ولب بای پټيل

ولب بای جاويربای پټيل (31 اکتوبر 1875 – 15 ديسمبر 1950)، چې په عام ډول د سردار ويلب بای پټيل په نوم پېژندل کېږي، د هندوستان د خپلواکۍ يو ملتپال او وکيل و، چا چې له 1947 څخه تر 1950ز کال پورې د لومړي وزير د مرستيال او کورنيو چارو د وزير په توګه کار کړی دی. نوموړی د هندوستان د ملي کانګريس لوړ پوړی رهبر و، چې د هېواد د خپلواکۍ او سياسي يووالي په هڅو کې يې مهمه ونډه درلوده. په هندوستان او نورو سيمو کې، نوموړي ته عموماً "سردار" ويل کېدل چې په هندي، اردو، بنګالي او فارسي ژبو کې د «مشر» په معنا ټکی دی. نوموړي د هندوستان د سياسي بشپړتيا او هندوستان او پاکستان د 1947ز کال د جګړې پر مهال د کورنيو چارو د وزير په توګه کار وکړ.[۱][۲]

پټيل د «کيړا» ولسوالۍ په «ناډياډ» کې زېږېدلی  او د ګجرات ايالت په کلیوالي سيمه کې ستر شوی و. نوموړی يو بريالی قانون پوه و. هغه چې د مهاتما ګاندي یو له لومړيو سياسي مرستيالانو څخه و، نوموړي په ګجرات کې له کيړا، بورسد او باردولي څخه کروندګر د انګريزانو د واکمنۍ پر ضد د عدم تشدد ولسي نافرمانۍ کې منظم کړل، او په دې ډول په ګجرات کې يو له تر ټولو اغېزناکو مشرانو وګرځېد. نوموړی د هندوستان د ملي کانګريس ګوند د نهه څلوېښتم رئیس په توګه وټاکل شو. د پټيل تر مشرۍ لاندې د کانګريس له خوا د «اساسي حقوقو او اقتصادي تګلارې» قراداد تصويب شو. په کانګريس کې د پټيل د لوړې کچې حيثيت تر ډېره بريده له 1934ز کال راهيسې (کله چې کانګريس د ټولټاکنو څخه پرېکون پرېښود) د ګوند په تنظیم کې د هغه له ونډې سره تړل شوی و. نوموړی چې په بمبيي کې په يو اپارتمان کې مېشت و، د کانګريس لپاره د پانګې مرکزي راټولونکی او د کانګريس د مرکزي پارلماني پلاوي مشر شو، په نوي ډيلي کې د مرکزي قانون جوړونکې اسامبلۍ لپاره د 1934ز کال د ټولټاکنو او د 1936ز کال د ايالتي ټولټاکنو لپاره د نوماندانو د ټاکلو او مالي مرسته کې مهمه دنده تر سره کړه. په داسې حال کې چې د «هندوستان پرېږدئ» خوځښت ته يې تبليغات کول. پټيل د 1942ز کال د بمبي په «ګواليه ټينک» کې راټولو شويو 100000 څخه زياتو خلکو په وړاندې يوه مهمه وينا وکړه. تاريخپوهان باور لري چې د پټيل وينا ملتپالو ته په قوت ورکولو کې مهمه ونډه درلوده، څوک چې تر هغه وخته د وړانديز شوي بغاوت په اړه د شکونو ښکار وو. په دې پړاو کې د پټيل تنظيمونکو کارونو ته تاريخ پوهانو په ټول هندوستان کې د بغاوت د برياليتوب باوري کولو امتياز ورکړی دی. [۳][۴][۵]

د هندوستان د کورنيو چارو د لومړي وزير او د لومړي وزير د مرستيال په توګه، پټيل د وېش د کډوالو لپاره د مرستې هڅې منظمې کړې، چې له پاکستان څخه پنجاب او ډيلي ته تښتېدل او د سولې د تامين لپاره يې کار وکړ. د هغو ايالاتو تر څنګ چې نېغ په نېغه د انګريزانو تر واکمنۍ لاندې وو، شا او خوا 565 خپلواک شاهي رياستونه هم د 1947 ز کال د هندوستان د خپلواکۍ د قانون تر مخې د برتانيې له واکمنۍ خلاص شول. له نهرو او مينن سره يوځای پټيل تقريباً هر شاهي رياست تيار کړ چې له هندوستان سره يوځای شي. [۶]

