه او پردې سربېره د وخت مراجعو د هغه بدعتونه په ګوته کړي او پر مخالفت يې فتواوې ورکړې. شيخ ابن تيميه پر ٧٢٨ کال د شام په يو زندان کې وفات شو او د فعاليتونو زور يې کېناست،ترهغه وروسته د هغو مشهور شاګرد ابن القيم د خپل استاد د افکارو د ترويج لپاره فعاليت کاوه؛خو له هغه نه په راوروسته زمانو کې د شيخ ابن تيميه د عقايدو په باب څه خبره نه وه؛خو چې کله شيخ محمد د هغه د افکارو تر تاثير لاندې راغلى؛نو آل سعود د نجد په سيمه کې د خپل امارت د تينګښت لپاره له هغه سره لاس يو کړ او يو ځل بيا يې د توحيد په نامه يو لړ وچ کلک تعصبات د ځينو خلکو په اذهانو کې راوټوکول. د شيخ محمد افکار د اسلامي فرقو د علماوو له خوا تر نقد لاندې نيول شوي،چې يو شمېر يې دادي: ١ _ د شيخ محمد،پلار عبدالوهاب او ورور يې شيخ سليمان به عبدالوهاب چې دواړه حنبلي علماء وو، د شيخ محمد عقايد يې تر نقد لاندې نيولي او ورور يې د الصواعق الالهيه فى الرد على الوهابيه او فصل الخطاب فى الرد على محمد بن عبدالوهاب په نومونو دوه کتابونه ليکلي،چې ورپسې بيا د مصر، نجد، هند، شام او عراق علماوو د شيخ محمد د عقايدو په نقد شروع وکړه. ٢ _ د شيخ محمد استاد محمد بن سليمان کردي شافعي د يو ليک په ترڅ کې په درې سوو پاڼو کې د هغه افکارو نقد کړى دى. ٣ _ د شيخ محمد استاد عبدالله بن عبدالطيف شافعي په تجرين سيف الجهاد لمدعى الاجتهاد کتاب کې د هغه عقايد نقد کړي دي. ٤ _عفيف الدين بن داود حنبلي په الصواعق والرعود کتاب کې د شيخ محمد عقايد نقد کړي او علامه علوي بن احمد حداد وايي چې دا کتاب د بصرې، بغداد، حلب او احساء علماوو تاييد کړي او تقريظونه يې هم پرې ليکلي،د عمان د راس الخيممه قاضي محمد بن بشير دا کتاب خلاصه کړى هم دى. ٥ _ علامه محمد بن عبدالرحمن بن عفالق حنبلي په تهکم المقلد بن بمن ادعى تجديد الدين کتاب کې د شيخ محمد عقايد نقد کړي دي . ٦ _ علامه احمد بن علي قباني بصري شافعي په لسو برخو کې يوه رساله ليکلې او د ابن عبدالوهاب عقايد يې نقد کړي دي.

٧  _  علامه  برکات شافعى ، احمد او مکي د هغه عقايد نقد کړي دي .

٨ _ شيخ عطايي مکي په الصارم الهندي فى عنق النجدي کتاب کې د هغه افکار نقد کړي دي. ٩ _ شيخ عبدالله بن عيسى موسى د هغه عقايد نقد کړي دي. ١٠ _ شيخ احمد مصري احسايي د هغه عقايد نقد کړي. ١١ _ د بيت المقدس علماوو په السيوف الصفال فى اعناق من انکر على الاوليا بعدالانتقال کتاب کې د شيخ ابن عبدالوهاب عقايد نقد کړي دي. ١٢ _ د سيد علوي بن احمد حداد د السيف الباتر لعنع المنکر على الاکابر کتاب. ١٣ _ شيخ محمد بن عبدالطيف احسايي د هغه افکار نقد کړي دي. ١٤ _ د طايف اوسېدونکى علامه عبدالله بن ابراهيم ميرغني د تحريض الاغنياء على الاستغاثه بالانبياء و الاولياء کتاب . ١٥ _ سيد علوي بن احمد حداد وايي: په مسجد الحرام کې مې مقام ابراهيم ته مخامخ د شيخ محمد صالح زمزمي شافعي سره ملاقات وکړ او د ٢٠ جزوو په حددو کې يې د ابن عبدالوهاب افکار نقد کړي وو. ١٦ _ بيا همدا سړى وايي: طايف ته ولاړم او د علامه طاهر سنبل حنفي سره مې ملاقات وکړ او الانتصار للاولياء الاءبرار په نامه کتاب کې يې د ابن عبدالوهاب عقايد نقد کړي وو. ١٧ _ چې کله ابن عبدالوهاب په دې پلمه يوه ډله خلک شهيدان کړل،چې سرونه يې نه وو خرولي؛نو علامه سيد منعمي د هغه په نقد کې داسې قصيده وويله: افى حلق راسى بالسکاوالحد – حديث صحيح بالاسانيد عن جدي يعنې ته مې له نېکه نه مستند حديث لرې، چې سر مې په چاقو او توره وخروې؟ ١٩ _ د احساء ستر عالم سيد عبدالرحمن په ٦٧ بيتونو کې د ابن عبدالوهاب د عقايدو پر نقد قصيده ويلې: بدت فتـنـة کالليـــــل قـــد عـــطت الافقــــــا و شـــاعت فکادت تــبلغ الغرب والشرقا يعنې: د تورې شپې غوندې فتنه را پيدا شوې او افق يې نيولى او ژر دى،چې ټول شرق او غرب هم ونيسي. ٢٠ _ د علامه سيد علوي بن حداد د مصباض الانام وجلا الظلام فى رد شبه البدعى النجدى التى اضل بها العوام کتاب. ٢١ _ د تونس شيخ الاسلام اسماعيل تميمى مالکي، چې پر ١٢٤٨ ه ق وفات شوى،د ابن عبدالوهاب د افکارو په نقد يې رساله ليکلې. ٢٢ _ د تونس د شيخ صالح کواش د سعادة الدارين فى الرد على الفرقتين کتاب. ٢٣ _ علامه داود بغداد حنفي د هغه افکار نقد کړي دي. ٢٤ _ صنعاني د ابن عبدالوهاب په وصف کې يوه قصيده ويلي وه، چې د ليبيا شيخ ابن غلبون د هغه پر ضد ٤٠ بيته قصيده ويله،چې دا قصيده د شيخ صالح کواش په سعادة الدارين کتاب کې هم چاپ شوې او مطلع يې داده: سلامي علــى اهل الاصابه والرشد و ليس علـى نجد ومن حل فى نجد. يعنى: د اهل حق او اهل هدايت پر کسانو دې زما سلام وي؛ نه پر نجد او اوسېدونکيو يې. ٢٥ _ سيد طباطبايي بصري د صنعاني د قصيدې پر نقد قصيده وويله،چې ددې قصيدې د اغيزې له امله د صنعاني فکر له ابن عبدالوهاب ځنې وگرځېد او دا قصيده يې وويله، چې د بيت اوله مصرع يې داده: رجعت عن القول الذى قلت فى النجدى يعنې: کومه خبره مې،چې د نجدي په باب کړې وه، ترې وګرځېدم. دا خبره د تجديد کشف الارتياب په ١٥ مخ ليکل شوې. ٢٦ _ د علامه شيخ ابراهيم سمنودي منصوري د سعادة الدارين في الرد على الفرقتين الوهابية و مقلدة الظاهرية کتاب. ٢٧ _ د شيخ مشرفي مالکي جزائري د اظهار العقوقو ممن منع التوسل بالنبى والوالى الصدوق کتاب. ٢٨ _ د المغرب د فاس مفتي مرحوم علامه شيخ مهدي وازتاني د توسل په جواز رساله ليکلې او د شيخ محمد افکار يې نقد کړي دي. ٢٩ _ د مصري عالم شيخ مصطفى حمامي د غوث العباد ببيان الرشاد کتاب. ٣٠ _ د شيخ ابراهيم قادري اسکندري د جلال الحق في کشف احوال اشرار الخلق کتاب. ٣١ _ د علامه شيخ سلامه عزامي د البراهين الساطعة کتاب. ٣٢ _ شيخ حسن شذي حنبلي دمشقي د صوفيه مذهب په تاييد او د معترضينو په نقد رساله ليکلې ده. ٣٣ _ انبياوو او اولياوو ته د توسل د جواز په باب د شيخ محمد حنين رساله. ٣٤ _ د شيخ حسن خزبک د المقالات الوفية فى الرد على الوهابية کتاب. ٣٥ _ د شيخ عطا الکسم دمشقي د الاقوال المرضية فى الرد على الوهابية کتاب. ٣٦ _ د علامه شيخ جميل صدقي زهاوي د الفجر الصادق فى الرد على منکرى التوسل والکرامات ولخوارق کتاب. ٣٧ _ د عبدالمحسن اشيقري حنبلي د الرد علي الوهابيه کتاب. ٣٨ _ د شيخ خالد بغدادي په الايمان والاسلام کتاب کې وهابيت نقد شوى دى. ٣٩ _ د شيخ احمد سعيد بن ابي سعيد صفي القدر بن عزيز القدر سرهندى د الحق المبين فى الرد على الوهابيين کتاب. ٤٠ _ علامه فقيه عطاءالله بن ابراهيم بن ياسين کسم حنفي د الاقوال المرضيه فى الرد على الوهابية کتاب. ٤١ _ د احمد بن علي بصري،چې په قباني مشهور دى، د فصل الخطاب في رد ضلالات ابن عبدالوهاب اعنى رييس الوهابيه کتاب. ٤٢ _ د شيخ حمدالله د اجوي حنفي هندي د البصائر لمنکري التوسل باهل المقاير کتاب. ٤٣ _ د عيسى بن محمد صنعاني يمني د السيف الهندي فى ابانة طريقة الشيخ النجدي کتاب. ٤٤ _ د الايمان و الاسلام کتاب د علامه شرف الدين احمد بن يحيي منيري. ٤٥ _ د قاضي عبدالرحمن قوتي د سبيل النجاة عن بدعة اهل الزيع والضلالة کتاب. ٤٦ _ د محمد حبيب محق قاضي برملي د مقياس القياس فى اثبات القياس کتاب. ٤٧ _ د اسماعيل تميمي تونسى ابوالفداء د عقد نفيس کتاب. ٤٨ _ د استاد حسين حلمي بن سعيد استانبولي د علماء المسلمين والوهابيون کتاب. ٤٩ _ د شيخ مصطفى بن احمد بن حسن شذي حنبلي د النقول الشرعية فى الرد على الوهابية کتاب. ٥٠ _ د شيخ علي زين العابدين سوداني د البراةمن الاختلاق فى الرد على اهل الشقاق والنفقاق في الرد على الفرقة الوهابيع الضالة کتاب. نوموړى عالم پر ١٩٨٠ کال په سودان کې له وهابيانو سره تلويزيوني مناظره کړې او سخته ماته يې ورکړې وه. ٥١ _ د شيخ محمد انور شاه کشميري ديوبندي د فيض الباري على صحيح البخاري کتاب. ٥٢ _ د علامه سيد علوي بن احمد بن حسن بن قطب سيد عبدالله حداد د جلاء الظلام فى الرد على النجدي الذى اضل العوام کتاب. ٥٣ _ د شيخ ذاهر سنبل حنفي ابن علامه شيخ محمد سنبل شافعي د الانتصار للاولياء والابرار کتاب. ٥٤ _ د شيخ عيد ابن الحاج وصيف بن الحاج محمد عبدالرحمن شافعي د نوراليقين فى مبحث التقلين کتاب په سريزه کې د شيخ محمد افکار نقد شوي دي. ٥٥ _ د تبصرة المؤمنين فى استحباب التلقين کتاب چې علامه شيخ محمد بن محمد نور الجمالي السياحي ليکلى. ٥٦ _ د صفحه عن آل سعود الوهابيت کتاب د علامه سيد مرتضى رضوي ليکنه. ٥٧ _ د خواجه حافظ محمد بن حسن حنفي د العقايد الصحيحة فى ترديد الوهابية النجدية کتاب. ٥٨ _ د محمد عطاء الله بن محمد شرف بن ابي اسحاق رومي ( په عطا مشهور) د الرسالة الردية على الطائفة الوهابية کتاب . ٥٩ _ د شيخ ابراهيم راوي د الاوراق البغدادية کتاب. ٦٠ _ د شيخ داود بن سليمان بغدادي د المنحة الوهابية فى رد الوهابية کتاب. ٦١ _ د علامه شيخ مالک بن شيخ داود د الحقايق الاسلامية فى الرد على المزاعم الوهابية بادلة الکتاب النبوية کتاب. ٦٢ _ تاريخ نجد و ججاز د مفتي محمد عبدالقيوم قادري ليکنه

د کفر نړۍ د مسلمانانو له يووالي وېريږي؛نو له همدې امله يې په مذهب جوړولو پيل کړى دى،چې مسلمانان په خپلو منځونوکې په اخ و ډپ اخته وي؛نو ځکه هغه څه چې د وهابيت تر عنوان لاندې مطرح دي، د هماغې طرحې يوه برخه ده،مونږ په دې کتاب کې د قرآن او سنتو په رڼا کې د شيخ محمد افکار او عقايد څېړلي دي او دا مو په ډاګه کړې چې د ټولو اسلامي فرقو عقايد له قرآن مجيد او سنت رسول اکرم نه سرچينه نيوله او د دوى ټول اعمال او حرکتونه له فطرت، قرآن او سنتو سره سمون نه خوري.

د خداى د اولياوود قبرونو ودانول د شيخ محمد بن عبدالوهاب ډله د پېغمبرانو او الهي اولياوو د قبرونو له ودانولو سره سخت حساسيت لري . دا مساله لومړى وار شيخ ابن تيميمه او د هغه مشهور شاګرد ابن القيم راولاړه کړه او د قبرونو د ودانولو د حرمت او د قبرونو د ړنګولو فتوى يې ورکړه. ابن القيم په خپل کتاب کې زاد المعاد فى هدى خير العباد(زاد المعاد، ٦٦١ مخ، د کشف الاتياب ٣٥٨ مخ) کې وايي: پر قبرونو د جوړو شويو ودانيو ړنګول واجب دي او پر ړنګولو يې تر برلاسي وروسته يو ورځ يې هم پرېښوول جايز نه دي. پر ١٣٤٤ ه ق کال، چې سعوديان پر مکې،مدينې او شاوخوا سيمو برلاسي شول؛نو په دې فکر شول،چې د بقيع د نښو نښانو او د نبوي کورنۍ او صحابه وو د اثارو د له منځه وړو لپاره يو لاسوند او سند تر لاسه کړي او د مدينې له علماوو نه يې په فتوى سره ړنګولو ته لار سازه کړي او د حجاز خلک، چې له دې کار سره موافق نه وو، دې کار ته يې تيار کړي وو؛نو د نجد قاضي القضات سليمان بن بلهيد يې مدينې ته واستاوه،چې د مطلوبو په باب د هغه ځاى له علماوو نه استفاده وکړي،هغه پوښتنې داسې جوړې کړې،چې ځوابونه يې په خپله د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې له خوښې سره سم په کې ځاى شوي وو او په دې توګه يې مفتيانو ته اورول،چې هماغه څه به ځوابوي، چې په پوښتنو کې نغښتې دي،که نه نو مشرکان به يې،چې که توبه ونه باسي؛نو وبه وژل شي. پوښتنې او ځوابونه د مکې د ام القرى نومې جريدې د ١٣٤٤ ه ق د شوال مياشتي په ګڼه کې خپاره شول (وګورئ: د کشف الارتياب ٥٦ – ٦٠ مخونه)، چې په خپرېدو سره يې په مسلمانانو کې غاو او فرياد راولاړ شو؛ځکه هغوى پوهېدل، چې د فتوى تر ورکولو وروسته به ( که څه هم په زور او ګواښ وي) د اسلام د مخکښانو د قبرونو نړول پيل شي،عجيبه داچې د مدينې له پنځلسو عالمانو د فتوى تر اخستو او په جاز کې يې تر خپرولو وروسته د هماغه کال د شوال پر اتمه د بقيع د نښو نښانو بې کرکې نړل او ړنګول پيل شول او د پېغمبر اکرم د اصحابو او اهل بيتو ټول اثار له منځه ولاړل او د بقيع د صحابه وو قبرونه له ځمکې سره داسې ځمکه شول، چې سړى يې په ليد وبوږنېږي. موږ دلته يو لړ پوښتنې را اخلو چې ترې څرګنده شي، چې پوښتنوکى په کې د پوښتنو ځوابونه څنګه ځاى کړى دي؟ يعنې هدف نه يوازې پوښتنه او استفتاء‌ نه وه؛بلکې خبره د رسالت د اثراو د ړنګوولو لپاره د عوامو پر وړاندې د يوه لاسوند او سند تر لاسه کول وو. که هدف په رښتيا په واقعيت پوهېده واى،په پوښتنه کې د نن د ځواب نغښتل څه معنى؟ بلکې له نښو نښانو څخه ښکاري،چې پوښتنې او ځوابونه له مخکې نه په يوه پاڼه کې ليکل شوي او خالي د لاسليک لپاره د مديني علماوو ته وړاندې شوي وو؛ ځکه دا څنګه کېداى شوه، چې د مدينې مخور علماء دې ( سره له دې،چې کلونه کلونه په خپله او نېکونه يې د نبوي اثارو ساتندويان او زايران وو) ناڅاپه يو بل فکر غوره کړي او د هغو اثارو د ودانولو د تحريم او ړنګولو فتوى ورکړي؟ هغه په خپله پوښتنه کې وايي: د مدينې علماء ( خداى دې يې علم او پوهه زياته لري) په دې لړ کې څه وايي؟ پر قبرونو او جوماتونو د ودانيو د جوړولو په باب،چې ايا جايز دي که ناجايز او که جايز نه دي او په اسلام کې سخت منع وي ايا ړنګول او نړول يې او څنګ ته يې لمونځ واجب دى که نه؟ که د بقيع په شان يوه ځمکه کې چې د کومبزې او قبرونو ودانې يې ( د ځمکې) له ځينو برخونه د استفادې مخنيوى کوي، د موقوفاتو ( وقف شويو) غصبول نه دي،چې بايد له منځه لري شي، چې په دې توګه پر مستحق باندې شوى ظلم له منځه ولاړ شي؟ د مدينې علما په ګواښنه او ارعاب اميزه محيط کې د شيخ دې پوښتنې ته داسې ځواب وايي: پر قبرونو ودانۍ جوړول په اتفاق سره منع دي، دا د هغو احاديثو په شهادت سره، چې د هغه په ممنوعيت دلالت کوي؛نو ځکه يې يوې ډلې د ړنګولو او نړولو فتوى ورکړې ده او په دې لړ کې پر هغه حديث استناد کوي،چې ابي الهياج له على کرم الله وجهه نه رانقل کړى دى، حضرت علي هغه ته وويل: تا داسې يو کار ته لېږم،چې زه ورته رسول اکرم هڅولى يم، چېرته چې تصوير او قبر وينې؛نو له يوې مخې يې لرې او هوار کړه. شيخ نجدي په هغ مقاله کې،چې د ام القرى جريدې د ١٣٥٤ ق د جمادي الثانيه په ګڼه کې يې خپره کړې وايي: د ګومبزو او د قبرونو ودانول له پنځمې هجرې پېړۍ راهيسې دود شوي دي. دا د قبرونو د ودانې په باب د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې د وينا وو يوه بېلګه ده او دوى په خپلو لکينو کې زياتره پردوو دليلونو اړخ لګوي: ١ _ د ( قبرونو د ودانولو) د تحريم په باب د اسلام د علماوو اتفاق. ٢ _ له على (رضى الله عنه) نه د ابي الهياج حديث او ځينې همداسې نور. د موضوع د رڼا لپاره به پر دريو برخو خبرې او څېړنه وکړو: ١ _ د قرآن نظر په دې باب څه دى؟ ايا له قرآنه په دې باب حکم تر لاسه کېداى شي؟ ٢ _ ايا اسلامي امت رښتيا د تحريم په برخه کې يوه خوله دي او که نه په ټول اسلامي بهير کې خبره پر عکس وه او ايا په خپله د پېغمبر اکرم او صحابه وو په وخت کې د قبرونو ودانولو او ورباندې دالان جوړول وو که نه؟ ٣ _ د ابي الهياج او همدا شان نورو هغو حديثونو مطلب څه دى،چې د شيخ محمد بن عبدالوهاب ډله ترې کار اخلي؟

الف : د قبرونو ودانولو په باب د قرآن نظر قرآن په ځانګړې توګه د دې موضوع له حکم سره ټکر نه دى کړى؛خو ورسره د موضوع حکم په هغو کلياتو کې لټول کېداى شي،چې په قرآن کې راغلي دي،دادى د دې برخې څرګندونه: ١ _ قرآن کريم الهي شعاير د زړونو د تقوى او پر زړونو د پرهيزګارۍ د واکمنۍ نښه ګڼي او فرمايي:((ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ = دا (د حج کړنې دي) او څوك چې د الهي شعايرو درناوى وكړي؛نو په واقع کې دا (كار) يې د زړوڼو د پرهېزګارۍ نښه ده)) [حج ٣٢ آيت ] د الهي شعايرو درناوى څه دى؟ "شعاير" د شعيره ( نښه، علامه) جمع ده، د آيت هدف د خداى تعالى د وجود نښې نه دي؛ځکه هسې خو ټوله نړۍ د هغې ( خداى تعالى) د وجود نښه ده او دا هيچا هم نه دي ويلي،چې د عالم هستي درناوى د تقوى نښه ده؛بلکې هدف د هغه (خداى تعالى) د دين نښې دي؛ځکه نو مفسرين آيت داسې تفسيروي: شعائر الله يعنې معالم دين الله (وګورئ: مجمع البيات ٤/٨٣ ط صيدا) ( د خداى د دين نښې). په قرآن کې که صفا او مروه [إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ اللّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ=په رښتيا (( صفا)) او (( مروه )) د خداى له شعايرو( او نښو) دي،چا چې د بيت الله حج يا عمره وکړه؛ نوڅه باک نه لري،چې که د دواړو ترمنځ سعى ( = تګ راتګ) وكړي ( او د مشركانو بې رويه كړنې د صفا او مروه د سپېڅليو ځايو مقام نشي راټېټولاى،چې د صفا او مروه پر غونډيو به يې بوتان كېښوول ) او څوك چې د نېكو چارو په تر سره كولو كې د خداى حكم ومني؛ نو په حقيقت کې خداى يې (د عمل پر وړاندې) شاكر(او په كړنو يې) پوه دى .] ( بقره ١٥٨آيت) او په منى کې حلاليدونکى اوښ الهي شعيار ګنل شوي [وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُم مِّن شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ = [او تاسې ته مو (د حج په مراسمو كې) چاغ اوښان په الهي شعايروكې شمېرلي دي،په هغو كې درته خير او بركت دى (قربانۍ ته) چې پر ليكه ولاړ دي؛ نو د خداى نوم پرې ياد كړئ او(د ساه تر وتلو ورو سته يې) چې اړخونه پر ځمكه ولګېدل؛نو له هغو يې پخپله هم وخورئ او پر قانعو نشتمنو او فقيرانو يې هم وخورئ او په دې توګه مو دغه څاروي تاسې ته اېل كړي دي،چې د خداى شكر پر ځاى كړئ . ]( حج ٣٦ آيت) له دې امله دي،چې دا د حنيف دين او ابراهيمي ايين نښې دي،که مزدلفې ته مشعر وايي؛نو له دې امله دي،چې دا د الهي دين نښه ده او دغلته تمېدل د خداى پر دين د عمل او اطاعت نښه ده،که د حج ټولو مناسکو ته شعار وايي؛نو له دې امله دي،چې دا د توحيد د دين او حنيف دين چارې دي. لنډه دا چې هر څه چې د الهي دين، شعاير او نښې وي، د هغو نمانځنه او درناوي الهي دربار ته د نژدېوالي زېرمه ده، څرګنده ده،چې انبياء اواوليا د الهي دين سترې نښې دي، چې په خلکو کې ددين د ابلاغ او پراخيتا وسيلي دي، هېڅ يو منصف سړى له دې نه منکرېداى نه شي،چې د پېغمبر اکرم او اهل بيتو او اصحابو کرامو وجود د اسلام له دلايلو او د دغه مقدس دين نښې دي اود هغوى د درناوي يوه لاره هم له ړنګېدو نه د هغوى د قبرونو اوثارو ساتنه او ژغورنه ده. هر څنګه چې دي؛ خو له دواړو وجهو د الهي اولياوو د قبرونو درناوى څرګند دى. الف: الهي اوليا په تېره هغه کسان،چې د دين د خپرلو په لار کې يې سرښندنې کړي،الهي شعاير او د خداى تعالى د دين نښې دې. ب: د دوى تر وفات وروسته د درناوي يوه لار هماغه د دوى د قبرونو ساتنه او ودانونه ده؛ځکه خو ټول ولسونه ستر سياسي او ديني شخصيتونه په داسې ځايونوکې خاورو ته سپاري،چې ( قبرونه يې د مکتب او لارې نښه ده) د تل لپاره خوندي پاتې شي؛ لکه له نړېدو او ړنګېدو،چې د هغوى د قبرونو ساتنه د هغوى د وجود ساتنه او د هغوى دمکتپ د نښو ساتنه وي. ٢ _ قرآن کريم په ډاګه موږته حکم کوي،چې د پېغمبر اکرم له خپلو خپلوانو سره مينه وکړئ فرمايي: [قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى= زه له تاسې په دې چار (رسالت) هېڅ بدله نه غواړم؛خو (زما) له خپلوانو (= اهل بيتو) سره مينه (هرومرو غواړم ] شورى ٢٣ آيت: ايا د نړيوالو ( چې د دې آيت خطاب ورته شوى) له نظره له نبوي کورنۍ سره د مينې د څرګندونې يوه لار هم د هغوى د قبرو ساتنه او ودانونه نه ده؟ سره له دې چې دا دود د نړۍ په ګردو ولسونو کې ژوندى دى او ټول دا کار د قبر له خاوند سره يو ډول د مينې څرګندونه ګڼي؛ځکه خو ستر سياسي او علمي شخصيتونه په کليساوو او مشهرو هديرو کې ښخوي او شاخوا يې ګلونه او ونې بوټي کري. ٣ _ د قرآن له آيتونو دا راولاړېږي،چې د باايمانه خلکو د قبرونو درناوى له اسلام نه په پخوانيو ولسونو کې يو دوديز او رايج کار و؛لکه د اصحاب کهف په باب وايي: چې کله خلک له اصحاب کهف نه خبر شول؛نو د غار خولې ته ورغلل او د هغوى د قبرونو په باب يې دوه نظره څرګند کړل: ١ _ ابنواعليهم بنيانا ( پر هغوى يا د هغوى پر قبرونو يې ودانۍ جوړې کړې؟) ٢ _ ((و قال الذين غلبوا على امرهم لنت خذن عليهم مسجدا )) يوې بلې ډلې،چې پردې کار بريالي شوي وو، وويل: د دوى مدفن به جومات کړو. قرآن کريم دا دواړه نظره را اخلي بې له دې، چې نيوکه پرې وکړي؛ځکه نو سړى ويلاى شي،چې که دا دواړه نظره (د قرآن له مخې) مخالفت واى؛نو قرآن به پرې ضرور ټکونه کړي واى او يا به يې د هغوى دا کار په سپوره ژبه را اخستى واى.

په هر حال د اولياوو او نيېانو د نمانځنې او درناوي يوه لار هم د هغوى د قبرونو ساتنه ده.

د د غو آيتونو په پام کې نيوو سره څوک د الهي اولياوو او نېکانو د قبرانو ودانول يو ناروا کار نه شي ګڼلاى؛ بلکې د الهي شعاريرو يو ډول درناوى او ورسره د نژديوالى لپاره د مينې څرګندونه او د هغوى نمانځنه او تعظيم ګڼل کېداى شي.

ب: د قبرونو په ودانولو کې د اسلامي امت نظر اسلام چې په ټاپووزمه کې خپور شو او وړانګې يې لرې لرې پر منځني ختځ هم خپرې شوې؛نو هغه وخت د هغو پېغمبرانو قبرونه،چې پېژندل شوي وو، دالانونه او ګومبزې يې درلودې او ځينو قبرونه اوس هم په هماغه زړه بڼه پاتې دي،په خپله مکه کې هم د حضرت اسماعيل عليه السلام او د هغه د مور (هاجرې بي بي) قبر هم په کوټه کې دى . د دانيال عليه السلام قبر د ايران په شوشتر کې او د حضرت هود،حضرت صالح، حضرت يونس او حضرت ذوالکفل (عليه السلام) قبرونه په عراق کې دي، د حضرت ابراهيم او د هغه د زامنو حضرت اسحق، حضرت يعقوب او حضرت يوسف غوندې پېغمبرانو قبرونه،چې حضرت موسى له مصر نه بيت المقدس ته راوړل په، نيول شوي فلسطين کې ټول نښې نښانې او ودانۍ لرې؛خو په جده کې د حوا عليه السلام د قبر اثر د سعوديانو تر واکمنۍ وروسته له منځه ولاړل. مسلمانانو، چې دغه هېوادونه فتح کول،د دغو اثارو په ليدو نا ارامه نه شول او نه يې د هغه د ړنګولو امر وکړ. که رښتيا هم د اسلام له نظره د قبرونو ودانول او په پوښليو قبرونو کې د مړيو ښخول منع واى؛نو د هغه وخت پر مسلمانانو به يو لومړنى کار دا لازم و،چې په فلسطين او عراق کې پراته ټول قبرونه يې وړان کړي واى او د بيا لپاره يې د هغو د ودانولو سخت مخنيوى کړى واى. حال داچې نه يوازې وران يې نه کړل؛بلکې څوارلس پېړۍ يې د خپلو مخکينې پېغمبرانو د اثارو ودانولو او ساتنې هڅه کړې ده. هغوى د عقل له مخې د پېغمبرانو د اثارو ساتنه هغوى ته يو ډول درناوى ګاڼه او ځانونه يې په دې کار نېکان او د اجر خاوندان ګڼل. شيخ ابن تيميه په الصراط المستقيم کې وايي: د بيت المقدس د فتحې په وخت کې د پېغمبرانو قبرونو ودانې درلودې؛خو ورونه يې تر ٤٠٠ هجري پورې بند وو ( وګورئ: کشف الارتياب ٣٨٤ مخ)

که رښتيا هم پر قبرونو د ودانيو جوړول حرام کار وي؛نو ړنګول به يې واجب واى او بنديدلو به يې د پايښت جواز نه پيدا کاوه او په کار ده،چې ژر تر ژره يې چت او ودانۍ په ميتيو او بلډوزرنو ونړول شي.

لنډه داچې په دې دومره موده کې د دغو ودانيو او ګومبزو شتوالى په خپله د علماوو او د اسلام د مشرانو له نظره په اسلامي قانون کې د جواز يوه څرګنده نښه ده.

اسلامي اثار د دين د اصالت نښه ده د نبوت د اثارو په تېره د رسول اکرم د اثرو لکه د هغوى مدفن، بيبيانو، بچيو، صحابه وو ،هستوګنځيو او د هغو جوماتونو،چې لمونځ يې په کې ادا کړى دى، په ياد او ساتنه کې سترې ګټې دي،چې داسې يې يادوو:

نن د  حضرت عيسى پر ميلاد ، د مسيح د وجود د هغه پر مور مريمې،انجيل او د هغه پر حواريونواو يارانو شل پېړۍاوښتي،چې په لويديځ کې دا هر څه په تاريخي افسانه داسې بدل شوي دي،چې  يوې ډلې ختيځپوهانو د مسيح په نامه د اسماني انسان ( چې مور يې مريمه او کتاب يې انجيل دى)  په وجود او شته والي کې شک کړى دى او د مجنون عامري او د هغه معشوقې  ليلى په خير يې يوه داسې افسانه ګني، چې خيالونه او مغزو زيږولې ده. دا ولى؟ دا ځکه چې د مسيح د خپل لاس کومه پاتې نښه يې په لاس کې نه شته. مثلا کومه ځانګړې سيمه او ځاى چې هغه په کې زيږېدلى،هغه کور چې په کې اوسېدلى او هغه ځاى چې د نصاروو په عقيده په کې ښخ شوى،څرګنده نه دى،په اسماني کتاب  کې يې لاسوهنه شوې او د غه څلورګونې انجيلونه،چې د هر يوه په پاې کې د حضرت عيسى د وژلو او ښخېدو کيسې راغلي،په منلې توګه په هغه پورې اړه نه لري او په ډاګه راښيي،چې ترمرګه يې وروسته راغونډ شوي دي؛ځکه نو زياتره څېړونېکو د دويمې ميلادي پېړۍ ادبي اثار ګڼلي دي؛خو که د دې تر څنګ د يوه پېغمبر او لارښود ټولې ځانګړتياوي خوندي پاتي شي؛نو ښکاره ده، چې د هغه پر اصالت شاهدي ورکوي او بيا نو دغسې خيالبافو او شکمنو ته د دغه شان سوچونو فرصت نه پاتې کېږي.

مسلمانان په ډاګه نړيوالو ته وايي خلکو! څوارلس سوه کاله د مخه د حجاز پر سيمه يو سړى د بشري ټولنې د لارښوونې لپاره وګومارل شو او په دې لار کې يې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړل. او د ژوندانه ټولې ځانګړتياوې، بې له دې،چې يوه ذره ابهام او تياره خوا په کې پاتې وي ؛خوندي حتى دا هر څه څرګند دي، چې دا يې زېږنځى دى ، دا پرې د وحې د نزول ځاى ( حرا غار) دى، دا يې هغه جومات دى،چې لمونځ يې په کې کړى او دا يې هغه کور دى، چې په کې خاورو ته سپارل شوى دى او دا يې د بچيو، بيبيانو او خپلوانو کورونه دي او دا يې د اولاد،خپلوانو، خلفاوو او بيبيانو قبرونه دي. اوس که دغه ټول اثار له منځه يوسو،طبيعي ده ،چې د هغه وجود او صالت نښې مو له منځه وړي دي؛نو د رسالت اصحاب کرامو او اهل بيتو د اثارو ړنګول پر سپکاوي او بې احترامۍ سربېره د اسلام او پېغمبر د رسالت د اصالت له نښو سره مبارزه ده. اسلام يو همېشنى او تلپاتې قانون دى او تر قيامته به د بشر قانون پاتې وي،زرونه کاله وروسته راتلونکى نسلونه يې بايد پر اصالت مؤمن او متفق وي؛نو د دغه هدف لپاره بايد د رسالت د څښتن ټولې نښې نښانې خوندي وساتو، او په دې توګه د راتلونېکو زمانو لپاره د دين د بقا په لار کې يو ګام واخلو او داسې عمل ونه کړو،چې خداى مه کړه د پېغمبر اکرم نبوت د حضرت عيسى په سرنوشت اخته شي. مسلمانانو د پېغمبر اکرم د اثارو په خوندي ساتنه کې دومره پام کړى دى، چې د رسالت د دوران د ژوندانه ټولې ځانګړتياوې يې په دفت سره راغونډې کړې دي ان چې په دغو خصوصياتو کې يې ګوته،پڼې، مسواک، توره، زغره، نېزه، اس ،اوښ ، مريي او هغه څاه ګانې ، چې رسول اکرم ترې اوبه څښلي او هغه ځمکې، چې وقف کړې يې دي، د مزله او خوراک څرنګوالي ورته ګران خواړه،د ږيرې او خصابو خصوصيات يې ثبت او يادداشت کړي دي. (وګورئ: طبقات ابن سعد ١/ ٣٦٠-٥٠٣ مخونه، په دغو مخونه کې د رسول اکرم ډېرې ځانګړتېاوي اود ژوندانه څرنګوالى راغلى دى. د مسلمانانو د تاريخ په لوستو او په پراخو اسلامي هېوادو کې ګرځېدو سره دا خبره څرګندېږي،چې د قبرونوجوړول او له نړېدو نه يې ژغورل په هر ځاې کې د مسلمانانو له مراسمو او دودونو ځنې يو دود دى او همدا اوس هم په ټولو اسلامي هېوادو کې د مزارونو په بڼه د پېغمبرانو،اولياوو، نېکانو او صالحانو قبرونه موجود دي، او د اثارو او قبرونو د ساتنې لپاره يې ( چې زياتره اسلامي لرغونې اثار دي) اوقاف موجود دي، چې عوايد يې پر همدغو اثارو لګېږي. په نجد کې د شيخ محمد بن عبدالوهاب ډلې تر رامنځ ته کېدو او پر حرمينو او شواخو او سيمو يې تر واکمنۍ نه مخکې په ټول حجاز کې د خداى د اولياوو قبرونه ودان او د خلکو د پام وړ وو. او د اسلام يوه عالم پرې هم نيوکه نه کوله دا يوازې افغانستان نه دى،چې د اولياوو او نېکانو قبرونه په کې د مزار په بڼه ودان دي. بلکې په ګردو اسلامي هېوادنو، په تېره مصر، سوريې، عراق، المغرب پاکستان، ايران او تونس کې د اسلام علماوو او لويانو قبرونه ودان دي او مسلمانان يې ډلې ډلې زيارتونو او فاتحې لوستوته ورځي او دغه ټول ځانته خادمان او ساتندويان لري. په اسلامي هېوادو کې د اسلام پردې دومره خپرېدو او پراختيا سربېره، د قبرونو ودانول څنګه يو حرام کار ګڼل کېداى شي؟ سره له دې،چې دا دود د اسلام له صدر راهيسې راراوان دى،چې پوهان ورته سيرة المسلمين وايي، د دغه شان سيرت شته والى بې له دې،چې نيوکه پرې وشي، د هغې د جواز او ګرانښت نښه ده. دا کار اړتيا د له مخې دومره دى،چې يو ( د شيخ محمد بن عبدالوهاب پلوى) ليکوال پرې نېوکه کوي وايي: دې کار ټول ختيځ اولويديځ هېوادونه نيولي دياو حتى په اسلامي هېوادو کې داسې يو ځاى او سيمه نه شته، چې قبر او يوه نښه په کې نه وي ، ان چې د مسلمانانو جوماتونه ترې هم خلاص نه دي اوعقل يې نه مني،چې دا به ګنې حرام کار وي، اسلامي علماء دې په برخه کې غلي اوسي. ( وګورئ: تطهير الاعتقاد د مصر چاپ ١٧مخ، د کشف الارتياب په حواله) خو له دې اعتراف سره سره يې له ځير او لجاجت نه لاس وانه خېست او وايي : د يوه کاررواج او ورباندې د علماوو چوپتيا د هغه د جواز دليل کېداى نه شي او که بيا هم يوه ډله ځينې وخت د مصلحتونو له امله پر خوله لاس کېږدي؛ نو بله ډله، چې بېل نظر لري، ضرور حقيقت په ډاګه کوي. د مدينې د علماوو په ځواب سړى حيران شي، چې وايي: په دې برخه کې د صحيحو احاديثو له امله د قبرونو ودانول د علماوو په اتفاق سره منع دي؛نو ځکه زيات شمېر علماوو يې د ړنګولو فتوى ورکړې ده. په يوه اتفاق پر قبرونو د ودانيو د مخنيوي د فتوى ادعا څنګه کېداى شي،حال دا چې مسلمانانو رسول اکرم په هغه کوټه کې دفن کړ،چې عايشي بي بي په کې ژوند کاوه. ورپسې د تبرک له وجهې د آنحضرت تر څنګ حضرت ابوبکر او حضرت عمرو دفن کړاى شول . د عايشې بي بي کوټه يې په منځ دوه برخې کړه، په يوه کې عايشه بي بي اوسېده او بله د رسول اکرم او شيخينو د قبرونو له پاره شوه. دېوال ټيټ و؛خو د عبدالله بن زبير په وخت کې لوړ کړاى شول. وروسته بيا د هر عصر د معمارۍ له مخې د پېغمبر اکرم د قبر برخه کوټه ودانېده،چې د امويانو او عباسيانو په وخت کې ورته زيات پام وشو او په هر عصر کې په ځانګړې معمارۍ ودانېده،د قبر وروستۍ ودانۍ،چې همدا اوس هم پاتې ده، د سلطان عبدالحميد د وخت ده، چې پر ١٢٧٠ ق پيل شوه او په څلورو کالو کې بشپړه شوه. تاسې کولاى شئ،د تاريخ په بهر او د سمهودي تر عصره په اسلامي دورو کې د پېغمبر اکرم د روضې د ودانۍ مفصل تاريخ د سمهودي په وفاء الوفاء کې ولولئ. (وګورئ: وفاء الوفاء ٣٨٣-٣٩٠ مخونه)

ج : ابي الهياج حديث اوس د شيخ محمد بن عبدالوهاب د پلوي علماوو مطلوب حديث څېړو، دا حديث له صحيح مسلم نه په يو مسند سره را اخلو: حدثنا يحيى بن يحيى و ابوبکر بن ابى شيبه وزهير بن حرب قال: يحيى اخبرنا و قال الاخزان، حدثناوکيع عن سفيان عن حبيب بن ابى ثابت عن ابى وائل عن ابى الهياج الاسدى قال لى على بن ابيطالب: الا ابعثک على ما بعثنى عليه رسول الله ان لا تدع تمثالا الا طمسته و لا قبرا الاسويته (وګورئ: صحيح مسلم ٣ جلد کتاب الجنائز ٦١ مخ، د سنن د ترمذي ٢/٢٥٦، باب ماجاء فى تسويه القبر، سنن نسائى ٤ جلد، باب تسويه القبر ٨٨ مخ. ژباړه: د صحيح مولف له يحيى بن يحيى ، ابوبکر بن ابى شيبه او زهير بن حرب څخه رانقلوي، چې وکيع د سفيان ، حبيب، ابي وايل او ابي الهياج له خولې وايي، چې علي راته وويل: چې يو داسې کار ته دې ګومارم،چې زه ورته پېغمبر وهڅولم، يو تصوير هم بې ورانولو پرې نه ږدي او نه کوم قبر داسې پرېږدې،چې له (خاورو) سره يې برابر نه کړې.

د دې حديث په باب زمونږ نظر که پر يوه حديث د الهي احکامو په رڼا کې استدلال کول غواړو؛نو په کار ده، چې حديث دوه شرطه ولري. ١ _ سند يې صحيح وي؛يعنې د حديث راويان دې له هغې ډلې وګړيو ځڼې وي،چې پر وينا يې باور کېداى شي. ٢ _ پر مقصود او مطلوب د حديث دلالت روښانه وي؛ يعنې د حديث الفاظ او جملې زمونږ پر مقصود ښه دلالت وکړي. داسې چې که حديث د هغې له ژبې او ځانګړتياوو سره بلد سړى ته ورکړو؛نو هماغه څه ترې وپوهېږي؛لکه موږ ، چې ترې پوهېږو . متاسفانه دا حديث له دواړو خواوو جنجالي دى، په تېره بيا د دلالت له پلوه؛خو زمونږ له مقصود سره هېڅ اړخ نه لګوي. د سند له پلوه د دغو کسانو وثوق او رښتينوالى، چې حديث يې روايت کړى،د حديث پوهانو د باور وړ نه دى؛ځکه په سند کې يې د ١ – وکيع ٢ _ سفيان الثوري ٣ _ حبيب بن ابي ثابت ٤ _ الوائل الاسدي نومونه تر سترګو کېږي،حال داچې د حافظ بن حجر عسقلاني په څېر حديثپوه په خپل کتاب؛ تهذيب التهذيب کې پر دغسې کسانو داسې نيوکې کړي دي، چې سړى د دغى حديث او د دوى ډلې د نورو احاديثو په صحت په شک او ترديدوي؛لکه د وکيع په باب له امام احمد بن حنبل نه نقلوي چې: انه اخطافي خمسمائه حديث.

(وګورئ: تهذيب التهذيب ١١/١٢٥)

دى په پنځه سوو حديثو کې تېروتى دى . اود محمد بن نصر مروزي له خولې وايي چې: کان يحدث بالمعنى و لم يکن من اهل اللسان .

(پورتنۍ سرچينه ١٣ مخ.)

حديث سفيان بحديث فجئة و هو يدلسه فما رآنې استحبي .

(وګوري: پورتنۍ سرچينه ٤/١١٥)

يعنې سفيان حديث وايه، زه پرې ناڅاپه راغلم، چې کاته مې تېر ايستنه يې کوله،زه يې، چې وليدم؛خولې پرې راماتې شوې. تدليس او تېر ايستنه،چې هر راز تفسر شي؛خو راښيي، چې په دغه سړي کې د عدالت، رښتينولۍ او واقعيت ليدنې جوهر نه شته،چې غير واقعيت ته يې د واقعيت بڼه ورکوله. د يحيى القطان په ترجمه کې له هغه نقلوي،چې سفيان هڅه کوله، چې يو بې باوره وښيي؛خو و يې نه کړاى شول (پورتنۍ سرچينه ١١/ ٢١٨) د حبيب بن ابي ثابت په باب له ابي حبان رانقلوي چې: کان مدلسا په حديث کې يې تېر ايستنه او غولول کول. او د عطا له خولې ليکي: د هغه روايت کړى حديث د منلو نه دى،د هغه احاديث پاخه نه دي.

(وګورئ: پورتنۍ سرچينه ٣/١٦٩)

د وائل په باب وايي: هغه د اميرالمؤمنين (حضرت علي کرم الله وجهه)له سرغړوونکيو ځنې و ( شرح حديدي ١٢/ ٢٢٣) که د حديث سند له دومره کړکېچ سره مخ وي، چې يو فقيه هم په هغه حديث سره فتوى ورنه کړاى شي ، د حديث دلالت له سند نه کم (ارزښت) نه لري؛ځکه په حديث کې دا لاندې جمله د استشهاد او شهادت غوښتنې لپاره ده. و لا قبرا مشرفا الاسويته اوس بايد د دغو دوو ټکيو معنى ته ځير شو. الف: مشرفا ب: سويته الف: مشرف کلمه په لغت کې د لوړ او ستر په معنى راغلې ده، وايي:

د المشرف من الا ما کن العالى والمطل على غيره .(وګورئ: المنجد، د شرف ماده.)

