وخت څنګه مديريت کړو؟

وخت څنګه مديريت کړو؟

مشهور لیکوال او ویناوال برایان ټرېسي ویلي، مخکې له دې چې شپه کې د خوب کټ ته لاړ شم، د هغو کارونو لپاره مهالوېش جوړوم چې غواړم سبا یې ترسره کړم. دغه کړنه د دې سبب کېږي چې ستاسو ضمیر په ناخوداګاه ډول د خوب پر مهال پر دغه مهالوېش تمرکز وکړي. کله چې سهار له خوبه را پورته کېږی او د ورځې په اوږدو کې له ستونزو سره مخ کېږی، نو پر وړاندې يې تياری ښیی او په خورا اسانۍ سره يې هوارولی شی.

د وخت د مديريت لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

د اړینو پوښتنو جوړول: کوم کارونه باید ترسره کړم چې ډېر څه لاسته راوړم؟

کوم کارونه ترسره کولای شم چې مخکې له مخکې یې د یوه بدلون ځواب ویلی وي؟

دغو پوښتنو ته مناسب ځواب ويل له تاسو سره مرسته کوي چې کارونه مو د لومړيتوبو له مخې درجه بندي کړی او ټول په ښه ډول ترسره کړی. دا چاره مو له پرمختګ سره مرسته کوي.

د کار ارزښت وپېژنئ: تر ټولو مخکې هغه کارونه ترسره کړئ چې ستاسو په اند ډېر مهم دي. هغه انرژي چې تاسو یې په سوچونو او اندېښنو لګوی ستاسو وړتيا ده چې ضايع کېږي.