وروستی نړیوال مشترک جد/نیکه
وروستی نړیوال ګډ نیکه یا وروستی حجروي نیکه (LUCA / last universal cellular ancestor) چې د وروستي نړیوال نیکه (LUA) په نوم هم یاديږي. د ژوندیو موجوداتو ترټولو تازه نفوس دی ټول هغه موجودات چې اوسمهال د ځمکې پر مخ ژوند کوي یو ګډ نسب لري چې د ځمکې پر مخ د اوسني ژوند تر ټولو نوي ګډ نیکه په نوم ياديږي. چې د پروجنیت/ (هر اورګانیزم چې په هغه کې د فينوټاپ او جينټايپ تر منځ اړیکه د تکامل په حال کې وي) اړوند مفهوم دی. ګمان کېږي چې LUCA به د ځمکې پر مخ لومړنی ژوند نه وي بلکې وروستنی موجود دی چې د ټولو اوسنیو شته موجوداتو لپاره میراثي اصل/نیکه دی. [۱][۲][۳][۴]
په داسې حال کې چې د LUCA هېڅ ځانګړي فوسیلي (د لرغونې زمانې د حیواناتو او نباتاتو پاتې شوني) شواهد نشته. خو کولی شو د ټولو مدرنو موجوداتو او لمسیانو له جینوم سره په پرتله یې وڅېړو. په دې توګه په ۲۰۱۶ ز کال کې يوې څېړنې ۳۳۵ جینونه په ګوته کړل چې په ډېر احتمال سره به په LUCA کې وو. جینونو د ژوند يوه پېچلې بڼه د ګډې هوکړې له ځانګړنو سره تشرېح کړه چې دDNA اوRNA تر منځ پروټینونو ته د اطلاعاتو بدلون، لېږد او ژباړه په کې شامل و. د دې څېړنې پایلې ښيي چې LUCA په ډېر احتمال سره په لوړې تودوخې لرونکې اوبو کې د سمندر په ژورو دریڅو کې ماګمايي (magma) جریانونو ته څېرمه ژوند کاوه. [۵][۶]
څېړنې له ۲۰۰۰ کال نه تر ۲۰۱۸ ز کال پورې د LUCA د لرغونتوب په وخت کې ډېروالی ښيي. په ۲۰۰۰ زکال کې داسې اټکل کېده چې LUCA له ۳.۵ نه تر ۳.۸ بېلیونه کاله مخکې د پالیورکېن / Paleoarchean (د ژویو د مشخصو ډولونو تر ټولو لرغونی اثر) په دوره کې وو، د ژوند په اړه د لومړنیو فوسیلي شواهدو څخه څو میلیون کاله وړاندې، د هغه لپاره څو نوماندان/داوطلب له ۳.۴۸ څخه تر ۳.۲۸ بېلیونه کاله وړاندې دوره کې راغونډ شوي وو. په ۲۰۱۸ ز کال کې د برېسټول پوهنتون یوې څېړنې د مالیکولي ساعت د یو موډل له کارولو سره LUCA له ۴.۵ میلیارد کاله مخکې نه لږ وروسته په هېډین/ Hadean (د ځمکې پېژندنې عصر) کې ځای پر ځای کړ. د لویې اغېزې د فرضیې (Giant Impact Hypothesis) پر بنسټ چې د ځمکې سطحه د تبخیر یا ذوب په حال کې د استوګنې نه وړ انځوروي، غالباً داسې ویل کېږي چې LUCA او په احتمالي ډول په ټوله کې د ژوند سرچینه د سپوږمۍ له جوړښت نه مخکې نه شي کېدلی. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
چارلس داروین په ۱۸۵۹ ز کال کې، د ډولونو د سرچينې په خپل(On the Origin of Species) نوم کتاب کې د لومړي ځل لپاره د ګډ نسب يوه نړیواله نظریه د تکاملي پروسو له لارې وړاندې کړه. « په دې اساس زه باید له مشابهت نه دا وښيم چې د ځمکې پر مخ ټولو ژونديو موجوداتو له یو کس نه سرچينه اخيستې چې د لومړي ځل لپاره يې ساه اخیستې.» وروسته بیولوژي پوهانو د LUCA ستونزه د ژوند له سرچينې نه بېله کړه. [۲۱]
مشخصات