يعنې: مشرف لوړې او پر نورو برې ودانۍ ته وايي، د قاموس خاوند،چې د کلمو د معنى په تنظيمولو کې ډېر د ډاډ وړ دى وايي: الشف محرکة : العلوو من البعير سنامه. شرف ( د رى په زور) لوړ او د اوښ ګوپان ته وايي. نو مشرف کلمه مطلق لوړ والي په تېره هغه لوړوالي ته وايي، چې د اوښ د ګوپان غوندې وي.د قراينو له مخې بايد وليدل شي،چې له څه ډول لوړوالي مراد دى.؟ سويته کلمه په لغت کې برابرول،مساوي کول او کار سمول دي.

سوى الشيئ، سم يې کړ، عرب وايي: کور مې سماوه؛خو سم نه شو او بې عيبه صنعت ته هم وايي:

او په قرآن کې فرمايي: [الذى خلق فسوى؛يعنې هغه خداى شته کړ او بشپړ يې کړ](اعلى ٢ آيت) نو د معناوو په مفرداتو تر پوهېدو وروسته دا ليدل په کار دي،چې له دې حديث نه مراد څه دى؟ په دغه حديث کې دوه احتماله دي، د مفرداتو د معنى او نورو قرايينو له مخې يې بايد يو غوره کړو. ١ _ مراد دادى،چې حضرت علي ابوالهياج ته امر کړى، چې لوړ قبرونه ړنګ کړئ او له ځمکې سره يې هوار کړئ. دا احتمال چې د شيخ محمد بن عبدالوهاب پلويان ورپورې نښتي،له څو خواوو د منلو وړ نه دى: لومړى: د تسوية کلمه د نړولو او ړنګولو په معنى نه ده راغلې او که مطلب دا هم وي؛نو بايد داسې ووايي: و لا قبرا مشرفا الاسويته بالارض يعنې داسې قبر پرې نه ږدي،چې له ځمکې سره يې برابر نه کړې،حال داچې په حديث کې داسې کوم ټکى نه شته. دويم: که مطلب همدا وي، ولې له اسلامي علماوو ځنې يوه هم پرې فتوى نه ده ورکړې؟ ځکه نو قبرونه له ځمکې سره برابرول د اسلامي سنتو پر خلاف دي او اسلامي سنت دادى،چې قبر دې لږ لوړ وي او ټولو اسلامي فقهاوو له ځمکې نه يوه لويشت د قبرونو لوړولو پر مستحبوالي فتوى ورکړې ده. په فقه على المذاهب الاربعه نومې کتاب کې، چې د څلورو سترو امامانو له فتواوو سره سم دى لولو: و يندب ارتفاع التراب فوق القبر بقدر شبر ( الفقه على المذاهب الاربعه ١/ ٤٢٠) لويشتې په هومره له ځمکې نه د قبر د خاورې لوړول مستحب دي. د دې تکيو په پام کې نيوو له مخې بايد حديث يو بل ډول داسې هم تفسير کړو؛لکه چې و مو کړ. ٢ _ له قبر برابر کړه نه مراد دادى،چې د قبر سطح سمه او هواره او يو لاس کوه او له هغو قبرونو نه يې،چې د ماهي د ملا او اوښ د ګوپان په شان دى ( رابيل کړه) په دې صورت کې حديث ښيي،چې د قبر مخ سم او يو لاس او هواروي نه د ماهي د ملا يا د اوښ دګوپان غوندې؛ لکه په اهل سنتو هېوادو کې ،چې دود دى او د اهل تسنن په څلورو واړو مشهور امامانو کې له شافعي پرته ټولو د قبر د تسنيم پر مستحبوالي فتوى ورکړې ده.

(وګورئ: الفقه على المذاهب الاربعه ، ١/٤٢٠)

په دې صورت کې دا حديث د يو شمېر علماوو ددې فتوى ملاتړ کوي،چې قبر دې د ځمکې نه پر لوړوالي سربېره مسطح او هواروي. په خپله امام مسلم د صحيح مولف دا او يو بل حديث، اوس يې رانقلوو، د باب الامريتسوية القبر تر نامه لاندې او همدا شان امام ترمذي او امام نسايي په خپلو سننو کې دا حديث تر همدې عنوان لاندې راوړى دى او له دې عنوان نه دا مراد دى،چې د قبر سطح دى هواره او يو لاس وي او که مطلب ترې دا وي،چې لوړ قبرونه له ځمکې سره هوار کړي؛نو په کار ده،چې د باب عنوان يې بدل کړى واى او ويلي يې واى، چې باب الامر بتخريب القبور و هدمها. په عربي ژبه کې تسويه د (قبر په څېر) له څه شي سره منسوبه شي؛نو مراد دادى،چې په خپله هوار او برابر دى؛ نه دا چې له بل څه (لکه ځمکې) سره دې برابر شي. دا دى يو بل حديث را اخلو،چې امام مسلم په خپل صحيح کې راخستى او مضمون يې همداسې دې؛ لکه مونږ چې يې ملاتړ وکړ. (راوي وايي) : له فضاله پن عبيد سره په روم کې وو، زمونږ يو ملګرې مړ شو، فضاله امر وکړ، چې قبر يې هوار کړئ او ويې ويل : له رسول اکرم نه مې اورېدلي، چې امر يې کاوه : قبرونه مسطح کړئ.

(وګورئ: صحيح مسلم ٣ج، کتاب الجنائز – ٦١ مخ)

اوس دا ليدل په کار دي،چې په دې وينا کې د قبر له تسويي نه څه مراد دى،ايا دادى، چې پر قبر ولاړه ودانۍ ونړوئ؟ فرضوو، چې د ښخولو په وخت کې پر قبر ودانۍ نه وي يا دا چې مراد دادى،چې قبر له ځمکې سره هوار کړاى شي، داخو له هغو څرګندو سنتو سره مخالفت دى،چې وايي : قبر دې له ځمکې نه يوه لوېشت لوړ وي. له دې پرته بله لار نه لرو،چې ووايو، مراد دادى، چې قبرونه مسطح او نا هواري کړئ او د ماهي د ملا او د اوښ له ګوپان نه يې رابېل کړئ. اوس ګورو، چې د صحيح مسلم مشهور شارح امام نووى،حديث څنګه تفسيروي. "سنت دادى، چې قبر له ځمکې ډېر لوړ او ګوپان ډوله نه وي؛بلکې يو لويشت لوړ او مسطح وي"

(وګورئ: ارشاد الساري ٢/ ٤٦٨)

دا جمله يې راښيي، چې د صحيح مسلم شارح له سويته نه هماغه معنى را اخستې؛ لکه چې پورته څرګنده شوه، يعنې حضرت علي توصيه او سپارښت وکړ، چې قبرونه د ماهي پشت کولو په ځاى هوار او صاف کړئ؛ نه داچې له ځمکې سره يې هوار کړي. ابن حجر عسقلاني هم په ارشاد الساري فى شرح صحيح البخاري کې دا حديث هم داسې تفسر کړى دى او وايي: په قبر جوړولو کې سنت دادى،چې مسطح کړاى شي؛نو مونږ بايد سنت له دې امله ترک نه کړو،چې تسطيح هوارول د روافضو شعار دى،داچې وايو، د قبر هوارول سنت دى، د ابن الهياج له حديث سره منافات نه لري، ولى؟ "لا نه لم يرد تسويته بالارض و انما اراد تسطيحه جمعا بين الاخبار" ځکه مراد له ځمکې سره برابرول نه دي؛بلکې مطلب دادى،چې له ځمکې نه هماغه ټاکلى لوړوالى (ارتفاع) دې هوار او صاف کړاى شي .

(وګورئ: شرح صحيح مسلم د "نووي" ليکنه)

پردې سربېره که د توصيې غرض دا واى،چې د قبر ولاړې ګومبزې او ودانۍ ړنګې کړئ؛نو بيا حضرت علي ولې د خپل خلافت په وخت کې د پېغمبرانو پر قبرونو ولاړې ګومبزې ړنګې نه کړې؟ سره له دې،چې د اسلامي خاورې يو بشپړواکى واکمن و او په فلسطين، سوريه، مصر، عراق، ايران او يمن کې پر قبرونو ولاړې ګومبزې او ودانې يې د سترګو پر وړاندې وې. مونږ له دې ټولو خبرو تېرېږو او ګڼو چې حضرت علي، ابى الهياج ته امر کړى دى، چې ټول لوړ قبرونه له ځمکې سره هوار کړئ؛خو حديث هېڅکله پر قبرونو د ولاړو ودانيو نړولو پر لزوم دلالت نه کوي؛ځکه پېغمبر فرمايلي دي: (( و لا قبرا الاسويته.)) يعنې (قبرونه بې له هوارولو مه پرېږدئ) دا يې نه دي ويلي، چې "ولابناء ولاقبة الاسويته" حال داچې زمونږ خبره په قبر پورې نه؛ بلکې پر قبرونو جوړو شوو ودانيو په باب ده او خلک يې سيورې ته په تلاوت،دعا اولمانځه مشغول دي، د دې خبرې کوم ځاى راښيي،چې د قبرونو ولاړې هغه ودانۍ ړنګې کړي،چې زيارت کوونکي ته د عبادت او د قرآن د تلاوت فرصت ورپه لاس کوي او خلک له تودو سړو ژغوري. په پاې کې د دې ټکي له يادونې ناچار يو،چې دا او دې ته ورته احاديث د ځينو نورو تېرو ولسونو د قبرونو په باب وي، چې د صالحانو او اولياوو قبرونه يې قبله کړې وي او د دې پر ځاى،چې اصلي قبلې ته لمونځ وکړي،قبر او قبر ته ايښو تصوريونو ته لمونځ کوي او هغې رښتينې قبلې ته، چې خداى تعالى غوره کړې ده، له لمانځه نه ډډه کوي، په دې صورت کې حديث په هغو قبرونو پورې هېڅ اړه نه لري، چې مسلمانانو ورته هېڅ وخت سجده او لمونځ نه دى کړى؛ بلکې د هغې تر څنګ الهي قبلې (کعبه) ته لمونځ او د قرآن تلاوت کوي. که څوک د نېکانو د زيارت پر لور ورمات وي او د سپيڅليو جسدونو او د سپيڅليو قبرونو ترڅنګ د خداى عبادت کوي، دا د هغې درناوي له مخه دى،چې دغو سپېڅليو ځايونو، د دغو جسدونو د ښخېدو په برکت پيدا کړي دي. قرآن کريم فرمايي:[ وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ = او( درياد كړئ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه او (د خاطرو د رايادولو لپاره مو وويل :) د ابراهيم له مقامه لمانځه ځى جوړ کړئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ : (( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ . ))] (بقره/١٢٥) که د "ابراهيم مقام" د ابراهيم عليه السلام له برکته د درناوي څښتن شوى او له همدې امله هم شوى و، چې هلته لمونځ وکړو؛نو په دې کې بيا څه خبره ده،چې د ابراهيم عليه السلام په څېر د حق د لارې د نورو اولياوو او سرښندويو،چې خپل هر څه يې د خداى د دين د ټينګښت لپاره له لاسه ورکړي دي، قبرونه دې، يې د درناوي وړ شي، چې په پوره حفاظت او شرايطو دې هلته لمونځ او عبادت زيات ثواب ولري؟؛لکه چې اسلامي روايات هم همداسې دي. دلته د قبرونو د ودانيو په باب د څلور ګونو مذهبونو د علماوو فتواګانې را اخلو: "يکره ان يبنى على القبر بيت او قبه او مدرسه او مسجد" " پر قبر باندې کور (کوټه)، ګومبزه، مدرسه او جومات جوړول مکروه دي" (وګورئ: الفقه على المذاهب الاربعه ١/٤٢١)

پر مکروهوالي باندې د څلور واړو امامانو له اتفاق سره سره د نجد قاضي بيا څنګه پر قبرونو د ولاړو ودانيو پر حراموالي تينګار کوي.

د واقعيت پر ځاى دليل جوړونه د شيخ محمد بن عبدالوهاب پلويان په بقيع کې د ښخو امامانو اواصحاب کرامو د قبرونو د ګومبزو د نړولو لپاره دلايل جوړ کړي او په اصطلاح يوه بله پلمه يې ترلاسه کړې چې د بقيع ځمکه وقفي ده او له دې نه بايد تر وسې وسې د همدغه راز (وقفې) مقاصدو لپاره کار واخستل شي او په استفاده کې يې هر راز خنډونه له منځه وړل په کار دي، چې د نبوي کورنۍ او اصحابو کرامو پر قبرونو جوړې ودانۍ د بقيع د ځمکې له يوې برخې نه د استفادې مخنيوى کوي؛نو که فرض کړو، چې په غولي او حرم کې ښخېده ممکن وي؛خو د دېوالونو ترڅنګ او شاوخواته نه شي کېداى؛نو په کار ده،چې داسې ودانۍ ( چې د دفن ځاى تنګوي ژباړن) ونړول شي،چې د بقيع له ټولې ځمکې نه وقفي مقاصد تر لاسه شي. ځواب: په دې کې شک نه شته، چې دغه شان استدلال له مخکې قضاوته پرته نور څه نه دي،د شيخ محمد بن عبدالوهاب پلوي قاضي غواړي هر څنګه،چې کېږي، د نبوي کورنۍ او اصحاب کرامو نښې نښانې له منځه يوسي او که دليل ورسره پيدا نه شو؛نو د مټ په زور دغه ودانۍ ړنګى کړي او د دغسې يوې زړې ارادې لپاره يې په دلاليل جوړولو لاس پورې کړي او د بقيع د ځمکې د وقفوالي ربړه يې رامنځته کړې ده. حال داچې د بقعې د وقف هسې تشه اندېښنه ده؛ ځکه: لومړى: د تاريخ يا حديثو په هېڅ يوه کتاب کې هم د بقيع وقف نه دى راغلى، چې تکيه پرې وکړو؛ بلکې کېداى شي، چې بقيع له پيله شاړه او بې خاونده ځمکه وه،چې خلکو په کې خپل مړي ښخول،چې دغه شان ځمکه به (لومړنى مباحات) وه، چې د چا په کې د تصرف حق نه وي. په پخوا زمانو کې،چې خلکو د شړو ځمکو د خپلولو شوق ډير نه کاوه او چا د ځمکو د ابادولو وسه نه درلوده، ښارونو ته د کليوالو بهير ورمات شوى نه و او د ځمکې په نامه کومه مساله يا د حاصل خورو په نامه وګړي نه وو رامنځته شوي، ډېرو ځمکو خاوند نه لره او لکه چې وې، هماغسې وړيا او مباحې پرتې وې او د چا خبره په بې خاونده ځمکې کې شمېرېدلې، هغه وخت د ښار او کلي خلکو د ځمکې يوه ټوټه د هديرې لپاره بيلوله، يا که به چا د خپل مړي په ښخولو کې تر نورو مخکې ځمکه بېله کړه؛نو نور به يې هم پر پله تلل او هغه ځمکه به هديره شوه،بې له دې، چې کوم کس يې خپله کړي. د بقيع ځمکه هم په همدې لړ کې راتله، په حجاز او مدينه کې ځمکو څه ارزښت نه لره د مدينې په شاوخوا کې د شاړو ځمکو په شتوالي او موجوديت کې څوک لېوني وو، چې سمسوره ځمکه هديرې ته وقف کاندي. چېرته ، چې شاړې ځمکې ډېرې او سمسورې کمې وي؛ هلته خلک ضرور ( د هديرې لپاره) له شړو ځمکو نه کار اخلي. همدا خبره سمهودي په وفاء الوفاء فى اخبار دار المصطفى کې هم منلې ده، ليکي: لومړنى سړى، چې په بقيع کې ښخ شو، د پېغمبر اکرم صحابي عثمان بن مظعون و،ابراهيم(د پېغمبر اکرم زوى) چې وفات شو،د هغه صلى الله عليه و اله وسلم په امر او سپارښت د عثمان بن مظعون رضى الله عنه ترڅنګ ښخ شو. له هماغې راهيسې خلکو ته به بقيع کې د خپلو مړيو د ښخولو شوق پيدا شو او د ونو په پرېکولو د هرې قبېلې برخه هديره بېله شوه. بيا ليکي: په بقيع کې عرقد نومې ونه ولاړه وه؛خو چې عثمان بن مظعون ښخېده؛نو هغه ونه يې ووهله .

(وګورئ: وفاء الوفاء ٢/٨٤)

عرقد هماغه ونه ده،چې د مدينې په ډاګونو کې تر سترګو کېږي او له دې عبارته پوهېداى شو،چې بقيع يوه مړه او شاړه ځمکه وه،چې د يوه صحابي د ښخولو په وخت کې هر چا د خپلې خپلې قبېلې لپاره بېله کړه؛ خو تاريخ د وقف کېدو نوم نه اخلي؛بلکې تاريخ خو راښيي، چې په کوم ځاى کې چې د بقيع امامان ښخ دي، هلته د عقيل بن ابي طالب رضى الله عنه کور و او د دغو څلورو امامانو جسدونه همدغلته ،چې د بني هاشم کور ګڼل کېږي، ښخ دى. سمهودي ليکي: عباس بن عبدالمطلب رضي الله عنه د فاطمې بنت اسد تر څنګ د بني هاشم په هديره کې،چې د عقيق کور و، ښخ دى .

(وګورئ: وفاء الوفاء ٢/٩٦)

او بيا له سعيد بن جبير رضى الله عنه نه رانقلوي، چې هغه د پېغمبر اکرم د زوى ابراهيم قبر په هغ کور کې ليدلى دى، چې د محمد بن زيد بن علي رضى الله و بيا را اخلي، چې پېغمبر اکرم د سعد بن معاذ رضى الله عنه جسد د ابن افلح په کور کې د بقيع تر څنگ و او ګومبزه يې لرله، خاورو ته وسپاره. دا جملې ټولې راښيي، چې د بقيع ځمکه وقفي نه وه. په دې صورت کې ايا دا مناسبه ده،چې له وقف سره د مقاومت او مقابلې په نامه د نبوې کورنۍ او اصحابو کرامو اثار له خاورو سره خاورې شي؟ فرض کړئ،چې د بقيع ځمکه هم وقفي وه، د هغې د وقفېدو څه نښه او سند په لاس کې شته؟ ښايي وقفوونکى د سترو شخصيتونو لپاره پر خپلو قبرونو د ودانۍ د جوړولو اجازه کړې وي؛نو چې پوه پرې نه يو؛بايد د مؤمن کار ته ښه ووايو او تورن يې نه کړو. په دې صورت کې به د دغو ګومبزو او کورونو نړول څرګند (بين) حرام او د ځلانده شرعي پر خلاف وي. قاضي د "يلهد" زوى او د هغه همفکري ښه پوهېدل،چې د وقفولو فکريو ډول دليل سازي او استدلال دى؛که داسې دليل يې نه هم درلوداى او بيا يې هم نبوي اثار ړنګول؛ځکه دا لومړى ځل نه دى،چې دې ډلې نبوي اثار ړنګ کړي؛بلکې په ١٢٢١ه کې لومړى وار پر مدينې واکمن شول، نبوي اثار يې وران او ړنګ کړل،چې له حجاز نه يې تر شړلو وروسته د عثماني خلافت قواوو ټول له سره بيا ودان کړل.

د قبرونو زيارت د کتاب او سنتو په رڼا کې د قبرونو زيارت اخلاقي ، تربيتي او سملاسي اثرات لري،چې دلته ورته ځبېښلې اشاره کېږي، د دغې ارامې بيديا، چې د ټولو شتمنو، نشتمنو او زورورو د ژوندانه ډېوه په کې تتيدونکې ده او ټول وګړي په کې په دوو څادرګيو کې تر خاورو لاندې پراته دي،کتنه يې زړه او روح لړزوي او د انسان تمه او حرص سخت کموي او که انسان عبرتورې سترګې ولري،له دې کوڅې نه د عبرت درس اخلي، او له ځان سره سوچ کوي او وايي: شپېته اويا کاله موقت ژوند،چې اخر يې تر خرورونو خاورو لاندې وروستوالى او له منځه تلل دي، په دې نه ارزي، چې انسان يې د مال او مقام په تر لاسه کولو پسې دومره هلې ځلې وکړي او پر خپل او پردي زياتى او تېرى وکړي. د غليو او خاموشو دغه بيديا، چې د تيږې په څېر زړونه نرموي او کاڼه غوږونه بيداروي او په سترګو پټو ته هم رڼا ورکوي،د دې سبب کېږي،چې انسان د خپل ژوندانه پر پلان بيا کتنه وکړي او د خداى ، خلکو، فردي او اجتماعي وظايفو پر وړاندې پر خپلو درندو مسووليتونو غور وکړي او له خپلسرۍ نه لاس واخلي. رسول اکرم په يوه حديث کې دې ټکى ته داسې اشاره کوي: د قبرونو زيارت وکړئ، د هغوى زيارت اخرت دريادوي. (وګورئ: صحيح ابن ماجه ١ ج، باب ماجاء فى زيارة القبور ١١٣ مخ) له هغو احاديثو نه، چې د صحاح او سننو ليکونکيو را اخستي دي،څرګنديږي، چې رسول اکرم د څه وخت لپاره د قبرونو زيارت منع کړى و؛ خو بيا يې اجازه وکړه،چې خلک دې زيارتونو ته لاړ شي. ښايي د منع کولو وجه وه،چې د هغوى پخواني مړه زياتره مشرک او بت پرستان وو او اسلام له مشرکې نړۍ سره د هغوى اړيکى او پيوستون پرېکړى او دا هم کېداى شي، چې څه بله وجه وه او هغه داچې نويو مسلمانانو د خپلو مړيو پر خاورو باطلې ويرنې کولي او له اسلامي ادابو نه وتلې خبرې يې له خولې ايستې؛خو د اسلام تر پراختيا او د خلکو په زړونو کې د ايمان نيالګي تر کرلو روسته دغه منع لرې کړاى شوه او رسول اکرم د هغو تربيتي ګټو لپاره، چې د قبرونو په زيارت کې ده، اجازه وکړه،چې خلک دې د قبرونو زيارت وکړي. هغه ځاى ته،چې د سننو ليکونکى يې داسې را اخلي: "ما تاسې د قبرونو له زيارت نه منع کړي وئ، تردې وروسته زيارت وکړئ؛ځکه د قبرونو زيارت تاسې له دنيا نه بې پروا کوي او اخرت دريادوي"

(وګورئ: سنن ابن ماجه باب ماجاء فى زيارة القبور ١/١١٤. صحيح ترمذي، ابواب الجنائز ٣/٢٧٤ د ابن العربي المالکي له شرحې سره. ترمذي له بريده نه تر را اخستي حديث وروسته وايي: د بريده حديث صحيح دى او اهل علم پرې عمل کوي او د قبرونو د زيارت لپاره مانع نه وي.
دا د ابن المبارک شافعي، احمد، اسحق (رحمة الله عليهم) په څېر ډلې نظريه ده.

پر پورتنيو مدارکو سربېره دې لاندې مراجع هم وکتل شي: صحيح مسلم٢ج، باب استئنذ ان النبى و به عزوجل فى زيارة قبر امه، ٦٥مخ.

صحيح ابوداود ٢ج، کتاب الجنائز، باب زيارة القبور ٩٥مخ.

له همدې امله ده،چې رسول اکرم د خپلې مور زيارت کاوه او خلکو ته يې هم ويل،چې قبرونه ته لاړ شئ؛ځکه زيارتونه د اخرت د ياد سبب دي. د نبوي حديث ژباړه: "پېغمبر اکرم د خپلې مور د قبر زيارت وکړ او د قبر څنګ ته يې وژړل او ورنه راتاو خلک يې هم وژړول او ويې ويل: له خداى نه مې اجازه اخستې ده، چې د مور د قبر زيارت وکړم، تاسې هم د قبرونو زيارت وکړئ؛ځکه د هغو زيارت د خداى د يادولو سبب دى" (وګورئ: صحيح ابن ماجه ١/١١٤) حضرت عايشې بي بي به ويل، چې رسول اکرم د قبرونو زيارت په ډاګه اعلان کړى دى. رسول اکرم د قبرونو د زيارت اجازه ورکړه.

(وګورئ: صحيح ابن ماجه، ١١٤مخ.)

"پروردګار مې دا حکم وکړ، چې بقيع ته لاړ شم او هغوى ته بخښنه وغواړم،عايشه بي بي وايي: ما ويل، زه څه ووايم؟ ويې ويل: د دې سيمې پر مؤمنانو، مسلمانانو، زمونږ تېرو او راتلونکيو سلام ووايه. خداى دې پرې ورحمېږي،مونږ ډېر ژر له تاسې سره يوځاى کېږو." (وګورئ: سنن نسائي، ٣/٧٦. صحيح مسلم٣ ج، باب ما يقال عند دخول القبور ٦٤مخ.) په نورو راغليو احاديثو کې دي،چې پېغمبراکرم په کومو جملو د قبرونو زيارت کاوه،هغه کليمې،چې حضرت پېغمبر پرې د قبرونو زيارت کاوه. "السلام عليکم دارقوم مؤمنين و انا و باکم متواعدون غدا و مواکلون و انا ان شاء الله بکم لا حقون، اللهم اغفرلا هل بقيع الغرقد.

( وګورئ: سنن نسايي ٤/ ٧٦- ٧٧)

په يوه بل حديث کې د زيارت متن بل شان را اخستل شوى دى: السلام عليکم اهل الديار من المؤمنين والمسلمين و انا ان شاء الله بک لا حقون انتم انا فرط و نحن لکم تبع اسال الله الغافيه لنا و لکم.

(وګورئ: سنن نسايي ٤/٧٦-٧٧)

په درېم حديث کې بل ډول را اخستل شوى دى: السلام عليکم دار قوم مؤمنين و انا ان شاء الله بکم لا حقون .

( وګورئ: سنن ابوداود ٣/١٩٦)

د عايشې بي بي له حديث نه راولاړېږي،چې شپه به،چې پخېده،پېغمبر اکرم به بقيع ته تله او ويل به يې : السلام عليکم دارقوم مؤمنين واتاکم ما توعدون غدا موحلون و انا ان شاء الله بکم لا حقوق اللهم اغفر لا هل بقيع الغرقد (وګورئ: صحيح مسلم ٣/٦٣ باب ما يقال عند دخول القبور) له يوه بل حديثه ښکاري، چې رسول اکرم به له ډلې سره د قبرونو زيارت ته تله او هغوى ته به يې ښودنه کوله، چې د قبرونو زيارت څنګه وکړي. کان رسول الله يعلمهم اذا خرجوا الى المقابر فکان قائلهم يقولون: السلام على اهل الديارانا، السلام عليکم اهل الديار من المؤمنين والمسلمين و انا ان شاء اللله بکم لا حقوق اسال الله لنا و لکم العافيه .

(وګورئ: پورتنې سرچينه)

ښځې او د قبرونو زيارت

د ښځو د زيارت مساله په ځينو رواياتو کې راغلې ده، چې رسول اکرم هغوى له زيارت نه منع کړي دي.

پېغمبر اکرم قبرونو ته پر زياتو تلونکيو ښځو لعنت ويلى دى.

(وګورئ: صحيح ابن ماجه کتاب الجنائز باب، ماجاء فى النهى عن زيارة النساء القبور ١/٤٧٨)

خو بايد وکتل شي،چې د دغو احاديثو په استدلال سره له ځينو وجهو نه پر ښځو د زيارت بنديز سم نه دى. ځکه لومړى خو زياتره علماء دا نهې کراهتي نهې بولي، او د کراهت وجه يې هم هغه خاص شرايط وو، چې پرهغه عصر حاکم وو، چې د حديثو يوه شارح ورته اشاره کړې ده، چې مفتاح الحاجة مولف پر صحيح ابن ماجه په خپلې شرحې کې وايي: علما ء د پېغمبر اکرم د نهې په باب دوه ډلې دي،چې ايا نهې تحريمي ده، که کراهتي؟ خو زياتره علماء پردې معقتد دي،چې که ښځه له فتنې نه مطمئنه وي،زيارت ته تلاى شي.

( وګورئ: حواشي ابن ماجه ١/١١٤)

دويم داچې په تېرو احاديثو کې مو ولوستل،چې عايشې بي بي له رسول اکرم نه نقل کړى و،چې پېغمبر اکرم د قبرونو زيارت په ډاګه علان کړ؛نو که ښځې له دې حکمه جلا واى،په کار ده، چې وويل شي،چې دا حکم يواځې د نارينه وو لپاره دى، په تېره چې ويونکې هم ښځه ده او طبعا به ورسره په ناستو کې ښځه وه او هر مخاطب پوهېږي، چې حکم او مکلفيت هماغې ته متوجه دى. دويم داچې په ځينو احاديثو کې راغلي دي، چې پېغمبر اکرم عايشى بي بي ته د زيارت دود وروښود او په خپله حضرت عايشه د رسول اکرم وروسته زيارت ته تله. څلورم داچې ترمذي نقل کوي، چې د حضرت عايشې ورور عبدالرحمن بن ابى بکر رضى الله عنه، چې په حبشې، کې مړ شو، جنازه يې مکې ته يوړه او هلته يې ښخ کړ؛خور يې چې له مدينې نه مکې ته راغله؛نو د ورور زيارت ته لاړه او پر قبر يې د وير دوه شعرونه وويل او يوه وينا يې وکړه. (وګورئ: صحيح ترمذي ٤/٢٧٥ کتاب الجنائز باب ماجاء فى زيارة القبور) د صحيح ترمذي شارح امام حافظ ابن العربي "٤٣٥-٥٤٣" پر صحيح باندې په خپلو تقليقاتو کې ليکي: صحي دا دى،چې پېغمبر اکرم ښځو او نرو دواړو ته زيارت ته د تګ اجازه ورکړې ده، که ځينې خلک يې زيارت ته تګ مکروه ګڼي، هغه پر قبر باندې د تلوسې، بې صبرۍ او ياد پوره ستر د نه شتوالي له امله دى. پنځم: امام بخاري د حضرت انس رضي الله عنه له خولې راخلي چې: پېغمبر اکرم يوه ښځه وليده،چې پر خپل خاوند ژاړي،و يې فرمايل: تقوى له لاسه مه ورکوه او صبر وکړه، ښځې پېغمبر اکرم ونه پېژانده ويې ويل: ما پرېږده، زه چې په کوم غم اخته يم،ته پرې اخته شوى نه يې، چا ورته وويل: چې دا حضرت پېغمبر دى، د خپل خواخوږي قبر يې پرېښود او د پېغمبر کور ته ورغله بخښنه يې وغوښته،چې مانه يې پېژندلى، حضرت پېغمبر ورته وويل : صبر په لومړني مصيبت کې په کار دى.

(وګورئ: صحيح بخاري، کتاب الجنائز، باب زيارة القبور ١٠٠مخ. صحيح ابوداود ٢/١١٧٠)

که د ښځو لپاره زيارت حرام واى،پېغمبر اکرم به هغه ښځه له دې کاره منع کړې واى. د دې پر ځاى يې ورته د صبر سپارښت وکړ او د خبرو موضوع يې کور ته د ښځې تر ورتګ وروسته په مصيبتونو کې صبر او استقامت و، نه د قبرونو د زيارت مساله. شپږم: پردې سربېره د پېغمبر اکرم لور فاطمه بي بي به هره جمعه د حمزه رضى الله عنه زيارت ته تله او له قبر سره يې لمونځ کاوه او ژړل يې.

(وګورئ: مستدرک حاکم ١/٣٧٧، وفاء الوفا ١١٢ مخ)

اووم: قرطبي وايي: پېغمبر اکرم پر هرې زيارت کوونکې ښځې لعنت نه دى ويلي؛بلکې هغه ښځه يې ياده کړې ده چې زياته زيارت ته ځي، داسې چې زوارات القبور او د زوار د مبالغې صيغه ده.

(وګورئ: ابوداوود په خپلو سننو ٢/١٩٦ زائرات نقل کړى دى)

او ښايي د دې لعنت ويلو علت دا وي،چې بيا بيا زيارت د مړي د حق د له منځه وړو،د خلکو لپاره د ډول سينګار او په کوکو کوکو د ژړا سبب شي؛خو که زيارت ته د ښځې په تګ کې دا شان اندېښنې نه وي؛نو څه پروا نه کوي؛ځکه د مرګ يادېدل داسې څه دي،چې ښځې او نر داوړه ورته يو شان اړ دي. اتم: که د قبرونو زيارت له دنيا نه د زائرو د ګوښه کېدو، د حرص او اسرې د کمېدو او د اخرت د ور يادېدو سبب کېږي،هغه مړي ته چې تر خرورونو خاورو لاندې پروت وي او لاس يې له هر څه نه لنډ وي،يوه بله ګټه دا لري،چې اسلامي زيارتونو کې همېشه فاتحې لوستل کېږي او ثواب اهداء کېږي او همدا په خاورو کې د يوه پروت خپل خواخوږي لپاره د ژوندي له خوا ډېره غوره اهداء ده. ابن ماجه په خپله صحيح کې نقلوي،چې پېغمبر اکرم فرمايلي: پر خپلو مړو سورت يس ولولئ.

(وګورئ: صحيح ابن ماجه١٤٤٨حديث، سنن ابي داود ٣/٤٨٩، باب القرائة عند الميت)

په دې صورت کې د ښځې او نر توپير څه دى، چې يو دې منع وي او بل نه ؟ خو ښځې دې هغه خاص شرايط ولري، چې دمخه ورته اشاره وشوه. د مذهبي شخصيتونو د قبرونو د زيارت رغنده نښې هغه قبرونه،چې د نړۍ د خداى نمانځونکيو، په تېره د مسلمانانو د پام وړ دي،زياتره د هغو کسانو قبرونه دي، چې په ټولنه کې يې يو رسالت او ژمنه درلوده او خپل رسالت يې په ښه توګه تر سره کړى دى،دغه ډله دا کسان دي: ١ _ پېغمبران او مذهبي مخکښان، چې الهي رسالت يې پر اوږو ايښى او د ځان او مال په ښندنه او د کړاوونو په زغم سره يې د خلکو سمون ته ملا تړلې وه. ٢ _ علماء او ستر پوهان،چې د شمعې په څېر سوځي څو خپله شاوخوا رڼا کړي او ارام يې پر ځان حرام کړى وي، د مدرسو او علمي او تحقيقاتي مرکزونو په ګوټ کې ناست او د قوت لا يموت په کتلو سره يې د علم او پوهنې په نامه بشر ته سترې زېرمې ور په لاس کړى دي او بشر يې له الهي کتاب ، د طبيعت له کتاب او د خلقت له ژبې سره بلد کړى دى او ديني،انساني او طبيعي علوم يې رامنځته کړي دي. ٣ _ هغه ډله،چې د اجتماعي مظالمو، هر ورځ د زياتېدونکيو حق پايمالېدنو او ناروا تبعيضونو له لاسه يې د صبر جام پر مورګو اوښتي وي او د بشري حقوقو او اجتماعي عدالت را ژوندي کولو لپاره د سر په بيه له ستمګرو واکمنو سره په جګړه وو او په پخپلو وينو يې د ظالم واکمن مظالم له ټولنې نه وينځلي وو، دا د اسلام د لارې شهيدان دي. په ټولنه کې به هېڅ انقلاب او سمون بې بدله او بې بيه پاتې نه شي او هغه مقدس انقلاب، چې غواړي د ستمګرو ماڼۍ نسکورې کړي او پړسېدلې مرۍ يې وځبېښي، بيه او بدله د جنګياليو د هغې ډلې مقدسه وينه ده، چې هېواد ته خپلواکي او ازادي راستنول غواړي. همدغه ډلې دي،چې خلک يې زيارت ته ورځي او پر قبرونو يې د مينې اوښکې تويوي او ارزښتناک خدمتونه او سپېڅلې سرښندنې يې يادوي او د قرآن د يوه سورت په لوستو د هغو ښاغليو روح نمانځي او د سرښندنو، انساني فضايلو، اخلاقي ملکاتو په باب يې د شعرونو په ويلو سره ياد او فکر راژوند کوي او پر ګنى يې د لارې ملګرتيا ته بولي. د شخصيتونو د دې ډلې د قبرونو زيارت د هغوى د سرښندنواو ځان تېريدنو يو ډول درناوى، مننه او معاصر نسل ته اخطار او ګواښ دى، چې د هغه چا چې د حق او فضيلت لار غوره کړې او د عقيدي د دفاع او د خپلواکۍ د پراختيا لپاره سر ځارى کړي،بدله او اجر دا دى،چې هېڅکله له زړونو نه وځي، د زماني تېرېدنه، چې هر څه زړوي او هېروي،د هغوى يادونه يواځې له منځه نه وړي؛ بلکې په سپيڅليو زړونو کې د مينې خوږلن په سکروټو او لمبو بدلوي؛نو څومره به ښه وي، چې ننني او سباني نسلونه هم د هغوى پر لار ولاړ شي؛ځکه دوى په خپلو سترګو د حق د ميړنيو سرښندنو بدله وليده. عبدالله ابن ابى، د نفاق د ډلې مشر مړ شو، خداى پېغمبر ته حکم وکړ، چې د دې ډلې جنازه ونه کړې او قبرونو ته يې د قرآن د لوستو او د بخښنې د غوښتو لپاره ، ورنه شي او ويې فرمايل: [وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ = او بيخي پر يوه مړي يې هم (د جنازې) لمونځ مه کوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پر قبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او په سرغړاندۍ كې مړه شوي دي .] (توبه ٨٤ آيت) په دې آيت کې د منافق د شخصيت د نړولو او د دغه ګوند د غړيو د غوږ تاوي لپاره پاک خداى پېغمبر ته حکم کوي: ١ _ د دوى د يوه جنازې لمونځ هم ونه کړې. ٢ _ قبرونو ته يې ورنه شي او دا حقيقت يې په "و لا تقم على قبره" جملې سره ادا کړى دى. دا چې وايې له منافق سره دا دوه کاره مه کوه،معنا يې داده، چې د غير منافق په باب دا کار غوره او وړ دى. د يادونې وړ ټکى دادى،چې وګورو،له "و لا تقم على قبره" نه غرض څه دى؟ ايا غرض يواځې د ښخېدو پر ځاى درېدل دي؟چې د منافق لپاره روانه دى او مؤمن لپاره غوره او وړ دى؟ که نه مراد ترې د ښخېدو يا نور ځايونه دي. ځينو مفسرينو دا آيت د ښخېدو په ځاى پورې ګڼلى؛خو ځينې نورو؛لکه بيضاوي ورته په پراخه نظر کتلي او آيت داسې تفسيروي: تفسير بيضاوي، ٣/٧٧: " ولا تقف على قبره للدفن او لزياره" د آيت په مفهوم کې دقت راښيي،چې يوه پراخه معنا مراد ده،د ښخېدو په ځاى کې درېدل وي او که تر ښخېدو وروسته وي.

د رسول اکرم د قبر زيارت پورتنۍ څېړنې مونږ د سترو مذهبي شخصيتونو او د حق او حقيقت د لارې د سرښندويو د لمانځنې په ارزښت پوه کړو. ددې څرګندونې له مخې بايد همېشه د مرګ په خوب د دغو ويدو خلکو په لمانځنه کې د ژوندونې په څېر د دوى په نمانځنې کې هڅه وکړو او نښې او يادونه يې خوندي وساتو،زوکړه يې ونمانځو او د وفات ورځ يې د وير ورځ وگڼو او د سترو غونډو په جوړولو او ګټورو او اغيزمنو ويناوو سره خلک پر دغه ورځ د هغوى د مکتب پېژندنې او په راتلونکې کې خوندي کولو ته راوبولو. قبر او خاوره يې درنه وګڼو او له هر راز سپکاوي او اهانت نه يې ځان وژغورو؛ځکه د هغوى د خاورې درناوى د هغوى د مکتب او دعوت درناوى دى؛لکه د قبرونو او يادونو سپکاوى، چې يې د لارې او رسم سپکاوى ګنل کېږي. دا وخت که څوک بقيع هديرې ته لاړ شي او د اسلام د مخکښانو او د پېغمبر اکرم د هغو اصحابو،چې د اسلام په خپرولو کې سرښندنې او مبارزې کړي دي،قبرونه وګورئ، ټول خوار او بې ارزښته ښکاري،سړى سخت بوږنېږي او د ابن عبدالوهاب د ډلې ( چې ځان د اسلام رواجوونکي ګڼي) پر سخت زړي حيران شي؛ځکه له يو خوا خو پر منبرونو باندې د دين د مخکښانو او صحابه وو نومونه په ډېر درناوي اخلي؛خو چې قبرونو ته يې ورشي،هېڅ درناوى يې نه کوي ان چې د قبرونو ترڅنګ د څارويو ناوتلتيا هم بده نه ګڼي او د شرک او مشرک کلمو په ويلو د اولياوو هر راز درناوى او تعظيم د شرک په نامه غندي او انسان د اولياوو په نمانځنه کې دومره محدودوي او فکر، ژبه غوږ او سترګې په زنځيرونو داسې تړي،چې د اولياوو د خدمت په خيال تش حرکت هم شرک او د مشرک عمل ګڼي، لکه د خداى له اولياوو سره، چې يې داسې دښمنې وي، چې د هغوى په درناوي نا ارامه کېږي .

اوس د پېغمبر اکرم د قبر د زيارت په باب اسلامي دلايل څېړو.

قرآني شهادت قرآن کريم ګناهکارانو ته حکم کوي،چې د پېغمبر اکرم حضور ته ورشي او ورنه وغواړي،چې د هغوى لپاره له خدايه بخښنه وغواړي؛ځکه د هغوى په باب د پېغمبر اکرم دعا قبلېږي؛لکه چې قرآن فرمايي:[ وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا =موږ هېڅ يو استازى نه دى لېږلى؛خو د دې لپاره،چې د خداى په اجازه لاروي يې وشي او كه دې مخالفينو (داسې كړي واى )، چې تر ګناه ( او د الهي قوانينو تر پښو لاندې )كولو وروسته درته راغلي واى او له خداى يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى ( ؛نو) هرومرو خداى يې توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده. ](نساء ٦٤ آيت) که مونږ ته يواځې همدا يو آيت راغلى واى، ويلاى به مو چې دا آيت په هغې ورځې پورې اړه لري،چې پېغمبر اکرم د خلکو ترمنځ وي؛خود ځينو وجوهاتو له مخې له دې آيت نه د يوه داسې کلي حکم په توګه،چې د دنيوي ژوندانه په زمانې پورې اړوند نه وي، استفاده کېداى شي؛ځکه: لومړى: د قرآن آيتونه د انبياوو، اولياوو او حتى ټولو ډلو لپاره د يوه برزخ په ژوندانه قايل دى او په هغه دنيا کې يې ليدونکى او اورېدونکى معرفي کوي، چې د آيتونو دا برخه به د مقدسو ارواحو د وسيله کولو په بحث کې راشي. دويم: اسلامي حديثونه په ډاګه ښيي،چې پرښتې د خلکو پيغامونه ورستني،پېغمبر حضرت محمد (ص) ته رسوي او دا حديثونه په صحاحو کې راغلي دي. ژباړه: داسې هېڅوک نه شته، چې پر ما سلام "درود" ووايي او خداى يې سلام زما روح ته ونه رسوي او زه يې ځواب ونه وايم." دا حديث په سنن ابي داود، ١ج، کتاب الحج باب زيارة القبور، ٤٧٠-٤٧١ مخونه کې راغلى دى. ژباړه: پر ما درود ووايي؛ځکه ستاسې درود ما ته رارسي. دا حديث په دې کتاب کې راغلى: التاج الجامع للاصول فى احاديث الرسول صلى الله عليه و اله وسلم د شيخ منصور علي ناصف تاليف ٢/١٨٩. درېم: اسلامي ټولنه له هماغې لومړۍ ورځې له دې آيت نه يوه پراخه او هر اړخيزه معنى ( چې د پېغمبر اکرم رحلت يې مانع نه دى) اخستې ده او عمل يې پرې کړى دى او د پېغمبر تر رحلت وروسته يوه ډله عرب په سپېڅليو او له کلامي مناقشو نه په پاکو ذهنونو د پېغمبر اکرم زيارت ته راتلل او دغه آيت يې لوسته اوله پېغمبر اکرم نه يې غوښتل،چې د دوى لپاره د بخښنې غوښتنه وکړي. تقي الدين سبکي په شفاء السقام او د سمهودي په وفا الوفا کې ځينې بېلګې را اخستي دي، چې دلته يې څه برخه را اخلو :

سفيان بن عتبره چې له شافعي مشايخو ځنې دى، د عتبې له خولې وايي، چې د پېغمبر اکرم له قبر سره ناست وم، چې يو عرب راغى ويل: السلام عليک يا رسول الله سمعت الله يقول ولو  انهم اذ ظلموا انفسهم جاوک فاستغفروا الله و استفغر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحيما و قد جئتک مستغفرا من ذنبي مستشفيعا بل الى ربي.

