په وقایوي طب، یا وقایه کې هغه ګامونه تر پوښښ لاندې راځي چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره اخیستل کېږي. ناروغۍ او معیوبیت د چاپېریالي لاملونو، ارثي تمایل، د ناروغۍ عواملو او د ژوند د بڼې له امله را منځ ته کېږی او هغه خوځنده بهیرونه دي چې مخکې له دې چې افراد یې په اخته کېدو پوه شي، پیل کېږي. د ناروغۍ وقایه د وړاندوینې په اقداماتو پورې اړه لري چې په لومړنیو، اولیه، ثانوي او ثالثیه وقایه باندې طبقه بندي کېږي.      [۱][۲][۳]

د هغو مړینو له امله چې د وقایي وړ دي، هر کال په مېلیونونه خلک مړه کېږي. د ۲۰۰۴ ز کال یوې څېړنې ښودلې ده چې په ۲۰۰۰ ز کال کې په متحده ایالاتو کې د ټولو مړینو نیمایي برخه د وقایې وړ چلندنو او د ناروغیو پر وړاندې د را څرګندېدو له امله وه. په اصلي لاملونو کې یې د زړه او رګونو ناروغي، تنفسي مزمنه ناروغي، ناارادي ټپونه، شکر او ځینې ساري ناروغۍ شاملې دي. همدا څېړنه اټکل کوي چې په متحده ایالاتو کې هر کال ۴۰۰۰۰۰ خلک د نامناسبه پرهېز او د ژوند د ناخوځنده بڼې له امله مري. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د اټکلونو له مخې، په ټوله نړۍ کې نږدې ۵۵ مېلیونه خلک په ۲۰۱۱ ز کال کې مړه شوي، چې د دې ډلې دوه پر درېیمه برخه د غیر ساري ناروغیو، لکه: سرطان، شکر او د زړه-عروقي او سږو اوږدمهاله ناروغیو له امله مړه شوي دي. د شمېرې د ۲۰۰۰ ز کال په پرتله زیاتوالی ښيي، چې په ترڅ کې یې ۶۰ سلنه مړینې د ناروغیو له امله دي.     [۴][۵][۶]

په ټوله نړۍ کې د اوږدمهاله ناروغیو خپرېدلو او د دې ناروغیو له امله د مړینو زیاتوالي ته په پام سره، وقایوي طب ځانګړی اهمیت لري. د ناروغۍ د مخنیوي لپاره زیاتې تګلارې شته دي. له هغو څخه یوه د معلوماتو د ورکولو او پوهاوي له لارې په ځوانانو کې د سګرټ څکولو څخه مخنیوی دی. سپارښتنه کېږي چې لویان او ماشومان حتی که روغ هم وي، د منظمې معاینې لپاره خپل ډاکتر ته ورشي، ترڅو د ناروغۍ معاینه ترسره کړي، د ناروغۍ د خطر لاملونه تشخیص کړي، د سالم او متوازن ژوند د لارښوونو په اړه بحث وکړي، د وروستيو واکسینو او تقویه کوونکو په اړه په جریان کې واوسي او د روغتیایي پاملرنې له چمتو کوونکي سره ښې اړیکې وساتي. د ماشومانو په طب کې، د اولیه وقایې ځینې عامې بېلګې والدین هڅوي چې د خپل کور جوش شوې اوبه سړې وساتي، ترڅو په اوبو له سوځېدو څخه مخنیوی وشي، ماشومان هڅوي چې د بایسکل ایمني خولۍ په سر کړي او وړاندیز کوي چې خلک مخکې له دې چې په سپورتي فعالیتونو کې ګډون وکړي، د هوا کیفیت شاخص (AQI ) وکاروي ترڅو په بهر کې د هوا د ککړتیا کچه وګوري. د ناروغیو ځینې عامې معاینې عبارت دي له د هایپرتنژن (د وینې لوړ فشار)، هایپرګلیسیمي (د وینې لوړ شکر، د شکر ناروغۍ لپاره د خطر عامل)، هایپرکلسټرولیمي (د وینې لوړ کلسټرول)، د غټو کولمو سرطان، خپګان، د ایدز ناروغي یا HIV او د جنسي لېږد د ناروغیو نور عام ډولونه لکه کلامیډیا، سیفیلیس او سوزاک، ماموګرافي (د تیو سرطان معاینه)، د غټو کولمو د سرطان معاینه، د پاپ معاینه (د رحم سرطان معاینه) او د هډوکو د وړېدلو معاینه. ارثي معاینه هم د هغو بدلونونو د معاینې لپاره ترسره کېدی شي چې د ارثي ګډوډویو یا په ځینو ناروغیو باندې لکه د تیو یا تخمدان په سرطان د اخته کېدو د استعداد لامل کېږي، خو هر څوک د دې اقداماتو مالی توان نه لري او د وقایوي طب د لګښت اغېزمنتوب لاهم د بحث موضوع ده.     [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د وقایې کچې  

