ولاپوکي ژبه
نړيواله مرستندويه جوړه شوې ژبه
ولاپوکي ژبه (Volapük) يوه ترکيبي يا جوړه شوې ژبه وه چې په ۱۸۸۰ زېږديز کال کې د يوهان مارتين شلير چې يو کاتوليکي کشيش وو، جوړه شوه.
ولاپوکي ژبه
عمومي مالومات | |
---|---|
خپرولو نېټه | |
ليکدود | |
ويونکو شمېر |
۲۰[۳] (۲۰۰۰) |
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ |
vo[۴] |
د ژبې کوډ |
وېبپاڼه |
volapük.com (ولاپوکي ژبه، انګرېزي ژبه) |
---|
دا ژبه په ساده جرمني ويوکو(لغاتونو) او منظم ګرامر ولاړه ده، اوسمهال ولاپوکي ژبه په بشپړه توګه يا نږدې له منځه تللې ژبه ده، خو په ۱۸۸۰ لسيزه کې دا ژبه د جرمني په پوهنتونونو او پوهنتوني غونډو کې خورا مشهوره وه او نږدې ۵۰۰،۰۰۰ تنو پر هغه وخت خبرې کولې.
اوسمهال نږدې له ۲۵-۳۰ تنو پورې وګړي په ولاپوکي ژبه خبرې کوي، د دې ژبې نوم د دوو ويوکو تړنګنوم دی چې لومړ يې ،وُل او دوهم يې پوک دی چې دواړه يې د انګليسي د World او Speak اوښتې بڼې دي.
سرچينې
سمول- ↑ ذکر کېدنه: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 353. Publisher: Cambridge University Press. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
- ↑ سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/vol.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.villagevoice.com/arts/pk-memory-7143392.
- ↑ "Language".