بيا يې وژړل،يو دوه بيته يې وويل او بخښنه يې وغوښتنه اود پېغمبر اکرم له حرمه لاړ، هغه دوه بيه دا وو: يا خير من دفنت بالقاع اعظمـه فطابﻻ من طيبهن القاع والاکم نفسي الداء بــقرآنــــت ساکنـــــــه فيه العفاف و فيه الجود والکرم دا بيتونه د وفا الوفا په ٤/ ١٣٦٨ مخ کې راغلى؛ سمهودي په دې باب د حضرت علي کرم الله وجهه له خولې نه ليکي چې ويې فرمايل: د حضرت پېغمبر اکرم د رحلت درې ورځې تېرې شوې وې،يو عرب راغى او د پېغمبراکرم پر قبر پرېووت او د قبر خاورې يې پر سر شيندلې او ويل: د خداى رسوله ! تا وويل او مونږ هم واورېدل، څه چې مونږ له تا اخستي، هغه تا له خدايه اخستي، له هغې نه چې د خداى له لورې نازل شوي دي، يو هم "و لوانهم اذا ظلموا...." آيت دى، ما پر ځان زياتې کړې،تا ته راغلم، چې زما لپاره بخښنه وغواړې" دا اعمال ګواهي ورکوي ،چې د دې آيت له مخې،چې پېغمبر اکرم ته کوم مقام ورکړ شوى،هغه د هغه صلى الله عليه واله وسلم په ژوندانه پورې تړلى نه دى او په برزخي ژوندانه کې هم ورته دغه مقام ورپه برخه دى. مسلمانان اصولا هغه آيتونه د پېغمبر اکرم په ژوندانه پورې اړوند نه ګڼي،چې د هغه صلى الله عليه واله وسلم د درناوي په باب نازل شوي دي،په دې شهادت سره،چې د حسن بن علي رضى الله عنه د تدفين پر وخت پر قبر شور جوړ شو، حسين بن علي رضى الله عنه د هغوى د غلي کولو لپاره دا آيت ولوست: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ = مؤمنانو! خپل غږ د پېغمبر له غږه مه لوړوئ او لکه څنګه چې پخپلو کې يو له بل سره خبرې کوئ،له هغه سره په لوړ غږ خبرې مه کوئ، هسې نه چې په ناخبرۍ کې مو كړه وړه تويې ولاړ شي](حجرات ٢ آيت) هيچا ونه ويل: چې دا آيت او درناوى د پېغمبر اکرم په ژوندانه پورې خاص و، همدا اوس هم د شيخ محمد بن عبدالوهاب ډلې د پېغمبر اکرم د قبر مخې ته دا آيت ليکلي او پر دېوال يې ټکوهلي،غواړي ووايي، چې خپل اوازونه ټيټ کړو او له عادي حالته په زوره ونه غږېږو. له همدې امله نو له دې آيت نه يوه پراخه معنى پوهېداى شو او هغه داچې همدا اوس هم مسلمانان د پېغمبر اکرم حضور ته رسېداى شي او له هغه نه غوښتلاى شي،چې له خداى نه ورته بخښنه وغواړي،د پېغمبر اکرم زيارت د دې او د دې ته ورته آيت له مفهوم نه پرته نور مفهوم نه لري. دا آيت پر دوو خبرو دلالت کوي: ١ _ د پېغمبر اکرم تر رحلت وروسته د هغه حضور ته رسېداى او له خداى نه ترې د بخښنې لپاره غوښتنه کېداى شي. ( پردې به د اولياء الله وسيله کولو تر عنوان لاندې خبرې وکړو) ٢ _ دا آيت د پېغمبر اکرم د زيارت پر مشروعيت ګواهي ورکوي؛ځکه د زيارت حقيقت زيارت کېدونکى (مزور) ته د زيارت کوونکي له ورتګ نه پرته نور څه نه دى، که د پېغمبر د قبر څنګ ته درېدل او ورنه دا غوښتنه،چې له خداى نه راته بخښنه وغواړه،جايز دى، په حقيقت کې مو دوه کاره ادا کړي دي، چې : ١ _ له هغه صلى الله عليه و اله وسلم نه غوښتل،چې زمونږ په حق کې له خداى تعالى نه بخښنه وغواړه. ٢ _ هغه ته په ورتګ کې مو ورسره خبرې وکړې او زيارت له دې پرته بل حقيقت نه لري او د پېغمبر اکرم د زيارت مضامين له همدغه شان مسايلو نه جوړ دي. ځکه نو دغه آيت پر دواړو خبروګواه دى.

بل شهادت پر يوه نه يو حکم په هر عصر کې د مسلمانانو اتفاق او اجماع په خپله ( د هغه حکم) د رښتينولۍ او ټينګښت څرګند شاهد دى، له ښه مرغه د پېغمبر اکرم د قبر زيارت د دغې قاعدې يو روښانه تصديق دى . د حديث، فقهې، اخلاقو او تاريخ په تېره د حج په مناسکو په باب پورې له مربوطو کتابونو نه د دې خبرې حقيقت ښه روښانه کېږي. ارواښاد علامه اميني له دوه څلوېښتو اسلامي منابعو نه د پېغمبر اکرم د زيارت مستحبوالى رانقل کړى دى، دوى د الغدير نومي کتاب د پنځم ټوک په ١٠٦ – ١٢١ مخونو کې ددغو منابعو نصوص او الفاظ په پوره دقت را اخستي دي او هغه کتابونه،چې مونږ کتلي دادي: ١ _ شفاء السقام فى زيارة خيره الانام د تقي الدين سبکي شافعي(د ٧٥٦ مړ) ليکنه، چې ددې کتاب په يوه برخه کې يې د علماوو متنونه او عبارتونه را اخستي دي. ٢ _ وفاالوفا د سهمودي ( ٩١١ق) مړ ليکنه. په دې کتاب کې يې د علموو هغ وينا او متنونه رااخستي،چې د زيارت د استحباب ټينګتيا کوي. ٣ _ الفقه على المذاهب الاربعه، چې د څلور ګونو مذهبونو د څلورو علماوو په قلم ليکل شوى او د اهل سنت د څلورو امامانو د افکارو څرګندوى دى، چې ټول يې د افکارو او رايو پلوي کوي، هغوى وايي: الفقه على المذاهب الاربعه، ١/ ٥٩٠ زيارة قبر النبي افضل المندويات و رد فيها احاديث اوس ددې وخت دى ، چې دهغو احاديثو يوه برخه دلته رابرسېره کړو، چې اسلامي محدثانو رانقل کړي دي.  

د پېغمبر اکرم د زيارت په باب اسلامي احاديث د رسول اکرم د زيارت په باب د اهل سنتو محدثانو له خوا دومره اسلامي احاديث دي،چې په اسنادو يې په خپلو کتابونو کې را اخستي دي او داسې چې د پېغمبر اکرم د قبر زيارت د هغوى مسلمات او په زړه پورې عمل دى، له اصلي اسلامي اسنادو نه د دغو ټولو احديثو رانقلول، خبره ډېره اوږدوي؛خو يو څو به يې را اخلو. لومړې حديث: د عبدالله بن عمر رضى الله عنه روايت دى، چې: هر چاچې زما زيارت وکړ، پر مايې شفاعت لازم شو. دا حديث، چې د الفقه على المذاهب الاربعه ١/٥٩٠ کې راغلى، د اهل سنتو د څلورو ګونو علماوو يوې ډلې د همدې له مخې فتوا ورکړې ده. منابع او مدارک يې په وفاالوفا ٤/١٣٣٦ کې وګورئ. رښتيا ده،چې دغسې يو حديث، چې علماو واو حافظانو د دويمې پېړۍ له نيمايي راهيسې تر ننه په خپلو کتابونو کې خوندي کړى،هېڅکله بې اساسه کېداى نه شي. د خبرې د بشپړتيا لپاره د شفا السقام مولف تقي الدين على بن عبدالکافي سبکى (٧٥٦مړ) د احاديثو د ډولونو په باب په ٣-١١ مخونو کې څېړنه کړې او د حديث د لارو چارو د ډولونو سمون او پخپلى يې ثابت کړى دى. يادونه: شفاالسقام يو غوره کتاب دى، چې د اهل تسنن ليکوالو د پېغمبر اکرم د قبر د زيارت لپاره د سفر د منع په باب د شيخ ابن تيميه د فتوى په ځواب کې ليکلى دى. دويم حديث: ((څوک چې ماته د زيارت په نيت راغى،پر مايې حق شو، چې د قيامت پر ورځ يې شفاعت وکړم.)) دا حديث شپاړسو حافظانو او محدثانو په خپلوکتابونو کې راوړى دى. او تقي الدين سبکي شفاالسقام/١-١٣ مخ هم وګورئ. درېم حديث: څوک چې حج وکړي او بيا زما زيارت وکړي؛لکه په ژوندوني،چې يې زما زيارت کړى وي. دا حديث پينځه ويشتو مخورو محدثانو او حافظانو په خپلو کتابونو کې رااخستى دى او تقي الدين سبکي پرې په شفاالسقام کې په ١٢-١٩ مخونو کې د حديث د سند په توګه پراخې خبرې کړې دي. د وفاالوفا ٤/ ١٣٤ مخ هم وګورئ. څلورم حديث: ((چا چې حج وکړ او زما زيارت يې ونه کړ، له ما سره يې جفا وکړه.)) دا حديث د حديثو ٩ مشايخو او حافظانو رانقل کړى دى، د وفاالوفا ٤/١٣٤٢ مخ هم وګورئ. پنځم حديث: ((چا چې زما د قبر زيارت وکړ،زه يې شفيع شوم.)) دا حديث د يوولسو حافظانو او محدثانو لخوا چې ځينې يې په درېمه اسلامي پېړۍ کې تېر شوي،نقل شوى دى. وفاالوفا ٤/١٣٤٣ هم وګورئ. شپږم حديث: ((چاچې زما تر مرګ وروسته زما زيارت وکړ؛لکه په ژوندوني، چې يې زما زيارت وکړ.)) دا حديث ديارلسو محدثانو او حافظانو رانقل کړى دى. وفاالوفا ٤/١٣٤٧ هم وګورئ. دا د پېغمبر اکرم د پرېمانه احاديثو هغه بېلګې دي،چې خلک يې په کې خپل زيارت ته بللي دي او د الغدير د څېړنې له مخې يې شمېر ٢٢ ته رسي.

سهمودي په وفاالوفا ٤/١٣٣٦-١٣٤٨مخونو کې ١٧ راغونډ کړي او په وثوق کې يې پوره څېړنه او خبرې کړې دي.

که پېغمبر اکرم خلک د خپل قبر زيارت ته بللي دي؛نو د يو لړ مادي او معنوي ګټې لپاره او دا ځکه چې په زيارتونو کې اسلامي شخصيتونه پراته دي،خلک د پېغمبر اکرم د قبر د زيارت په رڼا کې د اسلام د خپرونې له مرکز سره بلدېږي او له هغو پېښو نه خبرېږي،چې هلته پېښېږي،علوم او صحي احاديث بيا مومي او د نړۍ په هر ګوټ کې يې خپروي.

د قبرونو د زيارت لپاره د تګ د نص په تحريم کې د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې دلايل دوى د پېغمبر اکرم د زيارت اصل مني؛خو قبرونو ته ورتګ روا نه ګڼي؛محمد بن عبدالوهاب د الهديد اسنيه رسالو په دويمه رساله کې ليکي: ((د پېغمبر اکرم زيارت مستحب دى؛خو د جومات له زيارت او هلته له لماناځه پرته نور څه جايز نه دي.)) د زيارت د تحريم په باب د هغوى مهم دليل دا حديث دى، چې په صحاح سته کې راغلى اوراوي يې هم حضرت ابوهريره (رض) دى، چې وايي : پېغمبر اکرم فرمايلي دي: ((د سفر پېټى بې له دريو جوماتونو نورو ته نه تړل کېږي: زما خپل جومات (مسجد نبوي) مسجدالحرام او مسجد اقصى.)) د دې حديث متن داسې هم نقل شوى د ى: ((تشد الرجال الى ثلاثه مساجد......)) دا درې واڼه متنه، مسلم د خپل صحيح په ٤ جلد کې دکتاب حج په لا تشدالرحال باب کې په ١٢٦ مخ کې نقل کړى دى . سنن ابي داوود ١/٢٦٨ کتاب الحج، د سنن نسائي دسيوطي په شرح ٢/٣٧-٣٨ کې هم راوړى دى. په دغو احاديثو کې ،چې په صحاحو کې راغلي دي،څه خبره نه شته؛خو خبره د حديث د مفهوم دپوهېدو ده. فرضوو،چې د حديث متن داسې دى : "لا تشدد الرجال الا الى ثلاثه مساجد...." منللې خبره ده، چې د "الا" لفظ استثناء ده او "مستثنى منه" غواړي او "مستنثى منه" يې بايد پيدا شي؛نو چې نه شته، بايد مقدره (نغښتې) يې وګڼ، او قرآئنو ته له مراجعې نه مخکې "مستثنى منه" په دوه ډوله مقدرولاى شو. ١ _ لا تشد الى مسجد من المساد الا الى ثلاثه مساجد..... ٢ _ لا تشد الى مکان ممن الا مکنه الا الى ثلاله مساجد.... د حديث د مفهوم درک په دې پورې دى، چې له دې دوو مقدرونه يو وټاکو که د حديث مفهوم لومړنى فرض ټاکنه وي؛ نو مفهوم يې ادا کېږي،چې هېڅ يوه جومات ته د سفر (ورتگ) پېټى نه تړل کېږي،بې له دې دريو جوماتو څخه ، نه دا چې (شد رحال) (د سفر تابيا) هېڅ ځاى ته که جومات هم نه وي،جايز نه دى. اوس نو که څوک د پېغمرانو،امامانو او صالحانو د زيارت لپاره څوک د سفر موزى پر پښو کوي،هېڅکله دحديث په نهې کې نه راځي؛ځکه د بحث موضوع جوماتونو ته دسفر د عزم ده او دا درې جوماته له ټولو جوماتونو استثنى شوي دي، څو د "مشاهده زياره" لپاره د سفر عزم، چې د بحث له موضوع نه وتلى دى، په نهې کې نه راځي. که د حديث مفهوم دويمه فرضيه وي، په دې صورت کې به له دې دريو ځايونو پرته ټول معنوي سفرونه ممنوع وي، د جومات د زيارت لپاره سفر وي او بيا که د نورو ځايونو؛خو د قطعي او پرېکنده قرائنو له مخې به دا روښانه شي،چې د سند د صحت په فرضولو کې د حديث هماغه لومړنى دى. لومړى: مستثنى درې ګوني جوماتونه دي . څرنګه چې استثناء "متصل استثنا" ده،ښکاره ده، چې "مسثتنى منه" د مساجد کلمه ده، که څوک ووايي: ((ماجاء نى الازيد)) بايد وويل شي: مستثنى منه د انسان لفظ او يا هغه ته ورته مشابه؛لکه قوم او نور دى،نه شى او موجود. انسان وي يا غير انسان په وسيع او جامعه معنى. دويم: که هدف ټول معنوي سفرونه منع کول وي؛نو محدودول به سم نه وي؛ځکه د حج په مناسکو کې انسان عرفات، مشعر او منى ته د "شدالرحال" کوي او د سفر موزې پښو کوي. که مذهبي سفر له دې درېو ځايونو پرته جايز نه وي؛نو بيا دې درېو ته ولې جايز شوى دى؟ درېم: د خداى په لار کې د جهاد لپاره مسافرت ، د علم د زده کړې او د صله رحم او د مورو پلار د زيارت لپاره سفر له هغو سفرونو ځنې دي،چې په آيتونو او روآيتونو کې يې تصريح شوې ده. لکه چې فرمايي: [وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ = او دا نه ښايي،چې مؤمنان ټول يومخې (د جهاد ډګر ته) ووځي،ولې د هغوى د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه تر لاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبر كړي، ښايي (د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي !](توبه ١٢٢ آيت) له همدې امله سترو څېړنکيو حديث داسې تفسير کړى؛ لکه چې ومو ويل: غزالي په خپل کتاب احياءالعلوم کې وايي: (( دويم ډول مسافرت دادى، چې د عبادت لپاره وي؛ لکه د جهاد،حج د پېغمبرانو ، صحابه وو، تابعانو او اولياوو د قبرونو زيارت لپاره مسافرت او د چا چې زيارت په ژوندوني متبرک وي،په مړيني يې هم بختور وي او شدالرحال د دغو اهدافو لپاره څه خبره نه ده او له هغه حديث سره څه ټکر نه خوري،چې شدالرحال بې له درېو جوماتونو جايز نه ګڼي؛ ځکه په هغو کې د موضوع مساجد دي او څرنګه چې ټول مساجد د فضيلت له پلوه سره يو شان دي، ويل شوي دي، چې مسافرت ورته جايز نه دى او که له جوماتونو نه تېر شو،د انبياوو او اولياوو زيارت فضيلت لري،که څه په درجه او مرتبه کې بيل بيل دي.

( وګورئ: احياء العلوم، کتاب آداب السفر ٢/٢٤٧. د فتاوى الکبرى ٢/٢٤ هم ولولئ.)

نو هغه څه چې د نهې وړ دى، له درې ګونو جوماتونو پرته مسجد ته شدالرحال دى، نه د زيارت او نورو معنوي چارو لپاره (شدالرحال) دلته د يوه ټکي يادونه ضروري ده، چې که پېغمبر فرمايي، بې له دې درېو مساجدو نورو ته د سفر پېټى نه تړل کېږي، هدف دا نه دى،چې "شدالرحال" له دريو نه پرته حرام دى؛ بلکې عرض دادى، چې هغه نور د دې وړنه دي، چې سړى ورته د سفر تابيا (شدالرحال) وکړي او کړاو وګالي او زيارت ته يې لاړ شي؛ځکه له دې درېو جوماتونو پرته د فضيلت له مخې څه د پام وړ توپير سره نه لري؛ځکه د نړۍ جامع جوماتونه د کلي او ولس له جوماتونو سره په ثواب کې سره يو دي؛نو ضرور نه ده،چې جامع جومات نژدې وي او سړى د يوه بل ځاى جامع جومات ته د سفر پېټى او توښه واخلي. داسې نه، چې که دا کار يې وکړ؛نو حرام يې وکړ او سفر يې ګناه ده. د دې خبرې شاهد دادى، چې د صحاحو او سننو ليکونکيو نقل کړى دى،چې پېغمبر اکرم او صحابه به د شنبې په ورځو مسجد قباء ته لمانځه لپاره تلل،د صحيح بخاري متن دادى: "ان النبي کان ياتى مسجد قبا کل سبت ما شيئا و راکبا و ان ابن عمر کان يفعل کذالک"

(وګوري: صحيح بخاري ٢/ ٧٦، صحيح مسلم الشرح النووى ٩/ ١٦٩ -١٧١ ، سنن سنايي بشرح سيوطي ٢/٣٧

نبي اکرم هره شنبه د مسجد قبا د زيارت لپاره پلي او سپور راته او د عمر (رض) زوى هم همداسې کول اصلا د خداى لپاره د لمانځه په نيت د خداى کور (مسجد) ته له ريا پرته ورتګ څنګه حرام او منع کېداى شي؟ هغه هم په داسې حال کې،چې په جومات کې لمونځ کول مستحب دي؛نو د لمانځه مقدمه به هم همداسې وي.   د اولياوو له قبرونو سره لمونځ او دعا د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې په کتابونو کې د اولياوو له قبرونو سره لمونځ او دعا او ورته د ډېوې پر لګولو بحث شوى دى. د دې طريقې بنسټ ايښودونکى په زيارة القبور په ١٥٩ او ١٦٠ مخونو کې ليکي: ((لم يذکر احد من ائمه السلف ان الصلاع عند القبور و فى مشاهدها مستحبه و لان ان الصلاة والدعا، هناک افضل بل اتفقوا کلهم على ان الصلاة فى المساجد والبيوت افضل منها عند قبور الاولياء والصالحين)) مخکنيو يوه هم نه دي ويلي، چې د قبرونو او د اولياوو له مشاهدو سره لمونځ مسحب دى او نه تر نور ځايونو هلته لمونځ او دعا غوره ده؛بلکې ټولو دا منلې ده،چې لمونځ له هغه ځايه په کورونو او جوماتونو کې غوره دى. د مدينې علماوو ته په منسوب ځواب کې لولو: ((اما التوجه الى حجره النبى صلى الله عليه وسلم عند الدعاء فالا ولى منعه کم هو معروف من معتبرات کتب المذهب و لان افضل الجهات، جهه القبله.)) د دعا په و خت کې پېغمبر اکرم قبرته توجه غوره ده،چې منع دى او په معتبرو کتابونو کې د هغه ممنوعيت مشهور شوى او پردې سربېره د قبلې لورى غوره لورى دى. دا مساله يې د"ممنوعيه" له پړاوه د "شرک" مرحلې ته رسولى او په هغوى کې چې څوک دا عمل کوي؛نو مشرک به وي. بايد ووايو چې څوک له قبرونو سره د قبر خاوند ته لمونځ وکړي او و يې لمانځي او يا يې قبله ومني؛نو بې شکه مشرک به وي؛خو د ځمکې پر مخ يو مسلمان هم د پېغمبرانو او ا ولياوو د قبرونو ترڅنګه داسې عمل نه کوي، نه د قبر د خاوند عبادت کوي او نه يې په قبله مني؛نو دې ته د شرک په بڼه کتل يوه خيالي او وهمي مساله ده.

مسلمانان د اولياوو د قبرونو ترڅنګه لمونځ او دعا په دې نيت کوي،چې دوى د خداى پاک صالح او غوره بندګان وو، چې  دلته ښخ شوي او دا ځاى د خاص شرافت نه برخمن دى او د تبرک په سترګه ورته ګوري؛نو ځکه دلته به لمونځ او دعا ډېر ثواب ولري.

اوس په دې بحث کوو: صالحان او نېکان ،چې په کوم ځاى کې ښخ شي،هغه ځاى ځانګړى شرافت مومي که نه؟

که دغسې يو حکم له قرآن او سنتو ځنې ثابت شو؛ نو طبعا دلته به لمونځ او دعا فضيلت ولري او که داسې ونه شو؛ بيا هم د هغه ممنوعيت او حراموالى نه شو اعلانولاى؛ بلکې د نورو ځايونو په څېر هلته لمونځ او دعا روا ده که څه هم فضيلت نه لري.

اوس مساله د قرآن او سنتو په رڼا کې څېړو. موحدينو د اصحاب کهف د مدفن په باب وويل: [وَكَذَلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِم بُنْيَانًا رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَى أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا =او دغسې موږ (د هغې سيمې خلك) د هغوى له حاله خبر كړل، چې پوه شي (د قيامت په باب) د خداى وعده رښتوني ده او د قيامت (په راتلو كې) هيڅ شك نشته،هغه مهال،چې هغوى په خپلو منځونو كې (په دې خبره) شخړه كوله،چې له ((اصحاب كهف)) سره څه وكړو؟،ځينو وويل :((يوه ودانۍ پرې جوړه كړئ ( چې تل له سترګو پټ شي او په باب يې خبرې مه کوئ،چې ) پالونكى يې ترې ښه خبردى ))؛خو هغوى چې د(( اصحاب كهف)) له رازه خبر شول (او هغه يې د دويم ځل راپاڅېدو يو دليل وليد؛نو) ويې وويل : (( پر(غار) يې جومات جوړوو (چې خاطره يې هېره نشي .) ))] (کهف ٢١ آيت) پر مدفن باندې له جومات جوړولو مطلب له دې پرته بل نه و،چې هلته به يې خپل فرايض ادا کول او په اصطلاح هلته به يې خپل لمونځونه او دعاګانې کولې (وګورئ: زمخشري په "کشاف" تفسير کې د دې آيت په تفسير کې داسې وايي: يصلى فيه المسلمون و يتبرکون يمکانهم.) هغوى داسې انګېرله،چې دلته د خداى منلي بندګان ښخ شوي چې دا ځاى د خاص فضيلت نه برخمن دى او تبرک په کې ولټوو،چې زيات ثواب مو وشي.) قرآن دا مطلب له يوې ډلې موحدينو ځنې رانقلوي او د هغه پر وړاندې چوپ کېږي او که دا يو خلاف عمل واى او يا بې هدفه او بې جهته واى نو طبعا قرآن د هغه په باب چوپتيا غوره کوله او په يو ډول يې د هغه ځواب وايه اوچوپتيا د قرآن رضايت ښيي. قرآن مجيد د بيت الله زيارت کوونکيو ته وايي،چې په مقام ابراهيم کې لمونځ وکړئ. : [وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ = او( درياد كړئ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه او (د خاطرو د رايادولو لپاره مو وويل :) د ابراهيم له مقامه لمانځه ځى جوړ کړئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ : (( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ . ))](بقره/ ١٢٥) حضرت ابراهيم چې په کوم ځاى کې ولاړ و او ښايي هلته يې د خداى تعالى عبادت کاوه؛نو له همدې امله هغه ځاى شرافت او فضيلت ومونده او بيا قرآن دستور ورکړ،چې مسلمانان دې دلته لمونځونه وکړي او تبرک دې په کې ولټوي. نو چې کله په يوه ځاى کې د ابراهيم عليه السلام درېدل د شرافت او تبرک سبب ګرځي؛نو د حق لارې د شهيدانو او صالحينو د ښخېدو ځاى به فضيلت او تبرک ونه لري؟ او طبعا تر نورو ځايونو به هلته لموهنځ فضيتلت ولري او دعا به ښه قبلېږي. دا سمه ده،چې آيت يوازې د ابراهيم په باب نازل شوى؛خو ايا له هغې نه کلي حکم نه شو راايستلاى؟ په مسجد النبي کې منصور دوانيقي له امام مالک رحمة الل عليه نه پوښتنه وکړه،چې د دعا په وخت کې قبلې ته مخ کړم او که د رسول الله قبر ته؟ امام ورته وويل: ولې له پېغمبر کرم ځنې اړخ اړوې په داسې حال کې چې هغه مبارک ستا او ستا د پلار (آدم عليه السلام) وسيله دى، د رسول اکرم قبر ته مخه کړه او له هغه نه وغواړه،چې ستا په حق کې شفاعت وکړي.

(وګورئ: وفاالوفا فى اخبار دارالمصطفى ٤/ ١٣٧٦)

له دې خبرو نه پوهېداى شو، چې د پېغمبراکرم د قبر تر څنګ دعا منع نه ده او د پېغمبر قبر ته په مخ کولو او يا قبلې ته په مخ اړولو کې د يو بل د برترۍ بحث دى او مام مالک په دې نظر دى،چې د پېغمبر قبر ته مخه؛لکه قبلې ته مخه ده. ٣ _ د معراج په باب په روآيتونو کې راغلي دي،چې حضرت محمد د طيبه، طورسينا او بيت اللحم په څېرځايونو کې لمونځ کړى دى . جبرائيل ورته وويل: اى رسول الله! پوهېږې چې په کوم ځاى کې دې لمونځ وکړ؟ تا د عيسى د زيږېدو په ځاى کې لمونځ وکړ.

(وګورئ: الخصائص الکبرى د عبدالرحمن  السيوطي تاليف) 

له دې حديثه پوهېداى شو،له کوم ځاى سره،چې د پېغمبر اکرم بدن لګېدلى وي؛ نو هلته لمونځ کول فضيلت لري او د دغه ځاى تبرک د حضرت عيسى له زوکړې پرته بل څه نه و. ٤ _ بي بي حاجري او اسماعيل عليه السلام،چې د الله پاک په لاره کې يې زغم او غربت وګاله؛نو خداى تعالى هم د هغوى د پلونو نښې د عبادت ځاى وټاکه؛يعنې د صفا او مروه منځ .

(وګورئ: جلاء الافهام فى الصلاة والسلام على خيرالانام و ابن القيم تاليف ٢٢٨ مخ)

دا د شيخ ابن تيمه د مشهور شاګرد ابن القيم وينا ده. نو په رښتيا چې د خداى تعالى په لار کې د دوى زغم ، صبر او اخستي ګامونه دومره مبارک گرځي،چې د مسلمانانو د عبادي مراسمو يوه برخه ګرځي؛نو د پېغمبراکرم ( چې د ټولنې د اصلح او سمون لپاره ستر صبر ګاللي) قبر خو به هرومرو متبرک وي او هلته به لمونځ او دعا له ځانګړې فضيلت نه برخمنه وي. ٥ _ که په رښتيا د قبر ترڅنګه لمونځ روا نه واى؛نو بيا ولې ام المؤمنين حضرت عايشي بي بي په خپله کوټه کې د حضرت پېغمبراکرم د قبر تر څنګه لمونځونه کول؟ که ددې حديث ( خداى يهود او نصارى لعن کول؛ځکه د پېغمبرانو له قبرونو يې جوماتونه جوړ کړي وو) معنى همداسې وي؛لکه د شيخ ابن عبدالوهاب ډله يې چې وايي؛نو بيا ولې د همدې حديث راوي؛حضرت عايشه (رض) نژدې پنځوس کاله په هماغه کوټه کې لمونځ کاوه او د خداى په عبادت بوخته وه. او له بلې خوا يهودو او نصاراوو خو د خپلو پېغمبرانو قبرونه قبلې کړي وو او هغوى يې لمانځل حال داچې مسلمانان داسې نه کوي؛نو ځکه حضرت پېغمبر اکرم ويلي: اللهم لا تجعل قبري و ثنايعيد؛ خدايه زما قبر د بت غوندې نه کړې،چې راته عبادت وکړي.

(وګورئ: مسند احمد حنبل ٣/ ٢٤٨)

٦ _ که د حضرت پېغمبر اکرم مدفن او د ښخېدو ځاى له ځانګړي شرافته برخمن نه واى؛نو شيخينو ولې ټينګار کاوه،چې د هغه مبارک د قبر ترڅنګه دې ښخ کړاى شي؟ پر دې دلايلو سربېره دمسلمينو له سيرته هم معلومېږي،چې هغوى د حق د لارې د شهيدانو له قبر سره لمونځونه ادا او دعا ګانې کړې دي.

پر قبرونو د ډېوې بلول د سنن نسايي ٣/٧٧: لعن رسول الله زائرات القبور والمتخذين عليها المساجد والسراج له ابن عباس رضى الله عنه روايت دى،چې رسول الله قبرونو ته زيارت کوونکې ښځې او هغه کسان،چې له قبرونو يې جوماتونه جوړ کړي وي او پر قبرونو ډيوې بلوي لعنت کړي دي. له دې ځايه پوهېداى شو،که د ډيوو بلول د مال له ضايع کېدو او له نور ملتونو سره د تشبيه لپاره وي؛ نو په دې صورت کې ناروا دي او که چېرې د چراغ بلول د قرآن د لوستو،لمانځه او نور مشروعو ګټو لپاره وي؛نو په دې صورت کې روا دي او د "تعاونوا على البر والتقوى" د مبارک آيت روانه مصداق دى. د حديث د شارحانو يوې ډلې د حديث په حاشيه کې لېکلي دي: والنهى عنه لا نه نضييع مال بلا نفع .

( وګورئ: سنن نسائي ٣/٧٧، شرح الجامع الصغير ٢/١٩٨)

د څراغ بلول ځکه منع دي،چې مال ضايع کېږي.

د اولياوو وسيله کول د خداى د دربار د دوستانو سيله کول د نړۍ په مسلمانانو کې ډېر زيات دود دى او له هغې ورځې نه،چې اسلامي شريعت د پېغمبر اکرم لخوا ابلاغ شو،د احاديثو له لاري يې مشروعيت هم په ډاګه شو. يواځې په اتمه هجري پېړۍ کې د شيخ ابن تيميه له خوا ترې انکار وشو او تر هغه دوه پېړۍ وروسته يې د شيخ محمد بن عبدالوهاب لخوا ښه زور واخست او د خداى د اولياوو وسيله کېدل ناروا او بدعت وګڼل شو او کله هم ورته د اولياوو عبادت وويل شول او په دې کې شک نه شته، چې بې له خدايه د بل عبادت شرک او حرام دى. موږ به د عبادت په باب ځانله بحث وکړو او څرګنده به کړو، چې د هغې (وسيله کولو) يو صورت "عبادت" او شرک ګنل شوي او بله بڼه يې مطلوب دى او د عبادت يوې قدر يې ترې هم نه راځي،دلته پرې څه نه وايو، همدومره وايو، چې د اولياوو وسيله کول دوه ډوله کېږي. ١ _ د هغوى په ذات توسل؛ لکه چې ووايو: "اللهم اني اتوسل اليک نبييک محمد صلى الله عليه و اله وسلم ان تقضى حاجتى؛خدايه ! زه درته ستا پېغمبر وسيله کوم، چې زما اړتيا ترسره کړې. ٢ _ د هغوى د مقام او په الهي دربار کې نژديکت او د هغوى حقوق وسيله کول،چې ووايي: الله اني اتوسل اليک بجاه محمد صلى الله عليه واله وسلم و حرمته وحقهان تقضى حاجتى ؛ خدايه! زه د محمد صلى الله عليه و اله وسلم هغه مقام،چې له تاسره يې لري، وسيله کوم چې زما اړتيا ترسره کړې. د شيخ ابن عبدالوهاب ډلې دغه دواړه حالته ممنوع کړي دي،حال دا چې په اسلامي احاديثو او د مسلمانانو په سيرتونو کې د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې له نظر يې پرخلاف روا ګڼل شوى دى او د اولياوو وسيله کول په دواړو صورتونو کې مني. دا دى لومړى اسلامي احاديث پرله پسې را اخلم، بيا د مسلمانانو د سيرتونو په څرګندونه پيل کوو، چې د همدغو دوو دليلونو په څېړنې سره د بدعت او نارواتوب مساله په خپله له منځه ځي، دا مساله به، چې د اوليا الله وسيله کول د هغوى عبادت او لمانځنه ده،د عبادت معنى په برخه کې څرګنده شي او هغ برخه د دغو بحثونو له ډېرو حساسو ټکيو ګنل کېږي.


د احاديثو برخه په حديثي او تاريخي کتابونو کې ډېر زيات داسې احاديث دي،چې د رجال، مقاماتو او د خداى د نازوليو د وسيله کولو پر پياوړتيا او رښتينولۍ ګواهي ورکوي، چې مونږ يې يوه کوچنۍ برخه دلته را اخلو.

لومړى حديث د عثمان بن حنيف حديث هغه ړوند،چې د رسول اکرم په وسيله کولو يې سترګې وغړېدې. "ان رجلا ضريرا اتى الى النبى فقال ادع الله ان يعافينى، فقال ان شئت دعوت و ان شئت صبرت و هو خير قال فادعه، فامره ان يتوضا فبحسن وضوه و يصلى رکعتين و يدعو بهذا الدعا. اللهم ان اسالک واتوجه اليک بنبيک محمد نبى الرحمه يا محمداني اتوجه بک الى ربى فى حاجتى لتقضى، اللهم شفعه فى قال ابن حنيف فوالله ما تغرقنا و طال بن الحديث حتى دخل علينا کان لم يکن به ضر. يو ړوند د پېغمبر اکرم حضور ته راغى،ويې ويل : له خداى نه وغواړه، چې ما روغ کړي، پېغمبر وفرمايل: که غواړې نو (همدا اوس) دعا کوم او که نه صبر وکړه، چې همدا (صبر) غوره دى. ړانده وويل: دعا وکړئ. پېغمبر ورته وويل: په دقت اودس وکړه، دوه رکعته لمونځ وکړه او دا دعا ووايه: پروردګاره! زه درنه غواړم او ستا د پېغمبر محمد د رحمت د پېغمبر په وسيله تاته مخامخ کېږم،چې خداى مې حاجت ترسره کړي. خدايه زما په باب د هغه صلى الله عليه و اله وسلم شفاعت ومنه. د دې حديث د سند په باب خبره د حديث د سند او صحت په باب څه خبره نه شته، ان چې شيخ ابن تيميه يې هم سند صحيح ګڼلاى او ويلې يې دي : له ابوجعفر نه، چې د حديث په سند کې دى، مراد هماغه ابوجعفر خطمي دى او هغه د منلو وړ دى.

(وګورئ: د امام احمد په مسند کې "ابوجعفر" د خطى په لفظ ستايل شوى؛خو په صحيح ابن ماجه کې مطلق ابوجعفر  راغلى.)

د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې معاصر ليکوال "رفاعي" ددې حديث په باب وايي: (( لاشک ان ها الحيث صحيح و مشهور و قد ثبت فيه بلا شک و لاريب ارتداد بصر الاعمى بدعا، رسول الله .))

( وګورئ: التوصل الى حقيقه التوسل، ١٥٨مخ)

شک نه شته،چې دا حديث صحيح او مشهور دى او په دې کې هم شک نه شته،چې يوه ړانده د پېغمبر په دعا سترګې وغړولې. رفاعي په خپل کتاب التوصل کې وايي: دا حديث نسايي، طبراني، د ترمذي او حاکم په خپل مستدرک کې راخستى دى او ددې وروستيو دوو کسو د "وشفعه فى" پر ځاى د "اللهم شفعني فيه" را اخستى دى.

(وګورئ: پورتنۍ سرچينه)

"زينى دحلان" په خلاصة الکلام کې ليکي: دا حديث بخاري په خپل تاريخ او ابن ماجه او حاکم په صحيح اسنادو سره په مستدرک کې او جلال الدين سيوطي په خپل جامع کې راخستى دى.

(وګورئ: کشف الارتياب ٣٠٩مخ)

ليکونکى داحديث له لاندينيو مدارکو راخلي ١ _ سنن ابن ماجه ١/٤٤١، د داراحياء الکتب العربيع عيسى البابي الحلبى و شرکاء خپرونه، د محمد فواد عبدالباقي څېړنه ١٣٨٥حديث. ابن ماجه له ابواسحاق نه نقلوي چې: هذا حديث صحيح. بيا زياتوي:دا حديث ترمذي په ابواب الادعيه کې راخستى دى او ويلې يې دى: هذا حديث حق صحيح غريب. ٢ _ مسند بن حنبل، ٤/١٣٨ د عثمانبن حنيف له سند، طبع الکتب الاسلامي،موسسه دارصادر بيروت نه دا حديث له دريولارو راخستى دى. ٣ _ مستدرک حاکم ١/٣١٣، د حيدر آباد افست چاپ او تر نقل وروسته وايي: ((هذا حديث صحيح على شرط الشيخين و لم يخرجا )) داحديث د شيخينو د شرايطو له مخې صحيح حديث دى؛خو روايت يې نه دى رانقل کړى. ٤ _ الجامع الصغير د سيوطي ليکنه، له ترمذي، مستدرک او د حاکم له ٥٩ مخ نه راخسته. ٦ _ التاج ١/٢٨٦ په دې کتاب کې له ابن ماجه نه پرته د پنځو واړو صحاحو احاديث راغلي دي. ځکه نو د حديث په سند کې د خبرې ځاى نه شته. تاسې دا حديث له عربي ژبې سره يو بلد سړى ته ورکړئ، داسې يوه سړي ته، چې د توسل په مساله کې يې د وهابيانو له ناندريو نه ذهن بيخي پاک وي. پوښتنه ترې وکړئ، پېغمبر په هغه دعا کې، چې ړانده ته يې وښوده څه امر وکړ؟ او هغه ته يې د دعا په قبلېدو کې څه لارښوونه وکړه ؟ له واره به درته وايي: پېغمبر ورته وويل، چې د رحمت پېغمبر وسيله کړه او له خدايه وغواړه، چې حاجت دې ترسره کړي. دا خبره له لاندينيوجملو نه ښه راجوتېږي. الف: اللهم اني اسالک وانوجه اليک بنبيک خدايه! له تانه غوښتنه کوم او تاته ستا د پېغمبر په مخ، مخ دراړوم د "نبيک" ټکى به پاسنيو دوو جملو پورې اړوند دى، يو "اسالک" او بل "اتوجه اليک". په څرګنده وينا،هم د نبي په وسيله له خدايه سوال کوي او هم د هغه صلى الله عليه و اله وسلم په وسيله خداى ته مخ کوي او له نبي مراد په خپله نبي دى، نه د نبي دعا او غرض دادى،چې د هغه صلى الله عليه و اله وسلم په دعا سره تاته مخ در اړوم ( متوجه کېږم) او په نتيجه کې د دعا غوښتنه له پېغمبر څخه ده؛ځکه د (دعا) د کلمې نه شتوالى او تقدير پردې سربېره، چې بې ځايه او بې دليله ده،د بلاغت پر خلاف هم ده، د "توجه" منظور د پېغمبر دعا ده، نه د هغه صلى الله عليه و اله وسلم خپل ذات او د افرادو دعا ته توجه څه خبره نه ده. ب: د دې لپاره، چې څرګنده شي، چې له خداى نه د سوال مقصد د پېغمبر لپاره او د هغه په وسيله خداى ته توجه ده، د "نبيک" لفظ يې له "محمد نبي الرحمة" جملې سره توصيف کړى دى،چې حقيقت څرګند او روښانوي. ج: د "يامحمد انى اتوجه بک الى ربى"

(وګورئ: "اقبل الله بوجهه و استغفرله الف ملک"، د صحيح ابن ماجه لومړى ټوک، باب مسجد ٢٦١-٢٦٢ مخونه وګورئ، همدارنګه د مسند امام احمد بن حنبل درېم جلد ٢١٠ حديث ته مراجعه وکړئ.) جمله دا ښيي،چې حضرت محمد (ص) د خپلې دعا لپاره وجه ګرځوئ،نه د خپل وجهې  (توجه) لپاره د هغه دعا.

د: د "وشفعه فى" جملې مطلب دادى، چې : پروردګاره: هغه صلى الله عليه و ا له وسلم زما شفيع وګرځوې او زما په باب د هغه شفاعت ومنى. په دغو ټولو جملو کې چې څه د څېړنې او خبرو وړ دي، هغه په خپله پېغمبر اکرم او د هغوى صلى الله عليه و اله وسلم ستر مقام دى او د پېغمبر د دعا خبره نه ده.

دويم حديث: د رښتينو سائلانو وسيله کول عطيه عوفه له ابوسعيد خدرى (رض) نه نقلوي، چې پېغمبر اکرم وفرمايل: هر څوک چې له کوره لمانځه ته ووځي او دا دعا ولولي، د خداى له رحمت سره مخامخېږي او زر پرښتې يې د بخښنې غوښتنه کوي : (( اللهم اني اسالک بحق السائلين عليک و اسالک بحق ممشاى هذا فانى لم اخرج اشرا و لا بطا ولا ربا ولا سمعه وخرجت اتفا سخطک و ابتغاء مرضاتک فاسالک ان تعيذنې من النار و ان تغفرلى ذونوبى انه لا يغفرالذنوب الا انت....)) خدايه! د سوال کوونکيو په حق (نامه) درنه سوال کوم او د هغه زمان او مکان په خاطر،چې زه په کې ستا پر لور درځم. زه د سرغړاوي، ساتېرۍ،ريا، ځان ښودنې او سمعې لپاره له کور نه يم راوتى يم، زه ستا له قهر د ژغورنې او ستا د رضا تر لاسه کولو لپاره راوتى يم،ګناهونه مې وبخښې؛ځکه زما ګناهونه بې له تا بل څوک نه بخښي..... دا حديث له ډېرو هغو روښانه احاديثو ځنې دى،چې شاهدي ورکوي، چې انسان له خداى نه د حاجت د غوښتو پر وخت د صالحانو شان،حق او منزل د ځان لپاره وسيله کولاى شي او د حديث دلالت زموږ د مدعا څرګندوى دى. درېم حديث: د پېغمبر اکرم وسيله کول حضرت آدم د خداى د حکم تر سرغړاوي وروسته په ځينو هغو الفاظو سره،چې خداى تعالى ورښوولي وو، توبه وايسته؛لکه قرآن کريم فرمايي: [فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ = بيا آدم له خپل پالونكي څو كلمې زده كړې؛(چې په هغوى يې توبه وايسته ) او خداى يې توبه ومنله؛ځكه خداى توبه منونكى (او) مهربان دى .](بقره ٣٧ آيت) د اسلامي مفسرينو او محدثينو يوه ډله د هغو کلمو په تفسير کې،چې په آيت کې راغلي دي،د لاندې روايت له مخې داسې نظر لري، چې د هغې د متن له مخې روښانه کېږي. طبراني په پخپل المعجم الصغير کې،د حاکم نيشاپوري مستدرک په مستدرک صحيحين، ابونعيم او بيهقي په دلايل النبوة او ابن عساکر شامي په خپل تاريخ کې او سيوطي په الدرالمنثور او الوسي په روح المعاني (د مستدرک حاکم ٢/٤١٥ – د روح المعاني ١/ ٢١٧ ، د الدرالمنشور ١/٥٩ د طبراني ،ابونعيم اصفهاني او بيهقي له قوله) کې د عمر بن الخطاب (رض) د يوه سند له مخې رانقلوي،چې پېغمبر اکرم فرمايلى دي: " لما اذنب آدم الذى اذنبه رفع راسه الى السماء فقال اسالک بحق محمد الاعفرت فاوحى الله اليه و من محمد؟ فقال تبارک اسمک، لما خلقت رفعت راسى الى عرشک فاذا فيه مکتوب لا اله الا الله و محمد رسول الله فقلت: انه ليس احد اعظم عندک قدرا، ممن جعلت اسمه مع اسمک فاوحى اليه انه اخرالنبيين من ذريتک و لولا هو لما خلقتک. (وګورئ: له الدرالمنثور ځنې د حديث متن اخستل شوى او په مستدرک حاکم کې چې کوم متن راغلى له دې نه يو څه توپېر لري؛خو د دواړو مضمون يو دى.) "چې کله آدم عليه السلام ګناه وکړه، مخ يې اسمان ته کړ، ويې ويل: خدايه تا ته د محمد (ص) په خاطر سوال کوم، چې ما وبخښې،خداى ورته په وحې وويل: محمد څوک دى؟ آدم ځواب ورکړ، زه چې دې څه وخت پيدا کړم،عرش ته مې سر جګ کړ، و مې لېدل، چې پرې ليکل شوي دي: بې له خدايه بل معبود نه شته او محمد د خداى استازى دى. له ځان سره مې وويل: چې محمد د هغه (الله تعالى ستر مخلوق دى،چې خداى يې نوم له خپل نامه سره غبرګ راوړى دى؛نو بيا ورته وحې وشوه،چې هغه ستا د ځوځات وروستى پېغمبر دى او که هغه نه واى،ته مې نه پيدا کولې."