سمول

د وقایوي طب ستراتیژي د لومړني، اولیه، ثانوي او ثالثیه وقایوي کچو د ګامونو اخستلو ته ویل کېږي. که څه هم سارا جوزفین بیکر د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د وقایوي درملو سپارښتنه وکړه، هیو آر. لیویل او اي. ګورني کلارک په ۱۹۴۰ ز کلونو کې د اولیه وقایې اصطلاح را منځ ته کړه. دوی په ترتیب سره د هاروارد او کولمبیا پوهنتون د عامې روغتیا په پوهنځیو کې کار کاوه او وروسته یې دا کچې ثانوي او ثالثیه وقایو ته وغځوې. ګولډستون (۱۹۸۷ز کال) یادونه کوي چې دا کچې ښايي د "وقایې، درملنې، او بیارغېدنې" په توګه ښې بیان شي، که څه هم د اولیه، ثانوي او ثالثیه وقایو اصطلاحاتو څخه اوس هم کار اخیستل کېږي. د لومړنۍ وقایې مفهوم په دې نږدې وروستیو کې په مالیکولي بیولوژي کې د تېرو پنځوسو کلونو د نوو پرمختګونو په تړاو رامنځته شوی، په ځانګړي توګه په ایپی جنیتیک کې چې د اوګانېزم د خپل جنیني او نوي زیږیدلي ژوند په جریان کې یا د ژوند د لومړنۍ دورې په نوم دوره کې د چاپېریالي شرایطو هم فزیکي او هم عاطفي پراخ مهم اهمیت ته اشاره کوي. [۱۴][۱۵][۱۶]


کچه


تعریف


لومړنۍ او بنسټیزه وقایه 


لومړنۍ وقایه د دې شواهدو پراساس چې ایپي جنیتیک بهیرونه د حاملګۍ په وخت کې پیل کېږي، د روغتیا د ودې د جلا کټګورۍ په توګه وړاندیز شوې (لاندې وګورئ: لومړنۍ او بنسټیزه وقایه). بنسټیزه وقایه هغه ګامونو ته اشاره کوي چې د خطر د لاملونو د پراختیا څخه د ژوند د پیل په لومړۍ مرحله کې مخنیوی وکړي.     [۱۷][۱۸] 


اولیه وقایه


هغه مېتودونه دي چې د ناروغۍ د پېښېدو څخه یا د ناروغۍ د لاملونو د حذف له لارې یا د ناروغۍ پر وړاندې د مقاومت زیاتولو له لارې مخنیوی کوي. مثالونه یې د ناروغۍ پروړاندې معافیت، د صحي خوړو رژیم او سپورتي رژیم ساتل او د سګرټ څکولو څخه ډډه کول دي.     [۱۹][۲۰]


ثانوي وقایه

هغه مېتودونه دي چې د نښو د څرګندېدو څخه وړاندې موجوده ناروغي تشخیصوي او مخه یې نیسي.  مثالونه یې د لوړ فشار (د زړه او رګونو ډېرو ناروغیو لپاره د خطر عامل) درملنه او سرطاني معاینې دي. [۲۱][۲۲]  


ثالثیه وقایه


هغه مېتودونه دي چې د بیارغېدنې او درملنې له لارې د علایمي ناروغیو زیان کموي، لکه معلولیت یا مړینه. مثالونه يې جراحي کړنلارې دي چې د ناروغۍ خپرېدل یا پرمختګ دروي.   [۲۳]

د څلورمې کچې وقایه هغه مېتودنه دي په روغتیايي نظام کې د غیر ضروري یا زیاتو مداخلو پایلې کموي یا مخنیوی یې کوي، لکه احتمالي حقوقي سرغړونې.    [۲۴]

