وليام اوتريډ


وليام اوتريډ (5 مارچ 1574 – 30 جون 1660)، يو انګلستانی رياضي پوه او انجليکي روحاني و. کله چې «جان نيپير» لوګاريتم اختراع کړ، او «ايډمنډ ګنټر» لوګاريتمي مقياسونه (ليکې يا اصول) جوړ کړل، چې د حساب لاسي ماشين (لاسي کالکولتر) په هغې ولاړ دي، «اولتريډ» لومړی هغه څوک و چې نېغ په نېغه يې د ضرب او تقسيم د تر سره کولو لپاره يو له بل سره نښلېدونکي دا ډول دوه مقياسونه استعمال کړي وو. په 1622ز کال کې د حساب ماشين د اختراع کولو وياړ هم هغه ته حاصل دی. نوموړي د ضرب لپاره "×"  نښه او د ساين، کو ساين فعاليتونو لپاره د "sin" او "cos"  نښې هم معرفي کړې.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

مذهبي ژوند

سمول

زده کړه

سمول

نوموړی په بکنګم شاير (اوس د برکشاير برخه ده) کې د «ايټن» د «بنجامين اتريډ» زوی و، نوموړی همدلته د 1574/75 د مارچ په پنځمه نېټه زېږېدلی او په ايټن کالج کې يې يې زده کړې کړې وې، دهغه پلار چې د ليک ښوونکی و، په همدې کالج کې د نوموړي يو ښونکی و. اوتريډ له رياضياتو سره مينه درلوده، او اکثره به د شپې له مخې په داسې حال کې وېښ ناست و، چې نور به ويده وو. له دې وروسته يې د کامبريج په کينګز کالج کې زده کړه وکړه، هلته یې په 1596/97 کې لسانس او په 1600ز کال کې ماستري تر سره کړل، له 1595 څخه تر 1603ز کال پورې نوموړي له همدې کالج څخه د زده کړو لپاره مالي مرسته تر لاسه کړه. نوموړي په 1600ز کال کې د «لوزلي پارک» د سر «وليام مور» لپاره په لاتيني ژبه کې د جنازې يوه قصيده وليکله. [۷][۸][۹][۱۰]

په ګلډفورډ او شيلفورډ کې رئيس

سمول

نوموړی سپېڅلو احکامو کې ومنل شو، د کامبرج پوهنتون يې د 1603ز کال په شا او خوا کې هغه مهال خوشې کړ، کله چې «ولیام اوتريډ» د يو "ښوونکي" په توګه د «سري» په «ګلډفورډ» کې د سينټ ميري د کليسا رياست په غاړه واخيست. د ولسي سرپرست جارج اسټن په وړانديز، نوموړی د 1605ز کال د جولای په مياشت کې، د لوېديځ «سري» د «ګلډفورډ» په ګاونډ کې د «ونريش» سره نږدې په «شالفورډ» کې د مرستيال په توګه ټاکل شوی و. [۱۱][۱۲]

د 1606ز کال د فبرورۍ په شلمه نېټه، «اوتريډ» په «شيلفورډ» کې له «کرايسټ ګفټ کيرل» سره واده وکړ، چې د «کيرل» کورنۍ يوه غړې او د «شيلفورډ» په «ګريټ ټينګلي هال» کې مېشته وه. دوی دولس بجيان درلودل چې هر يو وليام، هنري، هنري (لومړی هنري په کوچنيوالي کې مړ شو)، بنجامين، ساۍمن، مارګريټ، جودت، ايډورډ، اليزبت، اين، جارج او جان وو. دوه زامن يې هر يو بنجامين او جان يې هم د پلار په څېر په وسايلو کې لېوالتيا درلوده او ساعت جوړونکي شول.[۱۳][۱۴]