ددې حديث په باب زموږ نظر ١ _ په قرآن کريم کې د هغه څه پرخلاف،چې په موږ کې رواج شوي،د کلماتو ټکى ذواتو اوشخصيتونو ته ويل شوي دي؛لکه: الف: [فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَـى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ = او چې کله هغه په محراب كې پر لمانځه ولاړ و؛نو پرښتو ورته غږ وكړ:(( خداى د يحيى زېرى دركوي،هغه به د خداى كلمه [=مسيح] تصديق كړي او لارښود به وي او له سركښو هوسونو به خوندي او له صالحو به پېغمبر وي .))](آل عمران ٣٩ آيت)

ب: [إِذْ قَالَتِ الْمَلآئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ = ( درياد كړه) چې کله پرښتو وويل :((مريمې ! خداى درته له خپل اړخه د يوې كلمې [=باعظمته وجود] زېرى دركوي،چې نوم يې مسيح عيسى د مريمې زوى دى، په دنيا او اخرت كې به مخور ( او پتمن) وي اوله ( الهي) مقربانو (نژدې بندګانو) به وي .](آل عمران ٤٥ آيت) ج:[ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَـهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلاً = كتابيانو! په خپل دين كې مبالغه ( او افراط) مه کوئ او د خداى په باب له رښتيا (خبرې ) پرته بل څه مه وايئ . مسيح عيسى د مريمې زوى؛يوازې د خداى پېغمبر او د هغه ( مخلوق او) كلمه وه، چې مريمې ته يې وغورځوله او د خداى له لوري يو روح و؛نو ځكه پر خداى او پېغمبرانو يې ايمان راوړئ او مه وايئ چې (( ( خداى ) درې ګونى دى .)) ( له دې خبرې) منع شئ،چې تاسې ته غوره ده . الله؛ يوازې ايكي واحد معبود دى،هغه له دې پاك دى،چې څوک يې اولاد وي (؛بلكې ) په اسمانو او ځمكه كې ټول څيزونه د هغه دي،چې تدبيراو پالنې ته يې يوازې هماغه كافي دى. ] (نساء ١٧١ آيت) د :[قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا = ووايه :(( كه سمندر(ونه) زما د پالونكي د( پنځول شويو او) كلماتو (ليكلو) ته رنګ شي؛نو زما د پالونكي د (پنځول شويو او) كلماتو تر پاى ته رسېدو مخکې به سمندر(ونه) وچ شي،كه څه هم همدومره نور(سمندرونه) پرې ورزيات هم کړو.))] (کهف/ ١٠٩) [وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ = او كه په واقع کې د ځمكې ټولې ونې قلمونه او سمندر يې رنګ شي او بيا ددې سمندر له پاسه اووه نور سمندرونه هم ورسره يو ځاى شي (دا ټول به پاى ته ورسي؛خو) د خداى خبرې ((کلمات الله)) به (په ليكلو) پاى ته ونه رسي،په رښتيا چې خداى بريمن حكيم دى .] (لقمان ٢٧ آيت) چې په تر بحث لاندې آيت کې د کلمات ټکى ته په پام سره ويلاى شو،چې له کلمات نه مراد هماغه درانه شخصيتونه "محترم ذوات" دي،چې وسيله کړاى شوي دي. ٣ _ د تاريخ او حديث د کتابونو له لوستو نه څرګندېږي، چې د حضرت آدم له خوا د يوه پېغمبر وسيله کول يو مشهور او معروف مطلب و؛ځکه د مخه مو ولوستل،چې امام مالک، منصور دوانيقي ته د پېغمبر په حرم کې وويل: هو وسيلتک ووسيلة ابيک آدم؛ پېغمبر ستا او ستا د پلار آدم وسيله دى .

(وګورئ: سيد احمد زيني دحلان د الدرالسنيه په ١٠ مخ کې ليکي: دا جريان قاضي عياض په صحيح سند سره نقل کړى، امام سبکي په شفا السقام، سيد سمهودي په خلاصه الوفاء،علمه تسطلاني په المواهب اللدينه ابن حجر په الجوهر المنظم کې نقل کړى دى . 

ابن حجر په الجوهر المنظم کې وايي: دا جريان په صحيح سند نقل شوى او علامه زرقاني د مواهب په شرح کې ليکي: ابن فهد هغه په ښه سند نقل کړى او قاضي عياض هغه په صحيح سند نقل کړى دى.) اسلامي شاعرانو دا حقيقت په نظم ويلي دي: به قداجاب الله آدم اذدعا و نجافى بطن السفينة نوح قوم بهم غفرت خطيئه آدم و هم الوسيله والنجوم الطلع يعنې؛ د هغه په وسيله خداى د آدم دعا قبوله کړه او نوح يې په بيړۍ کې دننه وژغوره د آدم ګناه، چې د چا په وسيله وبخښل شوه،هغه څوک وو،چې د خداى د دربار او ځلانده ستوريو واسطه دى. (وګورئ: کشف الارتياب ٣٠٧-٣٠٨ مخونه) څلورم حديث: د پېغمبر لخوا د پېغمبر اونوروحقو پېغمبرانو وسيله کول يعنې: فاطمه د اسد لور، چې وفات شوه،رسول الله يې له مرګه په خبرېدو سره سرته کېناست او ويې فرمايل: تر مور نه مې وروسته مورې! خداى دې درباند ورحمېږي بيا يې اسامه، ابوايوب او عمر بن الخطاب (رض) او يو تور مريى راوغوښتل، چې قبر تيار کړي،قبر چې جوړ شو،لحد يې پېغمبر اکرم په خپل لاس جوړ کړ او خاوره يې په لاس کې راواخسته او په قبر (لحد) کې په ډډه وغځېده او دعا يې وکړه: خدايه! چې ژوندي کول او مړه کول کوې او ژوندى يې او نه مرې،مور مې فاطمه د اسد لور وبخښه او کور يې پراخه کړه،د خپل پېغمبر او له مانه د مخکېنيو پېغمبرانو په خاطر. د "خلاصة الکلام" مولف وايي: رواه الطبرني فى الکبير والاسط و ابن حبان والحاکم وصححوه.... "طبراني په الکبير والاوسط کې روايت کړى او ابن حبان او الحاکم صحيح کړى او تصديق کړى دى.

(وګورئ: کشف الارتياب ٣١٢مخ)

سيد احمد ذيني دحلان، په خپل کتاب (الدرالسني فى الرد على الوهابيه کې ليکي: مشهور محدث ابن ابي شيبه له جابر (رض) نه دا حديث رانقل کړى او همدارنګه ابن عبدالبر له ابن عباس (رض) او ابونعيم له انس (رض) نه رااخستى دى او جلال الدين سيوطي بيا دا ټولې خبرې په جامع کبير کې راوړي دي. (وګورئ: الدرالسنيه، ٨مخ او د وفاالوفا ٣/٨٨٩) دا حديث په دغو کتابونو کې هم په بېلابېلو بڼو را اخستل شو ى دى: ١ _ د الاستيعاب ٤/٣٨٢ د ابن البر (٤٦٣ ه مړ) تاليف. ٢ _ مستدرک حاکم ٣/١٠٨ ٣ _ اصول کافي ١/٤٥٣ د کليني (٣٢٩ه مړ) تاليف، کتاب الحجه باب مولد اميرالمؤمنين ٤ _ حلية الاولياء د ابونعيم اصفهاني ليکنه ٣/١٢١. پينځم حديث: ځينو اسلامي محدثينو رااخستي دي،چې يو بيديانى عرب پېغمبر اکرم ته راغى او شروع يې وکړه: ((لقد اتيناک و مالنا بعيريط )) (وګورئ: "يئط" له "اطيط" نه اخستل شوى او د اوس د اواز په معنى دى.) و لا صبى يغط (وګورئ: "يغظ" له "غطبط" نه اخستل شوى دى او د هغه ماشوم د ژړا په معنى دى،چې ويده کېږي. موږ تاته په داسې حال کې راغلي يو،چې نه مو اوښ شته، چې فرياد وکړي او نه مو کوچنى (طفل)،چې ويده شي او دا شعرونه يې وويل: اتيناک والعذرا بدمي لبانها و قد شغلت ام الصبى عن الطفل و لا شيئ هما ياکل الناس عندنا سوى الحنظل العامى والعلهزالفسل و ليس لنا الا اليک فرارنا و اين فرار الناس الا الى الرسل موږ تاته راغلي يو،په داسې حال کې، چې د اسونو له سينو وينې څاڅي،مور له خپل کوچني نه جلا کړاى شوې ده. دومره څه راسره نه شته،چې څوک يې وخوري، هن ! هغه ترخه مړه غوني شته،چې د لوږې په کال خوړل کېږي او د وينو او مړز له عذا پرته نور څه نه لرو. مونږ بې له تانه بل پناځاى نه لرو. او د خلکو پناځاى له پېغمبرانو پرته بل کوم ځاى کېداى شي. بيا : فقال رسول الله يجر ردائه حتى صعد المنبر، فرفع يديه: اللهم اسقنا غيثا مغيثا... فمارد النبي يديه حتى القت السماء...ثم قال الل درابي طالب لوکان حيا لقرت عيناه، من ينشدنا قوله؟ فقام علي بن ابيطالب، و قال وکانک تريد يا رسول الله قوله. و ابيض يستقى الغمام بوجهه ثمال اليتامى، عصمه للارامل يطوف به الهلاک من آل هاشم فهم عنده فى نعمه و فواضل هغه سپين مخ،چې په خاطر يې له وريځو نه باران غوښتل کېږي او د يتيمانو پناځاى او د بېوسو کونډو مرستندوى دى، د بني هاشمو محتاجان ترې راتاو وي او د ده له برکته په نعمتونو او بخششونو کې ډوب دي. پېغمبر اکرم وفرمايل : هو! زما مقصد همدا دى،چې ومو لوست، بيا علي د هغه د قصيدې يوه برخه ولوسته بيا د بني کنانه قبيلې يو سړى پاڅېد، يو څو بيته يې ولوستل،چې د لومړي بيت مضمؤمن يې دادى:

خدايه ستاېنه تا لره ده. ستا شکر کوونکي بندګان ستاېنه کوي، مونږ د پېغمبر له مخه په بارن خړوب شوو.

په دې لړ کې ګڼ شمېر لاسوندونه او مدارک شته،چې رااخستل کېداى شي؛خو ليکونکى يې له دغو مدارکو را اخلي: الف: "عمدة القاري فى شرح حديث البخاري ٧/٣١ د بدرالدين محمد بن احمد العين (٨٥٥ ه مړ) ليکنه، دا داره الطباعه المنير په خپرونه. ب: پر نهج البلاغه باندې ليکلې شرح؛ابن ابى الحديد ١٤/٨٠ ج: سيرة حلبي، ٣/٢٦٣ د: الحجة على المذاهب الى تکفير ابي طالب، د شمس الدين ابن علي فخاربن محمد (د ٦٣٠ هر مړ) د نجف مطبعه علوي چاپ ٧٩ مخ. ه: سيرة زيني دحلان د سيره حلبي پر حاشيې ١/٨١ شپږم حديث :

د پېغمبر د ذات وسيله کول رسول الله ته د سواد بن قارب (رض) هغه قصيده، چې توسل په کې دى. وايي: شاهدي ورکوم،چې له خداى نه پرته بل رب نه شته. او د هر پټ حسي (څيز) امين يې ته،خدا ى ته تر نورو پېغمبرانو ډېر نژدى وسيله يې، اى د درناويو او سپېڅلتياوو بچيه! موږ ته د هغه څه باب امر وکړه، چې تاته رسي، اى تر پېغمبرانو غوره! که څه هم ستا حکم د سر د ويښتو د سپينېدو سبب شي، پر هغه ورځ زما شفاعتګر شه،چې د شافعانو شفاعت سواد بن قارب ته د خرما د زړى د پردې هومره ګټه نه رسوي. (وګورئ: الدرالسنيه ٢٩ مخ د زيني دحلان تاليف اود التوصل الى حقيقه التوسل ٣٠٠ مخ.)

اووم حديث: د شهيدانو امام حسين په "دعاى عرفه" کې وايي: خدايه: په داسې يوه شپه مو درته مخ دى، چې ستا د پېغمبر او غوره خلقت محمد په خاطر دې راباندې واجب کړى او ستره کړې ده.

( وګورئ: الدررالسنيه ٢٩مخ د زيني د حلان تاليف او د التوصل الى حقيقه التوسل ٣٠٠ مخ)

اتم حديث:

د روژې مياشتې او په هغې مياشت کې د عبادت کوونکيو وسيله کول علي بن حسين (رض) په صحيفه سجاديه کې په هغه دعا کې،چې د روژې مبارکې مياشتې په راتلو سره يې ويله ، وايي: خدايه! له تا نه د دې مياشتې او هغه چا پر مخ دعا غواړم،چې د دې مياشتې له لومړۍ شيبې نه تر پايه پورې ستا نمانځنه کوي،هغه ستا مقربې ملائيکې وې، که نبي مرسل دى او يا ستا کوم ګران نېک بنده.

د "توسل" په مساله کې د مسلمانانو چلند د پېغمبر او تر هغه په راوروسته زمانه کې د مسلمانانو چلند همېشه دا و،چې د الهي اولياو ذات، مقام او منزلت به يې وسيله کاوه،چې دا دى دلته يې يو څو بېلګې را اخلو: ١ _ ابن اثير عزالدين علي بن محمد بن محمد عبدالکريم جزري د (٦٣٠ ه مړ) په خپل کتاب اسدالغابه في معرفة الصحابه کې ليکي: د رمادي په کال چې قحطۍ زور وکړ، حضرت عمر د حضرت عباس په وسيله د باران غوښتنه وکړه، خداى د هغه په وسيله هغوى له بارانه خړوب کړل او ځمکې يې سمسورې کړې،حضرت عمر خلکو ته مخ کړ او ويې ويل: پر خداى سوګند، چى عباس خداى ته زمونږ وسيله دى او دخداى پر وړاندې يومقام لري، حسان بن ثابت په دې لړ کې يو څو شعرونه وويل: امام داسې وخت د باران غوښتنه وکړه،چې قحطي پر هر ځاى خپره وه. او د اسمان وريځې د عباس په نورانيت خلک خړوب کړل عباس د پېغمبر تره او د پېغمبر اکرم د پلار سيال دى. مقام او منزلت ورته له هغه نه په ميراث پاتې دى، خداى د هغه له مخه ځمکې ژوندۍ کړې. هر ځاى تر نا اميدۍ وروسته سمسور شو.

(وګورئ: اسدالغابه ٣/١١١ د مصر چاپ)

او چې باران هر ځاى ته ورسېد،خلکو به تېر کال د عباس پر ځان ځانونه مښل او ورته ويل به يې : اى د دواړو حرمو ساقي! آفرين.

ددغې تاريخي ټوټې لوستل،چې يوه برخه يې په صحيح بخاري کې هم راغلې ده، داسې چې د وسيله کولو يو مصداق هم د عزتمنو اشخاصو او د منزلت د خاوندانو وسيله کول دي،چې په خپله د داعي او متوسل ترمنځ د نژدېکت او وړتيا سبب ګرځي.

تردې به بل روښانه تعبير څه وي،چې وايي: هذا والله الوسيله الى الله والمکان منه: د جلال الدين سيوطي (٩٢٣ ه مړ) معاصر قسطلاني احمد بن محمد بن ابي بکر په خپل کتاب المواهب اللدايه بالمنح الحمديه في السيرة النبويه،چې په مصر کې چاپ شوى دى، ليکي: خلکو! رسول الله به عباس ته د پلار په سترګه کتل، په ده پسې ولاړ شئ او خداى ته يې خپله وسيله وګرځوئ. په همدې څرګندونې کې د توسل (وسيله کولو) جواز پروت دى او د هغو کسانو نظر باطل شوى دى،چې بيخي او يا له پېغمبر نه پرته توسل نه مني.

( وګورئ: المواهب ٣/٣٨٠، فتح الباري فى شرح البخاري ٢/٤١٣)

٣ _ چې کله منصور د مدينې له ستر مفتي مالک رحمة الله نه د پېغمبر اکرم د زيارت د طرز په باب پوښتنه وکړه: مخ قبلې ته واړوو او دعا وکړو که پېغمبر اکرم ته؟ امام مالک وويل: له هغه (صلى الله عليه و اله وسلم) نه مخ ولې اړوې؟ هغه خو د قيامت پر ورځ ستا او ستا د پلار آدم عليه السلام وسيله دى. هماغه ته مخ کړه او خپل شفاعتګر يې کړه، خداى د هغه شفاعت مني .

( وګورئ: وفاالوفا ٢/١٣٧٦) .

خداى فرمايي: [وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا = موږ هېڅ يو استازى نه دى لېږلى؛خو د دې لپاره،چې د خداى په اجازه لاروي يې وشي او كه دې مخالفينو (داسې كړي واى )، چې تر ګناه ( او د الهي قوانينو تر پښو لاندې )كولو وروسته درته راغلي واى او له خداى يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى ( ؛نو) هرومرو خداى يې توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده.] (نساء ٦٤ آيت) ٤ _ ابن حجر هيثمى په خپل کتاب الصواعق المحرقه،چې مرحوم قاضي نورالله الصوارم املهرقه په نامه نقد کړى دى،له امام شافعي رحمة الله عليه نه دا دوه بيتونه رااخستي دي: ( د پېغمبر کورنۍ خداى ته زما وسيله ده او د همدې په وسيله هيله من يم،چې ماته به زما عملپاڼه په ښي لاس راکړي)

(وګورئ: الصواعق المحرقه ١٧٨مخ)

د همدغو شواهدو او کلماتو په پام کې نيول سره ويل کېداى شي،چې پېغمبران او ستر شخصيتونه له هغو وسايلو ځنې دي،چې قرآن کريم ورته په مائده ٣٥ آيت کې داسې امر کړى دى : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُواْ فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ =مؤمنانو! د خداى [(د فرمان له مخالفته)] ووېرېږئ او هغه ته د نژدېدو وسيله ولټوئ او په لار كې يې جهاد وكړئ، ښايي وژغورل شئ . ] او وسيله يواځې د فرايضو او محرماتو په تر سره کولو پورې خاص نه ده؛بلکې مستحبات ( چې د انبياوو وسيله کول) هم پکې راځي، وسيله ده.

ايا دا ټول علماء او پوهان د وسيلې د معنى په پوهېدو کې تېروتي ګڼلاى شو؟ په داسې حال کې،چې هغوى د حکم مصدرونه،د حديث ساتندويان او د اسلام نوميالي پوهان ګنل کېږي،څوک چې دغه راز څرګندونو او شهادتونو ته ارزښت نه ورکوي او د  هغوى د تاويل او توجيه په فکر کې وي، دا هغه له مخکې نه قضاوت کوونکي دي، چې د مخکني قضاوت لپاره له  دغو قراينو او شواهدو نه ګټه نه اخلي،د بېلګې په توګه د دغو تعصبونو او پيشداوريو په باب د بخاري هغه مطلب را اخلو،چې  ددې تاريخي پېښې په باپ يې را اخستى دى او ګورو،چې د تعصب پردې په دې باب څه اړونې او تحريفات او غوغا راګډه کړې ده.

٥ _ امام بخاري په پخپل صحيح کې را اخلي. عمر بن الخطاب (رض) د قحطۍ پر وخت عباس بن عبدالمطلب (رض) وسيله کاوه او ويل به يې: خدايه ! موږ پخوا پېغمبران وسيله کول او تا به راباندې رحم کاوه، اوس ستا د پېغمبر تره وسيله کوو،رحمت دې راباندې راښکته کړه. باران ونښت او ټول خړوب شول. وګورئ : ( وفا‌ء الوفاء ٣/٣٧٥) ددې حديث په رښتينولۍ او باور کې هېڅ خبره نشته، حتى رفاعي هم،چې په راز راز نومونو د توسل پرله پسې احاديث ردوي،ددې حديث پر صحت او وثوق باوري دى او وايي: دا حديث بيخي رښتيا دى،که د حديث مراد د اشخاصو د توسل صحت او جوتيا وي،مونږ يې له لومړنيو منونکيو ځنې يو او عمل پرې کوو. هغو جملو ته په پام سره،چې په خپله له خليفه نه د عباس د وسيل کولو په باب نقل شوي دي او داچې هغه پر خداى سوګند خوري، چې ( هذا والله الوسيله الى الله والمکان منه) جوتېږي،چې په دې باب د توسل واقعيت د خداى په نزد د (عباس ) د ذات، شخصيت او مقام توسل دى. په دې لړ کې شمس الدين ابوعبدالله محمد بن النعمان مالکي ( د ٦٨٣ه مړ) په خپل کتاب مصباح الرلم في المستغثين بخير الانام کې د عمر (رض) له خوا د عباس د وسيله کولو طرز داسې رااخستى دى: پروردګاره ! ستا د پېغمبر تره په وسيله د باران غوښتنه کوو او د هغه سپينه ږيره او په اسلام کې يې سابقه خپل شفيع ګرځوو،دا وخت د حق رحمت ټوله سيمه ونيوه . ( وګورئ: وفاء الوفا ٢/١٣٧٦) عباس بن عتبه په دې باب شعر ووايه: زما د تره له برکته د حجاز خاوره او هستوګن يې خړوب شول، لمر په غړ غړه و، چې عمر (رض) د هغه سپينه ږيره وسيله کړه. حسان بن ثابت په دې باب يو شعر ووايه: فسقى الغمام بعزة العباس او وريحى دعباس په خاطر خړوبونه وکړه. ابن حجر عسقلاني په خپل کتاب فتح الباري فىي شرح حديث البخاري که وايي: عباس په خپله دعا کې وويل: خلکو ماته د خپلوۍ د هغه تړون له امله مخ کړ،چې ستا له پېغمبر سره يې لرم.

(وګورئ: فتح الباري ٢/٤١٣)

لکه چې ګران لوستونکي ويني،د شک هېڅ ځاى نشته ، هدف د عباس د مقام او منزلت وسيله کولو وو او پوهيږو، چې له پخوا نه ويل شوي دي : د يوه منلي او جوت کار پر خلاف ګواهي د هغه کار تاييد کوي. يعنې قرآن کريم فرمايي: [وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالاً عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ = او ميندې خپلو اولادونو ته پوره دوه كاله تى وركوي .( دا حكم) د هغه چا لپاره دى،چې غواړي د تي رودنې موده پوره كړي . د ماشوم پر پلار لازمه ده،چې مور ته د تي رودنې په وخت كې په غوره توګه خوراك او جامې وركړي ( ان كه طلاق يې هم اخستى وي) (او) هر څوك تر خپلې وسې ژمن دى،مور ( له پلار سره د اختلاف له امله ) ماشوم ته د زيان رسولو حق نه لري او نه پلار او پر وارث يې هم لازمه ده،چې دا كار وكړي [=د تي وركولو په وخت كې د مور لګښت وركړي] او كه دواړه په خپله خوښه او مشوره ماشوم له تي ژر غوڅ كړي؛ نو څه باك يې نشته او كه (د ناوسۍ او يا د مور د موافقې په نه شتون كې ) مو وغوښتل،چې خپلو اولادونو ته دايي ونيسئ؛نو څه ګناه يې نشته؛خو په دې شرط،چې د مور پخوانى حق په ښه توګه ادا كړئ او د خداى ( د فرمان له سرغړونې) ووېريږئ او پوه شئ،څه چې كوئ، خداى يې ليدونکى دى .] (بقره ٢٣٣ آيت) د بيان لپاره دليل او علت پکار دى اوداچې ښځو د نارينه وو لپاره اولاد زيږولى دى،بايد همغوى يې د ژوندانه زېرمه وکړي. که وايو چې د عالم او پوه قدر وکړه؛نو د هغه د علم او پوهې لپاره ده؛نو که عمر (رض) وايي،چې انا نتوسل اليک بعم نبيک، غواړي د عباس (رض) د وسيله کولو علت وښيي، چې ولې له نورو خلکو نه په هغه متوسل شو؟ لکه په خپله عباس (رض) چې وايي: لمکانى من نبيک مقام مې ستا د پېغمبر له مخه دى. له دې امله نو په کلکه ويلاى او يقين کولاى شو،چې د اسلام د صدر مسلمانانو پاکلمني او نېکان خلک وسيله کول.

د پېغمبر اکرم پر وير د صفيې (رض) شعر صفيه د عبدالمطلب لور د پېغمبر اکرم ترور (عمه) د رسول الله پر رحلت شعرونه وويل، چې دوه بيتونه يې دادي: قدرمن پېغمبره! ته مو اميد يې،ته نېک شخص وې، له چا سره دې کله هم جفانه ده کړې،ته پر موږ مهربان وې،زموږ رسوله ! ددې قوم هر څوک ژاړي، بايد وژاري.

(وګورئ: ذخائر العقبى في مناقب ذوى القربى ٢٥٢مخ د حافظ محب الدين احمد بن عبدالله تاليلفه او مجمع الزوايد ٩/ ٣٦

له دې ټوتې شعر نه،چې د پېغمبر اکرم د صحابه وو په مخکې ولوستل شو او مورخانو او سيرت ليکونکيو رانقل کړى، دغه لاندې چارې ترې راولاړېږي. لومړى: له اروااحو سره خبرې او په اصطلاح د رسول اکرم تر رحلت وروسته هغه ته خطاب يو روا او دوديز (مروج) عمل دى او د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې د سوچ پر خلاف دا شان خطابونه نه شرک دى اونه لغو،چې وايي: (( الا يا رسول الله.)) د حافظ نورالدين علي بن ابي بکر الهيثمى تاليف. دويم: د ((انت رجاونا)) جملې په حکم رسول اکرم په هر حال کې د اسلامي ټولنې د هيلو مرکز و، حتى تر مرګ روسته هم ورسره زمونږ اړيکې نه دي شلېدلې. په پاى کې دا ټکى يو ځل بيا يادوو،چې قرآن کريم فرمايي: : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُواْ فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ =مؤمنانو! د خداى [(د فرمان له مخالفته)] ووېرېږئ او هغه ته د نژدېدو وسيله ولټوئ او په لار كې يې جهاد وكړئ، ښايي وژغورل شئ . ] (مائده ٣٥ آيت) دا آيت په ډاګه وايي،چې وسيله ترلاسه کړئ! خو سيله څه ده؟ په خپله په دې آيت کې نه ده ښوول شوې،شک نه شته،چې د ديني وظايفو تر سره کول د برياليتوب وسايل دي؛خو وسيله په هغې پورې اړونده نه ده؛بلکې د الهي اولياوو د توسل له تاريخچې نه څرګندېږي،چې پخپله دغه عمل هم د بري يوه وسيله ده او دا خبره منصور ته د امام مالک رحمة الله عليه له وينا او د پېغمبر اکرم د تره په وسيله د دويم خليفه د باران له غوښتنو ښه راڅرګندېږي.

آيا د خداى د اولياوو د تلين او کليزې نمانځنه او درناوى بدعت دى؟ د شيخ ابن عبدالوهاب ډله د اولياوو او اسماني رجالو د مړيو درناوى حرام ګڼي؛لکه د دين د لويانو او د خداى د اولياوو کلک دښمنان چې وي،دوى د تلين په غونډو کې ګډون حرام ګڼي. د "انصار السنة المحمديه" ډلې مشر "محمد حامد فقي" پر "الفتح المجيد" باندې په خپلو پايليکونو کې ليکي: الذيکريات التى ملات البلاد باسم الاولياء هى نوع من العباده لهم و تعظيمهم؛ داولياوو د زوکړې د ورځو يادونه او نمانځنه د اولياوو نمانځنه او پرستش ګڼل کېږي او دا هغوى ته يو ډول تعظيم دى. د هغوى د ټولو اشتباهاتو بنسټ يوه خبره ده او هغه داچې څرنګه،چې د شر او توحيد په تېره د عبادت د مفهوم تګ او بريد نه دى ټاکل شوى؛نو ځکه يې هر ډول نمانځنه او درناوى عبادت انګېرلى دى اولکه چې ويني، هغه په خپله وينا کې د عبادت او تعظيم ټکى غبرګ راوستى او دا يې ګڼلې، چې دغه دواړه ټکي يوه معنى لري. مونږ به په بله برخه کې د عبادت معنى څرګنده کړو او جوته به کړو،چې د خداى د نېکو بڼدګانو هر درناوى او تعظيم په دې قيد سره، چې د خداى بندګان دي،په هېڅ وجه نمانځنه او پرستش نه دى؛نو ځکه دغه بحث له يوه بل لوري څېړو. شک نشته، چې قرآن کريم يوه ډله پېغمبران او اوليا بيا بيا په فصيحو او بليغو جملو ستايلي دي. د حضرت زکريا او يحيى ( عليهما السلام) په باب فرمايي: [فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَى وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ = او موږ يې دعا قبوله كړه او يحيى مو وروباښه او مېرمن مو يې (چې شنډه وه،امينوارۍ ته) چمتو كړه؛ ځكه هغوى (داسې كورنۍ وه،چې) د نېكو چارو په ترسره كولو كې يې تل بيړه كوله او موږ يې له وېرې او هيلې سره بللو او زموږ پر وړاندې عاجز او متواضع وو!] (انبيا ٩٠ آيت ) اوس نو که څوک په هغو غونډو کې ، چې د هغوى (اولياوو) په نومونو جوړېږي د دې آيت يا دا شان نورو په مضمون سره وستايي او په دې ډول يې ونمانځي؛نو آيا د قرآن کريم له پيروۍ پرته يې کوم کار کړى دى؟ خداى د رسالت د کورنۍ په باب فرمايي: [ و يطعمون الطعام على حبه مسکينا و يتما و اسيرا= او پر مسکين، يتيم او اسير په مينه خواړه خوري](دهر ٨ آيت) که د پېغمبر اکرم د ميلاد پر ورځ هغه آيتونه په غير عربي ژبه وژباړو يا يې د شعر په بڼه ووايو، چې پېغمبراکرم په کې ستايل شوى، ايا کوم حرام کار به مو کړى وي؟ دوى د الهي پېغمبر او اولياوو د درناوي دښمنان دي،چې له بدعت سره د مبارزې په پرده کې د هغې مخنيوى کول غواړي. دلته دا پوښتنه راولاړېږي،چې وهابيان دا شاربي چې: څرنګه چې دا غونډې او ټولنې د مذهب په نامه جوړېږي او په اسلام پورې تړل کېږي؛نو بايد دى،چې د اسلام له خوا په ځانګړې يا عمومي بڼه ومنل شي، ګنې نو بدعت او حرام به وي. ددې پوښتنې ځواب ډېر روښانه دى؛ځکه موږ ته په دې باب د قرآن هغه آيتونه بس دي،چې مونږ د پېغمبر اکرم درناوي ته رابولي او دغه ډول غونډې د اسماني رجالو له درناوي پرته په هېڅ بڼه نه جوړېږئ او بدعت هغه څه ته ويل کېږي ، چې قرآن يا سنتو په خصوصي يا عمومي توګه نه وي تصويب کړى،د دغو نمانځنو،چې د نړۍ ګردو ولسونو ترمنځ د خپلو لويانو په نمانځنه کې دود دى، هدف له درناوي او احترام پرته نور څه نه دي او د نړۍ په ټولو مسلمانانو کې بشپړ رواج دى او که بدعت او يو نوى کار د اسلام له هر اړخيزو موازينو سره برابر نه واى؛نو د اسلامي نړۍ علماوو به د پېغمبر اکرم د ميلاد جشن نه کاوه او په مقالو او خوږو اشعارو به يې د ميلاد غونډې نه درنولاى.

دادى د قرآن په رڼا کې د دې نمانځنې د جواز دلايل. لومړى دليل: قرآن کريم هغه ډله ستايي،چې پېغمبر اکرم نمانځي او درناوى يې کوي، فرمايي: [الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ =(نو نن دا رحمت) د هغوى ( په برخه دى) چې (د خداى) د استازي ،" اُمي " پېغمبر لاروي كوي،چې د هغه ( نوم او ځانګړنې) له هغوى سره په تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(هماغه پېغمبر،چې) دوى ته د غوره چارو (پر ترسره كولو) امر كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي،دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پيټي او ځنځيرونه لرې كوي؛نو هغوى چې په دې پېغمبر يې ايمان راوړى،درناوى يې کوي او مرسته ورسره کوي او په هغې رڼا پسې ځي،چې ورسره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .)) (اعراف ١٥٧ آيت ) په دغه آيت کې راغلې جملې دادي: ١ – آمنو به، ٢ – غزروه، ٣ _ نصروه، ٤ _ واتبعو النور..... آيا دا څوک ګڼي، چې "آمنوا به، نصروه، وابتعوا النور " جملې د پېغمبر اکرم زمانې ته خاص کړاى شوې دي؟ نه هېڅکله.

د عبادت بريدونه او يو بشپړ او هر اړخيز تعريف يې عبادت د عربو په ژبه کې زمونږ د نمانځنې د کلمې اڼدول ټکى دى؛لکه نمانځنه او پرستش،چې له موږ سره څرګند او روښانه مفهوم،دغه شان د "عبادت" د ټکي مفهوم هم بيخي روښانه دى،که څه هم په يوه جمله کې يې په يوه منطقي تعريف سره تعريف او تفسير نه کړاى شو. شک نه شته،چې ځمکه او اسمان زمونږ پر وړاندې يو روښانه او څرګند مفهوم لري،حال داچې زياتره يې بشپړ تعريف کولاى نه شي؛خو دا ټکى ددې خنډ کېداى نه شي،چې د دواړو ټکيو په اورېدولو سره دې د هغې معنى زمونږ په ذهن کې انځور شي . عبادت او نمانځنه (پرستش) هم د ځمکې او اسمان په څېر ټکى دى،هر يو يې له اصلي معنى نه خبر يو،که څه هم خپله پوهه په يوه منطقي تعريف کې ځاى نه کړاى شو؛لکه له مونږ سره،چې د "عبادت"،"تعظيم" او "لمانځنې" او "درناوي" اصلي ځايونه او موارد روښانه دي او له يوه نه د بل ځاى او مورد بېلتون راته ډېر اسانه دى. يو زړه بايللى مين او عاشق،چې د خپلې معشوقې د کوڅې هر ډبره او لوټه ښکلوي او يا يې جامه او کميس په ځان پورې مښي و يا يې تر مرګ وروسته قبر او خاوره ښکلوي،په ټولنه کې هم د هغو کسانو عمل او کار د عبادت او پرستش نه ګڼل کېږي،چې د نړۍ د لويو مخکښانو د آثارو او جونګړې ليدو ته ورځي او درناوي لپاره ورته يو څو شېبې غلى درېږي،که څه هم ددې مينه او تواضع د خداى پر وړاندې د خداى نمانځونکيو د مينې او انداز په څېر وي،په دې څېړنه يواځې ويښ وجدانونه قاضي او حکم کېداى شي،چې درناوى او تعظيم له عبادت او نمانځنې نه جلا کړاى شي . اوس که د عبادت ټکي په منطقي بڼه تعريف کول وغواړو او تجزيه او تحليل يې کړو،پر دريو يادو شويو ډولو يې لاندې تعريفولاى شو او دغه درې واړه تعريفونه يو هدف پر مخ بيايي .

د عبادت لومړنى تعريف عبادت هغه عملي،لفظي او ژبني لېوالتيا او تواضع ده،چې پر "الوهيت" باندې له "اعتقاد" نه راټوکېږي . اوس دا ګورو،چې "الوهيت" څه دى او همدا زمونږ د څېړنې اصلي ټکى دى،چې د الوهيت په ژوره معنى وپوهېږو. "الوهيت" خداىي او "اله"خداى ته وايي که کله "اله" ټکى په معبود سره تفسير شوى دى، هغه د " تفسير لزوم" دى . نه داچې معبود رښتيا د "اله" په معنى دى؛بلکې له دې امله،چې د نړۍ په ولسونو کې حقيقي "اله" او ګوماني "اله" دواړه معبود او نمانځنې يې؛نو دا ګڼل شوې،چې "اله" ګنې د معبود په معنى دى؛ګنې نو معبودوالى د "اله" د معنى لازمه ده؛نه د هغه لومړنى معنى . پردې خبره،چې د "اله" د کلمې معنى "خداى"ده،نه معبود،ورښانه دليل هماغه د اخلاص؛ يعنې "لا اله الا الله" کله ده؛خو که د "اله کلمه په دغې جمله کې د معبود په معنى وي؛نو بيا دروغ ځکه ده،چې دا څرګنده ده،چې له "الله" نه پرته نور زرګونه معبودان هم شته. پردې نظر ډېر روښانه دليل له شرک د مبارزې د ټولو آيتونو کتنه ده، د مشرکينو ټولو ډلو هغه موجودات "اله" (لوى يا کوچني،حقيقي يا مجازي خداى) ګاڼه او په همدې نامه د هغو پر وړاندې ټيټېدل،چې نمانځل يې . د عبادت دويم تعريف عبادت د هغه چا پر وړاندې ټيټېدل دي،چې "رب" يې ګڼو. مونږ د "عبادت" کلمې په باب خپله پوهه او درک په يو بل قالب کې هم اچولاى او ويلاى شو،چې عبادت يو فعلي او قولي ټيټېدنه او خضوع ده،چې پر " ربوبيت" باندې له اعتقاده راټوکېږي او عبوديت د ربوبيت پر وړاندى دى . هر کله چې يو انسان ځان عبد او مريى او مخامخ لورى خپل تکويني رب وګڼي،هغه رب وي،که نه؛خو دى په دې فکر د هغه پر وړاندې مات او ټيټ شي،دغې ته عبادت وايي . دا لاندېني آيتونه ښيي،چې عبادت د ربوبيت له چارو ځنې دى : مائده:٧٢ آيت : [لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُواْ اللّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللّهُ عَلَيهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ = هغوى په رښتيا كافر شول،چې و يې ويل : (( په واقع کې خداى همدا مسيح د مريمې زوى دى)) (سره له دې چې پخپله) مسيح ويل:(( بني اسراييلو! الله ولمانځئ،چې زما او ستاسې پالونكى دى؛ځكه چا چې له خداى سره څوك شريك کړ؛ نو هرومرو خداى پرې جنت حرام كړى دى او هستوګنځى يې دوزخ دى اوظالمانو ته هېڅ مرستندوى نشته )). (آل عمران ٥١ آيت) : [إِنَّ اللّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَـذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ = 51 بېشكه چې الله ز ما او ستاسې پالونكى دى ،هغه ولمانځئ ( نه ما او نه بل څيز) چې همدا سمه سيده لار ده ] دا مضمون په نورو آيتونو کې هم راغلى دى او په ځينو کې عبادت د خالقيت له چارو ګڼل شوى دى؛لکه د انعام د سورت په ١٠٢ آيت کې چې فرمايي :[ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ = (هو) دا الله ستاسې پالونكى دى! بې له هغه بل معبود نشته ؛د هر څه خالق دى،(يوازې) هغه ولمانځئ او هغه پر ټولو څيزونو څارونکى دى . ] [وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُم بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِالنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَى أَجَلٌ مُّسَمًّى ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ = او هغه پرخپلو بندګانو بشپړ برلاس دى او پر تاسې څارونكې(پرښتې) ګوماري، تردې چې له تاسې د كوم يوه مرګ راورسېږي (؛نو په دې وخت كې) زما پرښتې ترې ساه اخلي او هغوى ( د عمر په حسابولو او د بندګانو د عملونو په ثبتولو كې) ناغېړي نه كوي ] (انعام ٦١ آيت) نو منلې خبره داده،چې ووايو د دغو مادي يا غير مادي (پرېښتې)طبيعي علتونو فاعليت او سببيت د خداى په حکم او فرمان دي او دا د قرآن له سترو معارفو ځنې يو دى، چې د خداى د افعالو په باب د زياتو آيتونو له لوستو نه کار اخستل کېږي،اوس نو که څوک الهي افعال له هغه نه بيل وګڼي او وايي چې دا چارې نوراني موجوداتو (پرېښتو او اولياوو) ته سپارل شوي دي او بيا په دې اعتقاد سره د هغو خضوع وکړي،څرګنده ده،چې دا شان خضوع په عبادت او عمل به يې په عبادت کې شرک وي. په بله وينا داسې و انګېري،چې خداى ددغو چارو تر سره کول هغوى ته سپاري او هغوى په پشپړ ډول دغه چارې ترسره کوي. په دې صورت کې يې هغوى د خداى "مثل" او "ند" (شريک) ګڼلى دى، شک نه شته، چې دغه شان عقيده شرک دى او په دې اعتقاد سره هر ډول غوښتنه او خضوع به د هغوى نمانځنه او عبادت وي؛لکه قرآن، چې فرمايي: [وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللّهِ أَندَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللّهِ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَشَدُّ حُبًّا لِّلّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ = او ( له دې نښو سره) ځينې داسې خلک هم شته،چې له الله سره يې ( په عبادت کې) سيالان او انډول نيسي او د خداى هومره مينه ورسره کوي؛خو مؤمنينو ته (د مشركانو تر مينې،چې له خپلو خدايانو سره يې لري) الله پاك ډېر سخت ګران دى او هغوى (مشرکانو) چې ظلم كړى (او بې له خداى يې معبودان نيولي) چې كله ( الهي) عذاب وګوري(؛نو) پوه به شي،چې ټول زور خو يوازې له الله سره دى او په رښتيا خداى ډېر سخت عذابى دى ، ( نه خيالي معبودان،چې ترې ډارېږي) .](بقره ١٦٥ ) هېڅ موجود د فکر ورشو کې د خداى سارى او شريک کېداى نه شي، تر څو چې د چارو په تر سره کولو کې مستقل او ټولواک نه وي او بې له دې؛يعنې که د هغه په قلم او فرمان کار وکړي؛ نه يواځې د خداى سارى او شريک به نه وي؛بلکې يو اطاعت کوونکى موجود به وي،چې د هغه په حکم سره کار کوي. اتفاقا د پېغمبر اکرم د وخت مشرکان د خپلو نمانځليو خدايانو په باب د الهي چارو په ترسره کولو کې پر يو ډول استقلال معتقد وو. د جاهليت په دوران کې د شرک يوه تته غوندې عقيده داوه، چې يوې ډلې فکر کاوه،چې د تقنين او تشريع حق احبارو او رهبانو ته سپارل شوي دي. ؛لکه چې د توبې د سورت په ٣١ کې آيت کې فرمايي :

[اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُواْ إِلاَّ لِيَعْبُدُواْ إِلَـهًا وَاحِدًا لاَّ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ =(هغوى = كتابيانو) خپل عالمان او راهبان او مسيح د مريمې زوى د الله پرځاى خپل معبودان ونيول،حال داچې يوازې د ايکي  يوه معبود (الله) د لمانځنې حكم ورته شوى و،چې بې له هغه بل د عبادت وړ نشته، هغه (الله) له هغه څه پاك دى،چې هغوى يې ورسره شريكوي .]

او يا شفاعت او مغفرت،چې د خداى ځانګړى حق دى، د هغوى بوتانو او معبودانو ته سپارل شوي دي او هغوى په دې لړ کې خپلواک دي؛ځکه نو په شفاعت پورې اړوند آيتونه ټينګار کوي،چې هېڅوک د خداى له اجازې پرته شفاعت نه شي کولاى؛لکه چې د بقرې د سورت په ٢٥٥ آيت کې فرمايي : [مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ] که د هغوى عقيده دا وه،چې معبودان به يې د خداى په اذن شفاعت کوي؛نو بيا د خداى له اذنه پرته د شفاعت د نفې پر مساله تينګار ته څه ضرورت نه و. د يوناني حکيمانو يوه ډله د هر ډول نړۍ لپاره يو خداى انګېره،چې د ډولونو تدبيرونه او يا د نړۍ تدبير،چې خدايي فعل دى،ورته سپارل شوي وو، د جاهلي عربو دا ډله،چې پرښتې او ګرځند او ثابت ستوري يې نمانځل، د دې لپاره وه،چې تصور يې کاوه، چې د خلقت او انسان د نړۍ تدبير ورته سپارل شوي دي او خداى د تدبير له مقام نه بيخي لرې کړاى شوى دى او هغوى په پوره خپلواکۍ سره د نړۍ د تدبير څښتنان دي؛ځکه نو هر هغه ټېټېدل او خضوع چې د دغه شان احساس انځورونکى وي،عبادت او نمانځنه ګنل کېږي.

(وګورئ: ملل و نحل ٢/٢٤٤)

د جاهلي عربو يوې بلې ډلې بيا بوتان او لړګيني او اوسپنيزې مجسمې يې خپل خالق او د جهان او د انسان مدبر نه ګنلې؛خو د شفاعت د مقام څښتنان يې بلل او ويل يې چې " د يونس د سورت ١٨ آيت" [وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـؤُلاء شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللّهَ بِمَا لاَ يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ = او (مشرکان) بې له خدايه هغه څه لمانځي،چې نه څه زيان (ترې تمبولاى شي) او نه څه ګټه وررسولاى شي او وايي : (( دا خداى ته زموږ سپارښتګر دي .)) (ورته) ووايه : ((ايا خداى له داسې څيزه خبروئ،چې هغه يې په اسمانونو اوځمكې كې نه پېژني؟!)) هغه له هغه څه پاك او لوړ دى،چې هغوى يې (ورسره ) شريكوي!] د همدې باطل تصور له مخې،چې هغوى د شفاعت د مقام لرونکي دي، نمانځي يې او نمانځنه يې الهي دربار ته د خپل نزديکت وسيله ګڼله او ويل به يې چې: زمر ٣ آيت: [أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ = پوه شئ! نږه دين يوازې د الله دى او هغوى چې د الله پر ځاى نور پالندويان نيولي (او وايي:) ځکه يې لمانځو،چې الله ته مو نژدې كړي؛ البته الله د قيامت پر ورځ په څه كې يې،چې اختلاف درلود،ترمنځ به يې پرېكړه وكړي .په واقع كې خداى دروغجن (او له حقه) بيخي منکر ته سمه لار نه ښيي .] لنډه داچې له دغه راز احساس نه هر ډول راولاړ شوى عمل چې يو ډل سرسپارنه او ځان سپارنه وي، عبادت ګنل کېږي ددې پر وړاندې چې بل هر چلند له دغه راز اعتقاد نه راولاړ نه شي او يو څوک له دا شان اعتقاد نه پرته د يوه چا پر وړاندې خضوع، درناوى او لوړاوى وکړي،عبادت او شرک نه دى،که يو حرام عمل هم وګڼل شي. د ساري په توګه معشوق ته د عاشق، بادار ته د نوکر او خاوند ته د ښځې سجده عبادت نه دى،که څه هم د اسلام په سپېڅلي دين کې حرامه ده؛ځکه د خداى له اذن او اجازې پرته هېڅوک دغه راز عبادت (البته د عبادت بڼه نه په خپله عبادت) چاته نه شې کولاى.

