ولې باید له خپلوانو سره اړیکې ولرو؟!

ولې باید له دوستانو او خپلوانو سره اړېکې وپالو؟

نچوړ: اوسمهال غرب او ټول هغه هېوادونه چې بشري نظامونه ورباندې واکمني کوي له یوازیتوب او دا چې دوستان او خپلوان نه لري له رواني اړخه سخت کړېږي او همدا یوازیتوب د دې لامل ګرځي چې ګڼ شمېر کسان هره ورځ ځانوژنه وکړي.

په غرب کې د فرد پالنې او ماده پالنې مفکورو انسانان له یو بل څخه دومره لرې کړي دي چې بشپړه چوپتیا او یوازیتوب یې رامنځته کړی دی. یوازیتوب دې ته وايي چې په ژوند کې دومره څوک ونه لرې چې خبرې درسره وکړي، اُنس او همدردي درسره وکړي یا خپل درد له هغه سره شریک کړې او هغه خپل درد او ستونزه له تا سره شریکه کړي او یا څوک له چا سره مرسته وکړي. یو انسان په خپل اپارتمان او کور کې مري او هغه وخت ورباندې خلک خبرېږي چې کله یې جسد دومره بوین شي چې ګاونډیان ترې تر پوزې راشي او پولیسو ته خبر ورکړي. هره ورځ په سلګونو داسې خلک خاورو ته سپارل کېږي چې هېڅ خپل او خپلوان نه لري او یوازې د مړو د برخې کار کوونکي یې خاورو ته سپاري. یوازې په بریتانیا کې ۱۷ میلیونه انسانان داسې دي چې د خپلوۍ هېڅ ډول اړیکې نه لري. د یوازیتوب له امله زیاتره دا کسان سختې رواني ستونزې پیدا کوي او حتا مخکې له دې چې طبیعي مرګ ورته راورسېږي خپل ځانونه په خپله وژني.

غرب مېشتي بوډاتوب ته د یوې هیولا په سترګه ګوري او وېره ترې لري ځکه که څوک بوډا شي سخت یوازې کېږي، د کورنۍ غړي یې له ځان څخه لرې کوي او د عمر خوړولو د پالنې موسسو ته یې وړي او دا حالت رښتیا هم سخت دردوونکی دی. د بریتانیې د تحقیقاتي مرکزونو د راپورنو پر بنسټ هغه کسان چې عمرونه یې تر ۷۵ کلونو پورته دي یوازې په دوو میاشتو کې یو ځل داسې څوک پیدا کوي چې خبرې ور سره وکړي.

په داسې حال کې چې انسان په فطري ډول داسې پیدا شوی دی چې له بل انسان سره همدردي کوي، په غم او خوشالۍ کې یې برخه اخلي، خپلې اندېښنې سره شریکوي او راشه درشه سره پالي. حتا روان پوهان په دې باور دي چې کله ماشوم له خپلې مور پیدا شي د ژړا لامل یې لوږه او یا هم د سړې هوا تنفس نه، بلکې د خپلې مور غېږه غواړي.

اسلام دغه فطري اړتیا ته په زړه پورې پاملرنه کړې ده؛ له همدې امله هغوی چې ځواکمن اسلامي افکار لري، هر څومره یې چې میندې او پلرونه بوډاتوب ته رسېږي همدومره ورته خوږېږي ځکه چې په خوشالولو او ارامولو کې یې جنت نغښتی. اسلام د خپلوۍ د اړیکو پرېکوونکي ته سخت خبردارۍ ورکړی دی او بې ریا دوستۍ او رفاقت کوونکو پسې الله د قیامت په ورځ غږ کوي او ورته وایې چېرته یاست اې مینه کوونکو. الله سبحانه و تعالی ته د مسلمانانو مینه او همدردي کول دومره اهمیت لري چې د لاسونو په ورکولو او روغبړ سره هم ورته ګناهونه بښي.