د «اوتريد» مېرمن د «تينګلي» د «سايمن کيرل» او د هغه د مېرمنې «ليډي اليزابت اينجر» (په 1607 کې واده شوې وه)، چې د «سر فرانسس اينجر» لور وه، خورزه/وريره وه. «اوتريډ» د «سايمن کيرل» د وصيت شاهد و، دا وصيت په 1618ز کال کې ليکل شوی، او د دوه نورو ودونو په مټ اليزابت تقريباً په 1650ز کال کې تر مړينې پورې د «ګريټ» سرپرسته او کونډه وارثه پاتې شوه. د اليزابت ورور «جيرالډ»، د «لانګفورډ» دويم بارون اينجر، په 1638ز کال کې د «سري» د «نول» د «سر ايډورډ اونزلو» له لور «جين» سره واده کړی و. اوتريډ د يو ستر پرهېزګاره او زده کونکي شخص په توګه د جيرالډ (چا ته چې هغه روزنه ورکړې وه) ستاينه کړې، چې په لاتيني، يوناني، عبراني او نورو ختيځو ژبو کې يې مهارت درلود.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د 1610ز کال د جنورۍ په مياشت کې، د «لوزلي پارک» سره نښتې «کامپټن» کليسا سرپرست «سر جورج مور» «اوتريډ» ته د مذهبي مشر په توګه د وړاندې کېدلو حق ورکړ، خو په هغه وخت کې چې دا کليسا خالي شي، په داسې حال کې چې «اوتريډ» دا واک نه درلود چې خپله ځان د ژونديو خلکو په وړاندې دا ډول وړاندې کړي. له دې سملاسي وروسته  «سر جارج مور» له شاعر «جان ډان» سره د خپلې لور «اين» له واده سره موافقه وښوده، کوم واده چې په 1601ز کال کې پټ تر سره شوی و.[۲۱]

د اولبري رئيس

سمول

سر (ايډورډ) رينډل (د ځمکې مالک)، اوتريډ په «سري» کې د «ګلډ فورډ» سره نږدې د «البري» د رئيس په توګه معرفي کړ، او د 1610ز کال د اکتوبر په شپاړسمه نېټه يې پيل وکړ، او د 1611ز کال د جنورۍ په اتلسمه نېټه يې «شيلفورډ» خالي کړ.[۲۲][۲۳]

د 1615/16 د جنورۍ په مياشت کې، «سر جارج مور» د «کامپټن» د کليسا (چې لا هم د ده په واک کې وه) د مذهبي مشرتابه تاييد يو ځل بيا «راجر هيت» او «سايمن کاريل» ته ورکړ تر څو د دې ځای د خالي کېدو په صورت کې، خپله اوتريډ، يا د اوتريډ له خوا نومول شوی څوک وړاندې کړي. له دې ډېر ژر وروسته «جان ټيچبورن» له «اوتريډ» سره اړيکه ونيوله او د خپلې نوماندۍ غوښتنه يې وکړه، دواړو يو تړون وکړ چې په ټاکلو ورځو کې به هغه ته يوه ټاکلې اندازه پيسې ورکوي. د دې چارې له بشپړېدو مخکې اوسنی رئيس مړ شو (1618 نومبر)، او «اوتريډ» خپله د ځان د وړاندې کولو هڅه وکړه، په «کامپټن» کې يې څو ځلې وعظ وکړ، لومړۍ مېوې د هغه د استعمال لپاره جلا کړای شوې، او څلور مياشتې وروسته يې له سرپرست څخه وغوښتل چې هغه وړاندې کړي. په هر حال، «ټيچبورن» وړانديز وکړ هغه مبلغ په يو ځل تاديه کړې چې موافقه ورباندې شوې، او په دې ډول د 1619ز کال د مۍ په مياشت کې (سايمن کيريل همدا کال مړ شوی و) د متوليانو له خوا وړاندې کړای شو: خو مخکې تر دې چې نوموړی په کليسا کې داخل کړای شي، وليعهد يو بل نوماند وړاندې کړ، ځکه چې د «اوتريډ» او «ټيچبورن» تر منځ شوی تړون د «سر هنري يلورټن» له خوا په څرګند ډول د کليسا د دندو پلور وبلل شو.[۲۴][۲۵]

له همدې امله «اوتريډ» په «البري» کې پاتې شو، او دلته يې د پنځوسو کلونو لپاره د رئيس په توګه خدمات وړاندې کړل. «وليم للي» چې يو مشهور نجومي و، «اوتريډ» يې پېژندو او هغه په خپل ژوندليک کې ادعا کړې ده چې په 1646ز کال کې يې د پارلمان په مټ د هغه د د ايستلو د مخنيوي لپاره د هغه په استازيتوب مداخله کړې وه:[۲۶][۲۷][۲۸]