د بحث نتيجه تردې ځايه مو ستاسې فکر د عبادت او شرک له حقيقت سره اشنا کړاى شو، اوس له دې بحث نه نچوړ او ځوښه راايستل غواړو.که څوک د انسانانو پر وړاندې ټيټ او مات شي،نه داچې "رب" او "اله" يا د خدايي چارو مبداء يې وګڼي؛ بلکې له دې امله يې درناوى وکړي، چې هغوى: [وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُونَ . لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ = او ويې ويل :(( لوراند (خداى ځان ته) اولاد نيولى دى)) هغه (له دې نيمګړتيا) پاك دى؛بلكې هغوى [=پرښتې ] د خداى نازولي بندګان دي؛ چې په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او(تل) يې امر عملي كوي .]انبيا ٢٦ – ٢٧) دغه شان عمل هېڅکله بې له درناوي، تعظيم او تواضع نور څه نه دي. خداى د خپلو بندګانو يوه ډله په ځينو داسې صفاتو ښوولې ده،چې تعظيم او درناوي ته يې د هر انسان زړه کېږي، فرمايي: [إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ = خداى، آدم او نوح او آل براهيم،او آل عمران پر نړ يوالوغوره كړي ول .] (عمران ٣٣ آيت) خداى په قرن کريم کې په ډاګه ابراهيم عليه السلام د امامت او مشرتابه د مقام لپاره غوره کړى، فرمايي: [وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ = او ( درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل : (( په واقع کې زه دې د خلكو امام او مشر ټاكم .)) [ابراهيم] عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) [خداى] ورته وويل:(( ظالمانو ته مې وعده نه رسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) )) . (بقره ١٢٤) خداى په قرآن کريم کې حضرت نوح، ابراهيم، داود، سليمان، موسى، عيسى عليهم السلام او حضرت محمد (ص) په يو لړ داسې سترو صفاتو ستايلى دي، چې دغه هر صفت د زړونو د راماتولو او زړونو ته د ننوتلو سبب دي، ان چې مينه يې پر موږ فرض کړې ده: [لا اسئالکم عليه اجرا الا المودة فى القربى=زه له تاسې نه په دې (تعظيم) سره څه بدله نه غواړم،بې له نژدېکت نه]شورى ٣٢ آيت که څوک دغه بڼدګان په ژوند يا په مرګ په دې نامه ونمانځي،چې د خداى نازولي او منلي بندګان دي، بې له دې چې په خدايي يې ومني يا يې د خدايي چارو سرچينه وګڼي، دا درناوى هېڅ يو ملت عبادت نه بولي او نه يې کوونکي مشرک ګڼي. لکه چې ټول خبر يې، مونږ د انساني خوشحالۍ له مخې د حج په چارو کې حجر الاسود ( چې يوه توره تېږه ده) ښکلوو، د خداى له کور نه ( چې له خټو او ګټو نه جوړه ده) ګرد ګرځو، د صفا او مروه په نامه د دوو غرونو ترمنځ ځغلو؛ يعنې هماغه څه کوو،چې بوت نمانځونيکو له خپلو بوتانو سره کول؛خو تردې وخته د هيچا په ذهن کې دانه ده راغلې، چې مونږ په خپلو دې کړنو سره خټې او ګټې نمانځو؛ځکه مونږ په دغو خټو او گټو کې ډېره لږه ګټه او زيان نه وينو؛خو که دغه چارې په دې نيت وکړو،چې تېږي او غرونه خداى او د خدايي اثارو سرچينه دي؛نو بيا په بوت نمانځونکيو کې راغلو؛نو د پېغمبر ، امام، استاد، پلار ، مور د لاسونو يا د قرآن يا نورو ديني کتابونو يا هغه څه چې د خداى ګڼليو بندګانو ته منسوب دي، ښکلول، يواځې درناوى دى او بس. حضرت آدم ته د پرښتو او حضرت يوسف ته د ورونو سجده په قرآن کې راغلې ده. [وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ =او (درياد كړه) چې موږ پرښتو ته وويل : ((آدم ته سجده وكړئ .)) ټولو سجده وكړه؛خو ابليس ونه كړه،سرغړونه او لويي يې وكړه او ( د خپلې سرغړونې او تكبر له امله) د كافرانو له ډلې شو .](بقره/٣٤) [وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَـذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بَي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاء بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاء إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ = 100 او خپل مور و پلار يې پر تخت كېنول او ټول (يو ولس وروڼه او مور وپلار) هغه ته (د خداى د شکرانې لپاره) سجده کوونکي (پر ځمکه) پرېوتل او (يوسف) وويل: ((پلاره! دا زما د هماغه مخكېني خوب تعبير دى،چې پالونكي مې رښتيا كړ او راسره يې ښېګڼه وكړه،چې زه يې له زندانه را وايستم او تاسې يې (دکنعان) له بېديا(مصر ته) راوستئ، سره له دې،چې شيطان زما او د وروڼو ترمنځ شخړه اچولې وه،په حقيقت کې پالونكى مې چا ته چې وغواړي (او وړيې وبولي) په خورا باريکو تدبيرونو خپله غوښتنه پوره کوي؛(ځكه) چې يوازې هغه پوه حكيم دى . ](يوسف/ ١٠٠) دا د هيچا په ذهن کې نه ده راغلې،چې د پرېښتو او د يوسف عليه السلام د ورونو عمل د آدم عليه السلام نمانځنه (عبادت) او د يوسف عليه السلام پرستش و. خبره دا وه،چې هلته سجده کوونکي خپل معبود ته د الوهيت او ربوبيت په هېڅ مقام قايل نه وو او نه يې هغوى خداى او د خداى چارو سرچينه ګڼل؛ځکه نو د هغوى عمل يواځې درناوى ګنل کېده، نه عبادت او نمانځنه. د شيخ محمد بن عبدالوهاب ډله چې کله له دغه راز آيتونو سره مخ کېږي؛نو سمدستي وايي: دا اعمال ځکه د معبودانو عبادت نه ګنل کېږي،چې دخداى په حکم شوي دي. خو دې ته يې پام نه دى،چې سمه ده، چې دا ټولې چارې حتى د حضرت يعقوب په مخ کې د حضرت يوسف د ورونو اعمال د خداى په امر او د هغه د رضا لپاره وې؛خو د عمل ماهيت هم عبادت او لمانځنه نه وه او خداى ورته امر کړى دى او که د عمل واقعيت په خپل ذات کې د مسجود عبادت واى؛نو خداى به هېڅکله ورته پرې حکم نه واى کړى. [وَإِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً قَالُواْ وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءنَا وَاللّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء أَتَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ = او (دوى) چې كله كوم ناوړه كار كوي (؛نو) وايي : (( موږ خپل پلرونه پردې ( دود) موندلي دي او خداى راته پخپله هم ددې چارو د سرته رسولو امر كړى دى)) ووايه : ((خداى (هېڅكله) د بې حيا چارو د کولو امر نه کوي،ايا پر خداى هغه څيز تړئ،چې پرې نه پوهېږئ ؟!))(اعراف ٢٨ آيت)

په ژوندوني له اولياوو الله نه مرسته له اولياء الله نه د يوه څيز غوښتنه ډول ډول کېږي،چې دادى: ١ _ له يوه ژوندي انسان نه وغواړو،چې له مونږ سره د يوه کور په جوړولو کې لاس وکړي. يا له لوښي نه لږې اوبه راکړي. ٢ _ له يو چا نه وغواړو، چې موږ ته دعا وکړي او له خداى نه راته د بخښنې غوښتنه وکړي، دا دواړه چارې له دې امله يو شان دي، چې له غوښتلي سړي نه به هغه څه غواړو،چې په سلو کې سل يې هغه کار په لاس کې دى، لومړنۍغوښتنې په دنيا کې او دويمى په اخروي چارو پورې اړه لري . ٣ _ له يوه چا نه غواړو، چې بې له عادي او طبيعي اسبابو يو کار راته وکړي،مثلا بې درملو رنځور روغ شي، يو ورک پيدا کړي،زموږ پور لنډ کړي يا په بله وينا ورنه غواړو، چې په اعجاز او کرامت سره له طبيعي او عادي وسايلو پرته زموږ غوښتنه ترسره کړي. ٥ _ له دغسې يو چانه غواړو،چې له خداى ورکړي معنوي قدرت نه په استفادې سره زمونږ رنځور جوړ کړي،ورک مو راپيدا کړي، او... دا دواړه بڼې د دويم او درېم سوال غوندې له ژوندي نه دي، څه چې په هغو دوو بڼو کې دي،هغه په مادي او طبيعي نړۍ کې ژوندى مسوول دى او په دغو وروستيو دوو حالتونو کې غوښتنه ظاهرا له مړه ځنې دي؛خو په واقعيت کې له ژوندي ځنې دي. له دغسې يوه چانه څه غوښتل کېداى نه شي، چې له موږ سره په مادي چارو کې په عادي اسبابو سره مرسته وکړي؛ځکه منل شوې داده،چې هغه له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او له دغو عادي اسبابو ځنې يې لاس لڼد شوى دى، په دې حساب پنځه حالته دي،چې درې صورته يې په مادي نړۍ کې له ژوندي ځنې په غوښتنې پورې اړه لري او پاتې دوه يې په دنيا کې له مړه نه په غوښتنو پورې اړه لري. لومړۍ صورت: د کار او په عادي چارو کې له هغو ژونديو نه، چې طبيعي او عادي اسباب لري،مرسته غوښتل،د بشري تمدن بنسټ دى،په دې خاورينه نړۍ کې د بشر ژوند د مرستې پر بنسټ ولاړ دى او د نړۍ ټول عقلمندان په ژوندنيو چارو کې يو له بله مرسته غواړي، ددې حالت او صورت حکم دومره څرګند دى،چې هېڅوک په کې خنډ نه ويني،څرنګه چې زموږ بحث قرآني دى؛نو د يوه آيت په يادونه بسنه کوو: ذوالقرنين د ياجوج او ماجوج د بلوسى په وړاندې د دېوال په جوړولو کې د سيمې هستوګنو ته مخ کړاو ويل ويل: [ فاعيوني بقوة اجعل بينکم و بينهم ردما= له ما سره کلکه مسرته وکړئ،چې ستاسې او د دوى (ياجوج ماجوج) ترمنځ دېوال جوړ کړم.] دويم صورت: په مادي نړۍ کې له ژونديو نه د دعا او بخښنې غوښتنه ددغه راز يوې غوښتنې پياوړتيا او سمون د قرآن مجيد له غوښتنو ځنې ده او که څوک له قرآن سره لږه اشنايي هم ولري، پوهيږي،چې د پېغمبرانو لار د امت لپاره د بخښنې او مغفرت غوښتنه وه او په خپله امت هم له هغوى نه دا غوښتنه کوله .

دادى په دې برخه کې راغلې آيتونه رااخلو. البته دا آيتونه پر څو برخو ويشلي دي،چې د اسانتيا لپاره شمېرې ورکړ شوې دي:

١-ځينې وخت خداى پېغمبرانو ته امرکړى، چې د هغوى په باب ورنه د بخښنې غوښتنه وکړي؛ لکه: [فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ = نو خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛نرم (او مهربان) شوى يې او كه بد خويه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل؛ نو ترې تېر شه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې ور سره مشوره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده اوسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه خداى توكل كوونكي خوښوي .] (آل عمران/ ١٥٩) ٢- [يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَن لَّا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ = پېغمبره! چې كله مؤمنې ښځې درته د بيعت لپاره راشي(؛نو شرط به يې دا وي) : له خداى سره به هېڅ څيز نه شريكوي او غلا او زنا به نه كوي او خپل ارمونى اولاد به په دروغو په خپل مېړه پورې نه تړي او په ښو (چارو) كې به له تا سرغړونه نه کوي؛نو بيعت ورسره وكړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه،چې خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى .](ممتحنه/ ١٢)

[خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ = د هغوى له مالونو (د زكات په نامه ) صدقه واخله،چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او ( د زكات اخستو پر وخت ) ورته دعا وكړه؛ځكه ستا دعا ورته ډاډېنه ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى .]

](توبه/ ١٠٣) په دې آيت کې خداى په ښکاره پېغمبر ته امر کوي،چې د هغوى لپاره دعا وکړه او د هغه د دعا اغز دومره چټک دى، چې هغوى د پېغمبر په دعا سره ځان ارام گڼي. ٢ _ ځينې وخت به پېغمبرانو په خپله له هغوى سره ژمنه کوله، چې وخت راشي؛نو د بخښنې غوښتنه به مو وکړو؛لکه: [قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَاء مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاء أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ = په يقين،تاسې ته ابراهيم او ملګري يې په چلن کې غوره بېلګه ده،چې کله يې خپل قوم ته وويل : ((په واقع كې موږ له تاسې او (هغه) څه چې د خداى پر ځاى لمانځئ، بېزاره يو. ستاسې له (دينه) منكر يو او زموږ او ستاسې تر منځ تر هغه پورې،چې تاسې په يوه خداى ايمان راوړئ،تلپاتې كينه او دښمني اعلان ده؛ خو د ابراهيم هغه خبره (بېله ده) چې خپل پلار [= د مور پلار، تره، پلندر] ته يې وويل : زه به هرومرو تاته بښنه وغواړم،که څه هم زما په وس کې نشته،چې له الله نه ستا لپاره څه تر لاسه کړم . پالونكيه! موږ يوازې پر تا توكل كړى او يوازې تاته مو (رجوع او) مخ کړى دى او همدا ستا لوري ته (د ټولو) درګرځېدل دي .] (ممتحنه/ ٤) [قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا =(ابراهيم) وويل :((پر تا دې سلام وي،زه به ژر له خپل پالونكي درته بښنه وغواړم؛ ځكه هغه تل پر ما مهربان دى .] (مريم/ ٤٧) [وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلاَّ عَن مَّوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لأوَّاهٌ حَلِيمٌ =او ابراهيم چې خپل پلار [=د مور پلار يا تره] ته د بښنې دعا كړې وه؛ نو د هغې وعدې له مخې وه،چې ورسره يې كړې وه(چې ايمان راوړو ته يې جذب كړې؛) خو چې كله ابراهيم ته څرګنده شوه،چې هغه د خداى دښمن دى؛نو له هغه سره له خپلې کړې وعدې څنګ ته شو،په رښتيا چې ابراهيم زړه سواندى (او) زغمناك و . ] (توبه/ ١١٤) دا آيتونه ښيي،چې پېغمبرانو له ګنهګارو سره د استغفار (مغفرت غوښتنې) د زېري وعده کوله، ان چې ابراهيم هم خپل پلار ازر ته دا شان وعده ورکړې وه؛خو چې په بوت نمانځنه يې کلک وليد،د بخښنې له غوښتنې يې ډډه وکړه؛ځکه د دعا د قبلېدو يو شرط هم دادى، چې بخښل کېدونکى لورى به موحد وي،نه مشرک. ٣ _ خداى امر کوي، چې يوه ډله ګنهګار مؤمنان دې د خداى د بخښنې غوښتو لپاره د پېغمبر اکرم حضور ته ورشي او ورنه دې وغواړي،چې د هغوى په باب د بخښنې دعا وکړي، خداى د هغوى ګناهونه بخښي. [وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا = او د هغوى په ډېرو پټو خبرو(مشورو) كې څه خيراو ګټه نه وي؛خو كه څوك (له دې لارې) له نورو سره د مرستې لارښوونه وكړي يا د نېك كار او د خلكو دا صلاح كولو لپاره څه ووايي (؛نو دا ښه خبر ه ده) او څوك چې د خداى د خوشحالولو لپاره داسې وكړي؛ نو ژر به ستر اجر وركړو .] (نساء/ ٦٤) تردې بل څرګند آيت کوم دى،چې خداى ګنهګار امت ته حکم کوي،چې د خداى د بخښنې د غوښتو لپاره د پېغمبر حضور ته ورشي او ورنه د ځن په باب د دعا غوښتنه وکړي؟ د رسول اکرم حضورته د ورتګ او ترې د بخښنې د غوښتنو دوې ګټې دي: الف: له پېغمبر اکرم نه د بخښنې غوښتنه په ګنهګارو کې د پېغمبر د اطاعت او پيروۍ روح ژوندى کوي او د دې سبب کېږي،چې د پېغمبر اکرم د مقام د ارزښت په پېژندو سره د هغه صلى الله عليه و اله وسلم ښه تر ښه پيروي وکړو. دغه شان راشه درشه په انسان کې د پېغمبر پر وړاندې د ور ماتېدو يو ځانګړې حالت پيدا کوي،او انسان دې ته چمتو کوي، چې [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً = مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه ( په رښتيا ) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره او ښه پايله لري. (نسا ٥٩ آيت) د زړه له کومې خپله کړنلار کړي. ب: دا کار د امت په ذهنونو کې د پېغمبر اکرم د مقام او دريځ ښه انځور وي او دا جوتوي،چې لکه مادي ښېګڼې، چې په ځانګړيو اسبابو سره الهي بندګانو ته رسي، دغه شان معنوي ښېګڼې ( د خداى مغفرت) هم د پېغمبر او د خداى د دوستانو د دعاوو په څېر ټاکليو اسبابو له لارې راکوزېږي، که د اسمان لمر د تودوخې او انرژۍ د خپرولو او د شيندلو سبب دى او دغه ښېګڼه د لمر په پلوشو انسانانو ته وررسي، همدارنګه معنوي فيض او الهي لطف د رسالت د اسمان د لمر په وسيله الهي بندګانو ته رسي. او د "هستۍ نړۍ" په دواړو مرحلو د اسبابو او مسبباتو نړۍ کې ده او مادي او معنوې اسباب په دواړو جهانونو کې له اسبابو سره دي. ٤ _ له ځينو آيتونو نه دا راولاړېږي،چې مسلمانان همېشه د رسول الله حضور ته د دعا د غوښتو لپاره ورتلل او چې کله به مسلمانانو منافقانو ته د دعا وړانديز کاوه؛نو هغوى به ترې مخ اړاوه؛ لکه چې قرآن د منافقون د سورت په ٥ آيت کې فرمايي: [وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُؤُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ = او چې ورته ويل كېږي : (( راشئ،چې د خداى استازى درته بښنه وغواړي)) (؛نو) د (ملنډو،كبر او غرور له مخې) خپل سرونه تاووي او ګورې يې،چې له خبرو دې په کبر مخ اړوي . ٥ _ ځينې آيتونه ګواهي ورکوي،چې خلک له سپېڅلي فطرت نه په الهام سره پوهېدل،چې د خداى په دربار کې د هغوى لپاره د پېغمبر دعا ځانله اثر لري او په سلو کې سل منلې ده، انساني سپېڅلې خټه هغوي ته الهام بخښونکې ده، چې الهي فيض خلکو ته د پېغمبرانو په وسيله رسي؛ لکه خدايي لارښوونه،چې د همدوي په وسيله خلکو ته رسي؛ځکه به نو پېغمبر (ص) ته د دعا لپاره ورتلل، چې له خداى نه ورته د بخښنې غوښتنه وکړي. د يوسف د سورت په ٩٧ او ٩٨ آيتونو کې فرمايي : [قَالُواْ يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ . قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ =( زامنو يې ) وويل : ((پلاره! له خدايه زموږ د ګناهونو بښنه وغواړه،چې موږ خطاكاران وو .)) هغه وويل :(( ژر به له خپل پالونكي درته بښنه وغواړم،چې هغه ډېر بښونكى (او) لورين دى .))] ٥_ ځينې آيتونه دي، چې پېغمبر ته خبردارۍ ورکوي، چې د هغو منافقانو په باب ستا د بخښنې دعا د منلو وړ نه ده، چې لا په بوت نمانځنه لګيا دي او دا آيتونه له مخکېنيو هغو نه يو ډول استثنا ده او ښيي،چې له دې پرته نور په هر څه کې د پېغمبر دعا ځانګړى اثر لري؛ لکه چې فرمايي: [اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لاَ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِن تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَن يَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ = هغوى ته بښنه وغواړې،كه و نه غواړې (ان) كه اويا ځل ورته بښنه وغواړې؛خداى به يې هېڅكله ونه بښي؛ځكه پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او خداى سرغړاندو ته سمه لار نه ښيي . ](توبه /٨٠) [سَوَاء عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ = دوى ته بې توپېره ده،بښنه ورته وغواړې كه ونه غواړې؛خداى يې هېڅكله نه بښي[؛ځكه] چې خداى پوله ماتو ته سمه لار نه ښيي .] (منافقون ٦) [وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُواْ يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِي إِسْرَآئِيلَ= او ناورين به چې پرې راغې؛ نو ويل يي : (( موسى!پالونكي دې،چې درسره كومه وعده كړې،ترې وغواړه،چې عملي يې كړي،كه له موږ دې دا ناورين ايسته كړ؛نو هرومرو ايمان راوړو او بني اسراييل درسره لېږو.))(اعراف/ ١٣٤) دلته ګنهګاران له حضرت موسى بن عمران (ع) نه د دعا غوښتنه کوي او د "بما عهد عندک" جملې په ګواهۍ سره هغوى پوهېدل،چې خداى له موسى سره داسې يوتړون کړى دى. که هغوى د "ادع لنا ربک" په جملې سره له موسى عليه السلام نه په خپله د عذاب د لرېکولو غوښتنه کوله؛نو په هغه کې يې دا ځواک ليده، په دې صورت کې دغه آيت په درېم ډول آيتونو کې ( له ژونديو نه دعا غوښتنه او صحيح ده، چې د خداى په قدرت سره له پېغمبرانو ځينې خارق العاده چارې وغوښتل شي) راځي؛خو "ادع لنا ربک" جمله دا احتمال کمزورى کوي؛البته په دې آيت کې دا رڼاوې نه ده شوې،چې د مشرکانو په حق کې د حضرت کليم الله عليه السلام دعا له منلو نه ده. ٧ _ له قرآني آيتونو نه دا څرګندېږي،چې يوې ډلې مؤمنانو همېشه نورو لپاره دعا کوله؛لکه چې فرمايي: [وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ = او (همدااز) څوک چې تر هغوى [=مهاجرينو او انصارو] وروسته راغلي دي (او) وايي : (( پالونكيه! موږ او زموږ هغه وروڼه وبښه،چې له موږه مخكې يې ايمان راوړى دى او زموږ په زړونو كې مؤمنانو ته (هېڅ ډول) كينه مه اچوه . پالونكيه! ته خواخوږى لورين يې .)) (حشر/ ١٠) نه يواځې دا ډله مؤمنانو ت دعا کوي؛بلکې د عرض وړونکى او د شاوخوا هستوګن هم مؤمنانو ته د بخښنې غوښتنې کوي؛لکه ، چې قرآن فرمايي: [ الذين يحملون العرش و من حوله يسبحون بحمد ربهم و يومنون به و يستغفرون للذين آمنوا ربنا و سعت کل شى رحمه و علما فاغفرللذين تابوا و اتبعوا سببلک وقهم عذاب الجحيم=هغه ډله،چې عرش وړي او هغه کسان،چې شاخوا يې دي، د خداى په ساېنې سره هغه عيب او نيمګړتيا نه منزه کوي او د مؤمنانو لپاره د بخښنې غوښتنه کوي (او وايي:) خدايه ستا رحمت او علم پر هر ځاى خپور دى؛نو هغه کسان وبخښه،چې توبه يې ايستلې او ستا پر لار ځي او د دوزخ له اوره يې وژغوره] نو څومره به ښه وي،چې موږ هم د همدې ډلې په لار روان شو او دمؤمنې ډلې لپاره همېشه د بخښنې غوښتنه وکړو. تردې ځايه له قرآني مدارکو نه له غيرالله نه د غوښتنې له پنځو صورتونو نه د دوو صورتونو حکم روښانه شو او له ژونديو نه د غوښتنې په باب له دريو صورتونو نه يو صورت پاتې دى، چې دلته يې څېړو. درېم صورت: له داسې يوه ژوندي نه چې پر خارق العاده چارو يې لاس بر دى مرسته غواړو،چې له طبيعي وسيلې پرته راته يو کار وکړي و؛لکه په معجزې سره يوه ناروغ ته شفا ورکوي،چينه روانه کړي او...... ځينې اسلامي ليکوالان دا شان غوښتنه دويم صورت ته ورګرځوي او وايي مقصود دادى،چې له خداى نه وغواړي، چې ناروغ ته يې شفا ورکړي. پور يې لنډ کړي او.... ځکه داسې چارې د خداى کارونه دي. او وسيله يې د پېغمبر اوامام دعا وه؛نو ځکه د خداى کار مجاز ادعا کوونکي ته سپارل کېږي.

(کشف الارتياب ٢٧٤ مخ.)

خو قرآني آيتونه په ډاګه دا ګواهي ورکوي،چې له پېغمبرانو نه دغه شان غوښتنه سمه ده. سمه ده چې قرآن شفا خداى ته منسوبوي او فرمايي: [وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ= او چې كله رنځور شم؛ نو هماغه مې رغوي ] (شعرا /٨٠ آيت) خو په ځينو نورو آيتونو کې شفا په شاتو او قرآن پورې تړل شوې ده او فرمايي: [ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ = بياهر ډول مېوې (او د ګلانو شيره) وخوره او كومې لارې،چې پالونكي دې درته ټا كلي دي،په اسانۍ ووهه .)) له ګېډو يې په بېلابېلو رنګونو كې شات راوځي،چې خلكو ته شفا ده،په رښتيا چې په دې كې انديالو ته يوه نښه ده!](نحل ٦٩ آيت)

[تنزل من القرآن ما هو شفا و رحمة للمؤمنين=او له قرآنه هغه څه راکېباسو،چې مؤمنانو ته شفا او رحمت ده](بني اسراييل ٨٢ آيت)

[يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاء لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ = خلكو! په يقين د پالونكي له لوري مو درته نصيحت راغلى دى،چې د زړونو د ناروغيو درملنه او مؤمنانو ته لارښود او رحمت دى .] (يونس ٥٧ آيت ددغو دواړو ډلو آيتونو ( خداى ته د شفا اختصاص او شاتو، قرآن او الهي موعظو ته يې تثبيت) ترمنځ د پېوستون لار داده،چې خداى "موثر بالاستقلال" (خپلواک اغېزمن) دى او په اغېز پرې ايستنه کې پر ځان متکي دى او د نورو عواملو تاثير د خداى په اذن او سببيت سره دى. په اسلامي او فلسفي نړۍ ليد کې ټول عوامل او چارې د خداى تسبيبي فعل دى او علتونه له ځانه هېڅ استقلال نه لري؛نو د عقل، پوهې او قرآني آيتونو له مخې په دې کې هېڅ خنډ نه شته، چې کوم خداى، چې شاتو او دارويي بوټيو ته د شفا قدرت ورکړى دى، هماغه قدرت او واک يې پېغمبرانو او اولياوو ته هم ورکړى؛لکه رياضت کوونکى، چې په رياضت سره ستر روحي قدرتونه ترلاسه کولاى شي. په دې صورت کې څه ګرانه ده، چې خداى په فضيلت او بندګۍ سره ورته داسې قدرت او طاقت ورکړي،چې په ځانګړيو حالتو کې حيرانوونکې چارې ترسره کړي .

(په دې باب د مولف د "نيروى معنوى پيامبران" کتاب ته مراجعه وکړئ)

د پېغمبر اکرم او امام شفا ورکول او د اوليا الله چارې او د خارق العاده چارو ترسره کول سره څه ټکر نه لري. قرآني آيتونه په څرګنده ګواهي ورکوي،چې خلکو دغه راز چارې له پېغمبرانو او کله هم له نورو غوښتي،چې بېلګې يې دادي: دا لاندې آيت ښيي،چې بني اسراييلو په وچکالۍ کې له خپل پېغمبر نه د اوبو غوښتنه کوله. هغه هم نه له طبيعي سرچينو؛بلکې له عادت نه پر خلاف توګه، داسې نه چې ويلې يې واى، چې له خداى نه راته د اوبو سوال وکړه؛بلکې ويل يې چې موږ خړوب کړه او اوبه راکړه. قرآن فرمايي: [وَقَطَّعْنَاهُمُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَـكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ= او موږ بني اسراييل پر دولسو خېلونو واېشل،چې هرخېل (د بني اسراييلو د ځوځات) يوه پښه وه او چې (کله په دښته كې) د موسى قوم له هغه اوبه وغوښتې؛ نو هغه ته مو وحې وكړه : (( پر ګټ خپله لکړه ووهه ))؛نو ناڅاپه ترې دولس چينې راوخوټېدې،چې هر ټبر د خپلو اوبو څښلو ځاى پېژانده او وريځ مو پرې سيورى كړه او هغوى ته مو، من (ترنجبين ) او سلوا (مړزان) لېږلي ول؛(او هغوى ته مو وويل:) هغه پاك شيان وخورئ،چې دركړي مو دي (اودخداى شكر وباسئ،هغوى سرغړونه او تېرى وكړ؛خو) پر موږ يې تېرى ونه کړ؛بلكې پر ځانونو يې تېرى وكړ.](اعراف/١٦٠ ) تردې لا روښانه هغه آيت دى،چې سليمان عليه السلام ورسره ناستو خلکو نه وغوښتل، چې د بلقيس تخت له سوونو فرسخو او له خنډونو او بنديزونو سره سره راوړي... او ويې ويل: [قَالَ يَا أَيُّهَا المَلَأُ أَيُّكُمْ يَأْتِينِي بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَن يَأْتُونِي مُسْلِمِينَ =(سلېمان) وويل: (( (د هېواد) مشرانو! له تاسې به كوم يو د هغې تخت ماته تر دې مخکې راوړي، چې هغوى ماته اېللي راشي؟))نمل/ ٣٨ ) هدف دلته د بلقيس د تخت په غير عادي توګه رارسول وو. همدارنګه د نمل سورت په ٣٩ – ٤٠ آيتونو کې د "عفريت" او "اصف برخيا" له ځواب نه هم جوتېږي. د خبرې زڼى په يوه خبره کې دادى،چې ځينې دا ګڼي، چې اسانه او عادي چارې ګنې د بندګانو کار دى او غير عادي چارې د خداى کار دى،چې د عادي بشر له وسې بهر وي. حال دا چې د خدايي او غير خدايي چارو ترمنځ انډول، استقلال او نه استقلال دى،خدايي چارې دادي، چې کوونکى يې د بل له مداخلې او مرستې پرته تر سره کړي. په بله وينا : خدايي چارې هغه دي،چې کوونکى يې په تر سره کولو کې مستقل، بشپړ او بل چاته له سره اړ نه وي؛خو غير خدايي چارې اسانه او عادي وي او ګرانې او غير عادي دادي،چې کوونکى يې په کولو کې مستقل نه وي؛نو دا څه ناشونې نه ده، چې خداى خپلو اولياوو ته د هغو خارق العاده چارو ترسره کولو وسه وروبخښي،چې د عادي بشر له وسې بهر وي او موږ هم ترې د دغه راز چارو ترسره کول وغواړو. قرآن په ډېرو ښکاره ټکيو کې حضرت مسيح (ع) ته فرمايي:[ إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلاً وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِىءُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ إِنْ هَـذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ = (دريادكړه) چې كله خداى،عيسى د مريمې زوى ته وويل: ((پر تا او مور دې زما نعمت درياد کړه! ما په (( روح القدس = سپېڅلي روح )) ستا مرسته وكړه،چې په زانګو(او پوره عمر كې دې ) له خلكو سره خبرې كولې، ما تا ته كتاب،حكمت،تورات او انجيل دروښوول، تا زما په حكم له خټې د مرغۍ (جوسه) جوړوله او په هغې كې دې پوكى كاوه او جوسه به زماپه حكم مرغۍ شوه، تا زما په امر مور زېږي ړانده او د برګي (پيس) ناروغان روغول او زما په امر دې مړي (هم) ژوندي كول او چې کله بني اسراييلو ته له څرګندو دلايلو سره ورغلې،ما ته د هغوى له زيان رسونې وژغورلې؛نو له هغوى د حق منكرانو (كافرانو) وويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي.)) (مائده/ ١١٠) دغه ټول آيتونه پردې شاهدي ورکوي،چې اوليا‌ء الله د د غه شان قدرتونو لرونکي دي او له هغوى نه د خارق العاده چارو غوښتنه يو دوديز او مروج کار دى او قرآن هم ددغه شان غوښتنو په ملاتړ ګواهي ورکوي. تردې ځايه د قرآن له نظره د درې واړو صورتو " له ژونديو غوښتنه" حکم څرګند شو او ومو ليدل،چې قرآن په ډاګه د دغه شان غوښتنو د تائيدګواهي کوي. اوس دا ګورو چې د پاتې دوو صورتونو حکم چې له مقدسو ارواحونه د سوال په باب دى،د قرآن او حديث په رڼا کې روښانه کړو.   د اولياء الله له ارواحو نه مرسته غوښتنه مهمه مساله له اولياء الله نه د مرستې په باب ده، د "مرګ" په حال کې مرسته ، په بله وينا : هغه جهان ته د تګ پر وخت، د مرستې دغه غوښتنه د دعا په بڼه وي که د کوم ستر کار د ترسره کولو په بڼه ؛ځکه ننني مسلمانان د پېغمبر يا اولياوو په عصر کې نه دي،چې ورشي او مخامخ غوښتنه ترې وکړي؛بلکې د هغوى زياتره غوښتنې د انبياوو او اولياوو له مقدسو ارواحو ځنې دي؛ځکه د دغو دوو صورتونو د حکم تشريح ځانګړى ارزښت لري. ددې موضع څېړنه د څلورو خبرو په تشريح پورې تړلې ده، چې دغو څلور واړو خبرو په پوهېدو سره دد غه شان استمدادونو او مرستې غوښتنو تاييد پيدا کېداى شي، هغه څلور ټکي يا خبرې دا دي: ١ _ تر مرګ وروسته د انسان د روح بقا او پايښت. ٢ _ د انسان واقعيت د هغه هماغه روح او روان دى. ٣ _ د ارواح له نړۍ سره اړيکې ممکنې دي. ٤ _ اسلامي محدثانو رااخستي صحيح احاديث ددغو استمدادونو څرګند ملاتړ کوي او د مسلمانانو چلند په هر عصر کې همېشه همداسې و. دا دى له دغو څلورګونو ټکيو ځنې د هر يوه تشريح: تر مرګ وروسته د انسان د روح بقا او پايښت ١ _ قرآني آيتونه په ډاګه ګواهي ورکوي،چې مرګ د ژوند پاى نه دى؛بلکې د يوې نوي ژوندانه لپاره يو کړکۍ ده، چې انسان ترې په تېرېدو سره په يوه نوي ژوند او يوې نوې نړۍ کې پل ږدي. داسې يوه نوې نړۍ،چې تر مادي او طبيعي نړۍ ډېره لوړه ده. کومه ډله،چې مرګ د انسان فنا ګڼي او عقيده يې وي،چې په مرګ سره هر څه له منځه ځي او بې له بې روحه جسده، چې هغه هم څه موده وروسته په خاوره او نورو عناصرو بدلېږي،څه نه پاتې کېږي، هغوى ناځانخبري او ناخودآګاه د ماديت پر فلسفې روان دي او له مادي مکتب يې الهام اخستى دى. دا ډول فکر ددې څرګندوى دى،چې ددغه شان نظر خاوندان ژوند د بدن د مادي اجزاوو او د مغزو او عصبي سلسلې له فزيکي او کيمياوي عکس العملونو پرته نور څه نه ګني او د بدن د ګرمۍ په له منځه تلو او د حجراتو په درېدو د انسان ژوند له منځه ځي او انسان د تېږي په شان کېږي. روح او ساه به د دوى له نظره د مادي او د هغې د خواصو له انعکاس پرته نور څه نه دي او د دغو خواصو او د بدن د اجزاوو د متقابلو تاثيراتو په له منځه تلو سره روح بيخي باطلېږي او نور د روح د شته والي او پايښت او د ارواحو د نړۍ په نامه څه نه دي پاتې. د انسان د روح په باب دغه شان نظر له " ماترياليزم = ماده نمانځنې" نه خړوبېږي،په دغه مکتب کې انسان يو موټر دى، چې له بيلابېلو پرزو نه جوړ دى او متقابلې اغېزې يې په مغزو کې د تفکر او درک قوت راپيدا کوي او د توکيو او عناصرو په سپړل کېدو سره يې د تفکر او ژوندانه اثار بيخي له منځه ځي. د روح په باب د ماترياليسانو – ماده نمانځيونکيو نظريه د نړۍ د سترو فېلسفانو او الهي دانشمندانو په نظر بيخي مردوده ده او الهيون د انسان لپاره د بدن او صعبي سلسلي او متقابل مادي عکس العملونو پر مادي نظام سربېره د روح په نامه يوه جوهر ته هم قايل دي، چې تر څه وخته د دې بدن ملګرتيا کوي او بيا ورسره تړون پرې کوي او په يوه ځانله چاپېريال کې له يوه دېر لطيف بدن سره اوسي. تر مرګ وروسته د انسان بقا داسې مساله نه ده ، چې په مخونو کې يې جوته او څرګنده کړو؛ځکه د روح او نفس پايښت په قرآني آيتونو، ژورو فلسفي دلايلو او دننيو ارواپوهانو او روانشناسانو يقين راوستونکيو تجربو جوت شوى دى. موږ دلته هغه قرآني آيتونه را اخلو، چې تر مرګ وروسته د روح په پايښت ګواهي ورکوي.

قرآني آيتونه د ارواحو په پايښت ګواهي ورکوي قرآني آيتونه په ډاګه له بدن نه تر بېلتون وروسته د روح په بقا ګواهي ورکوي، دلته يواځي د آيتونو د متن په راوړو بسيا کوو او څېړنه بل وخت ته پرېږدو. [وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ= او د خداى په لار كې وژل شويو ته مړه مه وايئ؛ بلكې ژوندي دي؛خو تاسې نه پوهېږئ .(او په حسي درک ورته ځيرېداى نشئ)] (بقره/ ١٥٤) [وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ. فَرِحِينَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ . يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ = ( اى پېغمبره!) د خداى په لار كې وژل شوي،مړه مه ګڼه؛ بلكې دوى ژوندي دي (او) د خپل پالونكي پر وړاندې روزي وركول كېږي! خداى چې پرې له خپلې لورنې پرېمانه نعمتونه لورولي(؛نو) پرې خوښ دي او په دې لټه کې دي،چې ورپسې پاتې کسانو ته،چې لا تر اوسه له دوى سره يوځاى شوي نه دي [=مجاهدين او راتلونكي شهيدان] زېرى وركړي (؛ځكه په هغه دنيا كې د هغوى لوړ مقامونه ويني اوپوهېږي)چې وېره او خپګان پرې نشته؛ او هغوى د خداى په نعمت او لورنې خوشحاله دي(او ګوري چې) خداى د مؤمنانو اجر نه لاهوكوي ( نه د شهيدانو او نه د هغو مجاهدينو ثواب،چې شهيدان شوي نه دي) ](آل عمران/ ١٦٩-١٧١) [إِنِّي آمَنتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُونِ . قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ . بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ =(له همدې امله) په حقيقت کې ما ستاسې پر پالونكي ايمان راوړى؛ نو زماخبرو ته غوږ كېږ دئ .)) (په پاى كې يې هغه شهيد كړ او) هغه ته وويل شول : ((جنت ته ننوځه .)) ويې ويل: (( كاشكې زما قوم پوهېداى، چې پالونكي مې وبښلم او په عزتمنو كې يې وشمېرلم!)) (يس ٢٥-٢٧) له هغه جنت نه چې هغه (صالح) ته يې د ورننووتو وويل شول،مقصد برزخي جنت دى؛نه اخروي؛ځکه چې هغه هيله او ارمان کوي،چې کاشکې قوم مې پوهېداى،چې زه مې خداى بخښلى او دروند کړى يم،ددغه شان خبرېدو هيله له اخروي جهان سره،چې د انسان له سترګو نه په کې پردې لرې کېږي او له يوه انسان نه د بل حالت پټ نه وي،سمون نه خوري؛بلکې ناخبري له دنيوي جهان سره ښايي،چې ددې دنيا انسان د هغه جهان د انسانانو له حالت نه خبر نه دى،چې قرآني آيتونه پردې ټکي ګواهي ورکوي. پردې سربېره په نورو آيتونو کې هم روښانه کېږي، چې تر مرګ، بخښل کېدو او جنت ته يې تر ننوتو وروسته د هغه د قوم د ژوند ډېوه په اسماني پوکي مړه شوه؛لکه چې فرمايي: [وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِنْ جُندٍ مِّنَ السَّمَاء وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ . إِن كَانَتْ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ = او د هغه (تر شهادت) وروسته موږ له اسمانه پر قوم يې كوم لښكر راونه لېږه او (هېڅكله زموږ دود او سنت دا نه و،چې) لښكرې ولېږو(؛بلكې عذاب خو يې )يوه (اسماني) كړيكه وه؛نو ناڅاپه مړه ساړه سمخ (پراته) و. او پر(دې) بندګانو افسوس،چې (لارښوونې ته) يې هر استازى راغلى(؛نو) ټوکې او ملنډې يې ورپورې کړي دي .] (يس/ ٢٨-٢٩) له دغو دوو آيتونو څرګندېږي،چې د هغه قوم جنت ته تر ننووتو وروسته له برزخي جنت نه پرته نور څه نه شي کېداى [ النار يعرضون عليها غدوا و عشيا و يوم تقوم الساعة ادخلوا آل فرعون اشد العذاب= آل فرعون ته هر سهار او ماښام اور ښوول کېږي،چې کله قيامت شروع کېږي،حکم به وشي،چې آل فرعون له سخت عذاب سره ورننباسئ](مؤمن ٤٦ ) له دغو آيتونو نه د برزخ په نړۍ کې د هغوى د ژوند پايښت جوتېږي؛ځکه د قيامت تر راتګ د مخه سبا او بېګا اور ته ښوول کېږي؛خو د قيامت تر پيل وروسته سخت عذاب ته ورننوځي. که په آيت کې ( و يوم تقوم الساعة) نه واى،د ړومبۍ برخې مطلب به ډېر روښانه نه واى؛خو د آيت له ذيل نه روښانه کېږي،چې مقصود هماغه د برزخ وخت دى؛ګنې نو د دوو جملو تقابل سم نه و. پردې سربېره د سهار او ماښام (اور ته ښوول) هم ددې ګواهي ورکوي،چې مقصود د قيامت جهان نه دى؛ځکه هلته سهار او ماښام نه وي. تردې ځايه د قرآن له مخې له څلور ګونو مذاهبو ځنې لومړى مطلب روښانه شو، اوس د نورو څلور ګونو مطالبو په باب غږېږو.

د انسان واقعيت د هغه روح دى انسان په لومړي سر کې د جسم او روح يو ګډون دى؛خو د انسان واقعيت د هغه هغه روح دى، چې له بدن سره يې ملګرې دى، مونږ دا مساله له فلسفي پلوه نه څېړو دا وخت د اسلام او يونان د فيلسوفانو له نظرونو سره کار نه لرو؛ بلکې يواځې د قرآن له نظره دا موضوع رامنځته کوو. د هغو آيتونو له څېړنې،چې په قرآن کې د انسان په باب راغلې،دا حقيقت ښه څرګندېږي،چې د انسان واقعيت د هغه هماغه روح او نفس دى. دادى ددې آيت مطلب ته ځير شئ: [قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ = ووايه : (( پر تاسې،چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده،ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ . ))](سجده/ ١١ ) د "توفى" کلمه د مشهورې معنى (مړه کول) پرخلاف د نيول او ټينګولو په معنى ده ؛نو د "يتوفاکم" جملې مطلب دادى، چې تاسې نيسي. که د انسان واقعيت د هغه روح او روان دى، د آيت تعبير به صحيح وي؛خو که روح د انسان د شخصيت يوه برخه وي او پاتې نور يې بهرنى بدن وي؛نو په دې صورت کې دا تعبير مجاز وي؛ځکه د مرګ پرښته زموږ بدن او بهرني ماده نه نيسي؛بلکې جسد په خپل حال پاتې وي او يواځې روح مو اخلي. کوم آيتونه چې د انسان پر وړاندې د روح موقعيت روښانوي، هغه په دې آيت پورې اړه نه لري او موږ د بېلګې په توګه په يوه آيت بسيا کوو. دا حقيقت چې د انسان واقعيت او د روحي او معنوي بشپړتياوو مرکز يې همدا روح دى او بدن يې يوه جامه ده، چې پرې پوښل شوى دى، تر مرګ روسته د روح د پايښت په پام کې ساتلو سره،چې په لومړي مطلب کې تشريح شو، ښه په ډاګه کېږي،قرآن مرګ د انسانيت فنا او د بشر د ژوند پاى نه ګني؛بلکې د شهيدانو او نېکانو او جنايتکارانو لپاره له قيامت نه په مخکې ژوند معتقد دى. له خوښۍ او خوشالۍ سره ملګرى ژوند له زيرې سره ملګرى ژوند، له دردوونکي عذاب سره ملګرى ژوند او.... که د انسان واقعيت د هغو عنصري بدن وي، بيا نو بې شکه، چې يو څو ورځې وروسته سره شړيږي ( تحليليږي) او په بېلابېلو عناصرو ويشل کېږي،په دې صورت کې به د انسان بقا يا برزخي ژوند بې مفهومه وي.