سمولد LUCA د فرضي بچیانو د ډلو له شننې او تجزیې وروسته داسې برېښي چې LUCA يو کوچنی یو حجروي موجود و، په احتمالي ډول د DNA یو حلقهيي ډول سیمپېچ (coil) یې درلود چې د حجرې د ننه په آزاد ډول د لامبو/ شنا په حال کې و. له مورفولوژیکي اړخه په احمتالي ډول د نننیو باکتريګانو په ګډ نفوس کې څرګند نه و. له دې سره کارل وويېز(Carl Woese) او همکارانو یې چې د لومړي ځل لپاره د د درېیو سیمو/برخو سیستم (three domain system) چې اوسمهال کاريږي د رایبوزومي RNA (rRNA) د شننې او تجزیې پر بنسټ د باکترياګانو، ارکيا او ايوکاریوت لپاره وړاندې کړ، «داسې بیانوي چې په جنتیکي ماشینرۍ کې به LUCA له انفرادي نیکونو نه یو ساده او ابتدایي موجود و چې دا درې يې رامنځته کړل.» [۲۲]
په داسې حال کې چې په ګراس/ناخالصه اناتومي کې LUCA یوازې د قاطعیت پرته د بیارغونې وړ دی. بیوشمیکي میکانیزمونه یې له جزییاتو سره یادولی شو، اوس په نړیوال بنسټ د ځمکې پر مخ د ټولو خپلواکو ژونديو موجوداتو له خوا ځانګړتیاوې شریکې شوې دي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
جنتیکي کود یې په احتمالي ډول د DNA پر بسټ و، داسې چې د RNA له نړۍ نه مخکې يې ژوند کړی. که چېرې DNA وو، په منحصر ډول د همدې نننيو څلورو نکلوتایډونو دي اوکسي ادينوزين (deoxyadenosine) ، ډي اوکسي سايتېډين (deoxycytidine)، ډي اوکسي ټايمېډين (deoxythymidine) او ډي اوکسي ګوانوزین (deoxyguanosine) نه جوړ شوی و. DNA د نمونې/بېلګې پورې تړلي (Template-depending) انزایم او DNA پولیمیرېز په واسطه د دوو ډبلو رشتو په توګه ساتل کېږي. چې په دې وروستيوکې د D له کورنۍ سره تړاو لري. د DNA یوالی د ساتونکو او بیارغوونکو/ترمیم کوونکو انزایمونو له یوې ډلې لکه ډي اېن اې توپواېزومېروز/ DNA topoisomerase (یو ډول انزایم) نه ګټه اخلي. که چېرې جنیتیکي کود د DNA پر بنسټ وای نو هغه به د یو رشتهيي RNA په واسطه تشرېح کېده. RNA د یو پولیمیرېز په واسطه چې په DNA پورې تړلی DNA ته ورته نکلیوټایدونو له کارلو سره تولید شو، یوازې په دې توپېر سره چې د DNA ټايمېډين نیکلیوټاید دRNA په يوریډین بدل شو، چې د DNA متصل څو پروتینونه یې لرل لکه د هېسټون فولډ پروتین (histone-fold proteins). [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
جنتیکي کود به په پروتینو کې تشرېح کېده. چې دغه کودونه د خپلواکو امینو اسیدونو د پيغام لېږدووکي RNA د ژباړې له لارې د رایبوزومونو، لېږدوونکو RNA او یوه ډله اړونده پر وتینونو د میکانیزم په واسطه راټول شوي. رایبوزومونه له دوو فرعي واحدونو/سب يونټونو (subunits) څخه جوړ شوي چې یو یې لوی ۵۰S (سب یونټ) او بل یې کوچنی ۳۰S دی. هر رایبوزمي فرعي واحد د رایبوزمي RNA له یوې هستې نه چې رایبوزمي پروتینونو یې احاطه کړي جوړ شوی. د RNA مالیکول رایبوزمي او لېږدوونکي دواړه ډولونه د رایبوزم په پاروونکي/کلتلایتکي (catalytic) فعالیت کې اړین رول لوبوي. یوازې د L په اېزومېر (isomers) کې شل امینو اسیدونه کارول شوي چې د نورو بېشمېره امینو اسیدونو نه یې مستثنی کړی. ATP (په بدن کې د انرژي تر ټولو لوړه سطحه) د انرژي د یوې وسيلې په ټوګه خدمت کاوه، سلګونه پروتنیني انزایمونه کیمیاوي غبرګونونه کتلېز (catalyzed) کوي چې له شحمو، امینو اسیدونواو قندي موادو نه انرژي استخراج کړي چې شحمونه،رقندونه، امینو اسیدونه او اساسي هستوي اسیدونه د بېلابېلو کيمیاوي مسیرونو له لارې ترکيب/ سنتېز (synthesize) کړي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
