ورايټي ميوزکل شو

ورايټي ميوزکل شو يا د ميوزک ژوندي بڼه خپرونه (په اردو: میوزیکل ورائٹی شو) هغه خپرونې ته ويل کېږي، چي پکښي سندرغاړي، فلمي ستوري (ښځېنه/نارينه) راښکاره کيږي. په دي ډول خپرونو کې هغوي تر ډېره هغه څه کوي چې د موزيک او سندرو سره تړاو لري.

د پاکستاني پښتنو لخوا ترسره کول سمول

د پاکستاني پښتنو لپاره يي لوي اهميت دادي چې د اختر په ورځو هغوی هم په پيښور آو شاوخوا کې دا ډول شو ګانو ته ځي، او هلته خپل د خوښې ستوري په ژوندۍ بڼه ګوري.

بي حيايي او اثرات پر پښتون کلتور سمول

يو شمېر پاکستانيو پښتنو تر ډيره د ميوزکل خپرونې څخه د بي ننګي او بي حيايۍ ماحول جوړ کړي، په هر اختر کي په لسګونو پنجابي او پښتني ډمي ميدان ته د بي حيايۍ د نثا لپاره راځي. او دوي د خپلو لنډو او نازکو کميسونو، جسمي بي حيايۍ، ښکلي حسن، او لڅو وريښتانو په زور خلګ و خپل ځان ته رانږدې کوي، او د کنسرټ په دوران کي تردې په زرګونو روپۍ اخلي. په دي کي يو شمېر ماشومان د ١۵—۱۶ په عمر کې هم دي، کوم چې دداسې خپرونو لپاره د نارواوو لارو څخه هم پيسې تر لاسه کوي، د مثال په توگه: د کور څخه د پيسو غلا، د قرض اخیستنه، او يو شمېر بيا د داسې کړنو لپاره د کوره څخه تيښتې، تر څو ډيري پيسې لاسته راوړي.
د دا ډول ښځو يو شمير يي په لاندې توگه دي:

  1. ناديه ګل
  2. سيدرا نور
  3. صوبيا خان

سرچینې سمول