سرچينې

سمول
  1. Hugh R. Leavell and E. Gurney Clark as "the science and art of preventing disease, prolonging life, and promoting physical and mental health and efficiency. Leavell, H. R., & Clark, E. G. (1979). Preventive Medicine for the Doctor in his Community (3rd ed.). Huntington, NY: Robert E. Krieger Publishing Company.
  2. ""New parents" secure a lifelong well-being for their offspring by refusing to be victims of societal stress during its primal period". Primal Prevention.
  3. "Primal Health Research Databank - Glossary". primalhealthresearch.com. بياځلي په 2021-07-05.
  4. Mokdad AH, Marks JS, Stroup DF, Gerberding JL (March 2004). "Actual causes of death in the United States, 2000". JAMA. 291 (10): 1238–45. doi:10.1001/jama.291.10.1238. PMID 15010446.
  5. "The top 10 causes of death". World Health Organization. 9 December 2020.
  6. "The top 10 causes of death". World Health Organization. 9 December 2020.
  7. LeChelle Saunders, BSc: Smoking is Critical to Our Health. Be Smart, Don’t Start Archived 2020-11-08 at the Wayback Machine.
  8. Isensee B, Hanewinkel R (November 2018). "[School-based tobacco prevention: the "Be Smart - Don't Start" program]". Bundesgesundheitsblatt, Gesundheitsforschung, Gesundheitsschutz. 61 (11): 1446–1452. doi:10.1007/s00103-018-2825-9. PMID 30276431.
  9. Thrul J, Bühler A, Herth FJ (2014). "Prevention of teenage smoking through negative information giving, a cluster randomized controlled trial". Drugs: Education, Prevention and Policy. 21: 35–42. doi:10.3109/09687637.2013.798264. S2CID 73102654.
  10. "'Be Smart, Don't Start' campaign launched to deter youths from smoking - The Malta Independent". www.independent.com.mt. بياځلي په 2021-07-05.
  11. "Medical Encyclopedia: MedlinePlus". medlineplus.gov (in انګليسي). بياځلي په 2021-07-05.
  12. Maciosek MV, Coffield AB, Flottemesch TJ, Edwards NM, Solberg LI (September 2010). "Greater use of preventive services in U.S. health care could save lives at little or no cost". Health Affairs. 29 (9): 1656–60. doi:10.1377/hlthaff.2008.0701. PMID 20820022.
  13. Cohen JT, Neumann PJ, Weinstein MC (February 2008). "Does preventive care save money? Health economics and the presidential candidates". The New England Journal of Medicine. 358 (7): 661–3. doi:10.1056/nejmp0708558. PMID 18272889.
  14. Goldston, S. E. (Ed.). (1987). Concepts of primary prevention: A framework for program development. Sacramento, California Department of Mental Health
  15. Baker, Sara Josephine. Fighting for Life.1939.
  16. Darnell, James, RNA, Life's Indispensable Molecule, Cold Spring Harbor Laboratory Press, 2011
  17. Gillman MW (February 2015). "Primordial prevention of cardiovascular disease". Circulation. 131 (7): 599–601. doi:10.1161/circulationaha.115.014849. PMC 4349501. PMID 25605661.
  18. Chiolero A, Paradis G, Paccaud F (October 2015). "The pseudo-high-risk prevention strategy". International Journal of Epidemiology. 44 (5): 1469–73. doi:10.1093/ije/dyv102. PMID 26071137.
  19. Katz, D., & Ather, A. (2009). Preventive Medicine, Integrative Medicine & The Health of The Public. Commissioned for the IOM Summit on Integrative Medicine and the Health of the Public. Retrieved from "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2010-08-27. بياځلي په 2014-03-16.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  20. Patterson C, Chambers LW (June 1995). "Preventive health care". Lancet. 345 (8965): 1611–5. doi:10.1016/s0140-6736(95)90119-1. PMID 7783540. S2CID 5463575.
  21. Katz, D., & Ather, A. (2009). Preventive Medicine, Integrative Medicine & The Health of The Public. Commissioned for the IOM Summit on Integrative Medicine and the Health of the Public. Retrieved from "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2010-08-27. بياځلي په 2014-03-16.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  22. Patterson C, Chambers LW (June 1995). "Preventive health care". Lancet. 345 (8965): 1611–5. doi:10.1016/s0140-6736(95)90119-1. PMID 7783540. S2CID 5463575.
  23. Katz, D., & Ather, A. (2009). Preventive Medicine, Integrative Medicine & The Health of The Public. Commissioned for the IOM Summit on Integrative Medicine and the Health of the Public. Retrieved from "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2010-08-27. بياځلي په 2014-03-16.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  24. Gofrit ON, Shemer J, Leibovici D, Modan B, Shapira SC. Quaternary prevention: a new look at an old challenge. Isr Med Assoc J. 2000;2(7):498-500.