حجرې یو مایع سایتوپلازم درلود چې په اغېزمن ډول دوهګونې شحمي غشا پوښلی و. حجرې تمایل درلود چې د ځانګړي ایوني لېږد میکانیزم يا ایوني پمپ (ion pumps) له لارې سودیم خارج کړي او د پتاشیم غلظت لوړ کړي. د حجري ټول داخلي محتویات تر تکثر وروسته د حجروي تقسیم له لارې تقسیمېدل. حجرې د انرژي د تولید لپاره له کېموسيموزس / Chemiosmosis (له حجروي غشا څخه د ایونونو حرکت) څخه کار اخيست، همداراز د اسیتایل تیوايستر (acetyl-thioesters) له لارې د اکسیجن کمښت او هایدروجن اوکسېدایز/ترکیب کیدل، یاد میکانیزم د میتانوجینزس (methanogenesis) یا اسیتونوجینزس (acetogenesis) په نوم یاديږي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
په احتمالي توګه LUCA د حرارت د لوړو درجو په شرایطو کې د سمندر په ژورو دريڅو کې چې د سمندري اوبو له امله رامنځته شوې وې د سمندر په تله کې د مګما (magma) تر څنګ ژوند کاوه. [۴۲][۴۳]
د نړیوالو اوصافو د پلټنې لپاره بدیله لار د جینوم له تجزیې نه کار اخیستل دي چې فېلیوژنتيکي لرغوني جينونه وپېژندل شي. دا د LUCA په اړه داسې تصور رامنځته کوي چې په ډېر سخت جيوکيمياوي (geochemically) چاپېریال کې ژوند کولی شي لکه اوسني پروکریوت (prokaryotes). د بیوکیمیاوي لارو شننه او تجزیه فېلیولوژيکي تحلیل او تجزیې ته ورته کيمياوي طریقه ده. تجربې ښيي چې د اسیتایل A کوانزایم (acetyl-CoA) د کیمياوي مسیرونو ټول مواد لکه فورمټ (formate)، میتانول (methanol)، اسیتایل اېنتيز (, acetyl entities) او پېریږاټ (pyruvate) د اوبو، کاربن دای اکساید او اصلي فلزاتو په موجودیت کې په بې اختیاره توګه را منځته کېږي، لکه څنګه چې د ګرمواوبو (hydrothermal) په دريڅو کې پېښېدل. [۴۴]
فرضیې
سمولپه ۱۸۵۹ ز کال کې چارلز داروین د ډولونو د سرچينې په اړه خپل کتاب خپور کړ چې په هغه کې يې دوه ځلې دا فرضیه تشرېح کړه چې د ټولو ژونديو بڼو/ډولونو لپاره یوازې یو مولد/نیکه شته. هغه په جمعبندۍ کې داسې وویل:
« په دې اساس زه باید له مشابهت نه دا وښيم چې د ځمکې پر مخ ټولو ژونديو موجوداتو له یو کس نه سرچينه اخيستې، چې د لومړي ځل لپاره يې ساه اخیستې».[۴۵]
وروستۍ جمله د دې فرضیې له بیاځلي یادولو سره پيلیږي:
له دې نظره په ژوند کې عظمت / لویي نغښتې ده چې په خپل څوګونۍ ځواک سره یې په اصل کې په یو يا څو بڼو کې ساه اخيستې ده. [۴۵]
سرچینۍ
سمول- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ ۳۷٫۰ ۳۷٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ ۳۹٫۰ ۳۹٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ ۴۵٫۰ ۴۵٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).