د نوي خپلواک شوي هېواد ملي ثبات ته د پټيل ژمنتيا نوموړي ته د "د هندوستان وسپنيز سړي" لقب وګاټه. د ټول هندوستان لپاره د خدماتو د نوي سيستم د جوړولو په برخه کې د مخکښې دندې تر سره کولو لپاره پټيل د "هندوستان د ملکي مامورينو د سرپرست قديس" په توګه هم يادېږي. د يووالي تمثال، د نړۍ تر ټولو دنګ تمثال دی، کوم چې د 420 ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د هندوستان د حکومت له خوا جوړ شوی و، د 2018ز کال د اکتوبر په یو دېرشمه نېټه نوموړي ته ډالۍ شو، چې شا او خوا 182 متره (597 فوټه) لوړ دی.[۷][۸]

د ژوند لومړي کلونه او مخينه

سمول

ولب بای جاوير بای پټيل، د جاوير بای پټيل او «لډبا» له شپږو بچيانو يو و، د ګجرات په ناډياډ کې زېږېدلی و. نوموړي د وشنومت پيروي کوله او د مها پربو ولبچاريه د پشتيمرګ ډلې سره يې تړاو درلود، او د ولبچاريه له اولاد څخه يې «دکشا» (مذهبي مراسمو ته چمتوالی) اخيستی و. د پټيل د زېږېدو نېټه په رسمي ډول کله هم نه وه ثبت شوې؛ خو پټيل دا نېټه د ليسې په ازموينو کې د اکتوبر يو دېرشمه ليکله. نوموړي د «کورمي» پټيدارو سره تړاو درلود، په ځانګړي ډول د ګجرات د «ليوا پټيل» ټولنې پورې؛ که څه هم د نوموړي له شهرت وروسته، «ليوا پټيل» او «کداوا پټيدار» دواړو ادعا درلوده چې هغه له دوی څخه دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

پټيل د ناډياډ، پيټلاډ او بورسد ښوونځيو کې د زده کړې لپاره سفرونه وکړل، چې له نورو هلکانو سره به يو ځای په خپل لګښت اوسېدو. داسې مشهوره ده چې هغه د زغم شخصيت پيدا کړ. په يوه مشهوره ولسي کيسه کې ويل شوي دي چې هغه د خپل بدن په یوه برخه کې يوه درد لرونکې دانه په ډېرې ارامۍ سره په خپله ايستلې وه، په داسې حال کې کله چې مسئول حجام دا کار کاوه نو لړزېدو. کله چې پټيل د شا اوخوا دوه ويشت کلنۍ په وروستيو کې له ثانوي زده کړو فارغ شو، عموماً هغه ته خپلو مشرانو د يو متزلزل انسان په سترګه کتل، چې يوې عامې دندې لپاره ټاکل شوی و. خو پټيل په خپله، د يو وکيل کېدلو، کار کولو او پيسو سپما کولو، انګلستان ته د تګ او د قانونپوه جوړېدو لپاره د زده کړو تر لاسه کولو په موخه پلان جوړ کړ. پټيل له کورنۍ څخه کلونه لېرې وخت تېر کړ، خپله به يې د هغو کتابونو په مرسته لوستل کول چې له نورو وکيلانو به یې پور اخيستل او په دوه کلونو کې يې خپلې ازموینې ختمې کړې. د خواښې او خسر له کوره د خپلې مېرمنې «جاوربا» په راوستلو سره، پټيل په «ګودهرا» کې خپل کور مېشت کړ او د وکيلانو ټولنې ته وغوښتل شو. د هغو ډېرو کلونو په اوږدو کې چې نوموړي پکې پيسې سپما کولې پټيل – چې اوس يو وکيل و – د يو سخت او ماهر قانون پوه په توګه شهرت پيدا کړ. په 1903ز کال کې د دوی يوه لور «مني بين» وزېږېده او په 1905ز کال کې يې يو زوی «ديا بای» وزېږېد. پټيل په «بوبونک» طاعون د اخته يو ملګري پالنه هم کوله، کله چې دا وبا په ټول کجرات کې خپره شوې وه. کله چې پټيل خپله په دې ناروغۍ اخته شو، هغه په سملاسي ډول خپله کورنۍ خوندي ځای ته واستوله، کور يې خوشې کړ، او په ناډياډ کې يو ګوښه کور ته ولېږدېد (يو بل روايت دا دی چې پټيل دا وخت په يو خوشې شوي معبد کې تېر کړ)؛ او هلته بيا کرار کرار ښه شو.[۱۴][۱۵][۱۶]