قرآن له بلې نړۍ سره د تړون پر امکان شهادت ورکوي د مرستې غوښتنې لپاره له مادې نه د مجرد روح د بقا اثبات کافي نه دى؛بلکې پر بقا سربېره يې له علمي او قرآني پلوه د پيوستون د موجوديت امکان بايد جوت شي. موږ په دې باب د روح اصالت نومې کتاب کې غځېدلې خبرې کړي دي، دا دى دلته په لنډو دومره يادونه کوو، چې قرآني آيتونه ګواهي ورکوي، چې له پخوانيو سره د بشر تړون پر ځاى او ټينګ دى. الف: صالح عليه السلام د خپل قوم له ارواحو سره ګړېږي: [فَعَقَرُواْ النَّاقَةَ وَعَتَوْاْ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُواْ يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ . فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُواْ فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ . فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَكِن لاَّ تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ =بيا يې" او ښه " ټپي ((او مړه)) كړه او د خپل پالونكي له ا مره يې سر وغړاوه،و يې ويل : ((صالحه! كه (د خداى) له استازيو يې؛نو په څه چې موږ ګواښې،را يې وله !)) ؛نو (په پاى كې) هغوى زلزلې ونيول او پخپلو كورونو كې مړه پړمخ پرېوتل او ( صالح ) ترې مخ واړاوه، و يې ويل : (( زما قومه ! ما درته د خپل پالونكي پيغام ورساوه او نصيحت مې درته وكړ؛خو (څه وكړم،چې) تاسې نصيحت كوونكي نه خوښوئ .)) (اعراف ٧٧ – ٧٩ آيتونه) د دغو درېو آيتونو مطلب ته ځير شئ. لومړى آيت را ښيي،چې هغوى په ژوندوني له هغه (صالح) نه د الهي عذاب غوښتنه وکړه. دويم آيت ښيي، چې الهي عذاپ ورورسېد او ټول يې تس نس کړل. درېم آيت وايي،چې حضرت صالح د هغوى تر مرګ او تس نس کېدو وروسته له هغوى سره دوه داسې خبرې وکړې. ١ _ په داسې بڼه د آيتونو نظم ،چې وويل شول. ٢ _ په (فتولى) کلمه کې (ف) تورى، چې ترتيب ښيي؛يعنې د هغوى تر تس نس کېدو وروسته له هغوى نه مخ واړاوه او داسې يې ورته وويل: "و لکن لا تحبون الناصحين" جمله ښيي، چې هغوى هماغه شان په دښمنۍ او سخت زړه توب کې ډوب وو، تر مګر وروسته هم پر همدغه ناولې روحيه تينګ وو، چې پند ورکوونکي او ناصحين يې هم خوښ نه وو. قرآن په ډاګه کوي ، چې هغه (صالح) د خپل امت له ارواحو سره سختې خبرې کوې او مخاطبوي يې او د هغې پرله پسې دښمنۍ (له نتايجو) نه يې خبروي، چې تر مرګ وروسته يې هم کوله، وايي ناصحان مو همدا اوس هم خوښ نه دي. ب: شعيب عليه السلام له پخوانيو ارواحو سره خبرې کوي. [فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُواْ فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ .الَّذِينَ كَذَّبُواْ شُعَيْبًا كَأَن لَّمْ يَغْنَوْاْ فِيهَا الَّذِينَ كَذَّبُواْ شُعَيْبًا كَانُواْ هُمُ الْخَاسِرِينَ .فَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ فَكَيْفَ آسَى عَلَى قَوْمٍ كَافِرِينَ = نو زلزلې ونيول او په خپلو كورونو كې مړه پړمخ پرېوتل . هغوى چې شعيب يې دروغجن ګاڼه (؛نو داسې له منځه ولاړل)؛لکه هېڅكله،چې په هغو( كورو) كې نه ول اوسېدلي،هغوى چې شعيب يې دروغجن وګاڼه؛نو پخپله يې زيان وكړ؛ نو شعيب ترې مخ واړاوه او و يې ويل : (( زما قومه ! په رښتيا ما د خپل پالونكي پيغامونه در ورسول او درته مې نصيحت وكړ؛نو زه څنګه پركافرانو خپه شم ؟!)) (اعراف/ ٩١ – ٩٣ ) په دې آيت کې د استدلال لاره له صالح عليه السلام سره د اړوندو آيتونو په شان ده.

د اسلام پېغمبر د انبياوو له ارواحو سره غږېږي [وَاسْأَلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَا أَجَعَلْنَا مِن دُونِ الرَّحْمَنِ آلِهَةً يُعْبَدُونَ = او د هغو استازيو له (لارويانو) وپوښته،چې موږ تر تا مخكې لېږلي ول چې : ايا موږ د رحمان (خداى) پر ځاى د نورو معبودانو حکم کړى و،چې ولمانځل شي؟](زخرف ٤٥) د آيت ظاهر دادى، چې پېغمبر له همدې طبيعي دنيا نه په هغه جهان (اخرت) کې له پېغمبرانو سره اړيکې ټينګې کړي، چې دا روښانه کړي، چې ټولو پېغمبرانو ته په هر عصر او دور کې د خداى قاعده دا وه، چې بې له يوه خداى نه بل ونه نمانځي.

قرآن پر پېغمبرانو درود وايي قرآن کريم په ځينو ځايو کې پر پېغمبرانو سلام او درود ويلى دى او دا سلامونه، درودونه او ستاېنې بې معنى او تشريفاتي نه دي. دا به له انصاف نه څومره لرې وي، چې د قرآن عالي معناوې په يوه داسې سرسري بڼه انځور کړو، چې د اپلتو او عبثياتو رنګ واخلي، صحيح ده، چې نن سبا د نړۍ ماتريالستان، چې روح او نفس ته په اصالت نه ګوري، په خپلو وينوو کې د خپلو مشرانو او د ماديت د مکتب بنسټګرو ته درود او سلام وايي؛ خو ايا دا صحيح ده، چې د قرآن عالي مفاهيم، چې د يوه حقيقت او واقعيت څرګندوى دي، په داسې بڼه انځور کړو او ووايو،چې دغه ټول درودونه، چې قرآن پر پېغمبرانو ويلي او مونږ مسلمانان يې هم شپه او ورځ وايو، دا ګنې هسې وچې او بې معنى تشريفات دي؟ دا چې قرآن فرمايي: ١ _ سلام على نوم فى العالمين ٢ _ سلام على ابراهيم ٣ _ سلام على موسى و هارون ٤ _ سلام على آل ياسين ٥ _ سلام على المرسلين د صافات (٧٩، ١٠٩، ١٢٠، ١٣٠، ١٨١) آيتونه

په تشهد کې پر پېغمبر درود د نړۍ مسلمانان په فقهي فروعو کې له اختلافاتو سره سره له سهاره تر بېا پورې د لمانځه په تشهد کې د خداى عظيم الشان پېغمبر مخاطبوي او وايي: السلام عليک ايها النبي و رحمة الله و برکاته .

( وګورئ: د تذکرة الفقها ١ جلد او د  خلاف ١/٤٧، په خلاف کې تشهد په څو بڼو له حضرت عمر او عبدالله بن مسعود (رض)  نه نقل شوى، چې ټول همدا شان سلام مني او د اهل سنت د فقهې ټول امامان ابوحنيفه، مالک او شافعي رحمة الله عليهم هر يو د تشهد دا بڼه را اخستې او فتوى يې پرې ورکړې ده.)

خو د اختلاف په کې همدومره خبره ده، چې شافعي او ځينې نور يې په تشهد کې لازم او واجب ګڼي؛خو د نورو مذهبونو پيروان يې مستحب بولي؛خو پردې تول يوه خوله دي،چې پېغمبر مسلمانانو ته همداسې تعليم ورکړى او د پېغمبر سنت د هغه په ژوند او مرګ کې يوشان پاتې دى. که زموږ تړون او پيوستون په رښتيا له پېغمبر سره شلېدلى وي؛نو دا شان سلام، هغه هم د خطاب په بڼه څه معنى لري . په پاى کې يادونه کوو، چې په تشهد کې په سلام سره استدلال په آيتونو کې د هغې د قطعيت لپاره وشو.

د بحث نتيجه په لومړني مطلب کې جوته شوه،چې مرګ د ژوند پاى او د انسان فنا نه ده؛بلکې بل جهان (اخرت) ته يې د ورتګ لار ده. په دويم مطلب کې روښانه شوه، چې د انسان واقعيت د هغه هماغه روح او نفس دى او بدن يې يوه جامه ده، چې وراغوستل شوې ده؛ نو که روح او نفس يې تلپاتې وي؛نو بيا يې واقعيت، شخصيت او ټوله انرژي ( له هغه پرته چې په مادي بدن پورې يې اړه لري) هم باقي پاتې وي؛نو که په دې دنيا کې يې نفس د دعا او نمانځنې وسه وه يا يې د خداى په امرخارق العاده چارې ترسره کولاى شوې، په هغه دنيا کې يې هم قدسي نفس د خداى په حکم ځواکمن او وسمن وي او له هغو چارو پرته، چې په مادي بدن پورې اړه لري. پر نورو ټولو برلاسى او قادر وي. په درېم مطلب کې ثابته شوه،چې د هغې دنيا له انسانانو سره د دې دنيا د انسانانو اړيکې کېدوني او ممکنې دي او مقدسې ارواح زموږ خبرې او وينا اوري. دغو درې ګونو مطالبو ته په پام سره د مطلب فلسفي امکان جوت شو؛يعنې ثابته شوه،چې اولياء الله زمونږ په خبرو پوهېداى شي او الهي اذن ته هم ځواب ويلاى شي؛خو ايا دغه راز يو کار د اسلامي قوانينو له مخې روا دى، که نه دا ځواب د څلورم مطلب پر غاړه دى.

مسلمانان او له مقدسو ارواحو نه حاجت غوښتنه شيخ ابن تيميه او پيروان يې په يوه ځانګړي قضاوت له دې نه منکر دي،چې د پېغمبر صحابه وو او تر صحابه ووروسته ډلو له پېغمبر نه د حاجت غوښتنه کړې وي، په دې باب وايي: و لم يکن احد من سلف الامه فى عصر الصحابه و لا التابعين و لا تابعى التابعين يتخيرون الصلاة والدعا عند قبور الانبيا ويسالونهم و لا يستغيثون بهم لا فى مغيبهم و لا عند قبورهم؛ د امت له پخوانيو ځنې يوه هم نه د صحابه وو په عصر کې او نه هم تابعينو يا تبع تابعينو د پېغمبرانو د قبرونو په خوا کې لمونځ او دعا غوره ګڼلې او هېڅکله يې ترې څه نه دي غوښتي اونه يې مرسته غوښته، نه په غياب کې اونه يې د قبرونو ترڅنګ.

(وګورئ: الهديه السنيه ١٦٢ مخ د منار مصر چاپ)

ښايي د صحابه وو او تابعينو له تاريخ نه کوم ناخبره وګړى دا تصور وکړي،چې دا نسبت به حقيقت لري؛خو د تاريخونو لوستنه ددې عکس ثابتوي، موږ يې يو څو بېلګې يادوو. ١ _ اصاب الناس قحط فلى زمان عمر بن الخطاب فجا رجل الى قبرالنبى فقال يا رسول الله استسق الله لا متک فانهم قد هلکوا فاتا رسول الله صلى الله عليه و سلم فى المنام فقال: انت عمر فاقرئه السالم و اخبره انهم مسقون= د عمر بن الخطاب رضى الله عنه دخلافت په عهد کې وچکالي راغله او يو سړى د پېغمبر (ص)) قبر ته ورغى او ويې ويل: اى د خداى پېغمبره ! د خپل امت لپاره د اوبو غوښتنه وکړه،چې هلاک شول ، پېغمبر يې خوب ته ورغى او ويې فرمايل: عمر ته ولاړ شه، سلام ورته ووايه او خبر يې کړه،چې ټول به خړوب شي.

(وګورئ: وفاء الوفاء ٢/١٣٧١)

سمهودي وايي: و محل الاستشهاد طلب الاستسقاء منه (صلى الله عليه وسلم) فى البرزخ و دعاوه لربه فى هذه الحاله غير ممتنع و علمه بسوال من يساله قدورد فلا مانع من سوال الستسقاء و غيره منه کمال کان فى الدينا. دا جريان پردې ګواهي ورکوي، چې له پېغمبر نه په برزخ کې د دعا غوښتنه کېداى شي او دا غوښتنه څه پروانه کوي؛ ځکه هغه د خلکو په غوښتنه پوه دى؛ځکه نو د هغه د ژوندوني په شان ترې د دعا غوښتنه څه منع نه ده. سمهودي له حافظ ابوعبدالله محمد بن موسى بن النعمان نه په حضرت علي (رض) پورې د يوه منسوب سند له مخې رااخلي، چې د پېغمبر د تدفين درې ورځې تېرې وې، چې د مدينې له بهر نه يو عرب راغى او د پېغمبر د قبرخاورې يې پر سر وشيندلې او ويې ويل: يا رسول الله قلت فسمعنا قولک ووعبت عن الله سبحانه ما وعينا عنک و کان فيما انزل عليک ( اولوانهم اذ ظلموا انفسهم جاوک فاستغفروالله.....)

(وګورئ: وفاء الوفاء ٢/١٣٦١ مخ – نساء ٦٤)

د خداى رسوله! چې ودې ويل، وا مو ورېدل، څه چې مو له تا واخستل هغه تا له خداى نه اخستي وو،پر تا له نازل شويو ځنې دا آيت دى، چې کله هغوى پر ځان تېرى وکړ، تا ته دې درشي او بخښنه دې وغواړي،ته هم د هغوى په باب د بخښنې غوښته وکوې، خداى به بخښونکى ومومي." ما پر ځان ظلم کړى او تاته راغلى يم، ماته د بخښنې غوښتنه وکړه....." د وفاء الاخبار دارالمصطفى د اتم باب په پاى کې زياتې پېښې رااخلي،چې ټول داښيي، چې له پېغمبر نه مرسته او د حاجت غوښته د مسلمانانو همېشنى خوى دى. حتى وايي امام محمد بن موسى بن نعمان رحمه الله عليه د دې موضوع په باب د مصباح الظلام فى المستغيثين بخير الانام په نامه کتاب ليکلى دى. ٣ _ محمد بن المنکدر وايي: " يو سړي اتيا ديناره زما پلار ته امانت ورکړل او په خپله جهاد ته لاړ او وويل: که دا پيسې دې په کار شوې، و يې لګوه ، خداى کوله، چې ګراني راغله او پلار مې پيسې ولګولې. په دې کې د پيسو خاوند راغې او پيسې يې وغوښتې ، پلار مې ورته وويل: سبا راشه، ( پلار مې) د شپې جومات ته راغې، د پېغمبر قبر او منبر ته يې اشاره وکړه، تر سهاره يې د مرستې غوښتنه وکړه، په دې کې د جومامت په تياره کې يو سړى را پيدا شو او و يې: ابا محمده! واخله ، پلار ته مې يې يوه کڅوره ورکړه ، چې اتيا ديناره پکې وو.

(وګورئ: وفاء الوفاء  ٢/١٣٨٠ ( د مصر چاپ)، هغه ١٣٨٥ مخ پورې د استغاثو بېلګې ښوولې دي)

٤ _ ابوبکر بن المقري وايي: پر ما، طبراني او ابوالشيخ باندې لوږې زور وکړ، مونږ د پېغمبر د قبر ترڅنګه ناست وو، شپه راغله،مونږ د رسول اکرم قبر ته ورغلو او ومو ويل: يا رسول الله الجوع (يا رسول الله !وږي يو) ډېر وخت تېر نه و، چې د جومات ور وټکول شو، يو سپين ږيرى له دوو ځوانانو سره راننووت اوهر يوه په لاس کې له خوړو ډک يو لوښى نيولى و، مونږ چې خواړه وخوړل، سپين ږيري وويل: ما رسول الله په خوب کې وليد، امر يې وکړ، چې تاسې ته ډوډۍ راوړم.

( وګورئ: پورتنۍ سرچينه)

٥ _ ابن جلاد وايي: ډېر مسکين وم،چې مدينې ته راغلم، قبر ته ورغلم او ورته مې وويل: د خداى رسوله ! ستا مېلمه يم، ناڅاپه خوب راغى، پېغمبر مې خوب ته راغى او ډودۍ يې په لاس کې راکړه.

( وګورئ: وفاء الوفاء ٢/١٣٦١)

مونږ ددې جريانونو او پېښو له صحت او نه صحت سره کار نه لرو: زموږ مطلب دادى،چې دا پېښې دروغ وي، که رښتيا، ګواهي ورکوي، چې دغه راز يو کار خپور شوى دى او که دغه بدعت او حرام يا شرک او کفر وي؛نو حرفه اى تېر ايستنکيو او جوړوونکيو هېڅکله دغه شان مطالب نه را اخستل چې هغوى پرې د خلکو له سترګو پرېوځي. ما د "روح اصالت" نومې کتاب د ارواحو تړون په برخه کې يو لړ روايات او احاديث را اخستي دى، چې ټول له مقدسه ارواحونه د دعا د غوښتنې صحت ښيي.   له اولياوو الله نه د شفاعت غوښتنه مونږ ټول د شفاعت له ټکي سره بلد يو، چې کله د يو چا د جرم، ګناه او محکوميت خبره کېږي او يو څوک ترمنځه کېږي او منځګړتوب کوي، چې له مرګ، اعدام، زندان او توفيق نه يې وژغوري، وايو چې پلاني يې په حق کې شفاعت وکړ. شفاعت کلمه د "شفع" له مادې نه چې د وتر (طاق) په مقابل کې د جفت په معنى ده،اخستل شوې ده، د ګنهګار د خلاصون لپاره د چا منځګړتوب ته له دې امله شفاعت وايي، چې د شفاعت کوونکي مقام او موقعيت اود شفاعت کېدونکي په وجود کې د نجات پر عاملو د شفاعت کوونکي تاثير ( که څه هم لږ وي) پيوست ( او جوختېږي) او دواړه يو د بل په مرسته د ګنهګار شخص د خلاصون سبب کېږي. د ګنهګارانو لپاره د خداى د اولياوو د شفاعت حقيقت ظاهرا دادى،چې د خداى نازولي د هغه مقام او نژدېکت له مخې چې د خداى پر وړاندې يې لري ( البته د خداى په حکم او تر خاصو قاعدو له مخې،چې کلي او عمومي دى، نه فردي) د ګنهګارانو او مجرمانو په باب منځګړتوب کولاى شي او په دعا او نمانځنې سره له ستر خداى نه غوښتلاى شي،چې د هغوى له تقصير او ګناه نه تېر شي؛البته د هغوى شفاعت کول او شفاعت منل کېدل په يو لړ شرايط پورې تړلي دي، چې ځينې يې په ګنهکار او ځينې يې د "ګناه" د شفاعت په ځاى ځيګي پورې اړه لري. په بله وينا شفاعت له هغو کسانو سره د خداى په حکم د خداى د اولياوو سره خپل معنوي تړون نه وي پرېکړى او دغه قاعده بايد همېشه خوندي وي. په بله معنى شفاعت دادى چې يو تر لاس لاندې موجود دى د خوځښت او پرمختګ وړتيا لري، له پاسني يا لوړ موجود نه د يوې قانوني چارې په توګه مرسته غواړي؛البته مرسته غوښتونکى بايد د روحي بشپړتيا او کمال له پلوه دومره تيټ نه شي،چې د خوځښت او بشپړتيا ځواک او طاقت له لاسه ورکړي او په يوه سپېڅلي انسان يې د بدلون امکان له منځه لاړ شي. د رسول الله (ص) له زمانې تر وروستيو زمانو پورې د مسلمانانو چلن له رښتينو شفاعنګرونه د شفاعت غوښتنه وه او همېشه يې ترې د مرګ او ژوند په اجل کې د شفاعت غوښتنه کوله او دغه راز غوښتنه هېڅ يوه اسلامي دانشمند د اسلام له هېڅ راز اصولواو بنسټونو سره مخالفه نه ګڼله. په اوومه هجري پېړۍ کې چې شيخ ابن تيميه پيدا شواو له يو خاص طرز فکر سره يې له دې مسالى او د مسلمانانو ترمنځ ډېرو مروجو بنسټو سره مخالفت وکړ او تر هغه درې پېړۍ وروسته (محمد بن عبدالوهاب نجدي) يو ځل بيا د مخالفت بيرغ اوچت کړ او د شيخ ابن تيميه مکتب يې په يوه سخته بڼه له سره راژوندى کړ. له نورو اسلامي ډلو سره د وهابيانو د اختلاف يو ټکى دا دى، چې دوى سره له دې،چې شفاعت د يوه اسلامي اصل په توګه منلى دى اووايي، چې د قيامت پر ورځ به شفاعتګر د امت د ګنهکارو شفاعت کوي او رسول اکرم په دې لړ کې ستره برخه لري؛خو ورسره دا هم وايي، چې په دې دنيا کې له هغوي نه د شفاعت غوښتو حق نه لري او په دې موضوع کې دومره تېر دى، چې د ويناوو کټ مټ رااخستنه يې روحي ستوماني رامنځته کوونکى دى، د هغوى د وينا لنډيز دادى چې: د سلام پېغمبر؛نور پېغمبران او اوليا او پرښتې د قيامت په ورځ شفاعت حق لري؛خو شفاعت بايد د شفاعت له خاوند او اذن ورکوونکى نه (خداى) نه وغواړي او ويې ويل: اللهم شفع نبينا محمدا فينايوم القيامة او اللهم شفع فينا عبادک الصالحين او ملائکتک او نحوذ لک مما يطلب من الله لا منهم فلا يقال يا رسول الله او ياولى الله اسالک الشفاعه او غيرها مما لا يقدر عليه الا الله فاذا طلبت ذلک فى ايام البرزخ کان من اقسام الشرک. "پروردګاره! پېغمبر او نور نېک بڼدګان د قيامت پر ورځ زموږ شفيعان وګرځوه؛ خو موږ حق نه لرو، ووايو چې اى د خداى رسوله يا اى د خداى نازوليه! له تانه غواړو، چې زموږ په حق کې شفاعت وکړه؛ځکه شفاعت داسې څه دى، چې بې له خدايه يې بل څوک نه شي کولاى، که داسې څه دې له پېغمبر نه چې په برزخ کې دى وغوښتل؛نو د شرک په جال کې ونښتې."

(وګورئ: الهدايه السنيه، دويمه رساله ٤٢ مخ)

د شيخ ابن عبدالوهاب ډلې په يو لړ اټکلونو سره له رښتينو شفاعتګرو نه د شفاعت غوښتنه تحريم کړې ده او غوښتونکى مشرک او عمل يې شرک ګني. موږ د هغوى د دلايلو له څېړنې د مخه مساله په خپله د کتاب او سنت او مسلمانانو د سيرت په رڼا کې څېړو بيا يې دلايل څېړو.

د شفاعت د غوښتنې د جواز په باب زموږ دلايل د شفاعت د غوښتنې پر جواز زموږ دليل له دوو مطلبو نه جوړ دى. او د دواړو په ثبوت سره خبره بيخي سپينيږي، هغه دوه مطلبه دادي: ١ _ د شفاعت غوښتنه د دعا غوښتنه ده. ٢ _ له وړو او مستحقو کسانو نه د دعا غوښتنه يو مستحب کار دى. اوس د دواړو مطلبو پا ب غږېږو. ١ _ د شفاعت غوښتنه د دعا غوښتنه ده د پېغمبر اکرم او نورو رښتينو شفاعتګرو شفاعت په الهي دربار کې له دعا او نمانځنې پرته نور څه نه دي او د هغه مقام او نزدېکت په رڼا کې، چې هغوى يې د خداى په دربار کې لري ګنهګارو ته د دعا له امله مهربان خدى يې د خپل پراخ لطف په برکت بخښي، له نبي اکرم نه خو څه چې له مؤمن ورور نه دا غوښتنه يو نېک کار دى، چې يو مسلمان عالم يې (وهابي او که بل څوک) په صحت کې ترديد نه دى کړى. البته دا نه شو ويلاى،چې د شفاعت حقيقت د محشر په هر حال کې هماغه په الهى دربار کې دعا ده؛ خو دا ويلاى شو، چې له روښانه معناوو ځنې يې يوه هم هماغه دعا ده او څوک چې وايي: " يا وجيها عندالله اشفع لنا عندالله" ( اى چې د خداى په وړاندې مقام او پرتم لرې، خداى په نزد زموږ شفاعت وکړه) دهمدې معنى قصد لري. نظام الدين نيشابوري د "نسا ٨٥ آيت" په تفسير کې له "مقاتل" نه رانقلوي "الشفاعه الى الله انما هى الدعوة لمسلم" ( د شفاعت حقيقت د مسلمان لپاره دعا ده.) له پېغمبر اکرم نه نقل شوې ده، چې څوک چې په خپل مسلمان ورور پسې دعا وکړي؛نو دعا يې قبلېږي او يوه پرښته ورته وايي ستا لپاره به هم همداسې وي. شيخ ابن تيميه له هغو کسانو ځنې دى،چې د دعا غوښتنه له ژوندي شخص نه سمه ګڼي؛نو د شفاعت غوښتنه يواځې په پېغمبر او اولياوو پورې اړونده نه ده؛بلکې له هر مؤمن نه چې د خداى په وړاندې قدر او ارزښت لري غوښته کېداى شي. امام فخر رازي له هغو کسانو ځنې دى،چې شفاعت يې په الهي دربار کې په دعا او نمانځنه تفسير کړى دى د غافر د سورت د ٧ آيت [الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ = د عرش باروونکې پرښتې او هغه (پرښتې) چې په چاپېرکې يې دي،ټولې د خپل پالونكي له ستاېنې سره د هغه پاكي څرګندوي او ايمان پرې لري او مؤمنانو ته بښنه غواړي (او وايي:) پالونكيه! ستا رحمت او علم پر هر څه خپور دى؛ نو هغه كسان وبښه،چې توبه يې ايستلې او ستا پرلار روان دي او د دوزخ له اوره يې وساته!]په تفسير کې وايي:دا آيت ګواهي ورکوي چې دعرش د وړونکيو شفاعت يواځې د ګنهګارو په باب دى. ( ؛ځکه د آيت په "وقهم عذاب الجحيم" ( د جهنم له عذابه يې وساته) راغلى دى) ځکه د پېغمبر اکرم او نورو پېغمبرانو شفاعت د دې ډلې په باب همدا دى. ځکه خداى داسې حکم کوي: [فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ = نو پوه شه،چې په حقيقت کې بې له "الله" هېڅ وړ معبود نشته او د خپلو ګناهونو او هم نارينه او ښځمنو ايمانوالو ته بښنه وغواړه او خداى ستاسې له تلو راتلو او هستوګنځي خبر دى . ] ( محمد/١٩) او حضرت نوح د ځان، د مور و پلار او د هغو کسانو په باپ چې ايمان يې پرې راوړى و او د ټولو هغو ايمان والو په باب، چې تر قيامته راتلونکى وو د بخښنې غوښتنه وکړه. او په دې توګه يې د شفاعت په باب ژمنه او تعهد ترسره کړى دى. [رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَن دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا= پالونكيه! ما،مور و پلار مې او هغه ايمانوال،چې زما كور ته راننووتي او ټول مؤمنان او مؤمنې وبښه او يوازې (د مشرکو) ظالمانو تباهي ورزياته کړې!))] ( نوح/ ٢٨) د فخر رازي دا وينا په دې ګواهي ورکوي،چې هغه شفاعت د ګنهکار په حق کې د شفيع د عا ته وايي او د شفاعت غوښتنه يې د دعا غوښتنې ته ويلې ده. په اسلامي احاديثو کې تر سترګوم کېږي، چې د مسلمان په حق کې د مسلمان دعا شفاعت دى. ابن عباس (رض) له پېغمبر اکرم نه نقلوي: ما من رجل مسلم يموت فيقوم على جنازته اربعون رجلالا يشرکون بالله شيئا الا شفعهم الله فيه؛ څه وخت چې مسلمان مړ شي او څلوېښت داسې کسان يې د جنازې لمونځ وکړي، چې شرک نه کوي،خداى يې شفاعت (دعا) د هغه په باب قبلوي. (وګورئ: صحيح مسلم ٣/٥٤) په دې حديث کې دعا کوونکى شفاعتګر ښودل شوى دى اوس که يو څوک په ژوندوني له خپلو څلوېښتو وفادارو دوستانو نه وغواړي،چې تر مرګ وروسته يې په جنازې کې ګډون وکړي او ده ته دعا وکړي. په حقيقت يې ور نه د شفاعت غوښتنه کړې او د خداى د بندګانو د شفاعت مقدمات يې برابر کړي دي. صحيح بخاري د "اذاستشفعوا الى الامام ليستسقى لهم لم يردهم" په نامه يو باب لري. ( چې کله خلکو له امام نه د شفاعت غوښتنه وکړه، چې هغوى ته باران وغواړي،د هغوى غوښتنه نه ردوي.) او همدارنګه يو بل باب لري، چې ( اذا استشفع المشرکون) بالمسلمين عن القحط" نومېږي. (څه وخت چې مشرکان د حقطۍ په باب د شفاعت غوښتنه کوي) ددغې دوو بابونو په باب روايات ګواهي ورکوي،چې د شفاعت غوښتنه هماغه د دعا غوښتنه ده او په بل ډول يې تفسيرول پکار نه دي. تردې ځايه د استدلال يو اړخ روښانه شو او هغه داچې د شفاعت غوښتنې حقيقت ، له دعا پرته نور څ نه دي .

اوس د استدلال دويم اړخ روښانه او هغه دا چې له اولياوو خو څه چې له مسلمان ورور نه غوښتنه يو مطلوب او مستحب کار دى او همدا ده ددې برخې څرګندونه .

له وړو (اهلو) ګريونه غوښتنه يو مستحب کار دى الف: قرآن او له پېغمبر نه د دعا غوښتنه قرآني آيتونه ګواهي ورکوي،چې له پېغمبر نه د چا لپاره د بخښنې غوښتنه ډېره ګتوره او اغېزمنه ده. آيتونه دادي: محمد ١٩ آيت:[ فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ = نو پوه شه،چې په حقيقت کې بې له "الله" هېڅ وړ معبود نشته او د خپلو ګناهونو او هم نارينه او ښځمنو ايمانوالو ته بښنه وغواړه او خداى ستاسې له تلو راتلو او هستوګنځي خبر دى . ] توبه ١٠٣ آيت:[ خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ = د هغوى له مالونو (د زكات په نامه ) صدقه واخله،چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او ( د زكات اخستو پر وخت ) ورته دعا وكړه؛ځكه ستا دعا ورته ډاډېنه ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى .] که د پېغمبراکرم دعا د يو چا لپاره داسې ګټوره وي؛نو ترې د يو چا لپاره د دعا غوښتنه څه باک لري . بلخوا ددعا غوښتنه د شفاعت غوښتنه ده . نساء ٦٤ آيت:[ وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا= موږ هېڅ يو استازى نه دى لېږلى؛خو د دې لپاره،چې د خداى په اجازه لاروي يې وشي او كه دې مخالفينو (داسې كړي واى )، چې تر ګناه ( او د الهي قوانينو تر پښو لاندې )كولو وروسته درته راغلي واى او له خداى يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى ( ؛نو) هرومرو خداى يې توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده.] دا چې وايي "جاوک" تا ته درتلل،مقصد دادى، چې را دې شي يا در دې شي له پېغمبر نه د دعا او بخښنې غوښتنه وکړي. که هدف دا نه وي د هغوى راتګ: لغو ( بيځايه) و او د پېغمبر حضور ته ورتګ او ورنه غوښتنه په خپله پر هغه روحي انقلاب ګواهي ورکوي،چې د دعا منلو نه لارهواروي. ٤ _ قرآن کريم د يعقوب (ع) د زامنو له خولې وايي چې هغوى له خپل پلار نه وغوښتل چې د هغوى په حق کې بخښنه وغواړي، يعقوب عليه السلام هم ورسره ومنله او خپله وعده يې ورسره پخه کړه. "قالوا يا ابانا استغفرلنا ذنوبنا انا کنا خاطئين قال سوف استغفرلکم ربي. ( ويې ويل: پلاره مونږ ته زمونږ د ګناهونو بخښنه وغواړه، موږ خطا کار وو، هغه هم وويل : ډېر ژر به درته له خپل خداى نه د بخښنې غوښتنه وکړم) دغه ټول آيتونه دا ښيي چې له پېغمبرانو او نېکانو نه د دعا غوښتنه،چې شفاعت دى، د اسلامي موازينو له پلوه ډېر لږ باک هم نه لري.

اسلامي احاديث او د صحابه وو سيرت امام ترمذي مشهور محدث له انس (رض) نه رانقلوي چې: سالت النبي ان يشفع لى يوم القيامه فقال انا فاعل قلت و اين اطلبک فقال على الصراط... ( انس وايي) له پېغمبر اکرم نه مې وغوښتل، چې د قيامت پر ورځ زما په حق کې شفاعت وکړي هغه ومنله او ويې ويل وبه يې کړم. ما ويل چېرته به دې وموم؟ ويې فرمايل: د صراط تر څنګه.

(وګورئ: سنن ترمذي، ٤/ ٤٢ باب صراط)

انس (رض) له رسول اکرم نه دشفاعت غوښتنه کوي، هغه (صلى الله عليه واله وسلم) يې هم مني او زېرى ورکوي. سواد قارب د پېغمبر اکرم له يارانو ځنې دى. د شعر په ژبه له پېغمبر نه د شفاعت غوښتنه کوي وايي: فکن لى شفيعا يوم لا ذو شفاعه يمن فتيلا عن سوا بن قارب ( د قيامت پر ورځ زما شفيع وسه، پر هغه ورځ، چې سواد قارب په حق کې به د بل چا شفاعت هېڅ ګټه ونه لري.) (وګورئ: قاموس الرجال) د حمير قبيلې "تبع" نومي يوه سړي د پېغمبر اکرم تر تولد د مخه اورېدلي وو چې ډېر ژر به د عربستان له خاورې نه د خداى له لوري يو استازې راواستول شي. له خپل مرګ نه مخکې يې يو ليک وليکه اوله خپلوانو نه يې په کې وغوښتل،چې که کله هم پېغمبر مبعوث شو، زما دا ليک به وروسپارې، په ليک کې يې ليکلي وو: و ان لمادرک فاشفع لى يم القيامه و لا تنسنى ( که ما ونه ليدې او د ستا تر تولد د مخه مړ وم؛نو د قيامت پر ورځ مې شفاعت وکړه،چې هېر مې نه کړې) دا ليک چې پېغمبر ته ورکړ شو، درې ځلې يې وفرمايل: مرحبا يتبع الاخ صالح (پر صالح او نېک ورور تبع دې افرين وي) .

(وګورئ: مناقب ابن شهر اشوب ١/١٢)

که د شفاعت غوښتنه شک واى؛نو پېغمبر به ورته هېڅکله ورور نه واى ويلى او نه به يې پرې درى ځله افرين وايه.

د مرګ په حالت کې له چانه د شفاعت غوښتنه د احاديثو دا برخه ښيي چې په ژوندوني له رښتين شفاعتګر نه د شفاعت غوښتنه هېڅ باک او پروا نه لري. روايات او احاديث ښيي چې د پېغمبر اکرم صحابه وو تر وفاته وروسته د هغه له سپېڅلې روح نه دشفاعت غوښتنه کوله د ساري په توګه: ١ _ ابن عباس (رض) وايي: اميرالمؤمنين حضرت علي (رض) چې د رسو ل اکرم (ص) له غسل نه وزګار شو، مخ يې ورته لوڅ کړ او ويې ويل: بابى انت وامى طبت حبا و طبت ميتا.... واذکرنا عند ربک.... ( مور و پلار مې درنه ځار، په ژوند او مرګ سپېڅلى يې، د خداى پر وړاندې موږ ياد کړه) .

(وګورئ: نهج البلاغه ٢٣٠ خطبه)

٢ _ رسول اکرم چې رحلت وکړو، حضرت ابوبکر صديق يې په کور کې مبارک مخ څرګندکړ او ښکل يې کړ او و يې ويل، مور و پلار مې درنه ځار، په ژوند او مرګ سپېڅلى وې، د خداى په دربار کې موږ درنه هير نه شو.

(وګورئ: کشف الارتياب ٦٥ مخ له خلاصة الکلام نه را خستنه)

ددغو رواياتو له مخې جوتېږي چې د شفيع په ژوندوني او مرګ د شفاعت غوښتنه يو شان ده؛نو دغو آيتونو، روايتونو او په هر عصر کې د مسلمانانو ترمنځ د رايجو سنتو له مخې د شفاعت غوښتنې موضوع داسې يوه څرګنده مساله ده،چې هېڅ وخت پکې څه شک او ترديد نه دى په کار . پردې سربېره د پېغمبر اکرم صحابه وو د هغه (صلى الله عليه و اله وسلم) تر وفات وروسته هم له هغه نه د دعا غوښتنه کوله؛نو که له هغه مبارک نه تر وفات وروسته د دعا غوښتنه صحيح وي؛د شفاعت غوښتنه به هم چې يو ډول دعا ده، صحيح ده.   د شفاعت غوښتنې د مخنيوي په باب د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې د دلايلو څېړنه په تېر بحث کې د شفاعت غوښتنې د جواز له دلايلو سره بلد شو اوس له همدې غوښتنې سره د مخالفينودلايل هم اورو، يوې مخالفى ډلې په داسې يو لړ ګومانونو او له اولياوو الله ځنې د شفاعت غوښتنه منع کړې ده، چې دلته يې په لنډو څېړو. ١ _ د شفاعت غوښتنه شرک دى له شرک نه ددې ډلى غرض په عبادت کې شرک دى او داسې ښيي چې د شفاعت عوښتنه د شفاعتګرو نمانځنه او پرستش دى. په عبادت کې د توحيد په بحث کې د عبادت په باب زيات وغږېدواو روښانه مو کړه،چې له شخص نه هر ډول غوښتنه او يا شفاعت غوښتنه په هغه صورت کې عبادت ګڼل کېږي چې بل لوري "اله" ، "خداى" ، "رب" او د نړۍ "څرخوونکى" او "د خدايي چارو څښتن او سرچينه" وګڼو، له دې پرته به هر راز غوښتنه او سوال هر ډول درناوى او خصوع هېڅکله عبادت ونه شمېرل شي. د الهي دربار له رښتنيو شفاعتګرو نه ( چې خداى ورته د شفاعت اذن کړى دى) شفاعت غوښتونکى هغوى د خداى غوره، او نژدې بڼدګان ګني،چې نه خداى دى او نه ورته له بخښنې او شفاعت په څېر چارې سپارل شوي او په خپل سر له الهي اذن پرته د هر چا په باب،چې وغواړي شفاعت کولاى شي او يا يې له ګناه تېرېداى شي. دغه ډله خلک د الهي اذن په چوکاټ کې د ځينو خاصو وګړيو په باب چې له خداى سره يو معنوي اړيکې تينګي دي او له الهي شفيعانو سره يې روحي تړون شليدلى نه وي، د ګناه د بخښنې غوښتنه کولاى شي، دغه راز يوه غوښتنه له داسې يوه وګړي نه چې د غوښتونکي له نظره تر مقرب بنده زيات نور څه نه وي، هېڅکله د هغه عبادت نه شمېرل کېږي. البته د يادونې وړ ده،چې که دغه شان غوښتنه د مړينې په حال کې د شفاعتګر نمانځنه وګڼل شي؛نو بيا خو دغه راز غوښتنه په ژوندوني عبادت گڼل پکار دي. په تېر بحث کې مو ويل،چې قرآن او سنت حکم کوي، چې مسلمانان دې د پېغمبر اکرم حضور ته ورشي او ترې و دې غواړي چې د هغوى لپاره د بخښنې غوښتنه وکړي او دغه راز غوښتنه په ژوندوني د شفاعت غوښتنه ده او دا هېڅکله نه شي کېداى،چې يوار له يوې خوا شرک وي او له بلې خوا توحيد. ٢ _ د مشرکينو شرک له بوتانه د شفاعت غوښتنې له امله و،د خداى له اولياوو نه د شفاعت غوښتنې د مخنيوي او تحريم په باب د شيخ ابن عبدالوهاب د ډلې دويم استدلال دا دى،چې خداى د حجاز بوت نمانځونکي له دې امله مشرکان ګنلي دي چې هغوى له بوتانو د شفاعت غوښتنه کوله او د هغوى په مخکې يې ژړا او زارۍ کولې او د منځګړتوب غوښتنه يې ترې کوله؛ لکه دا آيت چې پرې ګواهي ورکوي. [وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللّهِ مَا لاَ يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـؤُلاء شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللّهَ بِمَا لاَ يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلاَ فِي الأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ = او (مشرکان) بې له خدايه هغه څه لمانځي،چې نه څه زيان (ترې تمبولاى شي) او نه څه ګټه وررسولاى شي او وايي : (( دا خداى ته زموږ سپارښتګر دي .)) (ورته) ووايه : ((ايا خداى له داسې څيزه خبروئ،چې هغه يې په اسمانونو اوځمكې كې نه پېژني؟!)) هغه له هغه څه پاك او لوړ دى،چې هغوى يې (ورسره ) شريكوي!](يونس/١٨) نو له خدايه پرته هر راز شفاعت غوښتنه به شرک او د شفاعتګر پرستش ګڼل کېږي. ځواب:لومړى خو دغه آيت د هغو (وهابيانو) پر مقصود ډېر لږ دلالت هم نه کوي او که قرآن هغوى مشرکان ګڼي؛نو له دې امله نه چې هغوى له بوتانو نه شفاعت غوښته؛بلکې د هغوى د مشرکوالي وجه داوه چې هغوى (بوتان) د دې لپاره نمانځنل چې شفاعت يې وکړي. که له بوتانونه د شفاعت غوښتنه چې د يعبدون پر چملې سربېره د "يقولون هولا شفعا و نا عندالله " په څېر جمله راوړي. داچې په آيت کې دا دوه جملې د عطف په بڼه راغلي ، دا ښيي چې د بوتانو د نمانځنې موضوع له هغوى نه د شفاعت غوښتنې له مسالى جلا خبره ده. د بوتانو نمانځنه د شرک او دوه نمانځنې نښه ده او تېږي او لرګې نه د شفاعت غوښتنه يو احمقانه او له علم او منطق نه ډېر لرې عمل ګڼل کېږي. آيت هېڅکله پردې دلالت نه کوي،چې له بوتانو نه شفاعت غوښتنه د هغوى نمانځنه ده، د حق له اولياوو او د هغه جل جلاله د درګاه له دوستانو شفاعت غوښتنه خو لرې خبره ده، چې د هغوى نمانځنه وي. دويم: فرض کړئ،چې د هغوى د شرک وجه له بوتانو نه د هغوى د شفاعت غوښتنې او د مسلمانانو د شفاعت غوښتنې ترمنځ د ځمکې او اسمان هومره لار ده، هغوى بوتان د شفاعت خاوندان او د ګناه د بخښلو او شفاعت په مسايول کې دالهي دربار واکمن ګنل؛لکه خداى چې په دغو برخو کې له دې چارو جلا شوى وي او دغه راز چارې يې بوتانو ته سپارلې دي. دغه راز يوه شفاعت غوښتنه خو به په خپله د هغوى عبادت وي؛ځکه د الوهيت، ربوبيت او د الهي چارو سرچينې د اعتقاد له مخې له هغوى نه شفاعت غوښتل کېده،په داسې حال کې چې يو مسلمان له الهي اولياوو نه د خداى د يوه مقرب او عزتمن او د خداى له لوري د شفاعت په چارو کې د يو ماذون بنده په توګه د شفاعت ا دعا غوښتنه کوي،چې د دغو دواړو ډولونو پرتله او يو پر بل بروالى له انصاف او واقعيتبينۍ نه لرې دى. ٣ _ بې له خدايه د حاجت غوښتنه حرامه ده له اولياوو نه د شفاعت غوښتنې د تحريم په باب د هغوى درېم دليل دادى،چې د قرآن د څرګند حکم له مخې بايد موږ د دعا پر وخت له خدايه پرته بل څوک ياد نه کړو او له هغه جل جلاله پرته د دعا غوښتنه بې له خدايه د حاجت يو ډول غوښتنه ده. قرآن کريم فرمايي: [وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا = او داچې جوماتونه يوازې د خداى دي؛نو (په هغوكې) له خداى سره بل څوك مه بلئ (او مه لمانځئ). (جن/١٨) چې کله يې وويل، له خداى پرته د بل چا بلنه حرامه ده او له بلې خوا د خداى د اولياوو شفاعت ثابت دى؛نو پخه خبره داده،چې د اولياوو شفاعت له خداى نه غواړو، نه له هغوى نه. پردې چې دا بلنې عبادت او نمنانځه ده دا ايت ګواه دى: [وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ = او پالونكي مو ويلي دي : (( و مې بلئ،چې (دعا) مو قبولې كړم،په واقع كې هغوى چې زما له لمانځنې سرغړونه کوي (؛نو) ژر به خوار او سپك دوزخ ته ننوځي!))(غافر/ ٦٠ ) ځير شئ، د آيت په سر کې د دعوت او بلنې او په پاى کې يې د عبادت ټکى راغلى دى او دا پردې ګواهي ورکوي،چې دعوت او عبادت يو مفهوم لري او د اخلاقو په کتابونو کې راغلي دي:"الدعا، مخ العبادة""دعا د عبادت مغز (زړى) دى." ځواب: لومړى: په "فلا تدعوا" جمله کې بې له خدايه د بلنې له حريم نه مراد مطلق لوستل او غوښتل نه دي؛بلکې د دعوت د تحريم مراد بې له خدايه د نمانځنې تحريم دى. د آيت د لومړۍ برخې په ګواهۍ چې فرمايي " و ان المساجدالله" دا جمله پردې دلالت کوي،چې په آيت کې د دعوت مقصود هغه ځانګړى دعوت دى،چې له نمانځنې سره تړلى وي او هغه د هغه چا پر وړاندې له ډېر ذلت او خضوع سره تړلى درېدل (قيام) دى، چې هغه د کائناتو خداى او د نړۍ واکمن او د خلفقت پر ډګر مطلق واکمن "رب" ګڼي. ( په حقيقت کې د آيت معنى داسى ده: "فلا تعبدوا مع الله له احداء" لکه په بل آيت کې چې فرمايې " ولا يدعوا مع الله الها آخر" او له هغه بنده نه د شفاعت په غوښتنه کې هېڅکله دا بنديز نه دى لګول شوى،چې خداى ورته دغه حق ورکړى وى،چې له خداى سره (يوځاى) ويلو او په خدايي مقام يې وګڼو،چې "مع الله" عبادت د دې مطلب څرګندوونکى دى، که څوک له پېغمبر نه وغواړي،چې په حق کې يې دعا وکړي،چې خداى يې ګناهونه وبخښي يا يې اړتيا ترسره کړي. په دې يې هېڅوک له خداى سره ګډ نه دى بللى؛بلکې ددې بلنې حقيقت د خداى بلنه ده. که له بوتانو نه د حاجت غوښتنه په ځينو آيتونو کې شرک ښوول شوى له دې امله دي، چې هغه يې واړه خدايان، د خداى د ټولو يا ځينو چارو واکمن او د خپلو ټولو غوښتنو پر تر سره کولو برلاسى ګنل؛نو ځکه قرآن کريم پر دغسې انګېرنو او تفکراتو د نيوکى په لړ کې فرمايي: [وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلآ أَنفُسَهُمْ يَنْصُرُونَ = 197 او هغوى چې د "الله" پرځاى رابلئ (؛نو ) نه درسره مرسته كړاى شي او نه له ځان سره .