"د دې وخت په اړه، د ټولې اروپا تر ټولو مشهور رياضي پوه، ښاغلی وليام «اوتريډ»، په «سري» کې د «الډبري» پادري، د  مذهبي مشرانو د ټاکلو د کميټې له خوا د توقيف له ګواښ سره مخ شو؛ (دوی Ambo-dexters وو؛) د هغه پر ضد ګڼې بې اهميته مقالې لېرې کړای شوې او د هغه پر ضد سوګند وشو، د هغه د توقيف لپاره پوره مواد موجود و، خو دا چې، د هغه د پرېکړې په ورځ، ما په خپله له سر «بولسټروډ وايټلاک» او خپلو ټولو پخوانيو ملګرو ته، چې په همدې شمېر کې د هغه په استازولۍ راوړاندې شول، غوښتنه وکړه چې که څه هم رئیس او ډېر نور «پريسبيټيري» غړي د هغه پر ضد خورا سخت دي، بيا هم لوی شمېر هغه ته برأت ورکړی دی".[۲۹][۳۰]

د هغه انځور (چې په 1646ز کال کې د دري اويا کلنۍ په عمر دی) څخه چې «وينسلاس هولر» کيندلی دی، او د « Clavis Mathematica» (د رياضي يو کتاب دی) سره د مختاړي په توګه وصل دی، «جان ايولين» په دې اړوند تبصره کړې چې دا "تر ډېره بريده له هغه سره ورته والی لري"، او دا چې هغه "د چوپتيا او ارام سکون ښودنه کوي، او داسې ښکاري چې د یو اندازه خوشاله ἕυρησις او اختراع پايله ده". واک ته د دويم چارلس له رسېدو یوه مياشت وروسته په 1660ز کال کې «وليام اوتريډ» په «البري» کې مړ شو. نوموړی چې د شاهي کورنۍ سخت ملاتړی و، ويل کېږي چې هغه د پاچا له راستنېدو په خبريدو سره له خوشالۍ مړ شو. نوموړی د «البري» په «اولډ سينټ پيټر او سينټ پال کليسا» کې خښ شو. د هغه د خپل ژوندلیک معلومات، د شا اوخوا 1634ز کال د "عادله بښنه" په نوم کتاب کې د "انګريزي خواصو ته" په خطاب کې موجود دي. [۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې

سمول
  1. Smith, David Eugene (1923). History of Mathematics. Vol. 1. Dover Publications. p. 392. ISBN 9780486204291.
  2. 'Oughtred (William)', in P. Bayle, translated and revised by J.P. Bernard, T. Birch and J. Lockman, A General Dictionary, Historical and Critical, (James Bettenham, for G. Strachan and J. Clarke, London 1734/1739), Vol. VIII, pp. 77-86 (Google).
  3. F. Willmoth, 'Oughtred, William (bap. 1575, d. 1660)', Oxford Dictionary of National Biography (2004).
  4. کينډۍ:Cite DNB
  5. Smith, David E. (1958). History of Mathematics (in انګليسي). Courier Corporation. p. 205. ISBN 9780486204307.
  6. Florian Cajori (1919). A History of Mathematics. Macmillan. p. 157. cajori william-oughtred multiplication.
  7. Wallis, P.J. (1968). "William Oughtred's 'Circles of Proportion' and 'Trigonometries'". Transactions of the Cambridge Bibliographical Society. 4 (5): 372–382. JSTOR 41154471.
  8. F. Cajori, William Oughtred, a Great Seventeenth-Century Teacher of Mathematics (Open Court Publishing Company, Chicago 1916), pp. 12-14 (Internet Archive).
  9. کينډۍ:Acad
  10. 'Funeral ode by William Outhred', Surrey History Centre, ref. 6729/7/129 (Discovery Catalogue).
  11. Church of England Clergy database, Episcopal Register of Thomas Bilson (Winchester), Appointment Record ("Owtred") CCEd Record ID: 59030.
  12. Church of England Clergy database, Liber Cleri detail, CCEd Record ID: 199392, from British Library Harleian MS 595.
  13. ODNB, and see Aubrey's Brief Lives, Ed. Oliver Lawson Dick (Ann Arbor, Michigan 1962), pp. 222–224.
  14. J.J. O'Connor and E.F. Robertson, "Biographies: William Oughtred", MacTutor History of Mathematics archive, Last Update, 2017 (University of St Andrews).
  15. W. Bruce Bannerman (ed.), The Visitations of the county of Surrey taken in the years 1530, 1572 and 1623, Harleian Society Vol. XLIII (1899), pp. 88–89 (Internet Archive).
  16. Cf. Will of John Machell, Gentleman of Wonersh (P.C.C. 1647, Fine quire); Will of Elizabeth Machell of Wonersh (P.C.C. 1650, Pembroke quire).
  17. London Metropolitan Archive ref. DW/PA/5/1619/22.
  18. William "Owtred" also witnessed the first codicil (8 November 1620) to the Will of George Austen of Shalford (P.C.C. 1621, Dale quire).
  19. E.W. Brayley, J. Britton and E.W Brayley jnr., A Topographical History of Surrey (G. Willis, London 1850), vol. II, p. 49 (Google).
  20. Gerald is sometimes referred to as "Gerard", but the name derives from his mother's family of Fitzgerald, seated at Hatchlands Park in East Clandon.
  21. "Yelverton, Sir Henry. Opinion that simony was involved in the contract between William Oughtred and John Tichborne for presentation to the church of Compton in Surrey", Papers of the More family of Loseley Park, Surrey, 1488-1682 (bulk 1538-1630), Surrey History Centre, ref. Z/407/Lb.668.4 (Discovery Catalogue). View original document at Folger Shakespeare Library Archived 2022-12-19 at the Wayback Machine..
  22. Church of England Clergy database, Episcopal Register of Thomas Bilson (Winchester), Vacancy Evidence Record ("Outhred"), CCEd Record ID: 59115
  23. Church of England Clergy database, Episcopal Register of Thomas Bilson (Winchester), Appointment Record, CCEd Record ID: 59103. The advowson was in the lord of the manor, who was Sir Edward.
  24. This was just one year after the ordination of John Donne (23 January 1615) and 6 months before his institution as rector of Sevenoaks (12 July 1616). The Clergy database, CCEd Ordination record ID 119823, and Appointment Evidence Record ID 114560.
  25. "Yelverton, Sir Henry. Opinion that simony was involved in the contract between William Oughtred and John Tichborne for presentation to the church of Compton in Surrey", Papers of the More family of Loseley Park, Surrey, 1488-1682 (bulk 1538-1630), Surrey History Centre, ref. Z/407/Lb.668.4 (Discovery Catalogue). View original document at Folger Shakespeare Library Archived 2022-12-19 at the Wayback Machine..
  26. کينډۍ:Cite EB1911
  27. J. and J.A. Venn, Alumni Cantabrigienses Part 1 Vol. III (Cambridge University Press 1924), p. 288 (Internet Archive) (appointment 1610).
  28. "Parishes: Albury", in H.E. Malden (ed.), A History of the County of Surrey, Volume 3 (V.C.H./HMSO, London 1911), pp. 72-77 (British History Online): "was rector from 1610 to 1660".
  29. William Lilly's History of his Life and Times, from the year 1602 to 1681 (Published London 1715), Reprint (Charles Baldwyn, London 1822), pp. 135-37 (Internet Archive).
  30. "Ambo-dexters", in the figurative meaning, i.e. their allegiances swayed according to their own advantage.
  31. (W. Oughtred), To the English gentrie, and all others studious of the mathematicks which shall bee readers hereof. The just apologie of Wil: Oughtred, against the slaunderous insimulations of Richard Delamain, in a pamphlet called Grammelogia, or the Mathematicall Ring, or Mirifica Logarithmorum Projectio Circularis (A. Mathewes, London ?1634). Full text at Umich/eebo. Extracts in F. Cajori (1915) (Further reading).
  32. "Parishes: Albury", in H.E. Malden (ed.), A History of the County of Surrey, Volume 3 (V.C.H./HMSO, London 1911), pp. 72-77 (British History Online, accessed 6 December 2018).
  33. J. Evelyn, Numismata: A Disccourse of Medals, Ancient and Modern... To which is added, A Discourse concerning Physiognomy (Benjamin Tooke, London 1697), p. 341 (Google).