ورغستلي – Bulgur په انګریزۍ کې ورته (bulgur wheat) هم وایي. د غنمو له غلې جوړ شوي خواړه دي چې کمه اندازه د وېشولو په ذریعه پخیږي، وچیږي او له وچېدو وروسته میده کیږي. سوداګریز ورغستلي معمولا له ډوروم غنمو (durum wheat) جوړیږي خو د غنمو نور ډولونه هم د ورغستلو په تولید کې کاریږي. د وچې میوې د مغز په څېر بوي لري او ډېر خلک ېې د نورو خوړو تر څنګ د هوسي خوړو په توګه کاروي، ځنې خلک ېې د وریجو په څېر پخوي او ځنې خلک ېې د کوسکوس چې یو ډول د وریجو میدګی ده په څېر پخوي. ورغستلي زیات فایبر لري، پروتین، وسپنه، ویټامین B۶ او ګلوتین چې یو ډول پروتیني مواد دي لري. غنم د منځني ختیځ هلال ته ورته حاصیلخېزه سیمه (Fertile Crescent) کې کورني شوي او ورغستلي هم ورته تاریخ لري. پخواني یونانیانو او پخواني منځني ختیځ کې خلکو ورغستلي خوړل. له دې پرته د تورات او انجیل په زړو تفسیرونو کې هم د ورغستلو یادونه شوې. ورغستلي په هند، د بالکان هیوادونو او منځني ختیځ کې تر اوسه ډېر زېات خلک پخوي. ډېر خلک د توبولې (tabbouleh) په نامه سلات ورڅخه جوړوي چې ترکیب کې ېې رومیان، پیاز او د ګیاه ځنې ډولونه موجود وي. بل ډول خواړه چې له ورغستلو جوړیږږي د کېبې (kibbeh) په نامه دي او ترکیب کې ېې مصاله، وړه شوې غوښه او پیاز موجود وي. له ۱۹۰۰ لسیزې را په دېخوا په غربي اروپا او امریکا کې ورغستلي د روغتیایي خوړو په نامه وپېژندل شول. لمړی غنم وېشول کیږي، لمر ته د وچېدو لپاره کېښودل کیږي؛ له وچېدو وروسته میده کیږي او د پخولو په وخت د وریجو یا نورې غلې په اندازه وېشول کیږي خو له دې پرته په غوړو کې هم سره کیږي.