(اعراف/١٩٧)

او همداراز فرمايي :[إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ = په حقيقت كې تاسې،چې د خداى پرځاى نور رابلئ (او عبادت يې كوئ )؛ نو هغوى خو ستاسې په څېر د خداى بندګان دي،هغوى ( په سختيوكې ) راوبلئ او كه رښتيا وايئ؛ نو بايد چې ستاسې ځواب ووايي ( او غوښتنې مو پوره كړي )!] (اعراف/١٩٤) لنډه دا چې مشرکانو بوتان واړه خدايان ګڼل او بشپړ متصرف او د الهي چارو واکمن يې بلل؛خو له داسې يوه چا نه چې خداى ورته دا حق او ځاى ورکړى دى، د شفاعت غوښتنه د دغو شرايط نه لري. دويم: بلنه او دعوت يوه پراخه معنى لري او کله کله يې په عبادت استعمالول روا وي؛لکه "ادعوني استجب لکم ان الذين يستکبرون" او "الدعا مخ العباده" چې استدلال يې پرې کړى دى؛نو د دغه شان جزيې استعمالاتو مجازوالى پردې دلالت نه کوي،چې دعوت همېشه د عبادت په معنى تفسير کړو او له چا نه د جاچت او دعا غوښتنه په معقوليت سره شک وګڼو. په داسې حال کې چې د دعوت حقيقي معنى بلل دي، چې کله د عبادت په بڼه شي او زياتره د نورو د بلنې په معنى دى، نه د عبادت په معنى.

شفاعت يواځې د خداى حق دى دا لاندې آيت دا ښيي چې شفاعت د خداى حق دى؛نو بيا له بل نه د شفاعت غوښتنه څه معنى؟ [أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ شُفَعَاء قُلْ أَوَلَوْ كَانُوا لَا يَمْلِكُونَ شَيْئًا وَلَا يَعْقِلُونَ . قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ = ايا [کافرانو ] د خداى پر ځاى نور سپارښتګر نيولي دي؟! ورته ووايه : ((ايا (هغوى به شفاعت وكړي) كه څه هم هېڅ يې په واك كې نه وي او نه درك او پوهه لري؟!)) ووايه : ((د ټول شفاعت (اختيار) يوازې له خداى سره دى؛(ځكه) د اسمانونو او ځمكې واكمني يوازې د هغه ده بيا يوازې د هغه لوري ته ورستنول كېږئ .)) (زمر ٤٣ – ٤٤ آيتونه) ځواب: له "الله الشفاعة جميعا" نه مراد دانه دى،چې يواځې خداى شفاعت کوي او بس او نور څوک د شفاعت حق نه لري؛ځکه شک نه شته،چې خدا هېڅکله چا ته د چا شفاعت نه کوي، بلکې مطلب دادى،چې خداى د شفاعت اصلي څښتن دى نه بوتان؛ځکه د شفاعت څښتن هغه څوک کېداى شي چې عقل، پوهه او شته ولري. خو د هغوى نمانځل کېدونکي بوتان دغه يو شرط هم نه لري؛ځکه فرمايي: قل اول کانو الا يملکون شيئا نو ددې آيت د بحث مرکز دادى،چې خداى د شفاعت څښتن دى، نه بوتان او چې په هر چا کې يې وړتيا او قابليت وليد، د نورو په باب ورته دشفاعت اذن کوي . په دې صورت کې دا آيت زموږ په بحث پورې اړه نه لري؛ځکه مسلمانان يواځې خداى د "شفاعت څښتن" ګڼي، نه اولياء او معتقد دي،چې چاته يې اذن وکړ، هماغه شفاعت کولاى شي، نه هر څوک او دا يې هم عقيده ده، چې د خداى د اياتو او رواياتو له مخې پېغمبر نه د يوه ماذون ( نه د شفاعت د مالک) په توګه د شفاعت غوښتنه کوو، په دې صورت کې دا وينا د آيت له مطلب سره څه اړيکه لري؟ ٥ _ له مړيو نه د شفاعت غوښتنه خوشې ده. د هغوى وروستى استدلال دا دى، چې له الهي اولياوو نه په دنيا کې شفاعت غوښتنه له هغه مړي نه دحاجت غوښتنه ده چې څه نه اوري. قرآن کريم په ډاګه مړى نه پوهېدونکى ګڼي، فرمايي: [إِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاء إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ = البته ته مړيو ته (خپله خبره) اورولاى نشې او نه يې هغو کڼو ته اورولاى شې،چې مخ اړوي .]( نمل ٨٠ آيت) قرآن کريم په دې آيت کې مشرکان له مړيو سره تشبيه کړي او وايي؛ لکه مړى چى نه شي، پوهول کېداى ، همداسې هم ته دغه ډله نه شي پوهولاى، که مړيو خبرې کولى شواى او اورېدل يې کولى شواى. د زړه مړيو مشرانو تشبيه به د مړيو له ډلې سره سمه نه واى. [وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاء وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَن يَشَاء وَمَا أَنتَ بِمُسْمِعٍ مَّن فِي الْقُبُورِ= او د ژونديو (زړونه) او مړيو (زړونه) سره برابر نه دي،په حقيقت كې د خداى،چې چاته خوښه شي (خپل پيغام) وراوروي او ته په قبرو كې پرتو خلكو ته (خپله خبره) نشې اورولاى .](فاطر ٢٢ آيت) په دې آيت استدلال هم د تېر آيت د استدلال په څېر دى؛ نو له مړه شخص نه شفاعت غوښتنه به له کاڼي نه څه غوښتل وي. ځواب: دا ډله همېشه د نورو اسلامي ډلو د تېر ايستو لپاره د شرک خبره شاربي او د توحيد د پلويتوب په نام د نورو د کافرولو په لټه کې وي؛خو په دې استدلال کې يې د وينا بڼه بدله کړې او اولياوو ته د پاملرنې د بې اززښته کېدو موضوع يې رامنځته کړې د؛خو په دې بيخي نه پوهېږي چې: الهي اولياء د عقلي (له بدن نه تر جلا کېدو وروسته له مادې نه د معنى د بېلتون دلايل او له مادي جسدونو نه يې بې نيازي دا غوښتنه کوي، چې انساني روح تر مرګ وروسته هم پاتې وي او يو ځانګړى ژوند او پوهه لري او د اسلام سترو فلسفيانو په لسو دلايلو سره د روح پايښت او له مادى له بروالى جوت کړى دى او هېڅ يوه منصف ته يې د شک ځاى نه دى پرېښى) او نقلي ( د آل عمران ١٦٩، ١٧٠ د نساء ٧١ د احزاب ٤٥ د مؤمنون ١٠٠ او د غافر سورت ٤٦ آيتونه ګواهي ورکوي،چې تر مرګ وروسته هم ژوند روان وي. د مخه په دې باب وغږېدو. تر مرګ وروسته دکافر او مؤمن د نفسونو د ژوند دوام په باب دومره زيات اسلامي احاديث دي،چې دلته يې راوړاى نه شو.) له مخې ژوندى دى او ددې آيتونو هدف دادى،چې په ځمکه کې پراته جسدونه نه پوهېدونکي نه دي او نه داچې له کومو جسدونو نه چې روح جلا شوى؛نو د پوهې او درک له ورشو ووتل او هسې تېږه شوه. خو ځېريدل په کار دي،چې زموږ وينا په قبرونو کې پرتو جسدونو ته نه ده؛بلکې موږ له هغو سپېڅليو او ژونديو ارواحو سره غږېږواو شفاعت ترې غواړو، چې له جسدونو سره په برزخ کې اوسي او د قرآن په څرګندونه ژوندي دي، نه په خاورو کې له پرتو بدنونو سره. که مړى او د ځمکې په زړه کې ايښي جسدونه د پوهونې له بريده وتي وي،ددې دليل نه شي کېداى چې د هغوى سپېڅلي او پاک ارواح، چې د قرآن د وينا له مخې ژوندي او روزى خواره دي، د پوهولو نه دي. که سلام وايو، يا د شفاعت غوښتنه کوو، يا غږېږو؛نو زمونږ مخه له هغو پاکو او ژوندويو ارواحو سره ده، نه په ځمکه کې له پرتو جسدونو سره،که موږ د هغوى قبر، خاورې يا جونګړې ته ورځو؛نو ددې لپاره چې ځان له هغوى سره روحي تړون ته ساز کړو.   ايا پر غيبي طاقت عقيده شرک دى؟ شک نه شته چې په کلکه د حاجت غوښتنه په هغه صورت کې کېداى شي، چې غوښتونکى مخامخ لورى د خپلې غوښتنې په ترسره کولو برلاسى وګڼي دا قدرت کله مادي او ظاهري قدرت وي؛لکه له چانه اوبه وغواړو او هغه د اوبو لوښى له شيدو ډک راکړي او لکه هم دا قدرت غيبي او له طبيعيت او مادي سرچينو لرې وي؛ لکه يو انسان عقيده لري،چې حضرت علي د خيبر دروازه،چې د عادي انسان له وسې پوره نه وه، له لرې نه له ځايه لرې کړې، هغه هم په بشري قوت نه؛ بلکې په غيبي قدرت. يا مسيح عليه السلام کولاى شي، په خپل شفا بخښونکي پوکى سره د سخت ناروغ علاج وکړي، بې له دې چې ناروغ درمل وخوري يا يې د جراحۍ عمليات وشي. پر دغه راز غيبي قدرت اعتقاد که د خداى د مشيت او قدرت له مخ وي؛نو دا به پر مادي قدرت باندې داعتقاد په څېر وي،چې شرک راوستونکى نه دى؛ځکه هماغه خداى چې يوه کس ته هغه مادي قوت ورکړى، هماغه جل جلاله يوه بل ته غيبي قدرت وبخښلى دى، بې له دې، چې د يو مخلوق خالق وګڼل شي او له خداى نه يو بې نيازه بشر وانګېرل شي.

د شيخ عبدالوهاب د ډلې نظر هغوى وايي: که څوک له يوه الهي ولي نه مړ وي،که ژوندى وغواړي،چې ناروغ يې روغ کړي يا يې ورک پيدا کړي يا يې پور ورلنډ کړي. دا غوښتنه دا ښيي چې هغه د مسوول پر قوت او داسې برلاسۍ معتقد دى، چې پر طبيعي نظام او دکاينانو د نړۍ پر جاري قوانينو حاکم دى او بې له خدايه پر دغه راز قدرت او حاکميت اعتقاد د مسول پر الوهيت د اعتقاد په شان دى او په قيد سره د حاجت غوښتنه به شرک وي. که يو سړى په پيدا کې له خپل نوکر نه اوبه وغواړي؛نو پر طبيعتي قوانينو يې د حاکم نظام پېروي کړې ده او دغه شان غوښتنه به شرک نه وي؛ خوکه له يوه داسې تبې او امام نه چې د خاورې په زړه کې پروت دى او يا په کوم بل ځاى کې ژوند کوي اوبه وغواړي؛نو دغسې غوښتنه پر غيبي قوت باندي د هغه د اعتقاد ښکارندويه ده، چې بې له مادي اسبابو او وسايلو غوښتونکي ته اوبه رسوي، چې دغه شان اعتقاد به کټ مت د مخامخ لوري پر الوهيت اعتقاد وي. ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه ددې خبرې داسې څرګندونه کوي: داچې انسان خداى رابولي او فرياد ورته کوي، وجه يې داده،چې فکر کوي هغه د طبيعت پر قوانينو او هغو قواوو برلاسى دى،چې د مادي قوانينو د نفوذ له بريده وتى دى. ( وګورئ: المصطلحات الاربعه ١٨٠مخ)

پردې خبره زموږ نظريه تېروتنه له دې ځايه ده،چې دا يې ګڼلې،چې په خلکو کې پر غيبي قدرت باندې اعتقاد مطلق شرک او دوه نمانځنه ده؛نور نه دى بريريالى شوى،چې د خداى پر قدرت باندې د متکي قدرت اعتقاد او له خداى نه د جلا او مستقل قدرت ترمنځ توپير وکړي،څه چې شرک زيږوونکى دى، دويم حال دى، نه لومړى. قرآن په ډاګه د هغو خلکو نومونه اخلي چې ټول د غيبي سلطې لرونکي وو او ارادې يې پرطبيعي قوانينو برلاسې وي. موږ دلته د الهي اولياوود هغې ډلې نومونو ته اشاره کوو، چې د قرآن له نظره د دغه شان قدرت لرونکي وو:

د يوسف عليه السلام غيبي سلطه يوسف خپلو وروڼو ته وايي: [اذْهَبُواْ بِقَمِيصِي هَـذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ .وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ .قَالُواْ تَاللّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلاَلِكَ الْقَدِيمِ .فَلَمَّا أَن جَاء الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ = زما دا كميس درسره يوسئ او زما د پلا رپرمخ يې وغوړوئ (چې) ليدونکى شي او ټوله کورنۍ مو ماته راولئ )) او چې كله (د وروڼو) كاروان (له مصره) ووت؛ نو پلار يې (په كنعان كې) وويل : كه ما پر ناپوهۍ اوكم عقلۍ نه تورنوئ؛نو ماته خوبيخي د يوسف بوى راځي .( شاوخوا يې) وويل :((پر خدا ى قسم،ته خو په هماغه پخواني سوداييتوب کې يې!)) نو چې زېرباڼى راغى او كميس يې د يعقوب پرمخ وغوړاوه؛ نو ليدونکى شو! ويې ويل :(( درته مې نه و ويلي،چې په واقع کې زه د خداى له لوري پرهغه څه پوهېږم،چې تاسې پرې نه پوهېږئ .)) (يوسف ٩٣ – ٩٦ آيتونه) آيت په ښکاره داسې دى،چې د يعقوب (ع) سترګې د يوسف د اکتسابي قدرت او ارادې په رڼا کې وغړېدې او دا کار هېڅکله دخداى مستقيم فعل نه وو؛ بلکې د خداى کار و، د "سببيت" له لارې ګنې څه وجه وه، چې خپلو وروڼو ته يې د پلار پر مخ د کميس د اچولو حکم کاوه او همدومره بس وه، چې دعا وکړي، دا کار د خداى د ولي له تصرف او د پرودرګار له اذن پرته نه شو کېداى او فاعل يې د غيبي سلطې خاوند دى،چې خداى په يوه ځانګړي ځاى کې ورته وربخښلى دى.

د موسى عليه السلام غيبي سلطه موسى (ع) د خداى لخوا مامور شو، چې خپله امساء پر تيږه ووهي، د اسرائيل د اولادې لپاره ترې د دولسو قبيلو په شمېر چينې راووځي.قرآن فرمايي: [وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْناً قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللَّهِ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ = او(در ياد كړئ) چې كله موسى خپل قوم ته اوبه وغوښتې؛نو دستور مې وركړ: ((همسا دې پر هغه ځانګړې ډبره ووهه!)) چې ناڅاپه ترې دولس چينې وخوټېدې،داسې چې (دبني اسراييلو دولس ګونو ټبرونو) هر يو خپلې چينې پېژندلې . (او ورته مو وويل :) د خداى له دركړ شوې روزۍ وخورئ او وڅښئ او په ځمكه کې فساد مه كوئ .](بقره /٦٠) په بل ځاى کې ورته امر کېږي چې سيند په خپله امسا ووهي چې د بني اسرائيلو د تېرېدو لپاره د اوبو هره برخ د غره په څېر شي فرمايي: [فَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرْقٍ كَالطَّوْدِ الْعَظِيمِ = نو موسى ته مو وحې وكړه:((په خپلې همسا دې سمندر ووهه . ))(هغه دا كار وكړ)؛ نو سمندر څېرې شو (او دولس ټوټې شو) او هر ټوټه يې (په هسكوالي كې) د لوى غره په څېر شوه!] شعراء ٦٣ آيت) دلته د موسى (ع) اراده او اوغوښتنه او د هغه په امسا د اوبو له وهلو د چينو را په خوټکېدل او اوبه د غرونو په شان په کېدولو کې بې اغېزى نه شو ګڼلاى.

د سليمان عليه السلام غيبي سلطه حضرت سليمان عليه السلام د خداى له سترو وليانو ځنې دى،چې د پراخو غيبې قدرتونو خاوند دى،چې په خپله دغه سترې خدايي بخښنې په (و اوتينا من کل شئي - نمل ١٦) جملې سره تعبير کړي دي او د نمل په ١٧، ٢٤ د سبا په ١٢ د انبيا په ٨١ د ص په ٣٦ ، ٤٠ آيتونو کې د دې بخښنو او مواهبو تفصيل راغلى دى او د دغو آيتونو مطالعه موږ د سليمان عليه السلام د قدرت له سترتوب سره اشنا کوي. ددې لپاره چې ګران لوستونکي په لنډه توګه له دغو قدرتونو سره بلد شي، د دغه الهي ولي په باب ځيني آيتونه را اخلو،چې دا ترې روښانه شي،چې د خداى د بندګانو پر غيبي قدرت اعتقاد داسې يوه مساله ده، چې قرآن ترې خبر کړي يو. سليمان عليه السلام د قرآن له نظره پر پيريانو او مرغانو سلطه درلوده او د مرغانو او خځندو په ژبه پوهېده. قرآن فرمايي:[ وَوَرِثَ سُلَيْمَانُ دَاوُودَ وَقَالَ يَا أَيُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنطِقَ الطَّيْرِ وَأُوتِينَا مِن كُلِّ شَيْءٍ إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِينُ .وَحُشِرَ لِسُلَيْمَانَ جُنُودُهُ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ وَالطَّيْرِ فَهُمْ يُوزَعُونَ .حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِي النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ .فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ =او سليمان د داؤد وارث شو او ويې ويل : ((خلكو! موږ ته د مرغانو د ژبې [پوهېدل] راښوول شوي دي او هرڅه راكړ شوي دي،په رښتيا چې دا (راكړه) هماغه ښكاره لوړاوى دى .)) او سليمان ته د پېريانو،انسانانو او مرغانو لښکرې راغونډې کړاى شوې او د هغوى ( د خپرې ورېدو او بې نظمۍ) مخه نيول کېده . (هغوى وخوځېدل) چې د مېږيانو ناو ته ورسېدل؛ نو يو مېږي (په خپله ژبه) وويل : (( مېږيانو! خپلو ځالو ته ننوځئ،هسې نه چې سليمان او لښكر يې تاسې په بې خبرۍ كې تر پښولاندې كړي .)) نو (سليمان) د مېږي پر خبره مسكى او په خندا شو او و يې ويل : ((پالونكيه! ما ته دا الهام (او را په برخه) كړه،چې ستا د هغه لورونې شكر پر ځاى كړم، چې ما او زما مور و پلار ته دې راكړې ده او داسې ښه چار وكړم،چې ستا خوښ شي او په خپلې لورنې دې ما په خپلو صالحو بندګانو كې وشمېره .))] (نمل ١٦-١٩ آيتونه) تاسې په قرآن کې د ملا چرګګ قيصه، چې دسيلمان لخوا ملکې سبا ته د پيغام رسولو لپاره مامور شوى و، ولولئ؛نو د حضرت سليمان غيبي قدرت ته به ګوته پر غاښ شئ؛ نو د نمل سورت ٢٠-٤٤ آيتونه ښه په ځير سره ولولئ. سليمان عليه السلام د قرآن د څرګندونې له مخې د غيبي سلطې خاوند و او باد يې په حکم او اراده چلېده فرمايي: [وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ = او سلېمان ته مو توند باد [اېل كړى و]،چې په حكم به يې د هغه هېواد لوري ته الوته،چې موږ پكې بركتونه ايښي وو او موږ پر هر څه پوه [ او وسمن] يو.] (انبيا ٨١ آيت) د پام ور ټکى " تَجْرِي بِأَمْرِهِ " جمله ده، چې دا ښيي چې باد د هغه په حکم چلېده.

حضرت مسيح او غيبي سلطه د قرآني آيتونو د څېړنې له مخې د حضرت مسيح په غيبي ځواک پوهېداى شو او د هغه مقام او موقعيت ته د اشارې لپاره يو آيت را اخلو، قرآنکريم د مسيح کيسه داسې کوي: [وَرَسُولاً إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللّهِ وَأُبْرِىءُ الأكْمَهَ والأَبْرَصَ وَأُحْيِـي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللّهِ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ = (( او( هغه به) د استازي (په توګه) بني اسراييلو ته ( ولېږي،چې ورته به ووايي : ) ما درته ستاسې د پالونكي له لوري يوه نښه راوړې،زه له خټې د مرغۍ په ډول يو څيز جوړوم بيا پكې پوكى كوم،چې د خداى په اجازه به الوتونكى شي . زه د خداى په امر "مورزېږى" ړوند او د برګي( پيس) ناروغان رغوم او د خداى په اجازه مړي را ژوندي كوم او څه چې خورئ اوڅه په كورونو كې زېرموئ،زه مو ترې خبروم،كه زما پر نبوت يقين لرئ؛نو تاسې ته په دې ( معجزو) كې) زما د حقانيت ( پوره) نښې دي .] (آل عمران ٤٩ آيت) مسيح خپلې چارې د خداى په اذن پورې ځکه اړوندې ګڼي، چې يو پېغمبر هم د خداى له اذن پرته دا شان تصرف نه شي کولاى. فرمايي:[ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلاً مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ = په رښتيا چې موږ تر تا مخكې (هم) رسولان لېږلي ول او د مېرمنواو اولادونو خاوندان مو كړل او هېڅ يو پېغمبر (له ځانه) معجزه نشي راوړاى؛خو د خداى په اجازه؛ د هرې پېښې (او وخت لپاره حکم) کښل شوى دى (او هركار ته ټاكلې موده ده ) .] (رعد ٣٨ آيت) خو د دې ترڅنګ حضرت مسيح غيبي چارې په ځان پورې تړي او وايي : زه ښېګڼه (شفا) ورکوم، زه ژوندي کوم، زه خبروم؛ لکه "ابرئ، احيى، انبئکم" چې ټولې متکلمې صيغې دي پر همدې دلالت کوي. دا يواځې يوسف،موسى او سلميان (عليهم السلام) نه دي، چې غيبي قدرت او مافوق طبيعي سلطه يې درلوده؛بلکې د پېغمبرانو او پرښتو يوه ډله ده،چې غيبي سلط يې درلوده او لري يې چې قرآن جبراييل شديد القوي (نجم/٥) او پرښتې په "مدبرات امرا" (نازعات/٥ يادوي. پرښتې په قرآن کې د نړۍ دچارو تدبيروونکې ، د ارواحو نيوونکې، د انسانانو ساتندويانې د اعمالو کښونکې (ثبتوونکى) د عصبانګرو ولسونو تس نس کوونکې او.... ښوول شوي دي او څوک چې حتى د قرآن کريم له الفبا سره بلد وي،پوهيږي چې پرښتى د غيبي قدرت لرونکي دي او د خداى په اذن او قدرت سترى او له عادت نه بهر چارې تر سره کوي. که پر غيبي سلطه باندې اعتقاد د مخامخ لوري الوهيت وي؛نو بيا خو دوى ټول د قرآن له نظره "الهه" ګنل په کار دي. حل لاره همدا ده،چې وويل شوه او داچې د ځانګړي او اکتسابي قدرت ترمنځ توپير په کار دى. پر استقلالي قدرت اعتقاد په هر وخت کې شرک دى . په داسې حال کې د هر عمل په باپ پر اکتسابي قدرت اعتقاد د توحيد متن دى. تردې ځايه روښانه شوه،چې د اولياء الله وو پر "غيبي ځواک" باندې اعتقاد،چې د الهي ذات پر قدرت ولاړ وي او اولياء داسې عومل وګڼو، چې خداى يې راولاړوي؛نه يواځې شرک نه دى؛بلکې کټ مټ توحيد دى او د توحيد کچ ميچ دا نه دى،چې پر طبيعې قواوو ولاړې چارې له انسان او پرغيبي قواوو ولاړې چارې له خدايه وګڼو؛بلکې د توحيد حقيقت دادى، چې هر څه په خداى پورې وګڼو او هماغه جل جلاله د هر راز ځواکونو، چارو هڅو سرچينه وبولو. اوس نو وخت دى، چې له الهي اولياوو نه له عادت نه د بهر چارو غوښتنه تر غور او څېړنې لاندې ونيسو.

ايا له عادت نه د بهر چارو غوښتنه شرک دى؟ هر څيز د علت او معلول د قاعدې له مخې ځان ته يو علت لري،چې د هغه څيز وجود له علت پرته کېدونى (ممکن) نه دي او په نيتجه کې هېڅ يو څيز په نړۍ کې بې وجهى او بې علته نه وي. د اولياوو او پېغمبرانو کرامات او معجزى هم بې علته نه وي،څه چې دي مادي او طبيعي علت نه لري او دا بېله خبره ده، چې ووايي د هغوى لپاره علت نه شته. که د موسى عليه السلام امسا په مار بدلېده او د مسيح په پوکي مړى ژوندي کېدل او پېغمبر اکرم سپوږمۍ دوه نيمه کوي او کاڼي د رسول الله په لاس کې تسبيح وايي او... څه چې شته دا يو هم بې علته نه دى. په دې لړ کې طبيعي يا پېژندل شوي مادي علت نه دى کارېدلى، نه دا چې علت نه لري. کله کله داسې ګڼل کېږي،چې د طبيعي چارو غوښتنه شرک نه دى؛خو د خارق العاده او له عادت نه بهر چارو غوښتنه شرک دى. دلته دا نظريه هم څېړو. ځواب: قرآن ځينې داسې ځايونه يادوي،چې له پېغمبرانو يا نورو نه په کې ديو لړ داسې خارق العاده چارو غوښتنه شوې ده چې له طيعي او مادي قوانينو نه بره وي او قرآن دغه غوښتنه را اخلي،بې له دې چې څه نيوکه پرې وکړي؛ مثلا د موسى (ع) قوم،د قرآن د څرګندونې له مخې موسى (ع) ته ورغلل او د اوبو او باران غوښتنه يې ترې وکړه، چې له وچکالۍ او تنګسې نه وژرغورل شي. فرمايي: [و اوحينا موسى اذاستسقاه قومه ان اضرب بعصاک الحجر= له موسى نه يې قوم اوبه وغوښتې؛موږ ورته وحې وکړه،چې تيږه دې په امسا ووهه]

(د بقرې ٦٠ آيت هم وګورئ)

ښايي وويل شي، چې له ژوندني نه ګنې خارق العاده غوښتنه څه پروا نه کوي؛خو خبره له مړه نه د داسې په غوښتو کې ده، د دوى ځواب روښانه دى، ځکه مرګ او ژوند په هغو چارو کې،چې له توحيد سره سم وي، څه تفاوت رامنځته کولاى نه شي.داسې چې يوه ته شرک او بل ته کټ مټ توحيد ووايي. ژوند او مرګ پر ګټورتوب او بې ګټې توب باندې اغېزه پرې ايستلاى شي، نه پر توحيد او شرک. سليمان ( ع) د بلقيس تخت غواړي حضرت سليمان (ع) د بلقيس د تخت په راوړلو کې له ورسره ناستو نه خارق العاده کار وغوښت او ويې ويل: [قَالَ يَا أَيُّهَا المَلَأُ أَيُّكُمْ يَأْتِينِي بِعَرْشِهَا قَبْلَ أَن يَأْتُونِي مُسْلِمِينَ. قَالَ عِفْريتٌ مِّنَ الْجِنِّ أَنَا آتِيكَ بِهِ قَبْلَ أَن تَقُومَ مِن مَّقَامِكَ وَإِنِّي عَلَيْهِ لَقَوِيٌّ أَمِينٌ =(سلېمان) وويل: (( (د هېواد) مشرانو! له تاسې به كوم يو د هغې تخت ماته تر دې مخکې راوړي، چې هغوى ماته اېللي راشي؟)) له پېريانو يوه زورور؛ د غښتلې جوسې خاوند وويل :(( زه به يې درته راوړم، مخكې تردې،چې له خپله ځايه پاڅېږې،زه ددې (كار) وسه لرم او امين هم يم!)) ] نمل ٣٨-٣٩ آيتونه ) که داسې يوه نظريه سمه وي؛نو بيا بايد په هره زمانه کې د نبوت له مدعيانو نه د معجزې غوښتنه کفر او شرک وګڼل شي؛ځکه د نبوت له مدعي نه د معجزې غوښتنه يو خارق العاده کار دى، نه د هغه مدعي له استوونکي ، خداى نه، قرآن فرمايي: [قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِآيَةٍ فَأْتِ بِهَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ= (فرعون) وويل :((كه تا كومه نښه راوړې وي (او) رښتونى يې؛نو را و يې ښيه .)) ] (اعراف ١٠٦ آيت ) حال داچې د نړۍ ټولو ولسونو د رښتيني او دروغجن نبي د بېلولو او پېژندلو لپاره همدا د معجزې غوښتنې لار نيوله او پېغمبرانو همېشه د نړۍ ټولو ولسونو ته بلنه ورکوله، چې راشي او د هغوى معجزى په خپلو سترګو وويني او قرآن کريم هم د نبوت له مدعيانو سره د معجزې د غوښتو په باب د قومونو خبرې اترې،چې د هغوى (پېغمبرانو) ګرانښت ښيي، را اخلي. که يو پلټونکى او څېړونکى ملت عيسى عليه السلام ته ورشي او ورته ووايي، چې که په خپله دعوه کې رښتينى يې؛ نو دغه ړانده يا برګ ( په پيس اخته ناروغ) ته شفا ورکړه. په دې سره نه يواځې مشرک کېږي نه؛بلکې يو حقيقت پلټونکى ملت ګنل کېږي،چې په دې کار ستايل کېږي هم، اوس نو که د مسيح عليه تر وفات وروسته د هغه امت د هغه له سپيڅلى روح نه وغواړي، چې نور ناروغان يې شفا ومومي؛نو مشرک ولې وگڼل شي؟ حال داچې په شرک او توحيد کې د مقابل لوري ژوند او مرګ هېڅ اثر نه لري. ( د حضرت مسيح په معجزو د پوهېدو لپاره د آل عمران ٤٩ او د مائدى ١٠٠ – ١١٠ آيتونه وګورئ) داچې د قرآن د څرګندونې له مخې د خداى د غوره بندګانو يو ټولى پر خارق العاده چارو وسمن واو کله کله يې له دغه ځواک نه کار اخسته. او ځينې کسان به د همدې لپاره ورتلل هم که د شيخ محمد بن عبدالوهاب ډله وايي،چې پردې کار له خدايه پرته هېڅوک وسه نه لري؛نو بيا خو دغه آيتونه د هغې پر خلاف ګواهي ورکوي. که وايي چې له دې لارې د يوه کار غوښتنه شرک دى؛نو سليمان عليه السلام او نورو ولې غوښته وکړه؟ که وايي چې له اولياوو نه په خارق العاده توګه د حاجت غوښتنه پر غيبي سلطه باندې د هغوى اعتقاد غواړي،د هغې ځواب دادى،چې پر غيبي سلطه باندې اعتقاد دوه ډوله دى؛يو کټ مټ توحيد دى او بل د شرک جوړه وي. که وايي: له ژونديو اولياوو نه د کراماتو غوښتنه څه پروا نه لري؛خو له مړو دې نه وي، د هغوى ځواب دادى، چې ژوند او مرګ د مشرک او توحيد ميچ نه دى. که وايي چې د ناروغ د روغتيا او له غير عادي لارې د پور د لندېډو غوښتنه د خداى کار له بل نه غوښتنه دى. موږ وايو د شرک ميچ او ملاک دادى، چې مسوول خداى او د خدايي چارو سرچينه وګڼو او د غير طبيعي کار غوښتنه له بل چا نه د خدايي کار غوښتنه نه ده؛ځکه د خدايي کارونو ميزان دا نه دى،چې دعا دې د قوانينو له پولو اخوا وي، چې داسې غوښتنې له خداى نه د بنده د چارو غوښتتنه ده؛بلکې د خدايي چارو ميزان دادى،چې فاعل يې په ترسره کولو کې ازاد وي او که يو فاعل يو کار د الهي قدرت په مرسته ترسره کړي،ددغه شان يو کار غوښتنه له بل چا نه د خداى د کار غوښتنه نه ده، که کار عادي وي او يا غيرعادي. د خداى له بڼدګانو نه د شفا لپاره د غوښتنې په باب وايو چې ځينې وخت داسې ګڼل کېږي،چې له اولياوو نه د شفا يا دې ته ورته نور څه له بل چا نه د خدايي چارو غوښتنه ده او قرآن فرمايي: [وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ = او چې كله رنځور شم؛ نو هماغه مې رغوي؛] (شعرا ٨٠ آيت ) له دې سره سره نو دا څنګه وايو، چې : اى پېغمبره! ماته شفا راکړه او نورې هغه غوښتنې هم همداسې وګڼي، چې خارق العاده خواوې لري. ځواب: دغې ډلې خدايي او بشري چارې سره نه دې پېژندلي او داسې يې ګنلې ده، چې هر څه چې له طبيعي سرچينې نه بهر وي، هغه په الهي چارو او هر کار، چې طبيعي اړخ او مادي علت ولري، هغه بايد بشري کار وگڼل شي؛ دغې ډلې يا نه دي غوښتي او يا نه دي بريالي شوي، چې الهي او غير الهي چارې سره توپير کړي او د الهي او بشري چارو ميزان هېڅکله عادي والى او غير عادي والى نه دى او ګنې نو د اولياوو چارې بايد الهي چارې وګڼل شي او هغوى ټولو ته بايد "الهه"وويل شي؛ بلکې په خدايي چارو کې ميزان دادى، چې عامل په خپل کار پر خپلو پښو ولاړ وي او له بل چا نه مرسته ونه غواړي، د داسې وګړي کار الهي کار دى؛ خو کوم عامل، چې خپل کار د خداى د قدرت په رڼا کې ترسره کړي د هغه کار غير الهي کار دى. هغه کار عادي او مادي اړخ ولري او که د عادت له پولو نه بهر وي. بشر د هرې چارې په ترسره کولو کې عادي وي او که له عادت او طبيعي قوانينو نه بهر وي، پر خداى تکيه لري او د هغه له قدرته مرسته غواړي او چې هر کار کوي،د هغې ځواک په رڼا کې يې ترسره کوي،چې له خداى نه يې اخستى وي. په دې صورت کې د داسې قدرت درلودل او د اهدافو په ترسره کولو کې يې کارونه او يا يې د په کارولو غوښتنه يوه هم د شرک جوړه نه شي ګنل کېداى؛ځکه په ټولو حالاتو کې وايو، چې دا قدرت ده ته خداى ورکړى او ده ته يې حکم کړى،چې ګټه ترې واخلي. خدايي کار هغه کار دى،چې فاعل په خپل او د بل له مرستې پرته خپل کار ترسره کړي. يا په بله وينا : خدايي کار دى، چې کوونکي يې په کولو کې خپلواک، بشپړ او له بل مړه خوا وي او غير خدايي چارې د دې پر عکس دى. خداى نړۍ شته کوي، روزي ورکوي، روغتيا بخښي، د هغه چارې د بل چا له مرستې پرته ترسره کېږي او هېڅوک يې په چارو کې کلي او جزيي لاسوهنه نه کوي او د هغه قوت او قدرت له بل څخه نه وي. خو که بې له خدايه بل څوک يو کار ترسره کړي، که عادي او اسان کار وي او ياغير عادي او ګران، د هغه قوت په خپله د هغه نه دى،په خپل مټ يې نه ترسره کوي. په روښانه وينا سره: که يوه موجود ته د وجود يا تاثير له پلوه يوه خپلواکي ومنو،د توحيد له لارې به واوړو؛ ځکه د هستۍ په اصل کې د يوه څيز پر خپوالکۍ اعتقاد په هستۍ کې له خداى نه د هغه د بې نيازۍ برابره ده او دغسې يو موجود به بې له خدايه چې په هستۍ کې څه شي ته اړ نه دى او وجود يې په ځان پورې اړوند دى، بل څوک وي. همداشان که د هغه وجود د خداى مخلوق وګڼو؛خو په دې عقيده اوسو،چې د نړۍ او بڼدګانو چارې هغه ته ورسپارل شوي دي او هغه يې په تدبير کې خپولاک دى، په دې ترڅ کې به هم مشرکان يو. د جاهليت په زمانه کې او د اسلام د لمر څرک پر وخت د زياتره مشرکانو عقيده همدا وه،د هغوى عقيده وه، چې پرښتې او ستوري چې مخلوق دي، د نړۍ مدير دى (يادداشت: چې کله عمرو بن لحى د بوت د لمانځنې د وجهې پوښتنه وکړه، د شام خلکو ورته وويل : موږ ورنه باران غواړو. هغوى موږته باران راليږي، مرسته ترې غواړو مرسته راسره کوي؛نو هغه په دې عقيده "هبل" بوت له ځان سره مکې ته راووړ . سيرة ابن هشام ١/٧٧)

او يا لږ تر لږه د خدايي چارو يوه برخه؛لکه شفاعت او مغفرت هغوى ته سپارل شوى دى او هغوى په دې چارو کې بشپړه خپلواکي لري.

د معتزله وو ډله،چې انسان د هستۍ له پلوه د خداى د خداى مخلوق ګڼي؛ خو د تاثير او کار په ترسره کولو کې ورته په خپلواکۍ قابل دى،که په خپله وينا کې ښه پوره غور وکړي؛نو و به ويني،چې دغسې عقيده يو ډول خفي شرک دى،چې دوى ترې ناخبره دي،که څه هم د مشرکانو د شرک په څېر نه وي. ددې داوړو ډولو شرکونو توپير بيخي روښانه دى. يوه يې د نړۍ په تدبير او الهي چارو کې د استقلال دعوى لري او بله يې په خپلو چارو کې د انسان د استقلال مدعي ده.   خداى ته د اولياوو پرمخ سوګند ورکول د شيخ محمد بن عبدالوهاب ډله په دوو لاندې برخو کې له نورو اسلامي فرقو سره اختلاف لري او وايي،چې دا ډول قسمونه حرام او احيانا په عبادت کې شرک ګنل کېږي. ١ _ خداى ته د اولياوو پر مخ سوګند ورکول. ٢ _ بې له خدايه پر بل څه قسم. دلته مونږ دا دواړه قسمونه تر څېړنې لاندې نيسو.

خداى ته د اولياوو پر مخ قسم ورکول قرآن مجيد د آل عمران په ١٧ آيت کې يو ډله په لاندې صفتونو ستايي آل عمران ١٧ آيت: [الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالأَسْحَارِ = هغوى چې (د ستونزو پروړاندې او د اطاعت په بهير او د ګناهونو په پرېښووو كې) صبر اوزغم كوي،رښتوني دي ( د خداى پر وړاندې) امر منونكي دي او ( د هغه په لار كې) نفقه وركوي اوسهار مهال له خدايه د بښنې دعاګانې كوي .] اوس که څوک د شپې تر لمانځه وروسته خداى تعالى ته د دغو په مقام او مخ قسم ورکړي او ووايي: "اللهم اني اسالک بحق المستغفرين بالاسحاراعفرلي ذنوبى" "خدايه! په سهار کې د استغفار کې د استغفار غوښتونکيو په مخ زما ګناهونه وبخښه" نوڅنګه دا عمل په "عبادت کې شرک" ګنل کېږي؛ځکه په عبادت کې شرک خو دادى چې څوک له خداى پرته بل څه ولمانځي او غير خداى د خدايي کارونو مبدا وګڼي،حال داچې مونږ په دې دعا کې خداى ته مخه کړې او له هغه پرته مو له بل چا څه نه دى غوښتي. که چېرې دا عمل حرام وي؛نو له "شرک" پرته بل دليل او علت بايد ولرو؛مونږ وايو،چې قرآن مجيد راته د مشرک (البته په عبادت کې شرک) او موحد د بېلولو لپاره قاعده ښوولې او د مشرک په باب د هر ډول "تفسير بالراى" مخنيوى يې کړى دى او هغه دا چې: [وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ= چې کله د ايکي يو "الله" خبرې کېږي؛نو پر اخرت د نامؤمنانو زړونه وترهېږي او چې كله نور معبودان ياد شي؛نو خوشحالېږي .] (زمر٤٥) [إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ .وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوا آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ =(ځكه) چې كله ورته د "لا اله الا الله" [کلمه] ويل كېدل (؛نو) لويي يې كوله او سر يې غاړوه؛ او ويل يې: (( آيا موږ د يو لېوني شاعر لپاره خپل معبودان پرېږدو؟!)) ](صافات ٣٥-٣٦) د دې دوو آيتونو د مضمون له مخې: مشرک هغه دى، چې کله د الله پاک نوم ياد شي؛نو دوى خپه کېږي او زړونه يې درنېږي او د نورو (دروغجنو خدايانو) په يادولو خوښېږي او ياداچې خداى تعالى له وحدانيت ځنې سرغړوي او په هېڅ بيه د غير خداى عبادت نه پرېږدي. د دې معيار له مخې څوک،چې په پخه شپه کې راپاڅېږي او د الله پاک د ياد لپاره خوږ خوب پر ځان حراموي او له هغه سره په راز و نياز اخته وي او هغه ته په موحدو او منلو بڼګانو قسم ورکوي؛نو ايا دا شرک دى؟ ايا ددې زړه د خداى پاک، د ياد له امله درنېږي او خداى تعالى له وحدانيته سرغړوي؟! ولې دوى د خپلو خيالي معيارونو له مخې ټولو موحدينو ته مشرکان وايي او خپل ځانونه د خداى تعالى د دربار منلى ګڼي؟ نو ددې معيار له مخې په سلو کې ٩٩ اهل قبله وو ته مشرک نه شو ويلاى او يوازې د نجدي ډلې ته موحدين ووايو. د حضرت علي په دعا کې هم دا ډول قسمونه ليدل کيږي. د صحيفه علويه په ٣٧ مخ کې راغلي چې: اللهم اني اسالک بحرمه من من عاذبک منک، و لجا الى عزک واستظل بفيئک واعتصم بحبلک، و لم يشق الابک" خدايه! هغه چې ستا له عذابه تا ته پناه دروړى او ستا په عزت ښايست شوي او تر سيورې لاندې دي او ستا پر رسۍ يې منګولى لګولي اوله تا پرته په بل چا يې زړه نه وي تړلى؛ نو ددې په احترام له تا نه سوال کوم او غواړم. د شيخ نجدي په پېروانو کې نرم دريځو "خداى ته د اولياوو پر مخ سوګند ورکول" د صنعاني ( ددې ډلې سخت دريځى ليکوال دى،چې دا مساله د کفر او شرک په پولو کې څېړي) پر خلاف د تحريم او کراهت په محدوده کې مطرح کړې. اوس چې مونږ ته د خپلې موضوع محور څرګند شو؛نو مسئله د حرامو او مکروه په حدودو کې تر غور لاندې نيسو او د مسئلې موضوع په دغه شان مطرح کول د هغه په سموالي دلالت کوي.

په اسلام کې د دې توسل پېښېدل په اسلامي رواياتو کې دغسې توسلات راغلي او د هغو په باب د حرامو يا مکروه فکر نه شو کولاى . حضرت پېغمبر هغه ړوند سړي ته داسې وښوول، چې ووايي: اللهم اني اسالک و اتوجه اليک بنبيک محمد نبى الرحمه (وګورئ: سنن ابى ماجه ١/٤٤١، سند احمد ٤/٣٨١،مسندرک حاکم ١/٣١٣٠، التاج ١/٢٨٦٠) ابوسعيد خدري رضى الله عنه د حضرت نبي اکرم نه داسې دعا نقل کړې ده. "اللهم اني اسالک بحق السائلين عليک و اساءلک بحق ممشاى هذا" . (وګورئ: صحيح ابن ماجه ١/٢٦١-٢٦١، مسند احمد ٣ جلد ٢١ حديث.)

حضرت آدم داسې توبه ويستله اساءلک بحق محمدالاغفرت لى .

( وګورئ: الدرالمنشور ١/٥٩، متسدرک حاکم ٢/٦١٥ ،روح المعاني ١/٢١٧)

حضرت پېغمبر چې د حضرت علي مور ښخه کړه؛نو د هغه په باب يې دا دعا وکړه: اغفرلا مى فاطمه بند اسد و وسع عليها مدخلها بحق نبيک ولانبياء الذين من قبلى ..... . (الفصول املهمه ٣١مخ، دابن صباغ مالکي تاليف (٨٥٥ کال مړ) په دې جملو کې که څه هم د قسم لفظ نه دى راوړل شوى؛خو واقعي مفاد يې همدغه ډول قسم دى.