پټيل په ګودرا، بورسد او انند کې د وکالت کار وکړ، په داسې حال کې چې په «کرمساد» کې يې د خپل کور مالي مسئوليت هم په غاړه درلود. پټيل په بورساد کې د "ايډوارډ يادګاري عالي ليسې" لومړی رئیس او بنسټګر هم و، چې اوسمهال د «جاور بای داجي بای پټيل» عالي ليسې په نوم يادېږي. کله چې هغه انګلستان ته د سفر لپاره پوره پيسې سپما کړې، د ټکټ او پاس غوښتنه يې وکړه، نو هغوی ته په ادرس کې د هغه د مشر ورور «وټل بای» کور " V. J. Patel" وليکل شو، چې د هغه د نوم لومړي ټکي هم همدا ولب بای و. په داسې حال کې چې هغه هم يو وخت د ده په توګه په انګلستان کې د زده کړو هيله درلوده، وټل بای خپل کشر ورور په رټلو سره هغه ته وويل که مشر ورور د کشر ورور پيروي وکړي؛ نو دا به د هغه بدنامي وي. د خپلې کورنۍ د عزت ساتلو په موخه، پټيل اجازه ورکړه چې وټل بای د هغه پر ځای ولاړ شي.[۱۷]

سرچينې

سمول
  1. "How Vallabhbhai Patel, V P Menon, and Mountbatten unified India". 31 October 2017. Archived from the original on 31 October 2017. نه اخيستل شوی 31 October 2017.
  2. Gandhi, Rajmohan. Patel: a life (Biography). navjivan trust.
  3. Lalchand, Kewalram (1977). The Indomitable Sardar. Bharatiya Vidya Bhavan. p. 4. Sardar Vallabhbhai Patel
  4. Brass, Paul R. (2004). Patel, Vallabhbhai Jhaverbhai (1875/6–1950), Politician in India. Oxford Dictionary of National Biography.
  5. Rajmohan Gandhi 1990، م. 316.
  6. Sanajaoba, N. (1991). Law and Society: Strategy for Public Choice, 2001. Mittal Publications. p. 223. ISBN 978-81-7099-271-4. Archived from the original on 15 March 2024. نه اخيستل شوی 15 March 2024. The princely states had been wooed by Mountbatten, Patel and Nehru to join the Indian Dominion
  7. "PM Modi pays rich tribute to 'iron man' Sardar Patel on his 141st birth anniversary", The Indian Express, 31 October 2016, archived from the original on 21 December 2022, نه اخيستل شوی 31 October 2016
  8. "India unveils the world's tallest statue", BBC, 31 October 2018, archived from the original on 25 April 2021, نه اخيستل شوی 1 November 2018
  9. "Vallabhai Patel". TheFreeDictionary.com (3rd ed.). The Great Soviet Encyclopedia. 1970–1979. Archived from the original on 22 August 2021. نه اخيستل شوی 9 August 2019.
  10. کينډۍ:Britannica
  11. "Sardar Vallabhbhai Patel". Indian National Congress. Archived from the original on 7 October 2019. نه اخيستل شوی 7 October 2019.
  12. "Community power: how the Patels hold sway over Gujarat". Hindustan Times (په انګليسي). 1 December 2012. Archived from the original on 6 August 2019. نه اخيستل شوی 20 April 2021.
  13. Rajmohan Gandhi 1990، م. 3.
  14. Rajmohan Gandhi 1990، م. 16.
  15. Rajmohan Gandhi 1990، م. 13.
  16. Rajmohan Gandhi 1990، م. 14.
  17. Rajmohan Gandhi 1990، م. 21.