لومړى اعتراض: کشف الارتياب په ٣٢ مخ کې يې له الهديه السنيه نه نقل کړى دى چې: اسلامي علماء په دې باب يوه خوله دي،چې خداى ته پر مخلوق قسم ورکول او يا د مخلوق حق حرام دى. ځواب: د اجماع معنى داده،چې د اسلام علماء په هر عصر او يا ټولو عصرونو کې ديو حکم په باب يوه خوله وي او په يو حکم کې په يو خوله کېدل د اهل سنتو د علماوو له نظره يوه الهي دليل دى. اوس دلته پوښتنه کوو،چې په دې مسئله کې د علماوو ترمنځ اتفاق نظر شته؟ ايا د اهل سنتو امامانو ددې قسم د تحريم په باب فتوى ورکړې؟ او که ورکړې يې وي، د فتواوو متن ، کتاب او مخ دې يې وښيي. اصولا د اهلسنتو په فقهي او حديثي کتابونو کې دا ډول توسل عنوان شوى نه دى،چې د هغه په باب نظر څرګند کړي، اوس نو دا پوښتنه کوو،چې د الهديه السنيه مولف، چې ددې قسم په باب د اجماع خبره کړې، هغه اجماع چېرته ده؟ د الهديه السنيه مولف يوازې د يوې ناشنا څېرې "العزين عبدالسلام" د تحريم يادونه کړې او بيا يې و رپسې د امام ابوحنيفه او امام ابويوسف رحمة الله عليهما له لوري نقل کړى، چې هغوى هم د فلاني په حق ويل يې مکروه ګڼلي؛خو د دې فتوى سند يې نه دى ښوولى. نو ويلاى شو،چې د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه پورې د دې فتوى منسوبول سم نه ښکاري. دويم اعتراض: کشف الارتياب په ٣٣١ مخ کې د قدوري په نقل ليکي: ان المساله بحق المخلوق لا نجوز لا نه لا حق للمخلوق على الخالق. د مخلوق په حق له خداى پاک ځنې سوال جايز نه دى؛ځکه مخلوق د خالق په ذمه کې حق نه لري. ځواب: دا ډول استدلال د نص په مقابل کې له اجتهاد پرته نور څه نه دي. په قرآن مجيدکې په ځينو آيتونو کې راغلي دي،چې صالح مؤمنين پر خداى تعالى باندې حقوق لري. روم ٤٧ آيت: [وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاؤُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَانتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ= توبه ١١١ آيت: [إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللّهِ فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ = په حقيقت کې خداى له مؤمنانو ځانونه او مالونه يې د جنت په بدل كې پېرلي دي ؛( په دې توګه چې ) د خداى په لار كې جنګېږي؛ نو وژني او وژل كېږي،پر هغه دا (د جنت وعده) پخه وعده ده،چې په تورات او انجيل او قرآن كې ياده شوې ده او څوك دى،چې تر خداى ښه خپله ژمنه پوره کوي؟ (هو، هېڅوك نشته) نو له خداى سره په خپلې راكړې وركړې خوښ اوسئ او يوازې دا ستره بريا ده!] يونس ١٠٣ آيت: [ثُمَّ نُنَجِّي رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُواْ كَذَلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ الْمُؤْمِنِينَ = بيا ( چې كله عذاب راورسېږى؛نو) موږ خپل استازي او هغوى ژغورو، چې ايمان يې را وړى وي او په دې توګه پر موږ فرض (او حق) دى،چې مؤمنان وژغورو .] نساء ١٧ آيت:[ إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوَءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُوْلَـئِكَ يَتُوبُ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللّهُ عَلِيماً حَكِيما=ً خداى يوازې د هغه چا توبه قبلوي،چې په ناپوهۍ بدكار ترسره كړي او بيا ژر توبه وباسي؛خداى د دغسې كسانو توبه مني او خداى پوه (او) حكيم دى .] که رښتيا مخلوق پر خالق باندې حق نه درلود؛نو ولې په تېرو شويو احاديثو کې حضرت آدم او حضرت محمد عليهما السلام خداى ته پر دغسې حقوقو قسم ورکاوه. بيا هم په دې باب لاندې احاديثو ته پاملرنه وکړئ: الجامع الصغير سيوطي ٢/٣٣ حق على الله عون من نکح التماس العفاف مما حرم الله څوک چې د عفت لپاره ځان له حرامو نه ساتي پر خداى ده، چې ورسره مرسته وکړي. سنن ابن ماجه ٢/٨٤١: قال رسول الله: ثلاثه حق على الله عونهم، العازى فى سبيل الله، والمکاتب الذى بريد الاداء، والناکح الذى بريد التعفف. له درې ډلو سره د خداى تعالى مرسته لازمه ده: خداى د لارې مجاهد، هغه مريى،چې له خپل مولا سره يې تړون کړى وي،چې د يو مقدار مبلغ تر ورکولو وروسته به يې ازادوي، هغه ځوان چې د واده له لارې خپل عفت ساتي. "نهايه" ابن اثير د "حق" ماده: "اتدرى ما حق العباد على الله...." ايا پر پروردګار باندې چې د بندګانو حق دى نه يې ويني؟ هو! دا بايد ووايو، چې ذاتا هېڅوک پر خداى تعالى حق نه لري که په پېړيو يې هم عبادت کړى وي؛ځکه بنده چې هر څه لري،هغه د خداى تعالى دى او خپل يې څه د خداى پاک په لاره کې نه دي لګولي،چې بالذات د هغه د بدلې مستحق وي. نو ځکه په دغسې مواردو کې دغسې حق،هماغه الهي اجرونه ، مقام او منزلت دى،چې متعال خداى د خپل رحمت له مخې پرې لورولى او د دې پيرزوينو ذمه وارۍ يې پر غاړه اخستې او په خپله ذمه د دغسې حق اخستل د عظمت او سترتوب نښه ده. يا په بله وينا پر خداى تعالى باندې د مخلوق د حق مساله داسې ده؛لکه چې خداى پاک له فقير او نيستمن بنده ځنې پور اخلي [مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ =څوك دى،چې خداى ته غوره پور (قرض حسنه) وركړي ( او خداى وركړي مالونه نفقه كړي) چې خداى ورته هغه څو ځل زيات كړي؟ او خداى دى،چې (د بندګانو روزي ) كموي يا پراخوي (او نفقه هېڅكله د هغوى د روزۍ د كمولو لامل نه ګرځي) او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول كېږئ ( او خپله بدله به تر لاسه كړئ .)]

( بقره  ٢٤٥ آيت:)

او دا تعهدات او ژمنې او د بندګانو حقدارېدل يې د خپل لطف او کرم له مخې دي،چې په کمال لطف سره ځان د صالحو بندګانو پور وړى کوي او هغوى د حقوق خاوندان ګني او خپل ځان (من عليه الحق) متعهد او ژمن ښيي.   بې له خدايه پر بل څه قسم بې له خدايه پر بل څه قسم، له هغو مسئالو ځنې دى،چې د شيخ محمد بن عبدالوهاب ډله ورسره خاص حساسيت لري. د ډې ډلې يو ليکوال "صنعاني" د "تطهير الاعتقاد" په ١٤ مخ کې دا مساله د شرک سرچينه ګڼلې اود الهديه السنيه مولف د دې کتاب په ٢٥ مخ کې ورته وړوکى شرک ويلى دى. خو مونږ دلته دا مساله له تعصب پرته د "قرآن او سنت" په رڼا کې څېړو.

په غير خداى باندې د قسم د جواز دلايل لومړى دليل: په قرآن مجيد کې په لس ګونو ځايونو کې په غير خداى قسم ياد شوى،چې دلته د ټولو راوړل بحث اوږدوي. متعال خداى په "شمس" سورت کې پر اتو څيزونو قسم يادوي: "لمر، د هغه د هغه په نور، سپوږمۍ، ورځ، شپه، اسمان، انساني نفس او ځمکه."

تين ١-٣ آيتونه: [وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ .وَطُورِ سِينِينَ .وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ = پر انځر او ښونه قسم! [يا پر شام او بيت المقدس قسم]! او پر "طور سينين" قسم! او (د مکې) پردې (له) امن [و امانه پر ډک] ښار قسم! ] الليل ١-٢ آيتونه:[ وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَى .وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّى = پر شپه قسم،چې كله (نړۍ په خپلو تيارو کې) ونغاړي! او پر ورځ قسم،چې كله راښكاره شي ! ] فجر ١-٤ آيتونه:[ وَالْفَجْرِ .وَلَيَالٍ عَشْرٍ .وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ .وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ= پر سباوون قسم! او پر لسګونو شپو قسم!او پر جوړه او طاق قسم !او قسم پر شپه،چې كله (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي (چې ستا پالونكى ظالمانو ته په څارنځي كې دى)!]

طور ١-٦:[ وَالطُّورِ .وَكِتَابٍ مَّسْطُورٍ .فِي رَقٍّ مَّنشُورٍ .وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ . وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ .وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ = قسم دى پر طور (غره) او پر ليكل شوي كتاب قسم،(چې) په پرانسته پاڼه كې (ليكل شوى دى)، او پر ودان كور قسم،او پر لوړ چت (اسمان) قسم او [له اوبو يا اوره] پر ډك سمندر قسم،]

حجر ٧٢ آيت: [لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ =(خداى وويل:) ستا پر عمر قسم،چې دوى د خپلې ( بې لارۍ ) په مستۍ كې له سده وتلي دي (او عقل او شعور يې له لاسه وركړى دى) !] همدارنګه په "النازعات" سورت کې په دريو څيزونو، په "المرسلات" سورت کې په دوو څيزونو قسم ياد شوى او د بروج، الطارق، القلم، العصر او البلد په سورتونو کې هم قسمونه ياد شوي دي. نو په قرآن کريم چې دا پر له پسې قسمونه راغلي؛نو ايا ويلاى شو، چې په غير خداى قسم شرک او حرام دى؟ قرآن د لارښوونې کتاب دى او که چېرې په غيرخداى قسم په بندګانو حرام واى؛نو ويلي به يې چې دا ډول قسم د خداى تعالى له خصوصياتو دى او تاسې پرې قسم مه يادوئ. ځينې چې د قرآن له اهدافو بې خبره دي، په ځواب کې وايي: ممکن دى له خداى تعالى سره،چې کوم څيز ښايي، هغه له نورو سره نه ښاييږي. خو په ځواب کې يې وايو که په رښتيا په غير خداى قسم شرک او د غير خداى له خداى تعالى سره تشبيه وي؛نو ولې په خپله خداى تعالى دغسې شرک او يا وړوکى شرک کوي؟ ايا دا سمه ده،چې الله تعالى له ځان سره په شريک قايل شي او له ځانه پرته نور له دغسې شرک ځنې وساتي؟ دويم دليل: حضرت پېغمبر اکرم په ځينو مواردو کې په غير خداى قسم ياد کړى دى؛لکه: ١ _ د صحيح مسلم، کتاب الزکاة، درېم جز باب افضل الصدقة په ٩٤ مخ کې راغلي چې: جاء رجل الى النبى فقال يا رسول الله اى الصدقه اعظم اجرا فقال اما وابيک لتنباء نه ان تصدق و انت صحيح شحيح تخى الفعر و تامل البقاء" يو سړى نبې اکرم ته راغى او ويې ويل: اى رسول الله! کومه صدقه لوى اجر لري؟ ورته يې وويل : په پلار دې قسم، چې له هغه نه به دې خبر کړم او هغه دا چې صدقه ورکړې؛خو چې ته روغ او رمټ يې او حرص هم لرې،له فقر نه وېرېږي اود راتلونکي غم هم درسره وي. ٢ _ د صحيح مسلم، لومړى جزء، باب ما هو الا سلام و بيان خصاله، په ٣٢مخ مخ کې راغلي چې: جاء رجل الى رسول الله من اهل نجد، يسال عن الاسلام ، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: خمس صلوات فى اليوم والليل، فقال: هل على غير هن؟ قال: لا ، الا ان تطوع، وصيام شهر رضمان، فقال: هل على غيره؟ قال: لا، الا ان تذ وع، وذکر له رسول الله صلى الله عليه وسلم الزکاة فقال : هل على غيره؟ قال: لا ، الا ان تطوع، فادبرالرجل و هو يوقل والله لا ازيد على هذا ولا انقص منه،فقال رسول الله افلح و ابيه ان صدق او دخل الجنة و ابيه ان صدق. د نجد له اوسېدونکيو يو سړى نبي اکرم ته راغى او د اسلام په باب يې پوښتنه وکړه. حضرت پېغمبر ورته وويل، چې اسلام پر دغو سنتو ولاړ دى: الف: په شپه او ورځ کې پنځه لمونځونه، د نجد سړي وويل: له دې پرته نور لمونځونو شته؟ ورته يې وويل: هو مستحب لمونځونه شته. ب: د رمضان د مياشتې روژه نيول. سړي پوښتنه وکړه: له دې پرته نوره روژه شته؟ ويې ويل: هو،مستحبي روژې شته. ج:زکات. سړي پوښتنه وکړه : نور زکات شته؟ ورته يې وويل : هو مستحب زکات شته. سړي له حضرت پېغمبر ځنې پاڅېد او ويل به يې : نه يې زياتومه او نه يې کومه. حضرت نبي اکرم وويل: د هغه پر پلار قسم،چې بريالى شي که رښتيا وايي،د هغه پر پلار قسم چې جنت ته به ننوځي که رښتيا وايي. ٣ _ د مسند احمد حنبل د ٥ ټوک په ٢٢٥ مخ کې راغلي: فلعمرى لان تکلم بمعروف و تنهى عن منکر خير من ان تسکت په ځان مې قسم، تر چوپتيا غوره دى،چې په نېکيو امر وکړې او له بديو منع وکړې. دغسې د تېر ماخذ، ٢١٢مخ او سنن ابن ماجه د لومړي ټوک ٩٩٥ او ٢٥٥ مخونه وګورئ. د موطاء امام مالک ( د زرقاني شرح) د ٤/١٥٩ کې راغلي چې د مسلمينو لومړي خليفه حضرت سيدنا ابوبکر د مخاطب سړي په پلار قسم ياد کړى او حضرت علي هم څو څو ځله پر ځان قسم ياد کړى، په دې باب د شيخ محمد عبده له خوا د تشريح شوي نهج البلاغې ٢٣،٢٥، ٥٦، ٨٥، ١٦١، ١٦٨، ١٨٢، ١٨٧ خطبې او ٦، ٩ او ٥٤ ليکونه وګورئ.

څلورګوني مذاهب او په غير خداى قسم د الفقه على المذاهب الاربعة کتاب اليمين د ١/٧٥ کې راغلي چې: احناف عقيده لري،چې په پلار او ژوند او داسې نورو باندې د قسمونو يادول مکروه دي. شافعيان عقيده لري، چې که پر غير خداى باندې قسم، خداى تعالى ته د تعظيم او سپکاوي په حدودو کې نه وي؛ نو مکروه دى. مالکيان وايي: په سترو شخصيتونو او مقدساتو (؛لکه حضرت پېغمبر او کعبه) باندې قسم يادول له يوه پلوه مکروه او له بله پلوه حرام دى؛خو مشهور يې حرمت دى. حنبليان وايي: د خداى تعالى او د هغه له صفاتو نه پرته په نورو قسم يادول حرام دى، که څه هم پېغمبر يا ولي وي. خو په حنابله وو پورې د دې ډول قسمونو د تحريم تړل سم نه دي؛ځکه ابن قدامه د المغني د ٩/٥١٧ کې ( چې د حنبلي فقهې د احيا پر بنياد يې ليکلى) ليکي: زمونږ يوې ډلې اصحابو ويلي،چې پر رسول الله باندې د قسم ماتول کفاره لري. له امام احمد نه نقل شوي،چې ويلي يې دي: هر څوک چې د رسول الله په حق کې قسم ياد کړي او بيا يې مات کړي، کفاره لري؛ځکه د شهادت له ستنو يو هم پېغمبر دى؛نو ځکه پر هغه باندې قسم په خداى تعالى باندې قسم دى او دواړه کفاره لري. نو له دغسې نقلونو ځنې معلومېږي، چې هېڅکله هم داهل سنتو ائمه وو په غوڅه او قطعي توګه په غير خداى باندې د قسم د حرمت فتوى نه ده ورکړې.

پر غير خداى باندې د قسم په باب د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې لاسوند لومړى حديث: د سنن ابن ماجه د ١/٢٧٧، د سنن ترمذي ٤/١٠٩، سنن نسايي ٧ مخ او دالسنن الکبرى ١٠/٢٩ چې: ان رسول الله سمع عمر رضى الله عنه وهو يقول: وابي فقال ان الله ينها کم ان تحلفوا بابائکم، و من کان حالفا فليحلف بالله او يسکت. رسول الله واورېدل،چې عمر رضى الله په خپل پلار قسم ياودي،حضرت پېغمبر اکرم ورته وويل، چې الله تعالى تاسې پر پلرونو باندې له قسم يادولو نه منع کړي اوسئ؛نو څوک چې قسم يادوي،په خداى تعالى دې يې ياد کړي او يا دې چپ اوسي. ١ _ پر پلرونو باندې د قسم له يادولو نه منع ددې له امله وه، چې غالبا د هغوى پلرونو به مشرکان او بوت پرست وو او دغسې کسان کوم ارزښت او احترام نه لري،چې سړى ورباندې قسم ياد کړي؛لکه چې په ځينو احاديثو کې راغلي: پر پلرونو او طاغوت ( د عربو بوتان) باندې قسم مه کوئ. (وګورئ: د السنن الکبرى ١/٢٩ کې يې له صحيح مسلم نه نقل کړى او د سنن نسايي ٧/٧٧ د سنن ابن ماجه ١/٢٧٨ کې دغسې د سنن نسايي ٧/٦ کې بل حديث راغلى چې: لا تحلفوا بابائکم و لا بامهاتکم و لا بالانداد. ٢ _ اسلامي علماوو په اتفاق سره منلې،ده چې ددښمنۍ د پاى ته رسولو لپاره پر خداى تعالى او د هغه پر صفاتو پرته بل قسم ( سم نه دى) پوره اوکافي نه ده. نو ځکه د قضاوت او دښمنۍ د پاى ته رسولو په وخت کې پر پلرونو باندې له قسم يادولو نه منع شوي. دويم حديث: د السنن الکبرى ١٠/٢٩ کې او د مسند احمد ١/٤٧ او ٢/٣٤، ٦٧، ٧٨ او ١٢٥ کې راغلي چې: جاء ابن عمر رجل فقال: احلف بالکعبه، قال لا و لکن احلف برب الکعبه قان عمر کان يحلف بابيه فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم لا تحلف بابيک، فان من حلف بغير الله فقد اشرک. يو سړى د حضرت عمر زوى ته راغى او ويې ويل: چې زه په کعبه قسم يادوم، ابن عمر ورته وويل: دا مه کوه او د کعبې په رب قسم وکړه، حضرت عمر په پلار قسم ياداوه؛خو رسول الله هغه له دې کاره منع کړ؛ نو څوک چې په غير الله قسم کوي؛ نو له خداى سره به يې شرک کړى وي. ځواب: د مخکينيو دلايلو له مخې،چې په غير خداى باندې قسم روا ګڼي؛نو دا پورته حديث بايد داسې توجيه او تفسير شي: دا حديث له دريو برخو جوړ شوى دى: ١ _ يو سړى ابن عمر رضى الله عنه ته راغى او ورته يې وويل، چې زه په کعبه قسم يادوم؛خو نوموړي هغه له دې قسمه منع کړ. ٢ _ عمر رضى الله عنه د پېغمبراکرم په مخ کې پر خپل پلار (خطاب) باندې قسم ياداوه،چې حضرت رسول اکرم هغه له دې عمل نه منع کړ او ورته يې وويل چې په غير الله قسم شرک دى. ٣ _ حضرت پېغمبر اکرم د (من خلف بغير الله فقد اشرک) خبره پر مشرک باندې د قسم په باب کړى؛خو ابن عمر رضى الله له دې نه په پراخه معنى پوهېدلى او مقدسان (لکه کعبه) يې هم په کې راوستې. ددې روايت او له مخکېنيو رواياتو ( چې پېغمبر او نورو په غير خداى قسم ياداوه)( له يو ځاى کېدو نه دا نتيجه په لاس راځي،چې د پېغمبر اکرم دا خبره ( څوک چې په غير خداى قسم ياد کړي؛نو شرک به يې کړى وي) يوازې په دې پورې تړلې،چې حق "مقسم به" مشرک وي؛نه مسلمان او د قرآن، کعبې او پېغمبر په څېر مقدسات او دابن عمر رضى الله عنه اجتهاد،چې د پېغمبر له خبرې يې پراخه معنى اخستې، يوازې هغه ته دليل دى؛ نه نورو ته. او دا چې په "مشرک پلار" باندې قسم يو ډول شرک دى؛ علت يې دادى،چې دا ډول قسم په ښکاره د هغوى د لارې او طريقې د تصديق په معنى دى. دويمه څېړنه: د حضرت پېغمبر اکرم د "من حلف بغير الله فقد اشرک"خبره د "لات او عزى" طواغيتو ته ده؛ نه مشرک پلار ته او دا خو لا څه کوې،چې پر مقدساتو باندې قسم خو نه دى او نه دى او دا د ابن عمر رضى الله عنه اجتهاد دى، چې په بوتانو پورې اړونده قانون يې په دوو نورو مواردو ( پر مشرک او پر کعبې قسم) هم تطبيق کړى دى او که نه د پېغمبر صلى الله عليه وسلم خبر دومره پراخه نه ده او ددې خبرې لپاره لاندې حديث سند دى: "من حلف فقال فى حلفه بللات والعزى، فليقل، لا اله الا الله... سنن نسايي ٧/٨ څوک چې په لات او عزى قسم ياد کړي؛نو سم دستي دې "لا اله الا الله ... ووايي: دا حديث ښيي، چې تر هغه وخته پورې د مسلمانانو په اذهانو کې جاهلي رسوبات لا پاتې وو او کله ناکله به يې د پخواني عادت له مخې پر طواغيتو قسم ياداوه او حضرت پېغمبر ددې ناوړه عمل له منځه وړو لپاره هغه کلي خبره وکړه! خو ابن عمر رضى الله عنه هغه پر مقدساتو او مشرک پلار هم تطبيق کړه. دا چې د حضرت پېغمبر خبره نه پر مقدساتو او نه پر مشرک پلار باندې قسم ته مقارنه ده، لاندې دليل دى: ١ _ امام الحنابله د مسند ٢/٣٤ کې دويم حديث داسې نقل کړى،چې ښيي د حديث د معنى د پراخوالي تطبيق د ابن عمر رضى الله له خوا دى. د حديث متن: کان يحلف ابى ، فنهاه النبى، قال من حلف بشيئ دون الله فقد اشرک. عمر رضى الله عنه پر خپل پلار قسم خوري؛رسول الله منع کړ او ويې ويل : هر څوک چې غير خداى باندې قسم ياد کړي؛نو له خداى تعالى سره به يې شرک کړى وي. لکه چې ويني: د "من حلف..." جمله د عطف له "واو" يا "فاء" پرته راغلې او که چېرې درېم حديث پر پلار باندې د قسم د حديث ذيل واى؛نو لازمه وه،چې دويم حديث د عطف په ټکي پيل شوى واى، بيا د مسند مولف د ٢/٦٧ کې ليکي: "من حلف" يې په مستقل ډول بيان کړى،بې له دې چې د حضرت عمر د قسم قصه يې ياده کړې وي او وايي "من حلف بغير الله قال فليه قولا شديدا" څوک چې پر غير خداى قسم ياد کړي؛نو په دې باب يې ناروا خبره کړې ده او يا نبي اکرم د هغه په باب سخت ويلي مثلا ويلي يې دي، چې شرک يې کړى. د دې دوو څېړنو ترمنځ پوره توپير لېدل کېږي، لومړنۍ څېړنه پردې ولاړه ده،چې د حضرت پېغمبر خبره د "رجس" څيزنو (؛لکه بوتان مشرکان) په باب ده او کله هم پر مقدسو څيزنو (؛لکه قرآن، کعبه، پېغمبر) نه تطبيقېږي اودا يوازې عبدالله بن عمر رضى الله عنه دى، چې د پېغمبر اکرم خبره په پراخه مفهوم ګڼي. په دويمه څېړنه کې د حضرت پېغمبر خبره له دې هم ګونګه ده او يوازې په بوتانو او طاغوتانو (؛لکه "اصنام" او "اوثان") پورې ده او دا عبدالله بن عمر رضى الله عنه دى، چې د پېغمبر اکرم خبره يې تر "مشرک" هم رارسولې. يوازې د حضرت پېغمبر مسئله پاتې کېږي،چې حضرت عمر يې پر پلار باندې له قسم نه منع کړى دى، بې له دې چې هغه کلي جمله پرې تطبيق کړي او د مجوزو رواياتو ته په پام سره دا نهې، يوه کراهتي نهې ده، چې پر "مشرک" تطبيقېږي؛نه پر مسلمان او مقدسو څيزونو.   الهي اولياوو ته نذر د نړۍ په مسلمانانو کې رواج دى،ځينې چې له ستونزو سره مخامخ شي؛نو وايي که خداى پاک رانه دا مشکلات لرې کړي؛نو يا به پسه حلال کړم او يا به دا کار وکړم،چې دې ته نذر وايي: "لله عليه کذا ان کان کذا" په تېره بيا مسلمانان په هغو ځايونو کې نذرونه ورکوي،چې هلته د صالحانو او اولياوو قبرونه دي. شيخ مجمد بن عبدالوهاب او شيخ ابن تيميه دواړو دا عمل د مشرکانو عمل ګڼلى او شيخ ابن تيميه په دې باب وايي: فرقان القرآان ١٣٢ مخ: من نذر شياء للنبي او غيره من النبيين والاولياء من اهل القبور او ذبح ذبيحه کان کالمشرکين الذين يذبحون لا وثانهم وينذرون لها فهو عابد لغير الله فيکون بذلک کافرا" هر څوک چې د پېغمبر او يا نور پېغمبرانو لپاره څه نذر او ذبح کوي؛نو دوى د مشرکانو په څېر دى،چې خپلو بوتانو ته نذر کوي او يا ورته څه ذبح کوي او په دې توګه هغوى "غيرالله" نمانځنې او کافران کېږي. دلته دا دواړه د حکم په ظاهري ورته والي تېر ايستل شوي، حال داچې په ګډو او شريکو اعمالو کې بايد د ظاهري ورته والي له مخې قضاوت ونه کړو؛بلکې دلته زمونږ کچه او ملاک بايد نيت او د زړه اراده وي. نو که مونږ د ظاهري اعمالو له مخې قضاوت کوو؛ نو دحج ډېر اعمال د بوت نمانځنکيو په څېر دي، چې هغوى له ډېرو او خټو نه تاوېږي او خپل ډبرين يا لرګين بوتان ښکلوي او همدغسې ورته کار مونږ هم کوو، له کعبې (چې له ډبرو او خټو جوړه شوې)ګرد چاپېره طواف کوو، ججرالاسود ښکلوو او په منى کې وينه تويو او ذبح کوو. مونږ بايد په ظاهرا شريکو کارونو کې د نيت او انګېزې له مخې قضاوت وکړو،نه داچې د اعمالو ظاهري ورته والي له امله دواړه سره يو شان وګڼو. په دې باب، د "صلح الاخوان" مولف په ١٠٢ او.... مخونو کې ليکي: انما المساله تدرو مدارنيات الناذرين و انما الا عمال بالنيات فان کان قصد الناذرالميت نفسه والتقرب اليه بذلک لم يجز قولا واحدا و ان کان قصده وجه الله تعلاى وانتفاع الاحياء بوجه من الوجوه و ثوابه لذلک المنذور له الميت فيجب الوفاء بالنذر. که له نذر ځنې هدف مړي ته نژدېوالى وي؛نو دا عمل ناروا دى او که نذر د خداى لپاره وي،چې يوه له خلک ترې ګټه واخستى شي او ثواب يې مړي ته ورسېږي؛نو په دې صورت کې نذر ښه دى. نوموړى اسلامي عالم حقه خبره کړې او د نړۍ مسلمانان د خداى لپاره نذرونه کوي او له همدې ځايه د مسلمانانو او بوت نمانځنکيو د اعمالو ترمنځه بنيادي توپير ليدل کېږي، چې هغوى د بوت نامه او يا هغه ته د نژدېوالي لپاره کوي او تحفې هم وروړي؛خو مسلمانان د خداى تعالى د رضا لپاره نذر کوي او ثواب يې مړي ته بخښي؛نو ځکه په نذرونو کې د الله جل جلاله نوم اخلي او وايي: لله عليه ان قضيت حاجتى ان افعل کذا؛ په حقيقت کې د نذر هدف د خداى تعالى د رضا حاصلول او ثواب يې د قبر خاوند ته بخښل دي او نذر فقيرانو او نيستمنو ته او يا په نورو خيريه ځايونو کې لګول دي؛نو څنګه دې عمل ته شرک ويلاى شو او عمل کوونکى يې مشرکان ګڼو؟ لنډه داچې دا ډول نذرونه د پېغمبرانو او صالحانو له خوا يو ډول صدقه ده،چې ثواب يې هغوى ته ورګرځول کېږي او يو اسلامي عالم هم د مړو له خوا صدقې ورکولو ته ګوته نه ده نيولې. د دې لپاره چې لوستونکى د هغوى له تېروتنو سره بلد کړو؛ نو په دې باب لږه رڼا اچوو: په عربي به کې د صدقي په باب مطلب په لام ادا کېږي؛ خو کله له لام ځنې مراد هدف او عرض وي؛لکه "لله على" او کله ترې مطلب د لګښت بيانول وي؛لکه : " انما الصدقات للفقراء" او د نذر د صيغې د اجرا په وخت کې دواړه "لامونه" استعمالېږي او وايي: "نذرت لله ان قضيت حاجتى ان اذبح للنبي" لومړى لام "لله" د هدف او عرض لپاره راوړل شوى او مطلب يې د نذر د هدف بيانول دي،چې د خداى د رضا لپاره ترسره کېږي او دويمني "لام" له نذر ځنې ګټه اخستل مراد دى،چې ثواب يې چا ته رسېږي. لنډه داچې په "صليت لله" او يا "نذرت لله" کې "لام" د هدف ښوونکى دى،چې د الله د رضا لپاره، لمونځ کوم او يا نذر کوم. حال داچې په "اذبح للنبى، اولوالدى، اولو الدتى" کې "لام" د ګټې اخستونکي لپاره راوړل شوى،چې دا عمل د هغه لخوا ترسره کېږي او له ثواب نه يې برخمن کېږي او دغسې نذر د هغه سړي عبادت نه دى؛بلکې د خداى عبادت دى،چې د خداى مخلوق ترې ګتور کېداى شي او په اسلامي احاديثو کې د دې مطلب په باب زيات مثالونه شته،چې ځينې يې دادي: ١ _ حضرت سعد (رض) له پېغمبره اکرم نه پوښتنه وکړه: مور مې وفات شوې او که ژوندۍ واى؛نو صدقه يې ورکوله؛ نو که اوس زه د هغه لخوا صدقه ورکړم، هغې ته څه ګټه رسوي؟ پېغمبر اکرم وويل: هو ! بيا يې پوښتنه وکړه: کومه صدقه به زياته ګټوره وي؟ ورته يې وويل: اوبه؛نو حضرت سعد (رض) څاه وويسته او ويې ويل: "هذه لام سعد" په دې جمله کې "لام" د "نذرت لله" له "لام" پرته دى، لومړى "لام" د نيت او انګېزې بيانوونکى او دويمنى "لام" د ګتې او استفادې ښودونکى دى.

( وګورئ: فرقان الفرقان، ١٣٣ مخ)

٢ _ يو سړي نذر کړى و، چې په "بوانه" کې به اوښ حلالوي؛ نو د پوښتنې لپاره حضرت پېغمبر اکرم ته ورغى، رسول اکرم ورته وويل: هلته د جاهليت په وخت کې بوت و، چې خلکو نمانځنو، ويې ويل: نه بيا ترې حضرت پېغمبر وپوښتل : ايا هلته په يو جاهلي اختر کې هم کومه غونډه جوړه شوې وه؟ ورته يې وويل : نه ! نو حضرت پېغمبر ورته وويل: "اف بنذرک فانه لا وفاء لنذر فى معصية الله و لا فيما لا يملک ابن آدم" "نذر دې وکړه؛ځکه نذر په دوو مواردو کې سم نه دى." ١ _ د ګناه په صورت کې ٢ _ په هغه څه کې،چې انسان يې خاوند نه وي .

( وګورئ: سنن ابى داود ٢/٨٠)

٣ _ يوې ښځې حضرت پېغمبر ته وويل: نذر مې کړى،چې په يو خاصځاى کې څاروي حلال کړم: حضرت ورته وويل: ايا د بوت (صنم) لپاره دې نذر کړى؟ ويې ويل: نه ؛جضرت پېغمبر ورته وويل، په خپل نذر عمل وکړه .

( وګورئ: سنن ابى داود ٢/٨١)

٤ _ د حضرت ميمونې بي بي پلار له حضرت پېغمبر نه پوښتنه وکړه،چې نذر مې کړى، چې په "بوانه" کې ٥٠ پسونه حلال کړم، حضرت ورته وويل: ايا هلته بوت شته؟ ورته يې ويل : نه  ! نو پېغمبر اکرم ورته وويل چې نذر وکړه. داچې حضرت پېغمبر اکرم پرله پسې پوښتنه کوله،چې هلته مخکې يا اوس بت شته او يا د اختر په نامه کومه غونډه جوړېږي؛نو مطلب يې دا و چې د قرآني دستور ( و ما ذبح على النصب – او هغه څاروى چې د کوم چا په دربار کې ذبحه کړاى وي؛يعنې د بوت او د بوت د رضا تر لاسه کولو لپاره ذبحه حرامه ده) له مخې د بوت او بوت ته د نژدېوالي په نامه ذبح حرامه ده. او پوښتونکيو ددې له امله په ټاکلي ځاى کې حلاله کوله، چې هلته فقيران او نيستمن زيات وو او يا داچې هلته به د حلالې کار اسانه و. په پاې کې وايو چې نذر د خداى تعالى لپاره دى او هغه څه چې د هغه په نامه ذبح کېږي، ثواب يې "اولياء الله" ته رسي او فقيران او زايران هم ورنه مادي ګټه اخستى شي.   د اولياوو د اثارو تبرک مسلمانان د اولياوو اثارو ته په تبرک او احترام قايل دي؛خو د شيخ محمد بن عبدالوهاب ډله دې عمل ته شرک وايي او څوک چې د نبي اکرم محراب او منبر ښکلوي ( که څه هم په هېڅ ډول الوهيت ورته قايل نه وي)؛نو دوى ورته مشرکان وايي. حال داچې مسلمانان له حضرت رسول اکرم سره د زياتې مينې له امله د هغه اثار ښکلوي؛نو اوس دلته له دوى نه پوښتنه کوو، چې د يوسف (ع) د کميس په باب څه دليل لري؟ [اذْهَبُواْ بِقَمِيصِي هَـذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ . وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ .قَالُواْ تَاللّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلاَلِكَ الْقَدِيمِ .فَلَمَّا أَن جَاء الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ = زما دا كميس درسره يوسئ او زما د پلا رپرمخ يې وغوړوئ (چې) ليدونکى شي او ټوله کورنۍ مو ماته راولئ )) او چې كله (د وروڼو) كاروان (له مصره) ووت؛ نو پلار يې (په كنعان كې) وويل : كه ما پر ناپوهۍ اوكم عقلۍ نه تورنوئ؛نو ماته خوبيخي د يوسف بوى راځي . ( شاوخوا يې) وويل :((پر خدا ى قسم،ته خو په هماغه پخواني سوداييتوب کې يې!)) نو چې زېرباڼى راغى او كميس يې د يعقوب پرمخ وغوړاوه؛ نو ليدونکى شو! ويې ويل :(( درته مې نه و ويلي،چې په واقع کې زه د خداى له لوري پرهغه څه پوهېږم،چې تاسې پرې نه پوهېږئ .)) ](يوسف ٩٣ -٩٦ آيتونه) نو که اوس يو مسلمان د نبي اکرم د قبر خاورې پر خپلو ليمو ومښي او د اسلامي لارښوونکيو قبرونه د احترام په توګه ښکل کړي او يا په هغوى کې تبرک ولټوي او ووايي، چې خداى پاک په دې خاورو کې داسې اغېزې غورځولي او په دې کار کې د زمانې د "يعقوب" پيروي وکړي؛نو ولې تکفير او ورټل شي! څوک چې دګران پېغمبر د تاريخ په باب لږ و ډېر معلومات لري؛نو دا ورته څرګنده ده،چې د هغه يارانو به د آنحضرت د اوداسه اوبه د تبرک لپاره اخستلې او په دې عمل کې به يو له بله ړومبي کېدل، په دې باب د صحيح بخاري او صحيح مسلم څو روايتونو ته مو پام ګرځوو: ١ _ د بخاري شريف ٣/٥٥ کې راغلي: د حديبيه د سولې په وخت کې، چې به پېغمبر اودس کاوه؛ نو يارن به يې د اوداسه د څاڅکو د تښتولو لپاره پر يو بل ړومبي کيدل. ٢ _ د صحيح بخاري ٤/٢٢٧ کې د نبوت د ختم په باب او د صحيح مسلم د خاتم النبوع په باب کې داسې راغلي: امام بخاري له سائب بن يزد نه نقل کوي، چې ويل يې ترور مې زه د پېغمبر اکرم حضور ته بوتلم او ويې ويل: خور مې ناروغه ده، پېغمبر اکرم اودس وکړ او ماته يې له خدايه برکت وغوښت او اودس يې وکړ، چې د پېغمبر د اودس له اوبو مې وڅښلې. ٢ _ د صحيح بخاري٤/٢٢٦ کې د پېغمبر اکرم د صفاتو په باپ کې نقل شوي: امام بخاري له وهب بن عبدالله نه نقل کوي،چې خلکو د پېغمبر اکرم لاسونه پر مخ راښکل او ماهم د پېغمبر اکرم لاسونه ونيول او پرمخ مې راښکل او لاسونه يې له مشکو ډېر خوږبويه وو. ٤ _ د صحيح بخاري ٤/ ٢٣١ کې د پېغمبر د صفاتو په باب نقل شوي : حضرت پېغمبر په ابطح کې دننه په خيمه کې و، حضرت بلال له خيمې راووت او اذان يې وکړ، چې لمونځ ادا کړي بيا خيمې ته ننووت او د پېغمبر د اوداسه د اوبو پاتې شونې يې دباندې راوستې او خلکو پرې ګڼه ګوڼه جوړه کړه. ٥ _ د صحيح مسلم د ٤ جلد د فضائل الصحابه په باب کې امام مسلم له انس نه نقل کړى دى، چې حضرت پېغمبر اکرم خپل سر خرايه او ياران يې ترې ګر چاپېره ولاړ وو؛نو هر وېښته يې يارانو په لاس کې نيوه. د تبرکاتو په باب د زياتو پوهېدو لپاره د صحيح بخاري د زغرې – امسا - تورې – لوښو- مهر – ګوتې- ويښته او کفن باب ته مراجعه وکړئ. مونږ چې پورته پنځه نمونو ته اشاره وکړه؛نو دا خو له حضرت پېغمبر اکرم سره د هغه د يارانو د بې کچه مينې يادونه وه، چې د هغه په اثارو کې به يې تبرکات لټول . د شيخ ابن عبدالوهاب ډله چې خلک د اولياوو د اثاراو له تبرکاتو منع کوي،داسې انګېري،چې د مړي احترام د هغه عبادت دى، حال داچې په اسلام کې د عبادت لپاره ټاکلى حد او پولې شته او داسې نه ده، چې "هر احترام به عبادت وي" په دې باب څو لاندې مطالبو ته پام وکړئ. ١ _ شبراوي د الاتحاف په ٩ مخ ،سمهودي د وفاء الوافاء ٢/٤٤٤ او خالد صلح الاخوان په ٥٧ مخ کې ليکلي دي، چې: د حضرت پېغمبر اکرم تر ښخولو وروسته د هغه لور حضرت فاطمه د خپل ګران پلار د قبر تر څنګه ودرېده او د قبر خاروه يې راپورته کړه او پر مخ يې ومښله او ويې ژړل او دا دوه شعره يې وويل: ماذا على من شم تربه احمد ان لا يشم مدى الزمان غواليا صبت على مصائب لوانها صبت على الايام مرن لياليا " پر هغه چا به څه وشي، چې د احمد صلى الله عليه وسلم د قبر خاوره بوى کړي او بيا د عمر تر پايه قيمتي مشک بوى نه کړي. داسې مصيبتونه راباندې راغلل که په رڼا ورځ راغلي واى؛نو په توره شپه به يې اړولې واى." ٢ _ د ځينو دلايلو له مخې، چې حضرت بلال مدينه منوره پريښې وه او په شام کې اوسېده؛نو په خوب کې ورته پېغمبر راغى او ورته يې وفرمايل: اى بلاله! دا څه جفا ده ايا دا وخت نه دى رارسېدلى، چې زما زيارت وکړې. بلال رضى الله عنه پرېشانه له خوبه راوېښ شو؛نو پر سپرلۍ راسور او مدينې ته را روان شو، چې کله د حضرت پېغمبر قبر ته راروسېد ؛نو په ژړا يې پيل وکړ او مخ يې پر قبر مښه او چې حسن او حسين يې ولېدل دواړه يې ښکل کړل. دا قصه سبکي په شفاء السقام کې د قسام بن عساکر له تاريخه نقل کړي او ابن اثير د اسدالغابة د لومړي جلد په ٢٨ کې راوستى. ٣ _ سمهودي د وفا‌ء الوفاء ٢/٩١٢ او شيخ داوود خالد په صلح الاخوان کې يوه قيصه بيان کړې: حضرت علي وايي:

د حضرت رسول اکرم تر وفاته درې ورځې وروسته يو بياباني عرب راغى او د هغه مبارک پر قبر يې ځان وغورځاوه او د قبر خاورې يې پر سر شنيدلې او پېغمبر ته يې په خطاب کې وويل: اى د خداى پېغمبره! څه  دې، چې ويلي مونږ اورېدلي، حقايق، چې تاله خدايه واخستل؛نو مونږ هم هغه له تا واخستل ، له هغې جملې نه، چې خداى تعالى پر تا نازل کړي يو دا هم دى " و لو  انهم اذ ظلموا انفسهم" ما پر ځان تېرى کړى، ماته له خدايه بخښنه وغواړه، ناڅاپه يې اواز واورېد، چې ګناهونه دې وبخښل شول.

٤ _ حاکم د مستدرک ٤/٥١٥ کې نقل کوي، چې مروان بن حکم جومات ته راننووت او ويې ليدل، چې يو سړي پر قبر مخ ايښى، مروان يې پر څټ لاس کېښود او ورته يې وويل: پوهېږې،چې څه کوى؟ هغه سر راپورته کړ؛نو معلوم شو، چې هغه حضرت ابوايوب انصاري دى او ويې ويل: زه تيږې ته نه يم راغلى؛بلکې حضرت پېغمبر اکرم ته راغلى يم؛خو اى مروانه! له پېغمبر اکرم نه مې اورېدلي، چې وېلي يې دي: که د دين رهبري د صالحينو په لاس کې وه؛نو مه ژاړئ؛خو که لارښوونکي نا اهلان وو؛نو وژاړئ. له دې ځايه معلومه شوه، چې د تاريخ دا برخه ښيي، چې اموي واکمنانو د پېغمبر اکرم ياران د هغه د قبر له تبرکه منع کول؛يعنې دا مروان بن حکم او ددې پر ليکه روان واکمنان وو، چې له دې مشروع عمله يې خلک منع کول.



  د شيخ محمد بن عبدالوهاب 5 پېژندنه 5 د خداى د اولياوود قبرونو ودانول 18 الف : د قبرونو ودانولو په باب د قرآن نظر 22 ب: د قبرونو په ودانولو کې د اسلامي امت نظر 26 اسلامي اثار د دين د اصالت نښه ده 28 ج : ابي الهياج حديث 34 د دې حديث په باب زمونږ نظر 34 د واقعيت پر ځاى دليل جوړونه 45 د قبرونو زيارت 50 د کتاب او سنتو په رڼا کې 50 ښځې او د قبرونو زيارت 55 د مذهبي شخصيتونو د قبرونو 59 د زيارت رغنده نښې 59 د رسول اکرم د قبر زيارت 63 قرآني شهادت 64 بل شهادت 69 د پېغمبر اکرم د زيارت په باب 71 اسلامي احاديث 71 د قبرونو د زيارت لپاره د تګ د نص په 75 تحريم کې د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې دلايل 75 د اولياوو له قبرونو سره لمونځ او دعا 80 پر قبرونو د ډېوې بلول 86 د اولياوو وسيله کول 88 د احاديثو برخه 90 لومړى حديث د عثمان بن حنيف حديث 90 د رښتينو سائلانو وسيله کول 95 د پېغمبر اکرم وسيله کول 96 د پېغمبر د ذات وسيله کول 105 د روژې مياشتې او په هغې مياشت کې د عبادت کوونکيو وسيله کول 106 د "توسل" په مساله کې د مسلمانانو چلند 107 د پېغمبر اکرم پر وير د صفيې (رض) شعر 114 آيا د خداى د اولياوو د تلين او کليزې نمانځنه او درناوى بدعت دى؟ 116 د عبادت بريدونه او يو بشپړ او هر اړخيز تعريف يې 120 د بحث نتيجه 129 په ژوندوني له اولياوو الله نه مرسته 134 د اولياء الله له ارواحو نه مرسته غوښتنه 151 تر مرګ وروسته د انسان د روح بقا او پايښت 152 قرآني آيتونه د ارواحو په پايښت ګواهي ورکوي 154 د انسان واقعيت د هغه روح دى 157 قرآن له بلې نړۍ سره د تړون پر امکان شهادت ورکوي 159 د اسلام پېغمبر د انبياوو له ارواحو سره غږېږي 161 قرآن پر پېغمبرانو درود وايي 162 په تشهد کې پر پېغمبر درود 163 د بحث نتيجه 164 مسلمانان او له مقدسو ارواحو نه حاجت غوښتنه 165 له اولياوو الله نه د شفاعت غوښتنه 170 د شفاعت د غوښتنې د جواز په باب زموږ دلايل 173 له وړو (اهلو) ګريونه غوښتنه يو مستحب کار دى 178 اسلامي احاديث او د صحابه وو سيرت 180 د مرګ په حالت کې له چانه د شفاعت غوښتنه 181 د شفاعت غوښتنې د مخنيوي په باب د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې د دلايلو څېړنه 184 شفاعت يواځې د خداى حق دى 191 ايا پر غيبي طاقت عقيده شرک دى؟ 196 د شيخ عبدالوهاب د ډلې نظر 197 پردې خبره زموږ نظريه 198 د يوسف عليه السلام غيبي سلطه 198 د موسى عليه السلام غيبي سلطه 200 د سليمان عليه السلام غيبي سلطه 201 حضرت مسيح او غيبي سلطه 203 ايا له عادت نه د بهر چارو غوښتنه شرک دى؟ 206 سليمان ( ع) د بلقيس تخت غواړي 207 خداى ته د اولياوو پرمخ سوګند ورکول 214 په اسلام کې د دې توسل پېښېدل 217 حضرت آدم داسې توبه ويستله 218 بې له خدايه پر بل څه قسم 224 په غير خداى باندې د قسم د جواز دلايل 224 څلورګوني مذاهب او په غير خداى قسم 229 پر غير خداى باندې د قسم په باب د شيخ محمد بن عبدالوهاب د ډلې لاسوند 230 الهي اولياوو ته نذر 236 د اولياوو د اثارو تبرک 242